تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه سر لوړي زغمناك وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ ﴿۱۵۵ بقره﴾ = او موږ به هرومرو تاسې په يو څه نا څه له وېرې، لوږې، د سرومال او محصولاتو په زيانولو ازمېيو او زېرى وركړه د زغم خاوندانو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

سر لوړي زغمناك

وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ ﴿۱۵۵ بقره﴾ = او موږ به هرومرو تاسې په يو څه نا څه له وېرې، لوږې، د سرومال او محصولاتو په زيانولو ازمېيو او زېرى وركړه د زغم خاوندانو ته؛

دا آيت وايي: الله  به بېشكه انسانان په سختيو او بېلابېلو كړاوونو ازمېښت كړي او يوازې زغمناك په دې ازمېینه كې سر لوړي او بريالي راووځي، ورپسې آيت زغمناك راښيي، چې هغه كسان دي، چې په كړاوونو كې وايي: «موږ د الله يو او پر لور يې ورګرځوو» ناويلې څرګنده ده، چې مراد يوازې ژبني ويل نه؛ بلكې پردې مطلب زړګنۍ ګروهه مهمه ده. داچې د «صبر» او «انالله و انا اليه راجعون» ترمنځ څه اړيكه شته، ځينو سترو مفسرانو ويلي، چې انسان او ټول شته، بدن، مال، مېرمن، اولاد او …يې پخپله له ځان څه خپلواكي او استقلال نلري او د الله  په ارادې شته شوي او الله  د انسان او شتو يې حقيقي مالك دى. كه څه الله په ظاهره انسان د څه څيزونو مالك كړى، چې دا يو نسبي مالكيت دى، چې بېرته ترې اخستل كېږي او انسان به تش لاس الله ته ورستون شي. له اميرالمؤمنين علي (ک) روايت شوى: «دا چې وايو «انا لله» پردې حقيقت منښته ده، چې الله  حقيقي واكمن دى او موږ يې مملك يو او داچې وايو «انا اليه راجعون» په دې منښته – اعتراف دی، چې مرو» هو! كه انسان د كړاوونو پر مهال دې ټكي ته پام وكړي،چې ټوله هستي يې د الله  ده او الله  حقيقي مالك دى او حق لري، چې څنګه غواړي، په شتو كې يې تصرف وكړي او بلخوا انسان به همدا ظاهري شته په نړۍ كې پرېږدي او يوازې به الله  ته ورستون شي، پوهېږي چې په حقيقت كې د هېڅ څيز مالك نه دى او له لاسه وتو په هکله یې نه خپه كېږي، چې د ده نه دي او د شتو منځه تلو په غم كې نه بې زغمه كېږي[1].  پر كړاوونو د زغم په هكله امام صادق (رح) له نبي كريم (ص) ‌روايتوي: « الله  وايي: « ما دنيا خپلو بندګانو ته په پور وركړې؛ نو چا چې له دنيا پور راكړ (؛يعنې د الله په لار كې انفاق وكړي) يو ته یې له لسو تر اووسوو پورې بدله وركوم، او چې څوك ترې پور رانكړي او په زور ترې يو څه واخلم، پر وړاندې يې درې څيزونه وركوم، كه له دوى مې يو پرښتو ته وركړى واى، له ما ځنې خوښېدې: د الله  صلوات او درود، الهي لورنه او الهي ښيون او هدايت» بيا امام صادق (ع) وويل: « دا درې بدلې هغوى ته دي، چې الله څه په زور ترې اخستي وي[2]»

رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) فرمايي:

بنده ته چې مصيبت ورسي او و وايي: ((انا لله و انا اليه راجعون))؛ خدايه ! د دې مصيبت اجر راکړه اوتردې غوره يې بدله راکړه او خداى به همداسې وکړي .( نووي ١ / ٦٩٧ )

د خپل ورور په مصيبت او کړاو مه خوشحالېږه (که داسې دې وکړل)؛نو شونې ده،چې خداى هغه له مصيبته وژغوري او تا پرې اخته کړي . (ترمذي)

 دوه ځانګړنې دي،چې که د چا په برخه شوې؛نو د دنيا او اخرت خير به يې په برخه شوى وي : د کړاو پر مهال صبر کول او چې نعمت ورورسي، شکر پرې کاږي . (مجموعه ورام ٢/ ٢٤٧)

که پر کړاو اخته مو وليدل؛نو په زړه کې د خداى شکر وباسئ؛خو داسې نه چې هغوى يې واوري؛ځکه چې خپه کېږي . (الکافي ٢/ ٩٨)

