تبلیغات

د لسم هجري كال پېښې  د زوى په وير كې ((ګرانه ابراهيمه! هېڅ مې درته له لاسه نه کېږي،دا به د خداى تقدير و، د پلار سترګې دې پر مړينه ژاړي او زړه يې غمجن دى؛خو هېڅكله به داسې خبره و نه کړم،چې خداى راته غوسه شي،كه د خداى رښتينې ژمنه نه واى، چې موږ […]

د لسم هجري كال پېښې

 د زوى په وير كې

((ګرانه ابراهيمه! هېڅ مې درته له لاسه نه کېږي،دا به د خداى تقدير و، د پلار سترګې دې پر مړينه ژاړي او زړه يې غمجن دى؛خو هېڅكله به داسې خبره و نه کړم،چې خداى راته غوسه شي،كه د خداى رښتينې ژمنه نه واى، چې موږ به هم په تا پسې درځو؛نو ستا په بېلتون كې به مې تر دې زيات ژړلې واي.)) (398)

ېيغمبراکرم دا جملې د خپل زوى “ابراهيم”  په وير كې وويلې. پېغمبر اکرم به تل ويل: (( له اولاد سره مو مينه وكړئ.))(بحار:٢٣/١١٤) تردې چې له ماشومانو سره مينه د پېغمبر اکرم له اخلاقو ګڼل كېږي.(399)

 په تېرو کلو کې د پېغمبر اکرم درې زامن؛ “قاسم”، “طاهر” او “طيب” مړه شول او يوازې “فاطمه” بي بي ژوندۍ وه او درې لوڼې؛ “زينب” ، “ام كلثوم” او “رقيه” مړې شوې وې،چې خورا خپه و.(400)

 پېغمبر اکرم پر شپږم هجري كال بهر ته سفيران ولېږل او په يوه ليك کې يې د “مصر” واكمن اسلام ته راوباله. كه څه هم د پېغمبر اکرم بلنې ته يې مثبت ځواب ورنه کړ؛خو د پېغمبر اکرم د ليك  په ځواب كې يې ډېرې ډالۍ، چې يوه يې هم د “ماريه” په نامه يوه وينځه،په درناوي پېغمبر اکرم ته راولېږله.

 دې وينځې وروسته له پېغمبر اکرم سره واده وكړ،چې “ابراهيم”  ترې وزېږېد،چې پر پېغمبر اکرم ډېرګران و. د “ابراهيم”  زوكړې تر يو حده د پېغمبر اکرم د شپږو اولادو د مړينې د غم بوج سپک كړ؛خو په خواشينۍ،چې 18 مياشتې وروسته، د پېغمبر اکرم د هيلو د باغ دا ګل هم ورژېد.

 پېغمبر اکرم څه كار ته بهر وتلى و او،چې  د زوى د ناروغۍ خبر يې ورته راووړ؛ نو ژر يې ځان كور ته ورساوه او تېرې خبرې يې ورته وكړې.

 د زوى په وير كې د پېغمبر اکرم ژړا، انساني عواطف يې راښيي او دا چې پېغمبر اکرم د خداى پر خلاف يوه خبره هم ونه کړه، پر “الهي تقدير” او د خداى پر رضا ايمان يې راښيي،چې څوك ترې تښتېداى نه شي.

 بې ځايه نيوكه

حضرت”عبدالرحمن بن عوف” د پېغبمر ژړا حيران كړ او ويې ويل: ((تاسې موږ پر مړيو له ژړا منع كوئ؛ اوس په خپل زوى پسې ژاړئ؟!))

پېغمبر اکرم ورته وويل:((ما هېڅكله نه دي ويلي، چې په خپلو عزيزانو پسې مه ژاړئ؛ ځكه ژړا او احساسات د زړه سوي او ترحم نښه ده او د چا چې پر بل زړه و نه سوځي؛نو خداى پرې نه لورېږي.ما ويلي: د خپلو عزيزانو په مرګ كې چغې مه وهئ او د كفر خبرې پکې مه كوئ او پر خداى بې ځايه نيوكې مه كوئ او د غم له امله خپل ګرېوانونه مه څېرئ .)) (401)

  حضرت “علي”  د پېغمبر اکرم په حكم “ابراهيم”  ته غسل وركړ او په كفن كې يې تاو كړ. بيا د پېغمبر اکرم يوې ډلې اصحابو يې جنازه وکړه او د “بقيع” په هديره كې يې ښخ كړ.(402)

 په سيره “حلبي” كې راغلي دي، چې “فضل بن عباس”، “ابرهيم” ته غسل وركړ.

پېغمبر اکرم د “ابراهيم”  قبر ته وكتل،د قبر په كونج كې ناهواري وه، كېناست او په خپل لاس يې هوار كړ او ويې ويل:

 (( ښه چار ښه سمه وکړئ.)) (403)

 له خرافاتو سره مبارزه

د “ابراهيم”  د مړينې پر ورځ لمر تندر ونيو. څو ناپوهو وانګېرله،چې لمر د “ابراهيم”  د مړينې له امله تندر نيولى دى. دا باطل فكر كه څه هم افسانه وه؛خو په ظاهره د پېغمبر اکرم پر ګټه وه او كه پېغمبر اکرم عادي او مادي مشر واى؛ نو دا خبره به يې سمه ګڼلې واى، چې له دې لارې خلكو ته خپل عظمت ثابت كړي؛ خو داسې يې و نه کړل،پر منبر كېناست او خلك يې پوه كړل:  ((خلكو! پوه شئ، چې دا سپوږمۍ او لمر د خداى د ځواک نښې دي،د طبيعي قوانينو له مخې،چې خداى ورته وضع كړي،پر خپل مدار چورلي او هېڅكله د چا پر زوكړه او يا مړينه نه نيول کېږي؛بلكې د “كسوف” او د لمر د تندر نيونې پر مهال ستاسې ژمنه ده، چې لمونځ وكړئ.))

پېغمبر اکرم د ډېرو مادي مشرانو په څېر د خلكو له ناپوهۍ ناوړه ګټه وا نه خېسته او پر حقايقو يې پرده وا نه چوله.(404)

 

398_ سيره حلبى 3/ 34 او بحار 22/ 157 مخ.

399_ بحار 23/ 114 او المحجه البيضا 3/ 366مخ.

400_  بحار 22 166مخ

401_بحار 22\ 151 مخ او سيره حلبى 2\348 مخ.

402_  بحار 22\ 156مخ.

403_   بحارالانوار 22\157مخ

404 المحاسن \ 313 مخ او سيره حلبى 3\ 348 مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!