تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه الْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَجَعَلَ الظُّلُمَاتِ وَالنُّورَ ثُمَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِرَبِّهِم يَعْدِلُونَ ﴿۱﴾ ستاېنه هغه الله ته ده، چې اسمانونه او ځمكه يې پنځولي او تيارې او رڼا يې جوړې کړې (؛ خو) بيا هم كافران خپل پالونكي ته په شريک، انډول […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
الْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَجَعَلَ الظُّلُمَاتِ وَالنُّورَ ثُمَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِرَبِّهِم يَعْدِلُونَ ﴿۱﴾ ستاېنه هغه الله ته ده، چې اسمانونه او ځمكه يې پنځولي او تيارې او رڼا يې جوړې کړې (؛ خو) بيا هم كافران خپل پالونكي ته په شريک، انډول او سیال قايلېږي (سره له دې چې په كايناتو كې د الله پاک ‏د توحيد دلايل څرګند دي. )
(۱)
هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن طِينٍ ثُمَّ قَضَى أَجَلًا وَأَجَلٌ مُّسمًّى عِندَهُ ثُمَّ أَنتُمْ تَمْتَرُونَ ﴿۲﴾ (الله) هماغه ذات دى، چې تاسې یې له خټې ‏‏پېدا كړئ، بيا يې ( د انسان بشپړېدو ته) يوه موده وټاكله او ټاکل شوې نېټه ورسره ده (چې يوازې هغه ترې خبر دى؛ خو) له دې ټولو سره سره بيا هم تاسې (مشركان یې په توحيد او قدرت کې) شكمن یاست.  (۲)
وَهُوَ اللّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَفِي الأَرْضِ يَعْلَمُ سِرَّكُمْ وَجَهرَكُمْ وَيَعْلَمُ مَا تَكْسِبُونَ ﴿۳﴾ او هغه په اسمانونو او ځمكه كې الله (لمانځوړ) دى، ستاسې پر پټو او ښكاره و  پوهېږي او څه چې (كوئ او) لاس ته راوړئ، ترې باخبر دی.  (۳)
وَمَا تَأْتِيهِم مِّنْ آيَةٍ مِّنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ إِلاَّ كَانُواْ عَنْهَا مُعْرِضِينَ ﴿۴﴾ او چې دوی (مشرکانو) ته د خپل پالونكي له نښو کومه نښه راغلې؛ نو دوی ترې مخ اړوونکي وو. (۴)
فَقَدْ كَذَّبُواْ بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءهُمْ فَسَوْفَ يَأْتِيهِمْ أَنبَاء مَا كَانُواْ بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۵﴾ او په يقين، چې کله دوی ته حق راغى؛ نو دروغ يې وګاڼه؛ نو ژر به د هغه څه (حقيقت) ورښکاره شي، چې ملنډې يې پرې وهلې (او د خپلو كړنو له پايلو خبرېږي). (۵)
أَلَمْ يَرَوْاْ كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّن قَرْنٍ مَّكَّنَّاهُمْ فِي الأَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّن لَّكُمْ وَأَرْسَلْنَا السَّمَاء عَلَيْهِم مِّدْرَارًا وَجَعَلْنَا الأَنْهَارَ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمْ فَأَهْلَكْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ وَأَنْشَأْنَا مِن بَعْدِهِمْ قَرْنًا آخَرِينَ ﴿۶﴾ ايا خبر شوي نه دي، چې موږ تر دوی وړاندې څومره ولسونه هلاك كړل؟! داسې ولسونه، چې (تر تاسې غښتلي ول او) پرځمكه مو هسې ځواكمني وركړې وه، چې تاسې ته مو نه ده دركړې، موږ له اسمانه پرلپسې ښه بارانونه پرې واورول او (تر اباديو) لاندې مو ويالې ور و بهولې؛ (خو چې کله يې سرغړونه وکړه)؛ نو دوى مو د خپلو ګناهونو له لامله هلاك كړل او موږ تر دوی روسته نور نسلونه پيدا كړل. (۶)
وَلَوْ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ كِتَابًا فِي قِرْطَاسٍ فَلَمَسُوهُ بِأَيْدِيهِمْ لَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُواْ إِنْ هَذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِينٌ ﴿۷﴾ او (ان) كه موږ پر تا په یوه پاڼه كې ليكلي هم درنازل كړو، چې (پر ليدو او لوستو سربېره) خپل لاسونه هم پرې ورتېر كړي (؛ نو) دغو كافرانو به ویل: ((دا خو ښكاره كوډې دي!)) (۷)
وَقَالُواْ لَوْلا أُنزِلَ عَلَيْهِ مَلَكٌ وَلَوْ أَنزَلْنَا مَلَكًا لَّقُضِيَ الأمْرُ ثُمَّ لاَ يُنظَرُونَ ﴿۸﴾ او (له پلمو یې دا وه، چې) ویل یې: ((ولې كومه پرښته پرې نازله شوې نه ده (چې د بلنې په لار كې مرسته ورسره وكړي؟) ))؛ خو كه پرښته ورولېږو (او موضوع حسي او شهودي اړخ پيدا كړي)؛ نو كار پای ته رسي؛ (يعنې كه مخالفت وكړي) بيا مهلت نه وركول كېږي (او ټول هلاكېږي). (۸)
وَلَوْ جَعَلْنَاهُ مَلَكًا لَّجَعَلْنَاهُ رَجُلًا وَلَلَبَسْنَا عَلَيْهِم مَّا يَلْبِسُونَ ﴿۹﴾ او كه موږ دا [استازى] پرښته كړې واى؛ نو هرومرو مو د سړي په بڼه ورلېږله او ( كه دا كار مو كړى واى؛ نو) هرومرو مو دوی پر هغه شك اخته کول؛ لكه چې همدا اوس پرې اخته دي.  (۹)
وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّن قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِينَ سَخِرُواْ مِنْهُم مَّا كَانُواْ بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۱۰﴾ او په یقین ترتا مخكې هم پر يو شمېر استازیو ملنډې وهل شوي؛ نو ددې ملنډو سزا، د ملنډمارو ګرېوان ونیو (او الهي عذاب پرې راغى ). (۱۰)
قُلْ سِيرُواْ فِي الأَرْضِ ثُمَّ انظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ ﴿۱۱﴾ (پېغمبره! ورته) ووايه: (( په ځمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ (چې د الهي آيتونو) د دروغ ګڼونكيو د كار پاى څنگه وه ؟!)) (۱۱)
قُل لِّمَن مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ قُل لِلّهِ كَتَبَ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لاَ رَيْبَ فِيهِ الَّذِينَ خَسِرُواْ أَنفُسَهُمْ فَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۲﴾ ورته ووايه: ((څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، د چا دي؟)) ووايه: (( هر څه يوازې د الله دي. )) رحمت یې پر ځان لازم كړى (؛ نو له همدې لامله) هرومرو تاسې د قيامت پر یقیني راتلونکې ورځ راټولوي. (هو!) يوازې هغوى یې نه مني، چې ځانونه يې زيانمن کړي دي. (۱۲)
وَلَهُ مَا سَكَنَ فِي اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۱۳﴾ او څه چې په شپه او ورځ كې وسي، يوازې د الله دي او هغه ښه پوه اورېدونكى دى. (۱۳)
قُلْ أَغَيْرَ اللّهِ أَتَّخِذُ وَلِيًّا فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَهُوَ يُطْعِمُ وَلاَ يُطْعَمُ قُلْ إِنِّيَ أُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَسْلَمَ وَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكَينَ ﴿۱۴﴾ ووايه : (( ايا بې له الله، بل د ځان ولي او پالندوى غوره کړم؟! (هغه الله) چې اسمانونه او ځمكه يې پېدا كړي او هغه چې پر ټولو روزي خوري او پخپله روزي نه خوري. )) ووايه: ((امر راته شوى، چې لومړنى مسلمان وسم او (راته ویل شوي، چې) هېڅکله له مشركانو مه وسه. )) (۱۴)
قُلْ إِنِّيَ أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۵﴾ ووايه : (( كه زه (هم) له خپل پالونکي سرغړونه وکړم))؛ نو د سترې ورځې [= د قيامت ورځې] له عذابه وېرېږم! (۱۵)
مَّن يُصْرَفْ عَنْهُ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمَهُ وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْمُبِينُ ﴿۱۶﴾ څوک چې پردې ورځ (له عذابه) بچ شو؛ نو په رښتيا الله پرې لورېدلی او دا څرګنده بريا ده. )) (۱۶)
وَإِن يَمْسَسْكَ اللّهُ بِضُرٍّ فَلاَ كَاشِفَ لَهُ إِلاَّ هُوَ وَإِن يَمْسَسْكَ بِخَيْرٍ فَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدُيرٌ ﴿۱۷﴾ او كه الله تا ته كوم کړاو ورسوي؛ نو بې له ده یې بل لرې كوونکی نشته او كه كومه ښېګڼه درورسوي؛ نو هغه پر هر څه قادر دى (او له وسې يې هر ډول نېكي پوره ده. )  (۱۷)
وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ ﴿۱۸﴾ او هغه پر خپلو بندګانو لاسبرى او هغه ښه باخبر حکيم دى. (۱۸)
قُلْ أَيُّ شَيْءٍ أَكْبَرُ شَهَادةً قُلِ اللّهِ شَهِيدٌ بِيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآنُ لأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ أَنَّ مَعَ اللّهِ آلِهَةً أُخْرَى قُل لاَّ أَشْهَدُ قُلْ إِنَّمَا هُوَ إِلَهٌ وَاحِدٌ وَإِنَّنِي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُونَ ﴿۱۹﴾ ورته ووايه [او وپوښته]: ((د چا لویه ګواهي ده؟)) (او په خپله ځواب وركړه او) ورته ووايه: ((الله زما او ستاسې ترمنځ ګواه دى (او غوره دليل يې دادى، چې) دا قرآن پر ما وحې شوى، چې تاسې او چا ته چې دا (قرآن) ورسېد، پرې خبردار كړم (او د الله د حکم له مخالفته يې ووېروم)، ايا په رښتيا شاهدي وركوئ، چې له “الله” سره نور معبودان هم شته؟!)) ورته ووايه: ((زه خو هېڅكله دغسې شاهدي نه وركوم. )) ورته ووايه: (( هغه خو هماغه يوازېنی معبود دى او بېشكه زه له هغه څه کرکجن يم، چې تاسې يې ورشريكوئ!)) (۱۹)
الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمُ الَّذِينَ خَسِرُواْ أَنفُسَهُمْ فَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ ﴿۲۰﴾ کتابيان هغه [= پېغمبر] داسې پېژني؛ لكه خپل زامن، چې پېژني؛ يوازې هغوى ايمان نه راوړي، چې ځانونه يې زيانمن کړي دي. (۲۰)
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ إِنَّهُ لاَ يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ ﴿۲۱﴾ او تر هغه ستر ظالم څوك دى، چې پر الله دروغ تړي [= ورسره سيالان نيسي] يا یې نښې دروغ وګڼي؟! هو (مشرک) ظالمان ژغورل كېداى نشي! (۲۱)
وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُواْ أَيْنَ شُرَكَآؤُكُمُ الَّذِينَ كُنتُمْ تَزْعُمُونَ ﴿۲۲﴾ او (درياده كړه) هغه ورځ، چې دوی یومخې راټول كړو، بيا مشركانو ته ووايو: ((هغه معبودان مو چېرې دي، چې له الله سره مو سيالان ګڼل؟!)) ( ولې مو مرستې ته نه رادانګي؟!).
(۲۲)
ثُمَّ لَمْ تَكُن فِتْنَتُهُمْ إِلاَّ أَن قَالُواْ وَاللّهِ رَبِّنَا مَا كُنَّا مُشْرِكِينَ ﴿۲۳﴾ بيا به د دوی ‏ځواب او عذر يوازې دا وي: (( پر خپل پالونکي الله قسم، چې موږ خو مشركان نه وو!)) (۲۳)
انظُرْ كَيْفَ كَذَبُواْ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُواْ يَفْتَرُونَ ﴿۲۴﴾ وګوره، چې دوی څنګه پر خپلو ځانونو دروغ وايي او څه یې چې په دروغو د الله سيالان ګڼل، ترې ورک شول ! (۲۴)
وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ وَجَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِن يَرَوْاْ كُلَّ آيَةٍ لاَّ يُؤْمِنُواْ بِهَا حَتَّى إِذَا جَآؤُوكَ يُجَادِلُونَكَ يَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ إِنْ هَذَآ إِلاَّ أَسَاطِيرُ الأَوَّلِينَ ﴿۲۵﴾ او د دوی ځينې غوږ درته نيسي؛ خو موږ د دوی پر زړونو پردې اچولي، چې پوه پرې نشي او غوږونه يې مو درانه كړي او (دومره ځېليان دي) كه د حق ټولې نښې وويني؛ نو ايمان نه راوړي، ان چې تا ته راشي، ناندرۍ درسره وهي، كافران وايي: ((دا (كتاب) يوازې د پخوانيو نکلونه دي !))  (۲۵)
وَهُمْ يَنْهَوْنَ عَنْهُ وَيَنْأَوْنَ عَنْهُ وَإِن يُهْلِكُونَ إِلاَّ أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ ﴿۲۶﴾ او دوی خلک له پېغمبره منع کوي او پخپله هم ورنه لرې کېږي او يوازې ځانونه هلاکوي او (په حسي درک) نه ورځیرېږي.  (۲۶)
وَلَوْ تَرَىَ إِذْ وُقِفُواْ عَلَى النَّارِ فَقَالُواْ يَا لَيْتَنَا نُرَدُّ وَلاَ نُكَذِّبَ بِآيَاتِ رَبِّنَا وَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۲۷﴾ او كه دوی هغه وخت ووينې، چې (د دوزخ د) اور پر غاړه ودرول شي؛ نو وايي: (( كاش (دنيا ته) ستانه شو او د خپل پالونكي آيتونه دروغ ونه ګڼو او له مؤمنانو وسو!)).  ۲۷)
بَلْ بَدَا لَهُم مَّا كَانُواْ يُخْفُونَ مِن قَبْلُ وَلَوْ رُدُّواْ لَعَادُواْ لِمَا نُهُواْ عَنْهُ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۲۸﴾ ( خو په رښتینه كې پښېمانه نه دي)؛ بلكې كوم نيتونه او كړنې چې دوی مخكې پټولې، اوس وربرسېره شوې (او په وحشت كې پرېوتل) او كه بيا (دنيا ته) ورستانه شي (؛ نو) هرومرو هماغه څه به وکړي، چې ترې منع شوي ول او بېشکه دوى دروغجن دي. (۲۸)
وَقَالُواْ إِنْ هِيَ إِلاَّ حَيَاتُنَا الدُّنْيَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوثِينَ ﴿۲۹﴾ او و يې ویل: (( ژوند خو يوازې د همدې دنيا ژوند دى او (بيخي) نه راژوندي کېږو!)) (۲۹)
وَلَوْ تَرَى إِذْ وُقِفُواْ عَلَى رَبِّهِمْ قَالَ أَلَيْسَ هَذَا بِالْحَقِّ قَالُواْ بَلَى وَرَبِّنَا قَالَ فَذُوقُواْ العَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿۳۰﴾ او كه دوی هغه وخت ووينې، چې د خپل پالونكي په حضور كې ودرول شي (ورته) وايي: ((ايا دا (دويم ژوندون) حق نه دى؟)) وايي: ((هو! زموږ پر پالونكي قسم (چې حق دى) )) وايي: (( (اوس نو) د خپل انكار په سزا كې عذاب وڅكئ !)) (۳۰)
قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِلِقَاء اللّهِ حَتَّى إِذَا جَاءتْهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً قَالُواْ يَا حَسْرَتَنَا عَلَى مَا فَرَّطْنَا فِيهَا وَهُمْ يَحْمِلُونَ أَوْزَارَهُمْ عَلَى ظُهُورِهِمْ أَلاَ سَاء مَا يَزِرُونَ ﴿۳۱﴾ په يقين هغوى زيانمن شول، چې له الله سره مخېدل يې دروغ ګڼل. (او دا دروغ يې تر هغه دوام مومي) چې قیامت ناڅاپي ‏ورته را‏شي (؛ نو) وايي: (( پر موږ دې افسوس وي! چې په دې اړه مو ناغېړي وکړه !)) د خپلو ګناهونو (دروند پېټى) به یې پر اوږو كړى وي، اوه! څه ناوړه پېټى وړي!. (۳۱)
وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلاَّ لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَلَلدَّارُ الآخِرَةُ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ ﴿۳۲﴾ او ولې عقل نه کاروئ، دنیوي ژوند خو (د آخرت په پرتله) يوازې يوه لوبه او ساتېري ده او پرهېزګارانو ته د آخرت ژوند غوره دى. (۳۲)
قَدْ نَعْلَمُ إِنَّهُ لَيَحْزُنُكَ الَّذِي يَقُولُونَ فَإِنَّهُمْ لاَ يُكَذِّبُونَكَ وَلَكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآيَاتِ اللّهِ يَجْحَدُونَ ﴿۳۳﴾ ښه پوهېږو، چې د دوى خبرې تا ځوروي؛ خو(مه خپه كېږه او پوه شه) دوى (په واقع کې) تا دروغجن نه بولي؛ بلكې (دا) ظالمان د الله له آيتونو منكرېږي. (۳۳)
وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّن قَبْلِكَ فَصَبَرُواْ عَلَى مَا كُذِّبُواْ وَأُوذُواْ حَتَّى أَتَاهُمْ نَصْرُنَا وَلاَ مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِ اللّهِ وَلَقدْ جَاءكَ مِن نَّبَإِ الْمُرْسَلِينَ ﴿۳۴﴾ او په رښتيا، تر تا مخكې هم ډېر استازي دروغجن ګڼل شوي؛ خو دوی پردې انکار او ځورونو تر هغه صبر وكړ، چې زموږ مرسته ورورسېده. (ته هم همداسې وسه او دا يو الهي سنت دى) او د الهي سنتو د بدلولو وس په هېچا كې نشته او په رښتیا تا ته د (الهي) استازيو د (حالاتو) خبرونه راغلي دي (او له تاریخ سره یې اشنا یې).  (۳۴)
وَإِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكَ إِعْرَاضُهُمْ فَإِنِ اسْتَطَعْتَ أَن تَبْتَغِيَ نَفَقًا فِي الأَرْضِ أَوْ سُلَّمًا فِي السَّمَاء فَتَأْتِيَهُم بِآيَةٍ وَلَوْ شَاء اللّهُ لَجَمَعَهُمْ عَلَى الْهُدَى فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْجَاهِلِينَ ﴿۳۵﴾ او كه (له قرآنه) د دوی مخ اړول درباندې سخت وي؛ نو كه له وسې دې پوره وي؛ په ځمكه كې یو سورنګ ولټوه يا اسمان ته کومه پوړۍ كېږده (چې د ځمكې ژورې او د اسمان لوړې ولټوې، همداسې وكړه) چې معجزه (او بله نښه) ورته راوړې! (خو پوه شه، چې دا ځېليان ايمان نه راوړي)؛ خو كه الله وغواړي؛ نو دوى به (په زوره) پر سمه لار راغونډ كړي. (خو اجباري لارښوونه څه ګټه لري؟)؛ نو هډو له ناپوهانو مه وسه!  (۳۵)
إِنَّمَا يَسْتَجِيبُ الَّذِينَ يَسْمَعُونَ وَالْمَوْتَى يَبْعَثُهُمُ اللّهُ ثُمَّ إِلَيْهِ يُرْجَعُونَ ﴿۳۶﴾ يوازې هغوى (ستا بلنه) مني، چې اوري؛ خو مړي (او هغوى چې انساني روح يې له لاسه وركړى، ايمان نه راوړي او) الله ( دوی په قيامت كې) راپاڅوي، بيا یې پر لوري ورستنول کېږي. (۳۶)
وَقَالُواْ لَوْلاَ نُزِّلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ قُلْ إِنَّ اللّهَ قَادِرٌ عَلَى أَن يُنَزِّلٍ آيَةً وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۳۷﴾ او و يې ویل: ((ولې د خپل پالونكي له لوري كومه نښه (او معجزه، چې موږ یې غواړو) پرې نه نازلېږي؟!)) ورته ووايه: ((د الله له وسې پوره ده، چې (ستاسې د خوښې) یوه نښه راولېږي؛ خو ډېر (دا پلمه ګر) نه پوهېږي!)) (۳۷)
وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلاَّ أُمَمٌ أَمْثَالُكُم مَّا فَرَّطْنَا فِي الكِتَابِ مِن شَيْءٍ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ ﴿۳۸﴾ او په ځمكه كې هر خځنده او په هوا كې په وزرونو الوتونكي ستاسې په څېر خېلونه دي. موږ په كتاب (لوح محفوظ) كې هېڅ شى نه دى پرېښى، بيا به (ټول) يوازې د خپل پالونكي لوري ته ورټول کړاى شي. (۳۸)
وَالَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا صُمٌّ وَبُكْمٌ فِي الظُّلُمَاتِ مَن يَشَإِ اللّهُ يُضْلِلْهُ وَمَن يَشَأْ يَجْعَلْهُ عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۳۹﴾ او زموږ د نښو دروغ ګڼونکي په تپو تیارو کې (پراته) کاڼه او ګونګیان دي. الله چې چا ته وغواړي (او وړ وي) بېلارې كوي يې او چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) پر سمه لار يې ورسيخوي. (۳۹)
قُلْ أَرَأَيْتُكُم إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُ اللّهِ أَوْ أَتَتْكُمُ السَّاعَةُ أَغَيْرَ اللّهِ تَدْعُونَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۴۰﴾ ووايه : (( غور وكړئ، كه تاسې ته الهي عذاب يا قيامت راشي، كه رښتيا وايئ (؛ نو) ايا (خپل ستونزاواري ته) بې له “الله” بل څوك بلئ ؟!)) (۴۰)
بَلْ إِيَّاهُ تَدْعُونَ فَيَكْشِفُ مَا تَدْعُونَ إِلَيْهِ إِنْ شَاء وَتَنسَوْنَ مَا تُشْرِكُونَ ﴿۴۱﴾ ( نه)؛ بلكې (د خطر پرمهال) يوازې هغه دربلئ او كه وغواړي؛ نو هغه ستونزه درنه لرې كوي، چې له لامله يې تاسې دربللى و او (نن) چې څه له الله سره سيالان نيسئ (پر هغه ورځ به يې) هېر كړئ. (۴۱)
وَلَقَدْ أَرْسَلنَآ إِلَى أُمَمٍ مِّن قَبْلِكَ فَأَخَذْنَاهُمْ بِالْبَأْسَاء وَالضَّرَّاء لَعَلَّهُمْ يَتَضَرَّعُونَ ﴿۴۲﴾ او په رښتيا موږ تر تا مخكې امتونو ته (پېغمبران) لېږلي؛ (او چې كله له دې پېغمبرانو سره په مخالفت كې ودرېدل؛ نو) موږ دوی په تنګلاسیو، خپګان او ناروغیو اخته كړل؛ ښايي (راويښ شي او الله ته زارۍ او عاجزي وكړي او حق ته) غاړه کېدي! (۴۲)
فَلَوْلا إِذْ جَاءهُمْ بَأْسُنَا تَضَرَّعُواْ وَلَكِن قَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۴۳﴾ نو دوی ولې هغه مهال زاري او عاجزي و نه کړه، چې زموږ عذاب ورته راغی او تسليم نه شول؟ هو! (حقیقت دادی چې) د دوی زړونه سخت شوي او څه یې چې كول، شيطان ښكلي ورښوول! (۴۳)
فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّى إِذَا فَرِحُواْ بِمَا أُوتُواْ أَخَذْنَاهُم بَغْتَةً فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ ﴿۴۴﴾ (هو) نو چې كله دوی پند او خبرونې هېرې كړې؛ نو موږ دوی ته د هر ډول نعمتونو ورونه پرانستل، چې (پوره) خوشحاله شي (او زړونه يې ورپورې وتړل)، ناڅاپه مو ونيول (او سخته سزا مو وركړه)؛ نو په دې وخت كې ټول نهيلي (او د هيلو ورونه پرې وتړل) شول. (۴۴)
فَقُطِعَ دَابِرُ الْقَوْمِ الَّذِينَ ظَلَمُواْ وَالْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۴۵﴾ نو (دغسې د مشرکو) ظالمانو جرړه پرې شوه او ستاېنه يوازې د نړۍ پالونکي الله ته ده. (۴۵)
قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَخَذَ اللّهُ سَمْعَكُمْ وَأَبْصَارَكُمْ وَخَتَمَ عَلَى قُلُوبِكُم مَّنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللّهِ يَأْتِيكُم بِهِ انظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الآيَاتِ ثُمَّ هُمْ يَصْدِفُونَ ﴿۴۶﴾ ووايه : ((غور وكړئ، كه الله له تاسې اورېدنه او لیدنه واخلي او ستاسې پر زړونو ټاپه ولګوي (چې په څه پوه نشئ )؛ نو بې له “الله” بل معبود شته، چې بېرته يې دركړي ؟!)) وګوره، چې موږ څنګه خپل راز راز دلايل وروړاندې کوو (؛ خو) بيا هم مخ ترې اړوي ! (۴۶)
قُلْ أَرَأَيْتَكُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُ اللّهِ بَغْتَةً أَوْ جَهْرَةً هَلْ يُهْلَكُ إِلاَّ الْقَوْمُ الظَّالِمُونَ ﴿۴۷﴾ ووايه : ((غور وكړئ، كه تاسې ته د الله ناڅاپه (او پټ) يا ښكاره عذاب راشي، ايا بې له (مشرکو) ظالمانو به نور څوك هلاكېږي؟!)) (۴۷)
وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِينَ إِلاَّ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ فَمَنْ آمَنَ وَأَصْلَحَ فَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۴۸﴾ او موږ (خپل) استازي ځکه ورلېږو، چې (مؤمنانو ته) زېرګري او (كافرانو ته) ګواښګرندي وسي؛ نو چاچې ايمان پرې راووړ او خپلې چارې يې سمې کړې؛ نو دوی ته نه څه وېره شته او نه غمجنېږي. (۴۸)
وَالَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا يَمَسُّهُمُ الْعَذَابُ بِمَا كَانُواْ يَفْسُقُونَ ﴿۴۹﴾ او زموږ د آيتونو منکران، د خپلو سرغړونو له لامله پر عذاب اخته کېږي. (۴۹)
قُل لاَّ أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَآئِنُ اللّهِ وَلا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحَى إِلَيَّ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَفَلاَ تَتَفَكَّرُونَ ﴿۵۰﴾ ووايه : (( زه تاسې ته نه وايم، چې د الله خزانې راسره دي؛ او (بې له هغه چې الله يې راښيئ) له غيبو هم خبر نه يم او نه درته وايم، چې پرښته يم، زه خو يوازې د هغه څه لاروي کوم، چې راته وحې كېږي. )) ووايه: (( ايا ړوند او ليدونكى برابر دي؟!؛ نو ولې فكر نه كوئ ؟!)) (۵۰)
وَأَنذِرْ بِهِ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَن يُحْشَرُواْ إِلَى رَبِّهِمْ لَيْسَ لَهُم مِّن دُونِهِ وَلِيٌّ وَلاَ شَفِيعٌ لَّعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿۵۱﴾ او ته په دې (قرآن)، هغو ته نصيحت وكړه، چې خپل پالونکي ته له ور وړاندې کېدو اندېښمن دي؛ ځکه دوی ته بې له “الله” بل ملاتړ او سپارښتگر نشته، ښايي ځانونه وساتي. (۵۱)
وَلاَ تَطْرُدِ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ مَا عَلَيْكَ مِنْ حِسَابِهِم مِّن شَيْءٍ وَمَا مِنْ حِسَابِكَ عَلَيْهِم مِّن شَيْءٍ فَتَطْرُدَهُمْ فَتَكُونَ مِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۵۲﴾ او هغوى (له ځانه) مه شړه، چې ګهيځ او ماښام خپل پالونكى بولي (او) خوښي يې غواړي، نه د دوی له حسابه پر تا څه شته او نه ستا له حسابه پر دوی څه شته؛ نو كه يې وشړې؛ نو هسې نه له ظالمانو شې. (۵۲)
وَكَذَلِكَ فَتَنَّا بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لِّيَقُولواْ أَهَؤُلاء مَنَّ اللّهُ عَلَيْهِم مِّن بَيْنِنَا أَلَيْسَ اللّهُ بِأَعْلَمَ بِالشَّاكِرِينَ ﴿۵۳﴾ او دغسې موږ دوى په يو بل وازمېيل (شتمن په نشتمنو)، چې (په پاى کې ماړه د ملنډو له مخې د مؤمنانو په اړه) ووايي: (( ايا په موږ كې الله يوازې پر همدوى لورېدلی( او یا د ایمان توفیق یې ورکړی او موږ ته نه)؟!)) ايا الله منندوى ډېر ښه نه پېژني ؟! (۵۳)
وَإِذَا جَاءكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِنَا فَقُلْ سَلاَمٌ عَلَيْكُمْ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ أَنَّهُ مَن عَمِلَ مِنكُمْ سُوءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِن بَعْدِهِ وَأَصْلَحَ فَأَنَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۵۴﴾ او چې كله تا ته هغه کسان راشي، چې زموږ پر آيتونو ايمان لري؛ نو ورته ووايه: (( سلام پر تاسې! ستاسې پالونكي رحمت پرځان فرض كړى؛ داسې كه له تاسې څوك په ناپوهۍ كې یو بد كار وكړي، روسته توبه ترې وباسي او ځان سم كړي (؛ نو الله پرې لورېږي؛ ځكه) هغه لورین بښونكى دى. )) (۵۴)
وَكَذَلِكَ نفَصِّلُ الآيَاتِ وَلِتَسْتَبِينَ سَبِيلُ الْمُجْرِمِينَ ﴿۵۵﴾ او موږ په دې ډول (خپل) آيتونه په ډاګه څرګندوو، چې (حقيقت درته روښانه او) د ګناهګارانو لار بيخي ښكاره شي. (۵۵)
قُلْ إِنِّي نُهِيتُ أَنْ أَعْبُدَ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ قُل لاَّ أَتَّبِعُ أَهْوَاءكُمْ قَدْ ضَلَلْتُ إِذًا وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُهْتَدِينَ ﴿۵۶﴾ ووايه : (( زه د هغو څيزونو له عبادته منع شوى يم، چې تاسې يې د “الله” پر ځای بلئ)) ووايه: (( زه ستاسې په ځاني غوښتنو پسې نه ځم، كه ولاړم (؛ نو) په رښتیا به بېلارې شم او له لار موندونكيو به نه وم. )) (۵۶)
قُلْ إِنِّي عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّي وَكَذَّبْتُم بِهِ مَا عِندِي مَا تَسْتَعْجِلُونَ بِهِ إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ يَقُصُّ الْحَقَّ وَهُوَ خَيْرُ الْفَاصِلِينَ ﴿۵۷﴾ ووايه : (( په رښتيا، زه مې د خپل پالونكي له لوري یو څرګند دليل لرم، چې دا مو دروغ ګڼلى دى! (او) څه (د الهي عذاب نازلېدل) چې تاسې په بيړه (او منډه) رانه غواړئ، زما په واك كې نه دی! پرېكړه يوازې د الله په لاس كې ده، چې حق له باطله بېلوي او هغه (له حقه د باطل) غوره بېلوونكى او په عدالت کې بېساری قاضی دى. ))  (۵۷)
قُل لَّوْ أَنَّ عِندِي مَا تَسْتَعْجِلُونَ بِهِ لَقُضِيَ الأَمْرُ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَاللّهُ أَعْلَمُ بِالظَّالِمِينَ ﴿۵۸﴾ ووايه : ((كه له ما سره هغه څه واى، چې تاسې یې په (منډه او) بيړه غواړئ (؛ نو ستاسې غوښتنه مې پوره كوله، الهي عذاب درتله او) زما او ستاسې ترمنځ به له وخته پرېکړه شوې واى او الله، ظالمان (تر هر چا) ښه پېژني (او پرخپل وخت جزا وركوي ). )) (۵۸)
وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ ﴿۵۹﴾ او (له حسه) د پټو (سرچينو) کونجيانې يوازې له ده سره دي، چې بې له ده بل څوك پرې نه پوهېږي او په وچه او سمندر كې چې څه شته په ټولو پوهېږي او هره پاڼه چې رالوېږي، دی پرې پوهېږي او هر دانه چې د ځمكې په تپو تيارو كې پټېږي او ټول لامده او وچ په څرګند كتاب [= د الله د علم په كتاب ] كې ليكل شوي دي.  (۵۹)
وَهُوَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُم بِاللَّيْلِ وَيَعْلَمُ مَا جَرَحْتُم بِالنَّهَارِ ثُمَّ يَبْعَثُكُمْ فِيهِ لِيُقْضَى أَجَلٌ مُّسَمًّى ثُمَّ إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ ثُمَّ يُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۶۰﴾ او (الله) هغه (ذات) دى، چې د شپې (د خوب پرمهال ) ستاسې ساګانې اخلي او پوهېږي چې د ورځې مو څه کړي، بيا تاسې په همدې (ورځ) کې (له خوبه) راپاڅوي (او دا وضع تر هغې روانه وي) چې (ستاسې د عمر) ټاكلې موده پاى ته ورسي، بيا مو ستنېدنه يوازې د هغه لوري ته ده، بيا تاسې د خپلو کړنو (له حقیقته) خبروي‏. (۶۰)
وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ وَيُرْسِلُ عَلَيْكُم حَفَظَةً حَتَّىَ إِذَا جَاء أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا وَهُمْ لاَ يُفَرِّطُونَ ﴿۶۱﴾ او هغه پرخپلو بندګانو بشپړ لاسبر دى او پر تاسې څارونكې (پرښتې) ګوماري، تردې چې له تاسې د كوم يوه مرګ راورسي (؛ نو په دې وخت كې) زما پرښتې ساه ترې اخلي او دوى (د عمر په حسابولو او د بندګانو د عملونو په ثبتولو كې) ناغېړي نه كوي؛ (۶۱)
ثُمَّ رُدُّواْ إِلَى اللّهِ مَوْلاَهُمُ الْحَقِّ أَلاَ لَهُ الْحُكْمُ وَهُوَ أَسْرَعُ الْحَاسِبِينَ ﴿۶۲﴾ بيا (ټول بندګان) د الله؛ د دوى د حقيقي پالندوى پر لوري ورستنول كېږي، پوه شئ، چې پرېكړه يوازې د ده (ځانګړنه) ده او هغه گړندى ژر حسابى دى. (۶۲)
قُلْ مَن يُنَجِّيكُم مِّن ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ تَدْعُونَهُ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً لَّئِنْ أَنجَانَا مِنْ هَذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ ﴿۶۳﴾ ووايه : (( څوك تاسې د وچې او سمندر له تيارو [او سختیو] ژغوري؟ چې په زاريو او پټه یې بولئ (او وايئ: ) كه موږ له دې (خطرونو او تيارو) وژغوري (؛ نو) البته له منندويانو به شو. )) (۶۳)
قُلِ اللّهُ يُنَجِّيكُم مِّنْهَا وَمِن كُلِّ كَرْبٍ ثُمَّ أَنتُمْ تُشْرِكُونَ ﴿۶۴﴾ ووايه : ((الله تاسې له دې (تيارو) او له هر كړاوه ژغوري (؛ خو) بيا هم شرک کوئ (او د كفر پر لار ځئ !) )) (۶۴)
قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَن يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِّن فَوْقِكُمْ أَوْ مِن تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا وَيُذِيقَ بَعْضَكُم بَأْسَ بَعْضٍ انظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَفْقَهُونَ ﴿۶۵﴾ ووايه : ((دهغه په وس ده، چې لاندې باندې مو پر عذاب اخته کړي يا پر خورو ورو ډلو مو وويشي او په يوې ډلې د بلې (ډلې) د جګړې (او اختلاف) خوند وڅكي. )) وګوره څنګه په راز راز بڼو آيتونه (ور) وړاندې كوو! چې ښايي ژور وپوهېږي (او سمې لارې ته راوګرځي. ) (۶۵)
وَكَذَّبَ بِهِ قَوْمُكَ وَهُوَ الْحَقُّ قُل لَّسْتُ عَلَيْكُم بِوَكِيلٍ ﴿۶۶﴾ او ستا قوم دا (قرآن) دروغ وگاڼه؛ خو حق دى! (ورته) ووايه: (( زه ستاسې (د ايمان راوړو) پازوال (ذمه وار) نه يم. ( زما کار د رسالت تبليغول دي، نه داچې تاسې په زوره ايمان راوړو ته اړ باسم. ) )) (۶۶)
لِّكُلِّ نَبَإٍ مُّسْتَقَرٌّ وَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۶۷﴾ هر خبر (چې الله دركړى؛ نو) يوه ټاكلې نېټه لري (او په خپل وخت ترسره كېږي) او ډېر ژر به پوه شئ.  (۶۷)
وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلاَ تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۶۸﴾ او چې كله ته داسې کسان وينې، چې زما په آيتونو کې (په بد نیت) پر خوشې خبرو اترو لګیا وي؛ نو مخ ترې واړوه، تردې چې پر بلې خبرې بوخت شي او كه شيطان دا (مخ اړونه) درنه هېره كړه او روسته درياده شوه؛ نو هډو له دې (مشرکې) ظالمې ډلې سره مه کېنه! (۶۸)
وَمَا عَلَى الَّذِينَ يَتَّقُونَ مِنْ حِسَابِهِم مِّن شَيْءٍ وَلَكِن ذِكْرَى لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿۶۹﴾ او (كه) پرهېزګار او ځان ساتي وگړي (د لارښوونې او نصحيت لپاره ورسره كېنې؛ ) نو د دوى د حساب (او ګناه) څه پازوالي پرې نشته؛ خو (دا كار بايد يوازې) د دوی د نصيحت لپاره وي، ښايي ( واوري او له ملنډو) ځان وساتي. (۶۹)
