اوه ګوني قرائتونه تواتر نه لري د قرآن ځينې آيتونه او ټکي د قرآن مشهورو قاريانو په بېلابېلو بڼو لوستي،چې په دې څپرکي کې مو ددې قرائتونو ارزښت او د قاريانو پر ژوند رڼا اچولې ده. د قرآن د بېل بېل آيت او د ټول قرآن د نزول په اړه موږ ته پرله […]
اوه ګوني قرائتونه تواتر نه لري
د قرآن ځينې آيتونه او ټکي د قرآن مشهورو قاريانو په بېلابېلو بڼو لوستي،چې په دې څپرکي کې مو ددې قرائتونو ارزښت او د قاريانو پر ژوند رڼا اچولې ده.
د قرآن د بېل بېل آيت او د ټول قرآن د نزول په اړه موږ ته پرله پسې او په تواتر روايتونه راغلي،چې ټول اسلامي عالمان پرې يوه خوله دي؛خو ايا د قرآن بېلابېل قرائتونه،چې مشهور يې اوه ګوني قرائتونه دي او بېلابېلو قاريانو لوستي،د تواتر حد ته رسېدلي او که نه؟
په دې باب د اسلامي عالمانو تر منځ اړپېچ دى،چې ځينې عالمان دا ټول متواتر او ځينې دا ټول يې متواتر نه بولي او ځينې عالمان دا قرائتونه د قاريانو خپل شخصي اجتهاد بولي .
د اوه ګونو مشهورو قرائتونو په اړه اسلامي پوهانو ډول ډول څرګندونې کړي .يو لړ اهل سنت عالمان ګروهمن دي،چې ټول اوه ګوني قرائتونه په تواتر په خپله په “رسول الله” پورې رسېږي، چې په خپله پېغمبر اکرم به په دې اوه ګونو قرائتونو قرآن لوسته . ځينې عالمانو دا ګروهه مشهوره ګڼلې ده او له “سبکي” روايت شوى،چې هغه ټول لس ګوني قرائتونه متواتر ګڼل .
وګورئ:
زرقاني؛ مناهل العرفان: ۴۳۳ مخ.
او ځينو خو پښه تردې هم اړولې او خيال کوي،چې که څوک دا قرائتونه متواتر و نه ګڼي؛نو کفر يې کړى او عقيده يې له اسلام سره اړخ نه لګوي،چې دا نظر د “اندلس” په مفتي “ابوسعيد فرج بن لب” پورې تړل شوى دى (پورته سرچینه) ؛ خو په شيعه وو کې مشهور نظر دادى، چې دا قرائتونه په تواتر او يقين سره د خداى استازي ته نه دي رسېدلي؛بلکې ځينې په خپله د قاريانو اجتهاد دى او ځينې نور يې په “واحد خبر” د اسلام پېغمبر ته رسېږي،نه په تواتر او همدا نظر د اهل سنتو ځينو عالمانو هم منلى او وروسته به درته جوته شي،چې زموږ په اند همدا نظريه په هغوى کې تر نورو مشهوره ده،په عين حال کې څرګند لنډ او ساده دليلونه شته،چې جوتوي دا قرائتونه تواتر نه لري؛ لکه :
هر يو قاري او لارويان يې د خپل قرائت د سمون لپاره دليلونه راوړي؛نوځکه پر نورو قرائتونو نيوکې کوي،چې دا کار يې اجتهاد راښیي او که دا قرائتونه په تواتر او غوڅه توګه، د خداى له رسوله روايت شوي واى؛نو دليل ته يې اړتيا نه درلوده او د يو قرائت ټاکنه او له نورو مخ اړونې به مانا نه درلوده.
ډېرو عالمانو له هغو قرائتونو انکار وکړ،چې علت او ريښه يې په عربي ژبې کې نه پیدا کېږي او پلويان يې تېروتي ګڼي .
وګورئ:
طاهر بن صالح بن احمد جزایری؛ تبیان ۱۰۶ مخ، د المنار چاپ.
د “حمزه” په ژوند ليک کې دي چې : امام احمد بن حنبل،يزيد بن هارون، عبدالرحمان بن مهدي،ابوبکر عياش او ابن دريديې له قرائته منکر شول او رد کړى يې دى .
[یادونه: په تهذیب التهذیب ( ۵/ ۲۸۰) کې احمد بن سنان له علي بن مدیني اورېدلی، چې ابن مهدي، خورا عالم و،خلیلي يې په اړه وایي، چې مطلق امام و، شافعي ویلي: ” په نړۍ يې کې ساری نه و”.
“زرکشي” د قرائتونو د نه ټاکنې پلوى دى او وايي:
ځينو د “زمخشري” په څېر له موږ سره مخالفت وکړ او ګومان يې کړى،چې د قرائتونو انتخاب او ټاکنه اختياري ده،چې د فصاحت او بلاغت د خاوندانو د اجتهاد پر بنسټ ټاکل کېږي . بيا يې ( زرکشي ) د رد لپاره د “حمزه” قرائت رامخې ته کوي او وايي: هغه د (الارحام) ټکى په ((زېر)) او لاندې غږ تلفظ کړى،حال دا چې سم نه دى؛لکه چې له “ابوزيد”،”يعقوب” او “حضرمي” روايت کوي،چې د “حمزه” قرائت، چې په (وما انتم بمصرخى، ابراهيم: ٢٢ ) آيت کې،چې (يا) يې په کسر ويلې،نه مني او همداراز د “ابوعمرو” قرائت، چې په (يغفرلکم ) کې يې ( را) په ( لام) کې ادغام کړى، چې دا يې سمه نه ده بللې ان،چې “زجاج” وايي : دا ادغام ښکاره غلطي ده .
وګورئ:
تبیان: ۸۷ مخ .
د بېلابېلو قرائتونو د اعتبار شرطونه
د قرآن مختلف ټکي او آيتونه،چې اوه ګونو قاريانو په بېلابېلو ډولونو ويلي،هله به اعتبار ولري،چې ځانګړي شرطونه ولري؛ لکه :
“ابن جزري” وايي: د قرآن هر قرائت، چې د عربۍ قواعدو له يو اړخ سره سمون ولري او د درېم خليفه د قرائتونو (له نسخو سره) احتمالا اړخ ولګوي او سند يې هم سم وي ؛ نو هماغه قرائت سم دى او ردولاى يې نه شو او مسلمانانو ته پکار او فرض دي،چې هماغه قرائت ومني او د منلو وړ دى،که له اوه ګونو،لس ګونو او يا له نورو قاريانو روايت شوى وي؛خو که کوم قرائت له دې درې شرطونو او ارکانو يو و نه لري؛نو بايد ضعيف،د قاعدې خلاف او باطل وګڼل شي،که څه له اوه ګونو يا تر هغوى زياتو روايت شوى وي .
دا هماغه نظر دى،چې د څېړنې او پوهې مخکښانو منلى،چې “ابوعمرو عثمان بن سعيد داني”،”ابومحمد بن ابيطالب مکي”، “ابوالعباس” او “احمد بن عماد مهدوي” هم په بېلابېلو ځايو کې دا مطلب څرګندکړى دى،چې پياوړي عالم “ابوالقاسم عبد الرحمان بن اسماعيل” پر “ابي شامه” مشهور هم همدا څېړنه تاييد کړې ده.
” ابوشامه” په خپل کتاب “المرشد الوجيز” کې ليکي: موږ بايد پر هر قرائت و نه غولېږو او سم يې و نه ګڼو،چې په اوه ګونو قاريانو پورې تړل شوى وي او داسې ګومان وکړو،چې قرآن واقعاً پر هغه بڼه نازل شوى دى؛خو دا چې له سمو قواعدو سره اړخ لګوي او په دې توګه روايت به يې اجماعي وي او په يو تن پورې به ځانګړى نه وي او ناسم قرائت هغه نه دى،چې له اوه ګونو قاريانو نه دى روايت شوى؛ځکه اعتماد د قرائت پر شرايطو او ځانګړنو دى، نه پر سړيو؛نو ناسم قرائت هغه دى،چې د قرائت د سموالي شرطونه و نه لري،له اوه ګونو قاريانو روايت شوى وي او که له نورو؛خو د اوه ګونو قاريانو د شهرت له امله د نورو تر قرائتونو پرې ډېر اعتماد کېږي.
وګورئ :
النشرفى القرائات العشر ١/٩ .
“سيوطي” وايي : د قرائتونو په اړه غوره خبره هماغه په “النشر” کتاب کې د”ابوالخيرابن جزري” خبره ده : ((هر سم قرائت درې شرطونه لري: د عربي له قواعدو سره اړخ لګول،د عثماني قرآن له يوې نسخې سره سمون ولري او سند يې سم وي.))
بيا وايي : “ابن جزري” په دې باب پياوړى بحث کړى او سنجول شوي مطالب يې ليکلي دي .))
( وګورئ : الاتقان : لومړى ټوک، ١٢٩مخ ).
