د اتم هجري کال پېښې د موته جګړه د اتم هجري کال په لومړيو کې،چې د “حجاز” په ډېرو سيمو کې يو څه امنيت و او د اسلام غږ ډېرو سيمو ته رسېدلى و او يهود د شمال او “قريش” د جنوب له لوري اسلام ته ګواښېداى نه شول؛نوځکه پېغمبر اکرم خپل پام “شام” ته […]
د اتم هجري کال پېښې
د موته جګړه
د اتم هجري کال په لومړيو کې،چې د “حجاز” په ډېرو سيمو کې يو څه امنيت و او د اسلام غږ ډېرو سيمو ته رسېدلى و او يهود د شمال او “قريش” د جنوب له لوري اسلام ته ګواښېداى نه شول؛نوځکه پېغمبر اکرم خپل پام “شام” ته واړاوه، چې هغه مهال د “شام” خلکو د “روم” د “قيصر” تر بيرغ لاندې ژوند کاوه؛ځکه پېغمبر اکرم د خپل استازى حضرت “حارث بن عمير ازدي” په لاس د “شام” واکمن ته ليک ولېږه.
د “شاماتو” واکمن “حارث بن ابي شمر غساني” و، چې د روم د “قيصر” لاسپوڅى و. د پېغمبر اکرم استازى چې د “شام” سرحدي ښار ته ورسېد؛ نو د سيمې واکمن “شرجبيل” استازى د “موته” په سيمه کې ونيو،سخت يې وواهه او تحقيق يې ترې وکړ او سفير ورته اقرار وکړ،چې د شاماتو واکمن “حارث غساني” ته يې د رسول اکرم له لوري ليک راوړى دى.
د سيمې واکمن،ټول انساني او نړيوال قوانين، چې د استازي ځان او وينه په هر ځاى کې محترمه ده تر پښو لاندې کړل او د استازي پښې او لاسونه يې وتړل او و يې واژه.
پېغمبر اکرم د “شرجبيل” له جنايته خبر شو او د خپل سفير له وژل کېدو خورا خپه شو او مسلمانان يې پردې ناوړه کار خبر کړل او خپل سرتېري يې له دې خپلسري واکمنه غچ اخستو ته چمتو کړل.
بله دردوونکې پېښه
له دې پېښې سره نژدې يوه بله بوږنوړې پېښه هم راپېښه شوه او هغه دا،چې د اتم هجري کال په “ربيع” مياشت،پېغمبر اکرم “کعب بن عمير غفاري” ته له 15 تنو سره دنده ورکړه، چې د “ذات اطلاح” سيمې، چې د “وادي القرى” شا ته پرته ده ته ولاړ شي او اسلام ته يې راوبلي. هغوى د تبليغ په وسله سمبال،سيمې ته ولاړل او د اسلام پر منطق يې دين ته راوبلل؛خو د سيمې له سخت مخالفت سره مخ شول او پر ټولو بريد وشو. د تبليغ لښکر چې ځان کلابند وليد؛نو بې سارې دفاع يې وکړه او ټول شهيدان شول؛خو يو ټپي. د شپې له مړيو راپاڅېد او ځان يې پېغمبر اکرم ته راورساوه.
د تبليغ د لښکر وژنه او د ځينو بېګناه اعدامول، د دې لامل شول،چې په “جمادي”مياشت کې د جهاد حکم وشي او 3000 کسيز لښکر د ياغيانو ځپلو ته ولېږل شي.(333)
د جهاد حکم وشو او د مدينې په لښکرتون “جرف” کې 3000 سرتېري راټول شول. پېغمبر اکرم په خپله لښکر ته راغى او سرتېرو ته يې وويل: ((هغه سيمې ته ولاړ شئ، چې د اسلام استازى يې وژلى دى او اسلام ته يې راوبلئ! که مسلمانان شول؛ نو له غچ اخستو ډډه وکړئ او که ونه مانه؛نو له خدايه مرسته وغواړئ او ورسره وجنګېږئ .د اسلام سرتېرو ! خداى ته جهاد وکړئ،په “شام” کې د خداى او خپلو دښمنانو درناوى وکړئ، راهبانو او راهبو ته څه و نه واياست،چې په “صومعو” کې د ټولنې له غوغا لرې ژوند کوي، په تورو مو د شيطان هغه ځالې ورانې کړئ،چې د ځينو په مغزو کې دي.ښځې،ماشومان او زاړه و نه وژنئ،ونې غوڅې نه کړئ اوکور وران نه کړئ. مجاهدينو! د لښکر بولندوى مې “جعفر بن ابي طالب” ټاکلى او که زيان ورورسيد؛نو بولندوى به مو “زيد بن حارثه” وي او که هغه هم ووژل شو؛ نو بولندوى به مو “عبدالله رواحه” وي او که هغه هم ووژل شو؛ نو تاسې په خپلو کې بولندوى وټاکئ.))
