د پېغمبر اکرم (ص) ماشومتوب تاريخ شاهد دى،چې د مسلمانانو د ستر مشر ژوند له وړكتوبه تر پېغمبرۍ هيښنده کرامتي پېښې درلودې او ټول په يوه خوله ګواهي وركوي،چې د پېغمبر ژوند عادي ژوند نه و. 1 _ تاريخپوهان د حليمې له خولې وايي: له هغې ورځ مې،چې د آمنې د زوى روزنه ومنله؛نو مور […]
تاريخ شاهد دى،چې د مسلمانانو د ستر مشر ژوند له وړكتوبه تر پېغمبرۍ هيښنده کرامتي پېښې درلودې او ټول په يوه خوله ګواهي وركوي،چې د پېغمبر ژوند عادي ژوند نه و.
1 _ تاريخپوهان د حليمې له خولې وايي: له هغې ورځ مې،چې د آمنې د زوى روزنه ومنله؛نو مور يې ناسته وه. غوښتل مې، چې شيدې وركړم؛ نو خپل چپ تى مې وركړ؛خو ماشوم ښي تي ته زور كاوه او زما چې اولاد شوى؛ ښي تى مې وچ دى.ښي تي ته د ماشوم زور دې ته اړه كړم،چې ښي تي ته يې واچوم. ماشوم چې ښى تى وروده شيدې پکې پيدا شوې. دې پېښې ټول حيران كړل.(41)
حليمه بيا وايي: له هغې ورځې مې،چې “محمد” خپل كور ته راوستى؛ نو په كور كې مې ورځ پر ورځ بركت زيات شوى؛رمه او مال مې هم ډېر شوى دى.(42)
په قرآن كې همدې ته ورته پېښې د حضرت مريم بي بي (د حضرت “عيسى” مور) په باب شته. د زوکړې وخت،چې راورسېد؛نو يوې ونې ته يې پناه يووړه او له ډېر درد،يوازېتوب او د خلكو د تورونو له وېرې يې له خدايه مرګ وغوښت،چې په دې وخت كې يې غږ واورېد: مه خپه کېږه! خداى دې تر پښو لاندې د اوبو چينه پيدا كړه او د كجورې وچه ونه وخوځوه،چې تازه خرما ترې راتويه شي. (43)
د مريم او حليمې ترمنځ په مقام او منزلت كې ډېر توپير دى. كه د مريم خپل لياقت ددې الهي رحمت لامل و؛خو دلته ددې ماشوم مقام او منزلت ددې لامل شو،چې دا ښځه له الهي رحمته برخمنه شي.
كور ته راستنېدل
د “محمد”(ص) مهربانې دايي يې پينځه كاله په روزنه كې خورا زيار واېست؛په دې وخت كې يې فصيحه عربي زده كړه، چې بيا حضرت “محمد” پرې وياړېده.حليمې بي بي مكې ته راووست او څه موده د خپلې مور په مهربانه غېږه كې و او نيكه يې پالنه كوله. د “عبدالله” د کورنۍ تسل، يوازې له هغه راپاتې دا کوچنى زوى و.(44)
يثرب ته سفر او د مور مړينه
له هغې ورځې،چې د “عبدالمطلب” نږور كونډه شوه؛نو آمنه تل د يو مناسب وخت په تمه وه، چې “يثرب” ته د خپل مېړه د قبر او خپلوانو ليدو ته ولاړه شي. له ځان سره يې فكر وكړ،چې مناسب وخت دى؛ځكه زوى يې لوى شوى او په دې غم كې ورسره شريکېداى شي.
هغوى له “ام ايمن” سره پر سفر ووتل او يوه مياشت يې هلته تېره كړه. دا سفر د قريشو دې ماشوم ته له روحي خپګانو سره يو ځاى و؛ځكه په لومړي ځل يې سترګې پر يوه داسې كور لګېدې،چې پلار يې پکې ساه وركړې او ښخ هم دى او طبيعي ده،چې تر هغې ورځې پورې يې مور هم ورته د پلار په باب څه ويلي وو.
تر اوسه د “محمد” بېړۍ د غم د سمندر ساحل ته نه وه رسېدلې،چې د غمونو يو بل طوفان پرې راغى؛ځكه مكې ته په راستنېدو كې مور يې هم په “ابواء” كې له دنيا سترګې پټې كړې . (45)
دې پېښې حضرت “محمد” (ص) نور هم پر خپلې كورنۍ ګران كړ او ددې ګلستان له يوازېني پاتې ګل سره،”عبدالمطلب” څه عجيبه مينه درلوده؛ د كعبې په څنګ کې يې د قريشو واكمن (عبدالمطلب) ته تخت اېښووه. د قريشو مشران او زامن يې د تخت په شاوخوا كې ناست وو او د “عبدالمطلب” سترګې به،چې د “عبدالله” پر يادګار ولګېدى؛نو خلكو ته يې ويل: لار خلاصه كړئ ! او هغه يې له ځان سره پر تخت كېناوه.(46)
قرآن شريف د پېغمبر اکرم د يتيمۍ دوران په “الضحى” سورت كې راوړى :”الم يجدك يتيما فاوى” مګر يتيم يې و نه موندې او پناه يې درنه کړه؟(47)
د قريشو ددې ماشوم د يتيمېدو حكمت لا موږ ته هم نه دى معلوم؛خو دومره پوهېږو،چې د غمونو دا سېلاب بې حكمته نه و.خداى غوښتل د نړۍ مشر مخكې له دې، چې پر چارو واكمن شي،د ژوند له خوږو او ترخو سره اشنا او روح يې ستر او باخبره شي او له دې سختيو ورته تجربې لاس ته راشي او ځان بېلابېلو سختيو او محروميتونو ته ونيسي. خداى غوښتل له هماغه پېله په ژوند كې ازاد عادت شي او په خپله په خپلو لاسو ځان ته د پرمختګ لار هواره كړي، چې خلكو ته وښيي دا نبوغ بشري نبوغ نه دى او مور و پلار يې په برخليك كې هېڅ ونډه نه لري او د عظمت او ستروالي سرچينه يې د وحې له غرونو رابهېدلې ده.
د عبدالمطلب مرګ
تر اوسه لا د پېغمبر پر زړه خپګان و،چې د درېيم مصيبت پېټى يې هم پر اوږو شو.د نيكه مرګ ورته دومره سخت و،چې تر قبره پورې يې ورپسې وژړل او هېڅكله ترې دا ترخه پېښه هېره نه شوه. (48)*
د ابوطالب روزنه
“عبدالمطلب”، “ابوطالب” ته د څو لاملونو له مخې د پېغمبر اکرم پالنه ور پر غاړه كړه: يو دا چې “ابوطالب” او “عبدالله” له يوې موره وو او بل دا،چې مشهور، سخي او نېك سړى و.
“ابوطالب” پېغمبر اکرم ته خورا زيات زحمتونه وګالل،چې تاريخ پرې ګواه دى،چې وروسته به وويل شي.(49)
شام ته سفر
په دوديزه توګه به د قريشو سوداګر په كال کې يو ځل “شام” ته تلل. “ابوطالب” هوډ کړى و،د قريشو په دې كلني سفر كې ګډون وكړي او د خپل وراره مشكل يې (چې يوه شېبه کې هم له ځانه نه لرې كاوه) داسې حل كړ،چې هغه يې په مكه كې پرېښود او ساتنې ته يې ورته څو تنه وټاكل؛ خو د حركت پر مهال د حضرت “محمد” سترګې له اوښكو ډكې شوې او د خپل تره بېلتون يې و نه زغملاى شو. د “محمد”(ص) غمګينې څېرې د “ابوطالب” په زړه كې د احساساتو توفان راپورته كړ او اړ شو پر ځان سخته تېره كړي او له ځان سره يې بوځي.
په دولس كلنۍ كې د حضرت “محمد” دا سفر يو خوږ سفر شمېرل كېږي؛ځكه په دې سفر كې له “مدين”، “وادي القرى” او “ديار ثمود” څخه تېر شو او ددې سيمو د ښكلي طبيعت ننداره يې وكړه. تر اوسه لا كاروان خپل پړاو ته نه و رسېدلى، چې په “بصرې” نومې ځاې كې يوه پېښه رامنځ ته شوه،چې د “ابوطالب” د مسافرت کړلار يې له خنډ سره مخ كړه؛ دا پېښه داسې وه:له كلونو راهيسې،مسيحي راهب “بحيرا” چې دسيمې خلکو يې خورا درناوى کاوه، په بصره كې په خپله “صومعه” كې په عبادت بوخت و، دى د سوداګريزو كاروانو دمه ځاى هم و او سوداګر به تبرك ته هم ورتلل. دا ځل “بحيرا” د قريشو له كاروان سره مخ شو، سترګې يې د “ابوطالب” پر وراره ولګېدې، چې څېره يې پرې خوږه ولګېده، څو شېبې يې په ځير ورته وكتل او بيا يې وويل: دا ماشوم د چا دى؟ ډلې وويل: د “ابوطالب” . “ابوطالب” وويل: دا زما وراره دى. بحيرا وويل: دا ماشوم ځلانده ګانده لري،دا هماغه پېغمبر دى،چې په اسماني کتابو كې يې خبر راغلى،دا هماغه پېغمبر دى،چې ما يې نوم، د پلار نوم او دا چې له كوم ځايه به راښكاره كېږي،په ديني کتابو كې لوستي دي؛ نو پکار ده،چې د يهودانو له سترګو يې لرې وساتې؛ ځكه كه و يې پېژانده؛ و به يې وژني.(50)
41_ بحارالانور، 15ټوك/ 345مخ
42_ د ابن شهر اشوب مناقب 1ټوك/24
43_ سوره مريم/ 24-25
44_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 167
45_ سيره حلبى، 1ټوك/ 125
46_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 168
47_ سوره الضحى/ 6
48- تاريخ طبرى، 2ټوك/ 7-8 مخ
49_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 179مخ
50_ طبري تاريخ، 1ټوك/ 33-34 او د ابن هشام سيره 1ټوك/ 180-183