تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين څښتن په نامه   تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱﴾ ډېر بركتمن (پايند او نازوال) دى هغه (ذات) چې (د نړۍ) واكمني يې په لاس كې ده، او پر هر څيز وسمن دى.  (۱)   الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين څښتن په نامه

 

تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱﴾ ډېر بركتمن (پايند او نازوال) دى هغه (ذات) چې (د نړۍ) واكمني يې په لاس كې ده، او پر هر څيز وسمن دى.  (۱)

 

الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ ﴿۲﴾ هغه [ذات] چې مرګ او ژوند يې پيدا كړى، چې ومو ازمېيي، چې له تاسې كوم يو خورا نېکچارى دى او هغه ناماتى (او) ډېر بښونكى دى. (۲)

 

الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا مَّا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِن تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِن فُطُورٍ ﴿۳﴾ هغه [ذات] چې پوړ پر پوړ يې اوه اسمانونه پيدا كړي؛  د لوراند (الله) په پنځون كې هېڅ راز نيمګړتيا او تضاد نه مومې؛  نو سترګې واړوه! ايا څه چاود [او نيمګړتيا] پكې وينې؟! (۳)

 

ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَيْنِ يَنقَلِبْ إِلَيْكَ الْبَصَرُ خَاسِأً وَهُوَ حَسِيرٌ ﴿۴﴾ بيا دويم ځل (كايناتو ته) سترګې ورواړوه راواړوه (چې په پاى كې) سترګې دې ستومانه، بېوسې او نامراده درستنې شي (او د څه نيمګړتيا او زيان په پيدا كولو به لاسبرى نشې). (۴)

 

وَلَقَدْ زَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَجَعَلْنَاهَا رُجُومًا لِّلشَّيَاطِينِ وَأَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ السَّعِيرِ ﴿۵﴾ او په يقين، موږ نژدې اسمان په بلو ډيوو (= د شهاب په ډبرو) سينګار كړى او دا مو د شيطانانو [= مزاحمې قواوې] د (شړلو) لپاره غشي كړي او موږ دوى (شيطانانو) ته (د) سوځنده اور عذاب چمتو كړى دى . (۵)

 

وَلِلَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۶﴾ او د دوزخ عذاب هغو کسانو ته [چمتو] دی چې پر خپل پالونکي کافران شوي او څه بد هستوګنځی دی . (۶)

 

إِذَا أُلْقُوا فِيهَا سَمِعُوا لَهَا شَهِيقًا وَهِيَ تَفُورُ ﴿۷﴾ چې پكې ورګوذار شي (؛  نو) د خوټېدوني جهنم غړمبېدونى غږ به واوري. (۷)

 

تَكَادُ تَمَيَّزُ مِنَ الْغَيْظِ كُلَّمَا أُلْقِيَ فِيهَا فَوْجٌ سَأَلَهُمْ خَزَنَتُهَا أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَذِيرٌ ﴿۸﴾ نژدې چې (دوزخ) له ډېرې غوسې (وچوي او) ټوټه ټوټه شي، هر ځل چې كومه ډله پكې ورګوذاره شي؛  پاسوالان یې ترې پوښتي: ((ايا الهي گواښگرندى درغلى نه و؟!)) (۸)

 

قَالُوا بَلَى قَدْ جَاءنَا نَذِيرٌ فَكَذَّبْنَا وَقُلْنَا مَا نَزَّلَ اللَّهُ مِن شَيْءٍ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ كَبِيرٍ ﴿۹﴾ وايي : ((هو! په يقين چې گواښگرندى راغلى و؛  (خو) موږ دروغجن وګاڼه او ومو ويل: الله هېڅ څيز نه دى رالېږلى او تاسې په ستر بېلارېتوب كې ياست (چې د پېغمبرۍ دعوه كوئ).)) (۹)

 

وَقَالُوا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِي أَصْحَابِ السَّعِيرِ ﴿۱۰﴾ او وايي : ((که (رښتیا) مو اورېدوني غوږونه درلودای يا مو عقل كارولى واى (نن) به په دوزخيانو كې نه واى.)) (۱۰)

 

فَاعْتَرَفُوا بِذَنبِهِمْ فَسُحْقًا لِّأَصْحَابِ السَّعِيرِ ﴿۱۱﴾ نو د خپلو (ګناهونو) پر پايلو منښته کوي؛  نو پر دوزخيانو دې لعنت وي . (۱۱)

 

إِنَّ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِالْغَيْبِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ ﴿۱۲﴾ په حقيقت كې هغوى چې په پټه له خپل پالونكي وېرېږي؛ نو ورته بښنه او ستره بدله ده . (۱۲)

 

وَأَسِرُّوا قَوْلَكُمْ أَوِ اجْهَرُوا بِهِ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۱۳﴾ او (كه) خپله خبره پټه كړئ يا يې ښكاره (ورته بې توپېره ده)،چې هغه د زړونو په خوالو خبر دى . (۱۳)

 

أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ ﴿۱۴﴾ ايا هغه چې (ژوي) پيدا كړي، له حاله يې خبر نه دى؟ سره له دې، چې هغه پخپله ووړوينى (او) ښه باخبر دى. (۱۴)

 

هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ ﴿۱۵﴾ (الله) هغه ذات دى، چې ځمكه يې دراېل كړه؛  نو پر اوږو يې وګرځئ او (د الله حلاله) روزي وخورئ او (پوه شئ، چې د مړيو) ژوندي كېدل يوازې د همده پر لور دي . (۱۵)

 

أَأَمِنتُم مَّن فِي السَّمَاء أَن يَخْسِفَ بِكُمُ الأَرْضَ فَإِذَا هِيَ تَمُورُ ﴿۱۶﴾ ايا ځان د هغه (الله) له (عذابه) خوندي ګڼئ، چې په اسمان كې دى، كه حكم وكړي؛  نو په سخته زلزله به مو د ځمکې تل ته ورننباسي؟! (۱۶)

 

أَمْ أَمِنتُم مَّن فِي السَّمَاء أَن يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا فَسَتَعْلَمُونَ كَيْفَ نَذِيرِ ﴿۱۷﴾ يا ځان د هغه (الله) له [عذابه] خوندي ګڼئ، چې په اسمان كې دى، چې پر تاسې به كاڼيز باد راوالوځوي؟!؛ نو ژر به پوه شئ، چې ګواښونه مې څرنګه دي! (۱۷)

 

وَلَقَدْ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ ﴿۱۸﴾ او په يقين، تر دوى مخكې خلكو (هم الهي آيتونه) دروغ ګڼلي ول؛نو (وګوره)،چې[زما] د نټې [عذاب] څرنګه و! (۱۸)

 

أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ فَوْقَهُمْ صَافَّاتٍ وَيَقْبِضْنَ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا الرَّحْمَنُ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ بَصِيرٌ ﴿۱۹﴾ ايا دوی د خپلو سرونو له پاسه الوتونکي مرغان لیدلي نه دي، چې [خپل] وزرونه غوړوي او راټولوي؟! دوی بې له لوراند (الله) څوك په هوا كې تمولاى نشي؛  (ځكه) چې هغه د هر څه ليدونکى دى . (۱۹)

 

أَمَّنْ هَذَا الَّذِي هُوَ جُندٌ لَّكُمْ يَنصُرُكُم مِّن دُونِ الرَّحْمَنِ إِنِ الْكَافِرُونَ إِلَّا فِي غُرُورٍ ﴿۲۰﴾ يا د لوراند (الله) په مقابل کې مرستندوی ځواک لرئ چې ستاسې مرسته وکړي؟!خو كافران غولېدلي دي .(۲۰)

 

أَمَّنْ هَذَا الَّذِي يَرْزُقُكُمْ إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُ بَل لَّجُّوا فِي عُتُوٍّ وَنُفُورٍ ﴿۲۱﴾ بلكې دا څوك دى، چې كه (الله) خپله روزي دربنده كړي (؛  نو) روزي دركړي؟ (هېڅوک)؛  بلكې دوی [له حقه] په سرغړونه او تېښته كې ټينګار کوي.  (۲۱)

 

أَفَمَن يَمْشِي مُكِبًّا عَلَى وَجْهِهِ أَهْدَى أَمَّن يَمْشِي سَوِيًّا عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۲۲﴾ نو ايا څوك چې پړمخې روان وي، ښه لار موندونكى دى، که هغه چې سم ولاړ پر سیده لار ځي؟! (۲۲)

 

قُلْ هُوَ الَّذِي أَنشَأَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ ﴿۲۳﴾ ووايه : (( (الله) هغه (ذات) دى، چې تاسې یې پيدا كړئ او غوږونه، سترګې او زړونه يې دركړل؛ څومره ډېر لږ شكر کوئ!)) (۲۳)

 

قُلْ هُوَ الَّذِي ذَرَأَكُمْ فِي الْأَرْضِ وَإِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۲۴﴾ ووايه : ((دی خو هغه ذات دى، چې تاسې يې پر ځمكه خپاره كړئ او يوازې به د همده لوري ته ورغونډ كړاى شئ.)) (۲۴)

 

وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۲۵﴾ او كافران وايي : ((كه رښتوني ياست؛نو دا (د قيامت) ژمنه کله ده؟!)) (۲۵)

 

قُلْ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِندَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۲۶﴾ ووايه : ((يوازې الله پوهېږي او زه مازې څرګند گواښگرندى يم.)) (۲۶)

 

فَلَمَّا رَأَوْهُ زُلْفَةً سِيئَتْ وُجُوهُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَقِيلَ هَذَا الَّذِي كُنتُم بِهِ تَدَّعُونَ ﴿۲۷﴾ نو چې دا (الهي ژمنه) له نژدې وويني، د كافرانو مخونه به کرغېړن واوړي او (ورته) ويل كېږي: ((دا هماغه څه دي، چې تل مو غوښتل!)) (۲۷)

 

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَهْلَكَنِيَ اللَّهُ وَمَن مَّعِيَ أَوْ رَحِمَنَا فَمَن يُجِيرُ الْكَافِرِينَ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۲۸﴾ ووايه : ((ما خبر كړئ، كه الله ما او زما ملګري هلاك كړي يا راباندې ولورېږي؛ نو څوك كافران له دردناك عذابه ژغوري؟)) (۲۸)

 

قُلْ هُوَ الرَّحْمَنُ آمَنَّا بِهِ وَعَلَيْهِ تَوَكَّلْنَا فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿۲۹﴾ ووايه : ((دی هماغه لوراند (الله) دى، موږ ایمان پرې راوړى او موږ يوازې پر هغه بروسه كړې؛  نو ژر به پوه شئ، چې څوك په څرګند بېلارېتوب كې دى!)) (۲۹)

 

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا فَمَن يَأْتِيكُم بِمَاء مَّعِينٍ ﴿۳۰﴾ ووايه : ((ما خبر كړئ، كه ستاسې (د سيمې) اوبه [په ځمكه كې] ښكته ولاړې شي؛ نو څوك روانې او خوندورې اوبه درته راوړای شي؟!))(۳۰)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!