تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د عاشورا اړونه د حقايقو اړونه او جناياتو ته مخونه ارواښاد قاضي ابوبکر محمد بن عبدالله بن عربي اشبيلي، په ابن عربي مشهور (٤٦٨-٥٤٣س) يو سلفي حديثپوه او مالکي فقيه دى، په (( العواصم من القواصم فى تحقيق مواقف الصحابه بعد وفاة النبي (ص) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د عاشورا اړونه

د حقايقو اړونه او جناياتو ته مخونه

ارواښاد قاضي ابوبکر محمد بن عبدالله بن عربي اشبيلي، په ابن عربي مشهور (٤٦٨-٥٤٣س) يو سلفي حديثپوه او مالکي فقيه دى، په (( العواصم من القواصم فى تحقيق مواقف الصحابه بعد وفاة النبي (ص) )) کتاب کې کاږي:

خرج الحسين عن حده و قتل بسيف جده: حسين له دينه ووت، چې د خپل نيکه په توره ووژل شو؛ يعنې ابن عربي قايل و، چې امام حسين د خپل نيکه له دينه ووت، مهدورالدم شو او اسلامي امت هم د پېغمبراکرم د دستور [=څوک چې مې په امت کې فتنه راولاړوي او درز پکې اچوي بايد ووژل شي] له مخې وواژه.

ابن عربي د العواصم من القواصم په ٢٣٢ مخ کې کاږي:

(( هغه له حسين سره جګړې ته له خپله کوره ووت، چې د رسول الله (ص) خبره يې تاويل (او تفسير) کړه او هغه جګړه ورسره وکړه، چې د ده له نيکه _د پېغمبرانو مخکښ_ يې اورېدلي ول، چې په فتنه کې به له ورګډېدو ډډه کوئ. په دې باب د پېغمبر اکرم (ص) پرېمانه خبرې دي چې يوه يې دا ده:

ژر به فتنه راولاړه شي او څوک چې دا يو موټى امت ويشي، په توره يې غاړه ور پرې کړئ، هر څوک چې وي، توپير نه لري. او خلک د همدې حديث له مخې د امام حسين پر وړاندې راپاڅېدل)).

 د همدې کتاب په ٢٣٤ مخ کې له امويانو په دفاع کې کاږي:

(( عجیبه ده، چې خلک د بني اميه له ولايته سر غړونه کوي؛ خو پېغمبر اکرم (ص) ړومبى تن و، چې ولايت يې ورپرېښود)).

او له يزيد په مخونه کې (٢٢٧ مخ) کاږي:

(( که ويل کېږي، چې يزيد شرابخور و، په ځواب کې وايو: دا خبره يوازې د دوو ګواهانو په ګواهۍ ثابتېږي او چا يې پردې کار شاهدي ورکړې ده؟ بلکې اپوټه، د ليث په څېر عادل انسان وويل: پر پلاني تاريخ، امير المؤمنين يزيد ومړ؛ يعنې ليث، يزيد اميرالمؤمنين نومولى دى)).

پر عاشورا د ابن عربي نيوکې او اړونې په څو ټکيو کې رالنډېږي:

١_ له بيخه د حسين پاڅون يوه تېروتنه وه؛ بلکې په آر کې پاڅون نه چې فتنه او ښورښ و!: (( که پاڅون ته کومه مخونه وه؛ نو بېشکه ړومبيتوب، له ابن عباس سره و چې پاڅي؛ ځکه د رور (عبيدالله) دوه زامن يې په ظلم وژل شوي ول[1])).

٢_ فتنه له هغه ځايه راولاړه شوه، چې حسين بن علي، د مروان نصايح و نه منل چې له يزيد سره بيعت وکړي!

٣_ حسين بن علي، په واقع کې د کوفيانو په ليکونو وغوليد!

٤_ په سر زورۍ يې، د کوفې لار ونيوه او د ابن عمر (رض) او ابن عباس (رض) په څېر مشرانو خبرو ته يې غوږ و نه نيو: (( هغه، د خپلې زمانې د خورا پوه، عبدالله بن عباس او د ستر صحابي عبدالله بن عمر له نظره يې مخ واړو. په نهايت کې راګېر شو او سموالى يې په کږښت کې وليد[2])) .

٥_ د ابن عربي له نظره، ابن عباس د خپلې زمانې اعلم، ابن عمر (رض) د اصحابو مشر، فاسق، يزيد، امير المؤمنين او د رسول الله (ص) زوى امام حسين هېڅ نه و!

٦_ امام حسين نه د يزيد بن معاويه په مستقيم او مؤکد امر او نه د ابن مرجانه په حکم او نه د عمر سعد، شمر او سنان په تورو او نه د يزيدي لښکر د ناپوهۍ او بې دينۍ په پار وژل شوي؛ بلکې د کوفې او بصرې لوچکانو، د اجتهاد له مخې او مزدورو عربانو، چې د پېغمبر اکرم (ص) خبرو ته کومه عقيده درلوده، ورته د اخلاص او پېرزوينې له مخې، ووژل شو!.

ارواښادابوالعباس احمد بن عبدالحليم دمشقي حنبلي(٦٦١-٧٢٨) په ((ابن تيميه)) مشهور، د امام حسين د پاڅون په اړه په راس الحسين کتاب (١٩٩-٢٠٠ مخونه) کې کاږي:

(( ټولو مشرانو؛ لکه عبدالله بن عباس او عبدالله بن عمر، حسين له پاڅونه منع کاوه، ورته يې وويل، کوفې ته مه ورځه او رور يې هم حسين ته نصيحت کړى و، چې پاڅون ونکړي او ټول يوه خوله ول، چې په دې پاڅون کې کوم مصلحت نشته)).

په منهاج السنة (٢/٢٤١-٢٤٢ مخونه) کې کاږي:

(( په پاڅون کې يې نه دين ته او نه دنيا ته کوم مصلحت نه و، په راپاڅېدو او وژنه کې يې يو فساد راولاړ شو، که په خپل ځای کې ناست واى، نه راولاړېده)).

(( ابن تيميه)) په لنډو له مدينې تر کربلا، د کربلا پېښه را اخلي؛ خو امام حسين چې له مدينې تر مکې او له مکې تر کربلا کومې خبرې کړي، راوړې يې نه دي او يوازې په دې جعلي روايت بساينه کوي:

(( حسين غوښتل، د خپل تره زوى يزيد ته يې ورستون کړي چې بيعت ورسره وکړي[3]))

د ابن تيميه له نظره، د عاشورا فتنه او د امام حسين پاڅون، له يزيد سره له بيعت نه کولو پيل او له بيعته د ډډې کولو په پښېمانۍ او يزيد ته په ورتسليميدو او ورسره بيعت کولو پاى ته ورسېده.

لنډه داچې ټول دې بې غمه وي، چې عاشورا په دوو غونډلو کې رالنډېږي:

پيلامه يې بيعت نه کول او پاى يې هم د امام حسين بيعت کول و او بس!!! او په دې منځومال کې يزيد هېڅ کاره و. څه یې چې وکړل، ابن زياد وکړل؛ بلکې څه چې وشو، امام حسين په خپله کړي و السلام!!!

ارواښاد عماد الدين ابو الفداء اسماعيل بن عمر په ابن کثير مشهور (٧٠١-٧٧٤س) په تاريخ، تفسير او احاديثو کې کتابونه ترې پاتې دي او د (( ابن تيميه)) له زدکړيالانو ځنې دى، د عاشورا په شننه او روايتولو کې يې پر خپل استاد پښه وراړولې او په خپل تاريخ کې يې کرښه په کرښه له يزيده دفاع کړې او په پاى کې خپلې پيرزوينې داسې ورډالۍ کوي، د بحرين د قاضي خبره را اخلي چې ده ته يې وليکل او کټ مټ ليک او لفظ يې دا دى چې و يې ويل: (( يزيد بن معاويه مې په خوب کې وليد، ورته مې وويل: حسين دې وژلې؟ راته يې وويل: نه! بيا مې ورته وويل: ايا الله تعالی وبښلې؟ ويې ويل: هو، او جنتي يې کړم))!!

ابن کثير زياتوي: (( و مې ويل: نو له رسول الله (ص) روايت شوى، حديث چې معاويه يې وليد، چې زوى يې يزيد په غيږ کې نيولى او بوته يې، و يې ويل: داچې يو جنتي سړى [؛يعنې معاويه] يو دوزخي سړي بوځي، نبايد سم وي، و يې ويل: هو، سمه نه ده[4]))

ابوزيد عبدالرحمن بن محمد بن خلدون اشبيلي تونسي(٧٣٢-٨٠٨س) يو نامي عالم دى، چې د تاريخ د فلسفې بنسټګر او د ټولنپوهنې د پلار په نامه يادېږي؛ خو چې کله عاشورا څېړي، هډو عاشورا وژني او ګردې شننې يې د يزيد پر ملاتړ څرخي.

د عاشورا په باب، د ابن خلدون نظريات، مراکشي عالم ادريس الحسيني، په خپلو لاندې کتابونو کې تر کره کتنې لاندې نيولي او پوره ځوابونه يې ورکړي دي:

(۱) الخلافة المغتصبة ازمة تاريخ ام ازمة مورخ.

(۲) لقد شيعنى الحسين.

دا پوهان، د عاشورا پېښه ددې جاهلي طرحې پر بنسټ څېړي، چې ((خلافت او نبوت دې د بني هاشمو نه وي او خلافت دې د قريشو په خېلونو کې لاس په لاس شي))؛ نوځکه هڅه کوي، يزيد، اموي کورنۍ او د دوى ملاتړو ته يو ډول مخونه ورکړي؛ ځکه ددې طرحې له مخې ((حق)) معيار او کچه نه؛ بلکې د قريشو ګټې معيار دي.

ددې علماوو پر وړاندې، د معاصرې اسلامي نړۍ مشهور ټولنپوه ارواښاد داکټر علي شریعتي وايي:

موږ د عربانو (له ګټو) پرته اسلام غواړو.

او د پښتنو مشهور عارف، شاعر، نقاد او پر اهلبیتو مین؛ ارواښاد امیر حمزه خان شینواری (د پښتو غزل بابا) وايي:

ما حمزه ته یثربي باده خاونده         په ښاغلې پیمانه کې د افغان را

او هم وايي:

د کور خلک برابر د پردیو نه دي     زه اول یم پنجنتني بیا چاریاري

یعنې حمزه بابا دلته د پورته طرحې له مخې، هغه تبلیغات، شننې او دفاع نه مني، چې د قریشو ګټو خوندیېنې ته راته کېږي؛ بلکې ((محمدي اسلام)) راوړاندې کوي، چې د ټولنې ستونزې پرې هوارې شي؛ نو ځکه د حمزه د ښوونځي لارویانو ته په کار ده، چې د بابا د همدې اندیزې لیکې، د رڼاوي لپاره په شننو او تبلیغاتو لاس پورې کړي، چې زموږ دا څېړنه ورته یوه سریزه ده.

[1] (تېره سرچينه: ٢٣٣ مخ)

[2] العواصم من القواصم: ٢٣١ مخ.

[3] راس الحسين: ٢٠٠ مخ.

[4] ابن کثير، البداية والنهاية: ٨/٢٤٠ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!