بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه حم ﴿۱﴾ حا، ميم . (۱) وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۲﴾ پر څرګندوى كتاب (قرآن) قسم! (۲) إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ ﴿۳﴾ په یقین چې موږ دا په یوې بركتناكې شپې كې نازل کړې؛ په رښتینه کې موږ تل ننګوونکي وو. […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين الله په نامه | |
حم ﴿۱﴾ | حا، ميم . (۱) | |
وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۲﴾ | پر څرګندوى كتاب (قرآن) قسم! (۲) | |
إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ ﴿۳﴾ | په یقین چې موږ دا په یوې بركتناكې شپې كې نازل کړې؛ په رښتینه کې موږ تل ننګوونکي وو. (۳) | |
فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ ﴿۴﴾ | پر هغه (شپه) هر ډول چارې د (الهي) حكمت له مخې سنبال او بېلېږي؛ (۴) | |
أَمْرًا مِّنْ عِندِنَا إِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ ﴿۵﴾ | (هو ! د قرآن د نازلېدو) امر زموږ له لوري و؛(ځکه)چې موږ [د پېغمبرانو] لېږونکي وو. (۵) | |
رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۶﴾ | (او دا) ستا د پالونكي له لوري لورنه ده،چې په حقيقت كې يوازې هغه اورېدونكى (او) پوه دى . (۶) | |
رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا إِن كُنتُم مُّوقِنِينَ ﴿۷﴾ | که باوري ياست، د اسمانونو او ځمكې او د هغو څيزونو پالونكى دى، چې د دواړو ترمنځ دي. (۷) | |
لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ رَبُّكُمْ وَرَبُّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ ﴿۸﴾ | بې له ده معبود نشته، ژوندي کول كوي او مړه کول كوي، ستاسې پالونكى او ستاسې د نيکونو پالونكى دى . (۸) | |
بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ يَلْعَبُونَ ﴿۹﴾ | بلکې دوى شكمن دي (او له حقايقو سره) لوبې كوي . (۹) | |
فَارْتَقِبْ يَوْمَ تَأْتِي السَّمَاء بِدُخَانٍ مُّبِينٍ ﴿۱۰﴾ | نو دهغې ورځې څارو وسه، چې اسمان شنه لوخړه شي . (۱۰) | |
يَغْشَى النَّاسَ هَذَا عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۱﴾ | چې خلك به راونغاړي، دا دردناك عذاب دى! (۱۱) | |
رَبَّنَا اكْشِفْ عَنَّا الْعَذَابَ إِنَّا مُؤْمِنُونَ ﴿۱۲﴾ | (وايي:) پالونكيه! عذاب رانه لرې كړه،چې (دادى) مؤمنان يو. (۱۲) | |
أَنَّى لَهُمُ الذِّكْرَى وَقَدْ جَاءهُمْ رَسُولٌ مُّبِينٌ ﴿۱۳﴾ | (د عذاب تر راكېوتو روسته) اوس چېرې دوی ته پند اخستل ګټه رسوي، حال دا له (معجزو سره) څرګندوى استازى ورته راغى.( او پند يې وانخست) (۱۳) | |
ثُمَّ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَقَالُوا مُعَلَّمٌ مَّجْنُونٌ ﴿۱۴﴾ | بيا دوی مخ ترې واړاوه او ويې ويل: ((یو پوهولی لېونى دى.)) (۱۴) | |
إِنَّا كَاشِفُو الْعَذَابِ قَلِيلًا إِنَّكُمْ عَائِدُونَ ﴿۱۵﴾ | [ومو ویل] عذاب لږه (موده درنه) ایسته كوو؛خو (بیا خپل کفر ته) ورګرځئ. (۱۵) | |
يَوْمَ نَبْطِشُ الْبَطْشَةَ الْكُبْرَى إِنَّا مُنتَقِمُونَ ﴿۱۶﴾ | ( غچ ترې اخلو) پر هغه ورځ، چې لويه او سخته نيونه وکړو، هو! موږ څارنوال يو. (۱۶) | |
وَلَقَدْ فَتَنَّا قَبْلَهُمْ قَوْمَ فِرْعَوْنَ وَجَاءهُمْ رَسُولٌ كَرِيمٌ ﴿۱۷﴾ | او په يقين موږ تر دوی مخكې د فرعون قوم ازمېيلى و او یو عزتمن استازى ورغى، (۱۷) | |
أَنْ أَدُّوا إِلَيَّ عِبَادَ اللَّهِ إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۸﴾ | (او ورته يې وويل): د الله بندګان راوسپارئ؛ځكه زه درته امين استازى يم؛ (۱۸) | |
وَأَنْ لَّا تَعْلُوا عَلَى اللَّهِ إِنِّي آتِيكُم بِسُلْطَانٍ مُّبِينٍ ﴿۱۹﴾ | او داچې د الله په مقابل کې لویي مه کوئ، بېشکه چې ما تاسې ته څرګند دليل راوړى دى. (۱۹) | |
وَإِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُمْ أَن تَرْجُمُونِ ﴿۲۰﴾ | او (له دې) چې ما (تورن کړئ او) په ډبرو وولئ (؛ نو) په حقيقت كې زه خپل پالونكي او ستاسې پالونكي ته پناه وروړم. (۲۰) | |
وَإِنْ لَّمْ تُؤْمِنُوا لِي فَاعْتَزِلُونِ ﴿۲۱﴾ | او كه پر ما ايمان نه راوړئ؛ نو رانه په څنګ شئ (او د خلكو د ايمان راوړو مخه مه نيسئ). (۲۱) | |
فَدَعَا رَبَّهُ أَنَّ هَؤُلَاء قَوْمٌ مُّجْرِمُونَ ﴿۲۲﴾ | نو (دا يو نصيحت یې هم ونه مانه) خپل پالونكي ته يې دعا وکړه، چې:(( دا خلك ګناهګاران دي.)) (۲۲) | |
فَأَسْرِ بِعِبَادِي لَيْلًا إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ ﴿۲۳﴾ | نو (امر ورته وشو:) زما بندګان د شپې شپې درسره بوځه؛ځكه پلټل کېږئ. (۲۳) | |
وَاتْرُكْ الْبَحْرَ رَهْوًا إِنَّهُمْ جُندٌ مُّغْرَقُونَ ﴿۲۴﴾ | او (چې له سينده تېر شوې؛ نو) سيند [په خپل حال ولاړ او] پرانستى پرېږده؛(ځکه) چې دوى یو ډوبېدونکى لښكر دى. (۲۴) | |
كَمْ تَرَكُوا مِن جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۲۵﴾ | (په پاى كې ټول پوپناه شول او) څومره ډېر باغونه او چينې يې پرېښوولې، (۲۵) | |
وَزُرُوعٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ ﴿۲۶﴾ | او كښتونه او ښكلي ماڼۍ، (۲۶) | |
وَنَعْمَةٍ كَانُوا فِيهَا فَاكِهِينَ ﴿۲۷﴾ | او نور ډېر پرېمانه نعمتونه،چې دوى چړچې پکې کولې! (۲۷) | |
كَذَلِكَ وَأَوْرَثْنَاهَا قَوْمًا آخَرِينَ ﴿۲۸﴾ | (قيصه يې!) دغسې وه او موږ د دوی (شتمني او واکمني) بل قوم ته په ميراث ورکړل. (۲۸) | |
فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاء وَالْأَرْضُ وَمَا كَانُوا مُنظَرِينَ ﴿۲۹﴾ | نو اسمان او ځمكې پرې ونه ژړل او مهلت ورنه كړاى شو. (۲۹) | |
وَلَقَدْ نَجَّيْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنَ الْعَذَابِ الْمُهِينِ ﴿۳۰﴾ | او په يقين موږ بني اسراييل له سپکوونكي عذابه وژغورل؛ (۳۰) | |
مِن فِرْعَوْنَ إِنَّهُ كَانَ عَالِيًا مِّنَ الْمُسْرِفِينَ ﴿۳۱﴾ | د فرعون (له لاسه)،چې كبرجن او له پولو وراوښتو ځنې و. (۳۱) | |
وَلَقَدِ اخْتَرْنَاهُمْ عَلَى عِلْمٍ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۳۲﴾ | او په يقين موږ دوی [بني اسراییلو] د پوهې له مخې (د خپلې زمانې) پر خلکو غوره كړل . (۳۲) | |
وَآتَيْنَاهُم مِّنَ الْآيَاتِ مَا فِيهِ بَلَاء مُّبِينٌ ﴿۳۳﴾ | او موږ (د خپل قدرت) نښې وركړې، چې پكې څرګنده ازمېينه وه (؛خو ناشكري يې وكړه او په سزا ورسېدل). (۳۳) | |
إِنَّ هَؤُلَاء لَيَقُولُونَ ﴿۳۴﴾ | بېشكه دوى [= مشركان ] وايي : (۳۴) | |
إِنْ هِيَ إِلَّا مَوْتَتُنَا الْأُولَى وَمَا نَحْنُ بِمُنشَرِينَ ﴿۳۵﴾ | (( دغه مړينه زموږ يوازې لومړۍ [او روستۍ] مړينه ده (چې همدا د چارو پاى ده) او بل ځل نه راژوندي کېږو؛ (۳۵) | |
فَأْتُوا بِآبَائِنَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۳۶﴾ | نو كه رښتيني ياست زموږ پلرونه (راژوندي كړئ او) راولئ (چې شاهدي ووايي)!)) (۳۶) | |
أَهُمْ خَيْرٌ أَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ أَهْلَكْنَاهُمْ إِنَّهُمْ كَانُوا مُجْرِمِينَ ﴿۳۷﴾ | ايا دوى غوره دي يا د ((تبع)) قوم (=د يمن پاچا) او هغوی چې ترې مخكې وو؟! موږ دوی هلاك كړل؛ (ځكه) چې دوى ګناهګاران وو ( نو ولې دوی عبرت نه اخلي) . (۳۷) | |
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ ﴿۳۸﴾ | او موږ اسمانونه او ځمكه او د دواړو ترمنځ څيزونه (بې موخې او) لوبو ته پيدا كړي نه دي . (۳۸) | |
مَا خَلَقْنَاهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۹﴾ | موږ دا دواړه یوې رښتینې موخې ته پنځولي؛ خو ډېر یې نه پوهېږي. (۳۹) | |
إِنَّ يَوْمَ الْفَصْلِ مِيقَاتُهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۴۰﴾ | په حقيقت كې د دوى ټولو ژمنځاى (له حقه د باطل) د بېلتون ورځ ده؛ (۴۰) | |
يَوْمَ لَا يُغْنِي مَوْلًى عَن مَّوْلًى شَيْئًا وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ ﴿۴۱﴾ | هغه ورځ چې يو دوست به له بل دوسته ملاتړ ونکړاى شي او نه مرسته ورسره کېداى شي؛ (۴۱) | |
إِلَّا مَن رَّحِمَ اللَّهُ إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۴۲﴾ | خو بې له هغه چې الله پرې لورېدلى وي؛(ځكه) چې يوازې هغه بریمن لورين دى . (۴۲) | |
إِنَّ شَجَرَةَ الزَّقُّومِ ﴿۴۳﴾ | هو ! د زقوم (کرکجنه) ونه، (چې د جهنم په تل کې راټوکېږي)، (۴۳) | |
طَعَامُ الْأَثِيمِ ﴿۴۴﴾ | د ګناهګارانو خواړه دي؛ (۴۴) | |
كَالْمُهْلِ يَغْلِي فِي الْبُطُونِ ﴿۴۵﴾ | لکه تور بوی ناک تېل چې په نس کې خوټېږي (۴۵) | |
كَغَلْيِ الْحَمِيمِ ﴿۴۶﴾ | لكه د ايشېدلو اوبو خوټېدل! (۴۶) | |
خُذُوهُ فَاعْتِلُوهُ إِلَى سَوَاء الْجَحِيمِ ﴿۴۷﴾ | (د دوزخ مامورينو ته ويل کېږي : ) ويې نيسئ او د جهنم منځ ته يې راکاږي! (۴۷) | |
ثُمَّ صُبُّوا فَوْقَ رَأْسِهِ مِنْ عَذَابِ الْحَمِيمِ ﴿۴۸﴾ | بيا يې پر سر د خوټېدلو اوبو عذاب ورواړوئ! (۴۸) | |
