تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   د سورة المزمل د منتخبو آیتونو شرح  د مزمل سورت ټوليزه منځپانګه ددې سورت منځپانګه په پينځو برخو کې رالنډېږي : ١-  پېغمبر اکرم(ص) رابولي، چې د شپې راپاڅي او قرآن دې لولي،چې د رسالت د درنې کړنلارې منلو ته چمتو والى ولري […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

د سورة المزمل د منتخبو آیتونو شرح

 د مزمل سورت ټوليزه منځپانګه

ددې سورت منځپانګه په پينځو برخو کې رالنډېږي :

١-  پېغمبر اکرم(ص) رابولي، چې د شپې راپاڅي او قرآن دې لولي،چې د رسالت د درنې کړنلارې منلو ته چمتو والى ولري .

 ٢-  په دې ځانګړي وخت کې یې زغم او له مخالفانو سره نرم چلېدو ته رابولي.

 ٣-  د معاد په باب ويينې او د موسى(ع) او فرعون داستان ته يوه اشاره .

 ٤-  خو د سورت په پيل کې،چې پر شپې راپاڅېدو سخت ټينګار شوى و، د مسلمانانو د ډېری بوختياوو له لامله پکې تخفيف او کمښت راوستل

  ٥-  د قرآن لوست، نمونځ کولو، د زکات او نفقې ورکړې او استغفار ته بلنه (نمونه، 25: 163 مخ)

يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ ﴿۱﴾ = اى (د اندنې او چوپتيا) په جامه کې (ډوب) ځان نغښتی!

 1_ ای په جامو کې نغښتيه!: ددې سورت او مدثر سورت د آيتونو له سياقه ګټنه كېږي، چې پېغمبراکرم (ص) په خپله بلنه كې د مشركانو له ځورونې سره مخ شو؛ نو په دې الهي دنده كې له دغسې ستونزې سره د مخېدو په پار، خپه شو او د خپګان لرې كېدو ته يې ځان په څادر كې راتاو او ويده شو. بيا ورته وويل شو ((ای په جامو کې نغښتيه!)) او ورپسې امر ورته وشو، چې د شپې راپاڅه او لمونځ كوه او د كافرانو د خبرو پر وړاندې له زغمه كار اخله؛ لكه چې په ((بقره_153)) كې هم راغلي دي: ((له صبر او لمانځه مرسته واخلئ))؛ نو پېغمبراکرم ته دنده وركړاى شوه، چې د كړاوونو پر وړاندې له لمانځه او صبر مرسته وغواړي او په دې توګه مقاومت وكړي؛ نه داچې څادر له ځانه راتاو او ويده شي. (الميزان، 20: 66 مخ.)

أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا ﴿۴﴾ = يا يو څه پرې ورزياته كړه او قرآن په ځير، کرار کرار او څرګند لوله؛

 4_ د ترتيل مانا: پر څه چې په دې آيت كې ټينګار شوى، د قرآن لوست او قرائت نه دى؛ بلكې ((ترتيل)) دى. د ترتيل په باب له معصومينو عليهم السلام روايات راغلي، چې هر يو یې پراخ اړخ ته اشاره كوي. له علي (ك) په روايت كې لولو: ((څرګند يې ووايه؛ خو نه د اشعارو په څېر، چټك او په يو بل پسې يې ولوله؛ خو نه د شګو د دانو په څېر؛ بلكې داسې يې ولوله، چې درانه زړونه پرې وټكوې او راويښ يې كړې. كله مو هم موخه دا نه وي، چې هرو مرو سورت پاى ته ورسوې)) له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو: ((چې له هغه آيته تېرېږې، چې پكې جنت ياد شوى، له خدايه جنت وغواړه او چې له هغه آيته تېرېږي، چې د دوزخ نامه پكې ده، خداى ته ترې پناه يوسه)). بيا ترې روايت دى: ((ترتيل دا دى، چې په آيتونو كې مَکث وكړې او په خوږ غږ يې ولولې)) دا روايات او په اړه يې نور روايات، ټول په دې ګواه دي، چې نه ښايي د قرآن آيتونه، له منځپانګې او پيغامه د تشو ټكیو په څېر ولولو؛ بلكې بايد ټولو هغو چارو ته يې پاملرنه وكړو، چې پر لوستونكي او اورېدونكي ژور اغېز پرېباسي او هېر نكړو، چې دا الهي پيغام دى او موخه يې د منځپانګې پلي كول دي. (نمونه، 25: 170 مخ.)

إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْئًا وَأَقْوَمُ قِيلًا ﴿۶﴾= په حقيقت كې د شپې عبادت ته پاڅېدل (د زړه او ژبې همغږۍ او د نفس کابو کولو ته) ډېر اغېزمن (چار) دى او يادونه او لوست (پکې) پايند دى.

