فطرت یو تبسم دی په عرفان د محمدصلی الله علیه و آله وسلم یو کیف دی پسرلی د ګلستان د محمدصلی الله علیه و آله وسلم څرګند د دوی له نوره شو یووالی د وجود هر څیز شو آیینه ځان ته حېران د محمد(ص) پویی نه شو څوک په سردلی مع الله وقته بس دومره […]
فطرت یو تبسم دی په عرفان د محمدصلی الله علیه و آله وسلم
یو کیف دی پسرلی د ګلستان د محمدصلی الله علیه و آله وسلم
څرګند د دوی له نوره شو یووالی د وجود
هر څیز شو آیینه ځان ته حېران د محمد(ص)
پویی نه شو څوک په سردلی مع الله وقته
بس دومره چې مېلمه به و یزدان د محمد(ص)
یو ګل د تجلي نه د رخسار یې شفق دی
جنت یو نقشه شوه د دامان د محمد(ص)
خالق یې چې پرې عشق کې کړو توحید وته نزول
خپل سوری په انوارو شو قربان د محمد(ص)
برزخ له نقش و رنګه چې وي پاک هغه پکار
امّي ځکه لقب شو په قرآن د محمد(ص)
هر شی د کاینات لکه صدف شو وازه خوله
راخور چې په دنیا کې شو نیسان د محمد(ص)
راجوړه سلسله شوه د اشکال الهی
پېدا چې کړې رب زلف پریشان د محمد(ص)
حمزه هر ذره به دې ثنا کړي د دنیا
ته شوې که ثناګر شیوه بیان د محمد(ص)