تبلیغات
|

د حج د ديارلس عملونو تر کولو وروسته د مدينې پر لور روانېږو. پېغمبر اکرم (ص) د ديارلس کلونو تر زورياتي او کړاوونو وروسته يثرب ته ولاړ؛چې پېغمبراکرم يثرب ته تله؛نو ټولو کفارو يې وژنې ته ځانونه چمتو کړي ول؛خو هغه په آرام زړه او بشپړ امنيت يثرب ته ولاړ . حضرت علي په مکه […]

د حج د ديارلس عملونو تر کولو وروسته د مدينې پر لور روانېږو. پېغمبر اکرم (ص) د ديارلس کلونو تر زورياتي او کړاوونو وروسته يثرب ته ولاړ؛چې پېغمبراکرم يثرب ته تله؛نو ټولو کفارو يې وژنې ته ځانونه چمتو کړي ول؛خو هغه په آرام زړه او بشپړ امنيت يثرب ته ولاړ .

حضرت علي په مکه کې تر لږ ځنډ وروسته د يثرب پر لوري حرکت وکړ او له هرڅه مخکې يې ځان پېغمبر اکرم ته ورساوه. د حضرت علي پښې ټپي شوې وې پېغمبراکرم(ص) پرې خپلې لاړې کېښووې او ټپونه يې روغ رمټ شول (کامل التواريخ ٢\١٠٦دبيروت چاپ ) .

يثرب داسې يو ښاردى ،چې ډېرې ښکلاوې لري ،په ورين تندې يې د پېغمبر اکرم(ص) هرکلى وکړ،ورسره يې مرسته وکړه د مدينې خلکو ،خپل کورونه مهاجرېنو ته ورکړل ،په جګړو کې له پېغمبراکرم(ص) سره اوږه په اوږه ولاړ ول او د پېغمبراکرم(ص) پېغامونه يې شا او خوا ته ورسول. مدينه داسې ښار دى،چې ډېرحقوقي ،ټولنيز،سياسي، وټیز او اخلاقي آيتونه پکې نازل شوي دي،د ورورولۍ طرحه اوبنسټ پکې ايښوول شوى دى د اسلامي حکومت ستنې پکې جوړې شوې دي .

پېغمبراکرم(ص)چې مدينې ته راغى ؛نوهر چا به ورته بلنه ورکوله، پېغمبر اکرم(ص) وليدل،چې د هر يو بلنه منل ستونزې پيدا کوي ويې وويل: زه به په خپله ځان ته ځاى پيدا کړم،خپله اوښه پرېږدم چېرته چې سملاسته ؛نوهمغه به مې کور وي .

په مديريت کې دا يو آر دى چې د ټولنې مشربايد بې پرې وي او کوم عمل ،چې د مسلمانانو په منځ کې درز اچوي بايد ترې ډډه وکړي .

مدينې ته د پېغمبراکرم ورتګ او د حضرت ابو ايوب انصاري په کور کې دهغه د اوښې سملاستل (چې د حضرت سلمان فارسي په وينا ،په مدينه کې ترې بل بېوزلى نه و ). موږ ته څه عبرت لري ؟ آيا دا بېوزليو او نېستمنوته پاملرنه نه ده ؟ ( بحارالانوار١٦\ ١٩+١٢١) .

په مدينه کې پېغمبراکرم(ص) يو جومات جوړکړ،چې په جوړولو کې يې پخپله هم ونډه درلوده ( الصحيح من السيرة٣\ ٢٠ ) او نورو مسلمانانو يې هم په جوړولوکې ګډون وکړ. د پام وړ ټکى دا دى چې مسلمانو مېرمنوهم د شپې ،د جومات په جوړولو کې کار کاوه. ( الصحيح من سيره ٣ټ)

د پېغمبراکرم زيارت

په روايتونو کې راغلي څوک،چې حج ته ولاړ شي او د پېغمبر اکرم (ص) زيارت ته ولاړ نشي ؛نو تېرى به يې کړى وي.(بحارالانوار ٩٧\١٣٩ ) .

پېغمبراکرم (ص) وايي :څوک ،چې زما په ژوند کې او يا هم زما تر مړينې وروسته زما لېدنې او زيارت ته راشي ؛نوپه قيامت کې به يې شفاعت وکړم. (بحارالانوار ٩٧\ ١٣٩) .

حضرت على وايي : چې حج مو پاى ته ورسېد؛نو د پېغمبراکرم زيارت ته ولاړ شئ ،چې په حقيقت کې دا کار مو حج بشپړوي. (بحارالانوار ١٠٠\١٣٩) .

په يو بل روايت کې راغلي هغه زيارت به انسان جنت ته ننه باسي،چې د انسان نيت پکې يواځې پوهه او مينه وي،نه دا چې نورو موخو ته مسافرت وکړي او زيارت د نورو موخو په ترڅ کې وي. پېغمبر اکرم(ص) وايي : زه به په قيامت کې د خپلو زيارت کوونکيو په څنګ کې يم.

په بل ځاى کې وايي: زما زيارت کوونکي به دهغه مهاجرينو په شان وي،چې زما په ژوند کې يې زما ملګرتوب ته مدينې ته هجرت کړى وي. (بحارالانوار ٩٧\١٤٤)

د پېغمبراکرم(ص) په زيارت کولو ډېره سپارښتنه شوې ده. څوک چې د تلو وس نه لري حکم شوى، چې له لرې دې پرې سلام واچوي ؛ځکه چې ور ته رسېږي. (بحارالانوار ٩٧\١٤٤)

مدينه د رڼا مرکز دى د اسلامي حکومت د بنسټ ايښوونې او د نبوي کورنۍ ،څلورو امامانو او بي بي فاطمې د زيارت کولو ځاى دى. په يو روايت کې راغلي : څوک چې په مدينه کې زما زيارت ته راشي ؛نو بېوزلى به نشي. (بحارالانوار٩٧\١٤٥)

زيارت ته تلل لاندې ګټې لري.

(١) د زحمتونو درناوى کول

انسان چې د خداى د اولياوو زيارت ته ځي ؛نو د وفادارۍ اعلان ورسره کوي او وايي : ستاسې زحمتونه مې نه دي هېر کړي ،خداى ما ته ستاسې د کړاوونو او وينو له لارې نيغه لار راښوولې ده. په روايتونو کې راغلي: څوک مو چې خوښ وي ورته ووايئ چې ته مې خوښ يې ،چې دا مينه لاپسې زياته شي .

په زيارت کې د دوستۍ اعلان او له سره ژمنه کوو.شکور د خداى له صفتونو ځنې دى؛يعنې خداى د بندګانو د زحمتونو درناوى کوي ؛نو دا چې خداى زموږ درناوى کوي ؛نو زموږ دنده خو څرګنده ده.

(٢) عملي پخلى

د شهيد پر مزار راټولېدل ډېره ژوره معنا لري او خلکو ته وايي ،چې موږ د شهيد د لارې لارويان يو،موږ له مړينې اوشهادته نه وېرېږو او کړاى شو له دې لارى د خلکو پر اروایزې ،سياسي ،اندیزې او مکتبي لارې ځاى خبر کړو .

