تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ له رسول الله (ص) څخه زده کړې د اسلام د مکرم نبي (صلی الله علیه و آله وسلم) شتون، په ټولو اسلامي پېرونو کې د یووالي او وحدت تومنه ده او نن هم کولای شي، چې شي؛ ځکه له دې سپېڅلي انسان سره د ټولو مسلمانانو ګروهه له عاطفې او مینې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

له رسول الله (ص) څخه زده کړې

د اسلام د مکرم نبي (صلی الله علیه و آله وسلم) شتون، په ټولو اسلامي پېرونو کې د یووالي او وحدت تومنه ده او نن هم کولای شي، چې شي؛ ځکه له دې سپېڅلي انسان سره د ټولو مسلمانانو ګروهه له عاطفې او مینې سره مل ده؛ نو د هغه بختور نازولي شتون د ټولو مسلمانانو د عواطفو او عقایدو مرکز او چورلیځ دی او همدار چورلیز د مسلمانانو د زړونو د انس او د بېلابېلو اسلامي ډلو د نږدېوالي وزله ده.

هېڅ څوک نشي کولای، چې د نبي اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) د شخصیت پر ټولو اړخونو په بشپړه توګه رڼا واچوي او د هغه بختور شخصیت ته ورنږدې واقعي انځور یې انځور کړي. څه چې موږ د نړۍ پال پالونکي د ټاکلي او د ټول تاریخ په ترڅ کې د پېغمبرانو د سردار په باب پېژندلي او پوه شوي پرې یو، د آنحضرت (صلی الله علیه و آله وسلم) د مانیز، باطني او حقیقي وجود یو سیوری دی؛ خو همدومره پېژندنه هم مسلمانانو ته بسیا دي، چې لومړی یې د کمال پر لوري یون تضمین کړي او د انسانیت لوړه څوکه او د بشري تکامل روستی پوړ یې د سترګو مخې ته ورانځور کړي او دویم داچې هغوی اسلامي وحدت او پر شاوخوا یې راټولېدلو ته وهڅوي؛ نو ځکه د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مو سپارښتنه ده، چې د پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) د شخصیت او وګړې پر بېلابېلو اړخونو، ژوند، خویونو او هغه زده کړې، چې ترې راپاتې دي، ډېر کار وشي.

په لویدیځ او مسیحیت کې د منځنۍ پېړۍ تر پېر روسته، د پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) پر شخصیت خورا یرغلونه وشول او پر خلاف یې خورا ناوړه تبلیغات هم پیل شول او د اسلام قسم خوړلي دښمنان پوه شول، چې له اسلام سره د مقابلې یوه لار داده، چې د رسول اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) څېره ناوړه انځور کړي او په دې باب یې خورا کارونه هم وکړل او تر نننه هم کېږي، چې دښمن په دوامداره توګه او په بېلابېلو لارو هڅې کوي، چې د نړۍ د آزادو انسانانو له ذهنه د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) څېره پاکه کړي؛ خو څومره، چې په دې باب غورځې پورځې کوي؛ په نړۍ کې خورا خلک شته، چې څومره چې د نړۍ مسلمانان د خدای استازی پېژني، یا یې تر هغوی لږ وپېژني-یعنې د آنحضرت د شخصیت یو څرک هم که وويني- نو اسلام او اسلامي معنویاتو ته به یې ورلېوالتیا تضمین شي او موږ باید په دې مسله کار وکړو.

د رسول اکرم (ص) د شخصیت د معرفۍ لپاره د پراخه او هر اړخیزو چارو تر سره کول

د اسلام د تبلیغ لپاره کېدای شي، چې تر ټولو غوره لار همدا وي، چې موږ د اسلام د پېغمبر (صلی الله علیه و آله وسلم) څېره د نړۍ لیدونکیو او پلټونکیو ته روښانه کړو او ډېره پر ځای به وي، چې مخکې تردې چې د اسلام دښمنان او مخالفان په خپلو بېلابېلو پېچلیو فرهنګي او هنري کړلارو زموږ د پېغمبر اکرم څېره د نړۍ د بې خبره خلکو په ذهنونو کې مخدوشه کړي؛ هنرمند او پوه مسلمانان په نړۍ کې په شته بېلابېلو لارو، د آنحضرت (صلی الله علیه و آله وسلم) شخصیت خلکو ته په علمي، فرهنګي، هنري او تبلیغي چارو روښانه کړي او دا اړینې چارې دي، چې باید ترسره شي.

*

…..باید د رسول اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) د شخصیت معرفي کولو ته کار وکړو او نه یوازې د هغه په ژوند پورې رایسار شخصیت؛ بلکې د آنحضرت د وجود بېلابېلو اړخونو؛ لکه: خویونو، د حکومت کولو دود، له ولس سره چلن، عبادت، سیاست، جهاد او ځانګړیو ښوونو ته هم ځانګړی پام وکړو. نه یوازې داچې یوازې کتابونه ولیکو؛ بلکې د شته نویو تکنیکونو له لارې، په نویو کړلارو هنري او تبلیغي کار وکړو او نه یوازې په جمهوري اسلامي کې؛ بلکې په ټوله نړۍ کې یې تر سره کړو.

د ټولنیزو هڅو ترڅنګ د دننني بدلون اړتیا

مهمه داده، چې موږ د هغو سترانو د لارو د پلویانو په نامه ـ چې لږ تر لږه مو دا ادعا ده او د نړۍ خلک مو د همدې ادعا په نامه پېژني – کوښښ وکړو، چې ددې سترو الهي شخصیتونو بېلابېل اړخونه په خپل وګړیز وجود کې ـ که څه لږ هم وي – راژوندي کړو. بسیا نه ده، چې یوازې فی سبیل الله مجاهدین او د اسلامي حکومت د رامنځ ته کولو لپاره هڅاندان، د ټولنې او نظام د جوړولو په فکر کې ووسي – که څه دا یوه ستره دنده، ستر واجب او کېدای شي د یوه مؤمن او مسلم له آریزو واجباتو ځنې وي -؛ خو د اسلامي نظام د رامنځ ته کولو او د بریا د بشپړولو لپاره یې چې کومې هڅې او مجاهدتونه کوو، یوه بله هڅه او مجاهدت هم اړین دی، چې په خپل وجود، زړه او اراو کې یو بدلون او انقلاب رامنځ ته کړو. 

په ټولنه کې د ارزښتونو او اسلامي اخلاقو د خپراوي لپاره د رسول الله (ص) دود

هغه ټکی، چې د رسول اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) د ژوند په باب زما په پام کې دی، دادی چې: داچې په ټولنه کې ارزښتونه او اسلامي اخلاق، دود او د خلکو له ګروهو او ژوند سره ګډ شي؛ نو رسول اکرم به د ژوند چاپېریال په اسلامي ارزښتونو پسوله.

یو وخت یو تن حکم ورکوي یا سپارښتنه کوي، چې د بېلګې په توګه غوره خویونه، ګذشت، صبر او د خدای په لار کې استقامت ولرئ، ظلم مه کوئ، عدالت وکړئ؛ یعنې سپارښتنې، حکم ورکول او ښوونه ورکول مطرح او نوموتي دي – چې البته یو اړین چار دی او د اسلام پېغمبر (صلی الله علیه و آله وسلم) هم ښوونه کوله ((یعلمهم[1] )) او خلکو ته یې د معرفت او ژوند ښوونه وکړه -؛ خو یو مهال خبره تر ورښوولو او ورزده کولو پورته ده؛ یعنې ښوونکی یو کار کوي او کړنه ترسره کوي، چې اخلاق او اسلامي احکام په ټولنه کې د یو جوت رنګ په بڼه واوړي، د خلکو له ناسمو ګروهو سره مقابلې ته رادانګي، له جاهلي احساساتو او د راپاتې شویو او رسوب کړیو نااسلامي اخلاقو سره مبارزه کوي او ټولنه او وګړي یې له خوبه راپاڅوي او په یوه مناسب وخت کې له مناسبې کړلارې سره، داسې یو کار کوي، چې د ټولنې او د خلکو د ژوند چاپېریال، له دې ځانګړنې، خویونو او ښو کړنلارو سره په ښه توګه واغږل شي.

که یوه ټولنه غواړي، چې وده وکړي او وغواړي، چې په ځان کې سم اسلامي خویونه رامنځ ته کړي؛ نو همدې کړلارې ته اړتیا لري. کېدای شي، د قرآن کریم په څو آیتونو کې چې ((یزکیهم)) تر ((یعلمهم[2])) روسته یا ترې مخکې راغلی؛ نو کېدای شي، چې په دې آیتونو کې له ((تزکیه)) مراد همدا مطلب وي؛ یعنې د خلکو پاکول،سوتره کول؛ کټ مټ د هغه طبیب او رنځورپوه په څېر، چې یوازې خپل رنځور ته نه وايي، چې دا کار وکړه او هغه کار مه کړه؛ بلکې هغه یوه ځانګړي ځای ته وړي او څه ته چې اړتیا لري، رنځور ته یې ورکوي، خوروي یې او څه چې ورته مضر دي، له هغه نه یې پرهېز کوي. پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) هم د خپل نبوت په درویش کلني پېر کې یوه داسې کړلار او لار درلوده؛ په تېره په هغو لسو کلونو کې چې په مدینه کې یې ژوند کاوه او د اسلام د واکمنۍ او د اسلامي حکومت د جوړېدو پېر و.

ما مطرحولو ته څو بېلګې چمتو کړي دي، دا زموږ د نن لپاره خورا مهم دي؛ هم د ولس لپاره او هم د چارواکیو او هغو وګړیو لپاره، چې له یوې ډلې سره سروکار لري او د خلکو یوه ټولګه یې خولې ته ګوري، چې څه به وايي. زموږ دې پام وي، چې وغواړو د طاغوت د پېر د اخلاقو هغه راپاتې شوني او رسوبات – چې زموږ ودې او تعالي ته خورا مضر دي – له ځانه لرې او وڅنډو؛ نو بې له دې بله چاره نه لرو، چې په خورا مړانه او پرېکنده توګه د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) په همدې کړلارو عمل وکړو.

یوه بېلګه، د خلکو د ژوند په چاپېریال کې، له جاهلانه تعصبونو لرې د یوې روغې فضا رامنځ ته کولو پورې اړوند دی. پوهېږئ، چې ټول ولسونه همداسې دي او بې له یو څو وګړیو، چې د معرفت له پلوه خورا لوړو کچو ته رسېدلي وي، حالات یې داسې دي، چې په ډېری ځایونو کې يې پر ژوندانه تعصبات، غرضونه، رنځونه، غوټې او دې ته ورته چارې واکمنې دي او خلک له عادلانه چلنه منع کوي او یو ناوړه چاپېریال رامنځ ته کوي.

دا چاپېریال باید سم او روغ کړو، د روغ چاپېریال او د خلکو ترمنځ خوش بینۍ رامنځ ته کولو لپاره، پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) بې له هغو سپارښتنو، چې یې درلودې، یو لړ کړنلارې یې هم درلودې؛ په تېره په هغه پېر کې چې دا مسله خورا مهمه هم وه؛ ځکه جاهلي عربو یو له بل سره خورا ستونزې او ټبریز او کورني تعصبونه درلودل او پر یو بل یې خورا ناوړه ګومانونه کول او رسول اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) باید دا هر څه د مؤمنیو له زړه راایستلای وای او د هغوی له زړونو یې یو بل ته دا هر څه ایستلای او زړونه یې ورپاک کړای وای.

له پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) نه روایت رانقل شوی، چې وايي: (( لا یبلغنی احد منکم عن اصحابی شیا فانی احب ان اخرج الیکم و انا سلیم الصدر[3])) رسول اکرم ته به راتلل او په یو بل پسې به یې سپکې سپورې ویلې او په یو بل پسې به یې کله رښتیا او کله له واقعیته لرې خبرې کولې؛ پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) خلکو ته وویل: هېڅوک دې زما د اصحابو په باب راته څه نه وايي، تل ما ته مه راځئ او یو د بل بد مه ویاست. لېواله یم، چې په خلکو کې راښکار کېږم او خپلو اصحابو ته مې ورځم، ((سلیم الصدر)) ووسم؛ یعنې له پاک او سوتره زړه سره او بې له کومې مخینې او بدبینۍ د مسلمانانو منځ ته ورشم.

دا د پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) یوه خبره او پخپله د آنحضرت (ص) په باب مسلمانانو ته یې یو حکم دی. وګورئ، چې د رسول اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) دا حکم څومره له دې چار سره مرسته کوي، چې مسلمانان احساس وکړي، چې په اسلامي ټولنه کې باید بې له ناوړګومانۍ او له خوش بینۍ سره له وګړیو سره چلن وکړو. په روایاتو کې شته، چې کله واکمني له شر او فساد سره وي؛ نو پر هر څه ناوړه ګومان ولرئ؛ خو چې کله حاکمیت د ټولنې د خیر او صلاح سره وي؛ نو ناوړه ګومانونه شاته وغورځوئ او یو بل ته ښه ګومان ولرئ، یو د بل خبره منئ او اورئ، یو د بل بدۍ مه وینئ او یو بل د ښېګڼو ته ګورئ.

په مسلمانانو کې دود و، چې پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) ته به راتلل او په غوږ کې به یې ورسره نجوا او پسپسکي کول، چې آیت راغی او له رسول الله سره يې په غوږ کې پسپسکي کول منع کړل؛ ځکه په نورو مسلمانانو کې یې ناوړه ګومانونه راپارول.

غوره چاپېریال جوړونې ته د پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم)

له هڅو ځنې دا و، چې له زړونو کینې او دښمنۍ راوباسي. په تېر مورد کې د ښه ګومان او روغ چاپېریال رامنځ ته کول وو؛ خو په دې مورد کې مسله تر هغه هم لوړه ده؛ یعنې په اسلامي ټولنه کې مسلمانان باید یود بل پر وړاندې له ناتوپیرۍ او بې تفاوتۍ راووځي. داچې مسلمانان یو له بل سره کار و نه لري او هر یو یې د ځان لپاره ځانګړې نړۍ ولري او د مسلمان له چار سره کار و نه لري؛ نو دا چار په اسلام کې ناوړه دی او د پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) د ژوند له څپرکیو ځنې یې یو دادی، چې دا بې د توپیرۍ چاپېریال، د مینې، محبت، همکارۍ، ورورلۍ او د همکارۍ په ټولګه واړوي او دا هماغه څه دي، چې نن ورته موږ په خپل نظام کې خورا اړین یو.

مسلمانان باید یو له بل سره په لېوالتیا،زړه سواندۍ او بې له پوټي ناتوپیرۍ چلن ولري. داسې نه ده، چې که یوه مسلمان ته یوه پېښه ورپېښه شوه، له څنګه یې ناتوپیره تېر شئ. نه! داسې نه ده. همکاري، همدردي، دلسوزي او یو له بل سره د مسلمانانو متقابل محبت، د رسول اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) له چارو ځنې یو چار و. آنحضرت تر هغه چې و، خورا هڅه یې کوله، چې په اسلامي ټولنه کې مسلمانان – ان په یوه مورد کې هم- یو بل ته کینه، بغض او دښمني ولري؛ یعنې پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) په خپل حکمت او حلم له مینې ډک یو روغ او خوږ چاپېریال رامنځ ته کړی و.

رانقل کړي یې دي، چې یو بیدیا مېشتی عرب- چې په ښاري ژوند، آداب معاشرت، ژوند او په معمولي اخلاقو نه پوهېده- په هماغه بیدیايي تاوتریخوالي مدینې ته راغی او رسول اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) ته ورغی او دا مهال آنحضرت په خپلو اصحابو کرامو- یا په جومات یا هم پر لار و- هغه هم ترې څه وغوښتل او رسول الله هم مرسته ورسره وکړه او د بېلګې په توګه، خواړه او کالی یې ورکړ. ورته وویل شول: اوس ښه شول؟ ما درسره ښه وکړل؟ خوښ شوې؟ هغه بیدیا مېشتي د خپل تریخ مزاج له لامله، چې عموما دا ډول خلک یې لري، او داچې په ظاهره،شوې مرسته ورته بسیا نه وه، و یې ویل: نه ! هېڅ دې هم نه دي کړي او هېڅ مرسته دې راسره نه ده کړې او اصلا تا ما ته څه راکړي دي؟

له رسول اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) سره داسې تریخ چلن په اصحابو ښه و نه لګېد او ټول غوسه شول او د پېغمبر اکرم په شاوخوا کې کسانو غوښتل، چې غبرګون وښيي او سپکې سپورې ورته ووایي؛ خو پېغمبراکرم ورته وویل: نه! تاسې څه ورته مه ویاست. زه په خپله ورسره مسله حل کوم. له ډلې راووتل او دا بیدیا مېشتی عرب یې له ځان سره کور ته بوتله. معلومېده، چې پېغمبر اکرم په هغه ځای کې څه نه درلودل، چې ور یې کړي؛ ګنې ډېر څه به یې ورکړي ول. هغه یې کور ته بوتله او بیا یې هم څه – لکه خواړه، کالي او نغدې- ورکړل. بیا یې ورته وویل: اوس خوښ شوې؟ و یې ویل: هو! بیدیا مېشتی د پېغمبر اکرم د احسان او حلم پر وړاندې پر ګونډو شو او خوښي یې څرګنده کړه.

پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) هغه ته وویل: تا څو شېبې مخکې زما د اصحابو په مخ کې ما ته داسې خبرې وکړې، چې د هغوی زړه دې خپه کړ. خوښ یې همدا خبرې دې چې دې اوس ما ته وکړې او خوښي دې څرګنده کړه، د هغوی پر وړاندې یې هم ووایې؟ و یې ویل: هو چمتو یم! بیا پېغمبر اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) د ورځې په شپه او که په سبا یې دا بیدیا مېشتی عرب له ځان سره خپلو اصحابو ته بوتلو او و یې ویل: دا اعرابي ورور مو خیال کوي، چې له موږ ځنې راضي دی؛ که راضي یې؛ نو ووایه. هغه هم د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) په ستاینه پیل وکړه او و یې ویل: هو ! زه خوشحاله او خوښ یم – د بېلګې په توګه- له رسول اکرم نه ډېره مننه؛ ځکه مرسته یې راسره وکړه. دا خبرې یې وکړې او ولاړ.

هغه چې ولاړ؛ نو رسول اکرم خپلو اصحابو ته مخه کړه او ورته یې وویل: ددې اعرابي مثال د هغه اوښ دی، چې له خپلې هغې رمې نه بیل شوی، چې شپون یې سروي. نو تاسې ای زما دوستانو! که وغواړئ، چې دا اوښ راته راونیسئ؛ نو حمله به پرې کوئ او له شاوخوا به ورمنډې کوئ. ستاسې دا حرکت به یې نور هم توري کړي او وېره به یې ډېره کړي او اوښ رانیول به درته ستونزمن کړي. ما پرېنښوول، چې تردې ډېر له موږه توري شي او لرې رانه ولاړ شي. په مینه مې پرې لاس راکښود او خپلې رمې ته مې بېرته راستون کړ. دا د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) کړنلار ده.

رسول اکرم بیخي نه غواړي، د اسلامي ټولنې د ژوند په چاپېریال کې د مسلمانانو ترمنځ د ذرې هومره کینه او دښمني وي. آنحضرت په مسلمانانو کې د مینې، محبت او صمیمیت د رامنځ ته کولو لپاره خورا کوښښ کاوه. ان هغه مهال، چې د اسلام د ولکې کړۍ پراخه شوه او مکه یې هم سوبه کړه، د هغه ښار خلک یې وبښل. د مکې د ښار خلک هماغه خلک ول، چې رسول الله یې له خپله ښاره بهر کړی و. د مکې خلکو دیارلس کاله کړولی و او څو جګړې یې هم ورسره کړې وې او مسلمانانو هم پکې وژنې کړې وې او که دوی په همدې اند د پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) د فاتح لښکر کوربانه ول؛ نو تر کلونو کلونو به یې شونتیا نه وه، چې د دوی ترمنځ سوله وشي؛ نو همدا چې رسول اکرم مکې ته ورننووت، عمومي اعلان یې وکړ: انتم الطلقا[4]؛ یعنې ټول مې ازاد کړئ او و مې بښلئ، قریش یې وبښل او هر څه پای ته ورسېدل.

یو له هغو چارو ځنې،چې پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم)، مدینې ته د ورننووتو په ړومبیو شپو ورځو کې وکړ، د مسلمانانو ترمنځ ((د ورورولۍ تړون)) و؛ یعنې مسلمانان یې سره ورونه کړل. داچې وایو یو له بل سره ورونه یو، په اسلام کې یوازې یو ست نه دی؛ یعنې حقیقتا یو مسلمانان پر یو بل د ورورولۍ حق لري او یو بل ته مدیون دي او باید یو د بل متقابل حقونه ادا کړي. پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) دا چار په عملي توګه پلي کړ.آنحضرت (صلی الله علیه و آله وسلم) مسلمانان دوه په دوه سره ورونه کړل او طبقات، کورنۍ او د مدینې او قریشو اشرافي توب ته یې پام و نه کړ. یو تور مریی یې له یو شتمن سره او یو ازاد شوی یې د بني هاشمو له یوه خانزاده سره ورور کړ. په هر حال دې ورورولۍ بېلابېل اړخونه درلودل، چې یو اړخ یې دا و، چې مسلمانان یو له بل سره د ورورلۍ احساس وکړي.

یوه بله بېلګه هم راوړم، چې وښیم، چې پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) څنګه ټولنه په اسلامي ارزښتونو سینګار کړه. په اسلام کې – چې عقاید، سیاسي سلایق، لیکه، اړیکه او نورې چارې ترې وباسو- دا د وفادارۍ، حق پېژندنې او د وګړیو د زحمتونو او چوپړونو قدرپېژندنه ده، چې خورا مهم دي او عملا په دې چار به رسول الله خورا اډانه کوله. آنحضرت یوازې په وینا بسیا نه کوله او د بېلګې په توګه، ووايي: پر خپلو ژمنو مو ودرېږئ او یو د بل په نسبت حق پېژاندي ووسئ؛ بلکې په عمل کې یې هم دا فضا رامنځ ته کړه.

په یوه حدیث کې مې ولیدل، چې د نجاشي – د حبشې پاچا- له لوري یو پلاوی رسول الله ته مدینې ته ورغی، چې پیغام یې ورته راوړي؛ لکه څنګه د دولتونو ترمنځ متداول او معمول دی. نجاشي په حبشه هېواد کې پاچا و او د هغه مهال د نورو پاچایانو په شان دی هم نامسلمان او مسیحي و؛ خو کله چې حبشي پلاوی راغی، و یې لیدل، چې پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) له خپل ځایه راپاڅېد او د پلاوي پر مېلمستیا بوخت شو. اصحابو ورته وویل: ای رسول الله! موږ خو دلته یو، اجازه راکړئ، چې موږ یې مېلمستیا وکړو. آنحضرت وویل: نه ! هغه مهال، چې مسلمانانو حبشې ته هجرت وکړ، د دوی پاچا له مسلمانانو سره په خورا درناوي چلن کړی و؛ زه هم غواړم، چې جبران یې کړم او حق شناسي وکړم.

نو تاسې وینئ، چې پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) په خپل ژوندانه، که څه د قریشو کفارو ورسره خورا جګړې کړې وې او له ختیځ روم له امپراتور- چې شامات او فلسطین یې هغه مهال تر ولکې لاندې وې- پر خلاف یې هم څو جګړې کړې وې او د یرموک، موته او تبوک په جګړو کې یې هم ګډون کړی و او تر هغو سیمو پورې په جهاد، فتوحاتو او هېواد پراختیا بوخت و؛ خو پر حبشه یې هېڅکله یرغل و نه کړ.

 داسې نه وه، چې هر پاچا به چې اسلامي ایمان نه مانه؛ نو پېغمبر اکرم به ورسره جګړه کوله. نه ! عهدشناسي، حق شناسي او د نجاشي د محبتونو قدر ان تر هغه چې د اسلامي حکومت پېر کېږي او په خپله رسول اکرم یې مشر کېږي، پر ځای دی. داسې بېلګې د رسول اکرم په ژوند کې خورا ډېرې دي او که وغواړو، چې هر یوه یې ووایو؛نو ویینه مو خورا اوږدېږي.

یوه بله بېلګه هم راوړم: د اسلامي حکومت په پېر کې یوه ښځه مدینې ته پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) ته ورغله. اصحابو ولیدل، چې رسول اکرم له دې ښځې سره خورا په مینه چلن وکړ او د هغې او د کورنۍ پوښتنه یې وکړه. ښځه، چې ولاړه، پېغمبر اکرم د اصحابو د حیرانتیا او هېښنې د لرې کولو په موخه وویل: دې ښځې د خدیجې پر ژوندون (په مکه کې د سختۍ پر مهال) زموږ کور ته تګ راتګ درلود. هغه مهال، چې رسول اکرم کلابند و او چا ورسره راشه درشره نه درلوده؛ نو دې ښځې هغه مهال له خدیجې سره مړی ژونده کاوه. په دې روایت کې هم نه دي راغلي، چې دا ښځه مسلمانه شوې هم وه. نه ! احتمالا دا ښځه لا تر اوسه مسلمانه شوې نه وه؛ خو یوازې دا چې په تېر وخت کې یې داسې یوه ځانګړنه درلوده؛ نو پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) یې تر کلونو کلونو تېرېدو روسته هم قدر کاوه.

یوه بله بېلګه هم په ټولنه کې د کار او کوښښ د چاپېریال رامنځ ته کول دي، چې په دې باب پېغمبر اکرم (ص) یوازې په دې بسنه نه کوله، چې ووايي، کار وکړئ. آنحضرت په بېلابېلو طریقو په خلکو کې د کار او کوښښ روحیه راژوندۍ کوله او که کله به یې لیدل، چې یو ځوان بېکاره دی، ویل یې: ان الله لا یحب الشاب الفارغ= خدای له هغه ځوانه، چې خپل عمر تلف کړي او بېکاره وي، خوښ نه دی.

په یوه روایت کې راغلي، چې رسول اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) به چې کله ولیدل، چې د یوه ځوان اندام او ځواني به د چا خوښه شوه؛ نو له هغه به یې دوه پوښتنې کولې: واده دې کړی او آیا کوم کار لرې که نه؟ که هغه به ویل، چې واده مې نه دی کړی او کار نه لرم؛ نو پېغمبر اکرم (ص) به ویل: سقط من عیني دا ځوان مې له سترګو وغورځېد. او په دې کړنلارو او چلن به یې خلک د کار او کوښښ پر اهمیت پوهول.

یو مهال، څو تنه رسول اکرم ته ورغلل او د یوه وګړي تعریفونه یې ورته وکړل او ورته یې وویل: ای رسول الله! موږ له دې سړي سره په سفر کې وو او هغه یو ښه، پاک او الهي سړی و، تل یې عبادت کاوه، په هر ځای کې به مو چې دمه کوله، هملته یې له پیله تر پایه عبادت او د قرآن تلاوت کاوه. چې کله یې د سړي په باب دا خبرې وکړې؛ نو رسول الله په حیرانتیا وپوښتل: نو چا یې کارونه کول؟ هغه کس چې له خپلې سپرلۍ له راکوزېدو سره سم پر عبادت بوختېږي؛ نو چا ورته خواړه چمتو کول؟ چا یې سامان را کوزاوه او چا یې کارونه کول؟ دوی ورته په ځواب کې وویل: ای رسول الله! موږ یې په خورا خوشحالۍ چارې سر ته رسولې. رسول الله وویل: کلکم خیر منه[5]یعنې تاسې ټول تر هغه غوره یاست؛داچې هغه خپل کارونه په خپله نه کول او ستاسې پر اوږو یې در اچول او په خپله پر عبادت بوختېده؛نو دا کارونه یې نه لاملېږي، چې ښه سړی وي. ښه سړي تاسې یاست، چې کار او کوښښ کوئ او ان د بل کار هم پر اوږو اخلئ.

په داسې کړنلارو، د اسلامي ټولنې د ژوند چاپېریال له کار او کوښښ سره له مینې ډکېږي. دا ټول موارد مې چې مطرح کړل،نن هم موږ ورته اړتیا لرو.

[1].بقره سورت، ۱۲۹ آیت

[2].بقره سورت/۱۲۹ آیت

[3].مکارم اخلاق، ۱۷ مخ.

[4].بحارالانوار، ۹۷ ټوک، ۵۹ مخ.

[5]. بحارالانوار، ۷۳ ټوک، ۲۷۴ مخ او مکارم اخلاق، ۲۶۵ مخ.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!