تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه د سورة المؤمنون د منتخبو آیتونو شرح  د مؤمنون سورت ټوليزه منځپانګه:  ددې سورت د مطالبو ټولګه په څو برخو وېشلاى شو: 1_ د مؤمنانو د فلاح او ژغورنې ځانګړنې. 2_ د هستۍ پر ټغر د خداى بېلابېلې نښې. 3_ د يو شمېر پېغمبرانو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

د سورة المؤمنون د منتخبو آیتونو شرح

 د مؤمنون سورت ټوليزه منځپانګه:  ددې سورت د مطالبو ټولګه په څو برخو وېشلاى شو: 1_ د مؤمنانو د فلاح او ژغورنې ځانګړنې. 2_ د هستۍ پر ټغر د خداى بېلابېلې نښې. 3_ د يو شمېر پېغمبرانو ژوند ليك. 4_ مستكبرانو ته په سولیزو دلايلو او كله په توندو او ځپنده تعبيراتو ګواښنه، چې د معاد په هكله لنډې ويينې هم پكې شته. 6_ پر هستۍ د خداى تعالى واکمني. 7_ د قيامت بيا يادونه. 8_ د انسان د پنځون موخه. (نمونه، 14: 190 مخ.)

الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ ﴿۲﴾ =هغوى چې په خپل نمانځه كې عاجزي كوي؛

 2_ خشوع؛ د نمانځه روح: خاشعون، د خشوع له مادې او مانا يې په انسان كې د يوې سترې وګړې يا مهم حقيقت پر وړاندې د تواضع او عاجزۍ حالات او جسمي او روحي ادب پيدا كېدنه ده، چې اغېزې يې په بدن كې را برسېرېږي. دلته قرآن نمونځ كول د مؤمن نښه نه بولي؛ بلكې په نمانځه كې يې خشوع د مؤمن له ځانګړنو ښوولې ده؛ دې ته اشاره، چې لمونځ يې تش الفاظ او بې ورحه حركات نه دي؛ بلكې د نمانځه پر وخت پالونكي ته د ورپامېدو حالت پكې پيدا كېږي، چې له ((غير الله)) جلا او له ((الله))سره يوځاى كېږي. دومره له پالونكي سره په رازو نياز كې ډوبېږي، چې دا حالت يې د بدن پر ټولو ژوندينكو اغېز پرېباسي. ځان د يوې بې پايه شتون پر وړاندې يو بڅرى ويني او د پراخ سمندر پر وړاندې يو څاڅكى. په يوه حديث كې لولو، چې نبي كريم (ص)  يو تن وليد، چې په لمانځه كې له خپلې ږيرې سره لوبې كوي. ويې ويل: (( كه زړه يې عاجز واى؛ نو د بدن غړي يې هم عاجزېدل))؛ دې ته اشاره ده، چې خشوع او عاجزي، يو دنننى حالت دى، چې پر دباندې هم اغېز شيندي. (نمونه، 14: 194 مخ.) له همدې لامله له حضرت رسول اكرم (ص)  روايت شوى دى: ((خداى ته له منافقانه عاجزۍ پناه يوسئ)) ورته وويل شو: منافقانه عاجزي څه ده؟ ويې ويل: (( داچې د چا بدن عاجز ووينې؛ خو زړه يې خاشع نه وي)). (الميزان، 15: 12 مخ.) په لمانځه او نورو عباداتو كې د زړه د حضور او د تواضع حالت پيدا كولو لپاره دا سپارښتنې په پام كې ونيسئ: 1_ د داسې پوهاويو تر لاسه كول، چې دنيا د انسان په نظر كې كوچنۍ او ((الله)) ستر وښيي، چې له معبود سره د رازو نياز پر مهال يې يو دنیوي چار هم له ((الله)) پام وانه ړوي. 2_ معمولاً خپاره واره كارونه د حواسو د ځېرنې او راټولېدو مخه نيسي او انسان، چې څومره توفيق ومومي، چې خپلې جړې پړې او خپرې ورې بوختياوې كمې كړي؛ نو په خپل عبادت كې به يې د زړه له حضور سره مرسته كړې وي ۳. د لمانځه د ځاى ټاكنه هم په دې چار كې اغېز لري؛ نو ځكه په داسې  ځایونو کې نمونځ كول مكروه دي، چې د انسان ذهن ځان ته وراړوي؛ نو ځكه غوره ده، چې د مسلمينو عبادتځايونه ساده او بې پړق و پړوقه وي، چې دا وضعيت د زړه له حضور سره مرسته كوي. 4_ له ګناه ډډه كول هم يو اغېزمن لامل دى؛ ځكه ګناه، زړه، له خدايه لرې كوي. 5_ بل اغېزمن لامل؛ د نمانځه پر مانا، كړنو او د اذكارو پر فلسفې يې پوهېدل دي. 6_ دغسې د لمانځه په سريزو او پخپله لمانځه كې د لمانځه مستحبات او ځانګړي اداب مراعاتول. 7_ څارنه، تمرين او تلتیا – استمرار. ډېر ځل كېږي، چې په پيل كې، انسان په ټول نمونځ كې يوه لنډه شېبه اندیزه ځیرنه ومومي؛ خو كه همدې حالت ته دوام وركړي؛ نو داسې نفسي او ځاني قدرت پيدا كوي، چې د لمانځه پر مهال به د ((غير الله)) پر وړاندې د خپل زړه ټولې دريمڅې وتړي. (نمونه، 14: 204 مخ.)

وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ ﴿۳﴾ = او چې له بې ګټې (ويناوو او كړنو) مخ اړوي؛

 3_ لغو څه ته وايي؟: لغو، هغه چار دى، چې څه ګټه و نه لري؛ البته دا يو نسبي چار دى؛ يعنې ډېر ځل يو چار وي، چې په خپل بريد كې ګټور او له بل سره په پرتله لغو وي؛ نو د دين له پلوه، لغو چارې، هغه مباح او حلالې كړنې دي، چې څه داسې اخروي يا دنیوي ګټه و نه لري، چې پر آخرنۍ ګټه پاى ومومي؛ لكه د خوړو خوړل، چې په پيل كې لازم مطلوب او اړين چار دى؛ خو كه موخه يوازې خوند اخستل وي؛ نو د دين له پلوه يو لغو چار دى؛ ځكه له خوړو موخه، ځان د خداى عبادت ته چمتو او پياوړي كول دي؛ نو په دقيق نظر ويلاى شو، هر چار، چې واجب يا مستحب نه وي، لغو دى. كه ټولې چارې -؛لكه خوراك، ويدېدل، واده او…..- د خداى د رضا د ترلاسه كولو په موخه وكړو؛ نو مستحبات به مو ترسره كړی وي.( الميزان، 15: 8 مخ.)

وَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ فَأَسْكَنَّاهُ فِي الْأَرْضِ وَإِنَّا عَلَى ذَهَابٍ بِهِ لَقَادِرُونَ ﴿۱۸﴾ = او له اسمانه مو په یوه ټاكلې اندازه اوبه راواورولې او په ځمكه كې مو (په ځانګړې ځاى كې) تم كړې او پر له منځه وړو یې پوره وسمن يو.

 18_ د ځمكتل اوبو زېرمې؛ ځمكوالو ته ستر نعمت دى: پوهېږو، چې د ځمكې د مخ پوټكى يومخې له دوو بېلابېلو پوړيو جوړ شوى دى: نفوذي پوړۍ او نانفوذي پوړۍ. كه د ځمكې مخ نفوذي واى؛ نو سملاسي د باران اوبه د ځمكې ژورو ته تلې او څه موده روسته ټول ځايونه وچېدل او د اوبو به څاڅكى هم نه پيدا كېده او كه د ځمكې مخ د كانكر په څېر نا نفوذه واى، د باران اوبه پر ځمكې پاتېدې، چټلې او بوينېدې او پر انسان يې ځمكه تنګوله او د ژوند پر ځاى، د انسان د مرګ لاملېده؛ خو ستر خداى پورتنى پوټكى نفوذي او لاندېنۍ يې نا نفوذه كړى دى، چې اوبه په ځمكه كې ډوبې ولاړې شي او په نا نفوذه سيمه كې كابو او زېرمه كړاى شي او بيا د چينو، څاګانو او كاريزونو له لارې ترې ګټنه وشي؛ بې له دې، چې ګنده، بوينې او د تكليف لامل شي. چې كله له څاه خوندورې اوبه راكاږو او په څښلو يې طبيعت موجوړېږي؛ نو شونې ده د باران هغه څاڅكي وي، چې په زرګونو كلونه وړاندې له وريځو ورېدلي وي او د ځمكې په تل كې، نن ته خوندورې زېرمه شوې وي. هغه خداى، چې انسان يې ژوند ته پيدا كړى او اوبه يې د ژوند مهم علت كړى دى؛ نو تر ده وړاندې يې ددې ژوندينۍ مادې زېرمولو ته ډېرې مهمې سرچينې پيدا كړي، چې اوبه پكې زېرموي. (نمونه، 14: 217 مخ.)

 وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِنْ طُورِ سَيْنَاءَ تَنْبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِلْآكِلِينَ ﴿۲۰﴾ = او (همداراز د ښونه) ونه (مو پيدا كړه) چې له ډېر بركتي غره (= طورسينا) راووځي، چې د خوړونكيو لپاره له غوړيو او”نګولي” سره راټوكېږي.

 20_ طور سينا؛ د زيتون ونې د راټوكېدو ځاى: طور سينا د سينا به بيديا كې يو غر دى. قرآن دلته د زيتون ونه يوه ونه نوملې، چې د طور له غره راټوكېږي، دليل يې دا دى، چې كله به د حجاز عرب ددې سيمې له وچې بېديا تېرېدل او شمال ته به يې مخه شوه؛ نو لومړى به يې د سينا بېديا په سوېل كې د زيتونو ډكو ونو پر سيمې سترګې لګېدې، كه جغرافيايي نقشه ووينو؛ نو دا مطلب ښه څرګندېږي. (نمونه، 14: 220 مخ)

 19 او 20_ خرما، زيتون او انګور: ددې مېوو پر ځانګړنو د پوهېدو لپاره وګورئ: د نحل_11 آیت څرګندنه

 فَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ أَنِ اصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا فَإِذَا جَاءَ أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ فَاسْلُكْ فِيهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ مِنْهُمْ وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا إِنَّهُمْ مُغْرَقُونَ ﴿۲۷﴾ = نو هغه ته مو وحې وكړه : (( زموږ تر څارنې لاندې او زموږ له وحې سره سم بېړۍ جوړه كړه؛ نو چې (ډوبيدو ته یې) زموږ امر ورغى او په تناره کې اوبه راوخوټېدې (چې د توپان د رارسېدو نښه ده)؛نو له هر ډول (څارويو) دوه ګونې جوړه پكې درسره سپره كړه او همداراز خپله كورنۍ دې هم؛ خو بې له هغوى چې مخكې يې د هلاكت پرېکړه شوې ده [= مېرمن او كافر زوى دې] او بيا د ظالمانو په اړه څه مه راته وايه (؛ځکه) چې دوى ډوبېدونکي دي .

 27_ د نوح (ع)  داستان: ددې آيت مضمون ته ورته، د هود سورت په (37 _ 40) آيتونو كې راغلى دى. ددې آيت د ځينو ټكيو پر منځپانګې (؛لكه د نوح (ع) د بېړۍ ستریا ، هغه تنور، چې اوبه ترې راوخوټېدې او هغوى ته چې له وړاندې د هلاكېدو ژمنه وركړاى شوې وه. ) ( د پوهېدو لپاره د هود سورت د آيتونو څرګندونو ته مراجعه وكړئ.)

إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ وَإِنْ كُنَّا لَمُبْتَلِينَ ﴿۳۰﴾ = بېشکه په دې پېښه كې (اندیالو ته) عبرتونه او نښې دي او بېشکه موږ ازمېيونکي وو.

 30_ ازمېښت؛ الهي پرېكنده قانون: شونې ده د ((وَإِن كُنَّا لَمُبْتَلِينَ)) غونډله دې ته اشاره وي، چې موږ څو ځل د نوح (ع)  قوم و ازامېيه او چې په ازمېښتونو كې ناكام شو؛ نو هلاك مو كړ. همداراز شونې ده، دې ته اشاره وي، چې موږ په هر پېر كې ټول انسانان ازمېيو او څه چې په تېرو آيتونو كې راغلي، د نوح (ع)  د وخت په خلكو پورې ځانګړي نه دي؛ بلكې هر وخت په بېلا بېلو بڼو ازمېښتونه اخستل كېږي. په دې ازمېښتونو كې هغوى چې د تكامل پر لار اغزي وي، له مخې يوې خوا ته كېږي، چې بشريت خپل تكاملي بهير ته دوام وركړي. (نمونه، 14: 232 مخ.) له امير المؤمنين علي (ک) روايت شوى دى: (( خلكو! خداى پناه دركړې او ظلم درباندې نه كوي؛ خو پناه يې دركړې نه ده، چې ازمېښت مو نه كړي، جليل خداى وايي: په حقيقت كې، په دې (پېښه) كې عبرتونه دي او بېشكه موږ ازمېيونكي یو)) (نهج البلاغه، 102 مه خطبه.)؛ البته د خداى ازمېښتونه ډول ډول دي؛ نېستي او شتمني، عزت او ذلت، رنځ او روغتيا او….. هر يو د خداى له لوري يو امتحان دى، چې بنده بايد په ټولو حالاتو كې شكر او صبر وكړي او پر خپلو دندو او مكلفيتونو پابند پاتې شي. (اطيب البيان 9: 387 مخ.)

 ثُمَّ أَنْشَأْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قَرْنًا آخَرِينَ ﴿۳۱﴾ = بيا مو تر دوى روسته نور نسلونه راپیدا كړل.

31_ د ثمود قوم؛ د نوح (ع)  تر قوم روسته هلاك شوى: قرآن كريم، د هغه قوم نامه اخستى نه ده، چې تر نوح (ع)  روسته يې رامنځ ته او بيا يې هلاك كړى و. لرې نه ده، چې دا قوم ثمود، د صالح (ع)  قوم وي؛ ځكه خداى يې داستان د قرآن په څو ځايونو كې راوړى او ويلي يې دي، چې دا قوم په نوح پسې وسېده او په كړيكه له منځه ولاړ. (الميزان، 15: 33 مخ.)

وَقَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِهِ الَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِلِقَاءِ الْآخِرَةِ وَأَتْرَفْنَاهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا مَا هَذَا إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يَأْكُلُ مِمَّا تَأْكُلُونَ مِنْهُ وَيَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُونَ ﴿۳۳﴾ = او د قوم یې هغو(ځانپالو) مشرانو، چې كافران شوي وو او د آخرت ليدنه يې دروغ ګڼله او په دنيوي ژوند كې مو سوكاله کړي ول، ويې ويل: ((دا ستاسې په څېر يو بشر دى، تاسې چې څه خورئ، هماغه خوري او تاسې چې څه څښئ، هماغه څښي!(؛نو څنګه كېداى شي، چې پېغمبر وي).

 33_ د چړچو ژوند او سپېرې نښې يې: په دې آيت كې، د (( اِترف)) (د چړچو د ژوند) او د کفر او د پالونكي د ليده كاتو او د دروغ ګڼلو ترمنځ اړيكه ليدل كېږي. په رښتيا همداسې ده؛ ځكه ددې ډول ژوند درلودونكي په بې قيدو شرطه ازادۍ د هر ډول مزو اخستو او حيواني خوندونو څكلو ته لېوال دي او څرګنده ده، چې په دې لار كې مهم خنډ د الهي څارنې او د قيامت د ستر نياوتون منل دي، هم يې د وجدان ارامي له منځه وړي او هم د خلكو خولې ورپرانځي؛ نو ځكه دا ډول خلك له خپلې غاړې د پالونكي د عبوديت كړۍ لرې كوي او د خداى او قيامت د نټې – انکار لار خپلوي او په هغه تعبير وايي، چې په مخكې آيتونو كې مو ولوستل: ژوند خو يوازې همدا ژوند دى او بس او بل هېڅ خبره نشته او چې څوك بې له دې څه وايي،دروغجن دى. دمګړۍ غنيمت ګڼه او بايد دا څلور ورځې عمر ښه وي، بايد له هر چمنه ګل بوى كړو او بايد له هرې خوندورې وزلې خوند واخلو او دغسې خپلو ناوړو كړنو ته مخونه وركوي. پردې سربېره، د نورو د حقوقو لتاړل او تېرى د چړچيز ژوند د چمتو كولو وزلې دي او دا چار هله شونى دى، چې د پېغمبرانو رسالت او قيامت و نه مني؛ نو څوك چې دغسې ژوند كوي، هر څه ته شا كوي او د نټې په سترګه ورويني. دا پر زړه ړانده او د ځاني غوښتونو او هوسونو په لومه كې راګېر بنديان، د پالونكي د اطاعت او لورنې له سيوري ووځي؛ خو د خوندونو او شهوت د عبوديت كړۍ پر غاړه كوي او پخپله، د ځاني غوښتنو د بوت بندګانېږي. دوى پرېوتي او مخ پر ځوړ فكرونه، چټلې ارواوې او تك تور زړونه لري. ځينو ته له لرې ښه ښكاري؛ خو له نژدې بوږنوونکي دي؛ ځكه له ګناه راولاړ شوې نا آرامۍ او د نعمتونو له زواله ډار او مرګ د دوی اذهان اندېښمن كړي دي. (نمونه، 14: 252 مخ.)

وَجَعَلْنَا ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ آيَةً وَآوَيْنَاهُمَا إِلَى رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ وَمَعِينٍ ﴿۵۰﴾ = او موږ د مريمې زوى [=عيسى] او مور يې د الهي معجزې ښکارندوې کړل او دواړه مو په يوه هسکه مينه كې مېشت كړل، چې ډاډمن ځاى و او رڼې اوبه پكې بهېدې .

 50_ امنناك هسك ځاى، چې رڼې اوبه پكې بهېدې: داچې له دغسې ځايه مطلب كومه سيمه ده، مفسرانو ډېرې خبرې اترې پرې كړي. ځينې يې ناصره (د شام يو ښار، د حضرت مسيح ټاټوبى) بولي؛ ځكه يو شمېر دښمنان يې، چې له زوكړې او ګاندې خبر شوي ول، د منځه وړو په لټه كې يې شول؛ خو خداى په دې امنناكه او له نعمتونو په ډكې سيمې  كې وساته. ځينې يې د مصر هېواد بولي؛ ځكه حضرت عيسى (ع)  او مور يې مريم (س) د دښمنانو له منګولو د ژغورنې لپاره يوه موده په مصر كې تېره كړې وه. ځينې يې (( دمشق)) او ځينې يې (( امله)) (د شمال شرقي بيت المقدس يو ښار) ګڼي؛ ځكه مسيح او مور يې څه موده په هر يو دې ښارونو كې تېره كړې وه. دا احتمال هم شته چې دا غونډله د بيت المقدس په شمال كې د مسيح (ع)  د زوكړې ځاى ته اشاره وي؛ هغه ځاى چې خداى دې زوى او مور ته امنناك كړ؛ خوندورې اوبه يې پكې وبهولې او د خرما له وچې ونې يې روزي وركړه. (اطيب البيان، 9: 410 مخ)

يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ ﴿۵۱﴾ = استازيو! له پاكو خوړو يې وخورئ او ښې چارې وكړئ، څه چې كوئ، زه ترې ښه خبر يم .

 51_ پېغمبران يې د نورو په څېر خوري؛ خو پاك او يوې موخې ته: په مخكې آيتونو كې د كافرانو يوه پلمه داسې ويل شوې ده: چې څوك د الهي پېغمبرۍ ادعا لري؛ نو ولې يې د نورو انسانانو په څېر خوري څښي؟ دا آيت پېغمبرانو ته وايي: (( له پاكو خوړو يې وخورئ او ښه چارې وكړئ)) په رښتینه كې توپير يې له نورو انسانانو سره په دې كې نه دى، چې دوى د خوراك د اړتيا په څېر بشري ځانګړنې و نه لري؛ بلكې خوراك د تكامل يوه وزله بولي؛ نو ځكه كړلار يې له پاكو څيزونو خوړل دي، حال داچې د كومو خلكو، چې خوراك روستۍ موخه وي، بيخي دې شرايطو ته غاړه نږدي؛ بلكې په داسې څيزونو پسې ځي، چې څارويزې غوښتنې او هوسونه يې پوره كړي؛ ناپاك وي كه پاك. دې ته په پامنيوي، چې بېشكه د خوړو ډول د انسان پر روحياتو اغېزمن دي او ډول ډول خواړه بېلابېلې اخلاقي اغېزې لري، ددې دوو غونډلو له اړيكې څرګندېږي، چې وايي: (( له پاكو خوړو يې وخورئ)) او (( ښه چارې وكړئ)). په اسلامي رواياتو كې لولو، چې د حرامو خوړو خوړل، د انسان د دعا قبلېدو مخه نيسي. د اسلام له پېغمبر (ص)  نه يو مشهور حديث ددې مدعا لووی – شاهد دى: يو تن ورته وويل: ښه مې ايسي، چې دعا مې قبوله شي. حضرت (ص)  وويل: (( خواړه دې پاك كړه او له هر ډول حرامو خوړو ډډه وكړه)). (نمونه، 14: 255 مخ.)

فَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُمْ بَيْنَهُمْ زُبُرًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ ﴿۵۳﴾ = خو د خپل (دين) چارې یې پخپلو منځونو كې ټوټه ټوټه كړې (او) ډلې ډلې شول : (او عجيبه خو دا) له هر يو ګوند سره چې څه دي،پر هماغه خوښ دي (وياړي).

53_ جاهلانه تعصب؛ حق ته د وررسېدو ستر خنډ دى: د ((كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ)) غونډله يو مهم اروايي او ټولنيز حقيقت څرګندوي، چې دا د ډلو ټپلو يو جاهلانه تعصب دى، چې هرې يوې ځانته يوه لار او دين خپل كړى او د خپلو مغزو دريمڅه يې د نورو خبرو پر وړاندې بنده كړې او اجازه نه وركوي، چې پر مغزو يې نوې رڼا پرېووځي، پر روح يې نوى نسيم ولګي او يو حقيقت ورڅرګند كړي. دا حالت له افراطي ځانپالنې راولاړېږي، چې د حقايقو د راښكاره كېدو او د امتونو د يووالي خورا ستر دښمن دى. خپل مزی مرغلين ګڼل، پر خپل دود او لارې وياړېدل او له نورو كركه، كله تر دې بريده رسي، كه انسان د خپل دود او لارې پر خلاف كومه خبره واوري؛ نو په غوږونو كې ګوتې ږدي، څادر پر سر راكاږي او تښتي، هسې نه د خپلې روږدې لارې پر خلاف حقيقت ورڅرګند شي؛ لكه چې قرآن د حضرت نوح (ع)  د زمانې د كفارو په باب وايي: (( او په حقيقت كې ما، چې هر ځل دوى بللي، چې ویې بښي (؛نو) خپلې يې په غوږونو كې ايښي او څادرونه يې پر سر راكښلي دي او (پر خپل مخالفت يې) ټينګار كاوه او ښه ډېره زياته لويي وكړه)) (نوح_7. نمونه، 14: 259 مخ.)

وَلَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا وَلَدَيْنَا كِتَابٌ يَنْطِقُ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۶۲﴾ = او موږ هېڅوك یې له وسې پورته نه ګومارو او له موږ سره يو كتاب دى، چې (د بندګانو ټول كړه وړه پكې ثبت دي او) هر څه کټ مټ په ګوته کوي او هېڅ ډول تېرى به پرې ونشي.

62_ رښتيا ويوونكى كتاب: د كړنليك په باب، د كهف سورت تر 49 آيت لاندې څرګندونې شوي؛ خو دلته پاموړ ټكى دادى، چې ددې غونډلې (( له موږ سره يو كتاب دى، چې رښتيا ويوونكى دى)) مانا څه ده؟ د كتاب له خبرو كولو مطلب، پكې د كښل شويو څيزونو بيان دى، چې هېڅ ډول ابهام پكې نشته. (الميزان، 15: 42 مخ.) دا تعبير زموږ په ورځني ګړدود كې هم شته چې وايو: (( پلانى ليك بسيا هومره ګويا او څرګند دى))؛ يعنې سپړنې او بیانونې ته اړتيا نه لري؛ ته وا پخپله خبرې كوي او څېړنې ته له اړتيا پرته حقايق څرګندوي. (نمونه، 14: 268 مخ.)

أَفَلَمْ يَدَّبَّرُوا الْقَوْلَ أَمْ جَاءَهُمْ مَا لَمْ يَأْتِ آبَاءَهُمُ الْأَوَّلِينَ ﴿۶۸﴾ = ايا د (قرآن) ويناوو ته يې غور کړی نه دى يا داسې څه ورغلي، چې پلرونو ته يې ورغلي نه وو؟

 68_ الهي دين؛ هر وخت يوه لورنه ده: د ((  أَمْ جَاءهُم مَّا لَمْ يَأْتِ آبَاءهُمُ الْأَوَّلِينَ )) له غونډلې مراد، په دې مانا ده، كه يوازې د اسلام د پېغمبر (ص) له لوري توحيد، معاد او نېكيو ته بلنه اوڅار شوې وه؛ نو شونې وه، چې پلمه وكړي، چې دا نوې خبرې دي او منلاى يې نشو او كه دا مطالب حق دي؛ نو خداى چې پر ټولو انسانانو لوراند دى؛ نو ولې يې تېرو پېغمبرانو ته ورلېږلى نه و؛ خو له بېخه د پېغمبر اکرم(ص) د بلنې منځپانګه، د تېرو پېغمبرانو د بلنې منځپانګه ده او هډو د پلمې څه ځاى نشته (نمونه، 14: 274 مخ)؛البته مانا يې دا نه ده، چې هره هغه نوې خبره باطل ده، چې تېر ترې نا خبره ول. داچې د الهي رسالت موخه د انسانانو ښيون دى، چې بايد ټولو ته ورسي، چې ټول د حق لارې د ټاكنې شونتيا ولري او كه تېرو ته ويل شوي نه وي؛ نو يو ځانګړي ټولي ته يې ويل، بې شكه باطل او ناسم چار دى. (الميزان، 15: 45 مخ.)

وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ وَمَنْ فِيهِنَّ بَلْ أَتَيْنَاهُمْ بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَنْ ذِكْرِهِمْ مُعْرِضُونَ ﴿۷۱﴾ = او كه حق د دوی په ځاني غوښتنو پسې تللاى؛ نو اسمانونه او ځمكه او څه چې پكې دي، ټول به گډوډ شوي وو؛ خو موږ یې ذکر (قرآن) وروړى؛ خو د خپل ذکر (له لاروۍ) مخ اړوونکي دي.

 71_ حقپالنه او ځانپالنه: په دې آيت كې، د حقپالنې او ځانپالنې ترمنځ له مانا ډك تضاد ته اشاره شوې ده، وايي: كه حق د خلكو په هوسونو پسې ولاړ شي، نه يوازې ځمكه او اوسېدونكي يې، چې اسمانونه به هم ګډوډ شي، پر دې ټكي پوهېدل ستونزمن نه دي؛ ځكه: 1_ بېشكه د خلكو غوښتنې يو ډول نه دي او زیاتره يو له بل سره په ټكر كې دي، ان ډېری د يو انسان غوښتنې هم يو له بل سره په تضاد كې وي؛ نو كه په دې حال كې، حق دې غوښتنو ته غاړه كېدي؛ نو پايله يې يوازې ګډوډي ده. هرڅوك به يو معبود نمانځي او كه حق دې غوښتنو ته غاړه كېدي او دا خپاره واره معبودان پر هستۍ واكمني كړي، هر چاته به يې ګډوډي ورښكاره وي. 2_ زیاتره د خلكو غوښتنې داسې موضوعاتو ته ځیر وي، چې ګډوډي راولاړوي. كه دا غوښتنې هستۍ او بشري ټولنو ته لارښوونه وكړي؛ نو پايله يې ګډوډي ده. 3_ همېش ځاني غوښتنې يو اړخيزې وي او يوازې يو ګوټ او زاويه ويني او نورو اړخونو  ته يې پام نه وي او پوهېږو، چې د فساد له مهمو لاملونو ځنې، يو اړخيزې كړلارې دي، چې نور اړخونه پكې په پام كې نه نيول كېږي. دا آيت له يو پلوه د انبياء سورت 22 آيت ته ورته دى، چې وايي: [كه په اسمان او ځمكه كې بې له ” الله ” نور خدايان هم واى؛ نو هرومرو به “( د اسمان او ځمكې) د واړو( غونډال) ويجاړ شوى واى] ښكاره ده، چې حق د صراط مستقيم (= نېغه لار) په څېر يو ګونی دى. دا ځاني غوښتنې دي، چې د ګوماني خدايانو په څېر، ګڼ شمېرې او ډېرې دي. چې اوس داسې ده؛ نو د حق او ځاني غوښتنو په تضاد او شخړه كې بايد په كوم يو پسې ولاړ شو؛ په ځاني غوښتنو پسې، چې په اسمان، ځمكه او ټولو ژویو كې د ګډوډۍ لامل دی که په حق پسې، چې د يووالى، توحيد، نظم او همغږۍ رمز دى؟ (نمونه، 14: 279 مخ. )

 وَلَقَدْ أَخَذْنَاهُمْ بِالْعَذَابِ فَمَا اسْتَكَانُوا لِرَبِّهِمْ وَمَا يَتَضَرَّعُونَ ﴿۷۶﴾ = او په رښتيا (موږ ځکه) پر کړاو اخته كړل (چې ويښ شي)؛خو خپل پالونكي ته يې غاړه كېنښووله او نه يې زاري (عاجزي) وكړه (؛بلكې لا سركښ او كبرجن شول).

 حَتَّى إِذَا فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَابًا ذَا عَذَابٍ شَدِيدٍ إِذَا هُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ ﴿۷۷﴾ = (دا وضع همداسې روانه وي) تردې چې د یو سخت عذاب ور پرې ورپرانځو (او داسې راګېرېږي، چې) ناڅاپه (له هر څه) پکې نهيلي شي .

76 او 77_ روزنيزې سزاوې او د پاكسازۍ سزاوې: په دې آيتونو كې، دوو ډولو الهي سزاګانو ته اشاره شوې ده: 1_ روزنيزې سزاګانې: ددې ډول مجازاتو موخه دا ده، چې وګړي په سختۍ او رنځ كې ونيول شي او پر خپلې كمزورۍ او بېوسۍ پوه شي او د ښاڅمنۍ – غرور له سپرلۍ راكوز شي؛ لكه چې د پېغمبر (ص)  په ښېرا پر مشركانو سخته سوكړه راغله، داسې چې خواړه يو مخې ورك شول او د داسې څيزونو خوړو ته اړ شول، چې څوك يې په عادي حالت كې نه خوري. دا ډول مجازات، بيخي له هرځايه د بنيادم لاسونه نه لنډوي؛ بلكې د توبې یې يوه وزله كېداى او خداى ته ورستون شي. 2_ د پاكسازۍ او استيصال سزاوې: دا ډول سزاوې نه سمېدونكيو وګړيو ته وركول كېږي او موخه يې داده، چې د پنځون په حكم يې جرړه راوايستل شي؛ ځكه په دې غونډال كې يې د ژوند حق پاتې نه دى او د انسانانو د بشپړتيا د لارې دا اغزي او خنډونه بايد له منځه ولاړ شي. مرګ ددې ډول سزاګانو يو څرګند مصداق دى، چې بيخي د انسان د توبې مخه نيسي. (نمونه، 14: 288 مخ + الميزان، 15: 50 مخ.)

76_ په دعا كې د عاجزۍ او خضوع اهميت: (( استكانت)) د خضوع (او عاجزۍ) پر مانا دى (الميزان، 15: 49 مخ.) او (( تضرع))؛ يعنې هغه حالت، چې غاړه ايښوو نه او عاجزۍ دواړه پكې وي.( نمونه، 14: 287 مخ.) د اهل بيتو عليهم السلام له امامانو، په يو شمېر رواياتو كې ددې دواړو كليمو عملي مصداقونه په ګوته شوي. تر دې آيت لاندې له امام باقر (رح) نه  په يوه روايت كې لولو: ((استكانت؛ يعنې خضوع او تضرع داده، چې لاسونه په التماس او هيله پورته كړې)). په بل روايت كې له امام صادق (رح) نه راغلي دي: ((له استكانته مراد، دعا ده او تضرع په نمانځه كې د لاسونو پورته كول (؛يعنې قنوت) دی. )) ددې آيت په مانا كې له علي (ک) په يو روايت كې راغلي دي: (( په دعا كې تواضع او خضوع نه لري؛ځكه كه خضوع ولري؛ خداى يې دعا قبلوي)) (الميزان، 15: 51 مخ.)؛البته دا احاديث د آيت مانا نه محدودوي؛ بلكې د خداى درشل ته، د تضرع او استكانت آداب راښيي.

قُلْ لِمَنِ الْأَرْضُ وَمَنْ فِيهَا إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۸۴﴾ = ووايه : (( كه پوهېږئ (؛نو ووياست) چې دغه ځمكه او څه چې پکې دي د چا دي؟))

 سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿۸۵﴾= ژر به درته ووايي :  (( (دا ټول) د الله دي .)) ووايه : ((نو ايا (بيا هم) پند نه اخلئ؟))

قُلْ مَنْ رَبُّ السَّمَاوَاتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ ﴿۸۶﴾ = ووايه : (( د اووه ګونو اسمانونو پالونكى او د ستر عرش پالونكى څوك دى؟))

سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴿۸۷﴾ = ژر به ووايي : (( (دا ټول) د الله دي!))  ووايه :((؛نو ولې د خداى (له عذابه) نه وېرېږئ (او له شركه لاس نه اخلئ)؟))

قُلْ مَنْ بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ يُجِيرُ وَلَا يُجَارُ عَلَيْهِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۸۸﴾ = ووايه : (( كه پوهېږئ (؛نو ووياست چې) د ټولو موجوداتو واکمني د چا په لاس كې ده؟ او څوك بې پناهو ته پناه وركوي او (له عذابه يې) چا ته پناه نه ورکول کېږي؟))

سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ فَأَنَّى تُسْحَرُونَ ﴿۸۹﴾ = و به وايي :(دا ټولې چارې د) ((الله)) دي. ووايه :(( نو څنګه تېروځئ؟))

 84 تر 89_ د خداى په عمومي ځواك د معاد جوتول: په څو مخكې آيتونو كې له قيامته د منکرو كافرو له لوري د معاد د نټې یا انکار خبره وشوه. د قرآن له آيتونو ښه معلومېږي، چې د معاد د منكرانو ډېرى مخالفت، جسماني معاد ته ځیر دى او هېښتيا يې ده، چې څنګه خاورې شوى انسان بېرته راژوندى كېږي؛ نو ځكه د معاد ډېرى آيتونه د خداى پر ځواكمنۍ او قدرت ټينګار كوي او په هستۍ كې يې بېلګې شرحوي، چې له مړينې روسته ژوند د آيتونو د اورېدونكيو هېښتيا له منځه ولاړه شي. په دې آيتونو كې هم د الهي قدرت له ولكې درې بېلګې راوړل شوي دي؛ د ځمكې او ځمكوالو په باب، د اسمان او ستر عرش په هكله، د هستۍ د تدبير او پېیون – تنظيم په اړه. (نمونه، 14: 298 مخ.) پام مو وي هغه مشركان، چې له قيامته منكر ول، پر خداى يې منښته درلوده؛ په دې مانا، چې هغه د هستۍ پنځوونكى، رب الارباب او د خدايانو خداى دى او بې له ده خدايان یې، مخلوقات دي؛ نو ځكه دې آيتونو د مشركانو له نظره د خداى شتون بيخي فرض كړی دی. (الميزان، 15: 57 مخ.) د هغوى استدلال لپاره همدا بسيا دي، چې څوك دا وس لري، چې اسمان، ځمكه او څه چې په دواړو كې دي، له نشته، شته كړي، د مړيو وراسته هډوكي بيا هم پر ژوندي انسان اړولاى شي؛ لكه چې (يس سورت په 77 _79) آيتونو كې لولو: [ايا انسان نه پوهېږي، چې هغه موږ له (بې ارزښته) څاڅكي پيدا كړى دى؟! او نوموړی (داسې د ځواك، شعور او وينا خاوند شو، چې) په ډاګه زموږ دښمنۍ ته ودرېد او موږ ته يې مثال راووړ او خپل پنځون يې هېر كړ او و يې ويل: ((څوك به وراسته هډوكي را ژوندي كړي؟!))  ووايه: ((دا هماغه بېرته راژوندي كوي، چې په لومړي ځل يې پيدا كړي ول او هغه په هر (ډول) پنځون پوهېږي (او وسمن دى) ]. (اطيب البيان، 9: 448 مخ. )

لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ كَلَّا إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا وَمِنْ وَرَائِهِمْ بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿۱۰۰﴾ = ښايي په پاتې شوې نړۍ کې نېكې چارې وكړم .)) (خو ورته به وايي : ) داسې نه ده! دا یوه خبره ده، چې وايي یې (او كه ورستون شي؛ نو كړه وړه به يې د مخكې په شان وي) او تر شا يې د بيا ژوندي راپاڅولو تر ورځې برزخ دى (د قبر پرده ده، چې ستنېدو ته يې نه پرېږدي) .

 100_ برزخ؛ د دنيا او آخرت ترمنځ نړۍ: د دوو څيزونو ترمنځ څيز ته برزخ وايي. له همدې امله، د دنيا او آخرت ترمنځ پرتې نړۍ ته برزخ ويل كېږي. آيتونو او احاديثو ددغسې يوې نړۍ له شتونه خبر كړي يو، چې كله د (( قبر نړۍ)) يا د (( ارواحو نړۍ)) په نامو هم يادېږي. د قرآن مجيد په ګڼ شمېر آيتونو كې دې موضوع ته – په ظهور يا صراحت – اشاره شوې ده. دا آيت د دغسې يوې نړۍ په شتون كې ظهور لري. د شهيدانو د ژوند اړوند آيتونه په صراحت او ډاګه ددغسې يوې نړۍ شتون اثباتوي (وګورئ: بقره 154، آله عمران_ 169) يا د مؤمن (غافر) سورت 46 آيت د فرعون او يارانو په څېر سرغړاندو كفارو ته په ډاګه د برزخ شتون او څار كړى دى: ((  (عذاب یې) اور دى، چې هر سهار و ماښام وروړاندې كېږي، پر كومه ورځ، چې ساعت (قيامت) جوړ شي (؛ نو غږ به وشي، چې) فرعونيان ډېر سخت عذاب ته ورننباسئ)) څرګنده ده، دا اور، چې په آيت كې اشاره ورته شوې، آل فرعون هر ګهيځ و ماښام وروړاندې كېږي؛ برزخي جهنم دى؛ ځكه په قيامت كې يې سزا، د آيت په پاى كې بېله راغلې ده. له همدې لامله ډېری مفسرانو، دا آيت په (( برزخي نړۍ)) او د ((قبر په عذاب)) تفسير كړى دى. په اسلامي احاديثو كې د برزخي نړۍ او ځانګړنو په باب يې پراخې خبرې شوي. له علي (ک) او امام سجاد  څخه په يو ورته روایت كې راغلي: ((قبر، د جنت د باغونو يو باغ يا د دوزخ له جوغړيو، يو جوغړى دى)) په مشهور روايت كې لولو: ((چې كله يې د بدر په جګړه كې د مكې د مشركانو تنې په يوې څاه كې وغورځولې، پېغمبر (ص)  د څاه پر غاړه ودرېد او ويې ويل: ((  په څاه كې پرتو! څه چې پالونكي ژمنه دركړې وه، په رښتيا (او حق) مو ومونده؟ ما خو (د بريا په باب) د خپل پالونكي ژمنه په رښتيا ومونده)). يوې ډلې وويل: رسول الله! دوى يې اوري؟ ويې ويل: (( په دې اړه تاسې ترې ښه اورېدونكي نه ياست؛ خو نن يې ځواب نه وركوي)) له امام صادق (رح) نه په يو حديث كې راغلي دي: (( پر خداى قسم، زه يوازې له برزخ مو ډارېږم)) دې ته اشاره، چې په قيامت كې مؤمنان د پېغمبر (ص) او سپېڅليو امامانو په شفاعت كې رانغاړېږي؛ خو د برزخ حساب بېل دى. امام صادق په بل روايت كې وايي: (( برزخ هماغه د قبر نړۍ ثواب او سزا ده، چې د دنيا او آخرت ترمنځ شته)). دا پوښتنه پاتې ده، چې برزخي ژوند څرنګه دى؟ پوهانو ددې پوښتنې د ځواب په هكله ويلي، چې د دنيوي ژوند تر پاى ته رسېدو روسته د انسان روح په يو لطيف جسم كې واقع كېږي، چې د مادي جسم له ډېرى عوارضو بچ دى؛ خو له دې پلوه، چې مادي جسم ته ورته عناصر لري؛ نو ((مثالي بدن)) يا (( مثالي قالب)) ورته وايي، چې نه پوره ((مجرد)) دى او نه مازې ((مادي))؛ بلكې يو ډول (( برزخي تجرد)) لري او كه په رواياتو كې د قبر د فشار خبره شوې؛ نو په مثالي بدن پورې تړاو لري. نه د مړي په بدن پورې؛ ځكه دا بدن نور احساس نلري او پردې سربېره شونې ده، چې لكه د سوځېدو له امله پوره له منځه تللى وي؛ البته لكه څنګه چې د اُخروي نړۍ د ژوند پر حقيقت پوهېدل راته ناشوني دي؛ ځكه مرتبه يې تردې نړۍ اوچته ده. د ځينو پوهانو په وينا، د خوب له حالت سره يې ورته كولاى شو. په رښتيانيو خوبونو كې، د انسان روح له مثالي بدنه په ګټنې، ځينې منظرې ويني او خوند ترې اخلي، كله ډارنې منظرې ويني او له خوبه ويښيږي. له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې راغلي: (( چې كله خداى د مؤمن روح اخلي، په دنيا كې يې د دنيوي قالب په څېر په يو قالب كې ږدي)) بل ټكى داچې په ډېرى رواياتو كې لولو، چې تر مړينې روسته له هر چا څو ټكي پوښتل كېږي. امام سجاد نه په يو روايت كې لولو: (( بنيادمه! له مرګه غافلېږه مه. ډېر ژر به دې روح واخستل شي او يو كور ته لېږدولېږې او پوښتنې ته د منكر او نكير دوه پرښتې درځي او لومړى دې د پالونكي په اړه پوښتي؛ بيا دې د درلېږل شوي پېغمبر په اړه پوښتي او كوم دين دې منلى او كوم كتاب دې لوستى او چې د كوم امام ولايت دې منلى، بيا دې د عمر په اړه پوښتي، چې په كومه لار كې دې تېر كړى دى، له شتمنۍ دې پوښتي، چې له كومه دې تر لاسه كړې او پر كومه لار دې لګولې ده؟)). (پيام قرآن، 5: 443 مخ.)

قَالُوا رَبَّنَا غَلَبَتْ عَلَيْنَا شِقْوَتُنَا وَكُنَّا قَوْمًا ضَالِّينَ ﴿۱۰۶﴾ = وايي: (( پالونكيه! بدمرغي مو راباندې زوروره وه او بېلارې وو.

 106_ سعادت او شقاوت؛ زموږ د كړنو، ويناوو او نيتونو پايله: ((شقوة)) او ((شقاوة)) د سعادت (نېكمرغۍ) ضد دى. شقاوت (بد مرغي)، شر او يو آفت دى، چې انسان ته ورتر غاړې كېږي او سعادت د نعمت او نېكيو د وزليو د چمتو كولو پر مانا دى. په هر حال، شقاوت او سعادت (بد مرغي او نېكمرغي) يوازې زموږ د كړنو، ويناوو او نيتونو پايله ده او دا ګروهه تش يو ګومان دى، چې نېكمرغي او بدمرغي يو ذاتي چار دى، چې له انسان سره زيږېږي او دا انګېرنه د ټولو پېغمبرانو د بلنې او د بشر د ګردو لارښوونكيو د هڅو پر خلاف ده، دا انګېرنه له مسووليتونو له اوږو سپكولو، د ګناهونو مخونې او يا د ناپوهيو او ناخبرو تفسيرولو ته سكښتل شوې ده؛ نو ځكه دوزخي ګناهګاران په ډاګه منښته كوي، چې خداى غاړه راباندې خلاصه كړې وه؛ خو موږ په خپل لاس د خپلو بدمرغيو وزلې چمتو كړې وې او منښتي يو، چې لاروركې وو.( نمونه، 14: 338 مخ.)

قَالَ اخْسَئُوا فِيهَا وَلَا تُكَلِّمُونِ ﴿۱۰۸﴾ =   (خداى) به وايي :(( پکې ورک شئ او خبرې راسره مه كوئ!

108_ خداى، دوزخيانو ته سپك ويني: (( اخْسَؤُوا)) د امر فعل دى او د سپي كورې كولو ته وايي او چې انسان ته وكارول شي؛ نو د هغه د پستۍ او د سزا وړ پر مانا ده. (نمونه، 14: 339 مخ.) هېښنده دا چې دوزخيانو بدمرغي او شقاوت تردې بريده رسېدلی، هغه خداى چې په را روسته آيت كې د مؤمنانو له خولې په (( خَيْرُ الرَّاحِمِينَ )) ياد شوى، دوزخيانو ته دغسې وايي(چې په همدې جهنم كې كورې شئ).

قَالَ كَمْ لَبِثْتُمْ فِي الْأَرْضِ عَدَدَ سِنِينَ ﴿۱۱۲﴾ = (خداى) وايي : ((د كلونو په شمېر مو پرځمكه څومره موده تېره كړه؟))

قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ فَاسْأَلِ الْعَادِّينَ ﴿۱۱۳﴾ = وايي : (( ايله يوه ورځ يا د ورځې يوه برخه ځنډېدلي وو! له حسابګرو وپوښته .))

112 او 113_ له آخرت سره په پرتله د دنيا عمر لنډ دى: په دې آيتونو كې پر ځمكه له تمېدو مطلب، تر مرګ وړاندې دنیوي ژوند دى. خداى دوزخيان پوښتي: پر ځمكه څو كاله وئ او دوى له اُخروي ژوند سره په پرتلنه كې په ځواب كې وايي: (( ايله يوه ورځ يا د ورځې يوه برخه)). (نمونه، 14: 342 مخ.) له رسول اكرم (ص)  څخه په يو روايت كې لولو: ((چې كله خداى جنتيان جنت ته او دوزخيان دوزخ ته ورننباسي، جنتيانو ته وايي: پر ځمكه مو څومره موده تېره كړه؟ وايي: يوه ورځ يا يې يوه برخه. وايي: په يوه ورځ يا يې په يوې برخې كې مو څه ښه سوداګري وكړه، چې زما لورنه؛ خوشحالي او جنت مو تر لاسه كړ؛ نو پكې تلمېشتي وسئ؛ بيا دوزخيانو ته وايي: دوزخيانو! په دنيا كې مو څومره موده تېره كړه؟ وايي: يوه ورځ يا يې يوه برخه. نو ورته وايي: په يوه ورځ يا يې يوې برخې كې يې موڅه ناوړه سوداګري وكړه [چې] زما اور او غوسه مو تر لاسه كړه؛ نو پكې تلمېشتي وسئ)).

113_ هغوى چې شمېرلاى شي: په يو روايت كې راغلي: هغوى چې شمېرلاى شي، مطلب يې هغه پرښتې دي، چې ورځې شمېري او زموږ د تېرېدوونكيو ساعتونو او كړنو حساب ليكي. (الميزان، 15: 76 مخ.)

أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ ﴿۱۱۵﴾ = ايا ګومان مو كاوه، چې عبث (چټي) مو پيدا كړي ياست او داچې زما لوري ته به نه راګرځول كېږئ؟!

 115_ انسان؛ يو موخه وال – هدف داره موجود دى: دا آيت د قيامت، حساب او د كړنو د سزا يو ژوندى دليل وايي؛ داچې كه قيامت او معاد نه وي، د نيوي ژوند به چټي او عبث وي؛ ځكه دنيوي ژوند له دومره ستونزو سره او چې خداى دا دومره تشكيلات، سريزې او كړلارې ورته رامنځ ته كړي، كه يوازې همدې څو ورځو ته وي؛ نو ډېر منځتشی – پوچ او بې مانا به وي. يو خوا وينو، چې پنځون په سرباندې ډول هېښنده دى او په دې ترڅ كې، تر هغه بريده، چې پوهېږو، انسان د نړۍ يو خورا بشپړ او پوره ژوی دى. بلخوا وينو، دا د هستۍ خورا اوچت او لوړ پېژندل شوى ژوی، په خپل لنډ عمر كې، له زوكړې تر مړينې، له ستونزو او كړاوونو سره مخېږي. آيا د باورېدو ده، چې ددې ستر غونډال او د پيدايښت ددې هېښنده ژوی(انسان) موخه، همدا وي، چې څو ورځې نړۍ ته راشي او خپل عمر په كړاو تېر كړي، څه خواړه وخوري، جامې واغوندي، ويده شي او راپاڅي او بيا سټ وټ – پوپناه او له منځه ولاړ شي او هرڅه پاى ته ورسي؟ په دې حال كې، آيا پيدايښت خوشې او چټي نه دى او ايا كوم عقلمن دې كوچنۍ موخې ته دا ګرد سره تشكيلات چمتو كوي؟!( نمونه، 14: 344 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!