تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ له ښځې سره انساني امانت دى له ښځې سره د عفاف په نامه ستر انساني امانت دى،چې شخصي نه دى او که له لاسه يې ورکړ؛نو خپل څيز به يې له لاسه ورکړى وي او له انساني امانت سره به يې خيانت کړى وي . ښځه او سړى دواړه بايد عفيف […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

له ښځې سره انساني امانت دى

له ښځې سره د عفاف په نامه ستر انساني امانت دى،چې شخصي نه دى او که له لاسه يې ورکړ؛نو خپل څيز به يې له لاسه ورکړى وي او له انساني امانت سره به يې خيانت کړى وي . ښځه او سړى دواړه بايد عفيف اوسي او پوهېږو که ټوله نړۍ په خوله د ښځې او سړي د حقوقو له تساوي ډکه کړي؛خو څوک د سړي او ښځې د حقوقو تشابه جوړولاى نشي او اړنګ نشته،چې ښځه او سړى دوه جنسه دي،چې په ځينو انساني چارو کې سره شريک دي او په ځينو کې د څرنګوالي له نظره اختلاف لري.

سړى د ښځې پر عفت تېرى کوي او ښځه کله هم د سړي پر عفت تېرى نه کوي.ان په اروپا او امريکا کې مو هم نه دي اورېدلي،چې پلانۍ ښځې د پلاني سړي پر عفت تېرى وکړ.

له بېخه د سړي او ښځې وضع توپير کوي او ښځې نشي کړاى د سړي پر عفت د تېري کوونکې په څېره کې راښکاره شي او دا سړى دى،چې د ښځې تېرى کړاى شي. ليدلي به مو وي،چې دوه يا درې هلکان راشي او د نجونو د ښوونځي په مخ کې درېږي او سل نجونې تنګوي او آيا کله مو ليدلي،چې څو نجونې د هلکانو د ښوونځي مخې ته ودرېږي او هلکان تنګ کړي؟

په عفاف کې مزاحمت تل د سړي له لوري وي او دا ښځې دي،چې په لومړۍ درجه بايد ددې انساني،ټولنيز او اخلاقي امانت، امانت ساتې وي .

په دې روايت کې هم،ښځې ته دا سپارښتنه نه ده شوې،چې د محارمو پر وړاندې دې ډارنه وي؛بلکې وايي: ښځه بايد د پردي سړي او عفاف په ځانګړيو چارو کې ډارنه وي . ښځې ته دا مړانه نه ده،چې ووايي: يوازې د څو سړيو ډلې ته ورځم،مېړنۍ يم او نه وېرېږم.

مېړنى هغه دى،چې د فداکارۍ په ځاى کې و نه وېرېږي؛يعنې که امانت يې ترې واخېست؛ووايي چې فداکاري مې وکړه؛خو که عفت يې درنه واخيست؛فداکاري دې نه ده کړې او په امانت کې دې خيانت کړى دى.

د حضرت علي د روايت له مخې،ښځه بايده محتاطه وي،په دې مانا چې بايد چلن يې په هغه چارو کې ډارن وي،چې عفت ته يې خطر وي؛ نه په مطلقو مسايلو کې.

 په دې روايت کې د ((کنجوسۍ)) مفهوم

قرآن کريم وايي: ((وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ = او څوك چې له کنجوسۍ او د خپل نفس له حرصه خوندي شو؛نو همدوى بريالي دي.)) (حشر/9)

قرآن کريم يو حالت ته ((شح نفس)) وايي؛يعنې د روح نيونه،پيسه نمانځنه،دا چې انسان داسې حالت ولري،چې که يوه روپۍ ترې واخلې؛نو ته وا،چې روح دې ترې واخيست.

اسلام د توحيد دين دى او زړه بايلنه له منځه وړي او نه غواړي انسانان (که ښځه وي که سړى)بې له خدايه په بل زړه و بايلي.

په دې روايت کې له کنجوسۍ مراد په شخصي مال کې کنجوسي نه ده.ښځه د مېړه د مال امانت ساتې ده او ځانګړى تعبير لري: حفظت مالها و مال بعلها،چې زما په آند هغه مال يې په پام کې دى،چې د دواړو شريک وي او زموږ په خپله څرګندنه – اصطلاح کې ښځه بايد د کور په چارو کې لاس خلاصې نه وي،په کور کې د ښځې سخاوتمندي د بل له جېبه بښل دي،په تېره بيا په اسلامي نظام کې،چې د پېسو ګټل د سړي پر غاړه دي او ښځه د کورنۍ مديره ده او ښکاره خبره ده،چې چا پخپله نه وي ګټلې؛نو دومره د پېسو په ارزښت هم نه پوهېږي.

ښځه په کور کې د شريک مال امانت ساتې ده او که يوه ټنګه هم بښي،له ځانه يې و نه بښي او دا کار ورته ستايل شوى دى.

نو دلته کنجوسي د روحي ځانګړنې (خلق) په مانا نه ده؛بلکې مانا يې سختي ده؛نه په خپل مال کې؛بلکې د مېړه په مال کې او دا خبره په ښځې پورې ځانګړې نه ده.

اميرالمؤمنين لومړى سخي او بيا سخت و او تاريخ ښوولې،چې په خپل مال کې سخي او بښونکى و او په هغه مال کې سخت و،چې امانت ساتى يې و او د بيت المال و ان چمتو نه و،چې خپل ورور “عقيل” ته هم ترې يو ريال ورکړي.

آيا حضرت علي (ک) دوه متضادې ځانګړنې درلودې؟ خو د خوى له نظره متضادې نه وې . په جګړه کې غنيمت لاس ته راوړل،څاه ګانې ايستل او ان په مزودرۍ پېسې ګټل او بيا يې نورو ته بښل؛دا بښنه او سخاوت دى او د مسلمانانو بيت المال ساتل او ان د شخصي چارو لپاره د بيت المال د شمعې مړه کول؛امانت ساتل دي؛نه کنجوسي. کيسه يې داسې ده: امام علي (ک) د بيت المال حساب و کتاب کاوه او د بيت المال شمع ورته روښانه وه،چې څو کسان راننووتل او چې کله امام پوه شو خبره يې شخصي ده؛نو د بيت المال شمع يې مړه کړه.ورته وويل شول: ولې دې مړه کړه؟ و يې ويل : دا شمع د بيت المال ده او ستاسې کار شخصي دى.

آيا ورته وويل شي،چې څومره سخت يې او د بيت المال په لګښت کې سختي کوې .

دا چې په روايت کې؛ کبر،وېره او کنجوسي ښځې ته درې څرګند خويونه دي؛خو سړي ته نه دي؛نو د اخلاقو له مطلق والي سره هېڅ منافات نه لري .

مړانه او له حقيقته دفاع

په اسلام کې دوه دفاع ګانې دي : يوه د حقيقت په مانا له حقه دفاع او بله د ټولنيزو حقوقو په مانا له حقه دفاع . هلته،چې ټولنيز حقوق لتاړل کېږي؛نو “په نېکيو امر او له بديو د منع” خبره رامنځ ته کېږي.

دا چې مړانه يوازې په سړي پورې ځانګړې نه ده،يو دليل يې دادى، چې آيا له حقيقته د دفاع په مانا،له حقه دفاع او په بله وينا “پر نېکيو امر او له بديو منع” يوازې د نارينه وو ځانګړنه ده،که د ښځمنو او نارينه وو ګډه دنده ده؟

مړانه د “پر نېکيو امر او له بديو د منع” يو شرط دى. ډارن انسان نشي کړاى دا ټولنيزه مبارزه وکړي . قرآن (توبه/٧١) په ډاګه کړې،چې “په نېکيو امر او له بديو د منع” يوازې په نارينه وو پورې ځانګړې نه ده : ((وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ = مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې د يو بل دوستان دي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او لمونځونه كوي او زكات وركوي او د خداى او د هغه د پېغمبر اطاعت كوي، ژر به پرې خداى خپل رحمت ولوروي، په رښتيا چې خداى ناماتى حکيم دى.))

مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې د يو بل دوستان دي_او په دقيقه مانا ((اولياء))_ او د يو بل ملاتړ دي ( خو ملاتړ يې د اصولو پر بنسټ دى؛نه د شخصي لېوالتياوو له امله) او د يو بل پالندويان دي؛لکه څنګه چې په روايت (الجامع الصغير/٩٥) کې راغلي دي: ((کلکم راع و کلکم مسوول عن رعيته؛يعنې ټول د يو بل شپاڼه دي. ډېر مې ويلي: ((ولي)) د دوست په مانا نه دى؛د ملاتړ او پالندويۍ په مانا دى.

کله ((ولي)) اسم فاعل وي؛يعنې پالندوى او کله مفعول؛يعنې پالندوى کړاى شوى . د ((فعيل)) پر وزن دى،چې په عربي کې هم د فاعل په مانا راځي او هم د مفعول په مانا.

المؤمنون والمؤمنات بعضهم اولياء بعض؛يعنې مؤمن نارينه او مومنې ښځې،ځينې ځينو ته [پالندوى دي] په قرآن،کې چې په هر ځاى کې ((بعض و بعض)) راځي؛يعنې هېڅ توپير نه لري،دوه اړخيزه ده،چې د ښځې په او سړي په هکله داسې زيات دي؛لکه (نساء/٣٤) : ((الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ= نارينه د ښځو پالندويان او پاسوالان دي؛ دا ځكه چې خداى ( د ټولنيز نظام له پلوه) ځينو ته پر ځينو نورو لوړتيا وركړې ده.))

يعنې د هغوى غوراويو له امله،چې ځينو ته مو پر ځينو ورکړي،د هغه غورايو له امله،چې له ځينو اړخونو مو نارينه وو ته پر ښځو او له ځينو اړخونو مو ښځمنو ته پر نارينه وو ورکړي؛نو د قوامت دنده د سړي ده،چې ډېره سمه خبره ده.

د څه لپاره ځينې مؤمنان او مؤمنې د يو بل ملاتړ او پالندويان دي؟ ددې لپاره،چې”پر نېکيو امر او له بديو منع وکړي”.

نو له حقه په دفاع کې په ښځه او سړي کې هېڅ توپير نشته او د هرې دفاع لومړى شرط مړانه ده.

له ټولنيزو حقوقو په دفاع کې مړانه

له ټولنيزو حقوقو د دفاع په مانا، له حقوقو دفاع د نارينه وو او ښځمنو ګډه دنده ده او د فقهاوو د وينا له مخې،زموږ عموميات په ښځې او سړي پورې ځانګړي نه دي.

((َّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلاَّ مَن ظُلِمَ وَكَانَ اللّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا= خداى دا نه خوښوي،چې څوك په ښكاره بد ويلو خوله پرانځي؛خو که پر چا تېرى شوى وي او خداى اورېدونكى (او) پوه دى .)) (نساء/١٤٨)

يا بل آيت،چې د شعر او شاعر په هکله وايي :

((وَالشُّعَرَاء يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ . أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ . وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ .إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا وَانتَصَرُوا مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُوا وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ= ايا نه وينې چې هغوى (شاعران) په هر ناو كې لالهانده وي. او دا چې هغوى هغه څه وايي چې نه يې كوي. خو هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي او خداى ډېر يادوي او چې كله پرې تېرى وشي؛نو دځان (او مؤمنانو) دفاع ته راپاڅېږي (او پدې لار كې له شعره هم كار اخلي)؛او ظالمان به ژر پوه شي، چې كوم ځاى ته ورګرځي.)) (شعراء/٢٢٤_٢٢٧)

قرآن هغه شعر نه مني،چې بشر ته يوازې خيالبافي،تخدير او سرګرمي وي؛خو پېغمبر اکرم (الغدير٢/٩) وايي: (( ان من الشعر لحکمة)) اسلام له منظوم کلام سره مخالف نه دى؛کېداى شي په يو شعر کې حکمت وي.

قرآن هغه شاعران رټلي،چې په هماغه وخت کې ول او ډېرى وختونه شاعران د هماغه وخت په شان ول او په شاعرانو کې د علامه محمد اقبال لاهوري په څېر ډېر لږ پيدا کېږي، چې شعر يې د موخې په چوپړ کې وي؛نه دا چې د هنر په نامه يې په هر ځاى کې وکاروي.

قرآن شريف وايي : (( الم تر انهم فى کل واد يهيمون)) په بېلابېلو واديانو کې حيران دي. يوه ورځ ددې ستاينه کوي او بله ورځ د بل،يوه ورځ يو څه ستايي او بله ورځ په شعرونو کې هماغه څيز رټي،چې دا بېخي بې مسلکي ده. الا الذين آمنوا؛خو ايمانوال او زموږ په څرګندنه – اصطلاح کې مسلکي او موخه لرونکي شاعران، چې شعر يې د ايمان په چوپړ کې وي،داسې نه دي.

نن “اګزيستانسياليستان وايي: ژمن ادبيات او ژمن شعر.د قرآن خبره هم تقريبا همدا ده؛له شعر سره مخالفت کوي؛خو نه له ژمن شعر سره : الا الذين آمنوا…..وانتصروا من بعد ما ظلموا؛خو هغوى چې مظلوم واقع شوي او په شعر مرسته او ملاتړ غواړي؛يعنې د مظلوم هغه شعر،چې ولس په ظالم پسې راپاڅوي.

دلته هم د قرآن حکيم تعبير مطلق او عمومى دى او په نارينه وو او ښځمنو پورې اړه نه لري .

همداراز امام علي (ک) (نهج البلاغه/٢٩خطبه) وايي : (( لا يمنع الضيم الذليل ولا يدرک الحق الا بالجد= ذليل او زبون انسان نشي کړاى ضيم (يعنې خواري،ذلت او ظلم) له ځانه لرې کړي او حق ته به و نه رسي؛خو په جديت او هوډ.))

اصوليين يوه ښکلې خبره لري،چې وايي: ډېرى عمومات (يعنې کليات) د استثناء وړ دي؛يوه قاعده او يو قانون راوړو او بيا ورته استثناء راوړو؛خو ځينې عموميات او کليات استثناء نه مني؛يعنې ترنم او منطق يې داسې دى،چې وايي:زه استثناء نه منم او له بېخه استثناء ورته مانا نه لري،چې پورته خبرې له همدې مواردو ځنې دي.

د حضرت فاطمة الزهرا مړانه

دا عموميات چې دلته راغلي،استثناء نه منونکي عمومات دي او تر ټولو غوره دليل يې د حضرت فاطمة الزهرا او حضرت زينب کبرى تاريخي کيسه ده . تاسې په ټول کې ورته پام وکړئ. له يوه اړخه حضرت علي (ک) او مېرمن يې حضرت فاطمة الزهرا هغه جوړه ده،چې و يې ښوول،چې په دنيا،مال،شتمنۍ او مادي اړخونو يې چرت خراب نه دى او وايي (نهج البلاغه/٤٥ ليک): و ما اصنع بفدک و غير فدک؟ والنفس مظانها فى غد جدث=زما له فدک او غير فدک سره څه کار دى؟حال دا چې سبا (تر مرګ وروسته) د نفس ځاى ګور دى.))

د اهلسنتو په مشهورو روايتونو کې راغلي،چې د پېغمبر اکرم پر وفات حضرت فاطمة الزهرا ډېر ژړل،پېغمبر اکرم له خپلې لور سره پسپسکې وکړې،چې د فاطمې ژړا ډېره شوه،لږ وروسته يې بيا ورته څه وويل،چې فاطمة الزهرا موسکۍ شوه.

وروسته ،چې فاطمة الزهرا وپوښتل شوه،چې پېغمبر اکرم درته څه ويلي ول؛نو و يې ويل : په لومړي پسپسک کې يې راته وويل: زه له دې رنځه مرم؛نو و مې ژړل او په دويم ځل يې راته وويل:خو ته به هم ډېر ژر له راسره يو ځاى شې؛نو خوشحاله شوم.))

او پردې سربېره،چې حضرت فاطمة الزهرا ناروغه هم وه او تل په بستره کې وه او ورته څرګنده هم وه،چې د عمر کتاب يې په خلاصېدو دى؛خو بيا هم د ((فدک)) لپاره مبارزه کوي.

حضرت زهرا ته فدک د شتمنۍ په نامه ارزښت نه درلود؛خو فدک يو حق و،چې خېټه پرې اچول شوې وه او حق بايد واخېستل شي؛نو ځکه زهرا بي بي ته دومره ارزښت لري،چې په نبوي جومات کې يې د خليفه په شتون کې تونده او تېزه خطبه وايي او له خپله حقه دفاع کوي.

ولې و نه وېرېده؟ آيا د اسلامي روزنې پر خلاف نه ده؟ آيا ښځې ته دا کار سپک نه دى؟ آيا ښځې ته بده نه وه،چې د څو زره درهمو لپاره،د خلکو په مخ کې د دنيوي شتمنۍ غوښتنه وکړي او له خپل حقه دفاع وکړي؟

نه ! بېخي بده نه وه. له حقه دفاع وه او ددې لپاره،چې د حق ساتونکې وي او پرې نه ښوول شي،چې حق ولتاړل شي؛نو په مړانه له خپل حقه دفاع کوي.

[ژباړن : په دې باب وګ: د اجرالدين اقبال “د حضرت فاطمة الزهرا ژوند” کتاب.]

د حضرت زينب کبرى مړانه

که ښځې ته جبن (ډار) د خلق و خوى په مانا بد وي؛نو حضرت زينب بايد تر ټولو ښځو ډارنه او بې شخصيته وي. چا د کوفي د وره په خوله کې حضرت زينب هغې توندې وينا ته اړ کړې وه؟ آيا چا د “ابن زياد” په مجلس کې حضرت زينب اړ کړې وه،چې هاغومره تونده وينا او ان کنځلې ورته وکړي،چې ددې کار له امله يې د وژل کېدو احتمال هم و؟ او همداسې د “يزيد” په دربار کې يې هم خپله مړانه وښووله او يزيد ته يې وويل : ((تر دې ډېر حقير او کوچنى يې،چې خپل مخاطب دې کړم او ددې ارزښت نه لرې،چې د خبرو مخاطب مې شې.))

آيا ډارنه ښځه دا کار کړاى شي؟ نه!

ښځې او سړي د اخلاقي شخصيت له پلوه،هېڅ توپير نه لري او پوهېږو ،چې که سړى هم په ځينو شرايطو کې د ټولنې امانت ساتى وي؛ نو په امانت ساتلو کې بخشش،مړانه او خاکساري نه ځاييږي ؛بلکې امانت ساتنه،احتياط او کبرجن چار غواړي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست