بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ له دننه بلې لمبې فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ (بقره/۲۴) = او كه (دغسې) و نه كړئ -او هېڅكله به يې و نه كړاى شئ -؛ نو له هغه اوره ځان وساتئ، چې سون توکي يې د (ګناهګارو) خلكو (بدنونه) او (د […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
له دننه بلې لمبې
فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ (بقره/۲۴) = او كه (دغسې) و نه كړئ -او هېڅكله به يې و نه كړاى شئ -؛ نو له هغه اوره ځان وساتئ، چې سون توکي يې د (ګناهګارو) خلكو (بدنونه) او (د بوتانو) ډبرې دي، چې كافرانو ته چمتو شوى دى
دا آيت وايي: دوه څيزونه د دوزخ اور بلوي: انسانان او ډبرې. په دې آيت كې له ډبرو مراد، ډبرين بوتان دي، چې د الله پر ځاى نمانځلېږي؛ لكه چې الله د انبيا په 98 آيت كې مشركانو ته وايي:
إِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنْتُمْ لَهَا وَارِدُونَ = په حقيقت كې تاسې او څه مو چې د الله پر ځاى نمانځل،د جهنم سونګتوکي ياست.
د آيت ډېر مهم ټكی دا دی، چې وايي:
ځينې انسانان د دوزخ خس دي، دا راښيي، له انسانه، چې ناوړه اندونه او كړه وړه راولاړېږي او پخپله او نور پرې اخته كوي، په قيامت كې به يې د اور په بڼه له بدنه بل شي او پخپله او نور يې چې بېلارې كړي، و به يې سوځوي؛ لكه د جنهم په هكله[1] د همزه سورت په 4 و 7 آيتونو كې راغلي دي :
كَلَّا لَيُنْبَذَنَّ فِي الْحُطَمَةِ. الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ = (هغه) الهي بل شوى اور دى، (هماغه) چې پر زړونو (چې د کفر، شرک او نفاق مرکز دی) ورخېژي او خوله اچوي .
«وَقود»؛ يعنې څه چې د ښه بلولو وړتيا او استعداد لري، د قيامت پر ورځ ځينې انسانان شته، چې په نړۍ كې يې دغسې استعداد تر لاسه كړى او د بكرې او تيلي په څېر شوي، چې د ځان او نورو د سوځولو لامل وي او دا هماغه جهنم دى، چې په نړۍ كې يې ځان ته بل كړى؛ ځكه د آيت شريف په روستيو كې وايي: «كافرانو ته چمتو شوى دى»؛ يعنې دوزخ مخكې چمتو شوى او ځانونه يې د بكرې او تيلي په څېر، سوځولو ته چمتو كړي دي[2].
له علي (ک) څخه تردې آيت لاندې روايت شوى: « زما پلیونو (لارويانو) ! الهي تقوا ولرئ او له دې ځان وساتئ، چې د هغه اور خس اوسئ او كه څه تاسې پر الله كافران نه ياست؛ خو پر خپلو مؤمنو روڼو له تېري نه په ډډې كولو، ځانونه د هغه اور له شره بچ كړئ»[3].
[1] (اطيب البيان، 1 / 463 مخ او الميزان 1 / 92 مخ)
[2] ( موضوعي تفسير، 5/ 379)
[3] ( تسنيم، 2 /463)