بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ عقیدتي زده کړې لړلیک له ځانه پردیتوب؛ (Alienation). 7 په “موخې او هدف ” د انسان له ځانه پرديتوب… 15 په علم د انسان له ځانه پردیتوب… 15 په ماتریالېزم (Materialism) له ځانه پردېتوب (الیناسیون). 25 په څلورو لومو کې راګېر انسان.. 29 څلور جبرونه د انسان د ځانخبرۍ، ټاکنې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
عقیدتي زده کړې
لړلیک
له ځانه پردیتوب؛ (Alienation). 7
په “موخې او هدف ” د انسان له ځانه پرديتوب… 15
په علم د انسان له ځانه پردیتوب… 15
په ماتریالېزم (Materialism) له ځانه پردېتوب (الیناسیون). 25
په څلورو لومو کې راګېر انسان.. 29
څلور جبرونه د انسان د ځانخبرۍ، ټاکنې او پنځونې خنډېږي.. 33
په خپلو مغزو فکر کول، او وتلارې لټول.. 52
د فویر باخ، مارکس او هګل له نظره د الیناسیون مفهوم.. 52
له نورو راخستنې او ځان ته د ورستنېدا ترمنځ ظاهري ټکر.. 56
فرهنګي له ځانه پردیتوب؛ یعنې په پټو سترګو تقلید.. 59
«خود» ته نقادانه ورستنېدا، او د فرهنګي سرچینو راسپړنه او چاڼونه. 60
د شرک لړۍ ـ غیر توحید ـ ملوک الطوایفي نړۍ ده. 64
په ټولنپوهنیز لید د توحید او شرک پېژندنه. 72
د انسان د تکامل پر وړاندې خنډونه. 87
کتاب زدګي ( کتاب وهنه)، کتابي کېدنه. 94
پاړکیز نظام (طبقاتي نظام ): 95
تمدن له تجدد سره توپیر لري.. 106
لومړی ــ ((عرفاني احساس )). 125
دویم ــ ((د انسان تکامل)). 126
((آزادي ))،((عشق)) او ((برابري )). 127
له ښځمنو سره د پېغمبر( ص) کړچار. 151
ښځه د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم له نظره. 151
ام المؤمنین حضرت عایشه رضی الله عنها: 167
ام المؤمنین هند ( ام سلمه ) رضی الله عنها: 168
ام المؤمنین رمله (ام حبيبه) رضی الله عنها: 169
ام المؤمنین جویره رضی الله عنها: 170
ام المؤمنین صفیه رضی الله عنها: 170
ام المؤمنین حضرت میمونه رضی الله عنها: 170
ام المؤمنین حضرت حفصه رضی الله عنها 171
ام المؤمنین زینب رضی الله عنها: 172
د عرفان، برابرۍ او ازادۍ ترمنځ تړاو. 176
ځوانانو ته د کړنو لوری ورښوول.. 195
له ځانه پردیتوب؛ (Alienation)
د صبر په اوبو ترې لاس ووینځه کاروانه
ګلاب ګلاب یاران دې د پردیو رنګ وهلي
داچې په هېواد کې اسلامي نظام رامنځ ته شوی؛ نو باید ددې دولت ستنې پر کومو بنسټونو ولاړې وي، د راولاړولو لپاره یې له کومو لارو چارو او تاکتیکه کار واخلو، څنګه ځان د پردیو د پټو ستروګو له لاروی وژغورو او د هېوادني شرایطو په پامنیوي خپله جګړه ځپلې ، کمزورې او د استضعاف په ولکو کې راګېره ټولنه له نادودو خلاصه او یوه سوکاله، پیاوړې، پر ځان متکي، د نړۍ سیاله او په پای کې د نورو لپاره بېلګه ټولنه جوړه کړای شو. دلته د یو مسلمان ټولنپوه مبارز د شننې ژباړه دروړاندې کوو چې له پورته موخې سره مو لاسنیوی کوي. تمه ده چې دا مو ځوان کهول ته د ځان جوړونې او ټولنې جوړونې په بهیر کې یو ښه لارښود وي.
(( الینیشن (Alienation ) یا له ځانه پردیتوب په ړومبی ځل ما (ارواښاد داکتر علي شریعتي) په خپلو کتابونو او ویناوو کې د اوسني پېر انسانانو ته د یوې فاجعې په توګه په هر اړخیز ډول اوڅار کړ.
د الینیشن (Alienation )، له ځانه پردیتوب اصطلاحي او علمي مانا: «الینه کېدل» د «پېریاني کېدو» پر مانا ده. پخوا ګروهن ول څوک چې خپل عقل له لاسه ورکړي لیوني کېږي؛ یعنې څه؟ یعنې «جن»، «پېری» چې یوه ناانساني وګړه او شخصیت دی، «زما» په انساني وجود کې ورننوځي او زما انساني شخصیت چې په عقل احساسېده، زایلوي او خپله یې پر ځای کېني، او تردې روسته زه ځان، هغه انسان نه احساسوم چې تل مې پېژانده؛ بلکې پېری یې ننګېرم. نوځکه، «الینه کېدل» یعنې هغه رنځوري چې په دې حال کې، انسان ځان څنګه چې واقعیت او حقیقت لري، نه حسوي؛ بلکې په ځان کې پېری مومي. «مجنون» کټ مټ د «الینه» ژباړه ده. ځینو «الینیشن »،«پردیتوب» یا « له ځانه پردیتوب» ژباړلی دی. مخکې به یې لیوني یا مجنونان دمګرو ته بوتلل، چې له بدنونو یې «دیو» یا «جن، پېری» وباسي؛ یعنې روغ رمټ یې کړي. دا ددې نښه ده، ګروهن ول، لیونې هغه دی چې پېري ځاله پکې کړې. پېری څنګه د انسان په «بدن» کې ځاله کوي؟ کله چې انسان له پېري یا پېری له انسان سره تماس پیدا کوي او تل تګ راتګ ورسره لري، لږ لږ یې په انساني «خود» کې رسوخ پیدا کوي او د انسان ځایناستی کېږي. نو «مجنون» یعنې «الینه شوی». او مجنون یعنې «پېریانی»، او دېوانه (او لیونی) هم هغه چې «دیو» پکې ورننوتی دی.
نو الینیشن (Alienation ) په ټولنپوهنه او د ننني انسان په فلسفه او ژوند کې زموږ په ژبه، لېوني کېدل، مجنونېدل او پېریاني کېدل دي. د اوسني انسان پېریاني کېدل، د دیني پوهانو، میتافیزیسنانو، ایدیالستانو او پر ماوراء الطبیعت باندې د ګروهنو له خوا اوڅار -مطرح شوی نه دي؛ بلکې لومړي ځل د «هګل» په نامې یو بې خدا فیلسوف اوڅار کړل ورپسې په دیالکتیک ماتریالېزم، د نولسمې پېړۍ په سوسیالېزم، د نولسمې پېړۍ د اخلاقي سوسیالستانو په افکارو- د هګل زدکړیالان – کې ورننوت او نن هم په مدرنو فلسفي ښوونځيو او ټولنپوهنه کې مطرح دی. خو زه یې تر اوسنۍ نړۍ په لاډېرو اړخونو کې اوڅارم. نن په ټولنپوهنه کې مطرح دي چې «زه» د یو انساني موجود په توګه د بېلابېلو اړتیاوو او وړتیاوو درلودونکی یم، خو ویشل شوی دروند ژوند، چې ماشین، پانګوالۍ، زښت ډېر تولید او همداراز متصاعد لګښت پر ژوند ورتپلی، انسان په ټولنه کې په یوه داسې وضعیت کې راښکېلوي، چې ناچار تل باید د کار یوه بڼه ترسره کړي. او داچې انسان جوړ شوی نه دی چې تل پر یوې برخې، پر یو ځانګړي کار او پر یو ځانګړي اړخ لګیا شي او تل ځان په دې کار، عمل او رسالت کې ومومي؛ نوځکه کوم انسان چې دېرش کاله هره ورځ له اتو تر لسو دولسو ساعتونو پورې تل یو جزيي بیاځلي کار ترسره کوي؛ نو په دې حال کې،ځان چې اړخیز، څو اړتیاییز او څو جلوه ییز دی، نه احساسوي. ددې مسالې څرګندولو لپاره له پرېمانو بېلګو، د «چارلي چاپلین» بېلګه تر ټولو ډاګېزه ده. نوموړی په خپل هنري ځواک، خورا پېچلي مسایل چې عالمان یې په منطقي فن او علمی اصطلاحاتو اوڅارولای نشي؛ خو دا یې په یوه څرګند مثال او په یو ډېر ساده ژست پوره څرګند اوښیي. چارلي د «نوي پېر» په فلم کې یو سړی ښيي چې ړومبی یو آزاد انسان و: مختلف احساسات یې درلودل، د مور و پلار درناوی یې کاوه، د پخوانیو دوستانو په راتلو یې ولولې ښودې، اړتیا یې احساسوله، زړه یې تنګېده، غوښتل یې له چا سره کېني او خواله وکړي، د ژوند د بېلابېلو اړخونو په باب یې اړتیاوې او غبرګونو نه درلودل، ډول ډول وړتیاوې یې درلودې او… په کوڅه کې یې چې خپله مور لیده، د زویولی احساسات پکې پیدا کېدل. خپل ملګری یې چې لیده، غوښتل یې ورسره کېني او یو بل وپوښتي، د ژوند کیسې وکړي، تېر یاد کړي. دښمن یې چې لیده لا یې کرکه زیاتېده چې غچ ترې واخلي (بالاخره انسان دی او ډول ډول اړتیاوې لري) سترګې یې چې پر کومې ښې منظرې لوېدې، د ښکلا پوهنې احساس ورته خوندور و، او که سترګې یې پر یوې بدې منظرې لوېدې د کرکې احساس پکې راویښېده او… دا آزاد طبیعي انسان دی. روسته، دا سړی په یوې سترې پېچلې کار خانه کې کار کوي، چې له تولګې یې ناخبره دی، نه پوهېږي دا دومره ستر پرسونل او تخنیک څه سازوي او څه همغږي سره لري. سړي ته د کارخانې مسوول امر کوي چې په پلانۍ کوټه کې به درېږې او د ورځې به لس ساعته کار کوې کار دې دادی چې یوه فلزي تخته په یکنواخت ډول په حرکت کې ده. له یوې خوا راننوځي او په بله وځي. دا سړی نه پوهېږي چې تخته له کومه راځي او چېرې ځي او ولې دا کار کوي. اوه اته تنه یې په څنګ کې دي. د سړي کار دادی تخته چې حرکت کوي درې پېچونه ورباندې دي، پر دوو پېچونو باندې به کار نه لرې او درېیم به یو ځل تاووې. روسته لومړي دوه پېچه چې تېر شول، درېیم به دوه ځل تاووې، تر دوو پېرونو روسته درېیم به نیم تاووې. بیا همدغسې… تر ۸ یا ۹ ساعتونو پورې دې کار ته دوام ورکوي. د کار وخت پوره کېږي او کور ته ستنېږي په پېچونو پورې کار نه لري چې څه وو، ولې دا کار وشو، له کومه ځایه راتلل او چېرې تلل او څه یې سازول؟ له خپل کړي کاره څه انځورنه نه لري. په څنګ کې له اوو اتنو سره خبرې نشي کړای؛ ځکه تخته په بیړه تېرېږي، که سترګې یې پر ملګري ولګي چې څوک دی، پېچ تېرېږي او ټوله کارخانه درېږي، د کارخونې مسوول راځي جریمه کوي یې او وباسي یې. دا سړی یوازې دا دی: پر پېچ څارنې دوه سترګې. ګردې انساني کړنې یې – د انسان په توګه – یو وار تاوول، دوه ځل تاوول او نیم وار تاوول دي.
خو انسان یو موجود دی چې یوه ځانګړنه یې داده چې ړومبی کار سنجوي، دویم که کوم کار انتخابوي، د هغې موخې په پار یې انتخابوي چې ورڅوبمن دی؛ موخه ټاکي او روسته خپله د کار سریزې چمتو کوي او بیا د کار په ترڅ کې احساسوي: د کار پایله مې داده او دې موخې ته مې وررسوي؛ او پردې سربېره چې د کار په موقع کې دغسې یو احساس کوي (؛یعنې له خپل کاره آګاهي او پوهه لري) یو انسان دی چې مختلف احساسونه او بېلابېلې اړتیاوې لري. خو همدا کارګر له ماشیني یو اړخیز، مکرر او یکنواخت نظام سره روږدی شوی نه دی، خپل کار ته دوام ورکوي یو دم یې ملګری یا خپلوان راځي؛ پېچ خوشې کوي او روغبړ ته یې ورځي، چای راغواړي، یو له بله پوښتنه ګروېګنه کوي او…
ناڅاپه ویني پولیس راغلل، څراغونه سره شوي؛ د خطر زنګ! پلټونکي راغلي؛ څه خبره ده؟ د کارخانې د کنترول غونډال ښیي چې یو پېچ نا تاو شوی تېر شوی دی!! هر څه پر ټپه ودرېدل، راغلل او کارګر یې له ګرېوانه ونیو، څه دې وکړل؟ په کارګر کې یو ډېر ساده طبیعي انساني احساس څرک، ددې لامل شو چې ګرد سره نظم ویجاړ شي؛ یعنې په اوسني نظام کې، انسان د انساني احساس کوشنی شان ته مجال نه لري، چې پکې ورځای شي. خو لږ لږ دا سړی چې دغسې احساسات یې درلودل، ماشیني نظام یې دومره منظموي چې تر ۲۰ کالو کار روسته یې په اړه لاندې تعریفونه صادق نه دي:
«انسان ناطق څاروي» ، «انسان نمانځونکی څاروی» او «انسان ځانخبری او سازوونکی څاروی» او…
نو دا انسان څه دی؟ «په پېچونو کې د دوو پښو یو څاروي»!!
ګرده نړۍ ورته داده: «دوه پرېږده، درېیمي تاو کړه».دا یې د ژوند فلسفه ده، دا یې انساني مانا، منځپانګه او حقیقت دی. ولې یې تاووي؟ ځکه چې وخوري. ولې وخوري؟ ځکه چې تاو یې کړي!……(دوري انسان!)
دا، هغه دی، ځان هغه انسان چې احساسات، هیلې، اړتیاوې، کمزورۍ، حساسیتونه، خاطرې او فضایل لري نه احساسوي. دا ټول نړېږي او د «مارکوزه» په وینا «یواړخیز انسان» کېږي او د «رنه ګنون» په وینا «کم شوی، کسر شوی انسان» کېږي، او د «شاندل» په وینا یو «دوري انسان» کېږي یعنې (تولید د لګښت لپاره او لګښت د تولید لپاره). دا انسان چې کوشنی نړۍ وه، یوه کوشنی عالم و، په الهي خویونو سینګار و، په ماشیني نظام کې په پلاس اوړي؛ یعنې د ماشین شخصیت، د پېچ شخصیت او ددې میخانیکي حرکت شخصیت پکې ورننوتی دی؛ یعنې ځان پلانی، د پلاني زوی، له پلاني کور، له پلاني کورنۍ، له پلاني خېل، له پلانۍ روزنې او له پلانیو ځانګړنو نه بولي؛ بلکې ځان په واقع کې، یوازې او یوازې د ماشین یواوزار حسوي.
دا ډول الینیشن (Alienation ) یا له ځانه پردیتوب کله د سخت رنځور بڼه خپلوي چې باید طبیب یې درمل کړي؛ او کله د سختې رنځورۍ بڼه، چې د اروایي رنځوریو ته یې وربوځي.
یو ارواپوه ډاکتر وايي، چې د اروایي رنځوریو روغتون کې یو رنځور و، چې دېرش کاله یې موټرواني کړې وه، او په دې وخت کې یې شل کاله خپل ټکسي موټر درلود. کله چې رنځوران د غرمې ډوډۍ ته وربولي؛ نو ټول خوړنځي ته ور روان شي، ویني چې یو تن په لار کې ولاړ دی؛ ورته وايي ولې نه ځې؟ وايي: «تېل مې خلاص کړي دي»! بیا چې یوه کولچه او یو ګیلاس اوبه ورکړي، وايي: «ښه ده! تر هغه ځایه مې رسوی!» او روانېږي. دا احساس یې په سخت حالت کې د رنځورۍ بڼه خپلوي؛ خو په عمومي حالت کې یې د یو ټولنیز چلن، اخلاقو، لید او ځانګړې روحیې بڼه خپلوي او رنځوري نه ده. ( یادونه: کله به مو د لویو لارو پر سر لیدلي وي، چې د پر سرک ولاړ موټر موټروان ته ویل کېږې: ولې ولاړ یې؟ وايي تېل مې خلاص کړي یا پلانی څیز مې خراب دی؛ یعنې موټر یې تیل خلاص کړي یا د موټر یې کوم څیز خراب دی؛ خو موټروان ځان موټر احساسوي او وایې تېل مې یا پلانی څیز مې خراب دی، چې دا یو الینیشن دی )
ناورغي څه ده ؟ رنځوري یو انحرافي او کږلېچي حالت دی چې یوازې ځینې یې لري؛ خو که ټول یې ولري؛ نو رنځوري نه ده. دا الینیشن په انسان کې د ماشین او ناانساني نظام له لارې ورننوځي او انسان پرې اخته کېږي او په واقع کې د ټکنوکراسۍ له لرې الینیشن دی. کله الینیشن په اداري نظام رامنځ ته کېږي. لکه د ولسوالۍ په اداري نظام کې یو تن د مالیې مامور پر وظیفه ګوماري ، ۲۰یا ۳۰ کاله پرخپلې دندې بوخت وي او بل کار یې نه وي؛ نو دا کارمند ځان د “مالیې مامور صیب” احساسوي او خلک یې هم پرهمدې نامې یادوي او ورځي او د ماليې او د ماليې مامور په نامې یې پېژني. چې دې حالت ته د بوروکراسۍ له لارې الینیشن وايي. یا کله څوک چې به په پخوا زمانې کې د ولسوالۍ تلفن ته ناست و او نور به یې خبرول؛ نو تلفنچي یا تلفن باشي یې ورته وایه.
په نولسمه پېړۍ کې اخلاقي سوسیالستانو (دهګل زدکړیالانو) د “پیسو” او “بورژوازۍ” له لارې الینیشن مطرح کړ. په دې توګه “بورژا” هغه انسان دی چې ګرد سره فضایل پېسو ته ورمنسوبوي؛ ټولې مادي او مانېزې شونتیاوې له پیسو راولاړې ګڼي او وايي چې پیسې دا کار کوي، پیسې دي چې فضایل رادبره کوي، ارزښتونه پنځوي، نه زه، نه ته او نه بل. نوځکه زه د یو بورژوا په توګه، پیسو ته، د “ژوندوزلې” په توګه نه؛ بلکې د “خپل ژوند” په توګه سوچ کوم؛ ځکه خپله د “پیسو وزله ” یم. د “پیسو الینیشن” یعنې د پیسو لېونی، نه وايي “زما پیسې”؛ وایي او مومي “زه پیسې “. لکه چې “پیسې” د “خپل” انساني شتون پر ځای احساسوي، ټول موجود ارزښتونه، نه په خپل وجود کې؛ بلکې په خپلې ” موجودۍ” یعنې پیسو کې بولي ! که خپل چلن او ټولنیز احساس ته دقیق ځیر شو، د پیسه دار ډېر درناوی کوو او بې پیسو ته سپک وینو؛ ان ترلاس لاندې مو چې د پیسو خاوندېږي په عزت ورته قايلېږو. دا په پیسو الینیشن کېدل دي. په قرآن کې چې “ربا” ته ((يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ)) کاروي کټ مټ همدا اصطلاح ده چې نوموړی، شیطان لېونی کړی؛ یعنې پیسې یې په انساني هستۍ کې ورننوتي؛ عقل یې پیسو خوړلی، دا پیسې دي چې فکر کوي او احساس کوي، حرکت کوي، نه پیسو والا او پیسو ځپلی!
اخلاقي سوسیالیستان “زهد پالي” هم د انسان د الینینش کېدو لاملونو ګڼي. په اسلام کې له دې رنځورۍ سره ټینګه مبارزه شوې (که څه جرړه یې را ایستل شوې نه ده او روسته د هند او مسیحیت تر اغېز لاندې اسلامي ټولنې ته راننوتې ده، موږ دا رنځوري نه احساسوو، اروپایان یې ښه پېژني ځکه ډېره یې ویني. زرګونه مسیحي نجونې او ځوانانې ویني چې د نامزدۍ ګوته یې په لاس کړی او وایی [ العیاذباالله ] “له مسیح سره یې واده کړې ! له خدای سره ! “. نجونه یا زلمی؛ یعنې هغه انسان چې جنسې لېوالتیا لري او باید له بنیادم زلمي یا نجونې سره واده وکړي؛ خو [العیاذباالله] هاغسې وینا کوی؛ نو هغه نجونه چې له زلمی سره د واده پر ځای [ العیاذباالله ] له حضرت باري تعالی سره واده کوي معلومېږي چې الینیشن شوی. دهغه بابا داستان مو اورېدلی چې درې خره یې ورک کړي وو جومات ته راغی، چې ملا یې پر منبر د ورکاوي اعلان وکړي.ملا چې یو صاحبدل و، ويې ویل: خلکو ! د چا ښه اواز بدې ایسي ؟ یو خرمقدس پاڅېد: زما! بیا يې وویل: څوک د دنیا له ماله کرکجن دی ؟ بل خر مقدس پاڅېد: زه ! روسته یې وویل: د چا ښکلی مخ نه خوښېږي ؟ درېيمی خرمقدس ځان معرفي کړ: زما د حقیر بنده نه خوښېږي! ملا پر منبر بابا ته وویل: درې واړه خره یې پېدا شول، له ځان سره یې دربوځه!
ولې “زهدپالي” الینیشن دی؟ ځکه د طبیعي او واقعي انسان بنسټیز، فطري او غریزي اړخونو ته شا وراړوي یا یې د ځپلو هڅه کوي؛ نو انسان چې دا اړخونه او روحي غړی ونلري؛ انسان نه دی؛ پرښته ده، پرښته خو ځان نه احساسوي او بنیادم (هم) نه دی. په نظر مې، کله “مذهب” هم انسان له ځانه پردی(الینیشن) کوي. په تېره په تاریخي فرهنګونو کې چې ګرد سره مذهبې دي، په تېره په ختیځ کې مذاهب او په تېره “صوفیانه مذاهب” انسان په “ریاضت” او عشق له ځانه پردی (الینیشن) کوي. په “تصوف مذهب” کې “وحدت الوجود” انسان په خدای له ځانه پردی (الینشن) کوي. حلاج رښتیا ځان “الله” مونده او په واقع ” تر خپل څادر لاندې یې بې له خدایه څوک نه احساساوه ” یعنې کله یې چې ویل ، زه خدای یم ، مطلب یې دا و، چې زه نه یم ، یوازې “الله” دی. خپله یې هم ویل “الله” راکې ننوتی دی. دغسې یو احساس چې مذهبي ډولی روحي کږلېچ دی، لاملېږي چې انسان ځان خدای حس کړي. “مذهبي لېونتوب” چې په ارواپوهنه کې ځانګړې ویینه لري، همدا دی. د حافظ په وینا:
چنان پر شد فضای سینه از”دوست” ــ که رنګ “خویش” ګم شد از ضمیرم
“عشق” هم انسان له ځانه پردی (النیشن) کوي. معشوق، “زما” [ = عاشق ] د مستقل شخصیت ځایناستی کېږي. عاشق “ځان”، “معشوق” مومي. د ليلی او مجنون په داستان کې لولو، “نيي یا خون ګیر” د لیلی رګ واهه؛ خو مجنون چغې وهلې ! او اوپوټه:
ترسم این فصاد اګر فصدم کنی ـــ نېشتر را بر رګ لیلی زنی
نوځکه له ځانه پردېتوب (الینیشن) یو حالت دی چې د انسان واقعي شخصیت پکې زایلېږي او پردی شخصیت (انسان یا څیز) پکې ورنووځې او پردی خپل “ځان” احساسوي.[1]
خو موږ ختیزوال او مسلمانان ماشین، تکنوکراسۍ او بوروکراسۍ له ځانه پردي (الینیشن) کړي نه یو، موږ تردې ټولو خطرناک، پر “فرهنګي الینیشن” اخته یو. “فرهنګي الینیش” یعنې څه؛ الینیشن په هره بڼه چې وي دا دی: ” انسان څه چې دی، د “ځان” په توګه نه احساسوي؛ بلکې یو بل څیز په خپلې نامې احساسوي، چې خپل یې نه دی”. دا انسان، له ځانه پردې (الینیشن) شوی؛ دا بل څیز که پیسې وي، یا ماشین، یا دوسیه، یا زهد، یا معشوق، هېڅ توپېر نلري او یوازې د لوري په سلیقې او چانس پورې اړه لري. “فرهنګ” څه دی؟ فرهنګ بېلابېل تعریفونه لري؛ خو هرتعریف چې لري، زما خبرې پکې ځاييږي: ” فرهنګ د یو قوم د مانېزو، هنري، تاریخي، ادبي، دیني او احساسي تجلیاتو (د سمبولونو، نښو، آدابو، دودونو، اثارو، ټولنيزو چلنونو او.. په بڼه ) ټولګه ده، چې د دې قوم د تاریخ په اوږدو کې چمتو شوې او یوه مشخصه بڼه یې خپله کړې ده. دا تجلیات، ددې قوم دردونه، اړتیاوې، د روح او فطرت څرنګوالی، د ټولنیز او مادي ژوند ځانګړنو او بالاخره یې ټولنيزو اړیکو او اقتصادي جوړښت ته مخونه ورکوي.”
کله چې زه، خپل دین او مذهب، خپل ادبیات، ننګېرنې، کړاوونه او اړتیاوې په خپل فرهنګ کې احساسوم؛ په واقع کې ځان احساسوم، خپل ټولنیز او تاریخي “خپل” (نه وګړیز)؛ یعنې هغه سرچینه چې دا فرهنګ ترې راخوټېدلی او زیږېدلی دی. نوځکه فرهنګ د بېخبنا مخبنا ده او زما د ټولنې او ټولنې د تاریخ واقعي “بود او شتون” دی. خو مصنوعي او غالباً شکمن لاملونه، د ټولنې فرهنګ څنډي او پرځای یې پردی فرهنګ ځایناستی کوي او روسته چې ځان احساسوم د بلې ټولنې فرهنګ د خپل فرهنګ په توګه احساسوم او بیا له داسې دردونو کړېږم چې درد مې نه دی، له داسې رنځونو رنځېږم چې زما له فرهنګي، فلسفي او ټولنیزو واقعیتونو سره تړاو نه لري؛ داسې ارمانونه، هیلې او ایدیالونه پیدا کوم چې د بلې ټولنې ته به طبیعي وي؛ خو زما د ټولنې له ټولنيزو، اقتصادي، سیاسي او تاریخي شرایطو سره به اړخ نه لګوي؛ خو “زه” به یې خپل ګڼم. په دې توګه په بل فرهنګ له ځانه پردی (الینیشن) شوی یم.
په آفریقا کې تورپوټکی، په شمالي افریقا کې بربر، په آسیا کې افغان، هندی او ایرانی، هر یو ځانګړی تېر او ځانګړې اوسنی وضع لري؛ خو له منځنیو پېړیو راروسته او د شپاړسمې پېړۍ تر رنسانس روسته، د اولسمۍ پېړۍ تر سیانتېزم راروسته، د نولسمې پېړۍ تر ایدیالوژیو راروسته او تر لومړي او دویم جنګ روسته د پانګوالۍ نړۍ کړاوونه “خپل کړاوونه” مومي ! دا په تا پورې څه اړه لري؟! په دې کې کوم یو ستا و، چې اوس یې کړاو، ارمان، احساس او غبرګون ستا وي؟ کټ مټ لکه پښه مې چې درد کوي؛ خو د اعصابو له درده چغې وهم ! ولې؟ دا ځکه تل له داسې چا سره په تماس کې یم چې تر ما ډېر پوه، ښه پېسه دار او ډېرمحترم دی او اعصاب یې خراب دي. زه د “دردمند” په توګه، پښه دردی یم؛ خو د “درملو” په نامې د اعصابو د درملو په لټه کې یم؛ ځکه د بل روحي درد او د اعصابو کمزوري حسوم ، نه خپله پښه دردي. [ یادونه: په افغانستان کې د کمونستانو مبارزه د دغسې فرهنګې الینیشن غوره بېلګه وه او په اوسني وخت کې د پروژوي دموکراسۍ ډنډورچیان] نو “زه”، “ځان” څنګه چې یم نه احساسوم؛ بلکې “هغه بل” څنګه چې دی احساسوم؛ یعنې له ځانه پردې شوی یم (الینیشن). نه ویني چې په ټولنه کې لوږه، عمومي نالوستي، ناامني، جګړه او بې اعتمادي ده؛ خو پردی پال د پردیو حساسیت او ارمان لري؟
لويدیزوال له مزو چړچو، د نعمت له پرېمانی او د معنویاتو له کمزورۍ کړېږی، د ارامۍ په لټه کې دي، په تسکین پسې دي. رنځوري یې له سخت نظم څخه ده چې ماشین پرې ورتپلې، دې نظم، یو درد ورته پیدا کړی، چې ترې کړېږي؛ خو زه چې د ” بې ماشینۍ” درد لرم ، د “ماشین له درده” کړېږم!
په “موخې او هدف ” د انسان له ځانه پرديتوب
کله ډېری کړنې ترسره کوو؛ خو په اړه یې احساس او شعور نلرو؛ یعنې شاعر او آګاه (باخبر) نه یو او یوازې د موخې په اړه باخبره یو. لکه ګهیځ چې له کوره د پوهنځی پر لور راوځئ، یو یو ګام چې اخلئ او د لارې پر سر چې له کومو کوڅو او موړونو تېرېږئ، ښي او کیڼ لوریو ته ورګرځئ او… دا ټول حرکات نه احساسوئ، یوازې پوهنځې او په ټولګې کې اته بجې حاضرېدل د “موخې” په توګه احساسوئ. تاسې د حرکت په حال کې، شېبه په شېبه ګام اخستو ته د هوډ کولو په حال کې یاست، نیم متر ځئ، بل ځای تصمیم نیسئ چې تاو شئ او بل ځای هوډ کوئ چې نېغ ولاړ شئ او… په دې زماني واټن کې، دا حالت او کړنه نه حسوئ؛ نوځکه “ځان” نه حس کوئ. تږی د خپل لاس حرکت نه حسوي، تږی په “موخه” یعنې د اوبو ترلاسه کولو او څښلو” له لارې لا ځانه پردی شوی دی. ولې ؟ ځکه خپله داسې حرکتونه او کړه وړه کوي چې دا کړنې نه مومې؛ نوځکه ځان نه مومي. دا سړی په “موخه” له ځانه پردی شوی دی. (الینیشن) ویاند د ویاندۍ او لیکوال د لیکوالۍ پر وخت په خپلې موخې له ځانه پردی کېږي. ویاند یوه جمله جوړوي، یوه یوه کلمه غوره کوي؛ خو یوه کلمه هم نه احساسوي، اصلاً یوه جمله هم نه اوري؛ بلکې په ماناوو، اندنو او سوچونو کې ورډوب وي؛ نوځکه (ځان) ددې اندنو د “درلودونکي” په توګه مومي. حال دا خپله ددې الفاظو “ویاند” او ددې جملو جوړوونکی دی؛ نو ویاند د ویاندۍ پر مهال په خپلو خبرو کې د موخو له لارې له ځانه پردې شوی؛ یعنې خبرې او د وینا متن نه مومي. دا، په هدف او موخې له ځانه پرديتوب دی؛ یعنې “عمل” په “موخه” له ځانه پردی شوی او نه احساسېږي، حال دا تراوسه “موخه” نشته او “عمل” واقعیت جوړوي.
په علم د انسان له ځانه پردیتوب
په اوسني وخت کې “انده” او “علم” که (طبیعي علوم وي یا انساني) د انسان د الینیشن لامل شوي. که دا مساله مو روښانه کړه؛ نو ډېری مسایل به څرګند شي. د هایدګر( Heidegger، آلماني فیلسوف، زوکړه ۱۸۸۹ز) خبره د مثال په توګه راولم، خو لار او ښوونځی یې نه تاییدوم، وايي: ” تمدن ، علوم او ټول تخنیکونه او فنون، د انسان د قربانۍ په بیه رامنځ ته شوي؛ ځکه انسان تمدن په داسې شېبو کې جوړ کړی چې له ځانه غافل او ناخبره و”. دا ډېره دقیقه خبره ده. هایدګر د اوسنۍ نړۍ له سترو فلسفي شخصیتونو ځنې دی او په اګزیستالېزم کې تر سارتر ژور او استاد یې دی (البته سارتر ډېر مشهور دی) تاسې انساني “خود” انځور کړئ؛ لکه هغه کارګر چې مې د “چارلې چاپلین” په مثال کې درته ووایه: څو اړخیز و، ځاګړنې، فضایل، اړتیاوې، ډول ډول او بدلېدونکې جاذبې یې درلودې.
کوم وخت چې خپل احساس، ځاګړنې، صفات، فضایل یا نیمګړتیاوې احساسوم، په دې حال کې د “ځان” د احساس، تامل، سوچ او موندنې په حال کې یم. خو کوم وخت چې خپل موټر چالانوم، په دې حال کې، له ټولو موجودو واقعیاتو چې جوړ کړی یې یم، غافل او ناخبر یم. په کومه موقع کې چې موټر چلوم یا په کوم وخت کې چې ترکاڼ چوکۍ جوړوي؛ نو ځان یوازې د چوکۍ سازوونکی احساسوي، اصلاً ځان نه احساسوي، چوکۍ ، د چوکۍ خرابي او جوړونه یې احساسوي. حال دا خپله یو انسان دی او یوازې د چوکۍ سازوونکی نه دی. دا، نه ځان، نه وخت، نه تېر، نه راتلونکی، نه د ځان ځانګړنې او بېلابېلې شونتیاوې، یو یې هم نه مومې؛ بلکې بې له دې چې د خپلې کړنې او ان بې له دې چې په هماغه شېبو کې خپل حرکات احساس کړي، یوازې او یوازې د دې عمل د ترسره کولو تخنیک احساسوي او په همدې حالت کې د چوکۍ ، تخنیک یا ماشین یو څیز رادبروي. نوځکه، انسان حال دا، یو “څیز او شی” سازوي، نو خپله شی کېږي. خپل انسانی “خود” ترې بېل هېروي؛ ځکه له ځانه غافل، د یو بل څيز جذب شوی دی؛ یعنې د دې “شي یا څیز” له لارې له ځانه پردی شوی دی. نو انسان درې حالته لري: یو د خوب حالت دی چې هېڅ. بل د بوختیا حالت چې کار کوي او ځانګړې پایله ترلاسه کوي. درېیم حالت د ( Loisir) (( لوازیر)) دی؛ یعنې “فراغت” ، نه د ستړیا د لرې کولو وخت. د فراغت وخت یعنې ازاد ساعتونه چې هر څنګه یې تېرولای شي. د انسان ازاد عمر هغه ساعتونه دي، چې ناچار نه وي په یوې ځانګړې بڼه یې تېر کړي. د هر چا حقیقي عمر او رښتونی ژوند، هغه شېبې دي چې ګردې یې په خپل واک کې دي. څه وخت له ځان سره سوچ او پر ځان پېژندنې بوخت او سر په ګریوان کې ښکته کولای شو؟ دا هغه وخت وي چې یو کار کولو ته د اړتیا ځنځیر په ځان پسې راښکودلي نه یو.
د موټر چلولو پرمهال، دا ماشین او د ماشین اړتیاوې او غوښتنې دي چې پر له پسې خپل حالات ، کړنې او هوډونه راباندې تپي؛ ماشین دی، زه نه یم. نو انسان د کار پر وخت، د کار وزلې او موخې ته ورجذب دی؛ نوځکه له ځانه غافل دی. په همدې پار ټول مادي تمدن، فن او صنعت دهغو شېبو په بیه جوړ شوی چې انسان، ځان نه احساساوه او د تمدن بېلابېل اړخونه، مواد او مصالح ــ د “مارکس” په وینا د “ټیټ او ټینګو کارونو” ټولګه ده ــ په ژوند کې دهغو شېبو ټولګه ده، چې په واقع انسان پکې ژوند نه کاوه او “خپله” نه و او د “هایدګر” په وینا، د انسان د ژوند او ازادو شېبو او د آریز او حقیقی وجود د واقعیت (Authentique) په بیه دی. یعنې له “ځانه” د “غفلت” پایله ده. نوځکه د انسان او مادي تمدن ترمنځ، یوه همېشنی دیالکتیکي اړیکه شته او د هر یو شتون، د بل د شتون نفې ده او اوس وینو چې مادي تمدن شتون لري او وده کوي.
مطلب مې دا نه دی چې دا خبره سمه ده یا ناسمه. مطلب مې دا دی چې څرنګه شونې ده، په هغو شېبو کې چې انسان پر بل کار لګیا کېږي او د یو بل څيز پر پېژندنې بوخت او یا د یو څیز په جوړولو اخته وي؛ نو په دې شېبو کې، ځان هېروي او له ځانه لرې کېږي. له هایدګر سره مې د خبرې توپیر دا دی، چې نوموړی “تمدن” د انسان د “غفلت” زیږنده بولي او روسته د “لایوتسو” په څېر ګروهن دی چې: له ژوند، کار، عمل، نظم او تل جوړونې تېر شئ؛ خو زه د تمدن ضد “لایوتسو” ته د “کنفوسیوس” خبره بیا ځلي کوم او پایله اخلم چې: اوس چې ټولنه او تمدن جوړېږي د هایدګر د خبرې رښتیینتوب ازبادوي؛ خو که دا تمدن په بل ډول جوړ شي او د تولید، عرضې او لګښت اړیکې په انساني توګه ټینګې شي، نه یوازې کار کول او د ټولنې او تمدن جوړول، د انسان د قربانۍ په بیه او یا له ځانه د انسان د غفلت په شېبو کې نه جوړېږي؛ بلکې انسان د کار په شېبو، د سالمې او انساني ټولنې او له نورو سره د اړیکو په متن او له ټولنې، ماشین او طبیعت سره او د “جوړونې” په شېبو کې، “ځان سازوي” او “ځان ورپېژني” او د هایدګر د خبرې اپوټه (که څه، وینا یې، نن رښتیا ده که ماشین له ضد انساني نظمه ((ماشینېزم)) وژغوروــ نظم د ماشین نه؛ بلکې د خاوند یې دی ــ؛ نو هله انسان د مسخ له رنځورۍ او په ماشین له الینیشن څخه ژوغورل کېږي؛ ځکه په ماشينېزم کې الینیشن د پانګې په مذهب دی. “لایوتسو” دا خبره نه کوله، ویل یې: (( رنځوري، بدمرغي، ظلم، جنایت او انسان وژنه هله رامنځ ته شوه چې ټولنه اوعقل رامنځ ته شو. انسانانو د طبیعت په متن کې، انسان وژنه، غلا، ټکي برګي او په څېر څېرونه یې نه درلودل، یو مريی او بل خواجه نه و؛ دا ګردې بدمرغۍ ټولنې رامنځ ته کړې (دا خبره لایوستو۲۷۰۰کاله مخکې کړې ده )؛ نوځکه باید د طبیعت ناموس، تایو (Tao) ته ورستانه شو؛ لکه د ونې په څېر ارامه او ازاده راټوکېږي، ژوند کوي، مېوه نیسي او روسته مري، دغسې ژوند وکړو. ولې ونه بدمرغه نه ده؟ ولې هېڅ څاروی ځانوژنه نه کوي؟ ولې هغه موجودات چې په طبیعت کې او د طبیعت له مخې ژوند کوي، نه کړېږي او نور نه کړوي؟ ځکه په ټولنه کې ژوند نه کوي، د انسان د ناقص عقل له مخې کار نه کوي؛ بلکې په طبیعت کې، څنګه چې “عقل کل” ورته جوړ کړی، ژوند کوي، ولې په طبیعت کې دا ټولې رنځورۍ نشته او په ټولنه کې شته؟ دا ځکه انسان څه چې طبیعت ورکړي، نه غوره کوي؛ بلکې د ده “جزيي او نیمګړي عقل” د “عقل کل” په کار کې مداخله کوي، چې دا ګردې بدمرغۍ یې راولاړې کړې دي. نو ددې لپاره چې له ګردو رنځوریو او اندېښمنیو خوندي اوسو؛ باید له “ټولنې” لرې شو او خپل “جزیي عقل” ته د ژوند په کار کې مداخلت ورنکړو او خپل برخلیک تایو (( Tao))، د طبیعت قانون ته ورپرېږدو، چې بې کړاوه، بې بدمرغۍ، بې ذلته، بې ظلمه او بې اندېښمی او… د ونو په څېر راوټوکېږو او د ګلونو په څېر وغوړېږو. ټولنه د “لي” په نامې یو قانون لري، چې د اندېښمنيو او بدمرغیوسرچینه ده او طبیعت د ((تایو)) په نامې یو قانون لري، چې دا په ګرده هستۍ کې د حقیقت شاهرا ده؛ نوځکه باید ((تایو)) ته ورستانه او له (لي) لرې شو.))
“کنفوسیوس” ډېر سم او اوچت ځواب ورکوي (که څه حل لار یې ډېره پرېوتې او منحطه ده) وایي: (( رښتیا وايې چې “لي” یعنې د ټولنې او تعقل قانون ــ لکه څنګه چې دی ــ د ګردو بدمرغیو، اندېښمنیو او ظلمونو لاملېږي؛ هو ، رښتیا وايې؛ خو علت یې دا نه دی چې “لي” یعنې د “ټولنې ناموس”اصولاً اندېښمني او د انسان بدمرغي راولاړوي او د حل لار هم دا نه ده چې طبیعت ته ورستانه شو؛ بلکې علت یې دادی چې دا ټولنې د “لي” له مخې جوړې شوې نه دي. که “لي” سم وپېژنو او ټولنه د حقیقي “لي”؛ یعنې سم ټولنیز انساني نظام له مخي جوړه کړو، نه دا ګردې اندېښنې چې وایې په ټولنه کې شته ــ او ټولې رښتیا هم دي؛ ځکه وینې چې شته ــ په دې پار دي چې “لي” سم نه دی؛ ټولنه د ظلم و ناسمۍ او ناپوهۍ پر مبنا ولاړه ده. که سمه وي؛ نو د “تایو” پر مبنا ده چې ته یې وایې. بېړۍ چلول تل د سیند له طبیعي بهیر سره مغایر نه دی؛ که وینې چې بېړۍ، ټولنه مو سمندر ته نه وررسوي اوهغوی چې ځانونه اوبو ته ورګوذار کړي، ژر او اسان موخې ته وررسي، د بېړۍ “چلولو”په پار نه؛ بلکې د بېړۍ د “ناوړه چلونې” له لامله دي.))
پر ګروهه مې په اتلسمه پېړۍ کې د “ولټر” او “روسو” ترمنځ مشهوره جګړه هم ، د دوو چیني فیلسوفانو د خپلمنځي جګړې یو انعکاس و. زه دهغوی پرخلاف چې نوی علم ، تمدن او صنعت غندي، نه غندم؛ بلکې “علم” او “تخنیک” ته په یوې سپېڅلتیا او ستر رسالت قایل یم خو د تخنیک اوعلم دا حالت غندم چې نن د پستۍ، ابتذال او ظلم په لومه کې راګېر شوی. که پر “ماشینېزم” نیوکه کوم، په دې پار نه ده چې د “ماشین” مخالف یم. ماشین د انسان ژغورونکی کېدای شي، ماشین د طبیعت له زندانه، د اسارت له بنده، د اړتیاوو او محرومیتونو له بندونو د انسان ژغورونکی او منجي دی؛ لکه چې علم هم دغسې دی… څنګه ؟ په دې توګه چې د فراغت آزاد ساعتونه چې انسان پکې پر خپلې مانېزې روزنې او انساني ازاد تکامل بوختېدای شي، زیاتوي. ماشین چې نه وي؛ نو زه د خپلې ډوډۍ، جامو او کور لپاره باید د ورځې لس ساعته کار وکړم؛ اوس چې ماشین شته، یوازې یو ساعت کار لازم د. ماشین، هر ساعت چې د اضافي کار له قیده آزادوي او زما په واک کې یې ږدي؛ نو د انسان ستره ژغورنه ده…
خو “ماشېنېزم” هغه قانون دی چې پر ماشین ورتپل شوی. چا ورتپلی؟ “پانګوالۍ”، د ” د لګښت اصالت” ، د “لګښت پالنې” فلسفې او د “لګښت” په بند کې د انسان بندي کولو ته د ” دروغجن لګښت” تصاعدي سیستم، پر ماشین دا اصالت ورتپلی دی. لکه چې وینو، ماشین الکترونیک پړاو ته ورننوتی، د خپل تکاملي ځواک اوچت پړاو ته وررسېدلی؛ خو زما اته ساعته کار، ددې پر ځای چې یو ساعت کړي ، اتلس ساعته کړی یې دی؛ خو بیا هم لګښت مې نه پوره کوي او ناچار یم د راتلونکې عمر ساعتونه او ان کلونه کلونه د “اوسني” لګښت پرځای، مخکې وپلورم ! ددې نامه ماشينېزم دی نه ماشین؛ نوځکه د ” ماشین” د ژغورنې لپاره پر ماشېنزم بریدونه کېږي؛ دا ځکه ماشین، د انسان ژغوروونکی کېدای شي او اوس نه دی، اوس د انسان بندي کوونکی او مسخ کوونکی دی او کړای شي چې نه وي. که ماشین انسان له ځانه پردی کوي، دهغه نظم په پار دی چې سازوونکیو او تولیدوونکیو یې پر انسان او ماشین ورتپلی دی. علم هم دغسې دی. ګروهن یم چې “خاتمیت” یعنې دا آر چې د تاریخ له پیله، د وحې مشرانو وحې و نبوت د انسان ژغوروونکي معرفي کول او داسې پېغمبران وو چې په هر پړاو کې او په هره ټولنه کې یې بشریت له وحشي توبه د اندنې، علم، ځانخبرۍ او تمدن پړاو ته وررسولی او غښتلی کړی دی (سم ځیر شئ چې ناوړه پوهېدنه ونه شي)، د پېغمبرانو د رالېږلو لړۍ پای ته رسېدلې او نبوت پر محمد صلی الله علیه واله وسلم پای ته ورسېد. انسان تردې پړاو روسته، په خپل عقل او پوهې، د همدې ښوونځي (اسلام) او د تاریخ په اوږدو کې د دیني روزنیزې مبنا له مخې او پر همدې لار (اسلام) چې تراوسه هدایت شوی، په خپل تشخیص، بې له دې چې تازه وحې او بل استاد او بل سبق ته اړتیا ولري، خپله لار غوره او خپله د خپل راتلونکي تکامل ژمنېدای شي (د اجتهاد پړاو). علم دغسي کړای شي؛ خو کوم علم ؟ هغه علم چې بشري بهیر د روحي او مانیز تکامل او انساني فضایلو په لار کې وغځوي. خو نن علم داسې پړاو ته رسېدلی چې نه دینوال او نه مانیزوال؛ بلکې مادیون یې په ټیټو او سپکو تعبیراتو یادوي. “برتولت برشت” وایي: ((علم، په اروپا کې فاشېزم رامنځ ته کړ، اړ وه چې علم په اروپایې تمدن کې قومي جاهلیت او خېل پالنې ته ـــ چې چټل ترین بشري اندود دی ـــ د متمدن انسان د روح د ورستنېدا مخه ونیسي او نه یوازې علم دا کار ونه کړ؛ بلکې پخپله یې، فاشېزم راوپنځاوه، ویې روزه او په فاشېزم د وژنې وزله شو؛ نوځکه پر علم ایمان نه لرم…)) “برنانوس” وایي: ((شاعرانو ته باوفا اوسئ او تردې ورلوړ، کوشنی عالم له یاده مه وباسئ ! هڅه وکړئ چې کله هم ستر پوه شخصیت نه شئ. اوس نه پوهېږئ، څو کاله روسته چې علم په هر ځای کې خپور شو او دا کرښې دویم ځلي لولئ ،دا بوډا لیکوال چې د ځواکمنو په بېوسئ، د پوهانو په ناپوهۍ او د “ماکیاول صفتو” ځيرکانو په ساده توب او د خلکو په لاعلاجه حماقت سخت ګروهن دی، د خیر په دعا یاد کړئ ! هو، علم زموږ له نظره لرې نېکې چارې کړي او راپورې اړه نه لري…))! ” شارل پګي” ترې خورا زړه پورې خبره کوي: ((څه ته چې علمي تجربه وايي، زه ضلالت، لار ورکي، پستي، د انسانیت سقوط او د انساني هیلو له منځه تلل ورته وایم؛ پاکي او ناخبري له یاده مه باسئ…)) زیاتوي: (( پاکي او ناخبري له یاده مه باسئ؛ او بې خبري، بڼکه او علمي تجربه، تشه او خالي ده… پوهه له پاکانو او بې خبرانو سره ده او ناپوهي د پوهانو ده چې “تجربه” یې د هستۍ د پېژندنې کچه او د انسان رسالت ګڼلی دی… کوشنۍ بڼکه ده؛ خو بوډا عالم ” تش” دی…)) ولې علم ته دا دومره بدویني؟ ولې علم په دې ستونزه کې راګېر دی؟ دلیل یې دادی چې “علم” د انسان د الینیشن (له ځانه د پردیتوب) وزله شوی ده. “علم ” څنګه انسان په اوسنۍ بڼې کې له ځانه پردې کړې دی؟ دا ځکه علم اعلان کړې: (( ” موخه مې څنګه ژوند کول دي، نه ولې ژوند کول”؛ “موخه مې د ځواک رادبره کول دي، نه د ښکلا”؛ “رسالت مې، نه د هستۍ یا انسان د حقایقو راسپړل دي؛ بلکې دهغو قوانینو رابرسېرول دي چې په ژوند کې مې ښه برخمنولای شي” او ” موخه مې دا ده چې انسان پرطبیعت لاسبری او مسلط وي، نه بل څیز”…)) علم ، په دې شعارونو کې بریالی شو؛ یعنې په خپلو بنسټېزو موخو کې چې تر “فرانسیس بیکن” روسته یې اعلان کړل: “ځواکمن انسان جوړ کړئ او برخمن انسان… ! ” ځواکمن انسان یې جوړ کړ او بریالی شو او انسان کله هم د نن هومره برخمن نه و او بلخوا خپل رسالت یې د “علمي رسالت” په توګه ترهمېش ښه پوره ترسره کړی او هره ورځ یې لا ښه ترسره کوي او رسالت یې دا دی: ((په دې پورې څه کار نه لرم چې د اشیاوو حقایق څه دي، د هستۍ مانا څه ده، انسان یعنې څه، څوک دی، څرنګه او باید څوک وي او څرنګه کېدای شي؛ بلکې کار مې تش دا دی چې انسان له خپلو اړتیاوو برخمن او پرې موړشي… لار یې څه ده ؟ پر طبیعت لاسبري ، قدرت او بس !)) ډېر ښه، دا یو ستر خدمت دی چې “علم” انسان ته کړی؛ خو انسان په همدې “علم” له ځانه پردې شوی؛ یعنې، حال دا، سترګې یې پر طبیعت لګي چې ورباندې د تسلط لپاره یې وپېژني او په هماغه حال کې چې د هستۍ په شته قوانینو یې سترګې لګي، چې دا قوانین د خپل ورځني ژوند لپاره استخدام کړي. په همدې حال کې، ددې لپاره چې څنګه انساني اړیکې رادبره کړي، چې ظلم او ذلت پکې نه وي؛ نو په داسې موقع کې چې انسان، تر بل هر وخت ډېر، د هستۍ په اړه او له انسانه د راچاپېر طبیعت په تړاو علمي قضاوت او پوهاوی درلودای شي؛ خو په همدې حال کې، تر بل هر وخت ډېر ددې پوښتنې، چې “انسان څه دی” په هکله ډېرې لږې خبرې کړای شي. په تېر کې، که کوم حکیم پوښتل کېده چې انسان، ژوند، هستي او د وجود حقیقت څه دی؛ نو د خپلې وسې او د زمانې د علمي کچې هومره یې ځواب درلود او دا ځواب یې د خپل علمي رسالت برخه ګڼله. خو نن، نه یوازې پوهاند دا پوښتنه ځوابولای نشي؛ بلکې وايي “باید دا پوښتنه بې ځوابه پاتې شي او له آره نباید اوڅار شي”. نوځکه نن علم ، پر یوې ویروونکې تواضع، سپېرې تقوا ، بې عرضې، بې موخې او خطرناکې چټلۍ اخته شوی دی. دا بې عرضي چې سیانتېزم یې نامه ده او نوی اسکولاستیک یې دود او طریقه ده، موخه یې یوازې او یوازې، د ښکارندو د “اړیکو” پېژندنه ده او بل هېڅ پوښتنې او اړتیا ته نه یوازې ځواب نه وايي؛ بلکې په ژوند او د انسان په انده کې یې د اوڅارولو مخه نیسي. دې بې غرضۍ او سپېرې تقوا (چې سیانتېزم یې مبنا ده) انسان بې پناه کړی دی… څنګه یې بې پناه کړی دی ؟ په دې توګه، ننني انسان ته چې ” ټولنپوهنه” ځواب نه ورکوي، چې څه ډول ټولنه درته سازه کړم، کله چې “بیولوژي او ژوند پېژندنه” ځواب نه لري چې څنګه ژوند د انسان “وړ” دی ، کله چې انسانپوهنه ځواب نه ورکوي ،چې ته په هستۍ کې د یو موجود په توګه، څه یې، څه غواړې او باید څه واغوړې. کله چې فلسفه ځواب نه ورکوي چې په هستۍ کې د یو باخبر انسان په توګه رسالت دې څه دی او باید پر کومې لورې ولاړ شې. نوځکه انسان په اوسني وخت کې تر بل پېر ډېر، ځان بې پالندویه، بې پناه، بې لارښوده، بې مانا، خوشې او چټي احساسوي. او دا ده د ځوان کهول هېښنده سرغړاندي چې د علم و تخنیک او لویدیځ د لګښت په جنت کې د آدم په څېرعصیان او سرغاړی کوي؛ ځکه پوه شوی چې، د بورژوازۍ ممنوع مېوه یې خوړلی ده او خپلې سترګې یې پرانستې او لیدلي یې دی چې سرغاړي لغړه او رسوا ده ! له ځانه شرمېږي! د علم چې موخه، قدرت او تولید ته ورواوړېده او بل هېڅ څیز ته نه؛ نو په دې حال کې خود په خوده پانګوالۍ ته غوره وزله کېدای شي. دا تقوا چې علم یې له لامله وايي ” زه ژوند ته موخه نه ټاکم؛ بلکې یوازې ژوند تشریح کوم “؛ د علم دا بې غرضي چې وايي ” په دې پورې کار نه لرم چې د انسان مانا څه ده، ولې باید ژوند وکړي؛ خو لاسنیوی یې کوم چې ښه ژوند وکړي”، دا چارې لاملېږي چې علم، یوازې او یوازې د پانګوال، پیسو او تولید وزله شي. نو په دې وخت کې یې رسالت هغه کسان ټاکي چې له علمه قدرت ته وزله جوړوي؛ نوځکه “فوداستیه” وایي: ” کله چې علم نړۍ ته د انساني حقیقت په نامې یو ټولیز حقیقت وروړاندې کولای نشي کله چې علم بشري واقعي او حقیقي ژوند انسان ته ورپېژندای نشي او کله چې علم ځان یوازې او یوازې د جزئیاتو (په ټولنپوهنه کې ملې، قومي او ټولنیز جزئیات، په تاریخ او پېرونو کې تاریخي جزئیات، په طبیعی علومو کې د ښکارندو جزئیات) په چوکاټ کې راایساروي؛ نو پردې مهال، زمینه دې ته چمتو کېږي، هغه کسان چې عالمان نه دي؛ بلکې قدرت لري، د علم واګې ترلاسه کوي او علم تر تېر بدتر نه یوازې د انسان د مادي اوط بیعي ژوند په چوپړ کې وي؛ بلکې د انسان نابودۍ او ورکېدو ته کارولېږي”. “فوداسیته” وايي: ” که علم غواړي چې ځان له راګېر تنګ چوکاټه خلاص کړي؛ اعلان دې کړي: (زما د څېړنو او پېژندنو ډګر د انسان د بې بریده اړتیاوو له ډګره ډېر کوشنی دی). او زه (شریعتي ) وایم: (علم) دې منښته او اعتراف وکړي څه یې چې تراوسه خپل رسالت اعلان کړی او هغه “په دباندې ښکارندو کې پاتې کېدل دي”؛ نو دا د جهل او ناپوهۍ رسالت دی، نه د علم او هغه داچې: د چارو پر ظواهرو او محسوسو ښکارندو په پېژندنې ــ او لار یې یوازې او یوازې تجربه ، او لاس ته راغلي قوانین د قدرت لپاره استخدام شي ــ لګیا شوو. “علم” باید له دې رسالته تېر شي چې فرانسیس بیکن ورته ټاکلی و او بورژوازۍ ترسره کړ. رسالت یې څه وي؟ تر طبیعت پېژندو وړاندې او تر جوړېدو وړاندې او تر تولید مخکې د انسان ګردو اړتیاوو ته ځواب ویل دي. ړومبی دې د علم او حقیقت له نظره د “انسان” مانا اعلان کړي او ورپسې دې “ژوند”، “ټولنې”، “برخمنۍ”، “تولید” او “تخنیک” ته ارمان او ایدیال ورکړي. ترهغه چې ونه پوهېږو انسان “څه دی”، “ولې” ژوند کوي او باید “څرنګه” ژوند وکړي؛ نو څنګه دې “مجهول او ناڅرګند” ته تمدن ، ژوند، نیکمرغي او ارمان ساز کړو ، د ارماني اقتصادي ژوند چوکاټ جوړ کړو؟ ترهغه چې پوه او هنرمند معمار “انسان” ونه پېژني؛ نو څرنګه ایدیال او آرماني کور ورته جوړولای شي ؟ سوکاله کور، هغه نه دی چې د معمارۍ د نویو قوانینو له مخې جوړ شوی وي؛ بلکې هغه کور دی چې د ګردو انساني اړتیاوو له مخې جوړ شوی وي. نوځکه یو ټولنپوه، وړاندې تردې چې ټولنه وپېژني او ایدیال ټولنه معرفي او جوړه کړي، باید انسان ته یو تعریف ومومي. دا مساله چې ” انسان، تراوسه د خپلو علومو، پېژندنو او پراخو پوهاویو په رڼا کې مجهول اوناڅرګند پاتې دی” لامل شوې چې ګرد علمي پرمختګونه، نه د یو واقعي پرمختګ؛ بلکې د یوې ځوړتیا، انحطاط او جدي خطر په توګه راښکاره شی؛ هغه خطر چې نه یوازې دهغه قدرت په سیوري کې دی چې د “صنایعو خاوندان” پکې ټاکونکې ونډه لري، نه عالمان او فیلسوفان. نوځکه تر هر څه وړاندې، باید د انسان “حقیقي اړتیاوې” او کوم رسالت چې لري اعلان شي، یعنې: تر هر څه وړاندې، باید پوه شم چې “څوک یم” او “باید څرنګه ژوند وکړم” بالاخره؛ ” باید په ژوند کې څرنګه رسالت ترسره کړم”. ترهغه چې دا ماناوې راته څرګندې نه وې؛ نو ګردې نېکمرغۍ چې “علم” راته راولي، بدمرغۍ دي. ایا یو صنعتګر، بې له دې چې په ذهن کې د یو صنعت طرح ولري په جوړولو یې لګیا کېږي؟ پردې ټولو سربېره، “علم” انسان د ټولنیز ژوند له نظره، داسې “زیارکښ” کوي، چې باید ډېر لګښت وکړي؛ خو انسان دغسې نه دی، که څه اوس ځان دغسې احساسوي. تل شپه ورځ “کار کوو چې وخورو”، نه “خورو چې ژوند وکړو” ! موږ وخت نه لرو چې په خپل ګريوان کې سر ښکته کړو او سوچ وکړو او هره ورځ دا شېبې رانه اخستلېږي او د داسې یو موجود په بڼه کېږو، چې باید یوازې وخت ولګوو. سره له دې ، په نړۍ کې چې د لګښت فلسفې کوم دود او دستور رامنخ ته کړی، هره ورځ ، هرتخنیک چې د انسان لاسنیوی کوي او څومره چې انسان شپه و ورځ پر کار تېروي، بیا هم ویني چې د لګښت پوروړی دی… ! تل باید ډېر وخت د نویو لګښتونو د پوره کولو قرباني کړي؛ ځکه د لګښت زیاتونه، دهغو کسانو په لاس کې ده، چې له پلوره، ډېره ګټه کوي. دوی په نړۍ کې یو لږه کي دي او څومره چې انسان په آفریقا و اسیا او خپله اروپا کې ډېر لګښتي شي، ګټه کوي؛ خو انګېرو چې څومره ډېر لګښتي شوو؛ نو ډېر پرمختګ مو کړی دی! نه، موږ د پلورونکي قرباني یو. موږ خپل عمر د یو دروغجن لګښت لپاره چې دوی راتپلی، ځار کړی دی. “توین بي” وایي: (( په راتلونکي کې اوسنی تمدن، د مخکېنیو تمدنونو پرخلاف، په زلزلې، باد، توپان او ان د بربریانو او وحشیانو په یرغل به له منځه ولاړ نشي؛ ځکه له پوځي پلوه نوی تمدن دومره ځواکمن دی چې هېڅ وحشي یې له منځه وړای نشي او د روغتیا، علم او تخنیک له پلوه داسې دی چې هېڅ رنځوري او طبیعي خطر یې یومخې ځپلای نشي؛ بلکې “دننني غلیمان” یې له منځه وړای شي.)) هره ورځ سل ګونه قلمونه غولوونکې دروغجنې اړتیاوي، د تولیدوونکیو نظامونو له لارې رامنځ ته کېږي او راتپلېږي او هره ورځ وینو چې کار، رنځ او زیار مو ددې لګښت پوره کولو لپاره، څه ځای نه نیسي او څومره چې هم خپل عمر او شونتیاوې د راتپلي لګښتي قلمونو تامین ته وقف کړو، نو بیا هم ځای نه نیسي. ایا داسي نه ده نن، چې څومره کارونه کوو، ددی لپاره دي چې د تېرو لګښتي څیزونو پیسې ورکړو؟ دا، له ژونده د انسان پرڅټ کېدل دي؛ دا پر څټ کېدل لا زیاتېږي ! د ژوند فلسفه مو داسې بڼه خپلوي چې باید د مخکېني لګښتونو پیسې ورپوره کړو. دا ده د “پر شاتګ او روسته پاتېوالي” مانا: د لګښتي ژوند درغجن پرمختګ! په دې ژوند کې مانېزي بوختیاوې یو مخې هېرې شوې دي: لکه “هستي”، “وجود”، “ځان”، د ژوند ټول اړخونه، لطیفې ننګېرنې، لوړې او اوچتې اړتیاوې، د خپل “انسانیت” پالنه. او دا چارې د هغې لېونۍ سیالۍ په پایله کې له یاده وتلي چې تولیدوونکي، پلورونکې او د پیسو قانون ، پر علم او ماشین ورتپلې دي. “علم ” هله د انسان “ژغورونکی” او د “کمال” پر لور ورسېخوونکی کېږي چې لاندې ځانګړنې خپلې کړي: له دې ادعا تېر او د فوداستیه په وینا “متواضع” شی چې “د انسان بېلابېل اړخونه د ده په فکر او پېژندنه کې دي” او بلخوا منښته او اعتراف وکړي چې د انسان اړتیاوې یوازې مادي لګښتونه نه دي، انسان یوازې په “ځواکمنېدو” کمال او سړیتوب ته نه وررسي، په دې نټه، که علم یوازې د “تجربې” په تنګ چوکاټ کې پاتې شي چې د ښکارندو اړیکې وپېژني؛ نو انسان ته به هغه حقایق ور ونه پېژندای شي چې تل یې پېژندو ته اندېښمن دی. دغسې د “قدرت سازۍ” او “پر طبیعت لاسبرۍ” پر ځای پر ځمکه د انسان د روزنې او تکامل رسالت اعلان کړي. نو پردې وخت به انسان نه یوازې طبیعت وپېژني؛ بلکې ځان به هم وپېژني؛ یعنې په یوه سترګه به هستي او بهرنۍ نړۍ ویني او په بلې به خپل داخل ته ویني. زموږ “عرفان” دواړه سترګې ځان ته پرانستې او ځای ته ونه رسېد او ومو لیدل چې ستر نارینه؛ خو ایکي یو او یوازې او د ټولنې له نظره کمزوري او ذلیل رامنځ ته شول. علم هم دواړه سترګې له ځانه دباندې او له “انسان څه دی” بهر پرانستې او نن یې اریانوونکې قدرتونه رامنځ ته کړل؛ خو انسان د علم ددې سترو قدرتونو، معلوماتو، پرمختګ، برخمنۍ او لګښت تر پيټي لاندې مجهول او ناڅرګند پاتېږي، مسخ ، مجنون، پېریانی یعنې له ځانه پردی شوی انسان (الینیشن). انسان باید په یوې سترګې ــ په علم ـــ نړۍ ته ووینی او پر طبیعت لاسبری شي او په بلې ځان ته وویني، چې ځان وپېژني، پر ځان لاسبری شي او ځان جوړولو ته نظر وکړي. په یو لاس؛ په علم او تخنیک د طیبعت له لومې، قید او زندانه راووځي او له طبیعت، د تاریخ له سننو او د ټولنې له قوانینو ځان راوباسي او په بل لاس، ځان د خپل ځان له زندانه راوباسي؛ په طبیعت پېژندو، د ژوند جوړونې تخنیک رادبره کړي او په ځان پېژندو (د هایدګر په وینا ” د ځان حقیقي ځان”) د ځان جوړونې تخنیک! نننۍ فلسفې چې په علمي لید مسخ شوي، د انسان پېژندنې لپاره د انسان لاسنيوی نه کوي. څرنګه ؟ لکه چې په تېرو کې، “قدري او جبري مذاهبو” انسان له ځانه پردې کاوه؛ یعنې د جبر په زولنو یې تړه ــ هغه انسان چې وسمن او توانا دی، هغه انسان چې عصیان او سرغاړی کړای شي، هغه انسان چې د طبیعت د جبر او ان د خدای د ارادی پر وړاندې سرغاړی کړای شي (لکه چې په خپل دین کې لرو او پرې ګروهن یو: د آدم قضیه ) ــ بیا په نویو فلسفو کې، همدا انسان چې دومره اوچتوالی او عظمت لري، داسې انسان کېږي چې پر “تاریخي جبر” ګروهنېږي. په دې مانا چې انسان یوه ټوټه ډبره کېږي او ناځانخبری، بې ارادې او بې له دې چې په خپل برخلیک کې دخالت وکړي، د بهېدونکی نېز په څپو کې راګېرېږي او په خپلې خوښې یې هر ځای ته ورکاږي. نو داچې ځان جوړولای نشم ، داچې برخلیک په لاس کې نیوای نشم، دا چي ځان موندی نشم چې خپلواک اوسم؛ نو په دې حال کې څه توپير لري چې د “الهي جبر” لوبڅی اوسم ـ لکه کاتولیکان او ځینې اسلامي ډلې چې د تېرو مذاهبو تر اغېز لاندې دي ــ او یا داچې د علمي جبر په لومه کې راګېر اوسم؟ کله چې انسان په “جبر” نفې کېږي؛ نو توپیر نلري چې نفي کوونکی هر څه وي؛ ځکه “انسان” منتفي دی. هغه انسان چې عشق، اراده، آګاهي، پوهه او قدرت لري د سازولو او پنځولو وس لري او پر ځمکه د الله خلیفه دی، کله چې دا نامه په “علمي جبر” یا “الهي جبر” ترې نفې شوه؛ نو “انسان مړ” دی!
انسان د “هېستورېزم” د (Historism) له لیده لکه چې هګل او د اګزستانسیالېزم لید یې وایي، (( دهغو جریاناتو جبري محصول دی، چې له تېرو یو له سره غوټه شوي او دا یې جوړ کړی دی))؛ نوځکه زه له تېرو په راغځېدلو جریاناتو غوټه شوی او “زه” شوی یم او بې له دې، څه کېدای نشم؛ ځکه زه دهغه تاریخ جوړ یم چې دخالت پکې نشم کړای؛ نو په “ځان” کې لاسوهنه نشم کړای؛ نوځکه “زه” هېڅ څیز نه یم !
د “سوسیالوجېزم” (Sociologisme) له مخې ټولنيزې اړیکې دي چې انسان جوړوي: انسان یو بوټی دی چې د “ټولنې” په نامې یوې ځمکې کې راټوکېږي! څنګه ؟ کټ مټ څنګه یې چې اوبه ، هوا او د ټولنې ځمکه غواړي؛ نه هاغسې، چې خپله یې غواړي؛ ځکه “خپله” او څنګه یې چې “غواړي” له ټولنې راټوکیدلې جبري مېوې دي؛ نوځکه د “ځان= خود” په برخلیک کې دخالت درلودای نشي، ځکه “ځان = خود” بې د ټولنې له انعکاسه بل څه نه دی! “ده”، “ټولنه یا جمع” جوړه کړې نه ده، بلکې دا ” ټولنه یا جمع” ده چې “دی” یې جوړ کړی دی. انسان په سوسیالیزم کې هم نفی شوی دی.
په نیچریالیزم (Naturlisme) کې چې یو بل جبر دی، طبیعت، انسان جوړوي، راټوکوي او مړ کوي یې؛ لکه خربوزه یا شاتوت! انسان په خپل جوړښت کې لږ شانته دخالت نه لري؛ ځکه د طبیعت د نورو ښکاروندو یا پدیدو په څېر دی، چې له اوبو، هوا او جغرافیا راټوکېدلی دی. دا د “طبیعت په جبر” یعنې نیچریالېزم د انسان “منتفي کېدنه” ده.
په ماتریالېزم (Materialism) له ځانه پردېتوب (الیناسیون)
انسان په ماتریالېزم کې له ځانه ساقطېږي؛ ځکه په ماتریالېزم کې انسان له سره غوټه شویو عناصرو ټولګه ده، چې څرنګوالي یې، د ده انساني څرنګوالی جوړوي. هغه انسان چې ځان د یو “مادي جبر” ښکارنده حس کړي، له ځانه پردی شوی،ځان د یو “آګاه”، باخبر، “سازوونکي” او “غوره کوونکې” “ارادې” په توګه نه مومي ــ انسان “شی” کېږي، یو مادي، طبیعي، تاریخي، ټولنیز او وراثتي څیز.
آیا دا علوم او فلسفې دي چې انسان ذلیل او خاضع کوي یا “دین” دی چې انسان د پیدایښت په فلسفه کې د خدای خلیفه پېژني او د ګردو پرښتو او د کایناتو د اشرافو پرخلاف باید د پرښتو معبود وي او ټولې مقربې پرښتې سجده ورته کوي؟
ایا دا علوم او فلسفې دي چې انسان یې بندي کړی یا دین دی ــ د خدای له ارادې او امر سره سره ــ چې په انسان کې د سرغاړۍ او عصیان پر قدرت اعتراف کوي او انسان “سازوونکی”، “باخبر”، “آګاه”، “پوه”، “عالم”، د خدای خلیفه، په الهی اخلاقو سینګار؛ یعنې د خپلواکې او مستقلې ارادې خاوند، وسمن او پنځګر ګڼي. او په “علم” ، “روحي سپېڅلتیا” او “خپل تکامل” خدای ته ځان ورنژدې کولای شي.
کوم یو پر جلال، دبدبې، سپېڅلتیا او انساني سترو ارزښتونو منښته او اعتراف کوي؟ انسان په کوم یو “اومانېزم” کې دا جلال او عظمت لري او له آره کومه فلسفه “اومانېزم” دی! د انسان “اصالت” په کوم ځای کې دی؟ انسان چې مجبور دی؛ نو څه ارزښت نه لري؛ لکه چې یو خوشبویه ګل او یا اغزي ته په انساني ارزښت قایل نه اوسئ، نه له ګل منندوی یاست او نه له اغزي ګیلمن؛ ولې، ځکه “جبر” دغسې کړي او خپله یې دا غوښتنه نه وه. په “هستورېزم” کې مې تاریخ جوړوي، په “سوسیالوژېزم” کې مې ټولنه جوړوي، په “نیچریالېزم” کې مې طبیعت جوړوي، په “ماتریالېزم” کې مې ماده، سازوونکی ده؛ نو “زه” د یو انسان په توګه، هغه انسان چې ځانخبری کېدای شم، سازولای شم او خپل برخلیک ټاکلای شم ،په کومه فلسفه کې دی؟ “سارتر” چې په انسان کې کومه آزادي او انتخاب ستایي او نننی انسان یې په پار له تمدنه سترګې پټوي چېری دی؟ بلخوا کوم علم زما دا پوښتنه چې تر خوراک څښاک راته ډېره مهمه ده ځوابوي: “ارزښت مې څه دی؟ ” او د ” انسان اصالت څه دی؟” خیال مه کوئ چې اذهان میتافزیکي مسایلو ته ورکاږم، چې د ژوند له عیني واقعیاتوغافل شي. د “فرانتز فانون” (Frantz Fanon) قصه په درېیمی نړۍ پورې اړوند د یو سیاسي مبارز اندیال قصه ده: میتافزیکي فیلسوف نه دی؛ خپله د آنتېل له جزایرو ځنې دی؛ خو په الجزایر کې د فرانسوي ښکيلاک پر ضد جهاد کې خپل ملیت اړوی، له الجزایریانو سره اوږه په اوږه جهاد کوي او هلته مری… دغسې انسان مې د خبرې کچه او ملاک دی، نه یو ګوښه ګیر فیلسوف. “فانون” وايي: (( ملګرو ! د درېیمې نړۍ روښانفکرانو! ای هغو کسانو چې په مغضوب ټولنه (هغه ټولنه چې میلیاردونه یې د څو میلیونو مغضوب ده) کې ژوند کوئ ! موخه مو دا نه ده چې له آفریقا یا آسیا څخه په علم، تخنیک او اروپایي حل لارو او سمونو اروپا جوړه کړو؛ یو ځل جوړه شوه، امریکا شوه! اروپا یوه وه او دوه شوې ! موخه دا ده چې مبارزه وکړو، غلیم له هېواده وباسو ، په آفریقا کې خپله ازادي ترلاسه کړو او خپل ملتونه د لویدیځ له فرهنګي، اقتصادي او سیاسي ښکیلاکه وژغورو؛ خو له دې سره جوخت ارمان مو دا نه دی چې د اروپا د علمي، اقتصادي او فکري بېلګو له مخې خپله ټولنه جوړه کړو؛ بلکې د خپلواکۍ او ازادۍ ترلاسه کولو لپاره د سیاسي مبارزې په ترڅ کې موخه یوازې دا وي چې “آزاده افریقا” یا برخمنه ټولنه ولروــ او البته دا مو ړومبی رسالت، سملاسي او هرومرو دنده ده ــ او په عین حال کې موخه مو دا وي چې د خپل ژوند په علمي، مادي او مانېزو سمونو کې د بېزو په څېر له پټو سترګو او تقلیده لاس واخلو او په پنځونې، جوړونې او اندنې لګیا شو او هڅه وکړو چې انسان نوی پوټکی او نوی فکر پېدا کړي، زیار وباسو چې د ځمکې پرمخ نوی انسان او نوی خېل یې پر خپلو پښو ودرېږي؛ دا نوی انسان او نوی خېل او نژاد چې د لویدیځ علم و فلسفې یې ادعا کوله او نه یوازې له جوړېدو یې بېوسی شو؛ بلکې انسان یې نیمګړی، ناقص او مسخ کړ او د ده اندامونه او غړي یې ټوټه ټوټه کړل.))
دا به څنګه یو انسان وي؟ لکه څنګه چې “آلکسیس کارل” غوښتل: (( د یو اندیال او روڼ اندي په توګه او څه چې د فرنګ په پوهنځیو او ښوونځیو کې لوستل کېږي، یوازې یې په تقلید او ژباړې بسیاینه ونکړو؛ څه چې وایي او پر څه چې نړۍ پوهېږي زده کړو، ځان پوه، بیا یې هېر او روسته خپله فکر، سوچ او اندنه وکړو)). علم هله د انسان ژغورونکی دی او ایدیال (آرماني) ښوونځی هله علمي ایدیال ښوونځی دی چې انسان جوړ کړي او د آلکسیس کارل په وینا ((هم د هستۍ ښکلا وپېژندای شي اوهم د خدای؛ او د پاسکال خبرې ته د دکارت د خبرې په څېر غوږ کېښووای شي)) چې په دې توګه هم وپوهېږو باید “څرنګه” ژوند وکړو ــ چې نه پوهېږو ــ او هڅه وکړو “ښه” انسان ولرو ــ لکه چې اوس “توانا او وسمن” انسان لروــ ځکه بېوسې او کمزوری ښه انسان، ذلیل دی او د “کافکا” د اتل په څېر مسخ دی او ناوړه وسمن د “اوژن یونسکو” د اتل په څېر کرګدن( یو وحشي زورورڅاروی دی) لکه چې دی ــ او ژوند هاغسې لکه څرنګه یې چې په استتیک کې وایې د حقیقت، ښه توب او ښکلا پر درېیو ستنو جوړ کړو. ارماني او ایدیال ټولنه جوړه کړو هغه ټولنه لکه چې قرآن یې وايي پر درېیو ستنو ولاړه وي: “کتاب”، “تله ، میزان” او “اوسپنه”.
کتاب: د ټولنې فرهنګ او مفکوره.
تله: برابري؛ یعنې بې توکمه، بې طبقې و بې ځان ځانۍ او بې له زیادښته (افرط) او کمښته (تفریط) ټولنه.
اوسپنه: ځواک؛ یعنې پوځي ځواک ، اقتصادي ځواک، تولیدي ځواک او پر طبیعت د لاسبرۍ ځواک.
او روسته د روښانفکرانو په توګه لکه څنګه چې د “سارتر” خبرو ته غوږ ږدو، دغسې یې د ” رادها کریشنا” خبرو ته هم کېدو او په دې توګه په عین حال کې چې د یوې نا اروپایي ټولنې په نامې له فرهنګي الینیشن ځنې شفا مومو او “په خود” کېږو، د “انسان” په توګه د اوسني فاجعه ډولي ژوند له ” الینیشن” ځنې خلاص شو او خپل “انسان والی” ومومو.))
ځوانانو ! ځانونه د خپلې ټولنې پر کتاب یعنې فرهنګ او ایدیالوژۍ وپوهوئ، په پردي (( ایزمونو)) مه تېروځئ او پرې د نه تېروتو لپاره ښه یې وپېژنئ او په منطق او استدلال یې رد کړئ او ځان پر خپل ملي فرهنګ (دین) وپسولئ. په ټولنه کې د برابرۍ او عدالت راوستو لپاره ، ړومبی د تقوا جامې واغوندئ، ځانونه پوه کړئ، راسپارل شوي مسوولیتونه په امانت ترسره کړئ او له ټولو هغو لارو چارو کار واخلئ چې ټولنه مو د عدالت پلې کولو ته ورسېخوي، د ولس ډاډ ترلاسه کړئ چې په دې چار کې مو لاسنیوی وکړي؛ ځکه عدالت د ګرد ولس کار دی نه یوازې د یوې طبقې. د ټولنې د ځواکمنېدو لپاره،باید هر اړخېز ګامونه پورته کړو، پوځي ځواک ولرو، هغوی چې د ملې فرهنګ او پر بنیاد يې د برابرۍ په مقابل کې ځانخبري او ناځانخبري خنډونه پیدا کوي ، وځپل شي، اقتصادي وسمني ومومو، چې هېوادوال مو په خېټه ماړه او په جامو پټ او په پښو پښې یبل نه وي او په آرام ډول له خپلو بچیانو سره پر چرګۍ ناست او په جومات کې الله ونمانځي. دغسې ملي پېداوار ولرو چې هېواد مو د نورو د توکیو پلورځی نه وي او هم پر طبیعت د لاسبرۍ لپاره طبیعي علوم زده کړو، که له هر چا وي ځکه “حکمت د مؤمن ورکه ده” او علم زده کړو “که څه هم په چین کې وي” دهغې ورځې په تمه چې هېواد مو د ځوان کهول د “کتاب ، تلې او اوسپنې” پر بنسټ ارماني ټولنه جوړه کړي.
په څلورو لومو کې راګېر انسان
په دې شننه کې انسان یو «ځانخبری، ټاکونکی او پنځګر» موجود دی چې د «طبیعت»، «ټولنې» ، «تاریخ» او «نفس» په زندانونو کې راګېر دی. دلته یو دیني اندیال دا مساله تشریح کړې؛ چې پښتو ژباړه یې دروړاندې کوو. هغه کسان چې د ټولنې جوړونې او د خلکو مشرۍ لپاره د فعالیت هوډ لري، پردې مسالې پوهېدنه ورته اړینه ده. بلخوا اوسني انسان ځان تر ډېره بریده د طبیعت، ټولنې او تاریخ له بندونو ځنې ازاد کړی؛ خو د نفس یا ځان په بند کې راګېر دی او دا شننه له دې بنده ازادېدو چلن راښيي. او هم هغوی چې د مقام، چوکۍ، پیسو او موقف په زندان یا په بل مانا کړن – تعبیر د نفس په لومه کې نښتي ، له دغه ډول وګړیو سره د مبارزې لاره چاره هم ورښیي.
« دلته د انسان په باب یوه طرح، تز او نظریه وړاندې کوم، او کومه تشریح چې وړاندې کوم د تز د روښانولو په پار ده. نن دا مساله اوڅار ده چې «انسان څه دی؟» او که له انسانه یو آګاهانه، سم او سولیز – منطقي تعریف ونه لرو؛ نو د یوې مسلې ستونزاواری هم نشو کړای. داچې نن د ښوونې او روزنې بېلابېل ښوونځي په ټپه درېدلي او د مخلتفو فلسفو له مخې ګردو ښوونیز غونډالونو – نظامونو بریا تر لاسه نشوه کړای، که څه لومړی یې شور او ځوږ راولاړ کړ او روسته یې خپله بېوسي وښووه، په دې پاره نه وه چې په دې ښوونیزو او روزنېزو ښوونځیو کې څه نیمګړتیاوه؛ بلکې علت یې دا و، مخکې له دې چې د ښوونېزو او روزنېزو غونډالونو بنسټګر او اوسني ستر ښوونکي له تخنیکي پلوه د انسان پر ښوونې او روزنې لګیا شي؛ باید دا پوښتنه ځواب کړي چې انسان څه دی؟ که ونه پوهېږو انسان څه دی او څه باید وي؛ یعنې د انسان د حقیقت لپاره په یوه خوله څرګنده ګروهه ونلرو؛ نو د فرهنګ، ښوونې، روزنې، اخلاقو او ټولنيزو اړیکو سمونې ته مو ټولې هڅې خوشې او چټي دي. او د هغه بڼوال په څېر به یو، چې په زخه ایښوو او د بڼوالۍ په فن کې په ښه هوښیار او د ننني علم په کچه پوهېږي؛ خو کوم نیالګی چې کري سوچ نه کوي چې ټولنه یې کومې مېوې ته اړتیا لري. او دا ورته والی د ټولو هغو کسانو په باب هم صادق دی چې د انسان او ټولنې د سمونې چارې پر مخ وړي. انسان څه دی؟ ددې پوښتنې تر ځوابنې وړاندې شونې نه ده چې یو پر مختللې او بریالۍ ښوونه او روزنه ولرو. او تر هغې چې دا پوښتنه مو ځواب کړې نه وي د نړی یو ټولنیز غونډال هم برېمنېدای نشي؛ نو باید څرګنده کړي، انسان د خپل فطرت له مخې کومې موخې تعقېبوي؟ او له بېخه باید جوت شي چې له متعالي او اوچتې ټولنې، ستر تمدن او له ډېرو پرمختللیو سیاسي یا وټیزو – اقتصادی ښونېزو غونډالونو څه ډول انسان جوړ کړو. دا د هرې مسالې بنسټ دی او ورباندې تر پوهېدو روسته خپل دریځ ټاکلای شو.
خپلې آریزې موضوع ته راستنېږم. تز مې دادی چې انسان، څلور جبره او زندانونه لري. او هله په رښتونې مانا انسانېدای شي چې له دې بندونو خوشې او ازاد شي. دا څلور زندانونه یا جبرونه کوم او څه دي؟ انسان څنګه ترې ازادېدای شي؟ او پردې مسایلو د رڼا اچولو وړاندې وایم، چې له انسانه مو څه مطلب دی؟ ځکه له انسانه په یو ځانګړي تعریف سره ویلای شو چې په څلورو بندونو کې راګېر دی، ځانګړی تعریف دادی:
قرآن مجید د انسان په هکله دوه کلمې کاروي: «بشر» او «انسان» چې بشر کاروي وايي: « أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ: ستاسې په څېر یو بشر یم»؛ کله انسان کاروي: «کان الانسان عجولا یا ضعیفاً» او تر منځ اړپیچ – اختلاف یې دادی، کله چې «بشر» کاروي، مطلب یې د دوو پښو څاروی دی، چې د ځمکې پر مخ د موجوداتو د تکاملي لړی په روستو کې راغلی او ژوند کوي او څو میلیارده د ځمکې پر مخ خوځي. کله چې د «انسان» کلمه کاروي، مطلب یې غیر عادي او معمار ډولی اوچت حقیقت دی چې ځانګړی تعریف لري، او په دې تعریف کې، د طبیعت نورې ښکارندې نه ځاییږي. نو دوه ډوله انسان شته: یو هغه انسان دی چې بیولوژي ترې ګړېږي او بل هغه انسان دی چې شاعر او فیلسوف یې په هکله خبرې کوي او دین کار ورسره لري. لومړی یې هماغه ځانګړی ډول دی چې په ګردو انسانانو؛ تور، سپین، شمالي، جنوبي، لویدېزي، ختېزې، دیني او نادیني کې ګډې فیزیولوژیکي، بیولوژیکي او پسیکولوژیکي ځانګړنې لري او د همدې قوانینو له مخې طب، درمل پېژندنه، درمل سازي او همدا راز اناتومي، بیولوژي، پتالوژی او ارواپوهنه رادبره شوي دي. خو په دویمه مانا انسان، د انسان والي حقیقت دی چې استثنايي ځانګړنې لري او لاملېږي هر یو بشري وګړي په ځانګړې کچه انسان وي.
کله چې انسان وایو، مطلب مو هغه تعریف نه دی، چې د ځمکې اوسنی څو میلیارده بشر رانغاړي. دا ګرد وګړي، بشر دی؛ خو ټول انسانان نه دي. هر چا ځان تر یوې کچې انسان کړی دی. نو دې تعریف ته ور رسوو، چې ګرد سره بشر یو او هر څوک د بل هومره بشر دی؛ خو ځینو وګړیو کړای شوي چې د انسانېدو پړاو ته ورسي او د انسانېدو یا انسان والي په پړاو کې اوچتې یا لږې درجې ووهي؛ نوځکه بشر د خپل ادلون بدلون او تکامل په بهیر کې د انسانېدو پر لور ګام اخلي. بشر یو « بودن» یا شته حالت دی، حال دا انسان یوه «کېدنه» ده. له بشر او نورو طبیعي ښکارندو (څارویو، نبات او جماد) سره د انسان توپیر دادی، چې د طبیعت ټولې ښکارنده یې، هره یوه «بودن» او شته حالت دی او یوازې انسان په دې ځانګړې مانا یوه «کېدنه» ده؛ یعنې څه؟ مېږی په پام کې نیسو، په آفریقا کې له پینځلسو میلیونو کالو وړاندې د مېږي د کور جوړنې نښې شته، چې همدا اوس یې هم هماغسې جوړوي؛ نوځکه مېږی یو «بودن» او شته حالت لري، چې تر هر وخته او هر چېرې چې وي، له دې ډول یې هر یو لایتغیر ثابت وجود لري. تل یو ثابت تعریف لري. همدغسې غر، ستوری، څاروی، آس، زمری، الوتونکی او بشر هم دی. بشر هم یو ثابت تعریف لري. هغه موجود دی چې په دوو پښو روان دی. ثابت تعریف یې یو لیکوال، مریخ ته د تللي یو عالم له خولې لیکلی دی.
عالم مریخ ته تللی او پر سړکونو یې ګرځېده، یو اعلان یې ولید، د مریخ یو عالم له ځمکې راستون شوی، په ځمکه کې د نویو موجوداتو د راسپړنې په اړه وینا اوروي. ځمکنی عالم هم ورځي او په کنفرانس کې ګډون کوي. د مریخ له ځمکې راستون شوی عالم له ترېبونه وايي: هو، په پای کې د هغو عالمانو نظریه چې پر ځمکه ژوند شته، ثابته شوه. څېړنو په روستیو کې وښووله چې د ژوند له پلوه پر ځمکه ډېر پر مختللي موجودات شته، چې د یوه نامه یې بشر دی. البته سم یې درته څرګندولای نشم چې بشر څنګه یو موجود دی؛ ځکه ان یوه ذهني انځورنه هم ترې نلرئ؛ خو په لنډو یې درته وایم؛ یو خیګ دی چې دوه سوري او څلور دستکونه لري، چې بشر ورته وايي، او د ځمکې پر مخ له یوې خوا بلې ته په هېښنده او زښتو وحشیانه هڅو ځغلي راځغلي چې په ګردو غونډالونو او منظومو کې یې ورته والی نشته.
دوی د یو بل وژنې ته ځانګړی لېونتوب لري. کله یې ډېرې ډلې له یو ځایونو چې هېڅ تړاو سره نه لري او یو بل نه پېژني، په یوې نخچې، طرحې، ولولو، او پارونې سنبالېږي او په ډېرو مدرنو وسلو حرکت کوي او خپل ژوند، کار او کورنۍ پرېږدي، یا تولېږي او یو د بل تر څنګ لیکه لیکه کېږي، روسته یو له بل سره په جګړه لاس پورې کوي. سوچ مې کاوه چې هرومرو به د خوراک په پار یو بل ته اړمن وي؛ خو روسته مې لیدل چې په هېښنده ډول، یو بل وژني او تردې روسته خپلو کورونو ته وردرومي. بیا یو مخکې کېږي، یو شمېر پاروي او د یو شمېر نورو پر وژنې لګیا کېږي. په لنډو، دا ډول، چې بشر یادېږي د ځان ځورونې او ځانوژنې تاریخ لري او ګرد سره شونتیاووې امکانات او تجهیزات یې یوازې د یو بل وژنې ته – بې له دې چې کینه ولري – لګېږي.
د یو بل غوښه نه خوري او نه یې وینه څښي، چې ووایم د یو بل وژنې ته اړتیا لري. خواړه له بل ځایه چمتو کېږي. د یو بل تر وژنې او کورسوزنې روسته، یو ښاڅمني – غرور خپلوي، چې پوه نه شوم دا څه روحي اکر – حالت دی. روسته حماسې جوړوي. خو خوراک یې داسې دی چې پر ځمکه خوځي او په یو سخت حرص چې هر څه ګیر کړي په لاسونو یې راټولوي. خو دا ډېر لطیف خواړه، خوږې او بویناکې مېوې او ډېر ښه ګلونه چې پر ځمکه راټوکېږي، راټولوي؛ خو نه یې خوري – دا هم ددې موجود یو لېونتوب دی او پوه نه شوم علت یې څه دی – ، دا څیزونه په زحمت له طبیعته راټولوي، سالم خواړه، غوښې او مېوې کورونو ته وړي، اور بلوي او په ځانګړنو لوښو کې یې اچوي، څه اندازه درمل پکې وراچوي، خوټوي یې او روسته یې خوري. چې رنځور شي له ډاکتره غواړي چې د وزلو په زور یې له خېټې خوړلي څیزونه راوباسي او ډاکتران د همدې کړنو له لامله په ټولنه کې درناو وړ، محترم او د ګټې وټې او عایداتو څښتنان دي. دا د ځمکې پر مخ د بشر رنځورۍ دي.
په عین حال کې چې بشر ډېر مختللی او پر ځمکه مسلط دی، داسې لېونتوبونه لري چې تر اوسه یو څاروی هم اخته شوې پرې نه دی. دا له کرغېړنو تعبېرونو سره د بشر تعریف دی؛ خو واقعیت همدا دی. کله چې د بشر تاریخ لولئ؛ نو تل یې د شعور تر تاریخه د حماقتونو تاریخ ډېر دی، او اوس هم همدغسې ده. بشر تل طبیعي او ثابت دی، او تعریف یې له پيدایښته تر ننه توپیر کړی نه دی. وسلې، جامو او خوراک یې توپیر کړی؛ خو ډول او ځانګړنې یې چې څنګه وې، هماغسې دي. هغه چنګیز چې پر یو بدوي او وحشي قوم یې واکمني کوله یا په تېرو کې چې لویو لویو امپراطورانو پر متمدنو ټولنو چارواکي چلوله، له هغو کسانو سره چې پر سترو وټیزو غونډالونو – اقتصادي نظامونو او سترو رژیمونو – چې اوسنی تمدن چلوي – واکمني کوي، هډو هېڅ توپیر نلري. خو له اوسنیو چارواکیو سره یې اړپیچ – اختلاف دادی، چې نوموړي تجهیزات نه درلودل؛ یعنې د اوسني غونډال له مخې روزل شوی نه و؛ نوځکه په ډاګه وايي: وژنې ته راغلی یم؛ خو نننی متمدن وژني او وايي « سولې راوستو ته راغلي یم»!
د خبرو، دروغو او مخونې دود تکامل پیدا کړی، که نه نفاق، دروغ، انسان وژنه او د نورو له وژنې او لوټه خوند اخستنه، هماغسې چې وه ده او یې زور اخستی دی. د انسان په دې مانا تل ثابت او بشر دی. خو انسان په متعالي او اوچت حقیقت – چې باید تل بشر یې د وررسېدو په لټه کې دي – هغه اوچتې ځانګړنې دي چې موږ یې باید د آرماني او ایدیالو ځانګړنو په توګه ترلاسه کړو؛ هغه ځانګړنې چې نشته؛ خو باید وي؛ نو انسان هغه موجود دی چې نشته؛ خو باید وي؛ نو د بشر موخه، انسانېدل دي. او انسانېدل یو ثابت پړاو نه دی، چې راورسېد په همدې حالت کې به تم وي، نه، انسان تل د «کېدنې» په حال کې دی، تل د بې نهایت پر لور په همېشني او ابدي تکامل کې دی. «انا لله و انا الیه راجعون: موږ د الله یو، او پر لور یې ورتلونکي یو» د انسانپژندنې یوه فلسفه ده. «الیه راجعون» یعنې انسان د الله پر لور ورستنېږي. د «الیه» کلمه مې ویینه درښیي. د تصوف پر خلاف چې وايي انسان خدای ته وررسي او – لکه – حلاج چې خدای ته ورسېد (خدای یو ثابت ځای بولي چې کله انسان ورورسېد؛ نو په خدای کې تمېږي). «الیه»؛ یعنې پر لور یې، نه پکې، نه ورته؛ بلکې پر لور یې. دا څوک دی؟ الله (ج) د خدای پر لور یعنې څه؟ خدای خو څه په یوه ثابت ځای کې نه دی، چې انسان ورورسېد، د حرکت پای یې وي او هلته تم شي. الله تعالی بې نهایت، ابدیت او مطلق دی؛ نو د خدای پر لور د انسان خوځښت او حرکت په بلې مانا او بل تعبیر، د بې نهایت تکامل او تعالی (لوړېدا) پر لور ابدي، همېشنی او نه تمېدوني حرکت دی دا، د «کېدنې = شدن» او د انسان مانا ده.
انسان – هغه انسان چې باید وي او باید شي – درې ځانګړنې لري:
(لومړی) ځانخبری (خودآګاه) (دویم) ټاکوونکی او (درېیم) پنځګر موجود دی.
یوازې او یوازې همدا او بس…. د انسان نورې ځانګړنې له دې درېیو آرونو راولاړېږي.
له موږ هر یو چې د «ځانخبری» پړاو ته ور رسو، چې «ټاکنه» کړای شو او ورپسې هغه پړاو ته ورورسو کوم څیز چې طبیعت پنځولی نه دی یا یې نلري، ویې «پنځوو»؛ نو انسان یو؛ نو د هغه انسان ځانګړنې چې باید وي، څرګندې شوې اوس هغه لاملونه چې د «کېدنې» په لار کې یې خنډېږي باید وپېژنو، چې په لرې کولو یې په تکامل او «انسانېدو» کې خپل ذاتي او فطري هجرت تعقیب کړو.
څلور جبرونه د انسان د ځانخبرۍ، ټاکنې او پنځونې خنډېږي
لومړی ټکی، د «دکارت» دا غونډله – جمله ډېره مشهوره ده: «فکر کوم؛ نو یم» دا د دکارت شک دی. ړومبی یې په ټولو څیزونو کې شک وکړ، روسته یې وویل؛ خو په دې کې چې شکمن یم، شک نشم کړای؛ نو شتون لرم او یم چې شکمن یم، نو یم او شتون لرم. او د همدې غونډلې له مخې مشهور شو. «فکر کوم؛ نو یم او شتون لرم» او د همدې غونډلې له مخې یې خپل ښوونځی جوت کړ.
دویم ټکی، د «ژید» خبره ده: «ننګېرم؛ نو یم او شتون لرم». درېیمه خبره د «آلبرکامو» ده: «سرغړونه کوم؛ نو یم او شتون لرم» او دا ډېره سمه ده د «هست او شته» والي دا درې واړه کچې سمې دي؛ څوک چې «فکر» کوي؛ نو شته چې فکر کوي؛ هغه چې «ننګېري»؛ نو شته چې ننګېري؛ او هغه چې «سرغړونه» کوي؛ نو شته چې سرغړاندي کوي؛ نو درې «بودنه او تمېدنې» شته او اوچته هستي چې د انسان ځانګړنه وي داده: « سرغاړي کوم؛ نو یم».
آدم چې په جنت کې و او سرغاړي یې کړې نه وه، پرښته صفتی و. خو انسان په جنت او جنتي لګښتي ژوند کې، سرغاړي کوي او د مېوې (عقل، لید او سرغاړۍ) تر خوړو روسته، له جنته شړل کېږي چې له حیواني لګښته برخمن جنت وه، نه موعود جنت (موعود جنت، دلته راشړول شوي جنت ضد دی)، او روسته ځمکې ته راځي او دنده لري چې به هڅه، جهاد، لانجو او مبارزې د ځان پالندوینه وکړي؛ لکه چې څنګه مور و پلار خپل بچی عاقوي یا یې له کوره وشړي، ددې نښه ده چې د خپل ژوند پازوالي ورترغاړې شوې ده. دا کټ مټ د سارتر د خبرې [ د اګزیستانسیالېزم یو آر دی، یعنې انسان یو «ځان ته ورپرېښوول شوی» دی] ژباړه ده. یعنې په طبیعت کې د خپل ژوند پازوالي ورترغاړې ده، د ګردو څارویو پر خلاف چې طبیعت غرېزې پرې ورتپلي دي او تنظیموي یې او کله هم خپل ژوند انتخاب او ټاکلای نشي.
هغه انسان چې ځانخبری شوی او د جنت او ان د خدای د ارادی پرخلاف سرغاړی شوی، په هستۍ کې نوی پنځول شوی موجود دی او همدا انسان دی چې روسته په انتخابي عبادت او طاعت – ژغورلېدای شي.
یوازې او یوازې انسان په طبیعت کې، ټاکنه کړای شي، سرغاړی چې کوي، ددې نښه ده چې ټاکنه کړای شي. د کامو خبره زه « Révolte ریولټ» کوم او پر ځان د حاکم نظام ، د طبیعت او ټولنې پر ضد راپاڅېږم، نفې کړای شم او پر ځای یې بل څه ټاکلای شم دا، یعنې «هست او شته» شوی انسان. د دکارت خبره «زه فکر کوم؛ نو یم» یا د ژید خبره «زه احساس کوم؛ نو یم» دوی «هست او شته» جوت کړی؛ خو انسان والی یې ازباد کړی نه دی. انسان یو ځانخبری موجود دی؛ په دې مانا چې په ګرد طبیعت کې یوازې همدا موجود دی چې ځانخبری ته رسېدلی دی. ځانخبري داده: د ځان، نړې او له نړۍ سره د ځان د اړیکې پر څرنګوالي پوهېدنه. بشر څومره چې پردې درېیو ولاړو آرونو پوهېږي؛ نو انسانېږي.
دویم، ټاکوونکی دی؛ یعنې یوازېنی موجود دی چې په طبیعت کې د طبیعت پر خلاف، د ځان د واکمن نظام پر خلاف، د خپلو بدني او اروايي اړتیاوو پر خلاف، د خپلو طبیعي او غریزي اړتیاوو پر خلاف سرغاړی وکړي او داسې څیز ټاکلای شي چې نه طبیعت مجبور کړی او نه یې بدن او فیزیولوژی د دغسې یو څیز د ټاکنې تقاضا لري، او دا د انسانېدو خورا اوچت پړاو دی.
دا، یو کار دی، چې یوازې د خدای ځانګړنه ده. په نورو څارویو کې چې دننه کومې غرېزې او لېوالتیاوې ایښوول شوي، له مخې یې ژوند کوي او خوځي. په پسه کې د کال یو ځل جنسي ځوږ پیدا کېږي او ناشونې ده چې پیدا نشي، او ناشونې ده چې په هماغه موسم کې جنسي غرېزه مړه نه کړي او چې له جنسي ځوږه ولوېد؛ نو یو مخې یې هېروي. په پسه کې عشق پنځېږي، بیا ښکاره کېږي او روسته کېني او دا پر پسه د طبیعت یوه تپلې جبري ځانګړنه ده. هر وخت یې چې طبیعت وغوښته، رامنځ ته کېږي او هر وخت یې چې کېناستل وغواړي، کېني.
خو انسان دی چې نه یوازې د طبیعت پر خلاف؛ بلکې د خپل طبیعت پر خلاف هم سرغاړی کوي. د خودخواهۍ د غرېزې پر خلاف، په ځانوژنې لاس پورې کوي، د طبیعي غرېزې پر خلاف چې ځان او ژوند ساتلو ته یې وربولي، سرښندنه کوي او ځان د یوه فکر یا نورو لپاره نابودوي. انسان د ګردو طبیعي ځانګړنو پر خلاف چې نوموړی، سوکاله ژوند، خوراک څښاک او لګښت ته وربولي، نیوکه او سرغاړی کړای او زهد خپلولای شي. دا ددې نښې دی چې یوازې همدا موجود دی چې انتخاب کړای شي. سره له دې چې ګرد علتونه یې د یو بل څیز ټاکنې ته وربولي.
درېیم، انسان یو پنځګر موجود دی، له کوشني څیزه نیولي ته لویو لویو صنایعو او هنري اثارو پورې پنځولای شي، دا پنځونه د انسان په فطرت کې د پنځګر خدای د ځواک تجلا ده. یوازې انسان دی چې سازوي؛ نوځکه ځینې انسان، یو وزله سازی څاروی معرفي کوي؛ خو انسان، سازوونکی دی، نه یوازې وزلې، بلکې تردې ور ډېر.
د انسان سازونه په دې مانا ده، چې احساسوي اړتیاوې یې هومره تکامل موندلی، چې داسې څیزونه غواړي چې په طبیعت کې نشته. دا خپله ددې نښه ده چې انسان رامنځ ته شوی. انسان تر هغې چې د چاپيریال څیزونه ورته بسیا وي، یو طبیعي څاروی دی، د هغو عایدو په لټه کې دی، چې طبیعت یې هره ورځ ورکوي. په خپل تکامل کې داسې پړاو ته رسي چې د خپلو طبیعي اړتیاوو پرخلاف، اړتیاوې یې اندېښمنۍ، خوځښت او هڅو ته اړباسي، څه چې د اړتیاوو د لرې کولو لپاره غواړي په طبیعت کې یې نه مومي.
یعنې ښیي چې انسان دومره تکامل موندلی چې د طبیعت د شونتیاوو له ټولګې ډېر شوی دی؛ شونتیاوې یې او د اړتیاوو ننګېرنه یې د توکیز – مادي طبیعت د ځواکونو او پنځونې تر ټولګې پراخ او ډېر تکامل پیدا کړی دی او دلته د هایدګر په وینا، انسان «تنهايۍ او یوازېتوب» ته وررسي. انسان هله یوازېتوب ته وررسي چې ننګېري جنس یې د مادي طبیعت له جنسه نه دی او هله احساسوي چې ددې ځای (مېشت) نه دی، چې احساس کړي فطري جوړښت یې د نورو څارویو له جوړښت سره اختلاف لري او احساس کړي چې هیلې یې خپلې لوری ته راکاږي، چې په طبیعت کې نشته؛ نوځکه په پنځونې لاس پورې کوي. له یوې کوشنې سرېزې پیلوي، بام ته ورختل او الوت، غواړي؛ خو طبیعت وزرې نه دي ورکړي، پوړۍ جوړوي او بام ته پرې ورخېژي. له دې ځایه اوزار سازي پیلېږي تر سمندري بېړیو، الوتکو، فضایي بېړیو، سپوږمکیو او…. په صنعت کې پر مخ ځي.
صنعت، د هغه انسان د پنځونې ټولګه ده چې هڅه کوي طبیعت په خپلې ولکه کې کړي او زیار باسي چې د پنځونې په ډېرو شونتیاوو، څه چې په طبیعت کې شته؛ خو په اسانۍ یې لاسرسی ورته نشته، ترلاسه کړي: په ځمکه کې تېل شته؛ خو طبیعت چې کومې شونتیاوې ورکړي ګټنه ترې نشي کړای؛ نو د کندنې او چاڼولو صنعت نوي امکانات ورکوي چې طبیعت ورکړي نه دي.
دویمه پنځونه، بل ډول ده. دا پنځونه هنر دی او دلته دا تعریف «انسان اوزار سازی څاروی دی» ټکنی کېږي او دا یو له الهي تجلیاتو ځنې دی چې د انسان روح یې لري. هنر – کټ مټ د صنعت په څېر – په طبیعت کې د انسان د پنځونې او خلاقیت د وړتیا او استعداد تجلا ده. صنعت د هغه څه لپاره د انسان پنځونه ده، چې په طبیعت کې شته،او تر لاسه یې کړي. حال دا هنر، هغه څه ته د انسان پنځونه ده چې اړتیا ورته لري، چې ترې برخمن شي؛ خو په طبیعت کې نشته. نو هنر، تر صنعت ورهاخوا د انسان یو کار دی، چې طبیعت، دهغه څه له مخې غواړي؛ خو په طبیعت کې نشته، وپسولي. او هڅه کوي چې په طبیعت کې پیدا شوې نیمګړتیا او په طبیعت کې چې خپل روحي تکامل او اړتیا احساسوي، په هنري پنځونه یې جبران کړي؛ نو هنر دادی: د طبیعت د کار غځېدا، طبیعت ته هغه څیز ورکړې چې ته انسان یې باید ولري، خو نه یې لري. نو سازونه او هنرمندي یعنې پنځونه د انسان یوه له ځانګړنو ځنې ده چې د انساني روح درېیم اړخ دی.
نو دې تعریف ته ور رسوو: هغه انسان چې پرې ګړېږو (او باید ټول هماغسې شو او باید ډېر ژر او ورځ تر ورځې په انسانېدو کې تکامل ومومو، او دا په ښوونه او روزنه، ټولنه، فرهنګي ژوند او ټولنيزو اړیکو کې مو د کار لوری ټاکي) دادی: یو درې اړخیز موجود، د درېیو وړتیاوو درلودونکی موجود؛ لومړی، د ځان، نړۍ او د ځان او نړۍ د اړیکې په اړه پوهه او آګاهي (ځان او نړۍ حسول، په نړۍ کې خپل مقام او دریځ موندل او یوازې انسان دا پوهه لري)؛ دویم، ټاکنه، انتخابول او ازادتوب؛ درېیم په صنعت یا هنر کې پنځونه ده.
نو دا ازاد ځانخبری پنځګر، انسان دی. او وینو چې دا درې صفات او ځانګړنې، د خدای تعالی ځانګړي صفات دي. خدای تعالی، ځانخبری وجود او پنځګر دی. هغه انسان چې په اړه یې خبرې کوو او خدای ته ورته دی؛ همدغسې دی. د شرک په مشبهه اصطلاح خبرې نه کوم «شبیه» په دې مانا ده چې انسان یو موجود دی، چې د طبیعت پر خلاف، ددې وړتیا او استعداد لري چې په ځان کې د خدای تعالی برجسته صفات وکري، وپالي او تکامل ومومي. « وتخلقوا باخلاق الله؛ ځانونه په الهي خویونو وپسولئ» په دې مانا ده چې د خدای خوی خپل کړئ؛ یعنې داچې انسان پر ځمکې د خدای ځایناستی کېږي؛ (البته) انسان، نه بشر. بشر خو د خدای ځایناستی کېږي نه. دا انسان دی چې د ګرد طبیعت پر خلاف داسې موجود کېدای شي، چې سرغاړي کړای شي، انتخاب او ټاکنه کړای شي، هم پوهه او آګاهي پیدا کولای شي او هم له طبیعت سره سره، پنځونه کړای شي. دا کار په مطلق ډول، خدای کوي او انسان یې په خپل نسبي برید کې تر سره کوي.
اوس، دا ځانخبری، ټاکونکی پنځګر په څلورو زندانونو کې راګېر کړی، چې په ژوند کې د انسان د ځانخبرۍ، ټاکنې او پنځونې خنډېږي. متأسفانه د ننني انسان ستره فاجعه داده، ایدیالوژۍ څومره چې د انسان اړتیاوې ورپوره کوي، او نسبي ځانخبري ورکوي او بشري ټولنو ته تکامل او قدرت ورکوي؛ خو خپله انسان هېروي او دا یوه ستره فاجعه ده.
«توکیزواله – ماتریالېزم» د انسان جنس او ذات ماده بولي. په همدې لومړي تعریف کې یې د مادیتوب په تکاملي چوکاټ کې را ایساروي. که انسان یوازې او یوازې ماده وي؛ نو شونې نه ده، چې د مادیتوب تر اړخونو ور ډېر، تکامل ومومي او دا په مادي ښکارندو او د مادیت په اړخونو کې د انسان د تکاملي بهیر محدودول دي، « پنځواله – نیچرالېزم» د انسان یو بل قرباني کوونکی دی چې پر اتلسمه او د نولسمې پېړۍ تر لومړیو یې ډېره وده وکړه.
دا ښوونځی وايي، اصالت د طبیعت په نامې په یوه ژوندي موجود پورې ناځانخبری اړوند توب دی (یعنې طبیعت اصل دی) او انسان هم د ژوندي طبیعت یو ناځانخبرې کرنه او جوړونه ده. نوځکه انسان څنګه یې چې طبیعت جوړوي، جوړ کړی دی. نو له همدې مخې، که ځان ازاد احساسوم، ټاکم، یو څیز جوړوم؛ نو داسې یې جوړوم، ټاکم او پوهېږم چې طبیعت مې د پوهېدنې، ټاکنې او جوړونې قدرت جوړ کړی دی. نو دلته یې بیا انساني ازادي په هغو شونتیاوو کې را ایساره کړې چې د طبیعت د انسان سرشت، خټې او استعداد ته ورکړې ده: یعنې انسان په طبیعت کې د یوې راټوکېدلې ښکارندې په توګه بولي؛ خو تر نورو ښکارندو ډېر متکامل او نه یې له ډوله. همدا محدودیتونه دي چې «زما» ازادي، د هغه موجود په توګه چې خپله فکر، اراده او پنځونه کړای شم، قرباني کوي. د «هایدګر» یا؛ «کې یرکه ګارد» یا »سارتر» اګزیستانسیالېزم، چې بې له «کی یرکه ګارد» نور غیر الهي او له متافیزیکي ګروهې سره مخالف دي.
سارتر وايي: انسان یو موجود دی چې فطرت او جوړښت یې د طبیعت له ګردو موجوداتو سره مخالف او توپیر لري؟ دا ډېره هېښنده ده چې سارتر پر خدای او متافزیک ګروهن نه وي، او په عین حال کې انسان بې له طبیعي موجوداتو بولي، نه یوازې بې له طبیعي موجوداتو؛ بلکې ضد یې بولي او وايي؛ د ټولو طبیعي موجوداتو لومړی یې منځپانګه جوړه شوه یا جوړه شوې وه او روسته شته شوي دي، د انسان پر خلاف، چې ړومبی شته شوی او روسته یې منځپانګه رادبره شوې ده. ولې دا وايي؟ ځکه په وینا یې: «خدای چې ونه منو، ناچار یو انسان په مادیت او په طبیعي طبیعت او یا مادي طبیعت کې ورساز او ورځار کړو»؛ په پایله کې انسان مو قرباني کړی، انسان والی مو قربان کړی دی. ناچار یو دغسې څیز سازوي چې د ګردو موجوداتو منځپانګه پر وجود او شتونه یې ورمخکې ده؛ خو د انسان پر خلاف چې شتون یې پر منځپانګې ور وړاندې دی.
په دې مانا څوک یو میز جوړوي؛ نو لومړی خو مېز نه وي. ترکاڼ پوښتي «څه جوړوې؟» وايي: «مېز»؛ وايي: «مېز څه دی؟» ورته وايي: «میز داسې یو څیز دی چې څلور پښې لري او پر سر یې یو تخته وي او رنګ یې هم دادی». دا د مېز د منځپانګې خبرې دي، حال دا تر اوسه میز شتون پیدا کړی نه دی. روسته په تېشه، اره او لرګي مېز سازوي، او په دې حال کې ترکاڼ د مېز شته منځپانګې ته – خو تر اوسه خپله مېز شتون نه لري – شتون ورکوي.
خو انسان ددې اپوټه دی. ړومبی یې وجود پیدا شوی؛ همدا اوسنی بشر څه دی؟ هېڅ! تر اوسه معلوم نه دی! خو شته! څرنګه؟ څرنګوالی یې روسته معلومېږي او په دې پورې تړاو لري چې ځان پخپله څرنګه جوړ کړي.
د نورو موجوداتو پر خلاف چې څرنګوالی یې لومړی معلوم دی او روسته شتون مومي؛ خو دادی انسان معلوم نه دی چې څه دی؛ شتون شوی؛ خو د یوې ارادې درلودونکی دی چې د ځان بې بڼې خمبېرې ته څنګه چې غواړي اړخ ورکوي، رنګوي یې، بڼه او جنس یې ټاکي؛ یعنې تر خپل شتون روسته خپله منځپانګه سازوي. دادی چې طبیعت یا خدای، شتون راکړی؛ خو باید خپله منځپانګه په خپلې ارادې سازه کړو؛ ځکه د سارتر په وینا، که له انسانه اراده او ټاکنه واخلو؛ نو انسان مو له انسانه اخستی او ورپسې، ګرد څیزونه یې نړېږي. د سارتر ډار هم په همدې پار دی- او سم ډار هم دی – که ماتریالېزم یا نیچیریالېزم مبنا ونیسو – لکه چې نن یې نیولې ده – خود په خوده انسان مو د متحجرې تمېدنې (او بودن) په چوکاټ کې را ایسار کړی دی. او څوک چې انساني تکامل په یوه برید کې تم وبولي؛ نو انسان والي ته یې خیانت کړی دی.
د «وحدت الوجود» لارویان هم انسان قرباني کوي، حال داچې، دا یو خدای پرستانه ایدیالېزم دی. وحدت الوجود یا الهي جبر(Providence) چې ځینې اسلامي جبریون پرې ګروهن شوې دي، په هندي فلسفه او ځینو تصوفي ډلو کې یو جبر دی او همداراز په کاتولیک مذهب کې: خدای تعالی څنګه یې چې د خپلې هستۍ اقتضا او غوښتنه ده، هر څوک جوړ کړی او دده څرنګوالی، اراده، بدي او ښوالی یې مخکې مشخص کړی او په تندي کې یې ورته لیکلي او کله چې نړۍ ته راځي د ورلیکل شوي څيز بل څه کېدای نشي او نه هم کېدای شي. دلته هم انسان له انسانه د وړاندې یو جبر قرباني کوي. حافظ (رح) وايي:
چو قسمت ازلی بیحضور ما کردند – گر اندکی نه به وفق رضا است خرده مگیر
« د ازل برخې بې زموږ له شتونه ترسره شوې دي، که لږې هم زموږ په خوښه نه دي؛ نو نیوکې مه کوه» یعنې غږ یې درته کړی نه دی «ښاغلیه، دغسې دې خوښه ده یا هاغسې!؟» خپله یې جوړ کړي یو، څنګه یې چې خوښه وه، روسته یې د ځمکې پر مخ خوشې کړي یو، اوس څنګه چې یو؛ نو یو! اجازه یې اخستې را څخه نه ده، چې څنګه اوسو! اختیار یې راکړی نه دی. د یو بل شاعر په وینا، که دا فلسفه سمه وي؛ نو وایو:…. که «ټول یې» نه زموږ په خوښه دي، نیوکه مه کوه! ځکه جبر دی. د جبر پر وړاندې څه کړای شو؟ ان ګوتنېونه غلطه ده. لکه د البرکامو نیوکه چې وايي: «زه نیوکه کوم»؛ وايي پر چا؟ پر خدای؟ ایا خدای منې؟ وايي نه؛ وايي نو پر چا نیوکه کوې؟ که یو ناځانخبری طبیعت شتون لري او موږ هم ناځانخبري جوړ او راټوکېدلي یو، پر چا نېوکه کوې؟ یوازې پر یو پازوال انسان یا مسوولیت نیوکه وکړو، ته خو په نړۍ کې مسوولیت نه منې، خوشې نیوکه کوې؟! روسته یو بل څه وايي: نیوکه کوم؛ وايي، څه ته او پر چا؟ وايي پر هیچا. بېلګه یې په هوا کې د یو انسان سوکان وهل دي! روسته وايي: «زه نیوکه کوم؛ ځکه نشم کړای چې نیوکه ونکړم»! کله چې الهي مشیت بې د انسان له ارادې او ټاکنې وي؛ نو انسان مسوول نه دی. او کوم انسان چې مسوول نه دی، انسان نه دی.
دا د نولسمې پېړۍ خبرې وې. نولسمه پېړۍ د ماترلېزم، اتلسمه پېړۍ د نیچریالېزم او منځنی پېړۍ د الهي مشیت او جبر پېړۍ وې چې مسیحیت تبلیغاوه. روسته مادي او طبیعي جبر راغی او دا جبر یې له منځه یووړ او بل جبر یې ځایناستی کړ. په منځنیو پېړیو کې مسیحي ملایانو ویل، داسې جوړ شوي یوو چې خدای غوښتل، له ځانه مو څه اراده نه درلوده. اوس (نولسمه پېړۍ) دو هم همدا وايي؛ خو د خدای پر ځای یې، طبیعت او ماده ایښې ده، یعنې زموږ اربابان یې بدل او راټیټ کړي دی؛ یعنې اربابان مو طبیعت او مادې ته راټیټ شوې دي!
په شلمې پېړۍ کې «ماتریالېزم» یو مخې ګوډ دی او له علمي پلوه یوه تکیه ګاه کېدای نشي او ترده وړاندې «نیچریالېزم» یو مخې له منځه تللی و؛ ځکه په اتلمسې پېړۍ پورې اړوند و. «ایستورېزم»، « سوسیالوژیزم» او «بیولوژېزم» درې نور ښوونځي دي چې انسان د یو ځانخبري ټاکونکي په توګه نفې کوي. ایستورېزم په دې مانا چې انسان او ګرد انساني وګړي – هر څوک، هر «زه» – هغه توکې دي چې تاریخ جوړ کړې دي. څرنګه؟ څنګه یې چې تاریخ غوښتل. نو زه چې دا ځانګړنې لرم، ددې تاریخ په پار دی چې له وړاندې مې تر ابدیته غځېدا لري.
د افغانستان او اسلام تاریخ یو له بل سره اوبدل شوي چې زموږ تېر تاریخ یې جوړ کړی او تر ننه رارسېدلی؛ زه هم نړۍ ته ددې تاریخ په انتها کې راغلی یم، وده مې کړې او پالل شوی یم، کومې ځانګړنې چې لرم خپل تاریخ راکړي، او که د فرانسې د ستر انقلاب، رنسانس، منځنیو پېړیو او یا اوسني لویدیځ د تاریخ په انتها کې وم؛ نو بله ژبه، فکر، ننګېرنې، اخلاق او چلن مې درلود. نو هغه «زه» او د «زه» دوه انسانه دي؛ ځکه دوه تاریخه لري. نو ځانګړنې مې د تاریخ د اصالت په نامې د یوې ارادی په لاس کې دي، چې زما په واک کې نه دي. نو په خپلې خوښې ټاکنه نشم کړای؛ بلکې څنګه چې تاریخ غواړي ټاکنه را کې کوي.
اوس چې په هېواد کې په دري یا پښتو خبرې کوو، دا یو تاریخي جبر دی، چې منلی مو دی او له مخې یې هرومرو ګړېږو او چاره مو ترې نشته. اسلام مو چې خپل کړی، موږ انتخاب کړی نه دی، تاریخ ټاکلی دی او په ټاکنه کې یې برخوال نه وو. په داسې چاپیریال کې پیدا کېږو، زیږېږو او وده کوو، چې تاریخ جوړ کړي دي. لکه څنګه چې د پوټکي رنګ مو طبیعت راکوي او موږ ټاکلی نه دی، د روح رنګ مو هم تاریخ راکوي او موږ ټاکلی نه دی.
بل جبر، سوسیولوژېزم دی. سوسیولوژېزم یعنې ټولنپوهواله. دا ښوونځی وايي، چې طبیعت را کې اغېزمن دی؛ خو ډېر نه. سمه ده چې تاریخ په انسان او جوړښت کې یې اغېزمن دی؛ خو نه دومره. څه چې په رښتیا ما سازوي، زما ټولنیز چاپیریال او پر ما واکمن ټولنیز غونډال دی. زه، که سخاوتمندیم یا ډېر غیرتي او له ولولو ډک، دلیل یې دادی چې په ځمکواکۍ – فیوډالېزم کې مې وده کړې، که څه پېسې لرم، په دې پار دي چې په یو بورژوازي نظام کې مې وده کړې، که یو اس سپوری او مېړنی یم لامل یې دادی چې په یو ځان ځاني او ټبریز نظام کې رالوې شوی یم؛ او که بل ډول یم، دلیل یې دادی چې په یوه بل نظام کې وم.
تولنیز نظام یعنې ټولنيزې اړیکې، تولیدي اړیکې، د مالکیت نظام، د تولید وزلې او په ټول کې طبقاتي اړیکې او پر ټولنه مې واکمنه بڼه، دا ګرد سره ټولنه سازوي، او هغه عوامل دي چې د خپل هوډ له مخې ما انساني وګړی سازوي. نو کله چې بدېږم؛ دا نو ټولنیز چاپیریال دی چې بدي را کې پیدا کوي یا انتخابوي، او کله چې ښه کېږم؛ دا ټولنیز چاپیریال دی، چې ښه یې را کې پیدا کړي او وربللی یې یم. زما نه دي. په سوسیالوژېزم کې وګړی نشته؛ انسان پکې د یو «زه» په توګه ټاکونکی کېدای نشي. هر څوک هاغسې دی چې ټولنه یې جوړوي. نو هر کس انسان نه دی؛ ځکه ځان انتخابولای نشي. انسان هغه دی چې ویلای شي «زه»، «خپله». انسان هغه دی چې ویلای شي « دا مې ددې دلایلو په پار ټاکلی دی»، او سره له دې کولای شي انتخاب یې نه کړي. خو بیا یې هم انتخابوي. دا پړاو، د انسان والي پړاو دی.
مولوي بلخي(رح) وايي:
این که گوئی این کنم یا آن کنم – خود دلیل اختیار است ای صنم
«داچې وايې دا وکړم یا هغه؛ نو ای صنمه، دا خپله د اختیار دلیل دی»
خو سوسیولوژېزم وايي، دا شکمني ټولنې درکې پیداکړې ده. ځینې ټولنپوهنیز او ټولنیز عوامل دې ټاکنې ته وربولي او د چاپېریال ځینې عوامل دې، د بل څیز ټاکنې ته اړباسي. او داچې اوس په دوو ټولنيزو عواملو کې راګېر یې شکمنېږې. اوس یو شمېر شکمن دي چې دیني وي یا بې دینه؛ کوم یو وټاکي؟ وايي دا شک په دې پار نه دی چې ته دین یا بې دیني ټاکلای شې؛ بلکې یو لړ ټولنیز عوامل دې دینداروي او یو شمېر نور عوامل چې له لویدیځه ټولنې ته مو راننوتي او په تاکې هم شته، له دینه دې لرې کول غواړي. نوځکه ددې عواملو په لاس کې یو لوبڅی یې، که دین وټاکې، معلومېږي چې دیني ټولنیز عوامل درکې بریالي شوي او که بې دیني دې خپله کړه؛ نو معلومېږي چې وارداتي عوامل پر سنتي عواملو برلاسي شوي دي؛ نو د هغه تصمیم ګوډاګی یې چې ستا ټولنیز نظام یې، په تا کې نیسي. نو «زه» او «ته» شتون نه لرو.
روستی جبر بیولوژیزم دی؛ یعنې د ژوند د پوهنې اصالت. دا جبر هڅه کوي چې انسان د ماتریالېزم له وچ کلک چوکاټه تر یو بریده اوچت کړي او دا راښیي چې د شلمې پېړی عالمان د نولسمې، اتلسمې او لسمې پېړیو په ماتریالېزم انسان ته مخونه ورکولای نشي. بیولوژېزم د انسان د فزیولوژیک (بدني) او پسیولوژیک (اروايي) ځانګړنو د ټولګو اصالت دی، چې دا ټولګه په یو ډېر متکامل پېچلي او بدنه کې، انسان جوړوي. او هر څوک د هغو قوانینو له مخې، چې بیولوژي یې جوړوي، ژوند کوي. سمه ده، چې د بیولوژېزم سطحه تر ماتریالېزم او نیچریالېزم ورپورته ده او انسان تر یوې طبیعي یا مادي عادي ښکارندې اوچت ګڼي؛ خو انسان یې د یو ازاد ځانخبري په توګه نفې کړی دی.
کله چې وایم «زه»؛ نو زه د خپلو بیولوژیکو ځانګړنو ناځانخبرې او مجبور لوبڅی یم؛ نو زه، نه یم لکه وايي، ډنګر انسانان ځیرک او هوښیار وي او چاغ لورین وي. نو معلومېږي څوک چې هوښیارتیا کوي، د ځان یې نه ده، د بدن په وزن پورې یې اړه لري! او هغه انسان چې لورنه کوي، نباید منندوی ترې اوسو، د ګېډې ځانګړنه یې ده، د خپل انسانیت ځانګړنه یې نه ده، خپله بیولوژیکي بڼه یې غواړي ولورېږی او له آره په اړه مو لورېدای نشي. وینو، بیولوژېزم په عین حال کې چې ادعا کوي د نولسمې پېړۍ پر خلاف یې نننی انسان تر ډېره بریده اوچت ګڼلی؛ خو وینو د خدای په اخلاقو پسوللی انسان چې د دین موخه ده، نفې شوی دی.
څلور زندانه درته څرګند شو. ددې څلور بېلابېلو ښوونځیو ټولګه په څلورو جبرونو کې لنډولای شو:
لومړی، ارادې والا ځانخبری پنځګر انسان، په ړومبي جبر کې بندي او راګېر دی: د طبیعت جبر، چې نیچریالېزم ډېره ډډه پرې وهي، چې تر ډېره بریده سم هم دی.
دویم جبر، د تاریخ جبر دی، چې د تاریخ فلسفه ډډه پرې وهي. امرسون پوښتي: «تاریخ څه دی؟» وايي: «کوم څیز تاریخ نه دی؟ هر څه تاریخ جوړ کړي دي». د تاریخ اصالت دادی: زما تاریخ زما د څرنګوالي او منځپانګې پنځګر، دی. تاریخ مې په لاس او واک کې نه دی؛ نو په خپل واک کې نه یم.
درېیم، سوسیولوژېزم – د ټولنې اصالت – دی. د دې ښوونځي ویینه داده چې وګړی شتون نه لري او دا ټولنه ده چې وګړی جوړ وي.
زه نیچریالېزم، ایستورېزم او سوسیولوژېزم نه نفې کوم، درې واڼه منم؛ خو په دې مانا یې منم چې انسان – آریز ټکی همدلته دی – انتخاب او ټاکنه کړای شي. دا موجود د خپل تکامل په بهیر کې، واقعاً طبیعي او مادي ښکارنده ده، واقعاً د تاریخ جوړه ښکارنده ده، واقعاً د خپل چاپېریال او ټولنې یوه جوړه ښکارنده ده؛ په یوې ټبرېزې ټولنې کې، د ټبریز بڼه پر وګړیو ځانګړې روحي او اندیزې اغېزې پرېباسي، او څوک چې ټبریز څه اند کوي، دلیل یې دا نه دی چې د ژوند دا بڼه یې انتخاب کړې ده، هیچا انتخاب کړې نه ده، دا یو ځانګړی ټولنیز او تولیدي نظام و، چې دوی یې له ناچاری کېږدۍ مېشتي او بېدیا ګرځي کړي وو، تولیدي نظام یې تقاضا لري، او طبیعي نظام لامل شوی چې یو شمېر پر ښکار لګیا او ښکاریان شي او په ځنګلونو کې ژوند وکړي، یا ټبرونه نورې ځانګړنې پیدا کړي او روسته د کرنې پړاو ته ورننوځي او په کرنیز پړاو کې مېشت شي او کله چې کلیوال او ښارمېشتي شول، نورې ځانګړنې، اړیکې، دودونه، اخلاق او روحیات یې توپیر مومي، او دا توپیر یې د انتخاب په پار نه؛ بلکې د تولیدي نظام د بڼې له لامله دی، چې دا ځانګړنې یې ورته غوښتي، یعنې بشر واقعاً هاغسې جوړ شوی چې طبیعت جوړ کړی او واقعاً هاغسې دی چې تاریخ یې جوړوي او واقعاُ هاغسې دی چې ټولنه یې سازوي، او که چاپیریال بدل کړي؛ نو انسان ادلون بدلون مومي.
یو تکړه قالین اوبدونکی استاد وبلل شو چې په زندان کې جنايي مجرمانو ته قالین اوبدنه ورزده کړي (ځیر شئ چې انسان څومره روزنیزې وړتیاوې لري او په څرنګوالي کې یې څومره بهرني عوامل اغېزمن دي). استاد وايي څوک چې تکړه قالین اوبدونکی شو؛ نو له زندانه د خوشې کېدو اجازه ورته اخلم. په دوی کې یوه دا مقام تر لاسه کړ او خورا هنرمند انسان ترې راووت، زه به کله یو څنډې ته ناست وم او عارفانه اشعار مې ویل او دې راته غوږ نیولی و، او ژړل به یې؛ نو هاغسې سخت زړی پر دغسې نرم زړي واوړېد. نو یو بهرنی لامل و چې هاغسې تاوتریخوالی یې ورتپلی و، ټولنیز نظام یې توپیر درلود او اوس یې چې چاپېریال توپیر موندلی، دا لطافت پکې رادبره کړه، نباید په دې لطافت کې منندوی اوسو او نباید په هغه تاوتریخوالي کې یې هم وغندو. دا یعنې سوسیولوژېزم او سم هم دی.
له نیچریالېزمه څنګه راوتلی شو؟ پردې تر ټولو څرګندنو پوهېدای شو؛ ځکه اوس له دې ښوونځي د ژغورنې په پېر کې یو. اوس له دې ښوونځي د ژغورنې په پېر کې یو. اوبه او هوا، پر موږ د طبیعت یو جبر و. په بېدیاوو کې اوسېدو، بېدیانۍ اوبو او هوا سختې اغېزې راباندې درلودې، د سیند پر غاړه بل ډول کېدو، په ختیځ کې یو ډول او په لویدیځ کې بل ډول. غرنیز شرایط د وچې تر شرایطو توپیر درلود او متفاوت یې رادبرولو. خو نن وینو، صنعت او نوي تمدن، انسان هره ورځ د ښکارندو او د طبیعت د ځواکونو له جبر او تپنې، لا ډېر آزادوي. نن کوم انسان چې د آفریقا په بېدیا کې ژوند کوي، سره له دې چې طبیعي شرایط پرې ورتپل شوي؛ خو بیا هم ژوند ته یې شرایط چمتو او مدرن ښارونه یې جوړ کړي او د یو شمالي امریکايي په څېر ژوند کوي.
او دا راښیي چې انسان په عمومي مانا د جغرافیا یا طبیعت له جبره ژغورلېدای شي. د انسان یو له جبرونو، د ځمکې جاذبه وه، چې په ځمکې پورې ورنښولې و او دا د ځمکې جاذبه دومره را ته طبیعي وه، چې د خپل بدن برخه مو ګڼله، انګېرله مو، چې د خپل وزن له لامله پر ځمکه ورنښلوو او وزن مو د ځان برخه ګڼله؛ خو نن دا جبر مات شوی او انسان سپوږمۍ او فضا ته تلی راتلی شي. نن د اقلیمي کرنې د تولید د جبر بندیان نه یو، وینو چې په هر موسم کې کرنیز پیداوار ترلاسه کولای شو؛ نو څومره چې تکامل او تمدن پر مخ درومي، له جبرونو ښه راوتی شو. هغه انسان چې یوازې په ځانګړي شرایطو کې یې د سیند پر غاړه او ځنګله کې ژوند کړای شو او که دا شرایط نه وو، نو مړ کېده؛ خو نن په بېدیا کې چې ان بوټی له راټوکېدو ډارېږي، ستر صنعتي تمدن پیلولای شي. دا، د طبیعت له جبره راوتل دي.
انسان په کومه وزله د طبیعت له جبره راوتی شي؟ باید د طبیعت جبر پر طبیعت واکمن قوانین او پر انسان د طبیعي جبري قوانینو اغېز وپېژني چې ترې رابهر شي. ددې څیزونو پېژندنه علم او پوهه ده او طبیعت پېژندنې یا علم، انسان ته شونتیا ورکړې چې د پنځګرۍ په وړتیا او هغه علمي پېژندنه چې لارښوونه ورته کوي، ټکنالوژي سازه کړي. ټکنالوژي یوازې یو کار لري؛ انسان د طبیعت له جبره ژغوري.
پر ټکنالوژۍ ټکې او نیوکې کېږي چې انسان یې مسخ او قرباني کړی – او رښتیا هم ده – خو همدا تخنیک انسان ژغورلای شي. انسان د خپلو خوړو، اغوستن او کور لپاره مجبورو په شواروز کې لس دولس ساعته کار وکړي. باید جبراً یې کار کولی، دا لومړی جبر و؛ طبیعي جبر تکنولوژي د پیداوار کچه لوړوي او د کار ساعت له دولسو ساعتونو ځنې یو ساعت ته راټیټوي او انسان یوولس ساعته ازادوي. خو نن وینو له ننني انسان سره چې تکنالوژي ده تر تېر بې تخینک انسانه ډېر کار کوي. لامل یې صنعت نه؛ بلکې بورژوازي ده چې د صنعت تر پیداوار ډېر، د انسان لګښت زیاتوي او پر انسان تصاعدي لګښت ورتپي؛ نو تخنیک یو ژغورندوی لاس دی چې انسان د علم په مرسته، له پرېمانه عواملو چې د انسان پر ازادي د باور راوړي آزادوي.
څنګه له دویم زندان یا د تاریخ له جبره ازادېدو شو؟ لارې چارې یې دادي:
انسان باید وپوهېږي او حس کړي چې د تاریخ په نامې د یو ستر ځواک لوبڅی دی. که وکړای شي په تاریخ پوهنې او یا د تاریخ په فلسفې، د تاریخ حرکت او د تاریخ پر حرکت واکمن قوانین راوسپړي. او که رابرسېره کړي چې تاریخ کوم عوامل لري او دا عوامل څرنګه «زما» انسان او د نورو انسانانو په فکري، ارادي احساسي او اخلاقي جوړښت کې اغېز لري؛ نو ځان د تاریخ له زندانه ازادولای شي اوس وینو انسان لږو ډېر، دې پړاو ته وررسېدلی دی. اوس په آسیا، آفریقا او لاتیني امریکا کې، ټولنې پېژنو چې د تاریخي بهیر د حرکت له نظره یې، څو پړاوه، بې له تېرېدو او په یوه ټوپ، شاته پرېښي دي.
په دې مانا چې د تاریخي پړاوونو له مخې، دا ټولنه د پېړیو په تېرېدو، له لومړي پړاوه دویم ته وررسي، او جبراً روسته باید درېیم پړاو ته ورسي، ورپسې څلورم، پنځم او…. ته. دا د ټولنې د تاریخ حرکت دی. لکه یوه ټولنه چې په درېیم پړاو کې ده؛ نو معلومېږي چې جبراً باید څلورم پړاو ته ورسي، روسته پینځم او ورپسې شپږم ته. خو همدا ټولنه، څومره چې تاریخي ځانخبري مومي او څومره چې د ټولنې روڼ اندي وپوهېږي چې اوسنی ځانګړی تاریخي پړاو یې څرنګه دی، ټولنه د تاریخي جبر له درېیم پړاوه په یوه ټوپ بې له دې چې څلورم او پینځم پړاوونه ووهي شپږم پړاو ته ورلېږدولېږي.
دا، د یوې ټولنې پر تاریخي حرکت د علت او معلول جبر واکمني ده او باید جبراً ګردې ټولنې دا پړاوونه ووهي، چې شپږم پړاو ته ورسي. ټولنې د تاریخ په اوږدو کې همدغسې وې، او د همدې تاریخي حرکت له مخې یې حرکت کاوه. خو اوسنی انسان څومره چې تاریخي ځانخبري مومي، تاریخ پېژني، د تاریخ حرکت راسپړي، ځان د تاریخ له جبري حرکته څنډې ته کوي او روسته یو له دې تاریخي پړاوونو په خپله خوښه ټاکي. دادی چې کله په نړۍ کې، داسې ټولنې وینو چې په کېږدیو کې یې ژوند کاوه او په ټبریز پړاو کې وې، د مریتوب په پړاو کې وې؛ خو ناڅاپه د تاریخ پر ضد په یوه انقلاب کې یې، ځانونه تر بورژوازۍ ورپورته یو پرمختللي پړاو ته ورسول. [تبصره: عربي متحد امارات، مالېزیا، سنګاپور، هانګ کانګ او… غوره بېلګې دي] دا د تاریخ پر وړاندې سرغاړي ده. دا، د تاریخ د حرکت په پېژندو او د تاریخ د جبري قوانینو په راسپړلو، د ټولنې خوشې کېدنه ده.
درېیم، د سوسیولوژي جبر دی. ګواهان یو چې په تېرو کې هر وګړی د خپلې ټولنې د اقتضا او غوښتنې له مخې روزل کېده. خو نن اپوټه، څومره چې ټولنپېژندنه پراخېږي، څومره چې ټولنيزې او طبقاتي اړیکې راسپړل کېږي، څومره چې د سیاست پر فلسفې او حکومت پوهېدنه زیاتېږي او څومره چې ټولنیزه ځانخبري ترلاسه کېږي؛ څومره چې د سیاست پر فلسفې او حکومت پوهېدنه زیاتېږي او څومره چې ټولنیزه ځانخبري ترلاسه کېږي؛ نو د «یاسپرس» په وینا، د ټولنو جوړ کړای شوي انسانان، د ټولنو پر جوړوونکیو انسانانو اوړي. په تېرو کې مو چې یوې ټبرېزې، فیوډالي یا روسته پاتې کلیوالي ټولنې ته کتل، ددې ټولنې وګړیو د خپل حکومتي نظام، دین، ګروهې او دودونو په هکله کوشنی شان ته اړنګ – شک نه درلود، او له آره یې درلودای نشو. دا یې د لمر او اسمان په څېر ابدي، تلپاتې، لایتغیر، لایزال، جبري او پر هر څه واکمن ګڼل. دا شک نه ورلوېده چې دین به یې ناسم وي او بل دین خپل کړو، یا ددې او هغه خان نظام او حقوق سم نه دی او پر وړاندې راپاڅوو، یو بل ډول ژوند کړای شو، له آره په ذهن کې یې دا پوښتنې نه ګرځېدې داسې سوچونه یې نشو کړای؛ ځکه داسې جوړ شوی و او داسې فکرونه یې کول؛ خو نننی انسان ځانخبری او آګاهانه خپل دین او لار ټاکلای شي؛ لکه چې آګاهانه یې نفې کولای شي.
دین یو له لاملونو او ځواکونو دی، چې ټولنه یې وګړي ته، وروړاندې کوي یا یې پرې ورتپي. خو نن انسان د دین او واکمنو ټولنیز نظامونو پر وړاندې، د واک او اختیار خاوند دی، نفې کولای، انتخابولای یا یې په اړه شکمنېدای شي. تولیدي، وټیز او مالکیتي نظامونه، دودونه، ټولنیزې او طبقاتي اړیکې، کورني او ډلییز حقوق او خوندونه نن د ځانخبري انسان پر وړاندې د تېرو په څېر نه دي چې نه ادلون بدلونکي واقعیتونه وي؛ بلکې د انسان تر څنګ ښکارندو په بڼه دي چې انسان یې په هکله فکر او هوډ کړای شي چې یې انتخاب یا نفې کړي. او وینو چې نفې کوي، بل انتخابوي، تغییر ورکوي، اصلاح رادبروي، انقلاب کوي، ټیپ تغییروي، دین بدلوي او له باطلو ادیانو حق دین ته ورمخه کوي. او دا ګرد راښيي چې ننني انسان له ټولنې یا درېیم زندانه لږو ډېره خپله ازادي تر لاسه کړی او د هری ورځې په تېرېدو یې لا ډېروي.
او انسان ځان د واکمن ټولنیز نظام له بنده په تولنپوهنه، په ټولنیزو علومو، د نظامونو د څېړنو له لارې او د ټولنيزو نظامونو په پر تلنې خلاصوي. او وینو چې انسان له درېیم زندانه هم په علم او د ټولنيزې مبارزې په تخنیک خوشې کېدای شي، کټ مټ لکه ټکنالوژي او ماشین چې له طبیعت سره د مبارزې وزله ده؛ ځکه ایدیالوژي هم د ټولنپوهنې د علم له مخې او په وسیله یې له ټولنيزو نظامونو سره د مبارزې ټکنالوژي ده.
نو، انسان له لومړي بنده، د طبیعت له بنده خپله ځانخبري، اراده او پنځګري د طبیعت پېژندو یعنې علم له لارې ترلاسه کوي. له دویم بنده، ایستورېزم، د تاریخ فلسفې په پېژندو، د تاریخ د علم یا د تاریخ د جبر د استخدام له لارې، خپل خلاصون ترلاسه کوي. او له درېیم بند، سوسیولوژېزم او د ټولنیز نظام له زندانه هم، وګړي په علم؛ خپل خلاصون تر ګوتو کوي او د خپلو ټولنيزو نظامونو سازوونکی کېږي. څلورم زندان، بدترین زندان دی او انسان یې پر وړاندې خورا بېوسې او عاجز زنداني دی. او دا د «ځان» زندان دی، او هېښنده خو داده چې انسان د تاریخ په اوږدو کې له درې ګونو زندانو نو خپله ژغورنه ډېره تأمین کړې ده او اوس تر ټولو وختونو له دې درېیو جبرونو خلاص دی او تر همیش ډېر پرې ورلاسبری دی؛ خو اپوټه د څلورم جبر؛ یعنې د «ځان» زندان پر وړاندې، له هر وخته، ان له هغه پېره چې انسان ټکنالوژي نه درلوده، پر طبیعي علومو ټولنپوهنې او د تاریخ پر فلسفې نه پوهېده، خورا بېوسی او عاجز دی.
او روسته، د څلورم جبر بندي، دننني انسان «بودن او شته وضع او تمېدنه» ده، چې له لومړي، دویم او درېیم زندانه خوشې کېدنه یې چټي او عبث کړې ده. نن، د طبیعت، تاریخ او ټولنې له زندانونو خوشی شوی انسان، پوچۍ ته وررسي. ولې؟ دا ځکه هغه انسان چې د څلورم زندان زنداني دی، له درېیو لومړیو زندانونو چې راخلاص شي، دا یې لومړی بدمرغي ده؛ ځکه د یو لیکوال په وینا، یو انسان ته چې په یو جبر کې ویده (او پروت) دی، د «نه پوهېږم څه وکړم» کړاو نشته؛ ځکه څه کار نشي کړای؛ خو ننني انسان تر همېش ډېر دا وسمني لري چې «څه وکړي». تر همېش ډېر لږ پوهېږي چې «څه باید وکړي»؛ ځکه هغه انسان چې له دې درېیو زندانونو خوشې شوی، پر طبیعت، تاریخ، برخلیک او د بشریت پر راتلونکي تقدیر یا پر خپلې ټولنې برلاس او مسلط شوی؛ خو همدا انسان د ځان بندي او اسیر دی.
او ولې له خپل زندانه راوتی نشي؟ ځکه راوتل ترې ستونزمن دي؛ ځکه لومړیو درېیو زندانونو، زما پر شاوخوا څلور دېوالونه درلودل او زه یې پکې بندي کړی وم؛او له خپل بندیتوبه به هم خبر وم. پوهېدم چې د جاذبې قوه مې الوت ته نه پرېږدي او ځنګل و؛ ان کله چې بدوی وم دا پوهه مې درلوده. پوهېدم دلته چې سیند او ځنګل و، اړ وم چې ښکاري شم، په تېرو کې مې، دا جبرونه احساسول. خو څلورم زندان، کوم دېوال را نه چاپېر کړی نه دی، یو زندان دی چې له ځان سره یې ګرځوم؛ نوځکه یې په هکله ځانخبري او پېژندنه تر ګردو ستونزمنه ده. دلته زنداني او زندان یو دي، رنځوري او رنځور یو شوې دي؛ نو په همدې پار له دې رنځورۍ رغېدنه ستونزمنه شوې ده. بله ستونزه په دې پار ده چې انسان په علم د تاریخ طبیعت او ټولنې له بنده راوتی شي؛ خو په علم د ځان له بنده راوتی نشي.
ځکه دا عالم (پوه)، خپله، بندي دی. خپله دا پوهه او علم، د یو بندي پوهه ده. دا دی چې دا «خود» وايي، داسې نه احساسوي، هغه «زه» چې ازادي مې ده په ځان کې یې ښخه ده. هغه (ځان یو مطلق انسان ننګېري) مومي چې باید د طبیعت ، ټولنې او تاریخ له بندونو خوشې شي، او خوشې کيږي؛ خو پوچۍ ته وررسي. دلته یو فورمول در وړاندې کوم.
یو قانون شته چې د آدم له پیدایښته تر ننه صادق دی. انسان یوازې او یوازې په خپل مادي ژوند کې، دا لار وهي او هغه داچې انسان، ړومبی اړتیا لري، روسته سوکالي ترلاسه کوي، ورپسې سوکالي پر پوچۍ، پوچۍ پر سرغاړۍ او په پای کې سرغاړي پر زهد پالۍ او ذهنیت پالۍ پای مومي. نننی اګزیستانسیالېزم او هېپېزم همدا دی. لرغونی اشرافیت مو چې تصوف پالۍ ته ورمات شو همدا دی. په هند کې اشرافیت چې عرفاني صوفیتوب او د مادي ژوند نفې ته ورسېد همدا دی. او نوې بورژوازۍ چې د اوسني کهول د لګښت او مادي ژوند نفې ته ورمخه کړې همدا ده، او بې له دې کېدای نشي. انسان تر هغه وخته خپلو مادي ارمانونو او ایدیالونو ته په ارزښت قایل دی چې تر لاسه کړي یې نه وي؛ خو چې ترلاسه یې کړل؛ نو پوچۍ ته وررسي. باید د انسان ارمان دومره لوړ وي چې بیخي په یوه ځای کې تم نشي، ځکه تمېدنه هم په چټیتوب او پوچۍ پای مومي. او طبیعي ده انسان چې د خپل ځان د جبر بندي وي، که پر طبیعت هم لاسبری شي؛ نو بیا یو بېوسې وسلوال دی. «ژان ایزوله» وايي: یو لیکوال په سرو سپینو پسوللی سنبال د یو شهزاده په اړه لیکنه کوله وه؛ چې د دې لیکوال د لیکنې اتل یا قهرمان وه؛ خو دا شهزاده له دننني رنځه کړېده چې رغېدا یې نه وه. وايي: اوسنۍ فرانسه دغسې یو شهزاده دی؛ خو نه، نننی انسان په سرو پسولل شوی شهزاده دی چې تر هر وخت خورا بېوسی دی.
د هالینډ د روتردام ښار د لویی میدان په منځ کې یوه په زړه پورې ډبرینه مجسمه ده، چې مفاصل یې یو له بل بېل دي؛ لکه غاړه یې یو اندازه کږه ده، څنګلې یې مټ ته ورماتی دي، همدغسې زنګون، ښنګري او…. داسې چې له لرې ورته ګورئ، زړه مو لړزي چې کوشنی باد به یې پړمخ راوپرځوي. دلته انځورساز تر دویمې نړیوالې جګړې روسته انسان انځور کړی؛ خو دا انځورنه نننی انسان دی چې تر همېش دېر ځواکمن دی؛ خو تر همېش یې د پوپناکېدو اندېښمني ډېره ده. ولې؟ دا ځکه له درېیو زندانونو خلاصېدو تر بل هر وخت ډېر ځواکمن کړی؛ خو همدا انسان چې له دې ځایه مریخ بمبارولای شي، همدا هنرمند او پوهاند چې له دې ځایه یو پېچلی ماشین په سپوږمۍ، مریخ یا په لایتناهي تشیال کې هدایت کوي – همدا انسان – یو کمزوری موجود دی، که په یو بل ځای کې معاش څه ور زیات کړي، ورځې او ددې ځای پر ضد چلېږي.
اورېدلي مې و، چې لا تر اوسه د آفریقا په ځینو سیمو کې مریینه شته ، د نیمه وحشي قبایلو ځینې وګړي به یې راوستل او په بل ځای کې یې پلورل. خو د لویدیځ په کمبریج او سوربن کې مې په خپلو سترګو مریتوب ولید، نه د مريي پلورنې په قاچاقي بازار کې او نه دا مریان وحشي بدویان وو؛ بلکې انساني اوچت ماغزه. لیدل مې چې کارپوهان او د اوچتو مغزو خاوندان یې بازار ته راوستل او لیلامول یې: او « ته څو ورکوې؟ هغه څو ورکوي؟» له چین ، شوروي، شمالي امریکا او د اروپا د مهمو کارخانو لویی لویی پانګوال راتلل: «ښاغلیه! دا دی، څو ورکوې؟»! «زه، لس زره (هماغه ځای پیسی) ورکوم»، بل ویل: « پردې سربېره یو موټر هم ورکوم» بل ویل: «چلوونکی هم ورکوم» او کارپوه به یو ارباب او بل ته ورکتل او شکمن و. په پای کې هغه انتخابوي چې ډېر څه ورکړي. ولې؟ ځکه دا یو بندي انسان دی. دا هغه انسان دی چې ټولنه د طبیعت له زندانه را ایستای شي، او همدا، هغه فیلسوف دی چې انسان د تاریخ له زندانه را ایستای شي؛ خو خپله یې وینو، چې څومره د خپل ځان بېوسی دی، چې د یوه مریي په بڼه شوی او یو مریي، انسان آزادوای نشي او خپله هم له درېیو زندانونو په خوشې کېدو، ازاد شي. د کار ستونزه داده چې دا زندان د انسان یوه برخه ده، چې د ځان پر خلاف سرغاړی نشي کړای، او داچې درې زندانونه، له انسانه دباندې دي ترې آزادېدای شي.
وینئ چې په علم له دې زندانه خوشې کېدل، ناشوني دي؛ نو په څه ترې آزاد شو؟ په عشق. عشق یعنې څه؟ عرفاني، او صوفیانه عشق نه وایم، چې خپله نور زندانونه دي. عشق په دې مانا، چې یو ځواکمن قوت، تر محاسبګر او مصلحت پالي عقل اوچت باید انسان په ذات او د فطرت په تل کې، وچووي او له دننه مې، د ځان پر ضد راپاڅوي، که نه دا چار په طبیعي قوانینو نه کېږي، باید له دننه مې پر ضد سرغاړی وشي؛ ځکه څلورم زندان مې د دننه یوه برخه ده، باید له دننه وچاودل شم، بل شم. څرنګه؟ ولې د اور په بڼه؟ ولې له څلورم زندانه په منطقي عقل چې د طبیعي قوانینو راسپړونکی دی راوتی نشو؟ ولې؟ دا ځکه دا یوه غیر منطقي مساله ده.
«پارتو» وايي، مسایل درې ډوله دي: یا منطقي (لوژیک) دي؛ لکه ژوند چې کوو، کار کوو، معاش اخلو، د اوړي نرۍ او د ژمي پېړې جامې اغوندو، سوچ او فکر کوو، مطالعه کوو؛ دا منطقي چارې دي؛ ځکه پایلې ته رسوو. یو بل ډول چارې ضد منطقي (ایلولوژیک) دی لکه هغه چارې چې احمق او بې عقله انسان کوي. درېیم ډول «آنالوژیک» مسایل دي، چې نه منطقي دي او نه ضد منطقي؛ځکه له اره د منطق له مقولې ځنې نه دي، تر منطق پیاوړي دي. منطق د علت او معلول را برسېرونه ده، چې د خپلو اړتیاوو به بهیر کې یې وکاروم. خو کله انسان دا ګرد د یو اوچت څیز لپاره نابودوي. لکه ځان ځارول، سره له دې چې اختیارمن، پوه او آرام هم دی، ځان ځاروي چې ټولنه یې له بدمرغۍ وژغورل شي [تبصره: لکه یو تونسي ځوان چې ځان ته اور واچو او تونس یې د یو طاغوت له واکمنی خلاص کړ]. دا منطقي نه ده، هېڅ څیز او هیچ بدله هم نه غواړي، اصل اخلاق همدا دي. عشق دې ته وايي: عشق یو ځواک دی، چې د نورو د ژوند ښه کولو او د ټولنې د سوکالۍ لپاره، مې له ګردو ګټو او مصالحو او له کومو هیلو سره چې مینه لرم سرښندنې ته رابولي.
[تبصره: د افغانستان غیرتي ولس د سوسیال استکبار او ګوډاګیانو پر ضد یې په جهاد لاس پورې کړ، چې هېواد یې د پردیو لوبڅیو له شتون پاک او د ښکیلاک جغ لرې کړي، سرښندنې یې وکړې مېندې بورې، زامن او لوڼې پلارمړي او هېواد کنډواله شو؛ خو داچې د خلکو د نیت له مخې لازمې مشرۍ شتون نه درلود، دا ټولې سرښندنې لاهو او توی ولاړې او تر لاسه څه کانې نه دي، چې راباندې نه کېږي؛ نو څرګنده شوه چې د مشرۍ په فرهنګ پوهېدنه د یو منلی، باثبات او مضبوط ټولنیز او سیاسي نظام راوستو لپاره اړینه ده، او داچې موږ د توحید تر کلمې روسته د رسالت غونډله وايو، همدې حقیقت ته یوه اشاره ده.]
که دروغ درته ونه وایم؛ دا ځکه ته په بازار کې دروغ راته ونه وايي. دا یوه مصلحتي تقوا او د عقل او منطق له مخې یوه معامله ده. خو که دروغ مې ونه ویل او خپل زیان ته مې هم غاړه کېښووه؛ دا ځکه چې دروغ ونه وایم،او روسته هېڅ بدله هم ونه غواړم. او په یوې مرکه کې رښتیا ووایم چې دا رښتیا ویل او دروغ نه ویل زما د نابودی په بیه وي او سره له دې یې ووایم او په بدل یې هېڅ څیز ونه غواړم؛ بلکې هر څیز له لاسه ورکړم؛ نو دادی چې «زه = من» معلومېږي، انسان پیدا شوی، د یو انسان د پیدا کېدو زېری. کوم انسان؟ هغه انسان چې له څلورم زندان یې سر راپورته کړی او د ایمان او عشق تر لمر لاندې، د انسانېدو پر لور ګام اخلي.
«نېچه» یو ستر فیلسوف، پوه نابغه او دننني بشر د اندنې یو له سترو ویاړنو څخه دی. نېچه په ځوانۍ کې مغرور، وايي: حق د زورورو دی او زور اصیل دی او په څېر یې… البته دا یې د ځوانۍ غرور دی او د عمر په روستیو کې دومره لطیف، نرم، عشق پېژاندی، محبت پېژاندی او انسان پېژاندی شوی، چې تر انسان پېژندنې یې ورهاخوا یو هېښنده کار وکړ. ویل یې څوک چې پر بل ولورېږي، د بېوسۍ نښه یې ده او لورنه د بېوسی نښه ده او باید کمزوری انسان نابود کړو؛ لکه اسکیمویان چې بوډاګان او له کاره ولوېږي، د واورو په منځ کې یې پرېږدي چې ومري؛ ځکه کار نشي کړای او لګښتي دي او منطق اجازه راکوي چې له منځه یې یوسو.
خو «نېچه» ته ووینئ ، له یوې کوڅې تېرېږی، ګوري یوه باري بګۍ په لښتي اوښتي او اس ترې ورلاندې دی. بګۍ والا هڅه کوي او په لغتو لغتو اس وهي چې راپورته شي او پېټی خپل ځای ته ورسوي او پیسې ترلاسه کړي. آس چې راپورته شي د درانه بار له لامله بېرته په لښتي کې ورلوېږي، او پښه یې هم ماتېږي. نېچه چې دا وضع ویني، سخت غوسه کېږي او له بګۍ والا هیله کوي چې دا کار مه کوه، ورته وايي، ړومبی پېټی یوې خوا ته کړه او ورپسې اس راپورته کړه. بګۍ والا د نېچه خبرې ته څه اعتنا نه کوي. نېچه چې غوسناک او توند خوی دی، بګۍ والا له ګرېوانه نیسي چې آس وهلو ته دې نه پرېږدم، بګۍ والا ورته وویل، چې آس وهلو ته مې نه پرېږدې، تا وهم. نېچه بېوسی شاعر او فیلسوف چې د بګۍ والا ګوتو ته ورغی څو لغتې یې وواهه او کور ته چې راغی له لامله یېل ومړ… نېچه قرباني کېږي او له منځه ځي. څوک چې دا داستان واوري؛ لکه چې احساسوو یې، دننه له یو تناقص سره مخېږي.
د هر وګړي په «ځان» کې، دوه تنه دي: یو تن د نېچه د اخلاقي، روحي او عاطفي ښکلي روح پلوی دی، چې ځان یې د یو څاروي مرستې ته ځار کړ؛ ځکه یو جنایت او فاجعه یې زغملای نشوه او احساساتي شو. او بل تن په ملنډو ووايي په دغسې بې منطقه احمقانه پېښه کې، د یو آس لپاره یو ستر بشري نبوغ ځار شو….. څرګنده ده چې دا یوه احمقانه معامله ده: نېچه له آسه ځار شوی دی؛ خو دا احمقانه چار نه دی، ضد منطقي هم نه دی، منطقي هم نه دی، «آنالوژیک» دی، تر منطقي څېړنې ورپورته. ګرد سره اخلاق همدا دي. عشق هم همدا دی. که د خپلو اړتیاوو د لرې کولو لپاره یوه ټاکنه وکړو، که له چا سره مینه وکړو، چې مینه راسره وکړي که له چا سره دوستي وکړو چې امکانات راکړي او ستونزاواری مو وشي؛ نو معامله مو کړې ده. عشق دادی: د یوې موخې لپاره هر څه ورکول او په بدل کې یې هېڅ څیز نه غوښتل. دا یوه ستره ټاکنه ده؛ څه ټاکنه؟ مرګ ته ځان وټاکي چې بل ژوندی پاتې شي او یا ژوند، یوه موخه ولري او یو ارمان پلی کړي.
دا څلورم پړاو دی چې انسان ځان ځاروي. هغه انسان چې – په یوې له مانا ډکې کلمې کې چې په بله هېڅ ژبه کې نشته- د «ایثار» ، «ځان تېرېدنې» او «سرښندنې» پړاو ته رسېدلی دی. ایثار یو پړاو دی چې وګړی، انسان، بل پر ځان ورړومبی بولي، ایثار یعنې: بل پر ځان غوره ګڼل ان کله چې بل ځان وي او ستا ځان هم، بل یا نور پر ځان غوره ګڼل؛ بل ژغورل او ځان پوپنا کول. دلته معلومېږي انسان له دوو مرګونو چې لویې د ځان مرګ دی، انتخاب کړی دی؛ د ځان مرګ، د خپلو ګټو مرګ، د خپلې نامې مرګ، د خپلې نېکمرغۍ مرګ، د خپلې سوکالۍ مرګ، د خپل هر څه مرګ.
له دې څلورم زندانه، چې ډېر دروند، وحشتناک، دنننی او نه ایلېدونی دی، هر انسان د دغسې عشق په زور ازادېدای شي، هغه عشق چې د عقل او منطق ورهاخوا، موږ د ځان نفې، د خپل ځان پر ضد سرغاړۍ او د خپلې شتې وضع لتاړولو لپاره، یوې موخې یا نورو ته وربللای شي. په دې پړاو کې ازاد انسان رادبره کېږي او دا د انسانېدو خورا لوړ او اوچت پړاو دی. د خبرو لنډېز مې:
ازادونکی، پنځوونکی او ځانخبری ټاکونکی انسان د طبیعت له زندانه په علم، د تاریخ له زندانه په علم او د ټولنیز نظام له زندانه د ټولنپوهنې په علم ازادېږي؛ خو له څلورم زندانه په دین او عشق. لکه چې «رادهاکریشنان» وايي: موږ انسانان د انسان دې دندې او پازوالۍ ته، په طبیعت کې، بلل شوي یو چې یوه دسیسه جوړه کړو؛ کومه دسیسه؟ هغه چې انسان، خدای او عشق پکې د یو بل پیدایښت او بل انسان د پیلولو کارګر دي؛ دا د انسان پازوالي ده».
له ځوانانو مو هیله ده، چې د دغسې علمي او ټولنپوهنېزو شننو په لوستو، ځان ته د مدني فعالتیونو مخه پرانځي او هغه کسان چې د نظام جوړونې خنډېږي او د هېواد د تکاملي بهیر پر وړاندې ځنډونه پیدا کوي، په منطق، پیاوړې ګروهېزې اډانې او مدني خوځښت یې د تاریخ ارشیف کړي. د هغې ورځې پر تمه چې له متقي او کارپوه ځوانانو سره واګې وي او دولس تنده ماته شي چې بچیان یې د هیلو پلي کوونکیو او د ټولنیز عدالت ممثلین دي.
په خپلو مغزو فکر کول، او وتلارې لټول
څه چې لاندې لولئ د یو دیني اندیال له نظره د مرحوم داکتر علي شریعتي پر مبارزاتي لیکې په تېره «ځان ستنېدا» په باب اوږده ویینه کړې ده، چې څنګه یې خپله ټولنه راویښه کړه، په راویښوولو کې یې کار له کومه ځایه پیل کړ، په کومو سرچینو یې ډډه ووهله، د سرچینېو په هکله یې څه دریځ ونیو، سرچینې یې څنګه چاڼ کړې او پایلې یې څه شوې. دلته یې د یو دردمند مبارز مبارزاتي میتود څېړلی؛ هغه مبارز چې خپله ټولنه یې له ټولنپوهنیز لیده شننې وه، او ددې لید په رڼا کې یې وتلارې ورته راوایستې او خپله ټولنه یې له فرهنګي او سیاسي پلوه یو نوي پړاو ته ور دننه کړه چې نړیوالې دودېزې معادلې یې دړي وړې کړې. هيواد مو په نازکو پړاوونو کې دی، له یوې خوا د شریعت د پاسوالۍ په نامې او د بهرینانو د شتون په پلمه یوه جګړه راتپل شوې او بلخوا پر کور دننه، د نظام د اندیز – فکري او فرهنګي دفاع له اړخ کوشني شانته ګامونه هم نه اخستل کېږي. موږ د همدې موخې لپاره دا شننه وړاندې کوو، چې ملي او دیني روڼ اندي د نورو له رغنده تجاربو سمه ګټنه وکړي، چې د هيواد توپاني بېړی د ژغورنې کڅ – ساحل ته وباسي.
«نن روڼ اندوو الیناسیون ، له ځانه لرې شوې، مسخ شوی، پېریانی، پردیو راګېر کړی، او خپله وګړه یې بایللی مانا کړی دی. «الیناسیون» اوږده مخینه لري، چې د لویدیځ فیلسوفانو اوڅار – مطرح کړی و او پل یې د ختیځ په اندیالانو کې هم په ډاګه مشاهده کولای شو. ارواښاد داکتر علي شریعتي ویل، لومړی تن وم چې په خپل ټاټوبي کې مې «الیناسیون» اوڅار کړ.
الیناسیون په دوو کچو کې اوڅارېږي: وګړي او ټولنه او ارواښاد د شریعتي هم په همدې دواړو کچو کې اوڅار کړی. الیناسیون په فارسي کې «از خود بیګانګي» او په پښتو کې «له ځانه پردیتوب» ژباړل شوی، چې مشهورترینه ژباړه ده، که څه ښايي خورا سمه یې نه وي. خپله مرحوم شریعتي «جن زدګي» یا «په انسان کې د بل حلول او ورننوتل» یې څرګنده مانا بلله او «جن زدګی» ته یې دیارلس ډولونه ښودلي دي.
د فویر باخ، مارکس او هګل له نظره د الیناسیون مفهوم
ښایي «پردیو راګېر کړی» او «پردیو ځپلی» د الیناسیون ټکي پر ټکي – تحت اللفظي او خورا سمه مانا وي. په لویدیځ کې فویرباخ، مارکس او هګل د «الیناسیون» په هکله ډېرې خبرې کړي دي. په تېره فویرباخ ته دې مسالې ډېر اهمیت درلوده. فویرباخ ګروهن و، چې انسان د خدای خالق دی؛ خو خپله انګیري چې د خدای مخلوق دی. دا یوه دیني ضد اندنه وه، چې راروسته د مارکس او لارویانو یې پاموړ وګرځېده او د انګلیس په خبره، ټول تر یو وخته فویرباخي ول. فویرباخ ویل: انسان، خدای په خپله بڼه او صورت جوړ کړی دی، د تورات اپوټه چې وايي خدای انسان په خپله بڼه جوړ کړی دی. انسان د خدای پنځګر دی؛ خو په دې وهم اخته شوی چې د خدای مخلوق او ښکارنده ده. دا یو خالق دی، چې ځان یې مخلوق ګڼلی دی او دا عین «الیناسیون» دی. یعنې ځان (بدل او) عوضي ګڼل او د خپلې وګړې اپوټه بلل. څوک چې سر تر پایه خالق دی، که ځان سر تر پایه مخلوق وګڼی او بیا د موهوم خالق پر وړاندې، پر سجدې شي او نمانځي یې؛ نو پر خورا بدتریني او رسواترینې مسخې اخته شوی دی او په پوره مانا او پوره کلمه له ځانه لرې شوی دی. دا د فویرباخ د «الیناسیون» مشخصه مانا ده.
مارکس راروسته ددې ډول مسخ په منلو، په پانګوالي غونډال کې د کارګر مسخ پرې ورزیاته کړه. په نظر یې کارګر چې د کار یبره – محصول یې د بل ده په خپل کار کې په ورډوبېدو په واقع کې له خپله کاره لرې کېږي. دا د مارکس ښوونځي انساني بڼه ده او دا نظر یې په هغې زمانې پورې اړوند دی چې مارکس لا تراوسه له پانګوالي غونډاله «وټیز- ټولنیز / اقتصادي – اجتماعي» شننه راوړاندې کړی نه وه او د ده نیمګړتیا او خو یې په انسان زدايي کې باله. تراوسه یې وټیز جبر لاسونه ولکه او پښې یې زولنې کړې نه وې. د «هګلي له ځانه پردیتوب» قصه هم اوږده ده، او په ده کې مطلق اروا له نړۍ والېدو سره له ځان لرې کېږي او محجوبېږي څو د انسانانو د اوږده تاریخ تر وهلو روسته، بېرته ځان ومومي. داچې زڼی او ګوهر یې ازادي ده، په شکلي چوکاټ کې په ورننوتو بندي کېږي او په نهایت کې د ازادی د اسارت دیالکتیک یې غوره ازادی ته ور رسوي. باید ځان له یاد شویو مصادیقو د الیناسیون پر دقیقه مانا پوه کړو.
* له ځان پردیتوب بېلابېلې ماناوې.
له ځان پردیتوب مانا دا نه ده، چې انسان یو څیز وي چې نه دی. دا ټکر او تناقض دی. ایا کېږي انسان په هماغه حال کې چې یو څیز دی، دا نه وي؟ دا د الیناسیون سمه مانا نه ده، همداراز الیناسیون په دې مانا نه دی، چې انسان یو څیز نه وي، چې کېدای شي وي؛ یعنې یو موجود چې بالفعل یوه وګړه لري او بالقوه بله وګړه درلودای شي، دا «الینه» له ځانه پردی او له ځانه لری ګڼلای نشو. که له الیناسیونه دا مانا په پام کې ونیسو، ټول انسانان او ګرد سره کوشنیان له ځانه پردي دي، اوس موږ ټول بالفعل وکړه او ځینې ځانګړنې لرو او هم بله وګړه او ځانګړنې درولودای شو. دا هم د الیناسیون مانا نه ده. او دا یې هم مانا نه ده، چې انسان یو څیز وي، چې تر اوسه نه و. ایا د یو چا وګړه په تېرو کې یې رالنډېږي؟ که چا له خپلې تېرې وګړې توبه ایستلې وي، پر خپلو تېرو یې پښه ایښې وي او په هر دلیل یې خپله تېره لار بدله کړې وي، دا له ځانه پردی ګڼلای نشو. که دا، له ځانه پردیتوب نه دی؛ نو څه دی؟ کله به نظر رسي چې ښايي ارزشي مانا به لري. که یو موجود هغه څه نه وي چې باید وي، آیا دا له ځانه پردی دی؟ دا هم سمه نه ده. ځکه په دې حال کې ګرد سره بشر بې له کاملو او پوره انسانانو (چې ډېر نادر دي) له ځانه پردي دي.
دا یوه هم له ځانه د پردیتوب دقیقه مانا نه ده. او دا مانا یې هم نه ده چې انسان دوه خوده او ځانونه ولري. کله په انسان کې د بل حلول او ورننوتل له الیناسیون سره مترادف راوړي چې له مسامحې او مجاړه تش نه دی. دوه خوده درلودل، یوه خوده له محالاتو دی. همداراز د الیناسیون مانا «بې ځانتوب» هم نه دی. دا هم کېدونې نه ده چې یو څوک وي او په عین حال کې نه وي. دا تعبیرونه په مجاز کې روا دي؛ خو په حقیقت کې نه.
په وګړیز ډګر کې له ځانه پردیتوب دقیقه او سمه مانا.
په وګړیز ډګر کې له ځانه پردیتوب دقیقه مانا داده، چې څوک له ځانه داسې یو انځورونه او انګېرنه لري، چې پرې تطبیق نه وي؛ نوځکه له ځانه پردیتوب په هغو موجوداتو کې چې له ځانه کومه انځورنه نه لري، نه ورپېښېږي او ورپېښېدوني هم نه ده. تیږه له ځانه پردی کېدای نشي. او مبارزه او جمادات له ځانه پردي کېدای نشي؛ یوازې انسانان دي چې واقعي وګړې درلودای شي؛ خو کومه انځورنه او انګېرنه چې له دې وګړې لري خلاف یې واقع شي. کله یې سل په سلو کې خلاف او کله یې لږ، او په همدې دلیل هم له ځانه پردیتوب د مرتبو درلودونکی (ذومراتب) دی. یو څوک ټول له ځانه پردی دی او څوک تردې ورلږ…. له پردي توبه دا مانا د یادوو محالاتو د یوه هم مستلزم نه ده. لیوني او پیریاني د ځان د عوضي نیوو څرګند مصادیق دي. په داسې انګېرنو کې ورډوب دي چې ټول یې له «ځان» سره توپیر لري؛ خو لېونتوب مرتبې لري او «جنون، فنون» دی او له ځانه پردیتوب ډولونه او درجې لري.
مولوي جلال الدین بلخي هم د پېریانو د غلبې خبرې کوي، چې عین له ځانه پردیتوب دی:
چون پری غالب شود بر آدمی – ګم شود از مرد وصف مردمی
روي او رفته پری خود او شده – ترک بی الهام تازی و شده (مثنوي)
کله مرحوم شریعتي او نور له ځانه پردیتوب پر غفلت او ځان هېرونې اطلاقوي؛ خو زه مو رابولم چې ددې مانا او تېرې مانا تر منځ توپیر کېدئ. لزوماً دا دواړه یو شان نه دي. خو البته په اصطلاح کې لانجه نشو کړای. یو څوک په خپل کار کې دومره ورډوب دی، چې ټوله دنیا او ځان یې هېر کړی، خپل تېر حساسیتونه شاته کوي، ان خپله معشوق هم نه پېژني او هر څه د خپلې بوختیا په مېچ پېژني او قدر یې کوي، ده ته کله د کار «الینه» وايي. څوک چې دومره په خپل هدف کې ورډوب وي، چې ان د وزلو د ډول د ټاکنې په هکله سوچ نه کوي، دا د موخې او د هدف «الینه» بولي. دا ډول معلومات چې د سارتر په لیکنو کې هم راغلي، بې له ځانه عوضي نیونه ده چې د «الیناسیون» دقیقه مانا ده.
* عاشقي په هر ځای کې د الیناسیون پر مانا نه ده.
ارواښاد داکتر شریعتي تردې هم پښه وراړولې او «عشق» یې هم الیناسیون بللی دی؛ ځکه که عاشق حقیقتاً پر معشوقې ځان وربایللی وي، په ځان کې یې څه نه پاتېږي او معشوق یې پر ځای کېني. سعدي(رح) ویل:
تا خبر دارم از او بې خبر از خویشتنم – با وجودش زمن آواز نباید که منم
پیرهن می بدرم دم به دم از غایت شوق – که وجودم همه او ګشت و من این پرهنم
په دې باب خبرونه اوږدوم؛ خو د عاشقۍ په اړه تردې ډېرې خبرې کړای شو، د جسمي هوسناکه عشقونو په اړه په حقه له ځانه پردیتوب تعبیر کارولای شو؛ خو په پاکو جسمي عشقونو او هم په اوچتو عرفاني عشقونو کې له ځانه پردیتوب تعبیر کارول سم نه دي. له پردیو سره ناسته پاسته، له ځانه پردیتوب راولي نه له دوست سره ناسته پاسته له ځانه د پردیتوب لامل کېږي. یعنې له ځانه، پردي ته ورتلل، نه دوست ته ورتلل چې را نه اوچت او تر ځانه را ته ځان دی. که معشوق تر عاشقه ښه راخپل وي.او پر ځای یې کینې، عاشق ځان نه بایلي؛ بلکې له ځان یوې اوچتې مرتبې ته ورسي. په ادیانو کې یې چې د خدای د میني هڅونه کړې راز یې همدا دی. انسان له خدای سره په مینه کولو او عاشقېدل پرې (او په اسان تعبیر: ځان پکې ورک کول یا فاني کول) په واقع ځان نه ورک کوي؛ بلکې ځان مومي؛ دا ځکه چې خدای زما په باب تر ما ښه تر ما دی. تر څنګ کېدنه یې د پردي تر څنګ کېدنه نه ده، د ځان تر څنګ کېدنه ده او په فکر کې یې کېدنه، په واقع کې د ځان په فکر کې کېدنه ده او په دې هکله د مولوی جلال الدین بلخي کلام، پرېکونی او فصل الخطاب دی چې وايي:
در دو چشم من نشین ای آن که از «من» من تري – تا قمر را وا نمایم کز قمر روشن تري
اندر آ در باف تا ناموس ګلشن بشکند – زانکه از صد باغ و ګلشن خوشتر وګلشن تري (مثنوي)
ټولنیز الیناسیون
مرحوم شریعتي ټولنیز الیناسیون تر وګړني الیناسیونه خطرناک تر ښودلی دی، او دا فرهنګي الیناسیون دی، په دې ډول پردیتوب کې، یو قوم ځان یعنې خپل فرهنګ بایلي؛ ځکه د یو قوم هویت د دوی په فرهنګ پورې اړوند دی. فرهنګي الیناسیون یو درد دی چې درملنه یې ځان ته په ورستنېدا کې ګڼل شوې ده.د ځان ته ورستنېدا غږ د درېیمې نړۍ اندیالانو، سمونپالو، روڼ اندو او مبارزینو جګ کړی و او موږ هم په خپلو ټولنو کې یې له فرهنګي الیناسیونه د درملو لپاره کاروو. دلته په دقیق ډول فرهنګي الیناسیون څېړو او درملنه یې ته پام وراړوو.
ځان بایلودنه
د درېیمې نړۍ مبارزانو او سمونپالو دا ټکی موندلی و، چې ته وا ولس یې ځان د نورو د فرهنګ پر وړاندې بایلودی و، ته وا خپله هېڅ نه دي او هېڅ نه وو. نه تاریخ لري او نه نسب، نه هنر، نه نړی لید او نه ژبه. او ځان بایلودل د ارادې بایلودو لپاره سریزه ده. ځان بایللی قوم، نه له ځانه فکر لري او نه اراده؛ نوځکه له نظري اوعملي پلوه اوچت قوم ته غاړه ږدي او دا عین مریینه او ښکېلاک ته ځان ورسپارل دي که د ځان بایلودې مفهوم رامخې ته نه کړو او یوازې د نورو د فرهنګ را اخستو خبره وکړو؛ نو دلته سختې پوښتنې راولاړېږي او مهمې ستونزې راپیدا کېږي. همداراز کله چې د ځان ستنېدا په هکله خبرې کوو، که په ګوته نه کړو، موخه کوم یو «خود» او «ځان» دی؛ نو دلته هم پېچلې پوښتنې راټوکېږي؛ ځکه یو خوا د روښانفکرانو وظیفه داده چې خلک د عمل او نظر په ډګر کې د بشري نویو لاس ته راوړنو ګټنې ته ورسیخ کړي او بلخوا هغه خلک چې هېڅ دي او هېڅ نلري، پېر پلور، اخستنې، اقتباس او راکړې ورکړې ته راوبولي. ړومبی باید یوه وګړه ورته تر لاسه کړو او روسته دا وګړه د نړیوالې او فرهنګي راکړې ورکړې په ډګر کې هڅوونه کړی. پارادوکس او تناقض دلته دی، چې باید له یوې خوا تېروته ورستانه شو او ډډه پرې ولګوو او بلخوا مخې ته وځغلي او په تېرو کې پاتې نشي.
له نورو راخستنې او ځان ته د ورستنېدا ترمنځ ظاهري ټکر
اوس چې ځان بایلودل نشته؛ نو که څوک وپوښتې څه توپیر لري چې د بل فرهنګ (ټول یا ځینې یې) خپل کړو؟ ولې بل فرهنګ ته د بل یا پردی وايئ، ایا موږ ټول بشر نه یو، موږ ټول د انسانیت د کورنۍ غړي نه یو؟ فرض کړئ ددې ستر بشري فرهنګ یوه برخه، په موږ کې راټوکېدلې نه وي او پر ځای په لویدیځ یا هند یا افریقا کې راټوکېدلې وي؛ ولې دا باید پردی فرهنګ وبولو او د نورو میراث ته درناوی ونه کړو؟ که ټول بشریت یوه کورنۍ وبولو، د فرهنګونو ترمنځ جلاوالی، ترمنځ یې دښمني اچول، په خپل کور کې کېناستو ته هڅونه او په کوڅه او سړک کې پښه نه ایښوونه، به کوم حجت او عقلي ملاتړ مقبول او منلې ده؟ ولې باید نورو فرهنګونو ته مخه کول له ځانه د لرې کېدو لامل وي؟ اپوټه، که موږ یوې بلې سترې کورنۍ ته ورمخه کړو، له ځانه لرې شوي نه یو؛ بلکې لا ورنژدې شوي یو او ځان مو ښه پېژندلی دی. دا یو پوښتنه.
دویمه پوښتنه چې نورو په ځلونو اوڅار کړې، دا ده، چې ځان ته ورستنېدا، په څه مانا ده؟ موږ چې اوس دلته ناست یو، ډېره لوړه ژوره تېره لرو. زموږ په تېر تاریخ کې هم دین و، هم بې دیني، هم اسلام و، هم زرتشتي ګري، هم داد و او هم بېداد، هم سلطنت و او هم فیوډالي نظام. موږ باید کوم یو ورتېر ته مراجعه وکړو؟ ایا په مطلق ډول تېرو ته ورستنېدا سمه ده؟ هڅه کوو چې د شریعتي له خولې دا پوښتنه ځواب کړو.
زموږ په فرهنګي حوزه کې د لومړي ځل لپاره یوازې داکتر شریعتي ځان ته د ورستنېدا غږ پورته کړ، نه دیني اندیالانو او نه غیر دیني. د نورو اسلامي هېوادونو په اندیالانو کې دا غږ نه اورېدلېږي. څه چې ارواښاد علامه اقبال د خودۍ په باب یا مرحوم محمد عبده د سلفي خوځښت په اړه ویلي، د ځان ته ورستنېدا په مانا یې مه اخلئ. په مصر کې د محمد عبده په مشرۍ د سلفي خوځښت مانا، ړومبي اسلام ته د ورستنېدا په مفهوم وه، نه ځان ته د ورستنېدا په مانا. عبده ګروهن و چې اسلام دده په زمانه کې له خرافاتو او زواید سره ګډوډ شوی، چې له اسلام څخه دفاع یې ناشونې او عمل یې پرې ستونزمن کړی دی. کوم اسان، زړه پورې، ستونزاوارونکی او ساده شریعت چې حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم راوړی تر خروارونو خارو لاندې پټ کړای شوی دی. باید سرچینې ته ورستانه شو؛ یعنې سلف صالح ته او له اسلامه د دوی پوهېدنې ته او باید هغه پردې څیرې او دوړي ترې لرې کړو چې په رارستو زمانو کې پر اسلام لوېدلي دي. دا د عبده په نزد د سلفیتوب مانا ده. «خودي»هم د اقبال په نزد ځان ته د ورستنېدا مانا نه درلوده نه وایم اقبال له دې مانا سره مخالف و، د مخالفت خبره نه ده. خبر داده چې ایا دغسې یوه خبره یې له خولې راوتې که نه؟ ځواب دادی چې نه. په تېره اقبال په «اسرار خودي» کې د یو قوم پر هویت درلودو ټینګار کوي؛ خو داچې دا هویت څنګه پیدا شي، اقبال هېڅ وخت لار ځان ته ورستنېدا ته نه شمېري.
علامه اقبال او خودی رموز
«خودي» درلودل د نورو پر وړاندې د مقاومت شرط دی، دا د اقبال ټینګه او مضبوط خبره ده. خو څنګه دا «خودي» پیدا کولای شو؟ اقبال ګروهن دی چې لار یې په اسلامي اندنه کې پوره صلابت او ټینګښت موندنه ده. نوموړی د حاتم طایي د لور قصه رااخلي، چې په یوه غزا کې اسېره او بربنډه د اسلام پېغمیر صلی الله علیه وآله وسلم ته ورغله، او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم خپل څادر پرې ورواچو، چې پټه شي. اقبال ویرجن ژاړي چې:
ما از آن خاتون طی عریان تریم – پیش اقوام جهان بې چادریم.
او غواړي چې د مسلمانانو ملتونو د لغړتوب درد د اسلام په څادر درمل کړي.
* شریعتي له نورو اخستنه نه نفې کوي.
هو، لومړی پوښتنې ته د شریعتي ځواب دادی چې له پردیو راخستنه او د ښو لاس ته راوړنو اخذ یې هېڅ ستونزه نه لري؛ بلکې یوازې دا ځان بایلودل دي، چې ستونزه لري. او ځان بایلودنه هم اغېزې لري داسې نه ده چې یو څوک سر تر پښو فرنګي شي او ادعا وکړي چې ځان یې بایلو دی نه دی. داکتر شریعتي دا ځان بایلودنه ډېره څرګنده تفسیر کړې ده.
* د شریعتي له نظره ځان بایلودنه؛ یعنې د نورو په مغزو فکر کول.
ځان بایلودی له هغو دردونو چغې وهي چې دا نه دردمنوي. بل رنځور دی؛ خو دا چغې وهي. که وپوښتل شي، کوم ځای دې درد کوي، څه ځواب نه لري، همدومره وايي؛ ځکه چغې وهم چې پلانی له ډېره درد چغې وهي. د دغسې یو تن خندا، ژړا، مینه، غوسه، حرکتونه، چوپتیا او هر څه یې کاذب او دروغجن دي. خپل یې نه دي. د هغه په څېر چې له لرې یې لیدل، ځینې خبرې کوي او خاندي او ده هم خندل. وپوښتل شو ولې خاندې، ته خو یې خبرې نه اورې؟ ویې ویل، زه پرې اعتماد لرم او پوهېږم چې بې پاره نه خاندي! که له دغسې وګړي وپوښتې ولې له پلاني سره دوست یې، نه پوهېږي. دا ځکه پلانې دوستي کوي، دا هم دوست دی. ولې دښمني کوې؛ ځکه پلانی دښمني کوي؛ نو زه هم دښمني کوم. ولې له دې چاره سره حساسیت ښیی، څه اړه درپورې لري؟ ستا په برخلیک پورې تړاو لري؟ پر یو یې هم نه پوهېږم؛ ځکه نور حساسیتونه ښیي، زه هم حساسیت ښکاره کوم. شریعتي وايي. په اسلامي هېوادونو کې چې روښانفکرانو پر دین برید وکړ؛ پر خورا ناوړه الیناسیون اخته ول. دوی له هغه درده چغې وهلې چې خپل درد یې نه و. د لویدیځ مېشتو روښانفکرانو درد و. او د شریعتي چلن وښووه چې څومره یې دا تشخیص سم و.
هو، کله چې ځینې وګړي یا یو قوم په دغسې عملي ځانګړنو مشخص شول، چې ډېر د تشخیص وړ دي، په اسانۍ ویلای شو چې له ځانه لرې شوي دي. شریعتي په دې مانا وايي چې موږ ځان ته د ورستنېدا په سیوري کې غواړو چې په خپلو مغزو فکر وکړو، غواړو په خپل پښو ولاړ شو، نه د نورو په پښو. یعنې په دروغو لار نه وهو او دا د نورو د نظریاتو له پوهېدو، سنجولو یې، د حقونو له اخستو او د باطلو له ایسته اچولو سره لرې واټن لري. دا دویمی عین اصالت او هویت درلودنه، نه هویت بایلنه او د علامه اقبال په تعبیر، غواړو په خپلو بڼوکو او وزرونو والوزو، نه د نورو:
همچو آیینه مشو محو جمال دګران – از دل و دیده فروشوی خیال دګران
در جهان بال و پر خویش ګشودن آموز – که پریدن نتوان با پروبال دګران.
دا له ځانه پردیتوب دی. هېنداره له ځانه د پرديتوب ډېر څرګند مثال دی. هېنداره نه له ځانه څه مخ لري او نه ښکلا، هر څه یې د بل دي، د بل ښکلا وی، هېنداره هم ښکلې ده. په رښتینه کې هېنداره له بدرنګۍ او ښکلا ناخبره ده.
فرهنګي له ځانه پردیتوب؛ یعنې په پټو سترګو تقلید
د داکتر شریعتي د څرګندنې له مخې قومي او فرهنګي له ځانه پردیتوب؛ یعنې په پټو سترګو او بې دلیله په نورو پسې تلل. اوس وینئ چې دا مانا د نورو د ښو لاس ته راوړنو سره څومره توپیر لري. چا ویلي چې د نورو لاس ته راوړنې مه اخلئ او ځان پرې مه پوهوئ؟ څه چې کوئ په پټو سترګو تقلید یې مه کوئ. یعنې که اخلئ یې، پوه شئ ولې یې اخلئ، که یې پرېږدئ، پوه شئ ولې یې پرېږدئ. په سمه مانا لویدیځ ځپنه یعنې همدا. یعنې بې دلیله او بلا حجت تقلید. په نورو اقوامو پسې تلل، له نورو اخستنه، دیالوګ، راکړه ورکړه ورسره کول، که دا څېړنه آګاهانه، ځانخبري او د حجت له مخې وي په مطلق ډول له ځانه پردیتوب یې نوملای نشو. او بلخوا له نورو غوره څیزونه پورول او نه پوهېدل چې ولې مو واخستل، له ځانه پردیتوب نومېږي؛ نو له فرهنګي ځان پردیتوبه نفې، په حقیقت کې، د فرهنګي تقلید نفې ده، همدا او بس. نو فرهنګي تقلید موقوف دی. اوس دویمې پوښتنې ته وررسو. ښه که تقلید نفې کوو، که تقلید بد دی، (چې بد دی)، له تېرو تقلید، تقلید دی او تل او هرځای بد دی.
کوم «خود» ته ورستنېدنه
خپله شریعتي له دې ستونزې با خبر و او پوښتل یې: کوم خپل؟ تاریخي اساطیري «خود» ؟ بومي «خود» ؟ قومي «خود»؟ دیني «خود» ؟ کوم یو دین؟ بودایي؟ زرتشتي؟ مانوي؟ مزدکي؟ اسلام؟ کو یو اسلام؟ سني؟ شیعه؟ کوم یو سني؟ اموي؟ محمدي؟ کوم یو شیعه؟ علوي؟ صفوي؟ دا پوښتنې یې خپله اوڅار کړي او په رښتیا څړبې پوښتنې دي.
موږ د سترو او ارزښتمنو میراثونو پاتوړي – وارثان یو، له ځینو مواریثو شرمېږو، پر ځینو ویاړوو. دواړه زموږ دي. زموږ تېره شتمني ده، او په یوه مانا هویت مو دی. موږ د خپل تېر تاریخ اولاده یو. له دې تېرو تښتېدای نشو او څه پېښې چې تېرې شوي (که پوه شو که نه) زموږ د اوسنۍ وګړې په هویت کې اغېزمنې وې او په عین حال کې دا تېر په ټول کې د دفاع او ویاړ وړ نه دي او تل لپاره ډډه پرې وهلای نشو. یو روښانفکر خپل ولس او خلک په انفعال، لاس تړلي، په جبر او بېوسی، څه د تېرو پر وړاندې او څه د راتلونکیو پر وړاندې، وبلي.
«خود» ته نقادانه ورستنېدا، او د فرهنګي سرچینو راسپړنه او چاڼونه
شریعتي دې پېچلیو پوښتنو ته د ځوابونې لپاره دا شعار اوڅار کړ: فرهنګي سرچینې راوسپړو او چاڼ یې کړو؛ یعنې خپل تېر ته نقادانه ورستنېدنه. د فرهنګي سرچینو راسپړنه او چاڼ، نه د تېرو بیاځلي کول دي او نه د تېرو پر وړاندې انفعالي درېدنه ده؛ بلکې فعالانه او نقادانه درېدنه ده. او درېدنه یو ستر ښه والی او حسن لري، چې ان تېر متعفن او بوین هم راخستای شو، عطر پرې وهلی او طراوت وربښلای شو؛ یعنې څه چې مړاوی یا له منځه تللی او ان زهرجن شوی، ددې نقادانه او فعالانه مخامخېدو له لامله او په یوې روښانفکرانه کیمیاوي کارخانې کې په یوې تغذیه کوونکي شي بدلولای شو. شریعتي دې چار ته یو ډول مهندسي ویله، چې له لامله یې اومه او متعفنه ماده په رغنده ځواک اوړي. شریعتي بې له دې بل کار نه درلود او د روڼ اندي کار یې هم بې له دې بل څه نه ګاڼه. کار یې د تېر تاریخ راسپړنه او بیارغاونه وه، خپل قوم یې راویښ کړ، هویت یې ورکړ، او څه کوشنی کار نه و.
ارواښاد شریعتي د اسلامي فرهنګ له تاریخه ابوذر(رض) راوسپړه او داسې یې په خپله ټولنه کې اوڅار کړ، چې هډو ساری یې په ګردې عربي ټولنې کې نشته او دا کار یې له خپلې موخې (یعنې د فرهنګي سرچینو راسپړنه او چاڼ) سره تړاو درلود. دا یو بنسټیز کار و، چې ظرافت، هنرمندي او ژوره ځېرنه غواړي. پردې سربېره له تاریخه کافي باخبر و او نږه او اغېزمن ټکي یې ترې را ایستل. د علي (ک)، امام حسین، فاطمة الزهرا او زینب بي بي په اړه یې داسې مسایل اوڅار کړي، چې نن هم ګردو پر خوب ویده ولسونو ته د رغاونې درمل دي.
* دین، کارسازې فرهنګي سرچینه ده.
پر دین ګروهه او په عین حال کې ویښوونکي او د چاڼ وړ سرچینه یې ګڼل، یو له بل سره په ټکر کې نه دي. شریعتي ویل، ځان ته ورستنېدا یا سنت یا دین ته ورستنېدا یو بې دینه روښانفکر ته د یوې فرهنګې مسالې په توګه اوڅار دی او دیني روڼ اندي ته د یوي ګروهیزې او فرهنګي مساله په توګه او له آره که له دین څخه پوهېدنه، د ځان بایلودنې جرړه ونه هی؛ بلکې ذلت رادبره کړي؛ نو دا ناسمه پوهېدنه ده. دا د شریعتي مراد، درد او اندېښمني وه.
شریعتي ګروهن و، چې د دین په یوې اغېزمنې پلیونې ټولنې کې تقلید به یې هم په درد ونه خوړ شي. نوځکه، لومړی باید دې ټولنې ته یو هویت ورکړای شي او د تقلید او اسارات له بنده یې ازاده کړو، چې د دیندارۍ نوبت یې راورسي او د هویت په لاس ته راوړو کې هم باید داسې یو دین خپل کړي چې اسارات او ذلت راوړونکی نه وي.
د پردیو له اغېزمنی د وتو لپاره، د شریعتي په تشخیص بهترین درمل، اسلام و، چاڼ شوی، پاک او نږه اسلام. یعنې د دیندارۍ لپاره باید د پردیو اغېزمن نه اوسو او نه اغېزمنۍ ته باید دیندار اوسو. د شریعتي د ځان ستنېدا پیغام یو دیني پیغام و او دده د ټولنپوهنیز تشخیص له مخې، یوازې د دین حقوالی کافي نه دی؛ بلکې هغه لوښی او ظرف، چې دین پکې وراچوو هم مهم دی، او دا لوښی هغه انسانان او ټولنې دي چې د پردیو په تقلید کې راښکېل نه وي. نوځکه دین ته بلنه د یو قدم په وګړې موندنې او هویت موندنې پوری اړوند ده، او دا یو چار دی چې که څوک د دیني اند اندیښمني لري باید پرې لګیا شي. دین باید احرارو ته ورزده کړو نه مریانو ته. حریت د دین مطلوب دی. امام حسین(رض) ویلي: «که دین نه لرئ، ازاد اوسئ» (نه داچې لږ تر لږه ازاد اوسئ) کوم قوم چې لا د پردیو د لاروۍ له منګولو راوتی نه دی؛ نو پر دیني اند به هم کوږ ووږ پوه شي. د شریعتي درد همدا و، ویل یې، ایا په اسلامي ټولنو کې د امام حسین قصه څه له پاسه زرکلنه نه ده او څه خوځښت نه رامنځ ته کوي؟ باید ووینو د مسالې راز په څه کې دی؟ تاسې ظرف او لوښی حساب کړی نه دی، مظروف پکې وراچوئ. ان د ظرف او مظروف مثال هم بې ځایه دی، دین له نورو فرهنګي عناصرو سره ترکیب او تړښت مومي او ځانګړی معجون رادبره کوي. څو نور عناصر ونه توږل شي، دین هم روغ رمټ پاتېدای نشي. د یو قوم فرهنګ د دې قوم د ټولو اجزاوو تألیف دی او باید ټولې اجزاوې سمسمکې شي؛ نوځکه څوک چې دیني اندېښنه لري، باید د نورو اجزاوو اندېښنه هم ولري او په دې مانا د تقلید ټول ناقیان، د حق دین لار پرانستي دي.
اول ای جان دفع شر موش کن – وانګهان در جمع ګندم جوش کن (مثنوي)
لومړی باید پام وکړو چې کوم موږک زېرمتون ته سوړه کړې نه وي؛ غلا ونه کړي، را روسته زحمت وکاږو او زېرمتون له غنمو ډک کړو. دا یوه پوره دیني اندېښمني ده، که څه په ظاهره دیني نه برېښي.»
هېله ده چې پورته شننې به په خپلو پرتو فرهنګي ستونزاوارۍ کې یوه درېڅه راپرانستې وي او د هغې ورځې په هیله چې هېواد مو د سیمې او نړی فرهنګي دسترخوان وګرځي لکه چې و.
توحید
توحید پر الله تعالی ګروهېدل دي چې هستي یو پنځګر سنبالوونکی او چلوونکی لري. په اوسنیو ټولنيزو او فلسفي مکاتبو کې (د نړی لید) د یوې مهمې مسلې په توګه اوڅار دی او موږ ددې لپاره چې د نړیوال اندیز بهیر له کاروانه پاتې نشو او هم د نړيوالېدنې تشیال ته مو خپلې پوهېدنې او اندیز پیداوار وروړاندې کړي وي، چې قضاوت پرې وکړي او بیا یې غوره کړي؛ نو “توحید” د یو نړۍ لید په توګه اوڅارو، دلته د یو مسلمانان اندیال د شننی ژباړه دروړاندې کوو، چې ځوان نسل ته مو یو پیاوړی اندیز ډال کېدای شي.
توحید؛ یعنې: پر دې ګروهه چې ټوله هستي د یو پنځګر مخلوق، د یو مالک مملوک، د یو پالونکي پاللې، د یوه مدیر او مدبر اداره کیدونې او اداره شوې ده. دا توحیدي عقیده او ګروهه ده. مازې د خدای پر وحدانیت د انسان ګروهه ـ چې یو دی او په پیدایښت کې بل هېڅوک، بله هېڅ اراده، تدبیر، شعور او قطب نشته ـ ځانګړي اندیز منطقي الزامات لري، چې ترې راولاړیږي. دا، د انسان “نړۍ لید” رامنځ ته کوي. “نړی لید” څه ته دی؟ په اوسنیو ټولنیزو او فلسفي ښوونځيو کې “نړۍ لید” د خورا نوې او حساسې مسألې په توګه اوڅار دی؛ خو په خواشینۍ چې په موږ کې هډو مطرح شوی نه دی. که نړۍ لید اوڅار وای، له بیخه اسلام مو بل ډول پیژانده او بل ډول پر خپلو ګروهو پوهېدو. د نړۍ لید له درلودو پرته، ګردې دیني ګروهې او بنسټیزه مانا له لاسه ورکوي؛ ټوټه ټوټه یې پیژاندای شو! خو اسلام د یوې ژوندۍ تنې، یو ټولنیز روح او د یو نړیوال بهیر په توګه پیژندای نشو! لکه د متصصانو په څیر: یو د سترګو متخصص دی، یو د غاښونو، بل د زړه، بل د وینې، بل د رګونو، بل د لاس او پښو “اورتوپيدي” بل د معدې او هاضمي؛ دا متخصصین هر یو اړخ پیژني؛ خو وګړی نه پېژني. د اسلام وګړی په اسلامي نړۍ لید پیژندای شو او بې له دی نه.
نړۍ لید څه ته وایي؟ له هستۍ مې د انګېرنې او انځورنې څرنګوالي ته نړۍ لید وایي. هر څوک هستۍ ته په یو ډول ویني او پېژنی یې. خیال مه کوئ ټول چې ځمکې او اسمان ته ګوري، یو ډول یې پیژني، هېڅکله هم!
د یو ټبر مېشتي له نظره ځمکه دا ده: د خپل ټبر څړځی او د غرونو شا د هستۍ پای بولي؛ وایي: هاخوا تیارې دې. اسمان هم یو چتر دی، چې له شاوخوا پر ځمکه را پروت دی. پر کومه ځمکه؟ زما د څړځي د غرونو شاته او شاوخوا ته څو ټبرونه هم شته چې کله ورسره په جګړه او کله ورسره په سوله کې یو. دا ګرده نړۍ ده! ددې سرپوښ شاته څه دي؟ تیارې، نیستي، نامعلوم، غیب، بیخي نه پوهیږو. اصلا شاته یې فکر نه کوي! دا یې په سترګو کې ټوله هستي ده!
څوک چې په یوې طبقاتي ټولنې کې اوسیږي، کله چې نړۍ ته ګوري، نړۍ طبقه طبقه ویني. پخوا عقیده وه چې ځمکه د هستۍ منځ دی، علت یې څه دی؟ علت یې دادی ځمکه مهمترین ځای دی چې یې پیژني. نور څیزونه ورته فرعي دي، ان لمر. ورپسې تر ځمکې لوړ، بېلابېل فلکونه شته: اور، سپوږمۍ، لمر، او فلک الافلک روستی فلک دی. له اووه تر نهو فلکو پورې دي، چې له لمره تاویږي. هر فلک یو عقل لري چي دا فلک چورلوي او اداره کوي. دا عقل د بل فلک په عقل پورې ارتباط نه لري. د دویم فلک عقل په درېیم پورې ارتباط نه لري او درېیم په څلورم پورې. فلک الافلاک ــ چې روستی فلک دی او له ګردو افلاکو او ځمکې چورلي ـ هم یو عقل لري٬ دا عقل کل یعنې د ټولو عقل دی؛ یعنې د عقلونو عقل دی. هغه عقل دی چې مشرف او مدیر دی او د فلکونو پر ټولو عقلونو لاسبری او مسلط دی. ځمکه څلور بېلابېل عناصر لري: اوبه، خاوره، اور او باد. دا عناصر هر یو ځانګړي شرافتونه لري. اور تر ټولو اوچت ذاتي شرافت لري. په همدې پار چې کله یې پریږدې هوا ته پورته کیږي او ځان د اور فلک ته رسوي؛ له آره یې ذات اشرف او اوچت دی خورا سپیڅلی دی. روسته، تر ټولو ټیټ د خاورو عنصر دی، چې پورته یې غورځوې بېرته ځان ځمکې ته ته کوزوي. دا، د نړۍ په باب یو اندود دی، دا یو ډول نړۍ لید دی! یعنې د نړۍ لیدنه ده، چې دغسې یې ويني. په دې بڼه د نړۍ لیدنه، د هغې ټولنې د لیدو زوکړه ده، چې دی پکې اوسي، کومه ټولنه چې پکې اوسي طبقه طبقه ده، ټیټه طبقه، اوچته طبقه، تردې وراوچته طبقه، تردې هم وراوچته طبقه او لاپسې ور اوچته طبقه، ورپسې هغه چې تر ټولو وراوچته ده ـ د عقلونو عقل دی ـ چې ټولې طبقې اداره کوي. دا طبقې ـ هر یوه یې ـ او دا عناصر چې په دې ټولنه کې انساني وګړي جوړوي، ذات او جنس یې د یو بل په څېر نه دی، ټولو ته د بشریه جنسه ویلای نشو! بشر نشته. ځینې له اوچت عنصره جوړ دي، که له دې اوچت عنصره (یعنې هغه انسان چې ذاتي شرافت لري او د «اریستو = شرف» دی! یعنې د صیب زوی دی؛ یعنې ذات ـ یې تر نورو شریف دی! هډوکي یې بل ډول دي، اصلا اوبه او خټه ـ یې تر ټولو اوچته ده، دغسې یو طبقه د اور په څیر ده.) ګرد سره فضایل، شتمني، عزت او قدر یې واخلې او خاورینو ټیټو خلکو ته یې راولې، خو بیا هم روحا د خپل فلک خوا ته، د خپلې طبقې خوا ته کشش لري؛ لکه چې پرېوتی او ټیټ وګړی ـ چې د ارسطو په وینا ذاتا مریی زیږیدلی او اصولا له هر ډول فخر او شرفه تش دی، نیم انسان ـ نیم حیوان دی، ولسي پرګنۍ ده ـ که په زور یې هم د اشرافو طبقې ته وربوزې او دلته یې هم ورکینوې؛ نو خود په خوده بېرته پستۍ ته ورکږیږي.
وینو اندود، له نړۍ د وګړي لید او انګیرنه، په ټولنه کې یې د ټولنیز ژوند د څرنګوالي او د ده د انګېرندود تابع ده.
څوک چې نړۍ دغسې ویني، ټولنه هم دغسې ویني او همدغسې په څو فلکیزه او څو عنصریزه ټولنه ګروهن دی او د همدې خپل نړی لید له مخې، هم یې ژوند تنظیموي او هم یې له مخې کړنلار او ګروهیز فلسفه پیلیږي او وګړیز، کورنیز او طبقاتي ژوند یې پرې جوړیږي او غځېږي. په هغې ټولنې کې چې بیلابېل ټولنیز فلکونه شتون لري ـ چې روسته د نړۍ لید بڼه خپلوي ـ هر یو ښکارندوی لري. دا ښکارندویان هر یو خدای دی (د شرک مذهب). په تاریخ کې، دې فلکي مذاهبو؛ څو عنصریزو مذاهبو ـ یعنې څو خدایي مذاهبو ـ پر تاریخ او بشري نړۍ واکمني چلولې ده. توحید وایي، دا فلکونه نشته ، څو عنصره نشته، اوه، نهه یا څوارلس عقلونه نشته، د عقلونو عقل نشته، چې پر ټولو عقلونو واکمني چلوي. د یو عقل پاچاهي ده لاغیر؛ یو خدای شته لا غیر. ټول فلکونه یې ایل دي؛ د ګردو عناصرو ذات یو دی.
توحید یعنې د تېر څو پاړکیز نړۍ لید ځپنه. توحید؛ یعنې د ګرد تاریخ د ډله ییزو او پاړکیزو ټولنو د ویشنې دړي وړي کونه.
کله چې ګروهن شم نړۍ څو فلکه نه لري او هر فلک په یو عقل او په ترتیب له کښته پاس ته نه تنظیمیږي؛ بلکې نړۍ یکنواخته، متشابه، ورته او همغږې امپراطوري ده، چې یو پنځګر، یو چلوونکی، یو مدبر او یو ((عقل کل)) لري، بل هېڅ دغسې نه لري، او بی له الله هېڅ پالونکی، خدای او پنځګر نشته، دا، یو نړۍ لید راکوي: د شرک (څو خدایي) نړۍ لید پر وړاندې، پر توحید ولاړ نړی لید. موحد، نړۍ بل ډول ویني (البته دا تشبیه ده؛ لکه کې په قرآن کې هم تشبیه شته) ژوندۍ تنه یو روح، یو تعقل او یو شعور لري، حس او حرکت لري؛ حس، حرکت، تکامل او د نړۍ ادراک د یوې ارادې او یو ځواک تجلا ده، چې دا ځواک د تنې پر ګردو ژوندینکو، اندامونو او غړیو لاسبری او مسلط دی. نو په ذهن کې مې ، یوه نوې او تازه نړۍ انځورېږي، چې یکنواخته، د یوې بڼې درلودونکې او په هستۍ کې د یوې واکمنۍ اېل نړۍ ده.
د شرک لړۍ ـ غیر توحید ـ ملوک الطوایفي نړۍ ده
په هستۍ کې فیوډالیزم شته؛ هر خدای یو فیوډال دی چې پر یوې سیمې او ځای حکومت کوې؛ په ثنوي (دوه ګونو) یا تثلیث (دری ګونو) مذاهبو کې (دوه یا) درې فیوډالان دي. په زردشت یا ماني مذاهبو کې دوه فیوډالان دي؛ خو په اسلام یا د اسلام د دین پیغمبران، فیوډالیته رژیم نه لري؛ نړۍ یوه امپراطوري ده، چې په یو قانون، یوې واکمنۍ، په یو امر، په یو قدرت، شعور، ادراک او نخچې پیدا شوې او هدایت کېږي: ((لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ)) هم د هستۍ پنځونه او هم یې تنظیمونه، سنبالونه او هدایت کونه د ده دي. یعنې له نیست او عدمه د یو څیز پنځونه او هم ښوونه ورته کول، دواړه د یو چا په لاس کې دي؛ نوځکه همدا آیت راته یو نړۍ لید دی، چې زما د ګردو ګروهو، اندو ، دین او ان ورځېنی ژوند دی. دا، د نړۍ لید مانا ده؛ ځکه هر څوک څنګه چې نړۍ ویني هماغسې ژوند کوي. دا، یو ټولیز قانون دی. لکه د حافظ ، رحمان بابا، سعدي او خوشال بابا دیوانونو ته وګورئ، پر دین ګروهنو لیکونو ته وګورئ او هم د ماده پالو او له دین څخه د منکرینو کتابونه وګورئ، دوی ړومبی نړۍ ته یو ډول مخونه ورکوي ، روسته وایي: نو باید دغسې ژوند وکړو! کله چې یو وایي: نړۍ او څه چې پکې دي، هېڅ په هېڅ دي؛ نو یو شاعر چې دغسې نړۍ لید لري، ایا ژوند ته مې په یو نظم او قاعده ګروهنېدای شم؟ نه. نړۍ او څه چې پکې دي، هېڅ په هېڅ دي؛ یعنې ژوند او قاعده دې چې څنګه ونیوه، سم دی! ځکه په هر نظم چې ګروهن اوسې موهوم دی؛ ځکه کوم نظم نشته. سارتر ـ د خپل نړۍ لید له مخې څومره ښه او رښتیا وایي: په نړۍ کې [العیاذبالله] خدای نشته؛ نو بل هېڅ څیز هېڅ مانا نه لري، له هر لوري دې چې ونیوه سمه ده؛ نو کوم څیز لازم دی ؟ او کوم څیز آر دی ؟ ستا انتخاب او غوراوی؟ کوم یو څیز دې ازادانه او په ښه نیت انتخاب کړ، همدا سم دی ، که څه جنایت دې غوره کړ، که خپله ګروهن یې، دا خدمت دی؛ نو یو خدمت دی؛ ځکه جنایت، خدمت او سم او باطل هله شتون لري چې په هستۍ کې یوه کچه، معیار او ملاک وي، چې ګرد څیزونه، کړنې او ښکارندې ورسره وسنجوو، ښه او بد یې کړو؛ خو چې دا کچه نه وي ، هر څه ښه دي او هر څه بد دي ! چا چې څنګه وغوښتل او احساس یې کړه، هماغسې ژوند کړای شي او همدا غوره کوای شي. اصل زما « انتخاب او غوراوی» دی؛ ځکه د اخلاقو کچه هم زه سازومه؛ په هستۍ کې د اخلاقو کچه نشته. داستایوسکي وایي: که خدای له هستۍ لرې کړو؛ نو هر کار جایز دی؛ نو داچې هر کار جایز دی، ښه او بد کار مانا نه لري؛ ښه او بد باید موږ انتخاب کړو، خپله ښه هم انتخابوو؛ ځکه دباندې ښه نشته چې خپلې کړنې ورسره وسنجوم. خو چې ګروهن شوم هستي یو ماشین، یو ستر نظام، یوه امپراطوري، یو حقیقت او یو واقعیت دی چې یوه اراده پرې واکمنه ده؛ نو نړۍ په یوه ځانګړي ډول وینم. څنګه یې وینم؟ ړومبی احساسوم په هستۍ کې هر څیز د حساب له مخې دی؛ لکه چې رحمان بابا هم وایي:
دلته دم او قدم دواړه سره یو دی ځان خبر کړه له حساب او له کتابه
ولې؟ دا ځکه چې یوه بینایي، اراده، عقل، درک او مطلق شعور پرې څارن دی او سنبالوي یې؛ نوځکه یو کار هم خوشې او چټي نه دی، یوه ښکارنده هم بې مانا نه ده او حرکت هم بې لوري نه رادبریږي. هر بڅرکی، هر ذره او هر الوتونکی د یوې دقیقي محاسبې له مخې خوځي او خپلې مشخصې موخې ته وررسي، دا ګروهه او نړۍ لید انسان ته مسوولیت پیدا کوي. نو زه هغه وګړی یم چې په دې تدبیر، عقل او ددې پنځګر قدرت په لاس پنځول شوی او هدایتېږم او تل تر څارنې لاندې یم، کنترولیږم، د هستۍ یوه برخه یم، د هستۍ یوه ژوندینکه یم او هستي یو روح، اراده او قدرت لري چې ورپورې د اړوندې یوې ژوندینکې په توګه نېغ په نېغ مسوولیت احساسوم او ان نېغ پیوند ورسره لرم. مسوولیت دهغه (=الله تعالی) پر وړاندې او څه چې ورپورې اړوند دي (یعنې مخلوقات)؛ ځکه ټول یو نظام او یو حرکت دی چې یوه مشخصه موخه لري، او په یو قدرت سنبال ، تدبیر او ټاکل شوی او دا، د نړۍ لید بنسټ دی.
د «توحید» [= د الله د یووالي او وحدت] نړیوال (انعکاس) د « هستۍ وحدت او یووالی» دی. پر تثلیث ګروهن، هستي درې جلا جلا واکمنۍ، درې بېلابېلې اقنومه، جنسه او ذاتونه بولي. پر ثنویت (=دوه ګونیتوب، دو آلیته او دوه خدایي) ګروهن، نړۍ دوه ټوټې ویني، دوه بېلابېلې واکمنۍ؛ نوځکه ټولنه هم دغسې ویشلای شي، ژوند، وګړي او طبقې هم له همدې مخې په بدو، ښو، پورته، کښته، تیارې او رڼا ویشي. لکه چې «ماني» وايي: نړۍ له رڼا او تیارې جوړه ده، د هستۍ هر څه یا له رڼا جوړ دي او یا له تیارې.
انساني وګړي هم له همدې موخې ویشل کیږي! وایي: «سوبمن له رڼا (جوړ) دی او مات شوی له تیارې دی!» وینئ نړۍ لید څنګه په ټولنیزو قضاوتونو کې نېغ اغېز لري. ځینې وایي نړۍ مخکې او روسته نه لري او ددې نامعلوم یا معلوم مخکې روسته ترمنځ ته یوازې یو فرصت لرې او روسته نابودیږې او نور هېڅ حساب هم نشته او نه څوک حساب درسره کوي او ورک یې، زه چې دغسې ننګېږم نړۍ ګونګه، بی حسابه او بې خاونده ده او زه د تصادف یا مادي شرایطو له لامله رامنځ ته شوی یم او د ماشي په څېر ـ چې په یو فصل کې راپیدا کېږي، الوزي او روسته ورکېږي ـ راپیدا کېږم ، وده کوم، روسته بوډا کېږم او مرم ـ ټوله قصه همدا ده! ـ او په هر ډول مې چې ژوند وکړ توپیر نه لري، نو خود په خوده غنیمت بولم، خوند اخستل او د هوسونو مړول مې د ژوند آریزه لار وي!
نو بیشکه د (غیر الهی) منطق له مخې همدغسې ده. ځکه څوک چې ګروهن وي، په هېڅ ځای کې حساب او کتاب نشته ، هستي خاوند نه لري، څارن نه لري، بد او ښه کچه نه لري، یوه ګونګه نړۍ او ـ د ژان پل سارتر په ویناـ یو اسمان او یوه احمقه نړۍ چې حس نه لري، شعور نه لري، نه مې پیژني، نه مې درک کوي، د عناصرو یوه ډېرۍ ده او زه پکې پنځوس شپیته کاله ژوند کوم، روسته مرم او قصه پای ته ورسېده؛ نو خود په خوده دغسې انسان که غواړي فداکاري وکړي او خپل ژوند له نورو ورځار کړي او خپلې ګټې او خوندونه نورو وګړیو، راتلونکي کهول یا ټولنې ته ورځار کړي؛ نو دا یو ایدیالیست انسان دی ـ که و نه وایم ساده سړی دی ـ خیال پالی دی، موهوم پالی دی، احساساتي دی، کار ته یې سم منطق نشته، یو څیز له لاسه ورکوي؛ خو کوم څیز تر لاسه کوي! هېڅ! ښه نو څه رادبروي؟ د لاس ته ورکړي څیز په څېر یو څیز.
که د نورو ارزښت هم په دې کې دی چې پنځوس کاله ژوند وکړي، وخوري، وڅښي، زیږون وکړي او روسته ومري، دوی ارزښت لري چې زه مې همدا ورته او مشابه حق ورځار کړم او روسته مې هېڅ لاس ته رانشي؟ ورپسې د همدې سرښندنې له مخې کوم څیز رادبره کړم؟ بیا د نورو په څېر څو ګهیځه زیږون، خوراک، څښاک خوند اخستل او وېدېدل! ښه زه په کوم منطق یو وګړی د نورو لپاره فداکارۍ ته اړ کړم؟ یوازې په موسیقۍ، شعر، تلقین او هڅونې، احساساتو او په څېر څیزونو یې! که ووایي څه ته، ځواب یې نه لرم! بشریت ته! انسانیت ته! ځکه مازې دا عمل یو اوچت عمل دی! یعنې څه ؟ ((اوچت)) یعنې څه؟
ټولنه ددې لپاره چې ژوند وکړي، پر ګټه یې وي او ځان وساتي، غواړي، خپل وګړي یا خپلې ګټې د ټولنې ورځار کړي؛ دا یو روح دی چې ټولنه یې راتپي؛ ولې د ټولنې خبرې ته غوږ کېدم؟ ټولنه د وګړو ټولګه ده او غواړي خپلې ګټې ورځار کړم؛ ځکه چې ښه ژوند وکړي، سوکاله اوسي، او ماته هېڅ په لاس رانشي او دا فداکاري هېڅ ارزښت هم ونه لري، کوم حساب و کتاب هم نه وي، ورپسې مطلق نیستي هم وي! دا کار نه کوم، منطق او دلیل نه لري چې دا کار وکړم؛ خو په اروایي هڅونو او تلقیناتو، په ادبي او هنري احساساتو دومره شور ځوګ را کې پیدا کړي، چې بې منطقه ځان ورځار کړم. دا ایدیالیستی ده.دا پر ماتریالیزم (توکیز پالنې) ولاړ اخلاق خورا ایدیالست اخلاق دي !پر یو ایدیالستي ذهني، فرضي او احساساتي څیز ولاړ اخلاق دي؛ مطلق احساسات!
خو دیني انسان، ګروهن دی چې نړۍ حساب لري او د نړۍ یو جز دی او د یو روح (الله تعالی) او دقیقي محاسبې له مخې کنترولېږي او په یو ابدي او ټولیز نظام کې د حرکت او تکامل په حال کې دی؛ نوځکه که ځان خپله ددې کاروان ورځار کړي؛ نو ځان یې ورک او نابود کړی نه؛ بلکې پر یو اوچت ډول اوختی، له تکامله یوه درجه اوچت شوی او ورپسې په توکیزه یا مانیزه (مادي او معنوي) بڼه خپله بدله ویني. دا وګړی د خپلې ګټې یا ځان ځارولو لپاره منطق لري؛ ایدیالیستي منطق نه؛ بلکې ریالستي، عیني، توکیز (مادي) او واقعي منطق دا، یو واقع پالی (واقع ګرایانه) منطق دی.
هغه بل چې وایي ځان دې (بې له هېڅ او منطق او دلیله، بی له څه حسابه) له نورو ورځار کړه او نور هم ستا په څېر ارزښت لري او روسته ستا دا سرښندنه او فداکاري په دې اوړي کې نور پاتې شي. بل هېڅ حساب نشته! که ځان مې ځار کړ؛ نو د یو عقلي منطق له مخې مې ځار کړی نه دی. یو احساساتي منطق و، چې هډو څه منطق نه و.
اوس هغه څه چې پر ابدیت ګروهن دی او ځان پر نړۍ باندې په یو واکمن منطقي او عقلي نظام کې احساسوي او له مخې یې د لا ډیر تکامل لپاره، لرې ګاندې (راتلونکې) ته او د هر څیز او ګردو وګړیو په معنوي معراج کې لا ډېر اوچت ولاړ شي، له خپلو سملاسي ګټو تېرېږي، چې دا سرښندنه، یو منطقي او معاملاتې فداکاري ده؛ له آره راکړه ورکړه ده، او دا اخلاق، منطقي دي، هو، د هغه څه پر خلاف چې دینوالو ته یې ایدیالستان وایي. نه ، ته چې وایې، یوازې همدا دي او بې له دې بل څه نشته او روسته ورته وایې، همدا هم ورځار کړه؛ نو ته د یو ایدیالیزم، یو خیالي او احساساتي ذهنیت له مخې « پلانی» د وژنې خولې ته وراچوې او که ووایي د څه لپاره ، ځواب یې هم نه لرې!
نړۍ د توحید له مخې، دغسې وینو. د توحید له مخې بشري ټولنه، الزاماً یکنواخته او برابره ټولنه ده؛ ولې؟ ځکه ایکي یوه جوړه کړې، چې یوه اراده او یو قدرت دی؛ یعنې یو خالق او پنځګر لري. د یو استاد مصنوع او جوړه ده او پردې سربېره په یوه امر هدایتېږي او هغه ایکي یو د ژوند نخچه او بشریت ته رسالت په نښه کوي؛ نوځکه بشریت د ذات له اړخ یو پر بل اشرف نه دی؛ ځکه دوی بېلابېلو خدایانو جوړ کړي نه دي؛ چې یو د ستر خدای وي او بل د کوشني خدای، یو د ستر خدای جوړ وي، بل د منځني خدای او بل د کوشني خدای، یو د رڼا جوړ وي او بل د ظلمت او تیاری!… نه د یو استاد جوړ دي، د یوې ارادې او هنر جوړ دي؛ نوځکه دوی یو رنګ او مساوي ارزښتونه لري.
توحید، په دې مانا چې نړۍ په یو بڼه یو ټولیز دی، یو اراده او حکومت لري، او د بشر جوړښت له خاورو دی، مساوي ارزښت او مشخصه موخه لري؛ ځکه یو عقل جوړ کړی دی (د عقل یو ځانګړنه دا ده، کوم څیز چې جوړوي، یوې موخې ته یې سازوي، دا د عقل نښه ده)؛ نوځکه څوک چې پر توحید ګروهن دی ، د ژوند پر پوچوالي (د البرکامو او کافکا په څېر ) ګروهنېدای نشي. ځکه ژوند د یوې سترې ارادې جوړ دی؛ نو موخه لري او داچې موخه لري؛ نو زه د یو وګړي په توګه دې موخې ته د وررسېدو لپاره پازوال (مسوول) یم، باید ویې پېژنم او باید په لټه کې یې اوسم او باید دې موخې ته د ور رسېدو لپاره ـ که لازم وي ـ له هر څه ورتېر شم؛ ځکه آر او موخه ده.
نوځکه ، له توحیده، د فیوډالیته، تفرقې او د هستۍ د وېشنې پر مقابل کې د نړۍ د یووالي آر او د تناقض، ټکر، توکم، تبعیض، بېلابېلو جنسونو، خېلونو او طبقاتو پر وړاندې بشري وحدت رادبره کېږي. او همدارنګه مازې پر توحید ګروهه ، د منطق له مخې په انساني ذهن کې راولي چې بشري ژوند یوه موخه لري او امکان نه لري چې پوچوالي، چټیتوب او عبث توب ته مې ورټېل وهي.
لکه د البرکامو او ژان پل سارتر ویناوې چې انسان د بدوینۍ پر ګړنګ دروي. د هستۍ نظام، مطلق قدرت او مطلق عقل جوړ کړی دی؛ نو شونې نه ده نړۍ او بشري ژوند ته بدوینی شم، که څه پر سل ګونو زره ترخې راباندې تېرې شي، دا تراخه یا عارضي او لنډ مهاله ګڼم یا وایم چې تېروتی یم، که نه د نړۍ واقعیت او حقیقت پر حق، عدل او د یوې مشخصې او عالي موخې لپاره د تکامل په بهیر کې ایښودل شوی دی؛ هو، سمه ده: له هستۍ بشریت او ژونده دغسې مانا او انګېزه چې له توحیده استنباطېږي! پازوالي (مسوولیت) په اوسنۍ انسان پېژندنه کې مهمترینه مساله ده! زه چې ددې ستر قدرت مخلوق یم، ددې ستر غونډال (نظام) چې یو مهندس او یو چلوونکي پیدا او هدایت کړی یو پیچ او عنصر یم؛ نو نېغ په نېغ مسوولیت احساسوم.
زه په هغه نړۍ کې چې ((العیاذ بالله)) خدای نشته، مسوول نه یم؛ ځکه مسوول والی؛ یعنې څوک مې پېژني، ویني مې، راباندې پوه دی، کړنې مې څاري، کار مې حسابوي، ژوند، کړه وړه او اندې مې د خپلو کچو له مخې سنجوي او روسته مسوولیت رانه غواړي؛ قدرت یې راکړی، اراده یې راکړې دنده او ماموریت یې راکړی، روسته مسوولیت راڅخه غواړي؛ ډېر ښه پر وړاندې یې مسوول یم؛ خو که دغسې څوک نه وي؛ نو د چا په وړاندې مسوول نه یم.
توحید، انسان ته د مادي نړۍ لید، د اګزيستانسیالېزم د نړۍ لید او د هندي صوفیانه نړۍ لید پر وړاندې یو نړۍ لید ورکوي. توحید زموږ په ذهن کې په دغسې بڼه یو نړۍ لید انځوروي او ځان په دغسې یوې نړۍ کې حسوو. کله چې مې نړۍ دغسې ولیده او ځان مې ددغسې یوې نړۍ غړی ولید، کړنلار مې جوتېږي چې څه ده او روسته معلومېږي چې باید څرنګه ژوند وکړو. د اسلام له نظره بشر په پیدایښت کې یو له نېغ په نېغ مسوولینو او آن مسوولترینو ځنې دی. انسان په اسلام کې د توحید له مخې په لنډو لاندې ځانګړنې لري:
۱ـ د هغه یوازیني، قدرت او عقل جوړ دی چې نړۍ ، طبیعت او انسان یې هم جوړ کړی دی؛ نو انسان د طبیعت خپلوان دی. باید د طبیعت په بهیر کې حرکت وکړي یا باید په طبیعت کې حرکت وکړي، له هستۍ مجرد او مجزا نه دی.
۲ـ د انسان جنس څنګه دی؟ ((انسان مې له خټې، بوینې خټې، لجن، حما مسنون، صلصال کالفخار، طین جوړ کړ، روسته، له خپل روحه مې پکې ورپو کړ.)) نو انسان له الهي روح سره مساوي دی؛ یعنې خورا اوچت وجود او د تصور وړ جوهر (نه الهی روح! په کومه مانا یې چې وایم؛ دا، یوه کنایه ده). دلته له ادبي پلوه د انسان د جوړښت فورمول وایي نه له فیزیولوژي اړخ، چې له خټې یې تنه سازه کړي وي او روسته یې خپل روح ورپو کړی وي! په دې بڼه یې جوړ کړی نه دی، هډو خدای دغسې جوړونه او پنځونه نه کوي.
انسان په هستۍ کې له تصوریدونکي خورا اوچت موجود او په هستۍ کې له تصورېدونکي ټیټ عنصره جوړ دی. (دا په اسلام کې د انسان جوړښت دی، اسلام آدم دغسې معرفي کوي). انسان (د نورو پر خلاف، چې له یو جنسه دي یا له رڼا دي یا له مادې؛ خو انسان بل ډول دی) یو موجود دی چې له خټې ( لجن) او د خدای له روح او ارادې جوړ دی. انسان یوازېنی موجود دی چې ازادي او اراده لري او له همدې ځایه مسوولیت پکې رادبره کېږي، نور عناصر مسوولیت نه لري؛ ځکه دوی لا شعوره دي او خدای د یو پېچ په څېر په یو ځای کې ورایښي او خدای چې د طبیعت کوم جبر پرې ورایښی له مخې یې حرکت کوي، دوی مسوولیت نه لري.
لکه سترګې چې ویني او اوریدل نه کوي یا غوږونه اوري؛ خو لیدل نشي کړای. سترګه او غوږ له خپلو دندو سرغاړی نه کوي او نه د خپلو چارو په کولو کې شکمنېږي، د شکمنۍ او سرغاړۍ احساس نه لري. انسان ((انتخاب)) کړای شي او له همدې ځایه مسوول دی، څه (انتخاب او) غوره کوي؟ په ډاګه ده! نو زه د انساني موجود په توګه وایم: یو خټین رسوبي عنصر چې انحطاط، ځوړتیا، پستۍ او ذلت ته څوبتیا لرم، چې له ګردو څیزونو او د طبیعت له ټولو موجوداتو پرېوتی، پست او ټیټ یم او وینو انسان دغسې دی.
نو په دغسې ذات کې څه جوهر دی ؟ نور (رڼا)، عقل، پرښته؟ نه، د خدای روح! نوځکه په ادبي تعبیرـ نه علمي ـ دا خټین، دا بوینه رسوبي خټه، د خدای خپلوان دی! مادیون وایي: انسان اصولا په دین کې ذلیل او خوار دی؛ ځکه تل باید سجده وکړي، باید خدای ته خپل ذلت او عبودیت څرګند کړي، شخصیت نه لري، باید د خدای تقدیر او مشیت ته تسلیم وي، خپله هېڅ څیز نه دی. حال دا، هغه ښوونځي چې انسان ته په اصالت قایل دي (اومانېزم) د پخواني یونان له اومانېزمه تر سارتره، د دولسمې پېړۍ له اومانېزه د اولسمې پېړی تر اومانېزه، په یوه کې هم، انسان، په ابراهیمي ادیانو کې د انسان په عظمت نه دی: د خدای خپلوان ـ له هغه تصوره چې له خدایه یې لرو او کومه ګروهه چې د خدای پر جلال، عظمت او شتون یې لرو او پر دې عقیده چې په ذات کې مو، د خدای روح خپله خدای پو کړی دی.
ایا شونی ده دا فضیلت، په بشري ژبه کې، تردې اوچت وویل شي؟ ایا څوک ـ مادي یا غیر مادي، خدای نمانځی یا خدای نا نمانځی ـ دغسې یوه غونډله (جمله) جوړوای شي، چې تردې انسان ته اوچت فضیلت ورکړي؟!
اومانیستان انسان د هستی اراده، پر نړۍ برلاس او د ځان مسوول بولي؛ خو انسان د طبیعت او مادې له جنسه ګڼي. خو دین، د انسان بله نیمایي د خدای روح بولي؛ یعنې بله نیمه روښانه او اوچته نیمه یې او دا نیمه یې نه یوازې له ګرد مادي طبیعته؛ بلکې تر ګردو پرښتو اوچته ده. تر ټولو موجوداتو لوړه ده، ولې؟ ځکه د خدای پکې خپل روح دی؛ یعنې څه: تر خدای روسته، بې درنګه، انسان دی!
(( تخلقوا با خلاق الله)) دا څه هېښنده لارښوونې دي! انسان په خپل تکاملي بهیر کې د داسې ځانګړنو درلودونکی کېږي چې خدای یې لرې. ایا دا د انسان ذلت دی؟ له خدای سره ورته والی او شباهت پیدا کوي (د مشبهینو او مجسمینو پر فلسفي مانا نه)؛ یعنې د طبیعت تر ګردو موجوداتو خدای ته ورنژدې دی او تکاملي څوکي ته وررسي چې خدای تعالی مطلق څوکه ده، د انسان دی چې ځان دې څوکي ته ورنژدې کوي او نه هېڅ ماده او مانا، نه هېڅ روح او پرښته یا کوم بل څيز، هېڅ! لکه چې رحمان بابا د پیغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم په باب وایي:
خدای یې مه ګڼه بېشکه چې بنده دی نور یې کل ولاړه صفات دي په رښتیا
په دې بڼه نه انګېرېدونکی عظمت، او سړی د انسان له جلال او جبروته وحشت کوي ـ چې بشر ته په هېڅ فلسفي، مادي او اومانیستي ژبه کې راغلی نه دی ـ او بلخوا دا بله نیمه یې ذلیله، کرکجنه او بوینه ده!
نو د انسان جوړښتي فورمول دا دی: د انتخاب یو قدرت او یوه اراده چې د خټې او د خدای د روح ترمنځ ولاړه ده او باید حرکت وکړي. لار یې څه ده؟ لار یې څرګنده ده، له خټې یې پیلوي چې د خدای روح ته ورورسي. دا د ((إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ)) مانا ده. د لارې نامه څه ده؟ مذهب ـ مذهب یعنې لار. باید زما اراده ـ د مذهب له لارې ـ ځان له لجنه (خټې) وباسي او الهي څوکي ته یې ورسوي او دلته د تکاملي عظمت څوکي ته ورسي. دلته د بشري ژوند فلسفه روښانېږي. نو بشر هغه موجود دی چې په خپل تکاملي بهیر کې له بې نهایته ټیټ پړاو د بې نهایت اوچت پړاو خوا ته په تکاملي حرکت کې دی. دا له توحیدي نړۍ لیده د مسوولیت او د ژوند د فلسفې راولاړه مانا ده.
په ټولنپوهنیز لید د توحید او شرک پېژندنه
” لا اله – الا الله ” د توحید کلمه ده، داچې سملاسي ورپسې ” محمد رسول الله” وایو مفهوم یې دا دی چې محمد علیه السلام تشریح کړای شوی توحید منو او تردې روسته د نړې تر پایه د ده د راښول شویو مشرانو په مشرۍ د توحید هراړخیزې پاسوالۍ ته ژمن یو. د توحید پېژندنې لپاره تر هر څه ړومبی باید د خپلې زمانې شرک، ډولونه او لارې چارې یې وپېژنو او چې لا پېژندلې مو نه وي، د توحید پر ارزښت سم پوهېدای نشو. توحید د شرک ځپلو ته یو ګوذار دی؛ نو باید پر څه چې ګوذار کوو ویې پېژنو، دغسې په څه چې ګوذار کوو هم وپېژنو. په دې شننه کې د ټولنپوهنې له اړخ د شرک او توحید مسله څېړل شوې چې یو ځوان مسلمان روڼ اندی څنګه په خپله ټولنه کې په علمي انداز مبارزه وکړي، مسایل وڅيړي او په پایله کې وتلار وړاندې کړي.
(( راځئ ځانونه داسې وبولو چې که کعبه په سترګو نه وینو؛ خو په احساس او ننګېرنې یې ووینو او ځانونه یې پر وړاندې ومومو او هم [په روایاتو کې] د کعبې په اړه د اندنې او تفکر امر راته شوی دی. د کعبې پر وړاندې او په باب یې اندنه ډېر ستونزمن چار دی؛ ځکه کله چې د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم مبارک قبر ته ولاړ یو؛ نو اندنه او فکر راته ساده ده؛ ځکه پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پېژنو: له یوې مشخصې اندې سره ټاکلې او مشخصه وګړه ده او د یو مشخص انسان او ټاکلي چوکاټ په اړه فکر کړای شو. په باب یې فکر کوو: پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم هغه وګړه ده چې دلته ښخ دی، موږ یې پېژنو؛ له ژوند، سیرت، او ویناوو، کړه وړو او غزاګانو یې لږ و ډیر معلومات لرو؛ په خپل اسلامي ژوند او اندېزې روزنې کې مو چې دا خاطرې او پوهاوی پیدا کړی، دوه ځل یې په خپل ذهن کې له سره کوو او دا پخپله اندنه او فکر کول دي.
نوځکه د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم او د هرې وګړې په باب اندنه ډېره اسانه، مشخصه او معلومه ده. خو چې کعبې ته ودرېږو او اندنه وکړو؛ دا یو ستونزمن چار دی: ځکه دننه په کعبه کې هېڅوک نشته، د چا قبر نه دی، هېڅ وګړې (شخصیت) ته ورمنسوب نه ده او هډو نه پوهېږو د چا په اړه سوچ او اندنه وکړو؟ ایا رښتیا کله چې د کعبې په هکله سوچ کوو، باید د ابراهیم علیه السلام په باب سوچ وکړو؟ نه، ابراهیم علیه السلام یو له عناصرو دی، چې د کعبې جوړولو په داستان کې دی؛ ابراهیم علیه السلام د کعبې د ذات برخه نه ده.
یا د کعبې بنسټګر اسماعیل علیه السلام دی؛ خو د کعبې مانا: اسماعیل نه دی. حضرت هاجره (بي بي) ده؟ نه. هاجره د کعبې په جوړولو کې یو له برخمنو ځنې وه او په اړه یې سوچ کول بې د کعبې په اړه سوچ کول دي. د خدای د خونې په زیارت کې مې یوه بنسټیزه مساله احساس کړې چې البته تاسې به هم ننګېرلې او احساس کړې وي. ټول عمر مو د کعبې پر لور نمونځ کړی، د ژوند په ټولو شېبو کې مو ددې لوري درناوی کړی او موږ مسلمانانو ته د قبلې یعنې د کعبې لوری تر جغرافیایي (شمال، جنوب، مشرق او مغرب) لوریو خورا ماناوال او ارزښتمن دی او له آره کعبه لکه رړګنۍ مینه، ایمان، ګروهه، فرهنګ، تاریخ، روح، معنویت او عاطفه او مینه مو وي.
تر شلو، دېرشو، پنځوسو، شپېتو، اویا کالو روسته، چې په شواروز کې مې کعبې ته پینځه وخته نمونځ کاوه، تل مې په درنه ورکتل، اوس یې په لیدو بریالی شوی یم. مخکې تردې چې مکې ته ورننوځم او څومره چې مکې ته ورنژدې کېږم؛ نو هومره له انديښنو او د زړه له درزاري سره پلټنه او تلوسه راکې زیاتېږي. هر ګام چې کعبې ته ورنژدې کېږم، زړه مې لا ټینګ او سختېږي او یوې هیجاني شېبې ته سترګې په لار یم چې څنګه به په ړومبي ځل په خپلو سترګو کعبه ووینم. روسته ښار ته ورننوځوو او ګام په ګام جومات ته ورنژدې کېږو او د مسجد الحرام په وره ورننوځو، یو لوی میدان وینو، چې یوه ساده کوټه پکې ښکاري او دلته یوه حساسه او نازکه شيبه ده، داسې یوه شېبه چې د یو مسلمان د ګرد ژوند له هیجاناتو سره د پرتلنې وړ نه ده. دلته یو ټکان خورو چې ټول عمر مو د کعبې په اړه سوچ کړی او له زړه مو د کعبې پر لور حرکت کړی او اوس ورته راغلي او مخې ته یې ولاړ یو او په سترګو یې وینو؛ خو روسته وینو چې هېڅ څیز نشته! دا “هېڅ څیز نشته” ډېره مانا لري.
که څوک روح، لطافت، ژورتیا، ښکلا او عظمت ونه پېژني، ناڅاپه یې یو هېښنده او عجیبه حرکت او ټکان ته ورپامېږي، په ځان کې یو سقوط او راپرېوتنه احساسوي، چې “دا ټول عمر سترګې په لارېتوب د داسې ځای د راتلو لپاره چې هېڅوک پکې نشته؟” ناڅاپه د انسان په ذهن، روح او زړه کې د نړۍ منظره اوړي او هغه دا، څومره ښه ده چې په کعبه کې هېڅوک نشته! ځکه خدای غواړي چې انسانان د ځمکې په دې برخه کې تر کلونو انتظار روسته له ګردې ځمکې راټول او له دې کوټې یې وچورلوي، خلک چې تر زیار ګالنې روسته او د خاطرو او هیلو لپاره دلته راغلل او (د خدای) خوني ته ودرېدل؛ ویني څوک نشته! [د خدای غوښتنه ده چې ] یو ځل مطلق ته ور پام شي، په ټول عمر کې چې کعبې ته راغلي، کعبې ته ودرېږي، تر کعبې روسته د نړۍ او هستۍ پر لور وخوځېږي.
کعبه یوه “پته” ده چې ټوله سپېڅلتیا او عظمت یې دا دی چې خدای ټاکلې ده او بل هر ځای یې هم ټاکلې شوای… نه دا ډېری سپېڅلتیا لري او نه له نورو غرونو سره توپیر لري او نه خپله حجرالاسود ذاتاً له نورو آسماني ډبرو سره توپیر او تغییر لري. ددې کور ارزښت په دې پار دی، چې یو پته ده چې انسان په ژوند، نړۍ او د ځمکې پر مخ خپل مقام ورک نه کړي. ارزښت یې په دې کې دی چې دا کوټه د توحید په نامې جوړه شوې. خپله کور هنري، ذاتي او د معمارۍ له اړخ څه ارزښت نه لري. یوازې مافوق بشري ستر ګروهیز ارزښت لري، چې د یو فکر په نامې جوړ شوی دی: توحید؛ د توحید کور د یو انسان په لاس جوړ شوی او هغه د توحید بنسټګر او زوی یې لاسنیونکی و: د توحید ذبیح، د توحید قرباني .
ولې توحید دومره اهمیت لري؟ ایا توحید یوازې دا دی چې په هستۍ کې خدای یو دی، دوه، درې څلور، پینځه او بې شمېره نه دي او ګرده هستي؛ جماد، نبات، حیوان او انسان، یو خدای پیدا کړي؟ ځینې ادیان پر دوو خدایانو ګروهن ول ــ د شر خدای او د خیر خدای ــ ځینې پر درېیو خدایانو او ځینې پر څو خدایانو ګروهن ول؛ ښه، دین مو هم ګروهن دی چې (( نه، یو خدای)). ډېره ښه، دا خبره هم سمه ده چې هستي یوې ارادې، عقل او خالق جوړه کړې او تنظیموي یې، نه دوو، درېیو او څوو. د هستۍ او آدم پیدایښت چې یوه علمي یا فلسفي ویینه ده، ولې دومره اهمیت لري، چې د تاریخ په اوږدو کې، ددې خوځښت بنسټګر حضرت ابراهیم ( زموږ له نظره) د پر حقو پېغمبرانو پلار او د اسلام پېغمبر هم ځان د ابراهیم علیه السلام د خوځښت غځوونکی بولي او د خپل دین نامه ــ اسلام ــ د ابراهیم د دین نامه غوره کوي او تر ځان روسته تر پایه د بشري تاریخ لوری د ابراهیم خلیل الله د ټاکلي خوځښت لوری ټاکي او ولې دا ګردې خبرې، ګروهې، احکام، آرونه د یوه فکر پر کاکل وچورلي، چې توحید دی؟
که توحید، د شرک (دوه خدایه، درې خدایه، څو خدایه) پر وړاندې تشه یوه فلسفي او علمي ویینه وي؛ نو باید فلاسفه یې په خپلو منځونو کې وکړي، یعنې چا چې فلسفه لوسته، ودې وایي په نړۍ کې پلاني فیلسوف پر یو خدای ګروهن و، پلانی پر دوو، بل پر درېیو، بل پر څلورو؛ لکه چې د فلسفې په تاریخ کې وینو، ځینې وایي ګرده هستي له یوه عنصره جوړه ده، ځینې وایي له دوو، ځینې وایي له نوي او ځينې وایي له یو سلو څوارلسو څخه. دا ویینه په خلکو پورې څه اړه لري؟ دا، یوه پوهنتوني ویینه ده، فلسفي ویینه ده، باید د آتن، روم، اسکندریه او… په آکاډمیو کې یې بحثونه کولای؛ لکه سقراط، اپلاتون او ارسطو او په څېر یې. دا فکر د ولسي پرګنیو او د جدې یا مکې په پلورځایونو کې د ارزان بیه مریانو په برخلیک پورې څه اړه لري، چې د توحید شعار پر وړاندې دومره حساسیت وښیي؟ دا فکر ابوسفیان ابوجهل، عکرمه، امیه بن خلف او… ته څه زیان لري چې دوی دومره دښمنۍ او مخالفت ورسره وکړ؟ باید په تاریخ کې یو شمېر اندیالان د یوه خدای پلویان شوي وای او یو شمېر د څو خدایانو او روسته د علم، فکر او فلسفې په پرمختګ، خلک رو رو د خدای پر وحدانیت ګروهنېدل.
خو د توحید فلسفه او د شرک مساله، بې له جهاني او وجودي مسالې او بې له فلسفي ویینې او بې له دې چې په تاریخ کې د نړۍ په جوړښت کې د توحید یا شرک خبره وه، بله ونډه او بله مانا لري او دې مانا تر فلسفې، فکر او د توحید پر ګروهنیز آر (اعتقادي اصل) تر پوهېدو ډېر، بشري ژوند ته ارزښت ورکاوه او د ابراهیم علیه السلام کار د یوه فیلسوف او یو نظروال ــ چې په نړۍ کې یو فلسفي حقیقت ویلي وي ــ تر کاره ډېر ارزښت لري او څنګه چې ګروهن یو د ابراهیم علیه السلام رسالت د ځمکې پر مخ د ټولو انسانانو رسالت دی، داسې رسالت چې هره شېبه او هر ورځ یې مسوول یو؛ داسې رسالت دی چې باید راتلونکي نسلونه یې رانه واخلي او تکامل ورکړي او پر ځمکه یې خپور وور کړي او بشریت وروبلي. ولې دا دومره عظمت؟ او ولې توحید په بشري ژوند کې دا دومره ژورتیا او مانا لري؟
توحید پېژندنه
د اسلام بنسټیز آر پر یوې ستنې ودرول شوی: یعنې توحید. پاتې آرونه پر توحید بنا شوي، نه د توحید ترڅنګ؛ نبوت دویم نه دی چې د توحید ترڅنګ وي، نبوت له توحیده راولاړېږي. موږ باید په ذهن کې د خپل ګروهیز جوړښت بڼه سمه انځور کړو. پینځه ستنې څنګ په څنګ ایښوول شوي نه دي؛ یوه ستنه بېخبنا ده، آریزه تیږه ده، چې “حجرالاسود” یې سمبول دی… دا تیږه د وګړي د ګردو ګروهو، کړنو او ټولو کوشنیو او سترو وټیزو (اقتصادي)، سیاسي، اخلاقي او ټولنیزو اړیکو بېخبنایي ډبره ده، چې دا “توحید” دی، یو آر دی. پر دې آر هر څه بنا شوي: نبوت، مشري، معاد، عدالت، جهاد، پر نېکیو امر او له بدیو منع، دوستي، وګړیزې اړیکې، وټیز (اقتصاد) او کورنی ژوند او هر څه مو پر یوه آر ولاړ دي. نوځکه بنسټیزه خبره مې دا ده، چې توحید د نورو ګروهو ترڅنګ کومه ګروهه نه ده، د نورو آرونو پر وړاندې کوم آر نه دی، نور آرونه راغلي نه دي چې د توحید پر آر ورزیات شي، د توحید په نامې یو آر لرو چې هر څه پکې شته او هر څه ترې راولاړېږي.
د توحید اهمیت
ولې توحید په بشري ژوند کې کې دومره اهمیت لري؟ دلته له فلسفي او کلامي اړخ پر توحید ویینه نه کوم، یوازې له ټولنپوهنیز اړخ پرې ګړېږم، په بشري تاریخ، د ملتونو او ټولنو په ژوند، تمدنونو او انساني فرهنګونو کې د توحید او شرک افکارو څه ونډه درلوده؟
د توحید پر ټولنیز ارزښت او تاریخي ونډه هله پوهېدای شو، چې ضد یې یعنې شرک وپېژنو او چې پر شرک پوه شو؛ نو خود په خوده توحید او په بشري ژوند کې د توحید ټولنپوهنیز اړخونه او تاریخي ونډه پوره څرګندېږي. پر تاریخونو، تمدنونو او ټولنو باندې مې د څېړنو په ترڅ کې یوې ساده او ډېرې عادې مسالې ته ورپام شو: په تاریخ او ټولنپېژندنه کې، چې ګردې ټولنې لږ و ډېر پېژندل شوي، ټول تمدنونه پېژندل شوي، ان لومړنی انسان پيژندل شوی، بېشکه ټولو تاریخونو، بې استثنا ټول مادي یا غیر مادي، دیني یا دیني ضد ټولنپوهان پر دې آر ګروهن شوي چې په بشري تاریخ کې داسې ټولنه نشته چې دین ونلري؛ نوځکه د ځمکې پرمخ بې دینه انساني ټولنه نشته. له دې ځایه پایله اخستل کېږي چې زموږ پېغمبران له ابراهیم علیه السلام مخکې او روسته ترې د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د بشر متدینېدو ته راغلي نه دي؛ ځکه بشر په خپل فطرت، دینوال دی؛ نو پېغمبران ددې لپاره راغلي نه دي چې په انساني ټولنو کې دیني احساس رادبره کړي؛ ځکه هر پېغمبر په دیني ټولنه کې مبعوث شوی؛ نو ستر پېغمبران مو ددې لپاره راغلي نه دي چې په ټولنو کې خدای لمانځه تبلیغ کړي؛ ځکه د پېغمبرانو تر راتلو وړاندې، ګردې ټولنې خدای نمانځوونکې وې؛ نو کومې موخې ته راغلي دي؟
راغلي چې یوازې یو کار وکړي؛ یعنې توحید د شرک ځایناستی کړي او بل هر کار یې چې کړی د همدې موخې پلي کولو ته یې کړی دی. شرک یعنې څه ؟ زموږ د انګېرنې پر خلاف، شرک لا دیني نه ده، دین دی، مشرک دینوال دی، ګروهن دی، نمانځوونکی او عابد دی. مشرک هغه دی چې کله به یې خپل بوتان د لمر له معبده په لویو لویو ارابو کې را ایستل، نر و ښځو به ښکلې لوڼې او زامن ورته نذر کول، د بوت په پښو کې یې سرونه ترې پرې کول، بهېدلې وینه به متبرکه کېده او په دعاوو، نذرونو او دیني مراسمو کې کارولېده، متبرک شراب یې ترې جوړول، دا، مشرک دی! ایا دا، بې دیني ده؟ د عربو په جاهلیت کې د بوت پر وړاندې او بوت ته قرباني (هم) وه. د څه قرباني؟ د انسان قرباني، نه د پسه. ډېر نذر یې کاوه، چې که مثلاً څو زامن مې درلودل؛ نو لومړی مې خپل بوت ته قرباني کاوه. نذر یې کاوه چې که بوت، زامن ورکړي؛ نو په بدل کې به لومړی ورته ذبح کړي. دا احساس، بې دینه احساس دی یا دیني؟ وینو د دوی دیني احساس تر موږ چې مؤحدین یو، ډېر ټینګ دی! ولې د شرک د جرړو پر ایستو دا دومره ټینګار کېږي؟
توحید د شرک پر وړاندې، دین د بې دینۍ پر وړاندې نه دی، مذهب د لا مذهبی پر وړاندې نه دی، د خدای نمانځنې پر وړاندې د خدای د نشتون ګروهې پر وړاندې نه دی. پيغمبران مو یوازې ددې لپاره راغلي نه دي چې خدای نمانځنه د نه نمانځنې ځایناستې کړي؛ بلکې راغلي چې نمانځنه تخفیف او راکمه کړي؛ یعنې په هر ځای کې ټولنې زموږ تر پيغمبرانو ډېرې خدای نمانځوونکې وې؛ ځکه پېغمبرانو ویل ((یو ونمانځئ)) او دوی سل نمانځل! پېغمبران د خدای نمانځنې رادبره کولو ته راغلي نه دي؛ یعنې چې د معبود نمانځنه رامنځ ته کړي؛ ځکه انسان له توتم، د نیکونو له ارواحو نیولي تر طبیعي څیزونو، ونو، بوټیو او لرګو پورې نمانځلي، بوتان او مجسمې یې ترې جوړولی او عبادت یې ورته کاوه. خپل عمر یې ترې ورځاروه او ان په سادګۍ یې خپله وینه ورکوله.
نوځکه د انساني ژوند تاریخ پر دین او مذهب ولاړ و او پېغمبران مو راغلي چې توحید یې ځایناستی کړي؛ یعنې یو دین د بل دین ځایناستی کړي. د لا دینۍ او د خدای پر وجود د نشتون احساس یوه نوې مساله ده چې په نړۍ کې د اروپا د شپاړسمې او اولسمې پېړیو تر رنسانس روسته مطرح شوې ده او هډو په تاریخ او کومې ټولنې کې اوڅار نه وه. په اسپانیا کې دېرش زره کاله وړاندې ټولنې پېژني چې جامې یې نه درلودې او لوڅ لغړې وې، خو پر خدایانو ګروهنې وې او نماځل یې؛ تر اوسه کورنۍ جوړې نه وې؛ خو معبد او نمانځنه یې درلوده. نوځکه د حقو پېغمبرانو ګرد سره رسالت، د شرک پر وړاندې د توحید پلي کول و؛ نو هر مسلمان چې پر ابراهیمي خوځښت ګروهن دی، په تېره حاجي چې مکې ته ورغلی د توحید اهمیت او پېژندنه ورڅرګنده ده.
د قرآنکریم او هم د تورات په داستان کې راغلي، چې آدم علیه السلام دوه زامن درلودل: یو قابیل او بل هابیل. قابیل د یو ځانپالي، شهوتپالي او مال پالي انسان ښکارندوی دی او هابیل د قرآن په مانا د یو مسلمان، ګروهن، د حقیقت پر وړاندې یو غاړه ایښوونکي، یو دوست، یو رور، د خدای او دین مطیع او د خپل پلار آدم د درناوی کوونکي انسان ښکارندوی دی.
آدم چې د مطلق بشریت ښکارندوی دی، په دوه ډوله انسان ویشل کېږي: یو قابیل، د پلید، ناوړه او بدرنګ انسان ښکارندوی او بل هابیل د پاک، بې عیبه او اوچت انسان ښکارندوی. ولې په اسلام کې دا قصه راغلې؟ څه ارزښت لري، دوه روڼه د نامزدې پر سر اړپېچ (اختلاف) پیدا کوي، یو دا بل وژني، روسته پښېمانېږي؟ دا یوه پيښه ده چې هډو اسلام خپل تاریخ پرې پیلوي؟ روسته پوښتي، ولې؟ وایي ځکه مطلب یې دادی چې د قتل نفس یا انسان وژنې بدي راوښیي؟ لازمه نه ده د بشري تاریخ پیل، چې انسان وژنه پکې پېښه شوې، دومره اهمیت ورکړو؛ مساله تردې مهمه ده: د قابیل او هابیل دین یو دی ــ هماغه چې آدم راوړی ــ پلار یې یو آدم دی، مور یې “حوا” ده، په یوې کورنۍ کې لوی شوي، چاپيریال یې هم توپیر نه درلوده چې یو ووایي په پلاني پوهنتون کې یې زده کړې کړي، استادان یې بل ډول وه او دې په بل پوهنتون کې سبق ویلی او استادان یې بل ډول ول، یا دې نورې ورځپاڼې لوستې، تلویزیون یې لیده، ثنا ستاینې او موعظې یې کولې او بل، نور مطالب ترسره کول! هلته خو هېڅ نه و، د چاپېریال اختلاف نه و.
یوه روزنه، یو ذات، یو دین، یو پلار، یوه مور، یو له بل سره دوه متضاد انسانان جوړوي؛ ولې؟ په دوی کې کوم عامل یو له بل سره توپېر درلود، چې یو انسان وژنی او بل د انسانیت ښکارندوی کېږي؟
کله چې د قابیل او هابیل د نامزدۍ پر سر اختلاف پیدا کېږي، آدم وایي، ولاړ شئ قرباني راوړئ، د خدای لپاره یې قرباني کړئ، خدای چې د هر یو قرباني قبوله کړه، بل ته دې غاړه کېدي. وایي، ډېر ښه. هابیل ځي او قربانۍ ته له خپلې ګلې ډېر ښه، ښکلی او ژېړبخن اوښ راولي؛ قابیل چې خپله مدعي او د هابیل پر حق متجاوز دی او حق ته یې غاړه نږدي چې د هابیل ښکلې نامزده ځان ته وکړي، ځي او له خپل درمنده د غنمو یوه ژېړه ورسته سترۍ راوړي. ښکاره ده چې د هابیل قرباني قبلېږي او د قابیل نه. خو قابیل نه د خپل پلار خبرې ته غاړه ږدي، نه د خپل رور حق رعایتوي او نه د خدای حکم مني او خپل رور په صحرا کې وژني؛ ځکه چې خپله تمه ترلاسه کړي.
دلته دا فکر رامخې ته کېږي کوم علت لاملېږي چې قابیل دغسې یو انسان کېږي او هابیل هاغسې؟ په دې کړنه کې، انسان متوجه کېږي چې د دوی پلار، مور، دین، چاپیریال او… یو وه؛ خو معلومېږي چې د ژوند وضع یې یو له بل سره توپیر درلوده: یو تللی او له ګلې یې یو اوښ راوستی، بل تللی یوه ورسته سترۍ غنم یې راوړي؛ نو معلومېږي چې یو د پووندګرۍ په پېر کې اوسېده او بل د خصوصي مالکیت په پېر کې ژوند کاوه.
په بشري تاریخ کې خصوصي مالکیت هغه وخت پیلېږي چې انسان کرنیز پیر ته ورننوځي؛ انسان تر کرنیز پېر مخکې د طبیعت په لمن کې ښکار کاوه، په سیند کې یې کبان نیول، ځنګل او سیند د ګردو په واک کې و، هیچا د بل حق نه لتاړاوه او نه یې د نورو له حقونو غېږه راتاووله، یو بل له طبیعي نعمتونو څخه نه بې برخې کول، ټول یو له بل سره رونه او برابر وه او د خدای پر دسترخوان ــ طبیعت ــ یې خوړول او چا چې غوښن او تیار ښکاره غوښته؛ نو باید غښتلی ښکاري وای، ممنوعه سیمه نه وه، خصوصي او وګړیز مالکیت او د نورو بې برخې کول نه وو، غېږ راتاوول نه وو، ځان لوړل ګڼل نه وو، حرص نه و (کله چې د خوړو ډک دسترخوان د ټولو لپاره وي؛ نو خلک د مارغانو په څېر د څه لاس ته راوړو لپاره یو له بل سره پرې نه وهي).
انسان لږ لږ کرنیز پېر ته ورننوځي، داچې کرنیزه ځمکه لږه وه؛ نو اوس غښتلي او زورور ــ چې د ځنګله او سیند د ژوند په پېر کې، هر چا ځان ته ازاد ښکار کاوه ــ پر ړومبي ځل خپل زور د ډېر ښکار پر ځای د نورو بې برخې کولو ته وکاراوه: زورور د کرنې له ځمکې کرښه راتاووي، نور ګټې اخستو ته نه ور پرېږدي خپله خيټه ورباندې اچوي او خاوندېږي یې؛ نوځکه په دې حالت کې د انسانانو اړیکه اوړي. په ړومبي ځل، د دوو روڼو اړیکه ــ چې پر ځمکه یې د سیند تر غاړې په ځنګله کې ازاد ښکار کاوه ــ د شتمن او نیستمن، ارباب او نوکر، مالک او محروم په اړیکه اوړي؛ داچې زورور او د ځمکې له دې ټوټي یې ځان ته کرښه راتاوه کړې وه، د ټولې ځمکې د کرلو وس یې نه درلود، کاري قوت ته اړمن و؛ نور انسانان چې غواړي کار وکړي او ډوډۍ وخوري؛ خو ځمکه نلري؛ نو خود په خوده ددې دواړو اړیکه ټاکل کېږي: دا د ډوډۍ خوړو لپاره راځي، مزدورېږي او هغه بل په نیول شوې ځمکه کې د تولید لپاره کاري قوت ته اړتیا پیدا کوي: مریتوب رامنځ ته کېږي، په ړومبی ځل په بشري تاریخ کې مرییتوب دغسې پیدا شوی دی. مریتوب چې پیدا شو؛ یعنې دوه ډوله انسان رادبره شو: بادار او مریي، ارباب او نوکر، شتمن او نیستمن، چې دغسې حالت کې اړیکه بدلېږي او توپیر مومي. په عمومي او ګډ ژوند کې د برابرۍ او رورۍ اړیکه وه؛ خو اوس په ټولنه کې د دوو انسانانو تر منځ د دښمنی او تضاد اړیکه ده. دا ګډ ټبر چې په ټولنه کې یو له بل سره برابر اوسېدل او کار یې کاوه، په داسې ټولنې اوختی چې دوه ضد اړخونه لري چې یو له بل سره مبارزه کوي. قابیل د هغه پېر د انسان استازی دی چې بشر د خصوصي مالکیت [په اصطلاح میم زرما ټوله زما] پېر ته ورننوتی او د انسانانو اړیکه پر دښمنۍ، رور وژنې، حق لتاړولو، د نورو مزدورانولو او د ځان پر ګټه د ډېره کي (اکثریت) پر زبيښلو ولاړه د. هابیل د مخکېني پېر استازی دی چې انسان دې پړاو او جنایت ته ورننوتی نه دی او تراوسه د طبیعت په لمن کې د برابرۍ او بشري رورۍ بنسټ ژوندی و. نو په بشري تاریخ کې یو زرین پېر لرو، چې په ټولو داستانونو کې شته، داسې پېر چې انسانانو پر ځمکه یو برابر ژوند کاوه او ورپسې پېر چې کرنیز پیداوار پیلېږي، انحصار طلبي، غېږ راتاوول، حرص، زر زیرمول، ښکیلاک، زبېښاک، مرییتوب، سرداري، تضاد، حق ته انحرافي مخ ورکونه، ظلم، جنایت او رور وژنه د انسانانو خپلمنځي چلن کېږي.
قابیل ددې پېر استازی دی؛ او هابیل د برابرۍ، رورۍ او بشري وحدت د پېر استازی دی. له دې ځایه یوه ژوره فلسفي ویینه اوڅارېږي، چې قابیل هم یو دیني انسان دی، همدا جنایتکار او رور وژونکی قابیل، دیني دی! او د هابیل هومره پر خدای، توحید او معاد ګروهن دی؛ خو د ژوند په کوم سیستم او ټولنیز ژوند پورې چې ورنښتی او اړوند دی، داسې دی چې دین د خپلو شخصي ګټو او هوسونو د مخونې وزله کوي، پر دین تر هغه وخته ګروهن دی چې په خپله ګټه یې تمامېږي او چې ویني خدای د هابیل پر خوا دی؛ نو حکم یې نه مني. نوځکه په تاریخ کې قابیل او هابیل د دوو طبقو استازي کېږي: یوه وژونکې او د حق لتاړونکې طبقه او بله مظلومه او بې برخې چې د بل تر تسلط او واک لاندې کېږي.
دلته وینو بشري ټولنه چې یوه واحده ټولنه وه په دوه ګونې ټولنې اوړي. نو وینو اسلام وایي د ګردو انسانانو فطرت پر توحید دی، روسته شرک رامنځ ته کېږي. شرک څه دی؟ شرک د انسان عمومي دین دی چې تل او هر وخت شته. روسته په بشري ټولنیز نظام کې کله چې د انسانانو خپلمنځي اړیکې له هابیلي بڼې پر قابیلي بڼې ورا وړي؛ نو دین له توحید ځنې پر شرک اوړي. نو شرک هغه دین دی چې قابیلي نظام یې په متضاده ټولنه کې د خپلې وضع مخونې ته جوړوي؛ څنګه؟ کله چې بشري ټولنه یو له بل سره په دوو متضادو اړخونو واوړیده؛ نو دلته بشري روري، یووالی او وحدت څه مانا نه لري: یو یې لري او بل یې نه لري، یو مریی او بل ارباب دی، یو هر څه لري، بل هېڅ نه لري، یو باید ټول عمر کار وکړي او ونخوري او بل په ژوند کې هېڅ کار نه کوي او خوري، هډو دا دواړه انسانان یو له بل سره ګډه وجه نه لري؛ نو دوه ډوله انسانان رامنځته کېږي: په ټولنه کې د دوو ډلو انسانانو د شتون مخونې ته باید یوه فلسفه جوړه شي، یو دین جوړ شي، یو پوښښ جوړ شي چې د انسان په ژوند کې دې دوه ګونیتوب ته مخونه ورکړي او دا به هغه فلسفه او دین وي چې په هستۍ کې دوه ګونیتوب ته مخونه ورکړي او دا، دوه ګون پالي (ثنویت) ده؛ له دې ځایه د خیر او شر خدای جوړېږي؛ ولې جوړېږي؟ ځکه د انساني ټولنې په ژوند کې خیر او شر جوړ شوی دی.
ولې دوه خدایه ؟ ځکه په بشري ټولنې کې دوه ډوله انسان جوړ شوی دی، دوه متضادې طبقې جوړې شوې دي. ولې په نړۍ کې دوه پنځګره شتون ولري؟ ددې لپاره چې په ټولنیز ژوند کې د دوه ډولو اوچتو او ټیټو انسانانو شتون ته مخونه ورکړي. ولې یو اوچت خدای دی او بل ټیټ، یو د اوچت خدای دی او بل ور ټیټ؟ دا ځکه چې د اوچت او ټیټ انسان مخونه وکړای شي، چې یو د اوچت خدای جوړ دی او بل د ور ټیټ.
نو د شرک یو ډول، چې دوه پالي، دوه ګونپالي، دوه خدایي او یا خیر و شر، تیارې رڼا، په ((رڼا زروان)) او ((تیاره زروان)) او په اهورا او اهریمن د هستۍ ويشنه ده، یوه فلسفي بېخبنا لري چې نړۍ پر دوو قطبونو ویشي، چې روسته دا بېخبنا او ګروهه د ټولنیز ژوند نظام ته ــ چې په دوو متضادو اړخونو ویشل شوی ــ مخونه ورکړي. نو دوه ګونپالي چې یو شرکي دین دی، هله پیدا کېږي چې بشري دوه ګونتیوب رامنځ ته شي او په هستۍ کې د دوو اړخونو او قطبونو درلودل، دوه خالقه، دوه مدبره، دوه خدایان او پر دوه ګونیتوب ګروهه ددې لپاره ده چې د ړومبي بشر دوه ګونی ژوند ــ چې په قابیل او هابیل ویشل شوی ــ منطقي وبريښوي.
نور انسانان یو له بل سره اړیکې نه لري؛ ځکه پر قابیل او هابیل ویشل شوي. آدم نشته، آدم ومړ او اوس یا قابیل دی یا هابیل. قابیل د هغې واکمنې طبقې مجسمه بیلګه ده چې په دوو متضادو قطبونو ویشل شوې ده. وینو چې قابیل دیني انسان و؛ خو دین یې د خپلې وضع مخونې ته وزله کړی و؛ چې مریی ته ووایي ته بل خدای پیدا کړی یې او ځان ته هم ووایي او پر مریي هم ومني چې زه بل خدای پنځولی یم. قابیل په تاریخ کې پر واکمنې طبقې اوړي ــ د حاکم او محکوم په اړیکه کې ــ او پر تاریخ حکومت کوي، خپله قابیل چې یو وګړی، یو برلاس، ارباب او خلک یې تر لاس لاندې دي، لږ لږ په تاریخي تکامل کې په درېیو اړخونو بدلېږي. قابیل درې څېرې خپلوي: زور، زر او [باطل] دین او دا درې واڼه عناصره پر خلکو واکمنه طبقه جوړوي – په تاریخ کې واکمنه طبقه له دې درېیو عناصرو جوړه ده لکه د روم، لرغوني پارس، فلسطین او بین النهرین ټولنې – پېغمبران مو راپاڅېږي، ددې طبقې له درې ګونو څېرو سره مخېږي، دا درې څېرې چې درې سمبوله دي، قرآنکریم یې کله د درېیو تنو په بڼه او کله په نامه او صفت معرفي کوي:
ملأ، مترفین، احبار یا رهبان
۱ــ ملأ ، سترګې ډکوونکي یا په بشري ټولنه کې د زور استازي دي. ملأ؛ یعنې څوک چې په ټولنه کې پر لار روان وي، سترګې ډکوي.
۲ــ مترف، هغه شتمن چې هېڅ ډول دیني، بشري او اخلاقي مسوولیت نه پېژني؛ دا ځکه چې له شتمنۍ راولاړ تکبر له هر انساني مسوولیت مړه خوا کړي. مترف یعنې هغه چې د فیلمرغ په څېر پر لار روان وي.
۳ــ رهبان، یعنې د ادیانو د معابدو متولیان، د ادیانو استازي.
له راهب، حبر او رحبار سره د ټولنې دیني قدرت و، د ادیانو روحانیون او روحاني طبقه د دین رسمي طبقه وه. مترفین: وټیز (اقتصادي) طبقه وه. ملأ سیاسي طبقه وه او ټولنیز قدرت ورسره وه. دې درې واڼو یوه طبقه جوړوله؛ خو درې څېرې یې درلودې. د موسی ( ع) په داستان کې وینو یو فرعون دی چې د موسی علیه السلام د خوځښت پر وړاندې درېږي: د ټولنې د سیاسي قدرت استازی، د ملأ استازی. یو یې قارون پر وړاندې درېږي: په ټولنه کې د وټیز (اقتصادي) قدرت استازی. یو هم کوډګر؛ چې د ګردو استازی بلعم باعورا؛ چې د بني اسراییلو فاسد روحاني دی. وینو بلعم باعورا، قارون او فرعون، یو د دین، یو د اقتصاد او بل د ټولنې سیاسي قدرت استازي دي، چې درې واڼه همکاران او د موسی علیه السلام د خوځښت پر وړاندې یو لاس دي، هغه شپون چې ناڅاپه له بېدیا راغی او په چوپاني لکړه د درېیو واڼو پر ضد راپاڅېد.
ذهن مو ومنله چې یوه طبقه ده او درې څېرې لري: هماغه قارون و چې اوس بلعم باعورا او فرعون شوی؛ هماغه قابیل و، چې اوس فرعون، بلعم باعورا او قارون شوي دي: هماغه یو انسان و، چې په ړومبي ځل یې په بشري تاریخ کې د شخصې ګټو او انحصار طلبۍ په پار رور وژنه پیل کړه او همدا انسان پر تاریخ لاسبری او مسلط شو او روسته همدې انسان په تکامل کې درې څېرې پیدا کړې.
دا درې څېرې یو له بله جلا درې انسانان دي؛ خو په عین حال کې د تاریخ، انسانانو او خلکو پر برخلیک واکمن قدرت دی؛ نو ایله اوس د تثلیث پر مانا پوه شو. په مسیحیت کې تثلیث: اب، ابن او روح القدوس دی؛ هم پلار، هم زوی او هم روح القدوس؛ هم درې واڼه دي؛ یعنې پلار جلا، روح القدس جلا او زوی جلا دی او هم په عین حال کې درې واڼه یو له بله جلا او مستقل، واحد ذات دی، دا څه دی؟ دا د نړۍ خدای نه دی؛ د نړۍ خدای که یو له بله جلا درې عنصره او درې ذاته وي، یو ذات کېدای نشي؛ که یو ذات وي؛ نو یو له بله جلا درې ذاته کېدای نشي؛ دا هماغه واکمنه بشري ټولنه ده، چې په عین حال کې یو ذات دی؛ خو درې څېرې لري. نو تثلیث د شرک دوم ډول دی چې په ظاهره د دین نامه لري او ظاهراً د معبود او خدای نامه لري؛ خو دا یو له بله جلا په درېیو څېرو کې یو ذات دی او رښتیا هم ده؛ خو موږ انګېرو، چې د خدای په باب خبرې کوي. نه، د هغې طبقې په اړه خبرې کوي چې دین، پیسې او زور ورسره دی، د شرک خدای او د شرک دین همدوی جوړوي. څوک یې جوړوي؟ د تېرو ادیانو رسمي ملایانو د بشر پر ضد دین او خدایان جوړول، د هغې طبقې پر ګټه چې خپله یې لایتجزی غړي وو.
د “آلبرماله” په وینا کله د منځنیو پيړیو له روحانیونو او د لرغوني ایران له مؤبدانو سره د خپلو هیوادونو تر اتیا سلنې ډېرې کر ځمکې وې. د “اختون” په داستان کې ــ چې د بین النهرین یو له خدایانو دی ــ یو شاعر وایي: ((دا اختون چې خدای مو دی، دومره حریص، یرغلګر او متجاوز دی، چې په ټولنه کې له ګهیځه تر ماښامه په کړاو یوه مړی ډوډی ترلاسه کوم او په سختی یې د خپل کوشني زوی پر خوله کوم؛ خو له خولې یې ورڅخه اخلي او نه پرېږدي چې د بچیانو خېټې مو مړې شي)). په کنایه وایي چې د معابدو خاوندانو د ساختګي خدایانو په نامې د خلکو پیسې لوټولې.
نوځکه درې خدایان شته، د خدایانو درې انځورونه یې کاږلي دي: په یونان کې یو خدای د “زاګره” په نامې دی، یوه غاړه؛ خو درې څېرې لري. یو په هند کې د “ویشنو” په نامې دی، چې د یونان له خدای سره هېڅ اړیکه نه لري دا هم یوه غاړه او درې څېرې لري. یو خدای هم په مسیحیت کې دی چې یوه غاړه لري او روسته یې درې څېرې ورکړې. اوس د کاتولیک په تثلیث ( Trinite تراینایت) کې (العیاذ بالله) د حضرت مسیح علیه السلام انځور، یو سر دی چې یو له بل سره ورته او ترڅنګ څېرې لري! دا د هستۍ د خدای سمبول نه دی، دا د روم د واکمنې طبقې سمبول دی، چې خدای یې په داسې بڼه کړی، چې د یو اړخ د درې اړخیز والي مخوونکی، د یوې غاړې درې څېرې درلودل او د یوه غاړی ( اندام) درې څېرې والی دی، په درېیو څېرو یوه طبقه ده، چې د ژوند برخلیک او د ټولنې فکر، ایمان، قدرت او مادي قوت ورسره و. “ایمېرل” وایي: په منځنیو پېړیو کې د قضیې لنډیز دا و: یو به خلک په زوره له غاړې نیول، بل یې جيبونه تشول او بل په غوږ کې ورته ویل ((صبر کوه، خدای لویی دی))! په تاریخ کې دې درې تنو یو له بل سره همکاري کوله. تثلیث یعنې دا، شرک یعنې دا. څو خدایي څه ده؟ یو ډول شرک دی. دوه خدایي شرک د دوه اړخېزې ټولنې بېخبنا ده.
د شرک دین؛ دښمنۍ، حاکم او محکوم نظام، مریتوب، نژادي نظام، سرداري نظام، دوګونی نظام، څو کورنیز نظام او د بشري ژوند برترۍ او پستۍ ته ــ چې د قابیل په داستان کې په پوره مانا “قابیلي نظام” ورته ویلای شو ــ مخونه ورکول دي، دلته دین د بشري بدمرغۍ لپاره ستره وزله ده؛ توحید د تاریخ پر دې سترې دسیسې لوی ګوذار و چې دا دی: د نړۍ لید او نړۍ پېژندنې یوه فلسفه ده، چې هستۍ ته یووالی او وحدت ورکوي، د پیدایښت له اړخ (هم) انسان ته وحدت ورکوي، دغسې د ګردو عناصرو ترمنځ یووالی راولي ــ او نړۍ په خیر و شر نه ویشي ــ همدغسې د بشري ډلو، خېلونو او طبقو یووالي ته یوه بېخبنا جوړوي؛ نوځکه د الله تعالی توحید، په عین حال کې چې د هستۍ مخوونکی حقیقت دی، د انسان د توحید بېخبنا هم ده او د معبود توحید د عابد (انسان) بېخبنا ده.
د ابراهیم علیه السلام خوځښت د نمرودیانو او د شرک دین له سازوونکیو سره سره انسانان یې په توحید[2] وچورلول، چې کعبه د دواړو (د معبود توحید او بشري توحید) سمبول دی.
نوځکه د ابراهیم نهضت یوازې فلسفي او د نړې پېژندنې خوځښت نه؛ بلکې د بشري تاریخ د بهیر پرخلاف نهضت دی، چې د خلکو پر ضد ځانګړي لږه کي ــ ملأــ مترف او رهبان ــ کوږ کړی دی: د میم زرما ټوله زما، پولو، دېوالونو، قیدونو، بندګیو، مریینې او اوچت ګڼلو له منځه وړل او په عین حال کې د هستۍ د یووالي، له هستۍ سره د انسان د یووالي او له انسان سره د انسان د یووالي رادبرول، نوځکه د ابراهیم علیه السلام خوځښت دا دومره عظمت لري او دا دی چې انسانان هر کال او هر کهول یې بلل کېږي چې په یوه ګوښه کې، د ابراهیم د خاطري په نامې، راټول شي او له جدي کړنو یې بېلګییزه لاروي وکړي او په دې توګه، تل بشري نسلونه چې د مسلمان په نامې، د ابراهیم علیه السلام د رسالت ترسره کولو او غځونې پازوال دي، له ابراهیم علیه السلام سره خپل تړاو او اړیکه وساتي او هر کال دلته راشي او ژمنه ورسره له سره کړي.
دا د ژمنې له سره کول د روښانه او آګاه انسان پر اوږو د مسوولیت درون پېټی ورږدي، ستر مسوولیت چې ابراهیم علیه السلام پیل کړ، چې هابیلي پېر ته د بشري تاریخ د بهیر ورستنېدا ده، د انساني برابرۍ او رورۍ دوران ته ورمخه کول دي، د شرک ( یعنې د انساني ضد انحرافي مذهب) د ګردو عواملو نفې کول دي؛ او د الله توحید ته د ورستنېدا په مانا ده (د توحید کلمه او د توحید کلمې اعلان دی) چې د کاشف الغطاء په وینا د کلمې د توحید بېخبنا ده او (هم) معبود توحید دی چې د عابد د توحید بېخبنا ده او (همداراز) د طبیعت او انسان د پنځګر (خالق) ایکي یوتوب دی، چې له طبیعت سره د انسان د توحید بېخبنا ده.
ټولو ادیانو غوښتل چې له طبیعته لرې وده وکړي؛ خو اسلام غواړي چې انسان د طبیعت په متن کې تکامل وکړي؛ پر اقتصاد او مادیت کې مانیز تکامل وکړي. اسلام یعنې څه؟ اسلام د ابراهیم علیه السلام دین دی. اسلام (د قرآني اصطلاح له مخې) یو دین دی چې د آدم له پیله (یعنې د بشریت له پیله) دین و؛ ادیان نشته، یو (حق) دین د ( باطلو) ادیانو پر وړاندې دی. کله چې فارسیانو په جګړه کې مسلمانان وپوښتل «څه ته راغلي یاست؟» مسلمان ورته وایي: « راغلي یو چې تاسې یو د بل له نمانځنې څخه د الله تعالی نمانځنې ته راوبولو». د توحید مانا ته وګورئ: منظور یوازې دا نه و چې ((خدای ایکي یو دی، دوه او درې نه دي»؛ مساله خورا ژوندۍ، اوسنۍ او د همیش لپاره ده. ((خدای یو دی نه ډېر)) دا جمله خورا پراخ مانا او ډېر مسوولیت لري: وینئ چئ په جمله (= تاسې د ځمکې او ادیانو له پستۍ د اسلام عزت ته رابولو)) کې ګرد ادیان اسلام ته رابلل کېږي او اسلام د ابراهیم علیه السلام دین دی، د آدم دین دی؛ یعنې د انسان دین دی. د آدم دین یعنې څه ؟ یعنې د انسان دین دی، یعنې که دا تاریخي انحرافات، دروغجنې مخونې، ساختګي ادیان او شرک پالنه نه وای، انسان، پر فطرت، د توحید پر دین یعنې پر اسلام و.
دا خوځښت د بشر په انحرافي تاریخ او د انسان په قابیلي ټولنو کې په ابراهیم علیه السلام پیل، او په محمد صلی الله علیه وآله وسلم تکمیل او پوره شوی دی؛ خو په ده پای ته رسېدلی نه دی. د دین تکمېلېدنه، بې د خوځښت له پوره کېدنې ده. نهضت تر څه وخته دی؟ تل او تر هغه وخته چې انسان مطلق بریالی شي او مطلق بریا، د بشري عدالت استقرار دی، قسط، حکمت، برابري او هابیلي نظام د قابیلي نظام ځایناستي کول دي، ټولنیز، فلسفي او اخلاقي توحید د ټولنیز، اخلاقي او فلسفي شرک ځایناستي کول دي، د انسان د دین، د آدم د دین او د اسلام د دین پر ګټه د ساختګي او جوړ کړای شویو ادیانو له منځه وړل دي،نوځکه موږ په خپلو نسلونو، ټولنو، اوسني وخت او د ځمکې پر مخ د ابراهیم علیه السلام د خوځښت د غځېدا، د ایدیالوژۍ له نظره دین تکمېلېږي؛ خو د ټولنیز حرکت له پلوه، تکامل او دوام مومي او دا خوځښت تل په فکري، علمي، ټولنیز او پوځي جګړو کې و، دی او وي به. د ابراهیم خوځښت – چې ابراهیم د توحید او کعبې بنسټګر دی – د تاریخ د کږلیچ له پیله یو بشري خوځښت دی او تر هغې چې تاریخ د توحید بهیر ته ورستون نه شي، لا به هره ورځ، هره میاشت په هر ځای او د بشري واقعي جهاد په ډګرونو کې غځېږي. په کربلا کې د حضرت ابوالفضل پر زیارت سور بېرغ رپېږي، په دې کې یو راز پروت دی. د عربي ټبرونو ترمنځ ۲۰، ۳۰ کاله جګړې وې، تل سره جنګېدل، ځینې جګړې ان څلویښت کاله اوږدېدې.
د ” بسوس” د اوښ قصه ۴۰ کاله اوږده شوه، د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره پخلا کړل؛ یعنې که پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم نه وای جګړه به یې تراوسه روانه وه، ان د یو اوښ پر سر! که وینې چې تر اوښه ډېر ارزښت نلري، باید د اوښ لپاره توی شي! په نړۍ کې هېڅ څیز توی نه ځي. په هر حال جګړه مارو عربو په څلورو حرامو میاشتو کې د عربي دود له مخې جګړه بس کوله. که څه وینې یې خوټېدې، جنازې به پرتې وې، خو چې حرام میاشت به راورسېده، تورې به یې غلافولې یا په تیکې کې ايښوولې او خیمو ته به ورننوتل؛ خو سولې ته واقعي علت رامنځ ته شوی نه و او دوه ټبرونو جوړجاړی کړی نه و او د حرام میاشتې په علت یې تورې د لنډ وخت لپاره په تیکو یا غلافونو کې ایښوولې، موخه یې دا وه چې بشره! عربانو! موږ دواړه ټبرونو جوړجاړی کړی نه دی، له خپلې دعوا تېر شوي نه یو، د حرامې میاشتې په پار مو جګړه لنډمهاله بنده کړې ده، حرامې میاشتې چې پای ته ورسي؛ نو جګړې ته دوام ورکوو.
نو ددې منظور څرګندلو ته یې د جګړې د بېرغچي پر خیمه سور بېرغ ځړاوه. یو ځل مې ورپام شو، چې دا سور بېرغ یعنې ” که تاسې راځئ او دلته څو چوپ او آرام قبرونه وینئ او په کربلا کې د حسین جګړه پای ته رسېدلې وینۍ؛ نو دا د حرامو کلونو په پار ده او د بولندوی بېرغ درښيي چې جګړه به غځېږي. ” تر څه وخته؟ هره ورځ عاشورا ده، هر ځمکه کربلا او هره میاشت محرم ده. خو کومه جګړه؟ هغه جګړه چې ابراهیم علیه السلام پېل کړه او هله به پای مومي چې توحید د ځمکې پرمخ په ټولو اړخونو کې استقرار ومومي. ))
که خپلې ټولنې ته ځیر شو ځینو له “شرک” او “توحید” ځنې په ناسمو پوهېدنو، د شرک او توحید ټاپې جوړې کړي، څوک یې چې له نیمګړو پوهېدنو سره په ټکر کې وي، سملاسي پرې د شرک ټاپه لګوي، چې دې چلن په ټولنه کې یو ډول اندیز او ټولنیز اړدوړ رادبره کړی دی. د ټولنې سمون ته له شرک او توحید سمه پوهېدنه، حکمت، دلیل او د مخاطب په پام کې نیول بنسټیز شرط دی. تمه ده چې نوی کهول د مطالعې، علمي ویبپاڼو او منطقي خبرواترو له لارې، د دغسې اندیزو مبارزو مخه ونیسي او پر ځای یې له توحید ځنې د سمو پوهېدنو له مخې د اساسي قانون په چوکاټ کې په هېواد کې په فرهنګي ویښتیا هر اړخیزه “توحیدي ټولنه” جوړه کړي. هېوادوال دغسې پېر ته سترګې پر لار دي.
د انسان د تکامل پر وړاندې خنډونه
په دې ویینه کې د انسان د شوني کمال پر وړاندې پراته خنډونه څېړل شوي، انسان چې باید د ځمکې پر مخ د الله خلیفه او پر خویونو یې پسولل شوی وي، یو لړ دنني او بهرني عوامل یې د دې تکامل مخه نیسي. ځوان کهول ته ددې لپاره چې هم تخصص ترلاسه کوي او هم د تعهد او ژمنې مسوولیت ورترغاړې دی، د ځان جوړونې لپاره پر یو لړ سبقونو پوهېدنه ورته اړینه ده. ددې مطلب د ترسره کولو لپاره د اسلامي نړۍ د یو اندیال ټولنپوه د شننې ژباړه دروړاندې کوو، چې هیله ده په غور یې ولولئ.
(( د انسان له دښمنانو منظور هغه عوامل دي، چې انسان یې د تاریخ په اوږدو کې نفې کاوه، شرایطو او بېلابېلو علتونو په نظامونو، لیدنو، او ډول ډول اندودونو کې بې له انسانه په بل هر څیز لګیا کېدل او انسان یې له خپل ځانه مجهول او ناخبره ساته او پر نورو څیزونو یې بوختاوه، داسې عوامل چې د انساني حقیقت د سقوط، ځوړتیا، مسخ او کمزورۍ لامل شول، حال دا شونې ده دا تمدن، پرمختګ او قدرت ته مثبت او رغنده عوامل ول؛ ځکه د “هایدګر” په وینا ټول ستر تمدونونه د انسان د حقیقت د قرباني کېدو په بیه رادبره شوي؛ ځکه انسان په نظامونو کې د بندي په څير ناچار له خپلې اړتیا ډېر کار کاوه او چې جبري کار کوي؛ نو ځان د انسان په توګه نه؛ بلکې بی وزله احساسوي؛ په دې شرایطو کې د انسانانو د جبري کار د شېبو زوکړه ده. نوځکه د تمدن ټول آثار د هغو یادګار دی چې انسان نابود شوی دی. دا د “هایدګر” ځانګړې انسانپوهنه او اومانېزم دی.انسان هر حقیقت موخه، اړتیاوې، ارزښتونه او جوهر چې لري؛ خو داسې یو موجود دی چې درې اړخونه لري: “آګاهي” دویم “آزادي” او درېیم “پنځونه” ده.
نو انسان یو آګاه، ازاد او پنځوونکی یا پنځګر موجود دی. “صنعت” او “هنر” یې د پنځونې تجلا ده،” علم” یې د آګاهۍ او “خلاقیت او تکامل” یې د آزادۍ تجلا ده، چې غوراوی او انتخاب کړای شي. نو د انسان دښمنان خورا مشخص دي:
دا هغه عوامل دې چې د انسان پاملرنه د ده له درېیو اړخونو (آګاهۍ، آزادۍ او پنځونې) اړوي او پر بل څه یې بوختوي (که څه خورا سپېڅلي څیزونه وي). ګرد یې سپړلی او تشریحولای نشم؛ خو په لنډو یې د څو اصطلاحاتو یادونه کوم، وبه وینئ چې دا عوامل، متضاد او بېلابېل دي، ان یو بل نفې کوي؛ خو بیا هم د انسان په نفې کولو کې یو لاس دي او له دې اصطلاحاتو مې مطلب، دا اصطلاحاتو “واقعیت” دی نه یې “حقیقت”؛ ځکه د یو څیز حقیقت له واقعیت سره یې توپیر لري؛ ځکه حقیقت هغه څیز دی چې دباندې یې عیني خارجي شتون پیدا کړی دی. لکه اسلام د یو حقیقت په توګه، یو پرمختلونی او مترقي او آزادي غواړی دین دی او اسلام د یو واقعیت په توګه، په ځینو واکمنیو کې آزادي ضد، انساني ضد د خېلونو ضد او د بشري پرګنیو د عزت پر ضد یو نظام و. اسلام د واقعیت په توګه هغه ځواک او قوت دی چې د اسلام په نامې په تاریخ کې پلی او واقعیت یې درلود او عمل یې کاوه. اسلام د حقیقت په توګه هغه ارزښتونه دي چې په کتاب او پیغام کې، منعکس دي او څېړونکی یې په اړه څېړنه کړای شي چې وپوهیږي. د سوسیالېزم د حقیقت په اړه یو ډول قضاوت کېدای شي او د واقعیت په بڼه یې بل ډول، چې ښایې متضاد یې بل ډول، چې ښایې متضاد یې وي[3].
د مسیحیت حقیقت، د مینې، ګذشت او تېرېدنې ښکارندوی دی او د مسیحیت واقعیت، یو خونړۍ سمندر دی چې هېڅ چنګیز ورسره پرتله کېدای نشي او پر یوه ورځ یې د هسپانیا په بارسلون کې درې لکه مسیحیان ووژل. صلیبي جګړو ته ووینئ. په فلسطین کې یې څه چارې او نادودې وکړې او همدا اوس څه کوي.
اوس په انسان دښمنو عواملو بوختېږو.
علم د انسان نفې کوونکی
یو خپله علم دی او بل د علم واقعیت دی؛ یعنې څه چې په تاریخ کې د علم په نامې واقعیت پیدا کړی او دلته کې د علم خبره کوو، مطلب مو د علم واقعیت دی نه خپله علم. اوسنی علم د نوي مریتوب وزله ده، البته پوهیږم چې لا تر اوسه د آفریقا په ځینو سیمو کې مریتوب شته، که وي هم په روسته پاتې سیمو کې دی؛ خو په خپلو سترګو مې په کمبریج، هاروارد او سوربون پوهنتونونو کې مریتوب لیدلی او دا د مریي او مینزې نه بلکې د بشري سترو نوابغو مریتوب دی. پانګوال ټولګیو ته راځي او اول نمره، دویم نمره او درېیم نمره زدکړیالان پېري، بولۍ پرې وهل کېږي. یو وایي په دومره پېسو یې پېرم، بل وایي څه له پاڅه او یو موټر هم ورسره ورکوم، بل وایي: چلوونکی هم ورکوم، بل وایي: یو سکرتر هم ورکوم او په پای کې څوک ډېرې پیسې ورکوي، دا نابغه له ځان سره کارخانې ته بوزي، ورته وایي: همدلته اوسه، او څه چې درته وایم جوړ یې کړه. نابغه ورته وایي: په سترګو! نو له پخواني مریي سره د نوي مریي توپیر دادی، چې ړومبي خپل ارباب نه غوره کاوه؛ خو دویمی یې غوره کوي! خو په هر حال باید ارباب غوره کړي،که نه عالم نه دی او په نړۍ کې مقام نه لري. که علم د پانګوالۍ پلور ته ورنشي، یوازې ویاندۍ ته په درد خوري. حقیقت دا دی چې دا پېړۍ، د علم او پېسو د واده پېړۍ ده. دا دواړه په تاریخ کې تل د یو بل ضد وو؛ خو اوس یې واده کړی او حرمونې زوکړه یې ماشین دی او جوته ده کله چې علم له پیسو سره واده وکړي؛ نو په ډاګه ده چې کوم یو بادار او کوم یو یې عیال دی! هغه عیال چې عیني انځورونه ترې لرو. دلته وینو چې بریا د پانګوال ده، چې علم د یوې وزلې په توګه کاروي، جګړو ته خورا ستر عامل او تردې بدتر ناپاکو، چټلو او فاشیستي نظامونو ته د مخونې وزله ده.
“هیټلر” د آلمان پینځسوه تکړه فیلسوفان او عالمان اجیران کړي ول ورته یې ویل څه چې وایم، علمي مخونه ورکړئ؛ ځکه نه پوهېږم؛ یعنې زه چټیات وایم او باید تاسې علمي مخونه ورکړئ! “موسولیني” ایټالوي فیلسوفان په یوې کوټې کې کېنول، ورته یې وویل، پینځلس ورځې روسته ټاکل کېږم؛ باید یوه ایدیالوژي جوړه کړئ. دوی ورته وویل دا صیب! په سترګو همدا مو کار دی!
بالاخره دغسې علم په فاشېزم پای ته رسي. فاشېزم یوازې د خوځښت په بڼه او د موسولیني یا هیتلر په نظامونو کې نه دی؛ بلکې په بېلابېلو نظامونو او نامو کې شته. نن چې د نړۍ په لر و بر کې کوم نظامونو واکمن دي، په هرې نامې چې وي، دود او لار یې فاشېزم دی، نظام یې چې هر څه وي، واکمنه طبقه یې ټکنوکراټه ده، که په لویدیځ کې وي یا ختیځ کې. ظاهر ویني انسانان یوازې په علم قضاوت کوي او حال دا، د “برشت” په وینا علم چې په فاشېزم پای ته ورسېد؛ نو ماتې یې وکړه او په پایله کې نننی له دینه نهیلی ــ چې په منځنیو پېړیو کې بده خاطره ترې لري ــ او له علمه نهیلی انسان ــ چې په فاشېزم کې بده خاطره ترې لري ــ نه پوهېږي څه ته هیلمن اوسي.
په دغسې حال کې علم د جهل (ناپوهۍ) د عامل په بڼه رادبرېږي، داسې چې علم د زر او زور مزدورېږي او پانګوالي او زور موخې ورته ټاکي او علم چې د انسان سترګې پرانستل، خبرونه، پوهاوی او راسپړنه ده د ناپوهۍ د ورتپلې دندې ترسره کولو لپاره، بې له انسانه بل څه ته ورمتوجه کېږي او ددې لپاره چې د خپلو اربابانو سپارښتنې ترسره کړي، پر نا انساني چارو بوختېږي او په دې نا انساني بوختیا کې کله د انسان د نفې کوونکي او وژونکي په بڼه رامخې ته کېږي. ان په هغو ځایونو کې چې علم د فاشیزم بڼه خپلوي او په سالمه بڼه وي؛ خو داچې غیر علمي ماموریت لري او غیر علمي او غیر عالم نظامونو یې موخې ورټاکي، بیا انسان د علم تر شا مجهول پاتېږي. د ” الکسپس کارل” په وینا، اوسنی انسان د اتوم تل ته ورننوتی او د اسمانونو څوکو ته ورهسک شوی؛ خو ځان ته یې ډېر لږ ګام هم پورته کړی نه دی. نننی انسان د لمریز غونډال (نظام) د لریو لریو سیاراتو په باب دقیقه پوهېدنه لري؛ خو د بشري ژوند خورا ساده ستونزاواري ته یې په ذهن کې لږه حل لار هم نه راځي؛ ځکه انسان د علم د سترو بریاوو تر شا هېر او له منځه ځي.
په ټوکو یې یوه قصه جوړه کړې؛ خو د یو حقیقت ننداره ده. کله چې ګاګارین فضا ته تللی و، یو خبریال یې کور ته ورځي او زوی یې پوښتي: بابا دې چېرې دی؟ زوی وایي: فضا ته تللی دی. پوښتي: کله را ګرځي ؟ وایي: ۲ بجې، ۳۵دقیقې او ۷ثانیې. بیا پوښتي: مور دې چېرې ده؟ ورته وایي: ډوډې پېرلو ته تللی ده. پوښتي کله راځي؟ وایي: معلومه نه ده. دا پلار دلته د علمي پرمختګ ښکارندوی دی او دا مور د انسان د حقیقت ښکارندوی ده چې پر ځمکه پاتېږي او دا زوی، سبانی انسان دی چې د خپل پلار له بریا بې له علمي پرمختګه ((البته په دې مانا علم)) بل څه په میراث نه وړي؛ خو ژوند یې د مور په کړاو او رنځ تېرېږي. په لنډو، علم یعنې مقدس ترین څیز چې بشر یې ژغورلای شو؛ خو نن په فاجعه پنځوونکي څیز اوختی دی.
دین، انسان ته د ژغورنې هیله ورکوله او نن یې غږ چوپ دی او علم په (۱۷) او (۱۸) پېړیو کې په ډیر شور ځوګ د دین ځایناستی شو او د انسان ژغورنه یې خپل شعار کړ، ژمنه يې وکړه چې ” پر ځمکه د دین جنت درته جوړوم”؛ خو چې جنت یې جوړ کړ، ومو لیدل څه یې جوړ کړل؛ هیټلري آلمان او په څېر یې امریکا. او وینو چې تر ټولو وړاندې، همدا نظامونه دي چې اوسنی انسان کړوي او د ناولي بورژوازي تمدن او مدني ژوند د فاجعې هېرولو لپاره په هېروینو روږدی دی.
دا نادودې، په دې نظامونو کې یو جبر دی او په هدایت، ښیون او نصیحت نه سمېږي، بېچارګان وینو ختیځ ته مخه کوي، چې د هدایت او ښیون رڼا ترلاسه کړي. موږ د تمدن، ننني علم او د فلسفې انديښنو لویدیځ ته ورکش کړو او له خپل سنتي او دودیز چوکاټ، فرهنګ او ژونده مو بهرنۍ نړۍ او تمدن ته تونل وواهه؛ خو له بدمرغه چې له فاضلاب او چټلیو سره مخ شو!
تخصص او کار پوهه
د انسان یو بل غلیم او دښمن، تخصص دی. هایدګر وایي: تخصص په یوې مانا د انسان غلیم دی؛ ځکه انسان د بېلابيلو اړخونو، استعدادونو او اړتیاوو درلودونکی موجود دی، چې ډول ډول کړنې کړای شي: لکه ننګېري، احساسوي، تعقل کوي، خبرې کوي، د یو څیز په باب اندنه وکړي، تخیل وکړي، حال داچې تخصص، یو جبري نظام دی چې پرې ورتپلېږي او څو اړخیز انسان په یو اړخیز نظام او ثابت بیاځلي کار کې راګېروي او هرومرو انسان چې په معمولي حال کې ځان د ډول ډول اړتیاوو، څوبتیاوو او وړتیاوو خاوند بولي، په تخصصي نظام کې کوشنی، رالنډ او یو اړخېزېږي او په پایله کې وینو چې ښاغلی دیرش، څلویښت کاله یو کار کوي او خپله هم نه پوهېږي چې څه لپاره یې کوي. په بوروکراسۍ کې یو تن وینو کار یې یوازې دادی چې یو څه پاڼې مخې ته وروړي او د پاڼې پر مخ یو لیکه کاږي او بېرته یې ورکوي او که ترې و پوښتم ځان دې څنګه تعریف او راوپيژني؟ د عرفاني، مادي، تخیلي، اخلاقي او شعوري اړخونو خاوند انسان پر ځای راته وایي: “تش پر پاڼه یو لیکه کاږم”! بل هېڅ. معاش اخلي او روسته کور ناستی کېږي او مساله پای ته رسي. او له آره نه متوجه کېږي چې څه ته راغلی، څه یې وکړل ، څنګه ژوند یې وکړ او څنګه و؟ بوروکراسي نظام، د اداري بوختیاوو د جلاوالي او تفکیک نظام دی، تردې چې هر وګړی یو کوشنی بیاځلي (تکراري) کار کوي او روسته وایي داسې یو ماشین جوړ شوی دا کار چې انسان یې له ګهیځه تر غرمې لس وار کوي، په یو ساعت کې یې اوه سوه وارې کوي بي له دې چې څه وخوري، او په دي توګه ما او تاته څه اړتیا نشته! په لنډو، له داسې وضع سره مخېږو چې ماشین په سادګۍ مو غوره ځایناستی شي. حال دا، انسان په خپلې حقیقي مانا یو څیز دی چې ګرد طبیعت او هستي یې ځایناستېدای نشي.
ماتریالېزم ( توکیزواله)
ماتریالېزم، د انسان بل دښمن دی، ماتریالېزم کله یو ډول انسان دښمنه نظام او کله یو ډول انسان دښمنه اندود دی؛ ځکه ماتریالېزم انسان ته وایي ته یو مادي موجود او د همدې طبیعت له جنسه یې او څه ځانګړې ځانګړنه نه لرې؛ نو دا په واقع کې د انساني ارزښت نفې ده او انسان کله چې د خپل ذات پر پستۍ او د خپلې جرړي پر عادیتوب، طبیعي توب او مادیتوب او له نورو موجوداتو سره پر خپل همجنستوب او همغږۍ ګروهن شو؛ نو په خپلو ټولو ممتازو انساني ارزښتونو بې اعتقاده کېږي یا بې ګروهېږي او له آره شونې نه ده انسان ځان په طبیعت کې د مادي ښکارندو له جنسه لکه بوټي چې راټوکېږي وبولي، او په عین حال کې ځان ته په یوه خدایي، غیر عادي او استثنایي رسالت قایل شي چې دغسې یو څیز ناشونی دی؛ نوځکه “سارتر” انسان داسې تعریفوي چې بې له مادي ښکارندو دی: (( د انسان ړومبی وجود جوړېږي، روسته خپله پانګه او ماهیت پخپله سازوي، حال دا، د نورو ګردو ښکارندو ماهیت ړومبی د خدای یا طبیعت په ذهن کې سازېږي او روسته وجود مومي.))
ښه، ولې سارتر چې خدای نمانځی نه دی او پر میتافزیک ګروهه نه لري، انسان په خلقت کې له ګردو مخلوقاتو بيلوي؟ ځکه که انسان پر خپلې ذاتي برترۍ خپله ګروهه له لاسه ورکړي؛ نو پر انسانیت خپله ګروهه له لاسه ورکوي؛ ځکه پر انسانیت ګروهه، پر دې ګروهه ده، چې هډو انسان په طبیعت کې یو استثنایي وجود دی او په پار یې استثنایي مسوولیت لري او له هغو ارزښتونو برخمن دی چې طبیعت یې نه لري؛ نوځکه انسان داسې اړتیاوې ننګېري چې طبیعت یې له ورپوره کولو بېوسې دی، وینو انسان د طبیعت کمبود او د خپلو ماوراء الطبیعي اړتیاوو پوره کولو ته په هنر لاس پورې کوي، شعر وایي، په ادبیاتو، عرفان او دین بوختېږي. خو ماتریالېزم انساني ارزښت نفې کوي؛ ځکه د انساني ذات پر مادیتوب، لاشعوریت او د ړوند، ناځانخبري، بې موخې او بې احساسه طبیعت له جوړ کړای شویو اجناسو سره یې پر همغږیتوب ګروهن دی، هېښنده او عجېبه خو داچې “ژرژپولیت سر” پوښتي: ته چې ماده نمانځې یې، څنګه وایې: انسانه! باید د بشریت هدایت او ازادۍ ته سرښندنه وکړې؟ په خوندور ځواب ورته وایي: موږ په فلسفه کې، ماده نمانځي او په اخلاقو کې ایدیالستان یو!
دا ځواب هغه سړی ذهن ته راولي چې د جمعې پر ورځ جامې اغوندي، لکړه په لاسوي، ږیره یې پريښې وي او د جمعې ورځې لمانځه ته ځي؛ خو په نورو ورځو کې په مزو چړچو بوخت وي! څنګه کېږي چې په اخلاقو کې ایدیالست وي او په فلسفي ګروهه او نړۍ لید کې د ایدیالست ضد؟ ایا کړه وړه له ګروهې جلا دي، چلن له نړۍ لیده بېل دی او ایا اخلاق له واقعیته جلا کېدوني دي؟
لنډ پوچ شوی دین
لنډ بوچ شوی دین، د انسان یو بل دښمن دی. البته دین په تاریخ کې د یو موجود واقعیت په بڼه، نه یې په حقیقي مانا؛ نو دین په دې مانا په تاریخ، ټولنیزو نظامونو او بېلابېلو ټاټوبیو کې د انسان ضد عواملو وزله وه او د خلکو له ناپوهۍ او جهله د خورنې لپاره یې د یو انساني ضد عامل په بڼه کاوه. د انسان د غلیمانو ستره کړنه دا وه، دین یې چې د پرمختګ، پوهې، آګاهۍ، ویاړ او بشري کمال یو عامل و او انسان د نامطلوب ورځېني ژوند له چوکاټه ژغورلای شي په دې توګه یې دین په آخرت پورې ور ایسار کړ، داسې چې یوازې په قبر کې په درد خوري. ښه نو، څه مو تر قبر وړاندې په درد وخوري؟
په هر حال کله چې له دینه د ژوند دا اړخ جلا کړي او د ویښتیا د یو عامل په توګه یې له انسانه واخلي او لنډ بوچ یې کړي. نو دغسې لنډ پوچ شوی دین د انساني ارزښت نفې ته ستره بلا او فاجعه کېږي. انسانان د دین او دیني مخونې قرباني کېږي او تل زورنمانځنې او چل ول ته د دین په نامې مخونه ورکول کېده او ولسونه د دین په نامې ذلت ته وربلل کېدل او همداراز تل هغه عامل چې انسانان یې د انساني ضد نظامونو پر وړاندې آګاهۍ، ازادۍ او سرغاړي ته وربلل، بیا هم دین و. په لنډو، په تاریخ کې، تل اندیزې (فکري) جګړې د دین پر ضد د دین جګړې وې؛ نو وینو ابراهیمي پيغمبران چې له ولسونو راپاڅېدلي شپانه ول او ولسونه یې د انساني نظامونو سرغاړۍ ته رابلل؛ نو د ځان پر وړاندی یې د [شرک] دین په نامې یو دښمن لیده او ستر عامل چې د دوی له غورځنګ سره لاس ګرېوانېده بیا هم [شرک] دین و.دې پيغمبرانو چې په خوځښت لاس پورې کاوه، پر ضد یې واکمن [د شرک] ادیان راپاڅېدل، که پېغمبران یې ځپل، خپله واکمن وو، که پيغمبر پرې بریالی کېده او ماتې کوله؛ نو پیغمبر ته ورماتېدل او غاړه یې ورایښووه؛ خو روسته یې ځایناستېدل او د پېغمبر د روحاني یا سیاسي ځایناستو د لړۍ په بڼه د پېغمبر خوځښت او د ده د کار ارزښتونه او پیغام یې مسخ او په خپل چوپړ کې کاوه.
رحمان بابا وایي: دین یې دام وي د دنیا په لار کې ایښی –پرې رااړوي وحشیان د مخلوقات
لګښت
د انسان له دښمنانو یو بل یې، ډول ډول لګښتونه دي، چې نن یې د علم پالنې، دین، عرفان، انساني او اومانېزم ځای نیولی او ټول پرې ګروهن دي. موږ ټول، لګښت پالي او د لګښت د معبد قرباني یو، هغه لګښت چې یوازې نړیوال تولیدي غونډوالونه (نظامونه) یې زموږ مخې ته راغورځوي او مسلمان، بودایي، توکیز( مادي)، مانیز (معنوي)، ژیړ پوټکی او تور پوټکی توپیر ورته نه لري. په لنډو د ژوند ټوله فلسفه مو لګښت دی، سره نه کېنو چې د ژوند په باب وګړېږو، د انسان موخه څه ده، هډو بشري رسالت څه دی، د ژوند حقیقت څه دی، یو مخې مو لګښت ته ورپام دی او هر څیز چې انسان له حقه اړوي هماغه یې معبود دی.
تولیدي نظامونو دومره په لګښت بمباري کړي یو چې هډو فرصت راته نشته: څوک چې ویني، په ۲۰،۱۰ راتلونکیو کلونو چې د پېرل شویو څیزونو چې اوس نشته او له منځه تللي قسط باید ورکړي، اپوټه او چپه ژوند یې پیل کړی! اپوټه ژوند یعنې څه؟ یعنې راتلونکی ژوند د تېرو لپاره؛ د هغو لګښتونو او اړتیاوو لپاره کار کول چې وخت یې تېر شوی او نن نشته. کله چې مساله دا بڼه خپلوي، باید تېرو منتفي او استهلاکي څیزونو ته کار وکړو او خپل وخت، ګانده (راتلونکی)، عمر او امکانات مو چې بشري پانګه ده، مخکې وپلورو، او بلخوا لګښت، اړتیا راکې پیدا کوي او داچې تولید او درآمد نشته، ناچار په بدل کې یې وخت ورکوو. معمولاً که پینځه تلوېزیوني برنامې ووینو، کورونو ته مو درې نوي لګښتونه راننوځي او په دې تصاعدي سیر کورنۍ ته لګښت ورننوځي؛ خو څومره درآمد؟ که درې کاله روسته مامور ترفیع وکړي او څو پیسې یې ورزیاتې شي او وینئ چې په دې زماني واټن کې انسان یو مخې فلج او نفې کېږي. استراحت، وخت، سوچ، کېناستل، اندنه کول او ارزونه ــ چې د بشري ژوند ستر نعمت او فرصت دی، نبوغ پکې غوړېږي او ستر پوهاوی پکې ترلاسه کوي ــ ترې اخستل کېږي. ماشین د پخوانیو لسو ساعتونو کار په دوو ساعتونو کې راته کوي او اته ساعته وخت ازاد راته پرېږدي؛ خو پانګوالي، د لګښت تپنه او د نوي لګښت اصالت دا اته ساعته له نورو اتو ساعتونو سره راڅخه اخلي او دلیل یې دادی چې د لګښت اصالت د یو دین بڼه خپله کړې، چې د اوسني انسان عملي عبادت دی او دا د تولید نظام دی چې علم، انسان، تولید، ازادي، کار او د انسان فراغت یې قرباني کړی، چې څومره ډېر تولید وکړي؛ د لګښت په اصالت کې خپل اصالت له لاسه ورکوي او ان له ځان سره سوچ کولو ته ډېر لږ فرصت هم نه پیدا کوي او تر مرګه هماغسې دی.
وایي یو لټ سړي ته یې ښځه کوله، اتفاقاً یوه ځیرکه ښځه یې ورنکاح کړه او دې پر یوه کار بوخت کړ او څه موده روسته پر بېلابېلو کارونو بوخت شو، چې ان د استراحت وخت یې نه درلود. یو ورځ یې چا ته شکایت وکړ چې ښځې مې پر ډېرو چارو بوخت کړی یم، ورته یې وویل، که داسې وي، ولې یې نه طلاقوې؟ ورته یې وویل: که حقیقت درته ووایم ان د طلاق وخت هم نه لرم !
کتاب زدګي ( کتاب وهنه)، کتابي کېدنه
د انسان یو بل دښمن کتاب زدګي ده او دا رنځوري ډېره په روښانفکرانو کې ده. کتاب زده ګي یو ایدئولوژیک ذهن جوړروي، فلسفه سازوي، حل لار سازوي، مخونه ورکوي، انګېرنه کوي، څېړنه کوي؛ خو دا ټول پوچ او هسې په هسې دي او هډو له واقعیت سره هېڅ اړخ نه لګوي. داچې زدکړیال زده کړه کوي د ټولنپوهنې، فلسفې، اقتصادي، سیاسي او تاریخي کتابونه مطالعه کوي، لږ لږ یې دا مطالعات او ذهني مطالب نورو مطالبو او ذهني څېړنو ته ورکاږي او روسته حل لارې ښوول، ورپسې درمل ښوول، ورپسې ایدیولوژي جوړول، روسته ایمان پیدا کول، روسته د علم په نامې ګروهې موندل او په پای کې ټولنې ته چې ورننوځي، روسته ویني چې زېرمې یې له قضیې سره هېڅ تړاو نه لري او تازه معلومېږي چې کتابي شوی او ګروهه یې یو لړ ذهني مطالبو جوړه کړې او د ټولنيزو واقعیتونو په اړه یې قضاوتونه یو له بل سره هېڅ اړیکه نه لري. په تيره شرقي روښانفکران د لویدیځ په باب لږ شانته ذهنیت پالي دي؛ ځکه شونې ده عیني مسایل په یوه بل ځای کې ذهني شي؛ یوه مساله په یوه ځای کې سمه او همدا په بل ځای کې ناسمه ده. غربي روښانفکران د خپلو تاریخي واقعي پوهېدنو اولید له مخې مفکورو، ایدیالوژیو او قضاوتونو ته وررسېدلي او داچې دوی غیرغربي روښانفکرانو ته بيلګې دي، دوی یې قضاوتونه، اندیزې او ایدیالوژیکې انګېرنې بیاځلي (تکرار) کوي او د هماغه تړاو له مخې د خپلې ټولنې، تاریخ او دین په اړه قضاوت کوي؛ حال دا، د هغوی قضاوتونه سم او دا قضاوتونه غلط دي. یو لوېدیزوال ویني له منځنیو پېړیو وړاندې تاریخ یې، متمدن او پرمختللی روم او یونان درلود او اروپا ته چې مسیحت راغی؛ نو اروپا یې تیاره او ذلیل کړه، روسته چې دین پرشا وتنبول شو، رنسانس رامنځ ته او تمدن راستون شو، وایي: تاریخ مو ښیي ړومبی مو چې دین نه درلود مترقي وو، روسته چې دینوال شوو؛ نو مخ پر ځوړ شوو او ورپسې چې دین ولاړ بیا متمدن شوو.
شرقي روښانفکر چې راځي د خپل دین په باب د ننني غربي روښانفکر قضاوت بیا ځلي کوي (تکراروي) او روسته ویني؛ چې له تمدن سره یې د خپل دین او تاریخ اړیکه یو مخې د هغې اړیکې اپوټه ده چې مسیحي دین له تمدن سره درلوده؛ نوځکه په اسلامي ټولنو کې د دین په باب د لویدیځ په څېر قضاوتونه د ځوړتیا لامل شول. حال دا په اسلامي ټولنو کې کتابتونونه، تمدن، ټولنیز نظامونه او ان پرمختللي حقوقي نظامونه وو، چې نن یې ساری نشته، په څلورمې پېړۍ کې چې کوم کتابتونونه وو، نن هم په نړۍ کې نشته، کتابتون په دارالمکتب یادیده؛ او له (۵۰) تر (۶۰) پوهان پکې مشېت وو. د نړۍ له شاوخوا به زده کړ یالان راتلل، دلته یې کورونه ورکړي وو، اوسېدل او د خوراک څښاک ستونزې یې ورته هوارې کړې وې او ان بورس یې درلود او د کتابتون د استادانو تر څارنې لاندې یې خپل تحصیلي کارونه کول؛ خو اوس یوازې او یوازې ډېکوریشن شوي، بېلګه شوي، اتو شوي او تپل شوي انسانان شوي یو. یوازې د غربي توکیو لګښتیان یو، بل لګښت نه لرو، نه ذهني تولید لرو او نه عیني او له دې سره سره وینو چې د لویدیځ د عیني مسایلو تکرار او بیاځلي راته یوه ذهني مساله ګرځېدلې ده. له همدې لامله د مطلقې مطالعې خاوندان او مطلق اندیال دې خپله اړیکه د ټولنیز ژوند له ژوندي واقعیت سره ټینګه کړي، چې د علم په مرسته، علم له ذهنیت پالۍ وژغوري که نه پر ذهني کږلېچ اخته کېږي. د علم، فلسفې، ایدیالوژۍ او هنر په نامو یو ډول ذهنیت شته چې له بېخه د شته واقعیت نفې ده او دا هماغه مساله ده چې د نولسمې پېړۍ په علمي پولنپوهنې کې د فرهنګي (Alienation) الینیشن او (Intellectual Alienation) انټلکیټول الینیش په نامې اوڅارو، او اوس هم سخت مطرح دی .
پاړکیز نظام (طبقاتي نظام ):
د انسان له دښمنانو یو بل دښمن، طبقاتي نظام دی. طبقاتي نظام ستر او ځواکمن انساني ضد عامل دی، چې د بېخبنا بڼه خپلوي او فرهنګ، انده، دین، وګړي او په لنډو هر څه فاسدوي. کله چې تاریخ ته وینو، ګورو، د ړومبي ځل لپاره بشریت ـــ چې یو ثابت جوهري حقیقت دی ــ په دوو دښمنو اړخونو جلا کېږي او په پایله کې بادار او مریی، شتمن او نېستمن برخمن او بی برخې رادبرېږي او هرومرو دوه ډوله انسانان هم رامنځ ته کېږي: هغه انسان چې د داسې شرافتونو درلودونکی دی چې یې نه لري “شراف” او هغه انسان چې د هغو شرافتونو نادار دی چې یې لري “ولس”. ولس داسې بڼه خپلوي چې له انساني ارزښتونو ــ چې هر انسان یې لري ــ بې برخې کېږي او اشرافیت د داسې ارزښتونو خاوندېږي چې هډو انساني ارزښت نه دی؛ نو په دې حالت کې انسان یو مخې نفې کېږي. کوم یو انسان ؟ دلته د “داستایوسکي” یو خبره راوړم: ” کله چې یو تن کوم انسان وژني، ټول پر وژل شوي افسوس کوي، چې ژوندی و او اوس مړ دی، حال دا باید پر وژونکي یې افسوس وکړو؛ ځکه دا انسان و او اوس وژونکی ( قاتل) دی”. آلبرممي په خپل کتاب ” د ښکېلاکګر او ښکېلاک شوي هېوادونو خویونه ” کې وایي: ” د لویدیځ او ختیځ اړیکه نا انساني نه؛ بلکې ښکېلاکي ده؛ ټولو هڅه کړې وڅېړي چې د آفریقایي، آسیایي او لاتیني امریکا ښکېلاک ځپلی انسان څه کمښتونه او کږلېچونه لري او هېڅوک نه وایي دوه تنه د ښکېلاکي نظام قرباني شوي دي: یو اسیایي او افریقایي چې ازاد انسان و او ښکيلاک ځپلی شو او بل اروپایي انسان چې اروپا د ښکېلاکګر په بڼه کړ.”
“وژن یونسکو” په خپل مشهور اثر “کرګدن” کې کاږي: ” انسان په دې نظام کې پاتېدو ته باید د ((کرګدن)) په څېر په تندي کې یو ښکر ولري، چې ووهي، ووژني، وځغلي او ولاړ شي که نه نابود او ورک کېږي، که دا کار ونکړي څه کېږي؟
په لنډو په طبقاتي نظام کې، انسان له منځه ځي؟ یعنې په دوو نا انساني ښکارندو اوړي: یو قاتل (وژونکی) او بل مقتول ( وژل شوی)، یو ښکیلاکګر، بل ښکېلاک ځپلی، یوزبېښوونکی چینجی دی او بل زبېښل شوی رنځور دی.
او په تاریخ کې طبقاتي نظام بېلابيلې بڼې، رژیمونه او تاریخي پړاوونه پیدا کوي؛ خو نه یوازې هاغسې چې “اوژن یونسکو وایي چې انسان پر کرګدن اړوي او نه یوازې هاغسې چې “کافکا” وايي چې انسان مسخ کوي؛ بلکې زه یې پوره لړ لیک در وړاندې کوم.
طبقاتي نظام له انسانه ــ چې یو واحد حقیقت دی او ګرد انساني وګړي له یوه جنسه دي ــ څلور څاروي جوړوي: لېوه، ګېدړ، موږک او مېږه. وینو انسان چې ماتریاليزم ته ورمخه کړي، د یوې مادي ښکارندې بڼه خپلوي، پر تاریخ تپلي واکمن دین ته چې ورستون شي، د مېتافزیک پر وړاندې د یوې مطلقې نفې بڼه خپلوي، علم ته چې ورستون شي، د غیر علمي مفاهیمو، لوریو او موخو د پلي کولو ځاروي یې. صنعت ته چې ورمخه کړي، صنعت ددې پر ځای چې د انسان په چوپړ او د انسان د اړتیاوو د تولید لپاره وي، د یوې وزلې په توګه یې ځان ته جذبوي او کار ترې اخلي، تخصص او کارپوهۍ ته چې ورمخه کوي، تولید او پرېمانه پرمختګ کوي؛ خو د همدوی ستر قرباني دی. په لنډو هر [د شرک] دین، نظام، مفکورې او ایدیالوژۍ ته چې ورمخه کوي، د طبقاتي تضاد په لومه کې راښکېل دی؛ ځکه طبقاتي نظام په دوو نا انساني قطبونو اړولی دی او له همدې لامله په دې پېړۍ کې چې د یو انسان په خود راتلو پېړۍ ده، زموږ د پېړۍ پر تندي د یوې سترې پوښتنې په بڼه د اوسنیو اندنو پر پرده کاږل شوي، چې انسان څه او څوک دی؟ او ګردې فلسفې، علوم او روښانفکران باید د انسان له څرنګوالي د قیقه پېژندنه او یو ډول مشخص ایمان ولري. ځکه هره مفکوره، تمدن، تاریخي فلسفه، ښوونیز او روزنېز نظام او د ژوند بڼه، باید د انسان نجات او ژغورنې لپاره وي ، د تېرو پر خلاف چې انسان یې نالیدلی ګاڼه قرباني یا نفې کاوه. د انسان ژغورنه یعنې څه؟ د انسان ژغورنه یعنې په یوې لاس وضع کې یې راوستل چې په شوني نهایي کمال کې ازاد، آګاه او پنځګر وي. البته اوس هم پنځګر دی؛ خو ازاد نه دی، په همدې پار د بل تولید وزله دی. آګاه او باخبر دی؛ خو ازاد نه دی؛ ځکه پوه او عالم یې د مریي په بڼه ارباب ته پلورل کېږي. آګاه، ازاد او پنځګر؛ هماغه چې خدای په طبیعت کې خپل ځایناستی معرفي کړی دی، او خدای څوک دی؟ آګاه، ازاد او پنځګر دی نوځکه انسان باید پر الهي خویونو وپسولل شي. نو دا دی چې انسان په اوسني پېر کې د یوې معما او کړکېچ بڼه خپلوي او ټول روښانفکره پوهان انسان ته د یوه ایمان او حل لارې د رادبره کېدو په لټه کې وي، چې آزادي، آګاهي او پنځونه یې له چټلو نظامونو، علم، قدرت او تضاده وژغورل شي او په تېره تر خپل طبیعت یې اوچت شرافت بېرته ورکړي، چې مادیت، ژوند او ازادۍ ترې اخستی دی. نوځکه نن د نوي نسل وجدان په هغه دین پسې ور درومي چې پر تاریخ تر واکمن دینه اوچت دی او له هستۍ د یوې روحاني انځورنې د پیدا کونې په لټه کې دی. ژوند ته یو انساني منطقي عشق او د راتپل شوي صنعتي تخنیکي نظامونو تر چوکاټ د ستر ایدیال او ارمان په لټه کې دی او په دې هڅه کې موږ هم په اسلام خپل فرهنګ، دین او شرقي فرهنګ کې دهغو ارزښتونو په لټه یو، چې د ننني بشري وجدان اړتیاوې ورپوره کړي.))
تمه ده چې ځوانان ددې شننې په پوهېدو په خپلو ناستو پاستو، ویناوو او علمي ویینو کې داسې مثالونه ووایي چې د خپلې سیمې ستونزې پکې منعکس او هم وتلارې ور په ګوته کړي. نباید په پټو سترګو د نورو په شعارونو، غولونو او لومو کې راګېر شوو.
د تاریخ په فلسفې پوهېدنه
((إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ = موږ د الله یو او پر لور یې ورتلونکیو یو)) دا آیت د تاریخ فلسفه راښیي، چې یو مسلمان ټولنپوه اندیال په علمي شننه کې تشریح کړی او لوستونکی یې په لوستو پوهېږي چې زموږ په سپېڅلي حقیقي او محمدي دین کې څومره اوچت مطالب پراته دي، چې یو لید راکوي، ډیوه په لاس راکوي، د مسایلو د څېړنې سم اندود راښیي او دا ډول پوهېدنې د هغوی پر وړاندې یو پیاوړی اندیز ډال دی چې له دینه یې چاړه جوړه کړې ځان ته پرې خربوزې کلۍ کوي او موږ پرې وژني. دادې ددې څېړنې ژباړه دروړاندې کوو.
” ځینې فلاسفه بېلابېلو پېښو ته تاریخ وایي، چې جلاجلا پېښې او مختلفې ټولنې تصادفي راځي او یا د ځینو لاملونو له مخې رامنځ ته کېږي او روسته له منځه ځي، روسته په یو بل ځای کې او پر نورو عواملو، یوه بله ټولنه او یو بل تمدن رامنځ ته کېږي او انسان په یو بل ځای کې ژوند کوي. نوځکه تاریخ، مقطع، ټوټه ټوټه او قطعه قطعه دی؛ یعنې په سل ګونو درهم و برهم لارې دي. دې ته د تاریخي انقطاع فلسفه یا تاریخي شلون (ګسستګي) وایي. خو د تاریخي علمي فلسفه، د تاریخ د وحدت فلسفه ده.
د تاریخ وحدت څه ته وایي؟ تاریخ (د یو کاروان یا سیند په څېر) یو مشخص بهیر لري، چې د بشري ژوند له پیله یې د مشخصو علمي قوانینو له مخې په بېلابېلو پړاوونو او منزلونو کې ـ چې جلا جلا تمدنونه او ټولنې دي ـ حرکت کړی، چې تر ننه رارسېدلی او روسته هم دوام لري. زه له زوکړې د خپل شپېته، اتیا کلن عمر تر پایه د مشخصو قوانینو له مخې حرکت کوم او عمر مې، د ژوند تاریخ دی، بشریت هم یو عمر لري، چې تصادفي ((خوشې)) او ((هسې په هسې)) نه دی؛ بلکې د علمي دقیقو قوانینو له مخې حرکت او تکامل مومي؛ نوځکه ددې لید له مخې زه یو انسان، په اوسني حال پورې اړوند یو وګړی نه؛ بلکې په تاریخ پورې اړوندیږم. تاریخ څه دی؟ په تاریخ فلسفه کې، تاریخ، تېر نه؛ بلکې د تاریخ یوه ټوټه، تېر دی. تاریخ د انسان په عمر کې، د ځمکې پر مخ د انسان د حرکت بهیر دی. عمر یې څومره دی؟ له زوکړې تر مرګه یې او موږ اوس د خپل بشري عمر په منځومال کې یو. نو په تاریخ فلسفه کې، زه ـ د یو وګړي په توګه ـ ددې کاروان یو غړی یم چې د بشري ژوند له پیله مې پر یوې ټاکلې لارې او بهیر حرکت پیل کړی، چې تر ننه رارسېدلی او په ګانده (راتلونکي) کې هم دوام لري. او زه له څنګه چې په تېرو (د تېرو د تجربو ټولګه او د تېرو کړنې) جوړ شوی یم، زما کړه وړه او د اوسنیو وګړیو کړنې، په ګانده (راتلونکي) کې د تاریخ پر حرکت اغېز لري؛ نوځکه زه د تېرو جوړ او د ګاندې (راتلونکي) سازونکی یم. په تاریخ کې دا د حال زمانه ده؛ خو دا تاریخ مې پر اوږو څه پېټی ږدي؟ او په تاریخ کې څه قوانین شته؟
د تاریخ جلا جلا فلسفې شته. که د هګل په تعبیرونو او پوهېدنو کې بې له اجازې یې لږو ډېر ادلون بدلون راولو؛ نو په فلسفه کې د ((إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ)) فلسفه شته. په لنډه هګل وایي: « خدای یو مطلق روح و؛ خو ! روسته دا مطلق روح طبیعت ته ورننووت، په طبیعي څیزونو کې یې تکامل مومي او څومره چې ډیر ځانخبري کېږو؛ نو هومره عقل ته وررسو، ډېر فهم، پوهاوي او تکامل ته وررسو، تل ډېر خدای ته وررسو، تر هغه ځایه چې انسان په خپل تکاملي بهیر کې بیا دې مطلق روح ته ورګرځي.» د نیچه په نیهیلېزم او هغو فلسفو کې چې مسیحیت یې مطلق کفر بولي د خدای، معاد او دین په باب داسې انګېرنې شته، چې موږ یې په اسلام کې لرو او دوی ډیر د اسلام مفاهیمو ته ورنژدې دي.
په هر حال، د تاریخ ډول ډول فلسفې دي، چې ټولې یې اوڅارولی نشم. خو دا پوښتنې رامخې ته کېږي چې په بشري تاریخ کې له پیله تر اوسه، بشر پر څه کار بوخت و؟ په تاریخ کې، کوم څیز پلی شوی او له آره بشریت څه کار کوي او چیرې ځي؟ که وایو تاریخ پخپله، له بې نهایت تېرو یو رابهېدلی سیند دی، چې لا بهیږي؛ نو څنګه بهېږي او څنګه بهېدلی دی؟ د اسلام له نظره، د کومو قوانینو له مخې حرکت کوي؟ او د تاریخ سیند چېرې او په کوم سمندر کې ورلوېږي؟
د وګړي له نظره لکه چې ومو ویل ـ د وګړي تاریخي بهیر، د وګړي رسالت، مسوولیت او د مذهب (او لارې) وهل دي؛ یعنې لجن ( توره خټه) پرېښوول، اراده ترې خلاصول او الهي څوکي؛ یعنې الهي روح ته ورنژدې کېدل دي؛ نو دلته انساني اراده، له لجنه منفک او ژغورل شوې او په الهي خویونو پسولل شوې ده. د بشر او بشریت تاریخ، د یو وګړي په څېر دی، د ژوند او عمر نامه یې، تاریخ دی. او لکه څنګه چې په وګړي کې د تاریخ فلسفه مسوولیت او له تورې خټې تر خدایه حرکت دی؛ نو بشریت هم په خپل عمر ـ یعنې په تاریخ ـ کې، یو مهاجرت ته پازوال (مسوول) دی. د هجرت په حال کې دی له تورې خټې (مادې، جمود، رکود، ناپوهۍ او ناځانخبرۍ ته ورنژدې بدویت) ځنې د خدای لوري ته او الوهیت (إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ) ته ورستنېدا ده، چې ترې راجلا شوي یو. لکه کې د بلخ مولانا(رح) وایي: بشنو از نی چون حکایت می کند ـــ از جدائیها شکایت می کند.
څنګه انسان له تورې خټې د خدای پر لور ژغورنه موندای شي؟ په کومه وزله له دې بدبویه سلېښتناکې خټې خپله ازادي ترلاسه او الهي معراج ته وروالوزي؟ په کوم هدایت؟ په حکمت. په کومه وزله؟ په عبادت. عبادت، دعا او راز او نیاز نه؛ بلکې دعا د عبادت یو څرک دی. عبادت یعنې څه؟ په طبیعت، روح، مانا، انده، تعقل او بشري ژوند کې د شتو علمې قوانینو پېژندنه ده، چې خدای کاږلي او په هستۍ او انسان کې ورځای پر ځای کړي. عبودیت او عبادت؛ یعنې انسان دې خپله اراده ددې علمي قوانینو ایل کړي، ویي پېژني او روسته لاروي ترې وکړي، چې ژغورنه او کمال ومومي. لکه چې په علمي څانګو کې، په عبادت تکامل ته وررسو؛ د کوم څیز عبادت؟ د کرنې کارپوه تر بڼواله څه توپیر لري؟ توپیر یې دا دی چې کارپوه تر بڼواله ډېر د بوټیو له قوانینو (چې په ځمکه، اوبو، هوا او بوټي کې شته) لاروې کوي. بڼوال سرغاړی دی او عبادت نه کوي؛ یعنې خدای چې په ځمکه، بوټي، بوټپوهنې، مېوې او د بوټي په ودې کې کوم قوانین ورایښي، لاروي یې نه کوي؛ نوځکه بڼوال ځان د میوو له خرابۍ او نباتي آفاتو او د طبیعت له قوانینو ژغورېدای نشي؛ خو کارپوه یې ښه لاروي کوي، پر وړاندې یې سرغاړی نه کوي؛ نوځکه له بوټیو او ونو مطلوبې مېوې تر لاسه کوي. همدا حالت له ذلت، پستۍ او نړیوالې ځوړتیا نه معراج او مطلق تکامل ته د انسان د ژغورنې لپاره هم شته. په هستۍ کې د شته قوانینو په پېژندو او په کومه کچه چې له دې قوانینو لاروي کو؛ نو هومره یې له بنده ازادېږو. څومره چې د طبیعي قوانینو لاروي کوو، هومره د طبیعت له لومې ژغورېدای شو، علم په همدې توګه پرمختګ کوي.
په انساني او اخلاقي مسایلو کې هم دغسې ده: ((وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ)). ((لیعرفون)) پکې نشته؛ پيریان او انسانان مې یوازې عبادت ته پنځولي. عبادت د هغو قوانینو لاروي ده چې الهي مشیت په هستۍ کې (طبیعت او روح) ور ایښي دي او یو له دې ځنې دعا ده. څنګه له دې قوانینو لاروي کړای شم؟ ړومبی په ښانده او پېژندو، روسته، د الهي مشیت ـ یعنې د هستۍ د بهیر ـ عبادت او دا عبادت له تورې خټې او لجنه د خدای روح ته د انسان د ورسېدو د ژغورنې لاره ده.
د تاریخ فلسفه، د حق او باطل پاړکیو (طبقو) ترمنځ جګړه ده. په تاریخ کې دا دواړه پاړکۍ (طبقې) په جګړه کې وې، تل د اسلام تاریخي او فلسفي لید د مبارزې پر حال و؛ په سوله کې نه و. اسلام یعنې د خدای ارادې ته تسیلم او غاړه ایښوونه او د ګردو هغو ارادو، بندونو، زولنو، ځنځېرونو پر وړاندی سرغاړی دی چې طبیعت، ټولنې او ټولنیزو قوانینو د انسان پر ارادې ورتپلي دي. اسلام انسان خدای ته د غاړې ورایښوونې په ترڅ کې هڅوي، چې تل په خپل دننه کې له پستۍ او لجن سره مبارزه وکړي، په ټولنه او په خپل طبیعت کې له لجنه د ژغورنې او ازادۍ لپاره غورزې پرزې وکړي. دا موخه ده. تل حق او باطل د جګړې په حال کې دي. له کله؟ جګړه له ادم څخه پیل او غځېږي او انسان په هر پېر او وخت کې د جګړې په یو ډګر کې نښتی دی او باید ونښلي؛ ځکه مسوولیت لري. دا جګړه په یوې ځانګړې پېړۍ او پېر کې، د یو ځانګړي تصادم او ټکر له مخې نه راپېښېږي، چې ورپسې سولې ته څوبتیا ومومي.
په اسلام کې د تاریخ فلسفه، د حقیقت او بطلان او حق و باطل ترمنځ د مبارزې فلسفه ده. فلسفي حق و باطل؛ توحید د شرک پر وړاندې دی. ټولنیز حق و باطل، ملأ (کفار) (د استبدادي نظام اشراف) او مترف ( پلن څټي او غټ خیټي) د ولس پر وړاندې. اخلاقي حق و باطل، ذلت، پستي او ناپوهي د پوهې، تکامل، حرکت او شعور پر وړاندې.
دا بېلابېل اړخونه، د یو حقیقت څرک دی او دا حقیقت د یوې ګاندې (راتلونکي) پر لور د حرکت په حال کې دی، چې خدای ته وررسي. دا یو انګېرندود دی. په فلسفي برخه کې د حق او باطل جګړه، د ظلم او عدل ترمنځ جګړه ده. په ټولنیزه برخه کې یې د ذلت او ناپوهۍ جګړه ده. په ګروهیز (اعتقادي) اړخ کې یې د کفر و دین جګړه ده. دا ګرد سره ، د هغه واقعیت مخونه دي چې د اسلام د تاریخ فلسفه سازوي. دا جګړه له آدمه پیلېږي په مشرۍ، هدایت او نبوت غځېږي او په بېلابېلو پېرونو او اقوامو کې د انبیاوو، یارانو یې، پوهانو او مبلغانو له لارې (د تاریخ له انحرافي بهیر سره سره) شتون لري او تکامل مومي، چې روستي دین اسلام ته وررسي. (دلته د یو مسلمان په توګه د سیاسی فلسفې او د تاریخ فلسفې په اړه خپله پوهېدنه درته وایم.)
له آره جګړه، په اسلام پای نه مومي؛ ځکه جګړه، تاریخي جګړه ده. د تېرو جګړه نه ده. ابراهیم علیه السلام په یو ډګر کې مبارزه کوله، موسی علیه السلام په بل کې، شعیب علیه السلام په یو بل ډګر کې او یحیی علیه السلام په بل کې، زکریا علیه السلام په یو بل ډګر کې او د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په بل کې. ایا د محمد علیه اسلام جګړه پای ته رسیدلې ده؟ نه. د نبوت خاتمیت یې د دین له خاتمیته دی. بې د حق و باطل ترمنځ د جګړی له پای ته رسیدو دی، چې باید په روښانفکرو عالمانو ـ چې د بني اسراییلو د انبیاوو او تېرو پېغمبرانو ځایناستي او ان د بني اسراییلو تر انبیاوو اوچت دي ـ پر مخ بېول شي.
روڼ اندی (روښانفکر)؛ یعنې ځانخبری انسان چې هدایتي پوهه او حکمتي مسوولیت لري، یعنې د لارښوونې په پوهه سنبال او د حکمت له مخې د مسوولیت پېټی ورترغاړې وي او د خپلې ټولنې پر وړاندې د مشرۍ مسوولیت وننګېري، دا د روښانفکر مانا ده. روښانفکر، پوهاند، کارپوه، څېړونکی، ادیب، فیلسوف او… نه دی. روښانفکر هغه عالم او پوه دی چې پېغمبر یې وایي: ((مِدَادُ الْعُلَمَاءِ أَفْضَلُ مِنْ دِمَاءِ الشُّهَدَاءِ)) (د پوهانو مرکب د شهیدانو تر وینې غوره دی)؛ کوم یو پوه ته وایي؟ هغه عالم ته پوه وایي چې د انبیاوو (علیهم اسلام) په څېر پوه ولري، پوهه یې د انبیاوو پر لور وي. د انبیاوو په څېر پوهه یعنې څه؟ یعنې وحې ورکېږي؟ نه. یعنې د انبیاوو د لارې بینایي او سترګورتوب ولري، ددې لارې مسوولیت وننګېري او پر همدې لار ژوند وکړي او ټولنه هم پر همدې لار ورسیخه کړي. که فیلسوف وې او که نه، عالم وي که نه وي، لیک لوست کړای شي که نه. دا ټولنیزه ځانخبري، د هدایت او بینایۍ ننګېرنه ده چې په ((علم)) یادېږي او د رڼا په څېر ده: ((يَقْذِفُهُ اللّه فِى قَلْبِ مَنْ يَشآءُ؛ خدای د هغه په زړه کې وراچوي چې ویې غواړي)).
فزیک، کیمیا، فقه، اصول او… باید ولولو، کومه رڼا نه ده چې د چا په زړه کې ورپو کړای شي. هغه ځانخبري چې په روح کې څرک وهي او بلېږي، تاریخي او فکري جهت موندنه او دریځ نیونه ده.
په اسلام کې نبوت پای ته رسېدلی؛ خو جګړه دوام لري. زما په ګروهه، تر پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم روسته، د عدل او ظلم، حق و باطل ترمنځ جګره دوام لري، دا یوه تاریخي جګړه ده او د اسلام د تاریخ فلسفه جوړوي. زما د ګروهې له مخې د اسلام په تاریخ کې یې غځېدا وینم. په کومه توګه؟ د محمدي اسلام د لاروۍ په سیاسي او ټولنیزه فلسفه کې، نبوت د امامت او مشرتوب تر عامې نامې لاندې دوام مومي؛ ځکه امامت په خپلې عامې نامې کې نبوت هم رانغاړي (ځکه امامت؛ یعني مشري، او بیلګه توب)، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم هم امام دی، ابراهیم علیه السلام هم امام دی. نوځکه پر امامت د محمدي اسلام د لارویانو ګروهه، دهغې جګړې غځېدا ده چې له آدمه پیل او د وحې په بېرغ کې تر خاتمه صلی الله علیه وآله وسلم رارسېدلې او تر خاتم روسته، د وحې (اسلام) په ښوونځي کې، امامت ته ور رسي. اسلام په امامت غځېږي.
( تبصره: د بخاري او مسلم له ځینو احادیثو پوهېږو چې نبي اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ویلي: اسلام تر ما روسته د دولس ګونو خلفاوو په واکمنۍ کې سر لوړی او عزتمنېږي په اړه یې د زیاتو معلوماتو لپاره وګورئ: اجرالدین اقبال، خوشحال بابا او نبوي کورنۍ)
اسلام کله هم تش یو کتاب نه و، له نورو ادیانو او فلسفي ښوونځیو سره د اسلام توپیر دادی چې دوی یوازې یو دکترین دي، یو ښوونځی دی، یو کتاب دی، که اسماني وي یا ځمکنی؛ خو اسلام داسې یو کتاب دی چې پلي کولو ته یې عملي ـ ټولنیز تضمین هم شته. تش کتاب نه دی، دا یې توپیر دی. دا کتاب پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم راوړی؛ خو پلي کولو ته یې یوازې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم عمر بسیا نه کوي؛ بلکې باید د څو نسلونو په اوږدو کې پلی شي. په کومه توګه؟ د پېغمبر اسلام د مشرۍ په غځېدا، څه چې په تاریخ کې د نبوت په نامې پرې ګروهن یو (یعنې ټول انبیاء علیهم السلام)، د امامت په رژیم، د امامت په حکومتي غونډال او سیستم؛ نوځکه د تاریخ فلسفه امامت ته وررسي. امامت د هغه جګړې د غځېدا پر مانا ده چې د پېغمبرانو تر هدایت لاندې د تاریخ په اوږدو کې په هر ځای او وخت کې د عدل د لیکو او د ظلم د لیکو، د حق د لارویانو او د باطل د لارویانو، د خلکو د لیکو او د ملأ ( کفار) د لیکو ترمنځ روانه وه. توحید، نبوت او معاد د ګردو ادیانو آرونه دي؛ خو په نظر مې عدل او امامت (خلافت یا امارت) د اسلام ستره ځانګړنه ده، چې په پار یې صدر اسلام کې خلک ورمات شول.
امامت څه ته وایي؟
امامت د بشري ټولنې انقلابي مشري ده، چې ټولنه پر عدالت، کتاب ، فرهنګ پوهې او اوسپنې ( اقتصادي او دفاعي ځواک) ولاړه جوړه کړي. امامت د اسلام په نامې یو انقلابي رژیم، اندود او یو ښوونځی دی چې رسالت لري بشري ټولنه د کتاب، تلې او اوسپنې پر بنسټ جوړه کړي او پر عدالت د بشري امت بنسټ کېدي، چې روسته انسان په دغسې یوې ټولنې کې، چې روري، طبقاتي او واقعي مساوات پکې وي او د ټولنې امکانات پر عادلانه ډول د ټولو وګړیو ترمنځ ویشل کېږي، خپل تکامل ته دوام ورکوي، دا د امامت او مشرتوب مانا ده.
امت هم د دغسې یوې ټولنې پر مانا دی: د هغو وګړیو خوځنده ټولنه ده چې پر یوې مفکورې او ایدیالوژۍ ګروهنه وي. امت که عادلانه مشري ونلري، اسلامي ټولنه ده؛ خو اسلامي امت نه دی. په وارث دعا کې د تاریخ فلسفه وینئ. وارث، په اسلامي لید یعنې تاریخي وحدت کې؛ یعنې امام حسین [د هغه خوځښت، جګړې او انقلاب رادبروونکي نه دی، چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم علي (ک) یا امام حسن (رض) راوړی وي! بلکې حسین] دهغې جنډې وارث دی چې په بشري تاریخ کې، له ظلم سره په مبارزه کې، له ادمه تر خاتمه لاس په لاس شوې او روسته ده ته ورسېدلې ده، دا ددې جنډې وارث دی، ددې امانت وارث دی او د آدم وارث دی، یو یو وایي: د نوح علیه السلام وارث، د ابرهیم علیه السلام وارث، د موسی علیه السلام وارث، د عیسی علیه السلام وارث او د محمد صلی الله علیه وآله وسلم وارث.
نو حسین ته چې وار ورورسېد، په یو جګړه، یوه لیکه او یو ډګر کې یې برخه واخېسته [؛ لکه چې تر ده مخکې حسن (رض) د تېر نسل په ډګر کې لوبېدلی و او تر ده وړاندې علي (ک) همدا بېرغ اوچت کړی و او تر علي (ک) وړاندې پېغمبراکرم ددې بېرغ وارث و.] دا، د آدم علیه السلام بېرغ دی؛ یعنې څه؟
یعنې د بشري تاریخ د پیل بېرغ دی؛ یعنې د تاریخ په پیل، پیل شوی او دوام لري، په حسین پای نه مومي، اعلانوي: کل یوم عاشورا. له دې غونډلې (جملې) نړۍ لید او د تاریخ فلسفه راسپړلای شو. روسته اعلانوي: ((کل یوم عاشورا و کل ارض کربلا و کل شهر محرم)) ( هره ورځ عاشورا، ټوله ځمکه کربلا او ګردې میاشتې د محرم میاشتې دي). دا اعلان یعنې څه ؟ یعنې مبارزه دوام لري!
غیبت؛ یعنې د فساد د لا ډیریدو، د حقیقت د کمزورۍ، د عدالت د ماتې او پر نړۍ د ظلم له تسلط سره سره، درته نه ښایي د سیاسي او مادې روښانفکر په څېر چې څلور پینڅه چغې یې ووهلې او روسته په فلسفي نهیلۍ اخته شو، ته هم پرې وراخته شې؛ که غیبت دې ګروهیز بنسټ و؛ نو پر نهیلۍ نه اخته کېږې!
ولې؟ ځکه په اسلام کې د تاریخ جبر شته، که څومره د تاریخ د تکاملي بهیر پر وړاندې خنډونه واچول شې؛ خو بیا هم عدل او حق بریا مومي (سکه، ځمکه د صالحو بندګانو میراثه ده). په تاریخ کې یو دین د حق او عدل د ټینګېدو لپاره مبارزه کړې؛ خو بل یې خنډ شوی؛ خو د جګړې پای پرېکنده جبري غچ اخستونکی او عدالت راوستوونکی انقلاب و. دا د محمدي اسلام په لارویانو کې د تاریخي جبر فلسفه ده. نو اوس په هر حالت کې چې یم د یوې تاریخي جګړې په بهیر کې یم؛ مسوول یم او خپلې بریا ته خوش وینی او پرې ډاډمن یم.
انتظار، د انتظار فلسفه؛ یعنې هغه فلسفه ده چې اندیال روڼ اندی او عدالت غواړی په هېڅ شرایطو کې په بدوینۍ، فلسفي او تاریخي نهیلیو نه اخته کوي. هغوی چې د اسلام په تاریخ کې د محمدي اسلام په مشرۍ مبارزې کړي او څومره نادودې پرې تېرې شوي؛ خو بیا هم ټټر یې ورته ډال کړی او خپلې بریا ته سترګې پر لار دي؛ ځکه د انتظار د فلسفې له مخې پر تاریخي جبر (ځمکه د صالح بنده ګان میراث دی) ګروهه لري! منتظر یا سترګې پر لار یعنې څه؟ په هر حالت کې وګورئ: که په کور یاست نو د یو میلمه منتظر یې، که یو جګړن یې؛ نو منتظر یې چې دفاعي جګړې ته به دې رابولي، که یو ښار وي؛ نو د یوې وګړې راننوتو ته سترګې پر لار وي، که یو سړی وي؛ نو د خپل ملګري یا میلمه ته به سترګې پر لار وي، (هر ډول انتظار همدغسې دی) منتظر؛ یعنې تیارسیي، چمتو، لاس په نامې، سنبال او مسوول. نوځکه ، د انتظار د فلسفې له مخې د تاریخ پر جبر ګروهه په هرو شرایطو کې انسان ته ډاډمنتیا ورکونه ده او داچې د عدالت پلي کولو ته پاڅون کېږي او له ظالمانو به غچ اخلي او دا یوه جګړه ده چې د تاریخ په اوږدو کې له پیله د پېغمبرانو ترمنځ لاس په لاس شوې او روسته یې ځایناستو او وصیانو لاس په لاس کړې ده. دا جګړه نسل په نسل او هر وګړي ته اوڅار ده او له هر ډول نهیلوونکیو شرایطو سره سره ، په ګانده (راتلونکي) کې جبري بریا مومي.”
ځوانانو! تمه ده چې د تاریخ فلسفې په پوهېدو، زړونه مو ټینګ، ګروهې مو پخې هوډونه مو اوسپنیز او هڅې مو د هیواد بیارغاونې ته د پرېکنده بریا په لور ورسیخې شي او هر ډېر یا لږ کار چې کوئ یا یې نیت لرئ ورته سترګې پر لار دي چې اوسنیو نادودو ته د اساسي قانون په چوکاټ کې د پای ټکی کېدئ.
تمدن او تجدد
څه چې لولئ د تمدن او تجدد په نامو د یومسلمان اندیال ګوتڅنډې ټولنپوهنیزه شننه ده چې د ختیځو او اسلامي هېوادونو ښکیلولو ته د پردیو اندیزې او وټیزې لارې چارې پکې ځیرشوي. ددې شننې په رڼا کې څه چي په هېواد کې تیرېږي ښه یې کتلی او نیوکه پرې کولای شي او هم سمې سیخې لارې ته مو د ورسمیدو په اندیزه پیاوړتیا سنبالوي چې د خپل دین، فرهنګ او تاریخ په رڼا کې د برم بیاژورکۍ ته مټې رابډوهئ.
تمدن له تجدد سره توپیر لري
((د نړۍ ستر ادیان په تېره اسلام د بشري تکامل، د انسان د فرهنګي او مانیزې بډاینې، انسان له وحشي توبه لرې کول او تمدن، فرهنګ او معنویت ته د ورنژدې کېدو لپاره راغلي دي. داچې وایم ((په تېره اسلام)) مطلب مې دادی چې سترو او پر حق ادیانو غالباً مانیز، اخلاقي او روحي اړخ درلود او همدغسې د بشر مانیز او روحي تکامل یې خپل رسالت غوره کړی و، حال داچې اسلام په عین حال کې ، یو تمدن ساز او ټولن ساز دین دی. نوځکه د ((تمدن)) ، ((تجدد))، فرهنګ، وحشي توب، متمدن او متجدد په باب خبرې کول یوه بنسټیزه مساله ده چې باید تل د هر مسلمان په ذهن کې مطرح وي، په تېره روڼ اندي او زده کړه والو چې نېغ په نېغ د خپلې ټولنې د تجدد یا تمدن رسالت پرغاړه لري.
نن په نا اروپایي او دغسې اسلامي ټولنو کې د تجدد مساله اوڅار ده. دلته ځان پوهوو چې تجدد او تمدن یو له بل سره څه تړاو لري او لکه څنګه یې چې پوهولي یو، تجدد له تمدن سره مترادف او په یو کتار کې دی، که نه، تجدد یوه بیله ویینه او بله ټولنیزه ښکارنده ده چې له تمدن سره هېڅ ډول تړاو نه لري.
خو په خواشينۍ سره چې تجدد یې د تمدن په نامه د نااروپایې ټولنو په خولو کې ورغورځولی. له نژدې دوو پیړیو راهیسې چې نااروپایي ټولنې او له دې ځنې اسلامي ټولنې له لویدیځ تمدن سره په اړیکه کې دي باید متمدنې شوې وای او لویدیځ هم ددې ټولنو د متمدنولو رسالت پرغاړه درلود؛ خو د متمدنولو او له تمدن سره د اشنا کولو په نامې یې ګردو نااروپایې ټولنو ته تجدد ورډالۍ کړ او مانا یې کړه، چې همدا تمدن دی او باید کلونه مخکې مو د روښانفکرانو ورپام شوی وای او خلک یې پوهولي وای، چې تجدد له تمدن سره توپیر لري، تجدد یو څیز دی او تمدن بل او کومې ټولنې چې تمدن غواړي د تجدد له لارې ورسېدای نشې؛ خو دا کار یې ونکړ. ولې د نااروپایې ټولنو روڼ اندو دغسې مسالې ته ورپام نشوعلت یې ددې ویینې په ترڅ کې درڅرګندوم.
دلته د ښه پوهاوي لپاره څواصطلاحات په ځانګړي مفهوم شرح کوم او روسته خپلې ویینې ته وردانګم.
۱. “روښانفکر” – روڼ اندی څه مانا لري چا ته ” روښانفکر” وایو؟ څوک روڼ اندي دی او په خپلو ټولنو کې څه ونډه او رسالت لرې؟ هډو روښانفکران څوک دي؟
په اروپا کې روښانفکران د اروپایي ټولنې ځانګړی او مشخص قشر دی چې د دوی د پیدایښت، تکوین او ودې څرنګوالی او همداراز په خپلو ټولنو کې یې کړندود او ونډه څرګنده ده. په نااروپایې هېوادونو لکه په اسلامي او افریقایي ټولنو کې هم د روښانفکر په نامې یو شمېر راپیدا شوي چې یو قشر دی او خلک ورته روښانفکران وايي. دوی له اروپايی روښانفکرانو سره څه توپیر لري؟ ایا توپیر لري یا د اروپایي روښانفکرانو د خوځښت پوره غځوونکي دی ؟
۲ . Assimilation اسمیلیشن (همرنګي، یو رنګي): دا کلمه د هغو ویینو او برخلیک بنسټ دی چې نن ټول نااروپایان او مسلمانان پرې اخته دی.
۳. Alienation (له ځانه پردیتوب) الینیشن: الینیشن یعنې له ځان پردي کېدنه؛ یعنې انسان ځان ورکوي او د ځان پرځای بل څیز یا څوک احساسوي او دا د انسان یو ډول ستره ټولنیزه او روحي رنځوري ده.
Assimilation اسمیلیشن؛ یعنې څوک چې ځان په لویی لاس یا ناخبرۍ کې له بل سره ورته،همرنګه او یو رنګه کوي؛ یعنې ځان له بل سره ورته کول. انسان چې پر دې رنځورۍ اخته شي؛ نو کله یي هم خپلې وګړې – شخصیت، اصالت او ځانګړنو ته نه ورپامېږي، بلکې که ورپام یې شي کرکه یې ترې کیږي؛ ځکه له خپلو ټولو وګړیزو یا ټولنیزو، کورني یا ملي ځانګړنو لرې شوی دی، ځان بې قید و شرطه او په پریمانه اندیښنو سره بل ته ورته کوي، چي له هغه ننګ احساسولو چې په ده او په ده ورپورې منسوب دی، ځان بچ وښیي او له هر ډول ویاړنو او فضایلو چې په بل کې احساسوي ،برخمن شي.
Alienation الینیشن، په څو څرنګوالي (کیفیت) او بڼو شتون لري او هم په لاملونو پوری تړاو لري.
د کار وزله یو لامل دی چې انسان مسخ کوي. په ټولنپوهنه او ارواپوهنه کې په ډاګه ده ، څوک چې په خپل عمر کې په کومه کچه له وزلې یا یو ډول کار سره ډېر په اړیکه کې وي؛ نو لږ لږ خپله خپلواک او حقیقي شخصیت هېروي او پرخپل ځای د کار وزله احساسوي.
لکه یوڅوک چې تل له یوه ماشین او یا یو پیچ سره سروکار لري له ګهیځه تر مازیګره یا ماښامه اته یا دولس ساعته باید پر خپل کار ولاړ وي؛ چې ګرد سره احساسات، افکار، عواطف او انساني ځانګړنې یې ځنډېدلي او یوازینی کار یې دادی چې دا پېچ په لاس ونیسي او دا ځانګړې ورسپارل شوی ماشیني کار دې وکړي. لکه یوه تخته یې ترمخ تیرېږي، ورته وايي دوه پیچونه چې تېرشول، درېیم پېچ یو ځل تاو کړه. دا یو انسان چې ډول ډول عواطف، فعالیتونه، افکار، سلېقې، لېوالتیاوې، څوبتیاوې، کرکې، دښمنۍ او ننګېرنې لري؛ نو د خپل کار پر یو پېچ تاو موجود اوړي. په دې لسو یا دولسو ساعتونو کې هيڅ څیز نه دی، ټولې ځانګړنې یې رخصت شوي او د یو ورته او یکنواخت عمل ترسره کوونکی شوی دی.
“الینه” په لغت کې یعنې پېریانی کېدل. په پخوا وختونو کې پېریاني کېدل و چې څوک به لېونی شو، ویل کېدل چې پېریانی شوی، پېری پکې ورننوتی، پر عقل یې پېری ناست دی، د ده عقل یې له منځه وړی دی او په دم ګړۍ یې په ورح کې پېری دی، ځان نه احساسوي په ځان کې یو پېری احساسوي.
نن ټولنپوهانو او ارواپوهانو دا لغت دغسې رنځوریو ته راوړی؛ یعنې لکه څنګه چې مخکې به یوعقلمن انسان له پېري سره د تماس یا پيري ورسره د تماس له لامله، پيريانی کېده؛ یعنې پېری پکې ورننوته؛ نن انسان له ځانګړې ماشینې وزلې سره دهمېشني تماس یا له پراخو اداري سازمانو سره د تړاو له لامله ددې ماشین یا ادارې پر یوه غړي اوړي، نه د سترې بشري کورنۍ غړی.
د بشري کورنۍ، غړیتوب ډېر لږ احساسوي، ان خپلې ځانګړنې هم نه احساسوي او ترې ورک کېږي ، یعنې لکه څنګه یې چې ویل پیری په انسان کې ورننوځي، لیونی کوي یې، دغسې هم په ننني انسان کې د خپل کاروزلې او یا د کار بڼه یې ورننوځي او لږ لږ د ده انساني سم او اصیل شخصیت او وګړه له منځه وړي او د ماشین شخصیت، د کار وزله او یا د کار بڼه او یا یې د خپلې ادارې د مراتبو لړۍ پکې ورننوځي او کله چې ((ځان)) احساسوي، ډېر دا څیز خپل ((ځان)) احساسوي.
یو بل ډول دردناک پيریانیتوب یا په انسان کې د یوې بلې ښکارندې ورننوتل چې له ځانه یې پردی کوي او یا یوه ټولنه له ځانه پردی کوي، هغه دا دی چې یوې ټولنې ته یو ځانګړې انددود – طرز تفکر، فرهنګ، لید یا ځانګړې ذوق ورننوځي چې دا ټولنه ورسره هېڅ ورته والی نلري. دا ټولنه ځانګړی ذوق لري، خلک یې ځانګړې انددود، لید، موخې، هیلې، دردونه او اړتیاوې لري چې له خپلو ټولنيزو حالاتو سره یې تړاو لري؛ روسته همدا ټولنه له بلې ټولنې سره د تماس له لامله، چې بله وضع لري او وګړي یې په بل ډول شرایطو کې اوسي پر یو شمېر کسانو د خپلو افکارو، اندودودنو، سلیقو، ذوق ، اړتیاوو او دردونو ټولګه ورتپي او یا یې ورتزریقوي او په پایله کې یو شمېر “مسخ شوي” کسان پکې راپيدا کېږي.
څنګه مسخ شوي؟ داسې چې دا انسان خو په یوې داسې ټولنه کې اوسي چې ځانګړې تاریخ، دین، ځانګړنې او ځانګړې ټولنیزې او اقتصادي اړیکي لري؛ خو ددې انسان انددود یې د خپلې ټولنې پیداوار نه دی او له بلې ټولنې سره یې د تماس یا تبلیغ له لامله راخستی دی چې یو مناقض انسان ترې جوړیږي؛ هغه انسان چې خپله د یوې ټولنې پیداوار دی او فکر یې د بلې او په دې توګه شونې ده یو انسان او یا یوه ټولنه، د یوې بلې ټولنې په وسیله چې نه یې خلک ورته والی ورسره لري او نه یې وخت او زمان ورته والی ورسره لري، الینه او پېریانی شی، یعنې له ځانه پردۍ شي.
روسته دا ځوان، زده کړوال، روښانفکر او یا تیاره فکر، چې په یوې ځانګړې ټولنې پورې اړوند دی او په دې ټولنې پورې اړوند د يو شخصیت خاوند دی؛ خو نه خپله ټولنه پېژني او نه خپلې ځانګړنې او نه ځان پيژني چې څوک دی او په پایله کې ځان، په هغې بلې ټولنې پورې اړونده احساسوي.
دا انسان چې مثلا د یو شرقي هېواد اوسېدونکی دی؛ ځان اروپایي احساسوي؛ ذوق، سلیقه، لېوالتیاوې، څوبتیاوې، انددود، کړاوونه، رنځونه، غمونه، احساسات او هیلې یې ټولې اروپایي وي. حال داچې دا هیلې، کړاوونه،غمونه او اړتیاوې د بلې ټولنې دي او دا اصلاً له هغې ټولنې سره په یوې نا ورته یا نا متشابه ټولنې کې اوسي، داسې یو انسان له ځانه پردی شوی او رنځور دی، څنګه رنځور دی؟ اروایي رنځور هغه دی چې خپله یو څیز وي؛ خو خپل شخصیت نه احساسوي او د خپل شخصیت پر ځای بل شخصیت احساسوي. شخصیت یعنې د انسان انددود، ذوق او سلیقه؛ او زه چې د دې ټولنې اوسېدونکی یم؛ نو شخصیت مې له دې ټولنې سره تناسب او تړاو لري؛ خو خپل شخصیت نه احساسوم؛ ځکه مسخ شوی یم، ځکه د یوې بلې ټولنې انددود راکې راننوتی دی. نوځکه زه یو ” اوښ غويي پړانګ ” انسان یم؛ یعنې خپله یو څیز یم؛ خو کله چې ځان احساسوم ، یو بل څیز احساسوم؛ ځانګړي دردونه لرم؛ خو نه یې حسوم ځکه ځان او خپلې ځانګړنې نه حسوم او د بل کس دردونه احساسوم، حال دا، خپله دا دردونه نه لرم.
دغسې انسان رنځور دی. کوم انسان چې د لوږې درد لري وږی دی؛ خو لوږه نه احساسوي؛ بلکې د یو موړ کس رنځورۍ او خپګانونه احساسوي. څوک چې موړ شي، په مړښت او نس ډکېدنې پوری اړوند یو ډول هیلې، غوسې او خپګانونه لري، خو وږی یې نه لري او هیلې، ذوق ، سلیقې ، دردونه او خوښونې یې ورسره توپیر لري؛ خو کله چې وږی په موړ الینه (او پېریانی) شي، سره له دی چې خپله په رښتیا وږی دی؛ خو ددې پرځای چې د یو وږي دردونه احساسات او کړاوونه احساس کړي، د ماړه دردونه او هیلې احساسوي.
وږی خو د یو کپ ډوډۍ په فکر کې دی، د ژوند غم ورسره دی، د خپلو بچیانو د مړولو اندیښنه ورسره ده، مادي دردونه لري او د مادي اړتیاوو د پوره کول په فکر کې وي. موړ انسان، ځانګړي غمونه او هیلې لري؛ لکه زړه یې غواړي چې یوه تابلو وپېري چې په هر قیمت وي، که څه خپله نیمه شتمني پرې ورکړي. روسته وینو همدا وږی چې په ماړه مسخ شوی، د ده ، د ښځې او اولادونو په څېره کې یې د لوږې او په کور کې یې د نیستی او نښې له لرې ښکاري، خو ددې وږي کس هیلې او غمونه د یو شتمن او موړ کس په شان دي. نو دا سړی رنځور دی؛ ځکه خپله یو څیز دی؛ خو د ځان پرځای بل څوک احساسوي.
په دې توګه اروپایي ټولنو نا اروپایي ټولنې الینه کړي؛ یعنې له ځانه پردۍ شوي؛ یعنې د شرقي ټولنې زده کړه وال او روښانفکر د شرقي په څېر نارې سورې نه وهي، د شرقي به څېر هیلې نه لري، د خپلې ټولنې د کړاوونو په تړاو د یوې ټولنې په څېر رنځونه نه اوڅاروي؛ بلکې د یو پانګوال او له مادي پلوه د پوره برخمن انسان، اروپايي انسان رنځونه ، دردونه احساسات او اړتیاوې احساسوي.
د نا اروپایي شخصیتونو اروایي انحراف او کږلیچ ، د اوسنۍ بشري ټولنې یو ستر کړاو او رنځوري ده ، چې واقعیتونه یې بل څيز دی؛ خو خلک یې بل څه او بل څوک احساسوي، حال داچې دوه سوه کاله وړاندې به چې نا اروپايي هېوادونو ته ورتلو، که څه نننی اروپايي تمدن يې نه درلود؛ خو هر یو خپله یو هېواد و؛ ځان ته یې احساسات، هیلې، انددود، ښه و بد، هنر، ښکلا، دیني او فلسفي اندود او…درلودل. لکه یو افریقایي هېواد ته به چې ورغلې، پوهېدی چې دا یو افریقايي هېواد دی، که هند ته به ورغلې، پوهیدې چې دا هند دی؛ خپله ځانګړې سلیقه، ساختمانونه او دا ساختمانونو رنګونه لري ، شاعر یې خپل شعرونه وایي، چي د خپلې ټولنې کړاوونه او اندود پکې څرګندوي او هر څه یې خپل دي، په عین حال کې چې د تمدن کچه یې ټیټه او له مادي برخمنۍ لږ برخمن وو؛ خو هر څه یې خپل وو، رنځوران نه ول، که څه بېوزلي وه او رنځوري بې له بېوزلۍ ځنې ده.
خو نن اروپایي ټولنو په هماغه کچه چې توانېدلي چې نا اروپايي ټولنو ته د خپل تمدن مظاهر، پیداوار او لګښتي وزلې وردننه کړي، نو همغومر توانېدلي چې د خپلې ټولنې فلسفي انددود، ځانګړې ګروهې، سلېقې او ځانګړي چلنونه هم وردننه کړي، چې دا ټول کله هم د نااروپایي ټولنو له انددود، سلیقې او چلنونو سره اړخ نه لګوي. یو تورپوټکی ستراندیال “علیون دیوپ “وايي: په دې توګه له اروپايي تمدن دباندې موزايیکي ټولنې رادبره شوې؛ موزاييکي ټولنې یعنې څه ؟ لکه موزاییک. موزاییکونه چې په سل ګونو رنګین او په جلا جلا بڼو کوشنۍ ګاڼې لري، ټول په یوه قالب کې پرس شوي وي، خو کومه بڼه یې رادبره کړې ده ؟ هېڅ. د موزاییک تخته مختلف رنګونه لري، په بیلابیلو جلا جلا ذرې لري ، خو هېڅ بڼه یې رامنځ ته کړې نه ده. ولې ؟ دا تمدنونه هم موزاییکي تمدنونه دي؛ یعنې هغه تمدنونه چې له پخوا پکې یو اندازه توکي پاتې دي او هم له اروپا ځنې یوه اندازه بې بڼې او بې رویه توکي پکې ورننوتي او روسته د (( نیمه متجددې ټولنې)) په نامې یو موزایيکي قالب شوی دی.((موزاییک)) په دې پار دی، چې موږ په خپله ټولنه کې د یوتمدن جوړولو لپاره څه چې د اروپا په تمدن کې کارېدلي وه، خپله مو ((انتخاب او غوره)) کړي نه دي؛ ځکه نه پوهېدو چې تمدن څه دی او کومه بڼه لري؟ بڼه هم دوی راکړه؛ نوځکه بې له دې چې پوه شوو، په خپله ټولنه کې څه جوړ کړو او بې له دې چې مخکېنی هوډ ولرو، چې خپله ټولنه په خپل انددود په کومه بڼه کړو، چې د خپلې مخکېنۍ نخچې له مخې ورته توکي له ځان یا نورو واخلو او په دې جوړښت او ساختمان کې یې وکارو؛ نو بې له طرحې مو له شا وخوا بېلابېل توکي او مصالح یو پر بل واچول، داسې توکي چې هم بومي یا ځايي دي،هم اروپايي، هم له تېرو ځنې دي او هم اوسني دي؛ خو بې بڼې، بې څېرې او بې قوارې پر یو بل پراته دي داسې چې ټولنه په خپورو ورو، بې بڼې او بې موخې انددود جوړه شوې ده. دا نا اروپایي ټولنې دي چې په یوې یا یوې نېمې پېړۍ کې یې د تمدن په نامه توکې او مصالح له اروپا واخستلای شو.
په نا اروپایي ټولنو کې دا موزاییکي تمدن او زما په تعبیر ((اوښ غويي پړانګ)) ټولنې چې ځانګړې بڼه او موخه نه لري او معلومه نه ده چې څنګه یوه ټولنه ده او خلک او اندیالان یې پوهېدای نشي چې څه ته ژوند کوي، موخه، ګانده – راتلونکې او ګروهه یې څه ده، ولې رادبره شوې ؟ نو علت یې دادی:
په اتلسمه پېړۍ کې په اروپا کې ماشین راپیدا شو، وده یې وکړه (ماشین د اروپایي پانګوال په لاس کې و). د ماشین ځانګړنه دا ده چې کار کوي؛ نو تل او هرکال دې د خپلو تولیداتو کچه لوړوي. دا، هډو د ماشین جبر دی. که کوم ماشین چې د لسو یا پینځلسو کلونو په موده کې د تولید کچه ډېره نه کړي؛ نوموړی له منځه ځي، خپل کارغځولاوی نشي او همدغسې له نورو ماشینونو سره سیالي نشي کړای. که د پیداوار کچه لوړه نه کړي، نور، په نورو ماشینونو چې همدا جنس تولیدوي، په ډېر تولید خلکو ته ارزانه جنس وروړاندې کولای شي او خلک هم دا جنس اخلي او دهغه بل جنس پاتېږي او ناچار د دې لپاره چې هغه هره ورځ د کارګر مزدوري لوړه کړي او په عین حال کې ترخپل سیاله ارزان جنس وپلوري؛ نو باید خپل تولیدات ډېر کړي.
ماشین د علم او تخنیک په مرسته خپل تولیدات زیات کړل او په پار یي د بشریت د ژوند بڼه واوړیده. خیال مه کوئ چې دا په اوسنۍ نړۍ کې یوه له مطرحو مسایلو ځنې ده؛ نه ! په دې دوو پیړیو کې یې له دې بله هېڅ مساله نه وه؛ ګردې مسالې په همدې پار وي، اروپا په همدې پار په نړۍ کې ټول مسایل مطرح تړلي دی.
ماشین باید هرکال په تصاعدي ډول خپل جنس زیات کړي، نوځکه د پاتېدو لپاره باید تصاعدي لګښت هم پیدا کړي؛ خو د خلکو لګښت د ماشین د تولید هومره نه زیاتېږي. یوه ټولنه وینو چې په وروستیو لسو کلونو کې یې د کاغذ لګښت ۳۰ سلنه ډېر شوی، د کاغذ سازۍ ماشینونه وینو، چې په دې لسو کلونو کې یې د کاغذ پیداوار۳۰۰ یا۴۰۰ سلنه اضافه شوی: یعنې تولید یې څلورګرایه شوی؛ یعنې که یو ماشین لس کاله مخکې په ساعت کې پینځه کیلومتره کاغذ تولیداوه، اوس پنځوس کیلومتره تولیدوی، حال داچې په دې لسو کلونو کې د کاغذ لګښت دومره لوړشوی نه دی او نه دومره لوړېدای شي؛ نو باید پردې اضافي تولید څه وکړي؟ باید ددې موخی لپاره نوی لګښت تولید کړي،
نوی لګښت!
هر اروپایي هېواد ځانګړی لګښت لري او نفوس یې هم معلوم دی او هر کال چې په تصاعدی بڼه توليد زیاتېږي، خلک اړایستای نشو چې لګښت پورته کړي، دا شونې نه ده؛ نوځکه ماشین چې جبراً تولید زیاتوي، باید جبراً له خپلو پولو دباندې بازار پیدا کړي. په اتلسمه پېړۍ کې چې پانګوالو ته له نوي تخنیک او علم سره ماشین لاس ته ورغی؛ نو د بشر راتلونکی برخلیک څرګند و. ولې ؟ د اقتصادي ټولنیز جبر، او نوي تخنیک او علم په پار نوي ماشینونه تولید ډېروي او په بیړه، په پینځو کلونو کې د اروپا بازارونه ډکیږي؛ نو باید جبراً د ځمکې پر مخ انسانان د ماشین د پیداوار لګښتیان اوسي او باید دا پیداوار اسیا او افریقا ته ولېږل شي. باید افریقایي له ناچارۍ اروپايي جنس مصرف کړي؛ ځکه ماشین دغسې غواړي. که نه ماشین ((ماتېږي )). له ناچارۍ باید ګرد ختیزوال دا جنس ولګوي. د ختیزوالو ژوندود چې د دغسې اجناسو د لګښت تقاضا نه لري؛ نو ایا په سادګۍ دا اجناس پرې ورتپلای شو چې هرومرو یي مصرف کړي؟ دا شونې نه ده.
په اسیایي ټولنه کې ښځې خپلې جامې ګنډي او یا يې بومي ګنډونکي ګنډي، خپلې ځايي او کلیوالې جامې اغوندي. اروپايي کارخانې چې ټوکرونه اوبدي او جامي ګنډي، په اسیايي ټولنو کې پېرودونکي نلري. په افریقايي ټولنه کې وینو چې د انسان پر اس سپریدو سره ډیره مینه ده او ښه بوختیا یې همدا ده، د اس له ښکلا خوند اخلي، اصلاً اس یې د سپرلۍ وزله ده ، بوختیا، ذوق او هنر یې هم اس دی. هډو سړک او چلوونکی نه لري او په ذهن کې یې د موټر مفهوم هم نشته؛ موټر ته اړتیا هم نه لري. ژوند یې په داسې بڼه دی، چې پیداوار او لګښت یې له خپلو دودونو، ذوق ، سلیقې او اړتياوو سره په تړاو دی؛ نوځکه اروپایي موټر ته اړمن نه دی. په اروپا کې د سینګار مدرنې کارخانې په بېړه ډول ډول پرېمانه ، زښت ډېر او له څومروالي او څرنګوالي له پلوه سنګاریز توکي تولیدوي؛ نو اروپایان دا توکي اسیا او افریقا ته ورلېږي. په اسیا او افریقا کی باید نارینه او ښځې دا سینګاریز توکي ولګوي؛ خو شونې نه ده چې ددې ځایونو د اتلسمې او ان نولسمې پېړیو نارینه او ښځې دا توکي ان که وړیا یې هم ورکړې، وبه یې نه لګوي. دوی خپله ځانګړی بومي سینګارونه لري، د ښکلا خپل مواد لري چې کاروي يې او ښه هم پرې ښکاري، مارګرت ستور ته هېڅ اړتیا نلري او د بڼې بدلون ته هم نوې اړتیا پکې راغلې نه ده؛ نوځکه پر اروپایي کارخانې دا اجناس ورډېری کېږي او د پورته ځانګړنوله مخې د اسیا او افریقا انسانان داسې دي چې د اروپا د اتلسمې او نولسمې پېړیو د صنعتي اجناسو لګښتیان وي، نو چاره څه ده ؟
باید دوی د اروپايي اجناسو لګښتیان کړو او ټولنې یې په داسې بڼې تنظیم کړو چې زموږ اجناس واخلي، نارینه او ښځنې داسي ښکلاوې خوښې کړي، چې ناچار زموږ سینګارېزو توکیو ته ورمخ کړي. یو ملت باید واړو، ادلون بدلون پکې راولو، یو انسان باید واړو، چې جامې یې بدلې شي، چې لګښت یې بدل کړو ، چې سینګار یې بدل کړو، چې د کور فرنیچر و ښکلا یې بدله کړو، د ښار بڼه یې ورواړو، باید فکر او روح یې بدل کړو. څوک د یو ملت روح او د یوې ټولنې فکر اړولی شي؟ اروپایي پانګوال، اینجنر او د اجناسو تولېدوونکي دا چار نشي کړای. دلته باید اروپایي اندیالان (دا د لوټ تالان هغه ځای دی چې د ګردو نااروپايي، اسیايي او افریقایي هېوادونو بخلیک بدل شو) کیني او یو ځانګړی انددود او کړلار جوړه کړي، چې ړومبی: د نااروپایي انسان سلیقه او فکر واوړي؛ دویم: زموږ په خوښه یې د ژوند بڼه بدله شي؛ ځکه شونې ده داسې واوړي چې زموږ د اجناسو لګښتیان نشي؛ بلکې په داسې بڼه یې سلیقه ، خوښونه، کړاوونه، غمونه، هیلې، ارمانونه، ښکلاوې، دودونه، تفریحات، ټولنيزې اړیکې د فراغت وختونه او… بدل شي چې پخپله زموږ د توکو پېرېدونکي او جبراً د اروپایي صنعت د توکو لګښتیان شي.
په اتلسمې او نولسمې پېړیو کې د اروپا سترو پانګوالو او د اجناسو تولېدوونکو، اندیالانو ته کړلار ورکوي، چې باید د ځمکې، مخ ګردسره وګړي، ورته او یکنواخت شي، باید د ژوند بڼه یې یوه شي، باید یوچوکاټي او فرمي فکر وکړي؛ خو نه کیږي چې ټول ملتونه یوچوکاټي فکر وکړي؛ څه څیز په یو ملت کې یوچوکاټي فکرتولید او منځ ته راولي؟ دین، فرهنګ، تاریخ، تېرتمدن، روزنه او دودونه یې.
دا د یو نسان د شخصیت او وګړې، روحي او فکري څرنګوالي او ژوند د سازوونکیو لاملونو ټولګه ده. دا لاملونه په هره ټولنه او سیمه کې په یوه بڼه شته، په اروپا کې په یوه بڼه، په اسیا کې په بله او په هرځای کې په یو ډول شته: یو ځای کې اسلام دی، په بل ځای کې بودايي دین او په بل ځای کې بل دین دی. دوی هر یو، یو ډول ټولنه جوړه کړې، یو ډول ملت یې ساز کړی، یو ډول سلېقې، ذوق، رنځ ، هیلې، حساسیتونه، تېر، دین او اړیکې لري؛ خو په هرحال ټول باید یکنواخت او ورته وي. د ورته
والي لپاره باید په هر ملت، ټولنې او سیمې کې بېلابېلې بڼې او شکلونه له منځه ولاړ شي او ګرد یوه بېلګه ولري. بېلګه څه ده ؟ بېلګه اروپا غوره کوي: دې بڼې ته ځير شئ!
خپل کارپوهانو ته یو انسان ورښي، چې باید اسیایي، افریقايي او شرقي انسان په دې بڼه کړئ: دغسې جامې واغوندي، دغسې فکر وکړي، دغسې غم و خپګان ولري، دغسې ټولنیزې اړیکې ولري، دغسې کور جوړ کړي، دغسې لګښت وکړي ، دغسې هیلې ولری، دغسې نخچه وکاږي، دغسې ګروهه ولري او دغسې خوښونه وکړي!
څه موده روسته وینو چې د ((تجدد)) په نامې ګردې نړۍ ته یو نوی فرهنګ ور وړاندې شوی. ((تجدد)) یو بهترین ګوزار و، چې د نړۍ په هره برخه او نا اروپایي ټولنو کې نا اروپايي انسان چې په هر بڼه او فکري قالب کې دی، له دې چوکاټ، فکر او خپل شخصیت او وګړې یې دباندې راوباسي. او زموږ د اروپایانو یوازېنی کار دادی، چې د هرې بڼې او دین په درلودونکې ټولنو کې د متجدد کېدو وسوسه او اندیښنه ورواچوو. که په هر چل ول په یو شرقي کي د متجددېدو وسوسه او مینه ورځای کړو؛ نو په پایله کې خپل تېر تاریخ، هر عامل چې د ده بومی شخصیت او فرهنګ یي ورجوړ کړې، پخپله او یا زموږ په مرسته به یې لتاړ کړي.
نوځکه د ګردو هېوادونو، تورپوټکیو هېوادونو، اسلامي هېوادونو، لرې ختیځ، منځني ختیځ او نژدې هېوادونو ګډه وجه دا ده چې په دوی کې د متجددېدو شوق ورپيدا کړو او متجددېدل دادي: (( اروپایي انسان ته ورته کېدنه )) متجدد یعنې ((لګښت کې متجدد)) (په همدې مانا يې په نړۍ کې پیل کړی و) څوک چې متجددیږي؛ یعنې په لګښت کې نوی کېږي؛ یعنې نوي توکي لګوي، د نوي ژوند بڼې لګوي؛ یعنې نوي ژوند بڼې او اجناس چې لګوي، د ده د تېرو دودېزو، ملي یا ټولنيزو اجناسو او د ژوند د بڼې په څېر نه؛ بلکې له اروپا راصادرې شوې بڼې دي؛ نوځکه باید دوی د لګښت له پلوه متجدد کړو؛ خو نه کېږي ورته ووایو چې په ماغزو، شعور او وګړه (شخصیت) کې دې نوښت رادبره کوو؛ بلکې خواړه دې بدلوو، د پخوانیو خوراکونو پر ځای، پر دسترخوان دې زموږ سازکړي خواړه ږدو؛ خو که هغه پورته خبرې ورته وشي، مقاومت پکې رادبروي.
نوځکه زموږ هڅه دې دا وي بېلابېلې ټولنې چې زموږ توکي نه لګوي، متجددې یې کړو؛ یعنې په خولو کې یې نوي لګښتونه ورکړو، باید ویې پوهو چې ((تجدد)) یعنې ((تمدن))؛ ځکه هر انسان د یو تمدن هیلمن دی؛ نوځکه موږ تجدد ورته تمدن مانا کوو؛ ځکه خپله به په متجدېدوکې همکاري راسره وکړي او وینو چې د اتلسمې، نولسمې پېړیو، بورژوازۍ، پانګوالۍ او اروپايي صنعت تر عواملو ډېر، زموږ خپلو روښانفکرانو هڅه وکړه چې زموږ د توکو لګښت او د ټولنو ژوند بڼه نوې شي. هغه انسان چې لګښت یې متجدد دی؛ یعنې متجدد دی؛ یعنې نوی لګښت کوي؛ ځکه خپله نوی لګښت نه سازوي ځکه خپله نوی نه دی، ټولنه یې نوې شوې نه ده، خپله دا ښاغلی یا اغلې متجدده شوې ده – او نور خو پخواني، بومي توکي لګولی نشي او نه د مخکې په څېر ژوند کوې او نه جامې اغوستی شي ( متجدد دی؛ )
نوځکه پخپله په هغه ماشین پوری پېييلېږي چې توليد ورته کوي او سترګې پرلاردی چې نوموړی متجدد شي چې د ماشين تولیدي توکي وپېري.
د اروپا په یوه پوهنتون کې مې زده کړې کولې، د اعلاناتو پر دړه يې لیکي و ((د ټولنپوهنې او ارواپوهنې زده کړوالو ته اړتیا ده او ښه معاش هم ورکول کيږي.)) دا د موټرو د يوې تولېدوونکې کارخانې خبرتیا وه. زه هم د کار په لټه کې وم او په دې ترڅ کې ډېره زړه راښکونې راته وه ، چې د موټر جوړولو کارخانه او پلورځی په ټولنپوه او ارواپوه څه کوي ؟ کارخانې ته ورغلم د عمومي اړیکو مسول خبرې راسره پیل کړې: د اسیا او افریقا نخچه یې راوښووه چې: په ( الف ) ، (ب) ، (ج) ، او (د) ښارونو کې زموږ موټرونه ښه پلورلیږي؛ خو په ( ن) ، (م) او (ی) کې نه. نه پوهېږو ولې؟ له اینجنر څخه دا پوښته نشو کړای، موږ هم نه پوهېږو؛ نو په دې کار کې باید یو ټولنپوه وپوهېږي چې دا خلک څه سلیقه لري یا ولې دا ډول موټر نه پېري، چې د موټرو رنګ او وضع بدله کړای شو او که دا کار وشو کړای چې د خلکو سلیقه واړو؛ نو موټر به مو وپېري. روسته یې یوه بریالۍ بېلګه راتشریح کړه چې اروپایې ټولنپوهانو په متجددولو کې ترلاسه کړې وه؛ دا ډېره زړه پورې او له سترو بریاوو ځنې وه: د افریقا په چاد هېواد کې یې د ساحل پرغاړه یوه غرنئ ځنګلي سیمه راوښووه. یو شمېر پخواني بومي ټبرونه پکې مېشت ول چې سمي جامې یې نه درلودې د شپنو ژوند یې درلود، څو ځایونه یې راوښوول چې په بانډه کې اوسېدل او د ټبرمشر لویه کلا یې په منځ کې وه. راته یې وویل چې په دې سیمه کې ښوونځی او سړک نشته، عادي خلک یې سمې جامې نه لري یو ساده او معمولې پوښ یې له ځانه راتاوکړی وې، کوټې نشته او عام خلک یې کیږدۍ مېشتي دي. د خلکو ویاړنې یې د ښو اسونو، سپیو او رمو درلودل وو، او په همدې کې یې سیالي کوله چا چې ښه اَس درلود، نو په ټولو کې به مشهور و او نورو به حسرت کاوه چې کاشکې دغسې اس مې درلودای. ښځو یې ځانونه د ځنګلي ونو په کنډونو ښکلول ،خوراک څښاک یې کلیوالي او محلي و د پاریس سنیګار وزلې او فرانسوي ((رینو )) ډوله موټر یې نه پيژانده. نو تر څو چې په دوی کې د ښه اس درلودو روحیه وي؛ نو موټر نه؛ بلکي اس پېري او موږهم اسونه نه تولېدول، خپله یې تولېدول؛ نو باید یو کار وکړو چې زموږ د کارخانې تولید شوي موټر وپېري.همدغسې د نارینه وو او ښځینه ووسلیقه بدله کړو، چې د ځانونو سینګارولو ته زموږ د کارخانو تولیدي توکي وپېري.
په هرحال ډېرې سرېزې لامل شوې چې زموږ کارپوه ټولنپوه په دې سیمه کې یو کار وکړي، مخکې تردې چې سړک جوړ او خلک په یوه ځای کې راټول ژوند پیل کړي او موټر راشي، سلیقه یې له اس سره وه او دوه ښکلي ښکلي اسونه به د کلا ترڅنګ پر موږ کي ولاړ ول او بهترین ښکاري سپي به هم په یوه ځای کې پراته وو؛ نو ګرده ویاړنه یې دا وه چې ((دوه ښکلې اسونه یې پر اخور ولاړ دي)) موږ دوه (رینو) ډوله موټر چې زرینې پټۍ یې درلودې وروړل او د کلا ترڅنګ مو ودرول، د کلا پرشا وخوا مو اوه اته کیلومتره سړک ورجوړ کړ، موټر چلونکی به هم اوه اته میاشتې ورسره و او میاشتینی معاش یې ورکاوه، د تیلو ټانک نه وه او له لرې لرې ځایونو به یې په بېړۍ کې تیل ورته راوړل. په لومړیو کې یې چې موټر وپېره ، لږ لږ یې چلاوه او خلک به همدلته راټولېدل او ننداره یې کوله رو رو د دوی سلیقه مو بدله کړه او د اسونو د ویاړنې پر ځای به یې له پورته ماډل ((رینو)) موټرسره مینه شوه او په دې توګه مو په لګښت کې متجدد کړل چې دا یوه ستره بریا وه.
په دې توګه وینو چې موخه ددې وګړیو متمدنول نه دي؛ خو په رښتیا یې متجدد کړي دي. هغه چې پر اس ویاړېده یا پر اس سپرېده ، اوس پر خپل موټر ویاړي او پکې سپرېږي. ټبرمشر یا دا اسیایي یا افریقايي وګړی، په رښتیا متجدد شوی؛ خو ډېر به سادګان یو یا به مو سرسري قضاوت کړی وي چې ووایو متمدن شوی دی!
تجدد دا دی: له زړو څخه نویو ته د دودونو او د مادي ژوند د بېلابېلو لګښتونو وراړول؛ ځکه زاړه خو خپله نا اروپایانو ـ هر چا په خپله ټولنه کې ـ جوړول؛ خو نوي د اتلسمې ، نولسمې او… پېړیو ماشینونه جوړوې. په دې توګه ، باید له اروپا لرې ټول وګړي متجدد کړو او ددې کار لپاره، لومړی باید له دین سره جګړه وکړو؛ ځکه دین لاملېږي چې هره ټولنه په دین درلودو ځان باشخصیته احساسوي. دین یعنې هغه معنویت چې هر څوک ځان په دې اوچت معنویت پورې ورتړلی بولي، که دا معنویت وځپوو او سپک یې کړو؛ نو ورپورې اړوند انسان مو سپک کړی دی. نو په همدې پار ناڅاپه په اسیا، افریقا، لویدیځ او ختیځ کې یې په ځایې روښانفکرانو له تعصب سره د مبارزې خوځښت رامنځ ته کړ.
((فانون)) وایې: اروپا غوښتل چې له اروپا لرې خلک د ماشین بندیان کړي؛ ایا کېدای شي انسان یا انساني ټولنه، مخکې تردې چې شخصیت یې وځپل شي او له شخصیته لرې کړای شي، د ماشین یا اروپایي ځانګړي تولید بندي شي؟
کو څیزونه یوې ټولنې ته وګړه (شخصیت) ورکوي؟
دین
تاریخ
فرهنګ؛
د ټولنې فرهنګ ـ د ټولنې د ذوق ، معنویاتو، افکارو، هنري او ادبي زېرمو ټولګه ــ انسان ته وګړه ورکوي.
په نولسمې پېړۍ کې د یو مسلمان مېشتي هېوادوال په توګه احساسوم چې د څلورمې، پینځمې، شپږمې ، اومې او اتمې پېړیو په بېساري ستر اسلامي تمدن پورې اړوند یم، چې ګرده نړۍ یې تر اغېز لاندې وه، احساسوله مې چې (تر شلو پېړیو لا ډېر) په څوپېړیز فرهنګ پورې اړوند یم، چې بشري نړۍ ته یې په بېلابېلو بڼو نوی فرهنګ، معنویت، اداب او هنر رادبره کړی او یا په داسې اسلام پورې اړوند یم، چې اوچت نوی نړیوال دین دی، چې ګرد سره معنویات یې رامنځ ته کړي، بېلابېل تمدنونه یې په ځان کې ترتیب او ستر تمدن یې رامنځ ته کړی، له انساني سترو عواطفو، اوچتو پېښو او د بېلابېلو خېلونو او نژادونو له تجربو ډک تاریخ یې جوړ کړی. په داسې یو اسلام پورې تړاو لرم، چې انساني اوچتې څېرې یې روزلي او د یو انسان په نامې، د نړۍ او د هر چا پر واړاندې مې ځان یوه انساني وګړه ننګېرولای شوه؛ نوځکه دغسې یو ((زه یا انا )) څنګه د یوې وزلې په توګه ــ چې یوازې او یوازې ارزښت مې په دې کې دی چې نوي توکي ولګوم ـ کړي ؟ نو دا یو ناشونی چار و.
باید دا انسان چې دغسې وګړه لري او ځان هاغسې احساسوي دا مانیزې زېرمې ترې سلب او لرې کړو ، باید احساس کړي او باور یې راشي، چې په یو پرېوتي فرهنګ، تمدن او خېل پورې تړلی او باور وکړي چې د اروپا تمدن د لویدیځ تمدن او غربي خېل یو اوچت تمدن ، فرهنګ او خېل دی. افریقا باید باور وکړي چې یوه وحشي افریقا وه، چې د ((متمدنېدو)) وسوسه پکې راولاړه کړې او په اسانۍ خپل برخلیک راوسپاري چې متمدنه یې کړم او کله یې چې د متمدنېدو پرځای متجدده کړم؛ نو نه به پوهېږي! ناڅاپه وینو چې په اتلسمه او نولسمه پېړیو کې افریقایي وګړي سړیخور او وحشي تبلیغ شو، که نه اسلامي تمدن په پېړیو له تورې افریقا سره سروکار درلوده او کله هم افریقایي سړیخواره مشهور نه و؛ دا اروپايي دی چې باید افریقایي سړیخور کړي: (( افریقایي بل بوی لري او تورپوټکی بل بوی لري، هډو له بل خېل او نژاده دی؛ د تورپوټکي د مغزو خاکستري او ایرني ژوندینکې کار نه کوي او د اروپایي پرخلاف د ختیزوال او افریقایي د مغزو د ژوندینکو لکۍ لنډه ده)) او ان د دوی د طب او بیولوژي عالمانو ثابته کړې چې د لویدیزوالو ماغزه یوه اضافي ایرنه طبقه لري چې د لویدیزوال او سپین پوټکي انسان په شعور او احساس کې دخالت کوي او په ختیزوال او تورپوټکي کې نشته او هم د غربي د ماغزو ژوندینکه یوه اضافي لکۍ لري (دا یې خپله لکۍ وه ، نه یې د ماغزو؛) نوځکه نبوغ او تعمل پکې ډېر رامنځ ته کېږي او شرقي یې نه لري. روسته یې داسې فرهنګ رامنځ ته کړ، چې خپله یې د لویدیځ د تمدن او انسان اوچتوالی باوري کړ او نړۍ او ان موږ یې باوري کړو چې په اروپایي کې قوي عقلي اړتیا او استعداد شته خو په شرقی کې نشته. په شرقي کې احساسي او عرفاني قوي وړتیا شته، نه عقلي او تخنیکي او په وحشي او تورپوټکي کې د نڅا، لوبو، موسیقۍ، سندرو، رنګمالۍ او انځورسازۍ استعداد شته؛ نوځکه نړۍ وویشل شوه: یوازې اروپایي خېلي فکر کړای شي، له لرغونی یونانه نیولې تر اوسنۍ اروپا؛ او شرقي یوازي ښه احساس کړای شي شعر ویلای شي یا صوفیانه او عرفاني احساسات درلودای شي؛ او تورپوټکی ښه جاز وهلای شي، ښې سندرې ویلای شي او ښه نڅا کړای شي.
روسته یې دا اندیز ښوونځی چې یوه ګروهیزه بېخبنا وه او د نا اروپایي ټولنو متجددولو ته یې اعلانوله، د نااروپایي ټولنو د زده کړوالو (یعنې زموږ روښانفکرانو) اندیزه بېخبنا هم شوه او ورپسی يې سل کاله د متجدد او متقدم په نامو په دې ټولنو کې چټي او هسي په هسي جګړه رامنځ ته کړه.
په کومو څیزونو کې تجدد؟ په انده کې نه (؛بلکې) په لګښت کې او په کومو څیزونو کې تقدم او ړومبېتوب؟ په بڼه او لګښت کې او جوته ده ، چې دا جګړه د متجدد پرګټه پای ته ورسېده او که – پر هغې بڼې – د متقدم پر ګټه پای ته رسېدلې وای، بیا هم د خلکو پرګټه نه وه؛ ځکه اروپایي د متجدد او متقدم د جګړې بیرغچي و. د ((متمدنولو)) په نامې د ((متجددولو)) جګړه پیل شوه او ورپسې له سلو ورډېرو کلونو افریقایي، شرقي او نااروپایي ټولنو، د خپلو زده کړوالو په مشرۍ د متجددیدو لار خپله کړه. څنګه دا زده کړوال جوړ کړای شو؟ افسوس؛ ((اژان پل سارتر)) وایي: د اسیایي او افریقایي هېوادونو ځوانان مو غورچاڼول او امستردام ، پاریس، لندن یا بلجیم ته مو راوستل، څو میاشتې مو ګرځول، د دوی جامې او سینګار مو بدلول، نڅا، ټولنيزې اړیکې او تشریفات مو ورزده کول، د دلالانو اکټونه او پیښې مو ورزده کولې، بېرته مو خپلوهېوادونو ته ورلېږل؛ دوی داسې انسانان نه ول چې خپله خبرې وکړي (انسان هغه دی چې خپله خبرې وکړي)؛ زموږ جارچیان ول: دلته موږ په اروپا کې د ((انسانیت)) او ((برابرۍ)) چغې وهلې او دوی چې خپلو هېوادونو ته ورستانه شول په همدې شعارونو یې د خلکو غوږونه کڼول. ورپسې همدوی خپل خلک و پوهولای شو چې ((باید تعصب یوې خوا ته کړو ، یاید خپل دین څنډې ته کړو، دا بومي، پرېوتی او روسته پاتی فرهنګ چې له مدرنې اروپایي ټولنې یې پرڅټ کړي یو، ورشا کړو او باید له سره تر پښو، له ماغرو تر نوکانو فرنګیان شوو))
په صدوراو لېږد فرنګي کېدای شو؟ ایا تمدن یو جنس دی چې له یوه ځایه یې له یوې ټولنې یې بلې ته د یوه دوو او پینځو کلونو په موده کې وردننه کړو او یوه ټولنه د څو کلونو په ترڅ کې پوره متجدده کړو؛ لکه چې یو وګړی، ان تر اروپایي په یوه شواروزکې پوره متجدد ولای شو؛ که لګښت او سینګار یې بدل کړو، متجددېږي او دوی هم بې له دې نور څه نه غوښتل !
خو انسان په دې سادګۍ متمدنېدای نشي. تمدن او فرهنګ د اروپا جوړې، وزلې، توکي او اجناس نه دي او راته ويل شوي چې همدا تمدن دی او چا چې درلودل؛ نو متمدن دی او روسته په خپله خوښه مو هرڅه ګوذارکړل، ان خپل ټولنيز او اخلاقي شخصیت او معنویت او داسې کسان رانه جوړ شوو، څه چې اروپایی په خوله کې راکوي په اشتها یې روو. دا؛ یعنې متجدد! او ورپسې داسې انسان رادبره شو، چې له هر ډول تېرو تش و، له تاریخه او خپل دین څخه پردی ؤ، نیکونو یې چې په نړۍ کې کوم خېل او تاریخ جوړ کړی و، ترې پردی و، له خپل انسانې شخصیته پردی و، دویم لاس انسان و؛ هغه انسان چې لګښت یې واوړېد؛ خو انده یې نه یوازې بدله نشوه؛ بلکې پخوانۍ انده، تېرې ښکلاوې او کوم معنویت یې هم چې درلود، و یې نه ساته، ځان یې تش کړ او تشه پيپه شوه او د ((ژان پل سارتر)) په وینا: په دې هېوادونو کې مو ((Assimilation ،اسمیلیشن )) رادبره کړه؛ یعنې په نا اروپایي ټولنو کې مو ظاهراً په خپله بڼه انسانان رامنځ ته کړل ــ Assimilation اسمیلیشن ــ او خپلې نامې ((روښانفکران)) مو پرې کېښوولې. ورپسې خلکو د دوی خولو ته کتل چې روښانفکران څه وایي. کوم کسان په نا اروپایي ټولنو کې روښانفکران وو؟ د تولېدونکي او لګښتي ترمنځ منځګړي؛ چا چې توکي او اجناس درلودل او هڅه یې کوله چې مصرف شي او خلک باید ددې توکو لګښتیان شي. دا منځګړي دې ته اړتیا لري چې د اجناسو او توکو د خاوند پر ژبه وپوهېږئ چې پوه شي څه وکړي او د خلکو پر ژبه هم؛ نوځکه یې (( اروپایي روښانفکر)) ته ورته بومي (( ورته روښانفکر)) جوړ کړ چې خپله د انتخاب، غوراوي تشخيص او هوډ جرئت نه لري او پر خپلې مانا هم نه پوهېږي!
ورپسې د انساني مقام له پلوه دومره ټیټ او پرېوتي انسانان رامنځ ته شول: کوم څښاک چې څښي، وایو خوندور دی که بې خونده؟ کومه موسیقي چې اوري، وایو ښه ده که خرابه ؟ کومې جامې چې اغوندي، وایو خوښې دې شوي که نه ؟ نو جرئت نه لري چې ووایي دا څښاک خوندور دی یا بې خونده، دا موسیقي ښه ده یا خرابه، دا جامې خوښوم یا نه خوښوم؛ ځکه خپله یې نه خوښوي باید ورته وویل شي دا جامې خوښې کړه او دا یې هم خوښوي او که ورته ووایي د مار زهر دې نه خوښېږي؛ خو د اروپايي خوښېږي؛ نو خوري یې او جرئت نه لري چې و وایي ښه مې نه ایسي.
د نا اروپايي هېوادونو کارپوه (( کارولا ګر ابرت)) وايي: په امریکا او اروپا کې ډېری کسان له جاز موسیقۍ یې بد ایسي او چېرې یې چې واوري، وايي: ((دا چغې بندې کړئ)) خو په شرقي او اسلامي هېوادونو کې هېڅوک دا جرئت نه لري چې ووایي: ((جازمې ښه نه ایسي))؛ ځکه بڅري هومره انسانیت یې ورپرېښی نه دی، چې ان جرئت ولري د خپلو جامو رنګ غوره کړي، د خپل څښاک او شربت خوند پخپله خوښ کړي. د ((فانون)) په وېنا: داچې نا اروپايي ټولنه په پټو سترګو مو لاروۍ شي او هر کار مو د بېزو په څېر وکړي؛ نو یوازېنی لار دا ده چې ورازباد کړو، له غربي انسان سره د یو برابر شخصیت خاوند نه یې؛ دین، تاریخ، ادب او هنر يې ورسپک او ورپسې له دې ګردو یې پردی کړو. نو په دې توګه څه [ دین (د انسان ایمان)، فرهنګ (د انسان ګردې ځانګړنې) او تېر یې (د ټولنې ګردې ویاړنې ) ] چې انسان ته وګړه اوشخصیت ورکوي، ړومبی یی ورسره پردي کړو، چې پوه نشي څه دي او دویم په انسان کې له دوی نه کرکه رادبره کړو چې باور وکړي تر ما ټیټ دی، ځان تکذیب کړي، ځان دروغجن وګڼي، له ځان، وجدان او څه چې ورمنسوب دي لاس ترې واخلي او ځان په هره بڼه له هغه سره چې دغسې سپکاوی نه لري (یعنې ځان له اروپايي سره) ورته کړي،چې لږ تر لږه هر نا اروپایي ووايي: (( شکر، چې شرقي نه یم؛ ځان مې په اروپايي کچه متجدد کړای شو)) او پر کوم وخت چې نااروپایي خوشحال دی چې ((متمدن)) شوی؛ نو د اروپا پانګوال او بورژوا د زړه له کومي خاندي چې ((لګښتي شوی مې یي)) !
څه مو چې ولوستل درته به څرګنده شوې وي؛ هغوی چې د بې چوکاټه ازاد بازار پالیسي رامنځ ته کړې وه و، هغوی چې ولسواکۍ ته د یوې پروژې په سترګه ویني، هغوی چې د هېواد د شرایطو په نه پامنیوي ، سیاسي، اقتصادي، امنیتي، پوځي او تشکیلاتي کړلارې جوړوي او پلې کوي؛ نو په لوی لاس او یا ناځانخبرۍ د هېواد په (متجدېدو) کې يې برخه درلوده او لري او د ولسواکۍ او پرمختګ په نامو د ټولنې له پېژندو خورالرې وو؛ نوځکه نوی کهول دې د تېرو کلونو د ځينو تېروتنو عبرت واخلي او د هیواد د متمدنولو لپاره دې ځانونه د اسلام، ملي فرهنګ او ملي تاریخ په رڼا کې د اندیز او سیاسي ځواک خاوندان کړي. دهغي ورځې په تمه چې دا هیله مو ترسره شي.
ځان جوړونه، ځان سازي
روښانفکران د ټولنې ډېوي دي، روښانفکرن دي چې د مظالمو، فساد او بې طبقې ټولنې جوړولو لپاره هر اړخېزې هڅې کوي. داچې دوی څرنګه پر فعالیت لاس پورې کړي، چې خپلې موخې تر لاسه کړي ، دلته یو لړ بنسټز مسایل اوڅار شوي، دوی ته مبارزاتي کرښې په نښه شوي او تر ټولو مهم د ځان سازۍ مسالې چې ته نعوته شوې ده، چې ځان سازي له اماطورۍ تو پيرلري ، له ځانه لاپې شاپې کول او ډوزې ویشتل، د سمو معلوماتو پر بنیاد له شننې توپیر لري او هم ددې لپاره چې د لفاظانو، قله قله کوونکيو، ډنډورچیانو او ځینو استخدام شویو شننادو توپیر وکړای شو؛ نو د یو اسلامي ټولنپوه د شننې دا ژباړه یوه کچه در په ګوتو کوي.
((له ځان جوړونې مطلب دا نه دی، چې ځان د ((مرتاضانو))، (( راهبانانو)) او ((دیني عابدانو )) په څېر له نورو، زمانې، د ځان او ټولنې ترمنځ له ((شته)) اړیکو جلا، د خیالي ، ذهني ، میراثي ، ټبریز، قومي او ډله ییزو ارزښتونو له مخې او یا ځان د روحاني او صوفیانه اخلاقو په ځانګړو ایدیالونو او هیلو سنبال کړو او یا ځان سازي د مارکسیستانو په څېر د زمانې په یو سیاسي خوځښت کې د خپل ګډون چمتووالي ته وانګېرو؛ بلکې په عین حال کې ، ځان جوړونه دا ده: (( ځان، د یو آر یا اصل او موخې په توګه بدلول؛ یعنې د خپل وجودي جوهر بشپړونه))، چې لازمه یې د هغو خلکو په برخلیک کې ګډون دی چې زموږ انسانیت او وجودي تکامل او بشپړتیا یې ایجابوي.
پر ځان جوړونې د لګیا کېدو لازمه، پردې آرونو اقرار دی:
انسان په خپل تاریخي بهیر او د ټولنیز نظام په بدلون کې ونډه لري او له دې مو مطلب، شخصیت پالي، مشرپالي، بوتپالي او وګړپالي نه ده، چې دا ګرد سره کفر، شرک او آفتونه دي؛ بلکې د انسان پر اګاهۍ، پوهې او ارادې ګروهه او په ټولنیزو تحولاتو کې د یو علت په توګه ترې انګېرنه ده.
انسان په یو ټولنیز انقلاب او بدلون کې هله تر پایه رښتین، ډاډمن او با وفا پاتېږي، چې ځان یې تر ټولنیز انقلاب وړاندې او یا ورسره همغږی انقلابي جوړ کړی وي او جوړ کړي. له بېخه ((انقلابي انسان)) یوازې هغه انسان نه دی چې په یوه ټولنیز انقلاب کې ګډون کوي – ځکه ډیر ځل ((اپرچونیستان یا ورځچاري ))، ((لانجمن)) او ((ځانمني)) هم پکې ګډون کوي او همدوی د ګردو خوځښتونو او انقلابونو د ناکامیو او کږلېچونو جرثومې او میکروبونه دي ـ بلکې یو انقلابي تر هر څه وړاندې یو اړول او ځان جوړ کړای شوی جوهر دی، هغه انسان دی چې د ((مفکورې له مخې یې ځان سازي کړی)) او (( د خپل میراثي، دودیز او غریزي ځان)) ځایناستی شوی دی.
انسان ــ د وګړي او ډلې پر مانا ــ تل او په مطلق ډول د چاپېریال زوکړه او روزل شوی نه دی. له چاپېریاله مې مطلب هم طبيعي چاپېریال دی (لکه چې نیچریالستان یې وایې) او هم جغرافیایي او اقلیمی چاپېریال دی ( لکه چې هیستوریستان پرې ګروهن دي) او هم ټولنیز چاپېرال دی (لکه چې مارکسيستان یې وايي) او همداراز د میراثي او ژنيتيکي جبري ځانګړنو مخلوق نه دی ( لکه چې بیولوژیستان، فاشيستان او راسیستان پرې ګروهن دي)؛ خو په عین حال کې دا ګرد ټولنیز، مادي او طبقاتي لاملونه نه نفې کوم؛ او په ازبادولو یې ګروهن یم چې انسان د ځان جوړونکی کېدای شي؛ یعنې په ځان جوړونه ګې برخوال کېدای شي.
او هم نباید دا ګروهه مو پر یو ډول ایدیالېزم، په تېره په یوه فلسفي عرفاني او احساسي رمانتېزم اخته کړي، چې اتوپیا سازي یې په اړه ډېرې خبرې کوي او له انسانه د طبیعت او ټولنې له چاپېریاله او له تاریخي جبره جلا د یو جوهر انګیرنه لري؛ بلکې انسان د طبیعت زوکړه ، د خپل تاریخ، ټولنې او طبقې پالل شوی دی او هم د ژوند، بیولوژیک او ژنتیک له شرایطو اغېزمن دی؛ خو د انسان وجودي تکامل بهیر له دې علمي مادي جبري عواملو ځنې د آزادۍ پر لور درومي او په کومه کچه چې اراده او ځانخبري پکې وده کوي؛ نو د یو ((معلول)) له بڼې ځنې د یوه ((علت)) په بڼه رادبره کېږي؛ نو کله چې ((انسان)) وایو مطلب مو د هغه علت پیدايښت دی چې د طبیعت او تاریخ په بهیر کې د یوعامل، پنځګر، خالق، صانع، مدبر او خانخبري ګومارونکي ونډه لوبوي او دغسې یو انسان څومره چې خپله اراده له ځانخبرۍ، مادي او طبیعي پوهې سره همغږې کوي؛ نو ځان د تاریخ پر مادي او علمي بهیر برلاسولای شي. لکه چې د طبیعت په اړه وینو، انسان په خپل علمي کار (مطلب مې له علم یا تجربې سره مل کار دی) طبیعت اړوي او همداراز په یوې ټولنيزې مفکورې (ایدیالوژی) څنګه چې غواړي خپل نظام اړولای شي؛ نو دغسې پرځان باندې پر کار، له ځانه په خپله خوښه یو انسان جوړولای شي؛ نوځکه ځان سازي، د ټولن سازۍ او طبیعت سازۍ په څېر، یو علمي او عینی واقعیت او په عین حال کې یو انساني رسالت دی.
قرآن کریم چې له انسانه کومه انګېرنه لري، له دې پوهېدنې سره همغږې ده، قرآن کریم انسان له مادي نظام او له عیني او علمي علتونو او عواملو جلا او مطلق یوه ښکارنده (پدیده) نه انګېري او نه يې مازې یوه ناځانخبرې ښکارنده انګېري چې په تاریخي جبري لړۍ یا طبیعت یا وراثت کې رامنځ ته شوې وي.
لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ، ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ (تین/ ۴/ ۵)
((انسان مو په وړتیا او د تکامل په شونتیاوو کې په علمې اوچتې کچونې کې پنځولی؛ بیا مو تر ټولو پرېوتي پړاو ته ورګرځولی دی)) یعنې بالقوه انسان یوه مافوق ښکارنده ده؛ خو بالفعل یوه مادي، خاورینه او بيوژیک ښکارنده ده. په قرآن کریم کې د انسان ړومبۍ خټه نه یوازې یوه مادي خټه ده (خَلَقَهُ مِنْ تُرَابٍ ، مِنْ طِينٍ)؛ بلکې یو پرېوتی مادیت دی؛ یعنې هم د واقعیت له پلوه (( خاورې)) دی او هم د ارزښت له پلوه ((پرېوتی)) دی (صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ، حَمَإٍ مَسْنُونٍ). خو بالقوه له مادي قوانینو خپلواک د یو علت تر بریده او د طبیعت، وراثت، تاریخ او ټولنې د جبر استخداموونکی او د مادي نړۍ تر سنبالنې (یعنې پرځمکه د الله ځايناستی او خلیفه شي) پورته تلای شي او دا علمي بهیر له ((خاورې)) تر ((الله)) ووهي او دا په عین حال کې چې یو مادي، علمي او جبري تکامل دی او په همدې حال کې د هغه وجود د ازادېدو پر لور ورمات دی، چې د انسان خدایي جوهر پکې پلی شوی دی. او په دې بهیر کې د کمال او تکامل پر لور، د انساني پرګنيو طبیعي بهیر ټاکل کېږي او په همدې بهیر کې د انسان رسالت او د خلکو په مشرۍ کې د ګردو پوهانو او باخبرو رسالت مشخصېږي او په همدې بهیر کې ځان سازي لور او فلسفه پیدا کوي.
ځان سازي په اسلامي لید کې یو ((منفي ریاضت)) نه؛ بلکې یوه ((رغنده او مثبته پالنه)) ده. قرآن کریم په دې باب یو مستقل سورت لري، په دې سورت کې هر انسان ــ چې په قرآني لید کې له ټولو انسانانو سره مساوي دی ــ د یو (( تخم)) په بڼه انګېرل شوی او طبیعي ده چې پر وړاندې یې د انسان رسالت د یو بزګر رسالت دی. که بزګر په ځیرنه او هوښیارۍ سم کار وکړي؛ نو تخم د خاورو او خټو له ګېډې راوځي، سر وهي او راټوکېږي، د بوټي او نیالګي پاللو ته ټول مادي او علمي عوامل چمتو کوي چې مېوه ونیسي او په دې توګه بزګر له خپل تخمه حاصل اخلي. اپوټه کوم بزګر چې د غفلت، ناپوهۍ، جهل، سرسري کتو یا خیانت او بوختیا په پار خپل کرلی تخم هېر کړي؛ نو تخم په خاورو کې پټ او ورستېږي او به پای کې بزګر تش لاسی کېږي. په دې روزنه کې قرآن کریم پر ذهني او میتافيزيکي مسایلو او اتوپیاسازۍ خیالونو ډډه نه وهي؛ بلکې د طبیعت پر ګردو ښکارندو ډډه لګوي:
شمس سورت؛ ۱- ۱۰ آیتونه: (( پر لمراو د پلوشو پر ځلا یې قسم؛
او پر سپوږمۍ قسم، چې (په لمر) پسې راوخېژي
او پر ورځې قسم ، چې (لمر) یې څرګند کړي
او پر شپه قسم، چې (لمر) یې پټه ګړي
او پر اسمان او دا هسې جوړېدو یې قسم
او پر ځمکه او دا هسې خورېدو یې قسم
او پر (انساني) نفس او په دا هسې سمېدو یې قسم
چې د فجور او ځان ساتلو الهام یې ورته وکړ
چې که څوک خپل نفس (له ګناه او بدچارۍ) پاک وساتي؛ نو په یقین بریالی شو.
او چا چې خپل نفس په ګناه ککړ کړ؛ نو په یقین یې وبایلله))
دا هغه مقدسات دي چې باید ددې تخم (چې زموږ په دننني طبیعت، وجودي خاورې، جبر، وراثت، تاریخ او ټولنیز نظام کې ښخ دی) په ځان سازۍ او ودې کې استخدام شي؛ نو ته پازوال (مسوول) او د خپل تخم بزګر یې:
قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا: ((هغه بزګر برېمنېږي، چې تخم یې وروزه او وده یې ورکړه))
وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا: ((هغه بزګر بایلوده چې تخم تر خاورو لاندې پټ کړي))
له انسانه دغسې یوه انګېرنه په هر پېر، نظام او طبقه کې روښانفکر او باخبرانسان ته ویلای شي چې له خپل طبقاتي، تاریخي او ټولنیز جبره خوشې کېدای شې. له انسانه دغسې یوه انګېرنه په بورژوازۍ، اشرافیت او ان د پاسنۍ طبقې په خورا پرېوتو اقشارو پورې اړوند روښانفکر اړ ایستای شي، چې له بېخه خپله طبقاتي ټولنه پرېږدي او پر ضد یې راپاڅي او ځان د خپلې دښمنې طبقې (رنځېدلیو او مظلومانو) په بهيرکې کړي او هم په دغسې پوهېدنې پر ټولنې واکمن انساني ضد نظام، لرغونی اشرافیت، د ټولنې پر فرهنګ، روح او اخلاقو برلاس نوې پانګوالۍ ، د انسانانو پستۍ او پرېوتنې او شته وضع ته د ټولو غاړه ورایښوو ته مخونه ورکولای نشو.
خو ځان جوړونه موخه لري. ایدیالوژي او ایدیال (ارمان) ځان جوړونې ته مانا ورکوي. د ځان جوړونې ضمني مفهوم یعنې یو کار، موخې او خصوصیاتو ته د وررسېدو لپاره د ځان چمتو کول دي. نو مخکې تردې چې پر ((روش یا طریقې)) بوخت شو، باید موخې وټاکو. که د چا ایدیال او ارمان د خپلې زمانې په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي خوځښت کې ګډون وي؛ بېشکه ځان جوړونه ددې ارمان په ځانګړي چوکات کې ټاکي، که موخه یې د دنننیو او وجودي ارزښتونو وده وي، هم او که موخه یې د فکري، علمي او فلسفي لید روزنه وي، همدغسي. باید د ځان سازی پر دود له بوختیا وړاندې، ایدیالوژي مشخص کړو. د ایدیالوژۍ ترغوره کونې روسته د ځان سازی مساله راته اوڅارېږي. ایدیالوژي مو څه ده ؟ د ځان جوړونې په لار کې ړومبی ګام په ځان کې ددې ډار او همېشنۍ وسوسې پیاوړتیا ده چې پر ((Alienation یا له ځانه پردیتوب)) اخته نشوو. د یو روښانفکر له ځانه د پرديتوب ستر آفت ((تقلید)) دی، تقلید یعنې په هغو چوکاټونو کې بندېدنه ده چې بې ستا له شتونه یې ټاکلي دي، کېدای شي دا چوکاټونه سنتي او دودیز وي؛ یعنې تر تا مخکې تپل شوې وي. هغوی چې دا دودونه جوړ کړي، سازوونکي وو؛ خو ته یې چې منې له ځانه پردی یې. حال دا، یو دروغجن احساس درپیدا کېږي، چې له ميراثي زړو دوونو خوشې شوی یې، شونې ده دا خوشې کېدنه دې خپله ترلاسه کړې نه وي؛ بلکې پر زمانې د برلاس عواملو د تقليد جاذبې او د برلاس او مسلطو ځواکونو روحیې ــ چې پر زمانې یې خپله واکمني تثبیت کړې ــ د دود (او سنتو) له زندانه خپل زندان ته رالېږدولی یې او د زندان بدلونه خوشېتوب احساسوې. حال داچې له یو ډول پرديتوبه نوي ډول ته یې ورکوچېدلی یې. ړومبی ګام ، د ځان راسپړنه او پر خپلو انساني ظرفیتونو ایمان درلودل دي. البته دا د یوې جاهلانه ځانخوښونې پر مانا نه؛ بلکې انساني ارزښتونو ته ځانخبرې ورستنېدا ده، چې په موږ کې شته خو راڅخه یې اخستې وه.
بېشکه سبانې انسان؛ هغه انسان چې د سبا سوچ ورسره دی، هغه انسان به وي چې د تېرو او نن له ګردو زندانونو د ازادېدو لیاقت او وړتیا یې ترلاسه کړې که څه له (باطلو) تېرو په میراث راپاتې وي او که نن ښکېلاک په زور راټومبلي وي؛ نو دغسې سباني انسان به نوی مغزي او روحي ظرفیت راسپړلی او ترلاسه کړی وي.
سبانۍ مفکوره د ډېرو تجربو پایله ده چې انسانیت په ګرانه بیه ترلاسه کړي ده: ډپ او بندښت نوځکه له ګردو هغولارو راستنېدا ده چې انسان یې د ژغورنې ساحل ته وررسولی نه دی او یا د ناکامو عواملو پېژندنه او راسپړنه ده، چې ستر ایدیالونه یې مات کړي. سبانۍ مفکوره نباید زموږ له ذهني او تلقینی رسوباتو سر راپورته کړي او نه له هغو اخستنو (برداشتونو) چې کله پوهېږو او کله نه پوهېږو چې له کومه رارسي: ((ډله یيزې رسنۍ))، که ((رسمي)) وي که ((پټې )) !
باید د خپلو ارمانونوغوراوی او ټاکلو ته پر ټینګو ستنو ډډه ولګوو او د زمانې حرکت ــ تاریخ ــ یعنې ((د انسان تکاملي بهير)) ډېره ټینګه او مضبوطه ستنه ده. د انسان تکاملي بهير کوم یو دی؟ درې ټکي دي چې څومره د تاریخ حرکت مخ پر وړاندې ځي، هومره یې ماناوې او اړخونه ښه ځلوي:
لومړی ــ ((عرفاني احساس ))
یعنې څه چې د انسان وجودي جوهر د لوړو ارزښتونو پر لور ورهي کوي او هم انسان ته داسې انرژي ورکوي چې هېڅ کالوري زيږې ماده یې چمتو کولای نشي. عرفاني احساس؛ یعنې څه چې د انسان په تاریخ کې یې عشق او نمانځنه پنځولې، چې دا د فرهنګ خورا مړه زېرمه او د تاریخ ارزښت او ښکلا ده. عرفاني احساس؛ یعنې څه چې له حقیرو او ناڅیزو انسانانو ځنې یي ستر توپانونه او څه چې له دې ((کوشنۍ نړۍ)) څخه یې ((ستره نړۍ)) پیدا کړې، چې طبیعت یې د عظمت پر وړاندې ناڅیز دی. دا ستر انسانان ، چې نننی صنعتي تمدن، واکمنه بورژوازي، اکونومېزم او تکنالوژي یې له جوړولو بېوسې ده.
دویم ــ ((د انسان تکامل))
انسان چې وایم، مطلب مې د هرې ټولنې او نظام نازولي نه دي ــ دوی د بشري ټولنې د بڼې ځګونه دي !ــ بلکې مطلب مې بې شمېره پرګنۍ دي چې د تاریخ په اوږدو کي یې د بشریت آریزه زمینه جوړه کړې وه او جوړوي یې، تل دوی تولیدوونکي وو؛ خو په عین حال کې خپله بې برخې او تل یې نورو ته خواړه چمتو کول؛ خو په خپله وږي وو، او بشري سترې پرګنۍ د تاریخي تکامل په اوږدو کې دا لار وهلې ده: د خپلو ارزښتونو د پېژندو پر لور ورهی شوی، خپل انساني حقوق یې پېژندلي، په مخ کې یې پراته خنډونه او خپل طبقاتي دښمنان یې پېژندلي او بالاخره د عدالت پر لور یې خپله لار پېژندلې او دهغو خنډونو، او نظامونو نفې چې دوی یې پر استضعاف (اوبېوزلۍ ) اخته کړي و، په جبري بهير کې د بې شخیته پرګنيو شخصیت ترلاسه کونه ــ چې د بشري عدالت د پلي کېدو پر لور او د طبقاتي برابرۍ او تردې ښه د بشري طبقاتو د نفې پر لور مخ پر وړاندې وردرومي ــ د تاریخ دویم اړخ دی.
درېیم ـ انسان د طبیعت جوړه ښکارنده وه او په خپل کار یې طبیعت نفی کړ، تاریخ یې جوړ کړ او د تاریخ جوړ شو. د تاریخ په نفې خپل ټولنیز نظام سازوي او تپنه پرې کوي او د خپل غریزي خپل په نفې، پر ریال انسان، ایدیال انسان ورتپي (یعنې انسان له شته وضع څخه مطلوبې او ارماني وضع ته ورکاږي ) نوځکه د تاریخ درېیم اړخ د ((ازادۍ)) پر لور په حرکت کې دی؛ خو کوم زندانونه یې ګواښي؟
((طبیعت)) او جغرافیا ړومبی زندان دی چې په طبیعي علومو او تکنالوژۍ ترې ازادېږي.
((د تاریخ جبر)) د انسان دویم زندان دی چې د تاریخ د قوانینو پېژندنه او د تاریخ تحول او تکامل یې د تاریخ له زندانه ازادوي.
((ټولنیزاو طبقاتي نظام)) درېیم زندان دی چې ((انقلابي ایدیالوژي)) یې له دې زندانه ازادوي.
((څلورم زندان)) ، د ځان زندان دی: ((وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا، فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا؛ او پر انساني نفس او دا هسې سمېدو یې قسم، چې د فجور او تقوا الهام یې ورته وکړ.))
انسان یو دنیوي او اخروي اخږلی (مخلوق ) دی له ابلیسي او الهی عناصرو جوړ دی؛ ځینې کششونه یې خاورو ته ورکاږي او ځینې یې د الله لوري ته ورهسکوي؛ خو انسان خپله یو (( انتخاب))، ټاکنه او غوراوی دی او په همدې دریځ کې یې مسوولیت او ځانخبري اوڅارېږي؛ نوځکه د مولوی محمد جلال الدین بلخي به وینا: ((انسان، په خپلې جګړې کې له ډول ډول او جړ پړ حالاتو، خلاصون مومي ))، په داسي یو معجون اوړي چې د انسان غریزې (او بیولوژیک اړخونه) له (ځاننخبرې ټاکونکې، پنځوونکې او د لوري او ارمان (ایدیالی) ټاکونکې) ارادې سره يې تړښت مومي او په دې توګه ((فلاح)) ته وررسی ((فلاح)) له څلورم زندانه (یعنې ځان ) د انسان ازادي ده، هغه ځان چې طبیعي غرایزو، له دودیزو عاداتو، تاریخي او ټولنیزو جبرونو سره د ده پر ارواپوهنې کلکوونکی اغېز ورایښی دی؛ نوځکه د تاریخي تکامل درېیم اړخ د انسان د آزادي پېژندنه یا پنځونه ده: سیاسي، اندیزه، هنري، ګروهیزه، د څرنګه ژوند کولو او د انتخاب او غوراوي آزادي ، د خپل تکامل په اوږدو کې د انسان قدرمنه لاسته راوړنه ده.
((آزادي ))،((عشق)) او ((برابري ))
یو روڼ اندی چې غواړي له ګردو ذهني او عیني زندانونو خوشې شي او خپله مفکوره د انسان پر تکاملي بهیر او د تاریخ پر ټولیز حرکت جوړه کړي؛ نو که اروپايي روښانفکر وي، ناچار باید ددې درېیو بېلګو په اړه غور وکړي:
پاسکال ــ هغه انسان چې پرخدای ګروهن او په انساني فطرت کې یې د بې تابۍ یو توپان راولاړشوی و، چې په نمانځنه یې ځان مطلقو ارزښتونو (خدای) ته ورساوه.
مارکس ــ هغه چې ګردې هڅې او اندېښنې یې وکارولې چې یو لږه کی د ډېره کي پرګنیو له زبېښاک او استضعاف (هغه عوامل چې انسان کمزوری کوي) ځنې لاس واخلي او خپله پوهه یې د ولسونو حق ازبادولو ته ــ چې په هېڅ نظام کې یې بې له کار کولو، نه خوړو او پرې ورسپرېدو بل حق نه درلود ــ وکاروله او د ژوند تر پايه له زور، ظلم و پانګوالۍ، د خپلې زمانې له واکمنې بورژوازۍ او د (میسحي او یهودي اړول شويو) ادیانو په نامو له ټګۍ برګۍ، ناپوهۍ او اندیزاستعماره کرکجن و او تل دې سپېڅلي ننګېرنې ته وفادار پاتې شو.
سارترــ هغه چې ازادي د حق و باطل او خیروشرملاک او کچه بولي او سره له دې چې په هستۍ او په پایله کې انسان او انساني ژوند ته پرهېڅ مانا قایل نه دی، ازادي د خپل ژوند ارمانی (ایدیال) فلسفه او خپله وجودي فلسفه پېژني، د انسان پر ارادې دومره ګروهن او ایمان وال دی چې وايي: ((که یو شل د منډو د سیالیو اتل نشي؛ نو مسوول دی)) په هرحال ویل یې: ((زه ستا او ستا د اندو غلیم یم، خو چمتو یم ځان درځار کړم چې خپلې اندې ازادانه وویلای شې)) یعنې خبرې دې وکړه.
نو په دغسې یوې فلسفې کې د انسان اراده ازاده ده او د حکومت د قدرت او واک سرچینه د ټولنې د هر وګړي انتخاب او غوراوی دی او سترې واکمنۍ او نړیوالې وګړې د یو نامنلي او ناروا چار په پار، یو لیکوال، هنرمند یا د فلم یو کارګرځی راپرځوي او دغسې انسان واکمن ځواک ته به نارواوو غاړه نه ږدي؛ قانون ترې ملاتړ کوي او د واکمن قدرت پر وړاندې دفاع ترې کوي، هغه قدرت چې اسمانونه څيرولای شي خو وس یې نه رسی چې یو قلم مات کړي؛ واکمنۍ پرطبیعت واکمن ډال غوڅولای؛ خو یوه خوله ګنډلای نشي.
او که روڼ اندی په ختیځ کې اوسی، باید دغسې کار وکړي او له نېکمرغۍ چې تر لوېدیځه یې دلته تومنې ډېرې دي:
بوداـــ د انساني جوهر بې خدایه پېغمبر
حلاج ـــ اورغورځی سمندر چې ایرې یې هم خوځي
مزدک ـــ هغه چې تر مارکس یې څو پېړۍ وړاندې او مخکې تردې چې صنعت رامنځ ته شي او جمعي تولید او د بخارماشین د وګړیز مالیکت له تنګ زندانه د ژوند ګرد نعمتونه ازاد کړي، د (( خسروــ موبد)) د ((مېرمن راټولوونکي یا زن اندوزۍ )) او (( زر راټلوونکی یا زراندوزی)) له طبقې سره یې مبارزه پیل کړه او په پای کې یې اسلام مېوه (او یبره) راوواڼله.
خومسلمان روڼ اندې د یو ((مشر او امام)) درلودو لپاره د درېیو شخصیتونو دغسې یو مصنوعي تړښت ته اړتیا نه لري؛ ځکه ((علي (ک) )) لري [هغه چې نبي اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ورته ویلي: (( زه منذر او ډاروونکی یم او ته هادي او لارښود یې !)) ]
علي (ک) تر مزدک حساستر او تر مارکس انقلابي تر ژوند وکړ، د زبېښوونکیو مخالف او له محرومانو اوبې برخې کړای شویو سره همدردی و، ویې ویل: ((که واکمن شم کوم حق یې چې له مظلمومانو تښتولی، که شيدې شوي او د مور په تیونو کې یې وي، یا د خپلو ښځو مهر کړی وي، راوبه یې باسم او وربه يې کړم.))
هغه ستر روح چې د ظلم پر وړاندې دومره بې تابه دی چې خبر شو د واکمنۍ پر پولو يې تېری شوی او یوه یهودۍ ښځه یې ځورولې، پر منبر یې مخ په سپېړه وواهه، ویې ویل ! (( که څوک له دې درده ومري؛ نو نباید ټپسوری شي.))
ته وا ننګېرله یې چې ښایې ددې کړاو دباو ونشي زغملای او وبه مري. هغه چې دومره فقیرانه ژوند یې وکړ (حال دا، د سترې امپراطوری واکمن و) چې ځان یې د خپلې واکمنۍ له فقیر ترین انسان سره ورته کړ. هغه چې خپل باوفا ملګري ميثم خرما پلوري ته ــ چې په طبخ کې یي ښې او خرابې خرماوې بېلې بېلې ډېری کړې وې ــ وویل: (( هن ! ولې دغسې د خدای مخلوق وېشې؟)) کېناست او دواړه ډېرۍ یې سره ګډې وډې کړې او ویې ویل: (( دواړه انډول بیه وپلوره)) یعنې څه ؟ یعنې نه یوازې ((هر چاته د خپل کارهومره )) نه یوازې ((پر تولیدي وزلو د مالکیت تساوي))؛ بلکې ((په لګښت کې تساوي)) یعنې له یو ګډ ژونده چې اوچت تر په انځور نلرو.
د انساني حقوقو او فکري ازادۍ او درناوي ته یې ځیرشئ؛ خوارج يې د ویني غلیمان وو، ده به چې نمونځ کاوه، نمونځ به یې ورماتاوه، د ده خبرې به یې ورپرې کولې او ملنډې یې پرې وهلې، سره له دې چې علي (ک) واکمن و؛ خو تر لږ شان ته دباو لاندې یې ونه نیول، داسې واکمن و چې په افریقا کې یې پر پراخ ځمکه واکمني کوله؛ خو سیاسي زندان یې نه درلود، ان یو سیاسي بندي او سیاسي وژنه. او کومو بانفوذو او ځواکمنو شخصیتونو یي چې په واکمنۍ کې دسیسه کړې وه ، کله چې ورغلل او د تلو اجازه یي وغوښته، اجازه یې ورکړه او پوهېده چې یوې خطرناکې توطیې ته ځي، ځکه نه یې غوښتل چې زورورو او واکمنو ته دا دود پرېږدي ، چې د سیاست په پار، د انسان ازادي لتاړ کړي.
په عشق او عرفاني احساس کې، حلاج یې د وجود د اورغورځي سړه ایره ده او د خپل خلوت په دعاوو کې د خدای شکر کاږي: ((څه لویې لویې ښوییدنې وې، چې زه دې ترې وساتلم او د خلکو په خولو کې دې زما صفتونه ورواچول، چې وړ یې نه وم او څومره بدیانې لرم چې له خلکودې پټې کړې دي)).
په دغسې یوه لید په ډاګه ده چې د کار لمن څومره پراخه ده. عشق ، برابري او آزادي درې انساني اړخونه دي چې باید یو د بل په همغږۍ او اوږه په اوږه پرمخ بوتلل شي، داسې نه چې یو اړخ ونیسو او دوه یې پرېږدو یا دوه ونیسو او بل یې پرېږدو.
یو انسان هله د عدالت ښکارندوی کېدای شي چې په ځان کې دا سوچه او خدايې جوهر جوړ کړي، چې په ټولنه کې له خپل درلودونکي حق ځنې لږ، د بل په پار چې لږ حق لري، وغواړي؛ یعنې له بل سره برابري د خپل حق تر پلي کېدوغوره وګڼي او دا هله شونې ده چې انسان د ایثار او سرښندنې پړاو ته چې د انسان د مانیز تکامل یوه درجه (ګرایه) ده ورورسي.
څنګه په رښتوني یوه بې طبقې ټولنه درلودای شو، چې وګړي یې په مادي انګېزو او نیتونو خوځيږي او له ژوند او شتونه مو انګېرنې د مادي فلسفې له مخې وي؟ حال دا، یو ((ارزشي انسان)) [ چې پر خدای، معاد، نبوت ګروهن وي ] پر ټولنیزعدالت ولاړه ټولنه جوړوای شي.
څنګه د انسان معنوي تکامل په باب چې ((عشق و ایمان)) مو وربلي سوچ وکړو او څنګه د ((خدای نمانځنې)) په هکله چې ((د اوچتو ارزښتونو نمانځنه)) ده ـ انده وکړو، حال دا، انسانان په یوه داسې نظام کې ژوند کوي چې پیسې؛ لګښت، غریزي او مادي انګېزې، بورژوازي، پانګوالي ، وګړیز مالکیت او طبقاتی زبېښاک پرې واکمن دی او جمعي اړیکې یې د داړه مارانو دي چې د یوې مردارې پر سر یو پر بل منګولې لګوي.
په ازاد بازار او پانګوالي نظام کې باید هر څوک له ګهیځه تر ماښامه د سپي په څېر وځغلي او له ماښامه تر ګهیځه د پیسوخوبونه وویني، که نه له ژوند کولو بې برخې دی؛ نو دلته به د انسان ازادي څه وي؟ په هغه نظام کې چې پر طبقاتي تضاد، زبېښاک او ټول انساني ارزښتونه په پیسو تلل کېږي، ولاړ وي ــ څنګه د دموکراسۍ او ولسواکۍ، سیاسي او فکري آزادی په هکله خبرې وکړو؟
ولسواکي او پانګوالي؟ دا داوړه څنګه یوځای کېدای شي؛ خو داچې له ولسواکۍ ځنې له انسانه د انسان زبېښلو لپاره یوه دروغجنه وزله جوړه کړو چې دا د ولسواکۍ غټ چل ول او ستره غولونه ده. شونې ده انسانان په دغسې یو نظام کې آزادي احساس کړي؛ خو دا یو دروغجن احساس دی، شونې ده په دغسې ټولنو کې ګرد وګړي آزادانه رای ورکړي؛ خو مخکې ترې پانګوالي ده چې به صندوقونو کې یې رای وراچولې؛ ځکه پیسې ځانخبرې او ناځانخبرې رای جوړوي. د لوبې په ډګر کې هر څوک آزاد دی چې وځغلي؛ خو بېشکه یوازی سپاره مخکې کېږي! او پلي تل له آزادۍ او د سیاسي حقوقو له برابرۍ روسته پاتېږي؛ نوځکه هله آزادي، عرفاني احساس او اخلاقي اخلاص درلودلی شو، چي انسانان په داسې یو نظام کې ژوند وکړي، چې د مادي ژوند له بنده او له اقتصادي ځنځیرونو یې خلاص کړی او د قرآن کریم په وینا:
أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ ، حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ: (د شتمنیو، اولاد او ټبر) پر ډېرښت ویاړ بوخت ( او د خدای له یاده غافل) کړئ، تردې چې د قبرونو لیدو ته ولاړئ (او د خپلو مړیو قبرونه مو وشمېرل او پرې وویاړېدئ.)
هغه انسان چې په ټولنه کې یې عدالت پلي کولو ته مټې رابډ وهلي، یوالهي انسان او رڼه اوچته مرغلره ده، یو انسان دی چې د ایثار پړاو ته رسېدلې؛ نوځکه خپل ایثار ته له خپل نړۍ لید سره په تړاو یوه ایدیالوژیکه مخونه هم لري او دا یوازې د اسلام مبارک دین دی چې له دغسې ځانګړنې برخمن دی.
اوهم هغه انسان چې د انساني رښتونی ازادۍ (نه د سوداګرۍ ازادۍ) په هکله غور کوي، هغه انسان دی چې په داسې ټولنې کې ژوند کوي، چې مخکې پکې انسان د پانګوالي نظام له بنده خوشې شوې او طبقاتي نظام دوه قطبي کړی نه دی او پر انسان طبقاتي، نژادي، خېلي او ټبریز شرک واکمن نه دی.
نوځکه وینو دا درې اړخونه (آزادي، برابري، عشق) چې اوس لاس وګریوان دی باید یولاس وي چې نه یوازې انسانی، ټولنيز او طبقاتي توحید پلی کړي؛ بلکې د تاریخ په بهير کې د انسان تکاملي حرکت ګړندی کړي او په همدې حال کې دا خوځښت خپل رښتوني لوري ته ورسیخ کړي. ځان جوړونه، یعنې په ځان کې ددې درېیو واڼو اړخونو همغږې وده؛ یعنې په هماغه حال کې چې ځان ((عدالت پلوی)) احساسوو، په دننه کې عشقي عظمت راولاړوو او په همدې حال کې انساني آزادۍ ته دومره درناوی کوو چې مخالف او ان خپل فکري دښمن د آزادی د سپېڅلتیا په پار، زغموو؛ ځکه د ((دکتاتورۍ)) په برلاسۍ کې ددې احتمال چې عدالت به پلی شي، یو غولوونکی او خطرناک باور دی او کله چې (( پانګوالي )) واکمنه وي، پر والسواکۍ او د انسان پر ازادۍ ایمان یو ساده توب دی. که د انسان پر تکامل ګروهن اوسو، د انسان فکري ازادۍ ته ډېر لږ شانته زیان او د اندنو او نوښتونو د زغم پر وړاندې لږ شانته بې تابي، یوه فاجعه ده. په هماغه حال کې چې ځان عدالت خواه ننګېرو، باید عشقي سوچ وکړو، چې دننني ډاډ ته مو ورسیخوي او پرهمدې حال د نورو د نوښت، انتخاب، غوراوی، ایمان او اندې له زغملو پر شا نشوو.
څنګه په ځان کې برابري، عشق او ازادی سره پخلا کړو؟ بې له دې چې یو له بله یې ورځار کړو. دا یو ستونزمن چار دی؛ خو باید ویې کړو. ((یو اړخېزېدل)) داوسني انسان یوه ستره فاجعه ده او نه یوازې د ((مارکوزه)) په انګېرنې؛ بلکې په دې انګېرنې که یوازې په مادی عدالت بسیانیه وکړو؛ نو د انسان له هغو دوو نورو تکاملي اړخونو به روسته پاتې شو، د ده آزادي مو قرباني کړې او مانیز ارزښتونه یې مو هم له یاده ایستلي. که د هندوییزم د معنویت سمندر او د بودائي ځلاندې نیروانا په باب سوچ وکړو؛ نو پر یوې وګړېزې انزوا اخته شوي یو او د نورو برخلیک به مو خپلسرو زورورو ته ورسپارلی وي؛ خو ځان مو اوچتو انساني ارزښتونو ته ورسپارلی چې په دې حال کې مو قدرمنې انساني ننګېرنې لتاړ کړي دي. او که د حلاج په څېر د عشق په لار کې سولی سو او د جهل، ناپوهۍ او کیني په اور کې وسوځوو او سرلوړي او شهادت د خپل ژوند د کمزوریو په فدیه کې ورکړو؛ نو به همدې حال کې به پوکه لار کې پاک مړه شوي یو( او په اصطلاح تشه ټانټه ولاړو)؛ ځکه ځان جنت ته وررسول؛ خو نور په دوزخي ژوند او ځمکه کې پرېښوول، یو ډول ریاکارانه تېښته ده، چې له سوداګرېزې اندودې راولاړه شوې ده او جنت ددغسې انسانانو ځای نه دی، چې د حضرت مسیح علیه السلام په وینا:
((که د بېړۍ پېړپړۍ د ستنې په ستومي کې ورننوځي؛ نو یو پانګوال به هم جنت ورننوځي )).
او تر ټولو مهمتر نباید هېر کړو چې باید همزمان درې واڼه اړخونه پرمخ بوځوو. څوک چې ځان په الهي ارزښتونو روزلای شي او د خپل دننني عظمت پیاوړتیا ته یې ملا تړلې وي او په خپله خټه کې د الهي خوبونو پر انعکاسولو لګیا وي؛ نو په عین حال کې ځان دې د مظلومانو په برخلیک کې ورګډ او د دوی کړاوونه دې احساس او له دې وضع د خلاصون لپاره دې مبارزه وکړي او په همدې حال کې هغه انسان له ولسونو سره په اخلاص همدردي او ایثار کړای شي چې ځان یې په انساني ارزښتونو روزلی وي او هم هغه انسان دا دواړه همغږي پرمخ وړای شي چې د تعصب، فکري او ذهني ځانپالنې له تنګ چوکاټه ازاد شوی وي او د نورو د ازادۍ درناوی وکړي او د مخالفې ګروهې د زغم وس ولري ، تردې چې ګرد متعصبان، جزمیان او دوګماتېستان ورته هک اریان وي. نوځکه باید ځان جوړونه په درې واڼو اړخونو کې همغږې وغځېږي، په دې مانا چې انسان په هر اړخ کې پرمختګ له دوو نورو سره د پلي کېدو وړ وبولي؛ لکه چې تردې مخکې هم باید وپوهېږي چې ځان جوړونه د خپلې زمانې په جوړښت کې له ګډونه جلا د یو پړاو په توګه تعبېرولای نشي؛ لکه چې اسلامي احکام ښيي، کوم انسان چې د ځوانۍ منګ ته ورسي، بې درنګه وګړیز مسوولیتونه یې ــ چې د ځان سازی پړاو یې رانغاړي ــ له جمعي مسوولیتونو ــ چې ټولنیز او سیاسي رسالت یې رانغاړي ــ سره یو د بل په څېر ور په ګوتو کېږي؛ نمونځ، روژه، په هماغه حال کې د انسان مکلفیت ګرځی لکه چې پر نېکیو امر او له بدیو منع.
د ځان سازۍ درې واڼه اړخونه مشخص شوو، اوس باید د دوی د همغږۍ پالنې دود او طریقه په ګوتو کړو، په لنډو باید دا درې واڼه اړخونه تل او همزمان به (۱) عبادت (۲) کار (۳) او ټولنيزې مبارزې پیاوړي او وځلوو.
۱ـــ عبادت: د عبادت لغوي جرړه، په اسلامي فرهنګ کې یې ژورتیا او پراخوالی راښيي. (( عبدالطریق))؛ هوارې لارې ته ویل کېږي، چې لاروی، اسان، ډاډمن او چټک موخې ته رسوي. دلته وینو چې عبادت یوه وجودي مساله او له بېخه د ځان جوړونې پر مانا ده. د انسان وجود چې په اغراضو، څوبتیاوو، تمایلاتو او انحرافي عاداتونو پر موږ خواشې چټي ډول ډول کششونه راتپي، باید د انسان د اګاهۍ او ارادې تر لاس لاندې په یو سخت او مقید رژیم ((چاڼ، پاک، تزکیه او راڼه)) شي ، اخلاص او سوچه توب ته ورسي. اخلاص د ایمان اوچتو انساني ارزښتونو، ځان پوره خدای ته سپارلو او د خلکو په لار کې د انسان وجودي ایکي یوتوب دی، چې د ځان به نفې کولو، د ځان ازبادول دي: داسې ژوره تجربه چې عرفاني فرهنګ مو په نړۍ کې تر نورو فرهنګونو ډېر سرشار او غني دی. نمونځ په اسلام کې مسلمان د وګړیز او اقتصادي ژوند ــ چې د وګړېزو اړتیاوو پوره کولو ته هڅې دی ــ له سلېښتناک ډنډه راوباسی او د خدای له ډاره یې ژغوري. انسان به لمانځه کې د احساس او وجودي جذبې له سرشاره حالته برخمن دی ، یا په خلوت کې له اخلاصه ډک دی او یا په جماعت او غونډه کې سراسر هیجان او وحدت دی، چې د انسان وجودي لوری په ټولیز بهیر کې نوی او سموي. روژه یو بل رژیم دی چې انسان د خپلو غریزي او وګړېزو بنسټېزو څوبتیاوو پر وړاندې پیاوړی کوي او د ایمان په لار کې یې پرې مسلطوي. بېشکه څوک چې ځان اوچتو انسانی ارمانونو ته ورډالۍ کوي، باید د وګړیزو کششونو او څوبتیاوو له زندانه ازاد وي. په ټول کې زموږعرفاني متون او ډول ډول اسلامي عبادات یو ارزش راډالۍ کوي چې روح د ورځېني ژوند په ډنډ کې له ورغوځېدو او په لګښتپالۍ او تجمل پالنې کې له ورګيرېدو او به ټیټو سیالیو کې له ورپرېوتو ساتي، چې سوداګریزو نظامونو راتپلي او په پایله کې د لګښت د دروند پېټي د پوره کولو لپاره چې لا هره ورځ درنېږي او ټول انساني ارزښتونه مو پکې قرباني کېږي. ویکتورهوګو وایي: ((بې نهایت کوشنی د بې نهایت ستر پر وړاندې وي )) او دا نمونځ دی. له عبادته مطلب د انسان او خدای ترمنځ مستمر او پرله پسې وجودي نښلون دی. هغه خدای چې د مانا، ښکلا، موخې، ایمان او د انساني ارزښتونو سرچینه ده. او بې له خدایه هر څه د پوچۍ، عبثیاتو او ابتذال په ډند کې ورډوبېږي.
نن د عبادت ونډه تر پرون او وړمې ورځې څو ځل ډېره ده. پرون ساده بازاره بورژوازي راباندې واکمنه وه او وړمه ورځ یو دوديز کرنیز تولید واکمن و او په هرحال ډېر فرصتونه وو چې انسان، طبیعت او دیني قانون یو له بل سره اړیکه ولري، په تېره چې زبېښونکي رژیمونه، ساده او کم اغېزې وو. خو نن پانګوالي له اقتصاد، فرهنګ، سیاست ، ټولنپوهنې او پوځي قدرته ګډ یو نظام دی او د یوې سرطاني شبکې په څېر نه یوازې نړۍ، چې انسانان له دننه او دباندې مسخ کوي او لکه چې وینو، بې له دې چې پوه شو څنګه اوله کومې لارې په داسې بهیر کې ورلوېږو چې تغیر مومو او دا تغیر په داسې ډول او لوري دی چې پانګوالي یې غواړي او له مخکې یې جوړ کړی دی.
عبادت یوازېنی اړیکه ده چې وګړی په دغسې یو وحشتناک نظام کې له خپلې وجودي مسخ، له خپل انساني ابتذاله او د انساني ارزښتونو له هېرولو ساتي او د هستۍ له مرکز سره مو اړیکه ټینګوي او موږ په نړۍ کې د ماشینېزم، پانګوالۍ او سیاست له ځپنده او درانه یرغله ژغوري او ټینګه ډاډمني راکوي.
((هایدګر)) وايی، انسان دوه وجوده لري:
(۱)اعتباري یا مجازي وجود
(۲) ذاتي او حقیقي وجود.
اعتباري یا مجازي وجود:
د انسان دهغو اړیکو ټولګه ده چې له ښکارندو (پدیدو)، پېښو او د خپل چاپېریال له بوختیاوو سره یې لري. د انسان انګېزې، غرېزې، احساسات، عادات، حساسیتونه، اعراض او هيلې یې له خپل چاپېریال سره په تړاو کې کوي او دا (( وضع )) پکې یو (( وجودي شخصیت او وګړه )) رادبره کوي، چې غرضي ده او هغه رنګونه دي چې طبیعي، وټیز (اقتصادي)، ټولنيز، فرهنګي او بوختیایي شرایط او په یوه کلمه کې ((بهرنۍ چاپېریال)) یې پر ((ما)) وهي. دا رنګونه د وګړېزې او ډله ییزې ټولنپوهنې، انسانپوهنې او ارواپوهنې بنسټېزه موضوع ده او ټول په منطقي او علمي کچو تفسیر او څېړل کېږي او د انساني علومو بېلابېلې څانګې یې پېژني او داچې جبري، عام اوعیني اړخ لري؛ نو نننۍ علمي انسانپوهنه، انسان یوازې په همدې رنګونو پېژني؛ نوځکه نوي انساني علوم هم انسانان په مشخصو او جبري قالبونو او چوکاټونو کې ویني او هم ځان د دوی د ذات او وجودي جوهر په تل کې له ورډوبېدو ناګاروي او د انسان د هېښنده او نامتناهي راز او پټ حقیقته لاس اخلي او انسان یوازې مادي ښکارنده یا مقوله بولي چې د طبیعت، نژاد، خېل، وراثت، د کار وزلو، ټولنیز نظام، اقتصادي دریځ، طبقاتي او ټولګیز چوکاټونو د عواملو او اړیکو ساخت وساز دی. نوځکه هر چا په دې چوکاټونو کې یوچوکاټ او قالب نیولی او پرې پېژندلېږي او په حقیقت کې بهرنۍ وضع او چاپېریالیزعوامل دي چې انسان مانا کوي: بزګر انسان ، کارګر انسان، فیوډال انسان، بورژوا انسان، اداري انسان، تکنوکرات انسان، روښانفکر انسان، صنعتي انسان…
د انسان ((ذاتي او حقیقي وجود)):
دا د انسان جوهري وجود دی چې د عرضي رنګونو او له ټولنیز وضعیت د راولاړو شویو حالاتو او تر بهرینو اړیکو لاندې یې پټ دی او انسان والی د یو اصالت او د مادي علیت، ټولنیز جبر او محیطي عارضي ځانګړنو له لړۍ د ازاد او مستقل علت په مانا سرچینه ترې اخلي او حقیقي زه ((انا)) چې د انسان ځانګړنه ده پکې ځاله لري.
په عادي حالاتو کې چې انسان ورځېنی ژوند کوي او یوازې د ښکارندو او خپل چاپیریال د پېښو پر وړاندې غبرګون ښيي او د خپل اقلیمي، وراثتي، ټولنيزو، طبقاتي او بوختیایي غوښتنو له مخې بڼه خپلوي ، له دې زه ((انا)) (چې حقیقي وجود یې دی) غافل دی. عشق، مرګ او ماتې درې قوي ګوذارونه دي، چې له دې ورډوبېدو یې ساتي او په خودوي یې. انسان چې تل له ځانه دباندې بوخت دی کله په دې ګوذارونو په ړومبی ځل ځان ته یې ورپامېږي، خپل دننه ته سر ورښکاره کوي او په اړه یې نندارې او سوچ ته کېني. په دې ادلون بدلون کې خپل ((وجودي حالت)) مومي او دا خورا ژور، اوچت او رښتوني احساسات او انساني موندني او ازمېښتونه دي او له دې لارې یو ډول بې واسطې اګاهي ترلاسه کوي ، چې زموږ د اندیالانو په تعبير ((حضورعلم )) یادېږي، چې پکې: علم، عالم او معلوم درې واڼه یو دي او ددې تجربې وحدت په ((ځاننخبرۍ))، ذاتي تغییر او وجودي انقلاب کې بنسټیزه ونډه لري او له دې لارې انسان، چې په هر ټولنیز او طبقاتي چوکاټ کې وي او ان په هرې وراثتي ځانګړنې چې زیږېدلی او روزل شوی وي؛ نو معجره ډولی قدرت لري چې ځان ازاد کړي، واړوی، د ایدیولوژیک خوځښت بهیر او بل طبقاتي برخلیک انتخاب او غوره کړي: که هغه په بورژوازۍ پورې اړوند روښانفکر وي یا د کوم صیب زوی؛ خو په وحودي اخلاص او انقلابي سرښندنې او ایثار د کارګر، بزګر یا مظلوم په چوپړ کې شي، چې د ده طبقاتي غلیم دی.
که د اریستوکراسۍ په فرهنګ کې روزل شوی وي او یا د اوچت خېل یا انحصارطلبې او زبده طبقې ځانګړې ښوونې یې زده کړې وي؛ خو له دې ټولوسره سره ولسي لید ومومي او په رښتیا د محکوم خېل او نژاد او محرومې طبقې دردونه، حساسیتونه او لېوالتیاوې احساس کړي او له دوی سره وجودي ګډونواله او ذاتي یووالی پیدا کړي. خپله خلک شي، چې ځان د خلکو پر وړاندې پازوال (مسوول)، قلم یې ګټور اوعمل یې ژمن شي.
عبادت یوه هڅه ده چې د عارضي رنګونو څنډنه، د ټولنیزو تنګو قالبونو ماتونه، د حقیقي وجود صیقل او توږنه، د وجودي حالاتو راپاڅونه، د ځانخبرۍ د پټو زېرمو راسپړنه او دهغو حالاتو لاس ته راوستنه ده چې زموږ په فرهنګ کې سترو شخصیتونو ترلاسه کړې، چې دا ((دل اګاهي)) او د زړه پوهه ده او د خورا ژوري، صمیمي، مترقي او رښتوني ژمنې پېژندنه ده چې به قرآني تعبیر یې د علي (ک) په ژبه (( د فطرت تړون )) دی.
(۲) کار:
قرآن کریم ، د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم سنت او د یارانو ژوندود یې راښیي چې اسلام کار ته څومره اهمیت ورکوی. پوهېږو چې خدای تعالی تر ((ایمان)) روسته بې درنګه ((صالح عمل)) یادوي او ان پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پوښتي: ما الاسلام ؟ ورته وایې: العمل. مطلب دا نه دی چې په یو ډول پراګماتېزم اخته شو او فکري کچه عملي کچه ونیسو. دا یو ډول انحرافي زخمه او ګرداب دی، چې انسان د ړانده عمل په هلاکتځي کې ورغورځوي؛ ځکه مخکې تردې باید ایدیالوژیک مبنا ولرو، چې صالح کړنې له ناصالحو، هغه کړنې چې د انسان په چوپړ کې دي، له هغو کړنو چې د شخص په چوپړ کې دي او یا له بېخه تباه کوونکي دي، تشخیص کړای شو. صالح کړنې یوازې دیني او مذهبي کړه وړه نه دي؛ بلکې په عین حال کې مادي کړنې او تولیدي چارې هم صالح کړنې او عمل شمېرلېږي. د اسلام په ژبه کې د دیني عمل، فکري عمل، اقتصادي عمل او تولیدي عمل ترمنځ پوله نشته. موږ د خپلو اړتیاوو او دودېزې ژبې له مخې د دیني عمل، فکري عمل او اقتصادي او تولیدي عمل خبرې کوو، که نه د اسلام په ژبه کې د دوی ترمنځ څه برید نشته، له بېخه باید ژبه مو پر توحیدي لید وڅرخي او له ژبې مطلب، فکري او فلسفي ژبه ده. دا ټکی بې نهایت ژور دی چې اسلام هر سم عمل ــ سیاسي ، وټیز (اقتصادي)، ولسي ، روغتیایې ــ د دیني عمل په څېرعبادت بولي، ان خوب: د ایمانوال خوب، ان د ایمانوال خوراک او روزۍ ترلاسه کونه. دغسي اقتصادي چارې کول هم عبادت ګڼي.
پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم پوښتي: خورا محبوب کار کوم دی؟ وایي: هغه کار دی چې په لاس کېږي. محبوبترین مال کوم دی؟ هغه چې په لاس راغلی وي. له بېخه انسان ته بې له خپلوهڅو بله یبره او ثمر نشته. دا آر د انسان او خدای په اړیکه کې هم صادق دی: چې قیامت او د انسان نهایی برخلیک، د قرآن په وینا: (( هغه ورځ ده چې انسان خپله لاس ته راوړنه په سترګو ویني)) او هم دا په ټولنیزه اړیکه او یو وټیز (اقتصادي) سیستم کې یو ټولیز آر دی: ((وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَى))
کار په ځان جوړنه کې مهمترینه مساله ده؛ خو کار د ژوند د سریزې، زده کړې، د ټولنیز مقام ترلاسه کولو یا تولیدي کار په توګه نه؛ بلکې به ځان جوړونه کې د ورزش او ارمان په توګه. کار کول؛ یعنې په انسان د طبیعت نفې. کار، د طبیعت پر وړاندې د انسان پراکسیس دی. انسان د طبیعت واکمني نفې کوي او خپله واکمني یې ځایناستې کوي، دا یو مادي کار دی. ټولنیز کار هم دغسې دی، انسان په خپل کار خپله ټولنه بدلوي، سازوي یې او هېښتیاوړ دا، انسان په هماغه حال کې چې بل سازوي، خپله هم سازېږي. فردوسي شاهنامه وویله او شاهنامې دا کلیوال نارینه فردوسي کړ.[4]
نوځکه کار یو خنجر دی، د انسان د وجودي جوهر تجلا ده او یوازې انسان دی چې کار کوي؛ ځکه کار یوازې غریزي عمل، هاغسې چې په ګردو څارویو کې شته، نه دی؛ بلکې کار د انسان د ارادې د عیني پلې کونې تجلا،غوښتنه او ځانګړی ارزښت یې دی. انسان په کار کې زیږېږي، په کار جوړېږي او ذهنیت یې پرعینې واقعیت اوړي او په عین حال کې وجودي جوهر یې ښوی او صیقلېږي او تکامل مومي.
خو په ځان سازۍ کې د انقلابي کار ونډه آزادي ورکوونه ده هر څوک د خپل کورني، طبقاتي، ټولنیز او زماني چوکاټونو زنداني دی، څنګه له دې زندانونو ازادېدای شو؟ تر آزادېدو وړاندې د یو انسان په توګه په خپلې زمانې او ټولنې کې او دهغې طبقې لپاره چې په اړه یې مسوولیت احساسوو، کومه ونډه او زمه واري پرغاړه واخلوو. یو زنداني یوه وزله ده نه یو علت او نه یو عامل. ددې مسالې، کله چې د روښانفکرانو انقلابي مسوولیت خبره کېږي، لمن یې پراخېږي او ډېره هېښنده ژورتیا پیدا کوي او رښانفکران د ټولنیز کار پیلوونکي دي. کار، مفکوره له حافظې او ذهنه د انسان د وجود او فطرت تل ته ورښکته کوي او د ده له خټې سره یې اخږي او په دې توګه ایدیالوژي پر ایمان اوړي او روښانفکر په مؤمن انسان اوړي. د مؤمن کلمه خورا ژوره ، پراخ او پانګواله ده.
په اسلامي فرهنګ کې د مسلمان، مؤمن او منافق توپیر باخبرو اندیالانو ښوولی دی. هغه کسان چې په ذهن کې یوه مفکوره د یوې عقېدې، فکر، ایدیال او د ښوونځي ټولګه لري او په خوله منښته (اقرار) پرې کوي؛ خو ذات یې ترې غافل دی یعنې توحید ته فکري تسلیم دی؛ نو دې ته مسلمان وایي او هغه چې ښوونځی (دین او توحید) پکې د یوه فطرت په بڼه شوی وي او د وجودي تسلیم درجې ته رسېدلی وي، مؤمن ورته وايي. منافق هغه دی چې وجودي لوری او ګروهیز لوری یې یو له بله جلا دي. ((نفق)) جغړوندي او واټن ته وايي او منافق په یوې مانا هغه انسان دی چې د ((زړه او خولې)) ، وجود او ګروهې ترمنځ یې واټن دی؛ یعنې یو ډول دوه ګونی شخصیت او وګړه لري. اخلاص، وجودي ایکي یو توب او په بل تعبیر وجودي توحید؛ د فکر او عمل ترمنځ یووالی دی. د فکر او عمل ترمنځ اړیکه یوه متقابله اړیکه ده؛ لکه چې علي (ک) ویلي: (( من الایمان یستدل بالعمل ومن الاعمل یستدل بالایمان )) (( له ایمانه عمل ته لار بېیول کېږي او له عمله هم ایمان ته.))
داسې دې نه وي چې ژوند مو د مړو او غنیانو وي؛ خو تش په خپله له نېستمو سره مینه ولرو، داسې دې نه وي چې پر امام حسین ژاړو؛ خو په عمل کې د زمانې د یزیدیانو ملاتړي اوسو، داسې دې نه وي چې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د لور فاطمې (رضی الله عنها) مینه دې راسره وي؛ خو ژوندود دې د شاهزادګۍ وي. په فکري ځان سازۍ کې باید دا وړتیا ولرو، چې د ((عبادت))، (( کار)) او (( ټولنېرې مبارزې )) د مفاهیمو ترمنځ همغږي او یووالی ومومو او په خپلو کړو وړو کې یې جرړې وغځوو، چې له فطرت او خټې سره مو واخږل شي، تردې چې د درې مفاهیمو بېلتون احساس نه کړو او هر یو په عین حال کې له دوو نورو سره یو وبولو، داسې یو تثلیث چې په ژوره او حقیقت کې یو توحید دی. باید پوه شو چې د فکري او وجودي ځان سازی دغسې درجې ته یوازې په کتاب، څېړنې او پوهې وررسېدای نشو؛ ځکه خبره د نوې فلسفي نظریې په باب نه ده ، خبره د نوي او تازه انسان پنځونه ده او انسان یوازې په نظریه نه جوړېږي. ((کار)) نه یوازې په دې هکله له کتاب سره لاسنیوی کوي؛ بلکې د انسان د انحراف او کږلېچ مخه نیسي او په عین حال کې خپله د کتاب په څېر د آګاهۍ، پوهې او د حقیقت او بلې معنوي تجربې د لاس ته راوستو سرچینه کېږي. کتاب او کار د یو انسان په جوړونه کې اغېز لري. کتاب، کار له فکري پوهې، د شننې قدرت او د نورو له تجاربو په لاسنیوي کې همغږوي او کار ذهني دنده د واقعیت په ډګر کې ټینګه او سموي. د اسلام ستر فکري مشران او انقلابي لارښوونکې په رښتوني کارګران وو، بزګري او نخل کاري یې کوله، بڼونه یې جوړول، یوم یې واهه، خاورې یې را ایستې څاه ګانې او کارېزونه یې ایستل یا یې نورو ته مېږې لوشلې خپل لاسونه یې تڼاکې کول او مزدوري یې اخسته.
په اسلام کې د کار سپېڅلتیا تردې برېده ده، چې پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم یوازې دوه لاسونه ښکل کړي؛ د یوې ښځې لاس او د یو ((کارګر)) لاس؛ دوه څېرې چې په ګردو نظامونو، تمدنونو او فرهنګونو کې د ذلت، حقارت، سپکاوي او محرومیت انځورنې وې، دا هم لاس ښکلونه ! هغه سنت ا ودود، څنګه چې نن دود دی، شتون نه درلود او که درلود یې یو ډول شرک شمېرل کېده. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له غزا راستون شو، مدینوال یې ښه راغلاست ته ورغلل، پېغمبر او مجاهدین له خپلو سپرلیو راکېوتل او ورسره ویني، یو سړي خپل ځیګ لاس ورکړ او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم تعجب وکړ، ويې پوښتل، سړي ورته وویل: (( د کجورو بڼوال یم، اوس مې هم یوم واهه، خبر شوم چې راځئ؛ نو ښه راغلاست ته مو راغلم )). پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د نوموړي لاس د مجاهدینو او خلکو په منځ کې پورته کړ او ویې ویل، دا هغه لاس دی چې هډو اور به ونه وینې، روسته ورټیټ شو او ښکل یې کړ. په اسلامي امت کې ټولنيز تخصصونه، ټولګېزې وېشنې او د شخصیتي مراتبو لړۍ نه وې او د مدینې په ټولنه کې روحاني ډله، د عالمانو ډله، د سیاسي مشرۍ ډله او د ټولنیز مقام درلودونکې ډله او د کارګر او بزګر ډلې ناپېژاندې وې. معلم له کارګر سره او په همدې حال کې د مشرۍ تر بریده سیاسي کېدل او په عین حال کې د تقوا بېلګه او کله په مبارزه کې یو مېړنی تورزن او ان د مسلمینو خلیفه والی او په همدې حال کې د څو نا څیزو یهودو مزدوري کول، په اسلامي لید او د اسلامي امت په نظام کې یو له بل سره ټکر نه لري. هجرت یو انقلابي انتقالي حرکت و، هغه حرکت چې د قریشو شتمن مشران ــ چې د مکې په عزتمنه ټولنه کې اوسېدل ــ او هغه خلک چې پر ګردو عربانو یې د سیادت او ښاغلیتوب وجهه درلوده، په هجرت مدینې ته راځي او د ((اوس)) او ((خزرج)) په دوو ورکنومو او ډېرو سادوو ټبرونو کې په کارګرۍ لګیا کېږي او د ډوډۍ پیدا کولو لپاره له ناچارۍ بدني کار پیلوي او ان بې ښځو پاتېږي او د جومات پر چوتره اوسېږي او دا ډول ژوند نه یوازې ورته ننګ او شرم نه دی، چې دوی، یعنې ((اصحاب صفه)) د اسلامي ټولنې درانه، محترم ، قدرمن او مشهورې څېرې دي. یوې بلې بېلګې ته ځیر شئ؛ امام زین العابدین د حج په موسم کې پټ او بې له دې چې څوک یې وپېژني، د کاروانونو د تېرېدو پر لار درېده او ځان یې کاروانیانو ته د چوپړیال په توګه وروړاندې کاوه او د حج په اوږدو کې چې کله څو میاشتې اوږدېده، د چوپړیال یا یو کارګر په توګه په حجاجو کې پر کار بوختېده او داچې حاجیانو یې ارزښت نه پېژانده، درناوی یې نه کاوه، تحقیراوه یې او ان سختو چارو ته یې اړ ایسته؛ خو امام خوند ترې اخسته؛ ځکه ځان یې په دغسې وضع کې له محرومترینو انسانانو سره یوشان مونده او دا ورته انقلابي او ستره تجربه وه.
کار یوه ستره معجزه ده چې روښانفکر ته د ګردو اشرافي ارزشتونو، بورژوازي کمزوریو او د سوکالې میکروبي طبقې رنځور ډولي عاداتو د پرځېدو نعمت ور په برخه کوي او له ولسي پرګنیو سره یې اخږي او په دې توګه یو پرازیت ډولی انسان پر پېغمبر ډولي انسان اوړي.
۳ ــ ټولنیزه مبارزه:
اپلاتون، انسان یو سیاسي حیوان تعریفوي او پوهانو مو یو ټولنیز حیوان ژباړلی؛ ځکه ګڼله یې چې ټولنیزوالی د انسانانو شریکه ځانګړنه ده نه سیاسي والی، ځکه په دې حال کې یوازې سیاستوال انسانان دي او ډېر خلک چې د سیاست په اړه سوچ نه کوي او یا سیاسی کار نه کوي، انسانان نه دي حال دا ټولنیزوالی د انسان مشخصه ځانګړنه نه ده؛ ځګه ډېری حیوانات شته چې تر انسان خورا ټولنیز دي لکه د شاتو مچۍ؛ نو سیاسي والی د انسان ځانګړنه ده.
له سیاسي توبه مطلب، هغه لید او لېوالتیاده چې وګړی د خپلې ټولنې په برخلیک پورې ورتړي او دا تړاو د انسان د ارادې، آګاهۍ او انتخاب ښودونکی دی او یوازې انسان دی چې خپل ټولنیز دریځ احساسوي یعنې په ټولنه کې د خپل موقعیت به باب ځانخبری دی، یا یې تاییدوي یا نیوکه پرې کوي او یا یې د بدلون لپاره مټې رابډ وهي. نوځکه نا سیاسي انسان هغه انسان دی چې د خپلې وړتیا ځلونې ته یې ورشا کړې ده. افسوس ، د ټولنو پر برخلیک واکمنانو د ولسونو له سیاسي کېدو ډار درلود. خلک له سیاست لرې کول د ښکېلاکګرانو، استبدادي او سرزورو ځواکونو تګلاره وه چې سیاسي قدرت په خپله ولکه کې ولري، دوی د انحرافي هنرونو، په ګڼو ورزشونو کې د افراط ، د جنسي ازادیو د پراختیا، لګښت پالۍ ، په اقتصادي یا کورني ژوند کې د ناڅېرو او سپکو ستونزو د پیدا کونې، د انحرافي مسایلو د دودولو، ذهني بوختیاوو او یا په دیني، فلسفي و ادبي او هنري نشو ټولنه له خپل برخلیکه لرې کوله.
دغسې د عباسیانو په پېر کې ټولنه یې له سیاسته لرې ساتلې وه چې همدا یې د اوږدې واکمنۍ لامل و. امویانو سره له دې چې ځواکمن نژادي او قومي موقعیت درلود، سره له دې چې د خپلو مخالفانو په ځپنه کې یې سیاسي ځيرکي او تاوتریخوالی درلود؛ خو له یوې پېړۍ یې ډېر دوام ونه کړ او دلیل یې دا و، چې مسلمانو پرګنیو سیاسي حساسیت درلود، چې له اسلامي انقلابه ورته په میراث پاتې وه. د حکومت لږ انحراف هم لامېده چې خلک به جومات کې راټول شي او نظام ته سرخوږی جوړ کړي. پوهېږو چې د دویم خلیفه پرمهال، هغه چې اسلامي ټولنې ته یې دا دومره ویاړنې او بریاوې ورپربرخه کړې وې او خپل ځان یې هم خورا حیثیت ترلاسه کړې وه؛ ناڅاپه مدینوال پرې نیوکه کوي، چې ولې دې اوږد کمیس اغوستی؟ حال دا، حضرت عمر لوړ دنګ و او دا ښيي چې له ولجو یې له خپلې برخې ډېره اخستې ده؛ نو حضرت عمر ناچاره شو چې ځان د عمومي افکارو پر وړاندې محاکمه او سپین کړي. خپل زوی ته یې ورغږ کړ او خلکو ته ورازبادوي چې کمیس یې خپله او د زوی برخه ده او په دې توګه خپل ګرېوان د مدینوالو له لاسونو خلاصوي. عباسیانو چې د ولس حساس سیاسي شعور ولید، چې څنګه یې د امویانو ځواکمن رژیم راوپرځاوه؛ نو په سیاست څنډنه یې لاس پورې کړ. په کومه لار؟ په فرهنګي پراختیا، پر علم ډډه وهلو، مادي پرمختګ و شتمني، سیاسي قدرت د دیني شعایرو او نښو درناوی، روښانفکران او عالمان یې په ذهني ، کلامي ، فلسفي او مذهبي مسایلو بوختول، ولسي خلک په دې نشه کول چې د اسلام په نامې یې ډېرې سوبې او پرمختګونه کړي دي.
نوځکه د امویانو په پېر کې چې د خلکو سیاسي او طبقاتې مبارزې او جګړې د طبقاتي عدالت او انساني مشرۍ پربنسټ وې، د عباسیانو پر مهال پر فرقه یي، مذهبي، کلامي، ذهني، فلسفي او ان لفظي شخړو واوړېدې. لکه چې نن هم پانګوالي او ښکلیلاک د رنګارنګ ایدیالوژیو چه جوړولو مذهبي، ټبرېزو او نژادې اختلافونو ته لمن وهي، فسادونه خپروي ، ورزشي حماقتونو ته پراختیا ورکوي، لګښت پالي دودوي، پوچې فلسفې، تیاترونه، سینماوې، کابارې و رادیوتلوېزیون، موسیقي، تجمل پالي، مُدسازي ،جنسي ازادي او په زرګونو منترونو هڅه کوي د خلکو سیاسي حساسیتونه کمزوري او په پایله کې له سیاسته یې لرې وساتي.
افسوس زموږ یو شمېر دوستان چې ځان ته روښانفکران او پر یو څه پوهېدونکي وایي، ځانونه یې د ژبې، سیمې او قوم په لومو کې رانښلولې، حال داچې هېواد مو له نازکو تاریخي شېبو تېرېږي، باید له ګردو فرعي اختلافاتو تېر او په مناسب فرصت کې ویینې پرې وکړو. باید د ځینو واکمنيو له تجاربو ګټنه وکړو چې نیت یې د ټولنې ارتقا وه؛ خو تاکتیک او پر لارې تګ یې سم نه و او په پایله کې هم خپله له منځه ولاړل او هم یې ټولنه له سترو کړاوونو سره مخ کړه.
ځینې وایي د ملا له سیاست سره څه کار، سیاست بېل څيز دی او ملایتوب بېل. دا خبره یې له اروپا دلته راوړې، په اروپا کې اړول شوي مسیحیت، کلیسیا او مسیحي ملایانو په رښتیا د خلکو د عقل، علم ، ژوند ، حرکت او ازادۍ دښمنان ول او اروپايي روښانفکرانو یې پرضد مبارزه وکړه او ځانونه یې د دوی له منګولو خلاص کړل؛ خو همدا شعار او ذهنیت چې په اسلامې ټولنه کې دود شي؛ نو پایله یې د اروپا اپوټه کېږي؛ یعنې ذلیلېږو، پر څټ درومو اوهېواد مو د ښکېلاکګرو منګولو ته ورولوېږي؛ نوځکه باید د چاپېریال، وخت ، ځای او شرایطو اختلاف ته په باملرنې خپل مبارزاتي شعارونه او حل لارې راوړاندې کړو.
بلخوا ملایان او عالمان له ولس سره خورا تنګې او نژدې اړیکې لري، که دوی پر مذهبي او دیني تخصصي زده کړو سربېره د اوسنۍ زمانې د غوښتنو له مخې په سیاسي پوهې ځان سنبال کړي، په ټولنه کې ډېر ژور ادلون بدلون راوړای شي؛ نوځکه هغوی چې ټولنیزه مبارزه کوی او غواړي چې له فرهنګي لارې سمونې رامنځ ته شي؛ نو له جومات، ملایانو او عالمانو سره اړیکه درلودل، د دوی ونډه او د دوی د مبارزاتي نمګړتیاوو ورپوره کونه اهم کار دی. نن د یو شمېر ملا او مدرسي له قوته ناوړه ګټنه کېږي، د دوی روحیه او استعداد د ولس ضد، هېواد ضد، اسلام ضد او د اسلام د نړیوال خوځښت پر ضد کارېږي، چې باید په خورا پیاوړي فرهنګي کار، تبلیغاتو، کتابونو او د رسنیو له لارې ددې بهير مخه ډپ کړای شي.
(( سیاسي مبارزه، نه یوازې په عمومي مانا، د انسان د ټولنیز استعداد اوچته تجلا او ځلونه ده؛ بلکې روښانفکر ته سازوونکې او ځان سازی کار هم دی. ټولنیزه مبارزه روښانفکر، عالم ، ملا، چړي، د پوهنتون او ښوونځی زدکړیالانو ته د ځانخبرۍ لوی عامل شمېرل کېږي. کوم روښانفکر چې د مطالعې د مېز تر شا او په یوه ډېرۍ کتابونو کې راګېر او یا د خپلو دوستانو او هم ټولګیو ترمنځ په ذهني تبادلې کې ځان انقلابې، سمونپالی او بدلون راوستونکی بولي او د حل لارې د الفاظو، فرضیه وو او د ایدیولوګانو د متونو له منځه غورچاڼوي، نو یوازې د سیاسي عمل د ازمېښت په بټۍ کې خپلی اندې سمولای شي او هم له لفاظي رنځوریو رغېدای شي او هم ځان ازمېیلای شي او هم خپل لیاقت، ځيرکي ، هوښیاري ، د عمل ګړندیتوب، شهامت، مېړانه ، د سرښندنې او فداکارۍ درجه، له ځانه او ماله تېرېدنه او ان خلوص، پاکي او تقوا دقیقاً ارزولای شي.
ځینې عالمان یوازې په کتابونو او مدرسې کې را ایسار وي، د پوهې کچه یې اوچته وي؛ خو د ټولنې په پرمختګ او د اسلام په بیاژواکۍ (احیاء) کې یې ونډه تر صفر اوچته نه ده؛ خو ځینې چې له علمي پلوه تر دوې په ټېټه کچه کې دي، خو په عین حال کې د خپلې زمانې په سیاسي کړنو کې ګډون لري، په ټولنه او تاریخ کې یې اغېز ډېر دی.
تر رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم روسته له علمی پلوه حضرت ابوذر د حضرت سلمان پر وړاندې یو عامي شمېرلېږی؛ خو داچې د خپلې زمانې په سیاسي مبارزه کې یې فعالانه، پرېکونی او نېغه ونډه درلوده؛ نو په تاریخ کې یې یو اغېز پرېښی چې حضرت سلمان چې د اصحابو په منځ کې یوه علمي او فکري څېره وه، ترې بې برخې دی.
د کمزورۍ او نهیلۍ رنځوري مو ګواښي، نهیلی مو له کمزورۍ او د دښمن له قدرت او مقاومته راولاړېږی؛ نو ددې لپاره چې خپله روحیه او ایمان پیاوړی کړو، د سترو نارینه وو ژوندلیک لوستل اړین دي ؛ لکه څنګه چې عیني معاشرت اغېز پرېباسي دغسې ذهني معاشرت هم دی. د سترو شخصیتونو د ژوند لیک مطالعه یو ذهني چار دی چې نهیلۍ مو پر هیلو او کمزوري مو پر قوت اړوي؛ نو هیله ده چې زموږ د ټولنې ګرد پوهنتوني زدکړیالان، روښانفکران، عالمان او طالب العلمان تاریخ د خپلې مطالعې یوه برخه کړي او په دې ترڅ کې د نامي انسانانو ژوند لیک هم مطالعه کړي. بلخوا فرهنګ او ایمان دوه لاملونه دي چې روح مو سازوي. په فرهنګي برخه کې دهغو اشعارو لوستل چې روح مو پیاوړی کوي، ځانخبري او مسوولیت را پر ګوتو کوي او خپلو انساني موخو ته مو رسوي خورا ړین دي او هغه اشعار چې د انسان مقام له څاروي سره انډول بولي ډډه کول ترې لازم دي او نباید پر لوست یې وخت ضایع کړو. د انقلابي ادبیاتو لوستل هم اړین چار دی. د فرانسې د ستر انقلاب، د لاتیني امریکا، د فلسطین د انقلابي ادبیاتو لوستنه د روښانفکر روحیه پیاوړی کوي. له دې ادبیاتو ګټنه کړای شو چې د خپلې ټولنې مظالم، ناخوالې ، د پردیو تېری او فساد څنګه ځوانانو او نوي کهول ته په انقلابي قالبونو کې ورڅرګند کړو.
د ایمان نامه مو اسلام دی؛ خو کوم اسلام ؟ هغه اسلام چې زموږ د ټولنې دردونه رغولای شي، په سیمه او نړۍ کې سرلوړي راکوي، هغه اسلام چې هيواد مو د نړۍ فرهنګي دسترخوان او نورو ته مو د لارې مشال کړي. پر دې ډول اسلام پوهېدو لپاره د اسلامي نړۍ د مشهورو او تثبیت شویو اندیالانو کتابونه لوستل سریزه ده او هم له هېوادني دیني لیکوالو مو تمه ده چې خپل قلمونه د پورته موخې لپاره وکاروي.
د لمانځه سلامونه
انسان کله نا کله له فکري، ټولنیز، سیاسي او نړیوال یوازېتوب سره مخېږي چې دا یې یوه عارضي رنځوري ده، له دې رنځوریو د رغېدا لپاره دین اروایي درمل راښوولي، چې باید ویې پېژنو؛ دا درمل د لمانځه درې (یا څلور) سلامونه دي. یو اسلامي اندیال ددې سلامونو سپړنه او کېنستنه (تشریح) کړی چې پښتو ژباړه یې دروړاندې کوو او تمه ده، چې د یو ملي، سیمه ییز او نړیوال مبارز په توګه ځان چمتو کړئ ، چې نه یوازې خپلې هېوادنۍ ستونزې هوارې کړئ؛ بلکې د ګردو مظلومانو لاسنیوي لپاره اندیزه روحیه ولرئ.
(( یوازېتوب څه دی ؟ شونې ده انسان ، په ګردو حالاتو کې یوازېتوب ته ورسي؛ یعنې داچې انسان مازې یوې ډډې ته کړې او ور ورپسې وتړې،نو نه یوازې کېږي؛ بلکې کله د ژوند په ترڅ او ټولنې کې هم یوازې کېږي او یا کله چې له هستۍ سره اړیکه پيدا کوي، یوازېتوب احساسوي. یوازېتوب درې ډوله دی:
(۱) چټي او مبتذل یوازېتوب
(۲) اوچت او متعالي یوازېتوب
(۳) مصنوعي یوازېتوب.
چټي یوازېتوب
د رنځور روح یو ډول غبرګون دی. څوک چې اروایي عقدې، اخلاقي ځوړتیا او یا عصبي تکلیف لري یا ځان کم بولي، له نورو ډارېږي او له ټولنې تښتي؛ نو ځانمني او ځپنده لیوالتیاوي پکې ټولنې ضد یوه عقده او کینه پیدا کوي. دې ډول رنځوریو ته “انټي سوسیال” رنځورۍ وایي؛ یعنې ټولنې ضد رنځورۍ. دا ټیپ وګړي او همداراز هغه کسان چې په بازار کې تاواني کېږي او یا په ژوند یا عشق کې ماتې کوي، نو یو ګوښې ځای ته ورځي او یوازې کېني. هلکان هم کله پر دې حالت اخته کېږي، په تېره تر بلوغ مخکې او د بلوغ د پیل په کړکېچ کې. دا یوازېتوب یو ډول رنځوري ده، چې په ویینې نه ارزي، باید ارواپوه یې درمل کړي او تر څه مودې روسته رغېږي. تر رغېدا روسته، تکامل یې دا دی چې بیا ځلي ټولنې ته ورستون او له ټولو سره جوش وخوري او واخږل شي، ژوند پیل کړي، له ملګرو او دوستانو سره ناسته پاسته وکړي او په لنډو په تفریح بوخت شي.
اوچت او متعالي یوازېتوب
د انسان د روح له ودې او د ورځېني عادې اړیکو له کچې ورپورته تلو راولاړيږي. یو عادي انسان چې ګهيځ له خوبه پاڅي، د خپل ژوند، کور، بوختیا او ملګري په فکر کې وي او په دې فکر کې دی چې څوک وویني، له چا سره اړیکه ولري او له خپلې ناستې پاستې خوند واخلي، دا اړیکه یا يې خپلې ورهڼې ( کسب وکار) ته ګټوره ده او یا یې خپل کاري ځای ته، یا يې د پرمختګ په درد خوري. په هرحال دا وګړی یا د ژوند و پیسو، تفریح ، خوند او یا له دې او هغه سره د اړیکو ، ګوندۍ، د سیاسي قدرت ترلاسه کولو، د یو د ځپلو او د بل د راجلبولو په فکر کې دی او د ورځېنیو اړیکو په بڼه په ګردو اړخونو کې له ژونده خوند اخلي.
خو کله د انسان د روح تکامل تردې بریده هسکېږي، چې د معمولي انسان پورته حالاتو ته ورشا کوي او څومره چې له معمولي کچې هسکېږي؛ نو “خلوت” ته وررسي. لکه څوک چې په کابل کې پر سرک ځي، په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې ورګېروي؛ خو چې په چورلکه یا بالون والوزي، د وګړیو تر خپلمنځي اړیکو ورهاخواحالت خپلوي. ځانخبري د یوازېتوب خورا سترعامل دی. د انسان چې څومره ځان ته ورپام وي او یوه وجودي او دنننۍ آګاهي مومي، نو دباندېنۍ اړیکې یې کمېږي او په کومه کچه چې ذهني او دنننۍ بوختیا پیدا کوي او درون پالی کېږي؛ نو دباندې پالي یې کمېږي او څومره چې ماورایي اړیکه پیدا کوي، ورځېنی اړیکې یې کمېږي، دا هغه عوامل دي چې یو اوچت او متعالي انسان په ځان کې یوازېتوب، سوچ او تامل ته ورکاږي.
مصنوعي یوازېتوب
دلته بې له دې چې اروایی رنځوري یا فلسفي یوازېتوب شتون ولري، پر انسان یو ډول مصنوعي یوازېتوب ورتپي. لکه انسان یوې ګوښې ته ورټېل وهي، ور ورپسې بندوي او پر همدې حالت کې يې پرېږي: دا تپلی یوازېتوب ځانته یوه ځانګړې ارواپوهنه لري. انسان چې په ټولنه کې ژوند کوي، تعصب و حیثیت او پت لري او احساسات یې د ځانخبرۍ په حال کې دی او له وګړیو سره اړیکه، یوه ځانګړې وضع ، موقعیت او مسوولیت وربښي، چې دا عامل یې د مقاومت، محافظه کاری او ځانساتۍ لاملېږي، چې په پایله کې خپل حیثیت او پار وپېژني، د نورو تمه پر ځای او تعصب وکړي؛ خو کله چې وغواړي انسان له دې ګردو څیزونو تش کړي، چې په اسانه ایل او مازې وزله کړای شي او په اسانۍ څیزونه پرې وروتپل شي، داسې چې هرڅه ورته بې توپېره وي؛ ددې چار لپاره یو د ګټنې عامل ، یوازې کول یې دي. په یوازېتوب کې د انسان ټولې اړیکې پرې کېږي. داسې بڼه خپلوي چې ان کله غواړي خپله ښځه، بچیان یا موروپلار تصور کړي، نو ذهن ته یې نه راځي او د دوی څېري یې له یاده وځې، نور انسانان، ملګري، هم اندي، چاپېریال او ټولنه خو لا څه کوې. دا ورته خیالي موهوماتېږي او لږ لږ یې له ذهنه وځي، ان د دوی نامې و الفاظ او خبرې کول یې له یاده وځي او نور څیزونه هم. داچې دا څیز بد او هغه ښه دی، دا کار خیانت او هغه خدمت دی، دا چار د انسان غرور ټکنی کوي او هغه یې حیثیت داغمنوي، دا ګرد سره خبرې وړیا کېږي او تردې روسته یوازېنی لامل چې ورپاتېږي د تلوسې او ځیرنې یوه انګېزه ده: د باندې ولاړ شي او خلک وویني، ژوند وویني او هډو وویني نور څه کوي، چېري دي، لنډه دا یوازې همدا حالت پکې پاتېږي او دا بهترین حالت دی، چې هر کار ته پکې چمتو دی، او نور څه مقاومتونه پکې نشته. په پایله کې داچې یو انسان مطلق سقوط وکړي؛ نو باید مطلق یوازېتوب ته ورټېل وهل شي؛ ان نه ښایی دا حالت هم ولري چې یوه پوښتنه ګروېګنه ورسره وکړي، او یا یې راولي او نیم ساعت یې کېنوي او ان ویې کنځي؛ ځکه دا چارې د معمولي ژوند، ټولنې او اړیکو د وریادولو لاملېږي؛ نوځکه باید په دې محدودې فضا کې، ورونه پرې وربند کړای شي، چې ډېره لږه اړیکه ونه لري او ان یو انسان هم ونه ویني؛ نو که اړیکه نه وي، له لسو، پینځلسو او شلو ورځو روسته مطلق یوازېتوب ته وررسي.
روح هم کټ مټ د بدن په څېر دی؛ لکه څنګه چې بدن له خوړو، خوږو او مېووو خپل مقاومت او تودوخه اخلي، چې هر یو یا دوه ساعته یې یوځل خوري؛ نو روح هم له انسانانو سره په اړیکه تود او ځواکمنېږي. که بدن ته هم لس، پینځلس او شل ورځې هېڅ څیز ورونه رسي خود په خوده شړېږي. روح هم همدا حالت لري او دا یوه سیاسي ارواپوهنیزه تجربه ده. دلته وګړی مطلق یوازېتوب ته وررسي؛ ځکه دلته مطلق سکوت او چوپتیا ده. روسته خپلې مطلوبې بڼې او شرایط ورتپي، ځکه په دې چوپتیا کې ګرد لوري ورته مساوي کېږي، هر چار ورته شونی کېږي، یو څیز هم بد او ناوړه ورته نه دی. په دې حالاتو کې تجربې ښوولې، درون پالي په ځنډ یوازيتوب ته وررسي. هغه انسانان چې په ساعتونو یوازې له ځان سره سوچ او فکر کړای شي، تر هغو انسانانو د یوازېتوب پر وړاندې ډېر مقاومت کوي چې له دباندې، خلکو او ټولنې سره جوش اخلي.
بهرپالي، هغه انسانان چې تل له هر چا سره خبرې کوي او زړه یې ګڼه ګوڼه غواړي او له کوره چې یوځای ته ځې په ګڼې ګوڼې لارې ځي او ډک بازار کې روان وي، نه په تشه لار، لنډه دا، هغوی چې هډو ټیپ او ډول یې له خلکو سره جوش اخلې، ډېر ژر یوازېتوب ته وررسې. خو درون پالي د یوازېتوب پر وړاندې ډير مقاومت کوي، دلیل یې څرګند دی: دنننی خورونه (تغذیه) لري؛ نوځکه ډېر مقاومت کوي. بل ټکی چې په ګرده نړۍ کې تجربه شوی؛ یعنې په کوم ځای او مکان پورې اړوند نه دی، دادی چې دیندار تر بې دینو ډېرمقاومت کوي. ماده پالي او بې دینه ډېر ژر یوازېتوب ته وررسې. په دې حالت کې که انسان حس کړي، شرایط چمتو شوي چې مطلق یوازېتوب ته یې رسوي؛ نو که خپله پوه شي دا چارې د څه لپاره دي؛ د شرایطو او چارو اغېز پرې لږېږي. که څوک مې په کوڅه کې ناڅاپه او په ناخبرۍ کې په سپېړه ووهي، یو دم جړق خورم، که چا وکنځلم، یو دم تک سور کېږم؛ خو که پوه شم د یوې کړلارې له مخې مې څوک سپکاوی کوي یا کنځي؛ نو په دې حالت کې، نه غوسه کېږم؛ ځکه له وړاندې پوهېږم چې دا چار د څه لپاره دی. نوځکه څومره چې انسان آګاهي او پوهه لري او پوهېږي چې دا شرایط د څه لپاره دي؛ نو هومره په ځنډ او ډېر لږ د دغسې شرایطو تراغېزلاندې راځي؛ خو په هرحال بیا هم ځان پوره د یو مخې یې له اغېزو بچولای نشي؛ نو دلته انسان خود په خوده په ټولو هغو عواملو تکیه کوي چې د یوازېتوب د اغېز پر وړاندې یې د ډېر مقاومت لاملېږي.
ځینې تل د خپل دوست، ملګري، موخو، تېرو خاطراتو، کورنۍ، خوندي شويو څیزونو او په لنډو د هر څیز اړه فکر کوي، چې دا چار په یوه بڼه یوازېتوب راټیټوي. دا دنننۍ خورونې (تغذیه) دي او لاملېږي چې تر یوې اندازې یوازېتوب ډپ شي؛ خو دا مطالب تر یوه برېده پاتېږي او مقاومت لري؛ ځکه تر څه مودې روسته دا ګرد افکار له دننه پاک او له حافظي وځې؛ نوځکه تر یوي مودې روسته سملاستی نشو، چې د یو چا، یا کورنۍ، موروپلار، ښځې او بچي په اړه پنځه ساعته فکر وکړو؛ ځکه انسان کم حوصله شوی او دې خاطراتو هم خپله جاذبه له لاسه ورکړې او وړکتوب د خاطرو په څېر یې د مبهمو خاطرو بڼه خپله کړې ، چې تېر خوند پکې پاتې نه دی.
انسان د یوازېتوب پر ضد هڅې کوي او د لمانځه سلامونه یو له عواملو ځنې دي چې له یوازېتوبه یې بچوي. یوازېتوب یعنې څه؟ یعنې بې کسي؛ یعنې له ګردو څیزونو سره د اړیکو پریکون، دا اړیکې چې پرې شي او یا بیتې کېږي، نو خپله انسان پاتېږي او لایتناهې تشیال، یوه مطلقه بې وزني. په دې حالت کې چې ځان په تشیال کې د یوې ذرې او بڅري په بڼه ننګېرم او مطلق یوازېتوب ته وررسېدلی یم؛ نو سلام څه کار کړای شي؟ سلام د یوازېتوب پر ضد یو ډول ونډه لوبوي.
ړومبی خپله سلام مانا کوو، چې څه دی؟ د سلام لومړی کار او ونډه دهغه چا احضارول دي چې سلام پرې اچوئ او دا یوه خورامهمه مساله ده. شونې نه ده پرهغه سلام واچوئ چې نشته او غایب دی. سلام اچول په دوستۍ او نادوستی پورې اړوند نه دی، څوک چې مخې ته درځې سلام پرې اچوئ او یا که چېرې ورننوځۍ او له چا سره نېغ په نېغ مخېږئ، سلام اچوئ، شونې نه ده چې څوک له ورننوتو او اړیکې مخکې سلام واچوي او هډو سلام اچول مانا نه لري؛ نو سلام، په خپل ذات کې پر چا چې سلام اچوئ، درته یې حاضروي؛ یعنې همداچې سلام اچوئ، د ځان پر وړاندې یو مخاطب احساسوئ؛ نو طبعاً سلام د یوازېتوب ضد یوه ونډه لوبوي؛ ځکه په هغه فضا کې چې له هیچا سره هېڅ اړیکه نه لرئ، سلام تاسې له یو حۍ او حاضر مخاطب سره چې په کوټه کې مخامخ درته ناست دی نېغه اړیکه ټینګوي چې د یوازېتوب د محدودولو او یا یې له منځه وړو لاملېږي. د لمانځه درې سلامونه د درېیو مخاطبو درې احضاره دي. نوځکه که څوک له روحي او واقعي پلوه ګروهه ولري، د بېلابېلو ګروهو او څومره یې چې د ایمان درجې اوچتې وي، سلامونه د سلام اچونکي پر واړندې د سلام مخاطب په ډاګه احضاروي او اړیکه یې ورسره ټینګوي.
دا درې سلامونه، د تنها او یوازېني وګړي او مخاطب ترمنځ یې درې اړیکې رادبروي او درې واڼه په کوټه کې ورسره کېنوي. دا درې تنه، درې مخاطب او درې اړیکې څه دي؟ نو پردې موضوع ویینه کوو، چې د سلامونو مانا راته څرګنده شي. په معمولي او ګڼه ګوڼه ژوند کې چې زرګونه کسان وي، که درې تنه راشي، ډېر مهم نه دي؛ خو کله چې هېڅوک نه وي او دا درې تنه راځي ډېر مهم دي. دلته د یو مطلق تشیال موضوع ده، یو مطلقه بې وزني ده او ایکي یوازې یو انسان دی. لومړی باید دا شرایط په پام کې ونیسو: انسان چې هېڅ اړیکه نه لري او له هر څيز او هر چا سره یې ګردې اړیکې پرې شوي او مطلق یوازېتوب ته وررسېدلی؛ یعنې په خپل تشیال، نړۍ، کوټې، ذهن، له ذهنه دباندې هېڅ څیز او هېڅوک نه لري. ړومبی سلام: د سلام مخاطب احضارېږي څوک د سلام ړومبی مخاطب دی ؟ ړومبی پر چا سلام اچوو؟ “السلام علیک ایها النبی”. ړومبی سلام پېغمبر او نبي صلی الله علیه وآله وسلم احضاروي؛ یعنې کوټه د نبي اکرم صلی الله علیه وآله وسلم له حضوره ډکېږي. زه چې په لایتناهي تشیال کې ځوړند یم او په هېڅ جاذبې پورې نښتی نه یم؛ لکه د یو توغول شوي توغندي په څېر چې د ځمکې له جاذبې وتلی وي؛ خو تراوسه د سپوږمۍ یا لمر د جذب کړۍ پیل شوې نه وي، په بې وزنۍ کې وي، دلته هم ، انسان په دې یوازېتوب کې راځوړند دی، که دلته ودرېږي، پرهمدې حالت پاتېږي او ان هېڅ جاذبه یې ځان ته نه راکاږي. په دغسې یو حالت کې یو دم نبي صلی الله علیه وآله وسلم د انسان پر وړاندې حضور مومي او دا ځوړند انسان له نبی صلی الله علیه وآله وسلم سره اړیکه پیدا کوي. نبي صلی الله علیه وآله وسلم څوک دی؟ نبي زما د ایدیالوژۍ او مفکورې منشا ده؛ یعنې هماغه چې زما د ګردو ګروهو او افکارو سرچینه ده او په پار یې پردې برخلیک اخته شوی یم، په دې کوټه کې را ایساریم او دا شرایط مې منلي او په دې وضع کې راګېر یم؛ نوځکه نبي صلی الله علیه وآله وسلم چې زما د ګروهو، ایمان، تړاوونو او ننګېرنو سرچینه ده، پر وړاندې مې حاضرېږي. زه په ړومبي سلام له خپلې عقیدتي او فکري سرچینې سره اړیکه ټینګوم. اوس ووینئ چې په ړومبي سلام، څومره یوازېتوب مات او تمبولېږي. هډو تشیال ډکېږي، له غوره او ښوو څیزونو ډکېږي، چې زما اندیز (فکري) لارښود دی،هغه چې هډو زما ګرد احساسات، ګروهې، ارزښتونه او مقدسات سازوي؛ نوځکه ړومبی سلام یوه ګروهیزه (عقیدتي) اړیکه ده.
دویم سلام: دویم سلام دوه برخې لري: یعنې دوه سلامونه دي په حقیقت کې په لمانځه کې څلور سلامونه دې؛ خو دوه یې څنګ په څنګ دي او په یوه سلام یې ادا کوو، که نه مخاطبان یې دوه دي: ” السلام علینا وعلی عبادالله الصالحین “. لومړی “السلام علینا”، علینا چېرې ورګرځي؟ “موږ” ته، “نا” د جمع ضمیر دی، یوې ډلې ته ورګرځي، چې په دې ډلې کې زه هم یم، که نه وای “علیهم” مو ویل؛ خو “علینا” وایو؛ نو یوه ډله ده، چې زه پکې یم. اوس نو مازې دا احضار، یوازېتوب له منځه وړي؟ دا سلام پر دې مانا دی ، “زه” چې یوازې پاتې یم، دې ډلې ته مې ورننباسي، هډو ما ته یو جمعیت، ټولی، ټولنه او ګوند راوړاندې کوي؛ یعنې له آره زه وګړی نه یم، موږ یو ګوند یو، موږ یوه ټولنه او جمعیت یو، یو شمېر یو، که زر وي ، میلیون وي یا میلیارد، څومره چې وي، بالاخره “نا” یوازېتوب نفې کوي، دلته انسان حسوي چې “نا” هماغوی دي چې دې او هغې خوا ته مې ناست دي، دا ځای ډک دی. په نورو ځایونو کې هم دي، بل ډول هم دي او بېلابېلې بڼی لري: په خپلو کورونو کې، په سړکونو او کوڅو کې، په پټه او ښکاره. هغوی چې له دې ایدیالوژۍ او له دې نبي صلی الله علیه وآله وسلم سره ذهني اړیکه لري، دوی ټول د “موږ= نا” په نامې یوه ډله جوړه کړې، چې ډېر هم دي، په هرځای کې ډېرهم دي، زه یې هم یوه برخه یم، پر دوی سلام؛ نو په دې اړیکه کې یوازېتوب ټینګېدای نشي.
اوس د درېیم سلام یا د دویم سلام پر دویم اړخ لګیا کېږو: ” وعلی عبادالله الصالحین” او د خدای پر صالحو بندګانو دې سلام وي. “
دومره هم خود خواه او ځانمني نه یو، چې ووایو چې په ټوله نړۍ او بشریت کې یوازې موږ یو، چې له دې ایدیالوژۍ سره تړاو لرو او په مشهوره وینا په لیکه کې یو او نور ټول انسانان کافران دي، خوشې او چټي دي او له آره په درد نه خوري او دوزخیان دي. نه، بې له موږه نورکسان هم شته، چې بله ایدلوژي، بله لار اوسم احساسات لري، د چاپېریال اړوونکي دي او ځان د انسان د ژوند لپاره ځاروي، هغوی هم شته؛ خو زموږ له ډلې څخه نه دي. داچې پر ځان مو سلام واچو؛ نومعلومه شوه چې هغوی زموږ “نا” برخه نه ده ؟ نو څوک دي؟ صالحین دي، د صالحینو برخه ده: په ګردو صالح انسانانو دې سلام وي. نو دلته مو له یوې خوا نبي صلی الله علیه وآله وسلم او روسته مې په دویم سلام خپل ګوند راوست او احساسوم چې خپله هم په دې ګوند کې یم او په درېیم سلام له ګردو هغو انسانانو سره چې د ځمکې او زمانې په هره ګوښه کې مبارزه کوي، پاک کرداره ، پاک ګروهي، صالح ، مصلح او سمونپالي وي، اړیکه ټینګوم. ووینئ چې څومره مې راټولېدنه اوټولنه پراخ لمنې ده.
اوس پر دریم (یا څلورم) سلام بوختېږو: دا سلام ډېر راښکونی دی. دلته مې تردې ځایه له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره د یو اندیز لارښود او د خپلې اندې د منشا په نامې اړیکه ټینګه کړه، له “نا” سره مې اندېزې ډلې په توګه اړیکه ټینګه کړه، له “عبادالله الصالحین” سره مې د انساني او اصلاحي لوري په نامې اړیکه ټینګه کړه. ښه ، خو دا ټولې اړیکې د ځمکې او بشریت په کړۍ کې وي؛ یعنې د ځمکې په دې کوشنی کره کې ، چې په لایتناهي تشیال او لمریز نظام کې ــ چې د کهکشان پر وړاندې هېڅ دی ــ پرته ده او په لنډو له نبي ، له “نا” (موږ) او له صالحینو سره اړیکه، په انسان، ژوند او ځمکې پورې اړوند ده؛ خو په راروسته سلام کې د ځمکې له کرې بهر، له ګردې هستۍ او ټولې نړۍ سره اړیکه ټینګوو: ” السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته “. په هستۍ کې دې پر ګردو کسانو، ځواکونو، شعورونو او آګاهیو سلام وي. پرهغوی چې نه یې پېژنم، که څه اړیکه ورسره نه لرم، که څه له جنسه مې نه دي؛ خو د پيدايښت په ټولیز بهیر کې، په یوه کار اخته او په هغه لوري او بهیر کې تلونکي دي، چې زه د انسان په توګه په همدې بهیر کې خوځم؛ نوځکه د هستۍ اوعالم به کلیت او ټولیزتوب ورسره هم برخلیکی او هم ګام یم، پر دوی سلام. نو په څلورم سلام کې له هستۍ سره یوه وجودي اړیکه پيدا کوم نه اندیزه، سیاسي، ایدیالوژیکه، ګوندي او انساني اړیکه؛ بلکې د هستۍ، نړیواله او عالمي اړیکه. له آره په دې اړیکه کې، نړۍ په نړی لید کې؛ یعنې ګرده نړۍ یو ژوندی موجود دی، د مبارزې او جګړې یو ډګر دی یو خوځښت او یو لوری او بې له انسانانو او بې له موږه ډېری ځواکونه، آګاهۍ ، پوهې ، شعورونه او مامورین شته، چې د هستی د ټولیز حقیقت په لار کې د خدای پر لور حرکت کوي، دوی هم که څه له جنسه مو نه دي؛ په جګړه ییزه او آرماني اړیکه کې راسره دي؛ نوځکه له دوی سره هم دنننۍ اړیکه رادبروو. ان له هغوی سره چې نه یې پېژنو اړیکه نیسو (کټ مټ دهغو نظامونو په څېر چې له نورو کراتو څپې اخلي او هېڅوک نه پوهېږي، چې د چا دي؛ خو معلومېږي چې په نورو ځایونو کې پوهه او یو تمدن شته) ، دغسې یوه اړیکه، دغسې یوه وجودي اړیکه د انسان او په طبیعت کې د ګردو ځواکونو ترمنځ ټینګېږي. کله چې دا څلور سلامونه، دغسې یو تشیال راکې رادبروي؛ نو کومه کلا یې چې رانه تاوه کړې لکه یو مارغه چې په قفس کې ساتي چې دباندې ونه وځي؛ نو دا ډبرین حالت دړی وړی کېږي او انسان په الهي نظام کې د انسانیت په بهیر کې تکاملي پړاوونه وهي. ))
له دې شننې پوهېدای شو چې نمونځ څومره مسلمان ته نړیوال، سمه ییز او ملي مسوولیتونه ورترغاړې کوي، مسلمان له اوسني حالته د ایستو لپاره په مبارزاتي روحیه سمبالوي؛ نو په رښتیا مو پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ویلي: ” نمونځ د مؤمن معراج دی” نو راځۍ چې تل همدا حالت خپل کړو.
له ښځمنو سره د پېغمبر( ص) کړچار
ځینې وخت پردي یا پردي پال د نبي اکرم صلی الله علیه وآله وسلم په ځینو کړنو نیوکې کوي او روسته صهیونیستي رسنۍ او په استکبار پورې اړوند ډونډورچیان دې مسالې ته لا پوکی ورکوي. موږ مسلمانان چې په دې پېر کې ژوند کوو، باید دغسې ټکیو ته مو په ټینګه پام وي د دوی نیوکې او تبلیغاتي دود سم وڅېړو او پر وړاندې یې کوټلي اندیز ګامونه واخلو، هر ټکي، غونډلې (جملې) او پاراګراف ته یې منطقي ځوابونه ورکړو، په لومړي ګام کې لیک او وینا مو دفاعي بڼه ولري او ورپسې یرغلیز. دلته چې څه لولئ د دغسې لیکنې پښتو ژباړه ده، چې ځینو پردیو د اسلام د ستر پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم او د بشریت د لارښود پر ((ګڼ ښخۍ)) نیوکه کړې او یو دیني ټولنپوه اندیال ځواب کړې ده. موږ ددې لپاره چې ځوان کهول له خپل دین، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ، اسماني کتاب او ملي او انساني ارزښتونو دفاع وکړای شي، دا شننه دروړاندې کوو او تمه ده چې درګټوره وي.
ښځه د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم له نظره
(( په پېر کې مو د ښځې مساله، د احساس او ټولنې له نظره اوڅار ده او داچې تراوسه ((علم)) دا مساله هواره کړې نه ده؛ نو هرومرو د “ګروهې” او عقیدې په پړاو کې پاتې ده؛ نوځکه دهغو مسایلو په څېر چې علم تراوسه پرېکونی ځواب ورکړی نه دی له ناچارۍ “فلسفه” [اندود او ګروهیز ښوونځی]، “دین”، “سنن”، “پسند” (ذوق، احساس، لېوالتیاوې، روحي او ټولنیز حساسیتونه ) او (وګړیزې او ټولنيزې) “اړتیاوې” یې تفسیروي او مخونه ورکوي. په همدې پار، په هر “ښوونځي” یا “وخت ” یا ” یوې ټولنې” کې په یو ډول خبرې پرې کېږي او طبیعي ده کوم لیکوال چې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په ژوند کې دا مساله څېړي په دې نه دی بریالی شوی، چې ځان له مخکېني قضاوتونو [چې د پینځو عواملو؛ فلسفې ، دین، سنن ، پسند او اړتیا زوکړه ده] ازاد کړي. نوځکه د نارینه له نظره، په ټولنه، “ژوند” او “احساس” کې د ښځې انګېرنه ښه ډېره له “زمانې” او “چاپېریاله” رنګېږي او څرګنده ده په دغسې یوې مسالې کې څېړنه چې په هر پېر او ټولنې کې ځانګړې بڼه خپلوي، دومره ستونزمنه ده چې که یو څېړندوی خپل لید له ګروهو، عقایدو، دودونو او د خپلې زمانې او چاپېریال له پسندونو ونه زېږوي او د “مخکېني قضاوتونو ” له آفته بري الذمه نشي ــ او زما د ستراستاد پروفیسور ژاک برک په وینا: ” د بل پېر او چاپېریال مساله دهماغې زمانې او چاپېریال په سترګه ووینه او وسنجوه ” ــ د واقعیت له لیدو، څنګه چې و ، بېوسېږي او څه چې وایي هسې په هسې دي.
د ښځې مساله چې له بېلابېلو اړخونو څېړلای شو ، دومره د چاپېریال او زمانې ایل او تابع ده ، چې کله یې ډېری انساني ترین آرونه او دودونه په بل چاپېریال او زمانې کې د یو انساني ضد جنایت بڼه خپلوي. ګڼ ښځیتوب همدغسې دی. بېشکه د زمانې وجدان مو د ښځې په هکله له دغسې ناوړه سپکاوي ټکنی کېږي؛ خو په تېرو او په تېره لومړنیو ټولنو کې، دې آر کونډو او پلارمړیو بچیانو ته یې دا شونتیا ورکوله چې خپله راتلونکې ( چې فقر، نېستۍ، اندېښمنۍ او فساد ګواښله) د یو نارینه په سیوري کې (چې په هماغه وخت کې د ښځې او کوشنیانو یوازېنی پناه ځی و) تضمین کړي او کومې کورنۍ چې په سره مرګ یې ــ چې غالباً په تېرو کې نارینه وژل کېدل ــ خپل پالندوی له لاسه ورکاوه او د منځه تلو په درشل کې وې ، له سره، د نارینه تر پالندوینې لاندې خپل ژوند تنظیم کړي.
څېړونکیو په روستیو کلونو کې په اسلام کې د ښځو حقوق څېړلي، د تاریخ سترو سمونپالو او اندیالو غالباً یا ښځه نالیدلې ګڼلې او یا یې ټیټ ورته کتلي؛ خو حضرت محمد (صلی الله علیه واله وسلم) یوازېنی شخصیت دی، چې په ټینګه یې د ښځې برخلیک ته ورپام او ددې انساني حیثیت او ټولنیز حقوق یې ورکړي. ښځې ته یې د وګړیز مالکیت حق او اقتصادي خپلواکي ورکړې او په عین حال کې نارینه ژمن دی چې د ښځې ژوند سنبال کړي، داسې چې ان له مېړه خپل ماشوم ته د تي ورکولو اوجوره او حق واخلې او هم ښځې ته مهر ورکړي، چې دا چارې دښځې د شخصیت استازولي کوي او هم د راتلونکیو سپېرو او شومو احتمالاتو پر وړاندې یې اقتصادي ملاتړ دی. دغسې له نارینه وو سره حقوقي او دیني مساوات لري او دا هغه عوامل دي چې ښځه په ټولنه کې خپلواکه او ځواکمنوي، چې نارینه پرې سرزوري او استبدادي برلاسي درلوده. اسلام ، په عین حال کې چې د نارینه او ښځې ترمنځ له شته ” تبعیضاتو” سره سخته مبارزه کړې؛ خو د دواړو ترمنځ له “مساوته” هم پلوي نه کوي او په بله وینا نه د تبعیض پلوی دی او نه پر مساوات ګروهن دی؛ بلکې هڅه کوي چې هر یو په ټولنه کې، پر خپل” طبیعي مقام” کېنوي.
تبعیض جنایت بولي او مساوات ناسم ګڼي. له تبعیض سره انسانیت مخالف دی او له مساوات سره طبیعت. د ښځې طبیعت، نه تر نارینه ټیټ او پرېوتی بولي او نه يې په څېر. په ژوند او ټولنه کې د دواړو طبیعت د یو بل “مکمل” دی؛ نوځکه اسلام ، د غربي تمدن پر خلاف، دوی ته د “طبیعي حقوقو” د ورکړې پلوی دی، نه د “مساوي او ورته حقوقو”.
په عمل کې د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم هڅه کوي، کوم حقوق او شخصیت چې اسلام ښځې ته قایل دی، ور یې کړي. له ښځو د نارینه وو په څېر بیعت اخلي (رای ، ژمنه او د خپل ګروهیز ښوونځي له مخې ټولنیزه او سیاسي ژمنه) د نارینه وو په څېر یې د خپلو “اصحابو” په لیکه کې ورځایوي. خپله کوشنۍ لور فاطمه، د خلکو په مخ کې په غېږ کې کېنوي او له خلکو سره د خبرو اترو پرمهال یې نازوي او په دې کار ته وا په لویي لاس عربو ته ــ د قرآن په وینا د لور له زوکړې چې به خبر شو له خپګانه به یې مخ تک تور شو او غوسه یې خوړه او کله یې نه زغمله او ژوندی یې ښخوله ــ ورښيي چې لور ننګ نه؛ بلکې د زوی په څېر ګران اولاد دی. علي (ک) چې د فاطمې لپاره مارکه پرې وکړه؛ نو پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په څه ادب، ښکلا، لطافت او نزاکت اجازه ترې غواړي ! له شرم او نجابت سره اخږلې څرګندتیا؛ د فاطمې بي بي د وره شاته درېږی، وایي: (( فاطمې، علي ابن ابی طالب دې نامه اخلي ))
پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم یې ځواب ته چوپ درېږي. د فاطمې منفي ځواب دا و، چې ور، رو بند کړي (جراحت) او رغنده ځواب دا دی چې څه ونه وایي (شرم).
فاطمه بي بی چې واده شوه، پلار یي هره ورځ ورځي، له وره دباندې درېږي، د ورننوتو اجازه اخلې او په سلام اچولو کې پرې ورمخکې کېږي.
له خپلو مېرمنو سره یې چلن دومره په ادب، نرمۍ او مهربانۍ و ، چې د هغې ورځې په تاوتریخجنې
ټولنې کې هېښنده برېښېده. هغه نارینه چې له کوره دباندې د ځواکمنۍ او عظمت ښکارندوی و؛ خو په کور کې دومره نرم، ساده او مهربان چلېږي، چې مېرمنې یې پرې برنډ سترګې شوې وې، ښکاره یې لانجه ورسره کوله، بې پروا خبرې یې کولې او د ده له ځورونې یې دریغ نه کاوه. یوه ورځ سخت ترې وکړېد ــ د معمولي دود پرخلاف، چې ښځې یې له کوره شړلې، چې اوس هم ځینې دغسې کوي ـ خپله له کوره ووت او په یوې منا کې چې یوې خوا ته یې غله دانه پرته وه ، هستوګن شو. منا ته به پر یوه ډډ ورخته او داچې څوک یې مزاحم نشي تر ورختو روسته به یې لرې کاوه. یوه میاشت له خپلو مېرمنو سره غوسه و او دومره خپه و، چې ان جومات ته هم نه تله او خلک هم خپه او پرېشانه شوي وو. حضرت عمر (رض) د خلکو په ازستازیتوب ورغی او د خبرو اجازه یې ترې وغوښته، اجازه یې ورنکړه؛ خو حضرت عمر (رض) پیغام ورولېږه که انګېرې چې د خپلې لور په باب به خبرې درسره وکړم خو ترې کرکجن یم او که اجازه یې راکوې څټ به یې ورپرې کړم. د ننوتو اجازه یې ورکړه. حضرت عمر (رض) وایي: ((چې ورننوتم ، د غلې د ډېري ترڅنګ پر پوزکي پروت دی، چې راپاڅېد پر اړخونو یې د پوزکي چاپې وې، سخت مې وژړل )). پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم چې حضرت عمر (رض) غمجن ویني، له دنیا د کرکجنتوب او د پرهیزګارۍ د خوند خبرې ورسره کوي او حضرت عمر (رض) اراموي.
د ښځو چلن یې د ژوند یو له سترو ستونزو ځنې و او دا طبیعي ده؛ ځکه د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم روح او اندې ډېر واټن ترې درلود او پردې سربېره ، دهغې ورځې ښځې د مینزو به څېر خوارې سپکې ګڼل کېدې، د دغسې آزادۍ او درناوی وړتیا یې، چې یوازې یې د محمد علیه السلام په کور کې احساسوله، نه درلوده او دا یو حقیقت دی چې نن تر ټولو ډېر او تر بل هر وخت ورسره اشنا یو.
پر نا شخصیته د شخصیت ورتپنه، په پیل کې له تشنجاتو، رنځور ډولو او کله خطرناکو غبرګونونو سره مل وي. کومه خبره چې د حضرت عمر (رض) له خولې روایت شوې، په ډاګه راښیي چې د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم په زمانې کې ژور ادلون بدلون رادبره شوی و. حضرت عمر (رض) وایي: (( پر الله قسم په جاهلیت کې مو په یوه کار کې هم ښځې نه شمېرلې، تردې چې الله آیتونه نازل کړل او څه برخه یې وروټاکله. کله مې چې په یوه کار کې سلامشوره کوله، مېرمنې مې وویل: دغسې او هاغسې وکړه ، ومې ویل: زما په کار کې دې څه کار؟ ویې ویل: هېښتیا ده ، نه غواړې څوک دې په کار کې دخالت وکړې؛ خو لور دې له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم سره ناندرۍ وهې او کار تردې بریده رسوي، چې کری ورځ غوسه وي. څادر مې راواخست، له کوره راووتم او حفصې کره ورغلم ، ومې ویل: لورې ! له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم سره ناندرۍ وهې، تردې چې کری ورځ غوسه وي؟ حفصې (بي بي) وویل: هو، ناندرۍ ورسره وهم. ومې ویل: ځان د الله له سزا او د رسول له غوسې بچ کړه ! لورې، ته دې ښځې [ یعنې عایشې بي بي ] ته مه ګوره (ځان مه ورسره پرتله کوه) چې په خپلې ښکلا او د پېغمبر د مینې له وجهې غره ده…))
یوه ورځ حضرت ابوبکر او حضرت عمر ویني، چې له پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم یې مېرمنې راټولې دي او له خپلې تنګسې په تونده او ګستاخۍ شکایت ورته کوي، نفقه ترې غواړي او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم چوپ او په خپګان یې اوري او پر خوله یې ترخه موسکا ده. سترګې یې پر حضراتو ابوبکر او عمر ولګېدې، ګیله ورته کوي، دوی هغه څه راڅخه غواړي چې یې نه لرم. دواړه پاڅېږي او خپلې لوڼي وهي او دوی چې له دغسې ژبې سره ډېرې اشنا وې، ارامېږي او ژمنه کوي، څه چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم نه لري تمه به ترې نه کوي. چلن یې پلرونو او هم مسلمانانو ته چې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له ځورونې کړېدل د زغم وړ نه و؛ خو پېغمبر دا هرڅه زغمل، چې د خپلې وحشي او تاوتریخجنې ټولنې نارینه وو ته تازه سبق ورزده کړي او خوارو او بې برخې کړای شویو ښځو ته تازه شخصیت ورډالۍ کړي.
د نبي اکرم صلی الله علیه وآله وسلم د مېرمنو د ناخوښۍ یو بل علت دا و چې لږ و ډېر یې اورېدلي و، چې د ایران د خسروانو ، د روم د قیصرانو د یمن، غسان، خیره او مصر د امیرانو او پاچایانو ښځې په دربارونو کې بادبدبه ژوند کوي؛ خو دوی هم د ((عربو د پاچا)) مېرمنې دي او په میاشتو میاشتو یې له چارګي دود نه خېژي. د اوربشو له ناغلبېله اوړو روټۍ پخوي او دا یې تاوده خواړه دي، په دسترخوان یې غالباً اوبه او کجوري دي او بل هېڅ !
د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم د مېرمنو ترمنځ لانجه تردې بریده شوه چې وحې راکېوته، وړاندیز یې وکړ، هر یوه چې دنیا غواړئ مهر مو پوره واخلئ او د زړه په غوښت ازادانه ژوند خپل کړئ او هر یوه چې الله او آخرت غواړي، ځان دې له محمد صلی الله علیه وآله وسلم ، له تنګسې او فقیر کور سره ساز کړي. ښځو، فقر او محمد صلی الله علیه وآله وسلم غوره کړل او یوازې یوې یې دنیا غوره کړه؛ خو دنیا بې وفا یي ورسره وکړه او برخلیک یې سپېره و. پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ویل ((له دنیا مو درې څیزونه راته ګران دي: عطر، ښځه او نمونځ مې د سترګو روښنایي ده)).
له خپلو مېرمنو سره په عدالت چلېده او هره شپه له یوې سره و؛ خو عایشه بی بي ورته ډېره ګرانه وه. عایشه بي بي یوازېنی انجلۍ وه ، چې کور ته یې راغلې ده، نورې ګردې کونډې وې، چې د سیاسي یا اخلاقي مصلحت له مخې یې ښځې وې.
عایشه بي بي له ښکلا او ځوانۍ، ځیرکه، هوښیاره، پوهه، ښه ویانده او د ښه قدوقامت، بڼې او وضع خاونده وه او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ورته د زړه له تله ګران و او د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له نورو ښځو او هم له فاطمې بي بي او علي (ک) سره چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته ګران وو، سخته کینه درلوده. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم یې په لیدو او خبرو اترو د خپل سیاسي ژوند ډېرې سختۍ او ستړیاوې تسکېنولې. کله به چې د ډېرو اندېښنو او درنو سوچونو تر دباو لاندې ستړی کېده، عایشه بي بي به یې راغوښته ورته یې ویل: (( کلمین یا حمیری: حمیرا ، خبرې راسره وکړه )).
مسیحي مبلغانو او هغه لیکوالان چې په لوی لاس او یا د دوی د دیني یا سیاسي تبلیغاتو تر اغېزي لاندې دي، هڅه یې کړې چې د حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم په پیاوړي او غښتلي روح کې کمزوری ټکی پیدا کړي او داچې د مسیحیت اخلاقي روزنه د ښځې ښکلا د شیطان غولونه ګڼې او ښځې ته څوبتیا فساد او ځوړتیا بولي، داسې چې واده نه کول د خدای د خوشحالۍ لامل او د دیني تقوا ساتنه شمېري او همداراز د اوسني اورپایانو ګڼ ښځي بده ایسي؛ نوځکه هڅه یې کړې چې له پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم څخه یو شرقې (( دئن ژون )) جوړ کړي چې پر ښځو مین دی او د ختیځ د پاچایانو په څېر حرمسرای جوړوي. دوی د حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم پر ګڼ ښځۍ او د زینب بنت جحش پر داستان ډېرې ډنډورې راولاړې کړې دي. ګروهن یم ښځه د حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم په ژوند او احساس کې نه یوازې کمزوری ټکی نه دی، بلکې د دې ستر روح یو ځلاند او ښکلی اړخ دی، تردې چې مصري لیکوال ارواښاد عباس محمود عقاد وایي، مسیحي مبلغانو او استعماري لیکوالانو هڅه کړې، چې له دې لارې د اسلام پر مقتل ګوذار وکړي؛ خو سخت تېروتي؛ ځکه دلته یو مسلمان ته چې خپل دین پېژني او د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له سیرته خبر دی تر هر څه د حقیقت تجلا ورته ساده او څرګنده ده او کوم مقتل چې دوی انګېرلی، خپله دمخه دلیل نه درلودونکی دی ، چې مسلمان ته کفایت کوي او د خپل پېغمبر درناوي او پر دین یې د لګېدلو تورونو سپیناوي ته بل دلیل ته اړمن نه دي ، ځکه یو مسلمان د حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم نبوت په رښتیا بولي او له مخې یې له خپلو ښځو سره چلن او ګڼ ښځي سمه ګڼي.
موږ دلته د مسالې د سپيناوي لپاره لومړی د حضرت زینب او ورپسې د نبي اکرم صلی الله علیه وآله وسلم نورو مېرمنو حالات تشریح کوو.
حضرت زینب د جحش لور
زینب بي بي د جحش لور او د عبدالله (رض) خور ده. عبدالله (رض) ستر مهاجر دی چې له ویاړه ډک ژوند یې په شهادت پای ته ورسېد. په قریشو کې د جحش کورنۍ پر اصیلتوب مشهوره ده او زینب بي بي د جحش ښکلې لور د عبدالمطلب د لور له اړخ لمسۍ ده، نوځکه د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د ترور (عمه) لور هم ده. زید بن حارث یو مریی دی چې په شام کې یې نیولی و او برخلیک د خدیجې بي بي کور ته راوست او نوموړې خپل مېړه، محمد صلی الله علیه وآله وسلم ته ورډالۍ کړ. حارث د شام له اشرافو ځنې و، د زوی په لټه کې مکې ته راغی، ویې موند او د ده له مولا یې وغوښتل چې زید پرې وپلوري او حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم هم ورسره ومنله؛ خو زید نټه وکړه او مریتوب، مسافري او غربت یې د خدیجې بي بي په محمدي کور کې پر آزادۍ، هېواد او د خپل موروپلار په څنګ کې تر اوسېدانې غوره وګاڼه او بېشکه خپل پلار ته یې چې د خپل د اسیر زوی موندنې ته یې خورا کړاونه ګاللي و او د ده بوتلو ته بې تابه شوی وویل: (( د حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم په څېره کې داسې صفا وینم چې زړه ترې شکولای نشم.)) حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم چې د زید وفا او وړتیا پېژنده او اوس ځان تر حارث څخه زید ته ګران ګڼي؛ نو بې درنګه یې ازاد کړ او زوی یې ورته ووایه او له ټولو یې وغوښتل چې تردې روسته، نه زید بن حارثه د محمد مریی؛ بلکې ((زید بن محمد بن عبدالله)) یې ونوموي او په دې توګه هم زید پلار او له لاسه ورکړی هېواد ترلاسه کړ او هم محمد صلی الله علیه وآله وسلم په خپل ماتم ځپلي کور کې د خپلو دوو تازه مړ شویو زامنو قاسم، عبدالله (طیب او طاهر) تش ځای پرې ډک کړ.
د محمد علیه السلام او زید ترمنځ سخته مینه د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم د ژوند یو له ښکلیو څرکونو ځنې ده. زید د نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم په کور کې لويېده، پلار یې پېغمبر و، مور یې خدیجه بي بي، خور یې حضرت زهرا او رور یې علي (ک) دی ! او دا ځیرک شامي ځوان، چې استعداد او وړتیا یې له متمدنې ټولنې او خپلې برجسته کورنۍ په میراث وړې، دهغې کورنۍ پنځم غړی شو، چې شپږم یې خدای و او زید ور پر برخه شوې نېکمرغي وپېژانده، مخه یې ځان ته پرانېسته او ځان ته یې څه هېښنده برخلیک وټاکه !
زویولي (تبني) په عربو کې دود و. کوم مریان چې به د خپلو بادارانو خوښ شول، ازادېدل او له مریتوبه زویولی ته ورپورته کېدل؛ خو په عین حال کې په ټولنیز چاپېریال کې یې د ((مولی)) د غلامۍ خاطره لا ژوندۍ وه او د وضع بدلون، که څه یو تازه ((ټولنیز حقوق)) ورته تامینول؛ خو ((ټولنیز حیثیت)) یې هماغسې ټکنی پاتېده او هډو ازاد کړای شوي انسان ته یې د ((ازاد انسان)) په سترګه نه کتل او (( زویولي)) د ((زوی)) ځای نه نیوه. مولی نه یوازې له روحي او ټولنیز حیثیته تحقېرېده او مانیز او اروایی محرومیت یې ننګېره؛ بلکې له ډېری ټولنيزو حقوقو هم بې برخې و او څو تبعیضاتو له نورو بېلاوه او یو له دوی ځنې له هغې ښځې سره د نارینه د واده شرم او ننګ و، چې مخکې یې د مریي مېرمن وه. پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم هڅه کوله ټول هغه تبعیضونه لغوه کړي، چې ازاد کړای شوی (مولوی) له ازاد (حر) جلا کوي او ترمنځ یې د حقوقو مطلق مساوات تامین کړي. همدغسې غوښتل یې له یادوونو یې د مریتوب خاطره وڅنډي او په ټولنه کې یې چې کوم حقارت او سپکاوی ننګېره، له منځه یوسي او ټولنیز، مانیز او روحي شخصیت او حیثیت ورکړي چې هغه کس چې د خپلو حقوقو ازادي ترلاسه کوي خپل وجدان او هم د ټولنې وجدان یې یو ازاد انسان، نه ازاد کړای شوی وننګېري. په همدې پار پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم د سترو او حساسو ماموریتونو په ورسپارلو هڅه کوي، چې زید د یو مهاجر او ((شریف)) صحابي په څېر معرفي کړي؛ په مدینه کې یې خپل ځایناستی کوي او له روم سره د جګړې د ستر پوځ بولندوی یې ګوماري، حال داچې د حضراتو جعفر بن ابیطالب، عبدالله بن رواحه او خالد بن ولید په څېر ستر شخصیتونه پکې ساده پوځیان وه. په حساسترینو مسایلو کې سلامشوره ورسره کوي، پر مهمو سریه و یې پالندوی ټاکې او ان زلمی زوی یې اسامه د ((افک)) [چې یوه کورنۍ مساله وه] په خطرناک کار کې د علي بن ابیطالب (ک) په کتار کې سلامشوره ورسره کوي. پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم د ژوند په روستیو ورځو کې اتلس کلن اسامه له روم امپراطورۍ سره د جګړې بولندوی ټاکي او د حضراتو ابوبکر او عمر په څېر شخصیتونه پکې ګډون لري. دا ګردې هڅې ددې لپاره دي ؛ لکه څنګه چې په اسلامي ټولنه کې ازاد کړای شوي له ازادو سره برابر دي، دغسې د مسلمانانو په احساس کې هم برابر وبرېښي. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم هوډ وکړ چې زید ته د عربو له اشرافو یوه انجلۍ راواده کړي، چې هم هغه سپکاوی له منځه ولاړشي چې د پردیو په شخصیت او په تېره ازاد کړای شویو بندګانو کې ننګېرېده او هم کورنیز تعصبات ــ چې په تېره په واده کې رابرسېرېږي – هېر شي، په عین حال کې پوهېده چې د هېڅ صیب لور به د دغسې کس مېرمنتوب ته غاړه کېنږدي؛ نو په همدې پار یې هوډ وکړ چې زید ته له خپلو خپلوانو یوه انجلۍ په نامه کړي او په دې باب پر انجلۍ او خپلوانو یې له خپل نفوذه هم کار واخلي؛ نوځکه زینب، خپله ترورزۍ، غوره کوي؛ خو لکه څنګه چې وړاندوینه کېده، رور یې عبدالله (رض) ، سره له دې چې له پاکو او سرښندونکیو مهاجرینو ځنې و، دا یې خپلې کورنۍ ته ننګ وګڼله او ویې نه منله. پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ټینګار وکړ او ددې ټینګ جاهلي دود ماتولو ته یې سخته هڅه وکړه ، تردې چې د وحې پیغام، عبدالله (رض) او خور یې زینب، ناچار ، تسلیم کړل: ((کله چې خدای او استازی یې پر یو چار امر وکړي، هېڅ ایمانوال نارینه او ښځې ته په خپل کار کې څه واک نشته او څوک چې د خدای او د ده له استازي سرغړونه وکړي، په ښکاره بېلارېتوب کې ورلوېدلی دی.)) پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم خپله د زینب مهر ورکړ او هغه واده ترسره شو، چې یو ناوړه دود یې ماتاوه او یو نوی انساني دود (سنت) یې ځایناستی کاوه. خو دا پیوند او کوشېر څومره چې په ټولنه کې سعادت خپروونکې و؛ خو په کور کې بد پای و او زینب هډو خپل کورنیز شرافت او د زید ټولنیز سپکاوی هېروای نشو او تل یې په دې باب زید ته پېغور ورکاوه او ځوراوه یې؛ زید به پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته ددې چلن شکایت کاوه او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم به زید زغم ته اړ ایسته او دواړه یې ګوذارې ته وربلل. زینب که څه د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په حکم له زید سره واده ته غاړه کېښووه؛ خو هډو زړه یې نه و؛ ځکه زړه یو بل اقلیم دی چې بې له عشق او مینې هېڅ قدرت واک او حکم پرې چلولای نشي او زنیب همدغسې وه. هغه تړون او پیوند چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په ډېر زیار رادبره کړی و، هره ورځ اومړی کېده او زینب هره ورځ له هغه چا سره له اوسېدو بې تابه کېده چې ننګېرله یې یوازې د یو مصلحت په پار پر سینه یې ګټ ورایښوول شوی او د یو مصلحت په پار یې خوله ور ټپه شوې ده او زید هم مونده چې واده یې له داسې ښځې سره دی چې ځان ترې ډېر لرې او جیګ ګڼي او ویني چې ورځ تر بلې ترې لرې کېږي او پر کړاو یې کړاو لا ورزیاتېږي او نازړی واده مېړه او ښځې د ژوند خوند، شېبه په شېبه پیکه کاوه او د چاله وسې هم څه نه کېدل.
بېشکه، د شاندل په وینا ((کوم زړه چې مینه غواړي، صاحبدل په خپل ورکي پسې ورلېږي او تر موندو نه آرامېږي. خدای، ازادي، پوهه، هنر، ښکلا او دوست، د غوښتنې به بېدیا کې، پر لار یې ورته سترګې پر لار دی، چې نوموړی به خپله تشه او په دوړو ککړه کوزه له کومې یوې سرچینې ډکه کړي.)) د زینب په اننګو کې یې د دننني اور د لمبو نښې ښکارېدې. اندېښنو او ناآرامیو یې زړه خورا ورتنګ کړی و، نوځکه د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پر وړاندې چوپتیا ورته ستونزمنه او دردناکه وه. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ددې حالت پر وړاندې سترګې ټیټې او سر په ګرېوان کې ښکته کړ او په بیړه ستون شو. خو زینب چېرې ولاړه شي؟ د زید لیده کاته پرې درنېدل، د اسمان هومره دباو پرې و او د ده سا يې نیوه. د هرې څېرې لیدل او د هرې خبرې اورېدل ورته کړښت و، یو سوړ کور چې دوه پردي پکې ناست دي، تراخه، کرکه او چوپتیا یې خپله کړې ده او د هېڅ په انتظار کې شېبې پرې اوړي، خوشې تګ راتګ او لمر ختل او پرېوتل ویني، که ناڅاپه له درېڅي یوه لمبه راولوېږي کور اور اخلي ، چې نه زینب او نه زید د یوې شيبې پاتېدو وس نه لري. زید، دردمند و له کوره راووت او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته یې پناه وروړه او په ټینګه یې له خپل مهربان پلار ویلي وغوښتل چې دواړه سره جلا کړي، چې نور یو بل زغملای نشو. زید ته پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ډېر ګران و او له لورونو یې خورا سرشار و؛ خو پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته، دا ” یوه پېښه وه ” په اړه يې سوچ کاوه او چاره یې ورته لټوله؛ خو نه یې مونده. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سخت غمجن او اندېښمن دی، په داسې تنګسه کې راګېر دی چې د تېښتې لار ورته نشته. د زینب او زید د ژوند غځونه محاله ده، ژغورنه یې په بېلتانه کې ده او پردې سربېره د زینب پر وړاندې چې همده پر دغسې یو برخلیک اخته کړې او خپله خپلوانه یې د خلکو د مصلحت قرباني کړې، دروند مسوولیت احساسوي او له دې سره سره ایا د هغه درد پر وړاندې چې زینت همدا اوس سخته کړوي او خپله پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم یې د کړښت سرچینه ده، “بې توپېره” کېدای شي او په اړه یې هېڅ سوچ ونه کړي؟ او له زیده تر بېلتون روسته، بې هیلې په درد ناک برخلیک یې خوشې کړي ؟
دا بشري “واقعیتونه” دي چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ورسره مخ دی او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم چې د بشر “واقع پالی” اخلاقي او ټولنیز مشر او لارښود دی، هډو ” واقعیت” نالیدلی نه بولي او نه یوازې چې جګړه ورسره نه کوي؛ بلکې د اسلام او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم یو له خورا سمو او ځلاندو ځانګړنو پر واقعیاتو منښته او اعتراف دی. جګړه ، غوسه ، غچ ، د ژوند خوند، ښکلا، هوس ، شتمني، د تړون ماتول او د بل تړنه او ان د یوې مېرمنې درلودو له چوکاټه وتل داسې واقعیتونه دي، چې وګړی او ټولنه ورسره مخ ده او ډېرو ټولنیزو فلسفو، عرفاني ښوونځیو او مذاهبو هڅه کړې چې دوی نالیدلي وګڼي او یا مبارزه ورسره وکړي ، چې له منځه یې یوسي او وینو چې بریالي شوي نه دي؛ ځکه هر واقعیت چې نالیدلی وبولو ، نو ځان به په ناوړه او خطرناکه بڼه راښکاره کړي او که مخامخ ورسره نشو؛ نو تر شا به ګوذار راکړي، دا یو حقیقت دی چې تاریخ تل په خپل اوږد ژوند کې تجربه کړی دی. اسلام ، تل له واقعیتونو سره مخېږي، منښته او اعتراف پرې کوي او په دې توګه یې ایلوي او پر خپلې لارې یې ځغلوي او د سرغاړۍ ، خطر او تباهۍ مخنيوی کوي؛ ځکه د ټولنې خطرناکترین دننني غلیمان هغه واقعیتونه دي، چې په رسمیت یې نه پېژني او په حیاتي حق ورته نه قايلېږي او اسلام د جهاد، طلاق، ګڼ ښځۍ، بیاځلي واده، غچ ، مالکیت ، له “ځمکنېزو مایدو” برخمني، شتمني او له توکیز (مادي) ژونده خوند اخستنې له لارې هڅه کړې چې پر واقعیتونو منښته وکړي، ویې زغمي، له سرغاړۍ یې مخه ونیسي او حل لار یې ورته په نښه کړې ده.
مینه هم دغسې یو واقعیت دی، د کینې، غچ او جګړې په څېر یو واقعیت چې که د (اړول شوي) مسیحیت په څېر یې مخه ډپ شي؛ نو پر دیوال به راوخېژي. د زینب او زید د زړونو تختې سره نه ورځي؛ نو پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم یې څنګه له دې ستونزې خلاص کړي؟ پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم له دوو څیزونو ډارېږي. هغه زړه چې هډو ډار یې نه پېژانده؛ خو اوس سخت په غمونو او اندېښنو کې راګېر دی. یو د خلکو له انګېرنې ډارېږي، چې د ده پاک او اوچت “احساس” به د خلکو د ټيټو او چټلو “پوهېدنو” په لومو کې راګېر شي او یو ښکلي روح ته چې له اسمان سره تړاو لري، تر لنډ فکرو او بد پوهېدونو انسانانو بل ناوړه څیز نشته.
بل ډار؛ پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته یو “خنډ” پروت دی. په هره ټولنه کې ځینې خنډونه دي چې د تلو مخه ډپوي او دا زاړه او ټینګ دودونه دي، چې د خلکو د احساس په تل کې جرړه لري او سخت تعصب یې پاسوالي کوي.
پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته “زویولي” یو خنډ دی. زویولي د مریتوب او آزادۍ ترمنځ یو پړاو دی؛ زوی کړای شوی یو نیمه آزاد انسان دی. یوه له حقوقي ځانګړتیاوو یې، چې تر نورو خلکو یې مشخصوي، دا دی چې پخوانی بادار یې چې اوس یې “پلارویلی” یادېږي ، له هغې ښځې سره واده نشي کړای چې یو وخت یې د زویولي مېرمن وه؛ ځکه عربو دا ستر ننګ باله. ولي یې ننګ باله؟ ولې یوه ښځه، له یو “مولی” سره د مېرمنتوب په جرم، له هغه حقه بې برخې وي چې د ده په څېر ټولې ښځې ترې برخمنې دي؟ ایا “ازاد کړای شوی = مولی” یو انسان نه دی؟ دا یو موهوم او نا انساني “خنډ” او د مریتوب پاتې شونی دی، چې هم ښځې او هم مېړه ته یې او هم هغو خلکو ته چې له دوی سره یې سروکار دی، یوازې د نارینه د مریتوب د زمانې د سپېرې خاطرې یادونه او مېرمنې ته یې ننګ دی. باید دا خنډ لرې شي او آزاد شوی او د آزاد شوي ښځه له مریتوب سره د تړاو له هر خنډه ازاده شي او هم له هغو خنډونو چې له ازادو خلکو یې جلا کوي. د وحې پرېکوني حکم ــ چې د ټولنې د اړتیا له مخې راکېوته ــ دا ناسم دود مات او د تل لپاره یې له منځه یووړ:
(( الله زویویلي مو، ستاسې زامن کړي نه دي، دا ستاسې د خولو خبره ده، حال دا، الله حقیقت وایي او لار درښیي)).
اوس زینب له زید سره د مصلحتي واده له لومې ازاده شوې او زید هم له زینب سره د همسرۍ له کړاوه ، چې یو نامريي دېوال ترې جلا کاوه؛ خو په دې حال کې، خوشي کېدنې نوموړې د خپل ګران خپلوان په څنګ کې پناه اخستو ته بې تابه کړې وه. خو پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم لا تراوسه ډارېږي او شکمن دی ، خلک به څه وایي؟ څنګه به وپوهول شي ؟ د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د سپېدې چاود په څېر پاک احساس به دا خلک پخپلو ناولو تعبیرونو لېت پېت نه کړي؟ د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم لمر څرکی ښکلی روح به دا خلک پخپلو تنګو او تیارو پوهېدونو کې را ونه نغاړي ؟ ډار او شکمني پرې ورلاسبرې شوې او سخت یې ربړوي، دغسې د خپګان شپې پرې تېرېږي او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم خپل راز د خلکو له کږو سترګو پټوي، له دې درده یې سر پر ګرېوان کړی، چوپ دی، چې ناڅاپه د اسمان دریڅه پرانستل شوه او د وحې توند او ټپسورې غږ پرې راکېوت: ((په خپل زړه کې یې پټوې، څه چې الله به یې ښکاره کړي او له خلکو ډارېږې)) !
پاک الله د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم پټ راز رابرسېر کړ او اوس له خلکو ډار یو موهوم چار دی. د خلکو ذهنیت او پسند؛ هغه خلک چې د زړو، نامعقولو او ناوړو دودونو “کار دستي” ده، “په دې کار کې څه ارزښت لري” ؟ هغه کار چې د دوو نا په څېر انسانانو ازادي پکې ده چې یو د بل په دام کې راګېر، پر یو بل تپل شوي او په “ګډ ژوند” کې بدمرغه، خو په “بېلتون” کې نېکمرغه کېدای شي او هم دهغې ښځې هیله پوره کېدنه ده، چې له داسې نارینه سره واوسي چې ژوند خوند ورکړي او هم دهغه موهوم او ناوړه دود ماتونه ده، چې د نارینه د مریتوب او ننګ یادونه او د ښځې محرومیت او سپکاوی دی.
خو بیا هم د زویویلي له پخوانۍ ښځې سره واده ــ چې خلکو د پلارویلي ننګور ګڼله ــ یو ستونزمن چار دی؛ که څه قانون اجازه ورکړې وي؛ خو څوک دی چې په دغسې یوې ټولنې کې پر دغسې یو کار لاس پورې کړي؟ د چا له وسې پوره ده چې ړومبی ګام واخلي او دا زوړ دود لتاړ کړي؟ الله پاک د دغسې ستونزمن مسوولیت ترسره کولو لپاره خپل پېغمبرغوره کړ:
وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَاهُ فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا ﴿احزاب/۳۷﴾ = او (درياد كړه) چې هغه کس [“زيد” پېغمبر زوى ویلی] ته دې وویل، چې الله هم پېرزوینه پرې کړې وه او تا (هم د ازادولو) لورنه پرې كړې وه: ((مېرمن دې درسره وساته (او مه يې پرېږده) او د الله له (عذابه) ځان وساته!)) (او تل دې دا خبره كوله) او (په دې توګه) تا هغه څه پخپل زړه كې پټول، چې الله يې راڅرګندوونکی و او له خلكو وېرېدې، حال داچې الله ډېر وړ دى، چې ترې وډار شې؛ نو چې (زيد خپله) اړتيا ترې پوره كړه (او ترې بېل شو؛ نو) دا (طلاقه شوې مېرمن) مو درنكاح كړه، چې پر مؤمنانو د خپلو زوى بلليو زامنو د مېرمنو په باب كومه ستونزه نه وي، چې خپله اړتيا يې ترې پوره كړې وي (طلاقې شوې وي) او د الله حكم هرومرو عملي كېدونكى دى (او د دغسې ښځو د حرمت غلط دود بايد له منځه ولاړ شي).
دا د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم او زینب بي بي د واده قصه وه، چې د سیرت، احادیثو او تفسیر له کتابونو مې (شریعتي) د څېړنې ټولګه ده.
دلته بیا د انسان تلوسناک حس پوښتي: ایا په رښتیا پېغمبر (العیاذ باالله) په مینه کې راګېر شوی و؟ ایا باورولای شو، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پر هغه ورځ چې زینب ولیده، سترګې یې پرې خوږې شوې؟ او ویې ویل: ((سبحان مقلب القلوب)) ! ایا رښتیا ده، پر هغه ورځ چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د زید کور ته ورځي او زینب بې خبره راځي او د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم سترګې چې پرې ولګېدې، ښکلا یې ورمات کړ؟ ایا په رښتیا زید پوه شوی و چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پر زینب زړه بایلودی او له لامله یې د زینب ناسازګاري او بې مینيتوب پلمه کړی، چې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم لپاره یې طلاقه کړي؟ څوک د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ، زینب او زید له زړونو خبر دی چې دا پوښتنې وځوابوي؟
له تاریخې څېړنې پوهېدای شو:
تردې داستان روسته (تر خندق غزا روسته، پر پینځم لېږدیز کال) د حجاب حکم وضع شو، په دې وخت کې هر نارینه د خپل ښار د ښځو له قد و قامت، سر او زلفو ځنې خبر و. زینب د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم د ترور لور ده او له کوشنیتوبه یې ورسره لیده کاته. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پخپله، زینب زید ته غوره کړه او زینب د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په ټینګار له زید سره واده ته غاړه کېښووه او که زینب د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم خوښه وای؛ نو په پېغلتوب کې یې په اسانۍ ځان ته نکاح کولای شوه او دومره شخړه او سردردیو ته څه اړتیا نه وه!
له مېرمنې یې د زید د بې مینیتوب او ناسازګارۍ ګیله کومه تازه مساله نه وه، چې غیرعادي وانګېرل شي. لکه چې پوهېږو، زینب او کورنۍ یې له پیله مخالف وو او ان زینب د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ټینګار ته هم غاړه کېنښووه او ناچار، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ناچاره کړه، چې دغسې اجباري او مصلحتي واده ته غاړه کېدي. زینب تر واده روسته هم تل له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره په اړیکه کې وه؛ ځکه له رسول الله )ص) سره پر خپلوۍ سربېره یې د زویویلي مېرمن شوې هم وه او زید د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د کورنۍ یو آريزغړی دی او په دې وخت کې یې مېرمن د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ننګور انګېرل کېږي. ایا رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم چې د زید له نظره ،پېغمبر دی او د ده پلار ویلی، او دا واده خپله پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم کړی او زید خپله مېرمن د پلارویلي ننګور بولي، له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم دغسې چلن د زید په احساس کې نامطلوب اغېز نه پرېږدي؟ په تېره د زید د زلمي زوی اسامه له نظره، ډېر نه سپکېږي؛ بېشکه دغسې چلن د دواړو (زید او اسامه) بد ایسېده. خو د عمر تر پایه له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره د زید او اسامه مینه، پرې ایمان او درناوی یې د حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم د سیرت لوستونکی هک اریانوي. د زینب داستان په داسې وخت کې پېښېږي چې له عايشې بي بي سره د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم مینه د ټولو پر خولو وه. د زینب او زید د اختلاف، د پېغمبر ډار او غم، د زینب طلاق او له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم سره یې واده؛ نو ددې ټولو په ترڅ کې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم له خپلې “حمیرا” سره مینې ته ورشا کړې نه وه او عایشې بي بي هم دا داستان د خپل احساس پر وړاندې کومه پېشه نه ننګېرله. عایشه بي بي خورا هوښیاره او حساسه مېرمن وه؛ نو څنګه په پر دی ښځې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د زړه بایلودو پر وړاندې چوپېږي؟ عایشې بي بي خو د پېغمبراکرم هغه توجه او پاملرنه هم ونشوه زغملای چې د ابراهیم په پار یې ماریه بي بي ته وراړولې وه (چې په تاریخ کې دا غبرګون اوږد تشریح شوی او دلته تري تېرېږو) نو څنګه ځان پر بلې ښځې او دا هم د زویویلي پر مېرمنې له زړه بایلودونې ناګاروي او کوشنی شانته غبرګون نه ښيي؟ خو داچې احتمال ورکړو، چې د دوزي ( Dozy)، کونډي (Conde) او براس (Brass) په څېر اروپایي مشتشرقین او مسیحي شیخان له خپلې ترورزۍ سره د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم له مینې او زړه بایلودنې خبر دي؛ خو د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم یوه مېرمن ان عایشه بي بي هم ناخبره وه!؟ رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په ځوانۍ کې له مینې سره نابلده و او اوس چې نژدې شپېته کلنېږي، د مستشرقینو د ګزارش له مخې پرخپلې ترورزی زړه بایلي، چې دا ډېره حېرانوونکې ده!
څه چې څېړونکی سخت شکمنوي او دا فکر پکې غښتلی کوي، چې د مستشرقینو داستان له بېخه او یو مخې جوړ کړای شوی، ساختګې او دروغ دی او له زینب بي بي سره د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم واده ، د ده د نورو ودونو په څېر ــ او ان تر ټولو ډېرـــ د یو مصلحت او له خپلو ګروهو سره یې د مینې په پار و؛ نوځکه زینب بي بي چې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم کور ته راځي، د نورو مېرمنو په لیکه کې کېږي او د عایشې بي بي د ځلا پر وړاندې محوه کېږي او د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په ژوند کې تر زنیب بي بي د حفصې بي بي او ام سلمې بي بي نامې ډېر اخستلېږي او دا راښيي چې تر واده روسته د دواړو ترمنځ د یوې بې رنګې مینې حالت و او کوم تورونه چې د سلام غلیمان پر نبي اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ورپورې کوي، هډو له تاریخي لاسوندونو سره اړخ نه لګوي. په پای کې وایم: د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم او زینب بي بي داستان، د رهبري روح ځوګ راولاړوونکی څرک دی، چې د حقیقت په پار، ان له خپل حیثیته تېرېږي. ډېری مشران شته چې په خپله خوښه یې د خپلې ټولنې او ګروهې په لار کې ځانونه ځار کړي؛ خو په بدل کې یې، نامه او ویاړ ترلاسه کړې. د ایمان او خلکو په لار کې له نامې او ویاړه تېرېدنه، د اخلاص، ایثار، سرښندنې ، فداکارۍ او سپېڅلتیا معراج او هسکتیا ده، چې هغه انسانان یې لیدای نشي چې د “ځان تېرېدنې” له لنډ او ټیټ بامه ورپورته شوي نه دي.
ګڼ ښځي
تاریخ د ډېری انساني مسایلو مانا اړوي. اخلاقي ټولنیز مسایل کټ مټ د کلماتو په څېر برخلیک لري. د کلماتو روح ، مانا او ان تلفظ او ویل یې د زمانې او چاپېریال تر اغېز لاندې ادلون بدلون مومي. شوخ د بدن د خېري پر مانا و؛ خو اوس په ډېرو ښو ماناوو کارېږي. برکت هم دغسې دی. د اوښانو به شپغالي کې یې د اوښانو د پچو، خاورو او ډکو ګډولې ته برکت وایه؛ خو اوس پر داسې نوې مانا کارېږي چې ان انساني احساس او عقل یې له پوهېدو بېوسې دی؛ ځکه برکت د الله د لورنې د څرک زوکړه ده او ان خپله الله ته یو ځانګړنه او صفت دی. کلمات ژوندي موجودات دي؛ زوکړه، مړینه، کوشنیتوب، ځواني، کمال ، زړښت، عزلت، ګوټناستي او ورکنومي لري او وینو نیمچه ادیبان چې په ژبه کې دا سترحیاتي آرونه پېژني او له ادلون بدلون او په تېره په روح او مانا کې او هم د کلماتو له لفظي بڼې چغې او کوکارې وهي ، نه پوهېږي چې ژبه د کلماتو ژوندۍ، خوځنده او اوړېدونکې ټولنه ده او کلمات ناچارولای نشو، چې د بېهقي او فردوسي د روزګار په جامو، چلن و اړیکو ، روح او روحیه کې وساتو.
ډېری انساني او ټولنیزاخلاقي مسایل همدغسې دي. په هر پېر کې ځانګړې مانا، روح، کار او ځانګړنه لري چې په بل وخت او زمینه کې ، اوړي او ان د تناقض او ټکر تر پولې بڼه بدلوي او ګڼ ښځي یو له دې مسایلو ځنې ده. که ګڼ ښځي په “تېرو” او په تېره په یوې “ټبرېزې او بدوې ټولنې” یا “پلارواکې” ټولنې کې ــ چې له بورژوازۍ او د ښاریزې ټولنې له پېچلي مدنیت او د یوه مېړه او یوې ښځې له درلو دونکې کورني سره ډېر واټن لري ــ د حال په کتو او په تېره څه چې نن د اروپا په متمدنې ټولنې کې تېرېږي، وڅېړو؛ نو بېشکه د غندنې او ټپسوری وړ یې بولو؛ خو دغسې چلند، څومره چې د تبلیغاتو او ډنډورو ته پکارېږي، علم او څېړنې ته زیانمن دی او د څېړونکي سترګې د واقعیت له دقیقو کتو ړندوي.
له آره په تېره کې، نه یوازې “ګڼ ښځي”؛ بلکې “واده” هم په ننني مفهوم نه انګېرل کېده او ډېر لږ د مینې یا هوس په سترګو ورته لیدل کېده او ډېر یې د خپلوی، پیوند یا نوي تړون د رامنځ ته کولو لپاره یو ډول “ټولنیز دود” شمېره او سیاسي، ټولنیز، وټیز (اقتصادي) او ان اخلاقي لاملونه پکې د مینې او ان هوس تر لاملونو پیاوړي وو. په لرغوني یونان کې سره له دې چې د مدنیت یو پرمختللي پړاو ته وررسېدلي وو؛ خو په عین حال کې یې واده د بچیو پيداوار ته یوه وزله انګېرله او ښځې ته یې د “بچیو مور” ویله. هوس، تل له کوره بهر پر خپل کار بوخت و. په دې پېر کې له آره ښځه د توليد وزله بلل کېده ((….ښځه یې د کور مېرمنتوب ته غوښته، نه ګټنې اخستو ته))
دا مساله نه یوازې د (لوط) په دینې او یا خپلو ادبي داستانونو کې لولو؛ بلکې د سقراط به څېر یوې وګړې په شخصي ژوند کې هم وینو چې له الکبیادس سره یې دغسې اړیکه ـــ چې د یونان د سترو پوځي او ملي شخصیتونو او د سقراط له تکړه زدکړیالانو ځنې و ـــ په ټولنه کې عادي انګېرل کېده، چې ښکاره یې اعتراف پرې کاوه او ان الکبیادس چې د حکیم سقراط له سړښته ګیله کوله؛ سقراط په ډاګه ورته ویل: وخت دې تېر شوی دی.
د شیخ سعدي په کتاب کې د کاشمرجومات داستان بل ثبوت هم دی.
دا بېلګې چې په تاریخ او د ګردو ملتونو به ادب کې پرېمانه موندای شو په تېرو وختونو کې یې له واده پوهېدنې راښيي چې هېښنده او نه باورېدوني دي او هم اوسنی ذهن مو په تېرو کې د واده روح او مانا ته ورمتوجه کوي او هم دې ته مو چمتو کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په ژوند کې “ګڼ ښځي” یعنې څه.
ایا په رښتیا [العیاذ باالله] رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم یو ((دون ژُوَن)) و؟ هغه کسان چې هڅه کوي یو نارینه هوسپالی معرفي کړي؛ نو طبیعتاً د ځوانۍ وخت یې راسپړي؛ ځکه هوس او شهوت له ځوانۍ سره مل وي؛ خو تاریخ چې ان له خپلو مېرمنو سره یې ټوکې ټکالې رااخلي او د ژوند کوشني جزئیات یې راښیي، د ځوان محمد صلی الله علیه وآله وسلم په څېره کې ډېره لږه هوسي څپه نه مومي.
محمد صلی الله علیه وآله وسلم تر پینځه ویشت کلنۍ له نیستۍ، بې سرپرستۍ، کړاو او شپونتوب سره سروکار درلود. په خپلې ځوانۍ کې له څلوېښت یا پينځه څلويښت کلنې کونډې حضرت خدیجې سره واده کوي، چې د محمد صلی الله علیه وآله وسلم په څېر ځوان اولادونه یې درلودل. محمد صلی الله علیه وآله وسلم خپله ځواني او کمال ورسره تېروي او له دې سره په اته ویشتو کلونو کې بله ښځه نه کوي. هېر مو نشي محمد صلی الله علیه وآله وسلم دلته د قریشو د نورو ځوانانو په څېر یو ځوان وه؛ خو هېښنده ده چې د عبدالله ځوان زوی یو عادی او بې مسوولیته نارینه دی چې تر پنځوس کلنی له یوې پنځه څلویښت کلنې ښځې سره، اته ویشت کاله تېروی او په دومره موده کې ان یو ځل هم د بلې ښځې هوس نه کوي. د مسیحي متعصب ترینو مبلغانو له نظره، محمد صلی الله علیه وآله وسلم په مکه کې له دغسې تورونو لرې دی؛ نو څنګه دا سړی چې په دري پنځوس کلنۍ کې مدیني ته ځي، د الهي نبوت مقام خاوند دی او درانه پوځي او سیاسي مسوولیتونه ورترغاړی دي او خلکو ته خپل فکر، روح، ژوند، سنن او تقوی ورالهاموي؛ نو څنګه یو دم د هوس لمبه پکې راپورته کېږي او شهوتپالی کېږي!
((دون ژُوَن)) هم؛ لکه چې پوهېږو، ځواني یې چې تېره کړه، ښځو ته یې ورشا کړه، متقي او اخلاقي سړی شو؛ نو څنګه یو عربي ځوان چي له پنځه ویشت کلنۍ تر پنځوس کلنی له یوې پنځه څلويښت کلنې کونډې سره تر دري اویا کلنۍ یې ژوند کوي، کله چې بوډا کېږي او د نبوت مقام ته وررسي او سر تر پایه په جګړو او سیاست کې ورګډ وي؛ نو ((دون ژُوَن)) کېږي؟!
په مدینه کې د محمد صلی الله علیه وآله وسلم د ژوند بڼه ادلون بدلون مومي او ګڼ ښځي خپلوي، چې پر دې چار مسیحي شیخان نیوکه کوي؛ خو په مقابل کی وایو؛ هېر دې نشي د ښځې “ښکلا” ده، چې هوس مړوي نه یې ” شمېره”. هوسپالی نارینه د عشوه ګرې، ښيوه ګرې، طنازې او هوسناکې پېغلې په لټه کې وي؛ نه په کونډې، له کاره لوېدلې و یا بدرنګې پسې او یا هم که ځواني او رنګ و بوی درلود، د مخکېني مېړه او یا مړونو په کور کې یې درلود او اوس یې له زړښته مخ غونجې کړي. له نېکمرغۍ ، تاریخ د محمد صلی الله علیه وآله وسلم د حرامسرای خاوند دی، چې یوه یوه ښځه یې پېژني او هم پوهېږي چې ولې د محمد صلی الله علیه وآله وسلم کور ته راغلي او څرنګه ژوند کوي، بېشکه تاریخ تر اروپایي شیخانو او ختیځ پوهانو د محمد صلی الله علیه وآله وسلم مېرمنې ښه پېژني، چې دادی په لنډو یې درپېژنو:
ام المؤمنین حضرت عایشه رضی الله عنها:
حضرت خدیجه رض الله عنها په دري اویا کلنۍ کې ومړه او دا مهال د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم عمر له پنځو سو ورتېر و. په مکه کې په سختې پرېشانۍ کې اوسېده، ډېری یاران یې حبشې ته مهاجر شوي وو او له ډېرو لږو یارانو سره د یو دښمن ښار په منګولو کې راګېر و. د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ځواکمن او لورین ملاتړی ابوطالب هم پرهمدې مهال ومړ او یوازې پاتې شو. دباندې کینه وه او کړاو او دننه وړوکې فاطمه او د خپلې مور غمجنه خاطره. زړه سوی پرې وشو او ښځې کولو ته یې اړ کړ؛ خو د خدیجې مینې ــ چې د مرګ تر پایه یې هېره نه کړه ـــ کړښتي ژوند او له خطره ډک سیاسي ژوند یې دومره بوخت کړی و، چې د ښځې کولو فکر ورسره نه و.
عایشه بي بي د حضرت ابوبکر لور؛ یوازېنی لور وه چې په اسلام کې وزیږېده او دې ځانګړنې د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم خپلوان او ځینې یاران په دې سوچ کې کړل، ړومبۍ انجلۍ چې په اسلام کې زيږېدلې او له جاهلیته کومه خاطره نه لري، د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم مېرمن دې شي. یوازې احساس د دغسې یو کار په ښکلا او لطف پوهېږي. په نوي کرل شوي ګلبڼ یا بوستان کې چې ړومبی ګل غوړېږي او یا په باغ کې چې لومړی مېوه پخېږي او بڼوال یادوي او زړه ګواهي ورکوي، چې دا نوی ګل یا پخه مېوه د بڼوال “وړ” ده.
حضرت ابوبکر چې نرم زړی او زړه سواندی دی او پر پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم باندې پر ایمان سربېره د زړه له تله ورته ګران دی؛ نو د عایشې د ورکړې وړاندیز ورته کوي؛ خو عایشه بي بي اوه کلنه انجلۍ ده او محمد صلی الله علیه وآله وسلم له پنځوسو ورهاخوا نارینه دی او په کور کې یې کوشنې لور فاطمه ده، چې مور ته اړینه ده او بهر د ابوجهل او ابولهب په څېرغلیمان لري او ژوند یې سراسر تراخه، خطر، کړاو دی او همدردۍ ته اړ دی. ښکاره ده چې د حضرت ابوبکر اوه کلنه لور د محمد صلی الله علیه وآله وسلم د مېرمنتوب لپاره نه په کارېږي. محمد صلی الله علیه وآله وسلم ،عایشه بي بي نوموي چې په اسلام کې ړومبۍ پېدا شوې انجلۍ او د مسلمانانو د نړۍ د لومړي کهول زېری یې په نامې وي او هم له خپل هم اندي ملګري، حضرت ابوبکر سره خپلوان شي او پر هغه وخت او زمینه کې،خپلوي د دوو انسانانو ترمنځ ټینګ تړاو او اړیکه وه، چې دا د بدوي ټولنپوهنې د منلو وړهم ده. حضرت عایشه بي بي یوازېنی انجلۍ ده چې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم کور ته راغلې او یوازېنی ښځه ده چې ښکلا او ځواني یې د محمد صلی الله علیه وآله وسلم خوښه وه؛ خو ښکلا یې له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره د واده علت نه و؛ ځکه د شپږ اوه کلنۍ انجلی ښکلا له پنځوسو ورهاخوا سړي په احساس کې اغېز درلودای نشي. له حضرت عایشې بي بي سره د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم واده ، له عاقلانه مصلحت سره ګډ یو ” سمبولیک” واده دی او دلته د عشق او هوس خبره بې ځایه ده. عایشه بي بي په مکه کې کور ته نه راولي او دوه کاله روسته، په مدینه کې واده ورسره کوي او پر څه چې باید پوه شو دا دي چې د مصري لیکوال محمد حسنین هیکل په وینا ((کومه مینه یې چې له عایشې سره درلوده، تر واده روسته یې ورسره پېدا شوه او د واده پرمهال نه وه او په دې پار ویلای نشو ، چې دا یې خوښه وه او واده یې کړه… او بارولای نشو چې د پېغمبراکرم په اوه کلنۍ کې خوښه وه )) نوځکه له یوازې ښکلې پېغلې سره یې واده ، چې مینه یې ورسره کوله ، یو عاشقانه واده نه و.
ام المؤمنین حضرت سوده رضی الله عنها:
حضرت سوده د زمعه لور او د خپل تره زوی سکران بن عمر (رض) مېرمن وه. سکران (رض) له ړومبنیو مسلمانانو ځنې و، چې د اسلام په ډېرو سختو ورځو کې یې له خپلې مېرمنې سوده سره پر محمد (صلی الله علیه واله وسلم) ایمان راووړ. د خپلې ګروهې په لار کې یې کړاوونه وزغمل او د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په امر یې له خپل مېړه سره حبشې ته مهاجرت وکړ. تر راستنېدو روسته ، مېړه یې له لاسه ورکړ او بې پناه شوه. تردې روسته له سپېره برخلیک سره مخ شوه؛ ځکه یا باید له ناچارۍ خپلې کورنۍ ته ورستنه شي او نوموړې چې د خپلې کورنۍ پر دیني ګروهو پښې ایښې وې او د نوي دین (اسلام) په لار کې یې د خپلې کورنۍ پر خلاف سرښندنې کړي، اوس نو غاړه ورته کېدي او بوتپالنه او ارتجاع له سره ونیسي او یا له یوه داسې نارینه سره واده وکړي چې ددې او وفات شوي مېړه همشان یې نه دی یا له داسې نارینه سره واده وکړي چې ښه یې نه ایسي. پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم له دې پاکې، مېړنۍ، شرافتمندې او عزتمندې ښځې سره، چې د محمد صلی الله علیه وآله وسلم په لار کې یې ډېر کړاوونه زغملي و، او اوس یې ژوند شیندل شوی، واده کوي او د خدیجې بي بي ځایناستې کوي یې.
ام المؤمنین هند ( ام سلمه ) رضی الله عنها:
هنده بي بي د ابي امیه لور ده، مېړه یې ابوسلمه (عبدالله مخزومي) (رض) یو ستر مجاهد و چې د اُحد په غزا کې ټپي شو او روسته چې له بني اسد سره له جګړې بریالی راستون شو، ټپ یې خوله پراسته او ساه یې ورکړه. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د خپل فداکار یار جنازې ته راغی او دعا یې ورته کړه، په مړینه یې خورا غمجن او ډېر یې وژړل. ام سلمه، کونډه یې بوډۍ وه او له خپل شهید مېړه یې څو کوشني او غټ اولادونه ورته پاتې وو. څلورمیاشتې یې د خپل مېړه ابو سلمه له شهادته تېرې شوې وې او ام سلمې بي بي د خپل ګران مېړه او د پلار مړیو او بې پنا اولادونو په غم کې نهیلی او دردناک ژوند تېراوه او مشران مسلمانان یې د خپل شهید رور د کورنۍ د برخیلک پر وړاندې پازوال موندل؛ نوځکه حضرت ابوبکر مارکه پرې وکړه؛ خو ام سلمه عذر وکړ چې دا اولادونه مې ډېر دي او ځواني مې تېره شوې ده. حضرت عمر هم وړاندیز وکړ، ام سلمه ونه مانه او تېر ځواب یې ورکړ. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ورغی ورته یې وویل: ((له خدایه وغواړه چې د دررسېدلي کړاو بدله درکړي او یوغوره درته ځایناستی کړي)). ام سلمه دردناکه وویل: ((تر ابو سلمه څوک راته غوره دی؟ )) پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم خپله نامه واخېسته؛ خو ویې نه منله او حضراتو ابوبکر او عمر ته یې چې کوم ځواب ورکړی، بیاځلي کړ؛ خو پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ټینګار وکړ او بیاځلي یې د واده وړاندیز ورته وکړ. په پای کې مشرزوی یې، سلمه، پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته ورنکاح کړه. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د خپل شهید یار کونډه او اولادونه په خپلې پناه کې کړل او درانه یې ګڼل. ام سلمه بي بي، تر خدیجې بي بي روسته، یوازینۍ ښځه وه چې د پېغمبراکرم په ژوند کې د خدیجې بي بي د مقام یادېدونکې وه؛ ځکه نه یوازې د خدیجې بي بي د اخلاقي وګړې؛ عقلمنۍ او وړتیا خاونده وه؛ بلکې چلن او بدني جوړښت یې هم ډېر ورتوالی ورسره درلود.
ام المؤمنین رمله (ام حبيبه) رضی الله عنها:
رمله بي بي د ابوسفیان لور او ستره فداکاري یې کړې ده. په مکه کې چې د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم او ابوسفیان ترمنځ سخته مبارزه روانه وه، پر پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم یې ایمان راووړ او له خپل مېړه، عبیدالله بن حجش اسري سره یې حبشې ته هجرت وکړ. هلته یې مېړه د چاپېریال تر اغېزالاندې مسیحي شو؛ خو رمله بي بي پر خپل دین ټینګه ودرېده او مېړه یې په مسافرۍ کې یوازې پرېښووه. نه بې پناه په حبشه کې پاتېدای شوه او نه مکې ته راتلای شوه؛ ځکه پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم او یاران یې مدینې ته مهاجر شوي وو او که ابوسفیان هم پناه ورکوله، شرط به یې دا و، چې له خپلې ګروهې واوړي؛ خو دې د دغسې ستنېدا ننګ نه زغمه. پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم ددې فداکارۍ په بدله کې او هم په دې پار چې یوې شرافتمندې ښځې د ده په لار کې بدمرغۍ ګواښله، نېکمرغه کړي او هم ددې لپاره چې د “ابوسفیان” لور، چې له پېغمبر سره یې سخته مبارزه کوله د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم مېرمن شي ــ او دا یوه له مانا ډکه پېښه وه ــ مارکه پرې وکړه. ومنل شوه او د حبشې پاچا نجاشي شخصاً د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم په استازولۍ نکاح وتړله او مهر یې ورکړ.
ام المؤمنین جویره رضی الله عنها:
جویره د بني المصطلق د ټبره مشر حارث لور ده. په غزا کې، د نصیب ثابت بن قیس برخه شوې وه. جویره پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته راغله، ورته یې وویل، ثابت مې ازادۍ ته ډېرې پيسې غواړي، زه یې نه لرم، په فدیه ورکولو کې مې لاسنیوی وکړه؛ پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وویل: ((ایا تردې غوره نه غواړې؟)) ویې ویل: (( دا به څه وي؟)) ویې ویل: (( فرض دې ورکړم او واده درسره وکړم)). ویې منله او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم یې فدیه ورکړه، ازاده یې کړه او خپله مېرمن یې کړه. په دې تدبیر یې هم د بني مصطلق د ټبر، په تېره ټبرمشر زړه یې رامات کړ او د کینې او دښمنۍ پرځای یې مینه رادبره کړه او هم یې مسلمانان اړ کړل چې خپل اسیران خوشې کړي؛ ځکه له جویرې بي بي سره د پېغمبر اکرم تر واده روسته د بني مصطلق بندیان د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم خپلوان کېدل او نه غلیمان او هېڅ مسلمان ته نه ښایې چې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم خپلوان اسیران کړي. بندیان آزاد شول او ګردو اسلام ومانه او د بني المصطلق ټبر چې د پېغمبراکرم خطرناک دښمن و، ورسره خپل شو. ټبرمشر چې د خپلې لور پوښتنې ګروېګنې ته راغی، مخیره یې کړله چې ورسره ولاړه او یا له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره پاتې شي او دې دویمي ومنل. جویریه تردې وړاندې، د خپل تره زوی عبدالله مېرمن وه.
ام المؤمنین صفیه رضی الله عنها:
صفیه د بني قریظه د ټبرمشرلور ده چې په جګړه کې د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم پر برخه شوې وه. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ازاده پرېښووه چې یا یې خپلې کورنۍ ته ورستنه کړي او یا یې ازاده او خپله مېرمن کړي او دویمي وړاندیز یې ومانه.
ام المؤمنین حضرت میمونه رضی الله عنها:
میمونه د عباس بن عبدالمطلب خینه؛ یعنې د ام فضل خور وه. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له حدیبيې یو کال روسته، د عمرې په نیت مکې ته ورغی او د تړون له مخې یې له درېیو ډېرو ورځو د مېشتېدو حق نه درلود. په دې درېیو ورځو کې یې هڅه کوله چې د خلکو زړونه رامات کړي او په مهربانۍ، ورکړې، بخشش، نېکۍ ، نرمۍ او دوستانه چلنونو، هغه کینې، تاوتریخوالی او تعصبونه چې د کفر مشرانو د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پر ضد رادبره کړي وو، راکم یې کړي او پلمه یې لټوله چې د دوی په خوښه د مسلمانانو تمېدنه اوږده کړي او په دې توګه د خلکو د زړونو راماتولو او تحبیب لپاره ډېر فرصت او مجال ولري.
په دې وخت کې، عباس لا تر اوسه د مشرکانو په لیکه کې و، میمونه یې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته ورمعرفي کړه ، چې په دې څو ورځو کې د مسلمانانو چلن سخت اغېز پرې کړی او اسلام ته لېواله شوې ده. میمونه د عباس خېنه او د خالد بن ولید توړۍ (خاله) وه، هغه خالد چې د قریشو اتل او د اُحد سوبمن و. پردې سربېره، په دې درېیو ورځو کې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم لیده کاتو، چلن او روحي وګړې پر مېمونې اغېز کړی و ، داسې چې د اورینې مینې لمبې یې اسمان ته ختلې وي او وحې هم ددې پاک احساس وستایه. عباس چې ښځې یې واک ورکړی و، چې خور ته یې مېړه غوره کړي؛ نو پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته یې وړاندیز وکړ. اسلام ته د مېمونې ورماتېدنه، له خالد سره یې خپلوي (چي تورې یې د اُحد جګړې برخلیک د مسلمانانو به ماتې او د قریشو پر بریا اړولی و) او د قریشو له غټو کورینو سره د مېمونې خپلوي، هغه عوامل وو، چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم یې اړ کړ چې د عباس وړاندیز ومني. په تېره له دې کاره یې غوښتل چې یوه بله تبلیغاتي ګټنه هم ترې وکړي او د واده مراسم د تمېدو پر روستۍ ورځ ترسره کړي او قریش ډله ییز راوبلي، خواړه ورکړي او داچې تراوسه د مېمونې اسلام ښکاره شوی نه و او د دوی په لیکه کې شمېرل کېده؛ نو له دې سره د پېغمبراکرم واده او په تېره په واده کې د مسلمانانو او مشرکانو ګډون او پر دسترخوان دهغو کسانو کېناستل چې په بدر او احد کې یو له بل سره جنګېدلي وو، دعربانو په احساس کې به اغېز وشیندي او سوړ سیاسي تشیال به تود کړي، لرېوالی او پردیتوب به راکم کړي او هم به په ښار کې پاتېدو ته یوه پلمه وي او په دې شونتیاوو کې، ښایي بې له تبلیغاتي پایلو او روحې زمینه سازۍ، داسې پېښې هم رامخې ته شي یا یې رامخې ته کړای شو، چې د اسلام پر ګټه وي او د حدیبیې له تړونه ډېر څه ترلاسه کړو. د قریشو مشران د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له نخچې خبر وو او په همدې علت یې دده وړاندیز غوڅ رد کړ او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ناچار شو چې د واده مراسم مدینې ته د ستنېدا په لار کې ترسره کړي؛ خو دې واده چې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د قریشو له ځینو غټو وګړیو سره خپلواناوه ، پر دوی بې اغېزې نه و؛ لکه چې تردې ډېر لږ روسته، خالد بن ولید له عمر وعاص او عثمان بن طلحه سره د مدینې لار ونیوه او اسلام ته یې غاړه کېښووه.
ام المؤمنین حضرت حفصه رضی الله عنها
حضرت حفصه بي بي د حضرت عمر لور ده. مېړه یې چې ومړ، سره له دې چې د حضرت عمر لور وه ، څوک یې په لټه کې نشو، چې مېرمن یې کړي؛ خو خپله حضرت عمر په هلو ځلو لاس پورې کړ. لومړی یې حضرت ابوبکر ته وړاندیز وکړ، په دې هیله چې ښایي دوستي به یې په کارشي؛ خو ابوبکر (رض) چوپ شو. په حضرت عثمان پسې ورغی او د خپلې لور وړاندیز یې ورته وکړ او دا هم چوپ شو، حضرت عمر خپه شو او د دوو صمیمي یارانو له ځوابه نهیلی شوه او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته یې له دوی څخه ګیله وکړه. پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم یې د خپګان لرې کولو په باب وویل: (( حفصه هغه ته ورنکاح کړه چې تر ابوبکر او عثمان نه ورته غوره وي)) او په دې توګه پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم لکه څنګه چې له حضراتو ابوبکر، عثمان او علي سره خپلوي کړې وه ، له حضرت عمر سره هم وکړه ، هغه عمر چې د اسلام یو له پر نفوذو او اغېزمنو شخصیتونو څخه ګڼل کېده. د حضرت عمر له هڅو او هم د حضراتو ابوبکر او عثمان له چوپتیا د حضرت حفصې په ښکلا پوهېدای شو، خو غوره ده چې په دې باب د ناوې د پلار خبرې واورو. هغه پېغمبر چې ـــ د مسیحې مبلغانو په وینا ــ پر ښځو او ښکلاوو یې میین دی او هغه ښځه وپېژنو چې د خپلې واکمنۍ په زور کې یې نکاح کړې ده. حضرت عمر خبرېږي چې حفصه له ځوانې او ښکلې عایشې سره د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په ځورولو کې یولاس شوې او په چلن او ځان جوړونې کې د عایشې تقلید کوي، په غوسه ورته وایي: (( لورکې ! ته دې ښځې (عایشه ) ته چې په خپلې ښکلا او پېغمبر ته پر وګرانتوب نازېږي، مه وینه، پرخدای قسم پوهېږم چې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ښه نه ایسې او که یار مې نه وای؛ نو طلاق به یې درکړی وای ))!
ام المؤمنین زینب رضی الله عنها:
زینب بي بي د حزیمه لور او د عبیده بن حارث (رض) مېرمن وه، چې په بدرغزا کې شهید شو او کونډه یې ډېره بوډۍ وه. پېغمبراکرم په داسې وخت کې په مېرمنولی وینوه چې د عمر لمر یې د بام پرڅنډه و او ویې نه غوښتل چې د یو مجاهد شهید کونډه په بوډۍ توب کې بې پناه شي. زینب بې بې دوه کاله ژوندی وه او بې له خدیجې یوازینې ښځه وه ، چې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په مخ کې ومړه. زینب بي بي، سخته متقي، لورینه او نېکچارې ښځه وه او خپل ژوند یې د پلارمړیو او بېوسیو پالنې ته وقف کړی و؛ نوځکه پر ” ام المساکین” یادېده. دا وې د پغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم د حرمسرای مېرمنې!
یادونې وړ ده چې د ګڼ ښځۍ حکم پر اتم هجرې کال نازل شو او ښکاره ده چې دا یوعقل هم نه مني چې باید پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم تردې حکم روسته څلورښځې وساتې او نورې طلاقې کړي.
بل دا، اسلام “ګڼ ښځي” وضع کړې نه ده. له اسلام وړاندې په دې باب هېڅ برید او حد شتون نه درلود او څه چې اسلام راوړي د “ښځوو تحدیدول” دي، نه داچې ” تر څلورو ښځو وکړئ”؛ بلکې “تر څلورو ښځو ډېرې مه کړئ” او دا دواړه یو نه دي. کوم آیتونه چې د “ګڼ ښځۍ” په باب خبرې کوي، که په دقیقه وڅېړل شي؛ نو هم یې ددې فلسفه او هم یې شرایط څرګند کړي. قرآن لومړی خلک د ښځو ترمنځ په عدالت کولو ملزموي او بې درنګه منښته کوي ((چې کله هم عدالت نشئ کړای؛ نو پر یوې بسیاینه وکړئ)) د قرآن دا هنرمندانه او اریانوونکې څرګندونې، څوک چې خبر پېژاندي، د قرآن له روح سره اشنا او د تفاسېرو په تاوکښونو او د ماناوو پر فنونو خبر وي او هم په زړه کې د “ګڼ ښځۍ” هوسونه او هیلې نه لري؛ نو به اسانه به نټه وکړي، چې شرایط او د جواز تنګه یې دومره سخته ده، چې یوازې په وګړیزو یا ټولنیزو مواردو کې د روحي یا اخلاقي الزامونو په پار ترې تېرېدای نشو. وګړیز موارد د قرآن له متنه احساسولای شو. دا حکم د هغو آیتونو په ترڅ کې راغلی چې د پلارمړیو د برخلیک په اړه خبرې کوي او په ډاګه ده په هغو ټولنو کې چې دولتي او پرمختللي ټولنیز تاسیسات نه وي؛ نو بې سرپرستې ښځې او ماشومان سپېره برخلیک لري؛ خو له نېکمرغه ټولنیز موارد یې نوي نسل په سترګو لیدلي او هغه هم د مدنیت په پېړۍ کې، په پرمخ تللو ټولنو، د حقوقي او اقتصادي خپلواکۍ په پېر او په تېره د ښځې شخصیت موندنه او له نارینه سره یې تساوي.
له دویمې نړیوالې جګړې روسته به اروپا او په تېره آلمان، اتریش او پولنډ کې د میلیونونو نارینه وو د منځه تلو له لامله سخت کړکېچ رادبره شو. د کونډو او پلارمړیو د شتون له لامله په دې ټولنو کې فساد، ځوړتیا، اندېښمني او اروایي رنځورۍ راولاړې کړې وې چې د اروپایي ټولنو په روح او اخلاقو کې یې ژور اغېز پرېښود. ښځو د کاتولیک مذهب پر ضد لاریوونه وکړل؛ ځکه بل واده منع کوي او که څوک یې وکړي؛ نو شهوتپال یې بولي او هم هغه روښانفکران چې ګڼ ښځي مطلقاً انساني ضد ښکارنده بولي، نو دا ګردې چارې چې سره وسنجوو؛ نو ددې حکم مانا او موارد به راوښیي چې څه او چېرې دی؟ پر۱۹۵۸ ز کال د الجزایر ملي آزادي غواړې جبهې خپلو غړیو ته سپارښتنه وکړه، چې د شهیدو مجاهدینو له کونډو سره دې واده وکړي، چې شهادت یې د ماشومانو او ښځو د پرېشانۍ او خپګان لامل نشي او د “شهید” کورنۍ د فقر او فساد په لومو کې ونه نښلي. یو ځل بیا وایم، په تېرو وختونو او په تېره لومړنیو ټولنو کې “ګڼ ښځي” نباید په هغې مانا چې نن یې احساسوو، وننګېرو او په ننني وخت یې ووینو.
د پېغمبراکرم د خصوصي ژوند په باب باید پردې ټکي پوه شو ــ او دا یوه روحي او غریزي مساله ده ـــ چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په مدینه کې له یوې مېرمنې هم د اولاد خاوند نه شو، حال داچې دا ښځې بې له حضرت عایشې بي بي ، ټولې کونډې وې او دا د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د ژوند یو له هېښتیاوو ځنې ده. د پېغمبراکرم په ګڼ ښځۍ کې طبعاً ذهن ته یو ټکی راځې چې، بېشکه نوموړی د هر نارینه په څېر، په تېره د عمر په دویمه نیمایي کې د اولاد غوښتونکی و او یوازې د عمر پر روستي کال یې له ماریه بي بي یو زوی درلود چې پاتې نشو، له دې ماشوم سره یې مینه او د ده په مرګ کې یې سخته بې تابي راښیي چې سخت د اولاد درلودو مینوال و؛ خو برخلیک هوډ کړی و چې د عربو د ټولنې (هغه ټولنه چې ویاړنه او شخصیت یې په اولاد درلودو، په تېره زوی کې ګاڼه) له خورا ستر شخصیت یوازې یو اولاد او دا هم لوڼه پاتې شي او څه ښکلی او عقلمن هوډ! که څه پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم یې ډېر وکړاوه.
خو د پېغمبراکرم حرمسرای څنګه دی؟ له جومات سره نښتې څو خاورینې کوټې دي، چهت یې د خرما، د ونې په ښاخونو او پاڼو پټ دی. دعایشې بي بي کوټې په نیمایي کې پوټکی او په پاتې کې ” ډېره نرمه” شګه هواره وه. د ماڼۍ ډیوه د کجورو د ښاخونو سوځېدل دي! او جارګی او خواړه یې ؟ حضرت ابوهرېره داسې څرګندوي: ((تر مړیني په وربشینه روټی موړ نه شو، کله دوه میاشتې تېرېدې؛ خو په کور کې یې اور نه بلېده او په دې وخت کې یې خواړه کجورې او اوبه وې، کله یې له سختې لوږې په ګېډې پورې تیږه تړله… ))!
کله مې چې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم کور او ژوند رایادېږي، چې خپله ځواني او کمال یې له یوې دري اویا کلنې کونډې سره تېر کړ او په بوډاتوب کې له کاره لوېدلیو او اولاد والو کونډو لکه ام سلمه، زینب د خزیمه لور (ام المساکین) او په تېره حفصې بي بي سره مخ شو، کور یې هاغه و، خواړه یې دا وو؛ نو ځان له دې افسوسه بچولای نشم چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم تر دوی ښکلې ښځې درلودای شوی او تردې غوره ژوند. او هم کله چې د ځینو لیکوالو خبرې او لیکنی لولم، چې د پېغمبر د شهوتپالۍ او حرمسرای په باب ګړېږي، له شرمه اندېښمنېدای نشم چې یو انسان، ان لیکوال، تر کومه بریده ننګېنېدای شي او د یو ناوړه او بدرنګ مصلحت په پار د یو ښکلي حقیقت څېره ــ چې د انسان ویاړنه او د تاریخ پانګه ده ــ په دغسې چټلیو لېت پېت او ککړه کړي !))
دا لیکنه راښيي هره انساني ټولنیزه مساله په کومو زماني او مکاني شرایطو کې چې پېښه شوې، ددې شرایطو په پامنيوي یې وڅېړو، نه د اوسني پېر د شرایطو له مخې؛ نوځکه د پېغمبر اکرم ” ګڼ ښځي” هغه انساني ټولنیزه مساله ده، چې د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم د پېر د زماني ، مکانې، ټولنپوهنېزو او ارواپوهنېزو شرایطو په پامنیوي راته تفسیرېدای شي. له ځوانانو مو هیله ده چې په برېښناییزو رسنیو کې چې څه د دیني او ملي ارزښتونو پرضد خپرېږي، په استدلالي ډول ځواب ورکړي، چې بیا لیکوال یې په دغسې ناسنجول شوي چار لاس پورې نه کړي او هم په دویم پړاو کې د پردیو د مفکورو پر وړاندې یرغلزحالت خپل کړي، چې دوی پوه شي اسلام په نوي کهول کې مینوال، اندیالان او منطقي لارویان لري، چې د پردیو د فرهنګي یرغل پر وړاندې حساس دي.
د عرفان، برابرۍ او ازادۍ ترمنځ تړاو
نوی کهول د هېواد راتلونکي مشران دي او داچې مشري څه ده او څنګه ځان سازي وکړي، چې د ټولنې نادودې او پراته خنډونه له منځه یوسي، دا دی د یو دیني اندیال ټولنپوه د شننې پښتو ژباړه دروړاندې کوو، چې په خپلو سیاسې او ټولنيزو سازمانونو او هم په ناستو پاستو او د رسنیو په ګردي مېزونو کې ګټنه ترې کړای شئ.
(( بېشکه طبیعت او انسان دوه بنسټېزې موضوعګانې دي. ددې دوو موضعګانو څېړنې او ترمنځ اړیکو او د انسان ژوند او خوځښتونو لپاره یې باید ټول هغه ښوونځي او تجربې چې په تاریخ کې د دین، فلسفې، یا د بشري فکر او عمل د بېلابېلو څانګو په نامو وړاندې شوي وڅېړو. د دوی یو له بل سره په څېړنه کې ، درېیو بنسټېزو بهيرونو ته وررسو، چې پاتې مسایل فرعي او ترې راولاړ شوي او یا له بېخه دویمه درجه ارزښت لري، درې بهيرونه دادي: یو عرفان بل بربري او درېیم آزادي ده.
عرفان په عمومۍ مانا یې، تل په ختیځ او لویدیځ کې و؛ خو داچې وايي عرفان له ختیځه راولاړ شوی او په تېره یوه شرقي څېره یې ورکړې علت یې دا نه دی چې یوازې شرق عرفان ته څوبتیا لري؛ بلکې داچې تمدن په ختیځ کې پیل شوی او دا ځای د سترو اندو، فرهنګونو او ادیانو زوکړه وه؛ نو خود په خوده عرفان هم باید له همدې ځایه پیلېده؛ خو په وحشي مېشتې غربي نیمه کره کې، انسان تر اوسه د تمدن پړاو ته وررسېدلی نه و؛ نوځکه خود به خوده د اوچت عرفان خاوندېدای نشو، که نه له آره عرفان، د انساني فطرت برخه ده. ان په نظر مې ((داروین)) چې چارې یې د مادیتوب په پار غندلېږي، د انسان د معنویت ستر ازبادوونکی دی. داروین په علمي ژبه وایي:
((تکامل به نا انسانانو؛ یعنې نباتاتو او حیواناتو کې په مادي، بدني او فېزيولوژیک بڼه و: نباتاتو پراختیا ومونده، روسته امېبونه او څاروي رامنځ ته شوي او هر ډول یې په خپل کامل ډول تبدیل شوي، بیا ړومبی انسان چې خورا کامل څاروی و، تکامل موندلی او مثلاً د لاسونو د ورغویو وېښته یې لوېدلي او تندی یې پراخ شوی، ولي یې شاته تللي او لکۍ یې لوېدلې او پر خپلو پښو درېدلی او انسان رامنځ ته شوی دی))
خو له دې شېبې روسته به ددې انسان تکامل نه له بدني پلوه؛ بلکې په دننه او د انسان په مانا کې دوام ومومي. له خپل مخکېني انسانه ــ چې بېزو ډولی وــ د انسان جلا کوونکی څپرکی او برید د عرفاني حس رادبرېدل و؛ هغه حس چې له آره انساني پړاو پرې پیلېږي. نوځکه په لروبر کې همدې لومړني انسان یو عرفاني احساس درلود؛ خو نهایت داچې یو ړومبنی او ابتدایي عرفان و؛ نو ښوونځییز او پوهنیز ارزښت نلري، که نه کوم احساس چې د انسان د یو کاڼي او بوت په باب لري، کوم تقدسي احساس چې د ځینو څیزونو به باب لري او کومه پټه او مرموزه اړیکه چې ورسره احساسوي، د ده د عرفاني احساس او عرفاني ځانګړنې زوکړه ده. منتهی په دې پار چې انسان بدوي او ړومبنی دی؛ نو دا سمبولونه (او نښې) هم څه ارزښت نه لري. په ختیځ کې چې عرفان دومره ژورتیا او عظمت پیدا کړی علت یې دا دی، چې دلته تمدن او فرهنګ په اوچته کچه و. د هر دین پرمختګ ددې دین د لارویانو په پرمختګ پورې اړه لري. وینو هندوان چې د مسلمانانو له نظره ــ همدا سل کاله وړاندې ــ د ځوړتیا، انحطاط، روسته پاتېتوب، شرک، جهل، ناپوهۍ او غوانمانځنې ښکارندوی وو، همدا اوس د هندو دین پېژندلو ته دومره کتابونه لیکي چې د اسلام په اړه له لیکل شویو کتابونو سره د پرتلنې وړ نه دي. ((رادها کویشانان)) د غوا د تقدس او سپېڅلتیا په هکله یوه فلسفي مخونه لري، چې موږ اوس د توحید په اړه دغسې یو کتاب نه لرو. په اوسني وخت کې هندو اندیالان، د شرک او د هند د بې شمېره خدایانو په باب یو ډول انګېرنه، مخونه او تفسیر لري چې د نړۍ په اوچتو فلسفي افکارو کې د اوڅار وړ ده. حال دا موږ، یو زښت ډېر مترقي دین لرو ــ چې لږ تر لږه له تاریخي پلوه د هندو له دینه دوه زره کاله مخکې او ښه کامل دی ــ خو داچې تشلاسي یو، د اسلام دین دغسې انځورېږي چې یې وینو او د پردیو له نظره یو هسې څیز دی[5].
په هرحال عرفان یو فکري بهیر دی چې له انساني فطرته یې سرچینه اخستې. له عرفانه مطلب په ټولېزه مانا یې، په طبیعي نړۍ کې بشري دنننی اندېښنې احساس دی، داسې که څوک دا اندېښنه نه لري؛ نو معلومېږي چې لا تراوسه د انسان د نوعیت ډګر ته ورننوتی نه دی، یوازې لکۍ یې لوېدلې او ویښتان یې توی شوي، که نه شونې نه ده چې انسان په مادي ژوند او نړۍ کې، د اسمان او طبیعت په اړه د اندېښنی ننګېرنه ونه لري. یعنې څومره چې انسان، انسانېږي، داسې اړتیاوې احساسوي چې طبیعت یې ورپوره کولای نشي. ولې ؟ ځکه طبیعت یو کور دی چې انسان ، غوا، څاروي او نبات یو ځای پکې اوسي او طبیعت د څارویو د اړتیاوو له مخې جوړ شوی. انسان چې په طبیعت کې رادبره شوی داسي اړتیاوې لري چې طبیعت؛ یعنې د ده او څاروی ګډ کور یې اړتیاوې ورپوره کولای نشي؛ نوځکه په نړۍ کې کمښت، له نړۍ سره د پردیتوب او غربت ننګېرنه پکې رادبره کېږي او دا تنده او غربت پکې، اړتیا رامنځ ته کوي داسې اړتیا چې په بشر کې د عرفاني روح د تجلا آرېزه سرچینه ده؛ نو طبیعي ده انسان د خپلو اړتیاوو پوره کولو ته څه چې په نړۍ کې نشته په اړه یې غور وکړي او د اوچتو اړتیاوو ــ چې له مادې ورهاخوا دي ـــ ترلاسه کولو لپاره او هم هغو ځایونو ته د ورتلو لپاره چې احساسوي دده ځای دی ، د طبیعت ورهاخوا ته پاملرنه وکړي؛ ځکه انسان څومره چې له طبیعته ډېره وده کوي، ترې پردی کېږي او په پایله کې غربت او یوازېتوب احساسوي او د یوازېتوب مخنیوي او له غربته د تېښتې لپاره داسې یوې نړۍ ته پاملرنه کوي چې دلته نشته. داسې یوه نړۍ چې دلته نشته او غیب ده؛ نوځکه په خورا لنډو ویلای شو، چې عرفان د غیبو د پېژندنې او ورتلو لپاره د انساني فطرت تجلا ده؛ خو غیب چېرې دی؟ په ټولیز ډول وایم، چې انسان له آره غیب جو او غیب لټوونکی دی او له بېخه د حرکت او تکامل عامل یې هم، همدا د غیبو لټونه ده. که انسان ته مشهود او محسوس څیزونه بس وي؛ نو تمېږي؛ خو داچې بس نه دي، په خوځښت راځې او دا خوځښت یې تکامل تضمینوي. نوځکه د مادیونو پر خلاف چې وایي غیبو ته د انسان څوبتیا یې د ځوړتیا لامل دی؛ خو شتو ته د انسان ورلېوالتیا یې د ځوړتیا لاملېږي. د هغو ارزښتونو خوا ته ورتلل چې په طبیعت کې نشته، انسان د طبیعت له محدود بريده پورته وربوځي او مانیز، نوعي او ذاتي تکامل یې تضمینوي. نوځکه عرفان په انسان کې بله یوه ډیوه ده، یوه اړیکه ده چې مادي انسان په یو نامادي موجود بدلوي، چې د طبیعت له تشیاله ورجیګ او د طبیعت له سطحي ډېر هسک شوی دی. یوه اړیکه ده چې دهغه څه پر لور یې ورځغلوي، چې دلته نشته او دا یې مانیز تکامل دی. ټول ادیان بې له هغو احکامو، چې د ژوند، اقتصاد، سیاست و اخلاقو به باب لري ، یوه عرفانی جوړه لري. له آره د هر دین زڼي همدا عرفاني احساس دی، که دین شرقي وي یا غربي، که شرک وي یا توحید توپیر نه لري او دا د دین په ډول او تکاملې درجې پورې اړه لري. که له انسانه عرفاني احساس واخستل شي، بې درنګه د یو خورا کامل، ځیرک، غښتلي، پر طبیعت او خپلو اړتیاوو برلاس یو حیوان په بڼه کېږي، حال دا انسان تردې وراوچت دی. عرفاني احساس دی چې انسان ته فضیلت، غوراوی، عزت او کرامت ورکوي او څومره چې انسان تکامل مومي، اړتیا او تنده یې سختېږي. لکه چې وینو کامل تر انسانان، خورا ناراضیان هم دي. د کومو انسانانو چې مانیز تکامل ډېر او اړتیاوې یې اوچتې دي؛ نو مادي نعمتونه ورته کوشني دي او د طبیعت بېوسي یې تر ورمړولو ډېره ده او دا یو ښکاره چار دی، ان که مادي انسانان هم په پام کې نیسو چې انساني تکامل یې پیدا کړی؛ خو پر خدای او غیبو ګروهن نه دي لکه : داستایوسکي، سارتر او یا آلبرکامو، وینو دوی له فکري پلوه مادي دي؛ خو له روحی پلوه مادي نه دي؛ ځکه فکر او روحي احساس یې تکامل پیدا کړی او [ العیاذ بالله] د خدای له نشتونه تاسف احساسوي.[6]
دا مطلب ډېر راښکونی دی چې سارتر نور د نولسمې پېړۍ والو په څېر نه وایې چې خدای نشته او دین یوه خرافه او د انسان د بدمرغۍ عامل دی؛ بلکې وایي د خدای نشتون، انسان، ژوند او ګرده هستي احمقه، بې پايلې او بې مانا کړې ده؛ خو څه کار وکړو چې دغسې ده. معلومېږي سارتر چې خدای له طبیعته اخلي؛ نو طبیعت د انسان ژوند او اړتیاوو ته تنګ، احمق، بې شعوره، بې احساسه او نارسا انګېري. نوموړی په طبیعت کې د انسان پردیتوب او غربت تاییدوي او تش پر خدای ګروهن نه دی. ان ګروهن دی که خدای راواخلو؛ نو هر کار مجاز دی؛ ځکه یوازې همدا دی چې خیر و شر ته مخونه ورکولای شي که نه خدای نه وي ؛ لکه هغه کور، چې هېڅوک او هېڅ کتونکی پکې نشته، په دې کور کې دا مطلب چې: څنګه کېنئ؟ څنګه جامې اغوندئ؟ څنګه چلېږئ؟ په هغه کور کې چئ څارن درباندې نه وي؛ نو مؤدب یا نامؤدبه کېناستل پکې بې مانا دي مؤدب کېناستو او نامؤدب کېناستو، د ښکلا او بدرنګۍ، ښه چلن او بد چلن او ښې خبرې او بدې خبرې ترمنځ توپیر هله وي چې کوم څارن وي. که په طبیعت کې لیدونکې سترګه نه وي، چې د خاین او چوپړیال ترمنځ څارنه وکړي، هغه وڅاري چې ځان د یو ارزش او ایمان په لار کې ځار کړي او هغه چې نور د ځان لپاره ځاروي ترمنځ یې توپیر نشته او ټول یو د بل په څېر دي؛ ځکه له دې اعمالو دباندې کوم مطلق ملاک او کچه نشته.
همدا ټکې ښیي چې دې ډلې ته د خدای او دین نشتوالی یو کمښت دی؛ خو په هرحال داچې له فکري پلوه پرې ګروهن نه دي، دا کمښت د انسان یوازېتوب، محکومیت، بدمرغي او غربت مني. دا چار ښيي چې د انسان د فطرت وده د طبیعت تر ودې او د طبیعت له پولې اوچته ده او که په انسان کې عرفاني اندېښنه نه وي؛ نو له مانيز پلوه وچ او کلکېږي. لکه چې ننني تمدن بې له خدایه وده کړې او واقعاً تمدن یې رادبره کړې؛ خو متمدنه ټولنه، نه متمدن انسان. حال دا، په تېرو کې مو متمدن انسانان؛ خو روسته پاتې ټولنه درلوده. عرفان د انسان فرهنګي، معنوي او وجودي کرامت تر مطلق هسکتوب؛ تر خدایه، تضمینوي.
دا یو له درېیو (عرفان، برابري، آزادي) فکري بهیرونو څخه دی؛ خو عرفان په ختیځ کې روسته دین ته ورننوتلی او دین هم لږ لږ د روخانیت نظام خپل کړ او یوه طبقه یې جوړه کړه او داچې د واکمنې طبقې برخه وه، د ټولنيزې وضع له پلوه په نورو واکمنو طبقو پورې ونښلول شوه او په پایله کې او متاسفانه عرفان او دین د واکمنې طبقې پر ګټه او د خلکو، د انسان د ودې او ازاد انساني فطرت پر ضد پر خرافاتو او مخونو واوړېدل او د انسان مادي او معنوي تکامل ته زولنې شوې. ناچار څوک چې په آزادۍ پسې ګرځېدل، خود په خوده د دغسې یو دین پر وړاندې ودرېدل او چاره یې هم نه درلوده. په اروپا کې له راغلې آزادۍ تمه نه لرو چې د اسلام حقیقت له قرآن او د مسیحیت حقیقت له تاریخه راوباسي؛ ځکه خپله روحانیون چې دا حقیقت نه راسپړي؛ نو څنګه له یوه لیکواله، یو عدالت غواړي یا اروپایي کارګرې طبقې تمه لرئ چې حقیقت رادباندې کړي؟ په دې توګه، نوي افکار چې د انسان د آزادۍ او د علم او عقل د ودې په لټه کې وو؛ خود په خوده د دین پر وړاندې ودرېدل او (مسیحیي اړول شوی) دین هم چې د منځنیو پېړیو د متحجرو متولیانو په لاس کې لوېدلی و ــ او په دې بڼه کې یې ارتجاعي او انسانی ضد ونډه درلوده ــ د نوي خوځښت پر وړاندې ودرېد او خود په خوده برخلیک یې په اروپا او روسته په ګرده نړۍ کې په ویل شوې بڼه شو: له بېخه د انسان ازادېدل له هغو زولنو او ولچکو ځنې راخوشې کېدل دي چې د دین په نامې یې انسان بندي کړی. البته له دیني زولنو او قیدو بندنو مې مطلب هغه څیزونه دي، چې په اسلام، مسیحیت، یهودیت، هندو دین او هر ځای کې د روحانیت نظام د انسان پر افکارو ورتپلي. له پیله په اروپا کې ددې نوي فکر رادبرېدل، د انسانی مسایلو، برابرۍ، عدالت او د انسان د اصالت په پار و، داسې مسایل چې د انسان د افکارو او همېشني ارمانونو ځنې دي. خو په اتلسمې او نولسمې پېړیو کې چې ماشین پيدا شو؛ نو طبقاتي تضاد، ظلم او د خلکو غنا او فقرلا ډېر کړ او دا وضع د تېرې وضع پر خلاف وه چې یو ځمکوال ته شل یا دېرشو بزګرانو کار کاوه:
یو بزګر په کال کې څومر تولید کړای شو؟ فرض کړئ پینځه خرواره غنم یې تولیدول، چې له دې یې یو خروار تخم ته لګېدل، یو خروار اوبخور،سرې او د کروندې نورو څیزونو ته یو خروار خپله بزګر اخستل، درې نور ځمکوال ته په زبېښناک کې ورپاتېدل او له دې ډېر یې زبېښاک نه شو کړای، ولې؟ ځکه بزګر تردې ډېر تولیدولای نشو؛ نو زبېښاک په تېرو کې تل یو ثابت حالت درلود او په ټیټه کچه و. که چا غوښتل ګټه ترلاسه کړي، باید ډېر وګړي بزګرۍ ته وګوماري؛ یعنې داچې تولید یې ډېرولای نشو ، باید تولیدوونکې ډېر کړي لکه زر بزګران کړي او له هر یوه دوه خرواره واخلي، چې په پایله کې دوه زره خرواره غنم استثمار کړي. دا کارهم ناشونی و؛ ځکه دومره ځمکه او اوبه نو وې، چې ځمکوال بزګران ورته ونیسي؛ نو داچې ځمکه، اوبه او د بزګر د کار کچه محدوده وه، تولید تل ثابت پاتې کېده. البته په کال کې د اورښت په پار پنځوس منه ډېرېدل او یو کال د سوکړې په پار سل منه کمېدل. خو په هر حال تولید تل ثابت و؛ خو په اتلسمې او نولسمې پېړیو کې ماشین راډګر ته شو او تولید یې سل ګرایه ډېر کړ؛ یعنې همدا بزګر چې کله کارګر شو او د ماشین خوا ته ودرېد، د ماشین چټکي لس، شل او سل ګرایه شوه. پینځه موچیانو چې یو ارباب ته کارکاوه، د ورځې یې لس تر پینځلسو جوړې بوټان ګنډلای شول؛ خو همدوی که په ماشین کار وکړي د ورځې زر جوړې ګنډي؛ یعنې تولید سل ګرایه شو، حال داچې د نړۍ په هېڅ ځای کې د کارګر حقوق سل ګرایه شوي نه دي، فرضاً دوه یا درې ګرایه شوي، پاتې ارباب وړل؛ هو په تېرو کې یې له پینځو دوه برخې وړې. دا زبیښاک لامل شو چې یوې خوا ته شتمني ډېری شي او بل خوا ته فقر ډېر شي.
بزګر په تېرو کې په کور کې څو غواګانې، پسونه او چرګان ساتلی شوای او خوراک یې له همدې وه، کوشنی پټی یې کره، همداراز د تولید وزلې لکه خر، یوم، مېتۍ د بزګر وې؛ نوځکه بزګر په عین حال ګې یو ډول مالک هم و. خو کله چې بزګر کارګر کېږي، ګهیځ چې له کوره وځي، ږيره خروي د کار جامې اغوندي او د اتو ساعتونو کار لپاره د خپل مټ قوت له ځان سره وړي، بل هېڅ ورسره نه وي، د موټر کرایه ورکوي او چې کور ته راستنېږي مثلاً سل افغانۍ ورکوي او هره ورځ یې ماشین لاجذبوي داسې چې د غفلت یوه دقیقه وخت نه لري. خو بزګر یو ازاد انسان دی، چي په یوه کال کې پینځه میاشتې کار کوي او خپل کار هم خپله غوره کوي او ازادي احساسوي؛ خو کارګر ته د ازادۍ احساس او ان د یوې دقېقې سوچ شونتیا او دیوې دقیقې تېښته نشته. په دې توګه طبقاتي تضاد خپل اوج ته ورسېد او ان تردې هم بدتر شو. پخوانۍ پانګې چې په زرګونو څانګو، کارخونو او تجارتخانو کې خپرې ورې وې ، اوس د پینځو، لسو او شلو تنو په لاسونو کې راغونډې او نور بې وسلې او کارګران کېږي.
په دې حال کې عدالت او برابرۍ ته د ادیانو او انسانانو همېشنی هیله او فکر له یوې فاجعې او د انسان له نفې سره مخ شوه او انسانان، ټولنې او ملتونه په دوو دشمنو وحشتناکو اړخونو واوړېدل چې یو د بل وینې یې رودلې او موخه هم معلومه نه وه او ماناوې، ارزښتونه او معنویات هم له منځه ولاړل. په دې اړه د انسان د آزاد وجدان غبرګون خود په خوده مبارزه وه؛ نوځکه مبارزې سرتاسري اروپا او ورپسې اسیا او افریقا راونغاړله او نن دا اندود تر مورنې ځای یې (یعنې اروپا) په آسیا، افریقا او لاتیني امریکا کې ډېر دی.
له پانګوالۍ ، وحشتناک زبېښاک، په ماشیني نظام کې د کارګر مسخ او په پانګوالي نظام کې د پانګوال مسخ ــ چې په یو سکه پالي موږک یې اړولی او بې له راټولولو بل هېڅ څيز نه احساسوي او کارګر یې هم پرماشین بدل کړی، چې تر استهلاکه کار وکړي او لرې واچول شي او خپلې مانېزې او انساني ودې ته هم هېڅ مجال نه لري ــ د دې ټولو ناخوالو پر ضد مبارزې ته بېلابېل ښوونځي رادبره شول.
مبارزه په نړیواله کچه په جلا جلا نامو پیل شوه؛ خو افسوس دې خوځښت ددې پرځای چې د خلکو پر لور او په نړۍ کې د طبقاتي عدالت او د انسانانو د عادلانه اړیکو د تنظیمولو لار خپله کړي، د دین پر ضد یې وده وکړه؛ ځکه دین د واکمن غونډالونو (نظامونو) او هغې روحاني طبقې په لاس کې و چې اصولاً یې د واکمن نظام د واکمن به اوږو کې وده کړې وه. ادیانو په خپل راتګ کې واکمنه طبقه نه درلوده. د اسلام یو له ځانګړنو همدا وه. د لاتینې امریکا د یوې انقلابي ډلې په لیکنه کې مې همدا مطلب ولوست چې یوه ویاړنه مو دا ده، چې مولد او اندیال (متفکر) نه لرو او ویشل شوي نه یو، چې انقلابي به کار کوي او اندیال به اند کوي او ایدیالوژي به جوړوي؛ ځکه موږ ټول یو یو، هماغه چې ایدیالوژي تبلیغوي عمل هم کوي او هماغه چې عمل کوی فکر هم کوي، موږ ټول یو یو. دا مطلب په اسلام کې یو څرګند او حل شوی چار دی. اصلاً د صدر اسلام مجاهدین او د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم اصحاب کوم یو یې اندیال دی کوم یو یې مجاهد دی، کوم یو يې عامل دی، کوم یو یې روحاني دی؟ هډو دا ویشنه نشته. دلته هر څوک، هم اسلام تبلیغوي، هم خپله جنګېږي او هم په خپل پټي، بڼ او پووندګرۍ کې بوخت دی؛ یعنې هم کارګر دی او هم عملي مبارز او هم اندیال دی.
روسته ویشنه راپیدا کېږي او روحاني د یوې رسمې طبقې بڼه خپلوي. رسمي طبقه داچې معمولاً باید د طبقاتي وضع او هم د خپلې طبقې د پیوندونو پر ګټه کار وکړي او رسمي دین په ږیرې پورې ورتړي، خلک غولوي او په دې توګه رسمي دین خود په خوده د دې خوځښت پر وړاندې درېږي. په اروپا کې تر خپلې روستۍ سلګۍ ــ او همدا اوس هم ــ ورپسې په لاتینې امریکا او هرځای کې چې خوځښت پیل شو، رسمي ادیان یې پر وړاندې ودرېدل او دا (خوځښت) یې د دین په نامې نه؛ بلکې په بلې نامې وغانده؛ نوځکه مطلب په عمومي افکارو کې داسې مطرح شو: هډو دین د یو لږه کي پر ګټه او د خلکو پر زیان د شته وضع مخونې ته یوه وزله ده او عملاً هم وینو همدغسې ده. یو خوځښت اصلاً له دین سره څه کار نه لري او غواړي یو شمېر له زبېښاکه وژغوري؛ خو رسمي دین یې تکفېروي، د کفر ټاپې پرې وهي؛ نو معلومېږي چې دلته هډو دین نشته، عرفان او معنویت دروغ دي؛ بلکې د شته وضع ټینګښت او تثبیت ته یوه وزله ده. متأسفانه دې خوځښت په اروپا کې چې البته عدالت غواړی او د طبقاتو او خلکو د برابرۍ پلوی و ــ یعنې هماغه ارمانونه چې په دین کې هم شته ــ د دین پرضد خوځښت بڼه خپله کړه. سوسیالېزم په بېلابېلو بڼو پیدا او په اروپا او نړۍ کې یې وده وکړه. په دې پسې درېیم خوځښت، په تېره له نړیوالې دویمې جګړې روسته وده ومونده. داچې عرفان په دین کې و او دین د اروپا د خلکو د ژوند له ډګره څنډې ته شو او په دین کې مسیحي شیخان او لارویان یې پاتې شول. کله چې دین د ننني ټولنیز ژوند او د نوي کهول له فکري ډګره څنډې ته شو؛ نو پرځ ای یې سوسیالېزم راغی؛ خو دوی هم په نولسمه پېړۍ کې چې کومې موخې درلودې ترلاسه یې نکړې؛ ځکه سل کاله وړاندې مو په اروپا کې سوسیالستي انقلابونه درلودل، انقلابي کارګران ول او پانګوالي مخ پر منځه تلو وه؛ خو اوس تر سلو کالو روسته اروپایي کارګران هاغسې نه دي، په تېره آلمان چې کارګري خوځښت یې تر ټولو وړاندې و؛ خو اوس تر ګردو روسته دی؛ داسې چې د جرمني کارګره طبقه ددې هېواد تر کاتولیکانو او پروتستانو ډېره ښي لاسې ده او تر دویمې نړیوالې جګړې روسته یې په دېرشو کلونو کې یو کارګري اعتصاب نه درلود؛ خو سل کاله وړاندې یې، تر مارکس مخکې مشر ((پرودون)) و.
په هر حال د اروپا پانګوالۍ په ټولیز ډول سوسیالیستي انقلاب منتفي کړای شو. اوس د چین سوسیالېزم[7] بند او ډپ لارې ته وررسیدلی او د شوروي[8] او د تاریخ برخه کړ.
د نولسمې پېړۍ آزادي غواړیو احساسوله، که په ټولنه کې سوسیالیستي نظام پلی شي، انسان د ((مادي پالۍ)) له بنده ازادېږي او طبقاتي تضاد او د ګټو تضاد به نه وي، دا تضادونه چې نه وي؛ نو جګړې به هم نه وي، جګړې تضاد او زبېښاک چې نه وي، انساني ټول قوتونه سره یو ځای کېږي او د دوی تکامل او معنوي ودې ته به وکارېږي. دا ګردې د نولسمې پېړۍ د سوسیالیستانو هیلې وې او ومو لیدل هماغه سوسیالستي نظام چې د انسانانو آزادي غوښته وه، تر راتګ روسته یې ټول د یو رهبر او مشر مریان کړل او سوسیالېزم د وګړپالۍ، ګوند پالۍ او ورپسې د دولت پالۍ بڼه خپله کړه. ((پردون)) په یو لیک کې مارکس ته لیکلي: (( باید ډېر په عاجزۍ یو کار وکړو او یوازې خلک پوه کړو او ځان پر خلکو د آمر او ناهي په بڼه ور ونه تپو او په نړۍ کې د یو نوي دین او ډلې ټپلې بنسټګر نه شوو؛ ځکه له دې ډارېږم چې ښوونځی دې سبا د دولت پالۍ بڼه خپله کړي او د خدای ځایناستی شي)) او ومو لیدل چې وړاندوینه یې سمه وخته. په افکارو او ازاد خیالو کې له مارکسیزمه خپګان او زړه بداوی، د یو نوي ښوونځي په بڼه وځلېد او په وینا یې دا خپګان هم د دین نفی کوونکی دی، چې انسان د خدای یا خدایانو نمانځنې ته وربولي او هم مارکسیزم، چې انسان دولت نمانځنې ته ورکاږی ځکه شتمني چې د دولت په لاس کې وي او دولت د مراتبو په لړۍ ټاکل کېږي او د مراتبو لړۍ هم د ثابتو او بیوروکراتو مراتبو په لړۍ بدلېږي؛ نو دولت به د یو همیشني بانډ په بڼه شي. په دغسې غونډال (نظام) کې هېڅوک کار نشي کړای او هېڅ وخت ځان ژغورلای نشي؛ ځکه هیچاته شتمني او مالي شونتیاوي نشته او ټول د یو وحشتناک تشکیلات کار مندانېږي، چې په مشر پای ته رسي. او هېښنده ده ، همدا ښوونځی چې ړومبی نظریه یې په تاریخ کې د شخصیت او وګړې نفې ده ـ ځکه وایي شخصیت په تاریخ کې هېڅ ونډه نه لري ــ د شخصیت د ودې او پیدایښت لپاره د ستر ښوونځې بڼه خپلوي او ان ښوونځی یې د وګړیو او اشخاصو په نامې کېږي. مارکسېزم، لیننېزم ، تېتېزم، تروتسکېزم ، ماوېزم او کاسترېزم. خو موږ چې دیني یو، که له چا سره د محمدي په نامې خبرې وکړو، هډو نه پوهېږو چې د چا په هکله خبرې کوو؛ ځکه موږ دینوال، سره له دې چې پر پېغمبر پالۍ تورن یو او پېغمبر تر ګرد بشره اوچت بولو، دومره وګړپالي نه لرو؛ خو دوی چې شخصیت نفې کوي او وایي چې شخصیت او اتل هډو په بشري ژوند او تاریخ کې کوشنی شان ته دخالت نه لري؛ نو د دوی ښوونځي د مشرپالۍ او د فاشېزم یوه بله بڼه خپله کړې ده.
دویمې نړیوالې جګړې، ډېرې بنسټیزې چارې وکړې، یو داچې دین یې دوه ځل په جدي بڼه اوڅار کړ، بل دا علم یې له ټولو ادعاو وغورځاوه او درېیم دا مارکسېزم یې ناچله کړ؛ ځکه اقتصادي او انساني ستونزاواری یې ونشو کړای او له همدې ځایه د اګزیستانسیالېزم (هستي پالنه) وده مطرح شوه. البته اګزیستانسیالېزم په نولسمې پېړۍ او تردې مخکې هم و، زموږ په عرفان کې هم شته (ځکه اصلاً عرفان یوه وجودي فلسفه ده) خو اوس په نړۍ کې په نوې بڼه اوڅار شوی او ډډه یې پر انسان ده. وايي ټول تاریخ بې له انسانه د خبرو لپاره دی او یا د خدای اصالت دی چې غواړي انسان ور اېل (تابع) کړي؛ نوځکه اګزیستانسیالېزم پر انسان ډډې وهلو ته راستنېږي ورته وایي: خپله ودرېږه او وویینه څه دي، له ځان سره سوچ وکړه او وکسه، ځکه تل د انسان سترګې له ځانه دباندې؛ خدایانو، پاکو او ناپاکو ارواحو ته وي او په ننني نظام کې هم چې دین ته یې ورشا کړې، په مادي ژوند پورې ورنښتي او ټول وخت یې د پلاني او پلاني څیز راوړو او زیاتولو ته لګېږي، له ځانه دباندې وتلی، ځان یې هېر کړی او په اعتباري څیزونو پسې ګرځي. دلته کوم څیز چې هېر شوی، خپله انسان دی او ((انا یا زه)) د یو وجود په توګه چې هډو په اړه یې سوچ نه کوم او د خپلو وجودي ارزښتونو مسخ، ټکني کېدو او ځنډېدو ته مې ورپام نه دی.
نوځکه اګزیستانسیالېزم هم د انسان وجود ته یو ډول اصالت ورکونه ده؛ نو درې بهیره شول:
لومړی بهیر: د انسان او هستۍ په اړه مانیز (معنوي) دی؛ عرفان ، دانسان په نړۍ لید کې دا ستره اړیکه اوڅاروي.
دویم بهیر: دا بهیر په سوسیالېزم، کمونېزم او ګردو ښوونځیو کې وړاندې کېږي چې د انسان د برابرۍ او د تضاد د نفې په باب خبرې کوي. دوی یوازې د ټولنې د دوو اړخونو طبقاتي اړیکه تنظيموي: د بزګر او ارباب اړیکه، د پانګوال او کارګر اړیکه او هم د ټولنيزي اړیکې به باب فکر کوي؛ خو عرفان د نړۍ ، انسان او هستۍ اړیکه او څاروي.
درېیم بهیر: اګزیستانسیالېزم دی چې وایي ، عرفان او سوسالېزم انسان هېروي او یا یې له بهرنۍ موضوع سره لاس ګرېوانوي؛ په سوسیالېزم کې عدالت، پانګوالي، سیاسې او طبقاتي جګړه او په عرفان کې غیبي او مانیزه (معنوي) اړیکه ده؛ خو دواړو (سوسیالېزم او عرفان) انسان هېر کړی؛ نو خپله انسان ته ورګرځوو او پرهغه څیز ورونښلوو چې هم دین او هم سوسیالېزم یې له انسانه اخلي(؛یعنې) پر انسانې ازادۍ ورونښلوو. زه د آزادی او اختیار خاوند یم؛ خو سوسیالېزم ټول نوښتونه اخستي او دولت ته یې ورسپارلي، زما پر ځای هوډ کوي، کړلارې راجوړوي او زما د تولید او لګښت برخلیک ټاکي او د یو تشکیلاتی مرتبو په لړۍ او کړلارې کې مې نفې کوي؛ نوځکه ازادي مې هم راڅخه اخلي. دین هم هر څه له خدایه ــ چې د انسان له ذاته بهر دی ــ غواړي؛ نوځکه دین هم د انسان ازادي سلبوي؛ نو خپله انسان ته وروګرځوو او ووایو ته یو موجود یې، ته به طبیعت کې یې، له طبیعت سره پردی او [ العیاذ باالله] کوم خدای هم نشته او کومه اړیکه هم نشته؛ نوځکه په خپلو ذاتي ارزښتونو پورې دې ونښله، وده او تکامل ورکړه او خپله وجودي اندېښنه دې مړه کړه، پرې بوخت شه او ځواب ورکړه. ته یوازې او یوازې یو څیز یې چې ګرد ارزښتونه ترې زیږېږي او دا ستا اختیار او مطلقه ازادي ده. ټول ارزښتونه هله شتون لري چې آزادي وي؛ خو که آزادي درنه واخلي، ارزښتونه به هم نه وي او ته به د نورو ځواکونو یو بنده یې: دولت یا خدای.
اوس ددې درېیو بهيرونو کمزوري ټکي وینو: د شته رسمي [مسیحي اړول شوي] دین د کمزورۍ ټکی دا دی، چې واقعاً انسان له انسان والي وباسي او د ده له وس دباندې غیبي ځواکونو ته یې یو هلیمن ګدا بنده کوي، انسان له خپلې ارادې پردی او خلع کوي.
د سوسیالیزم د کمزورۍ ټکی دا دی چې انسان یې په ماده پالنې پورې ورنښلولی او په عمل کې سوسیالېزم، دولت پالی شوی دی او روسته دولت پالي هم د دولت رئیس او مشرپالي شوې ده او که مشر د استالین په څېر یو بېشعوره انسان وي؛ نو باید د سوسیالېزم په باب خپل ټول فلسفي افکارــ چې یوه علمي ویینه ده – له خپل ښاغلي مشره زده کړو! او هر څه یې چې ولیکل راته د کاڼي کرښه ده.
که څه هم اګزیستانسیالېزم د انسان په وجودي اصالت او آزادۍ ډډه لګوي؛ خو کمزوری ټکی یې دا دی، کله چې خدای او ټولنیزمسایل نفې کوي او انسان ته ورګرځي؛ نو دا چار خو انسان په هوا کې ځړوند ساتي، چې ازاد یم او هر څیز وټاکم او بل هېڅ ملاک او کچه هم نه وي؛ نو دا پوښتنه اوڅارېږي، په کوم دلیل ((ښه)) غوره او ((بد)) نفې کړم ؟ اګزیستانسیالېزم هېڅ ځواب راته نه لري. زه اوس په داسي بهیر کې یم چې هم ځان له خلکو ځارولای شم او یا خلک تر ځان ځار کړم، آزادي هم لرم، کوم یو وټاکم؟ اګزیستانسیالېزم نه وایی کوم یو غوره او وټاکه؛ ځکه کوم دلیل نشته چې درته ووایي کوم یو انتخاب کړه؛ ځکه نه سوسیالست دی او نه خدای نمانځوونکی. په پایله کې انسان آزادوي او اروپایي اګزیستانسیالستان ترې جوړوي، چې هرې وګړیزې چټلۍ ته ازاد وي؛ ځکه دهغه وګړېزې ازادۍ لوری چې مشخص نه وي، سر پر ذلت او د فساد او چټلۍ په زخمې کې ورډوبېدل وي او پرېکنده پایله یې یو ډول چټله ازادي ده.
رغنده ټکي یې:
که عرفان نه وي او انسان اندېښمني ونلري؛ نو هډو انسان نه دی. خبرې کول، فکر او هوش د انسان والي نښه نه ده. نن دا خبرې هسې په هسې ثابتې شوي چې څاروي په غریزه کار کوي او انسان په عقل. اوس داسي حیوانات وینو چې دومره په ځیرکۍ سریزې راوړاندې کوي چې پایلې ته ورسې ، چې سقرط او اپلاتون یې ګرد ته هم وررسېدای نشي. په هره پېښه کې نوی نوښت هم کوي چې غریزي ورته ویلای نشو. همدغسې خبرې.
زما په نظر څه چې په رښتیا انسان له ګردو حیواناتو جلا کوي، د غیبو پر وړاندې اندېښنه ده؛ یعنې د انسان د وجود او اړتیا په تړاو د طبیعت نارسایي او له شته وضع یې باید مطلوبې وضع ته تېښته وي. دا چار هډو د انسان مانيزه (معنوي) او متعالي جلوه ده، عشق داسې تودوخه ده چې په بدن کې مې له ورننوتو کالوریو او پروتینو ځنې نه راپیدا کېږي. یوه نه پوهېدوني سرچینه لري چې ګرد وجود التهابي او تک سوروي او ان خپلې نفې ته یې اړ باسي. عشق تر ګټې مې اوچت ارزښتونه راکوي او په هېڅ فزیکي، مادي او بیوشیمي مخونه کې نه ځایېږي او که عشق له انسانه واخستل شي، د یو منفرد او منجمد موجود بڼه نیسي، چې یوازي د تولیدي غونډالونو (نظامونو) په درد خوري. مهندس او ډاکتر کېږي؛ خو انسان والی د عاشق والي پر مانا، د یوې غیرمادي انرژۍ پر مانا (چې په همدې انرژۍ، انسانانو تاریخ او ستر انقلابونه جوړکړي) د انسان په دننه او فطرت کې مري او التهاب او سوز له منځه ځې.
په ټولګي کې مې له زدکړیالانو وپوښتل، څو تنو ځواب راکړ، ومې نه منله ! غوښتل مې فکري جګړه وکړم؛ نوځکه مې ځواب نه ورکاوه. یو ویل خپله یې ځواب کړه چې ټول بې غمه شي. ومې ویل ښاغلیه! د ټولو بې غمولو ته راغلی نه یم، راغلی یم چې بې غمه، غمجن کړم. آیا زه افیون او هیروین یم چې ټول بې غمه او نشه کړم. له هغوی نه یم چې لیکلي ځوابونه لري، که په رښتیا څوک غواړي خدمت وکړي باید بې غمه، غمجن او ارام، ناآرامه کړي او د منجمدو او متحجرو انسانانو ترمنځ تضاد او نښته رادبره کړي. والله په ځینو خلکو کې د شک راولاړول د یقین تر راولاړولو زر مرتبې اوچت دی؛ ځکه هغه یقین چې دغسې ډول وګړیو ته تلقین او تنقیه شي، مخدر او نېشيي توکي دي او څه ارزښت هم نه لري. یو میلیاردي یقیني مسلمانان لرو،چې څه پرې؟ هغه چې تر شک، اندېښنې او درده روسته رادبرېږي، ارزښت لري.
تر کفر روسته ایمان
هو، ایمان تر کفر روسته او تر غوراوی روسته ارزښت لري، که نه د تاریخ په اوږدو کې ټول یې یقین و او هېڅ ارزښت یې هم نه درلود. دا آیت ((كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً)) د یقین والو په باب دی. اصلاَ پېغمبران د بحث رامنځ ته کولو لپاره راغلي، که نه خلک په خپل ټاټوبي کې ارام اوسېدل.
باید تر وسې وسې د انسان دا درې روحي او فکري بهیرونه ښه مشخص شي؛ د وجود اصالت، د عدالت اصالت او د عشق و عرفان اصالت. عرفان په عشق پسې دی. عشق د هغې غیرمادي انرژۍ پر مانا دی چې په انسان کې حرکت رادبره کوي او پرې ولاړ دی. ورپسې خوځښت د انسانانو ترمنځ د طبقاتي او مادي عدالت له مخې دی او درېيمي د انسان د آزادۍ او اختیار پر مانا دی.
نو دا درې بنسټیز بهیرونه په درېیو ټکیو کې رالنډوم (بشري نور بهیرونه له همدوی راولاړ شوي دي)؛ یو عشق دی چې د عرفاني ښوونځیو د تجلا جرړه ده او دین یې هم یوه تجلا ده. دویم د بهرني ښکیلاک او دننني زبېښاک په اړه د ولسونو، ملتونو او طبقاتو ترمنځ عدالت دی او درېیم د انسان د وجود اصالت دی؛ په دې مانا چې د انسان دننني ذات او انساني ارزښتونو ته ورستانه شوو او ما انسان ته اختیار او آزادي راکړای شي، چې وده او کمال ترلاسه کړم، د خپل ذات په باب سترګې پرانزم، خپل ((وجودي ذات)) ته ورستنېدا، چې په پانګوالي نظام کې له منځه ځي او د دوی په وینا په دیني نظام کې نفې کېږي او په سوسیالستي نظام کې یو اړخیز کېږي.
زما په اند د مسالې روښانولو لپاره غوره ده ، د وګړي مثال راولو، له دې درېیو بهیرونو هر یو یې، په اوسنۍ بڼه، د انسان د تکامل یوعامل دی او په عین حال کې یې د انحراف عامل هم دی؛ یعنې یو لوري ته ورپاملرنه او له نورو غفلت چې باید پاملرنه ورته وشی، چې دا یو ډول نیمګړی هدایت دی.
عرفان انسان ته مانیز (معنوي) حساسیتونه، اوچت، اروایي او روحي ارزښتونه پیدا کوي، وجود او روح ته یې وده او کمال ورکوي؛ خو له هغو فاجعو یې چې په چاپېریال کې یې تېرېږي، غافل، بې اعتنا او ړوندوي. لکه هغه انسان چې د خپل روحاني او معنوي خلوت په ګوښه کې، تر اسمانه معنوي او روحاني معراج ته ورځي؛ خو د خلوتځي د دېوال تر شا یې ظلم، فاجعه، فقر، بې ناموسي، ناپوهي، فساد ، د انسان د ګردو معنویاتو ځوړتیا تېريږي؛ خو دا ترې نه خبرېږي؛ یعنې په ټولیز ډول اړیکه یې د خپل چاپېریال له واقعیت سره پرې ده. نوځکه د انسان دا ډول ژغورنه او نجات په یو ډول ځانپالۍ بدلېږي او هر څوک هڅه کوي چې جنت ته ولاړ شي؛ خو دا څنګه جنتي انسان دی، چې تر یوه مادي چټل انسان، او ان تر یوه څاروي چې د نورو په باب د لورنې د احساس غرېزه لري، د نورو د برخلیک په اړه سخت زړی دی. سمه ده چې د عبادت، اخلاص او ریاضت له لارې چې د خدای او جنت لاره ده جنت ته ورځي؛ خو په هر حال ځانپالنه ده او ان که جنت ته هم ولاړ شي بیا هم ځانپالی دی او ځانپالی تر څاروي ډېر ټیټ دی. جنت څاروی هم لري. (یوازې) جنت ته ورتلل مهم نه دي، انسان والی او جنت ته ورتلل مهم دي، که نه… په هرحال شمس تبریزي او مولوي بلخي ته مې خورا ارادت او عقیدت دی، ځان یې پر وړاندې داسې بولم لکه چې یو لمر ته ولاړ یم، دغسې یو عظمت لري، له مولوي مې پوهېدنه دا ده چې د معنوي، روحي او انساني وګړې له اړخ د انساني موجوداتو په راس کې دی؛ خو شتون یې په بلخ، قونیه یا د خپلې زمانې په ټولنه کې له غیبت (او نشتون) سره هېڅ توپير نلري؛ دومره د خپل معنوي او الهي قرنطینه په کپسول کې راګېر دی، چې په خپل چاپېریال کې ظلم ، د مغولو جګړه، صلیبې جګړه او هېڅ څيز نه احساسوي؛ لکه د جګړې د وخت فرانسوي شاعر ګویته چې وایي: (( تر کېناستو مې خوب، تر درېدو مې ناسته او په کوڅه کې تر ګرځېدو مې په کور کې ناسته ښه ایسي او له جګړې چې وايي ګرده نړۍ یې نیولې نه خبرېږم؛ خو داچې په مرمۍ مې د کوټې ښېښه ماته شي.))
په هرحال څنګه شونې ده چې انسان، له یو لوري معنوي وده مومې او بلخوا، د یو ډير ساده او څرګند څیز پر وړاندې دومره بې توپيره وي ؟ هغه چې یو اړخیز قضاوت کوي، عرفان له بېخه خرافه، پوچ او نېشه یی توکی بولي؛ خو پر مسلې راچورلو او ټول اړخونه یې وینو. زموږ عرفاني ښوونځیو داسې انسانان وړاندې کړي، چې بېلګې یې په یوه ښوونځی او هېڅ انقلاب کې نه وینو، سترو انقلابونو ستر اتلان ساز کړي؛ خو که د دوی انساني شخصیت له خپلو عرفاني شخصیت سره پرتله کړو، هډو د پرتلنې وړ نه دي، چې نامې یې واخلو. د سوسیالیزم هم همدا حال دی: یو ځوان وینم چې یو مخې پر مادي یا غیر مادي ــ چې عموماً مادي دی ــ سوسیالېزم سنبال دی، دا ځوان دومره وسواس لري چې ارباب د کارګر ان یوه روپۍ هم ونه خوري او که ویې خوري بېرته اخستو او د کارګر او بزګر حق اخستو ته له سره تېرېږي؛ خو همدا ځوان چې د یو انسان په توګه څېړو؛ نو وینو چې یوازې د سوسیالیستی مسایلو او د دوو طبقو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په باب سوچونه کوي او ځان یې په همدې ځانګړې موضوع کې را ایسار کړی او یومخې نور انساني اړخونه او ارزښتونه پکې شنډ شوي دي. ایا دا سمه ده؟ کله چې یو څوک وینم ګرده اندېښنه یې له طبقاتي مسایلو سره وي او د نړۍ ګرد مسایل یوازې په همدې درېڅي سنجوي، شپه و ورځ سوچونه پرې وهي ورته متاسف کېږم، چې نوموړی دومره وړتیا، ایثار، فداکاري او معنویت پالي لري او دومره د یوې مانا او ارمان لپاره ځان ځاروي؛ ولې له هغو ټولو تجربو چې په فرهنګ، تاریخ، دین او په هرحال د انسان په ژوند کې د نورو انساني اړخونو ودې ته شته، بې برخې دی او بې له دې سوچ نه کوي؟ او روسته داسې بڼه خپلوي چې په پلاني ځای کې د پلاني سیاستوال خبره ــ چې یوه ساده او ورځپاڼیزه خبره ده ـــ په داسې یو انسان کې ډېر التهاب پيدا کوي او تر ټولې مثنوي [او د رحمن بابا تر دیوان] ډېر پکې اشباع کېدنه پیدا کوي او مړوي یې، په بشري تاریخ کې ټول معنوي ارزښتونه او خبري ورته پوچې او بې مانا او په وګړیو کې اخلاقي ودې ورته ناڅرګندې دي. کوم انسان چې له نظره یې سوسیالست نه دی؛ خو فداکار، اتل او د ښکېلاک ضد دی او له معنوي پلوه د اوچتو مرتبو خاوند دی او خپل مادي ژوند له خپلې ګروهې ځاروي، یوه پیسه ارزښت ورته نه لري او هډو په ارزښت یې پوهېدای نشي.[9]
وینو، سوسیالېزم هم انسان له خپلو وجودي ډول ډول څانګو بې وسلې کوي، دا ټولې توږي او یوازې یوه یې ورپرېږدي او دا دومره غټوي چې تر جرړې، تنې او ډډه ډېره وده کوي او انسان یو اړخېزوي، ان په یو اړخ کې یې د عرفان په څېر خورا اوچتوي؛ خو سوسیالېزم یې د ټولنيز حساسیت په اړخ کې او عرفان یې د وجودي او نړیوال حساسیت به لوري کې.
په هرحال بیا هم سوسیالېزم دباندې ته یوه درېڅه ده. اوس هغه انسان ، چې [ د موهومي ادیانو په سیوري کې] د اسمان او غیبو په نمانځنه یا د سوسیالېزم په ښوونځي او په دکتاتورۍ کې له ځانه پردی او هډو اراده نه لري، په اقتصادي نظام کې ، پردی او پیسه ځپلی او ته وا پیسو خوړلی دی او خوندونو او لګښت پالنې دومره پردی کړی چې شتون نه لري او که خوندونه او لګښتونه ترې واخلی هډو خپله او دنننی منځپانګه یې هېڅ او پاتې یې صفر ده. دا انسان چې نن یې ماشین، پانګوالۍ، دکتاتورۍ، اداري نظامونو، مادي او لګښتی ژوند له ځانه پردی کوي، ځان ته د وجود اصالت راستنوي او دا یو غټ تعریف او یوه لویه ستاینه ده، چې له انسانه یې د وجود اصالت کوي.
د وجود اصالت دویم ځلي د انسان ازادي، د فطرت وده او انساني اوچته مرغلره او څاروي، پېژني یې او ډډه پرې وهي. دا انساني ځانخبرۍ ته یو ډول ورستنېدا ده، چې په ټولیز ډول په وختونو او پېړیو کې له منځه تللې وه. نوځکه د وجود اصالت ته ورسنتېدا؛ یعنې له دي نظامونو، اندېزو (فکري) او مادي بندونو د انسان یو ډول ژغورنه، فلاح ته بلنه او د انسان ازادونه ده. خو یوه بله مانیزه (معنوي) وجهه یې دا ده ، اوس ((زه)) چې ازاد شوی یم، باید څه وکړم؟ نور اګزیستانسیالیزم دا پوښتنه ځوابولای نشي. دلته دوه پړاوه شته؛ څوک مې چې له لاسه نیسي او له زندانه مې د تېښتې لاملونه چمتو کوي، باید تر ازادېدو روسته کړلار، لوری او موخه راته ولري، که نه، ازادېدل به مې کوم خدمت راته نه وي، کله چې دباندې کوم کار راته نشته، ښایي ازادي، پر ګډوالۍ واوړي او همدلته نامعلومه ده چې ازادي راته خدمت وي. که ازادي په داسې بڼه وي، چې کچه، معیار، ملاک او لوری ونلري؛ نو دا اوارګي، بې پناهې او کډوالي ده ، ورپسې پر پوچۍ اوړي او بیا د غربي اګزیستانسیالیزم بڼه خپلوي چې ټول ارمان یې په نیپال او خیبر دره کې به چرسو پسې ګرځېدل وي.
په هرحال د انسان د خصلت په تل کې د درېیو تجلاوو په بڼه دا درې بنسټیز، واقعي او حقیقي بهیرونه شته، چې د انسان د وجود د اړتیاوو بنسټ دی: یو خوا ((عشق وعرفان )) دی او بلخوا د نولسمې پېړیو د خوځښتونو په بڼه ((عدالت)) غوښتنه ده او درېیمه یې له هغو نظامونو څخه چې انسان نفې کوي او انسان ته ورستنېږي، د انسان ((وجودي اصالت)) دی چې اروپایي روښانفکران یې په لټه کې دي. نوځکه فلاح او ژغورنې ته وررسوونکی خورا پوره انسان او ښوونځی هغه دی چې دا درې بنسټیز اړخونه ولري. که په یو ښوونځي کې دا درې بنسټیز اړخونه وي؛ نو د ښوونځیو یو هم منفي (او کمزوری) اړخ به پکې نه وي؛ ځکه یو اړخ ، د بل د منفي اړخ ، اړخ ورجبرانوي. کله چې دا درې واڼه اړخونه یو له بله جلا د ښوونځي بڼه خپله کړي نو منفي اړخ به یې شتون ولري؛ خو که درې واڼه اړخونه یو له بل سره وي؛ نو منفی اړخونه به یې شتون ونشي لرلای.
که یو ښوونځی ما تر یوه سوسیالیست ډېر، خپلو ټولنيزو مسوولیتونو ته ورمخ کړي؛ نو عرفان به مې له ټولنیز مسوولیته غافل نه کړي؛ یعنې که عرفان مې له ټولنیز مسوولیته بري کړي او یوازې می پر خپل وجودي او معنوي تکامل بوخت کړي، پر برابرۍ ګروهه چې زما د ښوونځي بل اړخ دی، د نورو پر وړاندې به مې له ټولنیزمسوولیته غافل نه کړي. لنډه داچې:
یو خوا ((سارتر)) مې د ځان وجودي آزادۍ ته رابولي، بلخوا سوسیالېزم مې د نورو ټولنیز مسوولیت ته وربولي او بلخوا عرفان او عشق مې له هستۍ ، ژوند ، او وجودي نهایي برخلیک اړیکې ته وربولي، چې ددې حالت راپیدا کېدنه، د ټولنیز ژوند ورهاخوا او ان زما د وګړیز وجود ورهاخوا التهاب او مړښت راکوي. که همدا اوس داسې یو ښوونځی ولرو چې ددې درې واڼو اړخونو همغږې او انډوله وده مو تضمین کړي؛ نو ژوند به مو سم او د ژغورنې لار به مو خپله کړې وي او که بېلګه غواړئ؛ نو په اند مې د اسلام ارزښت په دې کې دی چې درې واڼه اړخونه په پام کې نیسي. عرفان د اسلام جرړه ، روح او جوهر دی؛ خو ټولنیزعدالت او د نورو برخلیک ته هم پاملرنه لري، ان د بل وګړي برخلیک ته او وايي که بل تن دې ژوندی وساته او بیا ژواکی (احیاء) دې کړ؛ لکه چې ټول انسانان دې بیاژواکي کړي دي، که یو تن دې وواژه؛ لکه چې ګرد انسانان دې وژلي؛ یعنې زما او د نورو د اړیکو په باب دومره حساسیت لري او یا د ربا او ګټې ــ چې یو ټولنیز او طبقاتي چار دی ــ په اړه تر مشرک او منافقه ډېره کرکه لري، دلته یې ټولنيزو مسایلو او په ټولنې کې د وګړي اړیکې ته ورپام دی او ښيي چې دا چار حساسیت لري.
د وجودي مسالې په باب چې ((سارتر)) ترې ګړېږي، اسلام د رسمي ادیانو او ان هغه عرفان پر خلاف دی چې انسان د خدای پر وړاندې خپل له ځانه پردی کوي او انسان د خدای پر وړاندې نفې کوي؛ ځکه اسلامي توحید، یوازېنی توحید دی چې د خدای پر وړاندې د انسان وجود ازبادوي. هېڅوک نشته چې د اسلام خدای آګاهانه او هاغسې چې خپله اسلام معرفي کړی وپېژني او خپل ایمان یې له اسلامه اخستی وي او د خدای پر وړاندې، پر خپل اوچت مقام او ورسره په خپلوۍ پوه شوی وي او همداراز د کمال له پلوه تر څارویو اوچت او ځان پر الهي خویونو د پسوللو وړ احساس کړي. دا په انساني توحیدی اړیکه کې وګړي ته د عزت او کرامت ورکونه ده. دا اسلامي توحید دی چې انسان ته دومره عظمت، وده او کمال ور پر برخه کېږي. په عین حال کې چې عشق شتون لري، عظمت او کرامت هم ورکوي، هومره چې د موجوداتو تر پولو وراوړي. دا بې له هغه خدایه دی چې یوازي ځان ازبادوي لکه چې فویرباخ وایي: ((فقیر انسانان قوی خدایان لري، انسانان څومره چې فقیر دي، ښه بدمرغه دي او خدای یې خورا ځواکمن او پیاوړی دی )). دا د انسان، عرفاني مذاهبو او شتو رسمي ادیانو اړیکه ده. حال دا، اپوټه یې ، توحیدي انسان څومره یې چې خپل فقر ته ورپام وي، خپل مړښت او غنا ته یې هم ورپام وي، څومره چې خشوع ته وررسي، غرور، ویاړ، عزت او کرامت احساسوي، څومره چې د خدای عبودیت ته غاړه ږدي، د هر طاغوتي قدرت، نظام او اړیکې پر وړاندې سرغاړی کېږي؛ نوځکه په اسلام کې د انسان او خدای ترمنځ، واقعاً متضاده اړیکه شته او دا په عین حال کې نفې وازبادېدل، هېڅ کېدنه او هرڅه کېدنه ده او هډو په مادي او طبیعي ژوند کې پر یو الهي موجود اوړېدل او محو کېدل دي او ټولګه یې داده که ډله ییز او د مذهبي تعصب ننګېرنه ونشی [ زه شریعتي ] وایم ، علي ( ک) چې راپېژندل شوی د دې درې واڼو اړخونو پوره بېلګه او تجلا ده. هم د عشق په توګه، یعنې هغه ماورایي انرژي چې انسان په مادي ژوند کې اندېښنې، التهاب، نه مړولو او نه خړوبولو ته ورکاږی. نوموړی ددې عشق خوټېدونکې سرچینه ده او په بل هیچا کې دغسي (ځانګړنې او) التهاب نشته. دومره یې التهاب سخت دی چې کله بې هوښه کېږي او په بېدیا کې چغې وهې او البته موږ انګېرو چې په مدینه کې ورباندې د ورپېښو نادودو او یا فدک په پار دا حالت پرې ورغلی، حال داچې خپله وجود ملتهب دی او د یوه اورغورځي په څېرغژېږي او اوسیدانه ورته نا زغموړ ده. عشق یې تردې بریده له ځمکې او زمانې د غیبو خوا ته ورتوغوي. بل اړخ یې تردې بریده سیاسي او حساس دی چې د یو پلارمړي یا په خپلي واکمنۍ کې د (یهودۍ) ښځې د مظلومیت په پار، دومره حساسیت ښيي چې هېڅ سوسیالست او مسوول سیاستوال یې ښوولای نشې چې وايي: له دې درده ــ چې په واکمنۍ کې مې ښځه مظلومه او تېری پرې شوی ــ که ومرم، مه مې ټپسوروئ؛ ځکه ددې فاجعې درد یو انسان وژني.
اوبالاخره له وجودي پلوه،یعنې د انسان د وجود بهترینه تجلا، د یو انساني موجود پر مانا، تر ګردو موجوداتو اوچت دی او د همدې انسان د عیني، مادي او فطري ارزښتونو د روستۍ ودې په توګه، خورا پوره او کامل دی او ټولو ته په ډاګه ده چې په خپل ښوونځي او ژوند کې یې دې ارزښتونو او کرامتونو ته څومره پاملرنه درلوده.
که په رښتیا ښوونځي ته له دې درې واڼو اړخونو (وجودي، عدالت او عرفان) د انساني ذات د دنننۍ ډېوې په توګه، وګورو؛ نو زما په نظر، په غوره توګه به مو د خپلې زمانې اړتیاوې لرې کړې وي. بچی مو چې سوسیالیست شی؛ نو عرفاني احساس او معنوي حالت یې ورک کېږي. که عارف مسلکی شي؛ نو د ټولنيزو مسایلو پر وړاندې دومره بې غیرته کېږي، چې هډو عرفان یې هم ، کرکجنېږي. کله چې له دواړو لاس اخلي او خپل انساني وجود او ګزیستانسیالیستي ازادۍ ته ورورسي، يو هيپي، فرنګي اګزیستانسیالیت، کافه مېشتی او پوچ پالی ترې جوړېږي.
هو، دا درې واڼه اړتیاوې د انسان او د زمانې په ذات کې شته. ګروهن یم په هر یو او له دوی په هر یو کې ورولوېدو؛ نو په څاه کې به ورلوېدلی یو او له دوو نورو انساني اړخونو به غافل شوي یو. پر دې ښوونځي همغږې او آګاهانه ډډه لګول، یوازې د اسلام پېژندنه او یوازې حقیقت پالي نه ده؛ بلکې که له داسې سرچینې، درې واڼه یې د اوسني انسان د اړتیاوو لرې کولو ته راواخلو او اسلام ته په همدې درې واڼو سترګو ووینو؛ نو په عین حال کې پر خپل ټولنیز مسوولیت مو هم عمل کړی دی. ))
د ارواښاد دوکتور علي شریعتي له دې درنې شننې له لوستو راته به ډاګه شوه، چې په هېواد کې د یوې عزتمنې، درنې، پرمختللې، انساني، ملي او اسلامي ټولنې د جوړو لپاره پر نوي کهول لازمه ده چې د انساني ذات درې مهم او بنسټیز اړخونه ((عرفان، برابري او آزادي )) په پام کې ونیسي او همغږې او انډول یې پرمخ بوزي، داسې نه چې یو ډېر وړاندې وي او بل یې په ذره بین کې نه لیدل کېږي او یا یې یو دومره غټ او ونازول شي، چې بل ته هډو د یوې اړتیا په توګه ونه لیدل شي. نو ددې پاملرنې لپاره لومړی باید هغه کتابونه ولوستل شي چې په عرفان یعنې له خدای او هستی سره په اړیکه مو سم وپوهوي او په دې هکله په اندیال ویبپاڼه کې د (( توحید ، نبوت او معاد)) په باب په لومړنۍ و منځنۍ او لوړه کچه مطالب درته کښل شوي او د اسلامي نړۍ لید په باب مو تر یوه برید ستونزاواری کوي. دغسې په ټولنه کې د طبقاتي اختلافاتو له منځه وړو او د موړ او نېسمن ترمنځ اړیکه، پر توحیدي اړیکې اړول، د نوي کهول ټولنیز مسوولیت دی. په دې باب په توحید لید کې د ټولنپوهنې ویینې لوستل او هم دهغو مبارزینو کارنامې او ژوند لیک څېړل، چې د توحید پر بنسټ يې طبقاتي مبارزه کړی، خورا اړین چار دی په دې باب د ارواښاد شریعتي داسلامپوهنې درسونه (چې د جهاد او هجرت پر مهال چاپ شوي او دا دی اندیال وېبپاڼه به یې درخپور کړي،) او هم د عبدالحمید جودة السحاره (د دې لیکوال د امام حسین کتاب چې محترم شرر صافي ژباړلی او د سیرت کتاب ژباړه یې روانه ده او تراوسه یې پنځم ټوک چاپ شوی دی ) او ابوذر کتاب ــ چې شریعتي په فارسي او عبدالکافي په پښتو اړولی او چاپ شوی هم دی ولولئ هغه ابوذر (رض) چې نوي کهول ته د ټولنيزي او طبقاتي مبارزې یوه ستره بېلګه ده. دغسې د انسان آزادۍ ته له نېکمرغه په اساسي قانون کې د بیان آزادی تسجیل شوې؛ خو له فکري پلوه هغه کتابونه ولولئ چې د انسان منځپانګه او موخو ته د وررسېدو لپاره انسان ته سمې لارې چارې ورښيي. په دې باب د ارواښاد امام مودودي دا کتاب ((د عقل په رڼا کې پر خدای، نبوت او معاد ایمان))، د شهید مطهري (( سرنوشت انسان))،د مرحوم شریعتي ((انسان بین اسلام و مغرب زمین)) او هم ((چهار زندان)) کتاب، چې په پښتو شوی هم دی او ژر به خپور شي، ولولئ.
له نوي کهول تمه ده چې د خپل عمر یو وخت مطالعې ته وباسي او لکه په شواروزکې دې دوه درې ساعته په هغې مطالعې ولګوي، چې زموږ د ټولنې ستونزاواري ته ګټورېږي، چې ورپسې کهول ، ټولنيزه او سیاسي مبارزه پیل او له منځه یې یو سرمشریز کادر راووځي، داسې کادر چې د ((عرفان، برابرۍ او آزادي)) پر درې ګونو اړخونو سنبال وي، چې په پایله کې به د همدوی په مشرۍ ټولنه رهبري او د جګړه ځپلې ټولنې نادودې به یوې خواته شي او په دي باب په اساسي قانون کې د مدني مبارزې مخه درته پرانستل شوې او څومره چې قانوني منډه وهلای شئ ویې وهئ. اوس چې د فساد او د ډېرو ناخوالو پر ضد تبلیغاتي مبارزه روانه ده؛ ځکه سمدستي پایله نه لري چې موږ ټول له سره تر پښو د ((عرفان، برابرۍ او ازادۍ)) پر درې ګونو اړخونو سنبال نه یو. دهغې ورځې پر تمه چې نوی کهول د دغسې یوې مبارزې مخکښ وي او موږ هم په دنیوی او اخروي ثواب کې ورشریک اوسو.
ځوانانو ته د کړنو لوری ورښوول
ځوانان د ټولنې لویه برخه ده، ننگېرنې یې که سمې لوري ته ورسیخ کړای شي؛ ډېری اوسنی ستونزې به هوارې شي. ددی موخې لپاره دوی باید وپوهول شي چې د کړنو توپیر وکړای شي. دلته د مسالې د رڼاوۍ لپاره د یو مسلمان اندیال د وینا ژباړه در وړاندې کوم، په دې هیله چې درته ګټوره وي.
« په قرآن مجید کې د «صالحاتو» او «حسناتو» په نامو دوه اصطلاحات لرو. صالحات او حسنات؛ یعنې صالحه او حسنه، دواړه په ذهن کې مترادف دي: «حسنه» ښه کار دی او «صالحه» هم ښه کار دی. د څښاک اوبو څاه ایستل، هم باقیات صالحات (ښې چارې) دي او هم د حسناتو برخه (نېک چار) ده – رښتیا هم همدغسې ده. نوځکه یې د تاریخ په پوړیو کې هر وخت ویل: والعصر ان الانسان لفی خسر الاالذین آمنوا و عملوا الصالحات، دا یې مانا کوله، چې، په عصر او زمانې قسم، اصولاً انسان په زیان کې دی. نو د انسان پانګه څه ده؟ وخت او عمر یې پانګه ده، او هر ورځ چې پرې تېرېږي؛ لکه چې خپل عمر خوري لکه یخ چې لمر ته کېدې او ویلېږي.
دا د انسان ژوند دی، چې پر خپل بوډاتوب بوخت دی. الا الذین امنوا: (خو) هغوی چې ښوونځېز، اندیز او ایدیالوژیک ایمان لري. او عملو الصالحات: صالح کړنې؛ د کړو وړو رسالت او مسوولیت مسئاله ده، او له ټولنیز پلوه چې کوم کار کوي؛ څه کار کوي؟ صالحات؛ یعنې ښې چارې کوي. ګردو تفاسېرو مو دغسې مانا کوله او تر اوسه یې همدغسې مانا کوي او غلطه هم نه ده.
و بالوالدین احسانا: او هغوی چې له خپل مور و پلار سره احسان او ښه کوي؛ دې یې ښه کار وایه هغه ته یې هم د بد کار په مقابل کې ښه کار وایه؛ بد کار څه دی؟ بدې چارې خو څرګندې دي؛ له خلکو سره خیانت، جواري، غیبت او له هېواد سره خیانت بدې چارې دي روسته لږ لږ ټولنیز تکامل داسې ځای ته رسي (سم ځیر شئ چې چیرې ور رسي) چې صالح کړنې یعنې صالحات د حسناتو ضد کېږي او حسنات د صالحاتو؛ ټولنیز حالت دغسې کېږي. له آره په تېرو کې یې اختلاف دغسې نه و، یا که وه هم ډېر خفیف و؛ خو اوس یې اړپېچ د خیانت او خدمت، ورپوهاوی او غولونې، ناپوهۍ او پوهې، مسلمان او نا مسلمان بڼه خپله کړې ده؛ یعنې څه؟ کله چې وایو، حسنه یعنې نېک کار – بس. د نېک (حسنه) کار تعریف څنګه دی؟ نېک کار په هره کچه چې وي، وګړی، ټولي، ټولنې، بشریت، ګاونډي، پلار، زوی، قوم او خپل ته خدمت کول دي. دا د خدمت او حسنې کچه ټاکي؛ خو د حسنې ډول او زڼی څه دی؟ له انسان سره یې د شته حالت په یو اړخ کې خدمت کول دي؛ یعنې څه؟ لکه یو زلمی ښځه کوي؛ خو پیسې نه لري؛ پیسې راټولوو، مرسته ورسره کوو او ورته وایو دا واخله او ښځه وکړه. دا، حسنه ده. یا یو کلی د څښاک اوبه نه لري؛ څاه ورته وباسوو دا هم حسنه ده. نوځکه تاسې له دې زلمي سره د ده په شته حالاتو کې (لکه څنګه چې دی) خدمت کړی؛ یعنې وجود او شته وضع یې مو منلې ده، او په همدې مسیر کې یې خدمت مو کړی دی. یا یو کلي ته ورغلي یاست، مرسته مو ورسره کړې، اړتیاوې مو ورپوره کړي؛ خو کلی لکه څنګه چې دی منلی مو دی.
خو صالح عمل، د یوې ځانګړې ایدیالوژی په مسیر کې د وګړي، ټولنې یا کلي د شته وضع ادلون بدلون اواړول دي. یو وږی مړوئ، یو بربنډ ته جامې ورکوئ، یو څوک په خپل موتړ کې سپروئ؛ دا ګردې چارې خدمات او حسنات دي. خو کله داسې وي چې نه یې په خپله خېټه مړوای شئ؛ نه جامې ورکولا شئ او نه موټر لرئ چې له ځان سره یې بوزئ؛ خو له لاسه یې نیسئ چې لار دې غلطه کړې او سمې لارې ته یې ورسیخوئ؛ نو دلته مو د ادلون بدلون چار کړی دی. حسنه څنګه چې دی، په شته وضع کې یې خدمت مو کړی او پیاوړی کړی مو دی. نوځکه، که کلی، ټولنه یا انسان په خپل شتون کې ناصالح و؛ نو حسنه پر سیئه، شر او خیانت اوړي – خدمت هم دی؛ خو پر خیانت بدلېږي.
ددې توضیح په پامنیوي باید د ملي اردو په ښوونېزو مراکزو کې «عقیدتي» – سیاسي» زده کړي په نصاب کې ورګډې او پاخه استادان یې تدریس وکړي، چې ځوانان په ملي او دیني ارزښتونو سمبال وروزل شي، چې د ژوند تر پایه پر همدې روحیه پاتې وي او بهرني پکې سوړي ونه کړي، چې د خپلو ګټو له مخې یې پوځي خوځښتونو او په اصطلاح کودتاګانو ته ور مات نه کړي، چې خدای مخ کړه د بیت المال لګښت (حسنه) هېواد ته پر خیانت وانه وړي.
په هېواد کې د ټولنيزو او وټیزو نادودو او کله هم د بهرنۍ دسیسې له مخې یو ګڼ شمېر هېوادوال مو پر نېشه یي توکیو روږدي دي. اړوندو وزارتونو درملنې ته په یو روزنېز مرکز کې راغونډ کړي چې، دا یو حسنه او ښه کار دی. خو پام دې وي چې باید د بدني درملنې تر څنګ روحي درملنه یې هم وشي؛ او پر ټولنې اوږو نه پېټي کېدو لپاره یو کسب هم در زده کړي، چې دا چارې صالح عمل ګڼل کېږي، دوی مو له شته وضع رابهر ادلون بدلون مو پکې راووړ او که د روزنې دا موخې په پام کې ونه نیول شي نو کېدای شي، چې بېرته نشتو ته ورمخه کړي او د دولت لګښت (حسنه) بر خیانت ورته واوړي.
صالحات د یو انساني آرمان او یوې ایدیالوژۍ په لار کې د ټولنیز نظام، تولنیزو اړیکو او انساني او ټولنیز وجود ادلون بدلون دی. او حسنات په خپلې شتې وضع کې د یو چا، څیز، ځای او ټولنې خدمت، لاسنیوی او پیاوړي کول دي. د بېلګې په توګه: یو دېګ ورېجې پخوئ او د پلار مړیو په روزنتون کې یې پرې وېشئ دا، حسنه ده. خو زه چې ددې چار وس نه لرم؛ خو یو ساعت وخت لرم، چې ورشم او خبرې ورسره وکړم، چې څنګه باید اوسو، باید ځانونه جوړ کړو او ژوند وکړو، پلرونه مو چې د هېواد د ازادۍ، له پردیو سره د مبارزې په ترڅ یا په خپل طبیعي ژوند مړه شوي، څنګه یې لار خپله او ارمانونه یې تر سره کړو؛ نو دا چار مې، صلاحي کار دی؛ خو د هغه، حسناتي دي.
په دې بېلګه کې حسنات او صالحات سره توپیر نه لري؛ خو له بېخه د صالح کار او حسنه کار درجې سره توپیر لري، له یوه ډوله نه دي او سره ورته هم نه دي. حال دا په تفاسېرو کې صالحات او حسنات سره مترادف او په یوه لیکه کې دي.
د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت کارمندان او دغسې نور دولتي او نا دولتي مامورین چې د نظام د پاسوالۍ او ټینګښت په لار کې سرونه نذرانه کوي، شهیدانېږي؛ نو له اولادونو سره یې ښه چلن، د دوی لاسنیوي، روحیه ورکول، تل اړیکې ورسره درلودل او روزل یې صالحات دي پردې سربېره چې دولت یې خپل حقوق ورپوره کړي.
صالحات په نننی ژبه یو انقلابي کار دی، له آره د یو ادلون بدلون او انقلاب رادبره کول دي؛ خو حسنه یو وګړي او نېسمتن ته خدمتی کار کول دي. یو تن ته خدمت کول په چایانو ټولنه کې د بدلون او انقلاب له رادبره کېدو سره هېڅ ورتوالی نه لري. ورځئ او د یوه کلي اندود اړوئ؛ نو صالح عمل مو کړی، خو که د څښاک اوبو څاه وباسئ؛ نو دا چار صالح عمل او باقیات صالحات نه بلکې باقیات حسنات دي. که کوم کتاب مو ولیکه؛ نو باقیات صالحات کېدای شي؛ خو که داسې کتاب مو ولیکه چې خلک لیک زده کړي او لوستي شي؛ دا په حسناتو کې شمېرلېږي ولې؟ ځکه دا په خپلې شتې وضع کې لوستی کېږي او مزخرفې مجلې او کتابونو لولي. نو د لوستنې رڼا چې ښه حسنه ده، څنګه پر سیئه اوړي؟
باید ووایو چې په قرآن مجید کې «حسنه» نفې شوې نه ده او نن خیر په مؤسسې په حسناتو کې ګڼل کېږي نه صالحاتو کې؛ ځکه منځپانګه یې له صالحاتو سره توپیر لري. که څه هم دیني ښوونې ورسره ملې وي.
د ویینې د پوره کولو لپاره یوه تبصره د وړاندې کوم: په آفریقا او منځني ختیځ کې مې د ځېړنو له مخې، د ځینو ټولنو د سیاسي – ټولنیزو خوځښتونو مبارزینو چې ماتې وکړې؛ نو یوه دوره خیریه مؤسسې پکې په درز راوټوکېدې دا څه راښیي؟ راښیي چې په یوه ځای کې ټولنیز وجدان په ټپه درېدلی (ځکه سیاسي فعالیت یې چې یو ډول صلاحي کار دی، نشو کړای) نو د ځان د مخونې او راضي کولو لپاره او داچې خپله فطري اړتیا پوره کړي، چې ګنې ټولنیز کار یې کړی په خدماتي چارو بوختېږي. او دا دریځ بدلونه راښیي چې دلته مساله اوړېدلې ده: ونیو چې د «صلاح» پر ځای «حسنه» ناسته ده، نه داچې د صلاح تر څنګ حسنه هم شته؛ حسناتي کار د صلاحي کار ځای نیولی او پر حسنه کار بوختیا د صالح عمل په برخه کې د صالحینو د غیبت مخونه شوې ده؛ یعنې: الا الذین امنوا و عملوالحسنات، چې دغسې یو آیت نه لرو. نوځکه که حسنه د انسان د صلاحي کار په لار کې وي؛ نو یو اضافي ارزښت دی؛ خو که په اصلاجي او ادلون بدلون کار کې مې د غیبت لپاره وي؛ نو حسنه یو ارتجاعي، یو ضد اصلاحي او انحرافي ونډه لوبوي؛ یعنې حسنه د صالح عمل منع کولو ته مخونه ورکوي. (په بله وینا) د مخونې لپاره په حسنه کار لگیا کېږم؛ یعنې په یوه ښه، بې ضرره، بې خطره او بې درد سره کار لاس پورې کوم چې خپل وجدان اشباع او ځان د خلکو له ټپسوری خلاص کړم.
نو دلته یو مخې د انسان قضاوت اوړي، او اوس په دې مشهوره غونډله: «حسنات الابرار سیئات المقربین = د نېکانو نېکي د مقربانو بدۍ دي» پوهېدای شو چې څنګه د نېکچاري حسنات مقرب انسان ته بدېږي؛ یعنې څه؟ مقرب انسان څوک دی؟ هغه دی چې انسان، خپله ټولنه،چاپیریال او وخت په الهي ارزښتونو ساز او اصلاح کړي. دا، مقرب انسان دی- زاهد او راهب نه دی. مقرب انسان، هغه دی چې خپله هستي یې د اصلاح په لار کې ایښې، نه په خپل شخصي کار وبار او نه په حسناتو کې. ګرده هستي یې له خدای سره په اړیکه کې د خپل ژوند د چاپېریال اړول وو. دا، د مقربانو یو جز دی. که دا انسان په حسناتو لاس پورې کړي سیئات کېږي یا د منځنیو او بې مسوولیته انسانانو حسنات ورته د سئیاتو برخه کېږي؛ ځکه دا انسان باید ادلون بدلون رادبره کړي. ددې پر ځای چې کلی واړوي ورځي د اوبو څاه ورته وباسي، چې دا «سیئه» ده. ددې پر ځای چې ولاړ شم او خلک په جومات کې راټول کړم او د دین او ټولنيزو مسایلو په باب یې پوه کړم؛ نو جومات ته برقي یا چراغونه اخلم، دا، زما انساني رسالت ته سیئه او خیانت دی؛ نوځکه «حسنه» پر «سیئه» اوړي: او «تبدل الحسنات بالسیئات» دغسې دي. نو په یوې ټولېزې پایلې کې حسنه هغه انسان ته چې د صالح عمل په لار کې دی یوه انحرافي بلنه ده. ځکه د صالح عمل مخه یې نیسي. که وږي ته دې سل افغانۍ ورکړې چې ډوډۍ پرې وخوره، دا، حسنه ده او که همدا پیسې دې د خپلې ټولنې د فکري بدلون لپاره یو کتاب خپرولو ته ورکړې، دا، صالح عمل دی. صالح عمل خو یوازې شهادت او جهاد نه دی. همدا سل افغانۍ (هم) حسنه کېږي، (هم) سیئه او (هم) صلاح، دې واڼه. که خپله یې وخورې، سیئه کېږي؛ که د وږي خېټه پرې مړه کړې، حسنه کېږي او که د یو ادلون بدلون په لار کې یې ولگوې، صلاح کېږي. که همدا سل افغانۍ یو بربنډ ته ورکړې چې جامې پرې واخلي، حسنه کېږي؛ خو که یو فلسطیني مجاهد ته یې ورولېږي صالح عمل دی. نو وګورئ چې لار، صلاح او حسنه ټاکي نه مبلغ یا بڼه شونې ده سترې سترې چارې حسنه وي: که څوک ټول هېواد ته برښنا ورکړي، دا یو حسنه چار دی.
ادیسون، کخ او پاستور ستر خدمتونه کړي؛ یو برښنا، بل مکروب او درېیم د نري رنځ میکروب کشف کړی دی، د درې واڼو چارې د حسنات په لار کې دي، د مزو چړچو محافلو ته هم برښنا ورکوي او یا له چټل او بد چاره انسان یې د نري رنځ میکروب ایستی، د ټولنې او انسان په شته وضع کې یې لاسنیوی ورسره کړی دی؛ خو «ستورات میل» یا «روسو» چې د ازادۍ کتاب کاږي یا سید جمال الدین افغاني چې د استبداد، ښکېلاک او مسلمانانو د ویښتیا چغې وهي، انسان او ټولنه له شتې وضع اړوي، چارې یې صالح کړنې دي. په لویدیځ کې ځینې پانگوال داسې حسنات کوي چې انسان ورته هېښېږي او باور نه کوي چې دومره لگښت کوي؛ نوځکه حسنات په مفکورې، ایدیالوژی، ښوونځی او ایمان پورې تړاو نه لري او موږ که خپلې ټولنې ته ځیر شو، ډېرو ناپاکانو سترې سترې چارې کړي چې په حسناتو کې ګڼل کېږي.
صالح عمل په اسلامی مفکورې او ایدیالوژی پورې اړوند دی، چې ټاکلي ارزښتونه په نښه کوي او وگړیز یا ټولنیز نظام په همدې بهیر کې اړوي؛ نوځکه باید دیني ګروه، ایمان او مفکوره ولرو؛ خو حسنه ایمان نه غواړي. دادی چې په قرآن یا احادیثو کې کله هم تر مؤمنینو روسته حسنات نه وايي؛ خو تل صالح عمل له ایدیالوژۍ او مفکورې سره په تړاو تر «الذین امنوا» روسته راځي. حسنه له هر ښه او بد انسان سره اړیکه لري، ځینې وخت یو ناپاکه انسان چې گرد عمر یې په چټلیو کې تېر کړی، یو روغتون، کلینک یا کوم بل خیریه کار کوي. حسنه خود په خوده په ایدیالوژی پورې تړاو نه لري (؛ ځکه) له یوې خوا حسنه د صلاح ضد لاملېدای شي؛ نو دادی پر «سیئه» د «حسنه» اوړېدل په «حسنه» والي کې یې مطرح دي.
پوه شئ چې حسنه چارې نه ویاړ دی او نه د مسلمانۍ نښه او نه په اسلام پورې اړه لري او نه له اندود سره تړاو لري؛ نه پر صالح عمل او ایمان څه اغېز لري او ان شونې ده د صالح عمل پر ضد شي – لکه همدا اوس یې چې په وگړي یا ټولنه کې وینو – خو په عین حال کې هغوی چې د صالح کړنو عاشقان دي او د ژوند ټول اړخونه یې د اصلاح او ادلون بدلون په لار کې دي، هر وخت یې چې یوه انساني اړتیا مرستې ته وننگېرله، تر حرفوي حسناتو یې ډېرې نېکۍ کړي دي. او مانا یې داده څوک چې صالح عمل کوي حسنات هم کوي؛ ځکه د صالح عمل جرړ انسان دوستي ده. هغوی چې د ټولنې او انسان د بدلون لپاره له خپل کار، ژوند، عیش، پیسو او علمه تېرېږي، انگېزه یې انسان دوستي ده. همدا «صالح چاری» چې کله د خپلو فعالیتونو په بهیر کې یو انسان ویني چې مرستې ته اړ دی؛ نو لاسنیوی یې کوي؛ خو د هغو حرفوي نېکچاریو په څېر نه دی چې تبلیغات یې پیل کړي؛ خو که همدا «صالح چاری» د صالح عمل پر ځای حسناتو ته کړلار جوړه او د حسناتو په چوکاټ کې یې راولي؛ دا یوه سئیه ده. نن چې په ټولنیز انقلابي نظام کې د حسنه او سیئه تر منځ اړیکه په دومره شدت او تضاد مطرح ده، په تېرو کې داسې نه وه، او دا، د مفهوم تکامل دی. په هغو کلونو کې چې په ټولنه کې ټولنیز مسوولیت په دې بڼه نه و او یو شمېر مجاهدینو او نېکچاریو – دواړو- زما او ستا مرستې او پیسو ته اړتیا نه درلوده او د دوواړو خونو او لیکنو په توگه نه وو، که د صالح عمل او حسنه عمل تر منځ توپیر دغسې مطرح نه و؛ نو یو انحراف او کږلیچ هم نه و؛ دا ځکه صالح عمل او حسنه عمل تقریباً مترادف ترسره کېدل او له قرآنه هم مترادف پوهېدل کېدل مساله داده.
یا: اریت الذی یکذب باالدین؛ یا بې دینه دروښیم؛ بې دینه خو څرگند دی؛ یعنې څوک چې خدای او روح نه مني، نه! دا نه دی؛ نو څوک دي؟ یو هغه: ولا یحض علی طعام المسکین «مسکینانو ته د خوړو ورکولو لپاره ( د نورو) هڅونه نه کوي»، دا بې دینه دی. لایحض علی طعام المسکین له بې دینۍ سره څه تړاو لري؟ دین همدا وايي. لایحض علی طعام المسکین څه دی او څه مانا لري؟ ښه، په تېرو کې په دې اړه څه پوهېدل؟ داچې مسکینانو ته خواړه ورکول د دین برخه ده؛ نو څه یې کول؟ لس، شل منه وریجې یې پخولې، له شاوخوا به فقیران راتلل خوړې به یې، خوشحاله به ستنېدل او دعا به یې ورته کولې؛ نو د مسکینانو له اطعامه یې دغسې یو حالت انگېره؛ خو نن لوږه په نړېواله کچه مطرح شوې ده، لوږه په پانگوالی پورې اړوند ده، په ماشین، مصرف پالنې، بورژوازۍ، ښکلېلاک پورې تړاو لري او د فقیرانو او غني تر منځ تضاد د زبېښاک بڼه خپله کړې ده، په تېرو کې دا مسایل نه ول؛ نوځکه له دې آیته انگېرنې مو توپير کړی دی.
«ژوزوئه دوکاسترو» په لوږې کتاب کې وايي: «لوږه په نړۍ کې تازه رامنځ ته شوي». رښتیا هم وايي: زموږ په کلیو او بانډو کې فقر و، خو لوږه نه وه (فقر بې له لوږې دی). اوس پلار په لوکس موتړ کې سپرېږي او له خپلې مېرمنې او بچیانو سره چکرې وهي؛ خو وږی دی؛ ولې؟ د خپلې خوراکې ټولې پیسې نه لگوي، د موټر قسط برخه ترې بېلوي. د کلېوال بزگر بچی، فقیر و؛ خو وږی نه و، چې وږی کېده؛ نو کچالو، سبزي، ډوډۍ، هگۍ او غوښه یې خوړه او پرې مړېده. د اوسېدانې مساله چې په نوې وحشتناکې بڼه رامنځ ته شوی، زموږ د پېر یوه فاجعه ده، چې په تېرو کې دغسې نه وه. اوس وینو د آیت مانا له څلورمې، پینځمې او شپږمې پېړیو سره – چې اصلاً په کلیو او بانډو کې لوږه نه وه – توپیر کوي. د ژوند له پلوه یې تجمل نه درلود، فقیران وو؛ خو له غذايي پلوه ماړه وو. اوس لوږه په دې بڼه ده چې د «دوکاسترو» په وینا په اروپا، امریکا او روسیه کې په هرو درېیو تنو کې دوه یې وږي دي او په درېیمه نړۍ، افریقا او آسیا کې له هر نهو تنو اتنیم یې وږي دي. نو په نړۍ کې چې د لوږې دغسې شان دی، او دا حالت یې په راتلونکي، نژاد، خېل، زوکړه، کورنۍ او ټولو څیزونو کې اغېز شیندي؛ نو آیت خپله مانا مومي، د خپل تاویل پوره جامې اغوندي. په تېرو کې دا آیت اخلاقي کلیات وو؛ خو اوس د یو ژور انساني مسوولیت ښودونکی دی. هغه وخت لږ نصیحت و؛ خواړه ورکړئ؛ خو وینو کوم تعبیر یې چې انتخاب کړی اوس په درد خوري، څوک (بې دینه) دی؟ نه هغه چې اطعام نه کوي. بې دینه دی؛ یکذب بالدین دی (؛بلکې) هغه دی چې؛ لایحض علی طعام المسکین؛ یعنې څه؟ هغه چې له لوږې سره د مبارزې لپاره له هر ډول شونتیاوو گټنه کوي، خلک د لوږې له منځه وړو لپاره هڅوي. څوک چې یحض علی طعام المسکین دی، دغسې حالت لري او څوک چې دا حالت نه لري، بې دینه دی.
اوس وینو دا کلمات څومره رښتیاني دی او دباندېنی ټولنیز واقعیت یې موندلی، اوله مصداقي پلوه یې لمن پراخه شوې ده.
نو دادی چې د انسان د تکامل په بهیر کې قرآني مفهوم تکامل مومي. فک رقبه څه دي؟ و ما ادریک ماالعقبه، څه دي؟ عقبه څه دي؟ پر غره سخت پېچومی دی چې تېرېدل ترې سخت دي. په ژوند، برخلیک او انساني تقدیر کې عقبه څه ده؟ پوهېږې څه ده؟ یو فک رقبه ده؛ (یعنې) یو مریی د مریتوب له بنده ازادول دي، مخکې به یې لس، شل روپۍ اچولې، چې پلانی مریی پېرو او د خدای په لار کې یې ازادوو؛ خو نن یې مانا څه ده؟ ځینې وايي: اوس چې رقبه – یعنې مریتوب – نشته؛ نو څه مانا نه لري! نن چې په یوه هېواد کې مجاهدین د ښکېلاک له جغه ځان ژغوري، دا، فک رقبه ده. پېسی راټولې کړو، چې پلانی وپېرو او ازاد یې کړو، فک رقبه ده؛ خو نن دا موضوعیت نه لري، اصلاً نشته او مانا هم نه لري.
نو اوس فک رقبه څه ده؟ اوس فک رقبه یو هېواد ته جهاد او هڅه ده چې خپل فک رقبه ته له ښکیلاک سره جنگېږي؛ یعنې فک رقبه د ملت د برخلیک په بهیر کې له ښکیلاک سره په تړاو مطرح ده. له یوې دکتاتورۍ سره په تړاو مطرح ده. دا هڅه څه ده؟
ځان ځارول، وینه، وسله او پیسې ورکول تبلیغ کول او په هر حال د یو ملت، ډلې، سمیې او طبقې په واک کې دا فک رقبه ورکول دي. نو وینو چې عقبه د تاریخي تکامل په بهیر کې څومره مانیز، مصداق او تاویلي بشپړتیا او تکامل موندلی دی. د روم سورت د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم تر زمانې اوس ډېره مانا ورکوي. نن د سترو قدرتونو تر منځ جگړه د روم او ایران تر جگړې ډېره استهلاکي ده. نن ستر قدرتونه په اقتصادي او پوځي برخو کط نه جنگېږي(؛ بلکې) یوازې د وسلو په ډگر کې سیالي لري. په سلو کې نوي کلنۍ بودجه یې په وسلو جوړولو لگېږي، حال دا په سلمه یې گرده ځمکه جنتین کولای شي، ایا دا استهلاک نه دی؟ په سلو کې اتیا غوره تکنېشنان، پوهان او اندیالان یې پر وسلو جوړولو بوخت دي. بیا د وسلو پلور ته په هېوادونو کې په ناوړو چارو لاس پورې کوي، د هېوادونو تر منځ د پولو اختلافاتو ته لمن وهي، افراطي ډلې ټپلی رادبره کوي، ځینې هېوادونه نورو ته «بو» کوي. نو دادی چې روم (لویدیځ) له اوسني ایران (ختیځ) سره جنگېږي. دا زبر ځواک له هغه زبرځواک سره، یو هېواد د یوه پلوی او بل د هغه بل، وسلواله، د تجمل پرستی، مصرف پرستی او د قدرت طلبی سیالي کوي، چې دا سیالۍ يې له دننه له انساني وجوده تش، ټانټه اوپوچوي فرهنگ ، تمدن او ارزښتونه یې له منځه وړي، دغسې یو بلو سولوي، یو بل له منځه وړي، یو بل په ګونډو کوي؛ نو دلته وینو چې څلور پښې یبل ویتنامي بزگران د نړۍ ستر ځواک په گونډو کوي، د افغانستان مجاهدین د پخواني شوروي سوسیال استکبار امپراطوري راپرځوي. «یومئذ یفرح المؤمنین: او پر هغه ورځ به مؤمنان (د یوې بلې بریا له امله) خوشحاله شي» دادی.
نن د اسراییلو د نیواگر رژیم له پولیسو د فلسطیني کمکي ځوانانو د چپنډو له ډاره په د پطلون کې متیازې ترې روانې وي، دا «یومئذ یفرح المؤمنون» دی.
ولې ترې ډارېږي، له دوی سره خو یوازې یوه چپنډه ده؟ دا ځکه فلسطینیان په «ایماني ځواک» سنبال دي او د اسراییلو غاصب رژیم له دننه پوک او پوچ دی.
په ځینو هېوادونو کې په جومات کې تنکي ځوانان د جماعت لمانځه ته نه پرېښوولېږي د ځوانانو له ایماني ځواکه ډارېږي، چې کبرجنه واکمني به یې راوپرځوي، دا «یومئذ یفرح المؤمنون» دی.
د بشریت ژغورنې ته د مؤمنانو – یعنې هغوی چې نن ایمان لري او پر ځان متکي دي – یوازېنۍ هیله داده، چې زبرځواکونه یو له بل سره اخته دي استکباري رژیمونه د چټلۍ، جنایت او تاوتریخوالی په سیالی کې ورډوب دي او په نهایت کې به له دننه وچوي. اوس وگورئ چې «یومئذ یفرح المؤمنین» په کومه پراخۍ مانا کېږي؛ خو په هغې زمانې کې یوازي په «سیاسي – پلتیک» ډگر کې مانا کېده. دا پوهېدنه مو نوې له ځانه راوړاندې کړې نه ده؛ بلکې د پېښو بهیر، د ماناوو، مفاهیمو او مصداقو تکامل او ټولنيزې او انساني ښکارندې دي، چې په مرسته یې له مسایلو دغسې پوهېدای شو.»
تردې وینا روسته پوهېدای شو، په هېواد کې چې د «شوروي سوسیال استکبار» پر ضد جهاد مبارزه وشوه، ولې یې پایلې د ولس د نیتونو له مخې تر لاسه نه شوې؟ دا یوه مهمه پوښتنه ده چې باید په ټولنه کې اوڅار او روڼ اندي یې ځواب ووايي. ځینې وخت د یوې پوښتنی اوڅارول په ټولنه کې یو خوځښت رامنځ ته کوي. موږ باید جهاد له سره وارزوو، رغنده او منفي ټکي یې نوي کهول ته ور په گوتو کړو چې په راتلونکي کې داسې قدمونه پورته کړي، چې د تېرو تجربې بیاځلي نه کړي. هڅه کوو چې ځوانانو ته د اسلامي نړی لید په رڼا کې یو لړ گروهیز مسایل اوڅار کړو، چې خپل سبانۍ روڼ تاریخ ولیکي.
[1] [ یادونه: په دې هکله ستر عارف او ادیب ښاغلي امیر حمزه خان شینواري په خپل نثري اثر “ژوند” کې هم پراخ سپړنه او کېنستنه کړې ده. نوموړي انسان پر دې حالتونو ویشلی دی: حیوانیت، انسانیت، روحانیت. هره برخه یې بېله بېله بیان کړې او د هر یوې برخې ځانګړنې یې راسپړلي. امیر حمزه خان شینواری پایله اخلي، چې انسان باید د حیوانیت او روحانیت تر جغ لاندې رانشي، دواړه حیوانیت او روحانیت باید د وزرو او وزلې په توګه وکاروي؛ خو انسان باید انسان پاتې شي. د لا ډېر معلوماتو لپاره اندیال وېبپاڼه وګورئ چې د حمزه شینواري د نثري اثر”ژوند” پورته ویل شوې برخې پکې بیان شوي دي.]
[2] [ په عین حال کې چې انسان د هستۍ د پېژندنې له اړخ د هستۍ پر واقعي او حقیقي مرکز چورلوي، ورسره جوخت پر یوې فکري بېخبنا چې د بشري، طبقاتي او نژادې وحدت بنسټ دی چورلوي]
[3] [یادونه: په کتابونو کې سوسیالېزم کور، کالي او ډوډۍ وه؛ خو په عمل کې د هیواد په تاریخ کې له ۱۳۵۷ ل نه تر پرځېدو(۱۳۷۱ل) یې د کور پر ځای هدېري، د جامو پر ځای کفنونه او د ډوډۍ پر ځای مهاجرتونه او در په درۍ وې.]
[4] [ مرحوم امیرحمزه خان شینواری، د پښتو غزل ځوان کړ او په پایله کې په لواړګي کې میشت بانډیڅي د پښتو په کچه غزل بابا شو؛ ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي ــ ته شوې د پښتوغزله ځوان زه دې بابا کړم ]
[5] [ یادونه: څه موده وړاندې د جرمني لومړۍ وزېرې انګېلا مارکر مسلمانانو ته یو پېغور هم ورکړ،چې خدای، پېغمبر او کتاب مو یو دی؛ خو ولې بې اتفاقه او جګړه ماران یاست، حال داچې نور ګڼ خدایان لري؛ خو یولاس دي او په سوله کې اوسي؟]
[6] [ علامه اقبال وايي:
[7] [ پر پانګوالۍ اوختی او واکمن له چیني کمونېزمه د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره د یوې وزلې په توګه کار اخلي او په اصطلاح سوسیالېزم یو سوټی دی چې نور پرې ځپي]
[8] [ د افغانستان مېړني مجاهد ولس دړي وړی]
[9] [ یادونه: دغسې یو شمېر سرسري مسلمانان هم دي، چې په ګروهه کې ورسره ګډ نه یې، که څه هم ترې ښه پوهېږې، ترې ښه پرهیزګار او خبر پوه یې؛ خو ټاپې درباندې لګوي او ان له دینه دې بهر بولي، چې دې اندود په اسلامي ټولنو کې یوه سرطاني بڼه خپله کړې ده. ]
-
ټیګونه:
- ځان سازي
- «خود» ته نقادانه ورستنېدا
- ((آزادي ))
- ((عشق)) او ((برابري ))
- امامت څه ته وایي؟
- او د فرهنګي سرچینو راسپړنه او چاڼونه
- او وتلارې لټول
- اوچت او متعالي یوازېتوب
- برابرۍ او ازادۍ ترمنځ تړاو
- پاړکیز نظام (طبقاتي نظام ) :
- په "موخې او هدف " د انسان له ځانه پرديتوب
- په ټولنپوهنیز لید د توحید او شرک پېژندنه
- په خپلو مغزو فکر کول
- په څلورو لومو کې راګېر انسان
- په علم د انسان له ځانه پردیتوب
- په ماتریالېزم (Materialism) له ځانه پردېتوب (الیناسیون)
- تمدن او تجدد
- تمدن او تجدد څه ته وايي
- تمدن له تجدد سره توپیر لري
- توحید پېژندنه
- ټاکنې او پنځونې خنډېږي
- ټولنیز الیناسیون
- چټي یوازېتوب
- ځان بایلودنه
- ځان جوړونه
- څلور جبرونه د انسان د ځانخبرۍ
- د انسان د تکامل پر وړاندې خنډونه
- د تاریخ په فلسفې پوهېدنه
- د توحید اهمیت
- د شرک لړۍ ـ غیر توحید ـ ملوک الطوایفي نړۍ ده
- د عرفان
- د فویر باخ
- د لمانځه سلامونه
- علم د انسان نفې کوونکی
- فرهنګي له ځانه پردیتوب؛ یعنې په پټو سترګو تقلید
- کتاب زدګي ( کتاب وهنه)
- کتابي کېدنه
- لګښت
- لنډ پوچ شوی دین
- له ځانه پردیتوب؛ Alienation
- له ښځمنو سره د پېغمبر( ص) کړچار
- له نورو راخستنې او ځان ته د ورستنېدا ترمنځ ظاهري ټکر
- ماتریالېزم ( توکیزواله)
- مارکس او هګل له نظره د الیناسیون مفهوم
- مصنوعي یوازېتوب