اسلامي علماوو له پخوا ګناهونه پر دوو ډولونو ويشلي دي . ١ کبيره ګناهونه ( غټ) . صغيره ګناهونه ( واړه .) . دا ويش له قرآن اوروايتونو سرچينه اخلي؛ په قرآن کې راغلي: إِن تَجْتَنِبُواْ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًا كَرِيمًا (نساء/۳۱) ژباړه: كه له هغو سترو ګناهونو ځان وژغورئ، […]
اسلامي علماوو له پخوا ګناهونه پر دوو ډولونو ويشلي دي .
١ کبيره ګناهونه ( غټ) .
صغيره ګناهونه ( واړه .) .
دا ويش له قرآن اوروايتونو سرچينه اخلي؛ په قرآن کې راغلي:
إِن تَجْتَنِبُواْ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًا كَرِيمًا (نساء/۳۱)
ژباړه: كه له هغو سترو ګناهونو ځان وژغورئ، چې ترې منع كېږئ؛ نو له وړو ګناهو به مو تېر شو او د عزت ځاى ته به مو ننباسو .
وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا (کهف/۴۹)
ژباړه: او هلته به کړنليکونه كېښوول شي؛ نو تۀ به ګورې چې ګناهکاران، څه چې په کړنليکونو کې دي، ترې وېرېږي او وايي به :((هاى، زموږ بدې برخې! دا څنګه ليکنه ده، چې زموږ هره کوچنۍ او لويه پکې راټوله شوې ده؟!)) او(حال دا چې) خپل ټول كړه به حاضر مومي او ستا پالونكى پرهېچا تېرۍ نه كوي.
الَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ إِلَّا اللَّمَمَ إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنشَأَكُم مِّنَ الْأَرْضِ وَإِذْ أَنتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ فَلَا تُزَكُّوا أَنفُسَكُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَى (نجم/۳۲)
ژباړه: هغوى چې له سترو ګناهونو او ناوړو (كارونو) ډډه كوي؛خو بې له كوچنيو ګناهونو (چې کله پرې ككړېږي)؛نو شك نشته چې ستا د پالونكي بښنه پراخ ده،هغه تاسې له هغه وخته ښه پېژني، چې تاسې يې له ځمكې پيداكړئ او چې كله لا د خپلو مېندو په ګېډو كې ((پټ)) وئ؛نو خپل ځانونه پاك مۀ ګڼئ (او ځانونه مۀ ستايئ) او خداى ښه پوهېږي، چې رښتينى پاک څوک دى.
د جنتيانو په هکله وايي:
وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ (شوری/۳۷)
ژباړه: او(دهغو) كسانو (لپاره دي) چې له سترو ګناهونواو ناوړه (كارونو) ډډه كوي او چې كله په غوسه شي؛نو تېرېږي.
د الهي بښنې او مغفرت په هکله قرآن وايي :
إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاءُ وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا (نساء/۴۸)
ژباړه: خداى (هېڅكله) شرك نه بښي او بې له دې، چې څومره ګناوې دي؛ نو چا ته يې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وربښي يې او څوك چې له خداى سره شريك ونيسي؛ نو په حقيقت کې ستره ګناه يې كړې ده.
له دې آيتونو جوتېږي چې ګناهونه په دوه ډوله دي: کبيره او صغيره او همداراز ځينې ګناهونه له حقيقي توبې پرته نه بښل کېږي ؛خوځينې يې بښل کېږي.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com