د قرآن د قرائتونو په اړه د قاريانو ډېر نومونه د قرآني علومو په کتابو کې راغلي،چې مشهور يې اوه دي،چې اوه ګوني قرائتونه ترې نقل شوي او دادي:
۱ – عبدالله بن عامر دمشقي :
نوم يې “عبدالله بن عامر دمشقي” او کنيه يې “ابوعمران” او تخلص يې “يحصبي” دى او قرآن يې له “مغيره بن ابي شهابه” زده کړى دى.
“هيثم بن عمران” وايي: “عبدالله بن عامر” د “وليد بن عبد الملک” په وخت کې د جوماتيانو مشر و. “هيثم”،”عبدالله” د “حمير” له ټبره ګاڼه او نيوکې يې پرې کولې.
“ابوعمرو داني” وايي : “عبدالله بن عامر” تر “بلال بن ابي دردا” وروسته د “شام” قاضى شو… د شام اوسېدونکيو د قرآن په هر ډول لوستو کې خپل لارښود وټاکه.عبدالله پر اتم هجري کال زيږېدلى او پر ١١٨هجري ومړ .
د ابن عامر راويان:
د عامر قرائت “هشام” او “ابن ذکوان” له څو لارو روايت کړى دى .
(الف) – هشام چې کنيه يې ابن عمار او د نصير بن مسيره زوى دى او قرائت يې له ايوب ابن تميم څخه زده او د هغه په مخکې يې تېرکړى و.
(ب)- ابن ذکوان د ابن عامر دويم راوي دى،چې نوم يې عبدالله د احمد بن بشير زوى دى او کله ورته بشير بن ذکوان وايي او قرائت يې له ايوب ابن تميم څخه زده او د هغه په مخکې يې تېرکړى دى .
٢- ابن کثير:
نوم يې “عبدالله” د “کثير بن عبدالله بن زاذان بن فيروزان بن هرمز” زوى دى.د مکې د (دار) د ټبر و،چې د نسب له پلوه ايرانى و او په (التيسير) کې ليکل شوي،چې ابن کثير له عبدالله بن مسائل څخه قرائت زده کړى . حافظ ابوعمرو او يو شمېر نورو عالمانو هم دا خبره منلې؛خو حافظ ابوعلاء همداني کمزورې ګڼلې ده.
“ابن کثير” خپل قرائت “مجاهد بن جبير” او “درباس” د ابن عباس مريي ته هم تېرکړى،چې هغوى هم تاييدکړى دى .
ابن کثير پر ٤٥ هجرې کال په مکه کې زېږيدلى او پر ١٢٠ کال ومړ .
وګورئ :
طبقات القراء ١/ ٤٤٣- ٤٤٥ .
علي بن مديني د ابن کثير په اړه وايي: پر هغه اعتماد و او ابن سعد هم د ډاډ وړ ګڼلى او بيا وايي: د “عمر وداني” نظر خو دا دى،چې قرائت یې له “عبدالله بن سائب” څخه زده کړى؛خو مشهوره داده،چې قرائت يې له مجاهد څخه زده کړى دى.
وګورئ:
تهذيب التهذیب ٥/ ٣٧ .
د ابن کثير راويان :
د ابن کثير قرائت دوو تنو (بزي او قنبل) له څو لارو روايت کړى دى:
الف – د بزي نوم احمد د “محمد بن عبدالله بن قاسم بن نافع بن ابى” زوى دى،چې “بشار” نومېده.په اصل کې د ايران د “همدان” دى،چې “سائب مخزومي” مسلمان کړى،چې په اړه يې دوه بېلې څرګندونې شوې دي :
ابن جزري وايي : هغه استاد او څېړونکى و او قوي حافظه يې درلوده،هغه پر ١٧٠ کال زيږېدلى او پر٢٥٠ هجري ومړ.
وګورئ :
طبقات القراء 1/ ١١٩.
بزي قرائت له “ابوالحسن احمد بن محمد بن علقمه” پر “قواس” مشهور او له “ابوالاخرايط وهب بن واضح مکي” او “عبدالله بن زياد بن عبدالله بن سيارمکي” زده کړى دى.
وګورئ :
النشرفى القرائات العشر ١/ ١١٩ .
ب – د قنبل نوم “محمد د عبدالرحمان خالد بن محمد” زوى دى،کنيه يې ابوعمرو، د محزوم له کورنۍ و،هغوى ازاد کړى او د مکې اوسېدونکى دى. قرائت يې “احمد بن محمد عون نبال” ته وښود،چې هغه هم ابن کثير ته ورزده کړ؛نوځکه يې قنبل په مکه کې پرخپل ځاى وګماره او د قرائت دنده يې ور وسپارله. قنبل له بزي هم قرائت روايت کړى دى. په حجازکې د قرائت د ښوونې رياست ورکړ شو او پردې سربېره،په مکه کې د انتظامي چارو له غړيو هم و. هغه پر ١٩٥س زيږېدلى او پر ٢٩١ س کې ومړ.
وګورئ :
طبقات القراء ٢ / ١٩ .
٣- عاصم :
” ابوبکرعا صم د ابي النجود اسدي” زوى، د اسد د کورنۍ له ازاد شويو او دکوفې دى،قرائت يې له”زر بن جيش ابوعبد الرحمن سلمي” او “ابوعمرو شيباني” زده او په مخ کې یې تېرکړى دى .
“ابوبکر بن عياش” وايي : عاصم راته وويل: بې له عبدالرحمن سلمي راته چا د قرائت پوهه نه ده ښوولې،ما به له عبدالرحمن سلمي قرائت زده کاوه او ورته به مې اوراوه،چې تاييداوه یې.
حفص وايي : عاصم راته وويل : د قرائت په باب،چې مې څه در وښوول،له ابوعبدالرحمان سلمي مې زده کړي ول،چې هغه هم له علي بن ابيطالب(ک) څخه زده کړي وو.ما چې کوم قرائت ابابکر بن عياش ته وروښود،هماغه و،چې له زربن بن جيش څخه مې زده کړى و،چې هغه هم له ابن مسعود څخه زدکړى و. (طبقات القراء ١/ ٣٤٨ )
ابن سعد وايي : پرعاصم اعتماد کېداى شو؛خو د اعمش حافظه ترې ښه وه.
عقيلي وايي : عاصم بې د حافظې له کمزورۍ بله نيمګړتيا نه درلوده،عاصم په ١٢٨س کې ومړ.
وګورئ :
تهذيب التهذيب ٥ / ٣٩ .
د عا صم روايان :
له عاصم څخه قرائت دوو تنو(حفص او ابوبکر) بې نېغ په نېغه روايت کړى دى .
1_ حفص د سليمان زوى، د اسد د ټبر او د عاصم پرکټى (د ښځې زوى) و. ذهبي وايي: حفص د حديث په روايت کې ښه حافظه نه درلوده؛خو د قرآن د قرائت په اړه پرې ډاډمن يو. قرائت به يې ضبط او ياداوه. حفص ويلي،چې د عاصم په قرائت کې مې ورسره هېڅ مخالفت نه دى کړى؛خو د روم په سورت په يو ټکي کې (الله الذى خلقکم من ضعف)،چې حفص د “ضعف” ټکى د ضاد په ضم (اوږد يا زنګېدلى غږ = صدای پیش)؛خو عاصم هغه په فتح ( لوړ غږ = صدای بالا) قرائت کړى.
حفص پر ٩٠ س زيږېدلى او پر ١٨٩س ومړ .
وګورئ :
طبقات القراء ١ / ٢٥٤ .
ابوبکر: نوم يې شعبه، د عياش بن سالم حناط زوى، د اسد له ټبر او دکوفې و. ابن جزري يې په اړه وايي : خپل قرائت يې درې ځل عاصم، عطا بن سائب او اسلم منقري ته هم اورولى دى.
شعبه يوه پېړۍ ژوند وکړ،خو له خپلې مړینې اوه یا څه له پاسه اوه کاله مخکې یې له قرائته لاس اخستې و او په قرائت او احکامو کې له سترو عملي مشرانو و او کله به يې ويل: زه نيم اسلام يم! د اهلسنتو له عالمانو و،چې د مرګ پر مهال يې پرې خور ژړل،خپلې خور ته يې وويل: ولې ژاړې؟ د همدې کوټې کونج ته وګوره،چې ما پکې اتلس زره ځله قرآن ختم کړى دى.
پر ٩٥س زيږېدلى او پر ١٩٣س او د يو بل روايت له مخې: يا پر ١٩٤س ومړ.
وګورئ :
طبقات القراء 1/ 325 او327 .
٤ – ابوعمرو:
نوم يې زبان،د علاء بن عمار زماني زوى او د بصرې و او د ځينو رجال پوهانو د وينا له مخې،ايرانى و. هغه او پلار يې د حجاج له وېرې حجاز ته وتښتېدل او قرائت يې په مکه او مدينه کې زده کړ. په کوفه او بصره کې يې هم له ډېرو خلکو قرائت زده کړ، تردې چې په اوه ګونو قاريانو کې څوک ورته رسېداى نه شي. د شام خلک تر پينځمې پېړۍ د ابن عامر د قرائت لارويان وو او بيا يې د هغه قرائت پرېښود؛ځکه عراقى و او د شام په اموي جومات کې يې خلکو ته د ابوعمرو بصري قرائت ښووه،چې ډېرو ته يې زده کړ،چې ورو ورو په شام کې د ابوعمرو قرائت دود شو. عاصمي د ابوعمرو د خولې وينا را اخلي،چې ويي ويل: په پخوانيو کې داسې څوک نه وينم، چې زما هومره پوه وي .
ابوعمرو پر ٦٨س زيږېدلى او ډېرو ويلي،چې پر ١٥٤س ومړ.
وګورئ :
طبقات القراء ١ / ٢٨٨ او ٢٩٢ .
ابو معاويه ازهري په “تهذيب” کې وايي چې : ابوعمرو په ډول ډول قرائتونو او په عربي الفاظو او شعرونو له ټولو ښه پوهېده .
د ابوعمرو روايان:
د ابوعمرو قرائت “يحيى بن مبارک”، “دوري” او “سوسي” روايت کړي دي .
1_ جزري د يحيى بن مبارک په باب وايي: د نحو د علم ښوونکى،د قرآن د قرائت استاد او د اعتماد وړ او ستر علامه و، بغداد ته راغى او په يزيدي مشهور شو؛ ځکه ناسته پاسته يې له “يزيد بن منصور حميري” سره وه،چې د عباسي خليفه مهدي، ماما و او د هغه اولادونه يې روزل . يحيي بن مبارک،ابوعمرو ته قرائت واوراوه او د هغه پر نظر يې هم ځان پوه کړ او ابوعمرو هم هغه د قرآن د قرائت لپاره پر خپل ځاى وټاکه .
يحيى پر ابوعمرو سربېره، له حمزه هم قرائت زده کړ، د قرائت په علم کې د راى او اجتهاد خاوند و؛خو په څو ځايو کې يې له خپل استاد سره اړپېچ درلود. هغه په ٧٤ کلنۍ کې پر ٢٠٢ کال س ومړ او ځينو ويلي،چې د مړينې پر مهال يې عمر ٩٠ کاله و.
وګورئ :
طبقات القراء ٢ / ٣٧٥ – ٣٧٧ .
۲ – دوري د يحيى راوي او شاګرد دى؛نوم يې “حفص د عمروبن عبد العزيز دوري زوى”، د “ازد” له ټبره دی او د بغداد و.
ابن جزري وايي:دوري د اعتماد او درناوي وړ دى. مطالب يي ضبط او ياد کړي وو،هغه ړومبى تن و،چې په قرائت پورې اړوند قواعد او مطالب يې راټول کړل . پر ٢٤٦س د شوال په مياشت کې ومړ.
وګورئ :
تهذيب التهذيب ٢/ ٤٠٨ .
د کتاب مولف:له دوري نامعلومه کسانو روايت کړى دى .
٣ _ سوسي: نوم يي صالح ،کنيه يي ابو شعيب او د زياد بن عبدالله زوى دى . ابن جزري يې په اړه يې وايي : سوسي مطالب يادول او ليکل يې او د ډاډ وړ و، قرائت یې له ابومحمد څخه زده کړي او بيايې ترې اورېدلی دى او د ابومحمد له سترو شا ګردانو و او په ٧٠ کلنۍ کې د ٢٦١س په شاوخواکې ومړ.
وګورئ :
طبقات القراء ١/ ٣٣٢ .
٥ – حمزة:
حمزه د حبيب بن عماره بن اسماعيل زوى،کنيه يي ابوعماره د تميم له ټبر او د کوفې و. قرائت يې له سليمان بن اعمش او حمران بن اعين څخه زده کړى دى . په “الکفاية الکبرى ” او” التيسير” کې راغلي،چې قرائت يې له “محمد بن عبد الرحمن بن ابي ليلي” او طلعة بن مصرف څخه زده کړى او په “التيسير” کې راغلي،چې له مغیره بن مقسم،منصور او ليث بن ابي سليم څخه يې زده کړى او د “التيسير والمستنير” خاوند ليکلي،چې له امام جعفر “صادق” رحمة الله څخه يې زده کړى دى .
دوى وايي: حمزه قرائت په لومړيو کې له “حمران” زده کړى، بيا يې د “اعمش”، “ابواسحاق” او “ابن ابي ليلي” په مخکې تېر کړى او تر”عاصم” او “اعمش” وروسته، د قرائت په علم کې استادي او مشري ورپرغاړې شوه . هغه بې سارې بېلګه،د ډاډ وړ او موږ ته دليل دى . عبدالله عجلي وايي: امام ابوحنيفه (رحمة الله)،حمزه ته وويل : ته په دوو موضوع ګانو کې پرما برلاس شوى يې، چې په اړه به يې درسره مبارزه ونه کړو: قرآن او فرایض .سفيان ثوري هم ويلي : حمزه په قرآن او فرائضو کې پر ټولو برلاسى و. عبدالله بن موسى وايي : د حمزه استاد اعمش،چې به کله حمزه وليد؛نو ويل يې: هغه د قرآن عالم دى . حمزه پر ٨٠ س زيږېد لى او پر ١٥٦ س ومړ. وګورئ : طبقات القراء ١ / ٢٦١.
د حمزه روايان :
دوو تنو؛”خلق بن هشام” او “خلاد بن خالد” ترې قرائت روايت کړى دى.
١- “خلف” چې کنيه يې ابومحمد او د اسد د ټبر و، د هشام بن ثعلب بزازي زوى او د بغداد و.
ابن جزري وايي : خلف له لسګونو قاريانو يو قاري او د سليم له لارې،د حمزه د قرائت راوي هم دى،په لس کلنۍ کې یې ټول قرآن په يادو يادکړى و او له ديارلس کلنۍ، د قرائت د علم پر زده کړه بوخت شو. خلف په قرائت کې د حمزه لار نيولې وه ؛خو په يو سلو شلو ځايو کې يې ورسره اړپېچ درلود. پر کال ١٥٠س زيږېدلى او پر ٢٢٩ س ومړ.
وګورئ :
طبقات القراء ١ / ٢٧٢ .
٢ – “خلاد بن خالد” په “ابوعيسى شيباني” مشهور او د کوفې و. ابن جزري په اړه يې وايي: خلاد د قرائت په علم کې مخکښ، د ډاډ وړ او په دې علم کې پوه څېړونکى او استاد و. خلاد له سليم څخه د قرائت علم زده کړى و، په خپلو يارانو کې یې تر ټولو ښه حافظه درلوده او تر ټولو پوه و او پر ٢٢٠س کال ومړ.
وګورئ :
تهذيب التهذيب٣ / ١٥٦ .
٦ – نافع :
نوم يي نافع او د عبدالرحمن بن ابي نعيم زوى دى . ابن جزري يې په اړه وايي: نافع يو له اوه ګونو قاريانو او پوهانو دى.صالح او د ډاډ وړ انسان دى او په اصل کې د “اصفهان” دى، قرائت يې د مدينې له تابعينو زده کړى و.
سعيد ابن منصور وايي: مالک بن انس به ويل : د مدينه والو قرائت، د پېغمبراکرم د سنتو پر بنسټ دى . وپوښتل شو: مراد مو هماغه د نافع قرائت دى؟ و يې ويل: هو! له عبدالله بن حنبل څخه روايت شوى،چې پلار مې وپوښتل شو :کوم قرائت ډېر خوښوې؟ راته يې وويل : د مدينه والو. ورته مې وويل: که دا قرائت ممکن نه وي؛نو بيا ؟ ويې ويل : د عا صم . نافع پر ١٦٩س ومړ.
وګورئ :
طبقات القراء ٣ / ٢٣٠
د نافع روايان :
“قالون” او “ورش” هغه دوه تنه وو،چې بې له کومې لارې يې له نافع څخه روايت کړى دى.
١- قالون :نوم يې عيسى، کنيه يې ابو موسى، د “ميناء بن وردان” زوى و او د زهره ټبر ازاد شوى و. ويل کېږي،چې د نافع پرکټى (د ښځې زوى) و او نافع پرې ځکه د قالون نوم اېښى و،چې په قرآن کې يې ځانګړى استعداد درلود.
قالون په رومي ژبه کې د ښېګڼې په مانا دى . عبدالله بن علي وايي : د قالون لقب ځکه ورته ورکړ شو،چې په اصل کې رومي و او غورنيکه (عبدالله) یې د روم له اسيرانو و.
قالون، قرائت له نافع څخه زده کړى و. ابن ابي حاتم وايي : قالون ګونګ و او قرآن يې د شونډو په اشاره وايه او په همدې يې د خلکو د قرائت غلطۍ نيوې. پر ١٢٠س زيږېدلې او پر ٣٢٠ س ومړ.
وګورئ :
طبقات القراء ١/ ٦١٥.
٢_ورش : نوم يې عثمان او د سعيد زوى دى .ابن جزري په اړه يې وايي : د ورش په وخت کې په مصرکې د قرائت د ښوونې چارې ور وسپارل شوې . په قرائت کې يې خپله ځانګړې طريقه او نوښت درلود،چې له نافع سره مخالف و. په قرائت کې د ډاډ وړ و او خبره يې د کاڼي کرښه وه. پر ١١٠س په مصرکې وزيږېد او پر ١٩٧س کې هماغلته ومړ.
( وګورئ : طبقات القراء ١/ ٥٠٢ )
٧ _ کسايي:
نوم يې “علي”، پر کسايي مشهور،د “حمزه بن عبدالله بن بهمن بن فيروز” زوى و ، د اسد د ټبر او آزاد کړى یې و،په خپله او نيکونه يې ايراني وو.
ابن جزري وايي: کسايي د لوستپوهنې هماغه استاد دى، چې په “حمزه زيات” پسې ورته په کوفه کې د قرائت د علم رياست ورکړ شو. هغه قرائت له حمزه زده کړى و او څلور ځلې يې ورته اورولى و.
ابوعبيده په القرائات کې ليکي: کسايي د قرائت په زده کړه کې ځانګړې لار درلوده،چې د حمزه د قرائت يوه برخه يې راخسته او ځينې يي پرېښووه.د کسايي د مړيني په تاريخ کې اړپېچ دى ؛خو ډېرو ١٨٩س ليکلى دى.
وګورئ :
طبقات القراء ١ / ٥٣٥.
کسايي قرائت له “حمزه زيات”،”محمد بن ابي ليلي” او “عيسى ابن عمرو” او “اعمش” څخه د مذاکرې له لارې زده کړى او پر دوى سربېره،سليمان بن ارقم، امام “صادق”، غررمي او ابن عيينه ته يې هم اورولى او بيا هارون الرشيد او زوى امين الرشيد ته يې هم ورښوولى و.
وګورئ :
تهذيب التهذيب ٨/ ٣١٣.
د کسايي روايان :
ليث بن خالد او حفص ابن عمر له کسايي بې له کومې لارې قرائت روايت کړى دى .
١- ليث بن خالد: نوم يې حارث،کنيه يې الحارث او د خالد بغدادي زوى دى . ابن جزري يې په اړه وايي: هغه مشهور، د ډاډ وړ استاد حافظ و، د کسايي له سترو شاګردانو و او قرائت يې هم ترې زده کړى و او پر ٢٤٠س ومړ.
وګورئ :
طبقات القراء ٢/ ٣٤.
٢ _ حفص هماغه “حفص بن عمرو دوري” دى، چې شرح يې د عاصم په برخه کې تېره شوه.
درې نامشهور قاريان
پردې اوو قاريانو سربېره،د قرائت په برخه کې درې نور قاريان هم شته،چې دويمه درجه اهميت لري او دادي :
١- خلف بن هشام . ٢- يعقوب بن اسحاق. ٣- يزيد بن قعقاع.
پردې لس ګونو قاريانو سربېره،يو شمېر نور قاريان هم شته، چې دومره د ارزښت خاوندان نه دي،چې بحث پرې وکړو.
د اوه ګونو قرائتونو حجت
ځينوعالمانو اوه واړه قرائتونه حجت او سند ګڼلي او په شرعي احکامو کې يې پر هر يو استدلال جايز ګڼلى دى .
زموږ په عقیده دا قرآئتونه حجتواله نه لري او د اختلافاتو د هواري په بڼه کې د یوه له مخې هم شرعي حکم نه شو کړای؛ ځکه:
الف_شونې ده،چې قاریان په ناسمه او کږه لار تللي وي.
ب_ له شرعي یا عقلي پلوه کوم دلیل نه شته، چې د قاریانو په وینا عمل واجب دی؛بلکې په ناپوهۍ او ناباورۍ يې پليون عقلاً او شرعاً منع دى.
پوښتنه :
شونې ده، څوک ووایي:چې که څه دا قرآئتونه متواتر نه دي؛خو بیا هم له رسول اکرم څخه روایت شوي دي او لږ تر لږه د “واحد خبر ” له ډولونو دي او کوم دلایل، چې د “واحد خبر” حجتواله ثابتوي؛ نو د دې قرآئتونو د نقل حجتواله هم ثابتوي؛نو په دې تر څ کې د دې قرآئتونو له مخې،عمل کول،د شرعي دلیله پليون دى او “حکومت” یا “تخصص” ته په “ورننووتو” به پر ګومان له عمله وتلی یې. ( د دې ماناوو په توپیر مو د “تعادل او ترجیح” په مباحثو کې رڼا اچولی ده .)
ځواب :
دا پوښتنه دوه ډوله ځوابولای شو:
۱ – د قرآئتونو روایتول ثابت نه دي، چې د “واحد خبر” د دلایلو اثبات ، د هغوی حجتواله هم ثابت کړي؛ځکه مخکې مو وویل، چې احتمال لري،چې دا قرآئتونه د خپله قاریانو یو ډول اجتهاد او د عقېدې ښکارندوى وي .
مخکې مو وویل، چې ځینو عالمانو پردې مطلب رڼا اچولې او دا احتمال یې تایید کړی دی او که د قاریانو د اړپېچ لامل ( چې په هغه وخت کې قرآن ټکي او حرکتونه نه درلودل) په پام کې ونیسو؛نو د قاریانو د اجتهاد احتمال ښه زور اخلي؛لکه چې “ابن ابي هاشم” وایي: په قرآئت کې د قاریانو د اړپېچ سرچینه داده؛ لکه چې قرآنونه د رسول اکرم یارانو بېلابېلو سیمو ته وړل او خلکو هم دا بې ټکیو او بې حرکته قرآنونه له همدوی زده کول او څه چې یې له اورېدو یادول؛ نو د قرآن له لیک سره د اړخ لګولو په ترڅ کې په هماغه طریقه ثابت پاتې کېدل او د مخالفت به ترڅ کې يې پرېښوول او په دې توګه بېلابېلې سلیقې رامنځ ته شوې او له دې امله په بېلابېلو ښارو کې د قرآئت او د ټکو د ویلو له پلوه اړپېچ رامنځ ته شو.
وګورئ:
تبیان : ۸۶ مخ.
زرقاني وایي: د صدر اسلام عالمانو،د قرآن د لومړۍ لیکل شوې بڼې د خوندېینې لپاره هڅه کوله،چې ټکي او “حرکة” پرې کېښوول شي او دا یې مکروه ګڼله؛ خو وروسته وضعیت بدلون وموند او په بې ټکیو او حرکت قرآن کې د تېروتنو او بدلون احتمال ډېر احساسېده؛نو ځکه پکې یې “حرکة” او ټکي کېښوول.
وګورئ:
مناهل العرفان: ۴۰۲ مخ، دویم چاپ.
۲- د “واحد خبر” د حجتوالې دلایل ،چې راوي یې اعتمادي وي، د قاریانو پر روایت او روایانو نه تطبیقېږي؛ځکه مخکې مو وویل، چې پر هغوی ټولو ډاډ ثابت شوی نه دی.
په اوه ګونو قرآئتونو لمونځ کړای شو!
د عالمانو ګروهه : د شیعه او سني ډېری عالمان ګروهمن دي، چې په اوه ګونو قرآئتونو لمونځ کړای شو؛بلکې ځینې پردې ادعا اجماع لري او یوه خوله دي او ځینې عالمان په لس ګونو قرآئتونو هم لمونځ روا ګڼي او ځینې خو په دې باب په ټاکلي شمېر قایل نه دي؛بلکې وایي : هر قرائت چې د “عثمان” له قرآنو سره اړخ ولګوي او سند یې کم هم وي، لمونځ پرې کولای شو.
د لیکوال له نظره : د نبوي کورنۍ د امامانو پر مهال ،چې هر یو قرآئت مشهور و، لمونځ پرې کېږي او په یوه روایت کې هم نه دي راغلي، چې امامانو د دې قرآیتونو له ځينو منع کړي یو.
یادونه :
تواتر: پر له پسې ډېر او یقین راوړونکیو نقلونوته وایي،چې ناقلان یې په ډېروالي کې د یقین راوړوهومره شي. “تواتر” او څه چې په دې توګه ویل شوي او نورو ته ورسېږي، “متواتر” وایي؛ لکه : په عراق کې د کربلا د ښار د شتون په باب یو خبر دی؛نو چا چې دا ښار نه وي لیدلی، د ډېرو او پرله پسې نقلونو له مخې، پر شتون یې یقین لري، بې له دې چې څه شک پرې وکړي او دې ډول پرله پسې او یقین راوړونکي خبر ته متواتر وایي او هر خبر، چې ناقلان یې هغه حد ته و نه رسېږي، ورته “واحد خبر” وایي.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com