تبلیغات

فاطمة الزهرا ته ارادت ښوونه د لوراند او لورين څښتن په نامه الحمدلله رب العالمين و صلى الله على سيدنا و نبينا محمد و آله الطبين الطاهرين لا سيما بقية الله فى الارضين واللعن على اعدائهم الى يوم الدين د پیدایښت موخه د متعال خداى ښانده – پېژندنه او نمانځنه ده ؛هغه ښانده ،چې بې […]

فاطمة الزهرا ته ارادت ښوونه


د لوراند او لورين څښتن په نامه

الحمدلله رب العالمين و صلى الله على سيدنا و نبينا محمد و آله الطبين الطاهرين لا سيما بقية الله فى الارضين واللعن على اعدائهم الى يوم الدين

د پیدایښت موخه د متعال خداى ښانده – پېژندنه او نمانځنه ده ؛هغه ښانده ،چې بې وحې ناشونى ده او د عقلونو ډيوې یې د ستریا او کبرياء پر وړاندې تتې او مړې دي او د “غيب الغيوب” ذات په باب پوهېدنې مو د تيارو له پاسه تيارې دي: (( کل ما ميزتموه باوهامکم فى ادق معانيه مخلوق مصنوع مثلکم مردود اليکم[1]))

و ورته د رسېدو لار ((اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ= الله د اسمانو او ځمكې نور دى[2])) يوازې د هغه زړه په تاخچه کې ده،چې د وحې ډيوه پکې بله ده ((كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ= (دا) يوكتاب دى،چې موږ پرتا نازل كړى،چې خلك دهغوى د پالونكي په اجازه (د شر، ظلم او ناپوهۍ) له تيارو راوباسې[3])) او يوازې هغه “سبوح قدوس” د عبادت وړ دى، انسان چې د نړۍ زړه دى او په نړۍ کې يې نه نوم و او نه نښه، له څاڅکي يې پيدا کړ او د اورېدو ځواک یې ورکړ،چې د شريعت آيتونه يې واوري،سترګې يې ورکړې،چې د حکمت آيتونه يې وويني او له “ماء مهين” يې داسې مخلوق و پنځاوه،چې د “عقل”، “يقين”،”علم يقين”، “عين اليقين” او “حق اليقين” مقام ته ورسي . ((فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ= نو ډېر ستر دى هغه خداى،چې خورا ښه پيداكوونكى دى.[4]))

خو ” بې سارې” نمانځنه يې هم د ښاندې په څېر ميسره نه ده ؛ خو د نمانځنې په هغې کړنلارې،چې د ((علي عظيم)) له خوا یې تشريع شوى او په انبياوو يې تبليغ کړې،چې هغه ((ذوالجلال و الاکرام)) په ” جلال” او “کمال” ياد کړي،چې د عرفان د مرغلرو زېرمه ده.((لِلّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا= او د “الله” غوره نومونه دي، چې په همدې يې راوبلئ))[5]

او هغه ښانده او نمانځنه،چې د انسانانو د پنځونې موخه او د پېغمبرانو د بعثت مېوه ده،د حضرت خاتم النبيين په بعثت،چې ((خاتم ما سَبَق)) او “فاتح ما استقبل” دى،د کمال بريد ته ورسېد.

“د دين سپېڅلې ونه – طيبه شجره”،چې خداى په خپل حکمت او ځواک د بشري فطرت په ځمکه کې وکرله ((فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا= نو خپل مخ دې د پالونكي (ساهو) دين ته سم کړه، دا فطرت دى،چې انسانان پرې خداى پيداكړي دي))[6] د آنحضرت په شتون ،پر هغه ورځ،چې ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا= نن مې ستاسې دين درته بشپړ كړ او خپل لورنه مې درته پوره كړه او اسلام مې درته ستاسې (تلپاتې) دين غوره کړ)) [7]خپله شاه مېوه وښووه او څومره،چې شونې وه، د هدايت نښې “د خاتميت د علم او حکمت په ښار کې راټول شوې او متعال خداى په خپل “بالغه حکمت” دا ښار په يو داسې دېوال را ايسار کړ،چې هېڅ تېروتنه پکې سوړه و نه کړي،چې د الهي علم او حکمت مرغلرې څوک د نيمګړو عقلونو او ورستو زړونو په تېروتنو ککړې نه کړي او يوازې يوه لار يې دې ښار ته پرانسته او هغه هم د “ولايت کبرى” نېغه لار ده او يو ور يې نړۍ او انسان ته پرانستى پرېښود او هغه هم د “امامت عظمى” ور دى، چې بېخي له هرې تېروتنې پاک سوتره دى .(( انا مدينة العلم و على بابها=زه د علم ښار يم او علي يې ور دى [8]))

حمزه بابا وايي :

ښار يې دى احمـــــد،علي دى باب د علم
نور محمــد دى،علـــى مهتــــاب د علـــــم

 څه چې پام ورته پکار دي،دادى،چې له دې “ستر رسالت” او “ستر امامت” سره تر قيامته د ټول امت نښلوونکې؛ “انساني حوره حضرت فاطمة الزهرا” ده.

فاطمه،چې په دې نړۍ کې د خاتم النبيين د امتداد او غځونې وزله ده،د آنحضرت مُلکي اړخ،چې ځوځات يې دى او د آنحضرت ملکوتي اړخ، چې دين يې دى،په “صديقه کبرى” باقي او برقرار دى .

هغه ده،چې د امامت د اسمان د ستورو د راختو وزله ده،د ژوند څنډه يې د “حسني زغم “،حسيني مړانې،سجادي عبادت، باقري مآثر ، جعفريه آثار ، کاظميه علوم ، رضويه حجج ،نقوي جود او تقوا او عسکري هيبت دى؛له حسينه،چې “مصباح الهدى او سفينة النجاة” دى،تر موعود مهدي چې د انبياوو د مواريثو منتهى اليه او ((بهِ رزق الورى)) او (( بوجوده ثبتت الارض و السماء)) دى،د هغې “پاکې ونې” مېوه ده،چې ((أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاء .تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا= چې بېخ يې په ځمكه كې ښخ وي او څانګې يې په اسمان كې وي،چې پر هر(ټاكلي) وخت د خپل پالونکي په حكم خپله مېوه وركوي .))[9].

لنډه داچې “د خداى د پټو خزانو مرغلرې” د هغې د عصمت او سپینلمنتوب په سيپي کې دي او له آدمه تر خاتمه د انبياوو ” بله ډيوه” او امامانو روښانه څراغ په فاطمة الزهرا روښانه دى او ددې سيپي وروستۍ پټه مرغلره هغه ده،چې (( يملا الارض قسطاً و عدلاً کما ملئت جوراً و ظلماً=ځمکه به له عدله ډکه کړي؛لکه څنګه چې له تېري او ظلمه ډکه شوې وه.)) [10]او په شتون يې ((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ = او (الله) هغه دى، چې خپل پېغمبر يې له لارښوونې او حق دين سره ولېږه، چې پر ټولو اديانو يې برلاسى كړي،[11])) تاويل او راښکاره کېدو يې ((وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا= او پر (هغه ورځ) به ځمكه د خپل پالونكي په پلوشو ځلانده شي[12])) تفسيرېږي .

بايد پوه شو،چې د هغه “ليلة القدر” قدر ناڅرګند دى،چې “منزل کتاب الله الاعظم” دى او د هغه کوثر مقام زموږ له ادراکه پټ دى ،چې رسول اکرم ته (( عطيه رب العرش العظيم)) دى .

اهلسنت او شيعه دواړه اعتراف کوي،چې رسول الله [((وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى=او هغه د ځاني غوښتنو له مخې نه غږېږي[13]))] وويل :

((فانما هى (فاطمة) بضعة منى يريبنى ما ارابها و يوذينى ما آذاها= هغه (فاطمه) مې د وجود ټوټه ده،پر هغه څه زه خپه کېږم، چې هغه پرې خپه کېږي او هر څه چې هغه وکړوي؛ما هم کړوي[14]))) او و يې ويل : ((فاطمة بضعة مني فمن اغضبها اغضبنى= فاطمه مې د وجود ټوټه ده،چاچې غوسه کړه؛نو زه يې غوسه کړى يم[15]))

فاطمه يې د خپل وجود په ټوټې تعبېر کړه ده.

هغه چې ((اول ما خلق=ړومبى تن،چې خداى وپنځاوه[16])) ، ((افضل من نطق))، په اسماء حسنى کې “اسم الله اعظم” او “مثل الله الا على فى الامثال العليا” دى؛نو فاطمه الزهرا يې د خپل وجود ټوټه ګڼلې او غوسه يې خپله غوسه شمېرلې،چې د خداى غوسه ده او دا مقام يې د خداى له رڼا د رابېلېدو له امله دې او د خداى او رسول د غوسې انعکاس د صديقه کبرى په غوسه کې دى.

ټول اسلامي مذاهب يوه خوله دي،چې فاطمې ته يې وويل : (( ان الله يعضب لغضبک و يرضى لرضاک=خداى دې په غوسه، غوسه کېږي او په خوشحالۍ دې خوشحالېږي[17]))

د انسانيت د کمال تر ټولو لوړه مرتبه د عصمت مقام دى،چې خوښي او غوسه يې د خداى د خوښۍ او غوسې چورليد او کړۍ وي .

که “کبرى عصمت” په دې وي،چې کامل انسان داسې ځاى ته ورسي،چې په مطلقه بڼه،د خداى په خوښۍ خوښ او د خداى په غوسه غوسه شي؛نو فاطمه الزهرا داسې څوک ده،چې په مطلقه بڼه د خداى په خوښۍ خوښېږي او په غوسه يې غوسه کېږي او دا هغه مقام دى،چې جرړه يې په “حيرة الکُمَل” کې ده!

هغه ده،چې د ولايت د اسمان د ستورو “مشرق الانوار” او د هدايت د کتاب “مخزن الاسرار” ده

هغه ده،چې د حضرت اسماعيل (ع) د اولاد د دولس رئيسانو مېرمن او مور ده،چې خداى يې د تورات د اولسم باب په “سفر تکوين” کې حضرت ابراهيم ته خبر ورکړى و.

هغه ده،چې په “مکاشفات يوحنا” کې يوه ستره نښه ده،چې په آسمان کې راښکاره شوې ده؛هغه ښځه چې لمر يې رانغاړلى، سپوږمۍ يې تر پښو لاندې او د سر تاج يې دولس ستوري دي.[18]

هغه په ((حـــــم سورت)) کې د “ليلة مبارکه” تاويل دى،چې ((فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ = پرهغه (شپه) هر ډول چارې د (الهي) حكمت له مخې سمبال او بېلېږي؛[19] ))

هغه ده،چې په قرآن مجيد کې “جمع منحصر به فرد” ((نساءنا[20])) ده. هغه او مېړه يې د نبوت علمونه دي،چې د ((مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ= دوه (بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي دي، چې سره يو ځاى کېږې))[21] مصداق دي .

هغه په خپله زمانه کې يوازېنۍ ښځه ده،چې خداى يې دعا د مباهلې پر ورځ د خاتم النبيين او سيد الوصيين سره هم طرازه کړه.

هغه په نړۍ کې يوازېنۍ ښځه ده،چې د ((إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا =(او وايي:) موږ تاسې ته يوازې د خداى لپاره خواړه دركوو (او) له تاسې هېڅ بدله او مننه نه غواړو.[22])) تاج يې پر سر ايښوول شوى دى .

هغه ده،چې رسول اکرم د “معراج” پر شپه وليدل،چې د جنت پر وره يې کښلي ول : ((فاطمة خيرة الله=فاطمه د خداى له لوري ټاکل شوې ده[23]))

هغه ده،چې د خداى رسول وويل : (( و ابعث على البراق خطوها عند اقصى طرفها و تبعت فاطمة امامي- او پر براق مبعوثېږم،چې قدم يې له سترګو لرې دى او فاطمه زما په مخ کې مبعوثېږي.[24]))

هغې ته هماغه بس،چې (( اِمام الاولين و الآخرين)) د “يوم النشور” امام محشور شي،چې د ((يَسْعَى نُورُهُم بَيْنَ أَيْدِيهِمْ= رڼا يې د هغو پر وړاندې، وړاندې او ښي خواوو ته ځغلي[25]))   ځلا ده؛هغه هم هغه رڼا،چې د چا له مخه د جزا پر ورځ مبعوثېږي،چې متعال خداى په قرآن مجيد کې “سراج منير” نومولې او د نور په آيت کې يې د خپلې رڼا مثال ورکړى دى.

شخصيت ته يې همدومره بس،چې “قرب بساط” ته ورننوتى ړومبى تنه ((فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِندَ مَلِيكٍ مُّقْتَدِرٍ= (هغوى) په رښتياني هستوګنځى كې د واکمن او زورور خداى پر وړاندې (له نعمتونو برخمن دي).[26] )) ده، (( اول شخص يدخل الجنة فاطمة= فاطمه به تر ټولو مخکې جنت ته ورننوځي[27])) او چې د حق په لورنځي کې واقع شوه؛نو ټول انبياء به يې زيارت ته راځي : (( زارک آدم من دونه من النبيين= آدم او ټول پېغمبران به له هغه وروسته ستا ديدن ته راځي .[28]))

هغه يوازېنى مرغلره ده،چې متعال خداى د خاتم پېغمبر په بعثت پر مؤمنينو منت ايښى دى،وايي : ((لَقَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَى الْمُؤمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولاً مِّنْ أَنفُسِهِمْ= په رښتيا چې خداى پر مؤمنانو احسان كړى [=ستر نعمت يې پرې لورولى]،چې د هغو يو تن يې استازى ورولېږه[29] )) او د آنحضرت د وجود د وړانګې پر غځونه يې ددې مرغلرې په ورکړه پر پېغمبر اکرم منت کېښود : ((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ . فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ . إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ (کوثر) = په حقيقت كې موږ كوثر [=خير او ډېربركت ] دركړ؛ نو خپل پالونكي ته دې لمونځ وكړه او قرباني وكړه [؛ځكه] چې يوازې ستا كينه كښ ( دښمن ) بې سټې دى !))

تر قرآن کريم وروسته د معصومو امامانو د علومو خزانه په درېیو “مکنون محزون کتابو” کې رالنډېږي: “جفر”،”جامعه” او “د فاطمة الزهرا مصحف” او چې د خداى رسول له دنيا ولاړ او فاطمة الزهرا د پلار په وير سخته ويرجنه شوه؛له شپږم امامه؛”جعفر بن محمد الصادق” نه د صحيح روايت له مخې،حضرت جبرائيل امين به يې تسل ته راته او د پلار له ځايه يې خبروله او له هغه څه يې خبروله،چې پر ځوځات به يې راځي او اميرالمؤمنين به دا هر څه کښل او دا مصحف د “مايکون علم” زېرمه شوه [30].

بايد پوه شو،چې په “قدسيه نفس” کې يې څه ځواک و او څومره جاذبه په دې “بضعه حقيقت محمديه” کې وه،چې “شديد القوي” له “اعلى څنډې” او “روح الامين” له “سدرة المنتهى” د هغې قدرت ته تابع او حقيقت ته یې مجذوب شو .

هو ! د نړۍ له تيارو سلام او روغتيا،په هغه ليلة القدر کې،چې د ولايت د اسمان مطلع الفجر دى،د پرښتو او روح د راکېوتو لامل و.

له “موسى بن قاسم” نه صحيح حديث دى،چې وايي : “ابي جعفر ثاني” ته مې وويل :اراده مې وکړه،چې ستا او د پلار طواف دې وکړم،راته وويل شول : له اوصياوو طواف نه کېږي .

و يې ويل : څومره چې دې له لاسه کېږي،طواف يې وکړه.

درې کاله وروسته مې ورسره وکتل،ورته مې وويل : يوه ورځ مې رسول الله ته طواف وکړ بيا يې درې ځل وويل : ((صلى الله على رسول الله)) دويمه ورځ مې اميرالمؤمنين ته،درېمه ورځ حسن ته، څلورمه ورځ حسين ته،پينځمه ورځ علي بن الحسين ته،شپږمه ورځ جعفر بن محمد ته،اوومه ورځ جعفر بن محمد ته،اتمه ورځ مې پلار ته دې موسى ته،نهمه ورځ مې پلار ته علي ته،لسمه ورځ تا ته،تردې چې و يې ويل : ګواهي ورکوم، مور ته دې طواف کوم او کله طواف نه کوم.

و يې ويل :دا طواف ډېر کوه،چې له غوره اعمالو ځنې دى،چې کوې يې.[31]

د هغه چا د فضايلو سمندر په تقرير او تحرير نه تقديرېږي،چې ورته د بيت الله اضافه طواف،هغه طواف له غوره اعمالو ګرځوي.

د رسول الله تر رحلت وروسته څه وشول،چې داسې څوک،چې له خپلو زامنو حسن او حسين زړه شلوي او له خپلو وړو لوڼو سترګې پټوي او د پلار د قبر ترڅنګ وايي : (( يا الهي ! عجل وفاتي سريعاً=خدايه ! ژر مې مړ کړې[32])) او همداراز و يې ويل : ((صبت على مصائب لو انها صبت على الايام صرن لياليا=راباندې داسې مصيبتونه راغلل که پر ښکاره ورځ راغلي ول؛نو د تيارې شپې په څېر به تياره شوې وه[33])) او خاورو ته د سپارلو پر مهال يې له بدنه يوازې شبحه پاتې وه (( وصارت کالخيال=د شبح په څېر شوې وه .[34]))

هغه مېړنى،چې د ارادې ځواک يې دنيا او آخرت پر ګوڼدو کړ،دې مصيبت دومره له پښو ورغورځاوه،چې د خداى استازي ته يې وويل : (( اما حُزنى فسرمد و اما ليلى فمسهد= غمونه (د فاطمې په بېلتون کې) تل دي او تردې وروسته به مې شپه تر سهره په ويښه وي.))[35]

 زموږ دنده

دا چې رسول اکرم “مَن به الوجود” او زموږ د وجود کمالات دى او زموږ په نسبت د رب العالمين د “تکوينيه” او “تشريعيه” روزنې وسیله ده او پر هر مسلمان په هغه هدايت،چې مبداء او معاد او (( من ارسل الله )) او (( ما انزل الله)) ته يې کړى،د تلپاتې حيات حق لري،”د عقل د ادارک” په غوښتنه او “منعم شکر” په وجوب او په “مودت ذى القربى” د شرع په حکم : ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى= ووايه: ((زه له تاسې پر خپل رسالت هېڅ بدله نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم[36])) او داچې فاطمه په ټولو مخلوقاتو کې د خداى پر استازي ګرانه ده او ورته نږدې ده؛نو دنده مو ده،چې په دې ستر مصيبت کې،چې الهي ناموس،د خاتم النبيين د وجود ټوټه،د سيد الوصياء مېرمن او د معصومو امامانو مور په ډېره غريبۍ د شپې په پټه ښخه شوې او قبر يې،چې د الهي اسرارو زېرمه ده،پټ پاتې دى،راپاڅو او څومره مو،چې له لاسه کېږي،د وفات د ورځې شعائر او مراسم يې پر ځاى کړو.(( و لم ار مثله حقاً اضيعاً= او د هغه په څېر مې يو حق هم و نه ليد،چې ضايع شو او له منځه تللى وي .[37]))

د “فاطميه” په نامه د وفات د ورځې لمانځل يې د اميرالمؤمنين د حکم بياژواکي (احياء) ده او د آنحضرت (ک) د امر بياژواکي،چې د خداى د استازي (ص) نفس دى؛د خاتم النبيين د حکم بياژواکي ده او د انبياوو د ښاغلي د امر بياژواکي د ټولو انبياوو او مرسلينو د حکم بيا ژواکي ده او د پېغمبرانو د حکم بيا ژواکي د رب العالمين د ښاندې او نمانځنې بياژواکي ده .

هيله ده،د هغوى په همت،چې د قيامت پر ورځ يې د پلار د شفاعت هيلمن دي او د ځلکدن پر مهال يې د مېړه د ليدو په تمه دي او د قبر د لومړۍ شپې په وېره کې د “صديقه کبرى” دعا ته سترګې په لار وي،څومره يې چې له لاسه کېږي، فاطمة الزهرا ته “ويرغونډې” جوړې کړي او هيلمن يم دا “ويرغونډې” يې پلار،مېړه، زامنو او امام مهدي ته د زړه تسل وي .

ټولو مؤمنيو ته دې ټکي ته پام پکار دى،چې نه په تعصب او تحکم؛بلکې د برهان او دليل په غوښتنه ((إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ= په حقيقت كې د خداى پر وړاندې (خو يوازېنى) دين همدا اسلام ( او د حق پر وړاندې تسلېمېدل) دي[38])) او دا چې اسلام په خپلو اصول او فروعو کې پر معصومينو ولاړ دى : (( بنا عرف الله بنا عبدالله نحن الادلاء على الله و لو لا نا ما عبدالله= په موږ خداى وپېژندل شو،په موږ د خداى عبادت وشو،موږ د خداى پر لور لارښوونکي يو او که موږ نه وو؛نو د خداى عبادت به نه کېده[39])) پټ لاسونه هڅه کوي،چې ددې امت اړيکه له معصومو امامانو سره(چې د ژغورنۍ بېړۍ ده) سسته کړي او په دې صراط مستقيم هدايت،چې د معصومو امامانو د ژوند ثمره او د رباني علماوو او راشدو فقهاوو د علمي او عملي جهاد پايله ده،په ښکاره بې لارۍ،(چې د اولياء الله له ولايته کږلاري او له اعداء الله برائت دى)،بدل کړي؛نو د عقلي او شرعي دندې غوښتنه ده،چې دديني شعايرو په ترسره کولو،چې ښکاره مصداق يې د “صديقه کبرى” مقام ته د ارادت ښوونه،پر “حبل الله”،چې ((قرآن او عترت)) دى، منګولې لګول او حقه طريقه له “قُطاع الطريق سبيل الله الا عظم” نه وساتي .

هغوی بختور دي چې د قيامت د ورځې د شفاعت کوونکې په خوښۍ د خداى خوښي لاس ته راوړي،چې د خداى خوښي د انبياوو او اولياوو “منتهى الآمال” دى : ((ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاء= دا د خداى لورنه ده، چا ته چې يې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې [40].))

او د فاطمې بي بي د وفات د ورځې پر لمانځلو،دا حقه طريقه د اسلامي امت د مخالفينو او منافقينو له دوکو وژغورو .

وينا ته مې د فاطمې بې بي پر وصيت د پاى ټکى ږدم :

(( بسم الله الرحمن الرحيم هذا ما اوصيت به فاطمة بنت رسول الله اوصت وهي تشهد ان لا اله الا الله و ان محمداً عبده و رسوله و ان الجنة حق و النار حق و ان الساعة آتيه لا ريب فيها و ان الله يبعث من فى القبور. يا على ! انا فاطمة بنت محمد،زوجنى الله منک لاکون لک فى الدنيا و الآخرة،انت اولى بى من غيرى،حنطنى و غسلني و کفنى بالليل و صل على و ادفنى بالليل و لا تعلم احداً و استودعک الله و اقراء على ولدي السلام الى يوم القيامة= د لوراند او لورين څښتن په نامه ! دا هغه وصيت دى،چې فاطمې د محمد رسول الله لور کړى او ګواهي ورکوي،چې بې له هغه بل خداى نشته او داچې محمد يې بنده او استازى دى او داچې جنت او دوزخ حق دى او قيامت به راشي او په دې کې هېڅ شک نشته او خداى به هغوى راپاڅوي،چې په قبرونو کې دي. علي ! زه فاطمه د محمد لور يم ! خداى درواده کړم،چې په دنيا او آخرت کې دې مېرمن ووسم؛ته تر نورو ما ته وړ يې،د شپې مې حنوط کړه،غسل راکړه،د شپې مې کفن کړه او د جنازې لمونځ مې وکړه او د شپې مې خاورو ته وسپاره او څوک راباندې مه خبروه. پر خداى دې سپارم او تر قيامته مې پر ځوځاته سلام وايه .[41]))

دا هغه وصيت دى،چې وصيت کوونکې يې د مبداء،معاد،جنت، اور، رسالت او رسول په شهود ليکلى دى او د شهادت د آيت : ((شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمَاً بِالْقِسْطِ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ = خداى ( د كايناتو د يو نظام پر پيدايښت ) شاهدي وركوي،چې بې له هغه بل معبود نشته او پرښتې او د پوهې خاوندان هم ( هريو په يو ډول پردې مطلب شاهدان دي ! حال دا چې خداى ټول كاينات) پر عدالت ټينګ درولى دي، بې له هغه بل معبود نشته چې ناماتى ځواکمن حكيم دى.[42] )) له نازلېدو نه تر “يوم مشهود”،داسې شهادت له داسې شهادت ورکوونکې نه ورکړل شوې او نه به ورکړ شي .

هغه شهادت،چې د دوو شاهدانو په مخ کې ورکړ شو : لومړى شاهد يې خداى او دويم شاهد يې د خداى ولي ((قُلْ كَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ= ووايه : (( چې زموږ او ستاسې تر منځ خداى او څوك،چې په كتاب پوهېږي ( او پر قرآن هم خبر وي ) د شاهدۍ لپاره بس دى .[43]))

ددې شهادت،معرفت،شاهدې او مشهود ،هغه “الوالعلمو” ته ځانګړى دى،چې د توحيد په مراتبو،د خاتميت د مقام،د جنت، اور او “بعث من فى القبور و اهول يوم النشور” له حقيقته خبر دي.

مراد مې د وصيت وروستۍ جملې ته اشاره ده: ((و اقراء على ولدي السلام الى يوم القيامة))،چې دا جمله ددې چار ګواه دى،چې فاطمة الزهرا د غيب له عالم سره په اړيکه او پر “عالم شهود” په احاطه پوهېده،چې تر قيامته به يې ځوځات نه راپرځېږي او له اميرالمؤمنين يې وغوښتل،چې تر قيامته يې پر ځوځات سلام ووايي .

فاطميين او فاطميات بايد پوه شي،چې د وياړ کوم تاج يې پر سر ورايښوول شوى! او د پازوالۍ څومره دروند پېټې ور پر اوږو شوى دى ! د نړۍ د پاچايانو د سر تاج چېرې او د زهرا پر ځوځات د الهي ناموس د افسر سلام چېرې ! د زهرا سلام د قرآن له زړه د “يــس” له سورته راولاړ دى او دا سلام په ((سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ = (پرتاسې) سلام،(دا) د لوروونكي پالونکي له لوري خبره ده.[44])) پورې تړلى دى،چې د “يــس” د سورت زړه دى .

د مسئووليت دروندوالى ددې سلام په ځواب کې دى، د هغه سپېڅلي شخصيت له لوري دى،چې خداى ((هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ= الله هغه دى چې بې له هغه بل هېڅ معبود نشته، هماغه اصلي واكمن او مالك دى،له هرې نيمګړتيا پاك دى[45])) درود او سلام پرې وايي .

ددې سلام ځواب دادى،چې د زهرا ځوځات تر قيامته په خپل ټول وجود د خپل مور له حقه دفاع وکړي او ددې سلام ځواب د هر “سيــد” له مقام سره اړخ لګوي.

ګوره چې داسې ونشي،چې کوم “سيــد” کوم مقام ته ورسي او د خپل مور د حق په غوښتو کې ناغېړي وکړي !،چې د زهرا د حق احقاق د هدايت د امامت د چار بیاژواکي ده؛ځکه په رنځور بدن يې پلار ته ويل : (( رفعت قوتى= ځواک مې له لاسه ورکړى دى[46])) او په خپه زړه يې د هغسې پلار په بېلتون کې ويل : (( ماذا على من شم تربة احمد ان لا يشم مدى الزمان غواليا= هغه چې د احمد ښه بوى بوى کړى وي؛نو باک ورته نشته،چې که د ډېر وخت لپاره بل يو عطر هم بوى نه کړي[47])) ؛نو په داسې حال کې يې له معصومو امامانو په دفاع کې وويل : (( و طاعتنا نظاماً للملة و امامتنا اماناً من الفرقة= او له موږ (اهلبيتو) يې د امت د چارو سمونې او د آفت او خپرېدو د مخنيوي لپاره لاروي فرض کړې ده.[48] ))

ګوره پام چې د محرومو لارويانو د ستونزو په هواري کې ناغېړي ونشي ! چې زړه يې له هغو زړونوسره شريک دى،چې په غم او ښادۍ کې ورسره شريک وي .

د هغو ساداتو د سلام ځواب،چې د علم مرتبه يې لاس ته راوړې، دادى،چې د آل محمد د پلار مړيو په حکمت،”حسنه موعظه” او “احسن جدال” کفالت وکړي او پرېنږدي،چې دا وزر ماتې کوترې، د خاوندانو په نشتون کې د مخالفينو د شبهو په جال کې راګېر شي او جني او انسي شيطانان يې ښکار کړي .

“عامه سادات” دې ددې غمجنو ټکيو په ګرېوان کې سر ‌ښکته کړي، چې صديقې کبری،اميرالمؤمنين ته وصيت وکړ : (( د شپې غسل راکړه،کفن مې کړه، د جنازې لمونځ مې وکړه او څوک هم راباندې مه خبروه !))

نو تر ټولو وړوکى د سلام ځواب يې دادى،چې د هغې جنازې د غربت جبران ته،چې يتيمان يې له سينې نه بېلیدل_که څه هم دا مصيبت نه جبرانېدونکى دى _ په هر ښار او کلي کې ورته “ويرغونډې” جوړې کړي او خپلې نيا ته ووايي : هېڅکه به تا او هغه تېري هېر نه کړو،چې درباندې شوي دي،هر څه به هېر کړو؛خو ستا پټ قبر او رنځور بدن به هېر نه کړو . ((حَتَّىَ يَحْكُمَ اللّهُ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ= چې خداى (دبريا) پرېکړه وکړي او هغه ډېر غوره پرېکړه کوونکى دى.[49] ))

 

[1] . بحارالانوار٦٦/٢٩٣.

[2] . نور/٣٥ آيت

[3] . ابراهيم/١ آيت

[4] . مؤمنون/١٤ آيت

[5] . اعراف/١٨٠ آيت

[6] . روم/٣٠ آيت

[7] . مائده/٣ آيت

[8] . عيون اخبار الرضا دويم ټوک،٦٦ مخ،٣١ حديث . التوحيد،٣٠٧ مخ .المستدرک الصحيحين٣/١٢٦؛مجمع الزوائد٩/١١١

[9] . ابراهيم ٢٤-٢٥ آيتونه.

[10] . امالي صدوق،٧٨ مخ،٧ مجلس،٣ حديث

د امام احمد بن حنبل مسند٣/٣٧.

[11] . توبه/٣٣ آيت

[12] . زمر/٦٩ آيت

[13] . نجم/٣ آيت

[14] . صحيح بخاري،٤ ټوک،٢١٠ مخ،باب مناقب قرابة رسول الله او په الايضاح کې په توپير ٥٤ مخ .

[15] . صحيح بخاري،٤ ټوک،،٢١٠ مخ،باب مناقب قرابة رسول الله،الطرايف،٢٦٢ مخ.

[16] . کافي،لومړى ټوک،٤٤٢ مخ،١٠ حديث.

[17] . امالي شيخ طوسي،٤٢٧ مخ. امالي شيخ طوسي،٤٢٧ مخ.المستدرک على الصحيحين٣/١٥٤.

[18] . مکاشفات يوحناى رسول/١٢ باب

[19] . دخان/٤ آيت او الکافي١/٤٧٩.

[20] . آل عمران٦١ آيت

[21] .؟ الرحمن/١٩ آيت او الخصال/١٦٥ مخ.

[22] . انسان/٩ آيت او الارشاد١/١٧٨.

[23] . تاريخ بغداد١/٢٧٤.

[24] . المستدرک على الصحيحين٣/١٥٣.

[25] . حديد/١٢ آيت.

[26] . قمر/٥٥ آيت.

[27] . ميزان الاعتدال٢/١٣١.

[28] . تفسير فرات کوفى/٤٤٦ مخ.

[29] . آل عمران/١٦٤ آيت.

[30] . الکافى ١/٢٤١

[31] . وسائل الشيعه،ابواب النيابة فى الحج،٢٦ باب،١١ ټوک،٢٠٠ مخ .

[32] . بحارالانوار٤٣/١٧٧ .

[33] . بحارالانوار٧٩/١٠٦.

[34] . دعائم الاسلام ١/٢٣٢.

[35] . نهج البلاغه/٢٠٢ خطبه.

[36] . شورى/٢٣ آيت.

[37] . کنزالفوائد/١٥٤ مخ .

[38] . آل عمران/١٩ آيت .

[39] . توحيد صدوق/١٥٢ مخ

[40] . مائده/٥٤ آيت .

[41] . بحارالانوار٤٣/٢١٤.

[42] . آل عمران/١٨ آيت.

[43] . رعد/٤٣ آيت.

[44] . يس/٥٨ آيت.

[45] . حشر/٢٣ آيت.

[46] . بحارالانوار٤٣/١٧٥.

[47] . مناقب آل ابيطالب١/٢٠٨.

[48] . الاحتجاج١/١٣٤.

[49] . يونس/١٠٩ آيت .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست