بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه د سورة محمد د منتخبو آیتونو شرح د محمد سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه د کافرانو د ناپاکو ځانګړنو پرتلنه او د مؤمنانو ښې ځانګړنې او کړنې، د لومړۍ ډلې سپېره پاى او د دويمې ډلې ښه پاى او په دې ترڅ کې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورين الله په نامه
د سورة محمد د منتخبو آیتونو شرح
د محمد سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه د کافرانو د ناپاکو ځانګړنو پرتلنه او د مؤمنانو ښې ځانګړنې او کړنې، د لومړۍ ډلې سپېره پاى او د دويمې ډلې ښه پاى او په دې ترڅ کې د جهاد يو شمېر احکام هم بيان شوي دي. (الميزان،81، 225 مخ)
فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ذَلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَانْتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَكِنْ لِيَبْلُوَ بَعْضَكُمْ بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَنْ يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ ﴿۴﴾ = نو چې (د جګړى په ډګر كې له جنايتكارو) كافرانو سره ونښتئ؛ نو غاړې يې ورپرې کړئ (او دې کار ته دوام ورکړئ) چې ښه يې وځپئ؛ نو (په دې ترڅ كې يې بنديان) كلك وتړئ، بيا نو ښېګڼه ورسره وكړئ (او خوشې يې كړئ) او يا (د خوشې کېدو په بدل كې) فديه [= غرامت] ترې واخلئ (او دا حالت بايد) تر هغه وي، چې جګړه (مار) خپله وسله پر ځمكه كېږدي. (هو!) دا (د الله حكم دى) او كه الله غوښتلاى؛ نو پخپله به يې غچ ترې اخستى واى؛ خو (غواړي) په يو بل مو وازمېیي او هغوى چې د الله په لار كې وژل شوي؛ نو (الله) يې هېڅكله كړنې له منځه نه وړي؛
4_ په اسلام كې مريیتوب: ددې آيت په وينا، جګړه ييز بندي د جګړې له پاى روسته وژلاى نشو؛ بلكې د مسلمانانو مشر، د هغو سازښتونو – مصلحتونو له مخې، چې په پام كې یې نيسي، بې عوضه يا كله په عوض ازادوي او دا عوض، يو ډول د جنګ ماتنی- جګړه ييز غرامت دى، چې بايد دښمن يې وركړي؛ البته په اسلام كې په دې اړه درېيم حكم هم شته، چې بنديان دې مريان كړي؛ البته دا يو الزامي امر نه دى؛ بلكې په هغه حال كې دى، چې په ځانګړو شرايطو كې يې د مسلمانانو مشر لازم وبولي او ښايي پر همدې دليل په ډاګه په قرآن كې راغلى نه دى او يوازې په رواياتو كې راغلى دى. مريتوب د پېغمبر (ص) په پير كې و او ځينې پر اسلام نيوكه كوي، چې ولې دې الهي دين (له دې منځپانګې او انساني لوړو ارزښتونو سره سره) يومخې مريتوب لغو نه كړ او د يو پرېكنده او ټولیز حكم له مخې يې د مريانو بې قيد و شرطه ازادي اعلان نه كړه. پام مو وي په يو انسان يا ټولنه كې، چې يو ناسم خوى، عادت او روږد جرړه ځغلولې وي؛ نو له منځه وړو ته يې بايد د مهال ويش له مخې كړلار جوړه شي او ډېر ځل ناڅاپي مخنیوی يې ناوړه اغېز شيندي. پر هغه مهال مرييتوب په ټولنه كې يو روږدى دود و او ډېرى وګړي مريان ول. كه اسلام په يو ټولیز فرمان کې د ټولو مريانو ازادول اعلان كړي واى، ناڅاپه يو ستره بېكاره ټولنه رادبرېده، چې هم یې ژوند له خطر سره مخېده او هم شونې وه، د ټولنې پېیون – نظم ګډوډ شي او د نېستۍ د دباو له لامله په هرځاى كې نښتې او جګړې رامنځ ته شي. له همدې لامله بايد سوكه سوكه ازاد او ټولنې ته جذب شي، چې نه دوى او نه د ټولنې امنيت په خطر كې شي. د اسلام شمېرل شوې كړلار دا وه، چې د مرييتوب سرچينه ټپه كړه او يوازې په يوه ځاى كې يې د ګټې اخيستو اجازه وركړه او هغه، جنګي بنديان ول، چې الزامي اړخ يې نه درلود او د جواز دليل يې دا و، چې پر هغه وخت، د بنديانو د حالاتو تر څرګندېدو پورې كوم زندان نه و، چې پكې ساتل شوي واى او يوازينۍ لار يې دا وه، چې پر كورنيو وويشل شي او د مريي په توګه يې وساتي. ښكاره ده، چې كه دغسې شرايط واوړي؛ نو هېڅ دليل نشته، چې د مسلمانانو مشر د بنديانو په باب د مرييتوب حكم ومني او د مصالحو په پامنيوي په فديه يا بې فديې يې ازادولاى شي. بلخوا وينو، چې اسلام د مريانو ازادۍ ته پراخ کړلار اوډن كړې ده، كه مسلمانانو پلې كړې واى؛ نو په نه دومره ډېره موده كې، ټول مريان سوكه سوكه ازادېدل او اسلامي ټولنې ته ورماتېدل. ددې کړنلارې غټ غټ ټكي دا دي: 1_ د زكات يو لګښت، د مريانو ازادول دي. 2_مريان له خپلو مالكانو سره د تړون له مخې د خپل لاس د مزدورۍ په بدل كې ازادېداى شي. 3_ د مريانو ازادول، په اسلام كې يو مهم عبادت او د خير چار دى او د اسلام مشران په دې چار كې مخكښ ول او په ډېره لږه پلمه يې مريان ازادول. 4_ په اسلام كې د ډېرى ګناهونو كفاره، د مريانو ازادي ټاكل شوې ده. د اسلام د شمېرل شوې كړنلار له مخې، چې مريان په دې منځومال كې د خپلې ازادۍ بهير وهي؛ نو اسلام يې د حقوقو بياژواكۍ ته پراخې هاندوهڅې كړي او په پوره درناوي او انساني وګړې- شخصیت ورته قايل شوي دي، تر دې چې له پېغمبر اکرم (ص) روايت شوى: (( د چاچې ورور يې تر لاسلاندې دى، بايد څه، چې خوري، پرې يې وخوري، چې څه اغوندي پرې يې واغوندي او تر وسې هاخوا مكلفيت دې نه ورږدي.)) (نمونه، 21: 412 مخ.)
مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ فِيهَا أَنْهَارٌ مِنْ مَاءٍ غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِنْ لَبَنٍ لَمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِنْ خَمْرٍ لَذَّةٍ لِلشَّارِبِينَ وَأَنْهَارٌ مِنْ عَسَلٍ مُصَفًّى وَلَهُمْ فِيهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَمَغْفِرَةٌ مِنْ رَبِّهِمْ كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِي النَّارِ وَسُقُوا مَاءً حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءَهُمْ ﴿۱۵﴾ = د هغه جنت بېلګه، چې له متقیانو سره یې ژمنه شوې (د هغه بڼ په څېر ده،چې) د اوبو ويالې پکې دي،چې [رنګ، بوى او خوند يې] نه اوړي او د شيدو لښتي دي،چې خوند يې نه اوړي او څښونکيو ته د خوندورو شرابو ويالې او د نږه شاتو لښتي دي او په دې (بڼ) كې ورته هر ډول مېوې وي او (تر دې ټولو اوچته خو) یې د پالونكي بښنه ده! (ايا د دغسې په زړه پورې بڼ څښتن) د هغه چا په څېر دى، چې تل په اور كې دى او داسې خوټېدلې اوبه پرې ورڅښل كېږي (چې) كولمې به يې ټوټې ټوټې کړي؟!