ذُقْ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْكَرِيمُ ﴿۴۹﴾ | (ورته ويل کېږي : ) وڅكه چې (پخپل ګومان) ډېر ځواكمن او عزتمن وې! (۴۹) | |
إِنَّ هَذَا مَا كُنتُم بِهِ تَمْتَرُونَ ﴿۵۰﴾ | په رښتینه كې دا هماغه څه دي،چې تاسې پکې تل شكمن وئ . (۵۰) | |
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي مَقَامٍ أَمِينٍ ﴿۵۱﴾ | په رښتيا متقیان په یو ډاډمن ځاى كې دي؛ (۵۱) | |
فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۵۲﴾ | په باغونو او چينو کې؛ (۵۲) | |
يَلْبَسُونَ مِن سُندُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُّتَقَابِلِينَ ﴿۵۳﴾ | وریښمنې نرۍ او پرېړې جامې به یې اغوستي (او) يو بل ته به مخامخ (ناست) وي . (۵۳) | |
كَذَلِكَ وَزَوَّجْنَاهُم بِحُورٍ عِينٍ ﴿۵۴﴾ | (هو) جنتيان دغسې دي او “حورالعين” [= تکې سپينې او ښکلې غټ سترګې) به ورواده كړو. (۵۴) | |
يَدْعُونَ فِيهَا بِكُلِّ فَاكِهَةٍ آمِنِينَ ﴿۵۵﴾ | په دې (جنت) کې په ډاډېنه هر ډول مېوې غواړي، (۵۵) | |
لَا يَذُوقُونَ فِيهَا الْمَوْتَ إِلَّا الْمَوْتَةَ الْأُولَى وَوَقَاهُمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ ﴿۵۶﴾ | په جنت کې به بې له لومړي مرګه (چې په دنيا كې مړه شوي ول)، (بل) مرګ ونه څكي او (الله) دوی د دوزخ له عذابه ساتلي دي؛ (۵۶) | |
فَضْلًا مِّن رَّبِّكَ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۵۷﴾ | (دا) ستا د پالونكي له لوري یوه ورکړه ده، همدا ستره بريا ده. (۵۷) | |
فَإِنَّمَا يَسَّرْنَاهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿۵۸﴾ | نو په حقيقت كې موږ دا (= قرآن) ستا په ژبه اسان كړى، چې ښايي دوی پند واخلي. (۵۸) | |
فَارْتَقِبْ إِنَّهُم مُّرْتَقِبُونَ ﴿۵۹﴾ | (خو كه و يې نه مانه)؛ نو پر تمه وسه، چې دوى (هم) پر تمه دي (ته الهي برياوو ته څارو يې او دوى عذاب او ماتې ته)! (۵۹) |
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- پشتو ترجمه قرآن مجید
- پشتو ترجمه قران کریم
- پښتو ترجمه قرآن کریم
- پښتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ژباړه قرآن کریم
- پښتو ژباړه قرآن مجید
- پښتو مکمله ترجمه قرآن کریم
- په پښتو ژبه د قران کریم ترجمه او تفسیر
- د قرآن پښتو ژباړه
- د قرآن کریم پښتو ژباړه
- د قرآن کریم ترجمه او تفسیر په پښتو کې
- د قرآن کریم ترجمه په پښتو کې
- قرآن کریم پشتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ژباړه
- قرآن مجید پشتو ترجمه
- قرآن مجید پشتو ژباړه
- قران په پشتو کې
- قران کریم پشتو ترجمه
- قران کریم پښتو ژباړه
- قران کریم په پښتو کې
- قران کریم ترجمه او تفسیر په پښتو
- مکمله ترجمه پښتو قرآن کریم
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
تازه ترین خبرونه
ډېر لوستل شوي مطالب
×
ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.