تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر طارق سورت تفسیر دا سورت اوولس آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې د ځپنده په مانا ده. د منځپانګې چورلیځ یې دوه څیزونه دي: یو د معاد خبرداری او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

طارق سورت تفسیر

دا سورت اوولس آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.

د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې د ځپنده په مانا ده.

د منځپانګې چورلیځ یې دوه څیزونه دي: یو د معاد خبرداری او بل د قرآن نعمت او لوړ مقام یې.

د انسان پام د خپل شتون سرچینې ته وراړول، چې له ناڅيزه او پرېوتیو اوبو و، د انسان په بیا پنځون کې د الهي ځواک او د قیامت په رسوا ګرې محکمې کې یې د حاضرېدو منلو ته  لاراواری کوي او دا ټول له الهي رښتینې وحې اخستل شوي چې مخالفین یې ټوکې بولي، حال داچې پرېکنده او هرومرو دي او څومره یې چې کافران پرخلاف دسیسې وکړي، خپله به پکې ورښکېل شي.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

وَ السَّماءِ وَ الطّارِقِ«1» وَ ما أَدْراکَ مَا الطّارِقُ«2» اَلنَّجْمُ الثّاقِبُ«3» إِنْ کُلُّ نَفْسٍ لَمّا عَلَیْها حافِظٌ«4» فَلْیَنْظُرِ الْإِنْسانُ مِمَّ خُلِقَ«5» خُلِقَ مِنْ ماءٍ دافِقٍ«6» یَخْرُجُ مِنْ بَیْنِ الصُّلْبِ وَ التَّرائِبِ«7» إِنَّهُ عَلی رَجْعِهِ لَقادِرٌ«8» یَوْمَ تُبْلَی السَّرائِرُ«9» فَما لَهُ مِنْ قُوَّهٍ وَ لا ناصِرٍ«10»=پر اسمان او شپه ګرځي (ستوري) قسم! او څه پوهېږې، چې شپه ګرځی (ستورى) څه دى؟! (هغه) ځلند ستورى دى (چې تيارې څيروي) پر هر چا یو څارونکى او پاسوال (ګومارل) شوى دی! نو انسان دې وګوري، چې له څه پيدا شوى دى؟!له ټوپ وهونكيو اوبو پيدا شوى دى؛ [چې دا اوبه د نارينه] د شا او [د ښځې] د سينې د هډوكيو له منځه راوځي. بېشکه هغه [= هغه الله چې انسان یې له دومره ناڅيزه شي پيدا كړى؛ نو په قيامت كې] یې په بیا پيدا كولو وسمن دى. پر هغه ورځ، چې (د انسان) پټې خوالې رابرسېره شي، ١٠ نو (هغه وخت د ځان ژغورنې لپاره) نه (له دننه) څه زور لري او نه (له بهره) څوک مرستندوى.

 

ټکي:

* «طارق» د هغه چا په مانا دی، چې د شپې راشي او تمبه وټکوي. «طرق» وهلو/ټکولو او «مطرقه» د وهلو وزله ده او«طریق» لار ته ویل کېږي.

* «ثاقب»سوري کولو/څیرې کولو ته وايي. ته وا دا ستوری په خپله رڼا د شپې تورتم څيرې کوي. «صلب» د کلک په مانا او مراد ترې د ملا تیر دی او «ترائب» د ټټر هډوکیو ته ویل کېږي.

* «تُبْلَی»له «بلوی» اخستل شوی او د ازمېینې په مانا دی، چې حقیقتونه راڅرګندوي.

* د امام صادق (رح) د وینا له مخې، له طارق مراد د زُحل ستوری دی، چې د امیرالمؤمنین او د ده د ځایناستیو ستوری دی[1].

* اشعث بن قیس چې یو منافق و، یوه شپه یې حضرت علي کرم الله وجهه ته حلوا راوړه، او تمبه یې وټکوله چې د شپنۍ حلوا په ورډالۍ ، پر ورځ یوه سرغړونه وکړي. حضرت یې نامه ځکه طارق کېښووله، چې دشپې یې تمبه وهلې وه[2].

*ددې سورت د ۴ آیت په څېر یې په انفطار سورت (۱۱ او ۱۲ آیتونه) کې لولو: «وَ إِنَّ عَلَیْکُمْ لَحافِظِینَ کِراماً کاتِبِینَ یَعْلَمُونَ ما تَفْعَلُونَ»

 

پېغامونه:

1- انسان او ټولې چارې یې د الهي پرښتو تر څارنې لاندې دي. (هم د کړنو ثبتول او هم له پېښو ساتل) «إِنْ کُلُّ نَفْسٍ لَمّا عَلَیْها حافِظٌ»

2-د ماشوم د زوکړې څرنګوالی، د څاڅکي له تړل کېدو تر زېږونه، دقیق مطالعه شي، چې هم د الله (ج) پېژندنې زمینه ده او هم د معادپېژندنې.( فَلْیَنْظُرِ الْإِنْسانُ مِمَّ خُلِقَ …)

3- انسان دې د عقل، علم او وړتیا په درلودو پخپل پنځون کې ځیرنه وکړي. «فَلْیَنْظُرِ الْإِنْسانُ»

4-د انسان پنځون ته پاملرنه، پر معاد د ایمان زمینه ده. «عَلی رَجْعِهِ لَقادِرٌ»

5-معاد جسماني دی او په قیامت کې د انسان جسم بیا راژوندی کېږي. «رَجْعِهِ»

 

وَ السَّماءِ ذاتِ الرَّجْعِ«11» وَ الْأَرْضِ ذاتِ الصَّدْعِ«12» إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ«13» وَ ما هُوَ بِالْهَزْلِ«14» إِنَّهُمْ یَکِیدُونَ کَیْداً«15» وَ أَکِیدُ کَیْداً«16» فَمَهِّلِ الْکافِرِینَ أَمْهِلْهُمْ رُوَیْداً«17»= پر بیا اوروونكي اسمان قسم! او پر وښو زرغونوونکې ځمکې قسم! (چې) په حقيقت كې دا (قرآن) یوه غوڅه خبره ده (چې حق له باطله بېلوي)، او څه ټوكه ملنډه نه ده. په حقيقت كې دوى په څه چل لاس پورې كوي، او زه هم پوره تدبير ورته سنجوم  (اوس چې داسې ده؛) نو كافرانو ته مهلت وركړه [او] لږ یې پرېږده (چې د خپلو كړنو سزا وويني)!

 

ټکي:

* «رجع» ورښت ته وايي. شونې ده، د باران په بڼه، د ځمکې د بخار شویو اوبو بیا راستنېدو او رجوع ته وايي.

«صدع» د ځمکې چاودېدو په مانا دی، چې بوټي ترې راوټوکېږي. «هزل» پوچې او تشمنځې خبرې ته وايي.«کید»؛یعنې پټه او غلچکې طرح، نقشه او دسیسه .

* «مهل» او«امهل» په یوه مانا دي او ټینګار ته په دوو چوکاټونو کې راغلي دي او دواړه د مهلت ورکولو په مانا دي. «رُوَیْداً» لنډمهاله مهلت ته وايي.

* آسمان او ځمکه د بوټیو راټوکېدو ته داسې دي؛ لکه موروپلار د اولاد زوکړې ته.

 *ورښت او د ځمکې چمتووالی، د بوټیو ودې ته لاره چاره ده. د قرآن نزول او د انسان چمتووالی هم د انسانانو ودې ته دی. د قرآن کلیمه د ورښت ترڅنګ راغلې ده.

* شک او اړنګ لرې کولو ته دې هم منطقي/سولیزه خبره وشي او هم پرېکنده. د الله (ج) پرله پسې سوګندونه، د مخالفانو د هر ډول شک لرې کونې او د مؤمنانو د ګروهې پیاوړې کولو ته دي.

* «لَقَوْلٌ فَصْلٌ» د «لقول فاصل» پر ځای؛ یعنې قرآن، ټول فصل دی او د حق او باطل ترمنځ واټن راوړي؛ لکه چې ووايو: پلانی خوږ دی؛ د قند ټوټه ده.

* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم وویل: ډېر ژر به په تاسې کې فتنې راڅرګندې شي. وپوښتل شو: د خلاصون لار به څه وي؟ و یې ویل: «کتاب الله فیه نبأ من قبلکم و خبر ما بعدکم و حکم ما بینکم هو الفصل» قرآن، چې د پخوانیو او راتلونکیو خبرونه او ستاسې قضاوت پکې دی. هغه کلام دی، چې حق له باطله جلا کوي او په دوام کې یې وویل: «و من ابتغی الهدی فی غیره اضله الله» څوک چې بې قرآنه، په بل څه کې ښیون وپلټي؛ نو الله یې ورکلاری کوي[3].

 

پېغامونه:

1- قیامت د انسانانو د اندونو او کړنو د راڅرګندېدو ورځ ده. «یَوْمَ تُبْلَی السَّرائِرُ»

2-د انسان انګېزې او روحیات، په قیامت کې پرې اغېز لري. «یَوْمَ تُبْلَی السَّرائِرُ»

3- قیامت د خوالو د رابربنډېدو او خېجلتیا ورځ ده: «تُبْلَی السَّرائِرُ» او انسان یې پټولو او یا د تېرو جبیرې ته هېڅ هم نشي کولای. «فَما لَهُ مِنْ قُوَّهٍ وَ لا ناصِرٍ»

4-قیامت ته د انسان رجعت او ورستنېدل؛ لکه د ځمکې بخار شوې اوبه چې د باران په بڼه بېرته راستنېږي. «عَلی رَجْعِهِ لَقادِرٌ – وَ السَّماءِ ذاتِ الرَّجْعِ»

5-د هر موجود ارزښت یې په آثارو او برکاتو پورې تړلی دی. «ذاتِ الرَّجْعِ – ذاتِ الصَّدْعِ»

6- قرآن، فرقان دی او حق له باطله جلا کوي، نه غیرواقعي کیسه. «إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ وَ ما هُوَ بِالْهَزْلِ»

7-د کفارو دسیسې، دوکې او چلونه همېشنۍ، سختې او هرومرو وي؛ نو مه ترې غافلېږئ. «إِنَّهُمْ یَکِیدُونَ کَیْداً»

8-له انسان سره د الله (ج) چلن یې د انسان د کړنو له مخې دی. که د نېکۍ پر لار ګام پورته کړي، الله (ج) به یې ښیون کړي: «جاهَدُوا فِینا لَنَهْدِیَنَّهُمْ[4]»او که چل ول کوي؛ نو چل ول به ورسره وشي. «یَکِیدُونَ کَیْداً وَ أَکِیدُ کَیْداً»

9- قرآن، له حقه د باطل تشخیصوزله ده. «إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ»

10-د کافرانو معامله له الله (ج) سره ده او د الله (ج) تدبیر خورا سخت دی. «یَکِیدُونَ کَیْداً وَ أَکِیدُ کَیْداً»

11- هغوی له مسلمانانو سره دوکه کوي، موږ یې له هغوی سره ( یَکِیدُونَ … أَکِیدُ).

12-له دښمن سره په چلن کې مه په خپله بیړه کوئ او مه له الله(ج) بیړه غواړئ. «فَمَهِّلِ الْکافِرِینَ»

13-له دښمنه مه غافلېږئ؛ خو مهلت ورکولای شئ. «أَمْهِلْهُمْ»  

14-پراخه سینه د مشرۍ لپاره پکار شرط دی. «أَمْهِلْهُمْ»

15-دښمن ته دومره مهلت مه ورکوئ، چې فرصت درځنې واخلي. «رُوَیْداً»

«والحمد للّه ربّ العالمین»

 

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

[1] تفسیر برهان.

[2] نهج البلاغه،خطبه 224.

[3] نمونه تفسیر

[4]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!