تبلیغات

د قيامت د ورځې شاهدان د شاهدانو شهادت او ګواهي قرآن شريف وايي : ((وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ (غافر/ ۵۱) = او(هم) پر هغه ورځ چې شاهدان ودرېږي)) که څه هم خداى د چا شهادت ته اړمن نه دى؛خو دا د انسان ځانګړنه ده،څومره،چې ځان د څارونکيو او شاهدانو پر وړاندې ويني ؛ نو هومره يې […]

د قيامت د ورځې شاهدان

د شاهدانو شهادت او ګواهي

قرآن شريف وايي : ((وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ (غافر/ ۵۱) = او(هم) پر هغه ورځ چې شاهدان ودرېږي))

که څه هم خداى د چا شهادت ته اړمن نه دى؛خو دا د انسان ځانګړنه ده،څومره،چې ځان د څارونکيو او شاهدانو پر وړاندې ويني ؛ نو هومره يې پر تقوا او ايمان اغېزه لري .

 

په قيامت کې شاهدان

لومړى شاهد: لوى خداى

په قرآن شريف کې دي : إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ (حج/۱۷)= په رښتيا چې خداى پر هر څه شاهد (او له هر څه خبر) دى (٣٥٣)

د خداى لپاره نور صفات هم بيان شوي دي،چې ټول ددې خبرې سپيناوى کوي،چې خداى پر ټولو د پوهې ولکه لري.

إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا(نساء/۱) = ځكه خداى څارونكى دى (٣٥٤)

وَكَانَ اللّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُّحِيطًا(نساء ۱۲۶) = او خداى پر هر څه چاپېر دى (٣٥٥)

داسې نور آيتونه شته،چې د الهي علم پخلى کوي .

 

دويم شاهد: انبياء

د قيامت پر ورځ يو ګواه الهي انبياء دي .

قرآن شريف وايي: فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِن كُلِّ أمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاء شَهِيدًا (نساء/۴۱) = څنګه به وي پر هغه ورځ ،چې موږ له هرامته ( د هغوى پر كړنو ) يو شاهد راولو او تا به هم پر هغوى شاهد كړو؟ (۳۵۶)      

په بل ځاى کې وايي : وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِم مِّنْ أَنفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَى هَؤُلاء وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ (نحل/۸۹) = او (درياد كړه) پر هغه ورځ چې موږ په هر امت كې پخپله د هغوى له منځه پر دوى يو شاهد راپاڅو او تا پر هغوى ګواه كړو او موږ دا كتاب پرتا نازل كړى،چې د ټولو څيزونو څرګندوونكى دى او مسلمانانو ته لارښود او رحمت او زېرى دى . (٣٥۷)

نو په قيامت کې به پر هر امت د هغه امت پېغمبر ګواه وي او پر ټولو انبياوو به شاهد زموږ پېغمبر حضرت محمد (ص) وي .

 

درېم ګواه :امامان

قرآن شريف وايي : وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا (بقره/ ۱۴۳) = په همدې توګه مو تاسې (چې قبله مو منځنۍ قبله ده) يو منځنى امت وګرځولئ،چې پر خلكو شاهدان اوسئ او پېغمبر پر تاسې شاهد دى (٣٥٨)

ددې خبر‌ې په پامنيوي،چې د امت ټول خلک د ګواهۍ او شهادت لپاره په کار عدالت او وړتيا نه لري؛نو په آيت کې له امته مراد ځينې وګړي دي ،نه ټول امت؛نو له امته مراد د امت ځينې وګړي دي،چې په الهي محکمه کې د خلکو پر کړنو د ګواهۍ لپاره وړتيا او په کار شرايط ولري؛لکه څنګه چې روايت وايي : هغه منځ امت،چې شاهدان دي،موږ يو .(٣٥٩) ( تفسير صافي، تر بقره/ ۱۳۴ لاندې)

فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِن كُلِّ أمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاء شَهِيدًا(نساء/۴۱) = څنګه به وي پر هغه ورځ،چې موږ له هر امته ( د هغوى پر كړنو ) يو شاهد راولو او تا به هم پر هغوى شاهد كړو؟(٣٦٠)        

ددې آيت په اړه په يو روايت کې راغلي :په هر وخت کې يو امام وي،چې د خلکو پر کړنو ګواه دى. (٣٦١) ( تفسير صافي)

 

څلورم ګواه :پرښتې

په قرآن شريف کې راغلي دي : وَجَاءتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ (ق/۲۱) = او هر څوك (په داسې حال كې محشر ته) راځي،چې سيخوونکى او شاهد به ورسره وي. (٣٦٢)

د قيامت پر ورځ به ټول د الهي عدل په محکمه کې راښکاره شي،حال داچې په څنګ کې به يې يوه پرښته وي،چې محشر ته به يې راکاږي او هم يوه پرښته،چې پر کړنو به يې ګواه وي . (٣٦٣) ( تفسير الميزان، ۱۸/ ۳۷۹)

هغه پرښتې،چې په قيامت کې به پر کړنو مو ګواه وي،کېداى شي هماغه پرښتې وي،چې په دنيا کې هم راسره وې او زموږ کړه وړه يې ليکل او کېداى شي،چې نورې پرښتې وي .

 

پينځم شاهد : ځمکه

قرآن شريف وايي :يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا (زلزله/۴) = پر هغه ورځ هغه (ځمكه) خپل (حالات او) خبرونه وايي. (٣٦٤)

پر هغه ورځ د ځمکې شهادت دوه ډوله کېداى شي :

الف : د هغه وضع او نظام په واسطه به وي،چې پيدا کړى يې دى ؛لکه څنګه چې موږ يو بل ته وايو : سترګې دې وايي،چې بېګا شوګير وې او رنګ دې چغې وهي،چې وېرېدلى،خوشحاله او پر غوسه يې او همداراز پر ځمکه به ستره زلزله راشي او د هر څه تر وړه او چوره کېدو ورسته ځمکه خپلې خبرې لري؛يعنې د هغې ورځې وضع او نظام به مو پر يو لړ خبرو پوه کړي ؛لکه څنګه چې د ونې تر پرې کولو وروسته د ونې پر تنه کرخې مو د هغه د عمر په اړه پوهوي او يا کومه ليکنه،چې پکې مطالب مو د ليکونکي پر پوهه پوهوي؛نو پردې بنسټ د ځمکې له شهادته مراد د هغې د اوضاع ګواهي ده؛ نه وينا او خبرې .

ب: خداى به په خپل قدرت د ځمکې هر برخه پر خبرو کړي . هغه قدرت، چې په دنيا کې يې له خاورو مېوه او خواړه او له خوړو نطفه او بيا ترې انسان جوړوي او هغه انسان بيا په خبرو کېږي؛نو پر هغه ورځ به هم بې کلامه جمادات ويونکي شي .

د خداى استازى به،چې هرې سيمې ته ورسېد؛نو هلته به يې دوه رکعته لمونځ کاوه او و يل به يې : د قيامت پر ورځ به دا ځمکه پر دې لمونځ ګواهي ورکوي . (٣٦٥) ( تفيسر الميزان، ۶/ ۳۳۷)

 

شپږم ګواه :وجدان

پر هغه ورځ به يو ګواه د انسان عقل او وجدان وي .د قرآن شريف په ډېرو آيتونه کې راغلي : انسان ښکاره پر خپله کړې ګناه منښته کوي او په زړه پورې خبره خو دا ده،چې خداى هم پر هغه ورځ د انسان وجدان قاضي کوي او انسان ته وايي : اقْرَأْ كَتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا(اسراء/۱۴)= (او هغه ته وايو:) كتاب دې ولوله ! كافي ده نن خپله محاسبه پخپله وكړې ! ( ۳۶۶)

 

اووم ګواه :د بدن غړي

قرآن شريف وايي :يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (نور/۲۴) = پر هغه ورځ به ژبې،لاسونه او پښې يې پر كړنو شاهدي وركړي. (٣٦٧)

هغه ورځ،چې د خلکو ژبه،لاس او پښې پرې ګواهي وايي او کله پر خولو د چوپتيا ټاپه لګي او يوازې پښې او لاسونه خبرې کوي .

الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (يس/۶۵) = نن يې خولې بندوو او لاسونه يې راسره خبرې كوي او پښې يې د هغوى پر كړنو ګواهي لي! (٣٦٨)

 

په بل آيت کې راغلي دي : ان إِذَا مَا جَاؤُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَارُهُمْ وَجُلُودُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (فصلت/۲۰) = چې كله هلته ورسي؛نو غوږونه او سترګې او (د بدن) پوټكي به يې پر كړنو شاهدي ووايي. (٣٦٩)

په زړه پورې خو دا ده،انسان چې د خپلو غړيو ګواهي وويني؛نو په خپګان او خېجلتوب ووايي:وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدتُّمْ عَلَيْنَا (فصلت/۲۱) = او د خپل (بدن) پوټكو ته وايي: (( تاسې ولې زموږ پر زيان شاهدي وويله)) (٣٧٠)

پوټکې به ځواب ورکړي : قَالُوا أَنطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنطَقَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (فصلت/۲۱) = (پوټکي) وايي: (( هغه خداى موږ پر خبرو راوستو،چې هر شى په خبرو راولي او هغه لومړى ځل پيدا كړئ او يوازې د هغه پر لور ورګرځول كېږئ.)) (٣٧١)

علامه طباطبايي ددې آيتونو په تفسېر کې وايي :د غړيو شهادت هغه مهال واقعيت لري،چې هر يو غړى په دنيا کې د شعور خاوند وي او د انسان له کړنو خبر وي؛ ګينې نو هغه به شهادت نه وي،چې د قيامت پر ورځ غړيو ته شعور ورکړ شي او يا داچې پر هغه ورځ ورته پوهه او غږ ورکړ شي؛ځکه شاهد بايد د کړنو پر مهال وي او هم پوه وي،څو وکړاى شي پر خبره ځان پوه کړي او پر بله ورځ ګواهي ورکړي؛نو پر دې بنسټ زموږ ټول غړي په دې دنيا کې د شعور او پوهې خاوندان دي؛ که څه شعور او پوهه يې زموږ له پوهې او شعور سره توپير لري (٣٧٢) (تفسير الميزان، ۱۷/ ۴۰۲)

په قرآن شريف کې راغلي دي :وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا (اسراء/۳۶) = او په هغه څه پسې مه ځئ،چې پرې پوه نه ياست؛ځكه چې غوږ او سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي. (٣٧٣)

که څه ووايي،چې له سترګو ،غوږونو او زړه د پوښتنې مراد د هغوى له خاوندانو پوښتنه ده؛خو د نورو آيتونو په رڼا کې،چې وايي :(( په قيامت کې به په خپله غړي ګواهي ورکوي )) ددې لپاره هېڅ دليل نه پاتې کېږي ، چې دا آيت د هغوى د ظاهر پر خلاف مانا کړو .

حديث دى: د غړيو ګواهي يوازې په هغو خلکو پورې ځانګړې ده،چې مجرمان او فاسقان دي او الهي عذاب ورته په تمه وي او دا ګواهي مؤمنانو ته نه ده او مؤمنانو ته يې کړنليک په ښي لاس کې ورکول کېږي او هغوى هم په خوشحالۍ نور د خپل کړنليک لوستو ته رابلي . (٣٧٤) ( کافي، د تسليه الفواد په نقل،۱۸۱ مخ)

 

اتم ګواه: وخت

د حضرت علي (ک) وينا ده : داسې ورځ به پر انسان تېره نشي،چې انسان ته خبردارى ورنه کړي،چې نن درته نوې ورځ يم او د قيامت پر ورځ به دې پر کارونو ګواه يم؛نو کوښښ وکړه،چې له دې ورځې په بشپړه توګه د خپل تلپاتې نېکمرغۍ لپاره ګټه واخلى. (٣٧٥) ( تفسير نور الثقلين، د ق/۲۱ لاندې)

روايت وايي: نن تازه او نوې ورځ ده او د قيامت پر ورځ به پر کړنو ګواه وي ،چې پکې يې ترسره کوو . (٣٧٦) ( صحيفه سجاديه، شپږم دعا)

 

نهم ګواه : کړنې

((يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُّحْضَرًا ( آل عمران/۳۰) = پر هغه ورځ به هر څوك خپل ښه او بد كړه حاضر ومومي (٣٧٧)

((وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا)) (کهف/۴۹) (٣٧٨)د قيامت پر ورځ به انسان خپل په دنيا کې تر سره کړي کړه وړه حاضر وويني .

د قيامت عذاب نه عچ دى او نه کينه او نه قراردادي سزاګانې،چې ناندرې پکې وکړي او درسره به پکې ګوزاره وشي؛بلکې د قيامت عذاب زموږ د خپلو هغه کړنو پايله ده،چې په دنيا کې مو ترسره کړي دي ( متل وايي: څه چې کرې،هغه به رېبې) او د رسول اکرم وينا ده : (( الدنيا مزرعة الاخرة )) (٣٧٩) ( عوالی الالی، ۱/ ۳۶۷)

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست