تبلیغات

اخروي ژوند، د اسلام ايماني او عقيدتي اصل دى. پر آخرت ايمان د مسلمانۍ شرط دى؛ يعنې که څوک ترې منکر شي؛ نو له مسلمانۍ به وتلى وي. الهي پېغمبرانو د ((توحيد)) د اصل تر ويلو وروسته،انسانان پر اخروي ژوند ايمان ته رابلل، چې د اسلامي متکلمانو په اصطلاح کې ورته ((معاد)) وايي. په قرآن […]

اخروي ژوند، د اسلام ايماني او عقيدتي اصل دى. پر آخرت ايمان د مسلمانۍ شرط دى؛ يعنې که څوک ترې منکر شي؛ نو له مسلمانۍ به وتلى وي.

الهي پېغمبرانو د ((توحيد)) د اصل تر ويلو وروسته،انسانان پر اخروي ژوند ايمان ته رابلل، چې د اسلامي متکلمانو په اصطلاح کې ورته ((معاد)) وايي.

په قرآن کريم کې په سلګونو آيتونوکې ليدل کېږي چې پکې تر مړينې وروسته نړۍ،د قيامت ورځ،د حشر څرنګوالي، مړيو، تلې، حساب وکتاب،د کړنو ضبط، جنت، دوزخ، د اخرت د کړنو تلپاتېتوب او په مړينې پورې اړوند مسئلو ته اشاره شوېده؛ خو دولس آيتونو نيغ په نيغ پر خداى تر ايمان وروسته پر قيامت ايمان مطرح کړى دى.

قرآن کريم د قيامت ورځې ته بېلابېل تعبيرونه راوړي، چې هر يو د پوهاوى او معرفت پر لور يو ور دى، چې يو يې ((يوم الاخر)) دى، چې پدې تعبير غواړي دوو ټکيو ته پام را واړوي:

الف _ د انسان ژوند؛ بلکې نړۍ په دوو پړاوونو وېشل شوېده، چې هر پړاو بايد د يوې ورځې په نامه وپېژندل شي؛ يوه ورځ او پړاو چې وړومبۍ ده او پاى ته به رسي (د دنيا پړاو) بله ورځ چې آخره ده او تلپاتې ده (د آخرت پړاو)؛ لکه څنګه چې د قرآن کريم په نورو تعبيرونو کې دنيوي ژوند ته (( اولى)) او د آخرت ژوند ته ((آخرت)) ويل شوى دى.

(ليل:١٣ آيت): وَإِنَّ لَنَا لَلْآخِرَةَ وَالْأُولَى

ژباړه: او په حقيقت كې اخرت او دنيا هم يواځې زموږ دي.

(ضحى:٤ آيت): وَلَلْآخِرَةُ خَيْرٌ لَّكَ مِنَ الْأُولَى

ژباړه: او هرومرو تا ته اخرت تر دنيا غوره دى.

ب_ موږ اوس په لومړي پړاو کې ژوند کوو؛ نو د دواړو پړاوونو نيکمرغي به مو پدې کې وي چې پر آخرت ايمان ولرو. پدې دنيا کې پر آخرت ايمان، ځکه په ايمان ؛پورې تړاو لري چې موږ د خپلو کړنو غبرګونو ته متوجه کوي او داسې نده چې کړنې به مو ددې دنيا په څېر پاى ولري؛ بلکې پاتې کېږي او حساب وکتاب به ورسره کېږي؛ نو کوښښ پکار دى چې غوره کړنې وکړو او نيتونه مو پاک کړو او له بدو نيتونو او کړنو ځان وژغورو او په آخرت کې نيکمرغي او بد مرغي پدې دنيا کې د انسان په کړنو پورې تړاو لري؛ نو ځکه قرآن کريم د بشر نيکمرغۍ ته پر آخرت ايمان ضروري چار ګڼي.

پر آخرت د ايمان سرچينه

تر هر څه د مخه پر آخرت د ايمان سرچينه الهي وحې ده، چې پېغمبران يې خلکو ته وايي.

وروسته تردې چې بشر خداى وپېژانده او د خداى د استازيو پر رښتينولۍ يې ايمان راوړ؛ پر قيامت او تلپاتې ژوند ايمان راوړي.

پر الهي وحې سربېره پر معاد د ايمان لپاره نورې لارې هم شته چې د بشر د عقلي او علمي څېړونو پايله ده، چې د پېغمبرانو پر ويناوو د تاييد ټاپه لګوي چې دا دي:

١- د خداى پېژندنې لار.

٢- د نړۍ پېژندنې لار.

٣- د انسان د اروا پېژندنې لار.

که وغواړو پر پورتنيو مطالبو رڼا واچو؛ نو مخکې ترې نور”علمي _ فلسفي”بحثونه پکار دي،چې ددې کتاب له حوصلې وتلي دي او موږ يواځې دې موضوع ته د وحې او نبوت له ورۀ ورننوځو؛ خو دا چې پخپله په قرآن کريم کې پورتنيو خبرو ته اشاره شوې؛ نو موږ پرې په بيل څپرکې کې رڼا اچوو.

پر لاندې مسئلو تر پوهېدو وروسته به د اسلام له نظره د اخروي ژوند پر معنا پوه شو:

د مړينې ماهيت.

تر مړينې وروسته ژوند.

برزخي نړۍ.

ستر قيامت.

د دنيوي او اخروي ژوند تر منځ اړيکه.

د انسان د کړنو انځور او تلپاتېتوب يې.

د مړينې ماهيت

مړينه څه ده؟ آيا مړينه پوپناهي ده او که بدلون او له يوه ځايه بل او له يوې نړۍ بلې ته تګ دى؟

دا هغه پوښتنه ده،چې تل د بشر په مغزو کې وه او ده او هر څوک غواړي چې ځان پرې وپوهوي او په لاس ته راوړي ځواب ايمان راوړي.

موږ مسلمانان چې پر قرآن کريم ايمان لرو؛ نو ددې پوښتنې ځواب به له قرآن کريمه واخلو او ايمان به پرې راوړو،چې د مړينې ماهيت يې په ځانګړي تعبير بيان کړى دى. قرآن کريم دې چار ته د ((توفى)) ټکى کار ولى دى. ((توفى)) او ((استيفاء)) دواړه له يوې مادې ((وفاء)) دي. څوک چې څه بشپړ، بې له کومې نيمګړتيا لاس ته راوړي؛ نو په اصطلاح کې ((استيفاء)) يې کړي؛ نو په عربي کې ورته د ((توفى)) ټکى کارولاى شي. ((توفيت المال))؛ يعنې ټول مال يې لاس ته راوړ. د قرآن کريم په څوارلسو آيتونو کې مړينې ته دا تعبير کارول شوى دى، چې ترې را په ګوتو کېږي چې د قرآن کريم له نظره مړينه؛ لاس ته راوړل (تحويل) دي؛ يعنې انسان چې مړ شي، له ټول واقعيت او شخصيت سره الهي مامورانو ته سپارل کېږي او هغوى هم انسان لاس ته راوړي. د قرآن کريم لدې خبرې لاندې مطالب را په ګوتو کېږي:

الف – مړينه پوپنا کېدل ندي؛ بلکې له يوې نړۍ بلې ته تګ دى، چې پکې انسان په بله بڼه ژوند کوي.

ب – د انسان واقعي شخصيت بدن او غړي يې ندي؛ ځکه بلې نړۍ ته د لېږد وړ ندي او د وخت په تېرېدوپه همدې نړۍ کې له منځه ځي. څه چې د انسان واقعي شخصيت دى؛ په قرآن کريم کې ورته ((نفس)) او احياناً ((روح)) ويل کېږي.

ج – روح چې د انسان واقعي شخصيت دى او د انسان تلپاتېتوب د روح تلپاتېتوب دى او د مرتبې له پلوه له مادياتو لوړ دى.

قرآن کريم په ځينو آيتونو کې دې مطلب ته اشاره کوي ،چې په انسان کې داسې حقيقت دى، چې تر اوبو او خټې اوچت دى، چې وايي:

(حجر: ٢٩ آيت): فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ

ژباړه: نو چې كله مې جوړ کړ او له خپل (ښكلي او ستر) روح نه مې په هغه كې پو كړ؛ نو تاسې ټول ورته سجده کوونکي پرېوځئ.

روح ، نفس او تلپاتېتوب يې د اسلامي پوهاوي بنسټيزه خبره ده.

هغه آيتونه چې تر مړينې وروسته پر ژوند رڼا اچوي دا راښيي چې قرآن کريم، روح له بدنه مستقل او خپلواک واقعيت ګڼي چې بدن له منځه ځي؛ خو روح نۀ ځي.

ځينې ګومان کوي چې د روح او نفس خبره نشته او انسان په مړينه له منځه ځي؛ يعنې تر مړينې وروسته شعور او ادراک له لاسه ورکوي او کړخت هم نشته څو “لوى قيامت” راشي او انسان بيا را ژوندى شي او انسان يواځې دقيامت پر مهال بيا را ژوندى کېږي اوبس.

خو د قرآن کريم آيتونه پورته څرګندونه په کلکه ردوي او وايي چې تر مړينې سمدستي وروسته ژوند شته.

دا ډله ګومان کوي چې پر روح د ګروهمنو دليل د اسراء د سورت پينځه اتيايم آيت دى چې: ((قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي)) او وايي په قرآن کريم کې څو ځل د روح نوم راغلى، حال دا چې مطلب ترې بل څه دى؛ خو دا آيت هم همغه معنا مطرح کوي چې پدې آيتونو کې ده.

دا ډله نۀ پوهېږي چې دا آيت د روح د ګروهنمو دليل ندى؛ بلکې شل نورو آيتونه دي، چې په ځينو کې روح په مطلق ډول او په ځينو کې په مقيد ډول [روحنا، روح القدس ، روحى ، روحاً ، من اً مرنااو…. ] راغلى دى او دا ټول آيتونه راښيي، چې د انسان روح يو عير مادي واقعيت لري.

وګورئ: الميزان تفسير(عربي متن) : ديارلسم ټوک،١٩٥ مخ د ((قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي)) تر آيت لاندې او همداسې درېم ټوک،٢٧٠ تر ٢٧٥ مخونه د ((يوم يقوم الروح و الملائکة صفاً)) تر آيت لاندې.

نۀ يواځې قرآن کريم د روح اصالت بيان کړى؛ بلکې معتبرو حديثونو هم ددې خبرې پخلى کړى او حقيقت خو دادى چې له روحه انکار له غربي مادي پالنې سرچينه اخلي چې په خواشينۍ ځينو د قرآن کريم ساده پلويانو هم منلى دى.

اوس به له هغو څوارلسو آيتونو درې آيته د بېلګې په توګه راوړو، چې پکې د ((توفى)) ټکى راوړل شوى او تر مړينې سمدستي وروسته ژوند راښيي:

(نساء: ٩٧آيت): إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِيهَا فَأُوْلَـئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِيرًا

ژباړه: (( په واقع کې هغوى چې پرخپلو ځانوظلم كړى و(د روح قبضولو) پرېښتو ورته د ساه اخيستو پر وخت وويل: ((تاسې په څه حال كې وئ.)) ( او سره لدې چې مسلمانان وئ ؛ خو د كفاروپه ليكه كې وئ)؟ هغوى ځواب وركړ: ((موږ په خپله سيمه كې تر زور زياتي لاندې او كمزوري وو.)) هغوى [=پرېښتو] وويل: ((ايا د خداى ځمكه پراخه نۀ وه؛ چې هجرت مو پکې كړى واى؟)) هغوى (څه عذر نۀ درلود او ) استوګنځى يې دوزخ دى چې دا (دوزخ) د ورتلو ناكاره ځاى دى.))

دا آيت د هغه خلکو په باب دى، چې په ناوړه چاپيريال کې ژوند کوي ،چې نور يې د خپلو ځاني غوښتنو له مخې په ځان پسې را کاږي او دوى د خپل چاپيريال د پېښو لارويان دي او دا خبره يې ځان ته عذر کړې ،چې چاپيريال ناوړه دى او زموږ له لاسه څه نکېږي او ددې پر ځاى چې چاپيريال بدل کړي، په همغه ناوړه او چټل چاپيريال کې په ناوړه کارونو کې ډوب شوي؛ نو چې مړه شي او پرېښتې ترې روح اوباسي او ورسره په خبرو شي او پلمه يې بې بنسټه وګڼي؛ ځکه هغه کار (هجرت او بل چاپيريال ته کډه) يې ونکړ چې له لاسه يې کېده؛ نو پرېښتې يې پدې پوهوي چې تاسې دخپلو ګناهونومسؤل ياست.

ګورو چې پدې آيت کې مړينه ( چې په ظاهره له منځه تلل او پوپنا کېدل دي)په توفى؛ يعنې په اخېستنه او تحويل تعبير شوې. دا آيت پردې سربېره چې مړينه يې پر ((توفى)) تعبير کړې،تر مړينې سمدستي وروسته د انسان او پرېښتو تر منځ خبرواترواومارکې ته هم اشاره کوي او دا خو ښکار ده، چې که دانسان، شعور او ادراک تر مړينې يې وروسته پوپنا کېده؛ نو دا مارکې به نۀ واى. دا آيت وايي: انسان چې مړ شي؛ نو په نورو سترګو، غوږونو او ژبو له پرېښتو سره خبرې اترې کوي.

٢- (سجده/10): وَقَالُوا أَئِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَئِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ بَلْ هُم بِلِقَاء رَبِّهِمْ كَافِرُونَ.

ژباړه: هغوى وايي: ((ايا چې كله موږ (مړه او) په ځمكه كې ورك شول؛ نو ايا (بيا) به له سره نوي پيداشو؟))؛ بلكې هغوي له خپل پالونكي سره له مخامخېدو منكر دي (او له معاد ( د ستنېدو ورځ) په منكرېدو سره غواړي، چې پخپل سر خپلو مزو چړچو ته دوام وركړي).

(سجده/11) قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ

ژباړه: ووايه: (( پر تاسې چې د مرګ پرېښته ګومارل شوې ده، ستاسې (روح) اخلي، بيا به د خپل پالونكي پر لور بېرته وګرځول شئ. ))

دې آيت د معاد د منکرانو يوې شبهې ته ځواب ورکړې ،چې وايي: تر مړينې وروسته زموږ هر ذره پوپنا او شيندل کېږي؛ نو څرنګه کېداى شي چې بيا را ژوندي شو؟

قرآن کريم پدې آيت کې مخالفينو ته وايي دا شبهې يواځې پلمې دي، چې دځېل له کبله يې کوئ او ستاسې واقعي شخصيت هغه ندى چې فکر کوئ او پکې ورک شوي ياست؛بلکې پرېښتې ستاسې ټول شخصيت او واقعيت اخلي.

همداسې شبهې چې پکې د بدن د غړيو د شيندل کېدو او ورکېدو شوي،د قرآن کريم په نورو آيتونو کې راغلي او بل ځواب ورته ورکړشوى او هغه دا چې دا ورکېدل ستا له نظره ورکېدل دي او بشر نشي کولاى ،چې دا ذرې را ټولې کړي؛ خو دا کار خداى ته اسان دى چې واک او علم يې نامتناهي دى.

پدې آيتونو کې د منکرانو خبره نېغ په نېغه د بدن د غړيو په هکله ده ،چې څرنګه او له کومه به را ټولېږي؟

خو دلته بل شان ځواب ورکول شوى؛ ځکه دلته يواځې دا خبره نده ،چې د بدن غړي هر يو شيندل کېږي او ورکېږي؛ بلکې وايي چې د بدن د غړيو په ورکېدو موږ هم ورکېږو؛يعنې وايي چې د بدن د غړيو په خپرېدو به زموږ واقعي شخصيت هم پوپنا شي؛خو قرآن کريم ورته ځواب ورکوي ،چې ستاسې د تصور پر خلاف، واقعي شخصيت به مو کله هم ورک نشي او له همغه پيله زموږ پرېښتو ته ورکول کېږي.

دا آيت تر مړينې وروسته د بدن د غړيو پر له منځه تګ او د روح پر بقا او پايښت ټينګار کوي.

٣- (زمر:٤٢ آيت ) اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ .

ژباړه: (( خداى ساګانې د هغوى د مړينې په وخت كې پوره اخلي او (همداراز) هغه (ساه هم اخلي) چې په خپل خوب كې مړ شوي نۀ وي؛ نو پر چا چې د مرګ پرېكړه شوې وي، ساه يې ساتي او د نورو (چې بايد ژوندي پاتې شي) تر يو ټاكلې وخته بېرته لېږي، بېشكه پدې كې هغو ته (د خداى د قدرت) هرومرو څرګندې نښې دي، چې غور او فكر كوي.))

دا آيت د خوب او مړينې او په ترڅ کې د ويښتيا او اخروي ژوند ورته والى راښيي. خوب کوچنۍ مړينه ده او مړينه غټ خوب دى او په دواړو پړاوونو کې د انسان روح له يوه ځايه بل ته ځي؛خو په دومره توپير چې په خوب کې د انسان پام نۀ وي او چې را پاڅېږي؛ نپوهېږي چې په حقيقت کې له سفره راستون شوى ؛خو په مړينه کې ورته هر څه څرګندېږي.

ددې درې آيتونو له نچوړه پوهېداى شو ،چې مړينه د قرآن کريم له نظره پوپنا کېدل او له منځ تګ ندى؛ بلکې له يو حالته بل حالت ته تګ دى او همداسې د قرآن کريم له نظره د خوب پر ماهيت هم پوه شو ،چې خوب که څه هم د جسم او ظاهر له نظره د طبيعي ځواکونو پر ټپه ولاړېدل دي؛خو د روح له نظره خپل باطن او ملکوت ته ستنېدل او تېښته ده.

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!