15_ جنتي څلورګونې ویالي: د قرآن مجيد له آيتونو ګټنه كېږي، چې په جنت كې ډول ډول ويالې او چينې شته، چې هره يوه ګټه او خوند لري، چې په دې آيت كې څلور بېلګې راغلي. ددې څلور ډولو په باب د ويالو تعبير راښيي، چې هر يوه یې، يوه وياله نه؛ بلكې ويالې دي. پام مو وي، چې جنتي نعمتونه داسې څه نه دي، چې د دنيوي ژوند په ورځني الفاظو يې په اړه خبرې وكړاى شو. دا الفاظ تردې كوچني دي، چې جنتي نعمتونه پرې پوره انځور او څرګند كړاى شو؛ بلكې په اذهانو كې يې كم رنګه شبح انځورولاى شو. (نمونه، 21: 442 مخ) ښايي په آيت كې د((مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي)) علت همدا وي؛ يعنې د جنت حقيقت تر دې خورا اوچت دى، چې په كلماتو يې راوړو او اذهانو ته يې د ورنژدې كولو لپاره يوه بېلګه راوړې ده. په ((سجده_17)) كې لولو: ((نو د سترګو د يخېدو كوم څيزونه، چې د دوى د كړنو په بدل كې ورته پټ كړاى شوي، هېڅوك پرې خبر نه دي)) (الميزان، 18: 236 مخ) په دې آيت كې څلورو جنتي څښاكو ته اشاره شوې، چې په څلورو جنتي ويالو كې بهېږي: اوبه تندې لرې كولو ته، شيدې خوړو ته، پاك شراب نشاط او خوشحالۍ ته او شات قوت او خوند ته؛ البته دا څښاك له دنيوي څښاك سره توپير لري: د دنيا اوبه څه موده روسته بدبويه او بدمزې كېږي. د دنيا شيدې څه موده روسته خرابېږي، د دنيا شراب ترخه، بدخونده او نشه كوونكي دي او د دنيا شات په ډېرى ځايونو كې نږه نه وي؛ خو جنتي څښاك له دې ټولو خوګانو پاك دي، ته وا جنت داسې يو چاپېريال دى، چې ان كوچنۍ شانته چټلي او ناپاكي پكې نشته. (پيام قرآن، 6: 244 مخ.)
فَهَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَنْ تَأْتِيَهُمْ بَغْتَةً فَقَدْ جَاءَ أَشْرَاطُهَا فَأَنَّى لَهُمْ إِذَا جَاءَتْهُمْ ذِكْرَاهُمْ ﴿۱۸﴾ = نو ايا دوى [= كافران] يوازې د ساعت (راتلو) ته سترګې پر لار دي، چې یو ناڅاپه ورشي (نو هله ايمان راوړي، خو) په رښتيا یې نښې راغلې دي؛ نو چې (پخپله قيامت) ورشي؛ نو پند اخستل (او ايمان) به يې څه ګټه ورته ونلري؟
18_د قيامت نښې: ((اشرط)) د ((شَرط)) جمع د نښې پر مانا ده، شرط د هغه څه پرمانا دى، چې یو د بل څيز رادبرېدل پرې مشروط وي. په دې توګه، پلي كېدل يې، د راروسته څيز او ښكارنده د رادبرېدو نښه ده؛ نو د قيامت نښې، داسې څيزونه دي، چې د قيامت رادبرېدل ددې څيزونو په شتون پورې تړاو لري. ښايي له دې نښو مراد، د انسان راتګ او پر صالحانو او فاسدانو،متقیانو او ګناهكارانو يې ويشل وي؛ ځكه دا ويشنه الهي غوڅې پرېكړې ته اړينه ده، چې دا دواړه ډلې جلا كړي او هر يو ته خپله مناسبه سزا وركړي. همداراز كېداى شي د قيامت يوه نښه پر انسانانو د مړينې راتلل وي؛ ځكه د قيامت د پېښېدو شرط، د ټولو مړينه ده او چې ټول و نه مري، قيامت نه جوړېږي. (الميزان، 18: 240 مخ) ځينې ګروهن دي، چې له ((فَقَدْ جَاء أَشْرَاطُهَا)) مراد دا نه دى، چې د پېغمبراکرم (ص) پر مهال د قيامت ټولې نښې راښكاره شوي؛ بلكې ځينې يې راښكاره شوي، چې د قيامت د نژدې والي خبر وركوي او ځينې به راروسته ښكاره شي. دې مطلب ته په پامنيوي، ډېرى ګروهن دي، چې په دې آيت كې له ((اشراط الساعة)) مطلب، خپله د پېغمبر(ص) پاڅون دى؛ د هغه حديث په لېینه – ګواهۍ، چې پخپله آنحضرت (ص) ويلي (( زه او قيامت لكه دا دوه مبعوث او رالېږل شوي يو)) او د شهادت او منځ ګوتو ته يې اشاره كړې ده. ځينو، ((شق القمر)) او د پېغمبر(ص) د زمانې يو شمېر پېښې د ((اشراط الساعة)) برخې ګڼلي. په ګڼو رواياتو كې راغلي، چې په خلكو كې د ډېرو ګناهو دودېدل، د قيامت د رانژدېدو له نښو ګڼل شوي دي. له پېغمبراکرم(ص) په يوه روايت كې لولو: (( د قيامت له نښو ځنې ده، چې پوهه او علم به راټولېږي او ناپوهي به ښكاره كېږي او شراب به څښل كېږي او زنا به ډېرېږي)) ان مهمې او اغېزمنې پېښې؛ لكه د حضرت مهدي پاڅون هم د قيامت له نښو ځنې شمېرل شوي دي. (نمونه، 21: 449 مخ.)
وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ فَإِذَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ مُحْكَمَةٌ وَذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ رَأَيْتَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يَنْظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ فَأَوْلَى لَهُمْ ﴿۲۰﴾ = او مؤمنان وايي: ((ولې (د جهاد په باب) كوم سورت نه نازلېږي؟!)) نو چې کوم څرګند سورت نازل شي او جګړه پکې ياده شوې وي (؛ نو) ناروغ زړي داسې درګوري؛ لکه پر چا چې د مرګ بې هوښي خپره وي؛ نو مرګ ورته ښايي!
20_ د جهاد له نامه ډار: دا آيت، د جهاد د حكم په هكله د مؤمنانو او منافقانو دريځ څرګندوي. ړومبى وايي: ((او مؤمنان وايي، ولې (د جهاد په اړه) يو سورت نه رانازلېږي))؛ داسې سورت، چې پكې د جهاد حكم وي او د سخت زړيو او بې منطق دښمنانو پر وړاندې مو مكلفيت څرګند كړي، هغه سورت، چې آيتونه یې پر زړونو مو د ښیون- هدايت رڼا راخپره كړي او په خپلو وړانګو روح مو وځلوي؛ خو منافقان د جګړې د نامې په اورېدو دومره وحشت، پرېشاني او ډار پرې راخپرېږي، چې فكر یې له كاره لوېږي، سترګې يې ټېغېږي، رپ نه وهي، ته وا ساه يې والوته او دا د ډارنو منافقانو د حالاتو يو څرګند تعبير دى. په رښتيا ولې د مؤمنانو او منافقانو چلن دغسې نه وي؛ حال داچې مؤمنان د خپل ټينګ ايمان په پار، هم د خداى لورنې او مرستې ته هيلمن دي او هم په لار كې يې له شهادته څه ډار نه لري او د جهاد ډګر ورته له خپل محبوب سره د عشق ښكاره كول، د پت، فضيلت، د استعدادونو د غوړېدا د پاينې، مقاومت او بريا ډګر دى او په دغسې ډګر كې ډار څه مانا نلري؛ خو منافقانو ته د جګړې ډګر، د مرګ، پوپنا كېدو، بدمرغۍ، ماتې، له دنيوي خوندونو د بېلتون، د تكې تورې او مبهمې ګاندې ډګر دى. (نمونه، 21: 461 مخ)
فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ ﴿۲۲﴾ = خو كه (له دې لارښوونو) مخ واړوئ؛ نو لرې نه ده، که واک په لاس درشي، پر ځمكه به فساد پيل كړئ او د خپلې خپلولۍ مزي به پرې كړئ؟!
22_ د خپلوۍ د مزو پرې كول: له امام سجاد نه په يو روايت كې لولو، چې خپل زوى امام باقر ته يې وويل: ((له هغه سره له دوستۍ ډډه وكړه، چې د خپلوۍ اړيكه يې غوڅه كړې وي؛ ځكه د خداى په كتاب كې مې درې ځايه ملعون موندلى، خداى تعالى وايي: [فَهَلْ عَسَيْتُمْ])) له پېغمبر(ص) په يو حديث كې لولو: ((درې ډلې دي، چې جنت ته به نه ورننوځي: شرابخور، كوډګر او هغه چې د خپلوۍ اړيكه غوڅه كړي)). (نمونه، 21: 466 مخ)
أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا ﴿۲۴﴾ = نو ايا په قرآن كې غور او اندنه نه كوي يا یې پر زړونو (د غفلت او رخې) کولپونه پراته دي.
24_ قرآن؛ د فكر او عمل كتاب: د قرآن ګڼ شمېر آيتونو دا حقيقت څرګند كړى، چې دا ستر اسماني كتاب يوازې د تلاوت لپاره نه دى؛ بلكې روستۍ موخه يې، ذكر (يادونه)، تدبر (د چار د پايلو څېړنه)، انذار (ډارول)، له تپوتيارو د انسانانو راايستل او رڼا، شفاء، لورنې او ښیون ته يې وردننه كول دي؛ نو ځكه قرآن مجيد بايد د مسلمانانو په ژوند كې پلى شي او دوى بايد دا ستر كتاب خپل لارښود او بېلګه كړي، لارښوونې يې په خورا ځيرنه عملي كړي او د خپل ژوند ټولې لارې ورسره همغږي كړي. په آيت كې په ډاګه راغلي، چې منافقانو په قرآن كې تدبر ونكړ، چې توره ورځ يې برخليك شوه. هېر مو نشي، چې له قرآنه ګټنه يو ډول ځان سازۍ ته اړتيا لري؛ ځكه كه زړونو ته د ځانپالنۍ، ښاڅمنۍ – كبر، لویۍ، ځېل او تعصب قولفونه پراته وي، د حقيقت رڼا ورته د ورننووتو اجازه مونداى نشي. علي(ك) په يوې خطبې كې د متقیانو د ځانګړنو په اړه ويلي دي: ((د شپې عبادت ته راپاڅي او د قرآن هره برخه، ارام او په تدبر لولي، ځان د تلاوت پر مهال غمجنوي او د خپل درد درمل ترې غواړي، چې د زېري آيت ته ورسي؛ نو تمه يې ورته پيدا شي؛ لكه ته وا پر وړاندې يې دى او روح يې د يار شوق ته وزرې كاږي او چې د ډار او عذاب آيت ته ورسي د زړه په غوږونو يې اوري او ګڼي، چې په غوږونو د دوزخ چغې اوري)). (نمونه، 21: 467_ 469 مخونه.)
وَلَوْ نَشَاءُ لَأَرَيْنَاكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُمْ بِسِيمَاهُمْ وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُمْ ﴿۳۰﴾ = او كه وغواړو هرومرو به يې دروښيو؛ نو په خپلو څېرو به يې وپېژنې، که څه د خبرو اترو له طرزه يې هم پېژنداى شې او الله مو د كړنو [په ظاهر او باطن] پوهېږي.
30_ منافقان يې له ګړدوده – لهجې پېژنداى شو: شونې نه ده، چې د انسان په زړه كې يو څيز وي؛ خو د اوږد وخت لپاره يې داسې پټ كړاى شي، چې ان په كناياتو، اشارو او د كلام په لحن كې يې راښكاره نشي. له علي (ك) په يو روايت كې لولو:(( د هر چا پر زړه پټ، په بې غوره خبرو يا يې څېره كې را ښكاره كېږي)).د قرآن په نورو آيتونو كې، د منافقانو خرابې خبرې – چې د خبرو د طرز مصداق يا يې شكمن خوځښتونه دي – راغلې او ښايي په همدې دليل ځينو مفسرانو ويلي، چې ددې آيت تر نزول روسته، پېغمبر اکرم(ص) منافقان ډېر ښه له نښو يې پېژندل. ددې خبرې څرګند شاهد داچې پېغمبر(ص) ته امر وشو، كه يو يې ومري؛ نو د جنازې نمونځ يې مه كوه او قبر ته يې د دعاء لپاره مه درېږه. (توبه_84) د جهاد پر مهال منافقانو خپله څېره ښه بربنډوله: تر جګړې وړاندې، جګړې ته د مرستو راټولولو او چمتو كېدنې پر مهال، د جګړې په ډګر كې، د دښمن د سختو بريدونو پر وخت او تر جګړې روسته، د ولجو د ويش پر وخت، چې د قرآن په ډېرو آيتونو (په تېره توبې او احزاب سورتونو) كې ورته اشاره شوې ده. چار تر دې ځايه رسېدلى و، چې په دې صحنو كې ان عادي مسلمانانو هم منافقين پېژندل. د منافقانو يوه څرګنده نښه له علي (ك) سره د دښمنۍ ښودل وو. له ابوسعيد خدري (رض) په يو مشهور روايت كې راغلي: ((له ((لَحْنِ الْقَوْلِ)) (د خبرو رنګ) څخه مطلب، د علي بن ابىطالب په باب يې دښمني ده او د پېغمبر(ص) د زمانې منافقان مو له علي (ك) سره په دښمنۍ پېژندل)). هو! دا د منافقانو يوه څرګنده نښه وه، چې په نارينه وو كې د ړومبي مؤمن او د اسلام د لومړي مخكښ سرښندونكي په باب يې دښمني كوله. څومره به ښه وي، چې مسلمانان ويښ وي او له دې آيته الهام واخلي او دا خطرناكه او كينه كښه ډله وپېژني، افشاء او را بربنډه يې كړي. (نمونه، 21: 479 مخ)
هَا أَنْتُمْ هَؤُلَاءِ تُدْعَوْنَ لِتُنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَمِنْكُمْ مَنْ يَبْخَلُ وَمَنْ يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَنْ نَفْسِهِ وَاللَّهُ الْغَنِيُّ وَأَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ ﴿۳۸﴾ = هو! تاسې هماغه ډله ياست، چې د الله په لار كې لګښت ته بلل كېږئ؛ نو ځینې مو کنجوسي كوي او څوك چې کنجوسي وكړي؛ نو په حقيقت کې له ځان سره بخیلي کړې ده او الله موړ دى او تاسې اړمن ياست او كه مخ واړوئ (؛ نو الله) به مو پر ځاى نور خلک راولي، چې بيا به دوی ستاسې په څېر نه وي (او په خلاص مټ به د الله په لار کې لګښت کوي).
38_ له خدايه د سرغړونې پايله: دا غونډله، ټولو مسلمانانو ته يوه ګوتڅنډنه ده، چې خداى د خپل پاك دين د پاسوالۍ ستر نعمت ورپېرزو كړی؛ نو په قدر يې وپوهېږي؛ خو پردې دې هم پوه شي، چې هېڅ وخت دا پېټى پر ځمكه نه پاتېږي او كه تاسې د خپل موقعيت پر اهميت پوه نشئ او دا ستر رسالت ناليدى وګڼئ؛ نو خداى يو بل قوم راپاڅوي او دا ستر رسالت ور پراوږو كوي؛ هغه قوم، چې په سرښندنه، فدا كارۍ، د سر او شتمنۍ په بلهارۍ او د خداى په لار كې په نفقه وركولو كې به څو ګرايه درنه اوچت وي. ډېرى مفسرانو روايت كړى، چې ددې آيت تر نزول روسته، د پېغمبر (ص) يو شمېر يارانو وويل: خداى په دې آيت كې كومې ډلې ته اشاره كړې؟ په دې وخت كې يې سلمان (رض) تر څنګ ناست و؛ نو پېغمبر(ص) پر پښه يا اوږه وواهه او ويې ويل: ((مطلب، دا سړى او قوم يې دى. پر هغه قسم، چې زما ساه یې په لاس كې ده، كه ايمان په ثريا ستوري پورې نښتى وي؛ نو د فارس يوه ډله به يې تر لاسه كړي)) له امام صادق (رح) نه يو روايت شوى، چې د مخكې آیت څرګندوونكى دى وايي: ((پر خداى قسم، چې خداى پر خپلې دې وعدې وفا وكړه او يو شمېر ناعرب، چې ترې غوره ول، د دوى ځايناستي كړل)). كه د اسلام او اسلامي علومو تاريخ ته په ځيرنه او بې له هر ډول تعصبه ووينو او د عجمو (نا عربو) په تېره پارسيانو ونډه له دښمنانو سره په مبارزه او د اسلامي علومو په تدوين كې ووينو؛ نو ددې حديث پر واقعيت به پوه شو. (نمونه، 21: 497 مخ.)