بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه الم ﴿۱﴾ ا لم الف ، لام ، ميم . (۱) مِن قَبْلُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَأَنزَلَ الْفُرْقَانَ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِآيَاتِ اللّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَاللّهُ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ ﴿۴﴾ تر ده مخكې د خلكو لارښوونې ته؛ او (دا دی) فرقان (قرآن) يې نازل […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه |
الم ﴿۱﴾ | ا لم الف ، لام ، ميم . (۱) |
مِن قَبْلُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَأَنزَلَ الْفُرْقَانَ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِآيَاتِ اللّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَاللّهُ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ ﴿۴﴾ | تر ده مخكې د خلكو لارښوونې ته؛ او (دا دی) فرقان (قرآن) يې نازل کړ(چې حق له باطله بېلوي) په رښتیا، څوك چې د الله پر آيتونو كافران شوي؛ نو ورته سخته سزا ده او الله (د بد چارو او ځېلي كافرانو د سزا لپاره) ځواکمن څارنوال (مدعي العموم) دى. (۴) |
إِنَّ اللّهَ لاَ يَخْفَىَ عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاء ﴿۵﴾ | په حقيقت کې په ځمكه او اسمان كې هېڅ څيز له الله پټېدای نشي (؛ نو ځكه یې سمبالنه ورته ستونزمنه نه ده) (۵) |
هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاءُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۶﴾ | دی خو هماغه ذات دى، چې د ميندو په زيلانځ كې څرنګه چې يې خوښه وي، انځوروي مو؛ بړې له بریمن حكيم خداى معبود نشته . (۶) |
هُوَ الَّذِيَ أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاء الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاء تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلاَّ اللّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الألْبَابِ ﴿۷﴾ | الله هغه (ذات) دى، چې دا (اسماني) كتاب يې پر تا نازل كړ، چې يوه برخه آيتونه يې “محكمات” (= څرګندې مانا والا) دي، چې دا د كتاب بنسټ دى (او د نورو آيتونو هر ډول پېچلتوب، دې آيتونو ته په مراجعه كولو لرې كېږي) او بله برخه يې “متشابهات” دي (هغه آيتونه دي، چې مطالب پكې په لوړه کچه څېړل شوي او پردې سربېره ځينې نور اړخونه هم پكې په پام كې نيول شوي؛ نو د لوستونكي ذهن ته په لومړي ځل لوستو سره بېلابېل احتمالات راځي؛ خو بيا محكماتو ته په پام یې تفسير روښانېږي)؛ خو کاږه زړي، په متشابهاتو پسې وردرومي او د فتنې راولاړولو لپاره ناسم تفسیر ورلټوي، حال دا، پر تفسير يې يوازې الله او په علم کې پاخه پوهېږي. (هغوى چې د الهي پوهې په رڼا كې، د ټولو قرآني آيتونو د خوالو په پوهېدو پسې وي) وايي: ((موږ ايمان پرې راوړى، دا ټول زموږ د پالونكي له لوري دي)) او بې له عقلمنو نور څوك پند نه اخلي (او پردې حقايقو پوهېداى نشي.) (۷) |
رَبَّنَا لاَ تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ ﴿۸﴾ | ( په علم کې پاخه وايي:) ((پالونكيه! تا چې موږ ته سمه لار راښوولې؛ بيا زموږ زړونه مه كږوه، ته پر موږ (له) خپل (پراخ) رحمته (الهي پوهه) راولوروه؛ ځكه ته ډېر لوروونکی يې. (۸) |
رَبَّنَا إِنَّكَ جَامِعُ النَّاسِ لِيَوْمٍ لاَّ رَيْبَ فِيهِ إِنَّ اللّهَ لاَ يُخْلِفُ الْمِيعَادَ ﴿۹﴾ | (او وايي:) پالونكيه! ته هماغې ورځې ته د خلکو راټولوونکی یې، چې هېڅ شك پكې نشته (ځكه) چې الله له (خپلې) ژمنې نه اوړي: (موږ ستا پر ناپايه رحمت او د قيامت پر ژمنې ايمان لرو) (۹) |
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَن تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلاَ أَوْلاَدُهُم مِّنَ اللّهِ شَيْئًا وَأُولَئِكَ هُمْ وَقُودُ النَّارِ ﴿۱۰﴾ | د كافرانو شتمني او اولاد، دوى د الله (له عذابه) نشي ژغورلى او همدا دوی د دوزخ سونګ توکي دي (۱۰) |
كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا فَأَخَذَهُمُ اللّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَاللّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۱۱﴾ | (د حقايقو په نټه او اړولو كې د کفارو دود) د فرعونيانو او تر دوى د مخکېنيو په څېر دى، چې دوی زموږ آيتونه دروغ وګڼل؛ نو الله دوى په خپلو ګناهونو ونيول او الله سخت عذابى دى. (۱۱) |
قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَى جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمِهَادُ ﴿۱۲﴾ | كافرانو ته ووايه : (( (د احد په جګړه كې پر خپلې لنډمهالې بريا مه خوښېږئ)، ډېر ژر به مات او (بيا به په قيامت كې) دوزخ ته راټول کړاى شئ او څه ناوړه هستوګنځى دى!)) (۱۲) |
قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ الْتَقَتَا فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَأُخْرَى كَافِرَةٌ يَرَوْنَهُم مِّثْلَيْهِمْ رَأْيَ الْعَيْنِ وَاللّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِ مَن يَشَاءُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لَّأُوْلِي الأَبْصَارِ ﴿۱۳﴾ | په یقین تاسې ته په هغو دوو ډلو كې نښه (او د عبرت درس) و، چې (د بدر د جګړې په ډګر كې) سره ونښتې، يوه ډله د الله په لار كې جنګېده او بله، چې كافره وه (د شيطان او بوت په لار كې) حال دا كافرانو، مؤمنان په سترګو ليدل، چې تر موږ دوه ګرايه دي (چې دا یې د ډار او ماتې لامل شو) او د الله چې چا ته خوښه شي (او وړ يې وګڼي)، په خپل ملاتړ یې بریمنوي، چې په دې كې سترګورو (او د ليد خاوندانو) ته ستر درس دى. (۱۳) |
زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاء وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ذَلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الْمَآبِ ﴿۱۴﴾ | خلكو ته له توکیزو چارو سره مينه؛ ښځې، اولادونه، د سرو سپينو زېرمې، كره اسونه، څاروي او كروندې ښايسته کړای شوي (چې په اړه يې وازمېيل او وروزل شي؛ خو كه) دا څيزونه د انسان روستۍ موخه شي؛ نو د (توکیز) پرېوتي ژوند پانګه به وي او (حال دا) نېكه پايله له الله سره ده. (۱۴) |
قُلْ أَؤُنَبِّئُكُم بِخَيْرٍ مِّن ذَلِكُمْ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَأَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ ﴿۱۵﴾ | ووايه :(( تردې ( توکیزې پانګې) ډېر غوره څيز دروښيم؟)) هغو خلكو ته چې د پرهېزګارۍ چلن غوره كړي (او دا پانګې په عدالت،حق او روا لارو كې وکاروي) ، له پالونكي سره یې (په بله دنيا كې) باغونه دي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، تل به هلته وي او سپېڅلې جوړې او د خداى رضا (به يې پر برخه وي) او خداى د (خپلو) بندګانو (د چارو) ليدونکى دى. (۱۵) |
الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا إِنَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ﴿۱۶﴾ | هغوى چې وايي : ((پالونكيه! په رښتیا، موږ ايمان راوړى؛ نو ګناهونه مو راوبښه او د اور له عذابه مو وژغوره.) (۱۶) |
الصَّابِرِينَ وَالصَّادِقِينَ وَالْقَانِتِينَ وَالْمُنفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالأَسْحَارِ ﴿۱۷﴾ | (پرهیزګاران، هماغه) زغمناک، رښتوني، غاړه ایښودونکي، نفقه ورکوونکي او سهار مهال مغفرت غوښتونکي بندګان دي. (۱۷) |
شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمًَا بِالْقِسْطِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۱۸﴾ | الله (د كايناتو د يوه غونډال په پنځون عملاً) شاهدي وركوي، چې بې له ده معبود نشته او دا چې (د خپلو پنځل شویو په چارو کې) عدل او انصاف کاروي او پرښتې او د (رښتونې) پوهې خاوندان (هم هر يو په يوه ډول پردې مطلب) شاهدي ورکوي، بې له ده معبود نشته، چې هم ځواکمن دی او هم حکیم. (۱۸) |
إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوْتُواْ الْكِتَابَ إِلاَّ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللّهِ فَإِنَّ اللّهِ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۱۹﴾ | په حقيقت كې الله ته منلی دين، اسلام (او حق ته غاړه ایښوول) دي او کتابیانو دهغه پر حقانیت تر پوهېدو روسته، د خپلمنځي رخې او سیالۍ له لامله، په مخالفت لاس پورې کړ او څوك چې د الله له آيتونو نټه وکړي (؛ نو الله به حساب ورسره وكړي؛ ځكه) الله ژرحسابى دى.(۱۹) |
فَإنْ حَآجُّوكَ فَقُلْ أَسْلَمْتُ وَجْهِيَ لِلّهِ وَمَنِ اتَّبَعَنِ وَقُل لِّلَّذِينَ أُوْتُواْ الْكِتَابَ وَالأُمِّيِّينَ أَأَسْلَمْتُمْ فَإِنْ أَسْلَمُواْ فَقَدِ اهْتَدَواْ وَّإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلاَغُ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ ﴿۲۰﴾ | نو كه دوی له تا سره شخړه كوله (؛ نو ته ویینه ورسره مه کوه او) ووايه: ((زه او زما لارويان الله (او حکم) ته (يې) تسليم شوي يو.)) او كتابوالو [ = يهود او نصارى] او نالوستو [ = مشركانو] ته ووايه: ((ايا تاسې هم تسليم شوي ياست؟))؛ نو كه (د حق منطق او حکم ته) تسليم شي، سمه لار به ومومي او كه سرغړونه وکړي (؛ نو مه خپه كېږه؛ ځكه) چې پر تا يوازې (د سمې لارښوونې) د تبليغ (ژمنه) ده او الله د (خپلو) بندګانو (د كړنو او ګروهو) لیدونکى دى. (۲۰) |
إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الِّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۲۱﴾ | رښتیا، څوک چې د الله له آیتونو نټه کوي او پېغمبران پر ناحقه وژني او (هم) د انصاف، قسط او عدالت خپروونكي خلک وژني؛ نو له (الهي) دردناك عذابه یې خبر کړه (۲۱) |
أُولَئِكَ الَّذِينَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ ﴿۲۲﴾ | دوی هغه کسان دي، چې (ددې سترو ګناهونو له لامله يې) په دنيا او اخرت كې (ښه) کړه وړه تباه شوي او مرستندوى (او شفاعت كوونكى) ورته نشته. (۲۲) |
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوْتُواْ نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يُدْعَوْنَ إِلَى كِتَابِ اللّهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ يَتَوَلَّى فَرِيقٌ مِّنْهُمْ وَهُم مُّعْرِضُونَ ﴿۲۳﴾ | ايا (د) هغو خلکو (حال) ته نه ګورې، چې د (اسماني) کتاب څه برخه ورکړاى شوې وه (او) چې د الهي كتاب لوري ته راوبلل شول، چې د دوی ترمنځ پرېكړه وكړي، بيا يې يوه ډله (له علم او پوهې سره سره) مخ اړوي او دوی مخ اړوونکي دي ؟ (۲۳) |
ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ لَن تَمَسَّنَا النَّارُ إِلاَّ أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ وَغَرَّهُمْ فِي دِينِهِم مَّا كَانُواْ يَفْتَرُونَ ﴿۲۴﴾ | دا (مخ اړونه) له دې لامله وه، چې دوی (په خپل ګومان) ويل: ((پر موږ به (د دوزخ) اور يوازې څو شمېرلې ورځې ولګي (او داچې پر نورو قومونو امتياز لرو؛ نو ځكه زموږ سزا هم لږه ده))) او دې دروغو په خپل دين كې دوکه كړل (او پر بېلابېلو ګناهونو اخته شول) (۲۴) |
فَكَيْفَ إِذَا جَمَعْنَاهُمْ لِيَوْمٍ لاَّ رَيْبَ فِيهِ وَوُفِّيَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ ﴿۲۵﴾ | نو څه حال به وي، چې دوی هغې ورځې (قيامت) ته راټول كړو، چې شك پكې نشته او پر هغه ورځ به هر چاته د خپلو كړنو پوره بدله وركړه شي؟ او تېرى به پرې ونشي (؛ ځكه خپل كرلي رېبي). (۲۵) |
قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاء وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاء وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَىَ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲۶﴾ | ووايه : ((پالونکیه! د واكمنۍ خاونده! ستا چې چاته خوښه شي، حكومت وركوې او چې چاته دې خوښه شي، ترې اخلې يې او چې چاته دې خوښه شي، عزت وركوې او چې څوك وغواړې خواروې يې، ټولې ښېګڼې ستا (د ځواک) په لاس كې دي، ته پر هر څه وسمن يې .)) (۲۶) |
تُولِجُ اللَّيْلَ فِي الْنَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الَمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَتَرْزُقُ مَن تَشَاء بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۲۷﴾ | شپه په ورځ كې او ورځ په شپه كې ورننباسې او ژوندى له مړي او مړى له ژوندي راباسې او چې چاته دې خوښه شي، بې حسابه روزي وركوې (۲۷) |
لاَّ يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُوْنِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللّهِ فِي شَيْءٍ إِلاَّ أَن تَتَّقُواْ مِنْهُمْ تُقَاةً وَيُحَذِّرُكُمُ اللّهُ نَفْسَهُ وَإِلَى اللّهِ الْمَصِيرُ ﴿۲۸﴾ | مؤمنانو ته نه ښايي د مؤمنينو پرځاى كافران په دوستۍ ونيسي او چاچې داسې وكړل؛ نو له الله سره يې هېڅ اړيكه نشته (او په ټوليز ډول یې له الله سره پيوند شلېږي)؛ خو داچې په څه ډول ځان ترې وساتئ (او د مهمو موخو لپاره تقيه وكړئ) الله تاسې له خپلې (سرغړونې) وېروي او ورتګ (خو) يوازې د الله لوري ته دى . (۲۸) |
قُلْ إِن تُخْفُواْ مَا فِي صُدُورِكُمْ أَوْ تُبْدُوهُ يَعْلَمْهُ اللّهُ وَيَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأرْضِ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲۹﴾ | ووايه : ((څه چې ستاسې په سينو كې دي، كه يې پټ يا ښكاره كړئ، الله پرې پوهېږي او (همداراز) څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، الله پرې خبر دى او د الله زور پر هر څه چلي.)) (۲۹) |
يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُّحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِن سُوَءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا وَيُحَذِّرُكُمُ اللّهُ نَفْسَهُ وَاللّهُ رَؤُوفُ بِالْعِبَادِ ﴿۳۰﴾ | پر هغه ورځ به هر څوك خپل ښه او بد كړه حاضر ومومي او دا هيله څرګندوي، چې (كاش) دده او د بدو كړنو ترمنځ يې ډېر (زماني) واټن واى او پر بندګانو خوږمن الله تاسې له خپلې (سرغړونې) وېروي (۳۰) |
قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۳۱﴾ | ووايه: ((كه تاسې له الله سره مينه لرئ؛ نو زما لاروي وكړئ، چې الله (هم) مينه درسره وكړي او ګناهونه مو دروبښي او الله لورین بښونكى دى)) (۳۱) |
قُلْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ فإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْكَافِرِينَ ﴿۳۲﴾ | ورته ووايه: ((د الله او استازي (يې) اطاعت وكړئ او كه غاړه مو كېنښووله؛ نو الله كافران نه خوښوي.)) (۳۲) |
إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۳۳﴾ | رښتیا، ، الله، آدم، نوح، د ابراهيم او عمران کورنۍ پر نړيوالوغوره كړي (۳۳) |
ذُرِّيَّةً بَعْضُهَا مِن بَعْضٍ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۳۴﴾ | دوى يوه لړۍ وه، چې (د تقوا، سپېڅلتيا او فضيلت له اړخه) ځينې يې د ځينو له ځوځاته دي او الله ډېر پوه اورېدونكى دى (او د خپل رسالت په بهير كې د دوی پر هڅو پوه دى) (۳۴) |
إِذْ قَالَتِ امْرَأَةُ عِمْرَانَ رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّي إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۳۵﴾ | (درياد كړه) چې کله د ((عمران)) ښځې (حنا) وويل: ((پالونکیه ! په رښتینه کې، په زیلانځ كې مې چې څه دي، تاته مې نذر كړي، (له هرې بوختیا آزاد، چې د بیت المقدس چوپړ ته خوشې وي)؛ نو نذر مې ومنه، چې بېشکه همدا ته ښه پوه اورېدونكى يې )) (۳۵) |
فَلَمَّا وَضَعَتْهَا قَالَتْ رَبِّ إِنِّي وَضَعْتُهَا أُنثَى وَاللّهُ أَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالأُنثَى وَإِنِّي سَمَّيْتُهَا مَرْيَمَ وِإِنِّي أُعِيذُهَا بِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ ﴿۳۶﴾ | ؛خو چې (ماشوم) یې وزېږاوه (نجلۍ وه) ويې وويل: ((پالونكيه! ما خو لور وزېږوله؛ او الله پرې خبر و، چې څه یې زېږولي او هلك د نجلۍ په څېر نه وي (نجلۍ د هلك په څېر د عبادتځي خدمت نشي كړاى) او په حقیقت کې مريم مې ونوموله او په رښتینه کې هغه او ځوځات يې د رټل شوي شيطان (د وسوسو) له شره درسپارم )) (۳۶) |
فَتَقَبَّلَهَا رَبُّهَا بِقَبُولٍ حَسَنٍ وَأَنبَتَهَا نَبَاتًا حَسَنًا وَكَفَّلَهَا زَكَرِيَّا كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا الْمِحْرَابَ وَجَدَ عِندَهَا رِزْقًا قَالَ يَا مَرْيَمُ أَنَّى لَكِ هَذَا قَالَتْ هُوَ مِنْ عِندِ اللّهِ إنَّ اللّهَ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۳۷﴾ | نو دهغې پالونکي هغه [= مريم] په خوښۍ ومنله، ښه یې وروزله او زكريا يې پالندوى وروګوماره او زكريا به چې هر وخت محراب ته ورننووت؛ نو هلته به يې ځانګړي خواړه ليدل، ویې پوښتله: ((مريمې! دا له كومه درته راغلي؟)) ويې ويل ((دا د الله له لوري دي، د الله چې چا ته خوښه شي، بېحسابه روزي وركوي .)) (۳۷) |
هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُ قَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِن لَّدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاء ﴿۳۸﴾ | زكريا (چې د مريم دا وړتيا وليده؛ نو) خپل پالونکي ته يې دعا وكړه: ((پالونكيه! له خپل لوري سپېڅلی اولاد را، چې بېشکه ته دعا اورېدونكى يې.)) (۳۸) |
فَنَادَتْهُ الْمَلآئِكَةُ وَهُوَ قَائِمٌ يُصَلِّي فِي الْمِحْرَابِ أَنَّ اللّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَى مُصَدِّقًا بِكَلِمَةٍ مِّنَ اللّهِ وَسَيِّدًا وَحَصُورًا وَنَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ ﴿۳۹﴾ | او چې په محراب كې پر لمانځه ولاړ و؛ نو پرښتو ورغږ كړ: ((الله د يحيى زېرى دركوي، د یوې الهي كلمې [= مسيح] تصديقوونکی، لارښود او له سرغړاندو هوسونو خوندي او له صالحانو یو پېغمبر .)) (۳۹) |
قَالَ رَبِّ أَنَّىَ يَكُونُ لِي غُلاَمٌ وَقَدْ بَلَغَنِيَ الْكِبَرُ وَامْرَأَتِي عَاقِرٌ قَالَ كَذَلِكَ اللّهُ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ ﴿۴۰﴾ | (زكريا) وویل: ((پالونكيه! زوى به مې له كومه وشي؛ زه خو بوډا شوى يم او ښځه مې شنډه ده؟!)) ځواب وركړ شو: (((د الله كار) همداسې دى، د الله چې څه خوښه وي، هماغسې كوي .)) (۴۰) |
قَالَ رَبِّ اجْعَل لِّيَ آيَةً قَالَ آيَتُكَ أَلاَّ تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلاَثَةَ أَيَّامٍ إِلاَّ رَمْزًا وَاذْكُر رَّبَّكَ كَثِيرًا وَسَبِّحْ بِالْعَشِيِّ وَالإِبْكَارِ ﴿۴۱﴾ | (زكريا) وویل: ((پالونكيه! څه نښه را وټاكه! (چې علم مې پر یقین او ډاډ واړوي))) ورته يې وويل: ((نښه داده، چې درې ورځې به له خلكو سره يوازې په اشاره خبرې وكړای شې (او ستا ژبه به بې له ظاهري علته له خلكو سره له خبرو اترو ولوېږي) خپل پالونكى (ددې ستر نعمت په مننه كې) ډېر يادوه او سبا و بېګا يې ستايه.)) (۴۱) |
وَإِذْ قَالَتِ الْمَلاَئِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَى نِسَاء الْعَالَمِينَ ﴿۴۲﴾ | او (درياد كړه) چې كله پرښتو وويل: ((مريمې! الله ته غوره او پاكه كړې او ته یې د نړۍ پر ټولو ښځو غوره كړې (۴۲) |
يَا مَرْيَمُ اقْنُتِي لِرَبِّكِ وَاسْجُدِي وَارْكَعِي مَعَ الرَّاكِعِينَ ﴿۴۳﴾ | مريمې ! (ددې نعمت په مننه كې) خپل پالونكي ته غاړه کېده او سجده کوه او له ركوع كوونكيو سره ركوع وكړه .)) (۴۳) |
ذَلِكَ مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيكَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يُلْقُون أَقْلاَمَهُمْ أَيُّهُمْ يَكْفُلُ مَرْيَمَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يَخْتَصِمُونَ ﴿۴۴﴾ | (پېغمبره !) دا د غيبو خبرونه دي، چې تا ته يې وحې كوو، كه نه ته خو هغه وخت له دوی سره نه وې، چې دوی د مريمې د پالنې لپاره خپل قلمونه (په پچه) په اوبو كې غورځول او هغه وخت هم له دوی سره نه وې چې دوی (د بني اسراييلو عالمانو د مريمې د پالنې د وياړ ګټولو لپاره) په خپلو كې سيالي كوله (چې پردې ټولو، د وحې له لارې خبر شوې ) (۴۴) |
إِذْ قَالَتِ الْمَلآئِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِّنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ ﴿۴۵﴾ | (درياد كړه) چې کله پرښتو وويل: ((مريمې! بېشکه الله له خپل اړخه تا ته د يوې كلمې [= برمیال وجود] زېرى دركوي، چې نامه به يې مسيح، عيسى د مريمې زوى وي، په دنيا او آخرت كې به مخور (عزتمن پتمن) وي او له (الهي) مقربانو (نژدې بندګانو) به وي . (۴۵) |
وَيُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَمِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۴۶﴾ | او له خلكو سره به په زانګو کې [په معجزه] او پوخمنګۍ كې (په وحې) خبرې وكړي او له نېكانو ځنې به وي.)) (۴۶) |
قَالَتْ رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي وَلَدٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ قَالَ كَذَلِكِ اللّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ إِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ ﴿۴۷﴾ | (مريمې) وويل: ((پالونكيه! زوى به مې له كومه شي، د هېڅ بشر لاس راباندې لګېدلی نه دى؟)) ځواب وركړ شو: ((د الله كار همداسې دى، الله چې څه وغواړي، پيدا كوي يې، چې كله د كوم کار پرېکړه (او د هستونې یې حكم) وكړي؛ نو يوازې دومره ورته وايي: ((شه!))؛ نو [پيدا] شي )) (۴۷) |
وَيُعَلِّمُهُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ ﴿۴۸﴾ | او (الله) به كتاب، حكمت (د شریعت احکام او عقلي علوم)، تورات او انجيل ورزده كړي، (۴۸) |
وَرَسُولًا إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنِّي قَدْ جِئْتُكُم بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ أَنِّي أَخْلُقُ لَكُم مِّنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللّهِ وَأُبْرِئُ الأكْمَهَ والأَبْرَصَ وَأُحْيِي الْمَوْتَى بِإِذْنِ اللّهِ وَأُنَبِّئُكُم بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ فِي بُيُوتِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۴۹﴾ | او بني اسراييلو ته یو استازی چې (دوی ته وايي): ((ستاسې د پالونكي له لوري مې څرګنده نښه درته راوړې، له خټې د مارغه څېره درجوړوم، بيا پكې پوكم، چې د الله په اجازه به الوتونكى شي. د الله په امر “مورزېږى” ړوند او د برګي (پيس) رنځوران رغوم او د الله په اجازه، مړي را ژوندي كوم او له څه چې خورئ او له څه چې په كورونو كې زېرموئ، تاسې ترې خبروم، كه (پر نبوت مې) ایمان لرئ؛ نو تاسې ته په دې (معجزو) كې (زما د حقانيت پوره) نښې دي . (۴۹) |
وَمُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَلِأُحِلَّ لَكُم بَعْضَ الَّذِي حُرِّمَ عَلَيْكُمْ وَجِئْتُكُم بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ فَاتَّقُواْ اللّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۵۰﴾ | او (وايي): تورات چې تر ما مخكې نازل شوى، تصديقوم او (راغلى يم، د ظلم او ګناه له لامله) چې ځينې څيزونه درباندې حرام شوي وو(؛ لكه د ځينو څارويو غوښه او كبان) حلال كړم او ستاسې د پالونكي له لوري مې یو نښه درته راوړې ده؛ نو [ځانونه مو] د الله [له عذابه] وساتئ او زما ومنئ (۵۰) |
إِنَّ اللّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ ﴿۵۱﴾ | په رښتینه کې الله زما او ستاسې پالونكى دى؛ نو و یې لمانځئ (نه ما او نه بل څيز) همدا سمه سيده لار ده؛)) (۵۱) |
فَلَمَّا أَحَسَّ عِيسَى مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنصَارِي إِلَى اللّهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ اللّهِ آمَنَّا بِاللّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ ﴿۵۲﴾ | نو عيسى چې د دوی کفر وننګیره، و یې ويل: ((څوك مې د الله په لار كې مرستندويان دي؟)) حواريونو [دهغه ځانګړو زده کړیالانو] وويل: ((موږ د الله مرستندويان (او د الله د دين ملاتړ) يو، پر الله مو ايمان راوړى او ته (هم) شاهد وسه، چې په رښتيا مسلمانان يو. (۵۲) |
رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا أَنزَلَتْ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ ﴿۵۳﴾ | پالونكيه ! څه چې تا نازل كړي، موږ ایمان پرې راوړى او (ستا) د استازي لاروي مو کړې؛ نو په گواهانو کې مو وليكه.)) (۵۳) |
وَمَكَرُواْ وَمَكَرَ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ ﴿۵۴﴾ | او دوی (يهودو او د مسيح دښمنانو) چل جوړ کړ او الله هم (په ځواب کې) خپل تدبير وكاراواه، چې الله په داسې تدبيرونو كې تر ټولوغښتلى، غوره او وړاندې دى (۵۴) |
إِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَجَاعِلُ الَّذِينَ اتَّبَعُوكَ فَوْقَ الَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأَحْكُمُ بَيْنَكُمْ فِيمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿۵۵﴾ | (درياد كړه) چې الله عيسى ته وويل: ((تا (له ځمكې) پوره رااخلم او خپل لور ته دې راپورته كوم او د کافرانو له (شره) دې ژغورم او تر قيامته ستا لارويان پر كافرانو (یهودو) غوره ګرځوم، بيا مو راتګ ماته دى؛ نو په څه كې چې تاسې شخړې کولې، ترمنځ به مو پرېكړه وكړم ؛ (۵۵) |
فَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُواْ فَأُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ ﴿۵۶﴾ | نو هغوى چې كافران شوي (او پر حق تر پوهېدنې روسته يې نټه كړې)؛ نو دوی به په دنيا او آخرت كې په سخت عذاب كړوم او مرستندوى يې نشته ؛ (۵۶) |
وَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الظَّالِمِينَ ﴿۵۷﴾ | او هغوى چې ايمان راوړى او نېكې چارې يې كړي؛ نو [الله] د دوی پوره پوره بدله وركوي او الله ظالمان نه خوښوي .)) (۵۷) |
ذَلِكَ نَتْلُوهُ عَلَيْكَ مِنَ الآيَاتِ وَالذِّكْرِ الْحَكِيمِ ﴿۵۸﴾ | (پېغمبره!) دا (د ذکریا، یحیی، مریم او عیسی کیسې) چې تا ته لولو (ستا د حقانيت) له نښو او حكمتي يادونې دي . (۵۸) |
إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِندَ اللّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثِمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ ﴿۵۹﴾ | په رښتینه کې الله ته د “عيسى” (د پیدایښت) ((شان)) د آدم (د پیدایښت) د شان په څېر دى، چې هغه یې له خاورې پېدا كړ، بيا يې ورته وويل: ((چې شه!))؛ نو بس ((شو)) (؛ نو ځكه بې پلاره د مسيح زوكړه هېڅكله یې پر الوهيت دليلېداى نشي. ) (۵۹) |
الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلاَ تَكُن مِّن الْمُمْتَرِينَ ﴿۶۰﴾ | [دا مطالب] ستا د پالونكي له لوري یو حقيقت دى؛ نو (په دې اړه) له شكمنو مه وسه . (۶۰) |
فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةَ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ ﴿۶۱﴾ | ( د مسيح په باب) چې [په وحې] وپوهېدې؛ نو كه څوك تر دې روسته په دې اړه تا سره ناندرۍ کوي؛ نو ورته ووايه: ((راځئ موږ به هم خپل زامن راوبلو او تاسې هم خپل زامن، موږ به هم خپلې ښځې راوبلو او تاسې هم خپلې ښځې، موږ به په خپله راشو او تاسې هم په خپله راشئ؛ بیا به ښېرا وکړو (په موږ کې چې څوک دروغ وايي؛ ) نو د الله لعنت دې پرې وي .)) (۶۱) |
إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلاَّ اللّهُ وَإِنَّ اللّهَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۶۲﴾ | په رښتینه کې دا د (مسيح) بېخي سم داستان دى (او د ده د الوهيت او يا د الله د زويولۍ په څېر ادعاوې بې بنسټه دي) او (حقيقت دادى چې) بې له الله معبود نشته او بېشکه همدا الله دى، چې ناماتى حكيم دى؛ (۶۲) |
فَإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ بِالْمُفْسِدِينَ ﴿۶۳﴾ | نو كه دوی (له دې څرګندو شواهدو سره بيا هم د حق له منلو) مخ واړوي؛ نو (پوه شه چې حق نه غواړي او) په رښتیا الله د پوله ماتو له حاله ښه خبر دی (۶۳) |
قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْاْ إِلَى كَلَمَةٍ سَوَاء بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلاَّ نَعْبُدَ إِلاَّ اللّهَ وَلاَ نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلاَ يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ فَإِن تَوَلَّوْاْ فَقُولُواْ اشْهَدُواْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ ﴿۶۴﴾ | (ورته) ووايه: ((كتابیانو! راځئ زموږ او ستاسې ترمنځ په (منل شوې) یو شانته او ګډې خبرې (توحید) پسې ولاړ شو)) او هغه دا: يوازې “الله” ولمانځوو او هېڅ څيز سيال ورسره و نه ګڼو او له موږ دې هېڅوك د “الله” پر ځاى څوك پر ربوبيت نه نيسي؛ نو كه دوی (له دې بلنې) مخ واړاوه، ورته ووايئ: ((شاهدان وسئ، چې موږ خو مسلمانان يو (نه تاسې) .)) (۶۴) |
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تُحَآجُّونَ فِي إِبْرَاهِيمَ وَمَا أُنزِلَتِ التَّورَاةُ وَالإنجِيلُ إِلاَّ مِن بَعْدِهِ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ ﴿۶۵﴾ | کتابیانو! ولې د ابراهيم په باب ناندرۍ وهئ (او تاسې هر يو یې د خپل د ين لاروى بولئ)؟ حال دا تورات او انجيل خو تر ده روسته نازل شوي؛ نو (ولې) اندنه نه کوئ؟! (۶۵) |
هَاأَنتُمْ هَؤُلاء حَاجَجْتُمْ فِيمَا لَكُم بِهِ عِلمٌ فَلِمَ تُحَآجُّونَ فِيمَا لَيْسَ لَكُم بِهِ عِلْمٌ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۶۶﴾ | خبردار! تاسې (كتابوال خو) هغه خلک ياست، چې د كومو څيزونو په باب پوهېدئ؛ نو تاسې پكې ويينې (او شخړې) وکړې؛ خو ولې د هغو څيزونو په باب ويينې كوئ، چې پرې نه پوهېږئ؟! او الله پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ . (۶۶) |
مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلاَ نَصْرَانِيًّا وَلَكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۶۷﴾ | ابراهيم (ع) يهودي او مسيحي نه و؛ بلکې حقپال او پاکدینی مسلمان و او له مشرکانو ځنې نه و . (۶۷) |
إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِيمَ لَلَّذِينَ اتَّبَعُوهُ وَهَذَا النَّبِيُّ وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَاللّهُ وَلِيُّ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۶۸﴾ | په رښتینه کې ابراهيم ته تر ټولو ورنژدې (او منسوب) هغوی دي، چې د ده لاروي يې كړې ده او (په هغه وخت كې یې لاروۍ ته وفادار ول، همداراز) دا پېغمبر (محمد) اوهغوى چې ایمان پرې راوړى (تر ټولو ابراهيم ته د ورمنسوبېدو حقوال دي) او الله د مؤمنينو ولي (پالندوى) دى (۶۸) |
وَدَّت طَّآئِفَةٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يُضِلُّونَكُمْ وَمَا يُضِلُّونَ إِلاَّ أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ ﴿۶۹﴾ | د يوې ډلې كتابيانو (له يهودو) دا خوښېږي (او هيلمن دي) چې تاسې بېلارې كړي (؛ خو بايد پوه شي، چې بېلارې كولاى مو نشي) دوى يوازې خپل ځانونه بېلارې كوي او (په حسي درک) نه کېږي . (۶۹) |
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَأَنتُمْ تَشْهَدُونَ ﴿۷۰﴾ | كتابيانو! ولې (د محمد صلی الله علیه وآله په اړه په تورات او انجیل کې) د الله له آيتونو منکرېږئ، حال دا، پر حقانیت یې ګواهان یاست ؟! (۷۰) |
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَلْبِسُونَ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۷۱﴾ | كتابيانو ! ولې حق له باطل سره اغږئ؟ (چې نور پوه نشي او بېلارې شي) او حقيقت په ځانخبري ډول پټوئ ؟! (۷۱) |
وَقَالَت طَّآئِفَةٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ آمِنُواْ بِالَّذِيَ أُنزِلَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَجْهَ النَّهَارِ وَاكْفُرُواْ آخِرَهُ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۷۲﴾ | او له كتابيانو يوې ډلې (له يهودو) ويل: (([ولاړ شئ او په ظاهره] څه چې پر مؤمنانو [مسلمانانو] نازل شوي، سهار ايمان پرې راوړئ او د ورځې په پاى كې پرې كافر شئ چې (له خپل دينه) راوګرځي (؛ ځكه دوى تاسې كتابوال بولي، چې له اسماني زېرمو خبر ياست او دا دسيسه یې ټکني کولو ته بسیا ده). (۷۲) |
وَلاَ تُؤْمِنُواْ إِلاَّ لِمَن تَبِعَ دِينَكُمْ قُلْ إِنَّ الْهُدَى هُدَى اللّهِ أَن يُؤْتَى أَحَدٌ مِّثْلَ مَا أُوتِيتُمْ أَوْ يُحَآجُّوكُمْ عِندَ رَبِّكُمْ قُلْ إِنَّ الْفَضْلَ بِيَدِ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۷۳﴾ | او یوازې د خپل دين پر لارويانو باور وکړئ)) [ورته] ووايه: ((په حقيقت کې لارښوونه خو يوازې د الله لارښوونه ده (او ستاسې دسیسه یې په مقابل کې بې اغېزې ده))). (کتابوالو يو بل ته وويل: ((مه انګېرئ) څه چې درکړ شوي، په څېر به يې يو چاته (هم) ورکړاى شي يا داچې د خپل پالونکي په اړه ویینه درسره وکړای شي، (بلکې نبوت او منطق دواړه درسره دي).)) ووايه: ((په حقيقت کې لورنه (او د نبوت، عقل او منطق پېرزوېنه د چا په ولکه کې نه، بلکې) د الله په واك كې ده، چاته يې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او الله د پراخو لورنو څښتن (او د وړتيا پر ځايونو يې هم) خبر دى (۷۳) |
يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ ﴿۷۴﴾ | چا ته يې چې خوښه شي، خپل ځانګړى رحمت ورلوروي او الله د سترې لورنې خاوند دى.)) (۷۴) |
وَمِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مَنْ إِن تَأْمَنْهُ بِقِنطَارٍ يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ وَمِنْهُم مَّنْ إِن تَأْمَنْهُ بِدِينَارٍ لاَّ يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ إِلاَّ مَا دُمْتَ عَلَيْهِ قَآئِمًا ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ لَيْسَ عَلَيْنَا فِي الأُمِّيِّينَ سَبِيلٌ وَيَقُولُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۷۵﴾ | او په كتابيانو كې داسې څوك هم شته، چې كه ته په امانت ډېره شتمني وركړې؛ نو درسپاري یې او داسې هم پكې دي، چې كه يو دينار هم وركړې؛ نو چې (غوښتو ته يې) پر سر ولاړ نه یې، در به یې نکړي؛ ځكه وايي: ((موږ د اميانو [=نالوستو، بې کتابه عربي قوم او غير يهودو] په اړه پازوال نه يو.)) او په ځانخبري ډول پر الله دروغ ورتپي . (۷۵) |
بَلَى مَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ وَاتَّقَى فَإِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ ﴿۷۶﴾ | هو! څوك چې پر خپله ژمنه درېږي او (ځان) وساتي (د الله خوښېږي؛ ځكه) متقیان د الله خوښ دي (۷۶) |
إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا أُوْلَئِكَ لاَ خَلاَقَ لَهُمْ فِي الآخِرَةِ وَلاَ يُكَلِّمُهُمُ اللّهُ وَلاَ يَنظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلاَ يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۷۷﴾ | په رښتيا څوك چې الهي ژمنې او (د الله په سپېڅلي نامه) خپل قسمونه په ناڅيزه بيه پلوري؛ نو په آخرت كې دوی ته برخه نشته او الله خبرې ورسره نه کوي او نه د قيامت پر ورځ (په لورنه) ورګوري او نه يې (له ګناهونو) پاكوي او ورته دردناك عذاب دى (۷۷) |
وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُم بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِندِ اللّهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِندِ اللّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۷۸﴾ | او په رښتینه کې په دوى [= يهودو] كې ځينې داسې دي، چې (د الله) د كتاب د لوستو پر مهال خپله ژبه داسې اړوي را اړوي، ته وا (چې څه لولي؛ نو د الله) له كتابه دي، حال دا (د الله) له كتابه نه دي (او په ډاګه) وايي: ((دا د الله له لوري دي))؛ خو د الله له لوري نه دي او آگاهانه پر الله دروغ ورتړي (۷۸) |
مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُؤْتِيَهُ اللّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُواْ عِبَادًا لِّي مِن دُونِ اللّهِ وَلَكِن كُونُواْ رَبَّانِيِّينَ بِمَا كُنتُمْ تُعَلِّمُونَ الْكِتَابَ وَبِمَا كُنتُمْ تَدْرُسُونَ ﴿۷۹﴾ | له هېڅ (پېغمبر او) بشر سره دا نه ښايي، چې الله كتاب، حكم او نبوت وركړي، بيا خلكو ته ووايي: ((د الله پرځای زما بندګان شئ))؛ نوځکه (تاسې کتابي پوهان ګرسره دغسې حق نه لرئ؛ بلکې) له دې لامله چې تاسې نورو ته د کتاب ورزده کونې او خپله یې هم د لوست او ویېنې مخینه لرئ، (باید) الله لمانځونکي شئ (۷۹) |
وَلاَ يَأْمُرَكُمْ أَن تَتَّخِذُواْ الْمَلاَئِكَةَ وَالنِّبِيِّيْنَ أَرْبَابًا أَيَأْمُرُكُم بِالْكُفْرِ بَعْدَ إِذْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ ﴿۸۰﴾ | او (پېغمبر هیڅکله) تاسې ته دا نه وايي، چې پرښتې او پېغمبران په ربوبیت ونیسئ ايا تر مسلمانېدو روسته تاسې كفر ته رابولي ؟! (۸۰) |
وَإِذْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّيْنَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُواْ أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُواْ وَأَنَاْ مَعَكُم مِّنَ الشَّاهِدِينَ ﴿۸۱﴾ | او (درياد كړه) چې کله الله له پېغمبرانو (او له لارويانو يې) ټينګه ژمنه واخسته، چې كله مې كتاب او حكمت دركړ او بيا كوم استازى درغى، چې ستاسې د اسماني کتاب پر (حقانيت) گواهي ورکونکى وي؛ نو هرومرو ايمان پرې راوړئ او ملاتړ يې وكړئ. (بيا الله) وويل: ((غاړه مو کېښووله او پردې (چار) مو زما ټينګه ژمنه واخسته؟)) ويې ويل: (((هو) غاړه مو کېښووله.)) (الله ورته) وويل: ((نو شاهد وسئ او زه هم درسره له شاهدانو ځنې يم .)) (۸۱) |
فَمَن تَوَلَّى بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۸۲﴾ | نو څوک چې تردې (ټينګې ژمنې) روسته واوړي؛ نو همدا دوى سرغړاندي دي . (۸۲) |
أَفَغَيْرَ دِينِ اللّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ ﴿۸۳﴾ | ايا دوی بې د الله له دينه بل دین غواړي؟! (دهغه دين خو همدا اسلام دى) او حال دا، اسمانوالو او ځمكوالو په خوښه او ناخوښه غاړه ورته ایښې او يوازې د ده لوري ته ورستنېږي (۸۳) |
قُلْ آمَنَّا بِاللّهِ وَمَا أُنزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ ﴿۸۴﴾ | ووايه : ((موږ پر الله ايمان راوړى او پر هغو ښوونو (هم) چې پر موږ، ابراهيم. اسمعيل، اسحق، يعقوب او د يعقوب پر ځوځات نازلې شوې وې او پر هغو لارښوونو هم ايمان لرو، چې موسى، عيسى او (نورو) استازيو ته د دوی د پالونكي له لوري وركړاى شوي، ترمنځ یې په یوه کې هم توپير نه کوو او موږ ورته غاړه ایښوونکي يو.)) (۸۴) |
وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۸۵﴾ | او څوك چې بې له اسلام (او د حق حکم له غاړه ايښوولو) بله لار (دين) غوره كړي؛ نو هېڅكله به ترې و نه منل شي او په آخرت كې به له زيانكارانو وي . (۸۵) |
كَيْفَ يَهْدِي اللّهُ قَوْمًا كَفَرُواْ بَعْدَ إِيمَانِهِمْ وَشَهِدُواْ أَنَّ الرَّسُولَ حَقٌّ وَجَاءهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۸۶﴾ | څنګه به الله هغوی ته سمه لار وښيي، چې د خپل ايمان تر راوړو، د استازي پر حقانيت تر شاهدۍ او د څرګندو نښو تر ورتلو روسته كافران شول؟! او الله به ظالمان هدایت نکړي . (۸۶) |
أُوْلَئِكَ جَزَآؤُهُمْ أَنَّ عَلَيْهِمْ لَعْنَةَ اللّهِ وَالْمَلآئِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ ﴿۸۷﴾ | سزا يې (داده) چې بېشکه د الله، پرښتو او ټولو خلكو لعنت به پرې ورېږي. (۸۷) |
خَالِدِينَ فِيهَا لاَ يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلاَ هُمْ يُنظَرُونَ ﴿۸۸﴾ | همیشه به په همدې حالت (لعنت- دوزخ) کې وي او عذاب ترې نه سپکېږي او نه مهلت وركول کېږي . (۸۸) |
إِلاَّ الَّذِينَ تَابُواْ مِن بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُواْ فَإِنَّ الله غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۸۹﴾ | خو هغه كسان (به وژغورل شي،) چې تردې روسته توبه وباسي او ځانونه سم كړي (او د تېرو ګناهونو د پاکونې په هڅه كې وي، چې توبه به يې ومنل شي؛ ځكه) چې الله ډېر مهربان بښونكى دى (۸۹) |
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بَعْدَ إِيمَانِهِمْ ثُمَّ ازْدَادُواْ كُفْرًا لَّن تُقْبَلَ تَوْبَتُهُمْ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الضَّآلُّونَ ﴿۹۰﴾ | په رښتینه کې هغوی چې تر ايمان راوړو روسته كافران شول، بيا یې په (خپل) كفر كې (ښه) زياتوالى وكړ (او پردې لار ټينګار وكړي) هېڅكله يې توبه (چې د ناچارۍ له مخې او يا د مړينې په درشل كې وي) نه قبلېږي او همدا دوى (پاخه) بېلاري دي (؛ ځكه هم يې د الله لار وركه كړې او هم يې د د توبې). (۹۰) |
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَمَاتُواْ وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يُقْبَلَ مِنْ أَحَدِهِم مِّلْءُ الأرْضِ ذَهَبًا وَلَوِ افْتَدَى بِهِ أُوْلَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ ﴿۹۱﴾ | په رښتيا كوم كسان، چې كافران شوي او پر همدې حالت مړه شول؛ نو كه په تاوان (او د بدو کړنو په كفاره) كې، د زرو ډکه ځمكه وركړي؛ نو له يوه به يې هم و نه منل شي، دردناكه سزا ورته ده او هېڅ مرستندويان یې نشته. (۹۱) |
لَن تَنَالُواْ الْبِرَّ حَتَّى تُنفِقُواْ مِمَّا تُحِبُّونَ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ ﴿۹۲﴾ | له سره به د نېكۍ (حقيقت) ته و نه رسئ؛ خو دا چې تاسې ته ګران څيزونه (د الله په لار كې) لګولي نه وي او څه چې (د الله په لار کې) لګوئ؛ نو په رښتيا الله پرې ښه خبر دى . (۹۲) |
كُلُّ الطَّعَامِ كَانَ حِلاًّ لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ إِلاَّ مَا حَرَّمَ إِسْرَائِيلُ عَلَى نَفْسِهِ مِن قَبْلِ أَن تُنَزَّلَ التَّوْرَاةُ قُلْ فَأْتُواْ بِالتَّوْرَاةِ فَاتْلُوهَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۹۳﴾ | بني اسراييلو ته ټول (پاك) خواړه حلال وو؛ خو بې له هغو چې د تورات تر نازلېدو مخكې اسراييل (يعقوب) پر ځان حرام كړي وو (؛ لكه د اوښ غوښه، چې د يعقوب پر ځان ښه نه وه، ورته) ووايه: ((كه رښتيا وايئ؛ نو تورات راوړئ او و يې لولئ (پر مخكېنيو پېغمبرانو چې دا دروغ تړئ؛ نو ان دا خو ستاسې په اړول شوي تورات كې هم نشته) ))؛ (۹۳) |
فَمَنِ افْتَرَىَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ مِن بَعْدِ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۹۴﴾ | نو څوك چې تردې روسته پر الله دروغ تړي؛ نو همدا دوی ظالمان دي (؛ ځكه په پوهې او لوى لاس داسې كوي) (۹۴) |
قُلْ صَدَقَ اللّهُ فَاتَّبِعُواْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۹۵﴾ | ووايه : ((الله رښتيا ويلي (او دوى د ابراهيم پر پاك دين نه وو)؛ نو ځکه د ابراهيم د دين لاروي وكړئ، چې حقپال او پاکدینی و، او له مشركانو څخه نه و.)) (۹۵) |
إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ ﴿۹۶﴾ | په رښتینه کې لومړنی كور، چې د خلكو [عبادت] ته ودان شو، هماغه دى چې په مكه كې دى، چې مبارک، برکتمن او نړيوالو ته لارښود دی (۹۶) |
فِيهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مَّقَامُ إِبْرَاهِيمَ وَمَن دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا وَلِلّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ الله غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ ﴿۹۷﴾ | په دې (کور) كې څرګندې نښې دي (چې له دې) د ابراهيم مقام دى او څوك چې (د الله كور ته) ورننوځي؛ نو خوندي شو. پر خلكو د الله حق دى، چې كه د چا هغه كور ته د ور رسېدو وس وي(؛ نو) حج دې وكړي او كه څوك (د دې حكم له پلي كولو) منكر شي (ځان ته به يې زيان رسولى وي)؛ نو (پوه دې شي، چې) الله له نړيوالو مړه خوا دى (۹۷) |
قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَاللّهُ شَهِيدٌ عَلَى مَا تَعْمَلُونَ ﴿۹۸﴾ | ووايه : ((كتابوالو! ولې د الله له آيتونو منكرېږئ، حال دا الله ستاسې پر ټولو كړنو شاهد (او څارن) دى.)) (۹۸) |
قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ مَنْ آمَنَ تَبْغُونَهَا عِوَجًا وَأَنتُمْ شُهَدَاء وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۹۹﴾ | ووايه : ((كتابوالو! ولې مؤمنان د الله له لارې منع كوئ او دا سمه لار کږه وږه وربرېښوئ؛ خو په خپله (د تورات د نښو له مخې د حضرت رسول (ص) پر حقانیت) شاهدان یاست او الله ستاسې له کړنو ناخبره نه دى.)) (۹۹) |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوَاْ إِن تُطِيعُواْ فَرِيقًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ يَرُدُّوكُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ ﴿۱۰۰﴾ | ايمانوالو! كه د كتابيانو د يوې ډلې (چې كار يې د نفاق اچول او د دښمنۍ او كينې د اور بلول دي) ومنئ؛ نو تر خپل “ايمان” روسته مو “كفر” ته اړوي. (۱۰۰) |
وَكَيْفَ تَكْفُرُونَ وَأَنتُمْ تُتْلَى عَلَيْكُمْ آيَاتُ اللّهِ وَفِيكُمْ رَسُولُهُ وَمَن يَعْتَصِم بِاللّهِ فَقَدْ هُدِيَ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۱۰۱﴾ | او څنګه شونې ده، كافران شئ، سره له دې، چې (د وحې په لمن كې پراته ياست او) د الله آيتونه درلوستل كېږي او د الله استازى په تاسې كې دى؟! (نوځکه پر الله منګولې ولگوئ) او څوك چې د الله (پر دين) منګولې ولګوي؛ نو په يقين، د سیده لارې لارښوونه ورته شوې ده (۱۰۱) |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلاَ تَمُوتُنَّ إِلاَّ وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ ﴿۱۰۲﴾ | مؤمنانو(ځانونه مو) د الله له (عذابه) وساتئ؛ لکه څنګه یې چې له (عذابه) د ځان ساتنې حق دى او يوازې په مسلمانۍ کې ومرئ (= او بايد د ايمان مرغلره د عمر تر پايه خوندي وساتئ) (۱۰۲) |
وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۰۳﴾ | او ټول د الله پر رسۍ [= قرآن، اسلام او د يووالي پر هر ډول وزله] منګولې ولګوئ او ګوندي مه کوئ، د الله هغه (ستر) نعمت درياد كړئ، چې تاسې يو د بل دښمنان وئ؛ خو هغه مو په زړونو كې مينه واچوله؛ نو په لورنې یې (یو د بل) روڼه شوئ او د يوې اورينې كندې پر ژۍ وئ؛ نو الله ترې وژغورلئ، الله په دغه شان خپل آيتونه درڅرګندوي، چې ګوندې سمه لار ومومئ. (۱۰۳) |
وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۱۰۴﴾ | او بايد له تاسې يوه ډله داسې وي، چې (خلك) نېكيو ته بلي او په ښو چارو امر كوي او له بديو مخنیوی کوي او یوازې همدا دوی بريالي دي (۱۰۴) |
وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ تَفَرَّقُواْ وَاخْتَلَفُواْ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُوْلَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۰۵﴾ | او د هغوی په څېر مه شئ، چې (د پالونكي) د څرګندو لارښوونو تر ور رسېدو روسته ډلې ډلې او خواره واره شول او همدوى ته ستر عذاب دى. (۱۰۵) |
يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوهٌ وَتَسْوَدُّ وُجُوهٌ فَأَمَّا الَّذِينَ اسْوَدَّتْ وُجُوهُهُمْ أَكْفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ فَذُوقُواْ الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿۱۰۶﴾ | (هغه ستر عذاب به) پر هغه ورځ وي، چې د ځينو څېرې به ځلانده او د ځينو به تورې شي؛ خو تورمخو ته به وويل شي: ايا تاسې تر خپل ايمان (او په سيورې كې يې تر رورولۍ) روسته كافران شوئ؟! نو دا عذاب ځکه وڅکئ چې کافرانېدئ! (۱۰۶) |
وَأَمَّا الَّذِينَ ابْيَضَّتْ وُجُوهُهُمْ فَفِي رَحْمَةِ اللّهِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۱۰۷﴾ | او ځلاندمخي به همیش د الله په پېرزوینو كې وي. (۱۰۷) |
تِلْكَ آيَاتُ اللّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ وَمَا اللّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِّلْعَالَمِينَ ﴿۱۰۸﴾ | دا د الله آيتونه دي، چې په حق یې درلولو او الله پر نړيوالو (پر يوه هم) هېڅ ظلم نه غواړي (۱۰۸) |
وَلِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَإِلَى اللّهِ تُرْجَعُ الأُمُورُ ﴿۱۰۹﴾ | او (دا څنګه کېداى شي، الله تېرى وكړي؟! حال دا) څه چې په اسمانونو او څه چې ځمكه كې دي، يوازې د الله دي او ټولې چارې يوازې الله ته ورستنول كېږي (او د ده په امر دي) (۱۰۹) |
كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۱۱۰﴾ | تاسې غوره امت ياست، چې د انسانانو په ګټه رادبره شوي یاست، (داچې) پر نېكيو امر او له بديو منع كوئ او پر الله ايمان لرئ او كه كتابوال (پر دغسې کړلار او ځلاند دين) ايمان راوړي؛ نو ورته غوره ده (؛ خو يوازې) لږ شمېر يې ايمانوال دي او ډېر يې (د الله له حکمه) سرغړاندي دي (۱۱۰) |
لَن يَضُرُّوكُمْ إِلاَّ أَذًى وَإِن يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الأَدُبَارَ ثُمَّ لاَ يُنصَرُونَ ﴿۱۱۱﴾ | دوى [= كتابيان، په تېره يهود] تاسې ته بې له څه ځورونې (تنګونې) بل زیان دررسولای نشي او كه درسره وجنګېږي، شا به در واړوي (و به تښتي) بيا به ملاتړ (او بریا) و نه مومي. (۱۱۱) |
ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُواْ إِلاَّ بِحَبْلٍ مِّنْ اللّهِ وَحَبْلٍ مِّنَ النَّاسِ وَبَآؤُوا بِغَضَبٍ مِّنَ اللّهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُواْ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَيَقْتُلُونَ الأَنبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ ﴿۱۱۲﴾ | دوى چې چېرې وميندل شي(؛ نو) د ذلت او خوارۍ ټاپه پرې لګېدلې ده؛ خو دا چې د الله په امان (او پر خپلې تلونكې لار نوې كتنه وكړي) او د خلكو په امان كې شي (مسلمانانو ته پناه يوسي)، دوى د الله پر قهر اخته شوي او د اړتيا او تنګسيا ټاپه پرې لګېدلې ده؛ ځكه دوى د الله له آيتونو منكرېدل او پېغمبران يې په ناحقه وژل (او) دا (د پېغمبرانو وژنه) د دوی د سرغړونې (ګناه) او (د نورو پر حقوقو) د تېريو پايله ده. (۱۱۲) |
لَيْسُواْ سَوَاء مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَآئِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللّهِ آنَاء اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ ﴿۱۱۳﴾ | (خو ټول كتابيان) يو ډول نه دي، ځينې کتابيان (پر حق او ايمان) سم ټينګ ولاړ دي او (تل) په شپه كې د الله آيتونه لولي او سجدې کوي ؛(۱۱۳) |
يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُوْلَئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۱۴﴾ | پر الله او لويه ورځ ايمان لري، پر نېكيو امر او له بديو منع كوي او د نېكو چارو په سر ته رسولو كې تلوار كوي او دوى له صالحانو ځنې دي ؛ (۱۱۴) |
وَمَا يَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ فَلَن يُكْفَرُوْهُ وَاللّهُ عَلِيمٌ بِالْمُتَّقِينَ ﴿۱۱۵﴾ | او د دوی هر نېك كار به نالېدى و نه ګڼل شي (او مناسبه بدله به يې وويني) او الله متقیان ډېر ښه پېژني.(۱۱۵) |
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَن تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلاَ أَوْلاَدُهُم مِّنَ اللّهِ شَيْئًا وَأُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۱۱۶﴾ | په رښتینه کې هغوى چې کافران شوي، د دوی شتمني او اولاد به دوی د الله له (عذابه) و نه ژغوري او دوى همېشني اورمېشتي دي (۱۱۶) |
مَثَلُ مَا يُنفِقُونَ فِي هِذِهِ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَثَلِ رِيحٍ فِيهَا صِرٌّ أَصَابَتْ حَرْثَ قَوْمٍ ظَلَمُواْ أَنفُسَهُمْ فَأَهْلَكَتْهُ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللّهُ وَلَكِنْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۱۱۷﴾ | څه چې كافران په دنيوي ژوند كې (له دين سره د دښمنۍ په لار كې) لګوي، هغه سوځنده یا سوړ باد ته ورته دی، چې د ظالمانو پر کښت ولګي او تل ول يې کړي، الله پرې تېرى کړی نه دى؛ بلكې دوی پر ځانونو تېرى كوي.(۱۱۷) |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لاَ يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّواْ مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاء مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۱۱۸﴾ | مؤمنانو! بې له خپلو (بل) خوالګر مه نيسئ (؛ ځکه دوى) ستاسې په باب له هر ډول شر (او فرهنگي فساده) كار اخلي، دا يې خوښېږي، چې تاسې په رنځ او كړاو كې ياست، په یقین د دښمنۍ (نښې) یې له خولې (او خبرو) څرګندېږي او څه يې چې په سينو كې پټ ساتلي، تردې بدتر دي، هو که اندنه وکړئ موږ تاسې ته (د دوی د دښمنۍ) نښې (او له شره یې د ژغورلو لارې چارې) دروښوولې (۱۱۸) |
هَاأَنتُمْ أُوْلاء تُحِبُّونَهُمْ وَلاَ يُحِبُّونَكُمْ وَتُؤْمِنُونَ بِالْكِتَابِ كُلِّهِ وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُواْ آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْاْ عَضُّواْ عَلَيْكُمُ الأَنَامِلَ مِنَ الْغَيْظِ قُلْ مُوتُواْ بِغَيْظِكُمْ إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۱۱۹﴾ | هن (مسلمانانو!) دا خو تاسې ياست، چې دوی مو ښه ایسي؛ خو تاسې یې ښه نه ایسئ، سره له دې چې پر ټولو اسماني كتابو ايمان لرئ (؛ خو دوى ستاسې پر اسماني كتاب ايمان نه لري) چې کله مو ويني؛ نو (په دروغو) وايي: ((ايمان مو راوړى)) او چې ګوښه شي (؛ نو) له غوسې ګوتې درته چيچي! ورته ووايه: ((د همدې غوسې په تاو كې ومرئ! په رښتيا الله د سينو په (خوالو) خبر دى.)) (۱۱۹) |
إِن تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُواْ بِهَا وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ لاَ يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا إِنَّ اللّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ ﴿۱۲۰﴾ | كه تاسې ته کومه ښېګڼه درورسي (؛ نو) دوى خپه كېږي او كه تاسې ته کومه بده درپېښه شي پرې خوشحالېږي او كه (په مقابل کې) له زغم او پرهېزګارۍ كار واخلئ؛ نو (خائنانه) طرحې یې زیان نه در رسوي او بېشکه څه چې دوی كوي، د الله د پوهې په چاپېريال كې دي. (۱۲۰) |
وَإِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِينَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۱۲۱﴾ | او (درياد كړه) چې کله ته ګهيځ له خپل كوره ووتې، چې مؤمنان دې (د احد په ډګر کې) په مورچو كې ځاى پرځاى كول او الله اورېدونكى (او پر هر څه) پوه دى (د جګړى د طرحې په باب بېلابېلې خبرې كېدې، ټولې يې اورېدې او د ځينو په مغزو كې چې څه فكرونه تېرېدل، پرې پوهېده) (۱۲۱) |
إِذْ هَمَّت طَّآئِفَتَانِ مِنكُمْ أَن تَفْشَلاَ وَاللّهُ وَلِيُّهُمَا وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۱۲۲﴾ | (او همدا شان درياد كړه) چې کله له تاسې دوو ډلو وپتېيله،چې (د جګړې په باب) ټکني توب وښيي (او له نيمايې لارې ستانه شي) او خداى یې ملاتړ و (او مرسته یې ورسره وكړه،چې له دې انده واوړي) او مؤمنان بايد يوازې پر خداى بروسه وكړي . (۱۲۲) |
وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّهُ بِبَدْرٍ وَأَنتُمْ أَذِلَّةٌ فَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۱۲۳﴾ | او په یقین الله په بدر جګړه کې، په داسې حال کې ستاسې مرسته وکړه چې تاسې کمزوري وئ؛ نو له الله ووېرېږئ (او د دښمن په مقابل کې د پېغمبر له حکمه سرغړونه مه کوئ) چې د نعمت شكر يې وباسئ (۱۲۳) |
إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَن يَكْفِيكُمْ أَن يُمِدَّكُمْ رَبُّكُم بِثَلاَثَةِ آلاَفٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُنزَلِينَ ﴿۱۲۴﴾ | چې کله تا مؤمنانو ته ويل: ((ايا تاسې ته بسنده نه ده، چې ستاسې پالونکی له (اسمانه) په درېيو زرو رالېږلو پرښتو مرسته درسره وكړي؟!)) (۱۲۴) |
بَلَى إِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ وَيَأْتُوكُم مِّن فَوْرِهِمْ هَذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُم بِخَمْسَةِ آلافٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُسَوِّمِينَ ﴿۱۲۵﴾ | هو! (نن هم) كه تاسې زغم ولرئ او تقوا خپله كړئ او دښمنان په همدې شورځوږ، ناڅاپي بريد درباندې وكړي؛ نو ستاسې پالونکی به په پینځو زرو نښانمنو پرښتو مرسته درسره وكړي (۱۲۵) |
وَمَا جَعَلَهُ اللّهُ إِلاَّ بُشْرَى لَكُمْ وَلِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُكُم بِهِ وَمَا النَّصْرُ إِلاَّ مِنْ عِندِ اللّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿۱۲۶﴾ | او الله (د پرښتو راکېوتل) يوازې ستاسې د خوشحالۍ لپاره وكړ، چې زړونه مو ډاډمن شي كه نه بريا خو يوازې د ناماتي حكيم الله له لوري ده (۱۲۶) |
لِيَقْطَعَ طَرَفًا مِّنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ أَوْ يَكْبِتَهُمْ فَيَنقَلِبُواْ خَآئِبِينَ ﴿۱۲۷﴾ | الهی مرستې ددې لپاره وې، چې د كفارو يو مټ غوڅ كړي او يا يې وځپي، چې (خپلې سيمې ته) نهيلي ستانه شي (۱۲۷) |
لَيْسَ لَكَ مِنَ الأَمْرِ شَيْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذَّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُونَ ﴿۱۲۸﴾ | ته ددې چار (د کافرانو د عفوې یا له جګړې تښتېدلو مؤمنانو په باب) هېڅ اختيار نه لرې، يا (الله) دوی بښي يا سزا وركوي؛ ځكه دوى ظالمان دي (۱۲۸) |
وَلِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ يَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۲۹﴾ | او څه چې په اسمانونو او څه چې ځمكه كې دي، ټول د الله دي، چاته يې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) بښنه كوي او چاته يې چې خوښه شي، سزا وركوي او الله لورین بښونكى دى (۱۲۹) |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ الرِّبَا أَضْعَافًا مُّضَاعَفَةً وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۱۳۰﴾ | مؤمنانو! څوګرايه سود (د پيسو ګټه) خوړل پرېږدئ او (ځانونه مو) د الله له (عذابه) وساتئ، چې بريالي شئ. (۱۳۰) |
وَاتَّقُواْ النَّارَ الَّتِي أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ ﴿۱۳۱﴾ | او ځانونه کافرانو ته له چمتو کړای شوي اوره وساتئ. (۱۳۱) |
وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۱۳۲﴾ | او د الله او استازي (يې) لاروي وكړئ، چې لورنه درباندې وشي (۱۳۲) |
وَسَارِعُواْ إِلَى مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۱۳۳﴾ | او د خپل پالونکي د بښنې او هغه جنت ته د ورسېدو لپاره بيړه وکړئ، چې د اسمانونو او ځمكې (هومره) پراخ او متقیانو ته چمتو شوى دى ؛ (۱۳۳) |
الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاء وَالضَّرَّاء وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۳۴﴾ | هغوى (نېکان دي) چې په سوکالۍ او تنګسې کې انفاق کوي او غوسه زغمي او د خلكو له تېروتنو تېرېږي او د الله نېكان خوښ دي (۱۳۴) |
وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُواْ أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُواْ اللّهَ فَاسْتَغْفَرُواْ لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ اللّهُ وَلَمْ يُصِرُّواْ عَلَى مَا فَعَلُواْ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۱۳۵﴾ | او هغوى چې كله كوم سپک چار وكړي يا (د ګناهونو په وجه) پر ځانونو تېرى وكړي (؛ نو) الله وريادېږي او د خپلو ګناهونو بښنه غواړي او بې له الله لا بل څوك دى، چې ګناهونه وبښي؟ او پر خپلې ګناه ټينګار نه کوي؛ ځكه پوهېږي (چې بد يې كړي دي) (۱۳۵) |
أُوْلَئِكَ جَزَآؤُهُم مَّغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَجَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ ﴿۱۳۶﴾ | د دوی بدله د خپل پالونکي له لوري بښنه او هغه جنتونه دي، چې ويالې پكې بهېږي او پکې تلمېشتي دي او د نېكانو څومره ښه بدله ده! (۱۳۶) |
قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِكُمْ سُنَنٌ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانْظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذَّبِينَ ﴿۱۳۷﴾ | په یقین تر تاسې له مخه ځینې سنن تېر شوي (او هر قوم د خپلو كړنو او ځانګړنو له مخې برخليك درلود، چې په څېر یې تاسې هم لرئ)؛ نو پر ځمكه وګرځئ او ووینئ، چې د منکرانو پايله څنگه وه؟! (۱۳۷) |
هَذَا بَيَانٌ لِّلنَّاسِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةٌ لِّلْمُتَّقِينَ ﴿۱۳۸﴾ | دا (قرآن) خلكو ته (د عبرتونو) يو (څرګند) بيان او متقیانو ته لارښود او نصيحت دى (۱۳۸) |
وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۳۹﴾ | او مه سستېږئ او مه غمجنېږئ؛ که ایمان ولرئ، همدا تاسې لاسبري ياست (۱۳۹) |
إِن يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِّثْلُهُ وَتِلْكَ الأيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ وَيَتَّخِذَ مِنكُمْ شُهَدَاء وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الظَّالِمِينَ ﴿۱۴۰﴾ | كه تاسې (د احد په ډګر كې) ټپي شوي ياست (او ماتې مو کړې)؛ نو(د بدر په ډګر كې) هغه ډله هم ستاسې په څېر ټپي شوې وه او موږ د (بريا او ماتې) دا ورځې د خلكو ترمنځ اړوو را اړوو(چې دا د دنيوي ژوند ځانګړنه ده) چې الله مؤمنان وپېژني او له تاسې (پر نورو) شاهدان ونيسي او الله خو ظالمان نه خوښوي. (که څه کله په ظاهره بریالي شي) (۱۴۰) |
وَلِيُمَحِّصَ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ وَيَمْحَقَ الْكَافِرِينَ ﴿۱۴۱﴾ | او (د جګړې لوړې ژورې ددې لپاره دي) چې الله مؤمنان چاڼ او نږه كړي (او تكړه شي) او كافران (سوکه سوکه) ورک کړي (۱۴۱) |
أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُواْ الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللّهُ الَّذِينَ جَاهَدُواْ مِنكُمْ وَيَعْلَمَ الصَّابِرِينَ ﴿۱۴۲﴾ | ايا تاسې انګېرئ چې (يوازې د ايمان په ادعا) به جنت ته ولاړ شئ؛ خو تر اوسه الله له تاسې جهادگر او زغمناک معلوم کړي نه دي (۱۴۲) |
وَلَقَدْ كُنتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِن قَبْلِ أَن تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ ﴿۱۴۳﴾ | او په يقين تاسې مخکې تردې چې له مرګ (او د الله په لار کې شهادت) سره مخ شئ، دهغه هيله مو درلوده؛ نو په رښتینه کې دا (مرګ) مو په (احد غزا کې) ولید او (تش) مو ورکتل (او چمتو نه وئ، چې غاړه ورته كېدئ، څومره مو د وينا او كړنو ترمنځ واټن دى؟!). (۱۴۳) |
وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ ﴿۱۴۴﴾ | او محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) خو یوازې يو استازى دى او تر ده مخكې هم (ډېر) استازي تېر شوي؛ نو كه ومري يا ووژل شي؛ ایا پر شا ګرځئ؟! (او اسلام پرېږدئ، جاهليت او كفر ته ورستنېږئ؟!) او څوك چې (له خپلې ګروهې) واوړي (؛ نو پوه دې شي، چې) الله ته هېڅ زيان وررسولاى نشي او الله به ډېر ژر منندویانو (او زغمناکو) ته بدله وركړي (۱۴۴) |
وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلاَّ بِإِذْنِ الله كِتَابًا مُّؤَجَّلًا وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا وَسَنَجْزِي الشَّاكِرِينَ ﴿۱۴۵﴾ | او هېڅ ساه کښ بې د الله له پرېکړې او پرېښې (اجازې) مړ كېداى نشي.(مرګ) يوه ټاکل شوې نېټه ده (؛ نوځكه د پېغمبر يا نورو مړينه يو الهي دود او قانون دى) او څوك چې د دنيا بدله غواړي (او په خپل ژوند كې پر همدې لار ګامونه واخلي) له همدې یې برخه وركوو او څوك چې د آخرت بدله غواړي، له همدې يې برخه وركوو او ډېر ژر به منندویانو ته غوره بدله وركړو (۱۴۵) |
وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُواْ لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَمَا ضَعُفُواْ وَمَا اسْتَكَانُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ ﴿۱۴۶﴾ | او څه ډېر پېغمبران داسې وو، چې په ملاتړ كې يې ډېر خداى پالونكي او الهي نارینه وجنګېدل؛ خو د الله په لار كې د وررسېدلو كړاوونو له لامله زړه ماتي او كمزوري نه شول (او اېلېدو ته يې غاړه كېنښووله) او الله زغمناک خوښوي (۱۴۶) |
وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلاَّ أَن قَالُواْ ربَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ﴿۱۴۷﴾ | او د دوی وینا يوازې دا وه: ((پالونكيه! زموږ ګناهونه راوبښه او په چارو كې مو له تېروتنو تېر شه، پښې مو ټینګې کړه او پر كافرانو بريا را.)) (۱۴۷) |
فَآتَاهُمُ اللّهُ ثَوَابَ الدُّنْيَا وَحُسْنَ ثَوَابِ الآخِرَةِ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۴۸﴾ | نو الله دوی ته د دنيا ثواب او د آخرت غوره بدله وركړه او الله نېكان خوښوي (۱۴۸) |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوَاْ إِن تُطِيعُواْ الَّذِينَ كَفَرُواْ يَرُدُّوكُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ فَتَنقَلِبُواْ خَاسِرِينَ ﴿۱۴۹﴾ | مؤمنانو! كه د كافرانو لاروي مو وكړه؛ تاسې [له خپلو ګروهو] اړوي؛ نو عاقبت به مو زيانمن وي (۱۴۹) |
بَلِ اللّهُ مَوْلاَكُمْ وَهُوَ خَيْرُ النَّاصِرِينَ ﴿۱۵۰﴾ | (باور پرې ونه کړئ)؛ بلكې الله ستاسې پالندوى دى، چې همدا غوره مرستندوى دى . (۱۵۰) |
سَنُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُواْ الرُّعْبَ بِمَا أَشْرَكُواْ بِاللّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ وَبِئْسَ مَثْوَى الظَّالِمِينَ ﴿۱۵۱﴾ | ډېر ژر به د كافرانو په زړونو كې وېره واچوو؛ ځكه له الله سره یې داسې څه شریک کړي، چې هېڅ دلیل یې پرې نازل کړی نه دی، هستوګنځى يې دوزخ دى، چې ظالمانو ته ډېر بد (ځاى) دى (۱۵۱) |
وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَعَصَيْتُم مِّن بَعْدِ مَا أَرَاكُم مَّا تُحِبُّونَ مِنكُم مَّن يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ الآخِرَةَ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ وَلَقَدْ عَفَا عَنكُمْ وَاللّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۵۲﴾ | او په يقين، الله له تاسې سره (په احد كې پر دښمن د بريا) خپله ژمنه رښتینې كړه، هغه وخت (د جګړې په لومړيو كې) تاسې د الله په حكم، دښمنان وژل (او دې بريا دوام درلود)؛ خو چې سست شوئ او(د سنګرونو د پرېښوولو په باب مو) شخړه وكړه او روسته تر هغه چې الله هغه څه (پر دښمن بريا) در و ښوول، چې ستاسې مینه ورسره وه؛ نو سرغړونه مو وكړه، ځينو دنيا غوښته او ځينو آخرت، بيا الله ترې وګرځولئ (او بريا مو پر ماتې واوړېده)، چې تاسې وازمېيي او په رښتیا یې وبښلئ او الله پر مؤمنانو د لورنې څښتن دى (۱۵۲) |
إِذْ تُصْعِدُونَ وَلاَ تَلْوُونَ عَلَى أحَدٍ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ فِي أُخْرَاكُمْ فَأَثَابَكُمْ غَمًَّا بِغَمٍّ لِّكَيْلاَ تَحْزَنُواْ عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلاَ مَا أَصَابَكُمْ وَاللّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۵۳﴾ | (درياد كړئ) چې کله (په تېښته) پر غره ختئ او (يو شمېر په ډګر كې خواره واره شوئ، له وېرې مو) هېچا ته بېرته نه كتل او (د الله) استازي له شا نارې درپسې وهلې (چې خپلو ځایونو ته را و ګرځي)؛ نو د پرله پسې غمونو(د امر د مخالفت غم او د جګړې د ماتې غم) سزا یې ځکه دركړه، چې (د جنګي غنايمو) په بايللو او (هم) په کړاو دررسېدو غمجن نشئ او تاسې چې څه كوئ، الله پرې ښه خبر دی (۱۵۳) |
ثُمَّ أَنزَلَ عَلَيْكُم مِّن بَعْدِ الْغَمِّ أَمَنَةً نُّعَاسًا يَغْشَى طَآئِفَةً مِّنكُمْ وَطَآئِفَةٌ قَدْ أَهَمَّتْهُمْ أَنفُسُهُمْ يَظُنُّونَ بِاللّهِ غَيْرَ الْحَقِّ ظَنَّ الْجَاهِلِيَّةِ يَقُولُونَ هَل لَّنَا مِنَ الأَمْرِ مِن شَيْءٍ قُلْ إِنَّ الأَمْرَ كُلَّهُ لِلَّهِ يُخْفُونَ فِي أَنفُسِهِم مَّا لاَ يُبْدُونَ لَكَ يَقُولُونَ لَوْ كَانَ لَنَا مِنَ الأَمْرِ شَيْءٌ مَّا قُتِلْنَا هَاهُنَا قُل لَّوْ كُنتُمْ فِي بُيُوتِكُمْ لَبَرَزَ الَّذِينَ كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقَتْلُ إِلَى مَضَاجِعِهِمْ وَلِيَبْتَلِيَ اللّهُ مَا فِي صُدُورِكُمْ وَلِيُمَحَّصَ مَا فِي قُلُوبِكُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۱۵۴﴾ | بيا الله تردې غم (د احد تر ماتې) روسته پر تاسې د پركالۍ په بڼه یوه ډاډېینه او بېغمي راولېږله، چې (د احد غزا په ورپسې شپه) يې يوه ډله ونيوه؛ خو بله ډله يوازې د ځان په اندېښنه كې وه (او د خوب پركالۍ يو نه وړه او) د الله په باب یې د جاهليت پېر په څېر ناسم ګومانونه كول او ويل يې: ((ايا له بريا به مو څه را پر برخه شي؟!)) ورته ووايه: ((ټولې چارې (او برياوې) د الله په لاس كې دي)) دوى په زړونو كې څه (خبرې) پټې ساتي؛ خو درته يې نه وايي، وايي: ((كه له بريا مو څه په برخه شوي واى؛ نو دلته به نه وژل كېدو)) ورته ووايه: ((كه تاسې په خپلو كورونو كې هم واست؛ نو چا ته چې مرګ ليكل شوى وي، پخپله به د خپل مرګ ځايونو ته راوتل (او وژل كېدل به) او (دا پېښه ددې لپاره وه) څه چې ستاسې په سينو كې پټ ول، الله یې وازمېيي او ستاسې په زړونو كې چې (د ايمان په باب) څه دي، پاك او نږه يې كړي او الله د زړونو له خوالو خبر دى.)) (۱۵۴) |
إِنَّ الَّذِينَ تَوَلَّوْاْ مِنكُمْ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ إِنَّمَا اسْتَزَلَّهُمُ الشَّيْطَانُ بِبَعْضِ مَا كَسَبُواْ وَلَقَدْ عَفَا اللّهُ عَنْهُمْ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ ﴿۱۵۵﴾ | بېشکه (په احد غزا كې) چې له تاسې كوم خلك د مقابلې پر ورځ وتښتېدل، له دې لامله ول، چې شیطان دوی د ځينو کړنو (ګناهونو) له لامله وښويول او بېشکه الله وبښل، په رښتیا الله زغمناک بښونکی دى (۱۵۵) |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ كَفَرُواْ وَقَالُواْ لإِخْوَانِهِمْ إِذَا ضَرَبُواْ فِي الأَرْضِ أَوْ كَانُواْ غُزًّى لَّوْ كَانُواْ عِندَنَا مَا مَاتُواْ وَمَا قُتِلُواْ لِيَجْعَلَ اللّهُ ذَلِكَ حَسْرَةً فِي قُلُوبِهِمْ وَاللّهُ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۱۵۶﴾ | مؤمنانو! د كافرانو په څېر مه كېږئ، چې كه روڼه يې سفر ته ځي او يا په جګړه كې برخه اخلي (او مري يا وژل كېږي؛ نو) وايي: ((كه راسره واى؛ نو نه به مړه شوي او نه به وژل شوي وو!)) (داسې خبرې مه كوئ) چې الله دا انګېرنه د دوی په زړونو کې د حسرت لامل وګرځوي او الله (دى چې) ژوندي کول كوي او مړه کول كوي (او ژوند و مرګ د الله په لاس کې دی) او تاسې چې څه كوئ، الله يې ليدونکى دى (۱۵۶) |
وَلَئِن قُتِلْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَوْ مُتُّمْ لَمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللّهِ وَرَحْمَةٌ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ ﴿۱۵۷﴾ | او كه تاسې د الله په لار كې ووژل شئ يا ومرئ (؛ نو زيان مو نه دى كړى؛ ځكه) د الله بښنه او لورنه تر هغو ټولو څيزونو ډېره غوره او اوچته ده، چې نور یې (په خپل عمر كې) راټولوي (او زېرموي). (۱۵۷) |
وَلَئِن مُّتُّمْ أَوْ قُتِلْتُمْ لإِلَى الله تُحْشَرُونَ ﴿۱۵۸﴾ | او كه تاسې ومرئ يا ووژل شئ؛ نو هرومرو د الله لوري ته ورستنېږي؛ (نو ځکه نه ورکېږئ، چې له ورکې ډارېږئ) (۱۵۸) |
فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ ﴿۱۵۹﴾ | نو ته خلكو ته د الهي رحمت (په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى وې؛ نو خلك درځنې خورېدل؛ نو ترې تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چارو كې سلامشوره ورسره كوه؛ خو چې هوډ دې وکړ؛ نو (پرېکنده وسه او) پر الله بروسه وكړه؛ ځكه الله بروسګر خوښوي. (۱۵۹) |
إِن يَنصُرْكُمُ اللّهُ فَلاَ غَالِبَ لَكُمْ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكِّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۱۶۰﴾ | كه الله ستاسې مرسته وكړي؛ نو هېڅ ځواك درلاسبرېداى نشي او كه له مرستې مو لاس واخلي؛ نو تر ده روسته لا څوك دى، چې مرسته درسره وكړي؟ او مؤمنان خو بايد يوازې پر الله توكل وكړي (۱۶۰) |
وَمَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَغُلَّ وَمَن يَغْلُلْ يَأْتِ بِمَا غَلَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ ﴿۱۶۱﴾ | او (ګومان مو كړى، چې شونې ده پېغمبر به خیانت درسره وكړي؟؛ خو) ناشونې ده، يو پېغمبر هم خيانت وكړي او څوك چې خيانت کوي؛ نو د قيامت پر ورځ هغه خيانت له ځان سره (د محشر ميدان ته) راوړي، بيا به هر چاته د خپلو كړنو پوره (بدله) وركړه شي (؛ نو له همدې لامله) تېرى پرې نه كېږي (؛ ځکه د خپلو کړنو پایله به وویني). (۱۶۱) |
أَفَمَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَ اللّهِ كَمَن بَاء بِسَخْطٍ مِّنَ اللّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۱۶۲﴾ | ايا هغه چې د الله په خوښې پسې گرځي، د هغه په څېر دى، چې د الله پر قهر اخته شوى او روستی ځاى يې دوزخ دى او د ورستنېدا څومره ناوړه ځای دی (۱۶۲) |
هُمْ دَرَجَاتٌ عِندَ اللّهِ واللّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ ﴿۱۶۳﴾ | دوى هر يو د الله په نزد [بېلابېلې] درجې لري او څه چې دوی کوي، الله يې ليدونکى دى (۱۶۳) |
لَقَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَى الْمُؤمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُواْ مِن قَبْلُ لَفِي ضَلالٍ مُّبِينٍ ﴿۱۶۴﴾ | په یقین الله پر مؤمنانو احسان كړى [= ستر نعمت يې پرې لورولى]، چې له دوی یې يو تن استازى ورولېږه، چې د الله آيتونه ورته ولولي او (له بدیو) یې پاك کړي، د (الله) كتاب او حكمت ورښيي او البته تردې له مخه په څرګنده بېلارۍ كې وو (۱۶۴) |
أَوَلَمَّا أَصَابَتْكُم مُّصِيبَةٌ قَدْ أَصَبْتُم مِّثْلَيْهَا قُلْتُمْ أَنَّى هَذَا قُلْ هُوَ مِنْ عِندِ أَنْفُسِكُمْ إِنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۶۵﴾ | او ايا چې کله (په احد غزا كې) پر كړاو اخته شوئ؛ خو تاسې (د بدر په غزا كې دښمن ته) دوه برابره کړاو وررسولى و(؛ نو) ومو ويل: ((چې دا (کړاو) له كومې لوري راغى؟!)) ورته ووايه: ((دا (کړاو) له خپله لاسه دررسېدلى (چې د احد په غزا كې مو د پېغمبر له امره مخالفت وکړ.))) په رښتيا الله پر هر څه قادر دى (او كه خپل چلن سم كړئ؛ نو تاسې به په ګانده كې بريالي كړي.) (۱۶۵) |
وَمَا أَصَابَكُمْ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ فَبِإِذْنِ اللّهِ وَلِيَعْلَمَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۶۶﴾ | او څه چې تاسې د دوو ډلو [=مومنانو او کافرانو] د مخامخېدا پر ورځ در و رسېدل، د الله په امر (او د الهي سنتو له مخې) او ددې لپاره وو، چې الله مؤمنان معلوم کړي؛ (۱۶۶) |
وَلْيَعْلَمَ الَّذِينَ نَافَقُواْ وَقِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْاْ قَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَوِ ادْفَعُواْ قَالُواْ لَوْ نَعْلَمُ قِتَالًا لاَّتَّبَعْنَاكُمْ هُمْ لِلْكُفْرِ يَوْمَئِذٍ أَقْرَبُ مِنْهُمْ لِلإِيمَانِ يَقُولُونَ بِأَفْوَاهِهِم مَّا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ وَاللّهُ أَعْلَمُ بِمَا يَكْتُمُونَ ﴿۱۶۷﴾ | او (همداراز) هغه منافقان وپېژني، چې ورته وويل شول: ((د الله په لار کې د الله له دښمنانو سره جګړه وکړئ، يا (لږ تر لږه) د خپل چاپېریال دفاع وکړئ))، و یې ويل: ((که پوهېداى، چې نښته کېږي؛ نو درسره تلو (؛ خو پوهېږو چې جګړه نه کېږي).)) دا مهال دوى کفر ته تر ايمان ورنژدې ول، په خوله هغه څه وايي، چې په زړه کې يې نشته او څه چې دوی پټوي، الله پرې ښه پوه دى (۱۶۷) |
الَّذِينَ قَالُواْ لإِخْوَانِهِمْ وَقَعَدُواْ لَوْ أَطَاعُونَا مَا قُتِلُوا قُلْ فَادْرَؤُوا عَنْ أَنفُسِكُمُ الْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۶۸﴾ | (منافقين) هغوى دي، چې [په کورونو کې] کېناستل (او له جهاد یې ډډه وکړه، او د احد تر جګړې روسته یې په زهرجنو تبلیغاتو لاس پورې کړ او) خپلو روڼو ته یې وويل: ((كه زموږ خبره يې منلې واى؛ نو نه وژل كېدل.)) ورته ووايه: (مګر تاسې د وګړيو مړينه اټكلولاى شئ؟!) ((كه رښتينې ياست؛ نو د خپلې مړېنې مخه ونيسئ!)) (۱۶۸) |
وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ ﴿۱۶۹﴾ | او (پېغمبره!) د الله په لار كې وژل شوي، مړه مه ګڼه؛ بلكې دوى ژوندي دي (او) د خپل پالونكي په نزد روزي مومي! (۱۶۹) |
فَرِحِينَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُواْ بِهِم مِّنْ خَلْفِهِمْ أَلاَّ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۱۷۰﴾ | الله چې دوی ته له خپلې لورنې پرېمانه نعمتونه ورکړي (؛ نو) پرې خوښ دي او هغوی ته هم خوشحالي کوي، چې تر شا یې دي او لا یوځای شوي ورسره نه دي (؛ ځكه په هغې دنيا كې یې لوړ مقامونه ويني او پوهېږي)چې وېره او خپګان پرې نشته؛ (۱۷۰) |
يَسْتَبْشِرُونَ بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللّهِ وَفَضْلٍ وَأَنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۷۱﴾ | او دوى د الله په نعمت او لورنې خوشحاله دي (او ګوري چې) الله د مؤمنانو اجر نه لاهو كوي (نه د شهيدانو او نه د هغو مجاهدينو ثواب، چې شهيدان شوي نه دي) (۱۷۱) |
الَّذِينَ اسْتَجَابُواْ لِلّهِ وَالرَّسُولِ مِن بَعْدِ مَآ أَصَابَهُمُ الْقَرْحُ لِلَّذِينَ أَحْسَنُواْ مِنْهُمْ وَاتَّقَواْ أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۱۷۲﴾ | کومو کسانو چې تر ټپي كېدو روسته هم د الله او رسول بلنه ومنله (او تر اوسه يې د احد د جګړې ټپونه جوړ شوي نه ول، چې د ((حمرالااسد)) ډ ګر ته وخوځېدل؛ نو) د دوی نېکانو او پرهېزګارانو ستر اجر دى. (۱۷۲) |
الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُواْ لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُواْ حَسْبُنَا اللّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ ﴿۱۷۳﴾ | دوى هغه كسان ول، چې (ځينو) خلكو ورته وويل: ((په واقع کې خلك [= د دښمن لښكر] ستاسې پرخلاف بريد ته راټول شوي؛ نو ترې وډار شئ!)) نو(دوی د ډار پرځای) خپل ایمان زیات کړ، و يې ويل: ((الله راته بس دى او (هغه مو) غوره ملاتړى او کار سازى دى.)) (۱۷۳) |
فَانقَلَبُواْ بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللّهِ وَفَضْلٍ لَّمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُواْ رِضْوَانَ اللّهِ وَاللّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ ﴿۱۷۴﴾ | په پایله کې دوی (دا ټپیان چې دویم ځل دفاع ته چمتو شول، بې جګړې پېښېدو، له ډګره) د الله له نعمت او لورنې سره (خپل ځای ته) راستانه شول او هېڅ ډول زيان هم ور و نه رسېد او د الله په رضا پسې هم تللي ول او الله د سترې لورنې څښتن دى. (۱۷۴) |
إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءهُ فَلاَ تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۷۵﴾ | (بیا څرګنده شوه) دا يوازې شيطان دى، چې خپل لارويان (په خبرو او بې بنسټه تبليغاتو د کفارو له قدرته) ډاروي، كه ايمان لرئ؛ نو له دوی مه وېرېږئ او (زما) له (عذابه) ووېرېږئ. (۱۷۵) |
وَلاَ يَحْزُنكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَن يَضُرُّواْ اللّهَ شَيْئًا يُرِيدُ اللّهُ أَلاَّ يَجْعَلَ لَهُمْ حَظًّا فِي الآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۷۶﴾ | او [پېغمبره] هغوى دې تا غمجن نه کړي، چې په کفر کې زيار کاږي؛ ځکه الله ته هېڅ زيان وررسولاى نشي (پردې سربېره) الله غواړي (دوى پر خپل حال پاتې شي او) په آخرت کې هېڅ برخه ورپر برخه نه کړي او (په پاى کې) ورته ستر عذاب دى (۱۷۶) |
إِنَّ الَّذِينَ اشْتَرَوُاْ الْكُفْرَ بِالإِيمَانِ لَن يَضُرُّواْ اللّهَ شَيْئًا وَلهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۷۷﴾ | (هو) په حقيقت کې هغوى چې د ايمان په (بيه) كفر پېرلى، هېڅكله الله ته زيان وررسولاى نشي او ورته دردناك عذاب دى. (۱۷۷) |
وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِّأَنفُسِهِمْ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُواْ إِثْمًا وَلَهْمُ عَذَابٌ مُّهِينٌ ﴿۱۷۸﴾ | او هغوى چې كافران شوي (او د سرغړونې لار يې نيولې ده) ګومان ونکړي، چې زموږ وركړى مهلت يې پر ګټه دى؛ ځكه مهلت وركوو، چې يوازې د خپلو ګناهونو پېټى دروند كړي او ورته سپكوونكى عذاب (چمتو شوى) دى. (۱۷۸) |
مَّا كَانَ اللّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَآ أَنتُمْ عَلَيْهِ حَتَّىَ يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى الْغَيْبِ وَلَكِنَّ اللّهَ يَجْتَبِي مِن رُّسُلِهِ مَن يَشَاء فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَإِن تُؤْمِنُواْ وَتَتَّقُواْ فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۱۷۹﴾ | داسې نه ده چې الله مومنان همدا ستاسې په شته حالت کې پرېږدي (مؤمن او منافق سره ګډوډ یاست)؛ خو داچې پاك له ناپاكانو بېل كړي او (هم) شونې نه ده، له غيبو مو خبر كړي (چې مؤمنان او منافقان وپېژنئ، چې دا د الهي دود (سنت) پر خلاف چار دى)؛ خو(د غيبو د ښوونې لپاره) پخپله خوښه له خپلو استازيو څخه ځينې غوره کوي (او يوه برخه هغه پټې خوالې ورښيي، چې د مشرۍ مقام ته يې پکار وي)؛ نو (اوس چې دنيا د پاكانو او ناپاكانو ازمېښتځى دى) پر خداى او رسولانو يې ايمان راوړئ او (پوه شئ) که ايمان راوړئ او (ځانونه) وساتئ؛ نو ستر ثواب مو درپر برخه دى. (۱۷۹) |
وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلِلّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۱۸۰﴾ | او خداى چې پر چا لورېدلى وي او پكې کنجوسي كوي(؛نو) نه دې يې ګڼي،چې دا كار يې په ګټه دى؛بلكې په زيان يې دى،ژر به د قيامت پر ورځ هغه څه ورته د غاړې هار شي،چې کنجوسي يې پرې کوله او اسمانونه او ځمكه يوازې خداى ته پاتېږي او څه چې كوئ،خداى پرې ښه خبر دى (۱۸۰) |
لَّقَدْ سَمِعَ اللّهُ قَوْلَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ فَقِيرٌ وَنَحْنُ أَغْنِيَاء سَنَكْتُبُ مَا قَالُواْ وَقَتْلَهُمُ الأَنبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَنَقُولُ ذُوقُواْ عَذَابَ الْحَرِيقِ ﴿۱۸۱﴾ | هو ، الله د هغو کسانو (یهودو) وينا واورېده، چې ويل يې: ((په رښتینه کې الله بېوزلى دى او موږ شتمن يو)) ژر به يې ویلي وليكو او هم يې په ناحقه د پېغمبرانو وژنه؛ او (ورته) به ووايو: [(د خپلو كړنو په بدله كې) سوځنده عذاب وڅكئ!] (۱۸۱) |
ذَلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ اللّهَ لَيْسَ بِظَلاَّمٍ لِّلْعَبِيدِ ﴿۱۸۲﴾ | دا (سزا) ستاسې د (هغو) كړنو بدله ده، چې تر ځان مخكې مو لېږلي (او ستاسې د كار پايله ده) او (که نه) الله خو پر(خپلو) بندګانو تېرى نه کوي. (۱۸۲) |
الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ عَهِدَ إِلَيْنَا أَلاَّ نُؤْمِنَ لِرَسُولٍ حَتَّىَ يَأْتِيَنَا بِقُرْبَانٍ تَأْكُلُهُ النَّارُ قُلْ قَدْ جَاءكُمْ رُسُلٌ مِّن قَبْلِي بِالْبَيِّنَاتِ وَبِالَّذِي قُلْتُمْ فَلِمَ قَتَلْتُمُوهُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۸۳﴾ | ( دوى) هماغه كسان (دي)، چې ويل يې: ((الله له موږه ژمنه اخستې، چې پر هېڅ استازي به تر هغو ايمان را نه وړو، چې داسې يوه قرباني راوړي، چې (اسماني) اور [تندر] يې (د قبولۍ په نښه) وخوري [وسوځوي]!)) ورته ووايه: (دا خبرې تشې پلمې دي) ((بېشکه تاسې ته خو تر ما وړاندې هم استازي له معجزو او له هغه څه سره راغلي وو، چې تاسې وویل، که رښتیا وایئ، نو دوی مو ولې ووژل؟!)) (۱۸۳) |
فَإِن كَذَّبُوكَ فَقَدْ كُذِّبَ رُسُلٌ مِّن قَبْلِكَ جَآؤُوا بِالْبَيِّنَاتِ وَالزُّبُرِ وَالْكِتَابِ الْمُنِيرِ ﴿۱۸۴﴾ | نو كه دوی (دغه پلمګر) تا دروغجن ګڼي (څه نوې خبره نه ده)، تر تا مخكې استازي (هم) دروغجن ګڼل شوي؛ (هغه استازي) چې څرګندې نښې، ټينګې او پخې ليكنې او روڼ كتاب يې راوړى و. (۱۸۴) |
كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ وَما الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلاَّ مَتَاعُ الْغُرُورِ ﴿۱۸۵﴾ | هر ساه کښ د مرګ څكونکى دى او بېشکه تاسې ته به د قيامت پر ورځ، د خپلو كړنو پوره بدله درکړاى شي؛ نو څوک چې له اوره وژغورل شو او جنت ته ننوت؛ نو په یقین چې بريالى شو او د دنيا ژوند يوازې تېرايستونې پانګه ده (۱۸۵) |
لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ أَذًى كَثِيرًا وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الأُمُورِ ﴿۱۸۶﴾ | هرومرو (تاسې ټول) په خپلو مالونو او ځانونو ازمېيل كېږئ او له کتابيانو [= يهود] چې تر تاسې مخكې اسماني كتاب وركړ شوى او(همداراز) له مشركانو به ډېرې ځورونې (خبرې) واورئ؛ خو كه صبر وكړئ او (ځانونه) وساتئ؛ نو پوه شئ چې دا (صبر او مقاومت) له مهمو، ډاډمنو او همتناکو چارو ځنې دی (۱۸۶) |
وَإِذَ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلاَ تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاء ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْاْ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ ﴿۱۸۷﴾ | او (درياد كړه) چې الله له كتابيانو ژمنه واخسته، چې هرومرو به دا كتاب خلكو ته څرګندوئ او نه به يې پټوئ! خو دوی دا ژمنه شاته وغورځوله او کتاب يې په لږ بيه وپلوره؛ نو ناوړه راكړه وركړه يې وكړه (۱۸۷) |
لاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَفْرَحُونَ بِمَا أَتَواْ وَّيُحِبُّونَ أَن يُحْمَدُواْ بِمَا لَمْ يَفْعَلُواْ فَلاَ تَحْسَبَنَّهُمْ بِمَفَازَةٍ مِّنَ الْعَذَابِ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۸۸﴾ | ګومان مه کوه هغوی چې په خپلو (ناوړو) کړنو خوشحالېږي او دا یې خوښېږي کوم څه (ښه کارونه) یې چې نه دي کړي په دې هم وستایل شي؛ نو دوی د ژغورنې په دریځ کې مه بوله (؛ بلکې) ورته دردناک عذاب دی (۱۸۸) |
وَلِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاللّهُ عَلَىَ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۸۹﴾ | او د اسمانونو او ځمكې واكمني يوازې د الله ده او الله پر هر څه وسمن دى. (۱۸۹) |
إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لِّأُوْلِي الألْبَابِ ﴿۱۹۰﴾ | په رښتيا د اسمانونو او ځمكې په پنځون او يو په بل پسې د شپې او ورځې په تلو راتلو كې عقلمنو ته (د الله تعالی د علم، لورنې، ځواک، مالکیت، حاکمیت او تدبیر) نښې دي. (۱۹۰) |
الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ﴿۱۹۱﴾ | (عقلمن) هغوى چې پر اړخ پراته، په ناسته او ولاړه، الله يادوي او د اسمانونو او ځمكې په پنځون كې اندنه كوي (او وايي) پالونكيه! دا دې خوشې او (بې موخې) پیدا کړي نه دي، ته (له دې) پاك يې (چې عبث كار وكړې)؛ نو موږ د اور له عذابه وساته! (۱۹۱) |
رَبَّنَا إِنَّكَ مَن تُدْخِلِ النَّارَ فَقَدْ أَخْزَيْتَهُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ ﴿۱۹۲﴾ | پالونكيه! په واقع کې تا چې څوك (په خپلو كړنو) دوزخي کړ؛ نو په يقين رسوا دې كړ او ظالمانو ته هېڅ مرستندوى نشته. (۱۹۲) |
رَّبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِيًا يُنَادِي لِلإِيمَانِ أَنْ آمِنُواْ بِرَبِّكُمْ فَآمَنَّا رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّئَاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الأبْرَارِ ﴿۱۹۳﴾ | پالونكيه ! په واقع کې موږ واورېدل، چې يو بلونكي (خلك) ايمان ته رابلل، چې ((پرخپل پالونكي ايمان راوړئ.))؛ نو ايمان مو راووړ، پالونكيه! ګناهونه مو راوبښه او بدۍ رانه وڅنډه او موږ له نېكانو سره (او په بهير كې يې) مړه كړه. (۱۹۳) |
رَبَّنَا وَآتِنَا مَا وَعَدتَّنَا عَلَى رُسُلِكَ وَلاَ تُخْزِنَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّكَ لاَ تُخْلِفُ الْمِيعَادَ ﴿۱۹۴﴾ | (عقلمن وايي:) پالونكيه! تا چې د خپلو استازيو له لارې د څه ژمنه راسره كړې؛ نو ترسره يې كړه او موږ د قيامت پر ورځ مه رسوا كوه (؛ ځكه) ته له (خپلې) ژمنې نه اوړې. (۱۹۴) |
فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ فَالَّذِينَ هَاجَرُواْ وَأُخْرِجُواْ مِن دِيَارِهِمْ وَأُوذُواْ فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُواْ وَقُتِلُواْ لأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ ثَوَابًا مِّن عِندِ اللّهِ وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ ﴿۱۹۵﴾ | نو د دوی پالونکي [د دوی غوښتنې ومنلې] (او و يې ويل:) زه له تاسې د هېچا عمل نه لاهو كوم، نارينه وي كه ښځينه، ټول یو له بله ياست، هغوى چې زما په لار كې هجرت كړى او له خپلو كورونو شړل شوي او زما په لار كې ځورول شوي او جګړه يې كړې او وژل شوي؛ نو هرومرو يې ګناهونه بښم او هغو جنتي باغونو ته يې ورننباسم، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، دا د الله له لوري ثواب دى او له الله سره غوره ثوابونه دي (۱۹۵) |
لاَ يَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ الَّذِينَ كَفَرُواْ فِي الْبِلاَدِ ﴿۱۹۶﴾ | (ګوره) نه ښايي په ښارونو كې د كافرانو (سوداګریز) تګ راتګ دې تا تېر باسي! (۱۹۶) |
مَتَاعٌ قَلِيلٌ ثُمَّ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمِهَادُ ﴿۱۹۷﴾ | (له دې سوداګریز تګ راتګ یې برخمني) ناڅيزه ګټه ده او دوزخ د دوی روستی مېشتځی دى او څه ناوړه هستوګنځى دى! (۱۹۷) |
لَكِنِ الَّذِينَ اتَّقَوْاْ رَبَّهُمْ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا نُزُلًا مِّنْ عِندِ اللّهِ وَمَا عِندَ اللّهِ خَيْرٌ لِّلأَبْرَارِ ﴿۱۹۸﴾ | خو (بلخوا) هغوى چې (ايمان لري او خپل ځانونه) د خپل پالونكي له (عذابه) ساتي، داسې باغونه ورته دي، چې تر ونو لا ندې يې ويالې بهېږي، هلته به تلمېشتي وي، چې د الله له لوري [دا لومړۍ] مېلمستیا ده او څه چې له الله سره دي، نېكانو ته غوره دي (۱۹۸) |
وَإِنَّ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَمَن يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْكُمْ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْهِمْ خَاشِعِينَ لِلّهِ لاَ يَشْتَرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا أُوْلَئِكَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ إِنَّ اللّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۱۹۹﴾ | او البته په كتابيانو كې ځينې شته، چې پر الله او څه چې پر تا نازل شوي او څه چې ورته نازل شوي، ايمان (پرې) لري، الله ته عاجزي کوي او د الله آيتونه په ناڅيزه بيه نه پلوري، بدله يې له خپل پالونكي سره (خوندي) ده. هو! الله چټکحسابى دى (د دوی نېك كړه وړه په بيړه حسابوي او بدله وركوي). (۱۹۹) |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اصْبِرُواْ وَصَابِرُواْ وَرَابِطُواْ وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۲۰۰﴾ | مؤمنانو! (د ستونزو او هوسونو په مقابل کې ) له زغمه كار واخلئ او (د دښمنانو په مقابل کې هم) زغم وکړئ او جهاد [ د نورو عباداتو، د حق خدمت، د پولو څارنې او خپلمنځي اړیکو ساتلو] ته چمتو او ملا تړلي وسئ او (ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ. ښايي برى ومومئ (۲۰۰) |
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- پشتو ترجمه قرآن کریم
- پشتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ترجمه قرآن کریم
- پښتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ژباړه قرآن کریم
- پښتو ژباړه قرآن مجید
- پښتو مکمله ترجمه قرآن کریم
- قرآن کریم پشتو ترجمه
- قرآن کریم پشتو ترجمه تر انسان پوری شوی
- قرآن کریم پښتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ژباړه
- قرآن مجید پشتو ترجمه
- قرآن مجید پشتو ژباړه
- قران کریم پښتو ژباړه
- مکمله ترجمه پښتو قرآن کریم
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
تازه ترین خبرونه
ډېر لوستل شوي مطالب
×
ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.