بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ له روزنيزو برنامو سره د عبادت تړاو د اسلام له نظره د سمې روزنې په لاملونو او د ښه خويونو په لاس ته راوړو لنډه ويينه لرو؛يعنې هغه لاملونه،چې اسلام ورته توجه کړې ده،چې تعقل،تفکر او تعلم له هغو ځنى دى،چې تعقل او تفکر د روښانه کولو لپاره دي؛يعنې انسان ته […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
له روزنيزو برنامو سره د عبادت تړاو
د اسلام له نظره د سمې روزنې په لاملونو او د ښه خويونو په لاس ته راوړو لنډه ويينه لرو؛يعنې هغه لاملونه،چې اسلام ورته توجه کړې ده،چې تعقل،تفکر او تعلم له هغو ځنى دى،چې تعقل او تفکر د روښانه کولو لپاره دي؛يعنې انسان ته څراغ دى او په تېرو مخونو کې مو ورته اشاره وکړه.
په اسلام کې دويم لامل تقوا او د نفس تزکيه ده،چې په قرآن شريف کې پرې ټينګار شوى په دواړو انساني اراده روزل کېږي او اراده کار کولو ته چمتو کوي؛يعنې يوازې روښانه کول بسيا نه دي،بايد روښانه شو او کار کولو ته بايد اقتدار لاس ته راوړو.
تقوا او د نفس تزکيه د انسان اخلاقي ارادې ته د پلي کولو ځواک ورکوي،چې تر يوه حده په غير ديني ښوونځيو کې هم شته؛خو بڼه يې له ديني ښوونځيو سره توپير لري.
د روزنې او فاضله اخلاقو د لاس ته راوړو درېم عامل عبادت دى؛لکه څنګه چې تفکر او تعقل د انسان د فکر د روښانولو لپاره دى،تقوا او د نفس تزکيه د انسان د ارادي ځواک د غښتلتيا لپاره دى نو عبادت په انسان کې د عشق پياوړتيا،مانيزې او ايماني تودوخې د پيدا کېدو لامل دى؛يعنې لکه څنګه چې ايمان په خپله د عبادت سرچينه ده، عبادت هم د ايمان پياوړى کوونکى دى او د ايمان او عمل پر يو بل د متقابل اغېز،په باب په اسلامي ښوونو کې خورا ټينګار شوى دى. ايمان په خپله د عمل سرچينه کېږي او هغه عمل ايمان غښتلى کوي،چې ترې سرچينه اخلي.
د عبادت روح
ډېر مې ويلي : د عبادت روح تذکر دى؛يعنې د خداى يادول او د خداى له غفلته وتل.
((وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي= ا و زما د ياد لپاره لمونځ وكړه .)) (طه/١٤)
او په بل آيت کې وايي : ((وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ= او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ياد ډېر لوى دى.)) (عنکبوت/٤٥)
عبادت،چې د تذکر لپاره دى،په اسلام کې د فرض او نفلو په نامه ډېره سپارښتنه پرې شوې او اسلام له هغه څه سره مبارزه کوي،چې تذکر له منځه وړي او غفلت رامنځ ته کوي او په اسلام کې هغه څه مکروه يا حرام شوي،چې له خدايه د انسان د مخ اړونې او غفلت لاملېږي؛ لکه په خوب،خوړو،معاشرت او ويلو کې ډېروالى.
البته کېداى شي ځينې سپارښتنې؛لکه لږ خوړل،چې د روغتيا لپاره وي؛خو مراد يې ترې يوازې روغتيا نه؛بلکې ددې لپاره هم ده،چې د انسان روح سپکوي او په انسان کې د غفلت کچه راټيټه شي.
د عبادت بڼه او روزنيزې برنامې
د عبادت روح د خداى او بنده اړيکه او له غفلته لرې والى دى؛خو په زړه پورې خو داده،چې اسلام عبادت ته بڼه ورکړې او بڼې ته يې هم خورا ارزښت ورکړى او پکې يې خورا روزنيزې برنامې هم ورنغاړلي دي.
د مثال په توګه:د بدن پاکوالى د انسان د زړه له پاکوالي سره څه اړيکه لري؟
ان الله ينظر الى قلوبکم و لا ينظر الى صورکم؛يعنې خداى مو زړنو ته ګوري؛نه څېرو ته (الجامع الصغير١/٧٤) موږ خو څه له بدن سره خداى ته نه ورځوو،که بدن مو پاک وي که نه،موږ له زړه سره خداى ته ورځوو،زړه مو بايد پاک وي؛خو اسلام چې کله عبادت تشريعوي او ددې لپاره چې عبادت هم روزنيز اغېز ومومي؛نو هغه څه هم د عبادت په جامو کې رانغاړي،چې روزنير اغېز ولري.د مثال په توګه : غسل ،اودس،تل په اوداسه کې اوسېدل،تل په طهارت کې اوسېدل_چې اسلامي سنت دى_ او په مختلفو نومونو مستحبي غسلونه.
په هر حال،اسلام وايي:لمونځ ته چې درېږئ؛نو بايد بدن او جامې مو پاکې وي،چې دا په خپله د عبادت تر څنګ د پاکوالي برنامه ده.
عبادت او ټولنيز حقوق
بيا هم د عبادت د روح له نظره توپير نه کوي،چې موږ پر غضبي فرش لمونځ کوو که پر مباح.دا ټولنيز تړونونه دي،چې دا فرش زما وي او هغه ستا،زه ستا په مال ګېډه وانچوم او ته زما پر مال.
دا حکمونه ټولنيز ژوند ته ګټور دي او يو حقيقت او واقعيت نه لري، چې که مثلا زما مال وي؛نو يو واقعي کيفيت لري او که ستا وي؛نو بل واقعي کيفيت به لري.د عبادت مسئله يوه واقعي چار دى؛يعنې پر هغه اړيکه او روحي حالت هېڅ اغېز نه کوي،چې د خداى او انسان ترمنځ رامنځ ته کېږي،دا چارې واقعا نشي کړاى پر عبادت اغېز ولري،ځينې څيزونه اغېز لري. د مثال په توګه : که انسان يو لړ روحي او بدني عوارض ولري؛نو عبادت هم ګډوډېږي او دا عوارض د انسان د زړه د حضور او خداى ته د پام کېدو مخه نيسي؛خو پورتنى چار دا اغېز نه لري.
اسلام وايي: په هغه ځاى کې،چې لمونځ کوې،په هغه اوبو،چې اودس کوې،ان په هغه ځاى کې،چې د اودس اوبه دې تويېږي،په هغه جامو کې،چې لمونځ کوې او ټول هغه څيزونه،چې ستا له دې عمل سره اړيکه لري،بايد مباح وي؛يعنې بايد حرام نه وي اوکه د لمونځ په جامه کې دې يو تار هم حرام وي؛لمونځ دې نه قبلېږي.
دا هم د عبادت په جامه د روزنيرې برنامې پلي کول دي.
په لمانځه کې مخ په قبله درېدل
اسلام وايي: د لمانځه پر مهال ټول مخ په قبله درېږئ. سره له دې،چې د اسلام ټينګار دى؛خو د عبادت د واقعيت له نظره توپير نه کوي،چې هر لوري ته ودرېږئ :
((وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ = ختيځ او لويديځ ټول د خداى دي او هرې خوا ته،چې مخ كړئ،خداى هلته دى. بېشكه چې خداى (بې نيازه) پراخي بښونکى (او) پوه دى.)) (بقره/١١٥)
د قرآن د وينا له مخې او د عبادت د واقعيت له نظره،توپير نه کوي،چې مخ په شمال،جنوب، ختيځ او يا لويديځ ودرېږو؛يعنې داسې نه ده،که مخ په قبله ودرېږو؛نو خداى ته به مو مخ وي او که بلخوا ودرېږو؛نو خداى ته به مو مخ نه وي؛خو اسلام د ټولنيز روزنيز مصلحت له امله داسې سپارښتنه کوي،چې د لمانځه پر مهال ددې پر ځاى،چې هر لوري ته ودرېږئ؛نو ښه ده،چې يو ټاکلي لوري ته ودرېږئ،چې وګړي پوه شي،چې “يولوري” واوسي؛يعنې دا د يووالي او يو لوري درلودو زده کړه ده؛خو کوم لورى او ټکى يې ټاکلى دى؟
(سره له دې،چې وايي: ټولې خواوې د خداى دي) ((إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ =لومړنۍ كور چې خلكو ( او خداى ته ددعا لپاره ) جوړ شو، هماغه دى،چې په مكه كې دى،چې ډېر بركتي او نړيوالو ته د لارښوونې مركز دى . )) (آل عمران/٩٦)
او ورسره په څنګ کې موږ له تاريخ سره يو ځاى کوي.د حضرت ابراهيم(ع) سنت او ترې د مخکېنيو سنت رايادوي؛ځکه سمه ده،چې کعبه ابراهيم (ع) جوړه کړه؛خو تر هغه مخکې هم وه او د روايتونو له مخې،حضرت ابراهيم (ع) يوازې د حضرت نوح (ع) د وخت جوړه کړاى شوې کعبه بيا ورغاوله او د حضرت ابراهيم(ع) تر بيارغاونې وروسته همداسې راپاتې ده؛يعنې تر هغه وروسته کعبه بيا ويجاړه نه ده پاتې شوې او چې ورانه به شوه؛نو ژر يې جوړوله.
په خپله دا ټاکنه هم د عبادت درناوى دى؛يعنې عبادت دومره مهم دى، چې ورته د نړۍ هغه ټکى وټاکل شو،چې لومړى جومات او لومړى معبد و او نن هم بايد پر هماغې لور درېږو.
د “مامون الرشيد” د خلافت پر مهال،مسلمانانو پر “زردتشتيانو” نيوکه کوله، چې تاسې “اورلمانځي” يئ؛هغوى به هم خپل کار ته مخونه ورکوله او ويل يې:که موږ “اور لمانځي” يو؛نو تاسې “خاوره لمانځي” يئ او کله يې ويل: موږ “اور لمانځي” نه يو؛لکه څنګه چې تاسې “خاوره لمانځي” نه يئ؛موږ د اور پر لور درېږو؛نه دا چې اور لمانځو.
دا خبره له بېخه غلطه ده. د اور پر وړاندې د زردتشتي احساس او کعبې ته د مسلمان احساس دا سره خورا توپير لري. مسلمان،چې د کعبې پر لور درېږي؛نو کله هم نه انګېري،چې کعبې ته سپېڅلتيا ورکوي او لمانځي يې او ان د يو ماشوم په ذهن کې هم نه راځي،چې سجده او رکوع يې کعبې ته ده؛خو هر اور لمانځى په هر ډول،چې وي، د اور عبادت کوي؛که د خداى مظهر يې ګڼي او که نور څه.
نه وايي: اور خالق ګڼو. بوت لمانځي هم بوتان خالق (پنځونکى) نه ګڼي؛بلکې لمانځي يې او اور لمانځى هم اور لمانځي.
په هر حال داچې د لمونځ کولو پر مهال ټول بايد يو لوري ته ودرېږي؛ پخپله عبادت ته يو ډول بڼه ورکول دي.
د عبادت روح مجرد دى او که انسان په يو ګوټ کې هم کېني؛نو لاس ته يې راوړي؛خو اسلام داسې عبادت نه مني او په خپله سجده او رکوع د خداى پر وړاندې د خضوع او حضور استازي دي.
اسلام غوښتي دا روح د يو لړ نورو روزنو په جامه کې پلي کړي،چې انسان ته په ژوند کې په کار دي.
د نفس د انضباط تمرين
د نفس دانضباط کړاو-تمرين هغه ځانګړنه ده،چې اسلام عبادت ته ورکړې ده. لمونځ واقعا حيرانوونکى او پراخ بنسټه عبادت دى.البته دا ځانګړنه په حج کې هم شته؛خو په بله بڼه؛يعنې په هغه ځاى کې،چې انسان مجرمېږي،ځان له ځينو چارو ساتي او د نفس د انضباط تمرين کوي.روژه هم همداسې ده؛خو په بله بڼه.
په ټول لمانځه کې بايد خوراک ونشي ان که يوه ذره هم وي.لمونځ په ځان کې خورا اسلامي روزنيز اصول رانغاړلي دي؛خوراک څښاک پکې منع دى،خندا لمونځ خرابوي،غير له خدايه پکې ژړل يې خرابوي؛ځکه په لمانځه کې بايد پر خپلو غوښتنو؛لکه خوراک څښاک او پر خپلو احساساتو؛لکه خندا او ژړا برلاسي شو. شاو خوا ته کتل لمونځ باطلوي.دا حالت يو ډول بدني او روحي انضباط دى او؛ لکه څنګه چې په لمانځه کې شاوخوا ته کتل په کار نه دي؛له روحي نظره هم بايد د خپلو احساساتو بنديوان نشي.
په هغه حال کې که انساني کلام هم په خوله راشي؛نو لمونځ باطلوي او اودس ماتوونکي هم لمونځ باطلوي.
د وخت پېژندنې تمرين
بله مسئله،چې په لمانځه کې ورته توجه شوې،د وخت پېژندل او په دقيقه دقيقه او ثانيه ثانيه يې حساب دى. اړنګ نشته،چې دا کار د عبادت په روح او له خداى سره د انسان په اړيکه کې اغېزمن نه دى.
د مثال په توګه : که موږ د غرمې تر زواله يوه دقيقه مخکې لمونځ پيل کړو؛نو خداى ته هغه تقرب او توجه قلب به مو لاس ته رانشي؛خو که زوال شي؛نو تقرب او توجه قلب به مو لاس ته راشي؛خو اسلام دا شرط ځکه ايښى،چې په وخت کې ګډوډي رانشي او يو ډول د وخت او وخت پېژندنې درناوى دى.
د مثال په توګه: لمونځ کوو؛نيم لمونځ مو په وخت او نيم مو ناوخته کړى؛نو دا لمونځ باطلوي؛خو که په لوى لاس يې دا کار نه وي کړى؛نو لمونځ يې سم دى.
سوله غوښتنه
بله مسئله له خلکو سره سوله ده،چې په لمونځ کې هم ورته اشاره شوې. په “فاتحه” سورت کې،چې په لمانځه کې يې ويل فرض دي،د خداى تر ستاينې وروسته خداى ته وايو:
((إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ .اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ . صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ =(پالونكيه!) يوازې تا لمانځوو او يوازې له تا مرسته غواړو.موږ ته سمه لار راوښيه ؛ د هغو لار چې لورنه دې پرې کړې،نه د هغو لار،چې پرې غوسه شوى يې او نه د بې لارې شويو لار ! )) (فاتحه/٥-٧)
پالونکيه ! موږ يوازې تا لمانځو .پالونکيه!موږ يوازې له تا مرسته غواړو.
خبره ((زموږ)) ده نه ((زما)). سره له دې،چې د عبادت د روح له نظره، د انسان په ذهن کې،چې غيرالله رانشي؛نو ډېره ښه ده؛خو اسلام د يو مهم ټولنيز مصلحت له امله او ددې لپاره،چې د مسلمان روح يې ټولنيز کړى وي؛نو هغه يې خلکو ته له عبادت سره يو ځاى راوړاندې کړى،وايي :
((إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ .اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ .)) موږ عموما يوازې ستا عبادت کوو او يوازې له تا مرسته غواړو،خدايه موږ ټول په نېغه لار سم کړې،چې دلته همکاري،همدلي او همګامي څرګنده ده.
او پورته د سولې او سولې غوښتنې مسئله ده،چې د لمانځه په سلام کې مطرح ده: السلام علينا و على عباد الله الصالحين.
دا د سولې غوښتنې اعلان دى؛خو نه د بشر له دښمن سره؛بلکې له هغه سره د سولې اعلان دى،چې د خداى نېک بنګان دي؛يعنې خدايه ! زه ستا له يو نېک بنده سره هم جګړه او شخړه نه لرم.
نيت
د اسلامي فقهې له مسلماتو دى،چې په ټوليزه توګه د عبادت روح نيت دى.پېغمبر اکرم (اصول کافي ١/٧٠) وايي : (( لا عمل الا بنية.)) يا ( صحيح بخاري ١/٢) وايي : (( لکل امرى ما نوى)) هر چا ته هماغه دي،چې نيت يې کړى وي اوغوښتي يې وي.
کار،چې يو دمي او همداسې وي؛نو ارزښت نه لري،هغه کار ارزښت لري،چې له نيت،پوهې،انتخاب او د موخې په پامنيوي کې تر سره شي.
انسان دوه ډوله کار کوي : يو وخت انسان د ماشين په څېر کار کوي او چې کار کوي؛نو ته وا،چې ماشين لګيا دى،نه انسان ( لکه زموږ ډېر لمونځونه) او يو وخت يو کار په توجه او پوهه کوي،چې کله انسان يو کار په پوهه او توجه کوي؛نو د موخې په پامنيوي خپل کار ته توجه ورکوي.
ديني عالم ښاغلى “بروجردي” نيت بسيا نه ګڼي،چې انسان يوازې په نفس کې داعي وي،چې د هغه دې خبرې موږ هم حيران کړي ول؛ځکه د نيت په هکله ډېرى علما داعي بسيا ګڼي؛يعنې همدومره بسيا ده،چې يو انسان د قربت قصد ولري او چې وپوښتل شي:څه کوې؛نو درته ووايي:لمونځ کوم؛خو که غفلت له دې اندازې ډېر وي؛نو يو عالم يې هم بسيا نه ګڼي.
د مثال په توګه: انسان لمونځ کوي او چې وپوښتل شي:څه کوې او په فکر او ځنډ ځواب درکړي؛نو لمونځ يې باطل دى؛خو مرحوم بروجردي بله خبره کوله: د عمل په پيل کې،دومره بسيا نه ده،چې انسان په عمل د قربت نيت لري او بسيا نه ده،چې يوازې غفلت و نه لري؛بلکې په زړه کې يې بايد وګرځي او په خپله له ځان سره خبرې وکړي : د ماسپښين د څلور رکعتو فرض نيت مې کړى،د قربة الى الله په نيت او بيا ووايي: الله اکبر.
البته دا د انګېزې له پلوه اغېز نه لري،انګېزه په خپل ځاى؛خو چې کله کار دې حد ته راورسي؛نو د ناپوهۍ له کچې نه پوهې ته رسي؛يعنې انسان خپل کار له پوهې سره کوي.
د نيت ارکان
اسلام يو بې نيته عمل هم نه مني. په اسلام کې نيت دوه رکنه لري:يو دا چې عمل بايد د توجه له مخې وي؛نه د روږد له مخې،داسې چې يو انسان په يو کار روږد وي،چې بدن يې کار کوي؛خو خپله پرې خبر نه وي؛لکه ډېر کارونه،چې د انسان ورته پام نه وي؛خو کوي يې؛ لکه پر لار تګ؛نو د نيت لومړى رکن دادى،چې بايد د انسان ذهن متمرکز وي.
د نيت دويم رکن اخلاص دى او داچې انسان په کومه انګېزه دا کار کوي.[نو د نيت دوه رکنه دادي]
١_څه کوم؟
٢_د څه لپاره يې کوم؟
((څه کوم)) د نيت اصل دى،چې هرومرو بايد خداى ته د نږدې کېدو لپاره وي .
د نيت ارزښت
نيت دومره ارزښت لري،چې که عمل او نيت يې وتلل شي؛نو د نيت تله به درنده وي،چې پېغمبر اکرم هم ( کافي٢/٨٤) وايي:(( نية المؤمن خير من عمله=د مؤمن نيت تر عمله يې غوره دى.))
يعنې څه؟ يعنې بې عمله نيت،له عمل سره تر نيته غوره دى؟ بې نيته عمل خو ارزښت نه لري او همداراز بې عمله نيت هم.
نو مانا يې څه ده؟ آيا مراد يې دادى،چې د مؤمن نيت،له عمل سره تر نيته يې غوره دى؟ څرګنده ده،چې دا هم سمه نه ده. خالي نيت خو له عمل سره تر نيته غوره نه دى.
نو خبره څه ده؟ځواب يې روښانه دى.مراد يې دا دى: انسان له عمل سره په نيت يې دوه کاره کوي:يو…… [د ليکوال دا کتاب د وينا په بڼه و،چې دا ځاى په پيته کې ضبط شوى نه دى]
چې کله وايو روح تر بدنه غوره دى؛نو کېداى شي څوک وپوښتي: آيا روح تر بې بدنه روحه غوره دى يا له روح سره تر بدنه غوره دى؟
يوازې روح؛خو تر روحي بدنه غوره کېداى نشي؛ځکه له روح سره بدن هماغه روح لري او يو بل څيز.
په ځواب کې يې وايو: مراد يې دادى،چې له دې روح او بدنه مرکب موجود،هغه برخه پردې برخې غوراوى لري.
نيت ته د اسلام خورا ارزښت ورکول ښيي،چې عمل بايدله نيت سره وي،له پوهې سره وي او انسان پوه شي،چې څه کوي او له پوهې سره عمل وکړي.
د روږد ځانګړنه
د ارواپوهنې علما وايي:يو کار چې د انسان عادت شو؛نو دوه متضادې ځانګړنې پکې پيدا کېږي. څومره يې چې عادت زيات شي او د انسان تمرين ډېر شي؛کار يې اسان او ساده کېږي.يو ټايپست چې څومره له ټايپولو سره عادتېږي؛کار يې اسانېږي؛خو څومره،چې عادت يې ډېرېږي،پام يې ورته کمېږي او عمل يې په غير ارادي کار اړوي،چې دا د عادت ځانګړنه ده او دا چې په اسلام کې دومره نيت ته ارزښت ورکړ شوى،ددې لپاره دي،چې عبادت عادت نشي،چې عادت د يو کار طبيعيوالى په غيراراديتوب،غيرفکريتوب او په غيرهدفتوب او بې له پوهې بدلوي .
دا هغه څيزونه دي،چې موږ يې په لمانځه کې لرو او پوهېږو، چې ډېرې روزنيزې برنامې ددې عبادت په بڼه پلې کېږي او پردې سربېره،دا عمل په انسان کې الهي مينه او معنويت روزي،چې د عبادت روح دى.
دوه مسئلې دي،چې بايد وويل شي: يو داچې په اسلامي اخلاقو او روزنه کې کومو اصولو ته پام شوى دى؟
سمه نه ده،چې په اخلاقو او روزنه کې ووايو: ښه اخلاق او ښـه روزنه. ښـه اخلاق او ښه روزنه بايد لاس ته راوړل شي. څوک نشي ويلاى،چې غير له دې ده؛خو عمده خبره داده،چې هر ښوونځى کوم اخلاقي سيستم ښه ګڼي او کوم بد ګڼي.
د نړۍ اخلاقي ښوونځي،چې خپل وړانديز کړي اخلاق د ښو اخلاقو په نامه وړانديزوي؛نو په توپير د تضاد تر بريده رسي. يو ښوونځى يوه کړنه اخلاقي ګڼي او بل يې غير اخلاقي.
اخلاق دستوري علم دى؛يعنې د ((څنګه بايد ووسو)) علم دى او حکم راکوي،چې داسې اوسه.
پوښتنه داده،چې څنګه بايد ووسو،چې ددې ښوونځي له نظره ښه ووسو؟نو يو ښوونځى يوازې په دې نه اخلاقي کېږي،چې يوازې اخلاقي سپارښتنې ولري. څو ځل مې ويلي: تر ټولو پوچه او بې عقله خبره همدا ده،چې په “زردتشت” پورې يې تړي چې وايي: ګفتار نېک=ښه وينا، پندار نېک=ښه فکر او کردار نېک=ښه کړه. آخر نېکي څه ده؟ مثال يې داسې دى،چې له يو انجينر نه د جومات جوړولو نقشه وغوښتل شي او ورته وويل شي: ستاسې نقشه څه ده؟ ووايي: يو ښه تعمير. لومړى بايد وليدل شي،چې د هغه له نظره ((ښه)) او ((تعمير)) څه دي؟ يا يو ګنډونکي ته وويل شي:کوم ماډل جامې ګنډې؟ووايي: ښه ماډل؛خو معلومه نه وي،چې د هغه ښه ماډل څنګه دى؟
دادي،چې وايو د اسلامي اخلاقو اصول؛مانا يې دا ده،چې پوه شو اسلام څه ته ښه اخلاق وايي او څه ته بد اخلاق وايي؛نو په دې بڼه کې به د اسلام په اخلاقي او روزنيز کړنلار پوه شو.
د “نيچه” څرګندونه
د نړۍ ډېرى اخلاقي ښوونځي د اخلاقو کچه له “خودي”،”ځانمنۍ ” او “ځان نمانځنې” سره مبارزه ګڼي؛يعنې هغه چار اخلاقي ګڼي،چې موخه ترې په خپله انسان نه وي او د ځان لپاره يې نه وي. اخلاق هغه دي،چې د ((خود)) دېوال ړنګ کړاى شي،چې ځانمنۍ د نورو او انسان تر منځ جوړ کړى دى.
يوازې دوه که درې ښوونځي دي،چې وايي: انسان بايد ((خود)) وروزي او ((ښه)) همدا دي،چې يو له دوى ځنې “نيچه ” دى،چې وايي:
((دا خبرې بېځايه دي،چې نېکمرغه انسان هغه دى،چې په ځواک پسې ولاړ شي او نفس وژنه مانا نه لري. نفس بايد وروزل شي،پر کمزوريو لورنه هېڅ مانا نه لري،کمزورى بايد له منځه ولاړ شي،که څوک څاه ته ورولوېد؛نو دپاسه پرې ډبره ورګوزاره کړئ؛د هغه تر ټولو ستره ګناه داده،چې کمزورى دى او که داسې اخلاق مو دود کړل؛نو بشريت مو غښتلى کړى دى؛ځکه تر څه مودې وروسته به نسل وټاکل شي او يوازې غښتلى نسل به پاتې شي او د غوره ټاکنې په پايله کې به بشريت مخکې ولاړ شي او له بشريت سره ستر خيانت هغوى کوي،چې له کمزوريو سره د مرستې سپارښتنه کوي.))
دې څرګندونې په نړۍ کې غوغا راپورته کړې؛ځکه حضرت مسيح (ع) يې پکې محکوم کړى او هغه ښوونې يې بشر ته تر ټولو زيانمې وښوولې ؛ځکه حضرت مسيح (ع) تل سپارښتنه کوله،چې له کمزوريو سره مرسته وکړئ .
بله خبره داده،چې موږه دوه ډوله ((خودي)) لرو. يو هغه ((خودي))،چې بايد ماته کړاى شي او ورته پام،نفس پالي، شهوت پالي ده؛خو ورسره يو بل ((خودي)) هم شته،چې بايد وروزل شي او ړنګولو ته پرې نه ښوول شي؛ځکه په ړنګېدو يې په ټوليزه توګه د اسلام د اخلاقو جرړه رانړېږي.
په اسلامي ټولنو کې درې ډوله اخلاق لرو :
١_فليسوفانه اخلاق يا سقراطي اخلاق؛دا،چې ډېر وچ او علمي ول؛نو د فيلسوفانو او علماوو له کړۍ عوامو ته را و نه وتل؛خو دوه ډوله نور اخلاق پر ولس اغېزمن ول.
٢_عارفانه اخلاق؛يعنې هغه اخلاق،چې عارفان او صوفيان يې دودونکي ول،چې په پراخه کچه د کتاب او سنتو پر بنسټ ول.
٣_حديثي اخلاق؛يعنې هغه اخلاق،چې محدثينو د حديثونو په راوړو سره په خلکو کې دود کړل.
دا دوه ډوله اخلاق ډېر ګډ ټکي لري او کېداى شي په ډېرو لږو ځايو کې اختلاف ولري.د عارفانه اخلاقو چورليد له نفس سره مبارزه وه،چې له بېخه دا سمه ښوونه ده او له هغه اخلاقو سره هم اړخ لګوي،چې په کتاب و سنت کې راغلي؛خو يو ډول (ډېروالى) افراط پکې شوى،چې په کتاب او سنتو کې له يو لړ راغليو ښوونو سره يې اړخ نه لګاوه او يو څه يې اسلامي اخلاق له ژونده مړينې ته راکښلي ول.
دوى له نفس،ځان غوښتنې او ځان لمانځنې سره د مبارزې په نامه د نفس کرامت او شرافت ناليدى وګاڼه،چې اسلام هم پرې خورا ټينګار کړى دى.اسلام له نفس لمانځنې د نسپالنې،مېرمن لمانځنې،مقام لمانځنې او شتمني لمانځنې په مانا او دا چې معبود شي مبارزه کوي. انسان هم دې چارو ته لېواليتا لري؛خو داسې څيزونه هم شته،چې انسان ورته لېوالتيا نه لري او بايد په سپارښتنو يې غښتلي کړو؛لکه عزت غوښتنه،شرافت غوښتنه او د نفس د کرامت غوښتل او ددې مانا داده،چې انسان ددې چارو خلاف؛يعنې د خپل روح او نفس ته توجه لري او د خپل روح او نفس ګوهر د ځينو چارو او خويونو په پرتله غوره ګڼي.
دې “خود” ته پاملرنه او ژوند کونه يې او له هغه “خود” سره مبارزه دواړه پر يوې لوري وي او پر عکس ددې “خود” وژل د هغه “خود” د وژلو اغېز له منځه وړي.
حضرت علي (نهج البلاغه/ ٤٤١ حکمت) وايي :((څوک،چې ځان عزتمن بولي نو شهوتپالي سپکه او خواره ګڼي.))
يعنې که دا حس په انسان کې راپيدا شي؛نو شهوت پالنه به پرېږدي. انسان په ځان کې دنننه هغه ((خودي)) ته وراستوي،چې ((خود)) ته دې پام وکړه؛ته تر دې ستر مقام لرې،چې ځان په دې چارو ککړ کړې .
په روايت (تحف العقول:٥١٢ مخ/١٤ حديث) کې راغلي: (( له هغه انسانه ووېرېږه،چې د کرامت او شرافت احساس نه کوي او ځان ورته ارزښت و نه لري .))
په تحف العقول (٣٨٩ مخ) کې راغلي: ((څوک چې سړيتوب او غيرت نه لري؛دين هم نه لري او هغه،چې عقل نه لري؛غيرت هم نشي درلوداى او په نړۍ کې تر ټولو غوره او د لوړ مقام خاوندان هغه دى،چې دنيا ته د نفس هومره ارزښت قايل نه وي.)) (البته دا نفس لمانځنه نه ده)؛يعنې که د دنيا نعمتونه يو خوا او نفس يې بلخوا شي؛نو د ټولو نعمتونو په پار له خپل نفسه نه تېرېږي؛يعنې چمتو نه دى،چې پر شرافت او کرامت يې رټه ولګي.
امام علي (ک) (نهج البلاغه/٤٤ حکمت) وايي: د هر چا ستروالى او ارزښت د همت د لوړوالي هومره يې دى او د هر چا رښتينولي يې د سړيتوب هومره ده. هېښنده غونډله ده: په چا کې،چې سړيتوب او غيرت وي؛نو دروغ هم نه وايي او په جنسي چارو کې يې پاکلمني د غيرت هومره ده؛يعنې څوک چې په خپل ناموس غيرت کوي؛د نورو په ناموس هم يرغل نه کوي او که د بل په ناموس يې يرغل وکړ؛نو غيرت يې له لاسه ورکړى دى .
حضرت علي،امام حسن ته په وصيت کې ليکي: (( خپل نفس له هر پرېوتي او ناوړه کاره ساته او چې څومره دې نفس د شهوتونو پر لوري راکاږي؛ته ترې ځان بچوه. ته،چې هر څه له لاسه ورکړې،کړاى شې بدله يې لاس ته راوړې؛خو هومره،چې له ځانه يې له لاسه ورکړې؛او پر نفس دې داغ ولګېد؛نو بدله نه لري او بېخي د بل بنده کېږه مه ؛ځکه خداى ازاد پيدا کړى يې.))
امام صادق (تحف العقول/٣٠٤ مخ) وايي: (( له هغه ترخو خلکو مه اوسه،چې خلک ورسره ناسته پاسته نه خوښوي؛خو دومره هم مه سستېږه،چې ملنډې درباندې ووهل شي.))
يعنې اسلام خوښ نه دى څوک ددې لپاره ځان ټيټ کړي،چې ګنې له نفس سره يې مبارزه کړې وي،حال داچې قرآن د وينا له مخې:
((وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ= او عزت خو يوازې د خداى؛ د هغه د استازي او مؤمنانو لپاره دى))(منافقون/٨)
د صوفيانه اخلاقو کمزوري ټکي
په عارفانه او صوفيانه اخلاقو کې يو لړ کمزوري ټکي دي. سره له دې چې عارفانو اسلامي اخلاقو ته خورا خدمت کړى؛ځکه خپروونکي يې ول؛خو انسان تېروځي.
امام علي (ک) وايي : (( و لا تکن عبد غيرک و قد جعلک الله حرا )) او امام صادق وايي : (( و لا تکن واهنا يحقرک من عرفک)) او دې خبرې ته وګورئ،چې ابن ابي الحديد د نهج البلاغې په شرح کې ددې خبرو په مقابل کې راوړې ده:
“ابراهيم ادهم” وويل: ددې درې وختونو هومره کله هم خوشحاله شوى نه يم: يو دا چې يو وخت په بېړۍ کې سپور وم او يو سړى و،چې خلک يې خندول او زه يې د خلکو خندولو ته له وېښتو راونيوم،چې خوشحاله شوم؛ځکه پوه شوم د هغه له نظره تر ما بل پرېوتى او ټيټ انسان نه و. په بل ځاى کې ناروغ وم او په جومات کې ويده وم.سوالګر يې له جوماته ايستل او د جومات موذن راته وويل:پاڅه بهر ووځه! زه ناروغ وم او پاڅېداى نه شوم؛نو زه يې له پښې ونيوم او بهر يې ګوزار کړم (دا سړى له نفس او ځان لمانځنې سره د مبارزې په نامه سپکاوى زغمي او د اخلاقو په نامه يې خلکو ته وايي) يو وخت مې يو پوستين درلود،ورته مې وليدل؛پوه نه شوم چې سپږې پکې ډېرې دي که وړى: فلم اميز بين شعره و القملة.
البته دا خبرې له اسلامي اخلاقو سره اړخ نه لګوي.اسلام وايي: د ملنډې وهوونکي خوله ورماته کړه او نظافت د ايمان برخه ګڼي.
همداراز ابن ابي الحديد د يو سړي په ستاينه کې راوړي: يو سړي صوفي ته مېلمستيا وکړه. هغه ولاړ او هغه سړي بښنه وغوښته او درېم او څلورم ځل هم همداسې وشول او هغه پرې چرت هم خراب نه کړ او له دې سپکاوي خپه نه شو (صوفيان په سپکاوي نه خپه کېدل: الصوفيه لا يغضب و الا يضجر) هغه سړي يې بيا ډېره ستاينه وکړه،چې ته ډېر ستر انسان يې،ما درې ځل ستا سپکاوى وکړ او ته خپه نه شوې.صوفي وويل: نه دا فضيلت نه دى.ته ما د هغې خلق و خوى له امله ستايې،چې سپې يې هم لري،سپي ته هم که خواړه ور نه کړې؛نو شاته کېږي.
دا درويش په سپکاوي نه خپه کېږي،حال دا چې هغه بل سړي يې انساني کرامت لتاړلى و.
له “جنيد” نه يې هم راوړي،چې يوه غونډله- جمله يې ښه نه ده؛خو دوه يې ښه دي :عارف نه دى؛خو دا چې د ځمکې په څېر شي او خلک يې تر پښو لاندې کړي،د وريځ په څېر وي،چې پر خلکو سيورى وکړي او د باران په څېر وي،چې پر خلکو وورېږي.
د وسائل په کتاب کې د “کراهت ظلم” يو باب دى او دا چې انسان د خپل مال واک لري،د خپلې دندې واک لري او ان کړاى شي خپلې ښځې ته طلاق ورکړي؛خو د خپل پت واک نه لري او نشي ويلاى د پت واک مې خپل دى.
دا د اسلامي اصولو يو اصل دى.
سرچینه :تعلیم و تربیت در اسلام د استاد شهید مطهری لیکنه