څلور څيزونه د جنت له زېرمو دي : (١) د اړتيا پټول( ٢) د صدقې پټول ( ٣) د ناروغۍ پټول او ( ٤) د کړاوونو پټول .( الامالي للمفيد : ٨)

مؤمن د مصيبت پر مهال پر”ورانه” وهل،د بدلې د پوپنا کېدو لامل يې ګرځي . ( مسکن الفوائد : ٥١مخ )

په زغم د غوسې د غړپ تېرول او په صبر د مصيبت د ګوټ زغمل د خداى لوري ته ښې لارې دي .( الکافي ٢\١١٠)

هغه به د خداى په رڼا کې وي،چې دا څلور ځانګړنې ولري : ( ١) پر (( لا (اله) – الا (الله) – محمد رسول الله)) يې ټينګې منګولې لګولې وي (٢) د مصيبت پر مهال ووايي : (( انالله وانا اليه راجعون )) (٣) نعمت چې ورورسي،ووايي:((الحمدلله رب العلمين))(٤) او چې ګناه وکړي، ووايي :(( استغفرالله ربي واتوب اليه. ( من لايحضره الفقيه ١\١٧٥)

که کوم  يو پر مصيبت اخته شوئ ؛نو زما د نشتوالى مصيبت درياد کړئ،چې له سترو مصيبتونو دى . ( وسايل ٣\٢٦٨)

څوک چې له ور رسېدلي مصيبته شکايت وکړي؛نو له خپل پالونکي به يې شکايت کړى وي . ( تفسيرالقمي ١\٣٨١)

څوک چې مؤمن ورور ته د وررسېدلي مصيبت تسلي ووايي؛نو خدای ورته شنې جامې وراغوندي،چې د قيامت پر ورځ به يې (چې ټول بربنډ وي) د ښکلا لامل شي . ( مستدرک الوسايل  ٢\ ٣٤٩)

خداى تعالى وايي : کوم بنده،چې له بدني،مالي يا اولادني مصيبت سره مخ کړم او په ښکلي صبر (=جميل) يې وزغمي؛نو زه ترې حيا کوم (چې د قيامت پر ورځ) ورته تله کېږدم او يا يې کړنليک راپرانځم . (مستدرک الوسايل ٢\٣٤٩)

څوک چې سهار کړي؛خو له دنيا (او پېښو يې) غوسه وي،په واقع کې پر خداى غوسه شوى دى او چې له وررسېدلي کړاوه شکايت وکړي؛ نو په حقيقت کې له خدايه يې شکايت کړى دى .( تفسير القمي ١/ ٣٨١)

خداى چې د کوم بنده خير وغواړي؛نو په همدې دنيا کې سزا ورکوي او که (په دنيا کې) کوم بنده ته بدي وغواړي؛نو د ګناهونو له امله يې سزا نه ورکوي او په قيامت کې يې ورکړي . ( شيباني ٣\٣٤٤)

څومره چې کړاو ستر وي؛نو اجر يې هم ستر وي،د خداى چې کوم بنده خوښ شي؛نو پر کړاو يې اخته کوي؛نو که پرې خوښ و،خداى ترې خوښېږي او که پرې ناخوښه و؛نو خداى ترې هم ناخوښېږي . (شيباني  ٣\٣٤٤)

د مؤمن نر او ښځه تل د ځان،اولاد او مال پر کړاو اخته کېږي،چې له خداى سره د کتو پر مهال يې ګناه تر غاړې نه وي . ( شيباني٣\٣٤٤)

مؤمن ته هر څه خير دي،که لورنه پرې وشي؛نو شکر کاږي،چې دا ورته خير دى او که څه کړاو ورورسي،صبر پرې کوي،چې دا هم ورته خير دى .  ( المعجم ١\ ١١٥)

څوک چې مؤمن ورور ته د وررسېدلي کړاو تسلي ورکړي؛نو خداى ورته په قيامت کې جنتي وياړنې جامې وراغوندي .(مسکن الفواد: ١١٥مخ )

 څوک چې پر مصيبت صبر وکړي (؛نو) خداى يې بدله ورکوي . ( فقيه ٤/٣٧٧)

صبر درې ډوله دى : پر مصيبت صبر،پر طاعت صبر او له ګناه کولو صبر. (الکافي ٢/ ٩١)

صبر د سپرلۍ غوره وسله ده . ( مستدرک الوسايل ١١/ ٢٨٣ )

رنځونه او مصيبتونه د ثوابونو کونجيانې دي .( بحار ٨٢/ ١١٥)

څوک چې پر دنيا زړه نه تړي؛نو مصيبتونه ورته اسانېږي . (بحار/ ٧٧ ١٧١)

 زغمناک د “دنيا او اخرت” ښاغلى دى . ( کنز ٣/ ١٢٩ )

 زغم  او وقار دوې ښې ځانګړنې دي . ( صحيح مسلم)

 چارې په وقار ترسره کول،د خداى له لوري دي او پکې بيړه کول د شيطان له لوري دي . (ترمذي)

ښه خوى،چارې په وقار او ډاډ ترسره کول او منځلاري د پېغمبرۍ (نبوت) د څلروېشتمې برخې يوه برخه ده . (ترمذي)

زغم  نيم ايمان دى .( بحار ٨٢/١٣٧)

 “زغم” ايمان ته داسې دى؛لکه سرچې تنې ته وي . ( کنز ٣/٢٧١)

 له دوو خويونو ځان وساتئ : له نه زغم او ناغېړۍ . (فقيه ٤/٣٥٥)

زغم اوحوصله د خداى ده او بيړه د شيطان . ( المحاسن ١/٢١٥٩)

زغم او وقار(مړانه) دوه ښه ځانګړنې دي . ( صحيح مسلم )

پوهه د مؤمن ملګرې ده،زغم يې وزير دى،عقل يې دليل او حجت دى،کړنه يې لارښود دى،لورنه يې پلار دى،نېکي يې ورور دی او زغم يې د لښکر بولندوی دی . ( بحارالانوار  ٦٦\٣٦٧)

پرهېزګاري عزت دى،زغم ښکلا ده او صبر د سپرلۍ ډېره غوره وسيله ده .( مستدرک الوسايل  ١١\٢٦٣)

زه زغم ته مرکز،کړنې ته کان او صبر ته هستوګنځى يم . (پورته سرچينه ١١\٢٨٩)

افسوس کول زغم  ته زيان او آفت دى . ( بحارالانوار  ٦٦\٣٨٩)

د خداى تعالى حياناک،زغمناک اوعفاف ښه ايسي.(الکافي ١\١١٢)

د مؤمن ايمان هله بشپړېږي،چې دا درې ځانګړنې ولري :زغم چې له ناپوهۍ يې منع کړي . تقوا چې له ګناه يې وژغوري او لورنه،چې دوستي يې ښه کړي . ( مستدرک الوسايل  ١١\٨٨)

که په چا کې درې څيزونه نه وي؛نو هيڅ کړه يې نه ټینګېږي : تقوا چې له ګناه يې منع کړي .خوى چې له خلکو سره چلن وکړي او  زغم، چې د ناپوهه ناپوهي ورته پرمخ ووهي .( الحضال  ١\ ١٤٥ )

علم د ايمان ښه وزير دى . زغم د علم ښه وزير دى .ملګرتوب د زغم ښه وزير دى  او صبر د ملګرتوب ښه وزير دى . ( الجعفريات : ٨٨مخ )

په زغم د غوسې د غړپ تېرول او په صبر د مصيبت د ګوټ زغمل د خداى لوري ته ښې لارې دي .( الکافي ٢\١١٠)

خداى تعالى وايي : کوم بنده،چې له بدني،مالي يا اولادني مصيبت سره مخ کړم او په ښکلي صبر (=جميل) يې وزغمي؛نو زه ترې حيا کوم (چې د قيامت پر ورځ) ورته تله کېږدم او يا يې کړنليک راپرانځم . (مستدرک الوسايل ٢\٣٤٩)

“بريا” تل له “زغم”  سره ده . ( کنز ٣/٢٧٥)

پوه شه،چې بريا له زغم،پراخۍ اوسختۍ سره اغږل شوې ده . (من لا يحضره الفقيه ٤\٤١٢)

علي ! درې  څيزه د خير ورونه  دي : سخاوت،پسته  ژبه او په غم كې زغم . (تحف العقول)

 د صبر او ايمان تړاو؛لکه د سر او تې دى . (سنن النبي)

پرهېزګاري عزت دى،زغم ښکلا ده او صبر د سپرلۍ ډېره غوره وسيله ده .( مستدرک الوسايل  ١١\٢٦٣)

زه زغم ته مرکز،کړنې ته کان او صبر ته هستوګنځى يم . (پورته سرچينه ١١\٢٨٩)

صبر نيم ايمان دى .( ارشادالقلوب  ١\ ١٢٧)

څوک چې د خپلې مېرمنې پر ناوړوخويونو صبر وکړي؛نو خداى به ددې صبر لپاره ورته د شاکرانو هرمره ثواب ورکړي . (مکارم الاخلاف : ٤٣١)

پر خلکو به داسې وخت راشي،که څوک پر خپل دين صبر وکړي؛نو د داسې چا په څېر به وي،چې سکروټه  يې په ورغوي کې نيولې وي .  ( بحارالانوار  ٢٨\٤٧)

پر تنګلاسۍ صبرکول او پراخۍ ته هيلمنېدل تر خيانت او له ناوړو پايلو يې غوره دي . ( مستدرک الوسايل  ١١\٤٧)

څوک چې د روزګار کړکېچونو ته د صبر چمتوالى نه  لري؛نو بېوسېږي . ( الکافي ٨\ ٨٦ )

څوک چې پر مصيبت صبر وکړي (؛نو) خداى يې بدله ورکوي . ( فقيه ٤/٣٧٧)

صبر د سپرلۍ غوره وسله ده . ( مستدرک الوسايل ١١/ ٢٨٣ )

  خداى وايي : د بنيادم د ټولو کارونو اجر له لسو تر اوه سو ګرايه دى؛ خو صبر چې (يوازې) ماته دى؛نو زه يې بدله ورکوم او د صبر ثواب د خداى د علم په زېرمتون کې دى او صبر؛يعنې روژه. (وسايل ١٠/ ٤٠٤)

پر خداى ايمان هله پوره کېږي،چې بنده پينځه ځانګړنې ولري : پر خداى توکل،خداى ته د چارو ورسپارل،د خداى حکم ته غاړه اېښوول، د خداى پر قضا راضي کېدل او پر الهي کړاوو او ازمېښتونو صبر کول . ( بحارالانوار ٧٤/ ١٧٩ )

خداى تعالى روزي د (واقعي) لګښت په کچه او صبر د کړاو د سختۍ په کچه راکوزوي . ( بحارالانوار ٧٩/ ٧٣)

مؤمن ته حيران يم،په حقيقت کې الهي قضا و قدر يې په خير دى، که  پر کړاو اخته شي،صبر کوي او که لورنه پرې وشي؛نو شکر کاږي. (المؤمن : ٢٧)

په زغم د غوسې د غړپ تېرول او په صبر د مصيبت د ګوټ زغمل د خداى لوري ته ښې لارې دي .( الکافي ٢\١١٠)

خداى تعالى وايي : کوم بنده،چې له بدني،مالي يا اولادني مصيبت سره مخ کړم او په ښکلي صبر (=جميل) يې وزغمي؛نو زه ترې حيا کوم (چې د قيامت پر ورځ) ورته تله کېږدم او يا يې کړنليک راپرانځم . (مستدرک الوسايل ٢\٣٤٩)

 مؤمن ته هر څه خير دي،که لورنه پرې وشي؛نو شکر کاږي،چې دا ورته خير دى او که څه کړاو ورورسي،صبر پرې کوي،چې دا هم ورته خير دى .  ( المعجم ١\ ١١٥)

پوه شه!په صبر (الهي) مرسته تر لاسه کولاى شې او پراخي له سختۍ سره مل ده؛نو په يقين له سختۍ سره اساني ده او په واقع کې له هرې سختۍ سره اساني ده . ( وسايل  ١٥\٢٦٣)

پاک خداى دې پر هغه ولورېږي،چې د خير خبره وكړي او غنيمت يې وګڼي او يا پر خواشيني صبر وكړي او تسليم پاتې شي . (المحاسن ۱\ ۱۵)

څوک چې په سلامتيا او روغتيا کې شکر وکاږي؛نو خداى ورته د هغه چا بدله ورکوي،چې په کړاوونو کې صبر کوي . ( الکافي ٢\٩٥)

 په يوه اوږد حديث كې راغلي دي : مشهور راهب “شمعون بن لاوي بن يهودا”(نېکه يې د حضرت عيسى (ع) له حواريونو و )،پېغمبر اکرم ته راغى او پوښتنې يې وكړې،چې د ټولو ځواب يې واورېد،ايمان  يې راووړ او د پېغمبر اکرم رسالت يې تصديق كړ.ددې حديث  يوه برخه :

 شكر كوونكى څلور نښې لري : په نعمت كې شكر، په غم كې صبر ، پر قسمت قناعت او بې له څښتنه د بل ستاېنه نه کوي.

په پېريانو كې دى دښمنان شيطان او لښكرې يې دي . كه د اولاد د مړينې پر مهال د صبر غلا كولو ته درپسې راغى؛نو ورته وايه : البته ژوندي مرګ ته  ژوندي دي، زما د وجود ټوټه جنت ته ځي او زه پر دې كار خوښ يم . او كه درته يې وويل : مال دې له لاسه ولاړ؛نو ورته ووايه : د هغه څښتن شكر،چې را يې كړ او وا يې خست  او زكات يې يووړ او نور د زكات پوروړې نه يم .

د مؤمن نر او ښځه تل د ځان، اولاد او مال پر کړاو اخته کېږي،چې له خداى سره د کتو پر مهال يې ګناه تر غاړې نه وي . ( شيباني٣\٣٤٤)

 ستر ازمېښتونه،سترې بدلې لري؛نو د خداى چې څوک خوښ وي؛ په ستر کړاو  یې اخته کوي؛نو څوک چې په کړاو خوښ و؛نو خداى ترې راضي کېږي او چې خپه شي؛نو خداى هم ترې خپه کېږي .(الکافي ٢\٢٥٣)

 څوک چې غمځپلي ته ډاډېنه ورکړي؛خداى به په قيامت کې ورېښميني جامې وراغوندي . ( الکافي ٣\٢٠٥)

څوک چې غمځپلي ته تسليت ووايي؛نو خداى ورته د غمځپلي هومره ثواب ورکوي؛بې له دې چې د غمځپلي له ثوابه څه کم شي . ( قرب الا سناد: ٢٥مخ )

څوک چې بورې ښځې ته تسليت ووايي؛نو خداى به په جنت کې ښکلې جامې وراغوندي .( مستدرک الوسايل ٢\٣٤٩)

تسليت ورکونه جنت ته د تلو لامل دى .( ثواب الاعمال : ١٩٨مخ)

څوک چې مصيبت ځپلي ته تسليت ووايي؛نود هغه هومره ثواب ګټي . (کنز ١٥/ ٦٥٨)

 څوک چې د يو مسلمان جنازې ته ولاړ شي؛نو پرښتې يې د بېرته راستنېدو تر ځايه ملګرتوب کوي . ( جامع الاخبار: ١٦٦مخ )

څښتن د دوو غږونو دښمن دى : په مصيبت كې چغې او سورې او په نعمت كې شپيلي. (تحف العقول)

څوك چې  دا څلور ځانګړنې ولري؛نو د څښتن په ستر نور كې به وي : له ګناهونو ژغورونکى يې، د څښتن د يووالي شهادت او زما رسالت وي. ب : په مصيبت كې يې پر خوله انا لله و انا اليه راجعون وي . پر نعمت كې يې الحمدالله پر خوله وي. په ګناه كې يې پر خوله استغفرالله واتوب اليه وي . (تحف العقول)

د حضرت معاذ (رض) زوى،چې مړ شو؛نو پېغمبر اکرم (ص) ورته دا ليك  وليكه: له محمد رسول الله نه معاذ بن جبل ته! سلام دې پر تا وي ، ستاېنه د هغه خداى كوم ،چې بې له هغه بل څښتن نشته !اما بعد: اورېدلي مې دي،چې د خپل زوى په وير كې،چې د څښتن په حكم مړ شوى،بې صبري كوې،زوى دې د څښتن له نعمتو او امانت يې و،چې تاته يې درسپارلى و،يوې مودې ته يې دركړى و او چې اجل يې راورسيد؛نو درنه يې واخست . انالله و انا اليه راجعون . پام دې وسه، چې ډېره بې صبري دې اجر تباه نه کړي . هله چې د خپګان ثواب ته ورسې؛ نو  پوه به شې،چې  دا ثواب تر هغه خپګانه ډېر زيات دى،چې څښتن د مصيبت پر مهال خپل بنده ته ټاکلى و. پوه شه،چې چغې او سورې مړى نه را ژوندى كوي او نه تقدير بدلولاى شي؛نو صبر وكړه او الهي وعدې ته په تمه شه . معاذه ! پر داسې  خبره خواشينى يې،چې د ټولو ګرېوان ته به لاس وراچوي . د څښتن درود او رحمتونه دې  پر تا وي . (تحف العقول)

[1] ( الميزان، 1 / 349)

[2] ( الميزان، 1 / 381)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!