تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ مقدر رزق هغه ټکي چې په مقدروالي پورې له اړوند رواياتو ترلاسه کېږي: نو ځکه په ديني ښوونو کې، د رزق زياتولو ته د ځانګړو دعاګانو او اعمالو سپارښتنه شوی او د رزق کمولو ته هم علتونه او وزلې يادې شوي دي. لکه، په رواياتو کې لرو چې په بين الطلوعين […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

مقدر رزق

هغه ټکي چې په مقدروالي پورې له اړوند رواياتو ترلاسه کېږي:

نو ځکه په ديني ښوونو کې، د رزق زياتولو ته د ځانګړو دعاګانو او اعمالو سپارښتنه شوی او د رزق کمولو ته هم علتونه او وزلې يادې شوي دي.

لکه، په رواياتو کې لرو چې په بين الطلوعين کې ويښ پاتې کېدل د ډېر رزق د راکېوتو له اسبابو ځنې دی او پکې وېده کېدل د رزق کمولو سبب او هم د ځينو ګناهونو کول د رزق کمولو له وزليو ځنې ګڼل شوي دي.[1]

 د رزق په مقدروالي او ترلاسه کلو ته يې په هڅونه کې له راغليو احاديثو دا  ټکی پوهېدای شو چې رزق د مرګ، روغتيا او ناروغۍ په څېر يو مقدر چار دی. ټولې خبرې د تقدير په نړۍ کې دي. د بېلګې په توګه ايا د انسان ټولې برخمنۍ – که حلالې وي يا حرامې ـ مقدرې دي يا يوازې حلالې برخمنې مقدرې شوې دي.

 که رزق په عامه مانا د برخمنيو په مانا وبولو؛ نو په دې حال کې د يو شمېر رواياتو تفسير ستونزمنېږي. نو ځکه غوره ده چې د رزق د مانا کړۍ تنګه کړو او ووايو، څه چې انسان ترلاسه کوي او ترې برخمنېږي د رزق برخه يې نه ده؛ خو که ناروا برخمني هم وشمېرو بيا هم رزق مو ټاکلی او مشخص دی؛ ځکه هر څوک ټاکلې وسمنۍ او پانګې لري. څومره چې هڅه وکړو، تر خپلې درلودلې پانګې ډېر يې پر کار اچولای نشو.

 پانګې مو ذهني قواوې، مادي پانګې او ټولنيز امکانات او… رانغاړي. نه پوهېږو د دې پانګو بريد تر کومه ځايه دی؛ خو نبايد هېر کړو چې په هر حال دا امکانات محدوديت لري او بې نهايت نه دي. د رزق مقدروالی پر دې مانا دی چې وګړی د امکاناتو او وسمنيو په ټولګه کې دنيا ته راځي. دا شونتياوې يا خدای ورکړې دي يا وګړي ته له دباندې ورکول کېږي او په ټول کې ټاکلی پیداوار لري او تر دې بريد ورهاخوا  توليد نشي کړای. لکه ماشين چې ټاکلی توان او وس لري، که څه شونې ده موږ يې وس او پيداوار ونه پېژنو، له شرعي پلوه، د وسمنۍ دا بريد يې تقدير دی. که تقدير اړول يې وغواړو، بايد جوړښت يې بدل کړو او بيا هومره تمه او انتظار ترې ولرو.

په ټول کې د  وګړي ټول رزق يو ثابت مقدار دی

شونې ده وويل شي وګړی په ډېره هڅه او پانګونه ډېر رزق ترلاسه کولای شي؛ نو ځکه رزق ټاکلی او مقدر نه دی او د وګړي په زيار پورې اړوند دی. هو، د انسان په هڅې پورې اړه لري؛ خو پام  مو وي، دا هڅې، تعقلونه او طرحې چې يو لاس کېږي چې د انسان ډېره ګټه او رزق ور پر برخه کړي، پخپله د مقدر او ټاکلي رزق برخه ده. متأسفانه خلک رزق په پيسو يا په نس ډکولو چارو کې بولي. حال دا چې موږ خپلې اندېزې (فکري)، روحي، بدني پانګې او بالاخره خپل عمر ډېرې ګټې لاس ته راوړو ته سوځوو.

