د مړينې ډولونه ١_ د زړه مړينه قرآن شريف هغوى مړه بللي،چې بې توپيره روح او د زړه قساوت ولري او خپل استازي ته وايي : إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى(نمل/۸۰)= البته ته نه (شې کړاى چې خپله خبره دې) د مړيو غوږ ته ورسوې (٧٢) حضرت علي د هغوى په هکله،چې په دنيا پورې يې […]
د مړينې ډولونه
١_ د زړه مړينه
قرآن شريف هغوى مړه بللي،چې بې توپيره روح او د زړه قساوت ولري او خپل استازي ته وايي : إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى(نمل/۸۰)= البته ته نه (شې کړاى چې خپله خبره دې) د مړيو غوږ ته ورسوې (٧٢)
حضرت علي د هغوى په هکله،چې په دنيا پورې يې زړه تړلى دى وايي : دنيا د هغوى زړه له کاره غورځولى دى .(٧٣) (نهج البلاغه ۸۵ خطبه)
په نهج البلاغه کې راغلي : هغوى چې ګناه په سترګو ويني او هېڅ ډول غبرګون نه ښيي او نه يوازې په ژبه او لاس ترې مخنيوى نه کوي؛بلکې زړه يې هم پر دې ګناه خپه نه دى؛نو دا خلک هماغه په ژونديو کې مړي دي.که په هديرو کې مړي افقي وي؛نو دوى د ژونديو په څېر عمودي مړي دي (٧٤).(نهج البلاغه ۳۳۶حکمت)
په دعا کې وايو : خدايه ! ستر ګناهونه مې زړه وژني .(٧٥) ( د خمسه عشر مناجات)
٢_ د ټولنې مړينه
لکه څنګه چې بې حرکته او بې توپيره انسان ته مړ ويل کېږي؛نو هغه ټولنه چې حرکت او وده ونه لري او د فساد پر وړاندې غبرګون نه ښيي او پر ترخو او خوږو پېښو چرت نه خرابوي او د اقتصاد او فرهنګ له اړخه په نورو پورې تړلې وي؛نو دې ټولنې ته هم مړه ټولنه ويل کېږي.
قرآن شريف وايي : وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَاْ أُولِيْ الأَلْبَابِ ( بقره/۱۷۹) = عقلمنو! تاسې ته په قصاص كې ژوند دى ( په كار ده، چې له دې قانونه سر ونه غړوى) (٧٦) .
هو غيرتي خلکو! په کومه ټولنه کې چې له ظالمه د مظلوم حق وا نه خستل شي؛نو داسې ټولنه مړه وي.هغه ټولنه مړه ده،چې پر نېکيو امر او له بديو منع نه کوي او ازادي او عدالت و نه لري.
حضرت علي (ک) وايي: تاسې هله کټ مټ مړه بلل کېږئ،چې خوار او ذليل وسئ او هر څوک راځي او پر سر ټک درکوي او هله کټ مټ ژوندي بلل کېږئ،چې خپلې سپېڅلې موخې مو لاس ته راوړئ .(٧٧) ( نهج البلاغه ۵۱ خطبه)
حضرت علي وايي: بېوزلي؛هماغه ستره مړينه ده.(۷۸) (نهج البلاغه، ۱۵۳ حکمت) ؛نو بې تحرکه ،بې ځواکه او په نورو پورې تړلې ټولنه مړه ټولنه ده .
٣_سره مړينه او شهادت
په اسلام کې تر ټولو غوره مړينه شهادت دى او کوم ارزښت،چې اسلام شهادت ته ورکړى ،بل يو ښوونځي هم نه دى ورکړى .
وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ(آل عمران/۱۶۹)=( اى پېغمبره!) د خداى په لار كې وژل شوي، مړه مه ګڼه؛بلكې ژوندي دي (او) د خپل پالونكي پر وړاندې روزي وركول كېږي (٧٩) .
دې خبرې ته هم اشاره پکار ده،هر کله چې انسان د معصوم د مشرۍ په خط کې پاتې شي او د ژوند خواږه او ترخه يې وا نه ړوي او د طاغوتونو ګواښـونه،تمې او تبليغات پرې اغېز و نه کړي او په دې حال کې مړ شي او که څه هم وينه يې پر ځمکه تويې نشي؛نو شهيد دى؛ځکه ټول عمر يې د معصوم د مشرۍ ټينګښت او دوام ته هلې ځلې کړي دي ؛لکه څنګه چې حضرت علي وايي : په دې کې هېڅ اړنګ نشته،چې که په تاسې کې کوم پخپله بستره کې مړ شي؛ حال داچې د خداى،د رسول اکرم (ص) او معصومو امامانو پر حق ولاړ وي؛نو شهيد له دنيا تللى او خداى به يې اجر ورکړي . (نهج البلاغه ۲۳۲ خطبه)
٤_ د قصاص او اعدام مرګ
که چا په ناحقه بل انسان وژلى وي؛نو اسلام د وژل شوي انسان کورنۍ ته د قصاص حق ورکړى دى؛يعنې هغوى کړاى شي وژنکى قصاص کړي او و يې وژني.اعدام هم د سرغړاندو لپاره شرعي سزا ده او چاچې له شرع سر غړونه کړې وي؛نو د شرع د حکم له مخې اعدامېږي .
له مړينې ولې وېرېږو ؟
له مړينې وېره ډول ډول دليلونه لري،چې د بېلګې په رواړو به هر يو ته اشاره وکړو:
د اسلام له نظره دنيا د تېرېدو ځاى دى او انسان تېرېدونکى او د دنيا مال يې وسيله او اوزار دي او له مړينې وېره ددې مثال لري؛لکه يو موټر چلونکى،چې په بېلابېلو شرايطو کې ووېرېږي :
١_ چلونکى وېرېږي،چې ويني موټر يې په اوخوتو دى او له منځه به ولاړ شي. هغوى چې پر معاد ايمان نه لري او مړينه له منځه تلل ګڼي؛نو له مړينې هم وېرېږي .
٢_چلونکى،چې په ډېرو سختيو يې موټر اخستى وي او ورسره خورا مينه هم لري؛نو له دې وېرېږي،چې څوک ترې دا موټر وانخلي او له خپل موټره د بېلېدو تصور يې زوروي او داسې خيال کوي،چې بې له دې موټره بل هېڅ څه هم غوره نشته .
هغوى چې له دنيا سره مينه لري؛نو له دې دنيا د بېلېدو تصور ورته خورا کړونکى دى؛خو که انسان په دنيا کې زاهد وي او پر دنيا يې زړه نه وي بايللى؛نو له دنيا ورته بېلېدل هم ستونزمن نه دي .
يو سړي رسول اکرم وپوښتنه : ولې له مړينې وېرېږو ؟ د خداى استازي ورته وويل: آيا شتمني لرې ؟ هغه سړي وويل: هو! پېغمبراکرم وويل :آيا له شتمنۍ دې څه د خداى په لار کې ورکړې ده ؟سړي وويل: نه! د خداى استازي وويل :؛نو همدا دی،چې له مړينې وېرېږى .
همدې ته ورته پوښتنه هم يو سړي له امام حسين نه وکړه،چې امام ورته ځواب ورکړ: خپلې دنيا جوړولو ته مو ټول کوښښونه کړي؛خو د اخرت جوړولو ته مو هېڅ هم نه دي کړي؛ځکه له مړينې وېرېږئ،چې له ښه ځايه بد ځاى ته ولاړ نشئ .(٨١) (بحارالانوار ۶/ ۱۲۹)
٣_کله خو د چلونکي وېره ځکه وي،چې لار نه پېژني او د لارې نه پېژندل يې زوروي .
يوه ورځ امام هادي د خپل يو رنځور يار پوښتنې ته ولاړ،و يې ليدل،چې هغه سړى له مړينې د وېرې له امله ژاړي . امام هادي ورته وويل :ته له مړينې ځکه وېرېږى،چې نه يې پېژنې . (٨٢)
٤_ کله چلونکى له دې څخه نه وېرېږي،چې موټر به له لاسه ورکړي او يا داچې لار نه پېژني؛بلکې وېرېږي،چې لار اوږده ده او تېل ورسره لږ دي او يا داچې موټر يې دومره غښتلى نه دى .
د اخرت په هکله هم ځينې د لارې له اوږدوالي او د توخې له لږوالي وېرېږي .
حضرت علي په نهج البلاغه کې وايي: ځکه سر ټکوم،چې توخه مې لږه،لار مې اوږده او مقصد مې خورا ستر دى .(٨٣) (نهج البلاغه، ۷۴ حکمت)
د معصومو امامانو په دعاګانو کې هم له اخرته وېره ځکه ده،چې کېداى شي عمر مو بېځايه تېر کړى وي،ځينې فرضونه مو نه وي ترسره کړي ،ګناهونه مو کړي او يا داچې په غلطه مو لاس ته راوړنې لرلې وي . (٨٥)
٦_کله هم چلونکى د پاسنيو خبرو له امله وېره نه لري؛بلکې وېره يې له دې امله وي،هغه مهال،چې مقصد ته ورسي؛نو تر هغه وروسته به پرې څه کېږي. کله فرضوي،چې د قوانينو تر پښو لاندې کولو له امله جريمه نشي؛نو آيا د هغه د خوښې له مخې به ورسره چلن وشي که نه ؟ او آيا دې دومره اوږدې لارې د وهلو ارزښت درلوده که نه ؟
پوښتنه : څه وکړو، چې له مړينې و نه وېرېږو؟
ځواب : ړومبى بايد له ځانه له مړينې د وېرې لاملونو لرې کړو .
-
ټیګونه:
- د مړينې ډولونه