تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د  پېغمبر اکرم (ص) ميلاد د هر ستر انسان د ژوند هر څپرکى د څېړنې وړ دى. كله د يو انسان شخصيت دومره ستر وي،چې د ژوند ټول څپرکي،ان د ماشومتوب او تيخورۍ پړاو يې هم د پام وړ ګرځي. د ټولنو د لارښوونکيو،د خپل وخت د نابغه وو او د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د  پېغمبر اکرم (ص) ميلاد

د هر ستر انسان د ژوند هر څپرکى د څېړنې وړ دى. كله د يو انسان شخصيت دومره ستر وي،چې د ژوند ټول څپرکي،ان د ماشومتوب او تيخورۍ پړاو يې هم د پام وړ ګرځي.

د ټولنو د لارښوونکيو،د خپل وخت د نابغه وو او د تمدن د قافلې د مشرانو ژوند،معمولاً له خوندورو، پام وړ،حساسو او هېښندو ټكيو ډك وي،د ژوند كتاب يې له هغه وخته،چې څاڅکى يې تړل كېږي، ترمړينې پورې له اسرارو ډك وي.

قرآن شريف (طه سورت 41-43 آيتونه) د حضرت موسى عليه السلام د ژوند کيسه ډېره رازمنه سپړلې او وايي: د سلګونو ماشومانو سرونه ځکه پرې شول، چې موسى ونۀ زېږي؛ خو الهي اراده وه، چې موسى بايد وزېږي؛نو نۀ يوازې دښمنانو يې كوچنى شانته ازار ور و نۀ رسولاى شو؛ بلكې تر ټولو لوى دښمن يې ملاتړ شو.

قرآن شريف وايي: ((د موسى مور ته مو وحې وكړه، چې خپل زوى په يوه صندوق كې كېږدي، د اوبو څپې به يې ساحل ته ورسوي. زما او د هغه دښمن به يې ملاتړ شي،مينه به يې د دښمنانو په زړونو كې پيدا كړم او زوى به دې بېرته در وګرځوم.

د موسى خور د فرعون ښار ته ورغله او ويې ويل: زه داسې ښځه پېژنم،چې کړاى شي،ستاسې دا په زړۀ پورې زوى وروزي؛ نو د حضرت موسى مور د حكومت له لوري موظفه شوه،چې د هغوى د خوښې ماشوم وروزي.))

د  حضرت “عيسى” عليه السلام زوكړه او روزنه به دې تر موسى عليه السلام هم زيات حيران كړي.

 قرآن شريف د حضرت مسيح کيسه داسې راوړې ده.( مريم سورت 18-33 آيتونه)

((مريم، د مسيح مور، له خپل قومه لرې شوه، روح (جبرائيل) په بشري بڼه راغى او زېرى يې پر وكړ،چې مامور يم، تا ته سپېڅلى زوى دركړم.

مريم حيرانه شوه او ويې ويل: له ما سره خو چا كوروالى نۀ دى  كړى او زه په خپله هم بدكاره نۀ يم. استازي مو ورته وويل: دا كار خداى ته اسان دى،چې بالاخره،خداى د مسيح رڼا د هغه د مور په زيلانځ كې كېښووه،د زېږون د درد  له لاسه، د خرما ونې ته ولاړه، له خپل زېږونه په خپګان كې وه،حکم مو وركړ،چې د خرما ونه وخوځوي،چې تازه خرما ترې راتويه شي، زوى يې وزېږېد او مريم له خپل زوى سره خپل ټبر ته ورغله.د خلكو خولې له حيرته وازې شوې او پر مريم د نيوكو سيلاب رامات شو،مريم ته حکم شوى و: څوك چې هره پوښتنه لري؛نو له دې ماشومه دې يې وکړي. هغوى وويل: آيا په زانګو كې تيخور ويده ماشوم خبرې كړاى شي؟ په دې  وخت كې “عيسى” خبرې پېل كړې او ويې ويل: زه د خداى بنده يم، د خداى كتاب او د پېغمبرانو په لړ کې يم.( مريم سورت 18-33 آيتونه)

چې د قرآن،”تورات”  او مسيح پلويان ددې دوو الوالعزمو پېغمرانو د زوکړې په باب په ډاډ پر بيان شويو مسايلوګواهي وركوي؛نو ولې د اسلام د پېغمبر د زوكړې حيرانوونكې پېښې سختې وګڼل شي او انسان پرې حيران شي.؟

د احاديثو او تاريخ په کتابو كې لولو:

