تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه د سورة الذاريات د منتخبو آیتونو شرح د ذاريات سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه پر پينځو برخو ويشل کېږي : ١- معاد چې د سورت يوه مهمه برخه ورپورې ځانګړې ده. ٢- توحيد او په هستۍ کې د خداى نښې. ٣- د ابراهيم […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

د سورة الذاريات د منتخبو آیتونو شرح

د ذاريات سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه پر پينځو برخو ويشل کېږي : ١- معاد چې د سورت يوه مهمه برخه ورپورې ځانګړې ده. ٢- توحيد او په هستۍ کې د خداى نښې. ٣- د ابراهيم د مېلمنو پرښتو داستان او د لوط قوم د کليو ځپنې ته ګومارل شوې وې. ٤- د موسى (ع)،د عاد او ثمود قومونواو د نوح (ع) قوم ته لنډه اشاره . ٥- له تېرو پېغمبرانو سره د ځېلي اقوامو مبارزه او د اسلام پېغمبر(ص) ته ډاډېنه ورکول،چې د سرسختو مخالفانو پر وړاندې ولاړ و او زغم ته يې وربلنه ( نمونه، 22: 303 مخ.)

وَالذَّارِيَاتِ ذَرْوًا ﴿۱﴾ = پر هغو بادونو قسم، چې (ورېځې او دوړې) الوزوي!

فَالْحَامِلَاتِ وِقْرًا ﴿۲﴾ = او د درانه بار پر راپورته کوونکيو وريځو قسم!

فَالْجَارِيَاتِ يُسْرًا ﴿۳﴾ = او پر بېړيو قسم، چې په اسانۍ روانې دي!

فَالْمُقَسِّمَاتِ أَمْرًا ﴿۴﴾= او (پر پرښتو قسم، چې) كار (و نه) اېشي!

 1 تر 4_ د آيتونو د قسمونو څرګندنه: په دې آيتونو كې څو پرله پسې سوګندونه راغلي، چې پر يو مطلب ټينګار كوي، چې دا مطلب د انسانانو كړنو ته د بدلې وركول دي. په لومړي آيت كې ((پر هغو بادونو قسم خوړل شوى، چې ورېځې په خوځون راولي او د ځمكې پر مخ دوړې او تخمونه خپروي)) او په ورپسې آيت كې ((پر هغو ورېځو قسم خوړل شوى، چې د باران دروند پېټى وړي)) بيا پر ((هغو بېړيو قسم خوړل شوى، چې په اسانۍ خوځي)) او په څلورم آيت كې پر ((هغو پرښتو قسم خوړل شوى، چې چار یې د خداى د امرونو منل دى او امرونه يې په خپلو كې د مقامونو او دندو په پامنيوي ويشي)). هو! په پنځون او د هستۍ په تدبير كې د خداى حكم يو دى؛ خو چې كله دا حكم هغه پرښتې تر لاسه كوي، چې بېلابېلې دندې لري؛ نو ويشل كېږي او دا ويش تر هغې دوام مومي، چې هغو پرښتو ته ورسي، چې په هستۍ كې د جزيي پېښو د رادبرېدو مامورينې دي. په دې توګه، د هستۍ پر تدبير ولاړ الهي فرمان پرښتو ته وررسي او هره يوه د همدې فرمان له مخې، خپله دنده تر سره كوي او د هستۍ د يوې برخې په تدبير بوختېږي؛ لكه چې ګورئ، دا څلور ګوني آيتونه ټولې هستۍ ته اشاره كوي؛ ځكه هم يې د وچو چارو د تدبير بېلګه ياده كړې، چې هماغه ((په خوځون راوړونكي بادونه دي)) او هم يې په لمدو پورې د اړوند تدابيرو يوه بېلګه راوړې، چې هماغه ((بېړۍ، چې په اسانۍ خوځي)) او هم يې په فضا پورې د اړوند تدبير يوه بېلګه راوړې، چې هماغه ((باران زېږي ورېځې دي)) او د هستۍ نورو چارو ته يې هم په دې عبارت اشاره كړې ((هغه پرښتې، چې د مدبر وزلې او د چارو وېښوونكې دي))؛ نو دا څلور ګوني آيتونه وايي: ((پر ټولو هغو وزلو قسم خورم، چې د هستۍ د تدبير چارې پرې ترسره كېږي، چې د څه ژمنه درسره شوې، رښتيا ده او د كړنو سزا هرومرو واقع كېدونكې ده)). له شيعه او سني په راغليو رواياتو كې روایت شوى، چې ددې آيتونو تفسير، چې په كومه بڼه وويل شو، له علي (ك) روایت شوى دى[1].

وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الْحُبُكِ ﴿۷﴾ = او په ستوريو پسولل شوي او له لارو پر ډک اسمان قسم.

7_ د اسمان لارې، بڼې او ښكلا: ((حُبُك)) ته ډېرې ماناوې ويل شوي؛ لكه د بادونو له لامله، چې د بېديا په شګو، د اوبو پرمخ يا د اسمان په وريځو كې، چې كومې لارې او بڼې رادبرېږي. غونجو وېښتانو ته هم ويل كېږي، كله يې ښكلا هم ورته ويلې ده او كله يې انډوله بڼه هم؛ خو په آر كې د ټينګولو او تړلو پر مانا ده. په نظر رسي، چې دا ټولې ماناوې يوې مانا ته ورستنېږي او هغه، هغه ښكلې لارې او بڼې دي، چې په څپو، د اسمان په ورېځو، د بېديا په شګو او د سر په وېښتانو كې پيدا كېږي؛ خو پر اسمان يې د تطبيق مانا، يا د ستوريو د كتلو د بېلابېلو ډولونو او فلكي بڼو په پار ده يا د هغو زړه پوریو څپو په پار ده، چې په اسماني ورېځو كې راپيدا كېږي او كله دومره ښكلې وي، چې په مودو مودو یې سترګې ځان ته را اړولې وي يا د ستوريځو ستر كتلې دي، چې د غونجو وېښتانو په څېر د اسمان پر مخ راښكاره كېږي. ستورپوهانو، چې په تلسكوپونو له دې ستورليڅونو كوم انځورونه اخستي، كټ مټ د غونچو وېښتانو په څېر دي؛ نو ددې وينا له مخې، قرآن پر اسمان او دې سترو سترو لېڅونو (چې پر هغه ورځ لا د بشر سترګې پرې لوېدلې نه وې) قسم يادوي. دې ته په پامنيوي، چې دا ماناوې يو له بل سره په ټكر كې نه دي؛ شونې ده، چې دا ټولې په يو قسم كې راغونډې شوې وي. د ((مؤمنون سورت په_17 آيت)) كې لولو: ((موږ ستاسې له پاسه اوه لارې جوړې كړې دي))، چې د اسمانونو، كراتو، ستورلېڅونو او ډول ډول عوالمو، رنګارنګۍ، تنوع او كثرت ته اشاره وي. دا ټكى هم پاموړ دى، چې شونې ده ((حبك)) د اسمانونو ټينګښت او يو له بل سره د كراتو ټينګ پيوند (؛لكه په لمريز غونډال كې، چې سيارې له لمر سره ټينګ تړاو لري) ته اشاره وي[2].

وَفِي السَّمَاءِ رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ ﴿۲۲﴾ = او ستاسې ((روزي)) او څه چې ژمنه يې درسره کېږي، په اسمان كې دي.

فَوَرَبِّ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ إِنَّهُ لَحَقٌّ مِثْلَ مَا أَنَّكُمْ تَنْطِقُونَ ﴿۲۳﴾ = نو د اسمان او ځمكې پر پالونكي قسم، بېشكه دا (مطالب) داسې حق (او واقعيت) دى؛ لكه چې تاسې غږېږئ!

22 او 23_ روزي مو په اسمان كې ده: په ځينو آيتونو او رواياتو كې راغلي، چې د هر خځنده روزي د خداى پر غاړه ده او خداى يې كفيل دى. اوس دا پوښتنه راولاړېږي، كه داسې وي؛ نو د يوې ټولنې د وټیز اکر – اقتصادي وضع ښه والي ته كړلارې جوړونې او د روزۍ تر لاسه كولو ته هڅه څه مفهوم لري؟ نورو آيتونو او رواياتو ته په پامنيوي، چې دا ټول يو د بل په څنګ كې كېدو، ددې پوښتنې ځواب څرګندېږي، چې د خداى له لوري د روزۍ له تضمينه مراد د لارو چارو چمتو كېدل دي؛ داسې لارې چارې، چې څه د انسان له وجوده بهر او څه د انسان په وجود كې دي، كه دا دواړه لاسونه يو كړي؛ نو انسان له روزۍ خپله برخه مومي. دا ټكى مو هېر نه وي، خداى ددې لپاره، چې خلك د وزلو او اسبابو په نړۍ كې ورك نشي او روزي يوازې د خپلو هڅو پايله ونه ګڼي؛ نو كله داسې خلكو ته روزي ور رسوي، چې دومره هڅه یې كړې نه ده او كله له هغوى روزي اخلي، چې هڅاند او زياركښ دي، چې څرګنده شي ددې غونډال – نظام تر شا يو بل ځواك واكمن دى؛ خو كه د ټولو روزي تضمين وي؛ نو ولې ځينې وږي دي؟ په ځواب كې يې دې ټكيو ته پام وكړئ: 1_ د روزۍ تامين او تضمين په دې مانا نه ده، چې عاقل او باشعور انسان ته يې چمتو كړي كور ته يې ورولېږي يا يې په خوله كې ورمړۍ كړي؛ بلكې لارې چارې چمتو شوي او د انسان هڅې يې ورسېدو ته يو شرط دى. 2_ كه انسانانو په تېر او اوس كې د نورو حقوق غصب كړي وي؛ نو د خداى له لوري يې د روزۍ په نه تضمين او تامين دليل نه دي. 3_ په همدې خاورينه كره كې د انسانانو خوړو ته ډېرې سرچينې شته، چې بايد په ځيركۍ او پوهې يې راوسپړي او و يې كاروي او كه انسان په دې هكله ناغېړي وكړي؛ نو پخپله پړ دى. 4_ په رواياتو كې، ځينې چارې د روزۍ د پراخۍ لامل ښوول شوي دي؛ لكه: زړه سوى، د كور، لوښو او بدن پاكوالى، له مسلمانو روڼو سره ښه چلن، ګهيځ د وخته په خپل كار پسې وتل، د نعمت شكر، د حرص پرېښوول، د دروغو له قسم خوړو ډډه كول، له ګناهونو توبه كاږل او بښنه غوښتل، په چارو كې ښه نيت، له ګاونډيانو سره نېكي كول او خداى ته پاملرنه درلودل. ددې هر يو چار اغېز د ټولنې په رغنده جوړونې او د وټیزو موخو په پرمختګ او د روزۍ په زياتوالي كې څرګند دى.( پيام قرآن، 2: 356 مخ)

وَالسَّمَاءَ بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ ﴿۴۷﴾ = او اسمان مو په (خپل) قدرت سره جوړ كړى او تل يې پراخوو.

 47_ د اسمانونو پرله پسې پراخي: ځينو مفسرانو، دا پراخي د رزق پراخي مانا كړې، چې خداى یې په باران پر بندګانو لوروي، ځينو له هر پلوه د رزق پراخي مانا كړې او ځينو د خداى پر مړه خواتوب مانا كړې ده؛ ځكه زېرمې يې دومره پراخ دي، چې مخلوقاتو ته د رزق په وركړه پاى نه مومي او كمېږي نه؛ خو په مخكې غونډله كې د اسمانونو د پنځون موضوع ته په پامنيوي او هم كه ((د نړۍ د پراخۍ)) په هكله په حسي مشاهداتو د پوهانو روستۍ رابرسېرونې په پام كې ونيسو؛ نو آيت داسې مانا كولاى شو، چې خداى اسمانونه پيدا كړي او تل يې پراخوي. نننى علم وايي: ځمكه د اسماني موادو د جذب له لامله سوكه سوكه درنېږي او اسمانونه هم پراخېږي؛ په دې بڼه كوم ستوري، چې په يو ستورليځ كې پراته دي، په بېړه د ستورليځ له مركزه لرې كېږي. پاموړ داچې د ((وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ)) (موږ پراخوونكي يو) تعبير ښيي، چې تل دا پراخي شته او همدغسې دوام لري او دا كټ مټ هماغه څه دي، چې نن پوهانو تر لاسه كړي، چې ټول اسماني كرات او ستورليځونه (په ډېر زيات مخصوص وزن) په يوه مركز كې راغونډ ول، بيا پكې ستره چاودنه وشوه او ورپسې د نړۍ اجزاوې خپرې ورې شوې او د كراتو په ډول رامنځته شوې، چې په بېړه د شاتګ او پراختيا په حال كې دي. (نمونه، ۲۲/ ۳۷۳ مخ)

وَمِنْ كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۴۹﴾ = او له هر څيز مو دوه ګونې جوړې (نر-ښځه) پيدا كړې، ښايي پند واخلئ.

49_ د ټولو ښكارندو – پدېدو جوړيز پنځون – پېدایښت: ډېرى مفسرانو، دلته جوړه په بېلابېلو ټولګيو مانا كړې او دا آيت د نړۍ د بېلابېلو ژویو ټولګيو ته اشاره بولي، چې جوړه_ جوړه شوي؛ لكه شپه او ورځ، رڼا او تياره، وچه او لمده، لمر او سپوږمۍ او نور….. البته جوړه توب په دې ډول آيتونو كې يوې دقيقې مانا ته هم اشاره كېداى شي؛ ځكه معمولاً جوړه نر او ښځې ته وايي، كه په څارويو كې وي يا بوټو كې او كه لږه يې پراخه كړو، ټول مثبت او منفي ځواكونه رانغاړي او دې ته په پامنيوي، چې قرآن په دې آيت كې وایی: ((وَمِن كُلِّ شَيْءٍ)) (له هر څيز) نه يوازې ژوندي ژوي، دې حقيقت ته اشاره كېداى شي، چې د نړۍ ټول ژوي له مثبت او منفي ذرو جوړ شوي. نن له علمي پلوه جوته شوې، چې اتومونه له ګڼ شمېر اجزاوو جوړ شوي؛ لكه هغه اجزاوې، چې منفي چارچ لري، د الكترون په نامه او هغوى چې مثبت چارچ لري، د پروتون په نامه يادېږي؛ نو ځكه پکار نه دي، چې ((شَيْءٍ)) هرومرو په څارويو او بوټي تفسير كړو يا ((جوړه)) په ټولګي مانا كړو. په عين حال كې دواړه تفسيره هم كېداى شي. (نمونه، 22: 376 مخ)

فَفِرُّوا إِلَى اللَّهِ إِنِّي لَكُمْ مِنْهُ نَذِيرٌ مُبِينٌ ﴿۵۰﴾ = نو د الله لوري ته ورودرومئ (؛ ځكه) چې زه یې درته څرګند ننګوونکى يم.

 50_ خداى ته ودرومئ: دلته ((درومئ)) يو ښكلى تعبير دى. معمولاً ((درومئ)) په هغه ځاى كې ويل كېږي، چې انسان له يوې خوا د يوې وحشتناكې پېښې او موجود سره مخ شوى وي او بلخوا په يوه بل ځاى كې پناه ځاى لري؛ نو ځكه په بېړه د پېښې له ځايه تښتي او د امن و امان ځاى ته مخه كوي. مشركان هم بايد د مشرك او بوتپالنې له وحشتناكې ګروهې وتښتي او نږه توحيد، د امن و امان سيمې ته مخه كړي؛ نو ځكه آيت وايي، چې ټول د خداى له عذابه وتښتئ او رحمت ته يې ودرومئ. له ګناهونو وتښتئ او توبې ته ودرومئ او بښنه وغواړئ. له بديو، بې ايمانۍ، د ناپوهۍ له تيارو او تلپاتې عذابه وتښتئ او ځان د حق د رحمت په غېږ او په تلپاتې نېكمرغۍ كې كړئ. له امام صادق (رح) نه روایت شوى، چې له ((خداى ته ودرومئ)) مطلب، حج دى. څرګنده ده، چې دا یې يو څرګند مصداق دى؛ ځكه حج، انسان د توحيد له حقيقت، توبې او بښنې سره آشنا كوي او د الهي لورنې په پناه كې يې ځايوي. (نمونه، 22: 377 مخ)

وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ﴿۵۶﴾ = او پېريان او انسانان مې يوازې د خپلې نمانځنې لپاره پيدا کړي (چې له دې لارې بشپړتيا ومومي او رانژدې شي).

56_ د قرآن له ليدلوري د انسان د پنځون موخه: هر څوك ځان پوښتي، چې موږ څه ته پيدا شوي يو، ايا خداى څه كمښت درلود، چې د انسان په پنځونې لرې كېده، سره له دې، چې وجود یې له هر پلوه پوره او بې نهايت دى؟ د قرآن په آيتونو كې، په ډول ډول تعبيرونو د انسان د پنځون موخه راغلې ده. په ((ملك_2)) كې يې موخه د ښو كړنو له پلوه د انسانانو ازمېښت دى، په ((طلاق_12)) كې د خداى له قدرت او پوهې يې خبرتيا، د اسمانونو او ځمكې د پنځون موخه ياده شوې ده او په ((هود_118 او 119)) كې د انسانانو د پنځون موخه داده، چې د خداى په رحمت كې راونغاړل شي؛ خو دا آيت يوازې پر عبادت ډډه لګوي او په ډاګه د پېريانو او انسانانو د پنځون موخه معرفي كوي. ددې آيتونو په مفهوم كې لږه ځيرنه راښيي، چې ترمنځ یې هېڅ اختلاف نشته؛ بلكې ځينې موخې، سريزې، ځينې منځنۍ، ځينې روستۍ او ځينې پايلې دي. آريزه موخه، هماغه عبوديت دى، چې تر ویینې لاندې آيتونو كې اشاره ورته وشوه؛ پوهه او ازمېښت، هغه موخې دي، چې د عبوديت په بهير كې پرتې دي او د خداى رحمت ددې عبوديت پايله ده؛ البته پام مو وي، چې عبادت يوازې د نمانځه او روژې په څېر ظاهري كړنې نه دي. كه څه دوى هم پر خپل ځان ډېر مهم دي؛ بلكې عبوديت، خداى ته بيخي غاړه ايښوونه ده. عبوديت، په ټولو برخو كې بې قيد و شرطه اطاعت او د حكم مننه ده. پوره عبادت دا دى، چې انسان يوازې د واقعي معبود (؛يعنې مطلق كمال) په باب سوچ او غور وكړي، يوازې د ده په لار كې ګام واخلي او بې له ده (ان خپل ځان) هېر كړي. دا ده د انسان د پنځون روستۍ موخه، چې خداى يې نښلون ته، د ازمېښت ډګر چمتو كړى انسان ته يې پوهه وركړې او روستۍ پايله يې د ده د رحمت په سمندر كې ورډوبېدل دي. (نمونه، 22: 384 مخ.)

 

 

[1] الميزان، 18: 368 مخ.

[2] نمونه، 22: 312 مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!