د تګ حکم وشو او پېغمبر اکرم له يوې ډلې سره د لښکر مخه ښې ته په “ثنية الوداع” پورې راغى او ورته يې وويل: (( خدا ى مو د دښمن له شره وساته او روغ رمټ له جنګي غنايمو سره راستانه شئ.))
حضرت”ابن رواحه” په ځواب کې وويل:((زه له خدايه بښنه او هغه ګوزارونه غواړم، چې د دښمن وينه پرې تويه کړم.)) (334)
دا جملى د اسلام د لښکر د افسر له شهادت سره مينه راښيي. وليدل شول،چې د اسلام ننګيالى افسر ژاړي. د ژړا علت ترې وپوښتل شو. و يې ويل: (( زه له دنيا سره مينه نه لرم؛خو وا مې ورېدل،چې پېغمبر اکرم د “مريم” سورت 7 آيت وايي: (( او بېشکه،چې ټول دوزخ ته ورننوځي او صالحان له هغه ځايه بيا جنت ته ځي؛نو دوزخ ته زما تګ جوت دى؛ خو نه پوهېږم دوزخ ته تر ننوتو وروسته به څه کېږي؟)) (335)
د اسلام او روم د لښکر مخاوې
په هغو ورځو کې “روم” له “ايران” سره پرله پسې جګړو بېخونده کړى و او سره له دې،چې “ايران” ته يې پرله پسې ماتې ورکړې وې او خپل ځان ته غره و؛خو بيا هم د اسلام د سرتېرو د جنګياليتوب په باب يې معلومات تر لاسه کړي وو.
د اسلام د لښکر خبره روم ته ورسېده.”هرقل” د روم “قيصر” د خپل لاسپوڅي واکمن په مرسته لوى لښکر چمتو کړ، چې يوازې “شرجبيل” د اسلام د پرمختګ مخنيوي ته 100000 سرتېري راټول کړل او “قيصر” د مخکې اطلاع له مخې، له 100000 ذخيره او مرستندويه سرتېرو سره “ماب” ته راغى،چې د “بلقا” يو ښار دى.(336)
په دې جګړه کې دښمن له هر لوري سمبال و او شمېر يې هم ډېر و، د پوځي دود او امکاناتو له پلوه هم برلاسي و او پردې سربېره، دښمن په خپله سيمه کې و او په ژغورني حالت کې و او مسلمانان له خپلې سيمې راوتلي وو او په يرغليز حال کې وو؛نو مخکې به ګورو چې څه کېږي؟
مسلمانان چې د “شام” پر پوله تېر شول؛نو د دښمن له تياري خبر شول. سملاسي يې پوځي شورا جوړه کړه. يوې ډلې وويل: (( پېغمبر اکرم ته به ليک وليکو او له دې پېښې به يې خبر کړو،ګورو په دې باب څه وايي.))
نږدې وو له دې وړانديز سره ټول هوکړه وکړي،چې د اسلام د لښکر دويم مرستيال حضرت”عبدالله رواحه” راپاڅېد او و يې ويل:
((پر خداى قسم! موږ هېڅکله د سرتېرو او د وسلې د ډېروالي له امله له دښمن سره جګړه نه ده کړې،موږ د خپل ايمان په زور له دښمن سره جنګېدلي يو. پاڅيږئ او خپله لار ونيسئ او جګړه پېل کړئ. دريادکړئ، چې د بدر په جګړه کى مو دوه اسونه او د احد د جګړې پر ورځ مو يو اس درلود. موږ په دې جګړه کې دوه برخليکو ته په تمه يو: يا به برى لاس ته راوړو، چې دا هماغه ژمنه ده،چې خداى او رسول يې راسره کړې او يا به شهيدان شو، چې له خپلو ورونو سره به يو ځاى شو.))
دې وينا د مسلمانانو په رګونو کې د جهاد د غيرت وينه راوخوټوله او ټولو حرکت وکړ. دواړې لښکرې په “شارف” نومې ځاى کې مخ شوې؛خو د اسلام لښکر يو لړ کتنو ته په پامنيوي پر شا تګ وکړ او د “موته” په سيمه کې يې واړول.
حضرت “جعفر بن ابيطالب” چې د لښکر بولندوى و، خپل سرتېري پر ډلو وويشل او هرې ډلې ته يې مشر وټاکه. بريدونه او لاس پر لاس جګړې پېل شوې. حضرت”جعفر” هم بايد بيرغ په لاس کې ونېسي، هم خپلو سرتېرو ته لارښوونې وکړي او هم دفاع وکړي. د جګړې په ډګر کې د حضرت جعفر شعرونه د مېړانې ګواه يې دي: ((خوشحاله يم، جنت ته رانږدې يم. پاک جنت،چې په زړه پورې اوبه لري او د روم له منځه تلل رانږدې دي. هغه ملت،چې د اسلام پر ځاى يې کفر ومانه او مينه او اړيکې يې له موږ سره نه شته او اراده مې کړې،چې که ورسره مخ شم؛نو ګوزارونه به پرې وکړم.))
“ابن هشام” دا شعر په خپل سيره (2/378) کې راوړى دى.
د اسلام د لښکر لومړى بولندوى ډېر ښه وجنګېد او،چې ځان يې کلابند وليد او پوه شو شهادت يې جوت دى او دا، چې دښمن يې له اسه ګټه وا نه خلى او دښمن پوه کړي،چې له مادي دنيا سره يې وروستۍ اړيکې شلولي؛نو له خپل اسه راکوز شو او خپل اس يې وواژه او پر دښمن يي بريد وکړ. پردې مهال يې ښى لاس غوڅ شو؛نو دا چې د پېغمبر اکرم بيرغ پر ځمکه و نه غورځيږي؛بيرغ يې په کيڼ لاس کې ونيو،کيڼ لاس يې هم پرې شو او په مټو يې بيرغ راپورته کړ، چې بالاخره له 80 ټپونو وروسته راولوېد او شهيد شو.
د لښکر مشري د لومړي مرستيال حضرت”زيد حارث” پر غاړه شوه،بيرغ يې راواخيست او بى سارې يې خپله دنده سرته ورسوله،چې بالاخره د نېزو ګوزارونو شهيد کړ.
دويم مرستيال حضرت “عبدالله رواحه” بيرغ راواخست. په خپل اس سپور شو او حماسي شعرونه يې وويل او پر دښمن يې ور ودانګل. د جګړې په ترڅ کې پرې لوږه راغله. يو کپ ډوډۍ يې ورته راوړه،دومره يې خوړلې نه وه،چې د دښمن د لښکر غږ پرې ولګېد. د ډوډۍ کپ يي وغورځاوه او ځان يې د دښمن مخې ته ورساوه،مېړنى وجنګېد او شهيد شو.
د اسلام د لښکر لالهاندي
د اسلام د لښکر بولندوى او دوه مرستيالان يې ووژل شول؛خو پېغمبر اکرم ددې خبرې وړاندوينه کړې وه او ويلې يې وو،که دا درې تنه شهيدان شول؛نو په خپلو کې يو بولندوى کړئ. پردې مهال حضرت “ثابت بن اقدم” بيرغ راواخيست او مسلمانانو ته يې وويل:((د لښکر بولندوى وټاکئ!)) ټولو وويل: ((ته بولندوى شه!))
هغه وويل:((دا دنده نه قبلوم،ځان ته بل بولندوى وټاکئ!))
بيا په خپله “ثابت” او مسلمانانو حضرت”خالد بن وليد”، چې نوى مسلمان شوى و بولندوى وټاکه.
حضرت “خالدبن وليد” په ډېر حساس وخت کې بولندوى شو؛ ځکه پر ټولو مسلمانانو وېره او د دښمن دبدبه ناسته وه. د اسلام ستر بولندوى له داسې پوځي چمه ګټه واخيسته،چې سارى يې نه درلود. و يې ويل:
((د نيمې شپې په تپه تياره کې په جګو غږونو او د ډلو په جوړولو له دې ځايه کډن شئ.”ميمنه” او “ميسره” دې خپل ځايونه بدل کړي او د لومړۍ ليکې سرتېري دې ځان د لښکر منځ ته ورسوي.))
بولندوى حکم وکړ،چې په تپه تياره کې يو شمېر مسلمانان لرې سيمې ته ولاړ شي او سهار وختي د ((لا اله الا الله)) په شعارونو له مسلمانانو سره يو ځاى شي.
دا ټولې نقشې ددې لپاره وې،چې دښمن تصور وکړي،مسلمانانو ته مرستندوى ځواکونه راورسېدل او د دښمن همدا خيال و،چې بله ورځ دښمن پر اسلام له بريده ډډه وکړه او ويې ويل: ((دا لښکر بې له مرستندويه ځواکونو د زمريو په څېر جنګېدل او اوس،چې ورته مرستندوى ځواکونه هم رارسېدلي؛نو مټ به يې نور هم قوي شوى وي.)) په دې جګړه کې د روم د لښکر بولندوى د اسلام د لښکر يو سرتېرى وواژه .(337).
د دښمن د لښکر چوپتيا مسلمانانو ته مهلت وکړ، چې پر راغلې لارې، بېرته ستانه شي. د مسلمانانو ستر برى دا و،چې سره له دې چې شمېر يې ډېر لږ و،د هغه قوي لښکر پر وړاندې يې له يوې تر درو ورځو مقاومت وکړ او بالاخره روغ رمټ مدينې ته راستون شو.
نوي بولندوى هوښيارۍ تکتيک وکاراوه؛ځکه مسلمانان يې له مرګه وژغورل او روغ رمټ يې مدينې ته راستانه کړل، چې له دې امله د ستاېنې وړ دى.(338)
پېغمبر اکرم د جعفر پر شهادت سخت وژړل
پېغمبر اکرم د خپل تره زوى پر مرګ سخت وژړل او دا چې ښځه يې “اسماء بنت عميس” د مېړه له مرګه خبره کړي او د زړه تسلي ورکړي؛نو نېغ د “اسماء” کور ته ورغى او ورته يې وويل:(( زامن مې چېرې دي؟))
د حضرت جعفر ښځې ورته د جعفر زامن (“عبدالله”،”عون” او “محمد”) راوستل. هغې،چې وليدل پېغمبر اکرم يې له زامنو سره زياته مينه کوي؛نو وپوهېده چې زامن يې بې پلار او په خپله کونډه شوې ده. پېغمبر اکرم ته يې وويل: (( له زامنو سره مې د پلارمړيو په څېر چلن کوئ؟))
پر همدې مهال پېغمبر اکرم سخت پر ژړا شو او دومره يې وژړل، چې اوښکې يې پر ږيره راغلې. بيا پېغمبر اکرم خپلې لور فاطمې ته وويل،چې د حضرت جعفر(رض) کورنۍ ته درې ورځې ډوډۍ يوسي.
د حضرت جعفر او حضرت زيد حارثه (رضى الله عنهما) د مرګ داغ د پېغمبر اکرم پر زړه پاتې شو او چې کور ته به راغى؛نو په دې دوو پسې يې ژړل.(339)
333_ طبقات کبرى 2/ 128
334_مغازى واقدى، 2/ 557-558 ،بحار 21/60 ،طبقات 2/128
335_ سيره ابن هاشم، 2/ 374
336_ مغازى واقدى، 2/ 760 ،سيره ابن هشام 2/ 375
337_ سيره ابن هشام 2/ 381، 383، 389 مخونه.
338_ مغازى واقدى 2/ 763
339_ بحار 21/ 54-55 ،مغازى واقدى 2/766