تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر غاشیه سورت تفسیر   غاشیه سورت شپږویشت آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. «غاشیه» د قیامت یوه نامه ده، چې ددې سورت په لومړي آیت کې راغلې او د سورت نامه شوې هم ده. د نورو مکي سورتونو په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر غاشیه سورت تفسیر

 

غاشیه سورت شپږویشت آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.

«غاشیه» د قیامت یوه نامه ده، چې ددې سورت په لومړي آیت کې راغلې او د سورت نامه شوې هم ده.

د نورو مکي سورتونو په څېر، دا سورت هم په قیامت کې د جنتیانو او دوزخیانو حالات بیانوي او مشرکانو ته ګواښګرندي او مؤمنانو ته زېري ورکوي.

ورپسې، د ځمکې، آسمان او ځینو نورو موجوداتو په پنځون کې د الهي ځواک نښو ته اشاره شوې، چې هم د هستۍ د مبداء پر ایکي والي دلیل دی او هم په قیامت کې د انسان پر بیا پنځون، د الله د وسمنۍ نښه او په پای کې خپل استازي ته حکم کوي، چې خلکو ته پر له پسې یادونه او بلنه کوه او پوه دې وي، چې ټول به درباندې ایمان را نه وړي او الله اراده کړې، چې انسان په خپله اراده او خوښه خپله لار وټاکي.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

هَلْ أَتاکَ حَدِیثُ الْغاشِیَهِ«1» وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ خاشِعَهٌ«2» عامِلَهٌ ناصِبَهٌ«3» تَصْلی ناراً حامِیَهً«4» تُسْقی مِنْ عَیْنٍ آنِیَهٍ«5» لَیْسَ لَهُمْ طَعامٌ إِلاّ مِنْ ضَرِیعٍ«6» لا یُسْمِنُ وَ لا یُغْنِی مِنْ جُوعٍ«7»=آيا (د قيامت) د خپرېدونكيو (پېښو) خبر دررسېدلى دى؟! پر هغه ورځ ځينې مخونه ترېدلي ذليل وي،هغوى چې هڅې كړي [او] ستړي شوي (؛ خو څه پايله يې په برخه شوې نه ده)، [ناچار] سوځنده اور ته ورننوځي (او سوځي به). د خوټېدونې چيني اوبه ورڅښل كېږي؛ بې له ترخو وچو او بدبويه اغزنو بوټو نور خواړه ورته نه وي. (داسې خواړه، چې) نه یې څربوي او نه لوږه لرې كوي.

 

ټکي:

* «غاشیه» د پوښوونکي/رانغاړونکي په مانا ده او مراد یې د قیامت پېښه ده، چې ټول رانغاړي. «عامِلَهٌ» د هڅاند په مانا او «ناصِبَهٌ» هغه ستونزمن کار ته وايي، چې انسان ستړی کوي. «حامِیَهً» ډېر تود او «آنِیَهٍ»د سوځولو روستۍ درجه ده.

* شونې ده له «وُجُوهٌ» مراد، د ځانګړیو څېرو څښتنان وي؛ یعنې د هرې نېکې او بدې ډلې ځانګړې څېرې.

* د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د وینا له مخې،«ضَرِیعٍ» په دوزخ کې د اغزي په څېر یو څیز دی، چې تر مردارې خورا بدبویه، تر اوره خورا تود او ډېر تریخ دی[1]. شونې ده، په دې اغزي یې ځکه د «ضَرِیعٍ» نامه ایښې وي، چې په خوړولو یې انسان په چغو او زاریو/ تضرّع شي.

*په دنیا کې ډېرې ستونزمنې چارې کېږي؛ خو داچې اخلاص پکې نه وي، یا د الهي احکامو له مخې نه وي او په غرور، منت ایښوولو او شرک ککړې وي؛ نو نه منل کېږي او تویې ځي او په قیامت کې ترې ګټنه نشي کېدای.

*په الهي نړۍ لید کې، د کار عنصر باید، د موخې، لوري او مشرۍ له عنصر سره په یوه لیکه کې او سپېڅلی وي.

 

پېغامونه:

1-د قیامت پېښه دومره پراخه ده، چې ټول دې یې په فکر کې ووسو. «هَلْ أَتاکَ حَدِیثُ الْغاشِیَهِ»

2-په قیامت کې د دنیا هره هڅه او زحمت ګټور نه دی. «عامِلَهٌ ناصِبَهٌ»

3-یوازې د مخلصانو ډله به له خپلو هڅو پایله اخلي. «لِسَعْیِها راضِیَهٌ»

4- معاد جسماني دی؛ ځکه څربوالی او ډنګروالی یوازې جسم ته منلوړ دی. «لا یُسْمِنُ»

 

وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ ناعِمَهٌ«8» لِسَعْیِها راضِیَهٌ«9» فِی جَنَّهٍ عالِیَهٍ«10» لا تَسْمَعُ فِیها لاغِیَهً«11»=پر هغه ورځ ځينې مخونه ښېرازه وي، خپلو هڅو ته خوشحال، په لوړ جنت كې به وي. هلته به هېڅ چټي خبره نه اوري.

 

ټکي:

* «ناعِمَهٌ» په ناز ونعمت کې وسېدو او «لاغِیَهً» چټي خبرې ته وايي.

 

پېغامونه:

1-واقعي خوشحالي په څېره کې څرګندېږي. (وُجُوهٌ … ناعِمَهٌ)

2-د جنت نعمتونه او ځانګړې الهي پېرزوینې د انسان د هڅو او کړنو پایله ده. «ناعِمَهٌ لِسَعْیِها»

3-په دنیا کې د چارو ستونزمني لنډمهاله ده؛ خو په آخرت کې همیشنۍ خوښي او بریا ورسره مل ده. «لِسَعْیِها راضِیَهٌ»

4-جنت د توکیزو او مانیزو چارو د لوړتیا ځای دی. «جَنَّهٍ عالِیَهٍ»

5-هغوی چې په دنیا کې ځان له چټیانو لرې ساتلی وي؛ په قیامت کې به هم له چټیاتو لرې ژوند کوي. «لا تَسْمَعُ فِیها لاغِیَهً»

6-په جنت کې نه یوازې چټیات نشته؛ بلکه هغه خبره هم پکې نشته، چې د چټیاتو رامنځ ته کېدو لامل شي. «لا تَسْمَعُ فِیها لاغِیَهً»

 

فِیها عَیْنٌ جارِیَهٌ«12» فِیها سُرُرٌ مَرْفُوعَهٌ«13» وَ أَکْوابٌ مَوْضُوعَهٌ«14» وَ نَمارِقُ مَصْفُوفَهٌ«15» وَ زَرابِیُّ مَبْثُوثَهٌ«16»= پكې یوه چينه بهېږي،هلته اوچت اوچت تختونه دي، او (ددې چينې پرغاړه) كوزې ايښوول شوي دي، او کتار بالښتونه؛ او (قيمتي) فرشونه غوړول شوي.

 

ټکي:

*د«عَیْنٌ» کلیمه د چینې په مانا ده، یوې یا څو چینو ته یې کارولی شو او د ذاریات سورت ‍۱۵ آیت له مخې، د جنت چینې ډول ډول دي. «إِنَّ الْمُتَّقِینَ فِی جَنّاتٍ وَ عُیُونٍ»

* «سُرُرٌ» او «سرور» له یوې جرړې دي. ((سریر)) هغه تخت ته ویل کېږي، چې سرور ته وي او د «مَرْفُوعَهٌ» کلیمه، د جنتي تختونو د لوړ ځګي نښه ده، چې له هغه لوړ ځایه د جنت ننداره کولای شو.

* «أَکْوابٌ» د «کوب» جمع او د خوب پر وزن ده او د هغه لوښي په مانا ده، چې لاسکی نه لري. په واقعه سورت ۱۷ او ۱۸ آیتونو کې ډول ډول لوښي راغلي دي. «بِأَکْوابٍ وَ أَبارِیقَ وَ کَأْسٍ مِنْ مَعِینٍ»

* «نَمارِقُ» د «نمرقه» جمع ده، د بالښت او کوشنۍ تیکې په مانا ده. «زَرابِیُّ» ویاړلي/فاخر او په زرو اوبدل شوي فرش ته وايي.

 

پېغامونه:

1-د جنتي چینو ستریا نا پېژندوړ ده. «فِیها عَیْنٌ جارِیَهٌ» (د «عَیْنٌ» کلیمه نکره راغلې ده.

2-د جنتیانو مقام لوړ دی؛ نه دا چې پر ځمکه کېني. «سُرُرٌ مَرْفُوعَهٌ»

 

 

 

أَ فَلا یَنْظُرُونَ إِلَی الْإِبِلِ کَیْفَ خُلِقَتْ«17» وَ إِلَی السَّماءِ کَیْفَ رُفِعَتْ«18» وَ إِلَی الْجِبالِ کَیْفَ نُصِبَتْ«19» وَ إِلَی الْأَرْضِ کَیْفَ سُطِحَتْ«20»=آيا اوښ ته نه ګورې، چې څرنګه پنځول شوى دى؟! او اسمان ته [نه ګوري] چې څرنګه اوچت کړای شوى دى؟! او غرونو ته [نه ګوري] چې څرنګه پر خپل ځاى درول شوي دي؟!  او ځمكې ته [نه ګوري] چې څرنګه هواره شوې ده؟!

 

ټکي:

*که په انسان کې د اندنې/تفکر روحیه وي؛ نو ټوله هستي د زده کړې ټولګی دی. یو شپون په بېدیا کې هم ته وا د نړۍ په ستر کتابتون کې دی؛ تر پښو لاندې یې ځمکه ده، پر سر یې آسمان دی، شاوخوا ته یې غرونه او مخې ته یې اوښان دي او که هر یوه ته ځیر شي، ډېری خوالې به رابرسېره کړي. د بېلګې په توګه، اوښ تر آس ډېر واټن وهي او تر خره ډېر بار وړي. په څارویو کې ځینې یې سپرلۍ ته، ځینې یې غوښې ته او د ځینو له شیدو ګټنه کېږي؛ خو د اوښ هر څه ګټنوړ دي. سترغلي یې د بیدیا د باد او دوړو پر وړاندې مقاوم دي . پخپل کوهان کې زېرمه غوړي او خواړه لري او لوږې ته د ډېرې مودې لپاره د ټینګې دی، په بدن کې زېرمه اوبه لري او تنده ښه ډېره زغملای شي، پر لار بلد دی او دومره رام دی، چې په سلونو اوښان یوه کوچوان ته تسلیم وي. د پښې ورغوی یې شګلنو سیمو ته جوړ شوی، ورمېږ یې پرې ورسپرېدو ته پاټکی او د پېټي اوچتولو اړم دی او لنډه داچې د عربانو د وینا له مخې، اوښ د بیدیا بېړۍ ده. تر ټولو پیاوړی، کم لګښته، خورا ګټور او خورا آرام څاروی دی.

*د آسمانونو، غرونو او ځمکې پنځون تصادفي چار نه؛ بلکې د یوه حکمت له مخې پنځېدلي او پر خپل ځای ایښوول شوي دي.

*په هر نعمت کې یو اړخ څرګند وي. (په اوښ کې یې د پنځون څرنګوالی، په آسمانونو کې یې دنګوالی، په ځمکه کې یې هواری او په غرونو کې یې د درېدو څرنګوالی).

* آسمانونه، کرات او د کراتو چورلیځ، پېيون- نظم او حساب یې، چې هره ورځ یې د هېښنو یو ګوټ رابرسېرېږي، تل د مطالعې او اندنې وړ دي.

غرونه او جرړې یې په ځمکه کې دننه د مېخونو او د ځمکې د ځنځیر د کړیو په څېر دي، چې ځمکه له هغه څپڅپاندۍ ساتي، چې په ځمکې کې د توکیو له ګرمېدو رامنځ ته کېږي. واورې په ځان کې زېرموي او سوکه سوکه یې لاندې رالېږي، د توپانونو مخه نیسي، هوا پاکوي، د ډول کانونو او صنعتي توکیو زېرمې پکې دي، مسافرو ته نښې او د ځینو بوټیو د راټوکېدو ځایونه دي. بل ډول غرونه ډول ډول ګرانبیه ډبرې او کاڼي لري، چې په سینګار توکیو او ودانیو کې ترې ګټنه کېږي، چې بشر ته یوه ناپایه پانګه ده. لنډه دا چې په دې آیتونو کې د نړۍ پېژندنې مسایلو او ان بزګرۍ، پووند ګلۍ – مالدارۍ، صنعت او فضايي چارو ته اشاره شوې ده.

 

پېغامونه:

1- الله هغوی رټي، چې د هستۍ د حقایقو په رابرسېرنه کې نه ځیرېږي. «أَ فَلا یَنْظُرُونَ»

2- له محسوساتو ورتېر شئ، چې معقولاتو ته ورسئ. أَ فَلا یَنْظُرُونَ …

3-په معاد او ځانګړیو جنتي نعمتونو کې شک مه کوئ، مګر په دنیا کې د الله هېښنده پنځېدلي نه وینئ؟«أَ فَلا یَنْظُرُونَ إِلَی الْإبِلِ»

4-لکه څنګه چې د پنځېدلیو آر، د الله پر شتون دلیل دی، د پنځېدلیو د پنځون پېچلتیا او څرنګوالی یې د الله پر ځواک، علم او حکمت دلیل دی. (کَیْفَ ، کَیْفَ ، کَیْفَ …)

 

فَذَکِّرْ إِنَّما أَنْتَ مُذَکِّرٌ«21» لَسْتَ عَلَیْهِمْ بِمُصَیْطِرٍ«22» إِلاّ مَنْ تَوَلّی وَ کَفَرَ«23» فَیُعَذِّبُهُ اللّهُ الْعَذابَ الْأَکْبَرَ«24» إِنَّ إِلَیْنا إِیابَهُمْ«25» ثُمَّ إِنَّ عَلَیْنا حِسابَهُمْ«26»= نو نصيحت كوه، چې په رښتینه کې ته يوازې نصيحت ګر يې. ته پرې زورور نه يې (چې ايمان راوړو ته يې اړ باسې)؛ خو كه چا مخ واړاوه او كافر شو؛ نو الله به يې په ډېر سترعذاب وكړوي. په حقيقت كې راستنېدل يې يوازې زموږ لوري ته دي، بيا یې په رښتینه كې حساب زموږ پر غاړه دى.

 

ټکي:

* تذکر اتمام حجت ته دی، چې کافران په قیامت کې و نه وايي: «لَوْ لا أَرْسَلْتَ إِلَیْنا رَسُولاً فَنَتَّبِعَ»[2] خدایه! ولې دې یو ګواښګرندی را و نه لېږه، چې لاروي مو ترې کړې وای. البته یوازې عقلمن له دې تذکراتو پند اخلي. «إِنَّما یَتَذَکَّرُ أُولُوا الْأَلْبابِ»[3]

*په تېر سورت (اعلی) کې، الله خپل استازي ته د یادونې، تذکر (نصیحت) حکم وکړ او و یې ویل: نصیحت ورته وکړه او څوک چې خشیت لري، وبه یې مني او بدمرغه وګړي به له نصیحته پر شا شي او پر ستر عذاب به اخته شي. «یَتَجَنَّبُهَا الْأَشْقَی اَلَّذِی یَصْلَی النّارَ الْکُبْری»

په دې سورت کې هم وايي: ته نصیحت وکړه؛ خو پوه وسه، چې یوه ډله به نیوکه کوي او پر ستر عذاب به اخته شي. «إِلاّ مَنْ تَوَلّی وَ کَفَرَ فَیُعَذِّبُهُ اللّهُ الْعَذابَ الْأَکْبَرَ» په هر حال «نار کبری» په اعلی سورت کې او «عذاب اکبر» په دې سورت کې، د هغه وګړیو عذاب دی، چې نصیحت نه مني.

* «مصیطر» له «سطر» اخستل شوی او «سیطائره» هغه چا ته ویل کېږي، چې تر خپل واک لاندې کسان اېلوي او هغه لوري ته یې ګوماري، چې دده خوښه وي.

* امام صادق (رح) وویل:«کلّ امّه یحاسبها امام زمانها و یعرف الائمه اولیائهم و اعدائهم بسیماهم [4] د هر امت حساب یې د هغه وخت پر امام دی او امامان خپل ملګري او دښمنان په څېرو پېژني؛ لکه څنګه چې په اعراف سورت کې راغلي دي: «وَ عَلَی الْأَعْرافِ رِجالٌ یَعْرِفُونَ کُلاًّ بِسِیماهُمْ»[5]

* په زیارت جامعه کې معصومین علیهم السلام ته وايو:«و ایاب الخلق الیکم و حسابهم علیکم»[6] د خلکو رجوع تاسې ته ده او تاسې به یې حساب کوئ.

له امام کاظم، امام باقر او امام هادي هم دا مانا رانقل شوې ده.[7]

* د «إِلاّ مَنْ تَوَلّی وَ کَفَرَ» غونډله – جمله، له «إِنَّما أَنْتَ مُذَکِّرٌ» غونډلې استثناء ده؛ یعنې ای پېغمبره! ته وریادوونی یې، خو دا چې کفر وکړي، شا درواړوي او ستاسې تذکر او نصیحت پرې اغېزمن نشي.

* امام باقر (رح) وویل: له (عذاب اکبر) مراد سخت او همېشنی عذاب دی.[8]

 

پېغامونه:

1-پېغمبر اکرم خپله دنده ترسره کوله او د پایلې مسوولیت یې نه درلود. «إِنَّما أَنْتَ مُذَکِّرٌ» (پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د خلکو د ښیون وږی تږی و او الله ورته وویل: ستا دنده یوازې تذکر دی.)

2-د پېغمبرانو دنده نصیحت، یادونه او تذکر دی، نه لاسبري او د ګروهې ورتپنه. «لَسْتَ عَلَیْهِمْ بِمُصَیْطِرٍ»

3-د خلکو نه منل، ستا دنده پای ته نه رسوي. «إِنَّما أَنْتَ مُذَکِّرٌ لَسْتَ عَلَیْهِمْ بِمُصَیْطِرٍ»

4- دښمني، ځېل او له حق او حقیقته مخ اړونه د کفر سرچینه ده. «مَنْ تَوَلّی وَ کَفَرَ»

5-الهي پرغز – قهر درجې لري. «الْعَذابَ الْأَکْبَرَ»

6-له الهي عذابه څوک تښتېدای نشي. «إِنَّ إِلَیْنا إِیابَهُمْ»

7- حساب و کتاب هغه قانون دی، چې الله پر ځان واجب کړی دی. «إِنَّ عَلَیْنا حِسابَهُمْ»

«والحمد لله رب العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

[1] تفسیر مجمع البیان.

[2] – طه،134.

[3] – .رعد،19.

[4] – .بحار،ج 8،ص339.

[5] – .اعراف،46.

[6] – مفاتیح الجنان.

[7] – تفسیر المیزان.

[8] – تفسیر نورالثقلین.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!