بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة فاطـر د منتخبو آیتونو شرح د فاطر سورت ټوليزه منځپانګه ددې سورت منځپانګه په پينځومطالبو کې رالنډېږي: ۱- په هستۍ کې د خداى د ستریا نښې او د توحيد دلايل . ٢- د الله تعالى ربوبيت او خالقيت او له خاورې د […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
د سورة فاطـر د منتخبو آیتونو شرح
د فاطر سورت ټوليزه منځپانګه
ددې سورت منځپانګه په پينځومطالبو کې رالنډېږي: ۱- په هستۍ کې د خداى د ستریا نښې او د توحيد دلايل . ٢- د الله تعالى ربوبيت او خالقيت او له خاورې د انسان پنځون- پيدايښت او د بشپړتيا پړاوونه يې . ٣- معاد او په آخرت کې د کړنو پايلې، په دې نړۍ کې الهي پراخې لورنې او د مستکبرانو په اړه يې نه اوړېدونکى سنت. ٤- د پېغمبرانو مشري او له ځېلي او سرسختو دښمنانو سره يې مبارزه او په دې باب د اسلام د پېغمبر(ص) ډاډمنول. ٥- په بېلابېلو برخو کې الهي ورمونه – نصيحتونه ،چې تېرې ويينې پرې پوره کېږي. (نمونه، 18: 161 مخ).
الْحَمْدُ لِلَّهِ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَاعِلِ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا أُولِي أَجْنِحَةٍ مَثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ يَزِيدُ فِي الْخَلْقِ مَا يَشَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱﴾ = ستاېنه يوازې د اسمانونو او ځمكې پنځګر الله ته ده، چې دوه دوه، درې درې او څلور څلور وزرونو والا پرښتې يې خپل استازي کړي، هغه چې هر څه وغواړي، په پنځون كې يې ورزياتوي (؛ ځكه) چې الله پر هر څه واکمن دى.
1_ پرښتې په قرآن مجيد كې: د قرآن ډېر آيتونه د پرښتو د ځانګړنو او دندو په اړه خبرې كوي. د بقرې سورت 285 آيت، پر پرښتو ايمان، پر خداى، انبياوو او اسماني كتابونو باندې د ايمان په كتار كې راوړى، چې دا ددې موضوع د بنسټيز اهميت يو دليل دى. بېشكه، د پرښتو شتون، له غيبي چارو ځنې دى، چې جوتولو ته یې بې له نقلي دلايلو بل څه نشته او بايد پر غيبو د ايمان درلودو په حكم يې ومنو. قرآن د پرښتو ځانګړنې دغسې شمېري: 1_ دوی شعوري موجودات او د خداى درنې بندګانې دي(انبياء_26). 2_ د خداى امر ته يې غاړه ايښې او ګناه نه كوي (انبياء_27). 3_ د خداى له لوري مهمې او ډېرې ډولا ډولې دندې پر غاړه لري: يو شمېر يې عرش پورته كوي(حاقه_17)، يوه ډله يې چارې تدبيروي(نازعات_5)، يوه ډله يې ساګانې اخلي(اعراف_37)، يوه ډله يې د انسانانو كړنې څاري (انفطار_ 10 تر 13)، يوه ډله يې انسانان له خطرونو او پېښو ساتي(انفطار_ 10 تر 13)، يوه ډله يې د سرغړاندو اقوامو سزا وركولو ته دنده لري(هود_77) يوه ډله يې په جګړو كې د مؤمنانو مرستندويانې دي (احزاب_9) او يو ډله هم د وحې مبلغانې او پېغمبرانو ته د آسماني کتابونو راوړوونكي دي.(نحل_2) 4_ تل د خداى په تسبيح او لمانځنې بوختې دي. (شورى_5). 5_ خو انسان د تکامل د وړتیا په پار، تر دوی اوچت دی؛ تر دې چې پرښتې بې استثنا د آدم د پنځون په پار پر سجده شوې(بقره_30 تر 34). 6_ كله د انسان بڼه خپلوي او پر پېغمبرانو او ان ناپېغمبرانو (؛لكه حضرت مريم) ورښكاره كېږي (مريم_17، هود_ 69، 77 او 78). له اسلامي رواياتو ګټنه كېږي، چې شمېر يې دومره ډېر دى، چې د انسانانو له شمېر سره بيخ نه پرتله كېږي. له امام صادق نه په يو روايت كې لولو:(( پر هغه خداى قسم، چې زما ساه یې په واك كې ده، په آسمانونو كې د خداى د پرښتو شمېر د ځمكې د خاورو تر ذرو ډېر دی او په اسمان كې د پښې په هر ځاى كې پرښتې د خداى تسبيح وايي او نمانځي يې)). 8_ خوراك، څښاك او واده نه كوي. 9_ خوب، ناغېړي او غفلت نه لري. 10_ معلوم مقامونه لري. دلته دا پوښتنه راولاړېږي، پرښتې په دې ځانګړنو توکیز ژوي دي که ناکوتیزه؟ بېشكه په دې ځانګړنو توکیز ژوی كېداى نشي؛ خو توپير نه لري، چې له لطيفو موادو پنځول شوي وي؛ هغه مواد، چې راته له پېژندل شویو معمولي موادو اوچت وي. (نمونه، 18: 173 مخ) روستی ټكى، د پرښتو وزرونه دي، چې په دې آيت كې اشاره ورته شوې. څرګنده ده، چې وزرونه يوه وزله ده، چې مارغان پرې الوزي او له ځمكې اسمان ته او له اسمانه ځمكې ته او له يوه ځايه بل ځاى ته ځي. قرآن دې حقيقت ته اشاره لري، چې پرښتې (د مارغانو په څېر، چې وزرونه لري) يوه وزله لري، چې د خداى په حكم له اسمانه ځمكې ته او له ځمكې اسمان ته خېژي او له يوه ځايه بل ځاى ته ځي، البته ددې وزلې څرنګوالى راته څرګند نه دى.( الميزان، 17: 7 مخ.)
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُمْ بِاللَّهِ الْغَرُورُ ﴿۵﴾ = خلكو! په يقين د الله ژمنه رښتونې ده؛ هسې نه د دنيا ژوند مو تېر باسي او هسې نه چلي (شيطان) مو د الله (د بښنې) په اړه تېر باسي!
5_ هسې نه شيطان مو تېر باسي او پر خداى مو ښاڅمن – مغرور كړي: شيطان له يوې خوا د خلكو نظر د خداى زغم او بښنې ته او بلخوا هغه نعمتونو ته ور اړوي، چې خداى د ازمېښت او استدراج له مخې ځينو كافرانو او ګناهګارانو ته وركړي دي. بلخوا يې تلقينوي، چې خداى بښاند دى او په مجازاتو كې بېړه نه كوي او بلخوا وايي، دنياپالو ته ووينئ، چې څرنګه د خداى له عذابه خوندي دي او چې څومره ډېر د دنيا په لاس ته راوستو كې هڅه كوي او له خدايه ډېر غافلېږي او په ګناه كې كې غوټې وهي؛ نو ژوند يې ښه او سوكالېږي او په خلكو كې يې عزت هم ډېرېږي. په دې توګه شيطان له خپلو وسوسو پايله اخلي، چې له آره د دنیوي ژوند پرمختګ ته هېڅ درنښت او ارزښت په پام كې و نه نيسئ او ددې توکیز ژوند ورهاخوا هېڅ خبره نشته او دين، چې د قيامت حساب، كتاب، جنت، دوزخ او ژمنو په اړه خبرې كوي، يو موټى کږنې او انګېرنې – خرافات دي او په پايله كې انسان له هغې معاملې غافلوي، چې خداى یې د انسان د غفلت او ظلم په باب ورسره كوي.( الميزان، 17، 17 مخ.)
أَفَمَنْ زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَنًا فَإِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَيْهِمْ حَسَرَاتٍ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ﴿۸﴾ = ايا څوك چې ناوړه كړنې یې ورښکلې شوي او ښه یې بولي (د هغه په څېر دى، چې واقعيات څنګه چې دي، هماغسې مومي) ؟! نو په رښتینه كې د الله چې چاته خوښه شي، بېلارې كوي يې او چاته یې چې خوښه شي، سمه لار ورښيي؛ نو په غم کې یې ځان له لاسه مه وركوه؛ ځكه الله يې پر کړنو پوه دى.
8_ د بېلاريو د بدمرغۍ كونجي: دا آيت، د ځېلي او بېلارې اقوامو مهمه نښه راښيي او هغه داچې ناوړه كړنې يې له شهواتو او خپلو تورو زړونو سره د همغږۍ له امله، په نظر كې يې ښكلې دي. ښكاره ده، چې دغسې وګړي نه نصيحت مني او نه نيوكې اورېدو ته چمتو والى لري او نه تابيا لري، چې خپل لار واړوي، نه خپلې كړنې شني او نه يې له پايلو ډارېږي؛ خو څوك بدچاريو ته یې كړنې په نظر كې ښه ور انځوروي؛ خداى، ځاني غوښتنې يا شيطان؟ بېشكه آريز لامل، ځاني غوښتنې او شيطان دي؛ خو داچې خداى په بدو كړنو كې دا اغېز او پايله ايښې؛ نو په خداى پورې يې ورتړلاى شو، چې كله انسانان ګناه كوي، په پيل كې له خپلې كړنې خپه كېږي؛ ځكه فطرت يې پاك، وجدان يې ويښ او عقل يې واقع وينی دى؛ خو كه څو ځل يې وكړي، خپګان يې راټيټيږي او سوكه سوكه د بې توپېرۍ پړاو ته رسي او كه بيا يې څو ځلې كړې بدي يې په نظر كې ښكلې كېږي، تردې چې ګناه خپله وياړنه او ځانګړنه بولي؛ حال داچې د بدمرغۍ په لومه كې راښكېل دى. (نمونه، 18: 187 مخ.) له پېغمبر اکرم (ص) نه په يو حديث كې راغلي ((يوه ورځ شيطان له حضرت موسى (ع) سره ليده كاته درلودل، د خبرو په ترڅ كې موسى (ع) ترې وپوښتل: له هغې ګناه مې خبر كړه، چې كه بنيادم يې وكړي، ورلاسبرېږي، شيطان وويل: د چاچې پخپله خپل ځان خوښ شي او خپلې ښې چارې ډېرې وګڼي او ګناهونه يې په سترګو كې واړه شي (؛نو هله پرې لاسبرېږم).)) (كافي، 2: 329 مخ.)
مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ وَالَّذِينَ يَمْكُرُونَ السَّيِّئَاتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَكْرُ أُولَئِكَ هُوَ يَبُورُ ﴿۱۰﴾ = څوك چې عزت غواړي (بايد له خدايه يې وغواړي؛ ځكه) عزت يوازې له الله سره دى، سپېڅلې خبرې (او گروهې) يوازې هماغه ته ورخېژي او ښې چارې یې اوچتوي او هغوى چې ناوړه دسيسې جوړوي؛ نو ورته سخت عذاب دى او چلونه (او فسادي هڅې) یې هم له منځه ځي (او كوم ځاى ته نه رسي).
10_ سپېڅلې خبره: ((الْكَلِمُ الطَّيِّبُ )) د پاكې خبرې پر مانا ده او د خبرې پاكوالى يې د منځپانګې پاكوالی دى او د منځپانګې پاكي يې د هغو مفاهميو په پار ده، چې په پاكو رڼو عيني واقعياتو تطبيقيږي او د خداى پاك ذات، د حق او عدالت دين يې او هغه نېكچاري، چې دين یې خپروي، تر دوى خو خورا اوچت واقعيت نشته؛ نو ځكه يې ((الْكَلِمُ الطَّيِّبُ )) د مبداء، معاد او الهي دين په باب پر سمو ګروهو تفسير كړى دى؛ نو دغسې يوه ګروهه پاكه ده، چې د خداى لوري ته ورخېژي او خپل درلودونكي ته هم الوت وركوي، چې د حق قرب ته ورنژدې شي. داچې ځينو مفسرانو كليمه طيبه (سپېڅلې كليمه) ((لا اله الا الله))، د اهلبيتو ولايت او په څېر يې تفسير كړې، دهغه پراخ مفهوم لپاره یې څرګند مصداق ويلى او هره خبره، چې پاكه او لوړه منځپانګه ولري، پكې رانغاړېږي. (نمونه، 18: 194 مخ.)
إِنْ تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ ﴿۱۴﴾ = كه درویې بلئ (؛ نو) بلنه مو نه اوري او كه يې واوري هم؛ درته یې منلی نشي او د قيامت پر ورځ ستاسې له شرك (او نمانځنې) منكرېږي او هېڅوك مو د با خبر (الله) په څېر (له حقايقو) خبرولاى نشي .
14_ له آيتونو ناوړګټنه: ځينې د قرآن ددې وينا له مخې [=كه يې وبلئ (؛نو) بلنه مو نه اوري او كه يې واوري هم؛ نو ځواب دركولاى نشي] د پېغمبرانو او امامانو له روح سره هر ډول توسل نفې كوي او د توحيد مخالف يې بولي او په دې توګه په توسل او شفاعت غوښتو له پېغمبر(ص) او امامانو سره د مسلمانانو اړيكه شلوي؛ خو ددې آيت وړاندې روسته آيتونه د بوتانو په اړه خبرې كوي او د هغو ډبرو او لرګيو خبره ده، چې د خداى شريكان یې بلل او د خداى پر وړاندې د يو واک په توګه ورته قايل وه. هر څوك پوهېږي،چې انبيا او اوليا د خداى د لارې د شهيدانو په څېر د برزخي ژوند درلودونكي دي. همدغسې پوهېږو، چې په برزخي ژوند كې، روح پراخ فعاليتونه لري؛ځكه له توکیز پړاو او دنیوي تړاوونو خوشې او آزاد شوى دى. بلخوا، په پاكو ارواحو توسل، پر دې مانا نه دى، چې دوى ته د خداى پر وړاندې پر خپلواكۍ او استقلال قايل شوو؛ بلكې موخه داده، چې د خداى په درشل كې يې له شته پتې مرسته وغواړو او د خداى په درګاه كې، چې كوم درنښت او ستریا لري كومك ترې وغواړو، چې دا عين د پالوونكي توحيد او عبادت دى؛ نو ځكه لكه څنګه چې قرآن، د شافعانو شفاعت د خداى په اجازې پورې مشروط ګڼي، په دوى توسل هم همدغسې دى؛ نو ځكه د پېغمبراکرم (ص) د اصحابو په حالاتو كې لولو، چې په ستونزو كې د پېغمبر اکرم(ص) قبر ته ورتلل او توسل يې كاوه او د خداى په درشل كې يې د ده له پاك روحه مرسته غوښته. (نمونه، 18: 216 مخ)
يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ﴿۱۵﴾ = خلكو! تاسې (ټول) الله ته اړ ياست او يوازې الله شتمن ستايل شوى دى.
15_ هستي مو له تا ده او ته پر خپل ذات ولاړ يې: دا آیت يو مهم او ارزښتناك مطلب ته اشاره لري، چې په هستۍ كې موقعيت مو د هستۍ د پنځوونكي پر وړاندې روښانوي. په ګرده هستۍ كې حقيقي مړه خوا او پر خپل ذات ولاړ، ايكي يو دى، چې دا الله دى. ټول انسانان؛ بلكې ټول ژوي ، سر تر پښو اړ او نشتمن دي او په هغه خپلواك وجود پورې تړاو لري، چې كه يوه شېبه یې اړيكه ورسره پرې شي، هېڅ او سټ وټ كېږي؛ لكه څنګه چې هغه مړه خوا دى، انسانان مطلق اړ دي او لكه څنګه چې هغه پر خپل ذات قايم دى، مخلوقات ټول پرې ولاړ دي؛ نو په دې حال كې هغه مو عبادت ته څه اړتيا لري؟ دا موږ يو، چې په نمانځنې یې د تكامل لار وهوو او شېبه په شېبه بې پايه مبداء ته یې د نمانځنې په رڼا كې، ورنژدېږو او د ذات او صفاتو له انوارو او رڼاګانو يې برخمنېږو؛ نو ځكه ټول هغه ته اړين دي او نه بې له دې؛ له همدې لامله نه ښايي، چې بې له ده بل ته سركښته كړي او د خپلو اړتياوو پوره كول ترې وغواړي، چې هغوى هم ټول د ځان په څېر اړين دي. د پېغمبرانو او امامانو نمانځغونډې هم په دې پار دي، چې د هغه استازي او نمايندګان دي؛ نه داچې له ځانه استقلال او خپلواكي لري؛ نو ځكه خدای، هم غني او شتمن دى او هم حميد او ستايل شوى؛ يعنې په عین مړه خواتوب كې دومره لوراند او لورين دى، چې د هر ډول ستاينې وړ دى او په عين پېرزوينه او بنده نازونې كې، تر ټولو مړه خوا دى. دې واقعيت ته پاملرنه، په مؤمنو انسانانو كې دوه رغنده اغېزې شيندي، هم يې د ښاڅمنۍ ، ځانمنۍ او سرغړاندۍ له سپرلۍ راكوزوي او اخطار وركوي، چې هېڅ هم نه لري، چې ورباندې ووياړي او څه چې دي، د پالوونكي امانت ورسره دی او هم لار پرې ورښيي، چې د غير الله درشل ته د اړتيا لاس ورونه غځوي او د غير الله د نمانځنې كړۍ ترغاړې نه كړي. مؤمنان، چې په دې نړۍ ليد، په هستۍ كې هر څه ويني، د هغه د شتون له رڼا يې بولي او وزلو او اسباب ته پاملرنه يې له ((مسبب الاسبابه)) نه غافلوي. (نمونه، 18: 220 مخ.)
وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ ﴿۱۹﴾ = او ړوند او سترګور برابر نه دي؛
وَلَا الظُّلُمَاتُ وَلَا النُّورُ ﴿۲۰﴾ = او نه تيارې او رڼا؛
وَلَا الظِّلُّ وَلَا الْحَرُورُ ﴿۲۱﴾ = او نه (يخ) سيورى او (د غرمې) تودوخه؛
وَمَا يَسْتَوِي الْأَحْيَاءُ وَلَا الْأَمْوَاتُ إِنَّ اللَّهَ يُسْمِعُ مَنْ يَشَاءُ وَمَا أَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَنْ فِي الْقُبُورِ ﴿۲۲﴾ = او هم د ژونديو (زړونه) او د مړيو (زړونه) سره برابر نه دي، په حقيقت كې د الله ، چې چاته خوښه شي (خپل پيغام) وراوروي او ته په قبرو كې پرتو ته [د پند او پېغام] اورونکی نه یې.
إِنْ أَنْتَ إِلَّا نَذِيرٌ ﴿۲۳﴾ = ته يوازې (يو) گواښگرندى يې (كه ايمان يې را نه ووړ، مه خپه كېږه؛ خپله دنده ترسره كړه).
19 تر 23_ د ايمان او كفر اغېزې: قرآن جغرافيايي، توکمیز او پاړکیز- طبقاتي انسانانو ته، چې انسانان یو له بله بېلوي، پر اهميت قايل نه دى. د قرآن له نظره، يوازېنۍ پوله، ((د ايمان او كفر)) بريد دى او په دې توګه انساني ټولنه د ((مؤمن او كافر)) پر دوو ډلو ويشل كېږي. قرآن په ځلونو ايمان په رڼا او كفر په تيارې تشبيه كړى دى. دا تشبيه كفر او ايمان ته د قرآن خورا ژوندۍ معرفي كونه ده. ايمان، يو ډول درك او باطني ليد، له زړګنۍ ګروهې سره مل يو ډول پوهه، خبري خوځښت او يو ډول باور دى، چې د انسانانو تل ته ورننووځي او د رغنده فعاليتونو سرچينه ګرځي؛ خو كفر، ناپوهي، ناخبري او ناباوري ده، چې پايله یې نه خوځېدل، د مسووليت د احساس نشتون، بدلامي – بېلارېتوب او شيطاني يون دى. په دې هم پوهېږو، چې رڼا په توکیزه نړۍ كې، په انسانانو، څارويو او بوټيو كې د هر ډول ژوند، حركت او ودې سرچينه ده اپوټه، تياره، د چوپتيا، خوب او (د تداوم په بڼه كې) د مرګ او د ژوند د پوپنا كېدو لامل دى؛ نو ځكه هېښنده نه ده، چې په دې آيتونو كې،((ايمان او كفر)) په يو ځاى كې په ((رڼا او تياره)) او په بل ځاى كې په ((ژوند او مرګ)) او په بل ځاى كې په ((يخ سيوري او سوځنده باد)) او په بل ځاى كې په ((سترګورتوب او ړوندتوب)) تعبير شوى او دا ټولې ويناوې ددې څلورو تشبيه وو په ترڅ كې ويل شوي، چې له مؤمن سره ملګرتوب او ناسته پاسته كوو؛ نو په ټول وجود كې يې ددې رڼا اغېز ننګېرو: اندنې يې رڼې، خبرې يې ځلانده، كړنې او خويونه يې موږ د ژوند له حقيقت او واقعي ژوند سره اشنا كوي؛ خو د كافر له ټول بدنه تيارې راوځي، ټول جاج او اند يې يوازې توکیز او ژرتېرېدونكيو ګټو ته وي او د خپل فكر څنډ يې د خپل وګړیز ژوند له چاپېرياله هاخوا نه اوړي، په شهواتو كې غوټي وهي او ورسره ناسته پاسته او ملګرتوب، د انسان زړه او روح د تيارو په څپو كې لاهو او ورډوبوي.( نمونه، 18: 231 مخ)
وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَابِّ وَالْأَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ كَذَلِكَ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ ﴿۲۸﴾ = او همدغسې د خلکو، خځندو او څارويو رنګونه هم بېلابېل دي (هو!) حقيقت همداسې دى، چې له الله یوازې پوه بندګان یې وېرېږي؛ [ځکه] چې الله بريمن بښونكى دى.
28_ واقعي پوهان: له دې آيته ښه پوهېدل كېږي، چې واقعي پوهان هغوى دي، چې د خپلو اندو پر وړاندې ډېره پازوالي ننګیري. په بله وينا، عمل والا دي او نه د تشو خبرو ويانوال؛ ځكه بې عمله علم، د خشيت او ډار پر نشتون دليل دى او په دې آيت كې دغسې عمل والا د عالمانو په ليكه كې نه شمېرل كېږي. دا حقيقتت له امام سجاد نه په يو روايت كې راغلى دى: ((علم او عمل دوه صميمي او خواږه دوستان دي، چې څوك خداى وپېژني، ترې ډارېږي او همدا ډار يې عمل او د خداى د حكم مننې ته اړباسي. د علم خاوندان (پوهان) او لارويان يې، هغوى دي، چې خداى یې ښه پېژندلى دى او يوازې هغه ته عمل كوي او مینه ورسره لري؛ لكه چې خداى ويلي. [إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ]…)) ددې آيت په تفسير كې له امام صادق نه په يوه روايت كې لولو: (( له پوهانو منظور، هغوى دي، چې كړنې یې له خبرو سره همغږې وي او د چاچې وينا او كړه وړه يې يو له بل سره همغږي نه وي، عالم نه دي.)) په يو بل حديث كې راغلي، چې خورا پوه مو، له خدايه ډارن دى. لنډه خبره داچې پوهان د قرآن په منطق كې، هغوى نه دي، چې ماغزه يې ددې او هغې د نظرياتو او اندنو صندوقچه او د نړۍ د علمي قوانينو او فورمولونو زېرمتون وي او ژبه يې ددې مسايلو ويانده وي او د اوسېدو ځاى يې مدرسې، پوهنتونونه او كتابتونونه دي؛ بلكې پوهان هغه نظروال دي، چې د پوهې رڼا يې ټول وجود د خداى په رڼا، ايمان او تقوى بل كړى وي او د خپلو اندو په باب سخته پازوالي ننګیري او تر ټولو پابند وي. (نمونه، 18: 247 مخ.)
ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِنَفْسِهِ وَمِنْهُمْ مُقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ ﴿۳۲﴾ = بيا مو دا “اسماني” کتاب يوې ډلې ته ورميراث کړ، چې له خپلو بندګانو مو راچاڼ کړي وو (؛ خو) ځينو یې پر ځانونو تېرى وكړ، ځينې یې منځلاري ول او ځينې يې د الله په امر په نېكيو كې (تر ټولو) ړومبي شول، دا هماغه ستره لورنه (او توفيق) دى.
32_ د الهي كتاب پاتوړي – وارثان: په دې آيت كې له كتاب مطلب، قرآن دى او د ارث تعبير په دې پار دى، چې ارث هغه څيز ته ويل كېږي، چې بې راكړې وركړې او بې زحمته تر لاسه كېږي او خداى دا ستر كتاب دغسې د مسلمانانو په واك كې ايښى دى. ددې آيت له مخې، خداى تر خپل پېغمبر روسته، قرآن ساتنه د امت پر غاړه اچولې؛ خو امت په دې چار كې درې ډلې شول: ځينو ددې كتاب په پاسوالۍ او د احكامو په عملي كولو كې يې لنډون وكړ، چې د ظالمانو نامه يې خپله كړه. ځينو تر ډېره بريده پر خپلو دندو عمل وكړ، كه څه په خپل چار كې يې ښويېدنې هم درلودې؛ نو دوى په منځلارو ياد شول او ځانګړې ډله، چې خپلې دندې یې په ښه توګه ترسره كړې او په دې سيالۍ كې تر ټولو وړاندې شوو، هماغه په نېكيو كې مخكښان دي.( نمونه، 18: 260 مخ) په ډېرو رواياتو كې راغلي، چې دا آيت د حضرت فاطمې په پاكلمنو اولادونو پورې ځانګړى دى او له غوره بندګانو (چې د قرآن پاتوړي- وارثين دي) او په نېكيو كې تر ټولو مخكښانو مطلب همدوى دي. پېغمبر (ص) هم د ثقلين په مشهور حديث كې، ټينګار كړى، چې دوى پر قرآن پوهېږي او هم له قرآن سره ملګري دي: (( زه په تاسې كې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم؛ د خداى كتاب او ځوځات او اهل بيت مې، دا دواړه بيخي يو له بله نه بېلېږي، څو په حوض راته راشي)) په يو روايت كې لولو، چې امام رضا (رح) ددې آيت په باب وويل: (( له دې وګړيو منظور، د فاطمې اولاده ده، په نېكيو كې مخكښ امام دى او منځلارى هغه دى، چې له امام سره پېژني او پر ځان ظالم هغه دى، چې امام نه پېژني.)) (الميزان، 17: 45 مخ.)
الَّذِي أَحَلَّنَا دَارَ الْمُقَامَةِ مِنْ فَضْلِهِ لَا يَمَسُّنَا فِيهَا نَصَبٌ وَلَا يَمَسُّنَا فِيهَا لُغُوبٌ ﴿۳۵﴾ = هغه، چې د خپلې لورنې له مخې یې په (تلپاتې) هستوګنځي كې مېشت كړو، چې نه پکې (جسمي) کړاو رارسي او نه له (روحي) ستړيا سره مخېږو.))
35_ هلته چې نه څه كړاو شته او نه ستوماني: دا آيت جنتيانو ته دوه الهي سترې لورنې (چې د يو بل پوره كوونكې دي) وريادوي: جنت، هم د اوسېدو ځاى دى او داسې نه ده، چې مازې انسان له چاپېريال سره اشنا شو او زړه يې وروتاړه؛ نو د لېږد غږ پرې وكړي او هم داچې ابدي عمرى كېږي او په دغسې موده كې، د طبيعي بهير له مخې، د درد او كړاوو تمه هم كېږي؛ خو هلته بيخي دغسې چارې نشته او ان ((ابدي عمري)) هم د ستومانۍ او ستړيا لاملېږي نه؛ ځكه هره ورځ جنتيانو ته نوى نعمت او د پالوونكي د نعمتونو نوې جلوه ورښوول كېږي. (نمونه، 18: 270 مخ)
وَهُمْ يَصْطَرِخُونَ فِيهَا رَبَّنَا أَخْرِجْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا غَيْرَ الَّذِي كُنَّا نَعْمَلُ أَوَلَمْ نُعَمِّرْكُمْ مَا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَنْ تَذَكَّرَ وَجَاءَكُمُ النَّذِيرُ فَذُوقُوا فَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ نَصِيرٍ ﴿۳۷﴾ = او دوى به پکې نارې سورې وهي : (( پالونکيه! موږ وباسه، چې د پخوانيو کړنو پر خلاف ښې چارې وکړو.)) (په ځواب کې ورته ويل کېږي : ) ولې دومره عمر مو درکړی نه و، چې که چا پکې پند اخست؛ نو اخستاى يې شو او (الهي) گواښگرندي درغلي نه وو؟! نو [عذاب] یې وڅکئ، چې [مشرکو] ظالمانو ته څوک مرستندوى نشته (چې له عذابه يې بچ کړي)!
37_ ايا كافي عمر مو دركړى نه و؟: دا آيت په ډاګه دوزخيانو ته وايي: ستاسې خو څه كم نه و؛ ځكه كافي هومره فرصت مو په لاس كې و او ګڼ شمېر ګواښنګري هم درغلل او د ((ويښتيا)) او ((ژغورنې)) دا دوه رکنه مو په واك كې ول؛ نو ځكه څه پلمه مو نشته، كه كافي مهلت مو نه درلود؛ نو يو عذر و او كه مهلت مو درلود او مشر او لاربه – لارښود درغلى نه واى، بيا هم يو عذر مو درلود؛ خو ددې دوو په شتون كې؛ نور نو څه عذر او پلمه درپاتېږي؟ د عمر د حد په باب په رواياتو كې ډول ډول تعبيرونه راغلي. له پېغمبراكرم (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((چې خداى چا ته شپېته كاله عمر وركړى وي؛ نو عذر یې نشته)). له پېغمبراکرم (ص) نه په يو بل حديث كې راغلي: [چې د قيامت ورځ راورسي، غږ كېږي، چې شپېته كلن چېرې دي، دا هماغه عمر دى، چې خداى یې په اړه ويلي دي:(( ولې موږ دومره عمر دركړى نه و، چې كه چا پكې پند اخست؛ نو يې اخستاى شو؟))] له امام صادق نه په يو روايت كې دا كافي عمر يوازې اتلس كاله ټاكل شوى دى. ښايي روستى روايت، لږ تر لږه او مخكې روايت له ډېرو نه ډېرو ته اشاره وي؛ نو ځكه دا روايات په ټكر كې نه دي. (نمونه، 18: 276 مخ.)
إِنَّ اللَّهَ يُمْسِكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ أَنْ تَزُولَا وَلَئِنْ زَالَتَا إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِنْ بَعْدِهِ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا ﴿۴۱﴾ = په رښتینه کې الله اسمانونه او ځمکه [په خپلو مدارونو کې ثابت] ساتي، چې (له خپلو غونډالونو) بېځايه نشي او که (په اجازه يې) بېځايه شي (؛نو) تر ده روسته يې هېڅوک ساتلاى نشي، په رښتيا هغه زغمناک بښونکى دى .
41_ اسمانونه او ځمكه خداى په خپل زور ساتي: په دې آيت كې، پر اسمانونو او ځمكه د خداى د واكمنۍ خبره ده. نه يوازې خداى، پنځون پيلوي او د هستۍ ساتنه او تدبير يې هم په واک كې دى؛ بلكې ښكارندې هره شېبه نوى پنځون لري او شېبه په شېبه له هغې فياضې مبدا د هستۍ فيض ور رسي. كه يوه شېبه يې له هغې سترې مبداء سره اړيكه پرې شي، د سټ وټ یا فنا او نېستۍ لار خپلوي. پاموړ داچې اسماني كرات بې له دې، چې په كوم ځاى پورې نښتې وي، ميليونه كاله په خپلو مدارونو كې بې له څه كږلېچه په خوځون كې دي؛ لكه چې بېلګه يې په لمريز غونډال كې وينو؛ ځكه ميلياردونه كلونه كېږي، چې د لمر پرشاوخوا او پخپل بهير كې په دقيق غونډال، چې د جاذبې او دافعې قواوو له انډوله راولاړېږي، ګرځي او د پالوونكي حكم ته يې غاړه ايښې. څو ځل د بشر د تاريخ په اوږدو كې، ځينو ستورپوهانو اټكل كړى، شونې ده،چې پلانۍ لكۍ والا ستورى يا يو بل څه، پر خپله لار د ځمكې له څنګه تېر شي او احتمالاً، چې ورسره ټكر شي. په دې حساسو شرايطو كې، ټولو ته څرګنده ده، چې ددې پېښې پروړاندې د هېچا له لاسه هېڅ كار نه كېږي او بې د پالوونكي له واکه بل واک ددې پېښې مخه نيواى نشي. نو دلته دى، چې ټول مړه خوا خداى ته مخه كوي؛ خو چې احتمالي خطرونه لرې شي، پر انسانانو د هېر سيورى ورخپرېږي. (نمونه، 8: 286 مخ.)
اسْتِكْبَارًا فِي الْأَرْضِ وَمَكْرَ السَّيِّئِ وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ فَهَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا سُنَّتَ الْأَوَّلِينَ فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَبْدِيلًا وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَحْوِيلًا ﴿۴۳﴾ = (دا کرکه) یې په ځمکه کې د لويي غوښتنې، سرغاړۍ او ناوړه دسيسو (او چلونو) لپاره وه؛ خو يوازې چليان د خپلو بدو چلونو په لومو کې نښلي؛ نو آيا دوى بې د مخکېنيو له سنت (او له دردناک عذابونو یې) بل څه ته څارو دي (؛نو چې داسې ده) د الله په سنت (او را روانه کړنه) کې به هېڅکله بدلون ونه مومې او نه به دا ومومې، چې د الله د سنت (او کړنې) مخه دې پر بل لور واړول شي .
۴۳_ الهي قوانين او سنن ونجون- بدلون او اوړېدنه نه مومي: قرآن په ګڼ شمېر آيتونو كې ويلي، چې الهي كړندودونه ونجون او اوړېدنه نه مومي. بايد وويل شي، چې په تكويني او تشريعي نړۍ كې ثابت قوانين شته، چې قرآن الهي سنتونه نومولي، چې بيخي بدلون او اوړېدنه پكې نه راځي. دا قوانين؛ لكه څنګه چې پر تېر واكمن ول، پر نن او سبا هم واكمن دي. (نمونه، 18: 296 مخ.) او په نړيوالو كې د دوديزو بنسټیزو قوانينو په څېر ونج – بدلون پكې نه راځي. د پېغمبرانو مرسته، د كفارو ماتې، د مرګ او الهي عذاب د راكېوتو پر مهال د توبې بې ګټيتوب او په څېر يې، دا د تلپاتې قوانينو يوه برخه ده (نمونه، 17: 435 مخ.) پاموړ داچې په ځينو آيتونو كې د الهي سنتونو د نه بدلېدو (احزاب_62) او په ځينو كې د نه تحویلېدو(اسراء_77) خبره شوې؛ خو په دې آيت کې دواړه د ټينګار لپاره یو په بل پسې راغلي: نه الهي سنت تبديلي مومي او نه تحويلي. تبديل (او بدلون) دادى، چې يو څيز يو مخې بدل كړې؛ يعنې لرې يې كړي او بل يې ځايناستى كړي؛ خو تحويل دادى، چې هماغه موجود له كمي (څومروالي) او كيفي (څرنګوالي) پلوه واړوي.
په دې توګه الهي سنتونه نه يو مخې بدلېږي او نه لږ و ډېرېږي او نه كمزوري او سختېږي؛ لكه خداى د ورته ګناهونو په باب، له هره پلوه ورته سزاګانې په پام كې نيولې دي؛ نه داچې يوې ډلې ته په سزاګانو قايل شي او بله ډله معاف كړي او نه داچې د يوې ډلې سزا لږه يا كمزورې كړي. دغسې يو قانون، له ثابتې جرړې راولاړ شوى، چې نه تبديلي پكې شته او نه تحويل او اوړېدنه. (نمونه، 18: 296 مخ.)
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- اسمانونه او ځمكه خداى په خپل زور ساتي
- الهي قوانين او سنن بدلون او اوړېدنه نه مومي
- پرښته
- پرښتې
- پرښتې په قرآن مجيد كې
- په هستۍ کې د خداى د ستریا نښې او د توحيد دلايل
- خلكو! تاسې (ټول) الله ته اړ ياست او يوازې الله شتمن ستايل شوى دى.
- د الله تعالى ربوبيت او خالقيت
- د ايمان او كفر اغېزې
- د سورة فاطـر د منتخبو آیتونو شرح
- د سورت فاطر منځپانګه
- هستي مو له تا ده او ته پر خپل ذات ولاړ يې
- واقعي پوهان
- يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