د حمد د سورت روزنيزې زده کړې هرمومن د حمد د سورت په تلاوت کې پر بسم الله ويلو له غيرالله خپلې هېلې پرې کوي او له هغه پرته له بل چا هيله نه لري. انسان ((رَبِّ الْعَالَمِينَ)) او((مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ)) سره احساسوي چې مربوب اومملوک دى . د ((رَبِّ الْعَالَمِينَ)) د کلمې له لارې […]
د حمد د سورت روزنيزې زده کړې
هرمومن د حمد د سورت په تلاوت کې پر بسم الله ويلو له غيرالله خپلې هېلې پرې کوي او له هغه پرته له بل چا هيله نه لري.
انسان ((رَبِّ الْعَالَمِينَ)) او((مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ)) سره احساسوي چې مربوب اومملوک دى .
د ((رَبِّ الْعَالَمِينَ)) د کلمې له لارې خپل ځان له هستۍ سره نښلوي او ورسره اړيکه پيدا کوي .
له ((الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ)) سره ځان د خداى د پراخې لوراېنې ترسيوري لاندې ويني .
((مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ)) انسان ته د قيامت ورځ رايادوي .
د((إِيَّاكَ نَعْبُدُ)) له لارې انسان شهرت غوښتنه او ځانمني له ځانه لرې کوي.
د ((وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ)) له لارې انسان يواځې له خدايه د لاسنيوي هيله لري او له هغه پرته هرڅه له خپل فکره اوباسي.
((أَنعَمتَ عَلَيهِمْ))انسان له دې لارې پوهېږي،چې د نعمت ويش د خداى په لاس کې دى او حسادت کينه بايد له ځانه لرې کړو؛ځکه چې کينه کښ د خداى پر ورمندون – قضاوت او په لاس يې د روزۍ پروېش راضي نه دى .
((اهدِنَا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ)) انسان له دې لارې د حق پر لارې د تګ غوښتنه کوي .
((صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ)) له دې لارې انسان د خداى د لارى له پلويانو سره ديووالي اعلان کوى .
((غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ)) له دې لارې انسان له باطل او باطلانو ځان بيلوي .
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
په بېلابېلو خلکو او قومونو کې دا رسم دى چې کارونه د خپل مشر پر نوم پیلوى،چې خورا درناوى يې کوي،چې کارونه يې په مبارکۍ پيل شي او پاى ته ورسېږي .البته هرڅوک د خپلو اندونو او ګروهو پر بنسټ،چې ښایي سم يا ناسم وي،عمل کوي.ځينې خلک د بوتانو او طاغوتانو پر نوم کارونه پيلوي او ځينې نور يې د خداى پر نوم او د خداى د اولياوو په لاس. نن سبا رواج دا دى چې د مهمو ودانيو د بنسټ ډبره مهم وګړي ږدي او يا يې د بنسټ مېتې په سترو شخصيتونو وهي . د خندق په جنګ کې هم د خندق د کنلولپاره لومړى مېتې پېغمبر اکرم (ص) په خپل لاس وهلى و.
((بسم الله)) د وحى د کتاب پيل دى. ((بسم الله)) نه يواځې د قرآن په پيل کې راغلى؛بلکې د ټولو آسماني کتابونو په پيل کې هم راغلى وه .
((بسم الله )) د ټولو انبياوو دعمل سرلوحه وه،کله چې د نوح علیه السلام بيړۍ د طوفانونو په څپو کې روانه شوه ،نوح علیه السلام خپلو يارانوته وويل : سواره شئ.
وَقَالَ ارْكَبُوا فِيهَا بِسْمِ اللَّهِ مَجْريها وَمُرْسَاهَا إِنَّ رَبِّي لَغَفُورٌ رَحِيمٌ ( هود\٤١) = او هغه وويل : (( د خداى په نامه په هغې كې سپاره شئ! او د بېړۍ د روانېدو او درېدو پر وخت هغه ياد كړئ، چې پالونكى مې بښونكى (او) مهربان دى .))
سليمان علیه السلام هم چې د سبا ملکې ته د خداى د منلو بلن ليک ولېږه ؛نو په پيل کې يې ((بسم الله الرحمن الرحيم)) ليکلى و.
حضرت على وايي: ((بسم الله)) د کارونو د برکت لامل دى اوپرېښوول يې د چارو د ناخوالۍ لامل دى.(بحارالانوار،۷۶/ ۳۸۵) يوکس د((بسم الله)) جمله ليکله حضرت علي ورته وويل : ((په ښه توګه يې وليکه)) . د کارونو په پيل کې بايد((بسم الله)) وويل شي،د ډوډۍ خوړلو،وېده کېدو ،سپرېدو ،نکاح او نوروکارونو په پيل کې بايد((بسم الله)) وويل شي. که څاروى د((بسم الله)) له ويلو پرته حلال شي ؛نوغوښه يې حرامه ده او دا راښي ،چې د موحد انسان خواړه هم بايدالهي لورى ولري
هر کار ولې بايد پر ((بسم الله)) پيل کړو؟
يوه کارخانه پرخپلو محصولاتو يوه ځانګړې نښه لګوي ؛د بېلګې په توګه د چيني لوښو کارخانه پر خپلو وړو او غټولوښو ځانګړې نښه لګوي او همداراز هر هېواد ځانګړى بېرغ لري ،چې د وزارتونو او پوځي غنډونو او د مامورينو پر ميزونو ايښوول شوى وي.
د خداى نوم او د خداى يادونه هم د مسلمانۍ نښه ده او دا نښه ((بسم الله)) ده اومسلمان په هر کوچني او ستر کار کې، په هر ځاى لکه جومات او کارخانه کې، په هر وخت لکه سهار او ماښام کې دا مبارکه کلمه وايي؛نو ځکه په يو روايت کې راغلي ((بسم الله)) مه هيروه که ان يو بيت شعرهم ليکې. په يوبل روايت کې راغلي که څوک په لومړى ځل ماشوم ته ((بسم الله)) وښي ؛نو اجر او ثواب لري .[ تفسيربرهان ١ / ٤٣ ] .
ايا ((بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ)) د حمد د سورت برخه ده او که مستقل اۤيت دى؟
که څه هم ځينې ((بسم الله)) د سورت برخه نه ګني او په لمانځه کې يې نه لولي ؛خو داسې کسان د مسلمانانو تر نيوکو لاندې راغلي دي . وايي يوه ورځ معاويه په لمونځ کى ((بسم الله)) ونه ويله خلکو پرې نيوکه وکړه او ويې ويل اۤيت دې پټ کړ که هېر دى کړ [مستدرک حاکم ٣ /٢٣٣ ] .
فخررازي په خپل تفسيرکې شپاړس دليلونه راوړي او وايي چې ((بسم الله)) د حمد دسورت برخه ده . ((آلوسى)) هم په خپل تفسيرکې همدا شان ګروهه لري .امام احمدحنبل هم په خپل مسندکې ((بسم الله)) د سورت برخه ګڼلې ده . د اماميه شيعه له نظره ((بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ)) يو مستقل آيت دى او د سورت برخه ده .امامانو به ټينګارکاوه چې په لمانځه کې دې ((بسم الله)) په لوړغږ وويل شي .امام محمد باقر د هغو په هکله چې د((بسم الله)) اۤيت به يې نه وايه او يا به يې د سورت برخه نه ګڼله وايي : د قرآن غوره آيت يې پټ کړ.(مسنداحمدبن حنبل ٣/ ١٧٧ –٤/ ٨٥ )
اندیال شهید استاد مطهرى د سورت حمد په تفسير کې ليکي : ابن عباس ،عاصم کسائى ابن عمر،ابن زبير،عطا،طاووس ،فخررازي اوسيوطي هغه کسان دي چې ((بسم الله)) د سورت برخه ګڼي .
البته ((بسم الله)) د سورت توبه په پيل کې نه ده راغلى او د حضرت علي په وینا د ((بسم الله)) ویی- کلمه د رحمت اوخونديتوب ویی ده،چې د مشرکينو له برائت سره اړخ نه لګوي .
بِسْمِ اللَّهِ
((بِسْمِ اللَّهِ)) د الهي رنګ او زموږ د توحيدي لوري او دريځ ښودونکې ده .
((بِسْمِ اللَّهِ)) د توحيد رمز دى او پر نورو نومونو د کار پيل د کفر رمز دى.
د کارپه پيل کى د خداى له نوم سره د بل چا نوم اخيستل د شرک نښه ده ،د خداى له نوم سره بل نوم بايد وانه خېستل شي اوهمداراز دهغه له نوم پرته هم بايد د بل چا نوم وا نه خيستل شي . د((سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ)) مانا دا ده،چې ان د خداى نوم هم بايد له هرډول شريکه پاک وي .
(( بِسْمِ اللَّهِ)) د پايښت او د دوام رمز دى اوهرڅه چې الهي رنګ ونه لري ؛نو فاني به وي.
وَلاَ تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلهاً آخَرَ لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ كُلُّ شَىْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (قصص / ٨٨ ) =(( او له الله سره بل معبود مه بله،چې له هغه پرته بل معبود نشته،دهغه له (سپېڅلې) ذات پرته نور ټول څېزونه هلاکېدونكې دي حاكميت يواځې د هغه دى او تاسې ټول د هغه لورې ته ورګرځول کيږئ. ))
((بِسْمِ اللَّهِ)) له خداى سره د مينى اوپرې د توکل رمز دى.
((بِسْمِ اللَّهِ)) له پېسمنۍ- تکبر لرې والى دى او د خداى په درګاه کې دعجز اظهار دى .
((بِسْمِ اللَّهِ)) د خداى په نامه د ټولو کارونو سمبالول دي .
((بِسْمِ اللَّهِ)) کارونو ته سپېڅلتيا وربښي .
((بِسْمِ اللَّهِ)) د خداى د تلپاتې يادونې رمز دى اوهغه دا،چې خدايه موږ به دې په هيڅ حال کې هېر نه کړو.
((بِسْمِ اللَّهِ)) د انسان موخه بيانوي او وايي چې خدايه ! موخه مې خلک ،دنيا اوهوسونه نه؛ بلکې ته يې.
((بِسْمِ اللَّهِ))؛ يعنې دا چې يواځې له تا لاسنيوى غواړو.
((بِسْمِ اللَّهِ)) دا راښئ،چې د سورت منځپانګه د حق له مبداء او د رحمت له مظهره نازله شوى ده .
د ((الله)) ویی
ځينى وايې چې د((الله)) ویی- کلمه د ((اله)) له جرړې راپيدا شوى ،چې د عبد مانا ورکوي؛ځکه وايي چې ((الله))؛يعنې واقعى معبود. ځينې نور وايي چې د((الله)) ویی له ((وَلهٍ )) پيدا شوی،چې د زړه باېلنې ،ميني او حيرت مانا ورکوي؛ځکه د ((الله)) ویی؛يعنې سپیڅلی ذات،چې جذبې يې ټول ځان ته حيران کړي دي .
پام مو وي چې خداى يا خداوند د((الله)) د ویی بشبړه ژباړه نه ده ؛ځکه خداى په اصل کې ((خوداى)) دى ،چې په فلسفه کې ورته ((واجب الوجود))وايي. د خداى ویی د خاوند په مانا هم ده.پاتى دې نشي چې خاوند يا ((واجب الوجود)) د((الله)) د ویی بشپړه ژباړه نه ده ؛بلکې ((الله)) يعنې هغه ذات چې دعشق او ستاينې وړ وي؛ځکه د ټولو کمالاتو لرونکى دى. په قرآن کې د خداى لپاره سل نومونه راغلي چې تر ټولو پکې د ((الله)) نوم جامع دى .اصولاً د خداى هرنوم يې يوصفت ته اشاره کوي او يواځې نښه یې نه بلل کېږى.
د وګړويو نومونه بېلا بېل دي. ځينې نومونه يې يواځې نښه دي او د نوم مانا کېداى شي د وګړي له صفتونو سره سر و نه خوري اوځينې وخت د يو بل ضدهم وي. د بېلګى په توګه که د يو دروغجن سړي نوم صادق وي. داسې هم کېږي چې د يو کس نوم يې له صفت سره اړخ لګوي لکه د ريښتين سړي نوم،چې صادق وي .ځينې نومونه د ساعت د زنګ په شان يواځې د وخت ښوولو ته ښه وي؛خوځينې اوازونه هم نښې وي او هم منځپانګه لري لکه د مؤذن غږ.
وَلِلّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُواْ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَآئِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ( اعراف / ١٨٠ )(( او د “الله” غوره نومونه دي، چې په همدې يې راوبلئ او هغوى پرېږدئ ،چې نومونه يې اړوي (او پرنورو يې ږدي او شريك ورسره پيدا كوي)، ژربه د خپلو كړو بدله ومومي .))
په روايتونو کې د خداى( ٩٩) نومونه راغلي،چې د ( اسماءحسنى ) ترعنوان لاندې معرفي شوي او که څوک خداى پر دې نومونو ياد کړي ؛نودعا به يې قبوله شي.( تفسيرنمونه ٧ / ٢٧ )
تر ((الله)) وروسته د((رحمن او رحيم ))د دوو وییو د راتګ رمز دا دى،چې انسان بايد خپل کار د خداى په هيله او رحمت پيل کړى او پوه شي ،چې د ټولوهيلو او رحمتونو منشاء خداى دى. د رحمت په ټکو د کار پيل د دى ښکارندوى دى،چې الهي اصل او بنسټ پر رحمت او لطف ولاړدى اوغوره ده ،چې انسان يې درحمت له چينې مرسته وغواړي. ((رحمن)) د خداى ځانګړى نوم دى؛ځکه رحمت يې تلپاتې او پراخه دى. نور خلک يا رحمت نه لري او يا هم پراخه نه وي. که نورخلک څه بښي د دنيوي او اخروي اجرپه تمه به وي. د مثال په توګه غوا اوزې يا ميښې ته واښه ورکوي چې راويې لوشي.
الْحَمْدُ للّهِ
حمد،مدح ،او شکرکه څه هم داټول يوه مانا لري ؛خو دا هر يو په ځانګړي ځاى کې کارول کېږي. د ساري په توګه د مدح ویی د ستاينې په مانا ده دا ستاينه کېداى شي د حق وي ،کيداى شي د غوړه مالۍ لپاره وي ،کېداى شي د يو کس کمالونو ته وي اوکېداى شي ويرې او طمع ته وي. د شکر ویی د هغه خير او نعمت پر وړاندې ويل کېږې،چې له نورو انسان ته رسيدلې وي ؛نو د حمد په ویی کې له ستاېني او مننې سربېره يوه بله مانا هم شته اوهغه عبادت دى. کوم تکرار او ستاينه چې دعبادت حد ته ورسېږي هغه حمد دى؛ځکه د نورو مدحه اومننه جايزه ده ؛خو حمد يواځې خداى ته وي؛ځکه چې عبادت يواځې خداى ته دى.
تر (( الحمدالله)) وروسته د خداى څلورصفتونه راغلي دي . ((رَبِّ الْعَالَمِينَ . الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ . مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ )) او دا دى ښکارندوى دي،چې انسان بايد د دې پېرزونو او د الهي ستروۍ له کبله هم د خداى حمد ويوونکى اوسى. له دې څلوروصفتونو مخکې د((الله )) ویی راغلې ده ؛يعنې حمد يواځې خداى ته دى؛ ځکه يواځې هغه د حمد وړدى.
رَبِّ الْعَالَمِينَ
خداى د ټولې هستۍ پالونکى دى . څه چې په ځمکه اۤسمانونو او ددې په منځ کې دي هغه يې پالونکی دى.
رَبُّ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهِ هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيّاً( مريم / ٦٥ ) = [ (او هغه) د اسمانونو او ځمكې او ټولو هغو شيانو پالونكى دى چې د دوى ترمنځ دي،هغه ولمانځه او په عبادت كې يې زغمناكه اوسه ايا هغه ته كوم سيال پېژنې؟]
قُلْ أَغَيْرَ اللّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ وَلاَ تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلاَّ عَلَيْهَا وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ( انعام / ١٦٤ ) = [ (ورته) ووايه : (( ايا زه له الله پرته بل پالونكى ولټوم، حال دا چې هغه د ټولو څيزونو پالونكى دى؟! او څوك چې څه (بد) كوي (د زيان) مسؤول يې هغه پخپله دى او هېڅ ګناهكار د بل د ګناه پيټئ نه وړى،)) بيا تاسې ټول دخپل پالونكي لوري ته ورستنېږئ؛نو له هغه به مو خبركړي چې تل مو پکې شخړې کولې.]
حضرت علي دعالمين د تفسيرپه هکله وايې : هغه د جماد ،ځناورو، ساکښ اوبې سا څيزونوخداى دى.
که څه هم په قرآن کې له عالمين څخه مطلب ځينې وخت انسانان وي؛خو په زیاتره ځايونو کې عالم د مخلوقانو په مانا دى اوعالمين د ټولو مخلوقاتو پر مانا استعمال شوى. له دې اۤيته پوهېدلى شو،چې هغه د ټولې هستۍ پالونکى دى او کومه ګروهه،چې د جاهليت پر وخت په ځينې ولسونو کې وه او ويل به يې،چې هرډول موجوداتو ته ځانګړى خداى شته؛نو دا يو باطل فکر دى. خداى ټول موجودات پېدا کړل او وروسته يې ورته د بشپړتيا او ودې ﻻر وښووه او په دې لار کې ورته لارښوونه هم کوي .
قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى ( طه /٥٠ ) =(( ويې و يل : (( زموږ پالونكى هغه دى، چې هر څيز ته يې د هغه (له وړتيا سره سم) خپل جوړښت وركړ، بيا يې ورته لار وښووه .))
هغه د شاتو مچۍ ته وښوول،چې کوم بوټى وروي او د انسان بدن يې داسې پيدا کړ،چې وينه پخپله جوړه کړي.
هو! خداى د ستاينې او مننې وړ دى.
د انسان ځانګړنه دا ده چې د جمال ،کمال او ښکلا ستاينه کوي او پر احسانونواونعمتونويې شکراوباسي،خداى د کمال ،جمال ،احسان او نعمتونو له کبله د شکر کولو وړ دی.له خدايه شکر د مخلوق له شکرسره کوم ضديت نه لري؛خو شرط يې دا دى چې دا شکر د خداى پر امر وي او په لارکې يې وي .
((رَبِّ الْعَالَمِينَ)) ؛يعنې له مخلوقاتو سره د خداى اړيکه تلپاتې او نږدې ده .
((رَبِّ الْعَالَمِينَ)) ؛يعنې ټولو ته د روزنې او ودې امکان شته، نه يواځې ښه ؛بلکې بد کسان هم له الهي نعمتونو ګټه اخلې.
كُلّاً نُّمِدُّ هؤُلاَءِ وَهؤُلاَءِ مِنْ عَطَاءِ رَبِّكَ وَمَا كَانَ عَطَاءُ رَبِّكَ مَحْظُوراً( اسراء / ٢٠ ) = ((موږ دواړو (ډلو:) هم دغو او هم هغو ته خپلې مرستې ډالۍ كوو او ستا د پالونكي وركړه هېڅكله (له چا) منع شوې نه ده.))
خداى وايي:موږ د ټولو لاسنيوى کوو، ډګر مو ټولو ته پرانيستى،چې هر څوک خپلو موخو ته ورسېږي.البته دنيا له خنډونو ډکه ده او دا طبيعي ده ،چې هرڅوک خپلې ټولې هيلې لاس ته نشي راوړاى.
((رَبِّ الْعَالَمِينَ))؛يعنې خداى هم د هستۍ مالک دى او هم يې مدبر دى د ((رب)) ویی يا د ((ربي)) له جرړې اخستل شوي او د ودې او روزۍ مانا ورکوي او يا هم د ((رب)) له ویی اخستل شوی،چې د خاوند پر مانا دى ؛نو خداى هم د نړۍ څښتن دى هم مربي او هم يې مدبر دى.
إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّماوَاتِ والْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثاً وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ( اعراف\٥٤) = [ ((په واقع کې ستاسې پالونكې همغه ” الله ” دى، چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو ] كې پيدا كړل، بيا د هستۍ پر سنبالنه لګيا شو، د شپې (په نرى پردې ) د ورځې رڼا پټوي او بيا شپه په ورځې پسې په منډه راځي او لمر و سپوږمۍ او ستوري يې پيدا كړل، چې د هغه د امر تابع دي. پوه شئ چې پيدايښت او( دنړۍ) سنبالنه د ” الله ” (او په امر يې) دى، مبارک (او پايند) دى هغه خداى چې د (نازواله) نړۍ پال دى .]
د روايتونوله مخې ((الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)) د خداى له نعمتونو د شکر ايستنې غوره لار ده او سپارښتنه شوى له هرې دعا مخکې د خداى حمد ووايئ او که نه، دعا ناحقه ده.نه يواځې د کار په پيل کې؛بلکې جنت مېشتي هم د کارپه پاى کى دا شعار وايې :
دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ( يونس\١٠)= [ په جنت كې به د هغوى وينا (او دعا) دا وي چې : (( سبحانك اللهم (خدايه ! ته پاك او سپېڅلى يې ) )) او هلته به يې درود ويل ((سلام )) وي او خپله دعا به په ((الحمدلله رب العالمين = ټوله ثنا ستاېنه يواځې نړۍ پال ته ده! )) پاى ته رسوي.]
الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ
بښونکى او مهربان د پورتنۍ ویی بشپړه ژباړه نه ده ؛ځکه د اندیال شهيد مطهرى په وینا ((بښونکى مهربان)) د جواد او رئوف ،ژباړه ده، نه د ((رحمن او رحيم )) او اصلا دې دوو وییو ته ته پارسي ژباړه نه ده موندل شوی که څه هم رحمن او رحيم د ((رحمة)) له ريښې اخستل شوي؛خو ((رحمن)) د خداى پراخه رحمت ته وايي چې لومړنى دى او ټول انسانان يې په ډله کې راځى؛خو ((رحيم)) هغه رحمت دى چې د ښو کارونو په پايله کې يواځې پرنېکو خلکو نازلېږى.امام جعفرصادق وايي:خداى پر ټولو مخلوقاتو رحمن دى ؛خو يواځې پر مومنانو رحيم دی.
خداى رحمت پرځان واجب کړى دى .
قُل لِمَن مَا فِي السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ قُل لِلّهِ كَتَبَ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لاَ رَيْبَ فِيهِ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لاَيُؤْمِنُونَ ( انعام \ ١٢)= [ ورته ووايه : (( څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي، د چا دي ؟)) ووايه : (( هرڅه يواځې د خداى دي .)) هغه رحمت پرځان لازم كړى دى (؛ نو له همدې امله ) هرومرو تاسې د قيامت پر ورځ چې شك پكې نشته راټولوي .( هو) يواځې هغوى،چې ځانونه يې زيانمن کړي؛نو ايمان نه راوړي .]
پېغمبراو کتاب يې هم هستى ته رحمت دى.
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ (انبياء \ ١٠٧) = ((او ته مو يواځې نړيوالو ته رحمت لېږلى يې.))
روزنه او پالنه يې د رحمت پربنسټ ده اوعذاب او کيفر يې هم لکه د ښوونکى په څير د روزنې يوه لازمه ده. د ګناهونو بښل، د توبو قبلول ، د بندګانوعېبونه پټول او د تېر شوي وخت جبرانيدو ته وخت ورکول د خداى د پراخه رحمت نښې دي.هستي يې د رحمت نښه ده او هر موجود ته یې،چې له خوا څه رسېږي رحمت دى؛ځکه (د توبې له سورت پرته) د قرآن ټول سورتونه پر((بسم الله الرحمن الرحيم)) پیلېږي. د ((رب العالمين)) په څنګ کې ((الرحمن الرحيم))؛ يعنې دا چې الهي روزنه د پېرزوینې او رحمت پربنسټ ده حال داچې ښوونه يې هم د رحمت پربنسټ ده .
الرَّحْمنُ. عَلَّمَ الْقُرْآنَ ( الرحمن \١ ،۲)=(( لوروونكى (خداى)،قرآن ښودلې دى،))
او دا راته يوه زده کړه او درس دى،چې ښوونکى او روزونکي بايد تل مهربانه او رحيم وي .
مَـالِكِ يَوْمِ الدِّينِ
هغه د جزا د ورځې مالک دى . خداى هم ((مالک)) اوهم ((مَلِک)) . هستي د هغه ده او پرې واکمن هم دى.واکمني يې پراخه ده او هرڅه پکې راځي او حکومت يې هم تر واکمنې لاندې دى .
قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ(آل عمران \ ٢٦) = ووايه:((خدايه! اى د واكمنۍ خاونده! ستا چې چا ته خو ښه شي حكومت وركوې او چا ته چې دې خوښه شي بيرته يي ترې اخلې او چا ته چې دې خوښه شي عزت وركوې او څوك چې وغواړې خواروى يې،ټولې ښېګڼې ستا(د قدرت) په لاس كې دي ،ته پر هر څه قادر يې.))
لکه څرنګه چې انسان هم د خپل بدن پرغړيوهم مالک دى اوهم واکمن؛نو د خداى واکمني يا مالکيت اعتبارى او قراردادى نه؛بلکې واقعي دى.خداى هم د دنيا مالک دى اوهم د آخرت؛خوانسان په دې دنيا کې ځان د څيزونو او نورو چارو مالک ويني او اصلي مالک يې له ياده وځي؛خو پر کومه ورځ چې ټول سببونه او نسبتونه وشلېږي او پر ژبو ټاپې ولږېږې،الهي واکمني يا مالکيت به په ښه توګه احساس او درک شي؛نو انسان ته به خطاب وشي:
يَوْمَ هُم بَارِزُونَ لاَ يَخْفَى عَلَى اللَّهِ مِنْهُمْ شَيْءٌ لِمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ( غافر\١٦) =[(پر هغه) ورځ چې هغوى راښكاره كېږي او هېڅ شى به يې له خدايه پټ پاتې نشي (او ويل كېږي:) نن واک (حكومت) د چا دى؟ (په ځواب كې ويل كېږي چې:) د همغه يوه قهارخداى دى.]
لمونځ کوونکى په هر لمانځه کې وايي،چې خداى ((مالک يوم الدين)) دى او له دې لارې ورته قيامت اومعاد يادېږي اوهرکار،چې کوي له پيله يې د جزا د ورځې حساب او کتاب په پام کې وي .
د((دين)) ویی
د ((دين)) ویی په بېلابېلوماناوو کارول شوى ده.
بېلګې يې دا دي :
شريعت او الهي قانون. قرآن وايي :
إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الْإِسْلاَمُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيَاً بَيْنَهُمْ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللّهِ فَإِنَّ اللّهَ سَرِيعُ الحِسَابِ ( ال عمران\١٩) =(( په حقيقت كې د خداى پر وړاندې (خو يواځېنى) دين همدا اسلام ( او د حق پر وړاندې تسلېمېدل) دي او هغوى ته چې اسماني كتاب وركړ شوى و (؛نو) اختلاف ( يې پکې) ونكړ؛ خو دا چې ( پرحقانيت يې) پوه شول او هم يې پخپلو كې پر يو بل د تيري له امله داسې وكړل اوڅوك چې د خداى پر آيتونو كافر شي (؛نو خداى به ورسره حساب وكړي؛ځكه ) خداى ژرحسابى دى.))
عمل اواطاعت ، لکه قرآن چې وايي :
أَلاَ لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ إِنَّ اللَّهَ لاَ يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ (زمر\ ٣) = ((پوه شئ! نږه دين يواځې د الله دى او هغوى، چې له الله پرته نور پالندويان نيولي (او وايي:) ځکه يې لمانځو چې الله ته مو نژدې كړي . البته الله د قيامت پر ورځ په څه كې يې چې اختلاف درلود، ترمنځ به يې پرېكړه وكړي . په واقع كې خداى دروغجن ناشكره ته سمه لار نه ښيي.))
حساب اوجزا
د قيامت د ورځې نوم ((يوم الدين)) دى؛ يعنې د اجر او سزاورځ . قرآن د قيامت د نمښتو – منکرينوله خولې ليکي :يَسْأَلُونَ أَيَّانَ يَوْمُ الدِّينِ ( الذاريات \ ١٢)= ((پوښتنه كوي چې : د جزا ورځ به كله وي؟!))
اوکله ددې ورځې د معرفى په هکله وايي :
ثُمَّ مَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الدِّينِ (انفطار \١٨ ) = بيا ته څه پوهېږې، چې دجزاورځ څه ده ؟!
يَوْمَ لاَ تَمْلِكُ نَفْسٌ لِنَفْسٍ شَيْئاً وَالْأَمْرُ يَوْمَئِذٍ لِلَّهِ (انفطار \١٩ )= (( داسې ورځ ده چې هېڅوك د يو بل په ګټه څه نشي كولاى او په هغه ورځ ټولې چارې يواځې د خداى په واك كې وي. ))
((مالک يوم الدين)) لمونځ کوونکى ته يو خبردارى وى،چې سر له ننه د صبا ورځې په غم کې اوسه .
يَوْمَ لاَ يَنفَعُ مَالٌ وَلاَ بَنُونَ ( شعراء \٨٨) = (( پر هغه ورځ چې مال او اولاد (هېچاته) څه ګټه نشي رسولاى))
صبا به مال شتمني او اولاد ګټه ونه لري.
لَن تَنفَعَكُمْ أَرْحَامُكُمْ وَلاَ أَوْلاَدُكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَفْصِلُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (ممتحنه \ ٣ ) = ((د قيامت په ورځ به ستاسې خپلوان او اولادونه تاسې ته هېڅ ګټه در ونه رسوي (خداى) ستاسې تر منځ بېلتون راولي او څه چې كوئ خداى يې ليدونکى دى. ))
صبا به خپل خپلوان هم ګټه ونه لري . صبا به ژبه عذر غوښتو ته اجازه و نه لري .فکر به تدبيرته فرصت ونه لري.صبا به يوڅيزکار سازى وي اوهغه د خداى پیرزوینه ده.((مالک يوم الدين)) له ((الرحمن الرحيم)) سره په څنګ کې ايښوول شوى او دا د دې ښکارندوى ده،چې وېره اوهيله هم بايد د يو بل په څنګ کې وي.پر شا ټپول او غندل بايد د يو بل په څنګ کې وي.قرآن په يو بل ځاى کې وايي :
نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ. وَأَنَّ عَذَابِي هُوَ الْعَذَابُ الْأَلِيمُ ( حجر\٤٩ ،۵۰) = ژباړه: ((زما بندګان خبركړه، چې بېشكه يواځې زه ډېر بښونكى (او) لورين يم؛ او دا چې زما عذاب همغه دردناك عذاب دى.))
په يو بل ايت کې قرآن خداى داسې معرفې کوي:
غَافِرِ الذَّنْبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ ( غافر \ ٣ ) ((هغه خداى، چې د(ګناه) د پايلو بښونكى او توبه قبلوونكى سخت سزا وركوونكى (او) پانګوال دى، له هغه نه پرته بل هېڅ معبود نشته او يواځې د هغه لورې ته (ستاسې د ټولو) ورګرځېدل دي.))
په هرحال ((الرحمن الرحيم)) هيله ورکوونکى دى . او ((مالک يوم الدين)) وېره ورکوونکى دى او مسلمان بايد په وېره اوهيله ،خوف او رجاء کې وي ،چې مغرور نشي او همداراز له الهي رحمته نهيلى هم نشي.
إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ
((خدايه ! يواځې تا ستايواو يواځې له له تا مرسته غواړو.))
((إِيَّاكَ نَعْبُدُ))؛ يعنې دا چې يواځې ستا بنده يم د نورو نه. دا غونډله – جمله دوه اړخه لري .يو دا چې د خداى د بندګۍ زباد – ثبات دى او بل له هغه پرته د بل چا د بندګۍ نفى ده.هو! بشپړ ايمان هغه دى چې پرخداى ايمان ولرى او پر طاغوت کفر ووايى.څوک چې پرخداى ايمان لري او د طاغوت واکمني هم مني،نيم مسلمان او ښایي نامسلمان وي او دا به يو بنديوان مسلمان وي. د شرک له مداره د تښتېدو په موخه بايد د ځواک او یووالي مرکز ته پناه يوسو؛ځکه لمونځ کوونکى په لمانځه کې ځان يواځې نه ويني او د ځان په غم کې هم نه وي؛بلکې ښایي د ټولو موحدينو له اړخه خبرې کوي او وايي:خدايه ! زه په يواځې ځان د غوره عبادت کولو وړتيا نه لرم او د مسلمانانو په ډله کې راغلى يم او ټول دې بندګي اوعبادت کوو. نه يواځې زه؛بلکې موږ ټول له تا لاسنيوى غواړو؛نوځکه په اصل کې لمونځ بايد په جمعه وشي اوځانته لمونځ په وروستي او بل پړاو کې راځي .
مخکېنيو آيتونو موږ ته الواکي – نظري توحيد او د خداى سمه پېژندنه راوښووله. دا آيت عبادي اوعملي توحيد راوړاندې کوي او وايي،چې نه يواځې دخداى يووالى وپېژنه؛بلکې په عمل کې هم يواځې د خداى عبادت وکړه. ولى ((رحمن)) ،((رحيم))،((رب)) او((مالک)) خداى پرېږدې او د نورو بندګي کوې؟يواځې د خداى بنده اوسه د شرق اوغرب د زر، زور او طاغوتانو بنده مه اوسه. ان د صالحانو او نېکو انسانانو اطاعت او بندګي به هم نه کوې؛خو دا چې خداى درته حکم کړى وي لکه څرنګه چې د پېغمبر اکرم (ص) په هکله وايي :
مَن يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ وَمَن تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظاً( نساء \٨٠) = چا چې د پيېغمبر اطاعت وكړ؛ نو د خداى اطاعت يې كړى دى او چا چې ترې مخ واړو؛نو ته موږ ساتونكى(او څارونكى) نه يې لېږلى ( او دهغوى پر وړاندى مسوول نه يې)
که د موروپلار اطاعت کوو؛نو د خداى پر حکم يې کوو او په حقيقت کې د هغه اطاعت کوو. انسان بايد دعقل له مخې يواځې د يو خداى بندګي ومني؛ ځکه موږ انسانان دکمال مينوال او عاشقان يو او روزنې او ودې ته اړتيا لرو او خداى د ټولو کمالاتو څښتن دى او د ټولو رب دى. که مينې او محبت ته اړتيا لرو هغه ((رحمن)) او((رحيم)) دى او که له لرې راتلوونکي وېره لرو؛نو د قيامت د ورځې مالک او د اختيار خاوند دى؛نو ولې په نورو پسې ولاړ شو او ورنه مرسته وغواړو؟
((إِيَّاكَ نَعْبُدُ))؛يعنې له خلکو سره يم اوله تا پرته مې پربل چا زړه نه دى تړلى .د مسلمانانو له ټولګي لرې نه ځم،چې ستا مخلوقات هېرنه کړم او په ټولنه کې هم نه ويلي کېږم،چې تا(خالق) هېر نه کړم؛بلکې پوهېږم چې تا ته د درسېدو لار په خلکو کې تيره شوى ده.
((وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ)) هغه وسايل چې تاپيدا کړي ګټه ترې اخلم ؛خو پوهېږم د هرې وسېلې اغېز او سبب ستا په لاس کې دي. ته هم سبب جوړورنکى يې اوهم سبب سوځوونکى،هم يوڅيز د سبب په توګه ټاکې اوهم کړاى شې ترې اغېز واخلې.ستا اراده پرټولو قوانينوواکمنه ده او طبيعت ستا تر ارادې لاندې دى.
((إِيَّاكَ نَعْبُدُ))؛يعنې دا چې يواځې ته د ستاينې وړ يې او موږ له طمع او وېرې نه؛ بلکې د مينې اوعشق له مخې ستا عبادت کوو. له تا پرته به بل څوک موږ ته نږدې وي او پرموږ به لوراند وي.
((إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ))؛يعنې نه جبر او نه تفويض؛کله چې وايو ((نَعْبُدُ)) مطلب دا چې د اختيار خاوند يم او کله،چې وايو ((نَسْتَعِينُ))؛نو مطلب دا چې اړين يو او ټولې چارې مو په اختيار کې نه دى.
((إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ))؛يعنې لمونځ په جمعه کوو او په يو صف کې له مسلمانانو سره ورورنه، برابر اوهمغږي يو .
((إِيَّاكَ نَعْبُدُ))؛يعنې خدايه زه تا حاضر او ناظر وينم اووايم: ((إِيَّاكَ)).
د حمد د سورت له پيله مو په غيابي توګه له خداى سره خبرې کوى ؛خو دلته حضور اوخطاب ته رسو. لومړى د خداى له صفتونو سره اشنا کېږو؛ خو ورو ورو ورته ورنږدې کېږو،له خپل محبوب سره خبرې اترې ډېرې خوږې وي؛ځکه څو څو ځلې د((إِيَّاكَ)) ویی وايو .
خدايه ! که څه هم عبادت موږ کوو؛خو په عبادت کولو کې هم له تا مرسته غواړو.
وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِنْ غِلٍّ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِي هَدَانَا لِهذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِيَ لَوْلاَ أَنْ هَدَانَا اللّهُ لَقَدْ جَاءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ وَنُودُوا أَن تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ( اعراف \ ٤٣)= ((او له زړونو يې خيري (او کينې) راوباسو( چې په پاك زړۍ او مينه کې ژوندوكړي ) او د هغوى تر (ماڼيو او ونو لاندې) ويالې بهيږي او وايي :(( ستاېنه يواځې الله ته ده، چې موږ ته يې (دې) مقام ته ( د ايمان په وسيله د رسېدو) سمه لار وښوده او كه خداى موږ ته سمه لار نه واى راښوولې؛ نو دا (مقام) زموږ په برخه كېداى نشو. په رښتيا چې زموږ د پالونكي استازيو حق راوړى و .)) او پر دغه وخت پرې غږ كېږي چې :(( دا جنت مو دهغو کړنو له امله په ميراث يووړ چې تل مو کول .))
که څه هم يواځې له هغه مرسته غواړو؛خو له هغه پرته مرسته که دهغه په خوښه وي ؛نو کوم باک نه لري؛ لکه څرنګه چې انسان د خپل اند او استعداد له قوې ګټه اخلي ؛نو دا امر له توحيد سره کوم منافات او ضديت نه لري خداى موږ ته حکم کړى:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللّهِ وَلاَ الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلاَ الْهَدْىَ وَلاَ الْقَلاَئِدَ وَلاَ آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِن رَبِّهِمْ وَرِضْوَاناً وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُوا وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُوا وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ. ( مايده\٢) = (( مؤمنانو ! د دين د نښو او الهي پولو( او د حج د مراسمو) او د(هرې يوې ) حرامې مياشتې درناوى وكړئ او د قربانيو په نښه او بې نښو شويو څارويو ته لاس مه غځوئ او هغوى (هم) مه ځوروئ، چې د خپل پالونكي د فضل په لټه كې او د خوښۍ لپاره يې د(( بيت الله )) پر لور ځي؛ خو چې له احرامه راووتلئ، ښكاركولاى شئ او له يوې ډلې سره دښمني دې، چې پر تاسې يې ( د حديبيې پر كال ) د مسجدالحرام لار تړلې وه ، تاسې و نه هڅوي چې تېر ۍ پرې وكړئ او( تل ) په نېكيو او پرهېزګارۍ كې له يو بل سره مرسته وكړئ او (هېڅكله) په ګناه او تېريو كې ديو د بل لاسنيوى مكوئ او د خداى (د فرمان له مخالفته) ځان وساتۍ؛(ځکه) چې خداى سخت عذابى دى.))
؛داځکه چې ژوند له تعاون او مرستې پرته امکان نه لري. يوکس دعا کوله ! خدايه ! ما خلکوته اړين نه کړې. پر دې وخت حضرت علي راغى او ويي ويل : ووايه چې خدايه ! ناوړه خلکوته مې اړين نه کړې ؛دا ځکه چې ژوند بې له مرستې او لاسنيوي ناشونی دى.
څوک چې په صداقت ووايي : ((إِيَّاكَ نَعْبُدُ))؛ نو اروا به يې پېسمني – کبر، ښاڅمني- غرور او ځانمني و نه لري او د خداى د حکمونو پر وړاندې به تل سرټيټى وي.پوهېږئ چې خداى ورسره ډېرلطف کړى او وايي: زه دې بنده او ته مې مولايي، بې له تا بل څوک نه لرم،ته مې عبادت ته اړتيا نه لري؛خو زه ستا پېرزونو او کرم ته ډېر اړمن يم او تل به له تا مرسته غواړم .
اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ
(( خدايه ! موږ ته دسمې لارې لارښوونه وکړې .))
د هستۍ کاروان د خداى په لورې روان دى.
وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ ( مايده\١٨)= (( او(د ټولو) ستنېدل د هغه لوري ته دي.))
او انسان هم د خوځښت اوحرکت په حال کې دى.
يَاأَيُّهَا الْإِنسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَى رَبِّكَ كَدْحاً فَمُلاَقِيهِ ( انشقاق \٦) = (( انسانه! په حقيقت كې ته د خپل پالونكي لورې ته پوره هڅې كوې (او كړاوونه ګالې)؛نو ورسره به مخ شې..))
په هر حرکت کې يواځې يوه لار سمه وي او نورې کږې وي . اسلام ددې حرکت لپاره لار، لارښود او موخه معلومه کړى او همداراز د حرکت وسيله يې هم انسان ته ورکړى او ټاکنه او خوښه زموږ په لاسه کې ده،چې پر کومه لار ولاړشو.خداى د هرانسان په ځان او فطرت کې د ودې کمال اوحق پالنې ميل او کشش ايښى دى که دا ميل او کشش د پېغمبرانو تر ښوونې او زده کړو لاندې وروزل شي؛نو د خداى تر ځانګړى لورنې لاندې به راشي .
وَالَّذِينَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدىً وَآتَاهُمْ تَقْوَاهُمْ ( محمد\١٧) = (( او هغوى چې سمه لاره موندلي ده (خداى) يې لاپسې هدايت ډېر وې او لا يې پرهېزګاران کوي.))
قرآن دوه ډوله لارښوونې ته اشاره کوي . يو تکويني لارښوونه ده لکه د شاتو د مچۍ لارښوونه،چې څرنګه پر ګلانو کېني او شات جوړکړي.بله تشريعي لارښوونه ده چې يواځې انسانانو ته ځانګړې ده او داهماغه د پېغمبرانو لارښوونه ده .
((صراط مستقيم)) کومه يوه ده ؟
د ((صراط)) ویی په قرآن کې له څلويښت ځلو زياته راغلى ده او د اوارۍ،پراخې او ځلاندې لارې پر مانا ده. د انسان په ژوند کې ګڼې لارې دي او باید یوه پکې خوښه کړي.د هوسونو لار،د خلکو د هوسونو لار ،د طاغوتانو لار،د قومي او نژادي تعصب له مخې د نيکونو پلرونو لار، د شيطاني وسوسو لار،ناتجربه شوي لارې او د خداى او د هغه د اولياوو لار.
ګروهمن انسان له دې ټولو لارو ځنې يواځې د خداى او د هغه د اولياوو لار خوښوي. دا لار ځينې امتيازات او ګټې لري،چې نورې لارې يې نه لري. نيغه لار د دوو ټکيو ترمنځ تر ټولو لنډه لار ده؛ځکه موخې ته د رسېدو تر ټولو لنډه ده.الهي لار ثابته ده د نورو لارو پر خلاف،چې د هوسونو لارې دي اوهره ورځ پکې بدلون راځي دا لار بې خطره او مطمينه ده نورې ټولې لارې له ګواښ او خطرسره مخ دي.دا هغه لار ده چې انسان خداى ته رسوي او پکې ماتې نشته.
نېغه لار د خداى لاره ده .
إِنِّي تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ رَبِّي وَرَبِّكُم مَا مِن دَابَّةٍ إِلَّا هُوَ آخِذُ بِنَاصِيَتِهَا إِنَّ رَبِّي عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ( هود\٥٦) = (( ما پر ” الله ” توكل كړى دى،چې زموږ او ستاسې پالونكى دى، د هر خوځنده واګي ورسره دي، په رښتيا چې پالونكې مې پرسمه لار دى.))
نېغه لار د انبياوو لار ده.
إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ . عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ( يس\٣ ،۴) = ((چې ته په رښتيا (د خداى) له استازيو يې؛ پر سمه لاره يې.))
نېغه لار د خداى دبندګۍ لار ده .
وَأَنِ اعْبُدُونِي هذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ ( يس\٦١) = (( او دا چې ما ولمانځئ چې دا سمه لاره ده؟!))
نېغه لار پرخداى د توکل لار ده.
وَكَيْفَ تَكْفُرُونَ وَأَنْتُمْ تُتْلَى عَلَيْكُمْ آيَاتُ اللّهِ وَفِيكُمْ رَسُولُهُ وَمَن يَعْتَصِم بِاللّهِ فَقَدْ هُدِيَ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ( ال عمران \١٠١ ) =(( او څنګه کېداى شي چې تاسې كافران شئ ، سره لدې چې ( د وحې په لمن كې پراته ياست او ) د خداى آيتونه درته لوستل كېږي او د خداى پېغمبر په تاسې كې دى او څوك، چې پر الله ( دخداى پردين ) منګولې ښځې كړي؛ نو پر سمې لارې به وي .))
انسان بايد د لارى په ټاکنه کې له خدايه مرسته وغواړي او همداراز پرهمدې لارې د تګ په هکله هم له هغه څخه مرسته وغواړي.لکه څرنګه چې يو ګروپ تل برېښنا ته اړتيا لري،چې لګېدلى پاتې شي؛نو نه يواځې عادي خلکو؛بلکې د خداى پېغمبر او امامانو به هم په هر لمانځه کې له خدايه غوښتل،چې پر نېغه لار يې ثابت وساتي. نه يواځې په لمانځه کې؛بلکې په هر حالت او هر کار کې ،د انډيوال په ټاکنه کې، په واده کې او په زده کړو کې تل انسان بايد له خدايه وغواړي،چې پر نېغه لار يې روان کړي؛ځکه کله نا کله انسان فکر کوي چې پرسمه ګروهه دى ؛خو په عمل کې يې پښه خويېږي.
نېغه لار د اعتدال او منځلارۍ لار ده . حضرت علي وايي : ښي او کيڼ دواړه کاږه دي او نيکمرغي اعتدال او منځلاري ده.
نېغه لار؛يعنې دا چې له هر ډول افراط او تفريطه ډډه کول، نه له حقه نمښته ده او نه په حق کې غلو ده،نه جبر دى او نه تفويض، نه فرديت دى او نه په ټولنه کې ځان ويلى کول دي ،نه په ذهن کې پاتې کېدل دي او نه عمل ځپنه ده،نه دنيا ځپنه ده او نه آخرت ځپنه ،نه له حقه غفلت دى او نه له خلکو،نه عقل ځپنه ده او نه زړه سوى ځپنه، نه د طيباتو تحريم دى او نه په شهوت کې ولېدل دي،نه بخل دى او نه اسراف، نه کينه ده او نه غوړه مالي ،نه وېره ده او نه سپين سترګي.
باید په ګروهو،اندونو، کړو او چلن کې تل اعتدال او منځلاري غوره کړو. پر ((صراط مستقيم)) د تګ لپاره بايد تل له خدايه مرسته وغواړو؛ځکه دا لار له ويښتو نرۍ او له تورې تېره ده او هره شېبه د نسکوريدوخطر شته. د قيامت پر ورځ به هغه کسان د صراط له پله تېرشي،چې په دې دنيا کې له ((صراط مستقيم)) اوختي او کاږه شوي نه وي دا کوږوالی کېداى شي عملي، اخلاقي او اندیزه – فکري بڼه ولري .
يو پرجبر قايل دى اوټول کارونه پرخداى تپې او وايي،چې انسان په خپل برخليک کې هيڅ اغېز نه لري ،بې ارادې او بې اختياره دى. بل کس ځان هر څه ګڼي او د خداى اغېز نه مني.ځينې کسان الهي رهبران او مشران د عامو خلکو په شان پېژني اوځينې نور يې د خداى حد ته رسوي اوعيسى علیه السلام ته د خداى ځوى وايي او ورته خداى وايي، يو کس زيارت او د خداى اولياوو ته توسل شرک ګڼي او بل ان په ونې او دېوال پورې ځان نښلوي، يو کس د بې ځايه غيرت له مخې خپله مېرمن له کوره بهر نه پرېږدي او بل د بې غيرتۍ له کبله خپله مېرمن بې حجابه په کوڅو او بازارونو کې خوشې پرېږدي.دا هرڅه له الهي نيغې لارې کوږوالى او انحراف دى . قرآن وايي:
قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ دِيناً قِيَماً مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفاً وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ( انعام\١٦١) = ووايه : پالونكې مې ما ته سمه لاره راښوولى ده؛بيخي سم دين (چې د دين او دنيا د نيكمرغيو ضامن دى او كوم كوږوالى پكې نشته؛) د ابراهيم،حنيف دين (چې بشپړحقپال او د خداى سوچه بنده و او له خرافى مسلكونو يې مخ اړولى و ) او له مشركانو څخه نه و.))
په بل ځاى کې قرآن وايي :
وَكَذلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيداً وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنْتَ عَلَيْهَا إِلاَّ لِنَعْلَمَ مِن يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّنْ يَنْقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللّهُ وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللّهَ بِالنَّاسِ لَرَؤُوفٌ رَحِيمٌ ( بقره \ ١٤٣)= ((او په همدې توګه مو تاسې (چې قبله مو منځنۍ قبله ده) يو منځنى امت وګرځولئ، چې پر خلكو شاهدان اوسئ او پېغمبر پر تاسې شاهد دى او تاسې، چې پخوا كوم لوري ته مخ اړو، هغه مو يواځې ددې لپاره ټاكلې و، چې څوك په پېغمبر پسې ځي او څوك ترې شا اړوي، دا كار ډېر سخت و؛ خو نه هغوى ته چې خداى ورته لار ښوولې وه (او پدې هم پوه شئ چې مخكېنۍ قبلې ته ستاسې لمونځونه سم وو ) او خداى هېڅكله ستاسې ايمان [=لمو نځ ] نه ضايع كوي؛ځكه خداى پر خلكو ډېر زيات مهربان (او) لورونكى دى.))
په روايتونو کې راغلي چې امامانو به ويل: موږ نېغه لار يو.؛يعنې د نيغې لارې او ورباندې د تګ عيني اوعملي بېلګه اسماني مشران او رهبران دي. دوى تل د ژوند په ټولو اړخونو لکه په کار، تفريح،زده کړې،نيوکې،انفاق ،د مينې اومحبت اظهار،سوله او غوسه کې موږ ته د منځلارۍ سپارښتنه کړى ده .
په ځينو آيتونو کې پرمنځلارۍ ټينګارشوى دى.
يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلاَ تُسْرِفُوا إِنَّهُ لاَيُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ ( اعراف \ ٣١) . = د آدم ځوځاته ! چې كله جومات ته ځى ؛ نو خپله ښكلا له ځانه سره واخلئ او ( له الهي نعمتونو) وخورئ او وڅښئ؛خو(بې ځايه) لګښت مكوئ، چې لګښتيان د خداى نه خوښيږي.))
وَلاَ تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلاَ تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُوماً مَّحْسُوراً .)) (اسراء \٢٩) = او خپل لاس دې ترغاړې مه تړه (او ښندنه او بښنه مه پرېږده) او مه يې له حده زيات غځولى پرېږه ده،چې پړ او پښېمانه پاتې شې .
وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلهاً آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذلِكَ يَلْقَ أَثَاماً ( فرقان \ ٦٨) = او هغوى چې له الله سره (د لمانځنې لپاره) بل معبود نه بلي او هغه نفس په ناحقه نه وژني، چې(وژل يې) خداى حرام كړى وي او نه زناكوي او څوك چې دغه كارونه وكړي (دخپلې ګناه) سزا به وګوري.
قُلِ ادْعُوا اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَانَ أَيّاً مَا تَدْعُوا فَلَهُ الْأَسْماءُ الْحُسْنَى وَلاَ تَجْهَرْ بِصَلاَتِكَ وَلاَ تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذلِكَ سَبيلاً (-اسراء \ ١١٠ ) = تاسې يې (( ((الله)) وبولئ که يې ((رحمن)) وبولئ، په هرنامه، چې يې وبولئ (سپېڅلى ذات يې يو دى او) هغه د غوره نومونه څښتن دى.)) او لمونځ دې مه ډېر جګ او مه ډېر ورو وايه او د دواړو ترمنځ (منځلارې) اوسه.
مُحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعاً سُجَّداً يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَاناً سِيَماهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً (فتح \ ٢٩) = محمد(ص) د خداى استازى دى او هغه كسان چې ورسره دي،پر كافرانو ډېر سخت (او) پخپلو كې خوا خوږي او ډېر مهربان دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او پدې عبادت) د خداى فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. هغوى په تورات او انجيل کې په همدې ځانګړنو ياد شوي دي، دوى هغه كښت ته ورته دي، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راوباسې،بيا خپله ملا ټينګه كړي،بيا كلك شي،بيا (د ښې ودې له امله) پر خپلو ډډونو درېږي چې بزګران ورته حيرانېږي. (همدغسې د محمد(ص) ياران له کمزورۍ ځواک ته رسي) چې كافران پر بيا وړتيا يې له غوسې وسوځي! هغوى چې ايمان راوړى او ښه (كارونه) يې كړي دي (؛نو) خداى ورته د بښنې او لوى اجر وعده وركړې ده.
وَأَقِيمُوا الْصَّلاَةَ وَآتُوا الْزَّكَاةَ وَارْكَعُوا مَعَ الْرَّاكِعِينَ (بقره \ ٤٣)= (( او لمونځ (په ښه شان) وكړئ او زكات وركړئ او له ركوع كوونكيو سره ركوع وكړئ (او لمونځ پر جمعى وكړئ))
؛يعنې هم له خالق سره اړيکه اوهم له مخلوق سره اړيکه .
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (بقره\ ٨٢) = ((او هغوى چې ايمان راوړى او نېكې چارې يې كړي دي، جنتيان دي ،چې تل به پكې وي.))
هم ايمان او د زړه باور مهم دى اوهم نيک عمل اوچلن.
قرآن وايي :
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لاَتَعْبُدُونَ إِلَّا اللّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْناً وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلَّا قَلِيلاً مِنْكُمْ وَأَنْتُمْ مُعْرِضُونَ (بقره \ ٨٣) = ((او( در ياد كړئ ) داسراييلو له اولادې مو ژمنه اخېستې وه، چې(( له خداى پرته به د هېچا عبادت نكوئ، له مور و پلار او خپلو خپلوانو او يتيمانو او مسكينانو سره به غوره چلن كوئ ،خلكو ته ښې خبرې كوئ ،لمونځ كوئ او زكات وركوئ.)) بيا ( سره لدې چې ژمنه موكړې وه) له لږو پرته تاسې ټولو سروغړاوه او( په خپل تړون له وفا مو) مخ واړو.))
وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْناً وَإِن جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلاَ تُطِعْهُمَا إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ( عنکبوت \ ٨ ) = (( او موږ انسان ته سپارښتنه كړى ده، چې له خپل موروپلار سره نيكي وكړه او كه هغوى (مشركان وي او) هڅه وكړي، چې ته له ما سره هغه څه شريک کړې، چې ته يي زما د شريک په توګه نه پيژنې؛ نواطاعت يې مه كوه ، تاسې ټول زما لورې ته راګرځئ او تاسې به له خپلوكړو نه خبركړم.))
دوستي هم نبايد تاسې له حق ويلو وژغوري.
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ إِن يَكُنْ غَنِيّاً أَوْ فَقِيرَاً فَاللّهُ أَوْلَى بِهِمَا فَلاَ تَتَّبِعُوا الْهَوَى أَن تَعْدِلُوا وَإِن تَلْوُو أَوْ تُعْرِضُوا فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيراً ( نسا ء \ ١٣٥). = ((مؤمنانو! په انصاف پوره ټينګ درېږئ او د خداى لپاره ګواهي وركړئ،كه څه هم ( دا ګواهي ) په خپله د تاسې، يا مور و پلار او خپلوانو پر زيان وي (؛ځكه د دعوا له لوريو كه يو لورى) شتمن وي، يا بېوزلى؛خداى تر تاسې زيات دهغه خيرغوښتونكى دى، چې ملاتړ يې وكړي؛ نوځكه په خپلو ځاني غوښتو پسې مه ځئ چې له حقه كاږه شئ او كه (حق) مو واړاوه يا له حق ويلو مو ډډه وکړه؛ نو بېشكه څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى. ))
او دښمنى هم نبايد تاسې له عادلانه چلن منع کړي .
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا إِعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ( مايده \ ٨) = ((مؤمنانو! تل د خداى (د فرايضو) لپاره راپاڅېږئ او په قسط او عدل ګواهي وركړئ، له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دېته اړ نكړى چې عدالت ونکړئ؛ عدالت وكړئ چې هغه (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى او(ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ، څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى .))
دعاشورا په شپه امام حسين به هم دعا ګانې کولې اوهم به يې توره تيره کوله. حاجيان دعرفې پر ورځ او د لوى اختر په شپه کې دعا ګانې کوي ؛خو د اختر پر ورځې بايد د قربانۍ ځاى ته ولاړ شي ،چې له وينې سره هم آشنا شي. بالاخره اسلام يواړخيز دين نه دى ،چې يو اړخ ته پاملرنه وکړي او بل هېرکړي؛ بلکې د انسان ټولو اړخونو ته يې د منځلارۍ په حد کې پاملرنه کړى ده .
صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ
(( دهغولار،چې نعمت دې پرې پېر زوكړى دى،نه دهغو ى لار،چې پرې غوسه شوي يي او نه د بې لارې شويو لاره ! ))
لمونځ کوونکى د نېغې لارې تر غوښتلو وروسته له خدايه غواړي ،چې پرهغه لار دې روان کړي،چې د خداى له نعمتونو برخمن شوي کسان پرې تللې ول.
قرآن دا ډله کسان معرفي کوي:
وَلَهَدَيْنَاهُمْ صِرَاطاً مُسْتَقِيماً ( نساء\٦٨) =(( او هرومرو به مو ورته سمه لار ښوولې واى ))
أُولئِكَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِم مِنَ النَّبِيِّينَ مِن ذُرِّيَّةِ آدَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ وَمِن ذُرِّيَّةِ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْرَائِيلَ وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَاجْتَبَيْنَا إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُ الرَّحْمنِ خَرُّوا سُجَّداً وَبُكِيّاً مريم\٥٨) = ((دا همغه پېغمبران دي، چې خداى پرې لورېنه کړې ده ،د آدم له اولادې او د هغوى له ځوځاته، چې موږ له نوح سره په بېړۍ كې سپاره كړي وو او د ابراهيم او اسراييل (يعقوب) له ځوځاته او له هغوى، چې موږ ورته لارښوونه كړې وه ” او غوره كړي مو وو او چې كله هغوى ته د رحمان (خداى) آيتونه لوستل كېدل؛ نو په ژړا به پر (ځمكه) په سجده پرېوتل. ))
؛نوځکه لمونځ کوونکي له خدايه غواړي، چې هغه دې دانبياوؤ ،شهيدانو او صالحانو په ډله کې راولې. د دې سپېڅليو او نېکو کسانو پر پل د قدم ايښوولو هيله انسان د کوږوالي او بې لارېتوب له ګواښه خوندي ساتي او ياد يې تل د لموونځ کوونکى په ذهن کې ژوندى پاتې کيږي.
غضب شوي اوبې لارې شوي څوک دي ؟
په قرآن کې فرعون،قارون،ابولهب او د عاد،ثمود اوبني اسرائيلو قومونه د غضب شويو ترعنوان لاندې معرفي شوي دي،موږ په هرلمانځه کې له خدايه غواړو،چې په ګروهه،اخلاق اوعمل کې په داسې وګړیو او ډلو کې رانشو،چې پر الهي قهر اوغضب ککړشوي دي.د بني اسرائيلو د ژوند داستان او تمدن يې په قرآن کې راغلي. په يو وخت کې يې د خپل پېر پر ټولو خلکو لوړتيا او برتري درلوده،خداى يې په هکله وايي :
يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ (بقره \ ٤٧) = ((بني اسراييلو! زماهغه نعمت درياد كړئ ،چې پرتاسې مې لورولى و او (همداراز در پريادكړئ چې) تاسې ته مې پر نړيوالو فضيلت (اوغوراوى ) دركړى و ..))
؛خو تر دې فضيلت اوغوره والي وروسته د خپل ناوړه چلن له کبله دخداى پر قهر اوغضب اخته شول . قرآن وايي : وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى لَنْ نَصْبِرَ عَلَى طَعَامٍ وَاحِدٍ فَادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ مِنْ بَقْلِهَا وَقِثَّائِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَا قَالَ أَتَسْتَبْدِلُونَ الَّذِي هُوَ أَدْنَى بِالَّذِى هُوَ خَيْرٌ اهْبِطُوا مِصْراً فَإِنَّ لَكُمْ مَا سَأَلْتُمْ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللّهِ ذلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ الْحَقِّ ذلِكَ بِمَا عَصَوا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ (بقره \٦١) =[ او (هغه وخت در ياد كړئ ) چې و مو ويل، چې:(( موسى! موږ پرهمدې يو ډول خوړو بسنه نكوو له خدايه دې وغواړه، څه چې ځمكه را ټوكوي؛ له سابو،بادرنګو،هوږې،نسكو او پياز موږ ته راوټوكوي.)) (موسى ) ورته وويل : (( ايا ديوه غوره شي پر ځاى كم ارزښته څيز غواړئ ؟( ښه نو چې اوس داسې ده له دې بيابانه ) كوم ښارته كوز شئ،چې څه غواړئ هلته به يې ومومئ .)) او (خبره تردې پورې ورسېده چې ) خواري او بېوزلي ورباندې راغله او د خداى په قهر اخته شول؛ ځكه چې د خداى له آيتونو يې انكار پېل كړ او د پېغمبرانو په ناحقه وژنې يې لاس پورې كړ او دا ځكه چې ګناهكار اوتيري كوونكي وو. ))
د يهودو عالمانو اسماني حکمونه او دستورات واړول .
فَبِمَا نَقْضِهِم مِيثَاقَهُمْ لَعَنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَوَاضِعِهِ وَنَسُوا حَظّاً مِمَّا ذُكِّرُوا بِهِ وَلاَ تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَى خَائِنَةٍ مِنْهُمْ إِلَّا قَلِيلاً مِنْهُمْ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ( مايده \ ١٣ ) = ((خو هغوى د ژمنې ماتولو له امله، موږ له خپل رحمته لرې ايستل او هغوى مو سخت زړي كړل؛(داسې چې د خداى) خبرې له خپلوځايو (معناوو) اړوي او د ورکړاى شوې پند يوه برخه يې هېره كړه او هر وخت دهغوى له (نوي) خيانته خبرېږې؛ خو له هغوى ډېر لږ شمېر(چې خيانت يې ندى کړى)؛ نو هغوى وبښه او ترې تېر شه، بېشکه چې خداى نېكان خوښوي.))
سوادګرواو شتمنو حرامواو ربا ته مخه کړ.
وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَاباً أَلِيماً ( نساء\ ١٦١) =[ او( پردې سربېره) سود يې اخيسته، چې ترې منع شوي وو او په ناحقه يې د خلكو مالونه خوړل او موږ د دوى كافرانو ته ډېر درد ناك عذاب تياركړى دى. ]
اوعامو خلکو له جهاد او بلنې د ناغېړۍ او وېرې له کبله ډډه اوسرغړونه وکړه او موسى علیه السلام ته يې وويل : ته او خداى دې جنګ ته لاړشئ ،موږ (به ) دلته ناست يو .
قَالُوا يَا مُوسَى إِنَّا لَن نَدْخُلَهَا أَبَداً مَا دَامُوا فِيهَا فَاذْهَبْ أَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلاَ إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ ( مايده \٢٤) . = ( بني اسراييلو) وويل :(( موسى! ترڅو چې هغوى هلته وي؛ نو موږ به هېڅكله ورنه ننوځوو؛ نو ته او خپل پالونکې دې ولاړشئ او (ورسره) وجنګېږئ، موږ به همدلته درته ناست يو))
دهمدې اندیز اوعملي انحرافاتوله کبله خداى له عزته پر ذلت اخته کړل ؛نو په هر لمانځه کې له خدايه غواړو،چې موږ د خداى د کتاب د اړونکيو ،سودخورو اوله جګړې دتښتېدونکيوو او بې لارې شويو په ډله کې رانشو. له بې لارې شويو لار ورکه وي او بې له کومې ځانګړې موخې هرې خوا ته ځي خپله اراده او اختيار نه لري.
ضالين هغه دي چې نه د ((أَنعَمتَ عَلَيهِمْ)) په ډله کې راځي؛يعنې د انبياوو او صالحانو په ډاله کې او نه د((المَغضُوبِ عَلَيهِمْ)) په ډله کې راځي؛يعني چې د خداى د دين پر ضد جنګېږي. ((الضَّالِّينَ))هغه بې پروا،بې درده او د سوکالۍ غوښونکي کسان دي،چې د څارويو په شان يواځې د خپلې خېټې او شهوت په غم کې دي.له حق او باطل سره څه کار نه لري.که پېغمبران واکمن وي او که طاغوتان،دوى ته بې توپېره ده ،دوى ته يواځې خپله توکیزه- مادي سوکالي مهمه ده.دا ډله بې لارې ده ؛ځکه ځانګړې اومعلومه لار يې ځان ته نه ده نيولي.
دا آيت د تولى او تبرى بشپړ مصداق دى . لمونځ کوونکى د حمد د سورت په پاې کې خپل عشق مينه او تولى له انبياوو، شهيدانو اوصالحانو سره بيانوي او له مغضوبينو او تاريخي بې لارې شويوخپله کينه او تبرى بيانوي.
په هر لمانځه کې له مغضوبينو او بې لارو شويو کرکه،اسلامي ټولنه د حکومتونو او واکمنيو پر وړاندې کلکه ودروي ،قرآن سپارښتنه کوي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَتَوَلَّوْا قَوْماً غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ قَدْ يَئِسوا مِنَ الْآخِرَةِ كَما يَئِسَ الْكُفَّارُ مِنْ أَصْحَابِ الْقُبُورِ ( ممتحنه \ ١٣) = ((مؤمنانو! له هغې ډلې سره دوستي مه كوئ چې خداى پرې غوسه شوى،په يقين هغوى له اخرته نهيلي دي،لكه په قبرونوكې پراته كافران چې نهيلي دي.))
سرچینه :
کتاب : تفسیر نماز
مفسر : شیخ محسن قرایتی
-
ټیګونه:
- www.andyal.com