 6_ د شپې نمونځ پايند دى: په شپه كې عبادت، په تېره ګهيځ ته نژدې، د روح په پاكوالي، د ځانونو په تهذيب، د انسان په مانيزې روزنې، د زړه پاكۍ او ويښتيا ته، د ايمان او ارادې پياوړتيا ته او په زړه كې د تقوا د ستنو ټينګښت ته سرباندې اغېز لري، چې ان په يو ځل ازمېښت يې، انسان په ځان كې اغېز ننګېري؛ نو ځكه د قرآن پر آيتونو سربېره، په اسلامي رواياتو کې هم پرې پرېمانه ټينګار شوى دى. له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو: (( درې څيزونه ځانګړې الهي پيرزوينې دي: شپنى عبادت (د شپې نمونځ)، روژه تيانو ته د روژه ماتي وركول او د مسلمان رور ليده كاته)) په بل روايت كې د ((هود_114)) په تفسير كې وايي: (( د شپې لمونځ د ورځې ګناهونه له منځه وړي)) (نمونه، 25: 172 مخ.)

إِنَّ رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَى مِنْ ثُلُثَيِ اللَّيْلِ وَنِصْفَهُ وَثُلُثَهُ وَطَائِفَةٌ مِنَ الَّذِينَ مَعَكَ وَاللَّهُ يُقَدِّرُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ عَلِمَ أَنْ لَنْ تُحْصُوهُ فَتَابَ عَلَيْكُمْ فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ عَلِمَ أَنْ سَيَكُونُ مِنْكُمْ مَرْضَى وَآخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِي الْأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِنْ فَضْلِ اللَّهِ وَآخَرُونَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ مِنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِنْدَ اللَّهِ هُوَ خَيْرًا وَأَعْظَمَ أَجْرًا وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۲۰﴾ = په رښتینه كې پالونكى دې پوهېږي، چې په رښتيا ته د شپې نژدې دوې برخې يا يې نيمايي يا يې له درېیو برخو په يوه يوه برخه کې [نمانځه ته] پاڅې او له ملګرو دې يوه ډله هم (دغسې کوي) او الله دى،چې شپه و ورځ شمېري او هغه پوه دی،چې تاسې (عبادت ته) په (ځير) وخت شمېرلای نشئ؛ نو درتېر شو؛ نو له قرآنه چې څومره درته (شوني او) اسان وي، هرومرو ولولئ . (هغه) پوهېږي، چې ژر به په تاسې كې ځينې ناروغ شي او (يو شمېر) نور (به) پر سفر ووځي او الهي فضل (او روزي) به ترلاسه كوي او بله (ډله) به د الله په لار كې جهاد كوي (او د قرآن له لوستو بې برخې كېږي)؛ نو څومره، چې درته (شوني او) اسان وي، هماغومره ترې لولئ. نمونځ وكړئ، زكات وركړئ او الله ته غوره پور(قرض الحسنه) وركړئ [= په لار كې یې لګښت وكړئ] او (پوه شئ)،هره نېكي، چې له مخكې خپلو ځانونو ته لېږئ (؛نو) له الله سره به يې ډېره غوره او په ډېرې بدلې ومومئ او له الله بښنه وغواړئ [؛ځكه] چې الله ډېر بښونكى (او) لورين دى.

 20_ تر وسې د قرآن لوستل: دا آيت هماغې سپارښتنې ته اشاره ده، چې د سورت په پيل كې پېغمبر (ص) ته د شپني عبات په هكله وركړه شوه او دلته يوازې دا پرې ورزيات شوي، چې په دې استحبابي يا فرضي عبادتي حكم كې يو شمېر مؤمنانو هم ملګرتوب ورسره كاوه. د اسلام د پيل شرايطو ايجابول، چې د قرآن په لوست (چې ګروهیز، عملي او اخلاقي درسونه يې رانغاړل) او خپلو شپنيو عبادتونو ځانونه ساز كړي او د اسلام تبليغ او دفاع ته يې چمتو شي. د آيت تردې برخې لاندې، امام رضا (رح) له خپل نيكه امام صادق (رح) نه روايتوي، چې: ((دومره ترې ولولئ، چې پكې د زړه خشوع او د باطنو پاكوالى وي)). بل ټكى داچې، دې آيت  د روزۍ لاس ته راوړو هڅه د خداى په لار كې د جهاد ترڅنګ راوړې ده او راښيي، چې اسلام دې موضوع ته په ډېر اهميت قايل دى او ولې داسې نه وي؟ يو نشتمن، وږى او پرديو ته اړمن ملت به كله هم خپلواكي، ستریا او سرلوړي ونه مومي او له آره وټيز جهاد، له دښمن سره د جهاد يوه برخه ده. (نمونه، 25: 192 مخ.) له پېغمبراکرم (ص) په يو روايت كې لولو،((كوم كاسب، چې څه خواړه د مسلمانانو يو ښار ته يوسي او د وخت په بيه يې وپلوري. خداى ته يې مقام د شهيد مقام هومره دى)). ورپسې پېغمبراکرم (ص) همدا آيت ولوست: ((او يو شمېر د الهي فضل (او روزۍ تر لاسه كولو) ته پر سفر وځي او بله ډله د خداى په لار كې جهاد كوي)). (الميزان، 20: 85 مخ.)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست