تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه د سورة المريم د منتخبو آیتونو شرح د مريم سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت د منځپانګې له پلوه څو برخې لري: 1_ د سورت خورا مهمه برخه د يو شمېر سترو پېغمبرانو (؛يعنې حضرات نوح، ابراهيم، اسحاق، يعقوب، موسى، اسماعيل، ادريس، زكريا، يحيى […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین څښتن په نامه

د سورة المريم د منتخبو آیتونو شرح

د مريم سورت ټوليزه منځپانګه:

دا سورت د منځپانګې له پلوه څو برخې لري: 1_ د سورت خورا مهمه برخه د يو شمېر سترو پېغمبرانو (؛يعنې حضرات نوح، ابراهيم، اسحاق، يعقوب، موسى، اسماعيل، ادريس، زكريا، يحيى اوعیسی مسيح عليهم السلام) او د پاكې ښځې مريم صديقې حالاتو ته اشاره ده، چې ځانګړي روزنيز ټكي لري. 2_ بله برخه يې په قيامت، د قيامت په څرنګوالي، د مجرمانو په برخليك او د پرهېزګارانو په بدلې پورې اړوند ده. 3_ د تېرو برخو پوره كولو ته يې موعظې او نصايح راوړي دي. 4_ روستۍ برخه يې قرآن، د خداى اولاد نه درلودو او شفاعت ته اشارې دي، چې په ټول كې ايمان، پاكۍ او ځان ساتنې (تقوا) ته د انساني پرګنيو لپاره اغېزمنې روزنيزې کړنلارې دي[1].

كهيعص ﴿۱﴾ = كاف، ها، يا، عين، صاد.

1_ كهيعص: د بقرې سورت تر لومړي آيت لاندې د مقطعه ټكیو په باب څرګندونه شوې ده؛ خو ددې سورت د مقطعه ټكيو په اړه په یوه روايت ليدل كېږي : چې د کهیعص هر يو ټكى د الله تعالى يوې نامې (اسماء الحسنى) ته اشاره بولي: ((كاف))، كافي ته اشاره ده؛ ((هاء))، هادي ته اشاره ده، (( ياء))، ولي ته اشاره ده؛ ((عين))، عالم ته اشاره ده او (( ص))، صاد الوعد ته اشاره ده، چې ګرد سره (( اسماء الحسنى)) دي. په اړه یې بل روایت هم شته. پام مو وي، چې د قرآن آيتونه ډول ډول ماناوې درلوداى شي او كله د تېرو او ګاندې مفاهيم څرګندوي، چې په عين رنګارنګۍ كې يو له بل سره په ټكر كې نه دي؛ په داسې حال كې، كه مانا په يو تفسير پورې را ايساره كړو؛ نو شونې ده، د آيت د نزول د حالت او وخت له پلوه يې له ستونزو سره مخ شوو[2].

يَرِثُنِي وَيَرِثُ مِنْ آلِ يَعْقُوبَ وَاجْعَلْهُ رَبِّ رَضِيًّا ﴿۶﴾ = چې  زما او د يعقوب د ځوځات پاتوړی وي او پالونكيه! ټولمنلی یې وګرځوه

6_ هغه اولاد، چې له آل يعقوب نه ميراث وړي: د زكريا (ع) مېرمن د حضرت سليمان (ع) له ځوځاته وه او حضرت سليمان (ع) د حضرت يعقوب(ع) له ځوځاته و؛ نو له همدې امله حضرت زكريا (ع) خداى ته وويل، چې داسې ځايناستى راكړه، چې زما او د يعقوب د ځوځات پاتوړی – وارث وي[3].

يَا زَكَرِيَّا إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَامٍ اسْمُهُ يَحْيَى لَمْ نَجْعَلْ لَهُ مِنْ قَبْلُ سَمِيًّا ﴿۷﴾ = زكريا! په رښتيا موږ د يو داسې هلك زېرى دركوو، چې نامه يې يحيى ده او تر ده مخكې یې څوك همنامې نه و .

7_ يحيى همنامى نه درلود: له دې آيته ګټنه كېږي، چې خداى پخپله دا نامه پرې ايښې ده؛ البته لرې نه ده، چې يحيى ته د همنامي د نه درلودو منظور، په څېر يې نشتون ته وي. ددې ادعا شاهد دا دى، چې خداى په قرآن كې يحيى ته داسې ځانګړنې يادوي، چې ترده وړاندې يې يوه پېغمبر ته هم ويلې نه دي؛ لكه په كوچنيتوب كې نبوت ته رسېدل، د واده نه كول او د زوكړې، مړينې او بيا را ژوندي كېدو پر مهال په الهي درود كې رانغاړېدل؛ البته په دې ځانګړنو كې حضرت عيسى (ع) هم ورسره شريك و؛ خو پام مو وي، چې مسيح (ع)  تر زكريا (ع)  روسته زېږېدلى دى[4]. يادونې وړ ده، چې د زكريا (ع)  واده نه كولو ځانګړى علت درلود، چې نورو انسانانو ته دا ځانګړنه كمال نه شمېرل كېږي[5]. ددې ټكي يادول هم لازم دي، چې يو پېغمبر ته د ځانګړو ځانګړنو ويل، پر نورو پېغمبرانو يې د مقام د غوراوى دليل نه دى؛ بلكې د ځانګړي امتياز ښوونكى يې دى[6].

7_ د امام حسين (ع) او حضرت يحيى (ع) ورته والى: له اسلامي رواياتو ګتنه كېږي، چې امام حسين او حضرت يحيى (ع) ګډ اړخونه درلودل: دواړو تر ځانونو وړاندې همنامي نه درلودل؛ د الهي دين په پار يې سرونه له تنې جلا كړاى شول، وژونكي يې حرموني وو او تر وژنې روسته يې اسمان تر څلوېښت ورځو په لمر خاته او پرېوتو كې سور و[7].

يَا يَحْيَى خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ وَآتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا ﴿۱۲﴾ = يحيى! (د الله) كتاب ټينګ ونيسه او موږ په کوچنيوالي كې حکمت [=(د نبوت) فرمان (او كافي عقل)] وركړو .

12_ د خداى د كتاب ټينګ نيول: په ډېر احتمال، په دې آيت كې له (( كتاب)) منظور، تورات يا له تورات سره تر يحيى (ع) مخكې پېغمبرانو كتابونه دي؛ ځكه پر هغه مهال د تورات كتاب و، چې شريعت او الهي احكام يې رانغاړلي ول. په ټينګه د كتاب له نيوو مطلب، په پوره پاملرنه او جديت د كتاب پوهاوۍ او لارښونې عملي كول دي[8].

