د قرباني معيار دا څنګه وخت د پاك نبي په خاندان راغلی چې د جفا ورته لښكر لكه طوفان راغلی دا بړبوكۍ دي كه فطرت په اسوېلو سر دی چې د اسمان په لوري زغلي په سلګو سر دی د كربلا هره ذره لكه بلا ښكاري دی عاقبت ورنه په تېښته وارخطا ښكاري دعلمدار مټې […]
د قرباني معيار
دا څنګه وخت د پاك نبي په خاندان راغلی
چې د جفا ورته لښكر لكه طوفان راغلی
دا بړبوكۍ دي كه فطرت په اسوېلو سر دی
چې د اسمان په لوري زغلي په سلګو سر دی
د كربلا هره ذره لكه بلا ښكاري
دی عاقبت ورنه په تېښته وارخطا ښكاري
دعلمدار مټې پرې شوې، سر د تن نه جدا
په ډاګه پروت دی د امام شاه زمن نه جدا
مشك يې غلبيل سوری سوری په بيابان پاتې دی
د اوبو ګوت د سكينې د زړه ارمان پاتې دی
علي اكبر چې وۀ زلمی د زړه رڼا د حسېن
په شهادت باندې يې ماته شوله ملا د حسېن
چې په كړه وړه کې سراسر د پېغمبر غوندې وۀ
چې په يرغل او په ګوزار کې د حېدر غوندې وۀ
حورې غلمان يې چې ښائست وته اوبه اوبه وو
راغلو مېدان لره قاسم چې نن يې څه په زړه وو
د نيم پرانستي ګل پشان يې د ځوانۍ وخت وۀ
د دې غنچې نه د نكهت د روانۍ وخت وۀ
ښكلی پېكر يې د شقي په يو ګوزار اورژېد
جوړې يو ګل د نبوت دلاله زار اورژېد
●●●
مرثيه
مسكي مسكي دي جنتونه چې قاسم راځي
حورې غلمان كړي سنګارونه چې قاسم راځي
د زلمي تندې پۀ كوثر کې كړې چپې پېدا
نبي بابا راوړي جامونه چې قاسم راځي
د كونډې پېغلې اسوېلو ته فرشتې راغلې
دي پۀ خېمو کې فريادونه چې قاسم راځې
ای شهيدانو مظلومانو د بې كس ملګرو
راسره واخلئ څۀ ګامونه چې قاسم راځي
زين العباد بچيه څنګه پۀ هېبت پاسېدې
درته چا دركړۀ خبرونه چې قاسم راځي زما د سترګو نظر لاړو چې ټپرېږمه زۀ
لږ مې څوك اونيسئ لاسونه چې قاسم راځي
زمكه اسمان دي په فرياد په بې كسۍ د امام
زړونه لـه ډېره غمه چوي په بې بسمۍ د امام
چې مور او پلار مې شه درجار ورته رسول به وئيل
ته ئې زما دت زړه ګلزار ورته رسول به وئيل
نه ئې تر څنګ هغه ملګري ځوان مړدان پاتې دي
نه ئې خپل وروڼه نه زامن نه تربوران پاتې دي
خو په خېمه کې يو رنځو زين العباد پاتې دى
د خپل بابا په بې كسۍ ئې داسې ننګ اوكړو
په دې حالت کې هم هغه تكل د جنګ اوكړو
ورته امام هسې وئيل د سترګو توره زما
د حوصلې پشتي به پاتې نه شي نوره زما
چې خاتمه مې د بابا نيكه د ال اونه شي
چې د قيامت په ورځ زما نه د دې سوال او نه شي
بيا په يو ځان ئې همه واړه شهېدان كړه جمع
دا ننګيالي ئې د اسلام په يو مكان كړه جمع
په كربلا کې چې بې ګور او بې كفن پراته وو
خزان ځپلي جوړ ګلونه د چمن پراته وو
بيا ئې زينب ته اوكړو غږ چې ګرانې خورې زما
اى د خاتونې د جنت د سترګو تورې زما
ورشه وسله زما د جنګ اوس په تلوار راوړه
هېر مې چې نه كړې د بابا مې ذوالفقار راوړه
خوركۍ ورشه ذوالجناح كړه راته ذين راو لـه
راغلى وار د قربانۍ مې دى يقين راوله
د زېنب شونډې په ريا شولې چې غرېو اونيوه
جوړ د مړۍ نه د راتلونكې صدمې د يو اونيوه
وې چې اى روره ډېر داغونه مې په زړه خوړلي
ځنې مې لوى ځنې اوسط ځنې واړه خوړلي
زړه به مې ستا روانېدل وي چې به سم شق شي
كه او وي پاتې نو به ستا د مرګ په غم شق شي
امام وئيل ورته زما د خاندان وارثې
د محمد او د زهرا ، شاه مردان وارثې
دا خاندان به اوس د تا په حفاظت کې اوسي
لوى او واړه به همه ستا په تربيت کې اوسي
چې شوه مجبوره ورته خور همه وسله راوړله
لور د حېدر وه چې ئې ښه په حوصله راوړله
سور چې امام شو د حرم ځنې بهر راغى
جوړ دښمانو ته په شكل د حېدر راغى
ورته امام مخاطبه کې څه ډېر تللى نه وه
شور شو خېمو کې لا مقصد ته رسېدلى نه وه
بېرته راستون شو وې چې خورې دا ژړا څنګه ده؟
زېنب وئيل وروره رڼا چې د بصر دى زمونږ
د تندې مري على اصغر په ځنكدن دى زمونږ
امام اصغر په غېږ کې واخستو بهر راغى
د يزيدي لښكر په مخکې سترګې تر راغى
ورته امام وئيل هر ګوره قصور وار يمه زه
ستاسو په خيال کې به بې شكه كنهګار يمه زه
خو دا ماشوم د شپږو مياشتو كنګهار نه دى
ما كه قصور كړى وي دا خو قصور دار نه دى
وركړئ اوبه، د دې به اجر پاك اكبر دركړي
په بدله کې به نبي درته كوثر دركړي
حرمله غشى ورګوزار كړو وې چې نه وركوم
واخله د غشي د توبرې ورته اوبه وركوم
غشي مرۍ کې د معصوم اصغر تمام ښخ شو
بيا د مرۍ نه ان په مټ کې د امام ښخ شو
لپه سپېڅلې پاكې وينې ته امام اونيوه
ورته كوثر د ساقي زوئې لكه د جام اونيوه
وى چې خاونده كړه قبولـه دا نيازبينه وينه
بيا ئې اسمان ته كړه ګوزار په ډيره مينه وينه
●●●
مرثيه
يه اصغره زويه اوس به خود څيرې ګرېوان كړمه
اوښكې شته نۀ وينې چې پۀ تا يې زۀ قربان كړمه
وې بانو بچيه مرور لـه كوره چرته ځې
جار دې شه موركه دا خفه لـۀ موره چرته ځې
اودرېږه په مخکې چې لوګی درته چشمان كړمه
يه اصغره زويه اوس به خود څيرې ګرېوان كړمه
اودرېږه نبي نيكۀ بابا ته مې سلام يوسه
هم يې مرتضى او مجتبى ته نام پۀ نام يوسه
وايه ستا بې پته امتيانو په دا شان كړمه
يه اصغر زويه ………………….
چغې كړې كبرى چې دې چينې اوښكو ته نۀ ګورې
يه روره كۀ تۀ د سكينی اوښكو ته نۀ ګورې
مۀ ځه درته رويْ به د علي شاه مردان كړمه
يه اصغره زويه …………………………..
اووې زينبې بي بي، د دو سترګو رڼا زما
غم د تا دعون او محمد نۀ دی سوا زما
ترور درنه قربان شه زړۀ به څنګگه در عيان كړمه
يه اصغره زويه …………………………
يه زويه خاتونې د جنت ته سلام ووايه
بيا مې مرتضى او پاك حضرت ته سلام ووايه
اوس به بې د تانه په دنيا کې څۀ ګزران كړمه
يه اصغر زويه ……………………………….
●●●
پنځم ټوك 672 مخ:
مرثيه
اوس په اخر کې چې مېدان لره شبير راغی
د ابراهيم خليل الله د خوب تعبير راغی
لكه د غر په استقلال او جمعيت اودرېد
په تمكنت او په وقار او په شوكت اودرېد
چپه چپيا شوه د كوفيانو په لښكر کې پېدا
شوه د هېبت يوه فضا په لر او بر کې پېدا
امام د حمد او د ثنا نه ابتدا اوكړه
د فصاحت او بلاغت ئې انتها اوكړه
بيا ئې په پاك نبي سرور اووې درود او سلام
پس د هغې نه شو ګويانه د مطلب په كلام
وې چې ای خلقو نشته شك چې تاسو ما پېژنۍ
هم خاندان مې هم زما نيكه بابا پېژنۍ
خلقو څه لږ غوندې خو اوكړئ لـه خپل ځانه تپوس
بيا مو دننه په خپل زړه کې لـه ايمانه تپوس
د تاسو زړونو ته رڼا د اسلام چا راوړې
د تاسو شونډو ته پياله د بقا چا راوړې
چا ته وئيلي پاك نبي وو سرداران د جنت
فخر د چا په غلامۍ به كړي ځوانان د جنت
د چاپه حق كې د نبي نه نورالعېن راغلي
حسين مني و انا من الحسين راغلي
څه حقائق څه په وېنا کې فصاحت د حسېن
څه په خطبه کې زړه راښكون او بلاغت د حسېن
چې ئې د درد او سوزه ډك ورته تقرير اوكړو
په كاڼي زړونو د كوفيانو ئې تاثير اوكړو
عمر او شمر په دې وخت کې حېرانۍ اونيول
وار ئې خطا شو سراسر پرېشانۍ اونيول
وئيل هغو چې به عبث همه خواري شي زمونږ
همه لښكر كه اوس د جنګ نه انكاري شي زمونږ
ورته رامخکې عمر سعد په شتاب راغی
په ډېر غضب او په هېبت او په عتاب راغی
ورسره شوې وه د دې د حكومت وعده
د اقتدار او د شوكت جاه و حشمت وعده
هسې نه دا د حكومت نه چې محروم پاتې شم
لكه چې ماشوم زما فطرت دی هسې شوم پاتې شم
هغه وئيل چې هو صحيح ده مونږْه تا پېژنو
حسېنه ، مونږه دې نيكه هم دې بابا پېژنو
خو چې بېعت د يزيد اونه كړې مفردې نشته
هم څه امكان د بل طرف ته د سفر دې نشته
لا خو بېعت ته د يزيد راشه ګردن اونيسه
او لا زمونږه نېزو او تورو ته دې تن اونيسه
بيا د ليندې نه ئې يو غشی په ډېر زور كړو ګوزار
ان برابر ئې د امام صاحب په لور كړو ګوزار
وې ګواهان اوسئ چې ما پرې ابتدا كړی دی
له هر چا مخکې دا ګوزار په حسېن ما كړی دی
پوی شو امام چې بې لـه جنګه بله لاره نشته دی
د خداى په كړو کې خو بل چا لره اختيار نشته دی
دا ګمراهان كله پوهيږي د ايثار په ژبْه
ورسره بويه ګفتګو ئې د ذوالفقار په ژبْه
نو پس د دې نه ئې په لاس کې ذوالفقار اونيوو
د سامعې محل كوكار او شرنګهار اونيوو
وئيل په جوش کې ئې زه غشی هم رماح يمه زه
د ذوالجلال و الاكرام يوه سلاح يمه زه
زه خپل نبي نيكه په غيږ کې لوبولی يمه
حورو غلمانو په سندور کې ستائيلى يمه
چې ائينه به همه عمر د جلال وه حسېن
وه حېراني چې سر تر پايه نن جلال وه حسېن
چې وه وارث د محمد نو داسې حال وه ضرور
څه د جمال سره اظهار ئې د جلال وه ضرور
ماته قلعه ئې د سړو كړه ترې بهر اووتو
لكه د غشي ذوالجناح ترېنه په پر اووتو
فرات لـه ورغلو حېرانه دښمنان شو ورته
اوبه ئې اونه څښلې ياد چې ماشومان شو ورته
بېرته راستون شو ترې چاپېر شوې د جفا لښكرې
كه وى هر څو ئې د يرغل نه وارخطا لښكرې
له هرې خوا پرې د نېزو غشو باران جوړ شو
په يو مظلوم باندې د هر خوانه طوفان جوړ شو
له اسه پرېوتو امام ګويا دنيا پرېوته
ځكه تر اوسه په امت کې ئې غوغا پرېوته
يو ابلق سبى چې په ټټر ئې وو د برص داغونه
چې كړه پامال ئې د حضرت نبي د باغ ګلونه
وخت د مانځه وه پاك الله ته په سجده شو امام
هم په سجده کې د شقي په لاس كشته شو امام
جوړې تقدير د مسلمان وه چې بدل ئې كړو نن
كوم چې معيار د قربانۍ وه مكمل ئې كړو نن
چې شوه معيار د مسلمان د عبديت سجده
د امامت او طهارت او د عصمت سجده
پکې راجمع شوې سجدې د جن و انس ملك
چې كړه ادا امام حسېن د شهادت سجده
●●●
مرثيه
ځلند سړيتوب شو چې به تل وه پۀ سلګو کې
چا بلى ډيوې كړې د ضمير پۀ اننګو کې
ښكاري دصفېن غوندې صحرا د كربلا نن
بيا څۀ قراّنونه اوچت شوي پۀ نيزو کې
باغ ته د اسلام يې چې سپرلى د دوام راوړو
ويره د فنا د خزان چرته پۀ غنچو کې
سيال يې پۀ ماضي او مستقبل کې ناممكن دی
څوك بۀ شي ترې وړاندې د ايثار پۀ مېړنو کې
ثم نبتهل وائي فرزند د محمد دی
دا هغه امام دى چې پنځم وۀ په پنځو کې
نن يې چې مسلم د ګمراهۍ لـۀ قېده اووېست
دادی چې ښكاريږي پۀ زنځير او زولنو کې
غم کې د امام دې حمزه اوښكو لمبې اوكړې
څومره حرارت دی ستا په يخو اسوېلو کې
●●●
چې هر څوك د پنجتن نه لري ياري
مرګ د روح يې دی لـه دغې بيماري
د كور خـلق بـــــــــــــــــرابــــــر د پردو نه وي
زه اول يم پنج تني بيا چار ياري
چې احمد علي زهرا حسېن واړه
اولى نه ګڼي عبث كوي خواري
پس لـه دوی نه مې پسند واړه اصحاب دي
چې لري په تابعينو سرداري
زه حمزه د بو تراب د در تراب يْم
چې يې قيض تر قيامته دی جاري
●●●
شفق سرخي د وينو دی نشان د حسېن
نن معلوميږي رزمګاه هر بيابان د حسېن
باد د سبا ځي په دو دو نن د يثرب په طرف
غم د اصغر چې كړې د زلفانې پرېشان د حسېن
نخښه دجوش او اشتياق د شهادت ده كۀ وي
نه منافي دي د رضا چشمې ګريان د حسېن
ولې به نۀ وي پۀ هيبت عرش او كرسي او قلم
چې دي نهر د دريو ورځو ماشومان د حسېن
سخته ګرمي محاصره، لوږه، او تنده اله
زين العباد اكبر اصغر او قاسم جان د حسېن
چرته زېنب چې نمر سپوږمې يې كړه پرده لـۀ مخه
چرته كربل ډك لـه بلا او خاندان د حسېن
د قاسم ناوې لـه يې جوړ څه پۀ شانه كړو وربل
ګويا چې خور يې په خزان كړو ګلستان د حسېن
چرته خنجر د شمر چرته بوسه ګاه د نبي
چرته خزران، چرته ښائسته در دندان د حسېن
د اّسمان سترګو به دا هم ليدلي نه وو حمزه
په كربلا چې شو ښكاره ورته جولان د حسېن
●●●
وركه بلا د خوار امت كړله بلا د حسېن
ځكه د هر مسلمان زړۀ دی جلوه ګاه د حسېن
د تن ويښتۀ د حال په ژبه كړي ثنا د حسېن
سخ د هغو سر کې د چا چې وي سودا د حسېن
جوړ شو قاصد يثرب ته ځي باد د سبا د حسېن
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسېن
پۀ ملكوت کې ځائی پځائی دا هسې شور دی ولې
ستم ايجاد فلك د غمه نه نسكور دی ولې
د فرښتو په سر د غم ابر راخور دی ولې
چا كړو ستم مخ د افق داسې تك تور دی ولې
زلفې خورې دې مضطرب ولې بابا د حسېن
شفق پۀ وينو كړي ژړا په ابتلا د حسېن
عرش ښكلولو ته د مزكې نن تكل كړي ولې
نن عليين ته د ختلو نېت اسفل كړي ولې
نن ستمونه د فلك ښكته مزل كړي ولې
نن عوارض بغېر دجسم نه غوبل كړي ولې
چشم حېرت كړي تماشا ارض و سما د حسېن
شفق په وينو كړي ژړا پۀ ابتلا د حسېن
نن پۀ خپل مېنځ کې ملائك كړي په حيرت خبرې
حورې غلمان وائي د سوز او د حسرت بدلې
دې نظارې ته قدرت هم پردې لـه مخ كړې لرې
راځي په جوش کې د تسليم اورضا لښگكرې
جنګ ته تيار چې شول اصحاب باصفا د حسېن
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسېن
نن د ګرمۍ چې لـه وحشته ساه ډوبيږي ولې
يخې خولې د پشه كال په مخ بهيږي ولې
د كربلا خشكه صحرا ګلستانيږي ولي
وړي پۀ ژړا خيرالورى ته ماجرا د حسېن
شفق د وينو كړي ژړا پۀ ابتلا د حسېن
سبب يې څه دی بې قرار چې شهيدان شو دوبار
تللي روحونه يې قالب ته پۀ رفتار شو دوبار
د كائنات د نياز سرونه نكونسار شو دوبار
بعثنا سيدي للحرب په ګفتار شو دوبار
د روح په غوږ د من ناصرې شوه صدا د حسېن
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسېن
څوك وه چې وس يې د مركب ورته ركاب اونيو
لاس د قدرت و، په پنجه کې يې مهتاب اونيو
د جلالت نه چې په لاس کې يې نقاب اونيو
نمر په اسمان کې د خسوف مخ ته حجاب اونيو
په رخصتۍ کې زېنب واختی بلا د حسېن
شفق په وينو كړي ژړا پۀ ابتلا د حسېن
منم چې داغ يې د اكبر د شهادت ؤ په زړۀ
بار دوادۀ دشه قاسم يې هم حسرت ؤ په زړۀ
د علمدار غوڅ مړوندونه يې قيامت ؤ په زړه
خو يو جوش د شهادت چې يې راحت ؤ په زړۀ
قضا ته سر اېښی پۀ مخکې ؤ رضا د حسېن
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسېن
نعرې د چا په كائناتو مسلط كړو سكوت
جلوې په چا قربانېدو ته راليږي مكلوت
د انبياؤ په نظرونو شو كربل جبروت
پۀ ائينه کې منعكس شولو ناسوت د لاهوت
پورته اتمام ته د حجت چې شوه ندا د حسېن
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسېن
دښمن ويل مونږه منو چې يې فرزند د رسول (ص)
د زړۀ ټوټه د مرتضى يې جګر ګوش د بتول
كه د اجل چرې پېرزو دې په ځان نۀ وي نزول
راشه بېعت زمونږ په مخکې د يزيد كړه قبول
ورته جواب كښگې ذوالفقار وكړه برېښنا د حسېن
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسېن
لرې پرده شوه اصلي رنګ کې نمايان شو اسرار
چې د امام په قتلولو باندې سرشو اشرار
بيا چې شبير نه شو على ته امامت په رفتار
كۀ چا كتی شولی پخپله بې حجاب ؤ ستار
د پاك وجود نه چې جدا شوله ردا د حسېن
شفق په وينو كړي ژړا پۀ ابتلا د حسېن
شاتوری راغلی ذوالجناح زخمي په حال زبون
د دين پټی دادی خړوبه كړو امام په خون
كښت و جنت د ذوالجناح هره ادا د جنون
وكرامت د امام بې اوبو ژوندی چې و نون
د مظلومۍ وائي نوحه وس كربلا د حسېن
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا دحسېن
راغله دمشق ته قافله چې بنديوان دي همه
پټ په وريځ کې د بلا د برق پشان دي همه
څه سرتور سرې كنډې رنډې يتيمان دي همه
خبر يې دا د محمد د خاندان دي همه
مير د كاروان بسته په اوښ زين العباد حسېن
شفق په وينو كړي ژا په ابتلا د حسېن
زبح عظيم شو مكمل پاتې نور حال نۀ شو
زير د منت وس دا كمال پاتې اجمال نه شو
يار د هندی د زوی د زوی سره اقبال نه شو
ځائی د عبرت دی اّل يې پاتې پۀ دنبال نۀ شو
حمزه شاهان دي ځای په ځای اّل صفا د حسېن
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسېن
●●●
حضرت امام حسين
دنبوي نمر ، رڼا امامه
تياره دې لـــــــرې كــــــــــړه لــه اســلامه
پيړۍ شوې تيرې لابه تېريږي
قصه د غم به دې نه شي تمامه
مياشت فروري سن يو څلوېښتم وه
زمان څپري کې زما قدم وو
زمونږ ټهېكه وه مور چې بنا وې
تاريخ مې ياد شو چې ديارلسم وو
ترې بې خبره مه شې ای زويه
دهېندارې نه د زړه يې زدويه
چې پرې لوګي وي د ګناهونو
نيكي كوه ورپسې ای زما پويه
نه يم غلط حرف چې ياد شوم هېر شوم
نه مشتبه يم چې خلاص شوم ګير شوم
زړه مې درياب دی د حكمتونو
نه چې سېلاب يم ، راغلم او تېر شوم
په خوند کې شېر يم په معنى شېر يم
ازاد لـه هر څه، خو يار ته ګېر يم
ابتدائي يْم ، انتهائي يم
په هر يو رنګ يم ، زبر او زېريم
چې مې په تا شوه ، د خاطر مينه
مينه شوه ورانه ، د تن سنګينه
جبين مې ايښی د نياز تا ته
چې بهره مومم ستا لـه جبينه
ستا په دولت خو زه پړده نه يم
ســــتا لـه امداده په پړده نه يم
زه د خپل رب يم د تا په شانې
د بندګانو پرور ده نه سم
ما وې د زړه كور، دې بی زمانه وو
ودان په ما وو او خپور زما نه وو
چې زه ترې لاړم هغسې كور دی
نه كور زما نه وو، نه شور زمانه وو
چې ماته ګورې و چاته ګورې
و چاته ګورې ، چې ماته ګورې
ته ماته ګورې، زه تاته ګورم
زه تاته ګورم، ته ماته ګورې
پرېشاني راوړي، خندا په ګل کې
نغمه ښحي راوړي غم په بلبل کې
كه پرېشاني ده كه غم، ژوندون دی
د شانې ګورې غاښ په كاكل کې
جرمنه لاړه ، حمله دې لاړه
طاقت دې لاړ شو ، مزه دې لاړه
اوس به باران وي په تا د غم
قوت دې مات شو، شېبه دې لاړ ه
●●●
چې مخلص په محبت كښى د علي يم
زه هر څوكه ګنهګارئيمه ولي يم
لا به ماپه خوب کې شو ى نه يم ازيى يم
داد هغې پاكى مينى بركت دى
چې دښمن د خارجي او درغلي يم
دا چې څه زما د خولى نه اوريده شي
هم ددى په څير په زړه باندى جلي يم
شوه سر سبزهيى هستي لـه بو ترابه
ددانى نه رسيدلى تر پلي يم
هر قدم د تخيل مي حي دفعت ته
فخر علم ته چې خاورى د تلي يم
دا علمونه ظاهر ي دي ټول هډونه
باب د علم روږ دى كړى په نلي يم
كربلا شى ما حمزه ته چې دانه وي
د حسين د ذكر فكر عملي يم