تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ (بقره/۲)   د متقیانو ځانګړنې حضرت علي (ک) د متقیانو د ځانګړنو په اړه وايي :  ((نفسه منه فى عناء. و الناس منه فى راحه. اتعب نفسه لاخرته و اراح الناس من نفسه. بعده عمن تباعد عنه زهد و نزاهه. و دنوه ممن […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ (بقره/۲)

 

د متقیانو ځانګړنې

حضرت علي (ک) د متقیانو د ځانګړنو په اړه وايي :

 ((نفسه منه فى عناء. و الناس منه فى راحه. اتعب نفسه لاخرته و اراح الناس من نفسه. بعده عمن تباعد عنه زهد و نزاهه. و دنوه ممن دنا منه لين و رحمه. ليس تباعده بكبر و عظمه و لادنوه بمكر و خديعه = له خپل لاسه په رنځ دی؛ خو خلک ترې ارام دي. ځان یې خپل آخرت ته په کړاو اچولی؛ خو خلک یې اسوده پرېښي. له چا يې لرېوالی د زهد له مخې دی او ورنژدېوالی یې هم د لورنې. لرېوالي یې د کبر له مخي نه او ورنژديوالی یي هم د ټګۍ او برګۍ پر بنسټ نه دی.))

متقي د آخرت د نعمتونو په هیله سختي زغمي

د متقي زړه پر بلې دنیا بوخت دی. پر ځان سخته تېروي، له خپل راحته تېرېږي چې نور راحت کړي.

ځان سختۍ ته نیول او سختي زغمل هله شونې وي چې انسان د آخرت بدلې ته هیلمن وي. د مولوي په تعبیر د متقي زړه د مزد او اجر په لومه کې نښتی دی، او له ځانه خپل قوتونه «غلا کوي»؛ یعنې اماره نفس ویده کوي او په غفلت کې یې، د خلکو او حق پر چوپړ بوختېږي او له همدې لامله، د نن په کړښت، زړه پورې راتلونکې جوړوي.

خويش را تسليم كن بر دام مزد

و آنگه از خود بى ز خود چيزى بدزد

(مثنوي دویم دفتر)

پردې سربېره، هغه چې د خلکو کړوونکی دی، هغه دی چې ډېر غوښتونکی، حق لتاړی او بې انصافه دی.

عادل، جواد، حق پېژاندی او قانع متقي خلکو ته څه کړاو  ورپېښوي؟

متقي، د اوبو په څېر د نورو چټلي وینځي او ځان چټلوي، چې بیا یې خدای د صواب سمندر ته بوځي او په اوبو یې ومینځي. دا دي د نورو د سوکالۍ او اسودګۍ لپاره پر ځان سختي تېرول.

آب چون پيكار كرد و شد نجس

تا چنان شد كآب را رد كرد حس

حق ببردش باز در بحر صواب

تا بشستش از كرم آن آب آب

خود غرض زين آب، جان اولياست

كو غسول تيرگيهاى شماست

(مثنوي پنځم دفتر)

رحمان بابا وايي :

تلل د لوړي اوبه درومي و ژور ته

حق تعالی کمال ورکړی و کمین ته

د متقیانو د دوستیو او دښمنیو دلایل

متقي له چا سره خوشې دوستي او دښمني نه کوي، او په دلیل له چا بېل او یا ورسره یوځای کېږي. البته ټول انسانان دغسې دي او بې پاره له چا سره دوستي او دښمني نه کوي. خو اهمیت له بلونکیو (دواعي) سره دی، چې کوم داعي مو د نورو خوا ته ورکاږي او کوم داعي مو ترې لرې کوي. متقي د زهد په نیت له نورو سره اړیکه پرې کوي؛ ځکه دا اړیکه زهد او پاکي اخلالوي او د رحمت له مخې له نورو سره دوستي کوي، نه د زبېښناک، غولولو او د یوې وزلې کارولو لپاره او … د ډېرو پر خلاف چې دوستي یې د ټګۍ برګۍ له مخې وي او د کبر او دبدبې په پار له نورو لرې کېږي. بې تقوا دوستۍ پایښتي نه وي؛ د ټګۍ څیز کله غځېدای شي؟

د مولانا په وینا :

عشقهايى كز پى رنگى بود

عشق نبود عاقبت ننگى بود

(مثنوي لومړی دفتر)

قرآن رازده کوي:

الْأَخِلَّاء يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ(زخرف/۶۷)= پر هغه ورځ بې له متقیانو (نور ټول) دوستان يو د بل دښمنان وي.

پر تقوا ولاړې دوستۍ د محشر تر ډګره پایښتې دي او جنت ته هم وررسي. نورې دوستۍ، په حقیقت کې دښمنۍ دي، او له همدې لامله دوزخیان ټول په دښمنۍ کي وي. تر دې به اوچت خیانت نه وي، چې څوک د یوې وزلې په توګه وکاروې او د دوستۍ نامه پرې کېږدې. دوستي خو، مینه همدلي، یو زړه توب او محرمي ده. مداحان او غوړه مالان، چې په زړه کې پرچا خاندي او په خوله يې ستايي، دوي دوستان نه؛ بلکې دښمنان دي:

غيرتم نايد كه پيشت بايستند

بر تو مى خندند عاشق نيستند؟

(مثنوي پنځم دفتر)

رحمان بابا وايي :

د پالنګ او د پېړیۍ حاجت یې نشته

د یارانو نشستن د زړه په تخت وي

ځانخوښي له نورو سره د دوستی ډېر لویی خنډ دی

د دښمنیو هم همدا برخلیک دی. دا چې باید له ځینو کسانو لرې شو څه اختلاف نشته؛ خو په علت او سبب کې یې خبرې شته.

ډېر وګړي نه د زهد په پار له نورو لرې کېږي؛ بلکې ته وا، نور د خپلې دوستۍ وړ نه بولي. ځان یې دومره خوښېږي چې بل هیڅوک یې خوښېدای نشي. بې له «ځانه» یې بل ته ځای پرېښی نه دی. دې څربه «زه – من» له نورو لرې کړی او همدا یې د یوازېتوب لامل شوی دی. دا چې ویلي یې دي:

اوحش الوحشه العجب ( نهج البلاغه، کلمات قصار ۳۸ )

((ځانخوښي ډېر لویی وحشت دی))

یوه له حکمته ډکه خبره ده. تر ځانخوښي هیڅوک یوازې نه دی، په هغې بېدیا کې اوسي چې یو تن هم پکې نه اوسي؛ خو بې له ده او د نفس له دېوه یې. او له همدې لامله ځانوینی، خدای وینی کېدای نشي. پېغمبر اکرام (ص) درې چارې د هلاکت لامل ګڼلي[1] : بخل، شهوتپالي او ځانخوښي. او ولې ځانخوښي هلاکوونکي نه وي، حال دا چې انسان له خدای وینۍ لرې کوي؟

[1] قال رسول الله “ص”: ثلاث مهلكات و ثلاث منجيات، فالمنجيات خشيه الله عز و جل فى السر و العلانيه و القصد فى الغنى و الفقر، و العدل فى الرضا و الغضب. و الثلاث المهلكات شح مطاع و هوى متبع و اعجاب المرء بنفسه (شيخ صدوق، كتاب الخصال، ص 84).

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!