۱۵۰ ـ پر ګناه له ټینګار سره د بښنې غوښتل، پخپله نوې ګناه ده. ۱۵۱ ـ په زړونو کې مو د هغه خدای معرفت او ښندنې ته ځای ورکړﺉ، چې یې نمانځئ ، چې په عبادت کې کارېدلي غړي ته درګټور شي. ( چې د ناپېژاندي خدای په عبادت کې د غړیو ستړیا څه ګټه […]
۱۵۰ ـ پر ګناه له ټینګار سره د بښنې غوښتل، پخپله نوې ګناه ده.
۱۵۱ ـ په زړونو کې مو د هغه خدای معرفت او ښندنې ته ځای ورکړﺉ، چې یې نمانځئ ، چې په عبادت کې کارېدلي غړي ته درګټور شي. ( چې د ناپېژاندي خدای په عبادت کې د غړیو ستړیا څه ګټه نلري).
۱۵۲ ـ هغه چې خپل دین د دنیا پانګه کوي، له دینه یې برخه هماغه دنیا ده.
۱۵۳ ـ ایمان یوه منل شوې وینا ( په ژبه شهادت)، ( په غړیو) تر سر شوی کار او په عقل ښندنه او پېژندنه ده.
۱۵۴ ـ ایمان پر څلورو ستنو ولاړ دی: پر خدای بروسه، خدای ته د چارو ورپرېښوول، الهي فرمان ته غاړه ایښوول او پر قضا یې رضا. او د کفر ستنې هم څلور دي: (په شیطاني څوبتیاوو) زړه تړنه، ډارېدنه، غوسه او شهوت .
۱۵۵ ـ څوک چې زړه له دنیا وګرځوي او له ذلته یې ونه ډارېږي او په عزت یې زړه ونه تړي، خدای به یې بې د مخلوق له لارښوونې، هدایت کړي؛ نالوستی به یې عالم کړي او حکمت به یې په سینه کې ( د چینې په څیر) وخوټوي او ( د ېیز په څېر) به یې پر ژبه راوبهېږي .
۱۵۶ ـ خدای داسې بندګان لري، چې په اخلاص او د ټولو له سترګو لرې یې معامله ورسره کړې ، خدای هم په خلوص ترې قدرونه کوي، دوی په قیامت کې په تشو ( او سپینو) لیکونو تېرېږي او چې د پالونکي پر وړاندې ودرېږي؛ نو کړنلیکونه به یې له هغو رازونو ورډک کړي، چې ورسره یې درلودل.
۱۵۷ ـ اخلاق مو په نېکیو (لکه علم، تېرېدنه او مینې) رام کړئ او د ښو لوري ته یې ورکاږئ، ځان په زغم روږدي کړئ، پر ایثار ( نور پر ځان ړومبي ګنل، چې یو خورا ستونزمن چار دی) استقامت وکړئ؛ خو تر هغه بریده، چې ښه وي ( چې کله دا خوی له خپلې ښکلا او دبدبې سره سره ناوړه او غندل شوی؛لکه د هغه صحابي په څېر، چې د عمر په پای کې یې خپله ټوله شتمني خیرات کړه او خپل پلار مړي کوچنیان یې تشپاڼي پرېښوول).
خلک تر ذره بین لاندې مه نېسئ، د بې ارزښته څیزونو په نالیدوګڼو خپل قدر او ارزښت پورته بوځئ. هلته چې یو انسان په خطر کې وي او یو بېوزلی درته هیلمن وي؛ نو که خپله وس نلرئ؛ نو د خپل مقام او پت په ګټنې له نورو مرسته وغواړئ او له ستونزو یې بچ کړئ. هغه چارې چې درنه پټې کړای شوي، پلټنه پکې مه کوئ، چې لاملېږي ډېرې چارې به درنه پټې کړای شي. له دروغو ډډه وکړئ؛ ځکه ډېر پست خوی دی، یو ډول کنځل او یو ډول رذالت دی. په جزیي او بې ارزښته څيزونو کې له پلټنې په سترګو پټولو ځان د احترام وړ کړئ.
۱۵۸ ـ اجل او ټاکلی عمر پخپله یو ټینګ مورچل دی، هر څوک د خدای له لوري ساتونکي لري، چې په څاه کې له ورلوېدو، یا ورباندې د دېوال راپرېوتو یا د داړن له داړلو یې ساتي اوچې ټاکلی وخت (اجل) یې راورسي؛ نو مرګ ته یې ورخوشې کړي.
سرچینه
د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه
لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور
ژباړه اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com