وَحَنَانًا مِنْ لَدُنَّا وَزَكَاةً وَكَانَ تَقِيًّا ﴿۱۳﴾ = او (همداراز) له خپل لوري مو زړه سواندي، مينه او (جسماني او روحي) سپېڅلتيا وركړه او هغه پرهېزګار و .

13_ خداى له يحيى (ع) سره ځانګړنې مينه درلوده: داچې له ځانګړې مينې منظور څه دى، مفسرانو يې په اړه ګڼ نظريات ويلي دي، ځينو ويلي: مطلب نبوت او ولايت دى، چې خداى وركړ؛ لكه چې د هود سورت په 28 آيت كې د نوح (ع)  له خولې لولو: (( او پر ما یې خپله لورنه هم لورولې ده)) [څرګنده ده، چې مطلب يې د خداى له لوري د نبوت وركړه ده]. همدغسې ويل شوي، چې مطلب يې دا و، چې چا به ليده؛ نو مينوالېده يې؛ لكه چې د موسى (ع) په اړه هم وايو: (طه_30) ((او پر تا مې خپله مينه واچوله)) [ او دلته هم د خلكو په زړونو كې د موسى د مينې اچول دي]. همداراز ويلي يې دي، چې له ځانګړې مينې مطلب، له نورو سره يې مينه وه، پر خلكو لورين او خير غواړى يې و او د خداى لوري ته يې هدايتول او د توبې ايستو سپارښتنه يې ورته كوله؛ خو له آيته ګټنه كېږي، چې د خداى او يحيى (ع)  ترمنځ ځانګړې اړيكه او راښكوونه وه، چې خداى په دې ځانګړنې ياد كړى دى. له امام باقر (رح) نه په يوه روايت كې لولو: ((له يحيى (ع)  سره د خداى ځانګړې مينه په دې ډول وه، چې (( يا رب)) يې ويل؛ نو خداى يې په ځواب كې ويل: (( لبيك يا يحيى))[9].

وَسَلَامٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّا ﴿۱۵﴾ = او په دې (اسماني) كتاب كې د مريمې (قيصه) ياده كړه، چې له خپلې كورنۍ، (د بيت المقدس) په ختيځ كې ګوښې شوه؛

15_ د انسان د ژوند خورا وحشناك پړاوونه: له امام رضا (رح) نه روايت شوى دى: ((د انسان د ژوند خورا وحشتناك پړاوونه، درې پړاوه دي: پر هغه ورځ، چې زېږي او سترګې يې پر نړۍ لګي، پر هغه ورځ، چې مري او آخرت او آخرتيان ويني او پر هغه ورځ، چې راپاڅول كېږي او داسې احكام او قوانين ويني، چې پردې نړۍ واكمن نه ول. خداى حضرت يحيى (ع) په دې درېيو پړاوونو كې په خپلې سلامتۍ كې راونغاړه او د وحشتونو او ډارونو پر وړاندې يې امنيت، خونديينه او آرامي وركړه او ويې ويل: ((وسلام عليه….. )) ))[10].

فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُونِهِمْ حِجَابًا فَأَرْسَلْنَا إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا ﴿۱۷﴾ = نو پرده نیولې ترې پټه ناسته وه (چې د ناستې ځاى يې له هر پلوه عبادت ته چمتو وي)؛ نو په دې وخت كې موږ خپل روح ( = جبرئيل) ورولېږه،چې په بشپړ انساني بڼه ورڅرګند شو.

17_ روح: دلته تقريباً ټولو مشهورو مفسرانو ((روح)) په حضرت جبرائيل امین (ع) تفسير كړى دى؛ خو داچې ولې جبرائيل پر((روح)) تعبير شوى، ويلي يې دي، چې هغه هم ((روحاني)) موجود دى او هم (( ژوندون وركوونكى)) موجود دى؛ ځكه پېغمبرانو ته د الهي رسالت وړونكى دى، چې د ټولو لايقو او وړو انسانانو بيا ژواكى دى. روحنا (زموږ روح ) ددې روح پر ستریا او شرافت دليل دى[11].

فَأَجَاءَهَا الْمَخَاضُ إِلَى جِذْعِ النَّخْلَةِ قَالَتْ يَا لَيْتَنِي مِتُّ قَبْلَ هَذَا وَكُنْتُ نَسْيًا مَنْسِيًّا ﴿۲۳﴾ = نو د زېږون درد د کجورې د ونې تر ډډ راورسوله؛ (دومره خپه شوه، چې) ويې ويل : ((كاشكې تردې له مخه مړه واى او بېخي هېره شوې واى !))

23_ ولې حضرت مريم له خدايه مرګ وغوښت؟: له خدايه د مرګ غوښتل سم چار نه دى؛ خو كله د انسان په ژوند كې سختې پېښې رادبرېږي، چې مرګ تر ژونده خوندورېږي. مريم هم په هغو شېبو كې په دې واند – تصور وه، چې د زوى په زوكړې به يې د بې عقلو خلكو پر وړاندې ټول پت او حيثيت له خطر سره مخ شي؛ نو هيله يې وكړه، چې كاشكې مړه واى او بيخي هېره شوې واى. دا په خپله پردې دليل دى، چې عفت او پاكلمنتوب ان له ځانه ورته ګران و او خپل پت ته تر ژونده په ډېر ارزښت قايله وه؛ خو دا انګېرنې يې تر ډېره پاتې نشوې او د دوو الهي معجزو په ليدو ترې وڅنډل شوې[12].

وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا ﴿۲۵﴾ = او د کجورې د ونې ډډ دروخوځوه، چې تازه كجورې درباندې راتويې شي؛

25_ كجورې؛ دوه ځانې ښځې ته غوره خواړه: د اسلام له پېغمبر(ص) روايت شوى دى: (( ښځې ته تر زېږون روسته ړومبى خواړه كجورې دي. خداى [مريم ته تر زېږون روسته] وويل: ((او دا د كجورې ډډ راوڅنډه،چې تازه پخې كجورې راتويې شي!)) له ځينو رواياتو ګټنه كېږي،چې كجورې دوه ځانې ښځې ته غوره خواړه او درمل دي[13].

فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ الْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِي إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنْسِيًّا ﴿۲۶﴾ = نو (دا خوندور خواړه) وخوره او (دا پاكې رڼې اوبه) وڅښه او خپلې سترګې دې (پردې نوي زوكړې) يخې كړه! نو كه كوم انسان دې وليد؛ نو په (اشاره) ورته ووايه : ما د لوراند الله لپاره نذر روژه نيولې ده؛ نو ځكه نن له هېچا سره خبرې نه کوم . (او پوهه شه، چې دا زيږېدلى ماشوم به په خپله ستا دفاع وكړي .) ))

26_ د چوپتيا روژه او په روژه كې چوپتيا: د آيت ظاهر راښيي، چې مريم د يو سازښت – مصلحت له مخې چوپه وه او د خداى په حكم يې په يوې ځانګړې مودې كې له خبرو كولو ډډه وكړه، چې ماشوم يې عيسى (ع)  خوله راوسپړي او د پاكۍ دفاع یې وكړي، چې دا له هر پلو خورا اغېزمن چار و؛ خو د آيت له تعبيره معلومېږي، چې په هغه پېر كې په خلكو كې د (( د چوپتيا نذر)) دود و؛ نو ځكه يې پر مريمې نيوكه و نه كړه؛ كه څه په اسلام كې دا ډول روژه روا نه ده. له امام سجاد زين العابدين روايت شوى، چې (( د چوپتيا روژه حرامه ده))؛ځكه د هغه پېر شرايط د اسلام د راښكاره كېدو له زمانې سره توپير درلود؛ البته په اسلام كې د پوره روژې له ادابو ځنې دا دی، چې روژه تي خپله ژبه پر ګناه او مكروهاتو نه خوځوي او هم سترګې به له ګناهګارو ليدو ساتي؛ لكه چې له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو: ((روژه يوازې له خوراك څښاكه ډډه كول نه دي. مريم وويل: ((ما لوراند خداى ته نذر روژه نيولې ده)) او مطلب يې سكوت او چوپتيا وه. نو چې روژه ياست ژبه مو وساتئ، سترګې مو د ګناه له ليدو پټې كړئ، يو بل ته كينه مه لرئ، او شخړه مه كوئ))[14].

يَا أُخْتَ هَارُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ امْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا ﴿۲۸﴾ =  د هارون خورې !! ستا خو نه پلار بد سړى و او نه دې مور بدلمنه وه !

28_ مريم ؛ د هارون خورې!: داچې ويې ويل: (( د هارون خورې!)) مفسرانو ډول ډول تفسير كړی دی؛ خو خورا سم يې دا دى، چې هارون يو پاك او نېک سړى و؛ داسې چې په بني اسرائيلو كې متل و، چې څوك يې په پاكۍ معرفي كاوه؛ نو ويل یې: دا د هارون رور يا خور ده. دا مانا له پېغمبره (ص) په يوه لنډ حديث كې هم روايت شوې ده. په بل حديث كې ترې راغلي، چې په بني اسرائيلو كې دود و، چې نېكچاري به يې پر پېغمبرانو او صالحانو پورې ورتړل[15].

قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا ﴿۳۰﴾ = (ناڅاپه عيسى په خبرو شو او) ويې ويل : ((په رښتيا زه د الله بنده يم،(اسماني) كتاب یې راكړى او پېغمبر كړى يې يم .

30_ حضرت عيسى (ع) ؛ د خداى بنده: حضرت عيسى (ع) د خداى د بندګۍ پر منښته – اعتراف خبرې پيل كړې او په دې حكم يې پاى ته ورسولې: ((هغه ونمانځئ)) (36آيت)،چې څوك يې په اړه غلو و نه كړي او خداييتوب ورپورې و نه تړي؛ خو سره له دې لكه چې په 37 آيت كې وايي (( خو تر ده روسته د لارويانو له منځ یې ځینو ډلو په اړپېچ لاس پورې كړ))  او خداى يا يې د خداى زوى وباله[16].

وَجَعَلَنِي مُبَارَكًا أَيْنَ مَا كُنْتُ وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيًّا ﴿۳۱﴾ = او په هر ځاى كې، چې وم بركت به راسره وي او تر ژونده يې د نمانځه او زكات سپارښتنه راته كړې ده؛

31_ د نمانځه سپارښتنه: يو چا امام صادق (رح) وپوښت، چې خداى ته د ورنژدېدو خورا ښه لار راوښيه، چې ښه يې هم ايسي؟. امام وويل: (( زه د خداى تر پېژندو روسته، تر نمانځه بل غوره څه نه وينم؛ ايا نه وينې، چې د خداى صالح بنده حضرت عيسى بن مريم (ع)  وايي: (( وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ … ))؟ ))[17].

وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّارًا شَقِيًّا ﴿۳۲﴾ = او (همداراز) له خپلې مور سره يې په نېكۍ كولو (سپارښتنه راكړې) او سرغړاند بدمرغه كړى یې نه يم.

32_ د مور مقام: كه څه حضرت مسيح (ع) د پالوونكي د نافذ حكم له مخې، له موره او بې له پلاره وزېږېد، څومره، چې په آيت كې يې له مور سره نېكچاري له خپلو وياړونو ګڼلې، چې دا د مور د مقام پر اهميت يو څرګند دليل دى. په دې هكله ډېر روايات راغلي، چې مسلمانان په خبرو او عمل كې په دې باب هڅه وكړي. له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو: يو تن پېغمبر (ص) ته ورغى او ويې ويل: رسول الله (ص) ! له چا سره نېكي وكړم؟ ورته يې وويل: ((له مور سره دې)) بيا يې وويل: بيا له چا سره نېكي وكړم؟ ورته يې وويل: (( له مور سره دې)) بيا له چا سره نېكي وكړم؟ ورته يې وويل: ((له مور سره دې)) په څلورم ځل يې، چې وپوښت. حضرت ورته وويل: (( له پلار سره دې[18])). په بل حديث كې لولو: يو ځوان پېغمبراکرم(ص) ته په جهاد كې د ګډون لپاره ورغى (چې كله جهاد فرض عين نه وي) پېغمبر (ص) ورته وويل: ((مور لرې؟)) ويې ويل: هو! آنحضرت وويل: (( د مور په چوپړ كې دې وسه، چې جنت د ميندو تر پښو لاندې دى[19])).

وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الْحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الْأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ وَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۳۹﴾ =او د پښېمانۍ له ورځې یې خبردار کړه، چې (د حساب وكتاب) ټولې چارې پای ته ورسي؛ خو اوس ترې په غفلت كې دي او ايمان نه راوړي .

39_ د مرګ د وژنې ورځ: له رسول الله (ص) روايت شوى دى: (( چې جنتيان جنت ته او دوزخيان دوزخ ته ننووځي، يو څوك غږ كوي: جنتيانو! بيا بل غږ كوي: دوزخيانو! نو د دواړو ډلو خپل غږ كوونكي ته ورپام شي، بيا مرګ د تور او سپين پسه په بڼو راوړي. غږ كوونكى وايي: ايا مرګ پېژنئ؟ وايي: دا دى، دادى ! او ټول يې پېژني؛ نو غږ کوونکی د پسه سرغوڅوي او جنتيانو ته غږ كوي، چې نور مرګ نه لرئ او هم همېشه جنت مېشتي ياست او دوزخيانو ته هم غږ كوي، چې نور مرګ نلرئ او همېشه دوزخ مېشتي ياست. خداى په دې باب وايي: ((  وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ الْحَسْرَةِ)) )). د روايت په دوام کې له امام باقر او امام جعفر صادق نه روايت شوى دى: ((؛ نو جنتيان دومره خوشحالېږي، كه پر هغه ورځ چاته مرګ واى؛ نو بېشكه له خوشحالۍ مړه كېدل او دوزخيان دومره پر خپګان اخته كېدل كه پر هغه ورځ مرګ واى، بېشكه مړه كېدل))[20].

إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا يَسْمَعُ وَلَا يُبْصِرُ وَلَا يُغْنِي عَنْكَ شَيْئًا ﴿۴۲﴾ = چې كله يې خپل (مورني) پلار (يا تره) ته وويل :(( پلاره! ولې هغه څه نمانځې، چې نه اوري او نه ویني او نه دې كومه ستونزه هواروي؟!

42_ څوك د حضرت ابراهيم پلار و؟: ابراهيم (ع) چې په دې آيتونو كې چا ته د پلار غږ كوي او د انعام سورت د 74 آيت له مخې يې (( آزر)) نامه وه، چې حقيقي پلار يې نه و؛ بلكې تره يا مورنى نيكه يا يې پلندر و، چې د ابراهيم د پلار تر مړينې روسته يې واده ورسره كړى و. (د ډېرو معلوماتو لپاره د انعام سورت د 74 آيت څرګندنه ولولئ)[21].

يَا أَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّيْطَانَ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلرَّحْمَنِ عَصِيًّا ﴿۴۴﴾ =  پلاره! شيطان مه نمانځه؛ ځكه شيطان له لوراند (خدايه) سرغړاند دى .

44_ شيطان مه نمانځه: څرګنده ده، چې دلته له عبادته مراد، شيطان ته سجده كول، نمونځ او روژه نه؛ بلكې د فرمان منل يې دى، چې يو ډول عبادت او نمانځنه يې شمېرل كېږي. له پېغمبر اکرم(ص) نه روايت شوى دى: چې څوك (د تسليم او خوښې له مخې) د كوم وياند خبرې ته غوږ كېدي؛ نو نمانځلې یې دی. كه وياند د خداى له لوري خبرې وكړي؛نو اورېدونكي، خداى نمانځلى او كه د ابليس له لوري خبرې وكړي؛ نو ابليس يې نمانځلى دى[22].

قَالَ سَلَامٌ عَلَيْكَ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي إِنَّهُ كَانَ بِي حَفِيًّا ﴿۴۷﴾ = (ابراهيم) وويل :(( تا ته دې سلام وي، زه به ژر له خپل پالونكي بښنه درته وغواړم؛ ځكه هغه تل راباندې لوراند دى .

47_ پر آزر د ابراهيم سلام: شونې ده د حضرت ابراهيم دا سلام د وداع او خداى پامانۍ سلام وي، چې په ويلو او څو ورپسې غونډلو يې، خپل پلار آزر پرېښى وي. ښايي هغه سلام وي، چې د يوې دعوا پرېښوولو ته ويل كېږي؛ لكه چې د قصص سورت په 55 آيت كې لولو:(( او چې چټي خبره اوري؛ نو مخ ترې اړوي او وايي: ((زموږ كړنې زموږ دي او ستاسې كړنې ستاسې دي. پر تاسې دې سلام وي (د وداع سلام) له ناپوهانو سره مو څه کار.)) [23]  دا احتمال هم شته چې مطلب د امنيت او سلامتۍ ژمنه وي؛ ځكه آزر، ابراهيم (ع)  په مرګ ګواښلى و؛ خو ابراهيم (ع) يې پر وړاندې د امنيت او سلامتۍ ژمنه وكړه. دا د سترو خلكو خوى دى، چې د ناپوهانو د چلن پر وړاندې هماغسې چلن نه كوي؛ بلكې په ادب يې ځوابوي؛ لكه چې د فرقان سورت 63 آيت وايي: (( او د لوراند (خداى ځانګړي) بندګان هغوى دي، چې پر ځمكه ورو او بې كبره ګرځي او چې ناپوهان خبرې ورسره كوي؛ نو (د خداى پامانۍ) سلام ورته وايي (او ترې تېرېږي).))[24].

47_ ژر به دې بښنه وغواړم: ابراهيم (ع) ، چې مشرك آزر ته له خدايه د بښنې د غوښتو ژمنه وكړه، علت يې دا و، چې ابراهيم (ع) يې تر هغه وخته د ايمان راوړو هيلمن و او تردې دمه يې له هدايته نهيلى شوى نه و؛ خو همدا چې ورڅرګنده شوه، چې آزر د خداى دښمن دى او ايمان به رانه وړي، ترې كركجن شو؛ لكه چې د توبې سورت په 114 آيت كې ورته اشاره شوې ده[25].

وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِسْمَاعِيلَ إِنَّهُ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُولًا نَبِيًّا ﴿۵۴﴾ = او په دې (اسماني) كتاب كې اسماعيل (هم) ياد كړه، چې د ژمنې رښتونى او استازى پېغمبر و؛

54_ اسماعيل صادق الوعد: د اهلبيتو د رواياتو له مخې، په دې آيت كې له اسماعيل نه مطلب، د حضرت ابراهيم (ع)  زوى نه؛ بلكې د ((اسماعيل بن حزقيل)) په نامه يو الهي پېغمبر دى. له امام رضا څخه په يو روايت كې لولو، چې خپل يو يار ته وايي: (( ايا پوهېږې، چې ولې اسماعيل صادق الوعد نومول شوى دى؟)) راوي وويل: نه! امام وويل: (( له يوه سړي سره يې ژمنه كړې وه، د ژمنې په ځاى كې حاضر شو (؛خو سړی رانغى)؛ خو اسماعيل يو كال سترګې پر لار ورته پاتې شو[26])) ښكاره ده، چې مطلب دا نه دى، چې اسماعيل به خپل كار او ژوند ته شا كړې وي؛ بلكې د خپلو کړنلارو د تداوم په ترڅ كې يې، راتلو ته سترګې پر لار و[27].

وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ وَكَانَ عِنْدَ رَبِّهِ مَرْضِيًّا ﴿۵۵﴾ = او تل يې خپلې كورنۍ ته د نمانځه او زكات امر كاوه؛ او الله ترې خوښ و.

55_ له كورنۍ د دين تبليغ پيلول پکار دي: د رسالت تبليغ ته ړومبى پړاو، له خپلې كورنۍ پيلول دي، چې تر ټولو انسان ته خورا ورنژدې دي. د همدې دليل له مخې، د اسلام پېغمبر(ص) هم خپله بلنه له خپلې درنې مېرمنې حضرت خديجې (رضى الله تعالى عنها) او د تره له زوى علي (ك) پيل كړ او بيا د (شعرا_ 214 آيت) له مخې د نژدې خپلوانو پر بلنه لګيا شو: ((وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ؛ او خپل نژدې خپلوان دې ووېروه)) د طه سورت په 32 آيت كې هم لولو: (( كورنۍ ته دې د نمانځه حكم وكړه او پخپله هم ټينګ پرې ولاړ وسه[28])).

وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِدْرِيسَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا ﴿۵۶﴾ = او په دې كتاب كې ادريس (هم) ياد كړه، چې ډېر رښتين (او ستر) پېغمبر و؛

56_ حضرت ادريس (ع) : د ډېرى مفسرانو د روايت له مخې، ادريس (ع) د نوح د پلار نيكه و. په تورات كې يې نامه (( اخنوخ)) او په عربي كې (( ادريس)) دى، چې ځينې یې له (( درس)) مادې ګڼې؛ ځكه لومړى تن و، چې په قلم يې وكښل. پر نبوت سربېره پر نجوم، حساب او هيئت هم پوهېده او ړومبى تن و، چې انسانانو ته يې د جامو ګنډل ورزده كړل[29].

فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا ﴿۵۹﴾ = ورپسې يې داسې کسان ځايناستي شول، چې نمونځ يې ضايع كړ او په  شهوتونو پسې ولاړل؛ نو ډېر ژر به د (خپلې) بېلارۍ له (سزا) سره مخ شي؛

59_تجمل ګرايي رټل شوې ده: له علي (ك) روايت شوى دى: ((د شهواتو لاروى هغه دى،چې ټينګه (او اشرافي) ماڼۍ جوړه كړي او پر داسې سپرلۍ سپور شي، چې سترګې ورواوړي او داسې جامې واغوندي، چې ګوته ورته نيول كېږي[30])) ؛البته پام مو وي، چې دا حديث، د آيت څرګند مصداق دى او مفهوم يې نه راتنګوي.

لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا إِلَّا سَلَامًا وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِيهَا بُكْرَةً وَعَشِيًّا ﴿۶۲﴾ = هلته به بې له سلامه چټي خبرې نه اوري او هلته به سهار و ماښام خپله روزي ورپر برخه وي.

62_ جنتيانو ته ګهيځ و ماښام ځانګړې ډالۍ ورډالۍ كېږي: له رسول اكرم (ص) څخه روايت شوى دى: (( د خداى له لوري جنتيانو ته په زړه پورې او ارزښتمنې ډالۍ، غبرګې په هغو وختونو كې وررسي، چې په دنيا كې يې نمونځونه كول)) له دې حديثه ګټنه كېږي، دا ډالۍ، چې ماهيت او منځپانګه يې ان په ګومان او اټکل ويلاى نشو، ډېر ارزښتمن نعمتونه دي، چې پر عادي جنتي نعمتونو سربېره، ګهيځ و ماښام ور ډالۍ كېږي. له دې تعبيره ګټنه كړاى شو،چې د جنتيانو ژوند یو رنګه یا يكنواخت نه دى؛ بلكې هر ګهيځ و ماښام په نويو لورنو كې رانغاړېږي او هلته به په هغو سپرليو خپل تكاملي بهير ته دوام وركوي،چې په نړۍ كې يې له سپېڅليو ګروهو او له خپلو ښو كړنو چمتو كړي وو[31].

تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي نُورِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَنْ كَانَ تَقِيًّا ﴿۶۳﴾ = دا هغه جنت دى، چې موږ يې خپلو پرهېزګارو بندګانو ته په ميراث ورکوو .

63_ په جنت كې د كافرانو د هستوګنځيو پاتوړي – وارثان: (( ارث)) د ژبې له پلوه د ((تمليك)) (مالك كېدو) پر مانا ده او په دې كې را ايسار نه دى، چې له مړي څه مال يې پاتې كسانو ته ولېږدول شي. له پېغمبراکرم (ص)  نه په يو حديث كې لولو: (( بې استثنا هر څوك يو هستوګنځى په جنت او يو په دوزخ كې لري. كافرانو ته د مؤمنانو دوزخي هستوګنځى په ميراث كې پاتېږي (او مالكېږي يې) او مؤمنان د كافرانو جنتي هستوګنځى په ميراث كې وړي))[32].

وَمَا نَتَنَزَّلُ إِلَّا بِأَمْرِ رَبِّكَ لَهُ مَا بَيْنَ أَيْدِينَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَيْنَ ذَلِكَ وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا ﴿۶۴﴾ = او( د وحې تر ځنډ روسته، جبرييل پېغمبر ته وويل : ) موږ يوازې ستا د پالونكي په حكم راكوزېږو،هغه زموږ د راتلونکي، تېر او حال واکمن دى، او پالونكى دې هېڅكله هېروونكى نه و (او نه دى) .

64_ د وحې پرښته يوازې د خداى په حكم راكوزېږي: كه څه دې آيت او ورپسې آيت ته يې شان نزولونه روايت كړي؛ خو ښکاري، چې ته وا خدای پر پېغمبراکرم د وحې په پرښتې د مخكې 63 آيتونو تر نزول روسته دې پرښتې ته وويل، چې پېغمبر (ص) ته ووايه، دا خبرې له ځانه نه كوم او دا د خداى خبرې دي او زه يوازې د اسمان او ځمكې د پالوونكي په امر راكوزېږم؛ نو بايد ويې نمانځې؛ ځكه په څېر يې نشته؛ نو ځكه آيت په ظاهره د وحې د پرښتې خبره ده؛ خو په حقيقت كې د خداى پيغام دى[33].

فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَالشَّيَاطِينَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِيًّا ﴿۶۸﴾ =  نو ستا پر پالونكي قسم، چې هرومرو به يې له شيطانانو سره راغونډ كړو، بيا به يې په ګونډو له دوزخه راچاپېر كړو!

68_ له شياطينو سره د كافرانو ملګرتوب: ((دوى او شيطانان سره راغونډوو)) په اړه يې ويل شوي، چې دوى په نړۍ كې د بې ايمانۍ له لامله د شياطينو تر ولايت او پالندوينې لاندې ول؛ نو ځكه په آخرت كې له خپلو پالندويانو سره راغونډېږي؛ لكه چې د اعراف سورت په 27 آيت كې راغلي دي: ((موږ شيطانان د هغوى پالندويان كړي، چې ايمان نه راوړي)) ښايي په دې دليل وي، چې شيطانان يې په نړۍ كې ملګري ول او په آخرت كې به هم وي؛ لكه چې د زخرف سورت په 36 آيت كې لولو: (( او چې څوك د لوراند (الله) له ياده مخ واړوي (؛نو) يو شيطان ورګومارو، چې (تل) يې ملګرى وي))[34].

وَإِنْ مِنْكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْمًا مَقْضِيًّا ﴿۷۱﴾ = او (بې استثنا) تاسې ټول جهنم ته ورننوځئ، ددې حکم پوره کول ستا د پالونکي پر غاړه دى .

ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوْا وَنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا ﴿۷۲﴾ = بيا پرهېزګاران ترې ژغورو او ظالمان به په (دوزخ) كې پر ګونډو پراته پرېږدو.

71 او 72_ ټول جهنم ته ورننووځي!: ډېرو مفسرانو ددې آيتونو په تفسير كې ويلي،چې بې استثنا ټول انسانان؛ نېك و بد، دوزخ ته ورننووځي؛ خو دوزخ به پر نېكچارو، سوړ او سالم وي؛ لكه چې پر ابراهيم (ع) د نمرود اور سوړ شو؛ ځكه اور څه تړاو ورسره نه لري؛ خو دوزخيان يې ورسره لري او د سونتوكيو په څېر سملاسي بلېږي. په يو روايت كې لولو، چې يو تن ددې آيت په اړه حضرت جابر بن عبدالله انصاري (رض) وپوښت. جابر (رض) په دوو ګوتو خپلو غږونو ته اشاره وكړه او ويې ويل: په دې غوږونو مې له رسول الله (ص) يو مطلب اورېدلى كه دروغ ووايم، كوڼ دې شم. ويې ويل: ((په دې آيت كې وارد، د ننووتو پر مانا دى؛ هر نېكچارى او بدچارى دوزخ ته ننوځي اور به مؤمنانو ته سوړ او سالم وي؛ لكه چې پر ابراهيم (ع) و؛ تردې چې اور_ يا جهنم_ له سختې يخنۍ چغې وهي، بيا خداى پرهېزګاران ژغوري او ظالمان پكې خوار زار ورخوشې كوي)) له پېغمبر اکرم (ص) نه په يو بل حديث كې لولو: ((د قيامت پر ورځ، اور مؤمن ته وايي: ژر رانه تېر شه، چې رڼا دې زما لمبه مړه كړه)). په رواياتو كې د صراط پل په باب له مانا ډك تعبير راغلى، چې دا پل پر جهنم تېر شوى، چې تر وېښته نرى او تر تورې تېز دى، چې دا هم پر دې تفسير يو بل ګووی- ګواه دى؛ خو ددې چار الهي حكمت څه دى او ايا مؤمنان له دې چاره عذاب او ازار نه ويني؟ په ځواب كې وايو، چې د دوزخ او د عذابونو لیدنه کتنه يې د جنتي نعمتونو خوند دوه ګرايه كوي؛ ځكه مؤمنان به وويني، چې له څه هلاكته خوشې شوي دي. پردې سربېره، دومره چټك له اوره تېرېږي، چې پوټى اغېز هم پرې درلوداى نشي. له پېغمبر اکرم(ص)  نه په يوه حديث كې راغلي دي: ((ټول خلك دوزخ ته ننوځي، بيا د خپلو كړنو له مخې ترې ووځي؛ ځينې د برښنا په څېر، ځينې تر برښنا لږ پڅ د توپان په څېر، ځينې د آس د سختې ځغاستې په څېر، ځينې د عادي سپرلۍ په څېر، ځينې د چټك پلي په څېر او ځينې دعادي پلي په څېر ترې تېرېږي[35])).

وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَيُّ الْفَرِيقَيْنِ خَيْرٌ مَقَامًا وَأَحْسَنُ نَدِيًّا ﴿۷۳﴾ = او چې كله زموږ روښانه آيتونه ورولوستل شي (؛ نو) كافران، مؤمنانو ته وايي : (( (بايد وليدل شي،چې) په موږ او تاسې کې د چا مقام غوره او کاړې يې پرتمينې دي؟!))

73_ د شتمنۍ په پار وياړنه: د هغې زمانې او هرې زمانې په جاهلي ټولنې كې د ارزښت كچه زور، زر، تزوير (چل ول) پيسې، مقام او ظاهري بڼه ده. د نضر بن حارث په څېر ظالمو شتمنو پر ړومبيو نشتمنو  مؤمنانو وياړل او ويل يې: له موږ سره مو د خپلې وګړې نښه ده او ستاسې د بې وګړۍ نښه ستاسې نيستي ده، چې دا پخپله زموږ پر حقانيت يو دليل او ستاسې د حقانيت نه درلودل دي. په رواياتو كې لولو، چې دې اشرافي ډلې ښكلې جامې اغوستې او ځانونه يې ښكلول او د پېغمبر اكرم (ص) د يارانو په مخ كې تېرېدل او په ملنډو يې وركتل[36].

قُلْ مَنْ كَانَ فِي الضَّلَالَةِ فَلْيَمْدُدْ لَهُ الرَّحْمَنُ مَدًّا حَتَّى إِذَا رَأَوْا مَا يُوعَدُونَ إِمَّا الْعَذَابَ وَإِمَّا السَّاعَةَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ شَرٌّ مَكَانًا وَأَضْعَفُ جُنْدًا ﴿۷۵﴾ = (ورته) ووايه :(( څوك چې په بېلارېتوب کې وي؛ نو بايد لوراند الله تر هغه مهلت او برخمني وركړي،چې الهي عذاب په خپلو سترګو وويني يا( ددې دنيا) عذاب يا د قيامت (عذاب)!( پر هغه ورځ ) به پوه شي،چې د چا مقام ډېر ناوړه او لښكر (يې) ډېر بېوسې دى!))  

75_ پټه سزا: دا آيت له الهي سزاوو يوې ته اشاره ده، چې د قرآن په ځينو آيتونو كې ((استدراج)) ورته وايي. كله خداى، بې ايمانه او كافرانسانان سزا ته په نعمت كې دومره ورډوبوي او مهلت وركوي، چې خداى او آيتونه يې يومخې هېروي او په خپل واك ايمان راوړو ته يې بیخي څه دريڅه نه پاتېږي؛ خو دا چې په نړۍ يا آخرت كې الهي عذاب وويني، چې په دې حال كې ايمان به يې له ناچارۍ وي او څه ارزښت به ونه لري[37].

أَفَرَأَيْتَ الَّذِي كَفَرَ بِآيَاتِنَا وَقَالَ لَأُوتَيَنَّ مَالًا وَوَلَدًا ﴿۷۷﴾ = 77   ايا هغه دې وليد، چې زموږ پر آيتونو كافر شو، ويې ويل : (( ما ته خو به هرومرو (ډېر) مالونه او اولادونه راكړاى شي))؟!

77_ شتمنېدو ته كافرېدل: په څو مخكې آيتونو كې پر مؤمنو نشتمنو د كافرو شتمنو د وياړنې خبره وشوه. د آيتونو له سياقه ګټنه كېږي، چې ځينې سست ګروهي مؤمنان يا د ايمان راوړو په درشل كې وګړي، د كفارو له خبرو اغېزمنېدل او په دې انګېرنه كافرېدل، چې شتمنېدل له كفر او په مقابل كې، نيستي له ايمان سره نېغه اړيكه لري. خداى په دې آيتونو كې په هېښنده لحن وايي، چې له كومه يې دغسې تړاو تر لاسه كړى. ايا د غيبو له رازونو خبر شوي يا له خداى سره څه ژمنه لري، چې په ټينګه وايي، شتمن به شي؟ ورپسې زياتوي، چې ټوله شتمني به ترې واخلو او يوازې به يې له خپلو كفري ګروهو سره راپاڅوو او د فاسدې ګروهې په پار به يې پر عذاب كړو[38].

كَلَّا سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ وَيَكُونُونَ عَلَيْهِمْ ضِدًّا ﴿۸۲﴾ = هېڅكله (داسې نه ده !) ژر به (معبودان) د دوی له نمانځنې نټه (انکار) وکړي او پرخلاف به يې شي.

82_ په قيامت كې معبودان له خپلو لارويانو كركه څرګندوي: دا آيت، هماغه مطلب ته اشاره ده، چې د فاطر سورت په 13 او 14 آيتونو كې يې لولو: (( ….. بې له هغه چې نور بلئ (او نمانځئ)… د قيامت پر ورځ موله شرك (او نمانځنې) نمښته كوي)) همدغسې د احقاف سورت په (6) آيت كې لولو: ((چې خلك راغونډ شي (؛نو) دا معبودان به يې دښمنان وي))؛ البته د پرښتو يا شياطينو يا پېريانو په څېر د عقلمنو او بادركو معبودانو حالت خو څرګند دى؛ خو شونې ده په قيامت كې بې ساه معبودان هم پر خبرو شي او له عابدانو خپله كركه څرګنده كړي. تردې آيت لاندې له امام صادق (رح) څخه په يوه حديث كې، د مشركانو د معبودانو د كركې تر يادولو روسته لولو: ((نمانځنه يوازې، سجدې او ركوع ګانې نه؛ بلكې د نمانځنې حقيقت، ددې او هغه اطاعت او منل وي، چې څوك په كوم مخلوق پسې د خالق په معصيت كې ولاړ شي؛ نو نمانځلى یې دى (او د مشركانو او بوتپالو برخليك لري).))[39].

أَلَمْ تَرَ أَنَّا أَرْسَلْنَا الشَّيَاطِينَ عَلَى الْكَافِرِينَ تَؤُزُّهُمْ أَزًّا ﴿۸۳﴾ = ايا نه ګورې، چې موږ شيطانان پر كافرانو ورخوشې کړي، چې په (وسوسو) يې (ګناهونو ته) هڅوي؟

83_ شياطين؛ د عزت يا بدمرغۍ لامل: په 81 آيت كې، مشركانو د خپل شرك علت (( له معبودانو درنښت تر لاسه كول)) ښوولی دی او له معبودانو ځنې يې پېريان او شيطانان ول. دا آيت وايي: كوم شياطين، چې مشركانو د خپل عزت لامل ګڼل، د ذلت او بدمرغۍ لامل يې دي؛ ځكه دوى سخت شر و فساد ته ورپاروي او ابدي بدمرغۍ ورمخې ته كوي[40]. ښكاره ده، چې شياطين پر انسانانو زورواكي نه لري؛ بلكې پخپله انسان دى، چې خپل زړه ته د شیطان د ورننووتو اجازه وركوي؛ لكه چې د نحل سورت په 100 آيت كې وايي: ((زور يې يوازې پر هغوی رسي، چې شيطان يې پالندوى وي او هغوى چې له الله سره شرك كوي (او د الله د فرمان پر ځاى د شيطان فرمان ته غاړه ږدي.)[41]))

لَا يَمْلِكُونَ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا ﴿۸۷﴾ = د شفاعت واك نه لري؛ خو هغه چې (په ايمان او توحيد) يې له لوراند الله ژمنه اخستې وي.

87_ ژمنه او تړون؛ د شفاعت شرط دى: ددې آيت په وينا، د سپارښتګرو له شرايطو ځنې يو دادى، چې ژمن وي. مفسرانو د ژمنې په تفسير كې بېلابېلې خبرې كړې دي. پر توحيد او د حضرت محمد (ص)  پر رسالت شهادت، همداراز څه چې وحې راوړي، پر حق والي يې لېینه – ګواهي وركول؛ لكه قرآن، عترت، معاد، جنت، دوزخ، حساب، ميزان، سم چاري، د مؤمن د زړه خوشحالول، او نمونځ له خپلو سريزو، سمو او پوره شرايطو سره كول[42]. همداراز د اهلبيتو عليهم السلام رواياتو ته په پامنيوي، ويلاى شو، چې د ژمنې څرګند مصداق، د اميرالمؤمنين علي (ك) او ورپسې امامانو ولايت دى.

تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنْشَقُّ الْأَرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا ﴿۹۰﴾ = نژدې ده، چې له لامله یې اسمان وچوي، ځمكه څيرې شي او غرونه دړې وړې راپرېوځي؛

90_ د اسمان ټوټې ټوتې کېدو او ځمكې چولو مانا: دا غونډله، يا دې ته اشاره ده، چې د قرآن د تعبيراتو له مخې، د هستۍ ټولګه يو ډول ژوندون، درك او شعور لري[43] او پر پالوونكي په دې ناروا تور (خداى ته پر اولادولۍ قايلېدل) ټوله هستي په ژور وحشت كې لوېږي؛ يا د يوې سرباندې – فوق العاده بدرنګۍ كنايه ده؛ لكه داچې يو تن بد چار وكړي؛ نو ورته وايو: (( ته وا اسمان يې راباندې راوغورځاوه او ځمكه يې وچوله))[44].

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا ﴿۹۶﴾ = دا باوري ده، چې لوراند الله صالح مؤمنین ټولمنلي کوي.

96_ ايمان او صالح كړنې، سرباندې راښكون او جاذبه لري: پر توحيد او د پېغمبرانو پر بلنه ګروهه (چې د انسان په ويناوو، كړنو، روح او اند كې د انساني لوړو خويونو، تقوى، پاكۍ، رښتينولۍ، امانت، مړانې، سرښندنې او تېرېدنې په بڼو انځور شي) د مقناطيس په څېر راښكودونكې ده. ان ګناهګاران او ناپاكان له پاكانو خوند اخلي او د ځان په څېر له ناپاكانو كركجن دي؛ نو ځكه چې كله ځان ته كوم ګډونوال ټاكي؛ نو ټينګار كوي، چې پاك، امين او سم چارى وي. دا طبيعي ده او په حقيقت كې ړومبۍ بدله ده، چې خداى يې مؤمنانو او صالحانو ته وركوي، چې لمن يې له دې نړۍ بلې دنيا ته هم ورپراخېږي. له پېغمبراکرم (ص) نه ددې آيت په شان نزول كې ګڼ شمېر روايات په حديثي او تفسيري كتابونو كې راغلي، چې راښيي دا آيت د علي (ك) په هكله نازل شوى دى. په يوه روايت كې راغلي، چې رسول الله (ص)  علي (ك) ته وويل: ((ووايه، خدايه! يو ژمنه خو راسره وكړه او د مؤمنانو په زړونو كې مې مينه واچوه)) په دې وخت كې، دا آيت نازل شو. ښايي په همدې دليل، له علي (ك) په يوه روايت كې راغلي دي: (( كه په دې توره د يو مؤمن پوزه ووهم؛ نو دښمني به راسره ونه كړي او كه د منافق په خوله كې ګرده نړۍ كېدم، چې ښه مې وګڼي؛ خو دوست به مې نشي؛ ځكه پېغمبر (ص) ويلي: يا علي، مؤمن درسره دښمني نه كوي او د منافق ښه نه راځي))؛ البته د علي (ك) په باب د آيت نازلېدل، ددې خنډېږي نه، چې عام مفهوم يې پر ګردو مؤمنانو نه تطبېقېږي[45].

 

 

 

[1] نمونه، 13: 3 مخ.

[2] نمونه، 13: 6 مخ.

[3] نمونه، 13: 14 مخ.

[4] الميزان، 14: 15مخ.

[5] )د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: تفسير نمونه، تر دې آيت او د آل عمران سورت تر 39 آيت لاندې(

[6] نمونه، 13: 17مخ.

[7] الميزان، 14: 26مخ+ اطيب البيان، 8: 420 مخ.

[8] الميزان، 14: 18 مخ.

[9] الميزان، 14: 26 مخ.

[10] نمونه، 13: 27 مخ.

[11] نمونه، 13: 36 مخ.

[12] نمونه، 13: 44 مخ.

[13] نمونه، 13: 46 مخ.

[14] نمونه، 13: 45 مخ.

[15] نمونه، 13: 51 مخ.

[16] الميزان، 14: 46 مخ + نمونه، 13: 69 مخ.

[17] كافي، 3: 264 مخ.

[18]  نمونه، ۱۳ ټ، ۵۶ مخ

[19]  نمونه، ۱۳ ټ، ۵۶ مخ

[20] الميزان، 14: 54 مخ.

[21] الميزان، 14: 56 مخ.

[22] نمونه، 13: 78 مخ.

[23] نمونه، 13: 84 مخ.

[24] نمونه 13: 59 مخ.

[25] پورته سرچینه

[26] الميزان، 14: 64 مخ.

[27] نمونه، 13: 95 مخ.

[28] نمونه، 13: 96 مخ.

[29] نمونه، 13: 102 مخ.

[30] الميزان، 14: 80 مخ.

[31] نمونه، 13: 107 مخ.

[32] نمونه، 13: 108 مخ.

[33] الميزان، 14: 81 مخ.

[34] الميزان، 14: 87 مخ.

[35] نمونه، 13: 118 مخ.

[36] نمونه، 13: 122 مخ.

[37] نمونه، 13: 124 مخ.

[38] الميزان، 14: 102 مخ.

[39] نمونه، 13: 129 مخ.

[40] الميزان، 14: 107 مخ.

[41] نمونه، 13: 132 مخ.

[42] تفسير موضوعي، 5: 123 مخ.

[43] )انعام_38، اسراء_44(

[44] نمونه، 13: 142 مخ.

[45] نمونه، 13: 144 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!