تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  مشرتابه او انسان سازۍ کې د نبوي سيرت ونډه   ليکوال: شيخ سالم الصفار     لومړى څپرکى سيره او نړيوال حکومت   د ختيځپوهانو ګواهي   “رينيه جنيون” فرانسوي ختيځپوه وايي:  په رښتيا چې محمد؛د خداى استازي،سره له دې چې د “روم” او يا د “ايران” […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 مشرتابه او انسان سازۍ

کې د نبوي سيرت ونډه

 

ليکوال: شيخ سالم الصفار    

لومړى څپرکى

سيره او نړيوال حکومت

 

د ختيځپوهانو ګواهي

 

“رينيه جنيون” فرانسوي ختيځپوه وايي:

 په رښتيا چې محمد؛د خداى استازي،سره له دې چې د “روم” او يا د “ايران” په کوم پوهنتون کې زده کړه نه وه کړې؛خو ستر سياستپوه،خوږ ژبى وياند،کار ازميلى او ستر مشر و .

 

مسټر “ماکس سايکس” انګليسى ليکوال وايي:

 “محمد” په خپلو بې ساريو او له معنوياتو په ډکو ښوونو وکړاى شول فکر له عمل سره واغږي،هغه هوښيار قانون اېښوونکى او عدالت خپروونکى  پېغمبر  و.

  

د اسلامي دولت جوړول

رسول اکرم صلى الله عليه واله،چې”يثرب” ته ورسېد؛نو د اسلامي حکومت په جوړولو يې لاس پورې کړ:

 1_ تر ټولو وړومبى يې په “قبا” کې جومات جوړ کړ،چې ډېر ژر د ديني،عبادي، سياسي،پوځي،معنوي،بهرنيو او کورنيو اړيکو، قانون  اېښوونې او ديني زده کړو مرکز شو.

دلته د پېغمبراکرم ياران راغونډېدل او د جومات له ساده منبره ورته لازمې زده کړې او لار ښوونې کېدې. مسلمانانو د نظم،روزنې او د قانون پر وړاندې د ټولو د برابرۍ زده کړې کولې او هلته يې د يووالي، ورورولۍ او انضباط تمرين  کاوه.

په هغو ورځو کې د دولت د مالي امکاناتو د لږوالي او دننه او بهر کې د بوختياوو  له امله ناشونې وه، هر کار ته ځانګړې مؤسسه جوړه کړاى شي،چې هره يوه پر خپل ځانګړي کار بوخته شي؛نو جومات د ټولو چارو د سمبالنې مرکز وګرځېد. مسلمانانو په ساده او کوچني جومات کې له يو بل سره ليدل او حکومتي اوامر به ورکول کېدل او له مدينې دباندې او هم پر کورنيو چارو يې څارنه درلوده.

د جومات جوړول،د کورنۍ او ټولنې وګړيو ته د ټولنيز بنسټ اېښـوو وړومبى ګام و؛ځکه ډول ډول علمي،قضايي،عبادي،معنوي او سياسي غونډې پکې کېدې، چې مسلمانان يې له فکري اړخه يو بل ته لا نور هم نږدې کول؛نو پوه شئ. جومات يوازې د عبادت ځاى نه و؛بلکې د جومات مقام هماغه د اسلام مقام و،چې په ټولنيزو، سياسي او ديني چارو کې يې پرمختيا کوله.

2_ د پېغمبر اکرم دويم کار د يوه داسې سند تنظيمول وو،چې د مسلمانانو خپلمنځي اړيکې او همداراز د مسلمانانو او مدينه والو ترمنځ اړيکې تنظيم کړي. په سند کې راغلي وو:

د لوراند او لورين خداى په نامه. د “محمدرسول الله” له لوري تړون دى،له مؤمنانو،قريشو او د يثرب له مسلمانانو دا او هغه،چاسره لاروي يې وي او ورسره يو ځاى شي او په جګړه کې ورسره برخه اخلي دوى له نورو بېل واحد امت دي. مؤمنان بايد په خپلو منځو کې هيڅ بېوزلى و نه لري او په ورين تندي له خپلې شتمنۍ مسلمان ته څه ورکړي او پور يا يې د ويني تاوان ورکړي،يا يې په فکري مرستې د ستونزې هواري ته لار پيدا کړي.يو مؤمن دې هم،د بل مؤمن له همژمني سره بې د هغه له هوکړې،تړون نه کوي .پرهېزګار مؤمنان دې د سرغړاندو پر خلاف يو لاس شي، او پر نا حقه باج غواړي او يا فساد کوي،ان  که دا فساد کوونکى مو زوى وي. هېڅ مسلمان دې بل مسلمان د کافر د غچ له امله نه وژني او له کافر سره دې د مسلمان پر خلاف مرسته نه کوي. الهي امان يو دى او تر ټولو بېوزله مسلمان کړاى شي،په نوم يې پناه ورکړي او مؤمنان له نورو خلکو بېل،په يو بل پورې تړاو لري.هغه يهود،چې د موږ لاروي کوي، په حقوقو کې مساوي دي او بايد تېرى پرې و نه شي او ملاتړ يې وشي.هېڅ مشرک قريشي ته د مال او ځان پناه مه ورکوئ او له مؤمنه يې مه خلاصوئ.هر مسلمان،چې ددې تړون مادې منلې وي او پر خداى او قيامت ايمان لري؛نو هېڅ قاتل ته به پناه نه ورکوي او مرسته به يې نه کوي. د شخړو د حل مرجعيت خداى او استازى يې دى. د جګړې پر مهال يهودان له مسلمانانو سره د جګړې په لګښت کې شريک دي .يهود پر خپل دين  او مسلمانان او خپلوان يې پر خپل دين دي او چا چې تېرى يا ګناه وکړه؛نو يوازې ځان او کورنۍ به يې هلاکه کړې وي او يهودان دې بې د”محمد” له اجازې نه وځي او د غچ جريمه دې نه پرېږدي.يهودان دې خپل لګښت کوي او مسلمانان دې خپل او له يو بل سره دې د هغو پر ضد مرسته نه کوي، چې له دې تړونوالو سره په جګړه کې وي او ترمنځ  دې يې يو بل ته زړه پاک او نيت ښه وي.څوک دې له خپل همژمني سره ناوړه چار نه کوي.د هغه ملاتړ شئ،چې تېرى پرې کېږي او د “يثرب” ښار تړونوالو ته حرام دى.هره شخړه او يا وژنه،چې ددې تړون په همژمنو کې وشي او  فساد ترې راولاړېږي؛نو د شخړې د حل مرجعيت خداى او استازى يې “محمد” دى .قرشيانو او هغو ته پناه ور نه کړئ،چې ورسره يې مرسته کړې وي.که پر “يثرب” يرغل وشو؛نو بايد ټول يې دفاع وکړي.که مسلمانان او يهود سولې ته راوبلل شول؛نو په ورين تندي دې يې ورسره ومني؛خو نه له هغه سره،چې د خداى له دين سره جګړه کوي. ددې تړون همژمني ظالمان او بدچاري نه دي.څوک چې له مدينې ووت؛په امان کې دى او څوک چې راننووت هم په امان کې دى؛خو هغه،چې تېرى و او يا بدچار وکړي. (١)

پېغمبر اکرم د حضرت عيسى عليه السلام له لارويانو سره د چلن لپاره د “نجران” ستر اسقف ته ليک وليکه:

 ((تر هغه،چې “مسيحيان” د سولې پر لار وي؛نو پر خپلو شتمنيو يې مالکيت محترم دى او تېرى به پرې و نه شي .)) (٢)

 

د انسانانو د رسمي دولتو او

 د پېغمبراکرم د دولت پرتله کول

شک نشته،کوم دولت چې پېغمبر اکرم په مدينه کې جوړ کړ؛بنسټ يې عقل،فکر او الهي تلپاتې قوانين وو. د تاريخ په بهير کې،د اسلام د دښمنانو داهڅه وه،چې د خداى له استازيو سرغړونه او له حق،فطرت او عدالته انکار وکړي؛نو په هر ډول بې لاريو کې لالهانده دي او بشريت يې د خپلو هوسونو لوبڅى کړى او له نړۍ يې د”ناپليون”،”ماکياول” او “مارکس” د جاهلي او مغرضو افکارو ازمېښتون جوړ کړى.حال دا چې پېغمبراکرم قرآن د خداى له لوري راوړى،چې بشريت له کفر،تيارو او بې لاريو،رڼا او نېکمرغۍ ته راوباسي؛( الر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى‏ صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ = الف، لام، را (دا) يوكتاب دى،چې موږ پر تا نازل كړى دى،چې خلك د هغوى د پالونكي په اجازه (د شر، ظلم او ناپوهۍ) له تيارو راوباسې او(د ايمان، عدل او پوهې) رڼا ته يې راولې، د هغه خداى لارې ته چې ناماتى ستايل شوى دى.)(3)

 قرآن په ډاګه ويلي:((يوازې يوه رڼا شته او هغه هم اسلام دى او د بشر جوړ شوي قوانين او سياستونه  تورتم او بې لاري ده.))

اوس د پېغمبر اکرم د ديني او د بشري ناديني دولتو پر توپېرونو رڼا اچوو:

1_اصولاً د پېغمبر اکرم دولت او دوديزو دولتو پرتله سم کار نه دى؛ځکه د دوديزو دولتو د قوانينو بنسټ انساني تړونونه دي؛خو د پاک نبي د دولت  عملي او نظري بنسټ  الهي وحې او حکمونه دي.

 رڼا اچونې ته يې لاندې خبرو ته پام وکړئ :

الف _ډېرى رسمي قوانين د ښکېلاکګرو او پوځيانو؛لکه “ماکياول” او  يهودو له لوري راپاتې دي. حال دا چې اسلامي قوانين د نړۍ د پالونکي له اړخه تشريع او پېغمبر انو بشر ته تبليغ کړي دي.

ب _د رسمي قوانينو نيمګړتياوې د توکم پالنې،افراطي ځانمنيو،د ټولنو د طبقاتي کېدو،د ماده پالو مشرانو او ګوندونو او پر بشر د ځنګل د قانون د واکمنېدو لامل دى.حال دا چې اسلام د انسان له غوښتنو او اړتياوو سره اړخ لګوي او اسلامي قوانين د بشر دنيوي او اخروي نېکمرغيو ته پام لري .

ج _وضعي قوانين زموږ د ټولنو له افکارو،هيلو او انساني تفکر سره اړخ نه لګوي؛ ځکه د انسان اړتياوو ته په مادي ليد ګوري،چې ددې ليدپايله جګړې،د کمزوريو ولسونو زبېښل او د ملي شتمنيو لوټېدل وو؛خو الهي قوانينو د بشر رواني مراد دى، که روحاني؟ جسمي،دنيوي او اخروي ټول اړخونه په پام کې نيولي او په ډول ډول ټولنو او حالاتو کې د پلي کېدو وړتيا لري.

2_ د اسلامي دين واکمني نه منل،انسان د شرک او کفر تر پولې بيايې او پر امت ستر ظلم دى؛نو که څوک داسې بنسټ کېږدي؛”مرتد” او د خلکو بې لاروونکى شمېرل کېږي او د الهي عذاب د راتګ لامل ګرځي؛لکه څرنګه چې پر تېرو سرغړاندو امتونو  الهي عذاب راغى او هغوى چې الهي حکمونو ته غاړه کېښووه؛ نو بې شمېره الهي لورېنې  پرې و شوې.

د پېغمبراکرم په اند دولت، په حقيقت کې،د الهي قوانينو د پلي کولو او نړيوالو ته د اسلام د غږ رسونې وسيله  وه. داسې دولت د خپل امت استازى او د موخو پلي کوونکى دى او همداراز،د هېواد د ابادۍ او ټولنيز عدالت د پلي کولو دنده لري.

د اسلامي دولت د بهرنيو او نړيوالو اړيکو د پولو ټاکل،جګړه،سوله،اړيکساتنه او يا پرېکول،قاطعيت،د اسلامي امت مصالح او د نورو دولتو پر وړاندې دريځ، د قرآن آيتونه ټاکي؛نو ځکه اسلامي فقها نامسلمان وګړي او يا دولتونه پر دوو برخو وېشي:

 ((محارب)) او ((معاهد))

“محارب” هغه دى،چې له اسلام سره په جګړه کې وي او پر ضد يې دسيسه کوي او “معاهد” ژمن هغه نامسلمان دى،چې د اسلام پر خلاف د جګړې هوډ نه لري او په سوله کې د ګډ ژوند،راکړې ورکړې او مرستې تړون ورسره کوي.

 البته ځينې وخت،په اسلامي ټولنه او نړيوالو اړيکو کې ځانګړي شرايط رامنځ ته کېږي،چې د پورته شرايطو په پامنيوو سره اسلامي واکمن کړاى شي” ثانويه احکام” رامنځ ته کړي او ښکاره ده،چې ددې شرايطو په له منځه تلو سره،بېرته هماغه “لومړني احکام” او بنسټونه پلي کېدونکي او د اعتبار وړ دي .

د پېغمبر اکرم سياست،له بوت لمانځيو دولتو،ټولنو، سياسي ځواکونو يا کتابوالو سره  پر لاندې بنسټونو ولاړ و :

1_ د مخامخ خبرو،رسمي تبليغ،پلاويو او ليک له لارې يې اسلام ته را بلل.

2_ د انسانيت او اسلام له دښمنانو سره د جګړې اعلان .

3_ د سولې تړون کول؛لکه د”حديبيې” تړون اود”يهودانو” او “نجران” له استازيو سره تړونونه؛نو ځکه ګروهمن يو يوازېنۍ دولت،چې د نننۍ پرمخ تللې نړۍ د (سمبالنې) وړتيا لري،هغه دولت دى،چې بنسټ يې د رحمت پېغمبر اېښى دى.

 ماده پال دولتونه غواړي پر بشري ټولنه د ځنګل قانون واکمن کړي او د “ډبرين پېر”په څېر،حق زورورو ته ورکړي .

پېغمبر اکرم  د الهي روزنې له امله ستر خوي درلود،تندى يې ورين، پر مؤمنانو لورين او په خپګان او خوشحالۍ کې يې شريک و او هيلمن و،چې ټول خلک يې پر خداى او رسالت ايمان راوړي او د هغوى  نه مسلمانېدو به داسې غمجناوه، چې زړه يې خوړ. په پراخه سينه او ورين تندي يې د خلکو خبرو ته غوږ اېښووه  او د خداى په پېرزوېنه يې ښه چلن او خوى جامه وه.

 د دولت جوړول يې په جومات جوړولو پيل کړ،چې ((ځواک او قانون)) د خداى له عبادت سره يو ځاى او د نړۍ ټولو واکمنو او مشرانو ته ښه بېلګه وي،چې د واکمنۍ پر مهال يې مادي اړخ پر الهي اړخ  برلاسى نه شي .

او په رښتيا،چې نننى انسان هغو مشرانو او سياستوالو ته اړتيا لري، د خداى حکم او رضا چې تر هر څه وړومبۍ وګڼي.

د خداى استازي،چې د پوهې سرچينه يې وحې وه او په عبادت غښتلى شوى و،د لاندې چارو له لارې د اسلامي دولت ستنې ټينګې کړې:

1_ کورنۍ ټلواله يې تثبيت کړه،چې د هغې ټولنيز او سياسي ځواک يې د لاندې سياسي او اخلاقي ګامونو په اخستو پياوړى کړ: (٤)

الف : په مدينه کې يې د مسلمانانو ( مهاجرو او انصارو) تر منځ  تړون وتاړه، چې له مخې يې ټول مسلمانان (( واحد امت)) دى او  ټولو مساوي حقوق او دندې درلودې.

ب: له يهودانو سره د سولې،سياسي او پوځي مرستو او پر يو بل د يرغل نه کولو تړون، چې ځان يې له دسيسو ډاډمن کړي او د دولت بنسټ لا پسې پياوړى کړي؛خو يهودو د خپل عادت له مخې،د تړون درناوى و نه کړ او په خپله يې  پر ځانو تنګسه راووسته.

ج: د يوه غښتلي او واحد امت او د دولت د پښو د ټينګولو لپاره يې په مدينه کې د مهاجرو او انصارو تر منځ وروري اعلان کړه،چې دا کار قرآن هم وستايه او په تاريخي کتابو کې له يو بل سره د وروڼه شويو؛ نومونه راغلي او پېغمبر اکرم حضرت “علي” خپل ورور کړ،د “علي” لاس يې په لاس کې ونيو او و يې ويل: (( دا زما ورور دى ))  (٦)،چې خلکو ته ووايي، تر ما وروسته “علي” د مشرۍ وړ دى .

2_ پېغمبر اکرم د اسلامي دولت د پښو ټينګولو لپاره،لښکر او اردو جوړه کړ،چې په الهي حکم جهاد وکړي. په دې باب  قرآن وايي:

أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى‏ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ=(حج/۳۹) پر هغوى، چې جګړه تپل شوې، د جهاد اجازه وركړ شوې ده؛ځكه تېرى پرې شوى،بېشكه خداى د هغوى د ملاتړ وس لري.

الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِم بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلاَ دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيراً وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَپياوړې عَزِيزٌ=(حج-٤٠) همغوى چې په ناحقه له خپلو كورونو يوازې (له دې امله) شړل شوي،چې وايي: (( زموږ پالونكى الله دى !)) او كه خداى په ځينو خلکو د ځينو نورو مخه نه نيولاى؛نو صومعې او كليساوې او كنيسې او جوماتونه به چې د خداى نوم پکې ډېر يادېږي ټول نړېدلي واى، او خداى هرومرو له هغه سره مرسته كوي،چې (له دين) سره يې مرسته وكړي، بېشكه خداى ځواکمن ناماتى دى.

الَّذِينَ إِن مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلاَةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ=( حج/۴۱) دا همغوى دي، چې كه موږ يې پر ځمكه واكمن كړو؛ نو لمونځ كوي او زكات وركوي او پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او د ټولو چارو پاى يوازې خداى ته ده..(٧)

مناسبه ده ځينو هغو ختيځپوهانو ته ځواب ورکړو،چې بېځايه وايي: اسلام د تورې  په زور راغلى او په ترهګرۍ او انسان وژنه يې تورنوي.

 الف_ د جهاد حکم د اسلام د بلنې په پيل کې وضع نه شو؛بلکې تر اوو کالو تېري او کړاوونو زغمولو وروسته تشريع شو.

 ب_ دا حکم هغه مهال راغى،چې مکي آيتونه د اسلام دښمنانو ته ګټور نه وو؛ځکه مشرکانو له زړه پرې باور درلود؛خو په خوله ترې منکر وو.

 ج :  سره له دې،چې جهاد خلک د(( غيرالله)) له عبادته ژغوري؛خو بيا هم د اسلام له نظره د کمزوريو د ژغورنې لپاره  د حل وروستى لار ګڼل کېږي .

 د_ اسلام ته ډلې  ډلې خلک د تبليغ له لارې  راننووتل، نه د تورې  په زور .

حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم؛لکه څنګه چې د خداى استازى و،د خلکو د مشري او د دولت د رياست،د وسلوالو ځواکونو د بولندويۍ او د قضايي چارو د سمبالنې دنده يې هم پر غاړه وه.

 په هغه پړاو کې د وحې او پېغمبر اکرم  له لوري فرهنګي فعاليت او سياسي قانون اېښوونه پيل شوه،چې مسلمانان د سياسي ليد خاوندان شي او د دولت،ځواک، سياست، قضا،مشر تابه او نورو سياسي اصطلاحاتو مانا ورته روښانه شي. خداى پېغمبراکرم ته د سياسي،پوځي،اقتصادي او ټولنيزو چارو د مشرۍ وړتيا ورکړې وه؛نو ځکه خداى مسلمانانو ته وويل:

 ((النَّبِيُّ أَوْلَى‏ بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْ وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ وَأُولُوا الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى‏ بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ إِلَّا أَن تَفْعَلُوا إِلَى‏ أَوْلِيَائِكُم مَّعْرُوفاً كَانَ ذلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُوراً= پېغمبر مؤمنانو ته د هغوى تر خپلو ځانو ډېر وړ (او نژدې) دى او مېرمنې يې د هغوى [= مؤمنانو] مېندې دي او د خداى په كتاب كې (په ميراث كې) تر عامو مؤمنانو او مهاجرينو(خو)ځينې خپلوان يو تر بله لومړيتوب لري؛ خو دا چې )وغواړئ(، له خپلو دوستانوسره ښېګڼه وكړئ (او د خپلومالونو يوه برخه وركړئ)؛دا (حكم) په (الهي) كتاب كې ليكل شوى دى؛پېغمبر پر مؤمنانو تر هغوى  وړ او وړمبى دى  )) (٨)

 او په بل ځاى کې راغلي: ((او که په کومه چاره کې مو شخړه راغله؛نو خداى او رسول ته يې يوسئ )) (٩)

 قرآن د پېغمبراکرم او دوه د منصوبينو لاروي،په آيت تثبيت کړه :

 (( د ايمان خاوندانو! د خداى،رسول  او د چارواکيو ( چې د پېغمبر اکرم له لوري ټاکل شوي)  لاروي وکړئ ))  (١٠)

 لنډه اشاره به هغو بې بنسټو خبرو ته وکړو،چې د اسلام دښمنانو په ناحقه پر اسلام ورتپلى دي :

ختيځپوهانو،پخوا د قرآن الهي توب او اسماني توب نه مانه او ادعا يې کوله،چې قرآن د پېغمبر اکرم خپل فکر دى او يا يې ويل چې:((دا هر څه يې له يهودو او مسيحيانو زده کړي دي.))

د اسلام علماوو،چې د قرآن معجزه توب جوت کړ او ورته يې وويل چې: د قرآن په څېر يو آيت راوړئ؛نو دا کار يې و نه کړاى شو؛نو پخپلې ماتې يې اعتراف  وکړ.

نن يې د “نص” د تفسير خبره را منځ ته کړې او وايي:قرآن د خداى له لوري او اسماني کتاب دى؛خو تفسير او استنباط يې د بشر کار دى او د بشر سر  پر اسماني مفاهيمو نه خلاصېږي.

ښايي دا ادعا په هغوى کې د دوو نظرونو د را پيدا کېدو پايله وي:

 الف: لاييسم يا  د دين او سياست بېلوالى .

 ب: بنسټ پالي.

هغوى د خپل عادت او له الهي لار ښوونو د لرې والي له امله، د دديني نصوصو په تفسير کې لالهانده او په زياتي( افراط )او کمي (تفريط)ککړ شول او يو د بل پر خلاف استنباط او تفسير يې رامنځ ته کړ او همدا فکري شخړې ددې لامل ګرځي،چې د استعماري دولتو لاسپوڅي  هلې ځلې نورې هم توندې او ګړندۍ کړي .

دې خبرې ته يې پام نه دى،چې د پېغمبر اکرم سنت،د قرآن آيتونه تفسيروي؛هغه سنت چې خاوند يې د ځاني غوښتنو له مخې خبرې نه کوي او د دين په اړه ټولې خبرې يې د وحې پر بنسټ دي او حلال او حرام يې تر قيامته پر خپل ځاى دي.

 پېغمبراکرم بېخي پر خداى دروغ و نه تپل. پوه او وسمن خداى په خپل ځواک،د قرآن مفاهيم اسان او پرې د پوهېدو وړ کړل او بيا يې د عربي ژبې په قالب کې راولېږل  او که داسې نه واى؛نو ژبې به د قرآن د ويلو وس نه درلود.

د عمومي افکارو درناوى

سره له دې،چې پېغمبر اکرم ته وحې راتله؛خو د خداى په حکم يې له خلکو سره سلامشوره،د چارو د سمبالښت غوره لار ګڼله.خداى ورته وويل:

((د چارو په سمبالښت کې (له مسلمانانو سره) مشوره وکړه  او چې  دې هوډ وکړ؛نو پر خداى توکل وکړه. ))  (١١)

که د اسلام د تاريخ سترې پېښې ولوستل شي؛نو په هغو ځايو کې،چې وحې نه راتله؛نو پېغمبر اکرم له خپلو اصحابو سره مشوره کوله اود سلامشورې درناوى يې کاوه او کله خو به داسې هم کېدل ،چې له خپل نظره به تېر شو او د يارانو نظر ته يې غاړه اېښووه.

 

قانونسازي

د سمو او مناسبو سياسي،اقتصادي،قضايي،اداري او ټولنيزو قوانينو تدوين او پلي کول،د دولت او د پر مخ تللې متمدنې ټولنې راز دى.

 اسلام  وايي:((اسلامي ټولنه بايد قانون ولري او د قانون پر بنسټ ولاړه وي))؛نو ځکه په قرآن کې د بشر د اړتياوو له مخې،ټول قوانين يا په تفصيل او يا په ټوليزه توګه راغلي،چې د توضيح  او تشريح  دنده يې پېغمبر اکرم ته سپارل شوې ده.

د جهاد، قضايي چارو، زکات، خمس، ارث، واده، طلاق، انفاق، له نامسلمانو سره اړيکې، سوداګري او د ټولنيزو اړيکو په اړه آيتونه په مدينه کې نازل شول او پېغمبر اکرم امت ته تشريح کول او احکام يې تطبيقول او د ځينو کړنو د تاييد او د خپلو ويناوو له لارې يې په ځان پسې “نبوي سنت” پرېښوول،چې مسلمانانو ته د “تفقه” او “اجتهاد” سرچينې شي.موږ همدې آيتونو او سنتو ته په رجوع نننۍ نړۍ ته قوانين تدوينولاى شو.

 

بهرنۍ اړيکې

 په اسلامي دولت کې،چې د ځواک چلونې لپاره سياسي،اداري او قانوني بنسټونه جوړ شول؛نو بيا پېغمبر اکرم د ستر عقيدتي او سياسي ځواک په توګه د سولې،خير او د نړۍ د مشرۍ په موخه،د بهرني نړيوال سياست پر ډګر پښه کېښووه. ستر سياستپوه،خپل کار او ډيپلوماسي،اسلام ته د “روم”،”ايران”،”حبشې” او د عربي سيمو د مسيحي مشرانو د رابللو له لارې پيل کړه.

د نورو دولتو د سفيرانو،د پاچايانو استازيو او د دوى له لوري د راوړل شويو ډاليو منل، پر سمې ډيپلوماسۍ،د پېغمبر اکرم د تاييد نښه ده، چې هغه مهال هم د دولتو ترمنځ دود وه او دا خبره په خپله د اسلامي دولت د بهرنيو اړيکو د اصولو د پخلي او غښتلتيا نښه ده،چې د پېغمبر اکرم دې عمل،اسلامي دولت په نړۍ کې د ستر سياسي ځواک په توګه مطرح کړ،چې په نړيوالو او بهرنۍ اړيکو کې پر فکر، پوهه او ثابتو اصولو ولاړ دى.

قرآن او د پېغمبراکرم سنتو ته په کتنه دا واقعيت جوتېږي،چې په اسلامي دولت کې د بهرني سياست چورليځ(محور)،دين ته بلنه او تبليغ د دولت د پياوړتيا لامل دى،چې دولت پر ستر فکري او فرهنګي ځواک بدلوي،چې کولاى شي،د نړۍ د مشرۍ دنده پر غاړه واخلي او اسلامي دولت،چې له تبليغ او فرهنګي چار لاس واخست؛نو يوازې به پر اداري  سازمان واوړي.

 

د قانون درناوى

قانون ته درناوى او پرې چلېدل،ډېر لږ تر سترګو کېږي؛خو د خداى په استازيو او ځايناستو کې يې د ژوند عادي چار و.

 حضرت محمد صلى الله عليه و آله وسلم د رحمت پېغمبر و،چا چې يې سپکاوى کاوه؛نو باښه يې؛خو د قانون سپکاوى يې بخي نه باښه. د قانون په پلي کولو کې يې له چا مخ نه کاوه او دې ته يې هم نه کتل، چې له قانونه سرغړوونکى د مقام خاوند او يا د چا زوى دى. د قانون پر وړاندې ټول ورته يو برابر وو؛ځکه ايمان يې درلود،چې د عدالت پر بنسټ ولاړ قانون،د انسانانو د امنيت او په نړۍ کې د ژوند او پايښت غوره لار ده او ښه خبره نه ده،چې قانون د ځانمنو د غوښتنو وسيله شي.

روايت دى،چې د مکې د فتح پر مهال د”بني مخزوم” د ټبر يوې ښځې غلا  وکړه،چې جرم يې هم جوت شو؛خو د ټبر پر مغزو يې د جاهليت دوړې پرتې وې او و يې ويل:((که د ټبر پر ښځې يې حد جاري شو؛نو د ټبر ټولنيز موقعيت به خراب شي))؛نو هلې ځلې يې پيل کړې،چې مخنيوى يې وکړي؛نو حضرت “اسامه بن زيد” يې، چې د زوى په څېر پر  پېغمبر اکرم ګران  و پېغمبر اکرم ته واسطه کړ.

حضرت “اسامه” لا خپله خبره پاى ته نه وه رسولې،چې رسول اکرم په غوسه وويل:

((دا د واسطې خبره او ځاى نه دى!ايا کېداى شي د خداى حد جاري نه کړم؟(12)

 

د واکمن ټاکل

قرآن ته په رجوع،چې د اسلام تلپاتې اساسي قانون دى او په “نبوي سنتو”کې تر پلټنې وروسته، چې ددې قانون مفسر او څرګندوى دى،کېداى شي د “ايران” په اسلامي جمهوريت کې د مشر د ټاکنې طريقه په اسلام کې د واکمن  ټاکلو ته  بېلګه کړو.

د “ايران” د اساسي قانون په يوه ماده کې راغلي:(( قانون بايد د جامع الشرايط فقيه مشرۍ ،چې ټول يې پر مشرۍ او اجتهاد ګروهمن وي ته لارهواره کړي.))

هو! د چارو د سمبالښت دنده بايد هغه ته ورکړ شي، چې د خداى د حلالو او حرامو امين وي،چې نظام له بې لارۍ او له خپلو دندو له لرې کېدو وژغورل شي.

اسلامي ټولنو له پخوا تر ننه پورې داسې واکمنان زغملي،چې اسلامي دولت يې پر ميراثي او ټبيزې واکمنى اړولى او ځينو عالمانو هم دا کار د بيعت په نامه روا ګڼلى دى .

“ابن عبدربه” روايت کوي:

 ((معاويه بن ابوسفيان،چې هوډ وکړ، خپل زوى “يزيد” ته تر ځان وروسته،له خلکو بيعت واخلي؛نو غونډه يې جوړه کړه او “يزيدبن مقنع” يې خپل وياند وټاکه. “يزيدبن مقنع” پاڅېد او په لوړ غږ يې وويل: ” اميرمؤمنان دا دى! (معاويه بن “ابوسفيان” ته يې اشاره وکړه) او بيا يې وويل:د “معاويه” تر مړينې وروسته دا سړى خليفه دى او “يزيد” ته يې په اشارې وويل:چا چې له يزيد سره بيعت و نه کړ؛نو کار به يې له دې سره (خپلې تورې ته يې اشاره وکړه) وي. معاويه بن ابوسفيان په خوشحالۍ ورته وويل: کېنه!چې ته د خوږژبيو خطيبانو ښاغلى يې.))(13)

خو سره له دې ټولو پېښو،د رښتينو او مخلصو علماوو له برکته،د اسلام عظمت او ځواک لا  اوس هم پر ځاى دى. استاد”محمد قطب” اعتراف کوي،چې معاويه بن ابوسفيان د اسلامي دولت نظام له شورايي بڼې پر مورثي واړو؛خو اسلامي عربي حکومت مکتوب (قرآن) اساسي قانون لري!. (14)

“استاد سنهوري”،چې په اسلامي دولتو کې استبداد څېړي؛ نو وايي: ((دليل يې د خپلسرو او د اسلام له موخو او اصولو وتلي واکمنان دي.)) (15)

[ژباړن:په دې اړه د ارواښاد((علامه مودودي)) د ((خلافت او ملوکيت)) په پښتو ژباړه ولولئ. ]

د اسلام دسياسي او ټولنيزو قوانينو د عظمت  نښه همدا واقعيت دى،چې تر اوسه د اسلام له احکامو يوازې محدود پلي شوي او نور د مغولو،تُرکانو او د مصري واکمنانو د هوسونو قرباني شوي،يا يې له منځه تللي او يا اړولي او بې ارزښته کړي دي؛خو بيا يې هم قوانين د نورو اديانو په پرتله سر لوړي او پر خپل ځاى پاتې دي.

 

په اسلام کې د حکومت او واکمنۍ بنسټ پر دوو اصولو ولاړ دى:

1_ په ولس او وګړيو کې د مسئووليت منلو د روحيې د پياوړتيا لپاره پر لاندې ټکيو ټينګار کوي :

الف_ له مسلمانانو غواړي د مشورې،امانت  قبلونې او د ټاکنو پر مهال،الهي تقوا جامه کړي او پوه دې وي،چې د قيامت پر ورځ پوښتل کېږي؛نو خپلې ګټې دې د اسلام تر ګټو لوړې نه ګڼي. ددې زهد پايله،پر مسلمان واکمن، د مسلمانانو همېشنۍڅارنه ده،چې د واکمن د احتمالي تېروتنو مخنيوى کوي او د عصمت تر پولې يې عدالت ته نږدې کوي.

ب_پر نېکيو امر او له بديو ژغورل يې پر ټولو فرض کړي،چې مسلمانان تل خپل واکمن ښو ته راوبلي او ښه چارې يې وستايي او د بې لارۍ يې مخنيوى وکړي او که اړتيا شوه له واکه يې ګوښه کړي.

تاريخ له ظالمو واکمنو سره د امامانو او په تېره بيا د حضرت امام حسين د مبارزو له کيسو ډک دى او د وينا له مخې يې،دا چارې يې پر نېکيو امر او له بديو ژغورلو ته کړي دي.

 

٢ _ د عالمانو مسئووليت:

هغه مخلص او رښتين عالمان،چې د ټولنيزو مهمو چارو د هوارۍ وس لري،د اسلامي کچې له مخې،د واکمن د شرايطو او د واکمن د ټاکنې دنده لري،چې بې له ډار او مادي تمې دا دنده تر سره کړي.

د اوسنيو حکومتي نظامو بنسټونه

د سيادت اصل د اوسنيو بشري حکومتو تر ټولو مهم اصل او بنسټ دى.

په سياسي فرهنګ کې د سيادت اصطلاح نااشنا ده؛ځکه نوې ده او اوس په فرانسه کې مطرح شوې او مراد ترې هغه ځواک دى،چې دولت يې په واک کې دى او لهد دې لارې د هېواد په چارو کې دخل او تصرف کوي او د بحث مهم ټکى همدا دى،چې بايد راڅرګندشي.

 څوک تر ټولو اوچت ځواک دى؟ په بله وينا،هغه کومه سرچينه ده،چې د دولت ټول ارکان ترې خپل مشروعيت او ځواک اخلي؟

ځواب:دا فکر له پخوا د بشر په سياسي تفکر کې و او د نورو مفاهيمو او نظرياتو په څېر، په متفکرانو،کيڼ لاسو او ښي لاسو دولتوکې لاس په لاس کېده او کله به د واکمنو د ظلم،تېري او استبداد سرچينه هم کېده.

 پخوا به سيادت وګړيو ته هم منسوبېده؛نو ځکه ((بودان)) [الموسوعة العربيه؛ المسيره:د بودان ماده] ګروهمن و: (( سيادت د هغه دى،چې تر ټولو زيات ځواک او زور ولري.))

“افلاطون”حکومت پر “پاچاهۍ” او “اريستوکراسۍ” ووېشه او “ارسطو” باور درلود،چې حکومت پاچاهي ده او يا اريستوکراسي او په اوسني وخت کې فرانسوي عالم “مونتسکيو” حکومت پر درې ډوله: جمهوريت، مشروطه، پاچاهۍ او استبداد اېشلى و.

له پخوا راهيسې ان د “منځنيو پېړيو” تر پايه،ځينو واکمنو خپلو حکومتو ته ديني رنګ ورکاوه او د ((تيوکراسۍ)) نوم يې پرې اېښووه.کله به واکمن د خدايي ادعا هم کوله؛لکه د قرآن د وينا له مخې:”فرعون” خپلو خلکو ته وويل:((زه ستاسې ستر پالونکى يم))(16)

  په لويديځ کې تر ترخو تجربو وروسته،سيادت له اشخاصو دولت ته ولېږدېد،چې شک نه شته ددې ستر بدلون سرچينه د “اسپانيا” په “اندلس” کې د مسلمانانو پوهه او فرهنګ و، چې د لوېديزو عالمانو ورته پام شو.(17)

 پر اسلامي فکر او فرهنګ پوهاوي،په لويديځ کې توپان را ولاړ کړ، چې د فرانسې پاڅون او د “مارتين لوتر” ((پروتستانتيزم=اعتراضي غورځنګ))يې بېلګې دي، په تېره بيا د هغه وخت د وروسته پاتې کليسا د واکمنۍ پر خلاف د “لوتر” راپاڅېدل ، کېداى شي له اسلامي معارفو سره د “لوتر” د اشنايۍ پايله وي.

په اسلام کې سيادت يا مطلق او بې قېدوشرط واک يوازې د وسمن او پوه خداى دى. دا حقيقت پېغمبر اکرم په مدينه کې خلکو ته څرګندکړ،چې د اسلامي دولت پر مشروعيت ټينګار وکړي او هېڅکله هغه او ترې مخکې پېغمبرانو،سيادت په خپل ځان پورې اړوند و نه ګاڼه،سره له دې،چې بشپړ انسانان او د کرامت او اعجاز خاوندان وو.

البته معاويه بن ابوسفيان،د خپلسرو پاچايانو په توګه،په تېري پر خلکو واکمني وکړه. شورايي دود يې له منځه يووړ،حکومت يې د وړ کسانو له ګوتو وايست او وروسته واکمنانو هم ترې په لاروۍ،اسلامي حکومت پر موروثي سلطنت واړاوه؛ خو په خلکو کې د قرآن مجيد او د پېغمبر اکرم د اهلبيتو او عالمانو شتون، د اسلام او د پېغمبر اکرم د سيرت د پايښت لامل شو.

 

د اسلامي دولت اصلي قوانين

په مدينه کې د اسلامي دولت بنسټ د قرآن د قوانينو له مخې کېښوول شو؛ داسې “بېلګه” دولت چې د روم، ايران او ان ننني سياستوال هم د هغسې دولت له جوړوو بې وسه دي.پېغمبراکرم د دولت د پښو تر ټينګولو وروسته،په خپلو کړنو،خبرو او ويناوو لاسبرى شو چې الهي احکام د پلي کولو پړاو ته ورسوي او ديني ټولنيز او ذهني مفاهيم يې پر واقعيتونو واړول.

څه چې د رسول اکرم له سيرت او چې څه يې تر ځان وروسته مسلمانانو ته پرېښوول،پردې واقعيت ګواه دى، چې د قرآن آيتونه  انسان ته تر قيامته  د پوهېدو او تفسير وړ دي او هغوى دروغجن دي،چې له دې واقعيته منکرېږي.

د اسلامي دولت له نښو يوه داده،چې عبادت يوازې د خداى حق بولي او د بشري خدايانو،شتمنۍ او د نورو ډول ډول بوتانو عبادت پکې نه کېږي او دا ځانګړنه داسې ټولنيز نظم رامنځ ته کوي،چې پکې خلک د يو بل ورونه،کمال  او فضيلت ته د رسېدو ملاتړي او ملګري دي او  نېکيو ته رابلل او له بديو ژغورل يې د ژوند دود دى.پردې ځانګړنې سربېره،اسلامي دولت يو لړ نورې نښې هم لري، چې د قرآن د آيتونو په رڼا کې ورته اشاره کوو:

1_ عدالت؛د ټولنې بنسټ دى،چې خداى يې سپارښتنه کړې ده:

إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى‏ وَيَنْهَى‏ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ=(نحل/۹۰) په حقيقت كې خداى پر عدل او نېكۍ كولو او د خپلوانو (د حق) پوره کولو امر كوي او له ناوړو چارو او بدو او ظلم منع كوي،تاسې ته نصحيت كوي،ښايي پند واخلئ. (18)

په خبره کې هم بايد عدالت رعايت شي،ان که د خپلوانو په اړه مو هم وي:((وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى‏))(19)

 2_پر ژمنې او تړون وفا،چې قرآن پرې ټينګار کړى.

 ((وَبِعَهْدِ اللّهِ أَوْفُوا))(انعام:١٥٢آيت)

3_ د ناوړو چارو حرام ګڼل:

قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ مَاظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالإِثْمَ وَالْبَغْيَ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَأَن تُشْرِكُوا بِاللّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَاناً وَأَنْ تَقُولُوا عَلَى اللّهِ مَا لاَتَعْلَمُونَ=( اعراف/ ٣٣)(20) : (ورته) ووايه :(( زما پالونكي په ښكاره او پټه ناوړه چارې او ګناه او پر ناحقه تېرى حرام كړى دى : او دا چې له خداى سره څوك شريك كړئ،چې د هغه په باب يې كوم د ليل نه دى رالېږلى او په خداى پورې داسې خبرې تړئ ، چې پرې نه پوهېږئ .))

  4_زور،ځواک،مقام او شتمني د غوره والي کچې نه دي.

 په دې اړه خداى وايي:((په رښتيا چې په تاسې کې تر ټولو هغه پر خداى ګران دى،چې تقوا يې تر ټولو ډېره وي.(21)

 5_ بدله او سزا د کړنو له مخې ده.

 خداى وايي: او مسلمانانو ته ووايه چې عمل وکړئ، چې ډېر ژر به خداى،رسول او مؤمنان ستاسې چارې وويني.

((وَقُلِ اعْمَلُوا فَسَيَرَى اللّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ)) (22)

قرآن کريم د ((ګناه)) او ((سزا)) ترمنځ مساوات راوړى،چې دا مساله له قانونه وړومبۍ او ډېره مهمه ده؛((ګناه)) د ټولنې له پېژندل شويو دودونو وتل دي او ((سزا)) د دودونو د ماتولو پر وړاندې د ټولنې غبرګون دى. لاندې آيتونو ته ځير شئ:

وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالْأَنْفَ بِالْأَنْفِ وَالْأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالجُرُوحَ قِصَاصٌ فَمَن تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَهُ وَمَن لَمْ يَحْكُم بِمَا أَنْزَلَ اللّهُ فَأُولئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ=(مائده/٤٥آيت) په تورات كې موږ پر هغوى (يهوديانو) فرض كړى وو، چې نفس د نفس، سترګه  د سترګې او پوزه د پوزې اوغوږ د غوږ او غاښ د غاښ په بدله كې دى او هر ټپ بدل لري او كه څوك يې وبښي (او له بدلې تېر شي)؛ نو(د ګناهونو) كفاره يې حسابېږي او چا چې د خداى د نازل شويو احكامو له مخې پرېكړې و نه كړي؛نو همغوى ظالمان دي.

وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُم بِهِ وَلَئِن صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِلصَّابِرِينَ= (نحل:١٢٦آيت).(٢۳) او كه غچ اخلئ؛ نو هومره يې واخلئ چې څومره درباندې تېرى شوى وي؛ خوكه زغم وكړئ ؛نو دا صابرانو ته ډېره ښه ده.

 

 

د پېغمبر اکرم د دولت ځانګړنې

د رسول اکرم په واکمنۍ کې بنسټيزه مسئله دا وه،چې په مهمو ټولنيزو چارو کې وحې ته په تمه کېده،ان که د يو کار ټول اسباب او وسايل به چمتو هم وو؛خو بيا يې هم بې د خداى له اجازې يو کار هم نه کاوه.د ساري په توګه: د جهاد په باب؛هغه مهال،چې مسلمانانو دا پوښتنه کوله،چې ولې بايد مسلمانان د قرېشو د ظلمونو پر وړاندې چوپ پاتې شي او ځواب يې ور نه کړي،چې له خپلو کورونو يې راوشړل او پر شتمنيو يې ورته ګېډې واچاوهلې؟نو سره له دې،چې جګړې ته د مسلمانانو روحيه چمتو وه اورسول اکرم هم غيرتي او غښتلى انسان و؛خو بيا يې هم مسلمانانو ته وويل:(( صبر وکړئ،چې وحې په دې اړه څه وايي؟))

بله مهمه او څرګنده مساله داده،چې په پيل کې،يوازې رسول اکرم الهي احکام تطبيقول؛ځکه د الهي امانتونو او احکامو پلي کولو ته پياوړى انسان او مشر و.

 په خواشېنۍ وايم: ډېرو اسلامي عالمانو د پېغمبر اکرم په وااکمنۍ او مديريت کې له دې مهم اصله غفلت کړى او همدا بې پامي د مذاهبو او اجتهادو د پيداېښت لامل شوى،چې خاوندان يې له قرآني اصولو او موضوعي يووالي لرې کړي او پر وګړيو د قرآن د قواعدو او مصداقونو د اختلاف او ناهمغږۍ لامل ګرځېدلي دي.

  موږ (علماء) د قرآن او نبوي سنتو وارثان يو. علماوو ته د قرآن په آيتونو کې له تدبر او بې له نبوي سنت،بل څه نه پاتې کېږي،چې قرآن هم همدا سپارښتنه کړې ده: ((أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ…)) ( 24)

 او څه چې رسول اکرم حکم کوي،وا يې خلئ:(( وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ…))( 25)

البته د نظر اختلافونه،تر هغه وخته پروا نه کوي،چې د قرآن اصول او قواعد خوندي پاتې شي او موخه د ګډو اصولو پر چوريلځ،د قرآن اصلي مراد ته رسېدل وي

 

 

دولت او حکومت

د نويو تعريفونو له مخې،دولت يوه حقوقي اډانه او شخصيت دى، چې په يوه ټاکلې سيمه کې د ولس استازي او خدمت ور تر غاړې وي او واک يې په لاس کې وي او حکومت هغه سازمان دى، چې د دولت دننه جوړېږي .

وګړي دي،چې حکومتونه رامنځ ته کوي او برى او ماتې يې ورته منسوبېږي؛لکه څرنګه چې د غندنې او ستاينې ګوتې هم ورته نيول کېږي.

کله د حکومت د مانا کړۍ راتنګوي او يوازې د هېواد د وزيرانو شورا ته ويل کېږي. ښايي حکومت ته پراخ بنسټه تعبير دا وي،چې د “مقننه”،”مجريئه” او “قضايئه” قواوو ،چې د دولت ځواکمني او زور چلوي ټولګه يې وګڼو .

 

اسلامي دولت

شک نه شته ،چې اسلامي دولت،د نړۍ تر ټولو دولتو غوره دى او ورسره ستر توپېر لري.

تر اوسه د “مارکسيسم” له ماتې ډېر وخت نه دى تېر شوى او دې فکر ان  و نه کړاى شول ،په هغو هېوادو کې د پښې ځاى پيدا کړي،چې په ښکاره پرې  ټينګ وو .

د “فرانسې پاڅون” هم له سياسته د دين  په بېلولو،ټولنه د ((لاييزم)) او جاهليت ګړنګ ته ورګوزاره کړه. څه چې نن د حضرت “مسيح” د دين په نامه خلکو ته ويل کېږي،يوازې ښکلې اخلاقي موعظې دي؛البته موږ شک لرو،چې حضرت “عيسى” عليه السلام به يوازې همدا نصيحتونه راوړي وي. د مسيحيانو په اړه خو د پام وړ خبر داده:سره له دې،چې ټول مسيحيان ګروهمن دي،چې حضرت “عيسى”  عليه السلام ويلي: ((څه چې د خداى دي؛خداى ته يې ورپرېږدئ او څه چې د”قيصر” دي؛”قيصر” ته يې ورپرېږدئ))؛خو د”کليسا”مشران بې له دې،چې په دې اړه شرعي، اصلي او اعتقادي حکم ولري،د دولتو په سياستو کې ورننووتي او د خلکو له ديني احساساتو يې ناوړه ګټه اخستې او هغه يې د امپراتوريو او متحجرو  کليساوو په چوپړ کې کړي او داسې حالات يې را منځ ته کړي،چې هغه څه له منځه ولاړ شي، چې ديني رنګ او بوى لري او غير ديني تفکر  واکمن شي.

 

بنسټيز توپېر

اسلامي نظام د څرګندو احکامو،قوانينو او شريعت په درلودو سره،د عقيدې او ايمان پر بنسټ،د خلکو د دين او دنيا چارې رانغاړي. په دې نظام کې حاکميت،چې د خلکو له حاکميته لوړ دى يوازې د خداى دى او واکمن او تر لاس لاندې ټول سازمانونه ژمن دي الهي احکام پلي کړي.

 د اسلام دا څرګند اصول او قوانين ددې مخنيوى کوي،چې اسلامي حکومت دې د”کليسا” په څېر يوازې دروحانيونو او ديني عالمانو په منګولو کې وي او کوم شرايط،چې واکمن ته يې په پام کې نيولي؛نو بيا هم واکمن د اسلام د حاکميت او قوانينو تر سيوري لاندې د پوهمنو عالمانو او د مسلمانانو د شورا او د “امربالمعروف او نهې عن المنکر” تر څارنې لاندې دى.

 د يوه واکمن او د حکومت د ارزونې يوازېنۍ کچه پر قرآن او نبوي سنتو عمل دى؛ ځکه رسول اکرم ځان او نور مسلمانان د قانون پر وړاندې سره سم بلل او ان  د خداى استازي په خپله ځان د “سوادة بن قيس” کسات ته ونيو چې کيسه يې داسې وه:

 سره له دې،چې پېغمبراکرم د مسلمانانو ټولمنلى واکمن و؛خو يوه ورځ په خپلو يارانو کې ودرېد او و يې ويل:(( څوک چې راباندې څه يا کسات لري؛نو رادې شي او وا دې يې خلي!))

 دا مهال “سوادة” وويل:((رسول الله! د  “بدر” په جګړه کې هغه مهال،چې د مسلمانانو ليکې دې برابرولې؛نرى سيخ درسره و،چې زه دې پرې پر ګېډه ووهلم او خوږ شوم،اوس غواړم خپل کسات واخلم.))

 پېغمبر اکرم سم له لاسه خپله مبارکه ګېډه بربنډه کړه او ويې ويل: ((راشه ! کسات دې واخله.))

 دا مهال “سوادة” راغى او د تبرک لپاره يې د رسول اکرم ګېډه ښکل کړه.

 (وګورئ: سيره ابن هشام، د بدر غزا)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست