تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة الطلاق د منتخبو آیتونو شرح  د طلاق سورت ټوليزه منځپانګه: د سورت مهمه موضوع طلاق،ځانګړنې او احکام يې او ترې راولاړې شوې پايلې دي او بيا يې د مبدا، معاد، د پېغمبر(ص) نبوت، زېرى او ګواښ اوڅار کړی دى (نمونه، 24، […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة الطلاق د منتخبو آیتونو شرح

 د طلاق سورت ټوليزه منځپانګه: د سورت مهمه موضوع طلاق،ځانګړنې او احکام يې او ترې راولاړې شوې پايلې دي او بيا يې د مبدا، معاد، د پېغمبر(ص) نبوت، زېرى او ګواښ اوڅار کړی دى (نمونه، 24، 217 مخ)

 يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَأَحْصُوا الْعِدَّةَ وَاتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ لَا تُخْرِجُوهُنَّ مِنْ بُيُوتِهِنَّ وَلَا يَخْرُجْنَ إِلَّا أَنْ يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَمَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ لَا تَدْرِي لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَلِكَ أَمْرًا ﴿۱﴾ =  پېغمبره! (امت ته دې ووایه) چې کله ښځو ته طلاق ورکوئ؛ نو د عدت پر (مهال) یې طلاقې كړئ [= هغه وخت چې له مياشتنيو جامو پاكه شوې وي او له خپل مېړه سره يو ځاى شوې نه وي] او عدت وشمېرئ او[خپل ځانونه] د هغه الله له [عذابه] وساتئ،چې ستاسې پالونكى دى،له خپلو كورونو يې مه شړئ او دوى دې هم (د عدت پر وخت) نه وځي؛خو داچې څرګند ناوړه كار وكړي او دا د الله پولې دي او څوک چې د الله پولې ماتې كړي؛ نو په يقين، پر ځان يې تېرى وكړ، ته نه پوهېږې،ښايي الله تر دې روسته (د جوړجاړي) کوم نوې حالت رامنځ ته كړي.

  1_ د طلاق انګېزې او اثار: طلاق د هرې ټوليزې ښكارندې په څېر جلا جلا جرړې لري، چې بې له سمې څېړنې د دغسې پېښې د راښكاره كېدو مخنيوى ستونزمن دى. د طلاق مهم لاملونه دا دي: الف_ د مېرمن يا مېړه بې شمېره تمي. ب_ پر كورنيو د تجمل پالنې، اسراف او تبذير د روحيې واكمنېدل. ج_ د مېرمن او مېړه په ځانګړي ژوند كې د خپلوانو، اقوامو او اشنايانو بې ځايه لاسوهنې. د_ د مېرمن او مېړه ترمنځ د فرهنګي انډول نشتون. هـ_ یو د بل غوښتنو ته د مېرمن او مېړه بې پروايي؛ په تېره د عاطفي او جنسي مسايلو په اړه، چې په رواياتو كې ډېر اهميت وركړاى شوى دى. طلاق، دا سپېره ښكارنده، كورنيو، نارينه وو، ښځو او په تېره اولادونه ته ډېرې ستونزې راولاړوي، چې په درېيو برخو كې یې رالنډولاى شو: 1_ عاطفي ستونزې، چې جلا شويو ښځو او نارينه وو ته ور تر غاړې كېږي؛ ځكه دوى د خپل ژوند له ډېر نژدې وګړي بېلېږي، له عاطفي پلوه سخت ګوزار خوري او ډېر وخت د عمر تر پايه واده نكوي او معمولاً په بل ځل واده كې به هم بريالى ګډ ژوند ونلري. 2_ جلا شويو ته ډېرې ټوليزې ستونزې پيدا كېږي؛ ځكه دوى به بل بريالي واده ته ډېر چانس ونلري؛ په تېره كه اولادونه ولري؛ نو غالباً له ناچارۍ داسې واده ته غاړه ږدي، چې غوښتنې یې نه پوره كوي؛ نو ځكه د عمر تر پايه كړېږي. 3_ د اولادونو ستونزه تر ټولو مهمه ده؛ ځكه د پلار يا مور له مينې بې برخې كېږي او ډېر يې د ژوند تر پايه خپله اروايي روغتيا له لاسه وركوي او دا كورنۍ او ټولنې ته يوه ضايعه ده. كله خطرناك وګړي ترې جوړېږي، چې ناځانخبري له ګردې ټولنې غچ اخلي. كه اسلام د طلاق په باب دا دومره سختچاري كړې، دليل يې دا زيانمنې اغېزې او نورې ناخوښې پايلې دي. په همدې دليل قرآن په ډاګه امر كوي، چې كله د مېرمن او مېړه ترمنځ اړپېچ شي، د دواړو لوريو خپلوان دې په جوړ جاړي كې هڅه وكړي او د ((كورنۍ د سولې په محکمه)) دې يې مخه ونيسي، چې مېرمن او مېړه رسمي نياوتون ته ورنشي او يا طلاق واخلي. بيا په همدې دليل څه چې د مېرمن او مېړه له نېكمرغۍ او د كورنۍ اړيكو له ټينګښت سره مرسته كوي، د اسلام له اړخه مطلوب دی او چې څه يې لړزوي، مبغوض او منفور دي. پېغمبراکرم (ص) ويلي: (( واده وكړئ او طلاق مه كوئ؛ ځكه په طلاق د خداى عرش لړزېږي)). (نمونه، 24: 227 مخ)

 فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ فَارِقُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَأَشْهِدُوا ذَوَيْ عَدْلٍ مِنْكُمْ وَأَقِيمُوا الشَّهَادَةَ لِلَّهِ ذَلِكُمْ يُوعَظُ بِهِ مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا ﴿۲﴾ = نو چې عدت یې پوره شي؛ نو په ښه توګه يې (پخپله نكاح كې) وساتئ يا په ښه توګه ترې بېل شئ او (پر طلاق يې) له تاسې (مسلمانانو) دوه تنه عادل [نارينه] شاهدان ونيسئ او (شاهدانو!) د الله لپاره شاهدي وركړئ. دا هغه څه دي، چې هغه ته يې نصيحت كېږي، چې پر الله او د قيامت پر ورځ ايمان لري او څوك چې [خپل ځان] د الله له [عذابه] وساتي، (الله له ستونزو) وتلار ورپيدا كوي؛

 وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا ﴿۳﴾ = او له داسې یوه ځايه روزي وركوي، چې ګومان يې نه كوي او څوك چې پر الله بروسه وكړي؛ نو همدا یې بس دى، په حقيقت كې الله خپل كار ترسره كوي ، په يقين چې الله هر څيز ته يوه کچه ټاكلې ده .

 2 او 3_ تقوى او له ستونزو ژغورنه: دا آيتونه، د قرآن مجيد ډېر هيلمن آيتونه دي، چې لوست یې زړه صفا كوي او روح رڼوي، د نهيلۍ پردې څيرې كوي او پر زړه د هيلو وړانګې ورځلوي او ټولو متقيانو ته د ژغورنې او د ستونزاوارۍ ژمنه ورکوي. له پېغمبراکرم(ص) په يو حديث كې لولو: (( يو آيت پېژنم، كه ټول انسانان ورپورې ونښلي، ستونزاوارۍ ته يې بس دى)) ورپسې يې د ((ومن يتق الله…)) آيت ولوست او څو ځلي يې تلاوت كړ. ددې آيت په تفسير كې په يوه بل حديث كې وايي: خداى متقیان د دنيا له شبهاتو، د مرګ له سختو حالاتو او د قيامت د ورځې له سختيو ژغوري. په بل حديث كې وايي: (( چې څوك ډېره بښنه غواړي(استغفار كوي) خداى يې له هر غمه خلاصوي او له هرې تنګسې د ژغورنې لار ورښيي))؛ البته د آيت مفهوم دا نه دى، چې انسان ژوند ته هڅه هېره كړي؛ بلكې بايد تقوى له هڅې سره مل وي او كه په دې حال كې د انسان پر مخ ورونه وتړل شوو، خداى يې پرانستل تضمين كړي دي. (نمونه، 24: 236 مخ.)

أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنْتُمْ مِنْ وُجْدِكُمْ وَلَا تُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ وَإِنْ كُنَّ أُولَاتِ حَمْلٍ فَأَنْفِقُوا عَلَيْهِنَّ حَتَّى يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُمْ بِمَعْرُوفٍ وَإِنْ تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْرَى ﴿۶﴾ = دوى [= طلاقو شويو ښځو] ته [په عدت كې] په هر ځاى كې، چې اوسئ [او] په وس كې مو وي،ځاى وركړئ او زيان مه وررسوئ،چې تنګې يې كړئ (او د كور پرېښوولو ته اړې شي) او كه اميندوارې وي؛ نو د ماشوم تر زوکړې يې لګښت ورکړئ؛نو كه ستاسې (ماشوم) ته يې تى وركاوه؛نو لاسباړه يې وركړئ او (د اولاد په اړه) پخپلو كې په ښه توګه مشورې او توافق ته ورسئ او كه دواړه له ستونزو سره مخ شوئ (او جوړجاړي ته ونه رسېدئ)؛ نو ژر دې ماشوم ته بله [ښځه] تى وركړي .

 6_ تر بېلتون روسته د ښځو حقوق: دا آيت، تر بېلتون روسته د ښځې د يو شمېر حقوقو په اړه څرګندنه كوي: لومړى د مطلقه ښځې د اوسېدنې د ځاى په باب وايي: (( چېرې، چې هستوګن ياست د خپلې وسې هومره يې هماغلته مېشتې كړئ)) طبيعي ده، داچې هستوګنځى د ((پخواني)) مېړه پر غاړه دى، پاتې نفقات (خوراک او اغوستن) به يې هم ورتر غاړې وي. ورپسې پردې حكم د ټينګار لپاره وايي، هسې نه كېنې، دښمنۍ او كركې مو له حق او عدالته واړوي او په هستوګنځي او نفقه كې يې له خپل جوت حق بې برخې كړئ، چې داسې تر فشار لاندې راشي، چې هرڅه پرېږدي او وتښتي. (د ر جعي طلاق په باب وګورئ: د بقرې 231 آيت) آيت ددې ټكي پر دوام لګيا كېږي، كه مطلقه ښځې دوه ځانې وي، بايد د زېږون تر وخته يې لګښت وركړئ؛ ځكه چې زېږون یې كړى نه وي، د عدت په حال كې ده او پر مېړه يې هستوګنځى او نفقه واجب ده. په څلورمي حكم كې، د ((تي وركوونكيو ښځو)) د حقوقو په اړه وايي: كه چمتو شوې، چې تر بېلتون روسته اولادونو ته تى وركړي؛ نو بدله يې وركړئ؛ داسې اجرت او بدله، چې د عرف او عادت له مخې، د تى له مقدار او وخت سره انډول وي. داچې ډېرى وخت د ماشومانو او كوچنيانو پر سر تر بېلتون روسته د مېرمن او مېړه ترمنځ د مصالحو له مخې اړپېچ پيدا كېږي، په پينځمي حكم كې امر كوي، چې د خپلو اولادونو د برخليك په باب يو له بل سره سلا مشوره وكړﺉ او ښه هوډ وکړئ او هسې نه د مېرمن او مېړه ترمنځ اختلاف د ماشومانو ګټې ټكنۍ او له جسمي او روحي اړخ يې زيانمني كړي او يا له عاطفي پلوه له لازمې مينې بې برخې شي. مور و پلار مؤظف دي، چې خداى په پام كې ونيسي او د بې دفاع ماشوم ګټې د خپلو ګټو او غرضونو بلهار نكړي او كه تر طلاق روسته د تي وركولو په باب د مېرمن او مېړه ترمنځ جوړ جاړى ونشو، بله ښځه دې د تي وركولو ژمنه پر غاړه واخلي. (نمونه، 24: 246 مخ.)

 

اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا ﴿۱۲﴾ = الله؛ هغه ذات دى، چې اوه اسمانونه يې پيدا کړي او له ځمکې يې (هم) په څېر یې (او) ددوی ترمنځ د [الله] حكم نازلېږي، چې پوه شئ الله پر هر څه وسمن دى او په رښتیا پوهې یې هر څه رانغښتې دي.

 12_ د هستۍ له پنځون موخه، معرفت او پېژندنه ده: د بقرې سورت په 29 آيت كې د (( اوو اسمانونو)) په هكله څرګندونه وشوه؛ خو دا آيت وايي: ((او له ځمكې (هم) په څېر يې)) په ظاهر كې يې مانا دا ده؛ لكه چې څنګه يې اوه اسمانونه پيدا كړل، اوه ځمكې يې هم پيدا كړي؛ خو مفسرانو د آيت د منظور په باب خبرې اترې كړي. ځينو ويلي، چې مطلب د لمريز غونډال – نظام اوه ګوني سيارې دي، چې يوه یې ځمكه ده او ځينو ويلي، د ځمكې بېلابېلې پوړۍ دي. نن جوته شوې، چې ځمكه له جلاجلا قشرونو او پوټكيو جوړه شوې ده. ښايي مطلب انسان وي؛ ځكه انسان ځمكنى موجود دی؛ خو ستر او اسماني روح لري، چې د اوه ګوني اسمانونو يوه بېلګه ده؛ خو داچې ((ترمنځ يې (تل) د خداى امر رانازلېږي)) مطلب يې د سترې نړۍ، اسمانونو او اوه ګونو ځمكو په باب د خداى تكويني حكم دى: ځكه خداى يې تل په خپل ځانګړي فرمان په منظم بهير كې لارښوونه كوي. دا آيت، د سجدې سورت له څلورم آيت سره ورته دى، چې وايي: (( د نړۍ چارې له اسمانه د ځمكې پر لور تدبيروي)). د آيت په پاى كې، ددې ستر پيدايښت موخې ته اشاره شوې ده. موخه دا ده، چې انسان د خداى له پوهې او ځواكه خبر شي؛ پوه شي، چې خداى یې پر ټول وجود راچاپېر دى او له ټولو كړنو يې باخبر دى او هم پوه شي، چې د معاد، قيامت او د مؤمنانو د بريا په هكله له خپلې ژمنې نه اوړي. هو! هغه خداى، چې پر دغسې پوهه او ځواک، د هستۍ ستر غونډال – نظام اداره كوي؛ نو كه د طلاق او د ښځو د حقوق په اړه یې كوم احكام رالېږلي؛ ټول د حساب او شمېر له مخې دي. (نمونه، 24: 261 مخ او الميزان، 19: 340 مخ)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!