بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه مشرتابه او انسان سازۍ کې د نبوي سيرت ونډه ليکوال: شيخ سالم الصفار اووم څپرکى سيره او تبليغ فرانسوي “ادوارد مونتيه” (1856_1927ز) چې پر 1910 ز کال د ژنيو د پوهنتون رئيس شو،د رسول اکرم په اړه وايي: ((محمد ستر شخصيت و،ښه […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
مشرتابه او انسان سازۍ
کې د نبوي سيرت ونډه
ليکوال: شيخ سالم الصفار
اووم څپرکى
فرانسوي “ادوارد مونتيه” (1856_1927ز) چې پر 1910 ز کال د ژنيو د پوهنتون رئيس شو،د رسول اکرم په اړه وايي:
((محمد ستر شخصيت و،ښه چلن او خوږه ژيې درلوده، رښتين و او تر ټولو ستره ځانګړنه يې سم قضاوت،پسته ژبه او د خلکو خوشحالول وو.))
فرانسوي عالم “ګوستا ولوبون”په خپل کتاب ((التمدن الاسلامي)) 67 مخ کې د رسول اکرم په اړه وايي:
(( د محمد په څېر پېغمبر ددې وړتيا لري،چې د دين لاروي يې وشي او د رسالت په منلو کې يې له يو بل مخکې شو؛ځکه د رسالت بنسټ يې د خداى پېژندنه،ښو ته پر رابلنه او له بديو پر ژغورنه و او څه يې،چې بشريت ته راوړل ښکلا او ښېګڼه ده .))
اسلامي تبليغ
تبليغ هغه چار دى،چې د خداى پيغام خلکو ته رسوي او په داسې توګه کېږي، چې خداى ته د انتساب وړتيا ولري. د تبليغ د عناصرو او اجزاوو تر څېړولو وروسته،د پورتني تعريف د سمون پخلى کېږي او پوهېداى شو،څه چې نن د تبليغ په نامه يادېږي،يوازې د خلکو غولول او بې لارې کول دي .
د تبليغ عناصر دادي:
1_ استازى يا پيغام راوړونکى.
2_پيغام.
3_ وسيله او وزله .
4_ پيغام اخستونکي.
5_ د خلکو غبرګون .
پر هغه تبليغ بايد شک وشي،چې د پيغام سرچينه پکې نه وي ؛ځکه د رالېږونکي او رالېږل شوي په منځ کې د تېروتنې لامل ګرځي؛البته په اسلامي تبليغ کې دا دواړه له يو بله بېل دي او د پېغام سرچينه خداى او رالېږل شوى استازى يې دى.
اوس به پر پورتنيو اجزاو ورڼا واچاوهو :
1_استازى:
د اسلامي تبليغ تر ټولو مهم عنصر استازى دى،چې حضرت محمد (ص) دى او د عظمت لپاره يې همدومره بس،چې د پېغمبرانو ښاغلى او د پېغمبرانو د کاروان خاتم دى او کتاب يې تلپاتې معجزه او ښوونځى دى.
رسول اکرم د الهي پېغام په رسولو کې بې سارى و. قرآن وايي:
(( َاأَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِداً وَمُبَشِّراً وَنَذِيراً=(احزاب/45) پېغمبره! په حقيقت كې موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې))
نياومنو (منصفو) ختيځپوهانو او نورو نامسلمانو پوهانو د رسول اکرم لويي منلې او يو له دوى يې نوم د “سل غوره نارينه وو” دکتاب په سر کې راوړى دى .
“برنارد شاو” ايرلندى ليکوال او عالم،د رسول اکرم په اړه وايي:
(( زه بې له دې،چې له حضرت مسيح سره د دښمنۍ يا مخالفت هوډ ولرم، ددې ستر انسان ( حضرت محمد ) ژوند مې وڅېړه او دې پايلې ته ورسېدم،چې بايد د بشريت د ژغورندوى نوم پرې کېږدو او باوري يم،که دده په څېر د نن له ستونزمنې نړۍ د واکمنۍ فرصت ګوتو ته ورشي؛نو په اسانه به يې هوارې کړي او ويلاى شم،چې نن په اروپا کې ډېر غوږونه د “محمد” د پيغام اورېدو ته لېوال دي .))
وګورئ : شاو،برنارد، الاسلام الصحيح ، ٢٥مخ.
د برتانيا په دايرة المعارف کې د حضرت محمد (ص)په اړه راغلي : ((سره له دې، چې د اسلام د پېغمبر په زمانه کې،ټولو په پېړيو پېړيو په ناپوهۍ او بوت لمانځنه کې ژوند کړى و؛خو د شلو کالو په ترڅ کې يې داسې بنسټيزې سمونې راوړې،چې يهودي او مسيحي سمونپال يې د پاپ او کليسا د واکمنۍ په مرسته په پېړيو پېړيو، له سرته رسولو بېوسې وو.))
په اسلامي تبليغ کې،انسان د خدايي فطرت پر بنسټ،همغږى موجود شمېرل کېږي او د جسم او روح ترمنځ يې بېلتون نه شته او پر يو بل غوره والى نه لري او وګړنۍ لېوالتيا يې له ډله ييز روح سره برابره ده؛نو ځکه ګردې انساني ټولنې او همداراز هستي پر عدالت ولاړه او همغږې ده.
2_قرآن:
د اسلام تلپاتې معجزه ده. د اصيلې او ژورې منځپانګې خاوند دى او ثابت او نه بدلېدونکي احکام لري.قرآن د خلکو د لارښوونې لپاره له لاندې دوو طريقو کار واخست:
الف_د ډول ډول تعبيرونو کارول:
قرآن د غوسه ناکو مفاهيمو لپاره له سختو او درنو ټکيو کار اخسته او د لطيفو او نرمو مفهومونو لپاره يې نرم ټکي کارول.
ب_ تکرار:
ددې لپاره،چې قرآن د يو مفهوم پر مانا انسان ښه وپوهوي؛نو د تکرار مخنيوي ته يې يو مفهوم،په بېلابېلو سورتونو کې له بېلابېلو ټکيو سره راووړ، چې مخاطبان يې پر ارزښت پوه شي.
د قرآن بل غوره والى دادى،چې د ټولې نړۍ لپاره دى؛ځکه بې له قرآنه،بشريت ته د خداى له لوري،بل کتاب نه دى راغلى؛لکه څنګه چې بې له اسلامه،بل دين بشريت ته نه دى راغلى،چې په خپله قرآن دا خبره کړې ده:
(( پېغمبره ! موږ ټولو نړيوالو ته لارښوونکى لېږلى يې))(120)
د الهي پېرزوينې غوښتنه ده،چې دا اسماني رسالت نړيوال وي او د ټولو انسانانو غوږونو ته ورسي؛ځکه دا دين د انسان د نېکمرغۍ تضمينوونکى دى او ددې خبرې يادونه په کار ده،کوم انسان،چې د قرآن له حقايقو خبر نه شي او منلو ته يې را و نه بلل شي؛نو الهي ثواب او عذاب هم ورته نه وي؛نو ځکه څوک هله ځان مکلف بولي،چې تبليغ ورته وشي او له زړه نه قرآن ومني.
قرآن په پخوانيو او اوسنيو وسايلو تبليغولاى شو او د قرآن سپېڅلي احکام تر ټولو هغو عاداتو او دودونو سره سمون خوري،چې له بشري روغ فطرت او انساني ژوند سره اړخ لګوي.
3_د تبليغ اوزار:
د تبليغ په نوي مفهوم کې،وسيله او اوزار بې پلوي ګڼل کېږي؛يعنې د اوزارو ښو او بدو ته پام نه کېږي؛خو پېغمبر اکرم د خلکو پام دې خبرې ته راواړاوه،چې ټول څيزونه او طبيعت او د تبليغ لومړني اوزار،ټول د خداى پيدا او تسبيح ويونکي يې دي او هستۍ ته په دې ډول ليد، اوزار د يو ډول ژوند او احساس لرونکي ګڼل کېږي.
خداى تعالى په لاندې آيتونو کې دا حقيقت بيان کړى دى:
_((د اسمان او ځمکې لښکرې ټولې د خداى دي . )) (121)
_((په نړۍ کې به داسې موجود نه وي،چې د هغه تسبيح ويونکى او ستايونکى وي . ))(122)
_(( پېغمبره! که دا قرآن مو پر غره نازل کړى و؛نو ليدلي به دې وو، چې د خداى له وېرې به نرم او رژېدلى واى . )) (123)
_(( ځينې کاڼي د خداى له وېرې رژېږي .)) (124)
او د نړۍ موجوداتو ته په داسې کتنې سره بايد ومنو، چې که دروغو او ناروا تبليغ ته يې وکاروو؛ نو چغې به يې راپورته شي .
4_د پيغام اخستونکي:
د اسلام د اسماني پيغام اخستونکي،د هغې ورځې د عربستان د ټولنې عرب وو، چې د پېغمبر اکرم ښکليو اخلاقو او نرم خوى لېوال کړي وو. رسول اکرم به تر ټولو سره؛له کتابوالو تر بېوزليو پورې کېناسته چې تر ټولو غوره امت جوړ کړي او په رښتيا، چې په دې موخه کې بريالى هم شو .
5_د خلکو غبرګون:
د رسول اکرم تبليغ ته،د خلکو پر ورين تندي ورغاړېوتل، د فطرت غږ ته مثبت ځواب و. خلکو اسلام ومانه او پر ټولو تېرو پېغمبرانو او معجزو يې ايمان راووړ،چې نړۍ له توکم پالنې،ځانمنۍ،تکبر او پر بې ارزښته مادي مسئلو له شخړو خلاصون ومومي او د نېکمرغۍ پر لور لوړ ګامونه اوچت کړي.
د بعثت په پيلامه کې تبليغ ته يوه کتنه
يو مسلمان عالم د اسلام د پېغمبر د بلنې د تفسېر او څرګندولو پر مهال،د رسول اکرم په اړه ليکلي دي:
(( هغه بېلګه مبلغ و،چې خداى تعالى وټاکه،چې امت ته بېلګه شي،د خداى د نعمتونو زېرګرى او له الهي عذابه وېرونکى وي او په اجازه يې خلک د هغه لوري ته راوبولي )).(125)
تبليغ د اسلام د ذات او ماهيت غوښتنه ده؛نو ځکه تل د حقايقو د څرګندولو او بلنې په حال کې دى؛خو يهودي دين داسې څرګند تبليغ نه لري او پټ پټونى کوي او د لارويانو تبليغ يې ډېرى بې لاروونکى او د منافقت له مخې دى، چې قرآن په اړه يې وايي: (( هغوى چې هغه روښانه آيتونه پټوي،چې د خلکو لارښوونې ته مو درولېږل او په کتاب کې مو روښانه کړل؛ نو خداى،پرښتوې، پېريان او انسانان به پرې لعنت وايي ))(126)
د “بريتانيا” په دايرة المعارف کې د قرآن تر ټکي لاندې راغلي:
(( محمد نړيوالو ته نوى دين راووړ،چې هماغه اسلام دى،هغه د نورو پېغمبرانو او سترو شخصيتونو په پرتله ډېر بري ته ورسېد؛ځکه سره له دې، چې مخاطبانو يې ډېر وخت په بوت پالنې،ظلم،خرافاتو،ربا او په ټبريزو جګړو کې تېر کړى و؛خو په شلو کالو کې يې په هغو خلکو کې داسې بنسټيزې سمونې راوستې،چې د يهودو او نصاراو سمونپالو د پاپ د ځواکمنۍ په مرسته هم را نه و ستاى شو . ))
زموږ په نظر،د پاک نبي د بري راز په دوو څيزونو کې و:
((د خداى مرسته او د قرآن په رڼا کې د پېغمبر اکرم ناستومانې هلې ځلې.))
تاريخ ښيي د پاک نبي تبليغ په پينځو پړاوونو کې تر سره شو، چې په هر پړاو کې يې ځانګړې روښانتياوې درلودې،چې دادي :
1_ پټه بلنه.2_ ښکاره بلنه . 3_ پر مسلمانانو د مشرکانو د کړاوونو پړاو. 4_ هجرت .5_ په مدينه کې د هستوګنې پړاو .
په دې هر پړاو کې رسول اکرم له داسې لارې ګټه اخسته،که په هغه لنډ مهال کې له دې ستر او بې ساري انساني انقلابه لاس ته راغلې پايلې،د هغې زمانې له امکاناتو سره پرتله کړو؛نو و به يې منو،چې خورا پرمختللې لارې وې.
پټه بلنه
په دې لنډ پړاو کې پېغمبر اکرم ته وحې راتله،پوهه اوډاډيې ورکاوه، چې په رښتيا د پېغمبرانو لړۍ ته د پاى ټکى اېښوونکى او د خداى استازى دى،چې دا ډاډ او پوهه ورته د قرآن د نوراني آيتونو له لارې ورکول کېده او رسول اکرم په دې آيت له خپل رسالته خبر شو: (( اقرا باسم ربک الذي خلق= ولوله ،د خپل پالونكي په نامه،چې (هرڅه يې) شته كړي دي، )) (127)
د تبليغ په چارو او خبر رسونې کې لاندې ټکي د يادونې دي :
الف _د پيغام سترتيا د پيغام راوړونکي د ستريا ښـکارندويه ده.
ب _بايد د پيغام سرچينه معلومه وي .
ج _پيغام رسولو ته مناسب وخت او ځاى په کار دى .
پېغمبر اکرم لومړى خپله کورنۍ اسلام ته را وبلله او وروسته به کعبې ته تله او پر لمانځه به درېده او حضرت “علي” او حضرت بي بي “خديجه” ورپسې درېدل. څه موده وروسته پرښتوه راغله او پيغام يې راووړ: (( او خپلوان دې د خداى له عذابه ووېروه ))(128)
ددې حکم پلي کولو ته يې خپله پرګه،د خپل تره “ابو طالب” په کور کې مېلمنه کړه، چې تقريباً 40 کسان وو او تر خوړو وروسته يې ورته وويل: (( د “عبدالمطلب” زامنو! پر خداى قسم،چې په عربو کې داسې ځوان نه وينم،چې تر ما يې څه غوره خپل ټبر ته راوړي وي؛ما تاسې ته د دنيا او اخرت نېکمرغي راوړې او خداى حکم راکړى، چې ور و مو بلم او په تاسې کې،چې څوک راسره په دې دنده کې مرسته وکړي؛نو هغه به زما ورور، ځايناستى او وصي وي. ))
د پېغمبر خپلوانو و نه منله؛ خو يوازې “علي”(ک) ومنله. پاڅېد او و يې ويل : (( زه به دې مرستندوى يم .)) په دې وخت کې يې پېغمبر اکرم پر اوږه يې لاس کېښود او په ډله کې ناستو ته يې وويل:(( دا په تاسې کې زما ځايناستى، وصي او ورور دى، خبرې ته يې غوږ کېږدئ او ورپسې ولاړ شئ.)) وګورئ : المراجعات :٣٠٤مخ.
ښکاره بلنه
دا پړاو د اسلام د دعوت د پراختيا او د پټې بلنې بشپړوونکى پړاو دى. ورځ پر ورځ د اسلام سټه غښتلې کېده او خلکو په خوشحالۍ د اسلام دين مانه او په ښکاره يې د دين په اړه په مکه کې له يو بل سره بحثونه کول.
په دې پړاو کې “علي”(ک) او د پېغمبر اکرم تره حضرت “حمزه” ( رض) په پوره صداقت او بشپړ ايمان،د خداى د استازي دفاع ته ملا تړلې وه، يوه ورځ يې واورېدل، چې “ابوجهل” د خداى د استازي سپکاوى کړى؛ نو د زمري په څېر يې پر “ابوجهل” ور ودانګل او سر يې ورمات کړ.
حضرت “ابوذر غفاري” (رض) د پېغمبر اکرم زړه ور صحابي، په هغو سختو شرايطو کې د مشرکانو په منځ کې د توحيد نارې وهلې او د همدې کار له امله يې له مشرکانو وهل او ډبول هم خوړل. حضرت “ابوذر” (رض) يې وواهه او په وهلو يې بې سده کاوه؛خو چې په سد کې به شو؛نو بيا به يې د توحيد نارې پورته کړې .
پر مسلمانانو د مشرکانو د کړاوونو پړاو
په دې پړاو کې پېغمبر اکرم له هغو لارو ګټه اخسته چې په تېر پړاو کې يې ترې نه اخسته؛لکه د وګړيو او ټبرونو له استازيو او مشرانو سره نېغ په نېغه خبرې،چې پېغمبر اکرم دا کارونه د حج په موسم کې کول.په دې دوره کې د قريشو مشرکانو پر ځېل،کينه او ظلم،له وحې،د خداى له استازي او له هغه دين سره مخالفت ته ملاوې وتړلې،چى د هغوى ګروهو ته يې بې عقلي او ناپوهي ويله .
مشرکانو د “ابوطالب” له لارې رسول اکرم ته پيغام ولېږه؛خو پېغمبر اکرم ورته داسې تاريخي ځواب ورکړ،چې اوس هم په تاريخ کې انګازې کوي:
(( تره! که لمر مې په ښي او سپوږمۍ په کيڼ لاس کې راکړي،چې له خپل رسالته لاس واخلم؛نو هېڅکله به داسې و نه کړم،څو مې خداى اسلام بريالى کړي او يا مې په دې لار کې ووژني.))
وروسته له دې،چې دې کار يې هم پايله نه درلوده؛نو پر رسول اکرم يې ډول ډول تورونه ولګول؛و يې ځوراوه،له توکاڼو نيولي تر چټليو پورې،هر څه يې پرې ورواچاوهل او پردې هم يخ نه شول او له کينې يې د پاک نبي له ټولې پرګې سره راکړه ورکړه او مړى ژوندى پرېښود او د “ابيطالب په دره” کې يې کلا بند کړل او پردې سربېره يې پر هر مسلمان خورا تېرى کاوه؛خو له دې ټولو سختيو سره، پېغمبر اکرم پر الهي مرستو او د قرآني احکامو په رڼا،د جاهليت پردې څيرې کړې او په پراخه سينه،جهاد او استقامت يې د تبليغ کار په ښه او ښکلې توګه ترسره کړ او اسلام د عربو په ټولو ټبرونوکې خپورشو.
حبشې ته هجرت
د بعثت پر پينځم کال،مسلمانانو وړومبى هجرت حبشې ته وکړ، چې د اسلام د ((تبليغي سياسي)) چارو د بشپړولو په لړ کې،د پېغمبر اکرم د بهرنيو اړيکو څېره هم څرګندوي.
دا هجرت هغه مهال تر سره شو،چې پېغمبر اکرم احساس کړه،چې د مسلمانانو د کړولو مخه نشي نيولاى؛نو ځکه يې د ډېر تاوان او احتمالي زيانونو د مخنيوي او د اسلام د تبليغ او د تبليغ د وزلو د ساتلو او فعالولو لپاره يې مسلمانانو ته د هجرت سپارښت وکړ او ورته يې وويل:
((حبشې ته هجرت وکړئ،چې عادل پاچا لري،چې په واکمنۍ کې يې پر چا ظلم نه کېږي او هېواد يې د رښتياوو ځاى دى،چې خداى مو له دې ستونزو وژغوري او پراخي راولي))
او د خپل تره زوى “حضرت جعفر ابن ابيطالب”(رض) يې ددې مهاجرو مشر وټاکه.
په مدينه کې د هستوګنې پړاو
له هجرت مخکې،په ټولو پړاوونو کې د اسلام د تبليغ کار په ښه او پوره بڼه ترسره شوې.پېغمبر اکرم له خلکو،د ټبرونو له استازيو او مشرانو سره نېغ پر نېغه خبرې کولې؛چې البته دې کتنو پر دواړو اغېز درلود،چې که مشر به راوبلل شو؛ نو د ټبر په مسلمانېدو کې يې خورا مرسته کوله . (129).
په تبليغي کړلار کې د نېغ په نېغه کتنو موخه،د بلنې پر سرچينه د خلکو د باور راماتول دي،چې همدا اعتماد يې پر ښوونځي د ايمان سرچينه ګرځي.
د “لازرسفيلد” او “کاتز” په څېر عالمان،په تبليغ کې،پر نېغ په نېغه رابللو ګروهه لري او دليل يې هم راوړي:
(( خلکو ته اسان دي، چې له هغې بلنې سرغړونه وکړي، چې له افکارو سره يې سمون و نه لري؛خو نشي کړاى له خپلوانو،ملګرو او همکارانو سره له نېغ پر نېغه خبرو لاس واخلي،په تېره بيا چې کله خبره نوې هم وي او بل داچې نېغ پر نېغه بلنه مقابل لورى راماتوي او ډېر اغېز پرې لري.)) (130)
د خداى استازى هم له ټبرونو او مشرانو سره د نېغ په نېغه خبرو اترو له ارزښته خبر و. (131)
په مدينه کې تبليغ
که څه په مکه کې د تبليغ مثبتې وزلې ډېرې لږې وې؛خو په مدينه کې ډېرې وې،چې موږ په دې برخه کې نهو ځايو ته اشاره کوو :
1_اذان،چې د لمانځه وخت يې اعلاناوه.
2_ د مدينې له يهودو سره په سوله کې د ګډ ژوند په موخه،نېغ په نېغه خبرې اترې.
3_د مدينې له ګاونډيانو سره دوستانه اړيکې.
4_د اسلامي حکومت استخبارات .
5_ په کوچنيو او لويو اخترونو او د جُمعې د ورځې د لمانځه په خطبه کې د پاک نبي ويناوې.
6_ د نورو ټبرونو له مشرانو، استازيو او خلکو سره د پاک نبي خبرې اترې او کتنې.
7_د نوي دين او د پاک نبي په اړه اوازو خلک دې ته اړ ايستل،چې ځان پوه کړي،چې څه خبره ده.
8_ د پېغمبراکرم جګړې،چې اسلامي تبليغ ته يې لار پرانسته او د ډنډورچيانو خوله يې ورماته کړه.
9_ هغه ليکونه،چې پېغمبر اکرم د نړۍ د بېلابېلو هېوادو پاچايانو ته واستول .
د اسلام نړيواله بلنه
د اسلام سپېڅلي دين،دراښکاره کېدو په وړومبيو ورځو کې په مکه کې خپل انساني او نړيوال هويت ښکاره کړ او اعلان يې کړ،چې نړيوال ښوونځى دى او تبليغ به يې تر ټولو جغرافيايي پولو تېر شي او د انسان بشپړتيا او ودې ته به هر ډول امکانات چمتو کړي.
دا کتنه راښيي،چې اسلام د انسان ټولې وسې او اړتياوې،څنګه چې دي، هماغسې پېژندلي او له مخې يې خپل احکام تنظيم کړي.تر ټولو پرېکنده ((نص))،چې ددې دين انسانيتوب راښيي دا آيت دى:
فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفاً فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ(روم /٣٠)=نو خپل مخ دې د پالونكي (ساهو) دين ته سم کړه، دا فطرت دى چې انسانان پرې خداى پيداكړي دي،په الهي پيداېښت كې ادلون بدلون نشته؛دا هماغه سم دين دى؛خو زياتره خلك نه پوهېږي.)) (132)
اسلام يوازېنى ښوونځى دى،چې بې د خلکو له ښکېلولو،د انسانانو د راويښولو کوښښ کوي او پوهوي يې،چې ازاد دي او بايد له ټولو کړيو،بندونو او پر ځان او نورو له تېري خلاصون ومومي .
د قرآن مکي سورتونو،د ډول ډول اعتقادي بحثونو تر څنګ،د انسان مادي او معنوي جوړښت او ترکيب هم روښانه کړى او راښيي اسلام انساني ماهيت لري او ټول انسانان يې مخاطب دي.
په مکي آيتونو کې څرګنده شوې،چې اسلام نړيوال دين دى.د ساري په توګه:
د انبياء سورت 107 آيت وايي: ((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ = او ته مو يوازې نړيوالو ته رحمت لېږلى يې.))
((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيراً وَنَذِيراً وَلكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ(سبا/ 28)= او موږ ته ټولوخلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرى وركونکى او (له عذابه يې) وېرونکى لېږلى؛خو ډېرى خلك نه پوهېږي.))
پر پورتنيو نصوصو سربېره، له پيله د اسلام ټولې پلې شوې کړلارې هم ددې موخې لپاره وې.دساري په توګه:د پېغمبر اکرم په تبليغي پلاويو کې د “حمزه بن عبدالمطلب”،”عمار بن ياسر”، ((حبشي))”بلال”، رومي “صهيب” او د “مصعب بن عمير” (رضى الله عنهم) په څېر کسانو شتون،ددې ښکارندوى دى،چې اسلام جغرافيايي او توکميز توپېرونو ته ارزښت نه دى ورکړى او وينو،چې په دې مبلغانو کې شتمن،بېوزله،تور، سپين، عرب او عجم ليدل کېږي.
د پېغمبر اکرم ليکونه
پېغمبراکرم د اسلامي بلنې د پراختيا لپاره،د نړۍ د بېلابېلو هېوادو او سيمو له مشرانو سره په خورا ښکلي دود اړيکې ونيوې او ددې سياست د دوام په لړ کې يې ورته ليکونه ولېږل او اسلام ته يې راوبلل،چې ځينو يې بلنه ومنله او مسلمانان شول،ځينو په ښکاره ورسره و نه منله ؛خو ښه غبرګون يې وښود او ځينو په کبر او ملنډو ورسره چلن وکړ، چې يو شمېر ليکونه يې دادي :
د ايران پاچا ته ليک:
پر شپږم هجري کال،پاک نبي خپل استازى له ليک سره د “ايران” پاچا “خسروپرويز” ته ولېږه او په ليک يې اسلام ته راوباله.پر هغه مهال د “ايران” امپراتوري د ختيځ تر ټولو ستره،شتمنه او پراخه امپراتوري وه او “خسروپرويز” پرې واکمن و،چې اور لمانځى و.
د پېغمبر اکرم په ليک کې راغلي و:
((د لوراند او لورين څښتن په نامه. له ((محمدرسول الله)) نه د “ايران” پاچا “خسرو پرويز” ته؛ سلام دې پر هغه وي،چې پر خداى او استازي يې ايمان راوړي او ګواهي ورکړي،چې بې له خدايه بل خداى نه شته او “محمد” يې بنده او خلکو ته استازى يې دى،چې هغوى ،چې ژوندي زړونه لري،له خداى او قيامته ووېروي او پر کافرانو د خداى د عذاب وعده پرېکنده کړي؛نو مسلمان شه، چې په امن کې شې او که سرغړونه دې وکړه؛نو د “مجوس” قوم ګناه به دې پر غاړه وي)) (133)
“خسرو پرويز”، ليک تر لوستو وروسته په تکبر څيرې کړ. دا خبر،چې پېغمبر اکرم ته راورسېد؛نو و يې ويل:((پاچاهي دې ړنګه شه)) او په دې وينا يې د هغه د حکومت د ټغر د ټولېدو خبر ورکړ.
په هغه وخت کې د “يمن” عربي هېواد د “خسرو پرويز” تر واک لاندې و او “باذن” پرې واکمن و. “خسروپرويز” ورته حکم وکړ،چې “محمد” لاسنيولى راولېره.
“باذن” ته چې د “خسروپرويز” حکم راورسېد؛نو دوه کسان يې په پېغمبر اکرم پسې ولېږل،چې ويې ګواښي او “باذن” ته يې راولي،دوى چې مدينې ته راغلل؛نو رسول اکرم يې د خپلې دندې له موخې خبر کړ. پېغمبر اکرم ترې وخت وغوښت او ورته يې وويل چې:((سبا به مو ځواب درکړم))،د هماغې ورځې پر سبا،خداى خپل استازى خبر کړ،چې “خسروپرويز” خپل زوى “شيرويه” وژلى دى؛بيا چې استازي پېغمبر اکرم ته راغلل؛ د “خسروپرويز” له وژل کېدو يې خبر کړل او ورته يې وويل: ((باذن خبرکړئ او ورته ووياست،چې دواکمنۍ کړۍ به مې تر “کسرى” ورسي او د ځمکې پر هر ځاى به مې واکمني شي؛نو که مسلمان شوې؛ نو د “يمن” پر واکمنۍ به دې پرېږدم.))
استازي،چې “باذن” ته راغلل او د پېغمبر اکرم خبره يې ورته وکړه؛نو “باذن” ورته وويل:((پر خداى قسم،چې دا د عادي واکمن خبره نه ده او زما په نظر “محمد” پېغمبر دى؛نو بايد صبر وکړو،که وينا يې رښتيا شي؛نو بېشکه پېغمبر به وي او که خبره يې سمه و نه خېژي ؛ نو هله به هوډ وکړو،چې څه ورسره وکړو.))
څه موده وروسته “باذن” ته د “شيرويه” ليک راغى،چې: ((ما خپل پلار وژلى او پر تخت ناست يم او داچې اوس زما د واک پښې سستې دي؛نو اوس له “محمد” سره کار مه لره.))
“باذن”،چې د “شيرويه” ليک ولوست؛نو يارانو ته يې وويل:((دا سړى د خداى استازى دى او اسلام يې راووړ او ورسره فارسيان هم مسلمانان شول.)) (134)
د اسکندريه واکمن ته د ليک:
پر هماغه شپږم هجري کال رسول اکرم، د “اسکندريه” واکمن؛ “مقوقس” ته هم ليک واستاوه او اسلام ته يې راوباله. “مقوقس” د خداى د استازي ليک ولوست او هغه يې خير او نېکمرغي وګڼله او پردې سربېره،چې په درناوي يې ليک ځواب کړ، دوه وينځې،يو اس او يو جوړ جامې يې هم ورته ډالۍ ورولېږلې.
رسول اکرم يې ډالۍ ومنلې او له دوو وينځو،له (ماريه) يوې سره يې واده وکړ،چې”ابراهيم” ترې وزيږېد . (135)
د دمشق واکمن ته ليک :
پر هماغه کال رسول اکرم د “دمشق” واکمن؛ “حارث” ته ليک واستاوه،چې په يوه برخه کې يې راغلي وو:
((سلام دې پر هغه وي،چې د هدايت لاروى او پر خداى ايمان راوړي. تا پر يو خداى ايمان ته رابولم،چې پر حکومت پاتې شې.))
د تاريخ ليکونکيو د وينا له مخې،”حارث” بلنه و نه منله او د پېغمبر اکرم ليک او استازى يې بد ځواب کړل.
د حبشې واکمن ته ليک:
د بعثت پر پينځم کال،ځينو مسلمانانو د حضرت “جعفر ابن ابيطالب” په مشرۍ حبشې ته هجرت کړى و. ددې مهاجرت نقشه د سياسي تاکتيک په نامه او د لاندې موخو پلي کولو ته ايستل شوې وه :
الف _ د مشرکانو له شره د مسلمانانو خلاصېدل .
ب _ د نويو ملاتړو لاس ته راوړل.
ج _ اسلام ته د نجاشي او نورو حبشيانو رابلل .
پېغمبر اکرم ددې حرکت په لړ کې پر شپږم هجري کال،”نجاشي” د حبشې پاچا ته ليک واستاوه،چې پکې راغلي وو:
((د لوراند او لورين څښتن په نامه . د ((محمدرسول الله)) له لوري د حبشې ستر پاچا”نجاشي” ته؛سلام دې پر تا وي؛پر ډاډ ورکوونکي او ساتونکي خداى درود وايم او ګواهي ورکوم “عيسى” د “مريمې” زوى،د خداى روح او کلمه ده،چې پاکلمنې پېغلې مريمې ته يې ورکړ او خداى “عيسى” له خپل روح پيدا کړ؛لکه څرنګه چې “آدم” يې په خپل لاس جوړ کړ. زه تا غني خداى او لاروۍ ته يې رابولم او له تا غواړم زما لاروى شې او پر هغه خداى ايمان راوړې،چې زه يې را لېږلى يم،چې زه پېغمبر يم. د خپل تره زوى؛”جعفر” او يو شمېر مسلمانان مې در لېږلي،چې درشي؛نو و يې منه او تکبر مه کوه،چې زه تا او لښکر دې خداى ته رابولم.د خداى له پيغامه مې خبر کړې او نصيحت مې درته وکړ،نصيحت مې ومنه او درود دې پر هغه وي، چې د هدايت لاروى شي .))(136)
“نجاشي” د رسول اکرم په ځواب کې وکښل:
(( د لوراند او لورين خداى په نامه. د خداى استازي محمد ته. له “نجاشي اعظم بن ابجزز” له لوري .پر تا دې د خداى درود،رحمتونه او برکتونه وي،هغه ايکې يو پالونکى چې اسلام ته يې سم کړم. امابعد؛د خداى پېغمبره! ليک او د “عيسى” په اړه دې،چې څه پکې کښلي وو،راورسېد.د اسمان او ځمکې پر خداى قسم!،چې “عيسى” پر دې يو ټکى هم نه ورزياتوي؛کوم دين چې دې راوړى،پېژندلى مې دى او ستا د تره زوى مې له يارانو سره يې ومانه او ځان ته مې نژدې کړل او ګواهي ورکوم چې ته رښتين پېغمبر او د خداى له لوري تاييد شوى يې او ما له تا او ستا د تره زوى سره بيعت کړى او د هغه له لارې مې پر “نړۍ پال” ايمان راوړى دى او خپل زوى “ارها” مې درولېږه ،چې يوازې پر ځان بر لاس يم ؛نو که غواړې،چې درشم او ګواهي ورکوم، چې دين دې پر حق دى او د خداى استازيه ! پر تا دې درود وي ))
وګورئ: پورته سرچېنه .
د روم پاچا ته ليک :
په ليک کې راغلي وو:
(( له محمدرسول الله نه “هرقل” د “روم” پاچا ته؛سلام دې پر هغه وي،چې د هدايت لاروى وي؛ تا اسلام ته رابولم؛ نو اسلام راوړه،چې روغ پاتې شې،چې خداى درته دوه ګرايه ثواب درکړي؛ ((ورته ووايه:کتابوالو!راشئ چې د هغې خبرې لاروي وکړو،چې زموږ او ستاسې په منځ کې يو شانته ده،بې له خدايه بل ونه لمانځو او څه ورسره شريک نه کړو او په موږ کې ځينې د خداى پر ځاى پالونکى و نه نيسو؛نو که له حقه واوښتل؛نو ورته ووايه: تاسې ګواه اوسئ،چې موږ د خداى حکم ته تسليم يو ))؛نو که اسلام و نه منئ؛نو د بزګرانو ګناه به ستا پر غاړه وي .))
“هرقل” په ځواب کې ورته وکښل:
((احمد د خداى استازي ته! د “روم” له پاچا “هرقل” نه! هماغه يې،چې “عيسى” يې د راتګ زېرى ورکړى و؛ليک دې له استازي سره راورسېد او په رښتيا ګواهي ورکوم،چې د خداى استازى يې؛ځکه خبر دې په “انجيل” کې راغلى او”عيسى مسيح” هم ستا د راتګ زېرى کړى او ما هم “روميان” راوبلل،چې پر تا ايمان راوړي؛خو و يې نه منل او که منلي يې واى؛نو ډېر به ښه وو او په رښتيا،چې ډېر لېوال يم،ستا په خدمت کې شم او پښې دې پرېمينځم.))
پېغمبر اکرم ته ،چې د “هرقل” ليک راورسېد؛نو ويې ويل: ((چې زما ليک ورسره وي ؛نو هېواد به يې پايند او ټينګ وي )) (137)
د اسلامي بلنې ځانګړنې
له پورته خبرو پايله لاس ته راځي،چې د نبوي تبليغي عناصرو وړتيا،د ښوونځي حقانيت او د پاک نبي لوړ شان،خلک د هغه مبارک د نبوت تصديق او د بلنې منلو ته چمتو کړل او پردې سربېره،د اسلامي تبليغ مخاطب،فطرت او انسانيت دى؛نو ځکه څوک چې انساني ژوند غواړي؛نو په هر ځاى او وخت کې ورته د منلو وړ دى او ويلاى شو اسلام د ټولو انساني پرګو د مديريت وړتيا او وس لري او لاندې خبرې زموږ د خبرې پخلى کوي:
الف _له نيمې پېړۍ په لږه موده کې د اسلام خپرېدل او پر لويديځ او ختيځ يې واکمني او دې تلپاتې ښوونځي ته د سترو انساني پرګو راتګ،داسې خبره ده،چې د بشر په تاريخ کې يې سارى نه درلود.
ب_ددې سپېڅلې بلنې د سر د راجګېدو ځاى داسې وروسته پاتې چاپېريال و،چې د “روم” او “ايران” د سترو امپراتوريو په منځ کې پروت و. سره له دې،چې دوى په ظاهره متمدنې او د فلسفې او فرهنګ خاوندانې وې؛خو د خلکو په زړونو کې يې د ننووتو وس نه درلود.
ج _د بلنې راوړونکى داسې سړى و،چې پخوا يې د لوست او ليک مخينه نه درلوده.
د _مسلمانانو،چې غير اسلامي هېوادونه فتح کړل؛نو لږه موده وروسته په خپله خوښه اسلام ومانه؛لکه څنګه چې مغولو پر “ايران” تر برلاسۍ وروسته اسلام ومانه.
-
ټیګونه:
- پښتو سیرت النبی
- سیرت النبی پښتو