وَذَرِ الَّذِينَ اتَّخَذُواْ دِينَهُمْ لَعِبًا وَلَهْوًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَذَكِّرْ بِهِ أَن تُبْسَلَ نَفْسٌ بِمَا كَسَبَتْ لَيْسَ لَهَا مِن دُونِ اللّهِ وَلِيٌّ وَلاَ شَفِيعٌ وَإِن تَعْدِلْ كُلَّ عَدْلٍ لاَّ يُؤْخَذْ مِنْهَا أُوْلَئِكَ الَّذِينَ أُبْسِلُواْ بِمَا كَسَبُواْ لَهُمْ شَرَابٌ مِّنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُواْ يَكْفُرُونَ ﴿۷۰﴾ او هغوى پرېږده،چې له خپل (فطري) دينه يې لوبه او ساتېري جوړه كړې ده او دنيوي ژوند غولولي دي او په دې (قرآن) ورته نصيحت وكړه،چې د خپلو كړنو (پر ناوړو عاقبت) اخته نشي،چې (په قيامت كې به) بې له الله نه كوم مرستندوى ولري او نه شفاعتګر او كه ( د ځان د خلاصون لپاره) هر ډول فديه وركړي؛ نو و به نه منل شي (؛ځكه) دوى خو د خپلو كړنو په بدل كې نيول شوي دي او د خپل كفر (او د الهي آيتونو د انكار) په سزا كې به د څښلو خوټېدلې اوبه او دردناك عذاب وركړ شي .( ۷۰)
قُلْ أَنَدْعُو مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَنفَعُنَا وَلاَ يَضُرُّنَا وَنُرَدُّ عَلَى أَعْقَابِنَا بَعْدَ إِذْ هَدَانَا اللّهُ كَالَّذِي اسْتَهْوَتْهُ الشَّيَاطِينُ فِي الأَرْضِ حَيْرَانَ لَهُ أَصْحَابٌ يَدْعُونَهُ إِلَى الْهُدَى ائْتِنَا قُلْ إِنَّ هُدَى اللّهِ هُوَ الْهُدَىَ وَأُمِرْنَا لِنُسْلِمَ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۷۱﴾  ووايه : (( ايا بې له الله هغه څه وبلو (ولمانځوو) چې نه ګټه رارسولاى شي او نه زيان او د الله له لوري تر ښیون روسته له خپلې ګروهې واوړو؟! د هغه په څېر چې د شياطینو د وسوسو له لامله يې په بېديا کې لار وركه كړې؛ هک اریان پاتې دى او ملګرى يې سمې لارې ته رابولي (او وايي) زموږ خوا ته راشه!)) ووايه: ((په حقيقت كې خو سمه لارښوونه، يوازې د الله لارښوونه ده او امر راته شوى، چې د نړۍ پالونکي ته غاړه كېږدو؛ (۷۱)
وَأَنْ أَقِيمُواْ الصَّلاةَ وَاتَّقُوهُ وَهُوَ الَّذِيَ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۷۲﴾ او (همداراز حكم راته شوى، چې) لمونځ وكړئ او له الله ووېږېږئ او یوازې همدا دی، چې پر لور یې ورټولېږ‏ئ. )) (۷۲)
وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بِالْحَقِّ وَيَوْمَ يَقُولُ كُن فَيَكُونُ قَوْلُهُ الْحَقُّ وَلَهُ الْمُلْكُ يَوْمَ يُنفَخُ فِي الصُّوَرِ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ ﴿۷۳﴾ او (الله) هغه (ذات) دى، چې اسمانونه او ځمكه يې په حقه پېدا كړي او پر كومه ورځ چې (هر شي ته) ووايي: ((شه! نو شي)) وينا يې حق ده او د شپېلۍ د پوکولو پر ورځ واكمني يوازې د هغه ده؛ (هغه) پر پټو او ښكاره وو پوه او هغه باخبر حكيم دى. (۷۳)
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لأَبِيهِ آزَرَ أَتَتَّخِذُ أَصْنَامًا آلِهَةً إِنِّي أَرَاكَ وَقَوْمَكَ فِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ ﴿۷۴﴾ او (درياد كړه) چې کله ابراهيم خپل پلار (( آزر)) ته وويل: (( ايا تا بوتان (خپل) معبودان کړي؟! په رښتینه کې زه خو تا او ستا قوم په څرګند بېلارېتوب كې وينم!)) (۷۴)
وَكَذَلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ الْمُوقِنِينَ ﴿۷۵﴾ او دغسې موږ ابراهيم ته د اسمانونو او ځمكې ملکوت (او پر دوى د الله مطلق حکومت) ور وښود (چې بصیرت ومومي او استدلال پرې وكړي) او له يقين كوونكيو شي. (۷۵)
فَلَمَّا جَنَّ عَلَيْهِ اللَّيْلُ رَأَى كَوْكَبًا قَالَ هَذَا رَبِّي فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لا أُحِبُّ الآفِلِينَ ﴿۷۶﴾ نو چې شپه تياره شوه، يو ستورى يې وليد، [په نیوکه یې مشرکانو ته] وويل: ((دا زما پالونکی دى؟))؛ خو چې پرېووت، و يې ويل: ((پرېوتونكي نه خوښوم. )) (۷۶)
فَلَمَّا رَأَى الْقَمَرَ بَازِغًا قَالَ هَذَا رَبِّي فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لَئِن لَّمْ يَهْدِنِي رَبِّي لأكُونَنَّ مِنَ الْقَوْمِ الضَّالِّينَ ﴿۷۷﴾ نو چې سپوږمۍ یې د راختو پرحال ځلانده وليده، و يې ويل: (( دا مې پالونکی دى؟))؛ خو چې پرېوته، و يې ويل: (( كه پالونكى مې لار را و نه ښيي؛ نو زه به هرومرو له بېلاريو يم )) (۷۷)
فَلَمَّا رَأَى الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هَذَا رَبِّي هَذَآ أَكْبَرُ فَلَمَّا أَفَلَتْ قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُونَ ﴿۷۸﴾ نو چې کله يې لمر په راختو کې او ځلاند وليد؛ نو و يې ويل: (( دا مې پالونکی دى (، ځکه) دا (خو تر سپوږمۍ او ستوري) ستر دى!))؛ نو چې پرېووت، و يې ويل: (( زما قومه! په رښتيا زه له هغه څه (معبودانو) کرکجن يم، چې تاسې يې له الله سره شريكوئ. (۷۸)
إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۷۹﴾ په رښتيا ما خپل مخ، د اسمانونو او ځمكې پنځګوونکی ذات ته یو مخیز وراړولى، زه حقپال (په خپل ايمان كې نږه او ساهو) او له مشركانو ځنې نه يم. )) (۷۹)
وَحَآجَّهُ قَوْمُهُ قَالَ أَتُحَاجُّونِّي فِي اللّهِ وَقَدْ هَدَانِ وَلاَ أَخَافُ مَا تُشْرِكُونَ بِهِ إِلاَّ أَن يَشَاءَ رَبِّي شَيْئًا وَسِعَ رَبِّي كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا أَفَلاَ تَتَذَكَّرُونَ ﴿۸۰﴾ او د قوم يې ورسره ناندرۍ شوې، ورته یې وويل: ((ايا د “الله” په اړه ناندرۍ راسره وهئ ؟! چې (په څرګندو دلايلو) یې سمه لار راښوولې او ستاسې د شرک له [شره] نه وېرېږم؛ خو داچې د پالونكي مې څه خوښه وي، (که کوم زیان راورسي، د الله خوښه به وي؛ نه د بوتانو) د پالونكي پوهه مې پر هر څه راخوره ده؛ نو ولې پند نه اخلئ؟! (۸۰)
وَكَيْفَ أَخَافُ مَا أَشْرَكْتُمْ وَلاَ تَخَافُونَ أَنَّكُمْ أَشْرَكْتُم بِاللّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا فَأَيُّ الْفَرِيقَيْنِ أَحَقُّ بِالأَمْنِ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۸۱﴾ او څنګه ستاسې له بوتانو ووېرېږم ؟ حال دا، تاسې له دې څخه نه وېرېږئ، چې له الله سره مو هغه څه شریک کړي، چې په اړه یې پر تاسې هېڅ دلیل نازل کړی نه دی؛ كه پوهېږئ؛ نو (رښتیا ووايئ) له موږ دواړو ډلو (بوتپالو او الله لمانځو) كومه يوه وړ ده، چې (په قیامت کې له مجازاتو) خوندي وي؟!  (۸۱)
الَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يَلْبِسُواْ إِيمَانَهُم بِظُلْمٍ أُوْلَئِكَ لَهُمُ الأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ ﴿۸۲﴾ (هو) هغوى چې ايمان راوړى او خپل ايمان يې د (شرك) له ظلم سره نه وي ګډلى؛ نو امن يوازې همدوى ته دى او همدوى پر سمه لار برابر دي!)) (۸۲)
وَتِلْكَ حُجَّتُنَا آتَيْنَاهَا إِبْرَاهِيمَ عَلَى قَوْمِهِ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مَّن نَّشَاء إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٌ ﴿۸۳﴾ او دا [ډول استدلال] زموږ دليل و، چې موږ ابراهيم ته د ده قوم په مقابل كې وركړ! موږ چې چا ته وغواړو (او وړ يې وبولو؛ نو) پوړۍ يې ورلوړوو، په رښتيا ستا پالونكى پوه حكيم دى ( او د علم او حکمت له مخې د انسانانو مقام لوړوي). (۸۳)
وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ كُلاًّ هَدَيْنَا وَنُوحًا هَدَيْنَا مِن قَبْلُ وَمِن ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ وَأَيُّوبَ وَيُوسُفَ وَمُوسَى وَهَارُونَ وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۸۴﴾ او موږ هغه (= ابراهيم) ته اسحق او يعقوب وبښل (او) ټولو ته مو سمه لار وروښووله او (همداراز) تر (ابراهيم) مخكې مو نوح ته سمه لار ورښوولې وه او د ده (ابراهيم) له اولادې موږ داوود، سليمان، ايوب، يوسف، موسى او هارون ته (سمه لار ورښوولې وه) او موږ نېكانو ته همداسې بدله وركوو!. (۸۴)
وَزَكَرِيَّا وَيَحْيَى وَعِيسَى وَإِلْيَاسَ كُلٌّ مِّنَ الصَّالِحِينَ ﴿۸۵﴾ او (همداراز موږ) زكريا، يحيى، عيسى او الياس ته (لار وروښووله، چې) دوى ټول نېكان ول، (۸۵)
وَإِسْمَاعِيلَ وَالْيَسَعَ وَيُونُسَ وَلُوطًا وَكُلاًّ فضَّلْنَا عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۸۶﴾ او (همداراز) موږ اسماعيل، ايسع، يونس او لوط ته (لار وروښووله) او ټول مو پر نړيوالو غوره كړي ول. (۸۶)
وَمِنْ آبَائِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَإِخْوَانِهِمْ وَاجْتَبَيْنَاهُمْ وَهَدَيْنَاهُمْ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۸۷﴾ او موږ د دوی له پلرونو، اولادې او روڼو ځينې ( د دوی د وړتیا په سبب نبوت ته) غوره كړل او سمه لار مو ور وښووله. (۸۷)
ذَلِكَ هُدَى اللّهِ يَهْدِي بِهِ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَلَوْ أَشْرَكُواْ لَحَبِطَ عَنْهُم مَّا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۸۸﴾ دا د الله لارښوونه ده، چې له خپلو بندګانو، يې چا ته وغواړي، ورښيي او (بالفرض) كه (دغو غوره خلکو) شرک کړى واى؛ نو (نېكې) کړنې به يې پوپنا شوې واى (او څه پايلې يې نه ترلاسه کولې). (۸۸)
أُوْلَئِكَ الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ فَإِن يَكْفُرْ بِهَا هَؤُلاء فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْمًا لَّيْسُواْ بِهَا بِكَافِرِينَ ﴿۸۹﴾ دوی [پېغمبران] هغه کسان وو، چې موږ كتاب، حكم او نبوت وركړي وو؛ نو که (بالفرض) دوى (د پېغمبر همپېري) په دې [الهي شریعت] کافر شي (څه پروا نشته او حق دين بې ملاتړه نه پاتېږي؛ ځكه) موږ (داسې) خلك ددې ملاتړ او ساتنې ته گومارو، چې په اړه یې کافر نه دي‏. (۸۹)
أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ قُل لاَّ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ هُوَ إِلاَّ ذِكْرَى لِلْعَالَمِينَ ﴿۹۰﴾ دوى (پېغمبران) هماغه دي، چې الله لار ورښوولې؛ نو ته یې هم پر لار ولاړ شه (او) ووايه: ((چې زه (ددې رسالت) څه اجر(او باړه) درځنې نه غواړم، دا (رسالت او قرآن) خو يوازې نړيوالو ته یو پند او نصيحت دى!)) (۹۰)
وَمَا قَدَرُواْ اللّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِذْ قَالُواْ مَا أَنزَلَ اللّهُ عَلَى بَشَرٍ مِّن شَيْءٍ قُلْ مَنْ أَنزَلَ الْكِتَابَ الَّذِي جَاء بِهِ مُوسَى نُورًا وَهُدًى لِّلنَّاسِ تَجْعَلُونَهُ قَرَاطِيسَ تُبْدُونَهَا وَتُخْفُونَ كَثِيرًا وَعُلِّمْتُم مَّا لَمْ تَعْلَمُواْ أَنتُمْ وَلاَ آبَاؤُكُمْ قُلِ اللّهُ ثُمَّ ذَرْهُمْ فِي خَوْضِهِمْ يَلْعَبُونَ ﴿۹۱﴾ او هغوى الله سم و نه پېژانده، چې و يې ويل: ((الله پر هېڅ بشر کوم څیز نازل كړى نه دی. )) (ورته) ووايه: (( د موسى راوړى کتاب چا نازل كړى و؟! چې خلكو ته رڼا او لارښوونه وه (؛ خو تاسې) یې پاڼه پاڼه كوئ؛ څه ښكاره كوئ او ډېر یې پټوئ او داسې ښوونې درته وشوې، چې نه تاسې پرې پوهېدئ او نه ستاسې پلرونه. )) ورته ووايه: ((چې الله (نازل كړى و))) بيا يې پخپلو ځېلي خبرو اترو (او اوتو بوتو) کې لوبو کولو ته ورپرېږده.  (۹۱)
وَهَذَا كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ مُّصَدِّقُ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَلِتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَهُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ يُحَافِظُونَ ﴿۹۲﴾ او دا يو برکتناک كتاب دى، چې موږ نازل كړى (او) تردې له مخه د راغليو كتابونو تاييدونکى دى (در ومې لېږه، چې خلكو ته د الهي مكافاتو زېرى پرې وركړې) او د ام القرى [= مكه] او شاوخوا وسېدونكي ووېروې! او (يقين وكړه) پر اخرت مؤمنان به هم په دې (كتاب هم) ايمان راوړي او دوی پر خپلو لمونځونو پابند دي. (۹۲)
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللّهِ كَذِبًا أَوْ قَالَ أُوْحِيَ إِلَيَّ وَلَمْ يُوحَ إِلَيْهِ شَيْءٌ وَمَن قَالَ سَأُنزِلُ مِثْلَ مَا أَنَزلَ اللّهُ وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلآئِكَةُ بَاسِطُواْ أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُواْ أَنفُسَكُمُ الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَقُولُونَ عَلَى اللّهِ غَيْرَ الْحَقِّ وَكُنتُمْ عَنْ آيَاتِهِ تَسْتَكْبِرُونَ ﴿۹۳﴾ او  تر هغه به لوى ظالم څوك وي، چې پر الله کوم دروغ وتړي يا ووايي: (( چې وحې راته شوې)) او څه پرې وحې شوي نه دي او تر هغه به لوى ظالم څوك وي، چې ووايي: (( ژر به د الله د نازل شوي كتاب په څېر (كتاب) نازل كړم)) او كه ته (دا) ظالمان هغه وخت ووينې، چې د ځلكدن په سختيو او سلګیو کې وي او پرښتو خپل لاسونه ورغځولي وي (او ورته وايي: ) ((خپله ساه وباسئ (ځانونه مو خلاص کړئ)! نن به تاسې ته د هغو دروغو په سزا كې رسوا كوونكى عذاب دركړ شي، چې د الله په اړه مو په ناحقه ویل او دهغه د آيتونو (په اړ) مو لويي کوله (؛ نو د دوی پر حال به لاسونه ومروړې)! )) (۹۳)
وَلَقَدْ جِئْتُمُونَا فُرَادَى كَمَا خَلَقْنَاكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَتَرَكْتُم مَّا خَوَّلْنَاكُمْ وَرَاء ظُهُورِكُمْ وَمَا نَرَى مَعَكُمْ شُفَعَاءكُمُ الَّذِينَ زَعَمْتُمْ أَنَّهُمْ فِيكُمْ شُرَكَاء لَقَد تَّقَطَّعَ بَيْنَكُمْ وَضَلَّ عَنكُم مَّا كُنتُمْ تَزْعُمُونَ ﴿۹۴﴾ او په يقين (د قيامت پر ورځ ورته ويل كېږي: ) زموږ خوا ته هماغسې یوازې راغلئ؛ لکه چې لومړي ځل مو پیدا کړي وئ او څه چې موږ دركړي ول، شا ته مو پرېښي او هغه شفاعتګر درسره نه وينوو، چې تاسې پخپلو (چارو او برخلیک ټاکلو کې) له (الله) سره شريکان ګڼل، په رښتيا ستاسې ترمنځ اړيكې پرې شوې او څه چې تاسې [شريک او شفيع] انګېرل، درنه ورک شوي دي. (۹۴)
إِنَّ اللّهَ فَالِقُ الْحَبِّ وَالنَّوَى يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَمُخْرِجُ الْمَيِّتِ مِنَ الْحَيِّ ذَلِكُمُ اللّهُ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ ﴿۹۵﴾ په رښتيا الله د دانې او زړي چوونكى دى، هماغه ژوندى له مړي راباسي او له ژوندي د مړي را ايستونکى دى. دا دى ستاسې الله!؛ نو چېرې (له حقه) كږېږئ؟! (۹۵)
فَالِقُ الإِصْبَاحِ وَجَعَلَ اللَّيْلَ سَكَنًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿۹۶﴾ (الله) د سباوون چوونكى (دى) او شپه يې د ارامتيا لپاره (شته کړې) او (همداراز) په لمر و سپوږمۍ د وختونو حساب ټاكي. دا د ځواکمن پوه (الله) ټاكلې اندازې دي. (۹۶)
وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ النُّجُومَ لِتَهْتَدُواْ بِهَا فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ قَدْ فَصَّلْنَا الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۹۷﴾ او هماغه دى، چې تاسې ته يې ستوري د وچې او سمندر په تپو تيارو كې د لار موندنې وزلې ګرځولي، په رښتيا موږ (خپلې) نښې پوهانو ته څرګندې كړي دي.(۹۷)
وَهُوَ الَّذِيَ أَنشَأَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ فَمُسْتَقَرٌّ وَمُسْتَوْدَعٌ قَدْ فَصَّلْنَا الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَفْقَهُونَ ﴿۹۸﴾ او هماغه دى، چې تاسې يې له يوه ژوي پيدا كړئ (او تاسې د ايمان يا بشپړ خلقت له پلوه دوه ډلې ياست:) ځينې پايند او ځينې ناپايند، په رښتيا دا نښې موږ هغوى ته ورڅرګندې كړي، چې ژور پوهېږي. (۹۸)
وَهُوَ الَّذِيَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ نَبَاتَ كُلِّ شَيْءٍ فَأَخْرَجْنَا مِنْهُ خَضِرًا نُّخْرِجُ مِنْهُ حَبًّا مُّتَرَاكِبًا وَمِنَ النَّخْلِ مِن طَلْعِهَا قِنْوَانٌ دَانِيَةٌ وَجَنَّاتٍ مِّنْ أَعْنَابٍ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُشْتَبِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ انظُرُواْ إِلِى ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَيَنْعِهِ إِنَّ فِي ذَلِكُمْ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۹۹﴾ او هغه دى، چې له اسمانه يې اوبه راورولي، چې په دې مو هر ډول بوټي راوټوكول، بيا له بوټو شنه ډكي او فصلونه راباسو او له دې (د وږي په څېر) يو پر بل سپرې دانې راباسو او د كجورو له څانګو د مېوو ډك وږي، چې (له ډېر بار نيولو) ښكته زانګي او (همداراز) موږ د کورو، ښونانو او انارو باغونه (راوټوکول)، چې (كله) يو بل ته ورته او كله نا ورته دي، چې کله هره ونه مېوه نيسي؛ نو مېوې او د پخېدو څرنګوالي ته يې ځير شئ، بېشكه په دې كې هغو ته (د الله د برمیالۍ) نښې دي، چې ايمان راوړي.  (۹۹)
وَجَعَلُواْ لِلّهِ شُرَكَاء الْجِنَّ وَخَلَقَهُمْ وَخَرَقُواْ لَهُ بَنِينَ وَبَنَاتٍ بِغَيْرِ عِلْمٍ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يَصِفُونَ ﴿۱۰۰﴾ او (مشرکانو) پېريان له الله سره شريكان وګڼل؛ خو پېريان هم (الله) پيدا كړي او هغه ته يې په دروغو او د ناپوهۍ له مخې زامن او لوڼې جوړې كړي؛ خو الله له هغو (بدو خبرو) پاك او ډېر لوړ دى، چې دوى يې وايي! (۱۰۰)
بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ أَنَّى يَكُونُ لَهُ وَلَدٌ وَلَمْ تَكُن لَّهُ صَاحِبَةٌ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ وهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۱۰۱﴾ (الله) د اسمانونو او ځمكې بې له پخوانۍ بېلګې پېدا كوونكى دى، زېږنده يې له کومه کېداى شي؟! چې له سره يې څوک ښځه نه وه او ټول څيزونه يې پيدا كړي او پر هر څه ښه پوه دى. (۱۰۱)
ذَلِكُمُ اللّهُ رَبُّكُمْ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ فَاعْبُدُوهُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ ﴿۱۰۲﴾ (هو) دا الله ستاسې پالونكى دى! بې له هغه معبود نشته؛ د هر څه پنځوونکی ‏دى؛ نو و یې لمانځئ او هغه پر ټولو څيزونو څارونکى دى. (۱۰۲)
لاَّ تُدْرِكُهُ الأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الأَبْصَارَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ ﴿۱۰۳﴾ سترګې هغه لیدی نشي؛ خو دی سترګې ویني او هغه لطیف ( باریک وینی، دقیق، ځېرمن) او (له هر څه) باخبر دی. (۱۰۳)
قَدْ جَاءكُم بَصَآئِرُ مِن رَّبِّكُمْ فَمَنْ أَبْصَرَ فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ عَمِيَ فَعَلَيْهَا وَمَا أَنَاْ عَلَيْكُم بِحَفِيظٍ ﴿۱۰۴﴾ په رښتینه کې تاسې ته د خپل پالونكي له لوري څرګند دلايل؛ [د بصیرت او لیدانې (وزلې او رڼاوې)] راغلي دي؛ نو څوك چې (حق پرې) وويني، پر ګټه يې ده او څوك چې ړوند زړی وي، پر زيان يې ده او زه درباندې څارندوی او ساتندوى نه يم (او نه مو په زوره ايمان منلو ته اړ باسم ).(۱۰۴)
وَكَذَلِكَ نُصَرِّفُ الآيَاتِ وَلِيَقُولُواْ دَرَسْتَ وَلِنُبَيِّنَهُ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۱۰۵﴾ او همداراز موږ (خپل) آيتونه رنګارنګ څرګندوو (چې ښیونوزله شي؛ خو کفار ایمان نه راوړي) او وايي: ((هرومرو دې له چا زده کړي!)) او (پرېږده، چې همداسې وايي؛ خو موږ) یې پوهانو ته تشریح کوو. (۱۰۵)
اتَّبِعْ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۰۶﴾ څه چې د خپل پالونکي له لوري تا ته وحې کېږي، لاروي یې کوه، بې له ده معبود نشته ‏او له مشرکانو مخ واړوه. (۱۰۶)
وَلَوْ شَاء اللّهُ مَا أَشْرَكُواْ وَمَا جَعَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ ﴿۱۰۷﴾ او كه الله غوښتل (ټولو د جبر له مخې ايمان راووړ؛ نو) دوی به شرک نه و کړی (خو الهي قانون دغسې نه دی) او موږ ته د دوی پر (كړنو) پازوال کړى نه يې او نه دې دنده ده، چې (ايمان راوړو ته) يې اړ باسې. (۱۰۷)
وَلاَ تَسُبُّواْ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ فَيَسُبُّواْ اللّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ كَذَلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِم مَّرْجِعُهُمْ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۱۰۸﴾ او “غیرالله” لمانځي مه کنځئ، هسې نه د دښمنۍ او ناپوهۍ له لامله “الله” وکنځي، دغسې موږ هر امت ته د دوی ‏خپلې کړنې ورښايسته كړي، بيا یې د خپل پالونكي لوري ته ورستنېدل دي او الله به یې د خپلو کړنو له (حقيقته) خبر كړي. (۱۰۸)
وَأَقْسَمُواْ بِاللّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِن جَاءتْهُمْ آيَةٌ لَّيُؤْمِنُنَّ بِهَا قُلْ إِنَّمَا الآيَاتُ عِندَ اللّهِ وَمَا يُشْعِرُكُمْ أَنَّهَا إِذَا جَاءتْ لاَ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۰۹﴾ او دوی په ډېر ټينګار پر الله سوګندونه خوړل، چې كه كومه نښه [= معجزه] ورته راشي؛ نو هرومرو ایمان پرې راوړي، ووايه: ((معجزې خو يوازې د “الله” له لوري دي (او زما په واك كې نه دي، چې ستاسې په غوښتنه يې راوړم) او څه پوهېږئ(؛ بلکې موږ پوهېږو) چې كه کومه معجزه هم راشي، (بيا هم) ايمان نه راوړي!)) (۱۰۹)
وَنُقَلِّبُ أَفْئِدَتَهُمْ وَأَبْصَارَهُمْ كَمَا لَمْ يُؤْمِنُواْ بِهِ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَنَذَرُهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿۱۱۰﴾ او موږ د دوی زړونه او سترګې په هماغه شان اړوو (هو! ايمان نه راوړي)؛ لكه چې په لومړي ځل يې ايمان پرې راوړی نه و او په خپله سرغړونه کې يې هک اریان او لالهانده پرېږدو. (۱۱۰)
وَلَوْ أَنَّنَا نَزَّلْنَا إِلَيْهِمُ الْمَلآئِكَةَ وَكَلَّمَهُمُ الْمَوْتَى وَحَشَرْنَا عَلَيْهِمْ كُلَّ شَيْءٍ قُبُلًا مَّا كَانُواْ لِيُؤْمِنُواْ إِلاَّ أَن يَشَاءَ اللّهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ يَجْهَلُونَ ﴿۱۱۱﴾ او (ان) كه موږ دوی ته پرښتې هم لېږلې واى او مړيو (هم) خبرې ورسره كړې واى او (له تېرو) موږ ټول څيزونه مخامخ ورغوڼد كړي واى، بيا یې هم ايمان نه راووړ؛ خو داچې الله وغواړي؛ خو ډېر يې ناپوهي کوي. (۱۱۱)
وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا وَلَوْ شَاء رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ ﴿۱۱۲﴾ او دغسې موږ هر پېغمبر ته د انسانانو او پېريانو، شيطانان دښمنان ګومارلي دي، دوى (د خلكو د تېرايستنې لپاره) په پټه (او ګوښه كې) يو بل ته بې بنسټه او د غولونې خبرې كولې او كه ستا پالونكي غوښتل؛ نو داسې يې نه كول (او كړاى يې شول، چې مخه يې ونيسي؛ خو زور ګټور نه دى؛ ) نو په خپلو دروغو کې یې ورپرېږده. (۱۱۲)
وَلِتَصْغَى إِلَيْهِ أَفْئِدَةُ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ وَلِيَرْضَوْهُ وَلِيَقْتَرِفُواْ مَا هُم مُّقْتَرِفُونَ ﴿۱۱۳﴾ او (د شيطان د وسوسو او د شيطان صفتانو د تبليغاتو) پايله به دا شي، چې د قيامت د منكرانو زړونه به دې (باطلو) خبرو ته وركاږه شي او په پايله کې به خوښ پرې (هم) شي او هره ګناه چې غواړي، و به يې كړي. (۱۱۳)
أَفَغَيْرَ اللّهِ أَبْتَغِي حَكَمًا وَهُوَ الَّذِي أَنَزَلَ إِلَيْكُمُ الْكِتَابَ مُفَصَّلًا وَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْلَمُونَ أَنَّهُ مُنَزَّلٌ مِّن رَّبِّكَ بِالْحَقِّ فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ ﴿۱۱۴﴾ نو (له دې ټولو څرګندو دلایلو سره سره) ايا بې له الله بل پرېکړه كوونكى ولټوم؟! سره له دې چې تاسې ته یې (ښه پوره) څرګند كتاب رالېږلى (چې هرڅه پكې دي) او هغوى چې (تر تا مخكې اسماني) كتاب مو وركړى، (ښه) پوهېږي چې قرآن په حقه ستا د پالونكي له لوري نازل شوى؛ نو له دوه زړو مه وسه. (۱۱۴)
وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلًا لاَّ مُبَدِّلِ لِكَلِمَاتِهِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۱۱۵﴾ او د رښتينولۍ او عدالت له مخې، ستا د پالونکي وينا (بيخي په تول) پوره ده، هېڅوك يې خبرې بدلولاى نشي او هغه پوه اورېدونكى دى. (۱۱۵)
وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللّهِ إِن يَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلاَّ يَخْرُصُونَ ﴿۱۱۶﴾ او كه ته د ځمكې پر مخ د ډېرو خلكو خبرې ومنې (؛ نو) د الله له لارې به دې تېر باسي (؛ ځكه) دوى يوازې په (خپلو) ګومانونو پسې ځي او يوازې اټکليان دي. (۱۱۶)
إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ مَن يَضِلُّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿۱۱۷﴾ په رښتيا ستا پالونكى هغه خلک ښه پېژني، چې د ده له لارې كاږه شوي او هغه ښیون شوي هم ښه پېژني. . (۱۱۷)
فَكُلُواْ مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللّهِ عَلَيْهِ إِن كُنتُمْ بِآيَاتِهِ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۱۸﴾ نو كه تاسې د الله پر آيتونو ايمان لرئ؛ له هغې ذبحې وخورئ، چې د الله نامه پرې اخستل شوې وي (او بې له دې مه خورئ). (۱۱۸)
وَمَا لَكُمْ أَلاَّ تَأْكُلُواْ مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللّهِ عَلَيْهِ وَقَدْ فَصَّلَ لَكُم مَّا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ إِلاَّ مَا اضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ وَإِنَّ كَثِيرًا لَّيُضِلُّونَ بِأَهْوَائِهِم بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِالْمُعْتَدِينَ ﴿۱۱۹﴾ او ولې تاسې د هغه څه له (غوښو) نه خورئ، چې د الله نامه پرې ويل شوې، حال دا په يقين، الله ‏چې پر تاسې كوم څيزونه حرام كړي، پوره څرګند كړي؛ خو داچې ناچار ياست (په دې حالت كې د هغو څارويوغوښه درته روا ده) او ډېر خلك د ناپوهۍ او خپلو ځاني غوښتنوله مخې (نور) بېلاروي، په رښتيا ستا پالونكى له بريده تېرېدوني ډېر ښه پېژني. (۱۱۹)
وَذَرُواْ ظَاهِرَ الإِثْمِ وَبَاطِنَهُ إِنَّ الَّذِينَ يَكْسِبُونَ الإِثْمَ سَيُجْزَوْنَ بِمَا كَانُواْ يَقْتَرِفُونَ ﴿۱۲۰﴾ او تاسې ښكاره او پټ ګناهونه پرېږدئ؛ ځكه څوك چې ګناه كوي؛ نو ژر به د خپلو كړنو سزا ورکړاى شي. (۱۲۰)
وَلاَ تَأْكُلُواْ مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللّهِ عَلَيْهِ وَإِنَّهُ لَفِسْقٌ وَإِنَّ الشَّيَاطِينَ لَيُوحُونَ إِلَى أَوْلِيَآئِهِمْ لِيُجَادِلُوكُمْ وَإِنْ أَطَعْتُمُوهُمْ إِنَّكُمْ لَمُشْرِكُونَ ﴿۱۲۱﴾ او تاسې له هغې ذبحې مه خورئ، چې د الله نامه نه وي پرې ياده شوې؛ ځکه دا كار ګناه ده او په حقيقت كې شيطانان خپلو ملګرو ته (په زړه کې) داسې مطالب او وسوسې وراچوي، چې له تاسې سره شخړه وكړي (چې د مردار او حلال ترمنځ څه توپیر دی) او كه ورپسې ولاړ شئ البته تاسې (هم) مشركان ياست. (۱۲۱)
أَوَ مَن كَانَ مَيْتًا فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَن مَّثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِّنْهَا كَذَلِكَ زُيِّنَ لِلْكَافِرِينَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۱۲۲﴾ ايا هغه چې (د جهل او شرک له لامله) مړ زړى و؛ نو موږ (په خپل ښیون) ژوندى كړ او (د ایمان) رڼا مو وركړه، چې په دې په خلكو كې (د ژوند پر لار) ولاړ شي، د هغه په څېر دی، چې (د جهل او شرک) په تيارو كې داسې (ور ډوب) دی، چې راوتونکى ترې نه وي؟! دغسې كافرانو ته خپلې (ناوړه) كړنې ښايسته کړاى شوې دي. (۱۲۲)
وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ أَكَابِرَ مُجْرِمِيهَا لِيَمْكُرُواْ فِيهَا وَمَا يَمْكُرُونَ إِلاَّ بِأَنفُسِهِمْ وَمَا يَشْعُرُونَ ﴿۱۲۳﴾ او همدغسې موږ د هر ښار او ابادۍ سراغړاندي مشران خپل سر ته پرېښي دي (موږ هر ډول ځواكمني وركړې وه؛ خو ناوړګټنه يې ترې وکړه او د ګناه لار يې ونيوه) او ( د كار پايله يې دا شوه، چې د خلكو) په تېر ايستنه يې لاس پورې كړ؛ خو يوازې دوى خپل ځان تېر باسي او (پرځان) خبر هم نه دي. (چې د ټګۍ پایله به یې د غاړې هار شي) . (۱۲۳)
وَإِذَا جَاءتْهُمْ آيَةٌ قَالُواْ لَن نُّؤْمِنَ حَتَّى نُؤْتَى مِثْلَ مَا أُوتِيَ رُسُلُ اللّهِ اللّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُواْ صَغَارٌ عِندَ اللّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُواْ يَمْكُرُونَ ﴿۱۲۴﴾ او چې كله دوی ته کومه نښه راشي؛ وايي: ((موږ تر هغه ايمان نه راوړو، چې د هغه څيز په څير را نه کړ شي، چې الهي استازيو ته ورکړ شوی. )) الله ښه پوهېږي، چې خپل رسالت چا ته ورکړي، ډېر ژر به دا مجرمان (چې خلك يې له سمې لارې اړول)، د خپلو ټګيو په سزا كې د الله له لوري پر رسوايۍ اخته او له سخت عذاب سره مخ شي. (۱۲۴)
فَمَن يُرِدِ اللّهُ أَن يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلإِسْلاَمِ وَمَن يُرِدْ أَن يُضِلَّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي السَّمَاء كَذَلِكَ يَجْعَلُ اللّهُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۲۵﴾ نو الله چې وغواړي چا ته سمه لار وښيي؛ نو سينه يې د اسلام (منلو ته) ورپراخوي او څوك چې (د ناوړه كړنو له مخې) بېلاروي؛ نو سينه يې داسې ورتنګه کړي؛ لکه اسمان ته چې خېژي (او نشي ختاى)، په دې توګه الله پر هغو کسانو (د کفر) ناپاکي ورتپي چې ایمان نه راوړي. (۱۲۵)
وَهَذَا صِرَاطُ رَبِّكَ مُسْتَقِيمًا قَدْ فَصَّلْنَا الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ ﴿۱۲۶﴾ او دا ستا د پالونكي (همیشنی ‏سنت او) سیده لار ده؛ په رښتيا موږ (خپل) آيتونه هغوى ته ورڅرګند كړي، چې نصيحت مني. (۱۲۶)
لَهُمْ دَارُ السَّلاَمِ عِندَ رَبِّهِمْ وَهُوَ وَلِيُّهُمْ بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۱۲۷﴾ دوی ته (په جنت كې) د خپل پالونكي له لوري “د سلامتيا كور” خوندي دى او الله د دوی د (ښو) كړنو له لامله د دوی پالندوى (او مرستندوى) دى. (۱۲۷)
وَيَوْمَ يِحْشُرُهُمْ جَمِيعًا يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ قَدِ اسْتَكْثَرْتُم مِّنَ الإِنسِ وَقَالَ أَوْلِيَآؤُهُم مِّنَ الإِنسِ رَبَّنَا اسْتَمْتَعَ بَعْضُنَا بِبَعْضٍ وَبَلَغْنَا أَجَلَنَا الَّذِيَ أَجَّلْتَ لَنَا قَالَ النَّارُ مَثْوَاكُمْ خَالِدِينَ فِيهَا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَليمٌ ﴿۱۲۸﴾ او هغه ورځ (درياده کړه) چې (الله) دوی ټول راټول كړي (؛ نو الله به شيطانانو او) پېريانو ته ووايي: په يقين تاسې خو ډېر انسانان بېلارې كړل او د دوی انسانان ملګري به وايي: (( پالونكيه! موږ دواړو ډلو [= مشران او بېلارې لارويان] يو له بله پوره ګټه اخستې ده (موږ د هوسونو لنډمهالي خوندونه وڅكل او دوى واكمني راباندې وكړه) او موږ هغې نېټې ته ورسېدو، چې تا راټاكلې وه))، الله وايي: ((اور مو همېشنى هستوګنځى دى؛ خو څه چې الله وغواړي ( چې یوه ډله مو وبښي) )) هو! ستا پالونكی ښه پوه حكيم دى. (۱۲۸)
وَكَذَلِكَ نُوَلِّي بَعْضَ الظَّالِمِينَ بَعْضًا بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ ﴿۱۲۹﴾ او همداسې موږ ظالمان د دوی د كړنو له لامله يو پر بل ګومارو. (۱۲۹)
يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالإِنسِ أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي وَيُنذِرُونَكُمْ لِقَاء يَوْمِكُمْ هَذَا قَالُواْ شَهِدْنَا عَلَى أَنفُسِنَا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَشَهِدُواْ عَلَى أَنفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُواْ كَافِرِينَ ﴿۱۳۰﴾ (پر هغه ورځ دوی ‏ته ویل کېږي): د پېريانو او انسانانو ټولیه! ایا تاسې ته له خپل ډوله استازي نه وو درغلي، چې زما آيتونه در ولولي او له دغې ورځې سره له مخامخېدو مو خبردار کړي؟! (دوى) وايي: ((موږ پر خپل زيان شاهدي وايو (هو! موږ بد كړي دي. ) )) او دوى دنيوي ژوند غولولي ول او پر خپلو ځانونو يې ګواهي وركړه، چې رښتيا هم كافران وو. (۱۳۰)
ذَلِكَ أَن لَّمْ يَكُن رَّبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا غَافِلُونَ ﴿۱۳۱﴾ دا (شاهدي ځكه اخستل كېږي، چې) هېڅكله ستا پالونكى د ښارونو، کلیو او اباديو (وسېدونكي)، د دوى د ظلمونو له لامله په ناخبرۍ کې نه هلاكوي (؛ بلكې مخكې استازي ورلېږي. ) (۱۳۱)
وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِّمَّا عَمِلُواْ وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ ﴿۱۳۲﴾ او هر چا ته د خپلو كړنو انډول درجې (او مرتبې) دي او ستا پالونكى د دوی ‏له کړنو ناخبره نه دى. (۱۳۲)
وَرَبُّكَ الْغَنِيُّ ذُو الرَّحْمَةِ إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَسْتَخْلِفْ مِن بَعْدِكُم مَّا يَشَاء كَمَآ أَنشَأَكُم مِّن ذُرِّيَّةِ قَوْمٍ آخَرِينَ ﴿۱۳۳﴾ او ستا پالونكى مړه خوا د رحمت څښتن دى (پر چا ظلم نه كوي؛ بلكې ټول د خپلو كړنو پايلې ويني) كه وغواړي؛ تاسې (له منځه) وړي او پرځاى به مو د خپلې خوښې خلک راولي؛ لكه چې تاسې یې د نورو قومونو له ځوځاته پيدا کړي ياست. (۱۳۳)
إِنَّ مَا تُوعَدُونَ لآتٍ وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ ﴿۱۳۴﴾ بېشکه له تاسې سره چې د څه ژمنه ‏كېږي، هرومرو راتلونكې ده او تاسې (الله) بېوسولاى نشئ (چې له عدالت او سزا يې وتښتئ )  (۱۳۴)
قُلْ يَا قَوْمِ اعْمَلُواْ عَلَى مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ مَن تَكُونُ لَهُ عَاقِبَةُ الدِّارِ إِنَّهُ لاَ يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ ﴿۱۳۵﴾ ورته ووايه: ((زما قومه! هر كار مو چې له وسې پوره وي، و يې كړئ! زه (هم پر خپله دنده) عمل كوم؛ خو ژر به پوه شئ، چې په آخرت كې به د چا پايله ښه وي (او څوك بريالي دي؛ خو) حقيقت دادى چې ظالمان نه ژغورل کېږي. )) (۱۳۵)
وَجَعَلُواْ لِلّهِ مِمِّا ذَرَأَ مِنَ الْحَرْثِ وَالأَنْعَامِ نَصِيبًا فَقَالُواْ هَذَا لِلّهِ بِزَعْمِهِمْ وَهَذَا لِشُرَكَآئِنَا فَمَا كَانَ لِشُرَكَآئِهِمْ فَلاَ يَصِلُ إِلَى اللّهِ وَمَا كَانَ لِلّهِ فَهُوَ يَصِلُ إِلَى شُرَكَآئِهِمْ سَاء مَا يَحْكُمُونَ ﴿۱۳۶﴾ او دوى[ = مشركانو] الله ته پخپله د هماغه له پيداكړيو كښتونو او څارويو يوه برخه وټاکله (او يوه برخه يې بوتانو ته) او په خپل ګومان يې وويل: (( دا د الله مال دى او دا زموږ د شريكانو[= بوتانو] دى))؛ نو كومه برخه یې چې د بوتانو وه، هغه خو الله ته نه وررسي؛ خو د الله برخه یې شريكانو ته وررسېده (هو! كه د بوتانو برخه لږېده؛ نو د الله ‏برخه به يې وركوله؛ خو اپوټه يې دا كار نه كاوه) دوى څنګه بدې پرېکړې كوي (چې پر شرك سربېره، ان الله ‏ له بوتانو ټيټ ګڼي)! (۱۳۶)
وَكَذَلِكَ زَيَّنَ لِكَثِيرٍ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ قَتْلَ أَوْلاَدِهِمْ شُرَكَآؤُهُمْ لِيُرْدُوهُمْ وَلِيَلْبِسُواْ عَلَيْهِمْ دِينَهُمْ وَلَوْ شَاء اللّهُ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ ﴿۱۳۷﴾ او دغسې خپلو شريکانو (د معابدو رييسانو يا له بوتانو سره مينې)، ډېرو مشرکانو ته د خپلو اولادونو وژنه (يو ښه چار) ورښوولى و (اولادونه يې له بوتانو ځارول او پرې وياړېدل هم) چې (په پای کې) دوی هلاک کړي او خپل دين ورته شکمن او ګډوډ کړي ( او یوپالي له خرافه پالنې سره ګډه وډه کړي او لار له څاه و نه پېژني) او كه الله غوښتي واى (؛ نو) داسې يې نه كول (؛ ځكه الله یې مخه نيواى شوه؛ خو زور ګټور نه دى)؛ نو دوى له خپلو تورونو سره پرېږده! (۱۳۷)
وَقَالُواْ هَذِهِ أَنْعَامٌ وَحَرْثٌ حِجْرٌ لاَّ يَطْعَمُهَا إِلاَّ مَن نّشَاء بِزَعْمِهِمْ وَأَنْعَامٌ حُرِّمَتْ ظُهُورُهَا وَأَنْعَامٌ لاَّ يَذْكُرُونَ اسْمَ اللّهِ عَلَيْهَا افْتِرَاء عَلَيْهِ سَيَجْزِيهِم بِمَا كَانُواْ يَفْتَرُونَ ﴿۱۳۸﴾ او مشرکانو (د خپلو انګېرونو له مخې) وويل: ((دا څاروي او کښت (چې بوتانو ته ځانګړي شوي، ټولو ته) منع دي؛ هېڅوک يې نشي خوړاى؛ خو چې موږ اجازه نه وي ورکړي او ځينې څاروي دي، چې سورېدل او بار وړل پرې حرام شوي دي)) او (همداراز) ځينې څاروي (ول)، چې (د ذبحې پر وخت) يې د الله نامه پرې نه اخسته او پر الله يې دروغ ورتړل؛ (او ويل يې: دا احكام ټول د الله له لوري دي. ) الله به ډېر ژر دوی ته ددې تور لگولو له لامله سزا وركړي. (۱۳۸)
وَقَالُواْ مَا فِي بُطُونِ هَذِهِ الأَنْعَامِ خَالِصَةٌ لِّذُكُورِنَا وَمُحَرَّمٌ عَلَى أَزْوَاجِنَا وَإِن يَكُن مَّيْتَةً فَهُمْ فِيهِ شُرَكَاء سَيَجْزِيهِمْ وَصْفَهُمْ إِنَّهُ حِكِيمٌ عَلِيمٌ ﴿۱۳۹﴾ او (مشرکانو) وويل: (( څه (بچي) چې ددې څارويو په ګېدو كې دي، دا په ځانګړي ډول زموږ د نارينه وو دي او پر ښځو مو حرام دي؛ خو كه مړ وي [= مړ وزېږي]؛ نو ټول ( يې په خوړو) كې شريك يو. )) الله ‏به ډېر ژر دوی ته ددې خبرو (او د دروغو د احكامو) سزا وركړي؛ ځكه هغه پوه حكيم دى. (۱۳۹)
قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ قَتَلُواْ أَوْلاَدَهُمْ سَفَهًا بِغَيْرِ عِلْمٍ وَحَرَّمُواْ مَا رَزَقَهُمُ اللّهُ افْتِرَاء عَلَى اللّهِ قَدْ ضَلُّواْ وَمَا كَانُواْ مُهْتَدِينَ ﴿۱۴۰﴾ په رښتيا هغوى زيانمن شول، چې د بې عقلۍ او ناپوهۍ له مخې يې خپل اولادونه ووژل (؛ ځكه) الله چې څه ور روزي كړي وو، پر الله يې په دروغ تړلو سره پر ځان حرام كړل، بېشکه دوى لار ورکه کړې او ښیون شوي نه وو. (۱۴۰)
وَهُوَ الَّذِي أَنشَأَ جَنَّاتٍ مَّعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ كُلُواْ مِن ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَآتُواْ حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ وَلاَ تُسْرِفُواْ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ ﴿۱۴۱﴾ او (الله) هغه (ذات) دى، چې پر څپریو پراته او بې څپریو بڼونه يې پيدا كړي او (همداراز) كجورې او هر راز كښتونه يې زرغون كړي، چې د مېوې او خوند له پلوه يو له بله بېل دي او (همداراز) د ښوونه او انارو ونې يې پيدا كړي، چې له ځينو اړخونو سره ورته دي او د ځينو له پلوه توپير لري؛ (پاڼې او بهرنۍ جوړښت يې سره ورته دى؛ خو د مېوو خوند يې توپير لري) چې مېوې يې ورسېدې؛ نو و يې خورئ او د فصل رېبلو او (راټولولو) پر وخت یې (د بېوزلیو) حق وركړئ او بېځایه لګښت مه كوئ (؛ ځکه) چې هغه بېځایه لګښتیان نه خوښوي. (۱۴۱)
وَمِنَ الأَنْعَامِ حَمُولَةً وَفَرْشًا كُلُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ ﴿۱۴۲﴾ او له څارويو يې تاسې ته ‏بار وړونكي او (ګټور) كوشني پیدا کړي. الله درکړې روزي وخورئ او د شيطان پر پله مه ځئ (؛ ځکه) چې هغه مو څرګند غلیم دى. (۱۴۲)
ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ مِّنَ الضَّأْنِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْمَعْزِ اثْنَيْنِ قُلْ آلذَّكَرَيْنِ حَرَّمَ أَمِ الأُنثَيَيْنِ أَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ أَرْحَامُ الأُنثَيَيْنِ نَبِّؤُونِي بِعِلْمٍ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۴۳﴾ اته جوړې څاروي (یې درته پيدا كړل)؛ له مېږو يوه جوړه او له وزو يوه جوړه، ورته ووايه: (( چې الله د دوی نران حرام كړي يا ښځې؟ يا هغه بچي چې د مېږو او وزو په ګېډو كې وي؟ كه رښتوني ياست (او پر حراموالي يې) دليل لرئ (؛ نو) یو پوهنیز لاسوند راوښیئ!)) (۱۴۳)
وَمِنَ الإِبْلِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْبَقَرِ اثْنَيْنِ قُلْ آلذَّكَرَيْنِ حَرَّمَ أَمِ الأُنثَيَيْنِ أَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ أَرْحَامُ الأُنثَيَيْنِ أَمْ كُنتُمْ شُهَدَاء إِذْ وَصَّاكُمُ اللّهُ بِهَذَا فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللّهِ كَذِبًا لِيُضِلَّ النَّاسَ بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۴۴﴾ او له اوښانو يوه جوړه او هم (يې) د غويانو يوه جوړه (درته پيدا كړل)؛ ورته ووايه: ((الله د دوى نران حرام كړي يا ښځې يا هغه بچي چې د اوښې او غوا په ګېډو كې وي؟ يا چې كله (یې) الله (پر حراموالي) سپارښتنه درته كوله؛ نو تاسې پرې شاهدان وئ ؟ نو تر هغه به ستر ظالم څوك وي، چې پر الله څه دروغ تړي، چې خلك د ناپوهۍ له مخې بېلارې كړي؟ په رښتيا الله هېڅكله ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي. ))(۱۴۴)
قُل لاَّ أَجِدُ فِي مَا أُوْحِيَ إِلَيَّ مُحَرَّمًا عَلَى طَاعِمٍ يَطْعَمُهُ إِلاَّ أَن يَكُونَ مَيْتَةً أَوْ دَمًا مَّسْفُوحًا أَوْ لَحْمَ خِنزِيرٍ فَإِنَّهُ رِجْسٌ أَوْ فِسْقًا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَإِنَّ رَبَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۴۵﴾   (ورته) ووايه: ((څه چې پر ما وحې شوي؛ زه خو پكې هېڅ حرام خواړه نه مومم؛ خو داچې مردار وي يا(د څاروي له بدنه) بهېدلې وينه وي يا د سرکوزي غوښه وي، چې دا ټول ناولي دي يا هغه څاروى وي، چې د سر غوڅولو پر وخت د نافرمانۍ (او ګناه) له مخې د”غيرالله” نامه پرې اخستل شوى وي. ))؛ نو څوك چې له تنګسې او ناچارۍ (دا حرام خواړه وخوري او) په خوندونو پسې نه وي او هم زيات و نه خوري (؛ نو ګناه پرې نشته؛ ) ځكه ستا پالونكى لورین بښونكى دى. (۱۴۵)
وَعَلَى الَّذِينَ هَادُواْ حَرَّمْنَا كُلَّ ذِي ظُفُرٍ وَمِنَ الْبَقَرِ وَالْغَنَمِ حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ شُحُومَهُمَا إِلاَّ مَا حَمَلَتْ ظُهُورُهُمَا أَوِ الْحَوَايَا أَوْ مَا اخْتَلَطَ بِعَظْمٍ ذَلِكَ جَزَيْنَاهُم بِبَغْيِهِمْ وِإِنَّا لَصَادِقُونَ ﴿۱۴۶﴾ او موږ پر يهودانو ټول نوكانوال څاروي حرام كړي وو او له غويانو او پسونو مو د دوی وازدې پرې حرامې كړې وې؛ خو هغه وازدې (مو نه وې حرامې كړې) چې پر شا يا کولمو يا يې له هډوكيو سره نښتې وې، موږ د دوی ‏د سرغړونې له لامله دغسې سزا وركړه او بيخي رښتيا وايو. (۱۴۶)
فَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل رَّبُّكُمْ ذُو رَحْمَةٍ وَاسِعَةٍ وَلاَ يُرَدُّ بَأْسُهُ عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ ﴿۱۴۷﴾ (پېغمبره!) نو كه تا دروغجن وګڼي (او دا حقايق و نه مني)؛ نو ورته ووايه: (( ستاسې د پالونكي رحمت ډېر پراخ دى او له مجرمانو دهغه عذاب نه ګرځول كېږي (او كه خپلو ګناهونو ته دوام وركړئ؛ نو سزا يې هرومرو ده). )) (۱۴۷)
سَيَقُولُ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللّهُ مَا أَشْرَكْنَا وَلاَ آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن شَيْءٍ كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِم حَتَّى ذَاقُواْ بَأْسَنَا قُلْ هَلْ عِندَكُم مِّنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوهُ لَنَا إِن تَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ أَنتُمْ إَلاَّ تَخْرُصُونَ ﴿۱۴۸﴾ ډېر ژر به مشركان (ځان سپيناوي ته) ووايي: ((كه الله غوښتلى؛ نو نه موږ او نه زموږ پلرونه مشرکانېدل او نه به موږ كوم څيز حرام ګڼلى واى)) تر دوى ړومبنيو همدغسې دروغ ويل او په پاى كې يې زموږ د سزا (خوند) وڅاكه. ورته ووايه: ((ايا (پردې موضوع ) کوم پوهنیز لاسوند درسره شته چې راښکاره یې کړئ؟ تاسې يوازې د بې بنسټه ګومانو لارويان ياست او بېځايه اټكلونه كوئ)) (او دروغ جوړوئ) (۱۴۸)
قُلْ فَلِلّهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ فَلَوْ شَاء لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۱۴۹﴾ (ورته) ووايه: (( څرګنده (او پرېکنده) دليل خو د الله دى (داسې دليل چې هېچا ته پلمه نه پاتېږي) او كه وغواړي؛ نو ټولو ته (په جبر او زور) لار ورښيي (؛ خو داچې اجباري لارښوونه بې ګټې ده؛ نو ځكه دا كار نه كوي). )) (۱۴۹)
قُلْ هَلُمَّ شُهَدَاءكُمُ الَّذِينَ يَشْهَدُونَ أَنَّ اللّهَ حَرَّمَ هَذَا فَإِن شَهِدُواْ فَلاَ تَشْهَدْ مَعَهُمْ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاء الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا وَالَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ وَهُم بِرَبِّهِمْ يَعْدِلُونَ ﴿۱۵۰﴾ (ورته) ووايه: ((خپل شاهدان راولئ، چې شاهدي وركړي، چې الله دا (څیزونه) حرام كړي دي !)) كه (په دروغو) یې شاهدي وركړه؛ نو ته ورسره (يوه خوله كېږه مه او) شاهدي مه وركوه؛ او د هغوی په غوښتنو پسې مه ځه، چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي او هغوی چې پر آخرت ایمان نه لري او (نور څه) له خپل پالونكي سره شریکوي‏. (۱۵۰)
قُلْ تَعَالَوْاْ أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلاَّ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۱۵۱﴾ (ورته) ووايه: ((راشئ! ستاسې پالونكي چې پر تاسې څه حرام كړي، درته ولولم: داچې څوك له الله سره مه شريكوئ او له مور و پلارسره ښېګڼه وكړئ او خپل اولاد د تنګسې له (وېرې) مه وژنئ، موږ تاسې او هغو ته روزي وركوو او ناوړه چارو ته كه ښكاره وي كه پټ، مه ورنژدې كېږئ او هغه نفس (انسان) مه وژنئ، چې الله (یې) وژل حرام کړي؛ خو پر حق (او د استحقاق له مخې). )) دا (هغه څيزونه دي، چې الله) يې سپارښتنه درته كړې ده، ښايي عقل وکاروئ. (۱۵۱)
وَلاَ تَقْرَبُواْ مَالَ الْيَتِيمِ إِلاَّ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُواْ الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ لاَ نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُواْ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى وَبِعَهْدِ اللّهِ أَوْفُواْ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۱۵۲﴾ او د يتيم (پلارمړي) مال ته تر هغه مه ورنژدې كېږئ، چې د خپلې ودې منګ او ځلميتوب ته رسېدلى نه وي؛ خو په غوره توګه پکې تصرف کړاى شئ او په مېچ او تول كې بشپړ انصاف وكړئ، هر څوک په خپلې وسې پړ بولو او چې کله (منځګړتوب يا شاهدۍ ته) خبرې كوئ؛ نو په عدالت يې وكړئ، كه څه د خپلوانو (په باب مو) وي او له الله سره ژمنه پوره كړئ. الله دغسې سپارښتنه درته وکړه، ښايي یاده یې کړئ او پند واخلئ. (۱۵۲)
وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿۱۵۳﴾ او (پوه شئ) همدا زما سیده لار ده؛ نو پرې ولاړ شئ او پر خورو ورو لارو مه ځئ، چې له حق لارې مو لرې كوي، الله دا سپارښتنه درته وکړه، ښايي ځان (له بېلارۍ) وساتئ (او خوندي پاتې شئ). (۱۵۳)
ثُمَّ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ تَمَامًا عَلَى الَّذِيَ أَحْسَنَ وَتَفْصِيلًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لَّعَلَّهُم بِلِقَاء رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۵۴﴾ بيا موږ موسى ته (اسماني) كتاب وركړ، چې (خپل) نعمت پر هغه تمام کړو، چې نېکي يې خپله کړې وه او (په هغه كې) موږ هر څيز (چې ورته اړين و) روښانه كړي ول او سر تر پايه لارښوونه او لورونه وه، ښايي دوی له خپل پالونكي سره په مخامخېدو (او د قيامت پر ورځې) ايمان راوړي. (۱۵۴)
وَهَذَا كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ فَاتَّبِعُوهُ وَاتَّقُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۱۵۵﴾ او دا له بركته ډك كتاب دى، چې موږ نازل كړى؛ نو لاروي يې وكړئ او [له مخالفته یې ځان] وساتئ، ښايي لورنه درباندې وشي.  (۱۵۵)
أَن تَقُولُواْ إِنَّمَا أُنزِلَ الْكِتَابُ عَلَى طَآئِفَتَيْنِ مِن قَبْلِنَا وَإِن كُنَّا عَن دِرَاسَتِهِمْ لَغَافِلِينَ ﴿۱۵۶﴾ (موږ دا كتاب په دې امتيازاتو نازل كړى) چې و نه وايئ: ((تر موږ مخكې اسماني كتاب يوازې پر دوو ډلو [= يهود او نصارى] نازل شوى و او موږ یې له زده كړو، لوست (ويېنو او څېړنو) ناخبره وو. )) (۱۵۶)
أَوْ تَقُولُواْ لَوْ أَنَّا أُنزِلَ عَلَيْنَا الْكِتَابُ لَكُنَّا أَهْدَى مِنْهُمْ فَقَدْ جَاءكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَذَّبَ بِآيَاتِ اللّهِ وَصَدَفَ عَنْهَا سَنَجْزِي الَّذِينَ يَصْدِفُونَ عَنْ آيَاتِنَا سُوءَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُواْ يَصْدِفُونَ ﴿۱۵۷﴾ يا و نه وايئ: (( كه پر موږ (اسماني) كتاب نازل شوى واى؛ نو هرومرو به تر دوی زیات پر سمه لار برابر وو. )) نو بېشکه ستاسې د پالونكي له لوري تاسې ته څرګند دلايل، لارښوونه او رحمت راغلى دى؛ نو تر هغه لوى ظالم څوك دى، چې د الله آيتونه دروغ وګڼي او مخ ترې واړوي؟! هغوى چې زموږ له آيتونو مخ اړوي، موږ به ددې بې دليله مخ اړونې په بدل كې ډېره سخته سزا وركړو! (۱۵۷)
هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ أَن تَأْتِيهُمُ الْمَلآئِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ رَبُّكَ أَوْ يَأْتِيَ بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ يَوْمَ يَأْتِي بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ لاَ يَنفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِن قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا قُلِ انتَظِرُواْ إِنَّا مُنتَظِرُونَ ﴿۱۵۸﴾ ايا (دوی) بې له دې څه ته سترګې پرلار دي، چې دوی ته (د مرګ) پرښتې ورشي او يا ستا پالونكى (پخپله ) راشي او يا ستا د پالونكي ځينې آيتونه (او د قيامت نښې) ښكاره شي؛ خو پر هغه ورځ چې ستا د پالونكي ځينې نښې څرګندې شي؛ نو هغه چا ته به یې ایمان څه ګټور نه وي، چې مخكې يې ايمان راوړى نه وي او يا يې د خپلې ګروهې او ایمان له مخې نېكې چارې كړې نه وي. (ورته) ووايه: (( ( اوس چې تاسې دغسې کوږ سترګي پر لار ياست؛ نو) منتظر وسئ! او موږ هم (ستاسې سزا ته) څارو يو!)) (۱۵۸)
إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُواْ دِينَهُمْ وَكَانُواْ شِيَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُواْ يَفْعَلُونَ ﴿۱۵۹﴾ (پېغمبره!) په حقيقت کې ستا له هغوى سره هېڅ اړيکه نشته، چې خپل دين يې ټوټه ټوته كړ او په ډلو ډلو وويشل شول، سروكار یې يوازې له الله سره دى، بيا به الله ‏دوی د خپلو کړنو (له حقيقته) خبر کړي. (۱۵۹)
مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا وَمَن جَاء بِالسَّيِّئَةِ فَلاَ يُجْزَى إِلاَّ مِثْلَهَا وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ ﴿۱۶۰﴾ چا چې ښه كار راووړ؛ نو لس ګرايه يې ثواب وركول كېږي او چاچې بد كار راووړ؛ نو د همدې بدو هومره به سزا وركړه شي او تېرى به پرې ونشي. (۱۶۰)
قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِّلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۶۱﴾ (ورته) ووايه: ((په حقيقت کې خپل پالونكي مې سمه لار راښوولې، چې (دا لار)؛ بيخي سم سيده دين (چې د دين او دنيا د نېكمرغيو ضامن او كوم كوږوالى پكې نشته او) د حقپال ابراهيم مسلک دى چې له مشرکانو ځنې نه و )). (۱۶۱)
قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۶۲﴾ (ورته) ووايه: ((بېشکه زما لمونځ او زما (ټول) عبادتونه او زما ژوند او مرګ دا ټول د نړۍ پالونکي الله ته دي.  (۱۶۲)
لاَ شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَاْ أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ ﴿۱۶۳﴾ د هغه سيال نشته او په دې (سوچه غاړې ایښودنې، خلوص او عبودیت) مامور شوى یم او زه ړومبی مسلمان او خپل پالونکي ته تسلیم يم. )) (۱۶۳)
قُلْ أَغَيْرَ اللّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ وَلاَ تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلاَّ عَلَيْهَا وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿۱۶۴﴾ (ورته) ووايه: ((ايا زه بې له الله بل پالونكى ولټوم، حال دا، هغه د ټولو څيزونو پالونكى دى؟! او څوك چې څه (بد) كوي (؛ نو) په خپل زیان ‏يې ‏دى او هېڅ ګناهګار د بل د ګناه پېټى نه وړي، )) بيا تاسې ټول د خپل پالونكي لوري ته ورستنېږئ؛ نو د هغه څه (له حقيقته) به مو خبركړي، چې تاسې پکې اړپېچ کاوه. (۱۶۴)
وَهُوَ الَّذِي جَعَلَكُمْ خَلاَئِفَ الأَرْضِ وَرَفَعَ بَعْضَكُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِّيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آتَاكُمْ إِنَّ رَبَّكَ سَرِيعُ الْعِقَابِ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۶۵﴾ او (الله) هغه ذات دى، چې تاسې يې پرځمكه ( یو د بل) ځايناستي وگومارلئ او ځينې يې پر ځينو نورو د پوړۍ (مقام) له پلوه لوړ كړل، چې څه يې دركړي، پكې مو وازمېيي، په رښتيا ستا پالونكى ژر عذابى دى او بېشکه لورین بښونكى دى (څوك چې له ازمېينې ناكام راووځي؛ نو ژر سزا وركوي؛ خو پرحقپالو لورین دى. ) (۱۶۵)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست