بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د سينې رنځورۍ او نری رنځ(توبرکلوز) لیکوال: الحاج پوهاند ډاکټر محمد ناصر شينواری (د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي پخوانی استاد) تنفسي سیستم د تنفسي سیستم تشکل په انسانانو کې د القاح په څلوروېشتمه ورځ د Fore gut د Ventralیا قدامي جدار د اپتلیل څخه د تنفسي جهاز Laryngo Tracheal groove […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د سينې رنځورۍ او نری رنځ(توبرکلوز)
لیکوال: الحاج پوهاند ډاکټر محمد ناصر شينواری (د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي پخوانی استاد)
په انسانانو کې د القاح په څلوروېشتمه ورځ د Fore gut د Ventralیا قدامي جدار د اپتلیل څخه د تنفسي جهاز Laryngo Tracheal groove منشا نیسي. ددې په ذنبي (caudal) نهایت کې یو ډول غبرګ اپتلیل Buds چې هره خوا د پلورایي ستون سرحدي mesenchyme ټیله کوي، پیدا کېږي. همدا buds ښي او کیڼ پلو اوږدېږي او د القاح د څلورویشتمې او دوه دېرشمې ورځ په منځ کې ددې څخه د ښي او کیڼ سږي Sacs یا کڅوړه جوړېږي، په همدې وخت کې د Foregut د یوې برخې څخه Trachea منشا نیسي، چې د لاندې څخه پورته خواته وده کوي. تقریباً د حمل یا بلاربښت په پینځه دېرشمه ورځ د سږو د sacs څخه د فصونو د تشکل buds پیدا کېږي، چې د دې هر فصی buds څخه د برانکوپلمونري د سګمنټو د شمېر په تناسب نور buds منشا نیسي، په همدې لومړنۍ صفحه کې oblique او Horizontal Fissures هم د لیدلو وړ دي او په چټکتیا سره د فصیصونو او قصبي لارو ویش دوام مومي. د میزانشيم له هغې برخې څخه، چې د اپتلیل buds پواسطه ټیله شوي وو، منظم نسج، ملسا عضلې او غضروف جوړېږي. په دې لومړیو دورو کې سږي د زړه شاته د دویم ې او نهمې ضلع ترمنځ مسافه کې پروت وي، روسته د پوره ودې څخه سږي، پلورایی جوف او پلورایی پرېکاردي پردې د زړه جنبي خواو ته ځي، چې له ځان سره حجاب حاجزي عصب هم وړي.
د څلورمې میاشتې په پای کې هر سږی د یوې compact غدې په څېر وي، چې سګمنټونه یې په بېلابېل جسامت د ۱۳ څخه تر ۲۶ generation شعبې پیدا کوي، چې دا د غدوي glandular دورې په نامه یادېږي. د حمل یا بلاربښت د څلورمې او اوومې میاشتې په منځ کې د هوایي لارو د روستیو
درې څلورو generation د مکعبي اپتلیم لاندې د کولاجن او الاستیک الیافو حزمې او Capillaries وده کوي، چې د ((canalicular period په نامه یادېږي.
ددې دورې په پای کې جنین ژوندی کېږي. پدې وخت کې په پوره چټکتیا سره septa وده کوي او سطحي اسناخ جوړوي، چې دا د alveolar period په نامه یادېږي. د زېږېدو پرمهال د هوایي لارو روستني درې یا څلور generation د کیسوي اجتماع په حیث سطحي اسناخ جوړوي، چې روسته د زېږېدو څخه د لومړي تنفس پرمهال په اسانه پراخېږي. روسته له دوو درې میاشتو څخه نوي اسناخ په پوره چټکتیا په centripetal استقامت تاسس کوي او په همدې وخت کې ځینې تنفسي برانکیول د اسناخو په alveolar duct بدلېږي. د ژوندانه په درېیم کال تقریباً د اسناخو تشکل د یوې نوې طریقې پواسطه صورت نیسي؛ یعنې د نهایي برانکیولو د جدار څخه په منتشر ډول Diverticula وده کوي او د نهایاتو پلو هموارېږي اوکروي اسناخ Spherical alveoli جوړوي.
پدې تازه وختو کې داسې قیاس کېږي، چې د زېږېدنې او بلوغ وخت ترمنځ د سږو حجم د ۰، ۲ څخه تر پینځه نیم لیترو او اسناخ د ۲۴ څخه تر ۲۹۶ میلیونو او د سږو د نسج د هغې برخې مساحت، چې د غازاتو بدلون پکې صورت نیسي، د ۲، ۸ څخه تر ۷۵ متر مربع پورې ډېرېږي
د سږو وزن د سږو د محتوی یا منځپانګې وینې او مایعاتو د څومره والي له مخې توپیر لري، د شلو څخه تر دېرش کلن نارینه ښی سږی د ۳۷۵ څخه تر ۴۵۵ ګرامو او کیڼ سږی د ۳۲۵ ګرامو څخه تر ۴۵۰ ګرامو په منځ کې وزن لري. د نارینه و د سږي وزن د ښځو په پرتله څه ناڅه ډېر وي.
د زېږېدنې پرمهال د سږو رنګ ارغوانی(Pinkish) او په کاهلانو کې تور رنګی ګرځي. د شکل له مخې سږی د مخروط په شکل وي. چې یوه زروه (Apex) یوه قاعده (Base) او درې سطحې لري. د باندېنۍ یا ضلعي سطح یې د سینې پنجرې سره تماس لري.
منصفي سطح د Hilum او Cardiac Fossa لرونکې ده، چې د Hilum په حذا کې لمفاوي عقدې او د قصباتو د وینې رګونو او اعصابو د ننووتو لپاره ځای موجود دي . قاعدوي یا حجاب حاجزي سطح ښی پلو د لاندېنۍ فص د قاعدوي سګمنتو او پاسني فص د لاندېني Medial سګمنت پواسطه جوړېږي.
SEGMENTAL ANATOMY
هر سږی د غبرګو مضاعفو حشيوي پلورایي وریقو پواسطه، چې fissura نومېږي، په څو فصونو ویشل کېږي. ښی سږی په درې پورتنیو منځني او لاندېني فصونو او کیڼ سږی په دوه پورتني او لاندېنیو برخو ویشل کېږي، چې پورتنۍ برخه یې د ښي سږ د پورتني فص معادل دی او لاندېنۍ برخه یې د lingular په نامه یادېږي، چې د ښي پلو منځني فص په شان ده. د ښي پلو سره یې توپیر دادی، چې کیڼ پلو د lingular برخه او پورتنی فص د یوې ګډې قصبي لرونکی دی؛ خو ښی پلو پورتنی فص او منځنی فص بیلې قصبي لري.
د ښي سږي پورتنی فص په درې زروه یي یا apical یا لومړی د شاتني posteriorیا دویم ، مخکني anterior یا درېیم سګمنتو ویشل شوی دی. همداراز ښی منځنی فص په دوه اړخیز lateral څلورم او دننني medial پینځم سګمنتو او ښی لاندېنی فص په پورتني superior شپږم انسي قاعدوي medialbasal یا اووم، مخکني قاعدوي (anterior basal) یا اتم، جنبي قاعدوي lateral basal نهم او شاتني قاعدوي لسم posteriorbasal سګمنتو ویشل کېږي.
همداراز د کیڼ سږي د پورتني فص، پورتنۍ برخه په دوه زرویي خلفي apical posterior یا لومړي او دویم قدامي، درېیم یا anterior سګمنتو او لاندېنۍ برخه یې په دوو sup. Lingular یا څلورم او (inferior lingular) یا پینځم سګمنتو ویشل کېږي
کیڼ لاندېنی فص هم په علوي (۶) قدامي جنبي قاعدوي(۸)، جنبي قاعدوي (۹) او خلفي قاعدوي (۱۰) سګمنټو ویشل کېږي.
د وینې رګونه[1]
سږي دوه ډوله شریانونه لري: ریوي شریان، چې د سږو د دندو د تامین په موخه ګډه وریدي وینه د غازاتو د بدلون لپاره سږو ته راوړي. ریوي شریان تر قصباتو پورې رسي او د اسناخو په حذا کې شعریه اوعیه جوړوي، قصبي شریان، چې د سږو د نسج او سږو د اوعیو اروا او Nourish په غاړه لري.
د سږو ورید، د اسناخو په حذا کې د اسناخو د (Capillary) سیستم او duct us او هم د bronchial او پلورا د Capillaryسیستم څخه پیلېږي او په پای کې هر سږی دوه لوی وریدونه جوړوي، چې څلور واړه لوی وریدونه د زړه په چپ اذین کې تشېږي.
قصبي شریان معمولاً د ابهر قوس له قدامي یا خلفي برخې منشا اخلي؛ خو ځینې وخت د ښې بین الضلعي تحت الترقوي – بین الضلعي علوي او یا (internal mammary) شریان څخه منشا اخلي. ددې سیستم ډېر ه برخه وینه، د سږو د وریدو په واسطه وړل کېږي؛ خو یوه برخه د ښي قصبي یې ورید پواسطه Azygos ورید ته او د چپ قصبي ورید لخوا بین الضلعي یا Accessory Hemiazygos ورید کې تشېږي.
لمفاتیک[2]
د سینې لمفاوي سیستم عموماً په دوه جداري-Parital او حشيوي-Visceral برخو ویشل کېږي. جداري لمفاوي سیستم د قصبي بین الضلعي او حجاب حاجزي لمفاوي عقدو د سینې سطحي او ډوبو لمفاوي رګونو څخه عبارت دي.
حشيوي لمفاوي سیستم د منصفي قدام، منصفي خلفي او Tracheobronchial لمفاوي عقدو او د مرۍ قلبي او ریوي لمفاوي رګونو پواسطه جوړېږي. د شزن Trachia – قصباتو- سږو زړه او د قص د خلفي عقدو لمف Tracheo Branchial عقدو ته وړل کېږي او د دوه طرف Broncho-Mediastinal له لارې یا ښي لمفاتیک یا کیڼ Thoracic duct یا وداجي او تحت الترقوي ورید کې تشېږي.
[1] Blood Vessels
[2] LYMPHATICS
سږي د واګوس عصب او د صدري سمپاتېک عصب پواسطه تعصیب کېږي. د دې اعصابو الیاف د قصباتو رګونو ته رسي، چې ځینې Afferent الیاف یې T2تر T5 پورې نخاع شوکي ته تېرېږي
هستالوجي[1]
شزن[2] د هستالوجۍ له مخه د یوه ډول pseudo stratified ciliated اپتلیم پواسطه پوښ شوی، چې په قاعدوي غشا باندې یې ډېر شمېر د goblet حجرې موجودې دي. د شزن Laminar Propria د ډېر شمېر مخاطي او مصلي مخاطي غدو او الاستیک الیافو لرونکی دي.
غضروف یې د نامکمل Ring په څېر په خلفي برخه کې د ملسا عضلو پواسطه بدلېږي.
Bronchi هم پخپل جدار کې غضروف لري، څه وخت چه قصبات سږو ته ننوځي او د (ring) په ځای Tunica fibrocartilaginea چې د غضروف بېلابېل plate لري، منځ ته راځي. د goblet حجرو او غدو دواړو پواسطه Mucopoly Saccharides افرازېږي. په نهایي قصباتو کې چې تقریباً یو میلي متر قطر لري، یوازې څو ګابلیت حجرې موجود دي او د برانکیول په برخه کې ciliated-columnar epith، په partially ciliated cuboidal اپیتلیم بدلېږي. د برانکیول د جوف اندازې په تناسب نسبتاً ډېر اندازه ملسا عضلې موجودې وي؛ همداراز cilia موجود دي ؛ خو د مخاط افراز وجود نه لري.
تنفسي برانکیولونه، چې تقریباً یو نیم میليمتر قطر او 1-3. 5 mm میلي متر اوږدوالی لري او د مکعبی اپیتلیم تر اسناخو پورې دوام لري، د اسناخو د پیل په برخه کې د ملسا عضلاتو حلقې موجودې وي. نهایي تنفسي برانکیولو څخه پینځه شپږ نور alveolar duct پیل کېږي، چې هر duct په څو saccules ویشل شوی دی، چې هر یو یې د څو alveoli لرونکی دی او قطر یې ۱۸۰-۳۰۰ مایکرون په شاوخوا کې اټکل کېږي. اسناخ کافي capillary او د کولاجن او الاستیک الیاف لري، اسناخ Kuhn سوری لري، چې د stomata په نوم هم یادېږي، تقریباً لس مایکرون قطر لري.
محیطي برانکیول او سنخي مصافي د lambert duct پواسطه سره نښلول کېږي، چې د مکعبي اپیتیلیم پواسطه پوښ شوی او دا ډول فرعي تفممات یا آناستومزونه د Ventilation collateral لپاره رول لوبوي.
الکترومایکروسکوپیک کتنو ښوولې چې اسناخ – د حقیقي اپیتلم پواسطه چې اینډودرمل منشا لري، پوښ شوی دی. د اسناخو د منځ هوا څخه تر د شعریه رګونو پورې تقریباً پینځه بېلابېلې طبقې موجودې دي، چې تقریباً څلور ډوله بېلابېلې حجرې پکې لیدل کېږي:
۱. ریوي اپتلیل حجرې چه اینډو ډرمل منشا لري.
۲. سنخي حجرې چه فایبروبلاستیک منشا او فاګوسایتیکه ځانګړنه لري او څه وخت چې دا حجرې د اسناخو هوا ته ننوځي، د dust cells په نامه یادېږي.
۳. د وینې سیارې حجرې.
۴. د سږو د شعریه رګونو اندوتلیل حجرې. Migratory blood cells ځینې داسې شواهد موجود دي ، چې سنخي حجرې alveolar cells د surfactant په نامه یوه ماده افرازوي چط دا ماده د سږو د اسناخو سطح پوښوي او د دوی د سطحي فشار په تنظیم کې ستر رول لوبوي.
د Afferent عصب شعبې د شزن او قصباتو، ان د اسناخو اپیتیلیم پورې رسېدلي او هم د ریوي شریان او وریدو لویو شعبو او د حشيوي پلورا په عضلي پوړ کې موجود دي ؛ خو Efferent اعصاب یوازې قصبي عضلاتو- غدو- شریانو او وریدو کې موجود وي.
[1] HISTOLOGY
[2] Trachea
د تنفسي جهاز[1] فزیالوجي
تنفسي سیستم د سږو، مرکزي عصبي سیستم (CNS) د سینې د جدار (دیافراګم او بین الضلعي عضلي) او د سږو د دوران څخه عبارت دی.
مرکزي عصبي سیستم د سینې د جدار فعالیت کنټرولوي اود تنفسي سیستم د پمپ Pump په شان رول لوبوي.
د تنفسي سیستم د پورتنیو ټولو برخو ګډ فعالیت په سږو کې د وینې د غازاتو د تبادلې[2] عمل سر ته رسوي، د تنفسي سیستم د هرې برخې خرابی او بدلون د تنفسي سیستم د وظیفوي خرابوالي لاملېږي، چې عموماً په لاندې درې برخو ویشل کېږي.
۱: – د ونټیلیشن خرابوالی
۲- د سږو د دوران خرابوالی
۳- د سږو د غازاتو د تبادلې خرابوالی.
تنفس[3]
د بدن ټولو ژوندیو حجرو ته د اکسیجن رسول او د حجرو څخه اضافي کاربن ډای اکسایډ[4] ایستل، د تنفس لومړنۍ دنده ده؛ یعنې د تنفسي او قلبي وعایي جهازو په واسطه د بدن د انساجو ټولو حجرو ته کافي مقدار شریاني وینه رسول کېږي، چې یوازې سږي دا دنده سرته نشي رسولای؛ بلکه یو شمېر فزیالوجیک وتیری په ګډه پکې برخه اخلي.
۱- د بدن د ټولو انساجو حجرو څخه ګډه وریدي وینه، چې د اکسیجن مقدار یی ټیټ او د کاربن ډای اکسایډ مقدار یې لوړ وي، د زړه ښي اذین او بطین ته راوړل کېږي.
۲- ګډه شوې وریدي وینه د ښي زړه په واسطه د ریوي شریان او د سږو شعریه رګونو په واسطه د سږو د اسناخو په حذا کې د تنفس شوې هوا په تماس راځي، کافي مقدار اکسیجن اخلي او اضافي کاربن ډای اکسایډ ورکوي او وریدي وینه په شریاني وینه بدلېږي.
۳- دزړه کیڼ اذین، بطین او د ابهر له لارې د بدن د انساجو ټولو حجرو ته د هغوی د اړتیا په اندازه کافي شریاني وینه رسول کېږي.
۴- د انساجو د حجرو او د شعریه رګونو په وینه کې د اکسیجن او کاربن ډای اکسایډ ترمنځ بدلون صورت نیسي.
د پورتنیو څلورو فزیالوجیک وتېرو څخه لومړی – درېیمه او څلورمه فزیالوجیک وتیره د قلبي وعایي جهاز بنسټیزې دندې دي، یوازې دویمه وتیره د سږو لومړنۍ دنده ده، چه د یو شمېر نورو وتېرو پواسطه سرته رسول کېږي.
۱- ونتیلیشن یا تهویه[5]:
د یو لړ میخانیکیتونو په ګډون یو مقدار کافي ازاده هوا له بهره د شهیق پرمهال د سږو اسناخو ته په ثابت او دوامدار ډول وړل کېږي او په مساوي او متناسب ډول د سږو په میلیونو اسناخو کې ویشل کېږي او د زفیر پرمهال بېرته اطراح کېږي.
د ونتیلیشن کلمه د تنفسي هوا حجم او توزیع (Volume, Distribution) دواړه رانغاړي.
۲- نفوذ[6]:
د سږو د سنخي شعریوي (الویولرکپیلر) پردې څخه د اسناخو د هوا او شعریه رګونو د وینې د غازاتو د قسمي فشار د توپیر له کبله، د اکسیجن او کاربن ډای اکسایډ تېرېدو او بدلون څخه عبارت دی.
عموماً د الویلر کپیلر ممبران خرابولای او په لوړو ارتفاعاتو کې هستوګنه د ډیفیوژن وتیره خرابوي او د هایپوکسیمیا لامل کېږي، چې د تداوي پواسطه اصلاح کېږي.
[1](. Belance)
[2] (exchange)
[3] Respiration
[4] (CO2)
[5] VENTILATION
[6] DIFFUSTION:
۳- پرفیوژن[1]:
د سږو ټولو برخو ته د سږو د شعریوي وینې یوشان رسېدو او جریان څخه عبارت دی؛ یعنې پوره ګډه شوې وریدي وینه، په کافي مقدار او نسبتاً مساوي ډول، د سږو ټولو اسناخو ته د غازي تبادلې لپاره رسول کېږي.
باید وویل شي، چې د تنفس هر سایکل د شهیق[2] او زفیر[3] څخه عبارت دی، چې په روغو او نارمل خلکو کې د شهیق تازه هوا او د زفیري اطراح شوې هوا حجم تقریباً مساوي دی.
په یوه دقیقه کې دوه سوه پنځوس میلي لیتر اکسیجن جذب او دوه سوه پنځوس میلي لیتره کاربن ډای اکسایډ اطراح کېږي.
پزه؛ خوله، بلعوم، حنجره، شزن، قصبات او قصیبات د هوایي لارې انتقالي برخې دي. د غازاتو تبادله یوازې په اسناخو کې کېږي.
[1] PERFUSION
[2] inspiration
[3] Expiration
د تنفسي هوا حجم
۱- د نارمل تنفس ډوبوالی[1]:
د هغه مقدار هوا څخه عبارت دی، چه د عادي او نارمل تنفس پرمهال سږو ته ننوځي او راوځي. څرنګه چې روغو خلکو کې د عادي شرایطو لاندې د تنفس متوسط شمېر په یوه دقیقه کې ۱۴-۱۱ ځل منل شوی دی؛ نو تل که تاېدل والیوم د تنفس شمېر کې ضرب شي؛ نو د یوې دقیقې حجم ښيي.
۲- د ذخیروي شهیقي هوا حجم[2]:
هغه اعظمي مقدار هوا ده، چې د استراحت پر مهال د سږو عادي شهیق د ختمېدو څخه روسته سږو ته ورننوځي.
۳- ذخیروي زفیري حجم[3]:
هغه اعظمي مقدار هوا ده، چې د عادي او نارمل زفیر تر ختمېدو روسته له سږو څخه وایستل شي.
هغه کم مقدار هوا ده، چې د اجباري او اعظمي زفیر په پای کې سږو کې پاتې کېږي.
د سږو ظرفیت[4]
د سږو ظرفیت په څلورو برخو ویشل کېږي- چې هر یو ظرفیت د سږو دوه یا څو لومړني حجمونه رانغاړي.
۱- د سږو ټول ظرفیت[5]:
د هغه اعظمي هوا حجم دی، چې د اعظمي او اجباري شهیق په اخر کې سږو کې ځای لري.
۲- حیاتي ظرفیت[6]:
د هغه اعظمي هوا حجم دی، چې له جبري شهیق څخه روسته د اجباري زفیر پواسطه د سږو څخه وایستل شي.
۳- شهیقي ظرفیت[7]:
د هغه اعظمي هوا حجم دی، چې د زفیر تر ختمېدو روسته د جبري شهیق پواسطه سږو ته داخل شي.
۴- د وظیفوي پاتې هوا ظرفیت[8]:
د هغه مقدار هوا حجم دی، چې د عادي ذفیر په پای کې سږو کې پاتې کېږي. ( ددې کبله چې د استراحت حالت کې د شهیق اخر د زفیر د اخر څخه لږ بدلون مومي او دا یوه اساسي کرښه منل شوی. FRC=RV+ERVچې د Helium dilutionپواسطه ټاکل کېږي.
[1] Tidal volume
[2] Inspiratory Reserve Volume
[3] Expiratory Reserve Volume
[4] LUNG CAPACITY
[5] Total Lung Capacity
[6] Vital Capacıty
[7] Inspiratory Capacıty
[8] Functıonal Residual Capacity(FRC)
۵– مړه تنفسي هوا[1]:
روغ وګړی په هر شهیق او زفیر کې تقریباً ۴۵۰ میلي لیټره هوا سږو ته ننباسي او راباسي. د هر زفیر په پای کې د اسناخو د هوا او د سږو د شعریوي رګونو د وینې د غازاتو قسمي فشار تقریباً مساوي وي. د زفیر پر مهال د اسناخو د ۴۵۰ ميلي لیټره هوا څخه تقریباً ۱۵۰ میلي لیټره هوا د تنفسي جهاز انتقالي برخه کې پاتې او د پرله پسې شهیق پر مهال تقریباً ۳۰۰ میلي لیټره تازه هوا سره بېرته اسناخو ته داخلېږي؛ یعنې د ټولې ۴۵۰ میلي لیټره ننووتې هوا څخه یوازې نوې او تازه هوا، د اسناخو د غازاتو په بدلون کې برخه اخلي او هغه زړه او د پخواني شهیق پاتې هوا، چې د زفیر پر مهال د تنفسي جهاز انتقالي برخو کې وه، د اسناخو د غازاتو بدلون کې هېڅ ونډه نه لري او دا د اناتومیک مړې هوا Anatomical Dead Space په نامه یادېږي او د اناتومیک مړې هوا اندازه کول آسان کار نه دی. نظر په عمر – جنس او نورو فکتورو توپیر کوي؛ خو د Rad ford. د اټکل له مخې، د هر سالم کاهل اناتومیک مړه هوا تقریباً د هغه د وزن (په پونډ) په برابر فکر کېږي. همداراز ځينې وخت د ځينو اسناخو یو څه هوا د سږو د شعریوي رګونو د خرابوالي له لامله مستقیماً د وینې په تماس نشي راتللای او بې له دې، چې د وینې د غازاتو تبادله صورت ونیسي- تهویې پواسطه دننه او دباندې کېږي، چې داسې هوا د اسناخو مړې هوا[2] په نامه یادېږي؛ ځکه د سږو انتقالي برخو کې نه وي؛ بلکې د اسناخو منځ کې وي. ځينې وخت د فزیالوجیک مړې هوا په نامه هم یادېږي، چې دا یو غلطه اصطلاح او تل پتالوجیک وي؛ خو څرنګه چې د فزیالوجستانو لخوا پېژندل شوی؛ نو تر اوسه هم، په همدغه نوم یادېږي.
د سږو هایپوونټیلیشن[3]
که د سږو تهویه د بدن د استقلاب فعالیتونو او وتېرو سره سم وریدي وینه، په لازم ډول په شریاني وینه بدله نشي؛ نو کړلای او اضافي استقلابي کاربن ډای اکسایډ، له وینې څخه ونشي ایستلای، چې دا د هایپو ونټیلیشن سندروم په نامه یادېږي – چه دا د انیمیا د سندروم په څېر نه عرض او نه رنځ دی؛ بلکې یو سندروم دی، چې خرابه تهویه او تهویې توزیع او د پرفیوژیون ټولې وتیرې پکې برخه اخلي.
۱- د تنفسي مرکز انحطاط: چه ډېری د عمومي انستیزیا- مارفین او باربیتورات د لوی ډوز کارول، دماغي ترضیض، د قحف د دنني فشار لوړوالی- اوږدې انوکسیا دماغي ایسکیمیا اویا د کاربن ډای اکسایډ د لوړ غلظت له کبله منځ ته راځي.
۲- د بېلابېلو لاملونو له کبله تنفسي عضلاتو ته د عصبي عضلي یا عصبي انتقال خرابوالی.
الف- انتان یا انفکشن؛ لکه پالیو میالایتس- د محیطي عصب التهاب.
ب- د عصبي عضلي لارو بلاک کونکیو درملو کارول؛ لکه: Succinylcholine, Decamethonium , curare.
ج- خبیثه میاستینیا، بوتولزم او د نیکوتین تسمم او همداراز د شوکي نخاع تروماتیک افت.
۳- پخپله د تنفسي عضلاتو رنځونه.
۴- د سینې د حرکاتو تحدېد او کموالی: لکه په امفیزیما، سکلیرودرما د سینې سوِءتشکل، د حجاب حاجز جګوالی او ارترایتس.
۵- د سږو د حرکاتو تحدېد: لکه پلورل ایفیوژن او یا نوموتورکس کې.
۶- د سږو او قصباتو رنځونه.
الف- د سږو د نسج وظیفوي کموالی؛ لکه په نمونیا، تومور او Atelectasis کې.
ب- د سږو د نسج د پراخېدو کمولای؛ لکه احتقانی یا Congestive اوConstrictive رنځوري.
ج- د تنفسي جهاز د پورتنۍ او کښتنۍ برخې انسدادي افتونه؛ لکه تومورونه.
نسبتاً دوامداره هایپووینتلیشن تل د هایپوکسیا- هایپرکپنیا او تنفسي اسیدوزس لاملېږي، چې د نستباً خالص اکسیجن د تنفس او اسناخو ونټیلیشن پواسطه اصلاح کېږي.
د سږو هایپرونتلیشن:
د بدن د وینې د اکسیجن او کاربن ډای اکسایډ د نارمل قسمي فشار د ثابت ساتلو څخه د ډېر مقدار هوا تهویې ته هایپرونټیلیشن ویلای شو.
۱- ستړیا یا Anxiety چه حاد یا مزمن کېدای شي.
۲- عصبي دورانی استینیا.
۳- د مرکزي عصبي سیستم افتونه: لکه د مننجایټس- انسفالایټس ځينې ټاکلې بنې- دماغي نزف- او ترضیض چې ښايي د تنفسي مرکزي میخانیکیت د تنبیه کېدو له لامله وي.
۴- هورمون او درمل: اپي نفرین- د ښځو ځينې جنسي هورمونونه؛ لکه پروجسترون- انلپتیک درمل- د سالیسلات لوی ډوز، چې ټول مرکزي اغېز لري.
۵- د متابولزم ډېر والی: تبه- هایپرتایرویدزم او په تودو اوبو کې لمبل ښايي د متابولزم د لوړتیا او تنفسي الکلوزیس لامل شي.
د ګرام منفي بکتریمیا ځنې معین شکلونه، ، ان بې له تبې هم د هایپرونټیلیشن لامل کېږي.
۶- هایپوکسیا: د اکسیجن دقسمي فشار ټیټوالی هم د هایپرونټیلیشن د تنبیه کېدو لامل کېږي.
۷- اسیدوزیس: میتابولیک اسیدوزیس د اسناخو تهویه لوړوي.
همداراز ریوي عکسې-مفصلي عکسې، هایپوونتلیشن او درد د هایپوونتلیشن لامل کېدای شي.
لنډیز: د ازادې هوا سره هایپوونتلیشن د انوکسیمیا او کاربن ډای اکسایډ د تراکم او تنفسي اسیدوزیس لامل کېږي.
د اکسیجن سره هایپوونټیلیشن یواځې د کاربن ډای اکسایډ تراکم او تنفسي اسیدوزیس منځ ته راوړي.
د هوا سره هایپرونټبلیشن تنفسي الکوزیس او وینه کې لږ څه د اکسیجن ډېر والی پیدا کوي.
لکه چه مخکې وویل شول، د هوايي ونټبلیشن له کموالي څخه انوکسیمیا او د کاربن ډای اکسایډ ډېر والي یا تراکم او تنفسي اسیدوزېس پیدا کېږي؛ خو په داسې حالاتو کې سملاسي د بدن معاوضوي میخانیکیتونه په کار پیل کوي.
که څه تر اوسه د تنفسي مرکز اناتومیک موقعیت پوره معلوم ندی؛ خو په حیواناتو کې د ځینو تجربو له مخې، د تنفسي مرکز فزیالوجیک موقعیت یوه برخه په حلقوي حدبه[4] او بله برخه په مخېخ[5] کې منل شوې ده.
د ۱۹۳۰ کال څخه راپدې خوا پوره څرګنده ده چې د ثباتي[6] او ابهري اجسامو[7]په حذا کې ځینې کیمیاوي رسپتورونه[8] چې د وینې د اکسیجن د سویې د راټیټوالي پر وړاندې حساس دي، وجود لري. د ثباتي جسم او ثباتي جیوبو د اخذو جوړښت او د عمل طرز سره هم توپیر لري.
په ثباتي جیوبو کې میخانیکې اخذې[9] چه د رګونو د جدار د بدلون پر وړاندې حساس دی او په ثباتي اجسامو کې کیمیاوي اخذې چې د وینې ځنې معینو کیمیاوي بدلونو مقابل کې حساس دی وجود لري.
[1] Respiratory Dead Space
[2] Alveolar dead space
[3] Pul. Hypoventilation
[4] Pone
[5] Medulla
[6] (carotidBodies)
[7] (Aortic Bodies)
[8] (Chemoreceptors)
[9] (Mechanoreceptor’s)
همداراز ابهري اجسام د کیمیاوي اخذو لرونکې دی، چې د ابهري قوس او ریوي شریان ترمنځ وجود لري، دا اخذې د تنفسي مرکز له لارې د سږو ونټیلیشن کنټرولوی.
انوکسیمیا – د کاربن ډای اکسایډ تراکم او د وینې د PH کښته والی درې واړه د پورتني اخذوي مرکزي میخانیکیتو سره سم په معاوضوي ډول د سږو د ونټیلیشن د ډېرېدو لامل کېږي. انوکسیمیا د تنفس شمېر او ژوروالی دواړه ډېر وی- خو دا اخذې ډېری حساس ندی.
همداراز د شریاني وینې د کاربن ډای اکسایډ د قسمي فشار لوړوالی مستقیماً د تنفس مرکز تنبیه کوي او د تنفس د عمق او ونټیلیشن د ډېرېدو لامل کېږي. باید تل مو په زړه وي چې ټولې مسکنې او انستتیک درمل، لږ یا ډېر د تنفسي مرکز د انحطاط لامل کېږي.
د تنفسي مرکز حالت او څرنګوالی د تنفسي مرکز مرسله اعصابو اود تنفسي عضلاتو د الکتریکې فعالیت د ټاکلو پواسطه اندازه او ازمېښت کېدای شي. د زړه او سږو ځينو رنځوريو؛ لکه د زړه احتقاني بې کفایتي[1] او د سږو Restrictive رنځوريو کې شاید د شریاني وینې د کاربن ډای اکسایډ قسمي فشار کښته وي، چې باید حتماً رنځور هایپوونټیلیشن ولري، چې دا هایپوونټیلیشن شاید بیله کاربن ډای اکسایډ قسمي فشار د لوړوالي څخه د جلا کوم بل میخانیکیت له کبله پیدا شوی وي.
د وینې د PH ټیټوالی یا اسیدوزېس هم د تنفس د عمق او سنخي ونټیلیشن د ډېر والي لامل کېږي، چې ددې ابتیک یا کلیوی اسیدوزېس رنځورانو د Kussmaul تایپ تنفس یې غوره مثال دی.
[1] (CHF)
نامساوي ونتیلیشن[1]
که څه هر سږی تقریباً د ۳۰۰، ۰۰۰، ۰۰۰ اسناخو لرونکی دی، چې ددې اسناخو حجم او پراخېدو ځواک سره یو شان دی؛ خو، ان په نورمال سالم وګړي کې هم د اسناخوتهویه سره بیخی مساوي او یو شان نده. د سږو په ډېری رنځورانو کې د اسناخو ونټیلیشن د سږو بېلابېلو برخو کې په نامساوي ډول صورت نیسي، چې اکثرا د سږو د بې کفایتۍ لامل کېدای شي.
په نورمال حالت کې ښی سږی ۵۵٪ فیصده اوچپ ۴۵ فیصده د ټولی تهویې اود بدن د اکسیجن د تهیه کولو مسؤلیت په غاړه لري؛ نو د مثال په ډول که د ښي سږي وونټیلیشن ۵۵ فیصده؛ خو د اکسیجن مصرف O2 Consumption صفر یا لس وي؛ نو د ښي سږی د نورمال تهویې او د نفوذ د وتیری په پوره خرابوالي دلالت کوي.
نامساوي ونټیلیشن اکثراً د هایپوکسیا لامل کېدای شي-؛ خو څرنګه چه د کاربن ډای اکسایډ نفوذیه ځواک ډېر لوړ دی؛ نو د معاوضوي هایپرونټیلیشن له کبله د کاربن ډای اکسایډ تراکم نه لیدل کېږي.
[1] UNEVEN VENTILATION
شرط ندی، چې نامساوي ونټیلیشن یوازې په یو سږي کې وي- کېدای شي په دواړو سږو کې په منتشر ډول ولیدل شي.
۱- په موضعي ډول د سږو د الاستیک الیافو د شمېر یا د الاستیکي ځانګړنې کموالی (؛ لکه پر مخ تللی امفیزیما کې).
۲- د هوايي لارو موضعي او یا ځای په ځای بندوالي کې؛ لکه په استما او یا د سږو سیست کې.
۳- د لومړي او دویم دواړو لاملونو ګډون؛ لکه انسدادي امفیزیما، C. O. P. D.
۴- د بېلابېلو لاملو له مخه په موضعي ډول د سږو د پراختیا او انبساطي خاصیت بدلون؛ لکه اسناخو یا د سږو انترستیشیل مسافو کی د مایع یا اګسودات ټولېدل.
DIFFUSION
د سنخي هوا او د سږو د شعریوي کیپلر وینې ترمنځ د غازاتو بدلون د یوې پاسیفې یا منفعلې فزیکې وتیری پواسطه صورت نیسي، چې دا د غازاتو اطراح کومه فعاله وتیره نه ده دا کار د تنفسي عضلاتو(د اسناخو تهویه) او د زړه د ښی بطین(د ریوي وینې جریان) پواسطه سرته رسي.
په انسانانو کې د ډيفیوژن وتیری مقداری ټاکل د سږو د ډيفیوژن د ظرفیت د ټاکل پواسطه کېدای شي. په نورمال او سالمو خلکو کې د شهیق[1] هوا د اکسیجن O2 مالیکول د ډيفیوژن وتیری پواسطه د سنخي شعریوي غشا څخه چه ۰، ۱ میلي مایکرون پېړوالی لري(د سنخي غشا بین الخلالي مایع، شعریوي غشا، اندوتلیم پلازما اود سرو کرویاتو جدار) تیر او د وینې د سرو کرویاتو هیموګلوبین سره د کیمیاوي تعاملو پواسطه یو ځای کېږي او همداراز په برعکس استقامت د شعریوي ګډې شوې وریدي وینې څخه کاربن ډای اکسایډ شعریوي سنخي غشا څخه د اسناخو پر لور وځي؛ نو پدی اساس باید غاز پلازما کې د سرو کرویاتو په تماس راشي او هم د سرو کرویاتو جدار څخه تیر او هیموګلوبین سره د یو ځای کېدو قابلیت ولري.
[1] (Inspiration)
شرط ندی، چې نامساوي ونټیلیشن یوازې په یو سږي کې وي- کېدای شي په دواړو سږو کې په منتشر ډول ولیدل شي.
۱- په موضعي ډول د سږو د الاستیک الیافو د شمېر یا د الاستیکي ځانګړنې کموالی (؛ لکه پر مخ تللی امفیزیما کې).
۲- د هوايي لارو موضعي او یا ځای په ځای بندوالي کې؛ لکه په استما او یا د سږو سیست کې.
۳- د لومړي او دویم دواړو لاملونو ګډون؛ لکه انسدادي امفیزیما، C. O. P. D.
۴- د بېلابېلو لاملو له مخه په موضعي ډول د سږو د پراختیا او انبساطي خاصیت بدلون؛ لکه اسناخو یا د سږو انترستیشیل مسافو کی د مایع یا اګسودات ټولېدل.
DIFFUSION
د سنخي هوا او د سږو د شعریوي کیپلر وینې ترمنځ د غازاتو بدلون د یوې پاسیفې یا منفعلې فزیکې وتیری پواسطه صورت نیسي، چې دا د غازاتو اطراح کومه فعاله وتیره نه ده دا کار د تنفسي عضلاتو(د اسناخو تهویه) او د زړه د ښی بطین(د ریوي وینې جریان) پواسطه سرته رسي.
په انسانانو کې د ډيفیوژن وتیری مقداری ټاکل د سږو د ډيفیوژن د ظرفیت د ټاکل پواسطه کېدای شي. په نورمال او سالمو خلکو کې د شهیق[1] هوا د اکسیجن O2 مالیکول د ډيفیوژن وتیری پواسطه د سنخي شعریوي غشا څخه چه ۰، ۱ میلي مایکرون پېړوالی لري(د سنخي غشا بین الخلالي مایع، شعریوي غشا، اندوتلیم پلازما اود سرو کرویاتو جدار) تیر او د وینې د سرو کرویاتو هیموګلوبین سره د کیمیاوي تعاملو پواسطه یو ځای کېږي او همداراز په برعکس استقامت د شعریوي ګډې شوې وریدي وینې څخه کاربن ډای اکسایډ شعریوي سنخي غشا څخه د اسناخو پر لور وځي؛ نو پدی اساس باید غاز پلازما کې د سرو کرویاتو په تماس راشي او هم د سرو کرویاتو جدار څخه تیر او هیموګلوبین سره د یو ځای کېدو قابلیت ولري.
په عمومي ډول د سنخي شعریوي غشا سطح ۹۰ مربع متره، چې د بدن د باندنی عمومي سطحي پنځوس برابره ده اټکل کېږي.
د ډيفیوژن اندازه د اسناخو او د پلازما د کاربن مونواکساېد او اکسیجن د قسمي فشارتفاضل، د نوموړې غشا نسجي پېړوالی، د ډيفیوژن د سطح او د غشا د نسجي خواصو او د نفوذیه قابلیت پورې اړه لري.
د منځني عمر انسانانو سږو کې نږدې درې سوه ملیونه (300,000,000) الویولو او ۲۸۰ بلیون د سږو کپیلیر یا شعروي رګونو د شتون اټکل کېږي، چې د هر یو الویول د پاره نږدې یو زر(۱۰۰۰) کپیلیر موجود دي . پدې ترتیب د غازاتو د تبادلې یا دیفیوژن د پاره ۵۰ تر ۱۰۰ مربع متره الویلر کپیلیر سطح وجود لري. هر الویول ۲۵۰mµملی مایکرون قطر لري. په ځينو رنځي حالتو کې سنخي غشا او شعریوي غشاوي په یوازې یا په ګډه دواړه پېړېدلای شي او هم دا دواړه غشا د بین الخلالي ازیما مایع او اګسوداتو[2] پواسطه یوله بله لرې کېدای شي. او هم یې په منځ کې فایبروزي نسج ځای نیولای شي. همداراز په اسناخو کې ازیماوي مایع یا اګسودات لیدل کېدای شي؛ نو هر رنځي حالت چې هرڅومره د اسناخو څخه تر سرو کرویاتو پورې د اکسیجن لاره اوږده کړي د ډيفیوژن اندازه او ظرفیت کموي.
همداراز په ځینو رنځي حالاتو کې د یو شمېر شعریه رګونو یا اسناخو له منځه تلل، د ډيفیوژن د سطح د کمېدو له کبله د ډيفیوژن ظرفیت کموی( د سږو امفیزیما، د سږو امبولی، جراحي عملیات).
همداراز ځینو حالاتو کې د ډيفیوژن ظرفیت که څه د سنخي، شعریوي غشا پېړوالی د ۰، ۱ میکرون څخه کم کېدلای نشي ډېرېږي. (فعال دوران کې د شعریه رګونو ډېرېدل او توسع او د وظیفوي اسناخو د قابل نفوذیه سطح ډېروالی) د ډيفیوژن کموالی اکثراً د هایپوکسیا لامل کېږي؛ خو داچې د کاربن ډای اکسایډ نفوذیه ځواک تقریباً د اکسیجن څخه شل ځل ډېر دی، کاربن ډای اکسایډ د تراکم لامل نه کېږي او که د ډيفیوژن خرابوالی دومره ډېر وي، چې د کاربن ډای اکسایډ د تراکم لامل شي، په داسې حال کې ښايي هېڅ اکسیجن د وینې په لورتیر نشي، چې په داسې وخت کې البته ژوند هم ګران دی.
[1] (Inspiration)
[2] Exudate
د سږو د وینې دوران
په نورمال حالت کې سږو ته د دوه سیستمو لخوا وینه راځي:
۱- د ریوي شریان وینه: چې د زړه د ښي بطین لخوا د ریوي شریان پواسطه راوړل کېږي، وینه د کوچنیو شریانو روسته شعریه رګونو ته ځي، بالاخره کوچنیو وریدو کې راټولېږي اود سږو د وریدو پواسطه د زړه په چپ ازین کې اچول کېږي.
چه پدې اساس د زړه ښی بطین ته (پمپ) او ریوي شریان او د سږو کوچني شریانو ته د سږو د شعریه رګونو تقسیم کونکی سیستم او کوچنیو ورید و او لویو وریدو ته جمع کونکی سیستم وایي. عموماً د سږو د شعریه رګونو د وینې جریان مقاومت او فشار ډېر کښته دی، چې په دې ډول اسناخو او بین الخلالي مسافو کې د ترانسودات او مایع ټولېدو څخه مخنیوی کوي.
د سږو د دوران وظیفوي برخه د شعریوي رګونو بستر دی- چې په نورمال ډول په هره شیبه کې یوازې ۷۵-۱۰۰ میلي لیټره وینه پکې موجوده وي، چې دا وینه په مینو نریو رګونو کې چې د جدار پېړوالی یې ۰، ۱ میکرون څخه کم او ټوله سطح یې ۵۰ مربع متره او د بدن عمومي سطح ۳۰ برابره اټکل شوې خپره وي. د شعریه رګونو بستر د انبساط او پراخوالي وړ دی، د همدې خاصیت له مخه یې لدې کبله چه فشار یې په کافي اندازه د کولوېدل اسموتیک فشار څخه لوړ او د سږو د ازیما لامل نشي، په هره دقیقه کې ورته ۳۰ لیتره وینه پمپ کېدای شي، د سږو د وینې حجم د هغه مقدار وینې حجم څخه عبارت دی، چې د سږو د ریوي شریان د پیل څخه تر د سږو د وریدو د ختم پورې برخو کې ځای لري، چې په سالمو خلکو کې تقریباً ۹۰۰ میلي لیټره اټکل شوې، د سږو رنځورانو د تشخیص پر مهال د سږو د دوران د ازمېښت لپاره پر لاندې ټکیو پوهېدل مهم دي.
۱- فشار:
الف- د رګ دنننه فشار : په هره برخه کې د اتموسفریک فشار په نسبت د شریان د منځ (Lumen) د وینې حقیقي فشار څخه عبارت دی.
ب- Trans mural Pressure: د شریان د منځ(Lumen) او د محیط د فشار د تفاضل اوتوپیر څخه عبارت دی.
ج –Driving Pressure: د رګونو د یوې برخې او بلې برخې د فشار د تفاضل څخه عبارت دی.
د مثال په ډول که د ریوي شریان متوسط فشار ۱۵ میلي متر سیماب او د چپ ازین متوسط فشار پینځه میلي متره سیماب وي؛ یعنې:
Driving Press=15-5=10mmHg کېږي.
د سږو وعایي فشار لوړوالی څخه اکثراً لومړی د سږو اذیما( اسناخو کې د ترانسودات مایع ټولېدل) منځ ته راځي، چې تل د شعریه رګونو په حذا کې صورت نیسي او هېڅکله د وریدو یا شریانو حذا کې نه پیدا کېږي.
دویم – د ریوي رګونو د فشار لوړوالی او د ښي زړه عدم کفایې منځ ته راتلو کې هایپوکسیا هم ستر رول لوبوي.
۲- مقاومت:
RISSISTANC= DRIVING PRESSURE
PUL. BLOOD FLOW
په ډېرو ریوي رنځوريو کې د سږو مجموعي مقاومت د کوچنیو شریانو، وریدو او شعریه رګونود فشار د لوړېدو څخه منځ ته راځي؛ لکه:
۱- د رګونو د بندوالي یا انسداد (ترومبوز یا امبولي).
۲- د وعایي جدار خرابوالی(سکلريروزس ) اندوارترایتس پالي ارترایتس او سکلیرودرما.
۳- اوبلیتراتیف یا تخریبي رنځوري؛ لکه امفیزیما.
۴- انفتراتیف رنځوري: لکه ریوي تومورونه.
۳- د ریوي وینې جریان یا Pul. Blood Flow. -د Fick متود په طریقه
Bl.Flow=(0.2uptake(ml/min))/(A.V.Difference for O2(ml/min))
د سږو د وینې جریان د فزیکي فعالیت، تبې، انیمیا، انوکسیمیا، هایپرتایروېدزم او شریاني وریدي شنټ په حالت کې ډېرېږي.
باید په یاد ولرو، چې په سږو کې د ریوي شریان وینه د کيڼ بطین د دهاني (output)۹۶-۹۸ ٪ تشکيلوي- او لومړنی دنده یې د تنفسي غازاتو بدلون دی.
ښکاره شواهد موجود دي ، چې د ولاړې په حالت کې د ریوي شریان وینه د سږو ټولو برخو ته یو شان نه ځي –؛بلکه د سږو په قاعدو کې نسبت څوکو یا زروو ته د تهویې په تناسب وینه ډېره ځي؛ البته د ملاستې او د استراحت په وضعیت کې دا توپیر څه نا څه له منځه ځي، څرنګه چې د عادي شرایطو لاندې د ټولو سږو د یوې دقیقې تهویه ځلور لیټره او د ټولو سږو د شعریه اوعیه و د یوې دقیقې د وینې جریان پنځه لیتره اټکل شوې؛ نو ونټیلیشن او د پرفیوزیون ترمنځ تل لاندې نسبت موجود وي.
چې البته د دې نسبت خرابوالي څخه تل انوکسیمیا پیدا کېږي.
چې د ابهر د یوې څانګې پواسطه- سږو ته راوړل کېږي، که څه، شعریه رګونه د اسناخو حذاوته رارسېدلی؛ خو په نورمال او عادي حالتو کې لومړنۍ دنده یې د قصبي تشجراتو تغذي او اروا ده؛ البته څه وخت چې د ریوي شریاني شعریه رګونه که په کافي اندازه له منځه تللي وي، هغه وخت کې دا سیستم هم، څه نا څه د غازاتو د بدلون دنده په غاړه اخلي.
داسې ستم د کيڼ بطین د دهاني Out Put د سلو څخه ۲-۴ برخه تشکيلوي او وریدي وینه یې د ریوي وریدو پواسطه کيڼ ازین کې اچول کېږي[1].
ANATOMIC SHUNTS
اناتومیک شنټ د وعایي کانال څخه عبارت دی، چې ددې کانال په واسطه ګډه وریدي وینه بې له دې، چې د اسناخو په حذا کې د اکسیجن په تماس راشي او د وینې د غازاتو بدلون صورت ونیسي، شریاني وینه کې اچول کېږي او پدې ډول د شریاني وینې د اکسیجن د اشباع درجه کښته ځي- کاربن ډای اکسایډ د معاوضوي هایپرونټیلیشن پواسطه او داچې نفوذیه قابلیت یې ډېر ډېر دی، نارمل لیدل کېږي.
غیر نارمل شنټ په زړه- سږو او داسې نورو برخو کې پیدا کېږي. اکثر هیمانجوما[2] او داسې نور رنځي حالتونه د وریدي شریاني فستول په بڼه هم لیدل کېږي.
همداراز اناتومیک شنټ د زړه په ولادي نقصانو[1] د بین البطینی او بین الازینی د مستقیم ارتباط څخه منځ ته راځي. د وریدي شنټ او د شعریه رګونو د وینې غیر مساوي جریان د دواړو رنځو په پایله کې انوکسیمیا منځ ته راځي؛ خو توپیر یې دادی، چې د وریدي شریاني شنټ هایپوکسیا هېڅکله د خالص اکسیجن د تنفس پواسطه نه اصلاح کېږي- حال داچې نور ټول ډولونه هایپوکسیا د اکسیجن د تداوي په واسطه تصحیح کېدای شي.
ښودل شوې، چې که څه د ښی بطین د دهانی د سلو څخه ۲۰-۲۵٪ برخې وینه د شنټ له لارې څخه تیره شی؛ خو بیا هم د اکسیجن د تداوي څخه روسته کېدای شي، چې د وینې د اکسیجن مشبوعیت سل فیصده وي؛ نو لازمه ده، چې د شنټ د لټولو لپاره د وینې د اکسیجن مشبوعیت د اکسیجن قسمي فشار او منحل اکسیجن هم وټاکل شي.
د هایپوکسیمیا Hypoxemia میخانیکیت
باید تل مو په یاد وي، چې د لاندې څلورو قلبي ریوي رنځي میخانیکیتونو له کبله هیاپوکسیسما پیدا کېدای شي.
۱- د اسناخو هایپوونټیلیشن
۲- د ډیفیوژن خرابوالی
۳- د ونټیلیشن پرفیوژن د نسبت خرابوالی
۴- اناتومیک شنټ یا د Right to left shunt.
یوازې هایپووونټیلیشن د کاربن ډای اکسایډ د تراکم لامل کېږي او هم یوازې د اناتومیک شنټ هایپوکسیمیا هېڅکله د اکسیجن د تداوي په واسطه نه تصحیح کېږي.
عموماً تر څو چې د شریاني وینې د اکسیجن قسمي فشار 45 میلی متر مرکیور څخه ټیټ نشي، د هایپوکسیمیا کلنیکي اعراض نه لیدل کېږي.
[1] (defect)
[2] (Hemangioma)
د هایپوکسیمیا کلنیکي لاملونه:
الف- د ونتیلیشن او پرفیوژن ترمنځ د نسبت خرابوالی: – لکه COPD، قصبي استما اود سږو فایبروزس او ترومبو امبولیک رنځونه.
ب – د ښي خوا څخه کيڼ پلو ته شنټ R-To-L-Shunt:
۱- بې له جراحۍ څخه غیر قابل ارجاع افت: – لکه د زړه ځينې ولادي رنځورۍ؛ لکه په سږو کې د شریاني وریدي فستول[1] او د سږو ډېری وخیمې فایبروتیک رنځورۍ.
۲- د مطلق شنټ نسبتاً د ارجاع وړ لاملونه: – لکه Atelectasis، پلمونري امبولي، نمونیا، د سږو ادیما[2].
ج- هایپوونټیلیشن: – لکه Sedation یا د مسکنو او انحطاطي توکیو استعمال، مرکزي هایپوونتیلیشن او د سینې د جدار عصبي عضلي او Skeletal رنځورۍ.
د- د ډيفیوژن خرابوالی.
د وینې غازات[3]: پوهېږو، چې د سمندر پر غاړه ټول اتموسفریک فشار 760mmHg دی.
د ډالټن د قانون سره سم که په یوه لوښي کې د وچې هوا د حجم به اندازه خالص اکسیجن (O2) اندازه شي 760 mmHg فشار لري؛ نو په همدې اساس څرنګه چې د ازادې هوا 20. 93% اکسیجن او 0. 04% کاربن ډای اکسایډ او 79. 03% نایتروجن جوړوي؛ نو د هریوه قسمي فشار پدې ډول ټاکل کېدای شي:
PO2=760 x 20. 93%=159. 1 mmHg.
PCO2= 760 x 0. 04%=0. 3 mmHg.
PN2=760 x 79. 04%=600. 6 mmHg.
چې د ټولې هوا فشار د اکسیجن، کاربن ډای اکسایډ او نایتروجن د مجموعي فشار څخه عبارت دی. په لاندې جدول کې په هوا او د تنفسي جهاز په بېلابېلو برخو او وینه کې د غازاتو ټول او قسمي فشار ښودل شوی دی.
د شریاني وینې اکسیجن: په سږو کې د شریاني وینې سره اکسیجن د دوه لیارو څخه یو ځای او د بدن انساجو ته رسول کېږي.
الف -د وینې د پلازما د اوبو برخه کې د فیزیکې منحل په شکل: –
که د اکسیجن قسمي فشار 10mmHg وي؛ نو په هر سل میلي لیټر پلازما کې ۰، ۰۳ میلي لیټره اکسیجن حلېږۍ، چې البته د PO2 د هر لس میلي متر سیماب په ډېرېدو دوه ګرایه/چنده کېږي.
۲- د کيمیاوي ترکیب له لارې د سرو کرویاتو د هیموګلوبین سره د اوکسي هیموګلوبین په شکل یو ګرام نارمل هیموګلوبین (۱۰۰٪ مشبوع شوی وي) د 1. 34 ml اکسیجن سره د یوځای کېدو او کیمیاوي تعامل ظرفیت لري؛ نو که سل میلي لیټره وینې کې ۱۵ ګرامه نارمل هیموګلوبین وي (1. 3 x 15=20. 8 ml) د 20. 8 میلي لیټره اکسیجن سره یوځای کېدای شي.
څرنګه چې په یوه دقیقه کې پینځه لیتره وینه زړه ته رسي، که هیموګلوبین پوره (۱۰۰٪) مشبوع شوی وي 20. 8 mlx 5 Lit/Min= 3040 ml/Min؛ نو تقریباً ۱۰۴۰ میلي لیټره اکسیجن په یوه دقیقه کې انساجو ته رسول کېږي.
په نارمل حالاتو کې د بدن د انساجو د اکسیجن اړتیا په یوه دقیقه کې په متوسطه اندازه دوه سوه پنځوس 250ml ده؛ نو په نارمل حالاتو کې په بدن کې د اکسیجن کافي ذخیره موجوده وي.
دوینې د هیموګلوبین او اکسیجن په یوځای کېدو کې PO2 د اکسیجن Content د بدن تودوښه او د وینې PH اوداسې نور فکتورونه ستر رول لري. Fig. 6-3
په نارمل حالت کې د ځوانو کسانو د اکسیجن قسمي فشار (PO2) په PH=7. 40 کې اکثراً 95mmHg او د هیموګلوبین د اکسیجن د اشباع درجه (O2 Saturation)۹۷، ۵٪ وي. د شریاني وینې د اکسیجن Content مساوي دی په 19. 5=1. 34 x 15. 0x0. 968 او یا 195ml/Min دی. که د زړه دهانه (C. O) په یوه دقیقه کې پینځه لیټره وي؛ نو په یوه دقیقه کې د زړه لخوا 195 x5= 975 ml/min اکسیجن د بدن انساجو ته رسول کېږي.
باید په یاد ولرل شي، چې د بدن انساجو ته د کافي او ضروري O2 ترانسپورت برخه د O2 Content، د زړه دهانه[4] او د انساجو د حجرو لخوا شریاني وینې څخه د کافي مقدارO2 اخستل مهم فکتورونه دی.
د بدن د انساجو د حجرو د نارملو دندو د اجرا څخه د کافي مقدار اکسیجن اخستل ضروري او حیاتي رکن دی.
د شعریوي وینې څخه د انساجو د اوکسي هیموګلوبین څخه د کافي اکسیجن د جدا کېدو او اخستو په برخه کې د بدن د تودوښې درجه، د وینې د سرو کرویاتو MCH یا د هیموګلوبین علظت او عضوی فوسفات (D. P. G)، کاربن مونو اوکسېد، ابنارمل هیموګلوبین[1] او د وینې PH ستر اهمیت لري
[1] Met hemoglobin
[1] Pulmonary A-V-Fistula
[2] (Pulmonary edema)
[3] Blood Gases
[4] (C. O= Cardiac Output)
چې کله د شریاني وینې د اکسیجن مشبوعیت، د ۸۵٪ څخه تر ۷۵٪ ښکته شي، د بدن د نهایاتو شينوالی یا سیانوزېس لیدل کېدای شي.
د استراحت حالت کې د سالم انسان انساج د هر میلي لیتر شعریوي وینې څخه ۴-۵ میلي لیټره اکسیجن جلا کوي.
چې البته د فعالیت پر مهال د دې څخه څو برابره ډېر اخستلای شي.
د هیمو ګلوبین سره ترکیب شوې اوکسیجن په ملی لیتر
O2 Saturation = 100 X
اعظمي مقدار اوکسیجن چې د هیمو ګلوبین سره یوځای کېدای شي
د شریاني وینې اکسیجن O2 Content
د ټول منحل او هیموګلوبین سره یوځای شوي اکسیجن څخه عبارت دی.
لکه چه مخکې وویل شوه: هایپوونټیلیشن، نامساوي ونتیلیشن د تهویوي اود وینې د جریان د نسبت خرابوالی او د ډيفیوژن د خرابوالی او د وریدي شریاني Shunt څخه هایپوکسیمیا پیدا کېږي. هایپوونټیلیشن، د ډيفیوژن تحدېد، شنټ او د ونټیلیشن د نسبت خرابوالی د هایپوکسیمیا مهم لاملونه دي، چې د دې څلورو لاملونو څخه یواځې شنټ د اکسیجن د تطبيق پواسطه اصلاح کېدای نشي.
که هایپوکسیمیا څه نا څه اوږد وخت پورې دوام وکړي، تنفسي اسیدوزېس منځ ته راځي، چې د معاوضوي هایپرونټیلیشن له لارې د کاربن ډای اکسایډ د تراکم څخه مخنیوی کوي
د کلنیکي شواهدو له مخهؤ عموماً څه وخت، چې د شریاني وینې د اکسیجن قسمي فشار PO2 د 45 mmHg څخه ټیټ شي؛ نو د هایپوکسیمیا خرابې اغېزې لیدل کېږي. د سږو فشار لوړېږي، د زړه دهانه (C. O) ډېرېږي، د زړه د مایوکارد اود پښتورګو دندې مختل او د سودیم د احتباس لامل کېږي.
د مرکزي عصبي سیستم دندې هم مختل، اختلاجات[1] او د شعور خړپړتیا اود ماغ د دایمي وظیفوي خرابوالي شونتیا او د Anaerobic میتابولزم د منځ ته راتللو چانس ډېرېږي او دماغي خړپړتیا او د رویت او قضاوت ځواک کې بدلون پیدا کېږي.
په مزمنه هایپوکسیمیا کې د معاوضوي میخانکت په بنیاد د تنفس عمق او شمېر ډېر او سیستولیک او دیاستولیک دواړه فشارونه لوړ او پالی سایتیمیا منځ ته راځي، د سږو وخیمو مزمنو انسدادي رنځورانو کې تر PO2=30mmHg ان تر PO2=20mmHg پورې هم زغمل کېږي، چې په داسې رنځورانو کې په چټکۍ د O2 پواسطه د هایپوکسیمیا تصحیح او تداوي کول معقول کار نه دی او باید له ډېر احتیاط څخه کار واخستل شي.
نوټ: – د وینې د غازاتو فشار د سمندر د سطح په پرتله په لوړو ارتفاعاتو او هسکو غرنو کې مځکو کې د ځینو فزیالوجیک غبرګونونو د مخه توپیر مومي، چې رو رو د دوه درېیو اونیو په اوږدو کې تطابق یا اداپتیشن منځ ته راځي.
د شریاني وینې کاربن ډای اکسایډ او PH:
شهیقی وینه تل ډېر لږ مقدار(0. 04%) کاربن ډای اکسایډ لري. کاربن ډای اکسایډ د انساجو د استقلاب په پایله کې جوړ او د انساجو د حجرو څخه د شعریه رګونو وینې ته د هغې د قسمي فشار د توپیر له مخه د ډيفیوژن وتیری پواسطه اچول کېږي.
کاربن ډای اکسایډ په ډېر سرعت د انساجو بین الحجروی او د حجرو څخه دباندې برخو او دماغي شوکې مایع[2] ته په مساوي توګه تېرېدلای شي.
د کلنیک له مخه د کاربن ډای اکسایډ د تراکم Hypercapnia ډېر مهم اغېز د پښتورګو او د مرکزي عصبی سیستم وظیفوي بدلون دی.
د شریاني وینې د کاربن ډای اکسایډ د قسمي فشار (PCO2) لوړوالی د وینې PH ټیټوی او پښتورګی د کلوراېد ایون په معاوضه ډېر بای کاربوناتHCO3 جذبوي. چه په پایله کې د HCO3 لوړوالی او د کلوراېد کموالی[3] د وینې PH نارمل خواته وړی.
خو د پښتورګو دا د هایپرکپنیا معاوضوي میخانیکیت هېڅکله بشپړ نه دی او تل د وینې PH یو څه د نارمل څخه ښکته وی.
د هر مزمن PCO2=10mmHg لوړوالی تقریباً د وینې د PH د ۰، ۰۳ ټیټوالي لامل کېږي.
یعنې که د یو چا PCO2 په مزمن ډول 60mmHg وي، د هغې د وینې PH تل د ۷، ۳۴ او ۷، ۳۶ منځ کې اټکل کېدای شي.
د پښتورګو دا د هایپرکپنیا معاوضوي میخانیکیت تل درې تر پینځه ورځو پورې وخت ایجابوي، تر څو د PCO2 نوی لوړوالی معاوضه کړي، د همدې کبله د PCO2 هره حاده لوړتیا د PH د ډېر ټیټوالی لامل کېږي. د سږو مزمن انسدادي هایپر کپنیک[4] رنځورانو کې اکثراً ادیما پیدا کېږي او، ان که ادیما هم پیدا نشي ډېر وخت د پښتورګو د پلازما د جریان د کموالی لامل کېږي او د سږو د زړه د عدم کفایې سندروم[5] منځ ته راځي، چه پدې سندروم کې معمولاً د زړه دهانه (CO) نارمل وی.
تازه شواهد تایيدوی چه په هایپرکپنیک رنځورانو کې د اوبو او مالګی احتباس د Renin او الدوسترون[6] د ډېر والي له لامله منځ ته راځي. د COPD ځينې وخیم رنځوران د ډېر ډېر buffering ظرفیت لرلو د مخه پرته له دې چه د هغوی Snensorium او دماغي حالت کې کوم بدلون اوخړپړتیا پېښه شي، تر PCO2=100mmHg پورې په ښه توګه زغملای شي؛ خو څه وخت چه په حاد ډول د شریاني وینې او د CSF مایع PH ۷، ۲ پورې ښکته شي؛ نو د کاربن ډای اکسایډ Narcosis د دماغي مغشوشيت، Somnolence، کوما، اخلاجاتو[7] او، ان د مړینې لامل کېږي.
په داسې حالت کې یوازې ټیټ PO2 یا هایپو کسیمیا د CO2 نارکوزېس په شتون کې د تنفسي مرکز د تنبیه اود تنفس د دوام دنده مخ پر وړاندې وړی؛ نو د هایپوکسیمیا د درملنې اوتصحیح کولو په برخه کې باید تل ډېر پام وشي.
کاربن ډای اکسایډ د مرکزي عصبي سیستم د وینې په جریان هم اغېز اچوی، د PCO2 لوړوالی د دماغي وینې د جریان Flow د ډېر والی او د PO2 ټیټوالی د دماغي وینې د جریان د کموالي لامل کېږي.
څرنګه چه د هایپرکپنیا مهم فزیالوجیک اغېز د وینې د PH د بدلون پواسطه پوهېدل کېدای شي؛ نو له دې کبله باید د COPD رنځورانو په تداوي کې تل د PH ټاکل اوتعقیب ته ځانګړې پاملرنه وشي.
۱ – د انساجو د حجرو څخه شعریوي وینې ته د کاربن ډای اکسایډ دیفیوژن.
۲- په پلازما کې کیمیاوي تعامل:
تقریباً د انساجو د شعریه رګونو ۶۰٪ کاربن ډای اکسایډ د پلازما پواسطه اسناخو ته وړل کېږي.
الف- د کاربن ډای اکسایډ یو مقدار په پلازما کې حلېږي، چې ډېر کم مقدار یې او بو سره ډېر په کراره یوځای کېږي او کاربونیک اسید جوړوي.
H2O+CO2≤=≥H2CO3≤=≥H++HCO3–، چې H+ ایون پلازما کې د Buffer دنده اجرا کوي.
[1] (Convulsions)
[2] (CSF)
[3] (Hypo Choloremia)
[4] (Hypercapnic COPD)
[5] (HypercapnicCOPD+Edema) Pumonary heard Failure Syn.
[6] Aldosterone
[7] Seizure
د اکسیجن په پرتله په وینه کې د کاربن ډای اکسایډ انحلالیت شل برابره ډېر دی، د کاربن ډای اکسایډ د انحلالیت قابلیت 0. 067ml دی.
ب- منحل کاربن ډای اکسایډ د پلازما د پروتینو د امینو ګروپ سره د Carbamino مرکبات جوړوي.
۳- د سرو کرویاتو سره د کاربن ډای اکسایډ تعامل:
ډېر مقدار کاربن ډای اکسایډ د پلازما څخه سرو کرویاتو ته ننوځي، چې له درې لارو تعامل کوي:
۱- یو څه کاربن ډای اکسایډ د سرو کرویاتو په منځ کې په منحل ډول پاتې کېږي.
۲- یو څه د هیموګلوبین د NH2 ګروپ سره د کربامینو مرکبات جوړوي. R-NH2+CO2≤=≥ R-NHCOO–+H+
۳- یو څه برخه کاربن ډای اکسایډ د سرو کرویاتو سره یو ځای کېږي HCO3 جوړوي، چې روسته په H+ ایونو جلا کېږي، چې دا روستنی تعامل د کاربونیک انهېدراز اینزایم د شتون له کبله په ډېرې چټکې صورت نیسي.
دا انزایم په سرو کرویاتو کې جوړېږي. CL تل د الکتریکې خنثی کېدو لپاره د حجرو منځ ته نفوذیه ځواک لري.
پدې ډول کاربن ډای اکسایډ اسناخو ته وړل کېږي او د شعریوي وینې سنخي هوا د کاربن ډای اکسایډ د قسمي فشار د توپیر اوتوپیر له مخه د ډيفیوژن وتیری په میخانیکیت کاربن ډای اکسایډ زفیري هوا سره بیرون ته اطراح کېږي.
په نارمل حالت کې تل د وریدي وینې د کاربن ډای اکسایډ قسمي فشار 47mmHg اود شریاني وینې قسمي فشار 40mmHg. وي –؛ خو د هایپرونټیلیشن په پایله کې د شریاني وینې کاربن ډای اکسایډ کښته کېدای شي. او د کلنیک له مخه د سردردي، دماغي مغشوشيت او په مخ او اطرافو کې numbness اوTingling، ټکې کاردیا، د پوټکي د رګونو تقبض او د حقیقی تیتاني[1] حالت منځ ته راځي، همداراز د هایپرونټیلیشن له کبله په شریاني وینې کې کاربن ډای اکسایډ تراکم کولای شي، د کلنیک له مخه د دماغي رګونو د توسع او د قحف دننني فشار د لوړوالي، سردردۍ، ګنګسیت، د Orientation د خرابېدو، د ماغي اختلال او د شعور د خرابوالي لامل کېږي.
همداراز د هایپرتنشن، ټکې کاردیا، د زړه درزار او ډېری خوله کېدل کېدای شي.
د وینې PH
په نارمل حالت کې د وینې PH د ۷، ۳۵ او ۷، ۴۵ منځ کې بدلون مومي، چې تل د اسیدوباز سیستم د Buffer معاوضوي میخانیکبت په مرسته ثابت ساتل کبږي. که د وینې PH=7. 35 څخه ټیټ شي اسیدوزېس او که د وینې PH د ۷، ۴۵ څخه جګ شي الکلوزېس نومېږي.
[1] Tetanic
CHO3 HCO3 Kindney
PH= PK+Log or or
CO2 H2CO3 Lung
PH= 6. 1+Log 24 or 24 or 24 = 20
40 40X0. 03 1. 2
)د انحلایت ضریب=0. 03 (
که د HCO3 اوکاربن ډای اکسایډ مقدار دوه چنده هم شي، تر څو چه د د دوی ترمنځ د ۲۰: ۱ نسبت خراب نشي PH بدلون نه مومي، څه وخت چې دا نسبت لږ یا ډېر شي، سملاسي اسیدوزېس یا الکلوزېس منځ ته راځي.
لنډیز: هایپوکسیمیا او هایپرکپنیا دواړه یو لړ کلنیکي جانبي عوارض لري. د سږو د رنځوريو د درمل لپاره د هایپوکسیمیا اوهایپرکپنیا د میخانیکیت پوهېدل حیاتي اهمیت لري. په COPD کې د اهمیت وړ د سږو داخلي[1] رنځورۍ موجود وي.
د هایپوکسیمیا او هایپرکپنیا د پیدا کېدو لومړنی میخانکیت V-P Miss matching فکر کېږي. همداراز له ښي څخه کيڼ پلو شنټ د هایپوکسیمیا بل مهم میخانیکیت دی، هایپو ونټیلیشن، ان د سږو د رنځوريو په نشتوالي کې هم د هایپوکسیمیا او هایپرکپنیا لامل کېدای شي.
د هایپو کسیمیا بېلابېل لاملونه د وینې د غازاتو د تعین او تحلیل او د اکسیجن تداوي (O2 Therapy) پواسطه پېژندل کېدای شي.
د وینې د غازاتو د تبادلې ابنارملټي، د وینې د غازاتو د تجزیې او تحلیل پواسطه تثبیتېدای شي؛ خو د انساجو د کافي Oxygenatıon لپاره ځينې نور معلومات (لکه د هیموګلوبین غلظت او د O2 سره مشبوعیت او په غیر ثابت رنځورانو کې د C. O د شریاني وریدي وینې د اکسیجنContent توپیر) حاصلول اړین دي.
له ټولو هغو فکتورنو څخه چې د انساجو د O2 اخستل او extraction مختل کوي، د وینې PH ډېر مهم عامل دی او باید تل اندازه او وټاکل شي.
[1] (intrinsic)
اسید وباز بلانس یا (انډولول )
سږي هره ورځ نږدې 10,000 mEq. کاربن ډای اکسایډ او پښتورګي نږدې 100 MEq. Fixed Acid د تنفس او تبول د لارو د بدن څخه بهر ته وباسي او د یولړ بین الحجروي او د حجرو څخه د باندې Chemical Buffer او مرکزي عصب سیستم د ګډو میخانیکیتو له لارې سږي د شریاني وینې د کاربن ډای اوکسایډ PCO2 د کنټرول او پښتورګی د پلازما د بای کاربونات HCO3 د معاوضوي کنټرول د مخه تل په ګډه د سیستمیک شریاني وینې PH د ۷، ۳۵ او ۷، ۴۵ ترمنځ ساتي. ((H+ )(HCO3-))/H2CO3, CO2+H2O
که د ځینو بېلابېلو لاملونو له لامله، دا د اسیدو باز بیلانس د ساتلو میخانیکت خراب او له ستونزو سره مخ شي؛ نو د اسیدو باز لاندې څلور ډوله بې نظمۍ منځ ته راځي:
څرنګه چې د PCO2 کنټرول، د سږو لومړنۍ دنده ده؛ نو که د اسیدو باز بې نظمي په لومړنۍ توګه د PCO2 د لږوالي او یا ډېر والي څخه منځ ته راغلی وي؛ نو تنفسي اسیدوزېس او تنفسي الکلوزېس بلل کېږي.
او که د پلازما د بای کاربونات لږوالی او یا ډېر والی د پښتورګو او میتابولیک فکتورونو په پایله کې منځ ته راغلی وي؛ نو میتابولیک اسیدوزېس یا میتابولیک الکلوزېس ګڼل کېږي؛ خو ډېری وخت په مختلط ډول تنفسي اسیدوزېس د میتابولیک الکلوزېس او میتابولیک اسیدوزېس د تنفسي الکلوزېس سره یو ځای وي.
پښتورګی په درې لارو د پلازما بای کاربونات تنظیموی: –
۱- چاڼ شوي بای کاربونات بېرته جذبوي .
۲- د اندازې وړ اسید جوړول .
۳- په تبول یا میتیازو کې د امونیا اطراح کول.
پښتورګی هره ورځ نزدې 4. 000 m mol/L بای کاربونات د نفرونونو په ګلومرولونو کې د وینې څخه فلټر کوي.
داچې دا ټول بای کاربونات بېرته جذب شي، باید مقابل کې یې د پښتورګو په تیوبویلونو کې 4. 000 m mol هاېدروجن اطراح اوتبادله شی.
نږدې ۸۰-۹۰٪ بای کاربونات په Proximal تیوبولو کې او پاتې ۱۰-۲۰ ٪ په Dıstal تیوبولو کی reabsorb کېږي.
د اسیدوباز بې نظمیو په تشخیص او پېژندو کې باید تل د رنځور تاریخچې ته پوره پام وشي، د بېلګې په توګه: د پښتورګو په مزمنې بې کفایتۍ رنځورانو کې باید تل د میتابولیک اسیدوزېس او اوږدو مزمنو کانګو کونکو رنځورانو کې باید تل د میتابولیک الکلوزېس اټکل وشي.
همداراز د نمونیا، د زړه د عدم کفایې (HF) او د Sepsis رنځورانو کې د تنفسي الکلوزېس او د سږو مزمنو انسدادي رنځوريو ، لوی ډوز مسکنو درمل تطبيق شویو رنځورانو کې د تنفسي اسیدوزېس منځ ته راتلل په پام کې وي، همداراز د تیازاېد مدرر درملو د استعمال د تاریخچې شتون د میتابولیک الکلوزېس او Acetazolamide استعمال د میتابولیک اسیدوزېس په تشخیص کې مرسته کوي.
تنفسي اسیدوزېس
معمولاً د سږو د وخیمو رنځوريو، د تنفسي عضلو د ستړیا او د تهويې کنټرول د خرابېدو په پایله کې که د شریاني وینې د کاربن ډای اکسایډ قسمي فشار د (PCO2) له نارمل 40mm Hgڅخه لوړ او PH د 7. 35 څخه ټیټ شي؛ نو تنفسي اسیدوزېس ګڼل کېږي.
په حاد تنفسي اسیدوزېس کې د حجروي Buffer میخانیکیت پر بنسټ د شریاني وینې د کاربن ډای اکسایډ په هر PCO2 10mmHg لوړېدو سره یو میلي مول بای کاربونات (1 m mol/L. HCO3) ډېرېږي؛ خو په مزمن تنفسي اسیدوزېس (د ۲۴ ساعتو څخه اوږد) کې د کاربن ډای اکسایډ په هر لس 10 mmHg مقابل کې څلور میلي مول بای کاربونات (4 m mol/L. HCO3) لوړېږي
معمولاً بای کاربونات HCO3 د 38 m mol/L څخه نه لوړېږي. په تنفسي اسیدوزېس کې د پښتورګو د معاوضوي Bufferمیخانیکیت په نسبت هاېدروجن د (H+) ایون د فاسفوریک اسید H2PO4 او کاربونیک اسید H2CO3 او ایمونیا په بڼه د اسیدي میتیازو له لارې اطراح او ډېر مقدار بای کاربونات بېرته د وینې لخوا اخستل کېږي.
(نارمل) PH= 6. 1+ log. 24/0. 03×40=6. 1 +log. 20=7. 4
(تنفسي اسیدوزېس) PH= 6. 1+ log. 28/0. 03×60=6. 1 +log. 15. 6=7. 29
PH= 6. 1+ log. 33/0. 03×60=6. 1 +log. 18. 3=7. 37 (Compensated R. A)
د کلنیک له مخې تنفسي اسیدوزېس د ستړیا Anxiety، ډسپنیا، دماغي خړپړتیا Confusion، Psychosis، Hallucination، ان د کوما لامل کېږي.
مزمن هایپرکپنیا، د خوب د بې نظمیو د اعراضو؛ لکه د ورځې د خوب ډېر والی، حافظې خرابوالی، د شخصیت بدلون[1]، Coordination د خرابېدو، رپېدو[2]، مایوکلونیک Jerks، Asterisms او د سترګو Papilledema د منځ ته راتللو لامل هم کېدای شي.
د تنفسي اسیدوزېس په تشخیص کې د رنځور تاریخچه، د شریاني وینې د غازاتو[3] PH او د سږو وظیفوي ټسټونه مرسته کوي. چه دلته يې له مفصل بحثه ډډه شوې ده.
تنفسي الکلوزېس:
د سږو په الویولر هایپرتنشن کې د شریاني وینې PCO2 کاربن ډای اکسایډ ټیټېږي او د PCO2 او بای کاربوناتو ترمنځ د نسبت د ډېر والي د کبله د وینې PH لوړېږي. په مزمن تنفسي الکلوزېس کې د PCO2 هر یو میلي متر سمیابو ټیټوالي سره د (H+) ایون یا 0. 03 PH لوړوالی منځ ته راځي.
د کلنیک له مخې، تنفسي الکلوزېس کې دماغي خړپړتیا[4]، Dizziness، Seizure او د زړه په رنځورانو کې اریتمیا منځ ته راځي. په حاد تنفسي الکلوزس کې Na, K او PO4 حجرو ته ننوځي، ازاد Ca++ لږ او د پروتین سره یو ځای شوی کلسیم ډېرېږي، چې د تیتاني[5] په څېر اعراضو لاملېدای شي.
د ټولو اسیدوباز بې نظمیو په پرتله مزمن تنفسي الکلوزېس وخیم انزار او عواقب لري، چې په میکانیکل ونټیلیشن رنځورانو کې ډېر معمول دی.
که څه هایپرتایروېدیزم، فیزیکي تمرینات[6] او High Caloric Loadاساسي متابولزم لوړوي؛ خو معمولاً د وینې غازاتو کې ډېر بدلون نه لیدل کېږي.
سالیسلات د medullary receptor د مستقیمې تنبیه له لارې تر ټولو نورو درملو ډېر د تنفسي الکلوزېس لامل کېږي. تیوفیلین، امینوفیلین او Methyl Xanthines د ونټیلیشن د تنبیه او ډېر والي له لارې د هایپوکپنیا او تنفسي الکلوزېس لاملېدای شي.
همداراز په حامله (دوه ځانو) ښځو، د ییني د عدم کفایې، تبې، ګرام منفي سپتیسیمیا[7] او هایپوکسیک رنځورانو کې مزمن تنفسي الکلوزېس نسبتاً ډېر معمول دی. د شریاني وینې PH او PCO2 په تشخیص کې مرسته کوي، معمولاً د پلازما پوتاشیم K ټیټ او د کلوراېد (Cl) سویه لوړېږي.
حاد تنفسي الکلوزېس سره د پښتورګو د بای کاربونات اطراح ډېر والی معملاً یو ځای نه وي. په عمومي توګه، د کاربن دای اوکسېد PCO2 هر 10 mm Hg کمښت سره د بای کاربونات دوه میلي مول 2. 0m mol/Lit. ټیټوالی منځ ته راځي؛ خو مزمنې هایپوکپنیا رنځورانو کې د کاربن ډای اکسایډ PCO2 په هر 10mmHg ټیټېدو سره د وینې د سیروم بای کاربونات پینځه میلي مول 5m mol/Lit. ټیټېږي؛ خو د پلازما د بای کاربونات د 12m mol څخه ټیټېدل نادر دي.
دلته د پوره تشخیص، درملنې او د میتابولیک اسیدوزېس او الکلوزېس له بحث او یادونې ډډه شوې ده.
[1] Personality change
[2] Tremor
[3] (ABG)
[4] mental confusion
[5] Tetany
[6] Exercise
[7] Septicemia
د سږو میتابولیکې دندې
مخکې داسې ګومان کېده، چې سږي یوازې د ډېفیوژن له لارې د وینې د غازاتو د تبادلې دنده لري؛ خو د روستیو درې لسیزو څېړنو وښووله، چې سږي له ګډې وریدي وینې څخه د ځينو کیمیاوي Vasoactive توکیو د متابولزم او غیرفعالولو او د وینې له دوران څخه د ایستو ځواک او دندې هم لري. د بېلګې په توګه: سږي نسبتاً غیرفعال پاليپپتاېد Angiotensin- I د اپتیلیل حجرو د A. C. E انزایم په مرسته په پنځوس برابره قوي مقبض الوعائي Angiotensin-II بدلوي.
همدارنګه سږي د ګډې وریدي وینې څخه نږدې ټول پروستاګلاندېن E2 او E1 لرې کوي؛ خو په پروستاګلاندېن A1 او A2 یا Prostacyclin هېڅ اغېز نه لري.
سږي د ګډې وریدي وینې څخه نږدې Norepinephrine 30%؛ خو په اپینفرین او ایزوپروتیرینول[1] هېڅ اغېز نه کوي.
همداراز سږي د ټولو هغه بیالوجیکي توکیو مقابل کې چې د شهیقي هوا سره راوړل کېږي، د انتخابي فلتر په څېر رول لوبوي او د بېلابېلو انتی باډیو حجروي او نورو دفاعي میخانیکیتو پواسطه یې د وینې سیستمیک دوران ته له ننووتو څخه مخنیوی کوي. بلخوا ځینې نور کیمیاوي توکي او درمل (لکه ځینې انستیزیک او برانکودلاتور درمل) چه د تنفسي جهاز له لارې کارېږي، د ډيفیوژن عملیې پواسطه د الویولر کپیلیر پردې له لارې سیستیمک دوران ته د ننووتو زمینه مساعدوي.
څرنګه چه د زړه په څېر نږدې ټوله ګډه وریدي وینه د سږو څخه تیرېږي؛ نو ټول هغه کوچني دوايي بڅرګي[2] او یا دا چې د ځینو طبيعي وتېرو او حادثو لکه Trauma او ترضیض په پایله کې وریدي دوران ته ننوځي (؛ لکه درمل، فیبرین، لخته شوې وینه، شحمي حجرې، د هډوکو د مخ پارچې، کانسري حجرې، هوایي یا د غازاتو پوکڼۍ[3]، د ذخیره شوې او لخته شوې وینې debrie، اګلوتیناتېد اریتروسایت په سیکل سل[4] رنځوريو کې، د وریدي لارې زرق شوی محلولات او داسې نور) د ځانګړو میخانیکیتو له لارې فلټر کوي او سیستمیک دوران ته يې د ننووتو مخنیوی کوی، که دا پارتیکل سیستمیک دوران ته ننوځي، د زړه او مرکزي عصبي سیستم د رګونو د بندېدو د لیاری د خرابو او ناوړه پېښو د منځ ته راتللو لامل کېدای شي.
په ځینو پېښو کې د ګډې وریدي وینې له لارې سږو ته راوړل شوي بڅرکي د سږو د کپیلیر برخه کې ډپ او Trapped کېږي، چې څلور پینځه ورځو پورې د سږو د ډيفیوژن ظرفیت[5] کموي؛ خو روسته د کپیلیر اندوتلیوم د حل کونکیو[6] انزایمو او بلع کونکو ماکروفاژ حجرو په مرسته ډپ شوي مواد لمفاوي سیستم ته وړل کېږي او د ډيفیوژن عملیه بېرته نارمل کېږي.
د پزې د درېیمې قدامي برخې او د حنجرې د یوې برخې څخه، پرته ټول تنفسي جهاز تر Terminal Bronchioles پورې په یو ډول Mucus پوښ شوې سیلیا یا احداب لرونکو اپیتیلیوم حجرو پواسطه، چې نږدې ټوله نیم مربع متر سطح جوړوي، فرش شوی. د هوايي لیارو د ګابلیت حجری او مخاط افرازونکو غدو پواسطه څلېښناکه افرازاتو او سیلیا د منظم پیریودیک په یو استقامت حرکاتو ټول د تنفسي جهاز په دفاعي میخانیکیت او کلیرانس کې پوره رول لري. داسې شواهد شته، چې د سږوInterstitium ډېر شمېر Mast Cell هیپارین[7] لري او په نارمل او غیر نارمل حالاتو کې سږي د وینې د Clottıng او تحثر[8] عملې کې هم رول لري. همداراز د سږو په Bronchial Mucus کې ایمونوګلوبین په ځانګړې توګه IgA جوړېدلای شي، چې له دې لارې سږی د انفکشن پر وړاندې دفاعي رول هم لوبوي. د الیولر ایپیتل حجرې د دوه Type I او Type II څخه عبارت دي. ټایپ I د الویولر د سطح Squamous اپتیل حجرې ۹۰-۹۵٪ جوړوي. ټایپ II د الویولو د اپتیل ۵-۱۰٪ جوړوي، چې په سرفکتان[9] بدلېږي. سرفکتان د سږو د الویلو د سطح فشار کموي، سرفکتان د الویولو د مایع د Transudation څخه مخنیوی کوي او د سږو په کمپلیانس کې ستر رول لوبوي، د سرفکتان کموالی او یا نشتوالی د سږو د کمپلیانس د کمېدو له لارې د الویولر اتلکتازس او د پلمونري ادیما لامل کېږي. سرفکتان الویولونه وچ ساتي. که د نوزېږو ماشومانو په الویولو کې پوره سرفکتان موجود نه وي؛ نو د Respiratory distress له کبله د مړینې لامل کېږي. همداراز د الویولر ماکروفاژ[10] حجرې شهیقي پارتیکل؛ لکه بکتریا بلع کوي او د لمفوسایت حجرو پواسطه لمفاوي دوران ته وړل کېږي.
[1] Isoproterenol
[2] Particle
[3] gas bubble
[4] Sickle Cell
[5] Capacity
[6] lytic
[7] Heparin
[8] Coagulation
[9] Surfactant
[10] (Macrophage)