بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ منافقان؛ د اسلام ستر دښمنان إِذَا جَاءَكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ ﴿منافقون/۱﴾ = چې منافقان درشي (؛نو) وايي : ((شاهدي ورکوو،چې ته په رښتيا د الله استازى يې.)) او الله پوهېږي،چې د ده استازى يې او الله شاهدي وركوي،چې منافقين […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
منافقان؛ د اسلام ستر دښمنان
إِذَا جَاءَكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ ﴿منافقون/۱﴾ = چې منافقان درشي (؛نو) وايي : ((شاهدي ورکوو،چې ته په رښتيا د الله استازى يې.)) او الله پوهېږي،چې د ده استازى يې او الله شاهدي وركوي،چې منافقين بېخي دروغجن دي (او پر خپلو خبرو ايمان نه لري) .
اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّهُمْ سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿ منافقون/۲﴾ = خپل قسمونه يې ځان ته ډال کړي او (خلك) يې د الله له لارې منع كړي، په رښتيا دوی ناوړه چارې كوي!
ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا فَطُبِعَ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ ﴿ منافقون/۳﴾ = دا ځكه چې لومړى یې ايمان راووړ او بيا كافران شول؛نو له همدې امله يې پر زړونو مهر ولګول شو او په حقيقت کې دوی ژور نه پوهېږي .
وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِنْ يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَةٌ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ ﴿ منافقون/۴﴾ = او چې و يې وينې (؛نو) له څېرو به يې هېښ شې او كه وغږېږي (؛نو) خبرو ته به يې غوږ ونيسې (؛خو) په رښتینه كې هغوى (دېوال ته) د درول شويو (وچو) لرګيو په څېر دي ( چې هېڅ ايمان او معرفت نه لري او داچې باطن يې ناسم او بد اندي دي؛ نو)! هر غږ د ځان پر ضد ګڼي، دوى (ستا واقعي) دښمنان دي؛نو ځان ترې وساته! الله دې دوى هلاک کړي، چې څرنګه (له حقه) كږېږي؟
په اسلام كې نفاق او منافقان هله اوڅار شول چې پېغمبراکرم (ص) مدينې ته هجرت وكړ او د اسلام ستنې پياوړې شوې او بريا يې په ډاګه شوه. داچې په ښكاره ناباندي – مخالفت كول، ستونزمن او كله ناشوني وو؛ نو ماتې خوړلي دښمنانو د خپلو تخريبي كړلارو د پلي كولو لپاره خپله څېره بدله كړه او په ظاهره د مسلمانانو له ليكو سره يو ځاى شوو؛ خو په پټه يې خپلې چارې كولې.
هر اوښتون – انقلاب تر بريا روسته د منافقانو له ليكې سره مخامخېږي او پروني سرسخت دښمنان يې د ظاهري دوستانو په جامو كې راښكاره كېږي. له همدې لامله پوهېداى شو چې ولې په منافقانو پورې اړوند ټول آيتونه په مدينه كې رانازل شول، نه په مكه كې (نمونه تفسیر، 24: 146 مخ)؛ البته ځينې مفسران وايي چې نفاق د بعثت له پيله شتون درلود او ځينو په مكه كې د مسلمانانو له ګڼ شمېر ستونزو سره سره په ظاهره اسلام راووړ او د پېغمبراکرم (ص) لاسنيوى يې وكړ، په دې هيله چې په پاى كې به پېغمبراکرم (ص) پر خپلو دښمنانو لاسبرى شي او تر پېغمبراکرم (ص) روسته به خپلې چارې تر سره كړي (وګورئ: الميزان تفسیر، 19: 300 مخ)
پر همدې دليل، اسلام د تاريخ په اوږدو كې له منافقانو سخت ګوزار خوړلى دى؛ نو ځكه قرآن پر منافقانو سخت بريدونه كړي او هېڅ دښمن يې د دوى هومره غندلى نه دى. رسول اكرم (ص) ويلي: (( زه پر خپل امت له مؤمن او مشركه باك نلرم؛ ځكه خداى مؤمن د خپل ايمان له لامله منع كوي او مشرك د خپل شرك په پار خواروي؛ خو پر تاسې له هغه ډارېږم چې په زړه كې منافق او په خبرو كې پوه دى، ډارېږم چې داسې څيزونه وايي چې خوښېږي مو او داسې چارې كوي، چې نه یې خوښوئ)).
بايد پام مو وي چې نفاق پراخه مانا لري چې هر ډول ظاهري او باطني دوه ګوني توب رانغاړي. څرګند مصداق يې، ګروهیز نفاق دى چې معمولاً د منافقينو د آيتونو همدوى ته اشاره ده او په هغو پورې اړوند دى چې په ظاهر كې ځان ايمانوال ښيي؛ خو په زړه كې، خپل شرك او كفر پټوي؛ خو عملي نفاق په هغو پورې اړوند دى چې اسلام یې باطني ګروهه ده؛ خو ددې باطني ژمنې پر خلاف چارې كوي چې دننه او دباندې یې د څېرو دوه ګوني توب راښيي؛ لكه د ژمنې ماتونه ، دروغ، او په امانت كې خيانت.
له پېغمبر اکرم(ص) نه په يو حديث كې لولو: (( كه په چا كې درې څيزونه وي؛ نو منافق دى؛ كه څه لمونځ وكړي، روژه ونيسي او ځان مسلمان بولي: په امانت كې خيانت، دروغ ويل او ژمنه ماتول)). له امام سجاد زین العابدین نه په بل روايت كې لولو: (( منافق، له بديو منع كوي؛ خو پخپله يې نه پرېږدي، پر نېكيو امر كوي؛ خو پخپله يې نه كوي)). د عملي نفاق يوه مهمه څانګه، ځانښوونه ده، چې په رواياتو كې هم اشاره ورته شوې ده. (نمونه تفسیر، 24: 146 تر 177 مخونه.)