بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة الصف د منتخبو آیتونو شرح د صف سورت ټوليزه منځپانګه دا سورت پر دوو بنسټيزو چورليزونو چورلي: يو داچې اسلام پر ګردو اسماني اديانو غوراوى لري او خداى يې تلپاتېتوب تضمين کړى دى. بل جهاد ددې دين د ساتنې او پرمختګ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
د سورة الصف د منتخبو آیتونو شرح
د صف سورت ټوليزه منځپانګه
دا سورت پر دوو بنسټيزو چورليزونو چورلي: يو داچې اسلام پر ګردو اسماني اديانو غوراوى لري او خداى يې تلپاتېتوب تضمين کړى دى. بل جهاد ددې دين د ساتنې او پرمختګ لپاره لازم دى (نمونه، 24: 58 مخ.)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ ﴿۲﴾ = مؤمنانو! ولې هغه څه وايئ، چې نه يې كوئ؟!
كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ أَنْ تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ ﴿۳﴾ = دا د الله پر وړاندې ډېره بده خبره ده چې څه ووايئ (؛ خو) نه یې كوئ!
2 او 3_ ولې هغه خبره كوئ، چې عمل پرې نه كوئ: مفسرانو دې آيتونو ته بېلابېل شان نزولونه روايت كړي، چې د ټولو منځپانګه داده، يو شمېر مؤمنانو د جهاد د حكم تر رانازلېدو وړاندې ويل: كه داسې حكم رانازل شي، هر كلى يې كوي او بيخي به د جهاد له ډګره ونه تښتي؛ خو په عمل كې يې بل څه وكړل؛ البته دا آيتونه پراخ مفهوم لري او هر ډول بې عمله خبره غندي؛ كه د جهاد په ډګر كې د مقاومت په اړه وي، که په بل رغنده او مثبت چار كې، د يوې ټولنې ناوړه رنځ دا دى، چې پر بې اعتمادۍ او ناډاډمنتوب اخته شي او آريز لامل يې د ويناوو او كړنو ترمنځ بېلتون دى. هغه خلك، چې خبرې كوي او عمل نه كوي، كله هم يو پر بل ډاډمنېداى نشي او نه د ستونزو پر وړاندې همغږي كېداى شي؛ بيخي به يې ترمنځ روري او خوږلنى رامنځته نشي او هېڅكله به ارزښت او قيمت ونلري او يو دښمن يې هم څه پروا نلري. هغه مهال، چې د شام لوټمار لښكر د عراق پر پولو راواوړېدل او علي (ك) ترې خبر شو؛ نو سخت خپه شو، يوه وينا يې وكړه او عراقيانو ته يې وويل: ((خلكو! چې تنې مو يو رنګ او هيلې مو جلا جلا دي، چې كله د زړه ورتوب لاپې شاپې كوئ؛ نو خبرې مو سخت زړونه نرموي؛ حال دا، كړنې مو دښمنان پر تمه كوي. چې په غونډه كې ناست وسئ؛ نو د جنګياليتوب لاپې كوئ او چې د جګړې څرك ولګي؛ نو تښتئ)) (نمونه، 24: 60 مخ.) له امام باقر(رح) نه په يو روايت كې لولو: (( چې څوك خلك عدالت ته رابولي؛ خو پخپله عادل نه وي، په قيامت كې يې لاس مروړل ډېر دي… او لیپخورېږي – پښېمانېږي، چې ولې مې د خداى د حكم په هكله ناغېړي وكړه)) (تفسير موضوعي، 11: 155 مخ.)
إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ ﴿۴﴾ = په حقيقت كې د الله هغه كسان خوښ دي، چې په لار كې يې په ټينگو ليكو کې د اوسپنیز دیوال په څېر جنګېږي.
4_ جنګيالي لكه اوسپنيزه كلا: له دې تعبيره مطلب دادى، چې د حق لارې مجاهدين دې د دښمن پر وړاندې په يوه زړه او ټينګ هوډ ودرېږي؛ ته وا ټول يو له بل سره تړلي او هېڅ درز يې ترمنځ نشته. قرآن، دښمنان له ويجاړوونكي نېز سره ورته كوي، چې يوازې په پولادي بند یې كابو كولاى شو. افسوس نن د اسلام دا ستره ښوونه هېره شوې او ستره اسلامي ټولنه نه يوازې د پولادي بند بڼه نلري، چې په خپرو ورو ليكو اوړېدلې او یو د بل پر وړاندې درېدلې او د هرې يوې په مغزو كې بېله هوا او په زړونو كې يې جلا جلا هيلې دي. همدا اوس د مسلمانانو په څو سوه ميليوني ټولنه كې ددې بې اتفاقۍ يوه پايله وينو، چې د صهيونستانو يوه كوچنۍ ډله پر اسلامي هېوادونو لاسبرې ده او ورځ تر بلې مسلمانان ځوروي. (نمونه، 24: 64 مخ) همداراز دا تعبير راښيي، چې په آر كې اسلامي جهاد دفاعي اړخ لري؛ ځكه بندونه، د تاريخي نېزونو د يرغل پر وړاندې اغېزمنه دفاعي وزله ده او يو بند کله هم يرغليزه دنده نلري. (پيام قران، 10: 338 مخ.)
وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ ﴿۶﴾ = او (درياد كړه) چې عيسى د مريمې زوى وويل: ((بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې)! په رښتینه كې زه درته د الله استازى يم [حال دا] تورات چې تر ما مخكې راغلى، رښتينى ګڼم او د هغه استازي زېرى دركوم، چې تر ما روسته راځي [او] نامه يې ((احمد)) ده))؛ نو چې له معجزو او روښانه دلايلو سره ورغى ويې ويل : (( دا خو ښكاره كوډې دي .))
6_ حضرت عيسى (ع) د اسلام د پېغمبر د راتلو زېرى وركړى و: كه څه په دې آيت كې ددې خبرې يادونه شوې نه ده، چې دا زېرى د مسيح په اسماني كتاب كې و که نه، د قرآن نور آيتونه؛ لكه (اعراف_156) پخپله انجيل كې ددې زېري ګواه دي؛ البته څه چې نن د تورات او انجيل په نومونو له يهودو او نصاراوو سره دي، پر موسى (ع) او عيسى (ع) رانازل شوي كتابونه نه دي؛ بلكې د هغو كتابونو ټولګې دي، چې يارانو یې او يا تر دوى روسته وګړيو، تاليف او كښلي دي او په دې كتابونو كې يوه لنډه څېړنه دې مدعا ته ژوندۍ ګواه ده. پخپله يهود او مسيحيان بې له دې بله ادعا نلري؛ خو بيا هم شك نشته، چې د موسى (ع) او عيسى (ع) د ښوونو يوه برخه او د دوى د اسماني كتابونو منځپانګه يې د لارويانو د ليكنو په ترڅ كې دې كتابونو ته لېږدول شوې ده؛ ځکه هر څه چې په پخوانۍ زمانه (تورات او ورپورې اړوند كتابونه) او اوسنۍ زمانه (انجيل او ورپورې اړوند كتابونه) كې راغلي، نه ګرد سره منلاى شو او نه له ټولو نټه كړاى شو؛ بلكې دا كتابونه ددې دوو سترو پېغمبرانو او د نورو د افكارو او اندنو يوه ګډوله ده. په شتو كتابونو كې هم د ستر پېغمبر د راښكاره كېدو په باب پرېمانه تعبيرات ليدل كېږي، چې نښې یې يوازې پر اسلام او راوړونكي تطبيقېږي. پاموړ دا، په دې كتابونو كې پر وړاندوينو سربېره، چې پخپله د اسلام پر پېغمبر (ص) تطبېقېږي، د يوحنا انجيل په درېيو ځايونو كې پر ((فارقليط)) كليمه ډډه لګول شوې ده، چې په پاړسي ژباړوكې پر ((ډاډ وركوونكې)) ژباړل شوې ده؛ خو د اناجېلو په سرياني متن كې، چې له يوناني اصله اخستل شوى، د تسلي وركوونكي (فارقليط) پر ځاى ((پار قليط)) او په يوناني متن كې ((پير كلتوس)) راغلى، چې په يوناني كې د ((ستايل شوي وګړي)) پر مانا او د محمد يا احمد انډول دى؛ چې كله د كليسا پالندويانو پوه شول، ددغسې ژباړې خپرول یې پر تشكيلاتو سخت ګوزار دى؛ نو د پير كلتوس پر ځاى يې ((پارا كلتوس)) وليكه، چې د تسلي وركوونكي پر مانا ده او په دې ښكاره لاسوهنه يې، دا ژوندى لاسوند واړوه، كه څه له دې اړونې سره سره، په ګانده كې د يوې سترې راښكاره كېدنې څرګند زېرى هم دى ((احمد)) د پېغمبراکرم (ص) له مشهورو نامو دى، چې پر ژوندونې پرې مشهور وه؛ نو ځكه ددې آيتونو د نزول پر مهال، د آنحضرت (ص) يو دښمن هم نيوكه ونكړه، چې د پېغمبراکرم نامه احمد نه دى؛ بلكې ټولو ته څرګنده وه. (نمونه، 24: 73 مخ او الميزان، 19: 261 مخ)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنْجِيكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۱۰﴾ = مؤمنانو! ايا داسې يوه راكړه وركړه دروښيم، چې له دردناك عذابه مو وژغوري؟!
تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۱۱﴾ = پر الله او استازي يې ايمان راوړئ او د الله په لار كې پخپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړئ، كه پوهېږئ دا (سرښندنه) درته (تر هر څه) غوره ده.
يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۲﴾ = (كه داسې مو وكړل)؛نو ګناهونه به مو دروبښي او (جنتي) باغونو ته به مو ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او په همېشنيو باغونو كې به ډېر پاک او غوره هستوګنځي دركړي؛دا ستره بريا ده.
10 تر 12_ پر ايمان او جهاد ټينګار: دا آيتونه، پردې دوو آرونو ټينګار كوي او په انسان كې د الهي خوځښت انګېزه راولاړوي. مخاطب يې مؤمنان دي؛ خو په عين حال كې، آيت يې د ايمان او جهاد آرونو ته رابولي. شونې ده دا تعبير دې ته اشاره وي، چې هسې په نامه او سرسري ايمان بسیا نه؛ بلكې ژور او نږه ايمان لازم دى، چې د ايثار، سرښندنې او جهاد سرچينه شي. بل ټكى داچې ددې آيت او نورو ډېرو آيتونو په وينا؛ ځاني جهاد له مالي جهاده بېلېداى نشي؛ ځكه ټولې جګړې وزلو او شونتياوو ته اړه لري، چې بايد په مالي مرستو تامين شي. كله ځينې دواړه جهادونه كړاى شي او كله ځينې يوازې مالي جهاد كوي او تر شا سنګرونه غښتلي كوي او كله يوازې ځاني جهاد ته چمتو وي. (نمونه، 24: 87 مخ)
وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۳﴾ = او (بل نعمت به هم دركړي) چې ډېر يې خوښوئ (چې دا) د الله مرسته او نژدې بريا ده او مؤمنانو ته (ددې سترې بريا) زېرى وركړه.
13_ نژدې بريا: ډېرى مفسرانو، دا بريا د مكې په سوبې تفسير كړې، ځينو د روم او ايران د هېوادونو په سوبې او ځينو په پرله پسې ټولو اسلامي سوبو تفسير كړې؛ خو داچې د آيت مخاطب يوازې د پېغمبر (ص) اصحاب نه؛ بلكې په تاريخ كې ټول مؤمنان دي؛ نو دا بريا پراخه مانا لري او ټولو ته يو زېرى دى؛ كه څه د پېغمبراکرم(ص) په پېر او د آيتونو د نزول پر مهال يې، څرګند مصداق د مكې سوبه وه. (نمونه، 24: 91 مخ) په ځينو رواياتو كې د حضرت مهدي روستۍ بريا د آيت يو مصداق ښوول شوى دى. (الميزان، 19: 272 مخ.)