د حضرت “محمد” صلى الله عليه و آله و سلم د زوكړې پر مهال د “كسرى” ماڼۍ درزمنه شوه او څو ستنې يې ونړېدې ، “د فارس اورتون” مړ شو، د “ساوه سمندر” وچ شو، د مكې بوتان رانسکور شول، له مبارك تنه يې يوه رڼا، چې له لرې کتل كېده د اسمان پر لور اوچته شوه.”انوشېروان” بوږنوړى خوب وليد.حضرت “محمد”(ص)، چې وزېږېد؛نو نوم يې پرې شوى و او سنت  شوى هم و او ويې ويل: ((الله اكبر والحمدلله كثيراً سبحان الله بكرة واصيلاً. )) (يعقوبي تاريخ 2ټوك/5، بحارالانور، 15ټوك/ 248، سيره حلبى 1ټوك/ 64 )

د پېغمبر اکرم (ص) د ميلاد كال، مياشت او ورځ

ډېرى سيرة ليكونكي يوه خوله دي،چې د پېغمبر اکرم زوكړه پر 570 ز پر کال پر عام الفيل وه؛  ځكه شك نشته، چې هغه پر  632 ز کال كې له دې نړۍ تللى او هغه 62 يا 63 كلن و؛نو ويلاى شو، چې زوكړه يې د 570 ز كال په شاوخوا كې وه.

ډېرى محدثين د پېغمبر اکرم د زوكړې په باب يوه خوله دي، چې په ربيع الاول مياشت كې ده؛خو د ورځې په باب يې يوه خوله نۀ دي. په اهل تشيع و كې مشهوره ده،چې د ربيع الاول پر اوولسمه د جمعې پر ورځ زېږېدلى او اهل سنت وايي، چې د دوشنبې پر ورځ د ربيع الاول پر دولسمه زېږېدلى دى.

“مقريزي” د “الامتاع” په درېيم مخ كې د پېغمبر اکرم (ص) د زوكړې په باب ټولې ويناوې راخيستې دي.

د پېغمبر اکرم (ص) نوم اېښوونه

اوومه ورځ راورسېده. “عبدالمطلب” د خداى په شكرانه كې پسه حلال كړ او خلك يې راوغوښتل،چې “قريش” هم پکې هم وو او پر خپل لمسي يې “محمد” نوم كېښود،چې وپوښتل شو،ولې دې پرې د “محمد” نوم كېښود، دا نوم خو په عربو كې ډېره مخينه نۀ لري؟ “عبدالمطلب”: غوښتل مې په ځمکه او اسمانو كې وستايل شي.

 په دې  باب د پېغمبر اکرم شاعر “حسان بن ثابت” ويلي:

((فشق له من اسمه ليجله             فذوالعرش محمود و هذا محمد))

(خداى تعالى له خپلو نومونو يو نوم په خپل استازي كېښود؛ نو ځكه (خداى) ((محمود)) او پېغمبر يې “محمد”  دى)

دا دواړه ټكي له يوې رېښې دي او يوه مانا وركوي.( سيره حلبي، 1ټوك/93)

شك نشته، چې په دې  نوم ايښوونه كې الهي الهام و؛ځكه  كه څه هم په عربو كې د “محمد” نوم مشهور و؛خو په هغه وخت كې لږو خلكو پر خپلو زامنو ايښووه.

 د تاريخپوهانو د سمو شمېرنو له مخې، تر هغه وخته پورې،يوازې 16 تنو د “محمد” نوم درلود.

 شاعر وايي:

ان الذين سموا باسم محمد           من قبل خير الناس ضعف الناس

د اسلام له پېغمبرمخكې، شپاړس تنه، د “محمد” په نامه يادېدل.( سيره حلبى 1ټوك/ 97)

“احمد” د اسلام د پېغمبر له مشهورو نومونو و.

 كه چا لږه مطالعه كړې وي؛ نو پوهېږي چې د پېغمبر اکرم دوه نومونه وو او خلكو به په دواړو ياداوه:يو “محمد” چې “عبدالمطلب” پرې ايښى و او بل “احمد”،چې مور يې (آمنې بي بي) پرې ايښى و. دا خبره په تاريخونو كې راغلې او “حلبي” په خپل “سيرة” کې هم راخيستې ده.( انسان العيون فى سيره الامين والمامون، 1ټوك/ 93-100)

د پېغمبر اکرم ګران تره “ابوطالب” (چې د عبدالمطلب تر مړينې وروسته يې د “محمد” (ص) پالنه كوله) په خپلو اشعارو كې كله  د “محمد” او كله د “احمد” په نامه ياد كړى دى.

د پېغمبر (ص) میلاد، نبوی سیرت
د پېغمبر (ص) میلاد، نبوی سیرت

د تيخورۍ پېر

د قريشو دې ماشوم يوازې درې ورځې د خپلې مور شيدې وروولې او بيا دوې نورې ښځې د پېغمبر په داييتوب وياړمنې شوې.

1 _ ثويبه:

 د “ابولهب” مينځې،څلور مياشتې پېغمبر اکرم ته شيدې وركړې، چې پېغمبر اکرم او مېرمن يې حضرت خديجې بي بي تر پايه په ښو يادوله.هغې مخكې حضرت حمزه اسدالله (د پېغمبر اکرم تره) ته هم شيدې وركړې وې. تر بعثت وروسته پېغمبر اکرم يو تن په “ابولهب” پسې ولېږه، چې ترې و يې پېري؛ خو “ابولهب” و نۀ منله؛خو تر پايه د پېغمبر اکرم له مرستو برخمنه وه. چې کله پېغمبر اکرم د “خيبر” له سوبې راستون شو؛ نو خبر شو،چې “ثويبه” مړه شوې؛ نو ډېر پرې خواشينى شو. د هغې د زوى پوښتنه يې وكړه، چې په حق كې يې نېكي وكړي؛خو خبر شو، چې له مور مخكې مړ شوى دى.( بحارالانور، 15ټوك/ 384   او مناقب، ابن شهر اشوب، 1ټوك/119 )

2 _ حليمه:

 د”ابي ذويب” لور وه، چې د “سعدبن بكربن هوازن” له ټبره  وه، چې اولاد يې دا و:”عبدالله”،”اسيه” او “شيما”،چې وروستي اولاد يې هم د پېغمبر اکرم روزنه کړې ده.

 د عربو مخورو دود و،چې خپل اولاد يې بېديانيو دايانو ته ورسپاره چې وده يې سمه او هډوكي يې كلك راشي او همداسې هم د “وبا” له ناروغۍ خوندي وي او لنډه دا،چې عربي په ځانګړي چاپېريال كې زده كړي ،چې په دې برخه كې د “بني سعد” دايانې مشهورې وې. هغوى به په ټاكلي وخت كې مكې ته راتلې او ماشوم به يې له ځان سره بېوه.

 د پېغمبر اکرم له زوكړې څلور مياشتې تېرې وې،چې د “بني سعد” ټبر دايانې مكې ته راغلې.پر هغه كال سخته وچكالي او سوکړه وه او دوى شتمنو عربو ته ډېرې اړمنې وې.

ځينې تاريخ ليكونكي ليكي: يوه دايه هم حاضره نۀ وه، چې حضرت “محمد” ته شيدې وركړي؛ځكه هرې يوې غوښتل،چې د هغه چا دايتوب وكړي،چې يتيم نۀ وي،او پلار يې شتمن وي،ان حليمې هم دا ځل د حضرت “محمد” داييتوب ته غاړه کېښووه؛ خو دا چې حليمه په خپله کمزورې وه،چا ورته خپل اولاد و نۀ سپاره؛نو له ناچارې يې د “عبدالمطلب” لمسى قبول كړ او خپل مېړه ته يې وويل: ((تر خالي لاس تلو به ددې يتيم وړل ښه وي.كېداى شي خداى راباندې ولورېږي.)) خو اټكل يې رښتيا وخوت او چې له كله يې د حضرت “محمد” (ص) داييتوب ومانه؛نو د خداى د رحمت چينې  پرې راماتې شوې. (بحارالانور 15ټوك/ 442 )

د قريشو دا ماشوم يې؛ځکه بلې دايي ته ورنۀ کړ،چې حضرت “محمد” د بلې دايي تى وانه خيست؛ خو د حليمې تى يې وروده، چې دې كار د “عبدالمطلب” كورنۍ ډېره خوشحاله كړه.( سيره حلبي، 1ټوك/ 106)

“عبدالمطلب” دايي ته وويل: د كوم ټبر يې؟ ويې ويل: د بني سعد. بيا يې وپوښتله:نوم دې څه دى؟ ځواب يې وركړ: حليمه. “عبدالمطلب”  ددې خبرو په اورېدو خوشحاله شو او ويې ويل: افرين! افرين ! دوه ښكلي خويونه؛ نېكمرغي او زغم.( بحارالانور، 15ټوك/ 345مخ )

 

د رسول اکرم ژوند، لیکوال : شیخ جعفر سبحاني

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!