(٣) د کمالونو راغوړېدل

د انسان ارزښت دهغه د کمالونو په راغوړېدو کې دى او مظلوم پېژندنه يو له کمالونو ځنې ده او انسان،چې د مظلومانو مزار ته ځي؛نو په ځان کې دا روحيه راژوندۍ کوي.ځان ته وايي او هم ټولنې ته اعلانوي،چې له ظالمانو بايد د مظلومانوغچ واخلو،د انسان غيرت راخوټېږي ،مظلوم ته اوښکې تويوى ،له انسان څخه بې پروائي لرې کېږي او ديني تعهد او تعصب پکې راژوندى کېږي .

(٤) ظالمانوته ګواښونه

د تاريخ ظالمانو د خداى د اولياوو وينې توى کړي اوغوښتل يې،چې نوم اونښې يې له منځه يوسي؛خو ډېرى خلک د شهيد مزار ته ورځي او دا د ظالمانو پر وړاندې يو ډول غبرګون دى اوغواړي وښيي،چې د وژنې له لارې فکر او موخه له منځه نه ځي. په زيارت پاڼو کې د تاريخ پرظالمانو لعنت ويل شوى؛نوځکه د تاريخ په اوږدو کې کربلا جغرافيه نه؛بلکې تاريخ دى ،ښار نه ؛بلکې پيغام دى،کربلا ته تګ له طاغوت سره جګړه ده ، اوښکي دي اوغوسه ده.

(٥) د ګد اندو پېژندل

د شهيد مزار او د خداى د اولياوو زيارت د انقلابيونو او ګډ اندیو ‏د پېژندنې مرکز دى. د خداى د اولياو قبرونو ته د نړۍ له ګوټ ګوټه خلک راځي او اوښکې تويوي ؛نو دا ځاى راټولېدنې ته يو غوره تالار هم کېداى شي .

(٦) د مينې او رانږدې کېدنې اعلانول

که له لرې څوک له چا سره مينه ښکاره کړي ؛نو مينه او نږدېولى به ورسره پېدا کړي؛خو که دا اظهار له نږدې وکړي؛نو مينه به يې نوره هم ډېره شي؛ چې زموږ جسم د خداى د اولياوو مزار ته ورنږدې کېږي ؛نو روح به موهم دهغوى روح ته ورنږدې شي .

(٧) ارزونه

په زيارت کې چې انسان د بشپړانسانانو مخې ته درېږي او ځان ورسره وتلي ؛نو واټن ته به يې پام شي ،چې هغوى په کوم ځاى کې دي او زه چيرته يم ؟پر دوى د خداى رحمتونه ورېدل او پر موږ وسوسې راورېږي . هغوى د رحمت کانونه ول او موږ د بخل او کنجوسۍ،هغوى دعلم خزانې وې او موږ د ناپوهۍ،هغوى د لارښوونې ډيوې ،د انبياوو وارثان،د خداى لارې ته بلوونکي ،د خداى مخلصان، دهغه غوره کړاى شوي،رښتيني او لار ښووونکي ول.خبره به يې رڼا وه حکم به يې وده وه،سپارښتنه به يې تقوا وه ،عمل به يې خير و اوعادت به يې احسان و .

بايد سرپه ګرېوان کې ښکته کړو،چې موږ د چا پر وړاندې ولاړ يو؟

هغوى ټولو الهي خويونه درلودل؛خو په موږ کې ځينې ډول ډول بدۍ لري. موږ ټول ناروغان او د داسې کسانومخې ته ولاړ يو،چې د خداى په درشل کې د ابرو او مقام خاوندان دي .

هو! په زيارت کې نيمګړى انسان د بشپړانسان پر وړاندې ولاړ وي ،شرم او ټيټوالى ننګېري- احساسوي،غوره ده،چې د زيارت کولو پر مهال له پېغمبراکرم(ص) سره خبرې اترې وکړو اوبښنه ترې وغواړو.

له پېغمبراکرم بښنه غوښتل

اى رسول الله ! زه ستا زيارت ته راغلي يم، ډېرشرمېږم. اى رسول الله ! د قرآن د آيت له مخې به ته په قيامت کې له خپل قوم او امته خداى ته ګيله وکړې او وبه وايي: زما پالونکيه!دې مسلمانانو قرآن ته شا کړې وه، ځينو ونه لوستاى شو،ځينو ولوسته ؛خو ورباندې پوه نشول،يوه ډله پرې ورانه پوه شوه ،بلې ډلې پرې عمل ونه کړ،ځينو به پرقرآن د عمل کولو پر مهال اخلاص نه درلود،يوه ډله به تل پرقرآن نه ودرېده ،ځينو قرآن او اهل بيت له يوبله بېل کړل،يوې ډلې پرځينو آيتونو ايمان راوړ او نوروته يې شاکړه او ځينو نور څه ستا له آيتونوسره ګډ کړل.

يا رسول الله ! ددې پر ځاى چې په قرآن کې مې اندنه- تفکر کړى واى هغه مې په ټوټو کې راتاو کړى و او د کوټې په تاخچه کې مې ايښې و،د مړيو پرسرمې لوسته،د کسب او کار وسيله مې ترې جوړه کړى وۀ قسمونه به مې پرې خوړل ،خپلو اولادونو ته مې له قرآن پرته بل څه ورښوول .

يا رسول الله ! تا،چې څومره وويل ؛خو ما ونه منل اوس له تا بښنه غواړم ؛ځکه قرآن ما ته دبښنې هيله راکوي اووايي:(( وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللّهِ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا(نساء/۶۴)=موږ هېڅ پېغمبر بې له دې بل څه لپاره نه دى لېږلى،چې د خداى په حكم د هغه اطاعت وشي او كه دې مخالفينو ( داسې كړي واى )، چې ترګناه ( او د الهي قوانينو تر پښو لاندې ) كولو وروسته تا ته راغلي واى او له خداى يې بښنه غوښتې واى او پېغمبر هم ورته بښنه غوښتې واى ( ؛نو) هرومرو خداى يې توبه قبلوونكى (او) مهربان مونده. ))

يا رسول الله ! ما ګناه کړې پښېمانه يم ستا زيارت ته راغلى يم ،زما بښنې ته يواځې يو شرط پاتې دى اوهغه ستا دعا او بښنه ده .

يا رسول الله !ته همغه يې ،چا چې ځورولى وې ؛نو د مکې د فتح پر ورځ دې ټول وبښل .

يا رسول الله! ته همغه پېغمبر يې چې خداى ستا د اخلاقو په هکله وايي: ((وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ(قلم/۴)=او په رښتيا چې ته ستر خويونه لرې.))

يا رسول الله ! که د خلکو ټول تيري او زورمټي يو خوا ته کېښوول شي ،ستا ابرو يې پټولاى او بښلاى شي .

يا رسول الله! له لرې راغلى يم، ډېرې هيلې مې له ځانه سره راوړي دي ،ستا مېلمه يم ،ستا له شفاعت پرته بله کومه لار نه لرم ،ما به ستا شفاعت وژغوري؛خوله تا به څه کم نه کړي .

