تبلیغات

معاد جسماني دى ځينې داسې انګېري،چې معاد يوازې روحاني اړخ لري ؛يعنې د قيامت پر ورځ انسان له همدې بدن سره نه راژوندى کېږي او د خپلو ښه او بدو کارونو خوند او سزا د اروا له لارې تر لاسه کوي؛خو ددې ګومان پر خلاف قرآن شريف په بېلابېلو آيتونو کې معاد جسماني ګڼي؛يعنې په […]

معاد جسماني دى

ځينې داسې انګېري،چې معاد يوازې روحاني اړخ لري ؛يعنې د قيامت پر ورځ انسان له همدې بدن سره نه راژوندى کېږي او د خپلو ښه او بدو کارونو خوند او سزا د اروا له لارې تر لاسه کوي؛خو ددې ګومان پر خلاف قرآن شريف په بېلابېلو آيتونو کې معاد جسماني ګڼي؛يعنې په قبرونو کې وراسته شوي بدنونه او رژېدلي هډوکي به سره يو ځاى شي او د دنيوي انسان په څېر به شي او بيا به په روح ورننوځي او په الهي محمکه کې به حاضر شي او تر هغې وروسته به د خپلو کړنو ثواب او يا سزا ته ورسي .

د قرآن شريف په درې ځايونو کې راغلي دي : ((يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ)) (يس/۵۱- قمر/۷- معارج/۴۳ ) (١٧٩) د قيامت پر ورځ به مړي را ژوندي او له قبرونو به رابهر شي . په بل ځاى کې وايي : خلک به د قيامت پر ورځ وايي :((مَن بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا(يس/۵۲) = موږ چا له خپلو خوبځايونو راپاڅولو))

په بل ځاى کې وايي : ((وَأَنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ لَّا رَيْبَ فِيهَا وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَن فِي الْقُبُورِ ( حج/۷) = او دا چې قيامت هرومرو راتلونكى دى، شك پكې نشته او بېشكه هرڅه چې په قبرونو كې دي،خداى هغوى ژوندي راپاڅوي )). (١٨١)

بيا وايي : ((وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا(زلزال/۲) = او ځمكه خپل درانه څيزونه دباندې راوباسي.))(١٨٢) ځمکه دروند والى (مړي له خپل زړه ) بهر را اچوي .

رښتيا که معاد يوازې اروايي وي او سزا او ثواب يوازې اروا ته ورکول کېداى؛نو ولې په قرآن شريف کې داسې په سپينه د ((قبر))، ((مرقد))، ((اجداث)) او (( ځمکې )) خبره راغلې ده . اروا خو څه په قبر کې نه وي او سربېره پر دې قرآن شريف،چې څومره بېلګې هم په طبيعت کې د معاد د امکان لپاره راوړي؛نو ټولې يې جسماني دي او که له دې ټولو راتېرشو؛نو د کفارو ځېل او استدلال د اروا د راژوندي کېدو په هکله نه و؛بلکې د رژېدلو هډوکو را ژوندي کېدو ګنګس کړي ول،هغوى به ويل: وَقَالُوا أَئِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَئِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ بَلْ هُم بِلِقَاء رَبِّهِمْ كَافِرُونَ(سجده/۲) = هغوى وايي: ((ايا چې كله موږ (مړه او) په ځمكه كې ورك شول؛ نو ايا (بيا) به له سره نوي پيداشو؟))؛ بلكې هغوي له خپل پالونكي سره له مخامخېدو منكر دي (او له معاد ( د ستنېدو ورځ) په منكرېدو سره غواړي پخپل سر خپلو مزو چړچو ته دوام وركړي) (١٨٣)

لنډه داچې کله قرآن شريف له استدلال او کله د بېلګې په راوړو،د نمښتو – منکران ټولو شبهو ته ځواب ورکړى دى او د قرآن شريف له نظره معاد جسماني دى .

هغوى چې ګومان کوي معاد روحاني دى؛نو نه يوازې دليل نه لري؛ بلکې د قرآن شريف په سلونو آيتونه،چې د دوزخ،جنت او د قيامت پر ورځ د غړيو خبرې او شهادت خبره پکې راغلې ده، له خپل اصلي مسيره منحرف کړي او ورته د قرآن شريف او روايتونو پر خلاف ورته توجيهات او دليلونه راپيدا کړي .

 

شبهه آکل و ما کول

ځينې وايي : موږ چې مړه شو ؛نو تر څه مودې وروسته به مو بدن خاورې شي او د بوټو له لارې به مېوه شو او هغه مېوه به د نورو خواړه شي او موږ به تر واسطو وروسته د بل د بدن غړي شو؛نو د قيامت پر ورځ به څنګه دا ذرات سره راټول شي او زموږ ړومبى بدن به ترې جوړ شي ؟

يو له بل سره د ګډو شويو ذراتو بېرته يو ځاى کول،بې نهايته علم او قدرت ته اړتيا لري؛يعنې هم بايد خبر وي،چې دا ذرات چېرته او په کومه بڼه دي او هم بايد وکړاى شي دا ذرات ،چې هر چېرته او په هره بڼه وي،په خپله ړومبۍ بڼه واړوي او يوازې خداى جامع کمالات دى او هر څه ورته اسان دي. (١٨٤)

د امکان معاد په هکله د حضرت ابراهيم خليل الله (ع) کيسه کړاى شي د يوې عملې بېلګې په نامه د ډېرو پوښتنو ځواب شي .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست