نندارتون نه ؛بلکې معجزه آيا هره معجزه به چې خلکو غوښته؛نو انبياوو به ترسره کوله؟ کله به يې ويل : که ته پېغمبر يې؛نو خداى موږ ته راوړه ! ((تَأْتِيَ بِاللّهِ)) (١٩)؛نو ددې خبرې په پامنيوي،چې خداى جسم نه دى؛نو دا کار شونى نه و. کله يې ويل : که ته پېغمبر يې؛نو اسمان ټوټې […]
نندارتون نه ؛بلکې معجزه
آيا هره معجزه به چې خلکو غوښته؛نو انبياوو به ترسره کوله؟
کله به يې ويل : که ته پېغمبر يې؛نو خداى موږ ته راوړه ! ((تَأْتِيَ بِاللّهِ)) (١٩)؛نو ددې خبرې په پامنيوي،چې خداى جسم نه دى؛نو دا کار شونى نه و.
کله يې ويل : که ته پېغمبر يې؛نو اسمان ټوټې ټوټې کړه او پر موږ يې راګوزاره کړه : ((أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاء كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا)) (٢٠) او کله يې ويل: که ته پېغمبر يې ؛نو کور دې بايد له سرو زرو جوړ شوى وي.(( أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِّن زُخْرُفٍ)) (٢١) او يا داچې د ډول ډول ونو، انګورو او کجورو بڼ ولرې : ((أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَعِنَبٍ)) (٢٢). آيا د بڼ او ماڼۍ درلودل له خداى سره په اړيکه توب دلالت کوي؟مګر فرعونانو،قارونانو او نمرودانو دا هرڅه نه درلودل؛نو آيا هغوى له خداى سره په اړيکه کې وو ؟
نو پردې بنسټ معجزه يوازې هغه ده،چې له ستر خداى سره د پېغمبر اړيکه څرګنده کړي او داسې نه ده،چې هر چا ته په هر وخت کې د هر چا په خوښه،هره شېبه پېغمبران معجزه وکړي.
په معجزه کې سنخيت
داچې حضرت موسى عليه السلام په يو داسې وخت کې پېغمبر وګمارل شو،چې د جادو او کوډو بازار ګرم و؛معجزه يې د ښامار همسا کېدل و.
داچې د حضرت عيسى په وخت کې د ناروغيو درمل او طبابت پر مخ تللى و؛نو هغه به د خداى په امر مړي را ژوندي کول او زموږ د خپل ګران پېغمبر (ص) په وخت کې شعر پر مخ تللى و؛نو معجزه يې کلام وه . دا له يوه پلوه او له بله پلوه داچې تلپاتې نړيوال دين تلپاتې نړيوالې معجزې ته اړتيا لري او قرآن شريف زموږ د پېغمبر (ص) تلپاتې معجزه ده،چې د پېغمبر(ص) په مړه کېدو معجزه يې له منځه ولانړه او پر خپل حال پاتې ده .
دويمه لار: د لاسوندونو او د انبياوو د کارونو او حالاتو څېړنه
د خداى استازى څوک و؟ هم ُامي، هم نالوستى او هم امين و .ولې يې د کفر،شرک،بوت پالنې،تفرقې او خرافاتو په پلازمېنه کې راپاڅېد او د فساد او تباهۍ پر خلاف يې پرېکنده مبارزه وکړه؟ څوک يې لارويان شول ؟د خديجې بي بي په څېر مېرمن او د علي ابن ابي طالب په څېر سړى،چې د کمال،عظمت،اخلاص او پاکۍ دوه غوره بېلګې دي.
د پېغمبر (ص) مخالفين ستر ځواکونه،ځان مني،مستکبرين، زبېښونکي او زور مټي ول. د خداى استازى يوازې د حق پر لار روان و. له چا سره يې د مادياتو ژمنه و نه کړه.په ريا،دوکه او غلطو لارو يې خپل دين ته پراختيا ورنه کړه . وينا يې د قرآن شريف سپېڅلي احکام ول او روزل شوي يې د سلمان ،ابوذر او مقداد په څېر اصحاب کرام وو. رښتيا که زموږ پېغمبر چېرته معجزه هم نه درلوده؛نو د هغه د ژوند حالات او موخه د هغه پر صداقت ستر ګواه دي .
درېمه لار: د تېرو پېغمبرانو يادونې
پېغمبر (ص) راغى،ويې ويل :زه هماغه پېغمبر يم ،چې نوم او نښې مې په تورات او انجيل کې راغلي دي .
په قرآن شريف کې راغلي: ((يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ)) (٢٣) هغوى پخپلو کتابونو کې د خداى د وروستي استازي نوم موندلى و. د اسلام د پېغمبر راتګ د نورو اديانو لارويانو ته دومره څرګنده و،چې په دې هکله قرآن شريف وايي : ((يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمُ ))(٢٤) هغوى هماغسې،چې خپل اولاد پېژانده،د خداى استازى يې هم پېژانده؛خو سره له دې ټولو،يهودانو په جګړو لاسونه پورې کړل او مسيحيانو خورا جزيې ومنلې .داچې که دا خبره يې په کتابونو کې نه وه؛نو په ډېره اسانه به د خداى په استازي (ص) پسې راپاڅېدلي ول او نه يوازې پر هغه به يې ايمان نه راوړ؛بلکې ورته به يې دروغجن وايه؛نو هغه جګړې،جزيي او تاونونه،چې هغه مهال د اسلام دښمنانو وزغمل ددې خبرې پخلى کوي،چې زموږ د پېغمبر (ص) نوم او نښې د هغوى په اسماني کتابونو کې راغلې وې؛ خو نن يې پکې بدلون راوړى دى .
-
ټیګونه:
- معجزه