له پېغمبراکرم(ص) سره تر خبرو اترو وروسته پر لمانځه درېږو او دعا ګانې کوو. غوره ده چې انسان دلته لږڅه ځنډ وکړي اوله ځان سره فکر وکړي ،چې ددې جومات په جوړولو کې پېغمبراکرم(ص)،پخپله ګډون کړى و،په دې جومات کې به پوځي ټولګي جوړېدل،د مسلمانانو ښوونه اوروزنه پکې کېده ،سلامشورې،لېدنې کتنې،تړونونه او شاوخوا سيمو ته به ترې پېغامونه لېږل کېدل. د پېغمبراکرم(ص) له يارانو يو تن ګناه وکړه او پخپله تېروتنه پښېمانه شو او د همدې جومات په يوې ستنې پورې يې ځان وتاړه او څو شپې او ورځې يې څه ونه خوړل ، پېغمبراکرم (ص) د وحې له لارې پوه شو،چې توبه يې قبوله شوې ده،دې يار په شکرانه کې خپل ټول مال د خداى په لار کې ورکړ. [مجمع البيان دانفال سورت تر٢٧آيت لاندې، تفسيرنمونه ٧\١٣٤].

او همدا ستنه د پېغمبراکرم(ص) د قبر او منبرپه منځ کې ده او د توبې د ستنې په نامه يادېږي .

ترمسجدالحرام وروسته په دې جومات کې دوه رکعته لمونځ کول ډېر ثواب لري . پېغمبر اکرم (ص) وايي چې په مسجدالنبي کې لمونځ کول په نورو جوماتونو کې تر زرګونو لمونځونو غوره دي. ( وسايل ٣ \ ٥٣٦)

د دې جومات هره ستنه ځانګړې خاطره لري د يوې ستنې نوم يې د توبې ستنه ده،چې ابولبابه ورپورې ځان تړلى و،د بلې ستنې نوم ((استوانة السرير ))دى،چې دپېغمبراکرم ځاى و،د بلې ستنې نوم ((استوانة الحرس )) دى،په دې ځاى کې به حضرت علي د پېغمبر اکرم(ص) پاسوالي کوله او له مراجعينو سره به يې مرسته کوله . دلته موخه د ستنو شمېرل نه دي اصلي خبره دا ده ،چې پوه شو موږ چېرته يو او له خدايه بايد شکر وباسو ،چې موږ يې ژوندي کړو او د ناپوهۍ،شرک او تفرقې له تپو تيارو يې راوايستو او د توحيد، پوهې او يووالي رڼا ته يې سم سيده کړو. د خداى شکر دى،چې په داسې ځاى کې پل ږدو،چې په دنيا کې جنت دى ؛ځکه په حديث کې راغلي ،چې د پېغمبراکرم(ص) د منبر او کور (چې اوس يې قبر دى ) ترمنځ واټن د جنت له باغونو ځنې دى . ( وسايل ٣ \ ١٤٣)

په هرحال په دې جومات کې بايد انسان خپل سرپه ګرېوان کې ښکته کړي او خپل غوږونه ښه خلاص کړي ښائي داسې پېغامونه واوري:

مسلمانانو! دا جومات د کجورو په درې ډډونو جوړ شو او دومره پراخه هم نه و؛خو د پېغمبراکرم(ص) د مشر‌‌‌‌ۍ او د مسلمانانو د يووالي له کبله يې د زمانې ټول زور ځواکونه ولړځول؛خونن ګورو د ډډونو پرځاى پکې د تيګو او سېمټو ستنې لګېدلي دي او له يومېليون ډېر وګړي پکې پر يو وخت لمونځ کوي ؛خوهيڅ ظالم يې ونه لړځاوه ؟په رښتيا څه وشو ،چې لمونځ اوجومات خپل روح له لاسه ورکړ؟

هو! د پېغمبراکرم (ص) وصيت او کورنۍ ته د شا کولو پايله به همداسې وي .که د سول الله قبر ته وګورو؛نو دا ځاى د پېغمبراکرم(ص) شخصي کور و ،چې د ٨٨ هجري کال پورې پر خپل طبيعي او ساده حال و او د امام حسن او امام حسين اولاد پکې مېشت ول؛خو وليد بن عبدالملک دا هر څه خراب کړل او د جومات يوه برخه يې ترې جوړه کړه او هغه نوراني نښې يې له منځه يووړې .

حاجي بايد له ځان سره فکر وکړي،چې د اسلام په لومړيو وختونو کې د دين د ساتنې او د پېغمبراکرم(ص) لاسنيوي ته ځينې مسلمانانو له مکې څخه مدينې ته هجرت وکړ او ډېر بېوزلي ول او د همدې جومات په يوه کونج کې پريوې چوترې (صفه) اوسېدل . که څه هم وږي وو او ډېرې ساده جامې به يې پرتن وې ؛خو لمونځونو او جګړو په لومړيو ليکو کې ول . پېغمبراکرم(ص) وايي :څوک که په کور کې د دوو تنو خواړه لري؛ نو له دې مهاجرو مسلمانانو دې يو له ځان سره يوسي او که څوک د څلورو تنو خواړه لري د ((اصحاب صفه)) پينځم تن دې له ځان سره يوسي . ( وفاءالوفاء ٢\ ٤٥٤) .

په رښتيا دا دين ترڅومره کړاوونو،ستونزو او نښتو وروسته موږ ته رسېدلى دى ؟ د پېغمبر اکرم د قبر زيارت کوونکيه ! مدينه داسې موزيم دى ،چې د تاريخ رازونه پکې خوندي پراته دي.

مدينه د ودې او اندنې ‏ځاى دى

په هرحال د پېغمبراکرم جومات په زرګونوخاطرې لري او انسان بايد ترې بې توپيره تېر نشي .په يو وخت کې له دې جومات او ښاره پر نړۍ د وحې ،ايمان ،لارښوونې او پوهې رڼا خپره شوه او ورته د مدينې منورې نوم ورکړشو،يعنې ځلاند ښار؛خو د تاريخ په اوږدو کې دې رڼا له منځه تللو ته ډېرې هڅې وشوې . نهه سوه کاله پخوا څو مسيحيانو د زيارت په پلمه د پېغمبراکرم(ص) له قبرسره نږدې مېشت شول او غوښتل يې،چې په پټه د پېغمبراکرم(ص) جنازه له ځان سره يوسي ؛خو دا دسيسه رابرسېره شوه او دا کسان ووژل شول. ( وفاء الوفاء ٢\ ٦٤٨)

پر پېغمبراکرم عاشقان تبرک ته ددې جومات دېوالونه ،منبر او پنجرې ښکلوي ؛خودهغه ځاى پاسوالان ددې ښکلولو مخنيوي کوي او پر دوى د شرک ټاپې لګوي .دوى خيال کوي چې شرک او توحيد د خلکو په لاس کې دى اوڅرنګه يې ،چې غواړي هغسې به يې تفسيروي. د اهل سنتو څلور واڼو امامانو دا کار نه دى حرام کړى ( الغدير ٥\١٤٦) .

په اوس وخت کې د”تبرک الصحابۀ “په نامه يوکتاب چاپ شوى پکې ويل شوي،چې اصحابه کرامو به هم دا کار کاوه. په حديث کې راغلي حضرت ابوبکر (رض) تر مړينې وروسته د پېغمبراکرم(ص) تندې ښکل کړ.(سيرةابن هشام ٣\ ٣٥٦)

آيا حضرت يوسف خپلو وروڼوته ونه ويل : کميس مې پلار ته يوسئ او دهغه پرمخ يې واچوئ ،چې سترګې يې ليدل وکړي.(( فَلَمَّا أَن جَاء الْبَشِيرُ أَلْقَاهُ عَلَى وَجْهِهِ فَارْتَدَّ بَصِيرًا قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ(يوسف \ ٩٦) = نو چې زېرى ورکونکى راغى او كميس يې د يعقوب پرمخ وغوړاوه؛ نو بينا شو! ويې ويل :(( ما تاسې ته نۀ و ويلي چې په واقع کې زه د خداى له لوري پرهغه څه پوهېږم،چې تاسې پرې نۀ پوهېږئ .))

آيا کومه ټوټه چې له حضرت يوسف سره وه اغېز لري او کوم څيزونه ،چې د پېغمبراکرم(ص) شا او خوا ته دي بې اغېزې دي ؟ چې څوک يا الله ، يا محمد (ص) ووايي ؛نو ولې پرې د شرک ټاپې لګوو؟حال دا چې د قرآن په آيتونو کې د رسول الله نوم څو څوځل د خداى له نوم سره په څنګ کې راغلى او يوعمل يې دواړوته منسوب کړى دى :

أَغْنَاهُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ مِن فَضْلِهِ(توبه/۷۴)=؛هغوى خداى او دخداى استازي بې اړې کړل .

موږ خوبرزخي ژوند منوو،چې په قرآن کې څو څوځل راغلى دى؟ برزخي ژوندهم د دنيوي ژوند په شان دى.

وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ(ال عمران/۱۶۹)=( اى پېغمبره!) د خداى په لار كې وژل شوي، مړه مۀ ګڼه؛ بلكې ژوندي دي (او) د خپل پالونكي پر وړاندې روزي وركول كېږي!                                            ))

شهيدان هم رزق لري او کوم کسان ،چې ورسره په راتلونکي کې يوځاى کېږي خوشحالېږي؛ځکه تبرک او د پېغمبراکرم(ص) پر مقام توسل کول له شرک سره څه تړاو لري؟ آيا د پېغمبراکرم(ص) درناوى او سپېڅلي مزار يې ښکلول شرک دى او له جنايتکارانو پلوي او پر وړاندې يې سرټيټول شرک نه دى ؟

حضرت مسيح به د خداى په امرمړي نه ژوندي کول؟ آيا زموږ پېغمبراکرم (ص) تر حضرت عيسى غوره او لوړ نه دى آيا د خداى اولياء په برزخ کې د غوره ژوند خاوندان نه دي ؟ آيا حضرت فاطمة الزهرا د خپل پلار قبرته ولانړه او خاورې يې پرخپل مخ وانه چولې ؟ ( الغدير ٥\ ١٤٧) .

آيا سترصحابي حضرت ابو ايوب انصاري خپل مخ د پېغمبراکرم(ص) پر قبر کېنښود ؟ (الغدير٥\ ١٤٨) .

آيا حضرت بلال خپل مخ د پېغمبر اکرم (ص) پر قبر کېښنود؟ (الغدير٥ \١٤٧) .

امام حسين چې له مدينې وته؛نو د پېغمبراکرم(ص) قبرته رانغی او خپل مخ يې دهغه پرقبرکېنښود؟ (بحارالانوار٤٤\٣٢٨)

آيا امام زين العابدين خپل زوى امام محمد باقر ته ونه وويل : د رسول الله قبر ته ولاړشه دوه رکعته لمونځ وکړه او دعا راته وکړه.[ بحارالانوار ٤٦\ ٩٢]

د رسول الله په جومات کې انسان يوبام او دوه هوا ويني .

که له پېغمبراکرم (ص) سره خبرې اترې کوو او تبرک او توسل پرې کوو؛نو وايي : پېغمبراکرم(ص) حاضر دى او د قرآن د آيت له مخې خپل غږ مو دهغه له غږه مه اوچتوئ.څوک نشته چې وپوښتي که ژوندى دى ؛نو ولې د توسل او تبرک مخه نيسئ او که مړ دى ؛نو ولې ورسره د خبرومخه نيسئ؟

شرک څه ته وايي ؟

که انسان بى له خدايه کوم بل څوک ومني ؛نو دا به شرک وي .

که د خداى پېرزوېنې ته د خداى اولياء د واسطي په توګه ومنو او د کار اصلي خاوند خداى وګڼو؛نو دا شرک نه دى؛ځکه د کارونو تدبير د خداى په لاس کې دى ( يدبرالامر ، سجده \٥] اوځينې پرېښتې يې هم تدبير ته ټاکلي دي. فَالْمُدَبِّرَاتِ أَمْرًا ( نازعات\٥)

دا چې د خلکو د روزۍ ويش د خداى په لاس کې دى ؛خو ځينې يى دې کار ته ګومارلي دي. فَالْمُقَسِّمَاتِ أَمْرًا ( الذاريات\٤)

خداى وايي :

((إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَى وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ(يس/۱۲)= په حقيقت كې موږ پخپله مړي را ژوندي كوو او څه چې يې مخكې لېږلي او څه چې ترې پاتې دي ليکو يې او موږ ټول څيزونه د څرګند لارښود په (كتاب) كې شمېرلي دي. ))

خو ځينې يي د کړو وړو ليکلو ته هم ګومارلي دي .كِرَامًا كَاتِبِينَ ( الانفطار\١١)

خداى زموږ سا اخلي؛خو سا اخېستو ته يې هم يو مسؤول ټاکلى دى.

((قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ(سجده/۱۱)= ووايه: (( پر تاسې چې د مرګ پرېښته ګومارل شوې ده، ستاسې (روح) اخلي، بيا د خپل پالونكي پر لور بېرته وګرځول شئ. ))

هو! خداى د ټولو ځواکونو او خېر سرچينه ده؛خو قانون يې داسې ايښې چې ټول کارونه بايد د وسيلو او طريقو له لارې ترسره شي. د مثال په توګه که غواړئ،چې پرخپل پېغمبر قرآن نازل کړي؛ نو د جبرائيل او روح الامين له لارې يې پرې نازلوي .د انسانانو او پرېښتو کار په حقيقت کې د خداى کار دى. (وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ– صافات\٩٦) او واسطې هيڅ کله د کار د اوږدېدو لامل نه ګرځي. (وَمَا أَمْرُنَا إِلَّا وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ قمر\٥٠) د خداى امر د سترګو په رپ کې کېږي؛ځکه يې په نړۍ کې انسان ،پرېښته او يا کوم موجود ،چې د کار د وسيلې او واسطې په توګه ايښي ؛نو دې واسطو ته زموږ پاملرنه شرک نه دى ،شرک به هغه وخت وي ،چې موږ خداى هېر کړو او يواځې واسطې ته سترګې پر لار شو اوهغه يواځېنۍ اصلي لامل وګڼو؛خو ترکومه چې موږ خداى د ټولو ځواکونوسرچينه وګڼو او پر وړاندې يې کوم بل ځانګړى ځواک ونه منو؛ نوشرک نه دى. د بېلګى په توګه موږ وايو غوږونو مې واورېدل يا پخپله مې واورېدل سترګو مې ولېدل يا پخپله مې ولېدل . دلته موږ سترګو اوغوږونو ته د اورېدو او ليدو نسبت ورکوو؛نو ددې معنا دا نه ده ،چې غوږونه او سترګې به له ما پرته د اورېدو او ليدو وس ولري ؛بلکې دا دواړه غړي واسطه دي . که څوک ووايي چې زه په سترګو لوست کوم ؛نو معنا يې دا نه ده ،چې سترګې به ځانته د لېدو وس ولري .

په نړى کې چې کومې واسطې دي هغه ټول د خداى مخلوقات دي او تربشپړې ادارې لاندې يې دي . دا واسطې کېداى شي ورېځې، لمر، ځمکه باد او … وي او يا کېداى شي د بشپړمعنوي مقاماتو خاوندان وي لکه د خداى اولياء او يا د خداى پرېښتې . قرآن په ډاګه وايي: مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ ( بقرة\٢٥٥)

د مايدې په سورت کې خداى حضرت عيسى ته وايي : د مړيو په ژوندي کولو کې ستا د نفس اغېز زموږ په اجازې دى،کومه مرغۍ ،چې دې له خټو جوړه کړه زما په اجازې وه او زما په اجازې دې والوزوله.(( إِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَى وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي وَتُبْرِئُ الأَكْمَهَ وَالأَبْرَصَ بِإِذْنِي وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوتَى بِإِذْنِي وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَنكَ إِذْ جِئْتَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ إِنْ هَذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِينٌ(مايده/۱۱۰)=(دريادكړه) چې كله خداى عيسى د مريمې زوى ته وويل: ((پرتا او مور دې زما نعمت درياد کړه! ما په (( روح القدس = سپېڅلي روح )) ستا مرسته وكړه،چې په زانګو(اوپوره عمركې دې ) له خلكو سره خبرې كولې، ما تا ته كتاب،حكمت،تورات او انجيل وښود، تا زما په حكم له خټې د مرغۍ (جوسه) جوړوله او په هغې كې دې پوكى كاوه او جوسه به زماپه حكم مرغۍ شوه، تا زما په امر مور زېږي ړانده او د برګي (پيس) ناروغان روغول او زما په امر دې مړي (هم) ژوندي كول اوكله چې تۀ بني اسراييلو ته له څرګندو دلايلو سره ورغلې، ما تۀ د هغوى له زيان رسونې وژغورلې؛نو له هغوى دحق منكرانو (كافرانو) وويل : (( دا خو ښكاره كوډې دي.))

وويل شو چې د خداى د اولياوو کار په حقيقت کې د خداى کار دى او دهغه په اجازه دى؛ نو د خداى له اولياوو توسل او ترې استمداد غوښتل له خدايه د استمداد او توسل په منزلت دي.

لکه څنګه چې د پېغمبر اکرم لاروي د خداى لاروي ده . ((مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ وَمَن تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا(نساء/۸۰)=چا چې د پېغمبر اطاعت وكړ؛ نو د خداى اطاعت يې كړى دى او چا چې ترې مخ واړاوه ؛ نو تۀ موږ ورته ( دهمېشه) ساتونكي( په توګه) نۀ يې لېږلى ( او پر وړاندې يې مسوول نۀ يې)

د تاريخ څوبېلګې

حضرت عايشه بي بي وايي : خلکو به پېغمبر اکرم ته د تبرک لپاره خپل ماشومان راوستل پېغمبر اکرم به ورته دعا کوله.(صحيح مسلم ٣\٩١، سنن ابى داود ٤\ ٣٢٨) .

په تاريخ کې د ٢٤ماشومانو نومونه راغلي،چې پېغمبر اکرم ورته د تبرک لپاره په خوله کې خواړه ورکړي دي (تبرک الصحابه) او همداراز انحضرت ‏(ص) د ١٠٢تنو پر سرونو خپل لاس راښکودې،چې دوى پرې وياړېدل.(تبرک الصحابه) ‏

په حديث کې راغلي : د حضرت علي پر مخ خولې رارواني وې ،پېغمبر اکرم(ص) د خپل مخ لږې خولې د حضرت علي پرمخ راښکودې او د هغه لږې اوښکې يې پرخپل مخ هم راښکودې.[بحارالانوار٣٨\ ١٣٤]

تبرک ته به پر پېغمبراکرم (ص) کله نا کله ډېره ګڼه ګوڼه جوړېده.( التبرک \ ٦١)

په روايت کې راغلي،چې اوداسه ته اوبه کمې وې او د اصحابو کرامو شمېر ډېر وو پېغمبر اکرم خپل لاس د اوبو په لوښي کې کېښود او ټولو اصحابو کرامو پرې اودسونه وکړل داسې برېښېده لکه د پېغمبراکرم(ص) له ګوتو چې اوبه راخوټېږي. [صحيح مسلم ٤ \٣٤٣ ]

په اته ويشتو(٢٨)خاطرو او حديثونو کې راغلي،چې اصحابو کرامو به د پېغمبر اکرم (ص) د اوداسه اوبه تبرک ته خپلو کورونو ته وړې. [التبرک ]

د التبرک د کتاب ليکوال پينځه ويشت تاريخي خاطرې راخېستى ،چې خلکو به له پېغمبر اکرم(ص) څخه پاتې شوي خواړه تبرک ته وړل. پېغمبراکرم (ص) به خپل پاتې شوي خواړه او اوبه لومړى هغه ته ورکول، چې ښي خوا ته به يې ناست و . يو ځل يې يو ځوان ښي لوري ته ناست و او کيڼ اړخ ته يې مخور مشران ول . پېغمبراکرم(ص) له ځوانه اجازه وغوښته،چې پاتې خواړه مشرانو ته ورکړي؛خو ځوان ونه ومنله او پېغمبر اکرم (ص) ځوان ته هرڅه ورکړل . په حديث کې راغلي؛ پېغمبراکرم(ص) به چې خپل لاس په اوبو کې ننه ايست؛نو اصحابو کرامو به هم تبرک ته خپل لاسونه په هغو اوبو کې ورډوبول. (صحيح مسلم ٤\١٢)

د وفاء الوفاء په کتاب کې د دېرش څاګانو نومونه راغلي،چې پېغمبر اکرم(ص) به د دې څاګانو په اوبو اودس کاوه او په خلکو کې دا څاګانې ډېرې مبارکى وې او تر پېړيو پورې خلکو ترې تبرک ته اوبه کارولې [التبرک ٣\ ٩٤٣، ٩٨٣] .

همداراز په همدې کتاب کې له دېرشو زيات حديثونه راخستل شوي ،چې پېغمبر اکرم(ص) به د منى په ځمکه کې خپل سر خرايه؛نو ډېر اصحاب کرام به ورته ولاړ ول او هر يو به تبرک ته يو يو تار له ځان سره وړه.

په رښتيا که تبرک شرک وي؛نو پېغمبراکرم(ص) ولې ان يوځل ته هم هغوى منع نه کړل؟ دم ګړۍ په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د پېغمبر اکرم(ص)دا شان نښو ته په خورا درناوي کتل کېږي . البته د پېغمبر اکرم (ص) حقيقې نښې ؛قرآن ،اهل بيت او سيره يې ده ؛خو چې خبره د عشق په اړه وي؛نو انسان ان د معشوق د پښو خاورې هم ښکلوي . له پېغمبر اکرم سره د خلکو ډېره ژوره مينه وه او ان معاويه د ابوسفيان زوى وصيت کړى و،چې په کفن کې دې ورسره د پېغمبر اکرم (ص) يو ويښته کېږدي !

زموږ ویینه ‏دا نه ده،چې دا ستونزه څومره ديني او مکتبي بڼه لري؟ او د خداى د اولياوو د جامو او څپليو ساتنې ته بايد ترکومه حده پورې مالي او اندیز ‏لګښتونه وکړو؛ بلکې موخه مو دا ده،چې پخپله د پېغمبراکرم تر نظر لاندې تبرک يوه غوڅه او عمومي مسله ده . ولې ځينې وګړي زايران دې ته نه پرېږدي چې د پېغمبراکرم(ص) د جومات ديوالونه او قبر يې ښکل کړي او انګيري،چې دا کارشرک دى. دوى د قرآن او حديث له مخې کوم دليل لري؟ خو په اسلامي سرچينو(سني،شيعه) کې په دې اړه په سلوګونو حديثونه شته . آيا مسلمانان د زمزم له اوبو د تبرک په توګه ګټه نه اخلي؟د شيعه او سني په سرچينو کې راغلي،چې يو سړي د پېغمبر اکرم (ص) د مړينې په درېمه ورځ خپل ځان د پېغمبر اکرم (ص) پر قبر وغورځاوه او د قبر خاورې يې پرخپل سر شيندلې او د استغفار او شفاعت آيت يې لوسته ،له قبره يو غږ راپورته شو چې ته وبښل شوې.(الغدير ٥\ ١٤٨) ‏

له سترو ځواکونو وېرېدل او زور ځواکو ته سر ټیټونه شرک دی. ځانمني ،ځان ستاينه او په ‏هوسونو پسې تلل شرک دى.

(( أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَى عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَى بَصَرِهِ غِشَاوَةً فَمَن يَهْدِيهِ مِن بَعْدِ اللَّهِ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ( جاثيه \ ٢٣)= ايا له هغه خبر شوې، چې خپلې ځاني غوښتنې يې خپل معبود ګرځولې؟!او خداى هغه د پوهې له مخې (چې د هدايت وړ ندى) بې لارې كړ او د هغه پرغوږونو او زړۀ يې مهر وواهه او پر سترګو يې ورته پردې وغوړولې؟!؛نو پدې حال كې ترخداى وروسته بل څوك شته، چې ورته سمه لار وښيي؟! ايا نو (بې خبره ياست او) پند نۀ اخلئ؟! ))

د خداى قانون ته شا کول او نورو قوانينو ته مخه کول شرک دى.

(( إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُواْ لِلَّذِينَ هَادُواْ وَالرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُواْ مِن كِتَابِ اللّهِ وَكَانُواْ عَلَيْهِ شُهَدَاء فَلاَ تَخْشَوُاْ النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلاَ تَشْتَرُواْ بِآيَاتِي ثَمَناً قَلِيلاً وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ(مايده/۴۴)=بېشكه چې موږ تورات لېږلى دى ،چې پكې لارښوونه او رڼا ده او پېغمبران چې ( د خداى فرمان ته ) تسليم وو، په تورات به يې ديهودو چارې فيصله كولې او( همداراز) رباني عارفانو او پوهانو پرې فيصلې كولې؛ داځكه چې دا كتاب دوى ته سپارل شوى و او پرې ګواهان وو؛ نو ځكه ( د الهي آيتونو له مخې دقضاوت له امله) له خلكو مۀ ډارېږئ ! او له ما ووېرېږئ او زما آيتونه په ناڅيزه بيه مۀ پلورئ اوڅوك چې دخداى دنازل كړيواحكامو له مخې پرېكړې ونكړي؛ نو كافران دي.))

په دين کې شخړه راپيدا کول شرک دى.

((مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ(روم/۳۲)= له (هغو) کسانو چې خپل دين يې ټوټه ټوټه كړى او پر ډلو ټپلو ويشل شوي دي او (عجبه خو لا دا ده) له هرې ډلې سره چې څه دي (زړۀ يې پرې تړلي او) پرې خوښ دي.))

دا به څومره ښه وي ،چې شيعه او سني عالمان سره ناست وي او یو له بل سره يې له نږدې خبرې کړې واى. دا به څومره ښه واى چې له بدالواکوالۍ- تعصب پرته او د اسلامي اخلاقو پربنسټ په ورځپاڼو او راديو تلويزيون کې آزادې ویینې ویینې شوي واى او د يو بل ګروهو- عقيدو ته په درناوۍ سره خبرې اترې شوې واى، چې خلکو خپله لار پخپله پيدا کړى واى؛ځکه چې د يووالي لار تل په چوپتيا کې نه وي ،کله ناکله ټولنه او وګړي د لوړ ظرفيت لرونکي وي او کړاى شي د يو بل استدلالونو او ګروهو ته غوږ کېږدي ،يو بل ته ليکونه وليکي،چې له دې لارې واټنونه سره نژدې شي،حقايق رابرسېره شي،اندونه- فکرونه نږدې شي او د رڼا،يووالي او يقين پر لور به حرکت وکړو .

په هرحال موږ پر قرآن عمل کوو او د رسول الله په حرم کې وايو: السلام عليک يا رسول الله.

د خداى پر اولياوو سلام اچول مو له قرآ نه زده کړي دي چې وايي :

سَلَامٌ عَلَى إِبْرَاهِيمَ( صافات\١٠٩)= پر ابراهيم سلام!

سَلَامٌ عَلَى مُوسَى وَهَارُونَ( صافات\١٢٠) = سلام پر موسى او هارون!

سَلَامٌ عَلَى نُوحٍ فِي الْعَالَمِينَ( صافات\٧٩) = په نړيوالو كې دې پر نوح سلام وي؛

د زيارت پر مهال د پېغمبراکرم د هغو کړاوونو او هڅو قدرداني کوو، چې د بشر سمې لارښوونې ته يې کړي دي او پردې لېینه – شاهدي ورکوو،چې هغه د بلنې او د بشر د ښیون – هدایت او ژغورنې په لار کې ناغیړي ‏و نه کړه. دا درناوى مو له قرآنه زده کړى، چې وايي :

(( وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُواْ لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَمَا ضَعُفُواْ وَمَا اسْتَكَانُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ(ال عمران/۱۴۴)= له ډېرو پېغمبرانو سره د هغو په ملاتړ كې خداى پالونكي وجنګېدل او د خداى په لار كې، چې پر دوى كړاوونه راغلل؛ نو زړۀ ماتې او كمزوري نشول ( او اېلېدو ته يې غاړه كېنښووه ) او زغمونكي د خداى خوښ دي . ))

که خداى د پېغمبرانو له لارويانو قدرداني کوي،آيا پر موږ اړينه نه ده،چې له پېغمبرانو قدردانې وکړو؟

د پېغمبراکرم په حرم کې وايو : له خداى شکر کوو،چې هغه موږ ستا له لارې له شرک او بې لارېتوبه وژغورلو .

که پر موږ د پېغمبراکرم له لارې د خداى پېرزوينې نه واى؛نو موږ به لا تر اوسه په تپو تيارو کې واى؛نو له خدايه غواړو، چې د ټولو پېغمبرانو ،پرېښتو،صالحو بندګانو د اسمان مېشتو او په تاريخ کې د ځمکې پر مخ د ټولو اوسېدونکيو درودونه دې پرې نازل کړي او مقام محمود ( د شفاعت مقام ) ورپر برخه کړي .

په پاى کې موږ دا آيت وايو:

((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللّهِ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا(نساء/۶۴)=موږ هېڅ پېغمبر بې لدې بل څه لپاره ندى لېږلى،چې د خداى په حكم د هغه اطاعت وشي او كه دې مخالفينو ( داسې كړي واى )، چې ترګناه ( او د الهي قوانينو تر پښو لاندې ) كولو وروسته تا ته راغلي واى او له خداى يې بښنه غوښتې واى او پېغمبر هم ورته بښنه غوښتې واى ( ؛نو) هرومرو خداى يې توبه قبلوونكى (او) مهربان مونده.))

په دې آيت کې پېغمبراکرم(ص) ته د ګناهکارانو راتګ او د پېغمبراکرم (ص) واسطه کېدل او ورته له خداى بښنه غوښتل راغلي دي،آيا توسل بې له دې کوم بل څه دي ؟ په توسل کې سرغړونکى خجالت وي او د خداى په درشل کې له عزتمن او ابرومن شخصيته غواړي چې د خداى د پېرزوينې واسطه دې شي،چې وبښل شي او يا يې هم ستونزې اوارې شي. په قرآن کې پېغمبراکرم ته حکم کوي:

((فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ(محمد/۱۹)= نو پوه شه، چې بېشکه له “الله” پرته هېڅ معبود نشته او د خپلو ګناهونو او نارينه او ښځمنو ايمان والو ته بښنه وغواړه او خداى ستاسې له تلو راتلو او استوګنځي خبر دى. ))

((وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُؤُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُم مُّسْتَكْبِرُونَ(منافقون/۵)=او چې ورته ويل كېږي: (( راشئ چې د خداى استازى درته بښنه وغواړي)) (؛نو) د (ملنډو،كبر او غرور له مخې) خپل سرونه تاووي او ګورې يې، چې ستا له خبرو يې مخونه واړول او هغوى سرغړوونكي دي.))

که د پېغمبراکرم (ص) دعا او استغفار بې اغېزې وي ؛نو په دې آيت کې ولې د الهي لورېنې ترنامه لاندې راغلي دي ؟

((مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَن يَسْتَغْفِرُواْ لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُواْ أُوْلِي قُرْبَى مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ(توبه/۱۳)=له پېغمبر او مؤمنانو سره دا وړ نۀ وه، چې مشركانو ته، که څه هم خپلوان يې وي (له خدايه) بښنه وغواړي،حال دا چې ورته څرګنده شوېده، چې هغوى دوزخيان دي.))

که د پېغمبراکرم(ص) دعا بې اغېزې وي؛نو د ((حق نه لري)) تعبير به ورته نه و کارول شوى. د انبياوو،پر دعا او استغفارسربېره مؤمنو ته د پرېښتو استغفار هم ډېر اغېزمن دى قرآن وايي :

((الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ(غافر/۷)= هغه (پرېښتې) چې عرش پورته کوي او هغه (پرېښتې) چې په چاپېرکې يې دي، ټولې د خپل پالونكي له ستاينې سره د هغه پاكي څرګندوي او ايمان پرې لري او مؤمنانو ته بښنه غواړي (او وايي:) پالونكيه! ستا رحمت او علم پرهر څه خپور دى؛ نو هغه كسان وبښه چې توبه يې ايستلې او ستا پرلار روان دي او د دوزخ له اوره يې وساته.))

((‏رَبَّنَا وَأَدْخِلْهُمْ جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدتَّهُم وَمَن صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ(غافر/۸)= پالونكيه! هغوى او نېک پلرونه او ښځې او اولادونه يې د جنت همېشنيو باغونو ته ننباسه، چې تا ورسره وعده كړې؛(ځكه) چې يواځې تۀ ناماتى حكيم يې.))

وَقِهِمُ السَّيِّئَاتِ وَمَن تَقِ السَّيِّئَاتِ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهُ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ(غافر/۹)= او له بديو يې وژغوره او تۀ چې څوك پرهغه ورځ (قيامت) له بديو وژغورې؛نو په يقين چې تا پرې رحم كړى دى او دا همغه ستره بريا ده!))

د خداى په درشل کې د پرېښتو،پېغمبرانو او اولياوو استغفار د انسان په بښنه کې اساسي ونډه لري ،چې منکرېدل ترې له قرآنه نمښته – انکار ده.

يا رسوال الله! زه ګناهکاره يم تا ته راغلى يم ،په خپلو کړنو پښېمانه يم له خدايه هم بښنه غواړم يواځې يو شرط پاتې دى ته راته له خدايه بښنه وغواړه اوس تا ته د پښېمانتيا په حال کې راغلى يم او راته له خدايه بښنه وغواړه .

څوک چې د پېغمبراکرم(ص) د زيارت کولو توفيق ترلاسه کړي ؛نو ډېر نېکمرغه به وي . پېغمبر اکرم(ص) په دې هکله وايي : څوک چې مې قبر ته زيارت ته راشي ؛نو شفاعت يې راباندې واجبېږي. [الغدير ٥\ ٩٣ دا حديث د(٤١) تنو مشرانو روايت کړى دى]

په ځينو روايتونو کې راغلي چې دا شفاعت هغو ته دى،چې مدينې ته يې د تګ موخه يواځې د پېغمبراکرم زيارت وي.(علامه اميني په الغدير کې دا حديث له ١٦ تنو روايت کړى دى ]همداراز په ځينو روايتونو کې راغلي څوک،چې تر حج وروسته زما قبر ته راشي؛نو مثال به يې داسې وي لکه چې په ژوند کې يې راسره ليدلې وي [الغديره٩٨، دا حديث د اهل سنتو له ( ٢) تنو مشرانو روايت شوى دى]. په روايت کې راغلي : څوک چې حج ته کعبې ته راشي او مدينې ته مې زيارت ته رانشي ؛نو جفا به يې راسره کړي وي. [الغدير ٥\١٠٠ دا حديث د اهل سنتوله نهو تنو مشرانو روايت شوى دى ]

په ځينو روايتونو کې د مدينې مقام له مکې سره يوځاى راغلى دى. په حديث کې راغلي : که څوک په دوو حرمونو مکه يا مدينه کې مړشي ؛نو خداى به يې په قيامت کې خوندي کړي .[ الغدير٥\ ١٠٠ دا حديث د اهل سنتوله ( ١١ تنومشرانو) روايت شوى دى ]

پېغمبراکرم(ص) وايي : په قيامت کې به مې د قبر زيارت کوونکي ګاونډيان وي . [ الغدير ٥\ ١٠٣ دا حديث د اهل سنتوله ( ٢١) تنومشرانو روايت شوى دى] .

ددې ټولو هڅو په څنګ کې ځينې ګواښونې هم شوي اوهغه دا چې د قيامت پر ورځ به هغو ته کوم عذر نه وي ،چې وس يې درلود؛خو د پېغمبراکرم قبرته نه وي تللي . دا ټول حديثونه د اهل سنتو له روايتونو ځنې دي د شيعه په روايتونو کې هم ګڼ شمېرحديثونه د بحارالانوار په سلم ټوک کې راغلي دي .د پېغمبراکرم (ص) زيارت ته تګ دومره ارزښت لري،چې ليکنه يې ګران کار دى؛خو د خواشينۍ ځاى دى چې انسان نېغې او منځلارۍ ته شا کوي او ښندې- افراط ته مخه کوي .

ځينې بوت او تيګې مني ؛خو پېغمبراکرم (ص) ته پاملرنه شرک ګڼي. ولې ځينې کسان د ونې توسل ته غاړه ږدي ؛خو د خداى د اولياوو توسل شرک ګڼي؟ په حديث کې راغلي، انسان ،چې له هدېرې تېرېږي او سلام ورباندې واچوي؛نو مړه يې په برزخي ژوند کې پېژني او ورته عليک وايي په دې هکله په کنزالعمال کې اتيا حديثونه راغونډ شوي دي.

حضرت ابوايوب انصارى (رض) د پېغمبراکرم له يارانو ځنې و پېغمبر اکرم چې مدينې ته راغى؛نو د ده کور ته ولاړ او د د بدر او احد په جګړو کې له پېغمبراکرم(ص) سره اوږه په اوږه او د خيبر په جنګ کې د پېغمبراکرم(ص) پاسوال و [پيامبر و ياران ٢\٢٠- ٢٧مخونه] ؛ خو چې پېغمبراکرم (ص) له دنيا سترګى پټې کړې؛نو هغه خپل مخ د پېغمبراکرم (ص) پر قبر کېـښود،مروان د ده داعمل وغانده؛خو حضرت ابوايوب انصاري ورته غوڅ ځواب ورکړ.( الغدير ټ ٥ او/ البترک /١ ١٥ مخ]

حضرت بلال خپل مخ د پېغمبر اکرم پرقبر کېښود او داسې اوښکې يې توى کړې ،چې امام حسن او امام حسين هغه په غېږ کې ونيو. [ التبرک / ١٥٣ ]؛نو په دې اړه چې ځينې څه وايي ناسم دي او له قرآن او سنتو سره اړخ نه لګوي.

څوک چې په زوره پرخلکو واکمني کوي دا به څومره ښه واى ،چې دهغو ژوند او کور يې له نږدې ليدلى واى،چې پر زړونو يې واکمني کوله دا هغه کسان دي ،چې کورونه به يې د کجورو له ډډونو جوړشوي ول او خپل فکر به يې خپراوه او د زوکړې پرمهال به د کسرى ماڼۍ رانسکورېدې. منصور دوانيقى امام صادق تر فشار لا ندې ونيو او زندانونه يې د رسول الله له اولادې ډک کړي وو؛خو د پېغمبر اکرم يو زوړ پوزه کې ته يې ځانګړى ځاى جوړ کړ او ورته يې ډېر خادمان ګومارلي ول او د لمانځه پر وخت به يې دهغه ډېر درناوى کاوه، چې خلک پرې وغولوي ،چې ګنې زه خو د پېغمبر اکرم د نښو ساتونکى يم. (الامام صادق ، والمذاهب ا لااربعه ٢ / ٤٩١ ]

له دې پېښې جوتيږې چې مسلمانانو به د پيغمبر اکرم (ص ) نښو ته د تبرک په سترګه کتل او له دې ارزښت ان واکمنو هم سترګې نشواى پټولې . ددې پرځاى چې د شيعه وو کتابونه يې له کتابتونو اېستلي واى؛نوڅومره به غوره واى، چې د علمي استدلال لار يې پرانستې واى ؟ دا به څومره غوره وه چې په صحيح بخاري کې له امام صادق نه هم احاديث روايت شوي واى ؟

امام ابوحنيفه (رح)، امام صادق د حضرت محمد(ص ) د امت اعلم باله ؛نو دا به څومره غوره واى،چې دوى د امام ابوحنيفه (رح) په لاروى په خپلو کتابونو کې د امام صادق ويناوې رانقل کړى واى. امام مالک (رح) وايې: سترګو او غوږونو د امام صادق به څېر په علم،عبادت او زهدکې نه غوره ليدلى او نه اورېدلى؛نو ايا داغوره نه وه،چې دامام مالک (رح) په لاروى يې نبوى کورنۍ ته پر درناوي قابل واى . [ الامام صادق والمذاهب الاربعة ٢/ ٥٢ – ٦٤ ]

په يو وخت کې امام صادق د پېغمبر اکرم(ص) په جومات کې څلور زرو تنو ته ښوونه کوله؛نو دا به څومره غوره واى،چې نن هم د امام صادق زده کوونکيو خلکو ته ښوونه کولاى؟د اهل سنتوڅلوېښت تنومشرانو د امام صادق د عظمت او پوهې په اړه مهم مطالب ويلي دي ،تر دې چې امام ابوحنيفه خپله بريا دهغه له دووکالوشاګردۍ کې بولي؛نو دا به څومره غوره واى ،چې د امام صادق اثارو ته يې هم پاملرنه کړې واى؟[الامام صادق والمذاهب الاربعة ٢ / ٤٨١ ] .

د اسلام او مسلمانانو دښمنان او سياستوال د نړۍ ګوټ ګوټ ته سفرونه کوي او د اسلام پر ضد دسيسې جوړوي دا به څومره غوره واى،چې د اسلام ټول عالمان هم په مياشت کې يوځل راټولېدلاى او د مسلمانو د ستونزو اوارېدو ته يې لار لټولاى دا به څومره غوره واى،چې د اسلامي هېوادونو علماء د دولتونو معاشونو ته سترګې پر لار نه واى او په خلکو کې واى دا به څومره غوره واى ،چې موږ ټولو پر قرآۤن منګولې لګولې واى او د مشرپه ټاکنه کې مو د قرآن له اۤيتونو ګټه اخيستې واى او قرآۤن څو څو ځل ((لاتتبعوا)) ((اولاتطع )) د جملو له لارې يې ډله يينره مشري او لاروي منع کړې ده .

[ سرچینه : د شیخ محسن قرآئتی د حج کتاب]

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!