بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د مرګ پر وړاندې ډول ډول غبرګونونه د ابو العلا معري غبرګون شک نشته چې د مرګ يادونې په اړه د دیني مشرانو ټينګار، د زړه تنګۍ او مړ زړۍ رادبره کول نه دي. دا مساله په دې پورې تړاو لري چې مړينه څه وبولو. په دې باب د ابوالعلای معّري […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د مرګ پر وړاندې ډول ډول غبرګونونه
د ابو العلا معري غبرګون
شک نشته چې د مرګ يادونې په اړه د دیني مشرانو ټينګار، د زړه تنګۍ او مړ زړۍ رادبره کول نه دي. دا مساله په دې پورې تړاو لري چې مړينه څه وبولو. په دې باب د ابوالعلای معّري په څېر انسان له خيام (يا هغه چې دغسې رباعيات يې ويلي) سره پرتله کړئ. ابو العلا، د عربو نامتو ړوند شاعر او يو بدوينی انسان و چې ژوند يې په خورا سختۍ تېر کړ. له دنيا يې څه ګټه وانخسته، ښځه يې ونه کړه،غوښه يې ونه خوړه او په پای کې وصيت يې وکړ، چې د قبر پر ډبره يې وليکي:
هذه جنايه ابی و ما جنيتُ باحدٍ
«دا مې د پلار جنايت و؛ خو ما پر هيچا جنايت او تېری ونه کړ.»
يعنې اولاد مې پرېښی نه دی چې زما په څېر بدمرغي وګالي. د دغسې يو انسان د مرګ پر وړاندې دا غبرګون و، اوس چې بايد ومرم؛ نو غوره دا و چې بیخي دنيا ته راغلی نه وم، نو اوس چې په دنيا کې يو، د مړيو په څېر ژوند کوو. ځینې مسيحي راهبان او شيخان او همداراز مسلمان صوفيان هم له ژونده زړه تنګي ول، سوچ او فکر يې کاوه، دا چې مرو؛ نو له همدا اوسه ځان مړ وشمېرو. بلخوا د خيام پر څېر کسانو ګروهه درلوده، دا چې نه پاتې کېږو؛ نو دنيا غنيمت وګڼو او همدا شېبه خوښ اوسو:
از دی که ګذشت هیچ از او یاد مکن
فردا که نیامده است فریاد مکن
بر نامده و ګذشته بنیاد مکن
حالی خوش باش و عمر بر باد مکن[1]
په نوې نړۍ کې هڅه د مرګ تحقير، ناڅيزتوب يا حذفول دي
چې څومره مو له وسې پوره وي؛ نو مرګ له ياده اوباسو، يوازې د دې دنيا ژوند ته فکر وکړو، هديرې له ښارونو لرې کړو، مړي هېر کړو، خپل اولادونو ته د مرګ په اړه څه ونه وايو او ونه ليکو، ځان په ډول ډول نشه کوونکيو وزليو بوخت کړو چې د ژوند او پای په اړه يې فکر و نه کړو.
له مرګه د اديانو انګېرنه
خو د اديانو انګېرنه دا ده چې مرګ د ژوند هومره جدّي دی او له آره د ژوند برخه ده. نه تر مرګ روسته د ژوند له لامله؛ بلکې په دې پار چې پخپله هم کافي هومره مهم دی، له مرګه غافل انسان تر انسانيته څارويتوب ته ورنژدې دی.
د مرګ پر وړاندې د اديانو رسالت
مولوی د ديني ښوونو او قرآن په لاروۍ وايي:
آن که مردن پیش چشمش «تهلکه» است
امر «لا تلقوا» بګیرد او به دست
و آن که مردن پیش او شد فتح باب
«سارعو» آید مر او را در خطاب
د چا په سترګو چې مرګ هلاکت دی، لاندې آيت ورته لاسوندوي:
وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ (بقره/۱۲۵) = په خپلو لاسونو خپل ځانونه مه هلاکوئ.
او په دې لاسوند له هر ډول سرښندنې، فداکارۍ او جهاد څخه ډډه کوي؛ خو هغه چې مړينه د وره پرانسته او پراختيا بولي، دا آيت د خپلو کړنو بنسټ ګڼي:
وَسَارِعُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ (آل عمران/۱۳۳) = او د خپل پالونکي د بښنې او هغه جنت ته د ورسېدو لپاره بيړه وکړئ، چې د اسمانونو او ځمكې (هومره) پراخ دی.
نو ټولې خبرې د مرګ پېژندنې د څرنګوالي پر سر دي. د مېړانې له وجهې له مرګه نه ډارېدل، بې د مرګ له مهم نه شمېرلو ځنې دي. ځان تلونکی بلل یو شی دی او له تلو څخه ډار بل شی دی او دا دواړه یو له بل سره توپیر لري. مولوي له هغو کسانو دی چې په مېړانه مرګ ته هر کلی کوي او صوفيان هغوی بولي چې پر مرګ ريشخند او ملنډې وهي:
مرګ کین جمله از او در وحشت اند
می کنند این قوم بر وی ریشخند
او د «سربالاطلب فقير» له خولې وايي:
من چو اسماعیلیانم بی حذر
بل چو اسماعیل آزادم ز سر
فارغم از طمطراق و از ریا
قل تعالو ګفت جانم را بیا
ګفتم کم ګیرد سر و اشکنبه ای
رفته ګیر از ګنج جان یک حبه ای
په دې توګه، مولوی له هغو عارفانو ځنې دی چې مرګ جدي بولي او له دې لارې خپله ځان پېژندنه پوره کوي او وايي څوک چې له مرګه تښتي، له ځانه تښتي، ته وا مرګ د انسان د وجود هنداره ده:
مرگ هر یک ای پسر همرنگ اوست
پیش دشمن دشمن و بر دوست دوست
پیش ترک آیینه را خوش رنگیست
پیش زنگی آینه هم زنگیست
آنک میترسی ز مرگ اندر فرار
آن ز خود ترسانی ای جان هوش دار
روی زشت تست نه رخسار مرگ
جان تو همچون درخت و مرگ برگ
يو ته، مرګ وداع او بل ته وصال او نښلون دی. يو ته، وطن ته رسېدل او بل ته، غربت ته ورتلل دي:
ګفت جفتش الفراق ای خوش خصال
ګفت نه نه الوصال است الوصال
ګفت جفت امشب غریبی می روی
از تبار و خویش غایب می شوی
ګفت نه نه بلکه امشب جان من
می رسد خود از غریبی در وطن
د امام غزالي (رح) له نظره د مرګ په اړه د خلکو د غبرګونونو ډولونه
امام غزالي د مرګ په هکله ښکلې خبره لري، وايي چې خلک د مرګ پر وړاندې درې ډلې کېږي: يوه ډله چې د دنيا له نعمتونو برخمن دي، له مرګه ډارېږي؛ ځکه مرګ د خپلو خوښيو پای بولي. بله ډله هم له مرګه ډارېږي؛ ځکه د خپلو کړنو د مکافاتو په اړه فکر کوي؛ نو ځان مرګ ته چمتو کوي او درېيمه هغه ډله ده چې د مرګ هرکلی کوي؛ ځکه مرګ د محبوب او معشوق لقا بولي.[2]
غوره مړينه د تړاوونو اختياري پرېښوول دي
عارفانو راته ويلي چې په ژوند کې مرګ تمرينولای شو او مړينه د تړاوونو پرېښوو ته وايي. دا مړينه اختياري ده، چې البته د اجباري او طبيعي مړينې مانا هم په ډاګه کوي او هم يې منل اسانوي:
هر که شیرین می زید او تلخ مرد
هر که او تن را پرستد جان نبرد
توبه تر مړينې وړاندې د مرګ د تجربې يوه مرتبه ده
توبه کول هم يو ډول مرګ ازمېښتي ده، انسان چې تل له خپلو ګناهونو توبه کوي، پرله پسې له چټليو مري او په پاکۍ راژوندی کېږي او په دې مرګ و ژوند، تل د کمال پر پوړۍ ورخېژي.
عاشقي هم د مرګ تمرين دی
همداراز د عرفان د ښوونځي له مهمو سبقونو ځنې يو دا دی چې عاشقي هم د مړينې تمرين دی:
جمله عشق است و عاشق پرده ای
زنده معشوق است و عاشق مرده ای
څوک چې ځان د مينې او محبت په جوارۍ کې بايلي، د مړينې يو مهم پړاو تجربه او تمرينوي. عاشقي؛ يعنې فنا، او فنا يعنې تر مرګ یوه ډېره اوچته مرتبه ده. مولانا د «وکيل صدر جهان» په داستان کې د عاشق بخارايي له خولې هغو ناصحانو ته، چې بخارا ته يې له ورتلو منع کاوه، وايي:
گفت ای ناصح خمش کن چند چند
پند کم ده زانک بس سختست بند
سختتر شد بند من از پند تو
عشق را نشناخت دانشمند تو
آن طرف که عشق میافزود درد
بوحنیفه و شافعی درسی نکرد
تو مکن تهدید از کشتن که من
تشنهٔ زارم به خون خویشتن
عاشقان را هر زمانی مردنیست
مردن عشاق خود یک نوع نیست
او دو صد جان دارد از جان هدی
وآن دوصد را میکند هر دم فدی
هر یکی جان را ستاند ده بها
از نبی خوان عشرة امثالها
گر بریزد خون من آن دوسترو
پایکوبان جان برافشانم برو
آزمودم مرگ من در زندگیست
چون رهم زین زندگی پایندگیست
اقتلونی اقتلونی یا ثقات
ان فی قتلی حیاتا فی حیات
په بل داستان کې کله چې يو عاشق خپل معشوق ته ګيله کوي، چې ټول کارونه مې ستا لپاره کړي دي، وايي:
مال رفت و زور رفت و نام رفت
بر من از عشقت بسی ناکام رفت
هیچ صبحم خفته یا خندان نیافت
هیچ شامم با سر و سامان نیافت
معشوق په ځواب کې ورته وايي:
کانچ اصل اصل عشقست و ولاست
آن نکردی اینچ کردی فرعهاست
گفتش آن عاشق بگو که آن اصل چیست
گفت اصلش مردنست ونیستیست
تو همه کردی نمردی زندهای
هین بمیر ار یار جانبازندهای
د مرګ يادول هوښياري ده، راز يې څه دی؟
مړينه د عاشقۍ وروستی ګام دی او دا د عارفانو بنسټيزه ښوونه ده. دې مشرانو په دې توګه له يوه اړخ څخه د مرګ مانا تلطيف او خوږوله او له بل اړخ څخه پر مانا کولو به یې انسان د خورا انسانولو پر لور وسيخاوه او د انسانيت افق او څنډ ته يې ورنژدې کاوه.
له خدايه غواړو، چې له هغو مو وشمېري چې په مرګ کې يو ذوق او مينه ويني او ترې غواړو چې په مرګ کې د محبوب د لقا خوند راوڅکي او د خپل رحمت ورونه راپرانځي او دې له خطره ډک سفر ته مو چمتو کړي.
[1] – رباعيات خيام، ۷۷ مخ.
[2] – امام غزالي، کيميای سعادت، ۲ ټ، ۶۱۰ مخ.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com