بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۵ مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحار) غفار غفرالله لها د غفار ټبر ته د پېغمبراکرم(ص) د راتګ خبر راورسېد،چې له خپل يار حضرت ابوبكر(رض) سره دوى ته راځي . د غفار ټبر د خوشحالۍ جامې اغوستې وې او […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۵ مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحار)
غفار غفرالله لها
د غفار ټبر ته د پېغمبراکرم(ص) د راتګ خبر راورسېد،چې له خپل يار حضرت ابوبكر(رض) سره دوى ته راځي . د غفار ټبر د خوشحالۍ جامې اغوستې وې او له دې خوشحالۍ په جامو كې نه ځايېدل او ټول د پېغمبراکرم (ص) راتګ ته سترګې پر لار ول.
حضرت ابوذر(رض)هم انګېرله،چې د “هجران” تورتم پاى ته ورسېده او د “وصال” لمر راختلى دى .ټول خلك پر حضرت ابوذر(رض) راټول شوي دي او په تمه ول،چې ژر تر ژره پېغمبراکرم(ص) راورسي،چي ويې ويني.حضرت ابوذر(رض)هم لارې ته كتل،چې كله به يې محبوب رارسي .خلك هم تلولي( بې صبره) په تمه ول او هره شېبه يې له حضرت ابوذر(رض) پوښتنې كولې: پېغمبر اکرم (ص) څنګه دى؟څنګه څېره لري؟
حضرت ابوذر(رض) حال داچې سترګې يې لارې او غوږونه يې خلكو ته نيولي ول،د خلكو پوښتنې يې ځوابولې او د خپل پېغمبراکرم(ص) په صفت نه مړېده؛ويل يې :اوس به د دنيا تر ټولو غوره انسان ووينئ!پر خلكو او حضرت ابوذر(رض) هره شېبه لكه كال تېرېده .حضرت ابوذر (رض) هم د زېري لپاره ولاړ و، چې پر خلكو د پېغمبراکرم(ص) د راتګ زېرى وكړي؛خو داچې پېغمبراکرم(ص) ناوخته كړ،ډېر ناکراره و؛ ناڅاپه د حضرت ابوذر(رض)سترګې پر يوه اوښ ولګېدې،چې له خوشحالۍ په ټوپونو شو؛چغه يې كړه: پر خداى قسم،چې پېغمبراکرم(ص) دى!
خلكو په خوشحالۍ وويل: پېغمبراکرم(ص) راغى.
حضرت ابوذر(رض)د پېغمبراکرم(ص) مخې ته ورمنډه كړه او سلام يې واچاوه.
پېغمبراکرم(ص) ورته وويل: ته “ابونمله” يې؟
حضرت ابوذر(رض) نه ! زه ابوذر يم .
حضرت ابوذر(رض) د اوښ پړى ونيو او خلك پر پېغمبراکرم(ص) راټول شول او په خوشحالۍ يې چغې وهلې : الله اكبر ! الله اكبر!
ښځو،نرانو او ماشومانو په خوشحالۍ او مينه ويل : دا د خداى رسول دى،چې راغى.
د خداى رسول له اوښه راكوز شو او مسلمانانو پرې سلام واچاوه. پېغمبر اکرم(ص) هم پرې سلام واچاوه . پېغمبراکرم(ص)كېناست او حضرت ابوبكر(رض) پر ولاړه خلكو ته وينا پيل كړه . بيا پېغمبر اکرم (ص)قرآن ولوست او خلك يې اسلام ته راوبلل . ټول د بيعت لپاره رامات شول؛حضرت ابوذر(رض) د پېغمبراکرم(ص)تر څنګ ولاړو او د دې پېښې په ليدو يې من من غوښه اخسته .
خلك پېغمبراکرم(ص) ته ګوته پر خوله ول،چې څومره نېك خويه انسان دى .
خفاف بن رفضه غفاري له پېغمبراکرم (ص) څخه وغوښتل، چې ټبر ته يې يو ليک وليكي . پېغمبراکرم(ص) هم ورته تړون وليكه : د غفار مسلمان ټبر په غم ښادۍ، سختۍ او هوسايۍ كې له نورو مسلمانانو سره شريك دى . د هغوى ځان و مال به خداى او پېغمبر يې ساتي، كه چا پرې تېرى كاوه؛ نو مرسته به ورسره وشي او چې پېغمبراکرم(ص) پرې امر كاوه؛نو لاس پر سينه به درېږي . پر هغوى د پېغمبراکرم(ص) مرسته فرض ده. كه چا پر دې تړون عمل و نه کړ؛ نو ګناه به يې كړې وي.
د غفار ټول ټبر مسلمان شو او حضرت ابوذر(رض) هم له دې،چې ټبر يې د خداى دين منلى،ډېر خوشحاله و. لاسونه يې اسمان ته پورته كړل،ويې ويل : (( الْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِي هَدَانَا لِهَـذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِيَ لَوْلا أَنْ هَدَانَا اللّهُ ( اعراف – 43 )=ستاينه يوازې الله ته ده،چې موږ ته يې (دې) مقام ته ( دايمان په وسيله د رسېدو) سمه لار وښوده او كه خداى موږ ته سمه لار نه واى راښوولې؛نو دا (مقام) زموږ په برخه كېداى نه شو))…..
بيا پېغمبراکرم (ص) حضرت ابوذر(رض) ته په خوښۍ مخ كړ او ويې ويل : غفار غفرالله لها .