بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نا مه اقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ مَّعْرِضُونَ ﴿۱﴾ خلكو ته، د خپل حساب (وخت) ورنژدې شوى او دوى همداسې په ناخبرۍ كې (ترې) مخ اړوونكي دي(۱) مَا يَأْتِيهِم مِّن ذِكْرٍ مِّن رَّبِّهِم مُّحْدَثٍ إِلَّا اسْتَمَعُوهُ وَهُمْ يَلْعَبُونَ ﴿۲﴾ دوی ته چې د […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين الله په نا مه |
اقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ مَّعْرِضُونَ ﴿۱﴾ | خلكو ته، د خپل حساب (وخت) ورنژدې شوى او دوى همداسې په ناخبرۍ كې (ترې) مخ اړوونكي دي(۱) |
مَا يَأْتِيهِم مِّن ذِكْرٍ مِّن رَّبِّهِم مُّحْدَثٍ إِلَّا اسْتَمَعُوهُ وَهُمْ يَلْعَبُونَ ﴿۲﴾ | دوی ته چې د خپل پالونكي له لوري هر نوى نصيحت راځي؛ (نو) په لوبو (او ټوکو) يې اوري؛ (۲) |
لَاهِيَةً قُلُوبُهُمْ وَأَسَرُّواْ النَّجْوَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ هَلْ هَذَا إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ أَفَتَأْتُونَ السِّحْرَ وَأَنتُمْ تُبْصِرُونَ ﴿۳﴾ | حال دا، د دوی زړونه (په دنيوي چارو او ناخبرۍ) روږدي دي او ظالمان په خپلو منځونو کې پټې خبرې کوي، چې: دا (پېغمبر) خو يوازې ستاسې په څېر يو بشر دى؛ نو ايا تاسې لاسي (عمدي) په كوډو پسې ورځئ ؟ (۳) |
قَالَ رَبِّي يَعْلَمُ الْقَوْلَ فِي السَّمَاء وَالأَرْضِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۴﴾ | (پېغمبر) وويل: ((زما پالونكى په اسمان او ځمكه كې له هرې خبرې خبر دى او هغه پوه اورېدونكى دى.)) (۴) |
بَلْ قَالُواْ أَضْغَاثُ أَحْلاَمٍ بَلِ افْتَرَاهُ بَلْ هُوَ شَاعِرٌ فَلْيَأْتِنَا بِآيَةٍ كَمَا أُرْسِلَ الأَوَّلُونَ ﴿۵﴾ | دوی لا دا هم وويل: (((څه چې محمد [ص] راوړي، وحې نه ده؛) بلكې ګډوډ خوبونه دي؛ بلکې دروغ دي، چې پر الله يې ورتړي؛ بلکې يو شاعر دى؛ (كه رښتيا وايي؛) نو موږ ته دې يوه معجزه راوړي؛ لكه چې ړومبي پېغمبران (له معجزو سره) رالېږل شوي ول.)) (۵) |
مَا آمَنَتْ قَبْلَهُم مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا أَفَهُمْ يُؤْمِنُونَ ﴿۶﴾ | له دوی مخكې، چې موږ ټولې ابادۍ تباه كړي (؛ نو بېلابېلې معجزې يې غوښتې وې، چې موږ يې غوښتنې ورپوره كړې؛ خو) ايمان يې رانه ووړ؛ نو ايا دوى (په معجزو) ايمان راوړي؟ (۶) |
وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلاَّ رِجَالًا نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۷﴾ | او موږ تر تا مخكې يوازې سړي (چې انسانان او د بشر له جنسه وو، د پېغمبرانو په توګه) لېږلي ول، چې وحې مو ورته کوله، که نه پوهېږئ؛ نو پوهان (د اسماني كتابونو څېړونكي) وپوښتئ. (۷) |
وَمَا جَعَلْنَاهُمْ جَسَدًا لَّا يَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَمَا كَانُوا خَالِدِينَ ﴿۸﴾ | او موږ دوی ته داسې تنې نه وې وركړې، چې خواړه و نه خوري او همېشني عمرونه يې هم نه درلودل. (۸) |
ثُمَّ صَدَقْنَاهُمُ الْوَعْدَ فَأَنجَيْنَاهُمْ وَمَن نَّشَاء وَأَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِينَ ﴿۹﴾ | بيا مو له دوی سره كړې ژمنه پوره كړه. دوى او څوك چې موږ وغوښتل (د دښمنانو له منګولو) وژغورل او له پولو اووښتي مو هلاك كړل. (۹) |
لَقَدْ أَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ كِتَابًا فِيهِ ذِكْرُكُمْ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۱۰﴾ | په يقين موږ تاسې ته داسې كتاب درلېږلی، چې پكې درته يادونه (او ويښتيا) ده؛ نو ايا نه پوهېږئ؟ (۱۰) |
وَكَمْ قَصَمْنَا مِن قَرْيَةٍ كَانَتْ ظَالِمَةً وَأَنشَأْنَا بَعْدَهَا قَوْمًا آخَرِينَ ﴿۱۱﴾ | او موږ څومره ډېرې ظالمې سيمې ورانې ويجاړې كړې او تر دوی روسته مو نور قومونه راوپنځول. (۱۱) |
فَلَمَّا أَحَسُّوا بَأْسَنَا إِذَا هُم مِّنْهَا يَرْكُضُونَ ﴿۱۲﴾ | نو چې زموږ عذاب ورڅرګند شو، ناڅاپه ترې تښتېدل. (۱۲) |
لَا تَرْكُضُوا وَارْجِعُوا إِلَى مَا أُتْرِفْتُمْ فِيهِ وَمَسَاكِنِكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْأَلُونَ ﴿۱۳﴾ | (ورته وويل شول: ) مه تښتئ، د ناز و نعمت ژوند او خپلو كورونو ته ورستانه شئ! ښايي (سوالګر راشي او) څه درنه وغواړي (او بې برخې یې ستانه كړئ)! (۱۳) |
قَالُوا يَا وَيْلَنَا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ ﴿۱۴﴾ | و يې ويل: ((هاى زموږ بدمرغۍ! په رښتینه کې موږ ظالمان وو.)) (۱۴) |
فَمَا زَالَت تِّلْكَ دَعْوَاهُمْ حَتَّى جَعَلْنَاهُمْ حَصِيدًا خَامِدِينَ ﴿۱۵﴾ | نو دا چغې يې تردې وهلې، چې موږ د رېبلي (كښت) په څېر مړاوي كړل. (۱۵) |
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاء وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ ﴿۱۶﴾ | او موږ اسمان او ځمكه او څه چې د دوی ترمنځ دي، لوبو ته پېدا كړي نه دي. (۱۶) |
لَوْ أَرَدْنَا أَن نَّتَّخِذَ لَهْوًا لَّاتَّخَذْنَاهُ مِن لَّدُنَّا إِن كُنَّا فَاعِلِينَ ﴿۱۷﴾ | كه موږ لوبې او ساتېري غوښتاى (او) دا كار مو كولاى (؛ نو) هرومرو له خپل لوري به مو يو څه غوره کړي واى؛ (۱۷) |
بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ ﴿۱۸﴾ | بلكې موږ باطل په حق ځپوو، چې پوپنا یې کړي؛ نو دا شان باطل تس نس شي او تاسې ته دهغو خبرو له لامله تباهي ده، چې تاسې یې (د الله او د پنځون د موخو په اړه) جوړوئ. (۱۸) |
وَلَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَنْ عِندَهُ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِ وَلَا يَسْتَحْسِرُونَ ﴿۱۹﴾ | او په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي، د الله دي او څوک [= پرښتې] چې له الله سره دي، هېڅكله دهغه له عبادته سرغاړی نه کوي او نه ستړې كېږي. (۱۹) |
يُسَبِّحُونَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لَا يَفْتُرُونَ ﴿۲۰﴾ | شپه و ورځ (بې ځنډه) په تسبیح لګیا وي او نه سستېږي. (۲۰) |
أَمِ اتَّخَذُوا آلِهَةً مِّنَ الْأَرْضِ هُمْ يُنشِرُونَ ﴿۲۱﴾ | يا دوی (داسې) ځمكني معبودان نیولي، چې مړي راژوندي كوي؟ (۲۱) |
لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿۲۲﴾ | كه په دوی (اسمان او ځمكه) كې بې له “الله” (ګڼ) خدايان واى؛ نو هرومرو (د اسمان او ځمكې) د واړو (نظام) ويجاړېده؛ نو الله؛ د عرش پالونكى، له هغه څه پاك دى، چې (ناپوهان) يې وايي! (۲۲) |
لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ ﴿۲۳﴾ | “الله” د خپلو چارو په اړه نه پوښتلېږي؛ خو دوى (= انسانان) پوښتلېږي. (۲۳) |
أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ هَذَا ذِكْرُ مَن مَّعِيَ وَذِكْرُ مَن قَبْلِي بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ الْحَقَّ فَهُم مُّعْرِضُونَ ﴿۲۴﴾ | ايا دوی د الله پر ځای نور معبودان نیولي؟ ووايه: ((دليل مو راوړئ، دا [د شرک نفې] زما د ملګرو خبره ده، او (هم) زما د مخکېنیو خبره ده.))؛ خو ډېر یې حق نه پېژني؛ نوځکه (ترې) مخ اړوونکي دي. (۲۴) |
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ ﴿۲۵﴾ | او موږ تر تا مخكې چې هر استازی لېږلى؛ نو وحې مو ورته كړې چې په حقیقت کې: بې له ما معبود نشته؛ نو يوازې ما ولمانځئ. (۲۵) |
وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمَنُ وَلَدًا سُبْحَانَهُ بَلْ عِبَادٌ مُّكْرَمُونَ ﴿۲۶﴾ | او و يې ويل: ((لوراند (الله) اولاد لري)) هغه (له دې نيمګړتيا) پاك دى؛ بلكې هغوى [= پرښتې] د الله عزتمن بندګان دي؛ (۲۶) |
لَا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ ﴿۲۷﴾ | چې په خبرو كې نه پرې ورمخكې كېږي او یوازې دهغه امر عملي كوي. (۲۷) |
يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى وَهُم مِّنْ خَشْيَتِهِ مُشْفِقُونَ ﴿۲۸﴾ | (الله) د دوی له (نننيو او) سبانيو او تېرو كړنو خبر دى او [پرښتې] يوازې د هغه چا شفاعت كوي، چې الله ترې خوښ وي (چې شفاعت يې وشي) او دهغه (پالونکي) د مقام له برمیاله په ډار کې وي. (۲۸) |
وَمَن يَقُلْ مِنْهُمْ إِنِّي إِلَهٌ مِّن دُونِهِ فَذَلِكَ نَجْزِيهِ جَهَنَّمَ كَذَلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ ﴿۲۹﴾ | او که له دوی (پرښتو) څوك ووايي: ((زه د الله پر ځای معبود يم))؛ نو جهنم يې سزا ده (هو! مشرکو) ظالمانو ته دغسې سزا وركوو. (۲۹) |
أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ ﴿۳۰﴾ | ايا كافران نه پوهېږي، چې اسمانونه او ځمكه سره نښتي ول؛ نو دواړه مو بېل كړل او له اوبو مو هر ژوى پيدا كړ؛ نو ايا [دا پنځګري مو نه مني او] ایمان نه راوړي؟ (۳۰) |
وَجَعَلْنَا فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَن تَمِيدَ بِهِمْ وَجَعَلْنَا فِيهَا فِجَاجًا سُبُلًا لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ ﴿۳۱﴾ | او موږ په ځمکه کې درانه ولاړ غرونه ټکوهل، چې هسې نه (ځمكه) پر دوى [= خلك] وخوځي او پكې مو درې او ارتې لارې جوړې كړې، چې ښايي دوی خپلې لارې ومومي. (۳۱) |
وَجَعَلْنَا السَّمَاء سَقْفًا مَّحْفُوظًا وَهُمْ عَنْ آيَاتِهَا مُعْرِضُونَ ﴿۳۲﴾ | او موږ اسمان يو خوندي چت جوړ كړ؛ خو دوى د الله د نښو (له څېړنې) مخ اړوي. (۳۲) |
وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ ﴿۳۳﴾ | او (الله) هغه (ذات) دى، چې شپه و ورځ او لمر و سپوږمۍ يې پيدا كړل، (چې) هر یو په یوه ګرځندۍ کې لامبو وهي. (۳۳) |
وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِّن قَبْلِكَ الْخُلْدَ أَفَإِن مِّتَّ فَهُمُ الْخَالِدُونَ ﴿۳۴﴾ | او موږ تر تا مخكې (په دنيا كې) کوم بشر ته همېشنى عمر وركړى نه دى (؛ نو هغوی چې ستا مرګ ته انتظار باسي؛) نو كه ته ومرې دوی به تلپاتې وي؟ (۳۴) |
كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ ﴿۳۵﴾ | هر ساکښ د مرګ (د خوند) څكونکى دى او تاسې په شر (بدۍ) او خير (نېكۍ) ازمېيو او په پاى كې يوازې زموږ لوري ته راستنول کېږئ. (۳۵) |
وَإِذَا رَآكَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِن يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَذَا الَّذِي يَذْكُرُ آلِهَتَكُمْ وَهُم بِذِكْرِ الرَّحْمَنِ هُمْ كَافِرُونَ ﴿۳۶﴾ | او چې کله كافران تا وويني؛ نو یوازې ټوکې درپسې کوي (او یو بل ته وايي:) ايا دا هماغه دى، چې ستاسې معبودان (په بدۍ او سپکه) يادوي؟ حال دا دوی خپله د لوراند (الله) له ياده منكر دي (چې په خپله د ټوکو وړ دي) (۳۶) |
خُلِقَ الْإِنسَانُ مِنْ عَجَلٍ سَأُرِيكُمْ آيَاتِي فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ ﴿۳۷﴾ | (د بشر طبیعت داسې دی چې ته وا) انسان تلواري پنځول شوى؛ ژر به خپلې نښې دروښيم؛ نو (په عذاب غوښتو کې) تلوار مه کوئ. (۳۷) |
وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۳۸﴾ | او (کافران) وايي: ((كه رښتيني ياست؛ دا ژمنه (قيامت) به كله وي؟)) (۳۸) |
لَوْ يَعْلَمُ الَّذِينَ كَفَرُوا حِينَ لَا يَكُفُّونَ عَن وُجُوهِهِمُ النَّارَ وَلَا عَن ظُهُورِهِمْ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ ﴿۳۹﴾ | (خو) كه كافرانو هغه وخت انځورولای شو، چې خپل مخونه او شاګانې له اوره بچولای نشي او نه یې لاسنيوى كېږي (؛ نو د قيامت په اړه يې دومره بيړه نه كوله) ! (۳۹) |
بَلْ تَأْتِيهِم بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ ﴿۴۰﴾ | بلکې دوی ته به (وعده او قيامت) ناڅاپي ورشي؛ نو اریان دریان به یې کړي، چې نه يې مخه نيواى شي او نه څه مهلت وركول كېږي. (۴۰) |
وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّن قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِينَ سَخِرُوا مِنْهُم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون ﴿۴۱﴾ | او (كه پر تا ملنډې وهي؛ نو مه خپه كېږه) په يقين تر تا پر مخكېنيو استازیو (هم) ملنډې وهل شوې دي؛ خو په پای کې ملنډې، د ملنډو وهوونکيو د غاړې هار شو. (۴۱) |
قُلْ مَن يَكْلَؤُكُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ مِنَ الرَّحْمَنِ بَلْ هُمْ عَن ذِكْرِ رَبِّهِم مُّعْرِضُونَ ﴿۴۲﴾ | ووايه: ((څوك تاسې شپه و ورځ د لوراند (الله) له (عذابه) ساتي؟!)) هو! دوى د خپل پالونكي له ياده سرغړاندي دي. (۴۲) |
أَمْ لَهُمْ آلِهَةٌ تَمْنَعُهُم مِّن دُونِنَا لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَ أَنفُسِهِمْ وَلَا هُم مِّنَّا يُصْحَبُونَ ﴿۴۳﴾ | يا دوى داسې معبودان لري، چې دوی (زموږ له عذابه) وساتلای شي ؟! (دا جوړ شوي معبودان ان) له ځان سره مرسته نشي كړاى (له نورو سره خو لا څه) او نه زموږ له لوري ورسره (ملاتړ او) ملګرتوب كېږي. (۴۳) |
بَلْ مَتَّعْنَا هَؤُلَاء وَآبَاءهُمْ حَتَّى طَالَ عَلَيْهِمُ الْعُمُرُ أَفَلَا يَرَوْنَ أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا أَفَهُمُ الْغَالِبُونَ ﴿۴۴﴾ | حق دادی، موږ دوى او پلرونه يې (له نعمتونو) برخمن كړل، تردې چې عمرونه يې اوږده شول (او د غرور او سرغړونې لامل يې شو) ايا دوى نه ګوري، چې موږ په ځمكې پسې ورځو او له څنډو (او وسېدونكيو) يې راكموو؟! ايا نو دوى لاسبري دي (که موږ) ؟! (۴۴) |
قُلْ إِنَّمَا أُنذِرُكُم بِالْوَحْيِ وَلَا يَسْمَعُ الصُّمُّ الدُّعَاء إِذَا مَا يُنذَرُونَ ﴿۴۵﴾ | ووايه: ((زه تاسې يوازې په وحې وېروم))؛ خو (ای پېغمبره پوه شه!) څوک چې (د حق له اورېدو) کاڼه دي، چې کله وېرول کېږي، نه اوري. (۴۵) |
وَلَئِن مَّسَّتْهُمْ نَفْحَةٌ مِّنْ عَذَابِ رَبِّكَ لَيَقُولُنَّ يَا وَيْلَنَا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ ﴿۴۶﴾ | او كه ستا د پالونكي د عذاب لږ څه تاو او بړاس ورورسي؛ نو چغې به يې پورته شي: ((چې های زموږ بده بخته! په رښتیا موږ ظالمان[مشرکان] وو.)) (۴۶) |
وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى بِنَا حَاسِبِينَ ﴿۴۷﴾ | او موږ د قيامت پر ورځې د انصاف تلې ږدو؛ نو پر هېچا به په هېڅ ډول ظلم ونشي او كه (کړه وړه يې) د اوري دانې هومره وي، حساب ته یې راوړو او موږ پخپله حسابۍ ته بس يو. (۴۷) |
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى وَهَارُونَ الْفُرْقَانَ وَضِيَاء وَذِكْرًا لِّلْمُتَّقِينَ ﴿۴۸﴾ | او په رښتيا موږ موسى او هارون ته فرقان [= له حقه د باطل بېلوونکى] وركړى و او (كتاب يې) متقیانو ته رڼا او نصحيت و. (۴۸) |
الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِالْغَيْبِ وَهُم مِّنَ السَّاعَةِ مُشْفِقُونَ ﴿۴۹﴾ | (متقیان) هغه كسان (دي) چې په پټه له خپل پالونکي وېرېږي او له قيامته په ډار كې وي. (۴۹) |
وَهَذَا ذِكْرٌ مُّبَارَكٌ أَنزَلْنَاهُ أَفَأَنتُمْ لَهُ مُنكِرُونَ ﴿۵۰﴾ | او دا (قرآن) یو برکتي کتاب دی، چې موږ درلېږلی دی، ایا ترې منکر یاست؟ (۵۰) |
وَلَقَدْ آتَيْنَا إِبْرَاهِيمَ رُشْدَهُ مِن قَبْلُ وَكُنَّا بِه عَالِمِينَ ﴿۵۱﴾ | او په رښتيا موږ لا مخكې ابراهيم ته (اندیزه) وده وركړې وه او په (وړتيا) يې خبر وو. (۵۱) |
إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا هَذِهِ التَّمَاثِيلُ الَّتِي أَنتُمْ لَهَا عَاكِفُونَ ﴿۵۲﴾ | چې كله يې [په نیوکه] خپل پلار (ازر) او خپل قوم ته وويل: ((دا انځورونه څه دي، چې تل يې لمانځنې ته ټینګ ولاړ یاست؟!)) (۵۲) |
قَالُوا وَجَدْنَا آبَاءنَا لَهَا عَابِدِينَ ﴿۵۳﴾ | و یې ويل: ((موږ خپل پلرونه د دوی لمانځونکي موندلي دي.)) (۵۳) |
قَالَ لَقَدْ كُنتُمْ أَنتُمْ وَآبَاؤُكُمْ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿۵۴﴾ | و يې ويل: ((په رښتيا تاسې بېلاري ياست او پلرونه مو هم بېلارې ول!)) (۵۴) |
قَالُوا أَجِئْتَنَا بِالْحَقِّ أَمْ أَنتَ مِنَ اللَّاعِبِينَ ﴿۵۵﴾ | ویې ويل: ((ايا تا موږ ته کومه حق (خبره) راوړې، كه (هسې) ټوکې کوې؟)) (۵۵) |
قَالَ بَل رَّبُّكُمْ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الَّذِي فَطَرَهُنَّ وَأَنَا عَلَى ذَلِكُم مِّنَ الشَّاهِدِينَ ﴿۵۶﴾ | (ابراهيم) وويل: (((هو! حق مې راوړى) ستاسې پالونكى، هماغه د اسمانونو او ځمكې پالونكى دى، چې دا يې پيدا كړي او زه پر دې (واقعيت) له شاهدانو ځنې يم. (۵۶) |
وَتَاللَّهِ لَأَكِيدَنَّ أَصْنَامَكُم بَعْدَ أَن تُوَلُّوا مُدْبِرِينَ ﴿۵۷﴾ | او (په زړه کې يې وويل:) قسم پر الله چې ستاسې په نشتون کې به هرومرو ستاسې د بوتانو (منځه وړو ته) څه نخچه جوړه كړم!)) (۵۷) |
فَجَعَلَهُمْ جُذَاذًا إِلَّا كَبِيرًا لَّهُمْ لَعَلَّهُمْ إِلَيْهِ يَرْجِعُونَ ﴿۵۸﴾ | نو (ابراهیم په يوه مناسب فرصت كې) ټول بوتان ټوټې ټوټې كړل؛ خو لوى بوت يې پرېښود، ښايي دوی ورشي (او و يې پوښتي). (۵۸) |
قَالُوا مَن فَعَلَ هَذَا بِآلِهَتِنَا إِنَّهُ لَمِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۵۹﴾ | (بوت لمانځو) وويل: ((چا زموږ له معبودانو سره دا (کار) كړى په رښتینه کې هغه له ظالمانو دى (او بايد سخته سزا وويني) !)) (۵۹) |
قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ ﴿۶۰﴾ | (ځينو) وويل: ((موږ له يوه زلمي، چې ابراهيم يې بولي، د بوتانو (د مخالفت په اړه) خبره اورېدلې وه.)) (۶۰) |
قَالُوا فَأْتُوا بِهِ عَلَى أَعْيُنِ النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَشْهَدُونَ ﴿۶۱﴾ | (ټولو) وويل: ((نو خلكو ته يې مخامخ کړئ چې ښايي دوی[یې پر ګناه] شاهدي ووايي.)) (۶۱) |
قَالُوا أَأَنتَ فَعَلْتَ هَذَا بِآلِهَتِنَا يَا إِبْرَاهِيمُ ﴿۶۲﴾ | ويې ويل: ((ابراهيمه! تا زموږ له معبودانو سره دا كار كړى دى؟)) (۶۲) |
قَالَ بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِن كَانُوا يَنطِقُونَ ﴿۶۳﴾ | (ابراهيم) وويل: ((بلكې دا كار د دوی لوى بوت كړى كه خبرې كړاى شي؛ ؛ نو ويې پوښتئ.)) (۶۳) |
فَرَجَعُوا إِلَى أَنفُسِهِمْ فَقَالُوا إِنَّكُمْ أَنتُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۶۴﴾ | نو دوی (ددې خبرې په اورېدو) خپل وجدان ته وګرځېدل او(په زړونو كې يې) وويل: ((په رښتینه کې تاسې پخپله ظالمان ياست.)) (۶۴) |
ثُمَّ نُكِسُوا عَلَى رُؤُوسِهِمْ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هَؤُلَاء يَنطِقُونَ ﴿۶۵﴾ | بيا يې ځوړند سرونه نيولي ول (او د وجدان حكم يې بېخي هېر كړ ويې وويل:) ته خو پوهېږې، چې دوى خبرې نه كوي. (۶۵) |
قَالَ أَفَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكُمْ شَيْئًا وَلَا يَضُرُّكُمْ ﴿۶۶﴾ | (ابراهيم) وويل: ((ايا تاسې د “الله” پر ځاى داسې څيزونه لمانځئ، چې نه ګټه دررسوي او نه زيان درنه تمبوي؟! (نه يې ګټې ته هيلمن ياست او نه يې له زيانه وېرېږئ!). (۶۶) |
أُفٍّ لَّكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۶۷﴾ | افسوس پر تاسې او پر هغه څه چې د الله پر ځاى يې لمانځئ! ايا فكر نه كوئ (او عقل نه كاروئ، چې د خپلو كړنو پر ناوړتيا او بدۍ وپوهېږئ)؟!)) (۶۷) |
قَالُوا حَرِّقُوهُ وَانصُرُوا آلِهَتَكُمْ إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ ﴿۶۸﴾ | (بوت لمانځو) وويل: ((كه كوم كار كوئ (؛ نو) و یې سوځوئ او د خپلو معبودانو ملاتړ وكړئ.)) (۶۸) |
قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَى إِبْرَاهِيمَ ﴿۶۹﴾ | (په پاى كې يې په اور كې وغورځاوه؛ خو) موږ وويل: ((اوره! پر ابراهيم سوړ او سلامت (او بې زيانه) شه.)) (۶۹) |
وَأَرَادُوا بِهِ كَيْدًا فَجَعَلْنَاهُمُ الْأَخْسَرِينَ ﴿۷۰﴾ | او دوی غوښتل ابراهيم په دسیسې له منځه يوسي؛ خو موږ دوی پخپله سخت تاواني كړل (او پخپلو كړنو كې بريالي نشول). (۷۰) |
وَنَجَّيْنَاهُ وَلُوطًا إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا لِلْعَالَمِينَ ﴿۷۱﴾ | او موږ دی (ابراهيم) او لوط (د کافرانو له شره) وژغورل او هغه هېواد (شام) ته مو وربوتلل، چې موږ پكې نړيوالو ته بركتونه ايښي ول. (۷۱) |
وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ نَافِلَةً وَكُلًّا جَعَلْنَا صَالِحِينَ ﴿۷۲﴾ | او ده ته موږ پر (زوی) اسحاق سربېره يعقوب (لمسی هم) ورکړ، چې دا ټول مو نېكان كړل. (۷۲) |
وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ ﴿۷۳﴾ | او موږ دوی داسې مشران كړل، چې زموږ په امر يې (خلكو ته) لارښوونه كوله او موږ د ښو چارو د کولو، لمونځ درولو او زکات ورکولو وحې ورته وكړه او يوازې زموږ لمانځونكي ول. (۷۳) |
وَلُوطًا آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْقَرْيَةِ الَّتِي كَانَت تَّعْمَلُ الْخَبَائِثَ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمَ سَوْءٍ فَاسِقِينَ ﴿۷۴﴾ | او لوط (درياد كړه) چې موږ حکمت او پوهه وركړه او له هغې سيمې مو وژغوره، چې (خلكو يې جنسي) ناوړه چارې كولې، په رښتيا دوى بد (چاري) او سرغړاندي ول. (۷۴) |
وَأَدْخَلْنَاهُ فِي رَحْمَتِنَا إِنَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۷۵﴾ | او موږ هغه په خپل رحمت كې ننايست (؛ ځكه) چې له صالحانو ځنې و. (۷۵) |
وَنُوحًا إِذْ نَادَى مِن قَبْلُ فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ ﴿۷۶﴾ | او نوح (درياد كړه) چې (له ابراهیم او لوط) وړاندې یې دعا وکړه؛ نو موږ یې دعا قبوله كړه او دا او د ده كورنۍ مو له ستر کړاوه وژغورله. (۷۶) |
وَنَصَرْنَاهُ مِنَ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمَ سَوْءٍ فَأَغْرَقْنَاهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۷۷﴾ | او موږ د هغه قوم په مقابل كې د ده مرسته وكړه، چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي ول (؛ ځکه) چې دوى بد چاري وو؛ نو ټول مو ډوب كړل. (۷۷) |
وَدَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ إِذْ يَحْكُمَانِ فِي الْحَرْثِ إِذْ نَفَشَتْ فِيهِ غَنَمُ الْقَوْمِ وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شَاهِدِينَ ﴿۷۸﴾ | او داوود او سليمان (درياد كړه) چې كله دوی د هغه كښت په باب پرېكړه كوله، چې د شپې د خلكو بې شپونه رمه پكې څرېدلې وه (او خوړلی یې و) او موږ د دوی پر پرېكړه شاهد وو. (۷۸) |
فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمَانَ وَكُلًّا آتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا وَسَخَّرْنَا مَعَ دَاوُودَ الْجِبَالَ يُسَبِّحْنَ وَالطَّيْرَ وَكُنَّا فَاعِلِينَ ﴿۷۹﴾ | نو موږ سلیمان د پرېکړې پر دود وپوهاوه او دوى هر يوه ته مو د نياو (وړتيا) او پوهه وركړې وه او له داوود سره مو غرونه او مارغان اېل كړي ول، چې (ورسره يې د الله) تسبيح ويله او دا ټول (كارونه) موږ وكړل. (۷۹) |
وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُم مِّن بَأْسِكُمْ فَهَلْ أَنتُمْ شَاكِرُونَ ﴿۸۰﴾ | او موږ هغه ته ستاسې لپاره د داسې پوښاک (زغرې) جوړول ورزده کړي وو، چې تاسې پخپلو جګړو كې (له ګوزارونو) ساتي؛ نو ايا (د الله ددې نعمتونو) منندوى ياست؟ (۸۰) |
وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ عَاصِفَةً تَجْرِي بِأَمْرِهِ إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا وَكُنَّا بِكُلِّ شَيْءٍ عَالِمِينَ ﴿۸۱﴾ | او موږ سلیمان ته توند باد [اېل كړى و]، چې په امر يې د هغه هېواد لوري ته الوت، چې موږ پكې بركتونه ايښي ول او موږ پر هر څه پوه [او وسمن] يو. (۸۱) |
وَمِنَ الشَّيَاطِينِ مَن يَغُوصُونَ لَهُ وَيَعْمَلُونَ عَمَلًا دُونَ ذَلِكَ وَكُنَّا لَهُمْ حَافِظِينَ ﴿۸۲﴾ | او همداراز يو شمېر شيطانانو (چې موږ ورته اېل كړي وو، په سيندو كې) غوپې ورته وهلې او بې له دې يې نورې چارې (هم) کولې او موږ دوى (د سليمان د امر له سرغړونې) ساتل. (۸۲) |
وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ﴿۸۳﴾ | او ايوب (درياد كړه) چې كله يې خپل پالونكى وباله: چې زيان (رنځ اوبدني كړاو) رارسېدلى او ته خورا لورين يې. (۸۳) |
فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَكَشَفْنَا مَا بِهِ مِن ضُرٍّ وَآتَيْنَاهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنْ عِندِنَا وَذِكْرَى لِلْعَابِدِينَ ﴿۸۴﴾ | نو موږ دهغه دعا قبوله كړه او ورپېښ رنځ مو ترې لرې كړ او موږ هغه ته خپله کورنۍ او ورته هومره نور (اولادونه) هم وركړل، چې زموږ له لوري یو رحمت و او عبادت كوونكيو ته يو پند وي! (۸۴) |
وَإِسْمَاعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا الْكِفْلِ كُلٌّ مِّنَ الصَّابِرِينَ ﴿۸۵﴾ | او اسماعيل، ادريس او ذوالكفل (درياد كړه) چې ټول زغمناک ول. (۸۵) |
وَأَدْخَلْنَاهُمْ فِي رَحْمَتِنَا إِنَّهُم مِّنَ الصَّالِحِينَ ﴿۸۶﴾ | او موږ دوى په خپل رحمت كې ننايستل؛ (ځكه) چې دوی له صالحانو ځنې وو. (۸۶) |
وَذَا النُّونِ إِذ ذَّهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ أَن لَّن نَّقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادَى فِي الظُّلُمَاتِ أَن لَّا إِلَهَ إِلَّا أَنتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۸۷﴾ | او ذوالنون [کب والا، يونس] (درياد كړه) چې كله غوسه (له خپل قومه) ولاړ او ګڼله یې چې څه تنګسه به پرې نه ورولو؛ (خو چې کب تېر کړ)؛ نو په تپو تيارو كې يې (راته) غږ كړ: (یا الله!) بې له تا معبود نشته، ته پاك يې! په رښتيا له ظالمانو ځنې وم. (۸۷) |
فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ وَكَذَلِكَ نُنجِي الْمُؤْمِنِينَ ﴿۸۸﴾ | نو موږ دهغه دعا قبوله كړه او له غمه مو وژغوره او مؤمنان همدغسې ژغورو.(۸۸) |
وَزَكَرِيَّا إِذْ نَادَى رَبَّهُ رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ ﴿۸۹﴾ | او زكريا (درياد كړه) چې كله يې خپل پالونكى وباله (او ورته يې وويل:) ((پالونكيه! يوازې مې مه پرېږده (او تكړه زوى راكړه) او ډېر غوره پاتوړی خو ته پخپله يې.)) (۸۹) |
فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَوَهَبْنَا لَهُ يَحْيَى وَأَصْلَحْنَا لَهُ زَوْجَهُ إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ ﴿۹۰﴾ | نو موږ دهغه دعا قبوله كړه او يحيى مو ورکړ او د ده مېرمن مو (چې شنډه وه، دوه ځانۍ ته) ورچمتو كړه؛ ځكه دوى (داسې كورنۍ وه، چې) تل یې د نېكیو په كولو كې بيړه كوله او (د ثواب) په مینه او (له عذابه) په وېره یې بللو او یوازې موږ ته غاړه ایښوونکي ول! (۹۰) |
وَالَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهَا مِن رُّوحِنَا وَجَعَلْنَاهَا وَابْنَهَا آيَةً لِّلْعَالَمِينَ ﴿۹۱﴾ | او هغه ښځه (حضرت مريم بي بي درياده كړه)، چې ځان يې پاكلمنې وساتله؛ نو موږ پكې له خپل روح نه ورپو كړل او دا او زوى یې مو نړيوالو ته ستره نښه كړه. (۹۱) |
إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ ﴿۹۲﴾ | په رښتیا دا (ستر پېغمبران او لارویان یې) ټول یو امت ول او (د یوې موخې لارویان) او زه ستاسې پالونكى يم؛ نو و مې لمانځئ. (۹۲) |
وَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ كُلٌّ إِلَيْنَا رَاجِعُونَ ﴿۹۳﴾ | او (د دوی ځينو ناپوهو لارويانو) په خپلو كې د خپل (دين) كار ټوټې ټوټې كړ؛ خو (په پاى كې) ټول زموږ لوري ته راستنېږي. (۹۳) |
فَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا كُفْرَانَ لِسَعْيِهِ وَإِنَّا لَهُ كَاتِبُونَ ﴿۹۴﴾ | نو څوك چې څه له ښو چارو وكړي او مؤمن (هم) وي؛ نو د هلوځلو بې قدري به يې ونشي او په حقيقت کې موږ يې د کړنو ليکوال يو. (۹۴) |
وَحَرَامٌ عَلَى قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا أَنَّهُمْ لَا يَرْجِعُونَ ﴿۹۵﴾ | او د هغې سيمې پر خلکو (دنيا ته) راستنېدل حرام دي، چې موږ هلاک کړي دي.(۹۵) |
حَتَّى إِذَا فُتِحَتْ يَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَهُم مِّن كُلِّ حَدَبٍ يَنسِلُونَ ﴿۹۶﴾ | تر هغه چې د ياجوجو او ماجوجو (لار) پرانستل شي او له هرې هسكې په بيړه راكوزېږي. (۹۶) |
وَاقْتَرَبَ الْوَعْدُ الْحَقُّ فَإِذَا هِيَ شَاخِصَةٌ أَبْصَارُ الَّذِينَ كَفَرُوا يَا وَيْلَنَا قَدْ كُنَّا فِي غَفْلَةٍ مِّنْ هَذَا بَلْ كُنَّا ظَالِمِينَ ﴿۹۷﴾ | او د حق ژمنه [= قيامت] چې رالنډه شي؛ نو یو دم به د كافرانو سترګې له ډاره ټېغې ووځي (وايي:) پر موږ دې افسوس وي، چې له دې (ورځې) ناخبره وو، موږ (بیخي) ظالمان وو! (۹۷) |
إِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنتُمْ لَهَا وَارِدُونَ ﴿۹۸﴾ | په حقيقت كې تاسې او څه مو چې د الله پر ځاى لمانځل، د جهنم سونګتوکي او ټول هماغلته ورننووتونکي ياست. (۹۸) |
لَوْ كَانَ هَؤُلَاء آلِهَةً مَّا وَرَدُوهَا وَكُلٌّ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۹۹﴾ | كه دوى (په رښتيا) معبودان واى؛ نو جهنم ته به نه وو تللي او حال دا ټول پكې تلمېشت دي. (۹۹) |
لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌ وَهُمْ فِيهَا لَا يَسْمَعُونَ ﴿۱۰۰﴾ | په جهنم کې د دوی برخه کوکارې او زګېروې دي، دوی بل غږ نه اوري. (۱۰۰) |
إِنَّ الَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُم مِّنَّا الْحُسْنَى أُوْلَئِكَ عَنْهَا مُبْعَدُونَ ﴿۱۰۱﴾ | (خو) په رښتیا هغوى [= صالحو مؤمنانو] ته چې له مخكې زموږ ژمنه وركړه شوې ده، [له دوزخه] لرې ساتل كېږي. (۱۰۱) |
لَا يَسْمَعُونَ حَسِيسَهَا وَهُمْ فِي مَا اشْتَهَتْ أَنفُسُهُمْ خَالِدُونَ ﴿۱۰۲﴾ | دوى د دوزخ د اور غږ نه اوري او دوی به د خپلې خوښې نعمتونو په منځ کې تلمېشتي وي. (۱۰۲) |
لَا يَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْأَكْبَرُ وَتَتَلَقَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ هَذَا يَوْمُكُمُ الَّذِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ ﴿۱۰۳﴾ | دوی (هغه) لویه وېره نه غمجنوي او پرښتې ښه راغلاست ورته وايي (او ورته وايي:) ((دا هماغه ورځ ده، چې (په دنيا کې) يې ژمنه درسره كېده.)) (۱۰۳) |
يَوْمَ نَطْوِي السَّمَاء كَطَيِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْقٍ نُّعِيدُهُ وَعْدًا عَلَيْنَا إِنَّا كُنَّا فَاعِلِينَ ﴿۱۰۴﴾ | پر هغه ورځ چې اسمان داسې راونغاړو؛ لكه د لیکل شویو پاڼو نغاړل، څنګه چې ړومبی ځل پنځونه مو پيل كړې وه، هماغسې به بيا وكړو. دا پرموږ يوه ژمنه ده، چې هرومرو یې كوونكي يوو. (۱۰۴) |
وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ ﴿۱۰۵﴾ | او په حقيقت كې موږ په “زبور” كې تر تورات روسته ليكلي: ((زما صالح بندګان به د ځمكې (د واکمنۍ) پاتوړي شي.)) (۱۰۵) |
إِنَّ فِي هَذَا لَبَلَاغًا لِّقَوْمٍ عَابِدِينَ ﴿۱۰۶﴾ | په رښتيا په دې خبره كې الله لمانځو ته پوره خبرتیا ده. (۱۰۶) |
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ ﴿۱۰۷﴾ | او موږ ته نړيوالو ته رحمت لېږلى يې. (۱۰۷) |
قُلْ إِنَّمَا يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ ﴿۱۰۸﴾ | ووايه: ((يوازېنی څيز چې راته وحې كېږي دادى چې ستاسې معبود ايكي يو معبود دى؛ نو ايا مسلمانېږئ (او له بوتپالنې رااوړئ) )) (۱۰۸) |
فَإِن تَوَلَّوْا فَقُلْ آذَنتُكُمْ عَلَى سَوَاء وَإِنْ أَدْرِي أَقَرِيبٌ أَم بَعِيدٌ مَّا تُوعَدُونَ ﴿۱۰۹﴾ | نو كه مخ واړوي؛ نو ورته ووايه: ما خپله خبره پوره درورسوله او نه پوهېږم، د (الهي عذاب) ژمنه چې دركول كېږي، نژدې ده که لرې؟ (۱۰۹) |
إِنَّهُ يَعْلَمُ الْجَهْرَ مِنَ الْقَوْلِ وَيَعْلَمُ مَا تَكْتُمُونَ ﴿۱۱۰﴾ | په حقيقت کې هغه په څرګندې وینا هم پوهېږي او په هغه څه (هم) پوهېږي، چې تاسې يې پټوئ. (۱۱۰) |
وَإِنْ أَدْرِي لَعَلَّهُ فِتْنَةٌ لَّكُمْ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ ﴿۱۱۱﴾ | او نه پوهېږم، ښايي دا (د عذاب ځنډېدل) تاسې ته ازمېښت وي او تر يوې ټاكلې مودې برخمنېدل. (۱۱۱) |
قَالَ رَبِّ احْكُم بِالْحَقِّ وَرَبُّنَا الرَّحْمَنُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ ﴿۱۱۲﴾ | (او پېغمبر) وويل: ((پالونكيه! (ته پخپله) په رښتونې پرېكړه وكړه (او دې سرغړوونكيو ته سزا وركړه) او ستا پالونكى لوراند (الله) دى، چې ستاسې د (ناروا) ويناوو په مقابل كې مرسته ترې غوښتل کېداى شي.)) (۱۱۲) |
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- پشتو ترجمه قرآن مجید
- پشتو ترجمه قران کریم
- پښتو ترجمه قرآن کریم
- پښتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ژباړه قرآن کریم
- پښتو ژباړه قرآن مجید
- پښتو مکمله ترجمه قرآن کریم
- په پښتو ژبه د قران کریم ترجمه او تفسیر
- د قرآن پښتو ژباړه
- د قرآن کریم پښتو ژباړه
- د قرآن کریم ترجمه او تفسیر په پښتو کې
- د قرآن کریم ترجمه په پښتو کې
- قرآن کریم پشتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ژباړه
- قرآن مجید پشتو ترجمه
- قرآن مجید پشتو ژباړه
- قران کریم پشتو ترجمه
- قران کریم پښتو ژباړه
- قران کریم ترجمه او تفسیر په پښتو
- مکمله ترجمه پښتو قرآن کریم
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
تازه ترین خبرونه
×
ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.