په رښتینه کې ځينې رزقونه د ځينو نورو لپاره لګوو. نو نبايد وانګېرو څه چې لاس ته راځي، بې لګښته و. دا تېروتنه له دې ځايه راولاړېږي، چې موږ خپل عمر او فکري ځواک، رزق نه بولو، له همدې لامله يې په لګولو کې بې غوره يو. په هر حال انسان چې کله ټول رزق ورکوي او اخلي؛ يعنې ترلاسه کونه او لګونه (په دې شرط چې خپل عمر، ماغزه، قوت، انرژي او ځواني چې لګوي له خپلو ارزاقو ځنې وبولي او يوازې پيسې رزق ونه شمېري!) سره حساب کړي؛ نو مومي چې په ټول کې يې مقدار ثابت دی، دا د رزق د مقدر والي مانا ده.

  انسان چې څومره ځيرکي او زرنګي وکړي، څه چې ورته مقدر دي ډېر ترې ترلاسه کولای نه شي؛ ځکه زرنګي کول يعنې د ځان لګول، هغه انسان چې په خپل کفاف او بسياينه قانع نه دی، په ناچار بايد يو څه ور وړي او يا په ښه تعبير له څه يې کم کړي چې پر بل يې ورزيات کړي. دا د عالم قانون او قاعده ده. بايد يو څه ورکړې چې يو څيز – که حق وي يا باطل ـ واخلې؛ نو زموږ ټول امکانات ټاکلې ګټه ورکوي.

اوس اختيار راسره دی چې څه ډول ګټه وغواړو. ايا خپل عمر او ځواک ولګو چې د مادي شتمنۍ د تلې پله درنه کړو؟ يا دا چې له دې پلې يې کموو او پر بلې يې ورزياتوو. دا وضعيت کټ مټ د دې په څېر دی چې ووايو د عالم انرژي ثابته ده؛ نو ځکه که پر حرارتي انرژي يې ورزياته کړو بايد له کيمياوي انرژي يې راکم کړو او اپوټه.

 په هر حال د عالم انرژي به ثابته پاتې شي. په همدې توګه، که د رزق مانا تر خوراک او اغوستن پراخ نيسئ او ټولې توکیزې(مادي)، مانیزې (معنوي)، خدای ورکړې او اکتسابي پانګې پکې ورنغاړلې وبولئ؛ نو په دې حال کې به ټول رزقونه ثابت ومومئ او وبه وينئ چې هيڅوک په زرنګۍ او ځيرکی په خپل رزق ورزياتونه نشي کړای.

  په دې توګه هر څوک بايد وويني چې کوم رزق د کوم رزق په بيه پېري. څوک چې عاقل دی او خپل عمر بهترين نعمت بولي؛ نو که په ژوند کې څه محروميت ورمخې ته شو په هيڅ ډول يې بې برخېتوب نه بولي؛ بلکې منندوی به وي چې له ارزښتمن رزقه برخمن دی او هغه چې ډېر تجمل غواړي هرومرو به يا له خپل عمره لګوي او يا به د پوهې پر ترلاسه کولو بوخت نشي.

همدا و، چې علي (ک) په شعر وايه:

رضينا قسمة الجبار فينا

لَنا عِلْمٌ ولِلْجُهَّالِ مَالُ

«له الهي برخې خوشحال یو، موږ ته يې پوهه راکړې او ناپوهانو ته مال.»

يعنې پوهه او شتمني يې يو د بل پر وړاندې دوه رزقه بلل.

 د دې ټکي يادونه مهمه ده چې دلته د علي (ک) د خبرې مخ د خلکو د رزق په اړه دی، نه د ټولنې مديرانو، مدبرانو، سنبالوونکيو او سياستګزارانو ته. کله چې د ايثار خبره کېږي خطاب ټولو ته دی.

ايثار د يو ارزښت په توګه د ټولنيز اخلاق رکن کېدای شي؛ خو لکه څنګه چې مخکې مو وويل پر بنسټ يې يو ټولنيز غونډال (نظام) جوړوای نشو؛ ځکه په دې بڼه کې به ټولنه خپره وره شي. علي (ک) وپوښتل شو، عدل  غوره دی يا جود؟ ويې ويل: «عدل»؛ ځکه:

الْعَدْلُ يَضَعُ الْأُمُورَ مَوَاضِعَهَا وَ الْجُودُ يُخْرِجُهَا مِنْ جِهَتِهَا وَ الْعَدْلُ سَائِسٌ عَامٌّ وَ الْجُودُ عَارِضٌ خَاصٌّ فَالْعَدْلُ أَشْرَفُهُمَا وَ أَفْضَلُهُمَا  : عدل ،هر څيز په خپل ځاى کې ږدي، حال دا چې بخشش یې له خپل ځايه بې ځايه کوي، عدالت د خلکو ټولیز تدبير دى حال دا چې بخشش په يوې ځانګړې ډلې پورې اړوند دى؛ نو عدالت شريف او غوره دى. (نهج البلاغه، کلمات قصار ۴۳۷ ګڼه).

علي (ک) په واقع کې وويل که يو يو تن ته يې پوښتې، ځواب دا دی چې جود ښه دی؛ خو که د خبرې مخ دې متوليانو او مديرانو ته وي، عدل غوره دی؛ ځکه عدل د ټولېزو او عمومي سياستګزاريو سرچينه ده، خلکو ته سپارښتنه کېږي، که په کوم ځای کې مو وغوښتل ؛ نو له خپل حقه تېرېدای شئ؛ خو مدير يا واکمن ته بیخي سپارښتنه نه کېږي چې د خلکو حقوق سرسري وبولئ او ځيرنه ونه کړئ او ګوذاره حالي اوسئ؛ نو د رزق په اړه چې سپارښتنه  شوی يو يو انسان ته خطاب دی؛ خو هغوی چې د خلکو د چارو واګې ورسره دي، نبايد د خلکو د معيشت د تامين؛ تنظیم او سمونې پر ځای ورته ووايي، د خپلې روزۍ زياتولو ته استغفار وکړئ يا په الطلوعين کې ويښ اوسئ. حکومت د خلکو کفالت پر غاړه لري او د عامه مصلحت استازی دی او بايد کار، کور او سوکالي ورکړي.

[1] – باکرو فی طلب الرزق و الحوائج فان الغدو برکه و نجاح: ګهيځ ژر په روزۍ او اړتياوو پسې ووځئ چې ګهيځ پاڅېدنه د برکت او ژغورنې لامل دی. (نهج الفصاحه، ۱۰۷۸ ګڼه روايت)

الصبحه تمنع الرزق: (تېره، ۱۸۷۵۷ ګڼه روايت)

و ان الصبحه تمنع بعض الرزق :  د ګهيځ خوب د روزۍ خنډ دی(تېر، ۶۴۳ ګڼه روايت)

پېغمبر (ص) د رزق په زياتونې کې پرېمانه څرګندونې لري، لکه:

ان البر یزید فی الرزق. ان العبد لیحرم الرزق بالذنب یصیبه. (نهج الفصاحة، ۱۵۹۱ ګڼه روايت)

ان الرجل لیحرم الرزق بالذنب یصیبه. (تېره، ۶۴۲ ګڼه روايت)

اطلبوا الرزق فی خبایا الارض : روزي د ځمکې په پټنځاينو کې ولټوئ. (تېره، ۳۲۷ ګڼه روايت)

او هم په قرآن کې راغلي: [لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ (ابراهیم/۷) ] او په نهج البلاغه کې راغلي :استنزلوا الرزق بالصدقه : په خيرات، د رزق د نزول لامل شئ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!