بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه مهدي ته سترګي پر لار څېړونکى: اجرالدين اقبال سرېزه تمه د رهبر يې شوه پيدا، پاتې په لار کې شو اوس متوکل شو، د مهدى په انتظار کې شو[1] ارواښاد امیر حمزه خان شینواری چې په پښتنو کې له اسلامه د یوه […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
مهدي ته سترګي پر لار
څېړونکى: اجرالدين اقبال
سرېزه
تمه د رهبر يې شوه پيدا، پاتې په لار کې شو
اوس متوکل شو، د مهدى په انتظار کې شو[1]
ارواښاد امیر حمزه خان شینواری چې په پښتنو کې له اسلامه د یوه ډول پوهېدنې له مخې د ځانګړي ښوونځی خاوند دی د امام مهدی په باب د خپلو عقیدتي پېرزوینو په لړ کې وايي:
تمه د رهبر يې شوه پيدا، پاتې په لار کې شو
اوس متوکل شو، د مهدى په انتظار کې شو
موږ نوي کهول ته د ارواښاد پردې پېرزوینې رڼا اچوو او د آیتونو، روایاتو، عقل، ارواپوهنې او د تاریخ د فلسفې له اړخ د مهدي انتظار تشریح کوو، چې ددې څېړنې تر لوستو روسته به ومومو چې د «حمزه بابا» پېر مخ پر پیلېدو دی او له اندیزه پلوه نوی کهول د «حمزه بابا» د ښوونځي زده کړیالۍ ته رابولو چې د خپلې ټولنې ستونزاوارۍ ته ددغسې پوهېدنو په رڼا کې مټې رابډوهی. د هغې ورځې پر تمه چې ځوانان د «حمزه ښوونځي» تر زده کړیالی روسته د ملي، سیمه ییزو او نړیوالو ستونزو وتلار ته د هېوادنې شرایطو په پامنیوي کړلار جوړه کړي.
اجرالدین اقبال (۱۳۸۹/ ۲/۱) (۱۴۴۰ شعبان المعظم ۱۵)
خپلې خبرې
د متواترو رواياتو له مخې، په ټولو اسلامي مذاهبو کې “امام مهدي” دولسم امام دى چې په نړۍ کې د قسط او عدل له مخې، د رورۍ او برابرۍ غونډال پر پښو دروي. په روايتونو کې دي چې د امام ياران به د “بدر غزا” د مجاهدينو په شمېر (٣١٣) وي او داسې ترې پوهېداى شو چې د نړى په (٣١٣) ځايو کې به د راښکاره کېدو لپاره يې لار هوارېږي؛ نو موږ د دې لپاره چې د تاريخ له تکاملي بهيره څټ ته نه يو پاتې شوي، همدا اوس ورسره د ملتيا لپاره ځان په فکري وسله سمبالوو چې د امام د “مشرۍ” په غونډال کې ګرد کړه وړه مو د عبادت بڼه ونيسي؛ نو ځکه په دې څېړنه کې د مهدي عليه السلام راښکاره کېدل روایاتو، عقل او د تاريخ د فلسفې له ليده توضيح شوي او لوستونکي ته ډاډ ورکوي چې روستۍ بريا يې پر برخه ده.
امام مهدي عليه السلام د “نبوي کورنۍ” روستى دولسم امام دى چې ګرد اسلامي مذاهب پرې ګروهن دي. د “اماميه شيعه و” او نژدې دوو سوو “اهل سنتو” عالمانو په لاسوند- استناد پيدا شوى او تر راښکاره کېدو پورې غايب دى او ځينې ادعا کوي چې نه دى زيږېدلى؛ خو را به شي؛ خو څه چې ټول پرې ګروهن دي، دادي چې “امام مهدي” به نړۍ په “عدالت” او “انصاف” سمبال او “نړيوال اسلامي حکومت” به جوړ کړي.
داچې پر منبرونو علماى کرام هم کله نا کله د “امام مهدي” په باب موعظې اوروي او تر يوه بریده ولس مو ورسره آشنا دی؛ نو د فرهنګي لا بډاينې لپاره موږ دا څېړنه در وړاندې کوو او ټول په دې هڅه کې یو چې د”امام مهدي” راښکاره کېدو ته لارې چارې چمتو کړو چې په نړۍ کې “د عدل اسلامي نړيوال غونډال” جوړ شي.
ر
* د اسلام نړیواله واکمني
د المیزان تفسیر خاوند ارواښاد علامه سید محمد حسین طباطبايي لیکې:
((وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (نور/۵۵): خداى مو له هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، ژمنه كړې چې هرومرو به يې پر ځمكه واكمن كړي؛ لكه چې تر دوى مخكېنيو ته يې د ځمكې خلافت وركړى و او کوم دین یې چې ورته غوره کړی، په الهي ځواک به یې ورټینګ او تثبیت کړي او د وېرې حالت به يې پر ډاډ واړوي (داسې) چې يوازې ما نمانځي او هېڅ څیز راسره نه شريكوي او څوك چې تردې روسته كافر شي؛ نو همدوى فاسقان دي.))
د مهدي عليه السلام د راښكاره كېدو پېر؛ د الهي دين د مطلقې واكمنۍ او د پالونكي د نږه لمانځنې پېر دى: مفسرانو ډېرې خبرې كړي چې دا آيت د كومو كسانو او كومې واكمنۍ په باب خبره كوي. ځينې يې، د پېغمبر (ص) د اصحابو په باب بولي او انګېري چې د آيت د وعدې پلي كېدنه؛ يعنې پر ځمكه د مؤمنانو واكمني، هماغه ځواكمني او دبدبه ده چې اسلام د پېغمبر اكرم (ص) تر وفات روسته د راشدينو خلفاوو په پېر كې تر لاسه كړه. ځينې، په آيت كې د پېغمبر (ص) ټول امت رانغاړی بولي او له واكمنۍ مطلب، د اسلام د دين واكمني او مسلمانانو ته د امنيت راوستل يا تر پېغمبر اکرم (ص) روسته؛ د اسلامي خلفاوو واكمني، د دښمنانو ماتې او د مسلمانانو بېلابېلې برياووې ګڼي؛ خو ډېرى مفسران (د اهل بيتو له امامانو د متواترو رواياتو له مخې) ګروهن دي چې له دې الهي وعدې مطلب، د اسلام نړيواله واكمني ده چې امام مهدي (عج) به يې رامنځ ته كوي او نړۍ به يې په مړانه او همت له عدله ډكه شي؛ لكه چې له ظلمه تر خولې راغلې ده. د آيت په باب د مفسرانو په نظرياتو كې، روستی نظر تر ټولو سم دى؛ ځكه كه په آيت كې وړ تدبر وشي، دې پايلې ته رسوو چې دغسې يوه پاكه ټولنه چې آيت په ارزښتمنو او سپېڅليو ځانګړنو ياده كړې، د نبي كريم (ص) د بعثت له وخته تر ننه جوړه شوې نه ده. خداى په آيت كې له نېكچاريو مؤمنانو سره ژمنه كړې چې ډېر ژر به داسې يوه ټولنه ورته رادبره كړي چې په ټوله مانا به صالح وي او د كفر، نفاق او فسق له تورو او ننګينو داغونو به پاكه وي او د ټولنې د وګړيو پر ګروهو او كړنو به يوازې حق دين واكمن وي، په امنيت كې به وسي او له دننني او بهرني دښمنه به نه ډارېږي. هو! كه دا ټولنه كوم مصداق ولري (چې د خداى د ژمنې له مخې يې هرو مرو لري) د امام مهدي اخر الزمان (عج) د راښكاره كېدو په پېر كې به وي؛ ځكه له پېغمبر اكرم (ص) نه او د اهلبيتو له امامانو د دغسې يوې ټولنې د جوړښت په باب پرله پورې او متواتر روايات راغلي چې د آيت له موخو سره سرخوري. له امام سجاد (ع) روايت شوى چې دا آيت یې ولوست، ويې ويل: ((پر خداى قسم، دوى زموږ د اهلبيتو لارويان دي چې خداى به يې په باب خپله ژمنه زموږ په يوه تن عملي كړي او هغه ددې امت مهدي دى؛ هغه چې رسول اكرم (ص) يې په اړه ويلي دي: ((كه د نړۍ يوه ورځ هم پاتې وي، خداى دا ورځ هومره غځوي چې له كورنۍ مې همنومى راپاڅي او ځمكه له عدل دومره ډكوي؛ لكه چې له ظلمه، ترخولې راغلې وه))[2].
خطر او د ستر مصلح راتګ
باطني الهامات چې کله يې قضاوت ترعقله هم قوي وي، نه يوازې د خداى پېژندنې په مساله کې؛ بلکې په ټولو اعتقادي مسلو کې زموږ لارښودېدای شي چې په دې مساله کې هم زموږ لارښود دى او نښې يې دا دي:
لومړی: د ټولو له نړيوال عدالت سره مينه ده؛ ځکه د نړۍ ټول خلک له خپلمنځی اړپېچونه سره سره، له سولې او عدالت سره مينه لري، موږ ټول چغې وهو او په دې لار کې کوښښ کوو چې په دنيا کې سوله او عدالت راشي. د بشر مصلح لپاره ددې مسالې له فطري والي بل قوي دليل نه پېدا کېږي؛ ځکه يوه غوښتنه چې په هر ځاى کې عمومي شي؛ نو فطري والى يې راښيي..
د هرې فطري مينې سرچينه په بهرنۍ معشوقې او د هغې په جاذبه او راښکوونې کې ده.
دا به څرنګه امکان ولري چې خداى په انسان کې دا تنده پېدا کړې وي؛ خو په بهر کې يې ورته داسې چينه نه وي جوړه کړې چې تنده پرې ماته کړي.
ځکه وايو چې د انسان عدالت غواړى فطرت چغې وهي چې بالاخره پر نړۍ به عدالت واکمن شي او د ظلم او تېري ټغر به ټول شي او بشريت به په يوه هېواد کې تر يوه بېرغ لاندې يو له بل سره تفاهمي ژوند وکړي.
دويم: ټول اديان او مذاهب يو نړيوال مصلح ته پر تمه دي چې تقريباً په ټولو مذهبونو کې په دې باب اوږده بحثونه شته او د يوه ژغورندويه پر راښکارېدو ايمان لري چې راځي به او د بشريت پر ټپونو به ملهم ږدي. دا ګروهه نه يوازې په مسلمانانوکې؛ بلکې اسناد راښيي چې دا يوه عمومي او له پخوا راروانه عقيده ده چې په لويديځ او ختيځ کې پرې ټول ګروهمن ول؛ خو داچې اسلام ترټولو بشپړ دين دى، پردې خبره تر ټولو ډېر ټينګار لري.
د ((زرتشتيانو)) په مشهور کتاب ((زند)) کې د ايزدان او اهريمنانو د همېشنۍ مبارزې په باب وايي:
(( ستر برى د ايزدانو دى او اهريمنان به له منځه يوسي ))………. ((نړۍ به خپلې اصلي نيکمرغۍ ته ورسي او نيکمرغۍ به پرتخت کېني ! ))
په (( جاماسب نامه )) کتاب کې له ((زرشت)) څخه نقل شوي دي: ((پرځمکه به انسان راشي چې د ستر سرخاوند، ستر بدن او غټې پښې به لري او د خپل نيکه پر دين به وي او ځمکه به له عدالته ډکه کړي)).
د((هندوانو)) په کتاب ((روشن جوک)) کې راغلي: ((آخر به دنيا د يوه داسې انسان لاس ته ورپرېوځي چې پرخداى ګران دى او د خداى نزدې بنده دى )).
د هندوانو په بل کتاب ((باسک)) کې راغلي: په اخره زمانه کې به يو عادل پاچا راشي، هغه د پېريانو او انسانانو مشر دى، په رښتيا چې حق به ورسره وي او ټول هغه به لاس ته راوړي چې په غرونو، ځمکې او سمندرونو کې پټ وي او څه چې په ځمکو او اسمانونو کې دي، ترې خبر دى او تر هغه به بل ستر، دنيا ته رانشي ! ))
د داود په ((مزامير)) کتاب کې چې دپخوا زمانې کتاب دى (تورات او ملحقات يې ) راغلي دي: د اشرارو لاس به لنډ شي؛ خو پرخداى توکل کوونکي به د ځمکې وارثان شي )). د هماغه کتاب په هماغه فصل کې راغلي دي: (( صديقان به د ځمکې وارثان او پکې مېشت شي )). دې خبرو ته ورته د تورات په (( اشيعاى نبي )) او دانجيل د ((متى )) په (٢٤) فصل کې هم راغلي: لکه څرنګه چې رڼا له ختيځه راخېژي او تر لويديځ پورې ښکاري؛ نو د انسان زوى به هم داسې شي…..))
د(( لوقا)) انجيل په دولسم فصل کې راغلي: ملا مو تړلې او څراغونه مو بل وساتئ او د هغوى په څېر شئ چې د خپل بادار د راتګ پر تمه وي؛ نو چې هر وخت راغى او ور يې وواهه، بې ځنډه ورته ورخلاص کړئ ))!
د(( علايم الظهور)) په کتاب کې راغلي: د چينيانو په پخوانيو کتابونو، د هندوانو په عقيدو، په اسکندناوي میشتو خلکو، د مصر په پخوانيو خلکو او د مکزيک په اوسېدونکيو کې د يوه نړېوال مصلح پر راتلو عقيده شته)).
عقلي دلايل:
الف -د خلقت نظام راښيي چې بالاخره بايد بشري نړۍ د عدالت قانون ته پرګونډو شي او د مصلح عادلانه او پايښتي نظام ته تسليم شي.
د هستۍ نظام ترهغه چې خبر يو، د نظامونو يوه ټولګه ده چې پر نړۍ د منظمو قوانينو واکمني ددې نظام پر يوالي دليل دى.
د نظم، قانون، برنامې او حساب مساله ددې نړۍ ترټولو بنسټيزه او جدي مساله شمېرل کېږي.
له سترو منظومو نيولې تر يوه اتوم پورې، ټول د يوه دقيق نظام ایل- تابع دي.
زموږ د بدن بېلابېل غړي، له يوې حجرې نيولې تر سترو غړيو پورې داسې نظم لري چې د ځينو پوهانو د وينا له مخې، د يوه ساعت په څېر ډېر دقيق کارکوي چې کامپيوتر يې په پرتله هېڅ هم نه دى.
ايا په داسې نړۍ کې چې انسان د ((کل )) يو ((جز)) دى، کړاى شي د يوې بېلې ټوټې په څېر په جګرې، ظلم او ګډوډۍ کې ژوند وکړي ؟!
ايا بې عدالتي، اخلاقي فسادونه او ټولنيز فسادونه چې يو ډول بې نظمي ده، تل پربشري ټولنه واکمني کړاى شي ؟!
پايله داچې د خلقت نظام مو پام دې خبرې ته وراړوي چې بالاخره انساني ټولنه به نظم او عدالت ته پر ګونډو شي او د خلقت اصلي بهيرته به ورستنه شي!
ب: د ټولنو د پرمختګ يو بل دليل د نړۍ پر روښانه راتلونکې کې دى؛ ځکه موږ هېڅکله له دې حقيقته انکار نه شو کړاى چې بشري ټولنې له هغې ورځې چې ځان پېژندلى، کله هم په يوه پړاو کې نه ده درېدلې او تل د پرمختګ پرحال وه.
په مادي اړخ کې، د هستوګنې له نظره، جامه، خواړه، د لېږد وسايل، د توليد وسايل؛ يوه ورځ په ډېر لومړني بڼه ول؛ خو نن داسې ځاى ته رسېدلي چې عقلونه ورته حيرانېږي او ښکاره ده چې پرمختګ به همداسې دوام مومي.
له علمي او فرهنګي اړخه هم تل د پرمختګ په حال کې ده او هره ورځ يو نوى څيز کشفوي چې د بشپړتيا او پرمختګ په دې قانون کې معنوي، اخلاقي او ټولنيز پرمختګونه هم شاملېږي او انسانيت د يوه عادلانه پايښتې سولې، عدالت، معنوي او اخلاقي فضايلو پر لوري پرمخ بوځي او که نن ګورو چې هره ورځ بدۍ ورځ پرورځ زياتېږي چې دا پخپله هم د يوه بشپړيز انقلاب لپاره په ورو ورو لار هوارېدل دي.
هېڅکله مې خبره دا نه ده چې خلک دې فساد ته وهڅول شي؛ خو وايم چې که له حده واوخوته؛ نو غبرګون به يې د يوه اخلاقي انقلاب په بڼه وي؛ نو انسانان چې د خپلو ګناهونو په ناوړو عواقبو کې راګېر شول او سر يې په تيږه ولګېد او پوزې ته راورسېدل؛ نو د الهي مشر له اړخه به د داسې اصولو منلو ته چمتو شي.
اوس د امام مهدي په باب د عراق د نامتو عالم ارواښاد شهید سید محمد باقر صدر نظریات او د مهدي په باب یې د اتو پوښتونو په ځوابونو لګیا کېږو:
((پر مهدي ګروهه)) يوازې _ په ځانګړي ديني رنګ _ د يوه اسلامي باور ښوونکې نه ده؛ بلکې پردې سربېره، د بېلابېلو اديانونو د لارويانو هيله او د ګردو انسانانو په خټه کې اغږل شوې چې انسانيت ته به د ځمکې پر مخ يوه ((وعده کړاى شوې ورځ)) وي چې په رارسېدو به يې روستۍ موخه او د اسماني رسالتونو ستر مطلب پلى شي، که څه په لار کې يې لوړې ژورې، په ډېرو ستونزو وهل کېږي؛ خو بيا هم پاى يې بريا ده.
دغسې يوې ګاندې ته سترګې پر لارتوب، يوازې هغو اديانونو ته ورننووتى نه دى چې پر ((غيبو)) ګروهن دي؛ بلکې نور هم رانغاړي، ان هغه ښوونځي چې د غيبو نړۍ په سختۍ نفي کوي؛ لکه: په ديالتيک ماترياليزم کې چې تاريخ د تضادونو له مخې تفسيروي، داسې يوه ورځ اوڅار ده چې ټول تضادونه له منځه ځي، جوړجاړى او پخلاينه واکمنېږي.
په دې توګه وينو چې ددې احساس په باب چې بشري تاريخ کومه دنننۍ تجربه درلوده، تر نورو روحي تجربو خورا ډېره وه.
دين هم په عين حال کې چې دا همېشنی روحي احساس پياوړى کوي، پردې ګروهې ټينګار چې ((ځمکه لکه څنګه چې له ظالمه تر خولې راغلې، له نياوه به ډکه شي))؛ دې احساس ته واقعي ارزښت ورکړى، پردې ګروهې د ګروهنو اندیز لورى يې ((ګاندې ته په يوه ايمان)) وراړولى دى؟ دغسې يو ايمان، يوازې د زړه ډاډينې او زغم لامل نه؛ بلکې د يوې روحي سترې پانګې رادبروونکى دى چې د يوې تلپاتې دفاعي روحيې لاملېږي او له ظلم سره مبارزه -که څه پر ګردې نړۍ لاسبرى وي- تل شونې برېښوي؛ ځکه پر زړونو د هيلو داسې يوه رڼا غورځوي چې تل د بنيادم په روح کې، د نهيلۍ تيارې ورکوي او دې ګروهې ته يې راکاږي:
که دهشتناکې پېښې يو پر بل ور ډېرۍ شي او نړۍ د ظلم په تياور کې ورډوبه شي، بيا هم بايد په زړه کې د هيلو ډېوه بله وساتو او د عدالت پر لور ولاړ شو؛ ځکه ((د موعودې ورځې شتون)) راښيي چې عدالت، له ظلمه ډکې نړۍ سره د مخامخېدو وس لري او د ظلم بنسټونه، که څه غښتلي او جرړې يې ځغلولې وي، لړزولاى شي او پر ظلم ځپلې نړۍ ورلاسبرېږي. همدا راز، ددې حقيقت ښودونکى دى، چى ((ظلم به له ناچارۍ، وځپل شي، ان که څومره يې زور هم ډېر وي)).
په دې توګه به هر مظلوم او هر ظالم ځپلي ولس ته، يوه ستره هيله وربښي چې ځان د ټولنې د بنسټونو اړولو او بيارغاونې ته په تابيا کې کړي. داچې پر مهدي ګروهه، تر اسلام وړاندې اوږده مخينه لري؛ نو طبيعي ده چې اسلام ددې ګروهې ګردې هيلې او سترګې پر لارتوب رانغاړي.
او له داسې پياوړې فرهنګي اډانې برخمنه کړې چې د نړۍ بېوزليو کړاى شويو ((مستضعفينو)) ته يوه ستره روحي پانګه وي او د ګردو مظلومانو د احساساتو راپارولو او د عدل او نياو پر لور ورسيخولو ته يې له ډېرې پياوړتيا برخمن کړي؛ ځکه اسلام د مهدویت موضوع، د ((ذهن)) له چوکاټه د ((واقعياتو)) نړۍ ته راوړې او له ((ګاندې)) يې ((اوس)) ته رالېږدولې ده چې په لرې ناپېژاندې ګاندې کې چې کوم ژغورونکي ته سترګې نيول شوي، پر ځاى يې پر يوه داسې ژغورونکي ايمان ولري چې همدا اوس شته او د نورو منتظرينو په څېر، وعده کړاى شوې ورځې او هغو شرايطو ته سترګې پر لار دی چې نوموړي ته شونتيا ورکوي چې خپله ستره موخه پلي کړي.
نو ځکه دلته د مهدي موضوع، نه داسې يو چار ته سترګې پر لار کېناستل دي چې بايد وزېږي او نه يوه وړاندوينه ده چې بايد مصداق ته يې سترګې پر لار يو؛ بلکې يو ټينګ واقعيت او ټاکل شوى وګړى دى چې په خپله يې هم، د خپلو فعاليتونو د وخت را رسېدو ته سترګې نيولې او په موږ کې وسېږي، موږ ويني او موږ يې هم وينو، زموږ په دردونو، رنځونو، غم او خپګان کې ګډ دى او لرې او نژدې پر مظلومانو تېري او ځورونې يې ويني او هغې شېبې ته يې سترګې نيولي چې خپل پياوړي لاسونه مظلومانو ته وراوږده او د ظالمانو د واکمنۍ ټغر راټول کړي.
البته ددې سترګې په لار مشر، تقدير داسې دى چې ځان ښکاره نه کړي او سره له دې چې له نورو سره، وعده کړاى شوې شېبې ته انتظار کاږي، ځان ورښکاره نه کړي. په ډاګه ده، ددې اند اسلامي ځانګړنې، د ظلم ځپليو او منتظر ژغورونکي تر منځ شته واټن، لږ وي او تر منځ يې ګډ روحي احساس رادبره او د انتظار اوږد واټن لنډوي. که رانه وغوښتل شي چې مهدي د يوه ټاکلي انسان په نامه چې همدا اوس ژوندى دى، ومنو او ګروهن يو چې په څېر مو ژوند کوي او موعودې ورځ ته سترګې پر لار دى؛
په حقيقت کې دا ګروهه، موږ د ټولو ظلمونو د ور ايسته کولو اندې ته ورکاږي چې مهدي يې سمبول (او نښه) ده او همدا اوس د ظلم لرې کوونکي مشر په بڼه انځور شوى چې سترګې پر لار دى او لکه څنګه چې په احاديثو کې راغلي او داسې برېښي چې د هېڅ واکمن، واکمني يې منلې نه ده او ايمان پرې، هم د ظلم پر راپرځېدو ايمان دى او هم ورسره ملتيا او يو غاړه توب دى.
په احاديثو کې هم تل، ((فرج ته انتظار)) او د مهدي د راښکاره کېدو ته هڅونه او سپارښتنه شوې ده چې مؤمنان تل ورته سترګې پر لار وي او دا هڅونه د هماغه اروايي پيوستون پلي کول او له مشر سره يې د راښکاره کېدو د منتظرانو وجداني تړاو دى، دا تړاو يوازې په دې رادبرېږي چې مهدي همدا اوس يو انځور شوى انسان وګڼو.
وينو چې د ((مهدي انځورنه)) د ((مهدي د انتظار اند)) ته يو نوى خوځښت ورکوي او له نوې پياوړتيا يې برخمنوي. پر دې سربېره، هغه انسان چې د ظلم په لرې کولو لګيا دى او خپل منتظر مشر له خپلو کړاوونو او له ځان سره په تړاو بولي؛ نو د بې برخيتوب له امله د ور رسېدلو دردونو پر وړاندې يو ډول مقاومت احساسوي.
البته د ((مهدي انځور)) په عين حال کې ((مهدويت)) يو شمېر خلکو ته، په منفي ځانګړنو ښوول شوى او پوښتي:
که مهدي تر راښکاره کېدو ژوندی دی؛ نو څنګه یې اوږد ژوند منلای شو؛ او د طبیعي قوانینو پر خلاف- چې هر انسان زړوي- روغ رمټ پاتې شي؟ که واقع ویني غور وکړو؛ نو دغسې یو فرض محال نه دی؟!
او هم پوښتي:
سبحانه و تعالی خدای، د دغسې ځانګړي انسان په باب څه ټینګار لري چې په پار یې پر طبیعت واکمن قوانین لتاړ کړي او –ژوند یې اوږدوي او موعود ورځې ته یې ساتي- په یوه محال کار لګیا شوی دی؟ ایا بشري مېندې، د باکفایته مشرانو له زوکړې شنډې دي؟ ولې الله پاک موعود ورځ هغه مشر ته نه ور پرېږدي چې د هغې ورځې له سپېده داغ سره یو ځای، وزیږي او د خپلې زمانې له ګردو خلکو سره وپالل شي او خپله ونډه پای ته ورسوي؟ چې ځمکه یې پر مهال، له ظلم او تېرې ترخولې راغلې، له عدل او نیاوه ډکه کړي؟
دغسې پوښتي:
که «مهدي» د اهل بیتو د یولسم امام زوی پر ۲۵۵ س زیږېدلی او پلار یې هم پر ۲۶۰س مړ شوی دی؛ نو دا خو د پلار د وفات پر مهال یو کوچنی هلک و او جوته ده چې پینځکلنتوب داسې یو عمر نه دی چې پلار خپل زوی ته پوره اندیزه او دیني چمتوکېدنه ورکړای شي؛ نو دې وګړي څنګه لازمه وړتیا ترلاسه کړې چې ددین او پوهې په ډګر کې پر خپلې ونډې لګیا شي؟
پوښتي:
که دا مشر، د خلکو ژغورنې ته لازمه وړتیا لري؛ نو دا ګرد سره اوږد انتظار د څه لپاره دی؟ ایا دا ټولې نړیوالې پېښې، کړاوونه او رنځونه بس نه دي چې راښکاره کېدل یې د عدالت پلي کولو ته مناسب (او وړ) وبرېښوي؟
او هم وايي:
که فرضا، که ددغسې یو چار شونتیا ومنو؛ بیا څنګه د مهدي شتون پلی کېدونی ګڼلای شو؟ آیا انسان ددې فرضیه وو په سموالی –بې له دې چې یو ځپدنه علمي یا دیني دلیل راوړي- باورولای شي؟ او آیا د څو سمو یا نا سمو روایاتو روایت راه بسیا دي چې ددې فرضیې منلو ته مو اړ کړي؟
همدا راز پر موعود ورځې د مهدي د ونډې په هکله دا پوښتنه اوڅاریږي چې څنګه یو تن د نړۍ په ډګر کې دغسې ستر پرېکنده او انقلابي ونډه درلودای شي؟
«یو وګړی» که څه هم ستر وي په یوازې ځان تاریخ جوړولی نشي او نه یې یوه نوی پړاو ته وردننه کولای شي؛ ځکه د یوه تاریخي خوځښت آریز زڼي، یوازې د هغې ټولنې په عیني برخو او شتو تضادونو کې پالل کېږي او د وګړي عظمت هم له همدې زمینو او برخو سرچینه اخلي.
همدغسې پوښتي:
کوم اندیز دود دی چې له منځپانګې یې داسې لامل انځور کړای شو چې په «وګړي» د ظلم، سرزورۍ او سرغړاندۍ پر ضد ستر بدلون او ځپنده عدالت شونی وګڼي؛ په داسې حال کې چې ظالمان ښه ډېر زور لري او د نابودۍ هر ډول وزلې ورسره دي او په پوځي او سیاسي ډګر کې وحشتناک پراو ته ور رسېدلي دي؟
کله نا کله د ((مهدي)) په باب په ډول ډول بڼو تېرې پوښتنې اوڅارېږي. دا پوښتنې يوازې انديز اړخ نه لري؛ بلکې له روحي منشاء راولاړېږي چې بايد په دې نامه يې ونوموو: ((پر نړۍ د واکمنو واقعيتونو احساس)) او يا ((له بېخه انقلاب ته د فرصتونو کمزوري ګڼل)) او داچې دا ننګېرنې پر نړۍ د واکمنو واقعياتو له لوري راولاړېږي، د وخت په تېرېدو، دا پوښتنې هم يو په بل پسې کتارېږي او شکمني ډېروي، تردې چې د ماتې روحيه او کمزوري، کار تر دې رارسوي چې يو انسان په ډېرې سختۍ انځوروي چې نړۍ به يو مخې له ظالمه پاکه او پر ځاى به يې هر اړخيز نياو او عدالت پلى کړي او دا د انګېرنې سختوب لاملېږي چې انسان خپل زړه نازړه توب، د بيا ځلي پوښتنو په توګه راڅرګند کړي او د موضوع نفې ته يوه انګېزه شي.
اوس تېرې پوښتنې څېړو او د هر يو تر څنګ څو لنډې شېبې په اندنې او تفکر تمېږو.
د شپې تياره به لنډه شي !
اوسنۍاوضاع ته چې ګورو ظلمونه، جنايتونه، وژنې، جګړې، وينې تويېدنې، نړيوال اړپېچونه، او اخلاقي فسادونه ورځ تر ورځې زياتېږي؛ نو انسان له ځانه پوښتي: ايا دا وضع به همداسې دوام مومي او ددې جنګونو، اړپېچونو او فسادونو لمن به دومره پراخه شي چې بشري ټولنه به په يوې دايمي جګړې بوخته او له منځه به ولاړه شي ؟ که نه د خلاصون او سمونې لپاره هم هيله شته ؟
دې مهمې پوښتنې ته دوه ځوابونه شته: لومړى ځواب چې له بدوينانو او توکیز پالو له لوري مطرحېږي دادى چې د نړۍ راتلونکې تياره ده او په هر وخت کې د هر خطراحتمال شته؛ خو هغوى چې د اسماني اديانو پر بنسټونو ګروهه لري، په تېره مسلمانان او په مسلمانانو کې شيعيان، دې پوښتنې ته يو بل ځواب لري او وايې: د شپې دا تياره پاى ته رسېدونکى ده او د توحيد او هيلې سهار راتلونکى دى.
نړۍ د يوه سمونپال- مصلح پر تمه ده چې په يوه پاڅون به دنيا له حق او عدالته ډکه کړي.
تمه د رهبر يې شوه پيدا، پاتې په لار کې شو
اوس متوکل شو د مهدى په انتظار کې شو[3]
د مهدي په باب عراقي عالم شهيد محمد باقر صدر كتاب “بحث حول المهدى” او فارسي ژباړه يې امام مهدى حماسه اى از نور هم ډېر په زړه پورې دی، چې دادی پښتو ژباړه یې لولو یې:
۱ – د مهدي اوږد ژوند
دا پوښتنه او څار ده: ايا شونې ده چې يو انسان، په پېړيو پېړيو ژوندى وي چې وعده کړاى شوى مشر د دغسې يو عمر مصداق وګڼو؟ او ووايو چې اوس يې څه له پاسه 1179 کاله تېرېږي او د يوه معمولي انسان د ژوند څوارلس برابره یې عمر کړى دى!؟
په ځواب کې وايو چې ((امکان او شنوتيا))، په درېيو لاندې ماناوو کې يوه ورکوي:
1_ عملي امکان.
2_ علمي امکان.
3_ منتطقي يا فلسفي امکان.
له ((عملي امکان)) مطلب دادى چې يو چار تر دې بريده شونى برېښي چې د هر چا په وجود کې د رادبرېدو وړتيا درلوداى شي.
لکه د سمندرونو تل ته وررسېدل او سپوږمۍ ته ورتګ، هغه چارې دي چې نن يې ((عملي امکان)) موندلى دى.
له ((علمي امکانه)) مطلب دادى چې که څه يو چار د عملي امکان پړاو ته رسېدلى نه وي چې د اوسني تمدن په وزلو يې تر سره کولاى نشو؛ خو د پوهې په درشل کې کوم دليل ورته مونداى نشو چې ددې چار د کېدو امکان نفي کوي؛ لکه: د زهرې په ستوري کې د انسان ورکېوتل، د علم له ليدلوري يو ناشونى چار نه برېښي او د پېښېدو نفې ته يې کومه انګېزه نه لري؛ بلکې د پوهې اوسني دريځونه راښيي: که څه تر ننه دا هيله پوره شوې نه ده؛ خو د پېښېدو په امکان او شونتيا کې يې څه شک نشته؛ ځکه په زهره او سپوږمۍ کې د انسان د ورکېوتو ترمنځ يوازې يوه درجه واټن دى او د لارې له لرېوالي چې کومې ستونزې راولاړېږي، له علمي پلوه په زهره کې ورکېووتل، که څه په عمل کې يې امکان موندلى نه دى. اپوټه، له علمي پلوه، لمر ته ورتګ، ناشونى دى؛ ځکه پوهه او تجربه يې تصور ته کوم ځاى نلري چې مثلاً د داسې اغوستن او جامو اختراع شونې وبولو چې د انسان بدن د لمر د بټۍ پر وړاندې وساتي.
له فلسفي يا منطقي امکانه مطلب مو دا دى چې د عقل پر وړاندې د يوه چار _ يا د مخکېنيو تجربو او تېرو قوانينو په پامنيوي- د پېښېدو تصور ته څه خنډ او مانع ونه مومي چې ناشونى يې وبولي؛ لکه: منطقي امکان نلري چې درې مڼې په دوو مساوي برخو وويشو، بې له دې چې يوه يې نيمه کړو؛ ځکه عقل تر تجربې او عمل مخکې وايي چې ((درې)) يو ((طاق)) شمېر دى او کله هم جفتېږي نه؛ نو د عقل له مخې ناشونې ده چې درې مڼې په دوو مساوي برخو وويشو؛ ځکه په دوو مساوي برخو ويشل يې، ددې مستلزم دى چې ((درې په ان واحد کې، هم طاق وي او هم جفت))! او دا يو تناقض دى او ((تناقض يو منطقي محال دى))؛ خو اور ته د انسان وردانګل، بې له دې چې وسوځي او هم د لمر ټيکلي ته يې ورتګ، بې له دې چې د لمر تودوخه اغېز پرې وکړي، داسې يو چار نه دى چې د منطقي اړخ له پلوه محال وي؛ ځکه د هېڅ تناقص مستلزم نه دى.
که فرض کړو که ډېر تود جسم په لږ تود جسم اغېز ونکړي، تناقض له منځه تللى، که څه دا فرض زموږ د تېرو تجربو پر خلاف جوتوي چې:
د دوو بېلابېلو تودوخو درلودونکي جسمونه چې يو د بل ترڅنګ کېښوول شي؛ نو تر منځ يې تودوخين انډول رامنځته کېږي چې تودوخه يې يو رنګ شي؛ نوځکه مومو چې د منطقي امکان کړۍ تر علمي امکانه ارته او د علمي امکان کړۍ د عملي امکان تر کړۍ خورا ارته ده.
شک نشته چې له منطقي پلوه، انسان ته د زرګونوکلونو ژوند کول شته؛ ځکه دا له عقلي پلوه محال نه دى او په دې ډول فرضيو کې څه تناقض او ټکر نه ليدل کېږي؛ ځکه ((ژوندون)) يو مفهوم دى چې بېشکه (مرګ زود رس-) ژر رسېدونی ((مرګ)) نه رانغاړي. همدا راز جوته ده چې فعلاً اوږد ژوند، علمي امکان نلري، او سپوږمۍ او د سمندرونو تل ته د ورتلو په څېر نه دى چې په اوسنيو وزلو او علمي ازمېښتونو د انسان عمر سل ګونه کلونه پرې ورزيات کړو؛ خو له علمي ليدلوريو، مساله بل بڼه نيسي او بايد وويل شي چې نننۍ پوهه کوم دليل نه ويني چې له نظري پلوه د عمر د اوږدوالي شونتيا نفې کړي.
د اوږده عمر څېړنه، په واقع کې په هغه تفسير پورې تړاو لري چې د فيزيولوژي علم يې له ((زړښته)) لري. دا قانون چې: ((زړښت)) د انساني تنې پر غړيو او انساجو د يو واکمن طبيعي قانون زوکړه ده او اړینه ده چې د ودې روستي پړاو ته تر ورسېدو روسته تنه لږه لږه زړېږي، د ژوند د دوام لپاره د کارونې ډېر لږ وس لري، تر دې چې په يوه ټاکلې موده کې له کاره ولوېږي؛ نو ايا دا د هغه بدن په باب چې له هر ډول بهرنۍ اغېزې خوندي شوې هم صادق دى؟ يا داچې د بدن زړښت له بهرنيو لاملونو_ لکه بدن ته د ورننووتو ميکربونو- سره د جګړې پايله ده؟
دا يوه پوښتنه ده چې اوسنى علم يې له ځانه پوښتي او په ځوابولو کې يې هم زيار کاږي. ددې زمانې د علمي پوهېدنو په کړۍ کې، دې پوښتنې ته ډول ډول ځوابونه ورکړاى شوي دي: که زړښت او کمزوري، له ټاکليو بهرني عواملو سره د بدن د مبارزې پايله او ترې اغېز منېدل وي، له نظري اړخ امکان لري چې د بدن انساج له ټاکليو او ورباندې اغېزمنو لاملونو خوندي وساتو چې د انسان ژوند اوږد شي؛ خو که له بل ليدلوري يې وڅېړو، دې پايلې ته رسوو چې زړښت يو طبيعي قانون دى او هر ژوندي غړي، په ځان کې، د حتمي نېستۍ لامل رانغښتى چې د وخت د تېرېدو له امله يې هرومرو د کمزورۍ او مرګ پړاو ته وررسوي. خو په دې ليدلوري کتل هم مستلزم نه دي چې په دې طبيعي قانون کې هېڅ ډول انعطاف رانشي؛ بلکې که همدغسې يو قانون مسلم او جوت و انګېرل شي، بيا هم انعطاف منونکى قانون دى؛ ځکه هم موږ په خپل عادي ژوند کې وينو او هم يې پوهان په خپلو علمي ازمېښتونو کې مشاهده کوي چې: زړښت يو فيزيولوژيکي ښکارنده ده او په ((وخت)) پورې څه تړاو نه لري، کله ژر رارسي او کله په ډېر ځنډ، تر دې چې ځينې بوډاګان وينو چې د بدن پر غړيو يې د زړښت نښې راښکاره شوې نه دي او له نرمۍ ښېرازۍ، او تازه توبه برخمن دي.
طبيبان او متخصصان هم ددې قانون په انعطاف منلو څرګندنه لري، ان ځينو علمي ګټنه ترې کړې او د يو شمېر ژويو ژوند يې د دوى د طبيعي عمر سل ګرايه ورزيات کړى دى[4]. دوى په سترو لاس ته راوړنو، د طبيعي زړښت قانون مات کړى، له علمي پلوه يې څرګنده کړې چې د زړښت ځندول يا د ټاکليو عواملو چمتو کول، د علم له نظره يو شونى چار دى او که د انسان په باب اوسنۍ پوهه دا کړلار پلي کولاى نشي، يوازېنى دليل يې دا دى چې تر څارويو د انسان په هکله ډېرې ستونزې شته.
نو ځکه علم په خپلو دريځونو راښيي چې له نظري اړخ، د انسان عمر اوږدېدو ته د نفې کوم دليل نه لري، که په هر ليد لوري ورته ووينو چې مخکې اشاره ورته وشوه.
د تېرو وينو په رڼا کې، د ((مهدي عمر)) په باب څېړنه کړاى او په اړه يې پوښتنې ځوابولاى شو. داچې د اوږده عمر علمي او منطقي شونتيا نغوته، مشخصه او په ګوته شوه او و مو مونده چې علم هم، په هغې لار کې دى چې دا نظري امکان پر علمي امکان بدلوي؛ نو هېښتيا ته يې بله هېڅ انګېزه نه پاتېږي؛ خو داچې د ((مهدي پر پوهه)) شکمن شو او د بشري پوهې پر کاروان، د مهدي د پوهې ورمخکې کېدل لرې وګڼو!
که دا مسئله اوڅاروي چې ددې مشر د ساتنې په پار، اسلام څنګه پر پوهې ور وړاندې شوى؟ ځواب ته يې پکار دي چې: دا يوازېنی ځاى نه دى چې اسلام د علم له حرکته وړاندې شوى وي، ايا د اسلامي شريعت ټولګه، تر علم او د انساني اندونو له طبيعي تحولاتو ورمخکې شوې نه ده؟ ايا اسلام د سمې واکمنۍ په باب داسې کړلارې راوړاندې نکړې چې انسانانو په خپل خپلواک حرکت کې تر سل ګونو کلونو روسته هغو کړلارو ته د ورسېدو وړتيا ومونده؟ ايا داسې ټينګ او حکيم قوانين يې را نه وړل چې انسان يوازې په روستيو کلونو کې د ځينو په راز او فلسفه يې پوه شول؟
ايا پېغمبر (ص) د پيدايښت ځينې رازونه راونه سپړل؟ هغه رازونه چې د چا په خاطر کې تېر شوي نه وو او د علم تر تکاملي بهير روسته جوت شول؟ که دا ټول منو؛ نو څنګه متعال خداى او د اسلامي شريعت رالېږونکي ته ستونزمنه ګڼو چې مهدي د زمانې پر پوهې ورمخکې کړي؟
موږ دلته د خپل استدلال لپاره پر علم، د اسلام د هغې برخې ورمخکې کېدنې راوړې چې نېغ نېغ پرې پوهېږو. شونې ده چې نورې بېلګې پرې هم ورزياتې کړو چې د علم تکاملي بهير ور رسېدلى نه دى؛ لکه خداى خبر کړي يو چې خپل پېغمبر یې په يوه شپه کې له ((کعبې)) تر ((اقصى)) جوماته ولېږداوه، که دا لېږد د طبيعي قوانينو په پولو کې وڅېړو، پر طبيعت له واکمنو قوانينو ګټنه اخستل دي، داسې چې علم يې تر اوسه، ځانګړنو ته لار موندلې نه ده او په سلګونه کلونه پکار دي چې څرنګوالى يې رابربنډ شي. دا خدايي خبر چې پېغمبر (ص) ته د برښنا ډولي حرکت د قدرت ورکړه يادوي.
پر هماغه بنسټ ده چې د پېغمبر روستي ټاکل شوي ځايناستي ته، مخکې تر دې چې علم دغسې هيلې ته د عمل جامې ورو واغوندي، اوږد ژوند ورپېرزو کړي.
خداى تعالى چې مهدي منتظر ته کوم اوږد عمر ورکړى؛ نو دا د اوسنۍ پوهې په رڼا کې او خلک چې له کومو پولو سره روږدي دي، يو هېښنده چار وربريښي؛ خو ايا دا مشر چې په نړۍ کې د عدالت راوستو لپاره کوم رغنده ونډه لوبوي. دا څه هېښنده چار نه دى؟ او چې نړۍ د نوي تمدن له مخې جوړوي، دا يې څه ستره ونډه نه ده؟ نو ولې له وسې مو هاخوا ددې ستر ماموريت له سريزو- لکه اوږد عمر يې- هېښېږو؟
ځکه ددې سريزو ځانګړې هېښتيا، د هغه سترې ونډې تر لوبولو ډېر هېښنده نه ده چې مهدي موعود به يې تر سره کړي.
اوس که وبولو چې په بشري تاريخ کې دغسې ايکي يو رسالت تر سره کېږي او حال داچې په تېر تاريخ کې يې سارى نه وينو؛ نو ولې يې د عمر اوږدوالى په دې پلمه ونه منو؟ چې په عادي ژوند کې يې بېلګه نشته؟ ښايي دا يوازې يو تصادف نه وي چې په انساني تاريخ کې يوازې دوه تنه مامور وي چې انساني تمدن له فساده پاک او بيا يې ورغوي او د دواړو عمرونه دومره اوږده شي چې د يوه معمولي سړي څو ګرايه عمر وکړي! (( حضرت نوح علیه السلام )) يې لومړى و چې په تېرو کې يې دا ونډه ولوبوله او د قرآن په وينا په خپل ولس کې نهه سوه او پنځوس کاله وسېده او برخليک يې دا و چې په توپان پسې يې د نړۍ تمدن له سره پيل کړ او بل يې مهدي دى چې په ګانده کې به خپله ونډه تر سره کوي او تر اوسه له زرو کلونو ور ډېر په خپل ولس کې وسېږي.
او داسې مقدره شوې چې په موعوده ورځ به نړۍ بيارغوي؛ نو څرنګه د ((حضرت نوح علیه السلام)) پر اوږد عمر باوري يو او د مهدي اوږد عمر نه منو؟
¯¯¯
ځينې د امام مهدي د ژوند او غيبت په باب نيوكې كوي؛ خو ددې په ځواب كې د اهل بيتو د مكتب عالمان وايي چې دا د خداى تعالى له معجزو ځنې ده چې د هغه عمر يې دومره اوږد كړى او كه بيا ووايي چې معجزې يوازې په پېغمبرانو پورې اړوندې دي؛ نو ددې په ځواب كې وايو چې تاسې كوم شرعي دليل نه لرئ چې ګنې د پېغمبر اكرم صلى الله عليه و آله سلم تر وفات روسته معجزې بس شوي دي او معجزې كله هم يوازې په پېغمبرانو پورې اړوند نه دي؛ ځكه “اهل كهف” پېغمبران نه وو او ان د “ابليس” تر قيامته (يا الى يوم الوقت معلوم) يا يو معلوم وخته اوږد عمر دا هم يوه معجزه ده.
كه لاندې دلايلو ته غوږ شوو؛ نو ددې مسالې د سپيناوي لپاره به ډېره لاره اواره شي او هغه داچې:
1- سل كاله روسته د حضرت عزير او د هغه د سپرلۍ د څاروي راژوندي كېدل.
((أَوْ كَالَّذِي مَرَّ علي قَرْيَةٍ وَهِيَ خَاوِيَةٌ علي عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىَ يُحْيِي هََذِهِ اللّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا فَأَمَاتَهُ اللّهُ مِئَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالَ بَل لَّبِثْتَ مِئَةَ عَامٍ فَانظُرْ إِلَى طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ وَانظُرْ إِلَى حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِّلنَّاسِ وَانظُرْ إِلَى العِظَامِ كَيْفَ نُنشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللّهَ علي كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ(بقره/۲۵۹): يا خو د هغه سړي غوندې چې پر يوه (ړنګ) كلي تېرېده چې چتونه يې پر بل مخ نسكور شوي وو، (او د اوسېدونكيو تنې او هډوكي يې هره خوا پراته وو، له ځان سره يې) وويل: (( خداى به دوى څنګه ترمرګ روسته بېرته را ژوندي كوي ؟)) (؛ نو پر دې وخت) خداى هغه سل كاله مړ كړ، بيا يې راژوندى كړ او ورته يې وويل: (( څومره وخت پروت وې ؟)) و يې ويل: (( يوه ورځ يا د يوې ورځې يوه برخه.)) ورته يې وويل: (( نه؛ بلكې سل كاله درباندې تېر شوې دي ! اوس دې (درسره) خوړو څښو ته وګوره ( چې د كلونو په تېرېدو سره ) هېڅ ډول بدلون پكې ندى راغلى ! ( هغه خداى چې ورستېدونکي څيزونه دومره موده روغ ساتى؛ نو پر هرڅه قادر دى ) بلخوا خپل خره ته دې وګوره ( چې ان هډوكي يې هم وراسته شوي دي او دا ستا دويم ځل را ژوندي كېدل ستا د ډاډ لپاره وو او هم) دا چې تا (د معادپه باب) خلكو ته نښه كړم. (اوس) دې (د خپل خره) هډوكيو ته وګوره چې څنګه يې راخوځوو، په غوښه او پوټكي يې پټوو!)) چې كله ورته دا (حقايق) په ډاګه شول، و يې ويل: (( (اوس) پوهېږم چې خداى پر هرڅه واکمن دى.))
2- د حضرت عيسى عليه السلام په لاس د مرغه جوړېدل.
((إِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعلي وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي وَتُبْرِئُ الأَكْمَهَ وَالأَبْرَصَ بِإِذْنِي وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوتَى بِإِذْنِي وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَنكَ إِذْ جِئْتَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ إِنْ هَذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِينٌ(مايده/۱۱۰): (دريادكړه) چې كله خداى، عيسى د مريمې زوى ته وويل: ((پر تا او مور دې زما نعمت درياد کړه! ما په (( روح القدس: سپېڅلي روح )) ستا مرسته وكړه چې په زانګو(او پوره عمركې دې ) له خلكو سره خبرې كولې، ما تا ته كتاب، حكمت، تورات او انجيل دروښوول، تا زما په حكم له خټې د مرغۍ (جوسه) جوړوله او په هغې كې دې پوكى كاوه او جوسه به زماپه حكم مرغۍ شوه، تا زما په امر مور زېږي ړانده او د برګي (پيس) ناروغان روغول او زما په امر دې مړي (هم) راژوندي كول او چې کله بني اسراييلو ته له څرګندو دلايلو سره ورغلې، ما ته د هغوى له زيان رسونې وژغورلې؛ نو له هغوى دحق منكرانو (كافرانو) وويل: (( دا خو ښكاره كوډې دي.))
مسلمان ګروهن دی او نه حیرانېږي چې عيسى عليه السلام بې له نطفې يا بې پلاره زيږېدلى او تر اوسه ژوندى او مړ شوى نه دى او ځمكې ته به راځي.
3- له 309 كالو روسته د (اصحاب كهف) بېرته راژوندي كېدل.
((وَلَبِثُوا فِي كَهْفِهِمْ ثَلَاثَ مِائَةٍ سِنِينَ وَازْدَادُوا تِسْعًا(کهف/۲۵): او هغوى پخپله سمڅه كې درې سوه كاله پاتې شول او نهه كاله يې [ پرې نورهم ] ور زيات كړي دي.))؟
4- نوح عليه السلام 950 كاله په خپل قوم كې و او هغوى یې خداى ته رابلل.
((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّاخَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ(عنکبوت/۱۴): او په رښتيا موږ نوح د هغه قوم ته [په رسالت] ولېږه؛ نوح د هغوى په منځ کې نهه سوه او پنځوس كاله تېر کړل؛ خو په پاى كې (د خپل ظلم له امله) توپان اونېز لاندې کړل، حال دا چې دوى [مشرک] ظالمان ول.))
5- مؤمن له دې نه حیرانېږي چې سيند، موسى عليه السلام ته دوه پړقه كېږي او بني اسرائيل ترې تېرېږي، بې له دې چې لامده شي، د موسى عليه السلام کونټۍ مار كېږي چې دا ټول د پروردګار معجزې دي.
6- مؤمن ګروهن دى چې حضرت سليمان علیه السلام له الوتونكيو، پيريانو او مېږو سره خبرې كولې او ماڼۍ يې پر باد جوړه كړې وه او د بلقيس تخت يې د سترګو په رپ كې حاضر كړ.
7- مسلمان، قرآن كريم مني او نه حیرانېږي چې حضرت ابراهيم عليه السلام يو مرغه ټوټه ټوټه كوي او هره ټوټه د يوه غر له پاسه ږدي، بيا يې ټوټو ته وايي چې بېرته راشئ او د هماغه مرغه په څېر ورته راځي.
او له دې هم نه حیرانېږي چې اور سوړ او ناسوځى شي چې ابراهيم عليه السلام ته زيان و نه رسوي؛ ځكه خداى ورته ويلي: اى اوره! سوړ شه او ابراهيم ته زيان و نه رسوې.
8- مسلمان ايمان لري او له دې نه حیرانېږي چې ابليس، تر اوسه ژوندى او مړ شوى نه دى، حال دا چې له آدم عليه السلام نه ړومبى پيدا شوى دى او د بشريت له كاروان سره له پيله تر پايه پورې د يوه معلوم وخت لپاره، ژوندى دى؛ خو له سترګو پټ دى او خلك كله هم هغه نه ويني، كه څه بد كړه وړه يې ويني؛ خو هغه او خپلوان يې ټول خلك ويني.
په پاى كې وايو چې مسلمان پر دې ټولو ويل شويو شيانو ايمان لري او ددې پېښېدل له خدايه لري نه ګڼي؛ نو دغسې د حضرت مهدى د شتون او د پروردګار د ځانګړي حكمت له مخې د يو وخت لپاره د هغه غيبت او له سترګو پټېدو ته هم نه حیرانېږي او هغه ناشونى محال نه ګڼي.
بلخوا په مسلمانانو كې (امامیه شیعه) فرقه، ځان د ((ثقلينو حديث)) پيروان بولي او په دې حديث كې د اهل بيتو د امامانو پر پېژندنې او لاروى یې ټينګار شوى دى؛ نو دا به ښه وي چې اسلامي نورې فرقې د امام مهدي په اړه د ((اماميه شيعه وو)) سرچینو، تاريخ او فرهنګ ته مراجعه وكړي او د مهدي په اړه لا ګټور معلومات تر ګوتو كړي او څه چې له ورايه ترې پوهېداى شو، هغه داچې دوى د خپلو امامانو ډېر تعظيم او درناوى كوي، د هغوى قبرونه يې ښكلي كړي او زيارت يې پر ځان لازم بولي؛ نو كه دولسم امام (امام مهدى) له نړۍ سترګې پټې كړې واى؛ نو قطعاً به يې يو مشهور قبر درلودلای او دوى به ورتلل او دوى ته دا هم ممكن و چې د هغه پر بېرته ګرځېدو او رجعت باندې ايمان درلودلاى، ځكه هغوى وايي چې د قرآني دلایلو له مخې په رجعت هم ګروهن يو. (ښه ځير شئ)
د امام مهدى په اړه يوه بله څرګندونه دا ده چې ځينې وايي دا څنګه شونې ده چې هغه په وړوكتوب كې د امامت مقام ته رسېدلى؟ ددې په ځواب كې وايو، لكه څنګه چې مخكې مو ځينو معجزو او څرګندونو ته اشاره وكړه؛ نو دا هم د حكيم او عليم خداى يوه معجزه ده چې په وړوكتوب كې يې ورته د امامت مرتبه وركړه، بلكې تر دې مهمه معجزه هم شته او هغه داچې خداى تعالى، عيسى عليه السلام ته په زانګو كې د نبوت مقام وركړ.
((فَأَشَارَتْ إِلَيْهِ قَالُوا كَيْفَ نُكَلِّمُ مَن كَانَ فِي الْمَهْدِ صَبِيًّا(مريم/۲۹): مرېمې هغه (عيسى) ته اشاره وكړه؛ خلكو وويل: (( موږ د زانګو له ماشوم سره څنګه خبرې وكړو؟! ))
((قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا(مريم/۳۰): (ناڅاپه عيسى په خبرو شو او) ويې ويل: (( په رښتيا زه د خداى بنده يم، ماته يې (اسماني) كتاب راكړى دى او پېغمبر كړى يې يم.))
همداراز يحيى عليه السلام ته يې په وړوكتوب كې د نبوت مقام وركړى و.
((يَا يَحْيَى خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ وَآتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا( مريم/۱۲): يحيى!(د خداى) كتاب ټينګ ونيسه او موږ ورته په کوچنيوالي كې حکمت [(دنبوت) فرمان (او كافي عقل)] وركړ.))
او كه وويل شي چې دا معجزې په پېغمبرانو پورې ځانګړې دي؛ نو په ځواب كې وايو چې هېڅ شرعي دليل نشته چې د پېغمبراكرم صلى الله عليه و آله وسلم تر وفات روسته به معجزې بندې شوې وي او بلخوا معجزې يوازې په پېغمبرانو پورې اړوند نه دي (تېرې بېلګې وګورﺉ)
د امام مهدى مقام او منزلت دومره اوچت دى چې عيسى عليه السلام به ورپسې اقتدا او لمونځ كوي او عیسی علیه السلام هغه پېغمبر دی چې په وړوكتوب كې خداى دې مقام ته رسولاى و.
خداى تعالى په مهدى، خپل دين پر نورو اديانو برلاسوي، خداى تعالى پرې خپله رڼا بشپړوي، له ګردې نړۍ د شرك جرړې راباسي او د كفر تيارې به رڼا كوي، د عدل نړيوال حكومت پرې جوړوي او هغه چې د هر انسان او مسلمان په زړه كې د يوې «ارماني نړيوالې ټولنې» جوړول دي، هغه پرې انځوروي؛ ځكه يهود او نصارا هم پر يو نړيوال سمونپال او سوله من باندې ګروهن دي چې راځي به او له نړۍ څخه به د سر و فساد جرړې او د جګړو ټغر راټولوي.
د امام مهدى په واكمنۍ كې به طبقاتي فاصلې (پوړیز واټنونه) يو مخې له منځه ځي او ټول خلك به د خداى تعالى له نعمتونو ځنې په يوه اندازه برخمنېږي او د ځمكې پر مخ به نشتمن نه وي.
د سني او شيعه تر منځ د امام مهدى په اړه كوم بنسټيز اختلاف نشته، ټول مسلمانان يې پر راتګ ګروهن دي. ځينې د زوكړې له لارې او ځينې يې تر غيب روسته، راښكاره كېدو له لارې؛ نو امام مهدى يوه خيالي اسطوره نه ده چې ګنې ځينو د خپلو ګروهو د مخونې یا توجيه لپاره راتوږلې؛ بلكې حقيقي انسان دى چې د انسانيت ستر مشر د اسلام پېغمبر صلى الله عليه و آله وسلم یې د راتګ زېرى راكړى؛ نو راځئ چې د مسلمانانو د عزت او بريا لپاره ټول دعا وكړو چې لويه خدايه! د امام مهدى په راښكاره كېدو كې بيړه وكړه او موږ له داسې ذلت او خوارۍ وژغوره چې همدا اوس پرې اخته یو، هېواد مو له لسېزو راهیسې د جګړو په لمبو کې سوځي، ته راباندې ولورېږه او د مهدی راتګ ته مو په ټاټوبي کې لار هوراه کړه!
خدايه! مسلمانان په خير او تقوى كې يو له بل سره مرستندوى ولرې، ليكې يې ټينګې، په زړونو كې يې مينه او الفت واچوې او فساد ترې لرې كړې.
اللَّهُمَّ کُنْ لِوَلِیِّکَ الحُجَهِ بنِ الحَسَن صَلَواتُکَ علَیهِ و عَلی آبائِهِ فِی هَذِهِ السَّاعَهِ وَ فِی کُلِّ سَاعَهٍ وَلِیّاً وَ حَافِظاً وَ قَائِداً وَ نَاصِراً وَ دَلِیلًا وَ عَیْناًحَتَّى تُسْکِنَهُ أَرْضَکَ طَوْعاً وَ تُمَتعَهُ فِیهَا طَوِیلا
خدايه! پر محمد او آل محمد صلى الله عليه و آله وسلم باندې دې درود او صلوات وي، د مهدي په راښكاره كېدو كې بيړه وكړه او موږ یې ملګري او ملاتړي كړه. و اخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمين.
حضرت حذيفه رضى الله تعالى عنه روايت كړي چې پېغمبراكرم صلى الله عليه و آله وسلم ويلي: ((كه د نړۍ له عمر ځنې يوه ورځ هم پاتې شي، خداى به هغه ورځ دومره اوږده كړي، څو زما له زامنو يو تن چې نوم به يې زما نوم وي راښكاره كړي.)) سلمان رضى الله تعالى عنه وپوښتل؟ اى رسول الله صلى الله عليه و آله وسلم! ستا له كومو زامنو ځنې به وي؟ آنحضرت (ص) د حسين پر سر لاس كېښود او ويې ويل: له دې زوى مې[5].
علي بن هلالي له خپل پلاره روايتوي چې ويلي يې دي:
پېغمبر اكرم (ص) ناروغ و او ورغلو چې له هماغې ناروغۍ وفات شو، ومې ليده چې فاطمه يې پر بالښت ناسته وه او ژړل يې، تر دې چې اواز يې لوړ شو، آنحضرت (ص) ورته وكتل تر دې چې ويې ويل: ((فاطمې! پر هغه خداى قسم چې زه يې مبعوث كړى يم، ددې امت مهدى ستا له حسين ځنې دى…[6]))
په ((الجمع بين الصحاح الستة)) كتاب كې له ابي اسحاق څخه روايت شوي چې ويلي يې دي: حال دا چې علي خپل زوى حسين ته ليدل، و یې ويل: دا زوى مې ستاسې سيد او ښاغلى دى؛ لكه څنګه چې پېغمبر(ص) پرې نوم اېښى؛ نو ژر به دده له تومنې (صُلب) يو تن راووځي چې ستاسې د پېغمبر همنامى به وي، څېره او قيافه به يې هم ستاسې پېغمبر ته ورته وي، خو خُلق به يې ورته نه وي، ځمكه به له عدل ډكه كړي.كه په دې نړۍ كې يوه ورځ هم پاتې وي؛ نو خداى پاك به دا ورځ دومره اوږده كړي چې له اهل بيتو مې يو راپاڅي چې نوم به يې زما نوم وي او د پلار نوم يې زما د پلار نوم وي[7].
محمد بن طلحه شافعي(رح)، ددې حديث (اسمه اسمى و اسم ابيه اسم ابى) په توضيع كې وايي: كه وويل شي چې د مهدي د پلار نوم د پېغمبر صلى الله عليه و آله وسلم د پلار له نوم سره اړخ نه لګوي؛ نو زه په دوو سريزو ځواب وركوم.
لومړى: په عربانو كې د (اب) لفظ د (نیکه- جد) پر ځاى استعمالېږي؛ لكه خداى تعالى چې په قرآن مجيد كې وايي:
(مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ) او د يوسف عليه السلام له ژبې (وينا) حكايتوي چې و يې ويل (وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَآئِي إِبْرَاهِيمَ) او په حديث كې راغلي چې د معراج پر شپه جبرائيل، پېغمبراکرم (ص) ته وویل: دا ستا پلار، ابراهيم دى.
دويم: د ((اسم)) كلمه پر ((كنيه)) او ((صفت)) هم اطلاق مومي؛ لكه چې امام بخاري او امام مسلم روايت كړي چې پېغمبر اکرم (ص) پر علي باندې ((ابوتراب)) كېښود او د علي هم تر نورو نومونو، همدا نوم ډېر ښه راته! نو له همدې لامله، داچې امام مهدي د امام حسين له اولادې او تومنې دى؛ نو پېغمبر اکرم (ص) په دې لنډه جمله، همدې مانا ته اشاره كړې، ځكه د امام حسين كنيه ((ابوعبدالله)) دى او د پېغمبر اکرم (ص) د پلار نوم هم عبدالله و.
مجلسي د بحار الانوار په (51 /103) كې ليكي: يو اوسني عالم په دې اړه داسې مخونه یا توجيه كړې، د امام حسن عسكري كنيه ((ابومحمد)) او عبدالله د پېغمبراکرم پلار هم ((ابومحمد)) و او كنيه هم د ((اسم)) تر عنوان لاندې راځي؛ خو په ظاهره داده چې ((ابى)) د ((ابنى)) تصحیف دى.
۲- د اوږده عمر معجزه
و مو مونده چې له علمي ليدلوري اوږد ژوند شونى دى. اوس تېر استدلالونه ناليدلي ګڼو او انګېرو چې له علمي ليدلوري، اوږد عمر، ناشونى ښکاري او زړښت، يو پرېکنده قانون دى چې بشر نه نن او نه سبا ورلاسبرېداى نشي؛ خو له دې فرضه ايا بې له دې بله پايله اخستى شو چې (د نوح او مهدي په څېر) سل کلن عمرونه له طبيعي قوانينو سره -چې علم په وزلو، ازمېښتونو او استقرا جوت کړى- نا همغږي دي؟ په دې بڼه کې، اوږد عمر، يوه ((معجزه)) ګنل کېږي چې په يوه ټاکلي حالت کې، يو طبيعي قانون له اغېز غورځوي، چې د اسماني پيغامونو د پاسوال ژوند له نابودۍ وژغوري او دا معجزه د مسلمانانو په ګروهو کې- چې له قران او سنتو راولاړه شوې- نه په خپل ډول کې استثنايي ده اونه هېښنده.
ځکه د زړښت قانون، تر تودوخين قانونه[8] ډېر پرېکندتوب نه لري. حال داچې دا قانون د ابراهيم (ع) ژغورنې ته له اغېز پرېوت؛ هغه مهال يې چې ابراهيم (ع) په اور کې وغورځاوه، د مخنيوي يوازېنۍ لار يې، ددې قانون په ټپه درول و؛ نو اور ته وويل شو: ((پر ابراهيم سوړ او سلامت شه!)) او هغه څنګه چې روغ رمټ په اور کې لوېدلى و، سلامت ترې راووت او څه زيان ور و نه رسېد! بې له دې پر ځمکه د خداى د حجتونو ملاتړ ته نور ډېر قوانين له کاره لوېدلي دي:
سيند موسى (ع) ته څيرې شو، روميان په اشتباه کې شول او وانګېرل يې چې عيسى (ع) يې نيولى دى، حال داچې نيولى يې نه و، محمد (ص) د قريشو له محاصرې راووت او چا و نه ليد؛ ځکه خداى غوښتل، پېغمبر د هغوى له سترګو پټ کړي.
دا هر يو، د يوه طبيعي قانون له کاره لوېدل راښيي چې له هغه وګړي ملاتړ وشي چې الهي حکمت يې ساتنه پکار ګڼلې ده. اوس ددې مسالې کوم ځاى ستونزه لري چې د زړښت قانون يې هم يوه بېلګه وي؟
له تېرو وينو يوه ټوليزه پايله اخلو:
که د کار غځېدا او د رغنده ونډې لوبولو لپاره، د کوم الهي حجت ساتنه اړينه وي؛ نو الهي لورنې دخالت کوي او ساتنې ته يې يو طبيعي قانون په ټپه دروي او اپوټه، که د ماموريت موده يې پوره شوي او ټاکلې الهي دنده يې تر سره کړي وي، د ژوند له طبيعي قوانينو سره په همغږۍ، له مړينې سره مخېږي او يا شهيدېږي.
دلته دا پوښتنه راولاړېږي: څنګه يو طبيعي قانون، له کاره لوېږي؟ او څنګه د طبيعي ښکارندو ترمنځ همغږي شلېږي؟ ايا دا ګروهه له هغې پوهې سره ناسازګاره نه ده چې په ازمېښتونو يې رابرسېره کړي چې د طبيعت د ښکارندو تر منځ منطقي تړاو او پيوند شته؟
په ځواب کې وايو: پخپله پوهه او علم ((د طبيعي قوانينو له اړین والي)) يو ګام پر څټ شوى او په دې چار يې پورته پوښتنه ځواب کړې ده.
علم- د ازمېښت او مشاهدې پر بنسټ- طبيعي قوانين رابرسېروي، او تر ډول ډول تجربو روسته د دوو ښکارندو په پيوندولو کې يې خپلمنځي اړيکه د يو طبيعي قانون په توګه اعلانوي او وايي: که ړومبۍ ښکارنده پېښه شي؛ نو ورپسې بله يې هم رادبرېږي؛ خو هېڅکله د يوه طبيعي قانون په څرګندولو کې، په يوه لازمي پيوند چې له ذاته يې راولاړ شوى وي، ګروهن نه دى؛ ځکه ((لازمي توب)) يو پټ حالت دى چې په ازمېښتونو او علمي څېړنو يې حتمي شمېرلاى نشو، له همدې امله د اوسنۍ پوهې منطق (سول، ) ټينګار کوي چې هر طبيعي قانون، په هر ډول چې علم ته ورپېژندل شوى وي، د يوه لازمی پيوند ښودونکی نه دى؛ بلکې همېشنۍ مقار نه دوه ښکارندې رادبره کوي[9].
نو که يوه معجزه وشي او د دوو ښکارندو ترمنځ طبيعي پيوند وشلېږي؛ نو د يو پيوند شلېدل، پکار نه دي.
په رښتيا د نوې پوهې په منطق کې، په ديني مفهوم ((معجزه)) تر تېر وخت ښه راځلېږي او پرې پوهېداى شو او د ((مدرسې اصحابو[10])) چې ښکارنده يې د علت او معلول په تړاو څېړله، تر پوهېدنو يې پراخ او څار کړه.
د مخکېنيو له پوهېدنو تر لاسه کېږي، که همېشه دوه ښکارندې يو په بل پسې پېښې شي؛ نو ترمنځ تړاو او پيوند يې يو لازمي پيوند دى او له لازمي توبه مراد دادى چې دا دوه ښکارندې يو له بله جلا کېداى نشي؛ خو د اوسني پېر د پوهې په منطق کې دې لازمي او اړین پيوند، خپل ځاى د ((مقارنې دود)) ته ور پرېښى، بې له دې چې د دواړو ښکارندو ترمنځ لازمي پيوند، پکار چار وګڼل شي. په دې تفسير، معجزه، په هغه همېشنۍ مقارنه کې، يو استثنايي حالت شمېرل کېږي او له کوم منطقي لازمي توب سره هم نه لاس وګرېوانېږي چې ناشونى وبرېښي.
که د اوسني پېر له ليدلوري ووينو او د استقرا منطقي بنسټونه وڅېړو مومو چې: ((استقرا د دوو ښکارندو تر منځ پر حتمي پيوند کوم دليل نه دى))؛ بلکې ترمنځ يې پر همېنشي ارتباط يوازېنى دليل دى، هغه ارتباط او همېشنى پيوند چې د الهي حکمت له مخې د دواړو ښکارندو ترمنځ رادبره شوى دى[11]. په بله وينا، د پيدايښت د نظام حکمت ايجاب کړى چې د ټاکليو ښکارندو ترمنځ، په همېشني ډول، پيوند او مقارنه شتون ولري او همدا حکمت دى چې کله ناکله ((شلون)) ايجابوي او خداى د يوه طبيعي قانون د جوړوونکيو پيوندونو په حکيمانه شلون سره استثنايي وضع رامنځته کوي او يوه معجزه رادبره کوي.
¯¯¯
۳- د اوږده عمر او غيبت يو راز
دويمه پوښتنه داده چې: ولې خداى د ((مهدي)) په اړه دومره ټينګار کوي چې په پار يې د طبيعت قوانين ورځنډولي چې عمر يې اوږد شي؟ ولې د وعده کړاى شوې ورځې مشري داسې يو وګړي ته نه ورپرېږدي چې ګانده يې له څېرې پرده لرې کړي او په ټولنه کې شته لارې چارې يې وړ او تکړه کړي او ډګر ته يې راوباسي چې په عدل-نیاو خپرونه کې خپله ونډه ولوبوي؟ او لنډه داچې د مهدي د اوږده غيبت ګټه څه ده؟
ډېرى د ((غيبت فلسفه او د عمر اږدوالى)) پوښتي او البته پر غيبود ايمان پر بنسټ ځواب نه مني او پر ټولنې د محسوسو او واکمنو ارزښتونو له مخې ځواب غواړي چې ((خپله د مهدي پاڅون)) او د ((وعده کړاى شوې ورځې)) څرنګوالى د غيبت فلسفې په ترڅ کې وموندلاى شي؛ نو ځکه اوس له ګروهيز اړخ له ځوابولو تېرېږو او په لاندې توګه يې ځوابوو:
((غيبت او د عمر اوږدوالى)) له هغو انګېزو ځنې دى چې په مرسته به يې پر وعده کړاى شوى ورځ، زېرمه کړاى شوى مشر، سترګې پر لار انقلاب په ښه ډول رادبره کړي او د مشرۍ چارې او ونډه به پاى ته ورسوي. پکار دي چې د دغسې ژور او ستر انقلاب مشر يو ځانګړى روحي مقام ولري؛ هغه بايد د خپل ښوونځي او لارې غوراوى او د واکمنو ظالمو غونډالونو ناڅيز توب احساس کړي؛ څومره چې د انقلاب د مشر د زړه تنستې د تمدن له ناڅيزوالي، پوچۍ او له فساد ځپلې ټولنې سره اغږل شوې وي او څومره چې ډېر باخبره وي چې د زمانې تمدن يې د انساني تمدن په بهير کې يو کوچنى خال دى؛ نو له روحي پلوه به ورسره په مبارزه کې ښه پياوړى وي او پر خپلې بريا به ډاډمن وي. څرګنده ده چې ددې روحي پياوړتيا څومره والى په دې پورې تړاو لري چې مشر څومره لوړې ژورې او ادلون بدلونه ليدلي وي. دې ته په پامنيوي چې د يوه شتون يا ستر تمدن منځه وړو ته، په پياوړې روحیې درلودو، ډېر ستر ځواک اړين دى؛ نو دې پايلې ته ور رسوو. داچې پر وعده کړاى شوې ورځ، د مهدي رسالت او ونډه، له ظلمه تر خولې راغلې نړۍ ته ادلون بدلون ورکول دي- هر اړخيز بدلون چې ټول ارزښتونه او ټولنيز غونډالونه رانغاړي-؛ نو طبيعي ده چې هغه بايد له دې نړۍ د روحي احساس يوه ستره پانګه واخلي او پخپله هم بايد د هغه نړۍ له محصولاتو ځنې نه وي چې په ورانولو پسې يې بډې راوهلي دي؛ ځکه هر څوک چې د يو مضبوط او ټينګ تمدن په سيوري کې وروزل شي چې د ټولنې پر ټولو چارو لاسبرى وي؛ نو په زړه کې يې ترې څه وېره وي؛ ځکه د زوکړې له وخته تر ننه يوازې د همدې لاسبر تمدن په سيوري کې روزل شوى، د هغه پر خلاف چې د تاريخ په زړه کې ور ډوب شوى او مخکې تردې چې واکمن تمدن هست او شته شي، په نړۍ کې يې ژوند کړى او بې له دې يې يو په بل پسې ستر تمدنونونه ليدلي چې راغلي او له منځه تللي دي او تر دې مهمتر؛ خو داچې ددې تمدنونو سرګذشت يې ددې پر ځاى چې په تاريخي ليکنو کې ولولي، په خپلو سترګو ليدلى او په پاى کې د هغه تمدن پر پيدايښت، ودې او پراختيا ګواه دى چې بايد له وعده کړاى شوې ورځ مخکې د بشرې داستان روستۍ برخه وي.
د ګردو تمدنونو ترڅنګ، په ځيرکۍ او هوښيارۍ رسېدلى او هرڅه يې ورڅرګند دي او له همدې امله واکمن تمدن ناماتى نه بولي او د ((روسو[12])) په سترګه نه ورويني چې د فرانسې سلطنتي واکمنۍ ته يې کتل.
ايا د کهف سورت دې لوستى او د هغو ځوانانو په سرګذشت کې دې څېړنه کړې ده؟
… چې خپل پالونکي ته ورمات شول او خداى يې ښيون ورزيات کړ؟
هغوى له يوه بوتپالي غونډال سره مخ شول چې په سخت زړۍ يې پر خپلې ټولنې واکمني کوله او چې چا به د توحيد او له شرکه د ژغورنې لپاره هڅه کوله، بې درنګه يې ځپه. د غم او نهیلۍ کړۍ را ايسار کړي ول او ځانونه يې خوړل، خپګان خورا ځورول او د هيلو دريڅي يې ټپې وې.
د ډول ډول حل وتلارو تر ازمېښت روسته، هلته له پاتېدو ستړي شول! درنه ورتمامېده چې باطل واکمني چلوي! او چاپېريال له حقپالو چاڼوي، بيا پوهېږي چې ستر خداى څه ورسره وکړل؟ په يوه غار کې يې درې سوه او نهه کاله ويده کړل.
… او بيا يې له خوبه راويښ او د ژوند ډګر ته يې ورستانه کړل.
پر خلکو د زور زياتي او ظالم غونډال له منځه تللى و او يوازې د تاريخي پېښو په بڼه پاتې و چې نه يې څوک ډاراوه او نه زړونه ترې لړزېدل!
او دا ټول ځکه ول چې د کهف پاک اندي ځوانان، د هغو باطلو راپرځېدنه وويني چې اوږده واکمني يې ستره وربرېښېده!
چې د چار پايله په خپلو سترګو وويني او په زړونو کې يې د باطلو هيبت راټيټ شي.
غاريانو ته چې دغسې يوه پېښه رامخې ته شوه؛ نو سترګې پر لار مشر ته به هم رامخې ته شي چې د اوږد ورکړاى شوي عمر په ترڅ کې:
ژور سمندر، هغه وخت چې يو رغى جوغړندى و او تنومنه ونه، هغه وخت چې يوه کوچنۍ دانه وه او اوږده زمانه چې کله، يوازې يو ساه کښ پکې اوسېده وويني…!
((مهدي)) پخپله د تاريخ زړه ته ورننووتى او په خپل هيبت او برم يې، پرتاريخ رڼا وراچولې او غښتلى کړى يې دى؛ نو ځکه احساس لري چې په چاپېريال کې يې غونډالونه او تمدنونه، د تاريخ له زماني پېښو، يوه زېږېدلې پېښه ده چې د راپنځوونکيو د نيتونو له مخې يې رادبره شوي او د نيتونو په پوپنا کېدو پسې يې له منځه ځي او د تمدنونو تاريخي عمر چې څومره هم اوږد شي؛ خو بيا هم د تاريخ له اوږد عمره، يوه لنډه موده ده.
بلخوا مهدي ته له تمدنونو، خوځښتونو او بدلونونو سره د مخامخېدو تجربې ورپربرخه شوي چې دا چار يې د وعده کړاى شوې ورځې د مشرۍ لپاره د اروا او اند په چمتو والي کې ستر اغېز لري؛ دغه ډول تجربې، مهدي (ع) د پرېمانه لوړو ژورو پر وړاندې د روي او د ټولنيزو ښکارندو ارزونې ته يې وسمنوي او د تاريخ پر علتونو او لاملونه يې پوهه لا ورزياتوي.
له دې خبرو چې تېر شو، د اسلام د اسماني رسالت له مخې، د ظلم ځپلې نړۍ سازول، سترګې پر لار مشر ته ورپرېښوول شوې ده او څرګنده ده چې ددې دندې د ترسره کولو لپاره پکار دي چې داسې يو مشر وي چې د اسلامي وحې له سرچينې سره نژدې وي، د پوره وګړې خاوند او له خپلواکۍ برخمن وي او د هغه تمدن له اغېزو خوندي وساتل شي چې پر وعده کړاى شوې ورځ يې، پر ضد مبارزې ته رادانګي، د هغه پر خلاف چې د همدې تمدن په لمن کې زيږېدلى او پالل شوى وي او اندونه او احساسات يې هم د همدې تمدن په چوکاټ کې تنظيم شوي وي.
معمولاً دغسې يو تن د واکمن تمدن له ارزښتونو او رسوباتو بچېداى نشي، که څه بدلون ته يې د انقلاب مشري کوي؛ نو داچې ډاډ پيدا کړاى شو چې سترګې پر لار مشر، له هغه تمدن اغېز و نه مومي چې بدلون ته يې ټاکل شوى؛ نو بايد وګړه يې په پوره ډول، د مخکې تمدن په داسې پړاوونو کې جوړه شوې وي چې هم له آریز اړخه او هم د ټوليز روح له اړخه له هغه تمدن سره نژدې وي چې په خپلې مشرۍ او دريځونو يې پلي کېدو ته راپاڅېدلى دى.
¯¯¯
دلته ګرانو لوستونکیو ته د کهف اصحابو کیسه راوړو او بیا خپلې ویینې ته دوام ورکوو:
اصحاب كهف
په پخوا زمانو كې د “روم” د امپراطورۍ په يوه ښار كې يو ظالم او ځانمني پاچا واكمني كوله چې نوم يې “دقيانوس” و. هغه د حضرت “عيسى” تر پېغمبرۍ روسته پاچاهۍ ته رسېدلى و؛ خو ددې پر ځاى چې د حضرت “عيسى” پر دين ايمان راوړي، په خلكو کې يې د بوتانو عبادت دود كړ او چا به چې ورسره مخالفت كاوه؛ نو يا يې سنګساراوه او يا يې سر له تنې ور جدا كاوه او د خلكو د عبرت لپاره به يې د ښار پر دروازو راځوړنداوه.
هغه مهال ددې ظالم پاچا په خپلوانو كې داسې كسان هم ول او پوهېدل چې بايد ځان له دغو ځنځيرونو وژغوري او د څښتن عبادت پيل كړي. هغوى څو پاك ځوانان وو چې د همېشنۍ نېكمرغۍ په فكر كې ول؛ خو څه يې نه شو ويلاى.
يوه ورځ چې د ښار خلك په اختر كې له بوتانو راتاو شوي وو؛ نو په دوى كې يو پاك ځوان و چې د بوتانو له عبادته كركجن و، ولاړ او د يوې ونې تر سيوري لاندې په فكر كې ډوب كېناست. څو شېبې روسته څو نور ځوانان هم چې د هغه په څېر د بوتانو له عبادته كركجن ول، ورسره كېناستل. اوس دوى اوه تنه وو چې د يو بل پر ګرهو پوهېدل او ټينګه انډيوالي يې شوه او هوډ يې وکړ چې خپل عقايد پټ وساتي.
دې ځوانانو به له خلكو سره د بوتانو د عبادت په عمومي غونډو کې ګډون كاوه؛ خو همدا چې وخت به يې پيدا كړ؛ نو يوې څنډې ته به شول او د څښتن پر عبادت به بوخت شول، تردې چې يوه شپه راټول شوي وو، يو يې وويل: انډيوالونو! اورېدلي مې دي چې امپراتور مو له خوالې خبر شوى او سبا مو خپل دربار ته غواړي او د ټولو په مخكې به رانه وغواړي چې له خپلو عقيدو لاس واخلو او كه داسې مو ونه کړل؛ نو و به مو وژني!
يو بل يې هم وويل: ما هم دا خبره اورېدلې ده؛ خو موږ بايد د امپراتور د ظلمونو پر وړاندې صبر وکړو؛ ځكه ناشونې ده چې له خپلو عقيدو لاس واخلو.
بله ورځ د امپراتور پر حکم ټول ونيول شول او دربار ته راوستل شول.
امپراتور وويل: اورېدلي مې دي چې يو نوى دين مو منلى او زموږ له دينه بې لارې شوي ياست، كه خپلوان مې نه وئ؛ نو همدا اوس به مې در نه سرونه غوڅ كړي واى؛ خو تر سبا وخت دركوم، ولاړ شئ او تر سبا مو فكرونه وكړئ، تمه لرم سبا مو عقل سر ته راغلى وي او له خپل نوي دينه لاس پر سر شوي ياست.
مؤحد ځوانان ولاړل او يو له بل سره يې سلا مشوره وكړه.
يو يې وويل: غوره به دا وي چې د يوې مودې لپاره له سترګو پناه شو.
يو بل وويل: وړانديز دې منم، دا ځاى نور د پاتېدو نه دى او بايد ځانونه په امن كړو. لمر لا نه و راختلى چې له ښاره د غرونو او بيديا پر لوري ووتل. په لار كې يې يو شپون وليد چې شيدې يې ترې وغوښتې. شپون يې چې له کيسې خبر شو؛ نو زړه يې پرې بيالود، ورته يې وويل: زه هم له دې قومه بېزاره يم، ځان ته مو نه پرېږدم او امن ځاى ته به مو ورسووم.
ځوانانو د شپون وړانديز ومانه او هغه سپى هم له ځوانانو سره روان شو چې رمه يې ساتله او دوى يې ځان ته پرېنښوول. تر څو ساعتونو مزله روسته يو غار ته ورسېدل او ورننووتل چې د دمې لپاره سملاستل؛ خو ډېر وخت لا تېر نه و چې ټول ډوب ویده شول.
ورځې، شپې او کلونه تېر شول. “دقيانوس” او ياران يې مړه شول او خلكو هم هر څه هېر كړل، ښار ټول بدل شو؛ هر څه بدل شوي وو؛ خو ځوانان هماغسې ويده وو.
اصحاب “كهف” 309 كاله ويده وو چې لوږې او تندې راويښ كړل؛ نو يو يې وويل: اوه! څومره ښه خوب مو وكړ؛ لكه چې څو ورځې ويده وو.
هغه بل وويل: نه! په اند مې تر اوسه لا يوه ورځ هم نه ده پوره شوې؛ ځکه لمر لا نه دى ډوب شوى.
هغه بل وويل: دا بحثونه ګټه نه لري. څه چې واقعيت لري دادى چې وږى يم او غوره به وي چې يو تن ښار ته ولاړ شي، خواړه راوړي او ځان د ښار پر احوال هم پوه كړي.
“يمليخا” نومی ښار ته ولاړ. هغه پر لار ليدل چې هر څه بدل شوي، كورونه بدل شوي؛ خو سر يې نه خلاصېده چې څه شوي دي او چې کله د ښار دروازې ته ورسېد؛ نو و يې ليدل چې ښار هم بدل شوى او صليب پرې را ځوړند دى، لومړى يې فكر وكړ چې غلط ځاى ته راغلى؛ خو د ښار ساتونکي يې چې وپوښت؛ نو پوه شو چې سم راغلى او په وېره او احتياط ښار ته ورننووت. واټونه، كوڅې او کورونه ټول بدل شوي وو؛ نه پوهېده كوم خوا ولاړ شي او ډوډۍ واخلي. يو ځوان يې وپوښت او هغه هم نانوائي وروښود.
“يلميخا” له نانوايي ډوډۍ واخسته او د ډوډۍ پيسې يې نانواني ته وركړې. نانوايي د “يلميخا” روپۍ لاندې باندې كړه او په فكر كې ډوب شو. هو! نانوايي له هماغه پيله پوه و چې دا سړى چې عجيبه جامې يې پر تن دي، د سترو خوالو خاوند دى او بيا يې ورو “يلميخا” ته وويل: له هماغه پيله درباندې پوه شوى وم چې خزانه دې موندلې، زما برخه پکې وكړه، كه نه سلطنتي پوليسو ته به دې وسپارم.
“يلميخا” په وېره انكار كاوه چې دا روپۍ پخوانۍ نه دي او کومه خزانه يې هم نه ده موندلې او غوښتل يې هر څنګه چې وي له هغه ځايه پښې سپکې كړي؛ خو نانوايي پرې خلك را ټول كړل. د ښار خلك تر څو ساعتونو بحث او خبرو اترو روسته پوه شول چې دا هماغه سلطنتي ځوانان دي چې 309 كاله مخكې د ظالم امپراتور له وېرې تښتېدلي وو او امپراتور کلونه کلونه ورپسې و؛ خو پيدا يې نه کړل.
“يلميخا” چې د خلكو خبرې واورېدې، ووېرېد او پښې يې سپکې كړې.
د ښار له خلكو يو وويل: ځوانه! مه وېرېږه! له هغه امپراتوره چې وېرېږې 309 كاله مخكې مړ شوى او زموږ اوسنى امپراتور پر څښتن ايمان لري.
د “يلميخا” اوس سر خلاص شو چې څه پرې شوي او کلونه کلونه ويده وو؛ نو له خلكو يې وغوښتل چې ژر غار ته ولاړ شي او خپل انډيوالان هم له دې پېښې خبر كړي.
په همدې وخت كې امپراتور هم ددې ځوانانو له کيسې خبر شو او له يوې ډلې سره د غار پر لور روان شو چې ځوانانو ته هر كلى ووايي او ښار ته يې راوړي.
امپراتور چې ځوانانو ته ورسېد؛ نو هغوى يې په غېږ كې راونيول او ترې و يې غوښتل چې ښار ته راشي او په ماڼۍ کې ورسره و اوسېږي.
ځوانانو ورته وويل: موږ له دې ژوند سره مينه نه لرو؛ ځکه كورنۍ او خپلوان مو مړه شوي او كورونه مو وران شوي دي، بيا ايمانوالو ځوانانو له څښتنه وغوښتل چې تل يې له نړۍ بوځي او يوه شېبه روسته ټول مړه شول.
د ښار خلكو يې په ليدو وويل: خداى(ج) د هغوى له حاله خبر كړو او د قيامت پر ورځ د مړيو را ژوندي كېدل رښتيا دي. د خداى(ج) خبره رښتيا ده او خداى(ج) كولاى شي مړي را ژوندي كړي او هر كار كولاى شي.
بيا امپراتور حكم وكړ چې د غار پر خوله يو يادګار جوړ كړئ چې هېڅكله له خلكو هېر نشي چې په ليدو يې خلكو ته څښتن ورياد شي او همداراز د اصحاب کهف کيسه يې پر يوه تخته وليکله او هلته يې را ځوړنده كړه چې راتلونكى ځوځات هم ترې خبر شي.
۴- د امام مهدي پوره انديز او ديني چمتو والى
درېيمه پوښتنه څېړو: داچې مهدي څنګه مشرۍ ته پوره چمتو شوى حال داچې يوازې پينځه کاله له خپل پلار سره وسېدلى او پينځه کلنتوب د يوه مشر د وګړې د پوخوالي څه مناسب عمر نه دى؟
په ځواب کې وايو: مهدي (ع) يې د پلار تر وفات روسته، سملاسي د مسلمانانو مشر شو؛ یعنې د خپل عمر ډېره لږه برخه يې تېره شوې نه وه چې مشر شو او مشرۍ ته يې پکار روحي او اندیزې چمتو لارې چارې درلودې.
په کوچنيتوب کې مشري يوه ښکارنده ده چې تر ده وړاندې دوو تنو نيکونو يې هم درلودیس(1)؛ خو امام مهدي (ع) په ډېر کوچني عمر کې مشرۍ ته ورسېد، دادى اوس مشري د يوې ښکارندې په توګه يادوو:
الف: د اهل بيتو د امامانو مشرتوب، د عباسي، فاطمي او… خلفاوو د مشرۍ په څېر نه و چې يو سلطنتي مقام وي او له پلاره زوى ته ميراث شي او واکمن غونډال ملاتړ ترې وکړي؛ لکه د مشرتوب د پراخو بنسټونو منل، يوازې د خلکو په زړونو کې او په روحي نفوذ وي، ددې ټکي په جوتولو سره چې: يوازې د اهل بيتو امامان، د مشرتوب وړتيا لري.
ب: دې ولسي بنسټونو، د اسلام له پيله، د ولس په زړونو کې جرړې ځغلولې وې او د امام باقر او امام صادق په وخت کې ښې غوړېدلې وې او کوم ښوونتون چې دې دواړو امامانو جوړ کړى او پالندوينه يې کوله، په اسلامي نړۍ کې يې يوه پراخه انديزه څپه رادبره کړه چې په سل ګونو فقها، انديالان، مفسرين او په بېلابېلو انساني او اسلامي علومو کې يې ډېر پوهان راوټوکول، تردې چې حسن بن علي وشاد وايي:
((د کوفې جومات ته ورننووتم او هلته مې نهه سوه تنه استادان وليدل چې له جعفر بن محمده يې احاديث روايتول)).
ج: په دې ښوونتون کې هغه شرايط سخت ول چې په اسلامي ټولنه کې د امام د ټاکنې او په مشرتوب کې يې وړتيا او ښاندې ته پکار ګڼل؛ ځکه ايمان يې درلود چې امام، به هله مشر او متقدا وي چې تر ټولو همپېرو يې خورا پوهيالى وي.
د: ددې ښوونتونونو او بنسټونو په لار کې، ډېرو خلکو پر امامت د ګروهې په پار ځانونه له لاسه ورکړل؛ ځکه د زمانې د خلافت غونډال، لږ تر لږه له نظري پلوه د خپل مخالف انديز ښوونځي په سترګه ورکتل او له دې امله د خپلې لارې د خنډونو لرې کولو ته يې په ربړونو، وژنو او زور زياتي لاس پورې کړى و.
ډېرى خلک د خلافت په غونډال کې ووژل شول او په بندونو کې مړه شول. خلکو ته د اهل بيتو د امامانو په مشرتوب ګروهېدل، خورا ستونزمن تمامېدل او څه هڅوونکې ګټه يې هم نه درلوده؛ خو داچې د خداى د رضا او خپلې ګروهې له امله يې دا هره سختي پر ځان تېروله.
هـ: امامان چې مشرتوب يې پر دغسې بنسټونو ټينګېده، نه له ټولنې جلا ول او نه د واکمنو په څېر په دنګو ماڼيو کې د ولس له سترګو پټ.
د امامانو او خلکو ترمنځ د اړيکو څه خنډ او پرده نه وه؛ خو داچې ځينې وخت به واکمنو په بنديانولو او شړنې دا خنډ رامنځته کاوه او په دې چار هله پوهېداى شو چې په کتابونو کې راغلي چې بې شمېره کسانو له امامانو احاديث روايتول او ترمنځ يې ليک ليکاړي وه او ښارونو ته د امامانو د استازيو مسافرتونه او ليده کاته او امامانو د خلکو له بېلابېلو پوړيو او پوهانو سره ډاګيزه اړيکې درلودې.
و: له امامانو سره د همپېرو خلفاوو شتون يې خپل غونډال ته ستر خطر ګڼه؛ نو ځکه د دوى د ځپنې او د لارويانو د ځورونې لپاره يې له هر ډول زور زياتي کار اخسته.
تېرو تاريخي ټکيو ته په پامنيوي او ځيرنې، دې پايلې ته رسوو چې ((امامت)) په لږ عمرۍ کې، يوه واقعي ښکارنده وه؛ نه مازې يوه انګېرنه؛ ځکه کوم امام چې په وړوکتوب کې د مسلمانو پرګنيو روحي او انديزې مشرۍ ته رسېدلى وي او مسلمانان يې د سختيو په زغملو په لاروۍ يې خپله روحي تنده ماتوي؛ نو بايد له فقې، تفسير او عقايدو څرګنده برخمني ولري، د پوهې او پراخ ليد خاوند وي؛ ځکه خلک بې له دې خپلې لارې ته را اړولاى نشي.
وينو چې امامان په داسې موقعيتونو کې وو چې کوچني او ستر لارويان يې جوش ورسره واخلي او په اسانۍ يې د شتون له فيوضاتو برخمن شي، اوس شونې ده چې يو کوچنى، خلک د خپل مشرتوب منلو ته راوبولي او خلک يې د اسلام د هسکې جنډې په څېر وځلوي او تل دا بلنه بيرغي وي او خلک په ښکاره او پټه ورمات شي او ان د خپلې لېوالتيا په لار کې، د ځان او مال له سرښندنې ونه ډارېږي؛ خو د امام د حالاتو له څرنګوالي ناخبره وي او ((په لږ عمرۍ کې مشرتوب)) خلک د پېښې په حقيقت کې لټون، د کوچني امام ارزونې او په اړه يې پوښتنې ګروېګنې ته راونه هڅوي؟ او ايا شونې ده چې کلونه کلونه د امام په مشرتابه ډولي دریځونو او له خلکو سره يې همېشنۍ اړيکې تېر شي؛ خو بيا هم د حقيقت له څېرې پرده اوچته نشي او د امام _ که کوچنى وي که ستر _ د پوهې او اندې څرنګوالى رابرسېره نشي؟
فرض محال که خلکو حقیقت او واقعيت ونشو موندلاى؛ نو د خلافت غونډال چې له امام سره يې ډاګيزه دښمني درلوده، ولې راولاړ نشو او د حقيقت له څېرې يې پرده لرې نه کړه؟
ايا ورته ناشونې وه؟ او ايا که کوچنى امام هم د نورو کوچنيانو په څېر و او د تفکر له اوچتې کچې برخمن نه و؛ نو د امام دا بې لياقتي او بې ارزښتي د زمانې خلفاوو ته يو غوره لاسوند نه و چې د امام لارويانو ته يې وروړاندې کړي او ورباندې يې وغندي چې دغسې کسان د خلکو روحي او انديز مشرانېداى نشي؟ ځکه که د يوه څلوېښت پنځوس کلن انسان د بې لياقتۍ جوتونه چې د زمانې له پراخې پوهې برخمن دى، عادي خلکو ته ستونزمن وي؛ خو د خلکو مشرۍ ته د يوه کوچني د بې لياقتي جوتول، ستونزمن نه دي.
د زمانې خلفاوو چې د امام د مشرۍ د وګړې لتاړولو ته په کومو نا انساني لارو چارو لاس پورې کړى و، تردې ورته ښه وه چې د امام ناوړتيا او بې لياقتي يې جوته کړې وه، نو دا چار یې د ناانساني کړنو پر ځای خورا ښه په نښه لګېده، په تېره چې لارویانو یې د امام ته سترې ځانګړنې په پام کې نیولې وې.
که لږ عمری امام، د پوهې او د تفکر له لوړې کچې برخمن نه واى، همپېرو خلفاوو يې ډېر ښه کړاى شول چې شخړه راولاړه کړي؛ خو چوپتيا يې او د تاريخ پټه خوله توب لووی-ګواه دى چې په لږ عمرۍ کې امامت يوه حقيقي ښکارنده وه او نه يوه جوړه کړاى شوې او خلفاوو هم په اند او عمل کې ددې امامانو د امامت حقيقي والى موندلى و او ليدل يې که د امام لږ عمري راپورته کړي او په دې توګه يې ديني او اندیزه مشري وغندي؛ نو بيا هم بريالي نه دي.
تاريخ کله نا کله دا خبره کوي چې خلفاوو د اهل بيتو د لارويانو د مشرانو د لږ عمرۍ په راپورته کولو لاس پورې کړى و؛ خو چار يې بې پايلې و؛ خو دې ډنډورو يې د لارويانو په روحیه کې لږ شانته څپڅپاندي راپېښولاى نشوه او يا تاريخ کوم لاسوند نه راښيي چې امامان- په کوچنتيوب کې _ له کومې پوښتنې سره مخ شوي او په ځوابولو کې يې پاتې راغلي وي او په دې ټوګه پر خپل امامت د خلکو ډاډمني سسته کړي.
په پايله کې په لږ عمرۍ کې امامت، د اهل بيتو په ژوند کې يوه واقعي ښکارنده وه او يوازې تشه وچه کلکه فرضيه نه ده.
په لږ عمرۍ کې د مشرۍ د ښکارندې لپاره، د الهي پېغمبرانو په پاتوړي-ميراث کې بېلګه هم مونداى شو؛ لکه: حضرت يحيى (ع) چې خداى يې په اړه وايي:
((يَا يَحْيَى خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ وَآتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا[13]: یحیی! (دخدای) کتاب ټینګ ونیسه او موږ په کوچنیوالي کې نبوت (او کافي عقل) ورکړ))
اوس چې په لږ عمرۍ کې د امامت څرنګوالى څرګند شو؛ نو په ډاګه شوه چې په لږ عمر کې د امام مهدي (ع) مشرتوب ته څه نيوکه نه پاتېږي.
د امام نابودولو او د مشرۍ د وګړې لتاړولو ته يې د بې لياقتۍ جوتول، د خلفاوو د غير انساني کړنو پر ځاى په نښه لګېدل په تېره چې لارويانو يې امام ته، سترې ځانګړنې په پام کې نيولې وې. که د زمانې خلفاوو د امام د مشرۍ د وګړې لتاړولو ته، ددې بې لياقتي او ناوړتيا جوته کړې واى؛ نو دا چار يې د غير انساني کړنو پر ځاى خورا په نښه لګېده.
¯¯¯
۵- د امام مهدي پر شتون ګروهه
په څلورمه پوښتنه کې، دا مساله اوڅار شوه چې: که فرضاً د عمر اوږدوالي، غيبت او د امام مهدي د نورو ځانګړنو شونتيا ومنو؛ نو يوازې د يوچار شوني کېدل بسيا او قانع کوونکي نه دي. څرنګه په اوسني پېر کې د امام مهدي پر شتون ايمان ولرو؟ په حديثي کتابونو کې، له پېغمبر (ص) ګڼ روايتونه بسیا دي چې د دولسم امام پر شتون مومنښتي کړي؟
د مهدي په باب چې دا ټولې هېښنې او غير عادي ځانګړنې ليدل کېږي؛ نو څنګه جوتولاى شو چې په رښتيا مهدي تاريخي شتون لري او يوازې يوه فرضيه نه ده چې يو لړ روحي شرايط لاس په لاس شوي او هغه يې د ګڼ شمېر خلکو په زړونو کې ور ايښى دى؟
په ځواب کې وايو: د امام مهدي په باب بيخي سم روايتونه راغلي چې يوازې د اهل سنتو له لارې تر څلورو سوو ډېر احاديث روايت شوي[14]. او که د شيعه و روايات پرې ور زيات کړو؛ نو له شپږو زرو ورزياتېږي 2 چې په رښتيا دا يو ستر شمېر دى او ان په څرګندو او اړينو اسلامي مسايلو کې چې مسلمانان څه شک پکې نه لري او منلي يې دي، په اړه يې دومره روايات راغلي نه دي.
د دولسم امام د منلو لپاره څرګند او بسیا دلايل شته چې نچوړ يې په دوو دلايلو کې رانغاړو: يو اسلامي او بل علمي.
په اسلامي دليل، د منتظر لارښود شتون جوتوو او په علمي دليل څرګندوو چې ((مهدي)) تش ، انګېرنه او افسانه نه؛ بلکې يو حقيقت دى چې شتون يې په تاريخي تجربې جوت شوى دى.
اسلامي دليل:
د شيعه امامانو له لارې له پېغمبره (ص) په سلګونو رارسېدلو رواياتو کې د مهدي ځانګړنې راښوول شوي او مومو چې هغه له اهل بيتو او د حضرت فاطمه الزهرا له اولادې، د امام حسين نهم اولاد او د دولسګونو امامانو، دولسم امام دى[15].
سره له دې چې شيعه و امامانو، هڅه کوله چې د ((مهدي)) مساله د عامو پر وړاندې اوڅار نه کړي چې په دې توګه يې د هغه د ناڅاپي وژنې مخنيوى کړى وي، نه يوازې نقل شوي روايات، تر پورته شمېر رسېدلي؛ بلکې يو لړ نښې پکې ليداى شو چې سموالى يې راڅرګندوي. يو يې داچې پېغمبر (ص) تر ځان روسته ځايناستو په اړه ويلي چې دوى دولس تنه دي. دا حديث، له ډول ډول لارو او په جلا جلا الفاظو روايت شوي چې شمېر يې 270 ته رسېدلى او د اهلسنتو او شيعه و حديثي ټولګو راخستي او په صحیح بخاري، صحیح مسلم، ترمذي، ابو داوود، د امام احمد په مسند او د حاکم په مستدرک الصحيحينو کې راغلي دي.
بخاري چې ددې حديث له راويانو ځنې دى، پخپله د امام جواد، امام هادي او امام عسکري له همپېرو څخه و او همدا ځانګړنه يې، د سترې مانا څرګندوونکې ده؛ ځکه جوتوي چې هرومرو دغسې حديث له پېغمبره (ص) روايت شوى؛ خو تر اوسه يې منځپانګه پلې شوې نه ده او ((دولس امامان)) د دين په ډګر کې راښکاره شوي نه دي؛ نو مسلماً د حديث روايت، د يوه بهرني واقعيت (دولس امامي شيعه) انعکاس نه و. چې دې چار ته مو يو توکیز او عيني دليل وموند چې دا حديث د دولس ګونو امامانو تر تاريخي تحقق وړاندې او مخکې تردې چې د دولس امامي شيعه مذهب بهرنۍ ښکارنده په پوره بڼه راوړاندې شي، په حديثي ټولګو کې ضبط شوى؛ نو بيخي يې سم ګڼلاى شو چې دا حديث، يو الهي حقيقت څرګندوي چې پېغمبر ويلى دى.
پېغمبر اکرم (ص) څو ځل ويلي: ((تر ما روسته ځايناستي مې دولس تنه دي)) او تردې روسته، دولس امامي شيعه مذهب هم، د يوه عيني واقعيت په بڼه، راښکاره شو. حضرت علي (ک) يې د ړومبي ځايناستي په نامه او امام مهدي يې د خپلې لار او چار د پاى ورکوونکي په نامه وټاکه؛ ځکه د پېغمبر (ص) حديث يوازې په همدې ټاکنه بهرنی واقعيت مومي.
علمي دليل:
زموږ د علمي دليل بنسټ، د ((غيبت صغرى)) د اويا کلن وخت څېړنه او تجربه ده. ((غيبت صغرى)) د مهدي (ع) د مشرتوب د ړومبي پړاو ښودونکى دى؛ ځکه د امام حتمي برخليک دا و چې د خلکو له سترګو پټ پاتې شي، که څه زړه او عقل يې له خلکو سره دى؛ خو که غيبت ناڅاپي رامخې ته شوى واى؛ نو د مشرتوب او امامت ولسي ارکانو ته يې ستر زيان وراړاوه؛ ځکه خلک د خپلې زمانې له مشر سره د اړيکو په درلودو روږدي شوي ول او که امام يو دم غايب شوى واى؛ نو احساسوله يې چې له اندیز او عقلي مشر سره يې روحي اړیکه شلېدلې ده. دې احساس، يوه درنه تشه رامنځ ته کوله چې شونې وه د اسلامي ټولنې شتون له خطر سره مخ کړي او د مسلمانانو ټولی پرېشانه او وشیندي؛ نو په ((غيبت صغرى)) لاره چاره چمتو شوه چې ولس لږ لږ له غيبت سره روږدي شي.
خلک په دې پېر کې، د ځانګړو او ډاډمنو يارانو له لارې له امام مهدي (ع) سره په اړیکه کې ول. د ((غيبت صغرى)) په پېر کې د امام مهدي او لارويانو ترمنځ يې د نښلون کړۍ څلور تنه ول چې امام په نيابت منصوب کړي ول چې خورا متقیان او دينوال ول او دا دي:
1_ عثمان بن سعيد عمر وي.
2_ محمد بن عثمان بن سعيد عمروي.
3_ ابو القاسم حسين بن روح.
4_ ابو الحسن علي بن محمد سيموي.
دې څلورو تنو، هر يو په اډون، د يو بل تر مړينې روسته د نيابت چارې تر سره کولې او امام ته يې د اهل بيتو د لارويانو پوښتنې وروړاندې کولې او د امام ځوابونه به هم خلکو ته کله ژبني او کله په ليکلې بڼه وو.
په دې توګه هغه خلک چې د خپل مشر له ليدو کتو بې برخې وو؛ نو په ليک ليکاړي او غير مستقيم اړيکو يې زړه خوشحال کړى و.
د امام نواب، نژدې اويا کاله له امام سره د اړيکې وزله وه، تر دې چې روستي يې ((سميري)) د ((غيبت صغرى)) د پير پاى او د ((غيبت کبرا)) پيل اعلان کړ.
له ((غيبت صغرا)) نه ((غيبت کبرا)) ته لېږد، ددې واقعيت ښودونکی دى چې له ((غيبت صغرا)) چې کومې موخې وې، تر لاسه شوې او په دې سوکه سوکه کړلار، د اهل بيتو لارويان له هغه زيانه بچ شول چې د امام ناڅاپي تشې ورسره مخ کول او (په دې توګه) د امام د لارویانو موقعيت د غيبت پر بنسټ انځور شو چې خلک لږ لږ د امام ((عامو استازيو)) منلو ته چمتو شي.
په دې لېږد، د امام نيابت او استازيتوب د ځانګړو ټاکل شويو وګړيو له لاسه وووت او عادلو او سترګورو مجتهدينو ته ورغى او په دنيوي او ديني چارو کې لاروي ترې پکار شوه. بېشکه څوک چې پر دغسې ټکيو پوره شي او ارزونې ته يې کېني؛ نو مومي چې ((مهدي)) يو حقيقت دى چې يو شمېر خلک ورسره اوسېدلي او نژدې اويا کاله يې ځانګړي استازي له خپلو لارويانو سره د اړيکو په ترڅ کې ددې حقيقت څرګندوونکي ول چې په چار کې يې څه ټګي برګي نه وه او په خبرو او کړنو وړو کې يې څه ټکر او تضاد ليدل شوى نه دى.
په رښتيا څنګه يې منلاى شو چې يو دروغ اويا کاله پايښتي پاتې شي او څلور تنه داسې پرې يوه خوله شي چې ته وا يو ستر حقيقت دى چې په خپلو سترګو يې ويني او ورسره وسي او په دې موده کې څه کمزورى ټکى ترې راښکاره نشي چې شکمني راولاړه کړي؟ له وخته راهيسې ويل شوي چې د ((دروغو منزل لنډ)) دى او د ژوند سول جوتوي چې په عمل کې او هم د احتمالاتو په حساب محال ده چې يو دروغ په دې ځانګړې بڼه وکړاى شي چې پر مهدي (ع) د تېر عمر په موده کې دوام ومومي او ټول تړاوونه او کړلارې راونغاړي او د خپلو لارويانو ډاډ هم راجلب کړي.
نو ((غيبت صغرا)) يوه علمي تجربه ګڼل کېږي چې هغه څه جوت کړي چې عيني او بهرنی واقعيت لري او د امام مهدي د مشرۍ واقعيت (د زوکړې، ژوند او غيبت کبرا له ځانګړنو سره يې) شونى کړي.
¯¯¯
۶- ولې مهدي تر اوسه راښکاره شوى نه دى؟
ولې مهدي په دا دومره وخت کې راښکاره شوى نه دى اوکه په رښتيا هغه د يوه ستر ټولنيز فعاليت لپاره چمتو شوى؛ نو څه لامل شوی چې _ په غيبت صغری او ورپسې تر ننه _ ډګر ته راښکاره شوى نه دى. حال داچې په ((غيبت صغرى)) کې ټولنيز انقلاب ته شرايط ښه اسان ول او له لارويانو سره يې اړيکو، امام ته شونتيا ورکوله چې غوره وګړي راټول او خپل چار له يوه ټکي پيل کړي او په ((غيبت صغرى)) کې واکمن ځواکونه دومره ځواکمن نه ول چې اوس د علمي او صناعتي تحولاتو له امله د نړيوالو په لاس کې دي؟
په ځواب کې وايو: د هر انقلاب او ټولنيز فعاليت بريا، په يوه لړ شرايطو، بهرنيي او عيني واقعياتو او شرايطو پورې تړاو لري چې بې له چمتو کېدو يې، خپلو موخو ته ور رسېداى نشي. که څه د مهدي د انقلاب يو برخه شرايط اسماني او الهي دي؛ خو د دندې ټوليز پلي کول يې د بهرني شرايطو په چمتو کېدنې پورې اړه لري.
لکه څنګه چې اسمان ته سترګې پر لار و چې له جاهليته پينځه پېړۍ تېرې شي او بيا زموږ له پېغمبره د روستي اسماني رسالت غږ واوري، دا انتظار؛ يعنې د الهي کړلارې پلي کولو ته د بهرني شرايطو چمتو کېدل پکار ول.
هغه شرايط چې د يوه ستر بدلون د رادبرېدو لپاره پکار دي، يا هغه لاملونه دي؛ لکه چمتو چاپېريال او د عمومي مناسبې فضا رادبرېدل او يا ځينې جزيي ځانګړنې دي چې خوځښت يې د جزيي پېچومو په ترڅ کې لټوي؛ لکه په روسيه کې د لنين انقلاب، ددې انقلاب ستر لامونه نړيواله لومړۍ جګړه، په ټوليز ډول د تزار امپراطورۍ څپڅپاندي او بدلون ته د مناسب چاپېريال رادبرېدل ول او خورا جزيي عوامل يې؛ لکه د مشرۍ لپاره د روسيي په دننه کې د ګرځېدو او مسافرت پر مهال د لينين روغ رمټ پاتېدل او که ډېره کوچنۍ پېښه ورمخې ته شوې واى؛ نو انقلاب خپل ځواک له لاسه ورکاوه او پايلې ته رسېداى نشو.
د متعال خداى نه اوړېدونکى سنت، پردې ولاړ دى چې د مهدي د انقلاب پلي کېدل هم په بهرني شرايطو او د انقلاب منلو او درک ته چمتو چاپېريال پورې ور تړلى وي او د همدې دليل له مخې، اسلام، د پېغمبرانو د کار تر پاى ته رسېدو او د ترخې تشې تر رادبرېدو څو پېړۍ روسته رامنځته شو. خداى سره له دې چې پر هر چار لاسبری دى؛ خو د پېغمبر (ص) په لار کې د پرتو خنډونو د لرې کولو او د مناسب چاپېريال د رادبرېدو لپاره، دغسې يو دود و نه کاراوه؛ بلکې په ابتلا او ازمېښت يې (چې د انسان د تکامل لامل دى) د الهي انقلاب ټوليز چار په طبيعي رنګ او ټولنيزو لاملونو او بنسټونو تر سره کړ.
البته دا ځانګړنه نه خنډېږي چې کله کله په يوه شمېر جزياتو کې الهي دخالت له غيرعادي لارو ترسره شي! جزييات د مساعد چاپېريال په جوړولو کې بنسټيزه ونډه نه لري او يوازې کله په مناسب چاپېريال کې حرکت ته پکار وي. خداى تعالى چې په سختو شېبو کې له الهي مشرانو سره کومې مرستې او لورنې کوي، له همدې ډول ځنې دي. د حضرت ابراهيم (ع) د رسالت پاسوالۍ ته د نمرود اور ورباندې سړوي او د پېغمبر (ص) پر سر د توره په لاس ولاړ يهودي لاس شلوي او د خندق په غزا کې په توپان را الوځولو، د حق دښمنان پرشا تمبوي؛ خو دا ټول يوازې يو لړ جزيي چارې او په پرېکنده شېبو کې مرسته ده او بايد تردې مرستو وړاندې عمومي بدلون ته لاره چاره برابره شوې وي. اوس د همدې بنسټونو په رڼا کې او له بهرني شرايطو سره په همسازۍ کې د امام مهدي دريځونه څېړو:
په ډاګه ده چې د پلي کېدو له اړخ د امام مهدي (ع) انقلاب هم، د نورو ټولنيزو بدلونونو په څېر په ټولنيزو شرايطو پورې تړاو لري چې بايد له هغو ټاکليو شرايطو سره همسازى رادبره شي؛ ځکه مهدي ځان يوې محدودې سطحې او يو ټولنيز اقدام لپاره چمتو کړى نه دى؛ بلکې د خداى له لوري چې کوم رسالت ورته ټاکل شوى، د ګردې نړۍ هر اړخيز ادلون بدلون دى؛ داسې چې ګرد وګړي د ظلم له تپو تيارو د عدل او نياو رڼا ته لار ومومي. دغسې ستر ادلون بدلون ته يوازې د يو وړ مشر شتون بسیا نه دى؛ ځکه پېغمبر (ص) په هماغه تپه تياره پېر کې د يو وړ مشر ځانګړنې درلودې؛ بلکې پر وړ مشر سربېره، پکار دي چې يو مساعد نړيوال چاپېريال او مناسبه عمومي فضا هم رادبره شي چې د نړيوال انقلاب تر سره کېدو لپاره مطلوب بهرني شرايط چمتو شي.
له انساني ليدلوري چې ووينو بايد په متمدن انسان کې د ((همېشنۍ نابودۍ احساس)) رادبره شي او په دننه کې يې يوه بنسټيز احساس راوپنځېږي او د مهدي عدلپال رسالت ومني او په انسانانو کې دغسې احساس يوازې په ټولنيزو، مدني او ډول ډول سياسي تجربو راټوکېداى شي.
ځکه پر خپلو اوږو د ښوونځيو او….. له تجربو د منفي ټکيو درون پېټى احساسوي او اړتيا او د ستونزو لرې کول يې د غيبو د نړۍ لاسنيوي خواته راکاږي.
له توکیز ليدلوري هم بايد په ګرده نړۍ کې د مهدي د راښکاره کېدو لپاره شته شرايط رادبره شي چې نړۍ د انقلاب وس پيدا کړي چې دا شرايط په ((غيبت صغرى)) کې چمتو نه ول؛ ځکه نړۍ يو کلى شوى او انسانان خپلمنځي اړيکې ښه ټينګولاى شي. هغه اړيکې چې د رسالت پر بنسټ مرکزي مشري غونډال يې د خلکو پالنې او روزنې ته اړتيا لري.
د امام مهدي دښمنان چې پرمختللی توکیز ځواک لري او انګېرل کېږي چې راښکاره کېدل به يې وځنډېږي؛ خو په ځواب کې ددې ټکي ويل بسيا دي چې: هغه مهال چې خلک له روحي پلوه مات شوي وي او انساني اروا (چې د وزلو مالک او لارښود دى) راوپرځېږي؛ نو توکیز پرمختللى ځواک څه چار کړاى نشي. په تاريخ کې هم ډېرې بېلګې لرو چې يو پياوړى تمدن، د يوې جګړې په لومړي بريد کې راپرځېدلى دى. په حقيقت کې ددې تمدن ماڼۍ تر ظاهري راپرځېدو وړاندې، له دننه ورسته او کمزورې شوې او پايښت ته يې پکار ځواک له لاسه ورکړى و.
¯¯¯
۷- په يوه تن ((وګړي))، د انقلاب بريا
دې پوښتنې ته ور رسوو چې: څنګه يو تن_ که څومره عظمت هم لري_ دا ستره ونډه لوبولاى شي؟ ايا دا ستره وګړه بې له هغه انسانه، کوم بل څه دى چې جلا جلا شرايطو جوړ کړى دى؟ نو څرنګه يو خوځښت راپنځولاى شي او هماغه شرايط په يوه بل ډول واړوي؟
ځينې د تاريخ په اړه ټاکلي ليدلوري لري چې دغسې يوه پوښتنه راولاړوي او انسان د تاريخي ادلون بدلون دويم لامل بولي. دوى بهرني او عيني ځواکونه (چې وګړى او وګړي يې را ايسار کړي دي) بنسټيز لامل بولي. له تاريخي او ټولنيزو خوځښته په دغسې يوه تفسير، وګړى (که څه په خپلو غوره حالاتو کې وي) ددې بنسټيزو لاملونه په بهير او دريځ نيونه کې يوازې يو منلى بدلون دى!
څرنګنده ده چې تاريخ له دوو اړخونو جوړ شوى دى: يو انسان او بل ډول ډول توکیز ځواکونه چې انسان يې را ايسار کړى دى او لکه څنګه چې پر انسان توکیز ځواکونه، د توليد اوزار او له طبيعته راولاړ شوي شرايط اغېز لري؛ نو انسان هم پر خپل چاپېريال اغېز شيندي. يوازې اټکلولاى نشو چې خوځښت له مادې پيلېږي او پر انسان پای ته رسي او اپوټه يې ناشونى دى؛ ځکه انسان او ماده، د وخت په تېرېدو يو پر بل اغېز شيندي او له همدې امله يو وګړى د تاريخ په څپو کې تر يوه مقلد طوطي ستره ونډه لوبولاى شي. په تېره چې دا وګړی د انسانانو او پالونکيو تر منځ د تړاو او پيوند لامل وي چې د ستر ځواک په څېر به د تاريخ د خوځښت لپاره دخالت وکړي او دا يو چار دى چې د پېغمبرانو د رسالتونو په تاريخ او د روستي پېغمبر (ص) په سرګذشت کې په څرګنده بڼه تحقق مومي؛ ځکه حضرت محمد (ص) د خپلې الهي دندې له مخې، د تاريخ د خوځښت واګې په لاس کې نيولي او داسې تمدن يې رادبره کړى چې ترې راچاپېره يو بهرني شرايط هم رادبرولاى نشو[16]؛ نو څه چې شونې ده، ستر پېغمبر يې تر سره کړي؛ نو شونې ده چې له کورنۍ يې، يو منتظر مشر هم تر سره کړي، هغه مشر چې پخپله يې د راښکاره کېدو زېرى ورکړى او خلک يې د هغه له سترې ونډې خبر کړي دي.
¯¯¯
۸- پر وعده کړاى شوې ورځ، د انقلاب څرنګوالى
روستۍ پوښتنه د امام مهدي په خپلوونکې لار، د واکمن ظلم د ټغر راټولو او د عدالت پرېکنده بريا ته چې کومې چارې تر سره کوي، ور پورې اړوند ده. هله دا پوښتنه دقيقه او مشخصه ځوابولاى شو چې هغه پېر او زما نه پوره وپېژنو چې امام مهدي پکې مبارزې ته رادانګي چې په رڼا کې يې د انقلابويونو، بڼه او څرنګوالى انځور کړو او داچې د انقلاب د پيل څرنګوالى نه پېژنو او په ځير اټکلولاى نشو چې پر وعده کړاى شوې ورځ به څه پېښېږي؛ نو ځکه له يوه لړ هغو ذهني فرضېيو تېرېږو چې پر واقعي بنسټونو ولاړې نه دي.
په دې پړاو کې يوازې يوه بنسټيزه فرضيه منلاى شو او دا هغه پوهېدنې او اخستنې دي چې د وعده کړاى شوې ورځ په هکله له ډول ډول احاديثو او رواياتو رارسېدلي او د تاريخ د ستر انقلاب په لار کې زموږ د تجربو له تکاملي بهير سره اړخ لګوي.
مهدي عليه السلام پر يوې سترې تشې او خپګان پسې راښکاره کېږي چې دا وضعيت امام ته شونتيا ورکوي چې خپله ونډه او رسالت تر سره کړي او منل کېدو ته يې د خلکو د روحي نظم له لاندې باندې کېدو ګټنه کوي.
د خلکو د روحيې لاندې باندې کېدل، يوازې يوه تصادفي پېښه نه ده چې د انساني تمدن د تاريخ په هغه پړاو کې رامخې ته کېږي؛ بلکې د هغو خلکو د تاريخي تضادونو او ټکرونو طبيعي پايله ده چې له خپل خداى سره يې خپله اړيکه پرې کړې او په پاى کې هم، ځان ته د ژغورنې کومه پرېکنده وتلار نه مومي. په دغسې يوه اړو دوړ کې، اور بل شوى چې هېڅ څيز ترې پاتېدونکى نه دى او امام مهدي هم دنده لري چې دا اور مړ کړي او پر ځمکه اسماني نياو پلى کړي.
¯¯¯
پر امام مهدي عليه السلام ټول مسلمانان ګروهن دي
مهدى هماغه، (محمد بن الحسن العسكرى) د اهل بيتو دولسم امام دى چې پر 255 هجرى كال زېږېدلى چې د پلار نوم يې امام حسن عسكرى د اهل بيتو يولسم امام دى، حكيم خداى، د خپل ځانګړي حكمت له مخې پخپله پوهېږي، چې د خلكو له سترګو یې پټ كړى او ژوندى دى او په روستي وخت (اخرالزمان) كې به راښكاره كېږي. د نړيوال عدل حكومت به ټينګوي او د خداى دين به بريالي كوي، دا د شيعه وو ګروهه ده چې د اهل سنتو لاندې عالمان هم ورسره يوه خوله دي.
1- محى الدين ب عربي- فتوحات مكيه
2- سبط ابن الجوزى- تذكرة الخواص
3- عبدالوهاب شعرانى- عقايد الاكابر
4- ابن الخشاب- تواريخ مواليد الائمه و فياتهم.
5- محمد بخاري حنفي- فضل الخطاب
6- احمد بن ابراهيم بلاذري- الحديث المتسلسل
7- ابن صباغ مالکي- الفصول المهمه
8- عارف عبدالرحمن- مراة الاسرار
9- كمال الدين بن طلحه- مطالب السؤال فى مناقب الرسول
10- شيخ سليمان قندوزي بلخي حنفى- ينابيع المودة
كه څوك څېړنه وكړي، نو پر دې شمېر لا ورزياتو عالمانو به پوه شي چې د امام مهدي په زوكړې او ژوند ګروهن دي.
پر اماميه شيعه و، د خلفاوو ښوونځي د لارويانو يوه شبهه دا ده چې:
((شيعه ګروهن دي چې پېغمبراکرم(ص)دولس تنه خپل ځايناستي ښـوولي چې لومړى يې علي بن ابيطالب او روستى يې حضرت مهدي عليه السلام دى؛ خو شيعيان چې پر کوم ((مهدي)) ګروهن دي، د څه له پاسه دولسو سوو کالو راهيسې تر اوسه غيب دى؛ نو په حقيقت کې خو په دې دومره موده کې اسلام، بې له لارښوده او مسلمين بې له مشره يا د پېغمبر له ځايناستي بې برخې دي.))
په ځواب کې یې وايي: پر مهدي ګروهه يوازې په موږ پورې اړوند نه ده؛ بلکې د خلفاوو د ښوونځي لاروي عالمان هم پرې ګروهن دي. دلته په دې اړه د خلفاوو د ښوونځي له کتابونو صحيح او سم روايات راوړو:
چې په دې اړه ديني سرچينو ته مراجعه کوو او څه پوښتنې ګروېګنې چې وي، ځان پرې پوهوو:
مهدي د حضرت پېغمبر همنومى دى
په سنن ترمذى، سنن ابوداوود او نورو کتابونو کې له رسول اکرم(ص) روايت کوي چې يې ويلي دي: ((نړۍ به تر هغې پاى ته ونه رسي چې له اهل بيتو مې يو همنومى سړى د عربو واکمن شي))
مهدي له اهل بيتو دى
د حاکم نيشابوري په مستدرک، د امام احمد حنبل په مسند او په نورو کتابونو کې له حضرت ((ابوسعيدخدري)) رضي الله عنه روايت شوى چې رسول اکرم(ص)وويل:
((قيامت تر هغې نه راځي چې ځمکه له تېري او دښمنۍ تر خولې نه وي ډکه شوې؛ بيا له اهل بيتو مې يو وګړى راپاڅي او له عدله يې داسې ډکوي؛ لکه چې له ظلم او تېري ډکه شوې وه.))
د ابن ماجه په سننو کې [ابواب جهاد] له حضرت ((ابوهريره)) رضي الله عنه روايت شوى چې رسول اکرم(ص) وويل: ((که له نړۍ يوازې يوه ورځ پاتې نه وي، خداى تعالى هغه ورځ اوږدوي چې له اهل بيتو مې يو سړى واکمنى ته ورسي او د ديلم او قسطنطيه د لوړو واکمن شي))
همدا راز د همدې کتاب په ((ابواب فتن)) [باب خروج مهدي] او د امام احمد حنبل په مسند او نورو کتابونو کې له امام علي(ک) روايت کوي چې رسول اکرم وويل: ((مهدي زموږ له اهل بيتو دى او خداى يې په يوه شپه کې پاڅون ته چمتو کوي)).
د حاکم په مستدرک کې له حضرت ((ابوسعيدخدري)) رضى الله عنه روايت شوي چې رسول اکرم(ص)وويل: ((مهدي زموږ له اهل بيتو دى؛ پوزه يې اوږده راښکلې، اوږد مخ او نوراني تندى لري ځمکه له عدله ډکوي، لکه چې له ظلم او تېري ډکه شوې وه))
مهدي د فاطمې(س) له ځوځاته دى
د ابو داوود په سننو کې له حضرت ((ام سلمى)) بي بي روايت دى چې وامې ورېدل، رسول اکرم(ص)وويل: ((مهدي زما له کورنۍ او د فاطمې له اولادې دى))
او په کنزالعمال (لومړى چاپ٧/٢٦١)کې له حضرت علي(ک)روايت شوى چې رسول اکرم(ص)وويل: ((مهدي زموږ له سړيو دى؛ د فاطمې له اولادې))
مهدي د حسين عليه السلام له اولادې دى
په ذخائرالعقبى(١٣٦مخ)کې له حضرت ((ابوايوب انصاري))رضي الله عنه روايت کوي چې رسول اکرم وويل: ((د دې امت مهدي به له دې دواړو؛ يعنې حسن و حسين زېږولېږي))
او همدا راز په ذخايرالعقبى کې له حضرت ((حذيفه)) روايت شوى چې پېغمبراکرم وويل: ((که له نړۍ يوازې يوه ورځ پاتې نه وي، هغه ورځ به اوږده شي چې له اولادې مې (يو) همنومى راپاڅي))
حضرت سلمان فارسي رضى الله عنه وويل: ((يا رسول الله!له کوم اولاد دې؟))
ورته يې وويل: ((له دې زوى مې))؛ او پر حسين يې خپل لاس کېښود.
مهدي د امام حسن عسکري زوى دى
د اهل سنتو ځينې عالمان، امام مهدي د امام حسن عسکري زوى ګڼي چې يو شمېر يې دا دي.
١-علامه شيخ ابوبکر، احمدبن حسين بن علي بيهقي نيشاپوري شافعي فقيه(٤٥٨ س مړ)په خپل کتاب(شُعَب الايمان)کې ليکي:
((خلکو د مهدي په اړه اړپيچ کړى او ګروهن دي چې هغه د رسول اکرم(ص)د لور فاطمې له اولادې دى چې خداى هر وخت وغواړي، پيدا کوي يې او د خپل دين مرستې ته يې رالېږي.
او يوه ډله وايې: موعود مهدي د٢٥٥ س د شعبان پر پينځلسمه د جمعې پر ورځ زېږېدلى او هغه هماغه امام دى چې په حجت، قايم، منتظر، محمد بن حسن عسکري ملقب دى چې په سامرا کې سرداب ته ننووتى او د خلکو له ليده پټ شوى او خپل پاڅون ته سترګې پر لار دى. راښکاره کېږي او ځمکه له عدله ډکوي؛ لکه چې له تيري او ځورونې ډکه شوې ده.د حضرت عيسى بن مريم، خِضر و حضرت نوح(عليهم السلام)په څېر اوږد عمرى او پېر يې غځېدلى دى)).
د حضرت مهدي د اوږد عمرۍ په اړه وايو، قرآن د حضرت نوح(ع)د عمر په باب وايي: ((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ (عنکبوت/١٤): او په رښتيا موږ نوح د هغه قوم ته [په رسالت] ولېږه؛ نوح د هغوى په منځ کې نهه سوه او پنځوس كاله تېر کړل؛ خو په پاى كې (د خپل ظلم له امله) توپان او نېز لاندې کړل، حال داچې دوى [مشرک] ظالمان ول. ))
له بېرۍ تر راکېوتو روسته يې هم نور درې سوه او پنځوس کاله عمر وکړ؛ نو ځکه په ټول کې يې عمر ديارلس سوه کالو ته رسي.
حال دا همدا اوس د حضرت مهدي عمر تر١٢٠٠کالو لږ دى او د حضرت خضر عليه السلام عمر تر دې ډېر دى، پر شيعه و سربېره د اهل سنتو يو شمېر عالمان هم دغسې استدلال کوي.
٢-شيخ محي الدين ابو عبدالله محمد بن علي بن محمد، په ابن حاتمي طايي اُندلسي شافعي مشهور(٦٣٨ س مړ) چې د شام په ((صالِحيه)) کې يې زيارت دى، د خپل کتاب ((فتوحات)) په٣٣٦ باب کې ليکي:
((پوه شئ چې مهدي(ع) به په رښتيا راپاڅي؛ خو پاڅون به يې هله وي چې ځمکه له تېري او ځورونې تر پوزې راغلې وي او هغه به يې له قسط او عدله ډکه کړي، که د نړۍ له عمره يوازې يوه ورځ پاتې وي، خداى دا ورځ دومره اوږدوي چې دا خليفه ولايت ته ورسي.هغه د رسول الله (ص) له ځوځاته دى، د فاطمې له اولاده، نيکه يې علي بن ابيطالب دى، پلار يې ((حسن عسکري)) د امام علي نقي زوى، د امام محمد تقي زوى، د امام علي بن موسى الرضا زوى، د امام موسى کاظم زوى، د امام جعفرصادق زوى، د امام محمد باقر زوى، د امام زين العابدين زوى، د امام حسين زوى، د علي بن ابيطالب زوي (رضى الله عنهم) د رسول اکرم همنومى دى او مسلمانان به [په کعبه کې] د ((رکن)) او (د ابراهيم عليه السلام) د مقام تر منځ ورسره بيعت کوي.
څېره يې رسول اکرم(ص)ته ورته ده او خُلق و خوى يې هغه ته نه دى؛ ځکه په خويونو کې د رسول اکرم(ص) سيال نشته چې خداى وايي:
((وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ [17]: او په رښتيا ته ستر خويونه لرې.))
تندى يې پراخ او پوزه يې لوړه ده، له کوفې يې ښه ډېر ياران دي.بيت المال مساوي ويشي او له خلکو سره په عدالت چلېږي؛ لکه چې يو تن راځي او وايي: ((مهدي!پېرزو راباندې وکړه)) او د مهدي په مخ کې له پرتې شتمنۍ يې، دومره جيبونه او څادر ډکوي چې وړاى يې شي)) بيا يې په ځانګړنو او ځينو کړنو لګيا کېږي.
دا چارې ((ابن خبان)) په ((اسعاف الراغبين)) کې د((نورالابصار)) په لمنليک کې هم راوړي دي.
ويلي يې دي: د امام مهدي په ځانګړنو کې شيخ محي الدين دا شعر ويلى چې په ((فتوحات)) کې هم راغلى دى:
هغـــــه، همــــــاغه سيــــــد او د آل احــــــــمد مهـــدي دى
هغه، هماغه هنـدي توره ده چې[دښمنۍ] له منځه وړي
هغه، هماغه لمـــر دى چې هر غم او تيارې لــرې کــــوي
او هغــــه، هماغه پسرلنى باران دى چې په پېرزو ورېږي.
په ينابيع المودة(٤٦٧مخ) کې راغلي: شيخ محي الدين عربي په مکيه فتوحات (٣٣٦باب) د مهدي آخرالزمان د وزيرانو مقام يادوي او وايي:
((هغه له اهل بيتو دى او د خداى يو خليفه دى چې پاڅون کوي، خو چې ځمکه له تېري او ځورونې ډکه شوې وي او هغه پکې قسط و عدل خپروي او که له نړۍ يوازې يوه ورځ هم پاتې نه وي، خداى(ج)يې دومره اوږدوي چې د پېغمبر له ځوځاته يو تن واکمنۍ ته ورسي. د ((رکن)) او ((مقام)) تر منځ بيعت ورسره کېږي او کوفه وال ډېر ورماتېږي. شتمنۍ مساوي ويشي له ولس سره په عدالت چلېږي، قضاوت-ورمندون پاى ته رسوي او چې څوک يې و نه مني، وژل کېږي، جګړه مار ورسره خوارېږي. اسلام لکه څنګه چې دى، پلى کوى يې؛ داسې چې که رسول اکرم(ص)هم ژوندى واى، هماغسې يې کول. مذاهب له منځه وړي او يوازې سوچه دين به پاتېږي. دښمنان يې د ((اهل راى)) عالمانو لارويان دي چې په زوره به يې حکم ته غاړه ږدي؛ ځکه چې له ځواکمنۍ يې ډارېږي او په ورسره څيزونو يې زړه تړلى دى. په شتون يې عام مسلمانان خوشحاله دي او عارفان او اهل حقايق د کشف او شهود له مخې بيعت ورسره کوي. الهي انسانان ورسره دي چې بلنه مني او ملاتړ يې کوي، هغوى يې وزيران دي چې د هېوادنيو چارو پېټى يې پر اوږو وړي)).
همدا راز وايي: ((هغه، هماغه ښاغلى او د آل محمد مهدى او هماغه پسرلنى باران دى چې په پېرزو ورېږي، هغه تاييد شوى او مضبوط خليفه دى چې د څارويو په خبرو پوهېږي، عدالت يې په پېريانو او انسانانو کې خپرېږي.وزيران يې عربان نه دي؛ خو په عربي به خبرې کوي. د وزيرانو ساتندويان به د دوى له خپل خېله نه وي.مهدي هېڅکله د خداى له حکمه سرغړونه نه کوي، سوچه (د خداى د دين) مرستندوى او خورا غوره امين دى.))
همدا راز د ((اسعاف الراغبين)) کتاب په١٣١ مخ کې د ((نور الابصار)) په لمنليک کې راغلي: ((پوه شه چې د مهدي په پاڅون کې شک نشته، هغه د امام علي بن ابيطالب رضى الله عنه-زوى او د رسول الله(ص) همنومى دى. مسلمانان د ((رکن)) او ((مقام)) تر منځ بيعت ورسره کوي، څېره يې د رسول اکرم په څېر ده او خوى يې د هغه څېر نه دى؛ ځکه په خوى کې هېڅوک د رسول الله(ص) سيالېداى نشي. د کوفې اوسېدونکي یې تر نورو ډېر ملاتړ کوي، شتمني يو رنګ ويشي او له ولس سره په عدالت چلېږي. خضر يې په مخ کې روان وي او پينځه يا اوه يا نهه کاله ژوند کوي. له رسول اکرم لاروي کوي او بيخي ګناه نه کوي، داسې پرښته لري چې ټينګ يې ساتي. روم په اويا زرو مسلمانانو په تکبير ويلو سوبوي. خداى خوار شوى او (په فکر او کړنو کې) مړ شوى اسلام عزتمن او ژوند کوي.د ((جزيي)) حکم جاري کوي او په ځواک د خداى لوري ته بلنه کوي چې څوک يې (بلنه) ونه مني وژل کېږي او چې څوک جګړه وکړي خوارېږي. حکم يې د سوچه اسلام له مخې او له ځانه له نظريې ورکولو لرې دى او په ډېرى احکامو کې له علماوو سره اړپېچ کوي؛ نو له دې امله عالمان ترې خپه کېږي؛ ځکه په دې ګومان دي چې له خپلو امامانو روسته يې کوم مجتهد پيدا کړى نه دى))
بيا زياتوي: ((پوه شه مهدي چې کله راپاڅي، خاص و عام مسلمانان پرې خوشحالېږي او هغه الهي انسانان لري چې بلنه يې منلې او ملاتړ يې کوي.هغوى يې وزيران دي چې د واکمنۍ درنې چارې تر سره کوي او خداى چې پر مهدي څه ژمنې ايښي، وزيران يې په اړه مرستندويان دي. حضرت عيسى بن مريم عليهما السلام د دمشق د ختيځ په سپينه مناره کې پرې په داسې حال کې راکېوځي چې په خپلو دوو ښي او کيڼو پرښتو به يې ډډه وهلي وي.د هغه په زمانه کې د دمشق په چاپېريال کې له ونې سره ((سفياني)) وژل کېږي او لښکر يې په بېديا کې ډوبېږي))
او په مشارق الانوار (١٠٤مخ، دويم څپرکي) کې هم همدا عبارت راغلى دى.
همداراز قاضي حسين بن محمد بن حسن د یاربکري مالکي (٩٦٦س مړ) په خپل کتاب ((تاريخ الخميس)) دويم ټوک٣٢١ مخ کې دا مطلب په لنډو او په الفاظو کې (پر څه) اړپېچ راوړى دى.
٣- شيخ کمال الدين ابوسالم محمد بن طلحه حلبي شافعي (٦٥٢يا٦٥٤س مړ) په خپل کتاب ((مطالب السول)) (د ايران د١٢٨٧س چاپ، ٨٨مخ) کې ليکي: ((دولسم باب د ابوالقاسم محمد بن الحسن الخالص بن علي المتوکل بن محمد القانع بن علي الرضا بن موسى الکاظم بن جعفر صادق بن محمدالباقر بن علي زين العابدين بن الحسين (الشهيد) بن علي المرتضى اميرالمؤمنين بن ابيطالب په اړه دى، هماغه مهدي (چې) د خلف حجت او صالح منتظر دى چې د خداى سلام، رحمت او برکتونه دې پرې وي))
بيا يې دا بيتونه راوړي چې پښتو مفهوم يې دا دى:
((په رښتيا چې دا د خلف حجت خداى تاييد کړى او موږ ته يې د حق کړنلار ښووولې او نېکۍ يې ورکړي دي.
او په عزتمنې کورنۍ کې يې د درناوي وړ ګرځولى او د لورنې په سترو جامو کې يې رانغاړلى دى.
او رسول اکرم يوه خبره کړې چې موږ روايت کړې ده.
او که عالم د رسول اکرم(ص) د خبرې پر مانا پوه شي؛ نو مومي چې د ((مهدي)) په اړه رارسېدلي روايتونه يوازې پر همدې مسمى تطبېقېږي چې د هغه تړاو، ځانګړنې او نوم اخستل يې په ډاګه ويلی دی.
او د پېغمبر اکرم دا وينا ((چې له موږه دى، زما د بدن د ټوټې؛ له زهرا دى)) د مهدي د څېرې او مقام د پېژندو لپاره بسيا دي.
او تېرې بېلګې چې مې وويلې؛ نو هېڅوک به ورته و نه رسي؛ نو که ووايي: ((هغه مهدي دى)) نو د خپلې خبرې به پوروړى شوى نه وي))
تر شعر روسته وايي: د نبوت له اصيلو جرړو يې ځان موړ کړى او له پاتې جامو يې څښلي او د هغوى له ځوښا يې ځان خړوب کړى او شريعت پرې پاى ته رسېدلى دى، په خورا غوره نسب پورې تړاو لري او د ښيون (هدايت) مېوه يې له هماغه کانه راخستې ده.
هو، هغه له پاکلمنې زوکړې دى، هماغه چې د رسول اکرم د بدن ټوټه ده او رسالت يې بنسټ دى؛ هغه بنسټ چې د عناصرو او اصولو اشرف دى.
زوکړه يې په ((سر من راى)) (سامرا) پر(٢٥٨س) د رمضان پر٢٣مه وه او پلار يې ((الحسن الخالص)) او مور يې ((ام ولد)) چې له نومو يې ((صيقل)) او ((حکيمه)) وو.
خو خپل نوم يې ((محمد)) کنيه يې ((ابوالقاسم)) او القاب يې ورته ((حجت))، ((صالح خلف)) او ((منتظر)) ويل شوي دي. بيا هماغه احاديث راوړي چې موږ راوړي او جوتوي چې هغه هماغه ((موعود منتظر مهدي)) دى.
په پاى کې د حضرت ((مهدي)) د غيبت او اوږد عمر په اړه چې څه نيوکې شوي، ځواب يې ورکړى دى.
٤-شيخ شمس الدين يوسف بن قزاعلي حنفي بن عبدالله په سبط ابن الجوزي مشهور(٦٥٤س مړ) په خپل کتاب تذکرة خواص الائمه (٨٨مخ د ايران چاپ د١٢٨٧س لومړى چاپ) د حسن بن على بن محمدبن علي بن موسى بن جعفر بن محمد بن علي بن الحسين بن علي بن ابيطالب په څپرکي کې ليکي:
((مور يې ام ولد وه چې په ((سوسن)) هم يادېده او کنيه يې ابومحمد او عسکري هم ويل شوې ده. حضرت پر٢٣١س په ((سرمن راى)) کې زيږدېدلى او پر٢٦٠س د معتمد عباسي خلافت پر مهال په نهه ويشت کلنۍ کې مړ شوى دى.
بيا وايې: ((او له اولادونو يې يو ((محمد)) امام دى…هغه محمد بن حسن بن علي بن محمد…بن علي ابيطالب دى.کنيه يې ابوعبدالله او ابوالقاسم دى، هغه د خلف حجت، صاحب الزمان، قائم منتظر او روستى امام دى)).
زياتوي: عبدالعزيز بن محمود بن بزاز له ابن عمره روايت کوى چې رسول اکرم وويل: ((پر روستي وخت به زما له اولادې يو راپاڅي چې نوم يې زما نوم او کنيه يې زما کنيه ده او ځمکه له عدله ډکوي؛ لکه چې له تيري ډکه شوې ده او هغه مهدي دى))
سبط ابن الجوزي وايي: ((دا يو مشهور حديث دى او ابوداود او زهري له علي(ک) روايت کړى دى))
زياتوي: ((هغه ته ذوالاسمعين وايي: او محمد او ابوالقاسم. ويلي دي، مور يې ام ولد چې په صيقل هم يادېده)).
٥-شيخ ابوعبدالله محمد بن يوسف بن محمد قرشي ګنجي شافعي (٦٥٨س مړ) په خپل کتاب [البيان فى اخبار صاحب الزمان ٢٥باب، ٣٣٦مخ] کې جوتوي چې د مهدي عليه السلام پايښت شونى دى، وايي: ((مهدي د حسن عسکري زوى دى او د غيبت له پيله تر اوسه ژوندی، شته او پاتې دى)). همدا مطلب په ينابيع المودة(٤٧١مخ) کې هم راغلى دى.
امام بخاري په خپل صحيح (٣/٣٥٧د١٣٧٢س د هند چاپ) له حضرت ابوهريره(رض) روايتوي چې رسول اکرم وويل:
((څرنګه به وي چې عيسى بن مريم په تاسې کې راکوز شي او امام مو خپل وي؟))
همدا حديث ابن ماجه په خپلو سننو (٢/٢٦٧مخ) کې د امام بخاري په همدې عبارت راوړى دى.
په الحاوي للفتاوي (٢/١٦٧) کې یې راوړي چې ابوداود او ابن ماجه په خپلو اسنادو له ((ابوامامه باهلي)) روايت کړى چې رسول اکرم وويل: ((رسول الله راته وينا وکړه او له ((دجال)) او کړنو يې خبر کړو))
تر دې چې وايي: ((او امام يې صالح نارينه دى چې کله د ګهيځ لمانځه ته ځي، ناڅاپه عيسى بن مريم راکېوځي او هغه امام د ګهيځ پر لمانځه ولاړ وي چې شاته کېږي چې عيسى بن مريم رامخې ته شي او د لمانځه امامت وکړي؛ نو دلته عيسى خپل لاس د هغه پر وليو ږدي او وايي: ((مخکې ولاړ شه او لمونځ ورکړه چې تاته اقامه شوى دى)) او امام يې لمونځ ورسره کوي.))
را روسته حديث د ((الملاحم و الفتن)) [لومړى ټوک، ١٨٦باب، ٥٤مخ] ليکوال د ابونعيم له ((فتن)) کتابه او ده دا حديث له ابوامامه باهلي روايت کړى چې وايي: ((رسول اکرم د دجالو په اړه وينا وکړه)) ام شريک وويل: ((رسول الله! نو مسلمانان به پر هغه ورځ چېرې وي؟)) ويې ويل: ((دجال په بيت المقدس کې راوځي او هغه ځاى محاصره او را ايساروي او پر هغه ورځ د مسلمانانو امام يو صالح نارينه دى. ورته ويل کېږي: د ګهيځ لمونځ وکړه او چې تکبير ووايي او هغه لمانځه ته مخکې شي؛ نو عيسى بن مريم له آسمانه راکوزېږي او چې کله دا امام هغه وپېژني؛ نو پر لمانځه ولاړ، شاته کېږي چې عيسى بن مريم رامخې ته شي؛ نو عيسى یې پر وليو لاس ږدي او ورته وايي: ((لمونځ وکړه چې درته اقامه شوى دى)) او عيسى ورپسې لمونځ کوي.))
او په مشارق الانوار(٢/٣٢٢) کې وايي:
((عيسى د هغه [امام مهدي] په زمانه کې د دمشق د ختيځ پر سپينه مناره د شپې په روستيو کې راکېوځي او مهدي راځي او ورسره پاتېږي او ګهيځ مهال خلک ترې د لمانځه د امامت هيله کوي؛ خو هغه ډډه کوي او وايي: ((امام مو خپل دى)) او مهدي د دې امت او د پېغمبر د کرامت له امله پر عيسى ورمخکې کېږي))
له دې حديثه او بېلګو يې راڅرګندېږي چې حضرت عيسى(ع) په مهدي عليه السلام پسې د نمانځه لپاره اوږد مهاله ژوندى پاتېږي؛ نو ځکه د امام مهدي ژوندي پاتېدل څه لرې چار نه دى؛ لکه څنګه چې عيسى(ع) ژوندى پاتېږي. پېغمبراکرم ويلي: ((چې څه تېرو امتونو کې پېښ شوي، زما په امت کې به هم پېښ شي))؛ نو لکه څنګه چې عيسى(ع) له تېرو امتونو ژوندى پاتې دى، امام مهدي هم ژوندى او پاتې دى.
مسلمانانو ته د ((خضر او الياس)) عليهماالسلام ژوندي پاتېدل ثابت دي او لکه څنګه چې خداى تعالى خضر(ع) ته اوږد عمر ورکړى؛ نو غوښتي يې دي چې امام مهدي(ع) هم ژوندى وي او پاتې شي؛ ځکه چې د ځمکې پر مخ د خداى حجت دى که نه وي ځمکه پر خپل ځاى نه پاتېږي؛ نو ځکه د ځمکې پايښت د نوموړي دشتون له امله دى.
په تذکرة خواص الائمه(٣٧٦مخ، د نجف چاپ) کې له سدى روايت دى چې:
((مهدي له عيسى بن مريم سره يو ځاى وي او چې د لمانځه وخت شي؛ نو مهدي، عيسى ته وايي: ((مخکې شه)). عيسى وايي: ((ته دې لمانځه ته وړ يې او عيسى ورپسې درېږي))
بيا له خپل نظره په هغو دلايلو لګيا کېږي چې حضرت عيسى(ع) په امام مهدي پسې لمونځ وکړ او ورپسې خبره ډېر اوږد عمر ته ورغځوي او د امام مهدي د ژونديتوب او پايښت خبره پياوړې کوي او وايي چې تر اسلام مخکې د دې چار بېلګې هم وې.
ګنجي شافعي په کفاية الطالب (٣١٢مخ) کې وايي:
((د ابومحمد حسن عسکرى زوى تر هغه روسته امام دى. دا (امام حسن عسکري) پر ٢٣٢س په ربيع الاول کې په مدينه کې دنيا ته راغى او پر٢٦٠س د ربيع الاول پر اتمه پر٢٨کلنۍ کې ومړ او په سامرا کې د خپل پلار امام هادي سره په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو او زوى يې منتظر امام ځايناستى شو))
ورپسې وايي: ((ډېر ژر به يې ژوند ليک وکاږم)) روسته يې د ((البيان فى اخبار صاحب الزمان)) کتاب وکښه چې چاپ شوى هم دى.))
٦- جلال الدين محمدبلخي په ((مولوى)) مشهور [٦٧٢س مړ] د اهل بيتو او امام مهدي په باب شعرونه ويلي دي.
٧- شيخ کامل صلاح الدين صفدي (٧٦٤س مړ) په ((شرح الدائره)) کې کاږي: ((موعود مهدي له دولس ګونو امامانو، هماغه (روستى) امام دى چې لومړى يې زموږ ښاغلى علي او روستى يې مهدي (رضى الله عنه و نفعناالله به) دى))
٨- شيخ ابوعبدالله اسعد بن علي بن سليمان عفيف الدين يافعي يمني شافعي (٧٦٨س مړ) پخپل کتاب ((مرآة الجنان)) (دويم ټوک، ١٠٧ او ١٧٢مخونه، د١٣٢٨س د حيدرآباد چاپ) کې ليکي: ((پر٢٦٠س شريف عسکري ابومحمدحسن [بن علي بن محمدبن علي بن موسى الرضابن جعفرصادق] د اماميه شيعه و د ګروهې له مخې له دولس ګونو امامانو، يو امام ومړ، هغه د منتظر [امام] پلار د سرداب خاوند دى چې په عسکري پېژندل کېږي او پلار يې هم په همدې نوم پېژندل کېده. هغه د جمعې پر ورځ د ربيع الاول پر شپږمه ومړ -ځينو اتم او ځينو نورې ورځې ښوولي دي- او په سامرا کې د خپل پلار تر څنګ خاوروته وسپارل شو))
٩- علامه سيد علي بن شهاب الدين همداني شافعي (٧٨٦س مړ) په خپل کتاب ((مودة القربى في المودة العاشره)) کې د امام مهدي د شتون په اړه ډېر احايث راوړي چې په روستي وخت کې به راښکاره کېږي او ځمکه به له عدله ډکوي؛ لکه چې له ظلمه تر خولې راغلې ده.
١٠- شمس الدين ابوعبدالله محمدبن احمدذهبي شافعي (٨٠٤س مړ) په خپل کتاب (دُوَل الاسلام١/١٢٢ د١٣٣٧س کال حيدرآباد چاپ) کې کاږي: ((امام مهدي د امام حسن عسکري له اولاده دى، هغه ژوندى پاتېږي چې خداى ورته د پاڅون اجازه ورکړي او ځمکه به له قسط و عدله ډکه کړي؛ لکه چې له ظلم او ځورونې ډکه شوې ده))
١١- شيخ جمال الدين احمد بن حسين بن علي بن مهنا (٨٢٨س مړ) په خپل کتاب ((عمدة الطالب)) [د نجف د١٣٢٣س چاپ، ١٨٦ او ١٨٨مخونه] کې کاږي:
((خو [امام] علي هادي چې د سامرا په پوځي غونډ کې د اوسېدانې له امله په ((عسکري)) مشهور شوى و، مور يې ام ولد د اخلاقي ښو ځانګړنو او ذکاوت خاونده وه. متوکل هغه سامرا ته بوت، هلته و چې مسموم او ورپسې شهيد شو. دوه اولادونه يې درلودل چې يو يې امام ابومحمدحسن عسکري دى چې په زهد او پوهه کې د سترې مرتبې خاوند و، هغه د امام محمدمهدي پلار د اماميه شيعه و دولسم امام دى او پر وړاندې يې هماغه قائم منتظر دى چې د نرګس په نامه له (ام ولده) دې دنيا ته راغلى دى.
١٢- شيخ شهاب الدين دولت آبادي (٨٤٩س مړ) په تفسير او مناقبو کې ډېر تاليفات لري چې يو يې ((هداية السعداء)) دى چې پکې يې د امام حسن عسکري د زوى امام مهدي په اړه احاديث راوړي چې امام مهدي، له نظرونو پټ شوى او د اوږد عمر خاوند دى؛ لکه چې نور مؤمنان عيسى، الياس او خضر(عليهم السلام) اوږد عمرونه لري او له کفارو هم دجال، شيطان او سامري.
١٣- شيخ علي بن محمد بن احمد مالکي مکي، په ابن صباع مشهور (٨٥٥س مړ) په خپل کتاب [((الفصول المهمة))، دولسم باب، ٢٧٣ او٢٧٤مخونه] کې د امام مهدي د ژوند په باب څرګندونې کړي، د زوکړې وخت او د مور (نرګس) نوم يې راوړى دى: ((ابوالقاسم محمدالحجة بن الحسن الخالصي په سامرا کې په نيمه شپه د شعبان پر پينځلسمه پر ٢٥٥س وزېږېد او د پلار او مور له اړخ يې نسب دا دى: ابوالقاسم محمدالحجه بن الحسن الخالصي بن علي الهادي بن محمدالجواد بن علي الرضا بن موسى الکاظم بن جعفرصادق بن محمدباقر بن علي (زين العابدي) بن الحسين بن علي بن ابيطالب او مور يې د نرګس په نامه ام ولدې وه چې خورا غوره وينځه وه او ويل کېږي چې نور نومونه يې هم درلودل؛ کنيه يې ابوالقاسم او لقب يې حجت، مهدي، خلف، منتظر قائم او صاحب الزمان دى او ښه مشهور يې مهدي دى.
ځانګړنې يې دا دي: په قد کې برابر ځوان، ښکلى، ويښتان به يې پر اوږو پراته وي، پوزه يې لوړه او تندى يې پراخه او نوراني دى، کارمند يې محمد بن عثمان دى او د معتمد همزولی دى))
حديث پوهانو په ښکاره پورته کومې ځانګړنې چې ابن صباع راوړي، دا يې نيکه ((محمد رسول الله)) ښوولي دي.
ابن صباع زياتوي: ((له هغو عالمانو چې د امام مهدي د حالاتو په باب یې کتابونه کښلي، يو هم شيخ جمال الدين ابوعبدالله محمد بن ابراهيم په نعماني مشهور دى چې د امام مهدي د غيبت او اوږد غيبت په اړه يې کتاب کښلى دى.))
همدا راز زياتوي: ((حافظ ابونعيم د امام مهدي په اړه څلوېښت ځانګړي احايث راټول کړي او شيخ ابوعبدالله محمد بن يوسف ګنجي شافعي يې په اړه د ((البيان فى الخبار صاحب الزمان)) کتاب کښلى دى.
١٤- د افغانستان ستر عالم او مشهور شاعر شيخ نورالدين عبدالرحمن بن احمد بن قوام الدين په جامي شافعي مشهور (٨٩٨س مړ، او زيارت يې په هرات کې دى) په خپل کتاب ((شواهد النبوه)) کې د دولسم امام، د امام مهدي په اړه خبرې کړي او د هغه حالات او کرامات يې بيان کړي او ليکي: ((هغه به ځمکه له قسط و عدله ډکه کړي)).
بيا يې د زوکړې داستان د امام مهدي له ترور حکيمې او نورو راخلي چې کله امام وزېږېد؛ نو پر ځنګنو کېناست او د شهادت ګوته اسمان ته ونيوه او پرنجى يې وکړ او ويې ويل: ((الحمدلِلِه رب العالمين)).
همدا راز جامي په هغو وګړيو لګيا شوى چې امام مهدي يې ليدلى دى او د هغه چا يادونه هم کوي چې امام حسن عسکري یې، د خپل ځايناستي په اړه پوښتلی او وايي: ((امام کور ته راننووت او بهر شو او د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر درې کلن ماشوم ورسره و او پوښتونکي ته يې وويل: که الهي ارزښت دې نه واى، دا زوى مې نه درښووه چې نوم او کنيه يې د رسول الله (ص) ده! هغه به ځمکه له عدله ډکوي؛ لکه چې له ظلم او تېري ډکه شوې ده.))
همدا راز د هغه چا کيسه راخلي چې: ((امام حسن عسکري ته ورتلله او تر ده روسته د ځايناستي په اړه يې پوښتي او امام ورته وايي: ((پرده راکاږه چې يې وکاږله؛ نو امام مهدي يې وليد))
همداراز هغه کيسه هم راخلي: ((معتمد عباسي يا معتمندعباسي د امام مهدي د نيولو لپاره يوه ډله د امام حسن عسکري کور ته استوي؛ خو له ډله هغه نو مومي او سرداب ته ننووتل او د اوبو پر مخ یې ويني او چې غواړي و يې نيسي، په اوبو کې ډوبېږي او نيواى يې نشي. عباسي چارواکى يې له پېښې خبر کړ ورته وايي چې څه مو ليدلي پټ يې کړئ او وايي: که دا حال مو چاته ووايه؛ نو وژنم مو، دوى هم پېښه د خليفه تر ژونده پټوي.))
١٥- شيخ عبدالوهاب بن احمد بن علي شعراني (٩٧٣يل٩٦٠س مړ) په خپل کتاب ((اليواقيت و الجواهر)) [١٤٥مخ، د١٣٠٧س د مصر چاپ] کې ليکي: ((پينځه شپېتم بحث په دې بيان کې چې سپېڅلي شارع د قيامت له ټولو شرطونو خبر ورکړى چې ټول حق دي او بايد د قيامت تر راتلو مخکې پېښ شي چې له دې د مهدي (ع) پاڅون هم دى، هغه د امام حسن عسکري له زامنو دى چې د ٢٥٥س د شعبان په نيمايي کې دنيا ته راغلى او تر هغې به ژوندى وي چې له عيسى بن مريم سره يوځاى شي او عمر يې تر اوسه چې کال ٩٨٥س دى، ٧٦٦ کاله دى))
شعراني زياتوي: (( له شيخ حسن عراقي سره وم، چې دا پېښه یې راته وويله (شيخ په مصر کې ښخ دى) او زموږ شيخ ((سيد على الخواص)) هم ورسره ومنله))
١٦- شهاب الدين احمد بن حجر هيثمي شافعي د مکې هستوګن (٩٩٣س مړ) په خپل کتاب ((الصواعق المحرقه)) [١٢٧مخ، د ١٣٠٨ س د مصر چاپ] کې د دولس ګونو امامانو د حالاتو په شرح کې ليکي:
((ابومحمدحسن خالصي پر ٢٣٢س دنيا ته راغلى چې له مشهورو کراماتو يې په سامرا کې د استسقا داستان دى. دا د يوه نصراني عالم داستان دى چې د ځينو پېغمبرانو هډوکي ورسره ول چې بهر به يې راوړل، باران ورېده او چې پټول يې؛ نو باران درېده او امام پرې پوه شو او هډوکي يې ترې واخستل او چې راهب څومره دعا وکړه باران و نه ورېده او خلک له اشتباه راووتل او د مسيحي ملا په چل پوه شول)).
زياتوي: ((امام حسن عسکري په سامرا کې تر مړينې عزتمن او د درناوي وړ و او د خپل پلار (علي الهادي) تر څنګ ښخ شو او ٢٨ کلن و)) همدا راز وايي: ((هغه يوازې يو زوى پرېښود او هغه ابوالقاسم حجت و او د پلار د مړيني پر مهال پينځه کلن و چې خداى پرې حکمت ولوراوه. هغه قايم او منتظر نومېږي او ويل کېږي چې پټ شوى او معلوم نه دى چې چېرې تللى دى)).
١٧- شيخ عبدالله بن محمدعامر شبراوي شافعي (١١٥٤ س مړ) په خپل کتاب ((الاتحاف بِحُب الاشراف)) [١٧٨مخ، د ١٣١٦ س د مصر چاپ] کې کاږي: ((يولسم امام، حسن خالصي په عسکري مقلب دى چې پر ٢٣٢س د ربيع الاول پر اتمه په ٢٨ کلنۍ کې ومړ. په شرافت کې يې همدومره بس دى چې امام مهدي منتظر يې زوى دى. د امام عسکري مړينه په سامرا کې وه او قبر يې د خپل پلار تر څنګ دى او تر ځان روسته يې دولسم امام ځايناستى کړ؛ ابوالقاسم محمد، حجت، امام زاده، امام چې پر ٢٥٥ س د شعبان په نيمايي کې د خپل پلار تر مړينې پينځه کاله مخکې دنيا ته راغى او داچې سخت پېر و او له عباسي خلفاوو ډار و؛ نو پلار يې زوکړه پټه ساتله؛ ځکه هاشميان د واکمنو تر تعقيب او څارنې لاندې ول؛ هغوى يې بنديان او وژل او له منځه يې وړل؛ ځکه هغوى د رسول اکرم له احاديثو پوهېدلي ول چې امام مهدي د ظالمانو واکمني له منځه وړي. امام محمد، حجت او په مهدي، قائم، منتظر، صالح خلف او صاحب الزمان ملقب دى چې خورا مشهور يې مهدي دى.
نو ځکه شيعه وايي: ((دا هماغه دى چې سم روايتونه يې په روستي وخت کې په اړه خبر ورکوي او اوس هم شته د مهدي د نسب لړۍ دا ده: محمد حجت بن الحسن الخالصي بن علي الهادي بن محمدالجواد بن علي الرضا بن موسى الکاظم بن جعفرصادق بن محمدالباقر بن زين العابدين بن امام الحسين (د امام حسن رور) بن اسدالله غالب علي بن ابيطالب رضى الله عنهم اجمعين))
١٨- شيخ حسن عراقي (د مصر په کُرم الرئيس کې ښخ دى) د امام مهدي پر شتون منښته کوي او وايي: ((امام يې ليدلى دى)) شعراني په لواقح الانوار فى طبقات الاخبار (دويم ټوک، د مصر ١٣٠٥س چاپ) کې کاږي: ((شيخ حسن عرقي د خپلې ګرځېدنې (سياحت) په ترڅ کې له امام مهدي سره ليده کاته کړي او عمر يې ترې پوښتل شوى او ځواب يې اورېدلى چې ((زويه ! عمر مې همدا اوس ٦٢٠ کاله دى)) شعراني وايي: ((دا مې خپل استاد علي الخواص ته وويل چې د مهدي-رضى الله عنه-له عمر سره يې توافق وښود. ))
“بنياد معارف اسلام قم ” په دې روستيو كې د “معجم احاديث الامام المهدى” په نوم كتاب خپور كړى چې د اهل سنتو او شيعه وو په منابعو كې یې د امام مهدى په باب روايتونه راټول كړي دي.
د “منتخب الاثر” ليكوال لطف الله صافى، د امام مهدى په باب د اهل سنتو له 60 زياتر معتبرو كتابونو ځنې چې شپږ ګوني صحاح هم پكې دي او د شيعه وو له نوي 90 څخه د زياتو كتابونو او د شيعه وو د څلور ګونو كتابو په ګډون احاديث راټول كړي دي.
* * *
امام مهدي د پېغمبراکرم د دولس ځايناستيو ځنې یو دی
ارواښاد مرتضی عسکري په خپل کتاب «مهدویت؛ په خلفاوو ښوونځي کې» تر پورته عنوان لاندې کاږي:
دلته هغه روايات راخلو چې نبوي کورنۍ عمومي مشرتوب جوتوي چې پکې متعال خداى او رسول اکرم(ص) تر خاتم النبيين روسته امامان او وصيان ټاکلي او خلکو ته ښوولي دي او ورپسې يې په څرګندونه هم لاس پورې کوو.
(الف) په رواياتو (ثقلينو حديث) کې د نبوي کورنۍ عمومي مشرتوب: په دې لړ احاديثو کې، د کوم امام ځانګړي نوم اخستل شوى نه دى؛ خو د نبوي کورنۍ عمومي مشرتوب پکې نوموتى دى. دوه بيلګې يې دا دي:
په صحيح مسلم (٧/١٢٢-١٢٣) او نورو لس ګونو کتابونو؛ لکه د امام حنبل مُسنَد، د دارمي سنن، د بيهقي سنن او مستدرک الصحيحين (٣/١٠٩او١٤٨) کې روايت شوى دى:
زيد بن ارقم وايي: رسول اکرم (ص) (له حجة الوداع نه په ستنېدو کې يې) د مکې او مدينې په لار کې د ((خم)) ډنډ پر غاړه، خلکو ته وينا وکړه: ((خلکو! باخبر، زه [ستاسې] په څېر يو بشر يم، نژدى دى چې ما [تلپاتې نړۍ ته] وبولي او د حق بلنه ومنم. دوه ارزښتمن څيزونه په ميراث درته پرېږدم: د خداى کتاب چې پکې ښيون-هدايت او رڼا ده، مه يې پرېږدئ او منګولې پرې ولګوئ)) بيا يې وويل: ((او زما اهلبيت، کورنۍ مې، د خپلو اهل بيتو په اړه خداى دريادوم! (دا غونډله يې درې ځله وويله) ))
بيا د مستدرک د روايت له مخې زياتوي: ((هوښيار وسئ چې تاسې تر ما روسته له دې دوو پاتې شونو سره څرنګه چلن کوئ. دا دواړه بيخي يو له بله نه بېليږي، څو په کوثر ډنډ کې ماته راشي))
د پېغمبراکرم له روستۍ غونډلې پوهېداى شو چې بايد د نبوي کورنۍ يو امام (چې په معتبر رواياتو کې ټاکل شوى دى) اوږد عمر ولري چې د نړۍ تر پايه ژوندى وي او تل په بشري ټولنه کې له قرآن سره جوخت او اوږه په اوږه وي او ددې دواړو (قرآن-اهل بيت) د نه بېلتون په اړه د پېغمبر وينا رښتيا شي.
٢- همدې ته ورته وينا حضرت جابر(رض) د پېغمبراکرم(ص) د عرفې له خطبې روايتوي. هغه وايي: پېغمبر(ص) د حج پر مهال په عرفات کې وليد چې پر خپل اوښ ((غضباء)) نومي سپور و او خلکو ته يې وويل: ((…خلکو!زه درته داسې څه پرېږدم، که منګولې پرې ولګوئ او لاس ترې وانخلئ، بيخي به بې لارې نشئ: د خداى کتاب او کورنۍ مې چې زما اهل بيت دي.[18] ))
ترمذي ددې خبرې تر راوړو روسته زياتوي چې دا حديث له ابوذر، ابوسعيدخِدري، زيدبن ثابت او حُذيفة بن اُسيد(رضى الله عليهم)هم روايت شوى دى.
په دې روايت کې، پېغمبر اکرم(ص) خپل اهل بيت د قرآن هم اوږه کړي او ښيون په دوى او قرآن پورې ګڼي او د دوى د لمن نيول له بې لارۍ د ژغورنې لامل ښيي او وايي: هوښيار وسئ او ځير شئ چې تر ما روسته له دې دواړو سره څرنګه چلېږئ او پوه شئ چې دا دواړه بيخي يو له بله نه بېلېږي او د کوثر ډنډ (د قيامت د ژغورنديو د راټولېدو ځاى) ته به را ته راشي.
له نظري اړخ دا يوه غوڅه قرآني مساله ده چې اسماني کتابونه د خلکو ګروهيز، اخلاقي او د عمل لارښوونکي او امامان دي:
((وَمِن قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إِمَامًا وَرَحْمَةً وَهَذَا كِتَابٌ مُّصَدِّقٌ لِّسَانًا عَرَبِيًّا لِّيُنذِرَ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَبُشْرَى لِلْمُحْسِنِينَ [19]: او له دې مخكې د موسى كتاب چې لارښود او رحمت و (د قرآن نښې ښوولې دي) او دا كتاب په عربي ژبه د تورات له نښو سره اړخ لګوي چې ظالمان ووېروي او نېكانو ته زېرى وركړي. ))
د همدې اصل په پامنيوي او ډډه پرې وهل، له قرآن سره د پېغمبر د اهل بيتو يوځاى کېدل، د دوى مشرتوب او امامت هم جوتوي.
په بله وينا، د اسلام نظري اړخ په قرآن کريم کې ويل شوى؛ خو بهرنى انځور يې د اهل بيتو په سيرت کې ښوول کېږي.
داچې په نظري اړخ کې مو د قرآن امامت او مشرتوب منلې؛ نو بايد په عملي اړخ کې هم د اهل بيتو امامت ومنو.
پردې سربېره، د پېغمبراکرم د وينا له مخې، ښيون يوازې په دې دوو ارزښتمنو ميراثونو پورې اړوند دى او پوهېږو چې د قرآن ښيون په ټوليزه بڼه د ګروهيز، اخلاقي او عملي مسايلو په باب دى؛ نو هرومرو به د قرآني اسلام [؛ يعنې هغه اسلام چې په قرآن کريم کې راغلى او مطلب، ددې دين اصول او ټوليز مسايل دي] څرګندول، بيانول او رڼا پرې اچول د اهل بيتو دنده وي چې ښيون پوره شي.
(ب) په رواياتو کې د امامانو د شمېر ټاکنه
رسول اکرم(ص) خبر کړي يو، کوم امامان چې روسته ترې راځي ((دولس)) تنه دي چې دا مساله په صحاحو او مسانيدو کې روايت شوې ده:
۱- امام مسلم په خپل صحيح کې له جابر بن سُمَرة(١)روايت کړى: رسول اکرم وويل: ((دا دين، تل او تر قيامته او هله چې دولس تنه خلفاء مو پالندويان وي، ټينګ او پر ځاى دى. دا خلفاء ټول له قريشو دي.))
په دوو نورو روايتونو کې، راغلي: ((تر هغې چې دولس تنه خلفاء مو پالندويان شي))
په بل حديث کې: ((د دولس تنو تر پايه))
په صحيح بخاري کې راوي وايي: له پېغمبراکرم(ص)مې واورېدل چې يې ويل: ((دولس تنه اميران او بولندويان دي)) راوي وايي: پېغمبر(ص)تر دې روسته خبرې وکړې چې پوه نشوم. پلار مې وويل: ويې وويل: ((هغوى ټول له قريشو دي)).
بل روايت دى چې يې وويل: ((د چا دښمني يې زيانمولاى نشي)). [20]
٢- بل روايت دى چې رسول اکرم(ص) وويل: ((لا تزال هذه الامه مستقيماً امرها، ظاهرة على عدوها، حتى يمغى منهم اثنا عشر کلهم من قريش؛ ((د دې امت چارې به تل سمې او پر دښمنانو به برلاس وي چې دولس تنه قريشي خلفا پرې تېر شي)) [21]
٣-په بل روايت کې راغلي چې يې وويل: ((دا امت دولس تنه پالندويان لري، چا يې چې لاسنيوى و نه کړ، زيان ورته نشي رسولاى، ټول له قريشو دي.))[22]
په بل روايت کې يې وويل: ((د دې امت چار به تل په جريان کې وي، تر هغې چې دولس تنه پرې ولايت ولري.))[23]
٥-له حضرت انس(رض) روايت دى چې آنحضرت(ص) وويل: دا دين په هيڅ توګه نه ورکېږي چې له قريشو دولس تنه وي او چې له دنيا ولاړل، ځمکه خپل اوسېدونکي ډوبوي)) [24]
٦-په بل روايت کې يې ويلي: ((د دې امت چار تل بريا ته نژدې دى چې هغه ټول دولس تنه راپاڅي، دوى ټول قريشي دي)) [25]
٧-امام احمد بن حنبل، حاکم او نور له مسروق څخه روايتوي چې و يې ويل: ((يوه شپه له عبدالله بن مسعود سره ناست وو او قرآن يې را زده کاوه چې يو سړي ترې وپوښتل: اباعبدالرحمانه!ايا رسول اکرم دې پوښتلى و چې د دې امت څو تنه خلافت ته رسي؟عبدالله وويل: عراق ته چې راغلى يم، داسې نه يم پوښتل شوى. په دې اړه مې پېغمبر پوښتلى او راته يې ويلي: ((هغوى د بني اسرائيلو د نقيبانو په شمير دولس تنه دي.)) [26]
٨-ابن مسعود وايي، رسول اکرم وويل: ((تر ما روسته خلفاء د موسى د اصحابانو په شمېر دي.)) [27]
تېر روايتونه په څرګنده وايي: د واليانو شمېر دولس تنه دى چې ټول له قريشو دي.
امام علي(ک) په خپلې يوې وينا کې له قريشو مطلب څرګند کړى چې يې وويل: ((ټول امامان قريشي دي او د بني هاشمو (اهل بيتو) له ټبره ټاکل شوي، بې له دوى (ولايت) بل چاته روا نه دى او يوازې دوى (پر امت د ولايت) وړ دي.
وګورئ: نهج البلاغه، ١٤٢خطبه، د مصر چاپ، مطبعة الاستقامه او همدا راز ويې ويل: هو، پر خداى قسم، ځمکه به بيخي د خداى لپاره د حق له حجته خالي نشي [دا قايم امام] يا بريمن دى او ښکاره او يا ډارن او پټ چې الهي حجتونه او روښانه الهي نښې تل وي))[28]
د تېرو احاديثو نچوړ
د تېرو احاديثو پايله او لنډيز دادى: ددې امت د امامانو شمېر پر له پسې دولس تنه دى چې د نړيوالو دنيوي او اُخروي نېکمرغي به د دوى په ښوونو وي.
په لومړى حديث کې راغلي:
په دې حديث کې تر قيامته د اسلام تلپاتېتوب ته اشاره شوې او د امت امامان يې دولس تنه ښوولي دي.
په پينځم حديث کې راغلي:
دې حديث هم، د دين شتون او پايښت د دولس ګونو امامانو د عمر تر پايه تاييد کړى او عمر يې د دنيا پاى بولي.
اتم حديث، د امامانو شمېر يوازې دولس تنه ښيي: ((تر ما روسته خلفا، د موسى د اصحابو د شمېر هومره دي.))
دا حديث راښيي چې تر رسول اکرم روسته به بې له دولس ګونو خلفاوو بل خليفه نه وي.
د دې رواياتو الفاظ په ډاګه وايي: ((د خلفاوو شمېر يوازې دولس تنه دى او روسته ترې ګډوډي، د ځمکې نابودي او قيامت دى)) نور روايتونه چې دغسې څرګندتوب نه لري، همدا (روايت) يې بيانوي.
نو ځکه شونې ده چې د دولس ګونو امامانو د يوه امام عمر دعادي انسانانو د عمر پر خلاف، اوږد او خارق العاده وي؛ لکه چې همدا اوس دى او دولسم امام؛ حضرت مهدي په همدې توګه دى.
علما څرنګه د دولس ګونو امامانو حديث تفسير وي
علامه عسکري پر کتاب او سنتو راغونډېدل کتاب کې لیکي: په دې اړه عالمان بېلا بېلې څرګندونې لري:
د ((ترمذي دسننو)) شارح، ابن عربي وايي: تر رسول اکرم روسته اميران، مې چې وشمېرل؛ نو دا دي: ابوبکر، عمر، عثمان، علي، حسن، معاويه، يزيد، معاويه بن يزيد، مروان، عبدالمالک مروان، سليمان، عمربن عبدالعزيز، يزيدبن عبدالمالک، مروان بن محمد بن مروان، سفاح او… ورپسې، تر خپل وخته ٢٧تنه عباسي خلفاء شمېري او وايي: « که له دوی په ظاهري بڼه «دولس تنه» وشمېرو، روستی یې تر سليمان ابن عبدالمالک دی او که خليفه په واقعي مانا په پام کې ونيسو، موږ ته يوازې پينځه تنه پاتېږي: څلورګوني خلفاء او عمر بن عبدالعزيز؛ نو ځکه زه دې حديث ته کومه مانا نه مومم.)) [29]
قاضي عياض، د دې خبرې [چې له دې شمېر (دولس ګونو تنو) ډېر ولايت او واکمنۍ ته رسېدلي دي] په ځواب کې وايي: ((دا سمه نيوکه نه ده؛ ځکه پېغمبر ويلي نه دي چې يوازې دولس تنه ولايت ته رسي؛ البته دا شمېر ولايت ته رسېدلي او دا مطلب د هغوى پر شمېر د ور زياتوالي مخه نه نيسي)) [30]
((سيوطي)) د خپل تاريخ په دولسم مخ کې، د ده په ځواب کې يوه خبره راوړى او وايي: ((د حديث مراد، د اسلام په اوږدوکې تر قيامته د ((دولس ګونو خلفاوو شتون دى چې پر حق عمل کوونکي وي، که څه پر له پسې نه وي.))
د فتح الباري (٦/٣٤١) مولف او هم سيوطي د خپل تاريخ په دولسم مخ کې ليکي: ((په يقين چې له دې شمېره (دولس ګونو) څلورګوني خلفا تېر شوي او پاتې نور د قيامت تر راتلو مخکې بايد هرومرو پوره شي.))
ابن جوزي وايي: ((نو ځکه داچې يې ويلي: ((روسته به فتنه او ګډوډي وي)) مراد ترې د قيامت تر جوړېدو مخکې فتنې دي؛ لکه د دجال راوتل او روسته هغه دى)) [31]
سيوطي وايي: ((له دې “دولسو تنو” څلور ګوني خلفا، حسن، معاويه، عبدالله بن زبير او عمر بن عبدالعزيز، دا اته تنه واکمن شوي او احتمال داچې عباسي خليفه مهدي (چې په عباسيانو کې؛ لکه په امويانو کې چې عمربن عبدالعزيز و) هم پرې ور زيات کړو او همدا راز طاهر عباسي د عدالت له امله يې بيا هم دوه تنه پاتېږي او د انتظار وړ دى چې يو يې مهدي آل محمد(ص)له اهل بيتو وي)).[32]
همدا راز ويل شوي دي: ((د حديث مراد دا دى چې هغه ((دولس تنه)) د خلافت د عزت په دوران، د اسلام په ځواکمنۍ کې او چارې يې ښه سمبالې وي، هغه کسان (دولس تنه) چې د واکمنۍ پر مهال يې اسلام عزتمن شوى وي او ټول مسلمانان پرې راټول وي)).[33]
بيهقي ابن کثير، تاريخ٦/٢٤٩: له خولې ليکي:
((دا شمېر (دولس تنه) د وليدبن يزيد بن عبدالمالک تر مهاله واکمن شول بيا ستره ګډوډي شوه او ورپسې د عباسيانو حکومت راغى او داچې پر نوموړي شمېر يې ور زياتوي علت يې دا دى چې د حديث ځانګړنې يې پرېښي يا يې له دولس تنو هغه کسان شمېري چې له سترې ګډوډۍ روسته راغلي دي.)) او همدا راز ويلي يې دي: ((پر چا چې امت يوه خوله شوې درې ګوني خلفا ورپسې علي په صفين کې د منځګړتوب تر وخته چې معاويه يې پر هغه ورځ خليفه ونوماوه.بيا د حسن له سولې سره، پر معاويه يوه خوله شول او تر دې روسته يې پر زوى يزيد. حسين هم خلافت ته تر رسېدو مخکې ووژل شو.د يزيد په مړينه اړپېچ پيدا شو، تر دې چې د عبدالله ابن زبير تر وژنې روسته، پر عبدالملک مروان يوه خوله شول او ورپسې پر څلورو زامنو يې: وليد، سليمان، يزيد او هشام چې په دوى کې عمربن عبدالعزيز د سليمان او يزيد تر منځ په يوه واټن کې و او دولسم يې وليدبن يزيدبن عبدالملک و چې خلک له هشام روسته پرې يوه خوله شول او څلور کاله يې واکمني وکړه)) [34]
نو ځکه د دې دولسو تنو خلافت په دې دليل سم دى چې مسلمانان پرې يوه خوله ول او پېغمبر مسلمانانو ته دوى ته د خپل خلافت- چې خلکو ته به اسلام ورلېږي- زېرى ورکړى دى.
ابن حجر د دې مخونې په اړه وايي: ((دا خورا غوره مخونه ده)) او ابن کثير وايي: ((د بيهقي لار د منلو نه ده چې يو شمېر ورسره يوه خوله دي؛ يعنې داچې له پرله پسې خلفاوو؛ د حديث مراد تر وليدبن يزيدبن عبدالملک پورې دى؛ ځکه د دې “وليد” تر وخته خلفاو تر “دولسو تنو” زيات ول، په دې دليل چې د ابوبکر، عمر، عثمان او علي خلافت سم ول او روسته ترې حسن بن علي دى.په دې دليل چې علي وصيت کړى و او د عراق خلکو ورسره بيعت کړى و، تردې چې له معاويه سره يې سوله وکړه. ورپسې يزيد بن معاويه، معاويه بن يزيد، مروان بن حکم، عبدالملک بن مروان، وليدبن عبدالملک، سليمان بن عبدالملک، عمر بن عبدالعزيز، يزيدبن عبدالملک او هشام بن عبدالملک دى چې ټول پينځلس تنه کېږي.ورپسې وليدبن يزيدبن عبدالملک او که تر عبدالملک مخکې د عبدالله بن زبير واکمني وشمېرو؛ نو اولس تنه کېږي.په دې شمېرنې سره يزيد بن معاويه په هغو دولسو تنو کې راځي؛ خو عمربن عبدالعزيز ترې وځي، هغه عمربن العزيز چې ټول مشران یې پر ستاېنه يوه خوله دي او له خلفاى راشدينو يې شمېري او ټول خلک يې پر عدالت قايل دي او د واکمنۍ پير يې خورا ښه وخت و، ان شيعه هم پرې منښته کوي.
که ووايي: ((ما يوازې هغه کسان شمېرلي چې امت پرې يوه خوله شوی؛ نو لازمه يې دا ده چې علي او زوى يې و نه شمېرل شي؛ ځکه ټول خلک پرې يوه خوله نه ول؛ ځکه ټولو شاميانو بيعت ورسره و نه کړ)) نو ددې ليد له مخې وايو: ((په دې مسلک کې، درې ګوني خلفاء معاويه، يزيد، عبدالملک، وليدبن سليمان، عمربن عبدالعزيز، يزيد او هشام شمېرل کېږي چې ټول لس تنه کېږي او په دوى پسې وليدبن يزيدبن عبدالملک دى چې د دې ليد لازمه د علي او زوى (حسن) يې ترې ايستل دي چې دقيقاً دا نظر د اهل سنتو د امامانو او؛ بلکې د شيعه و د څرګندونو پر خلاف دى)) [35]
ابن جوزي په ((کشف المشکل)) کتاب کې د دې مخونو په ځواب کې دوه نور دلايل وړاندې کوي چې وايې: لومړى: ((پېغمبر په خپل حديث کې تر ځان او اصحابو روسته پېښو ته اشاره نه کوي؛ ځکه د اصحابو حکم د آنحضرت(ص) له حکم سره تړلى دى؛ نو پايله داچې، تر اصحابو روسته، راغليو واکمنو په اړه روايت دى، وينا يې د اموي خلفاوو شمېر ته اشاره ده؛ لکه چې د آنحضرت (ص) خبره ((لايزال الدين))؛ يعنې ولايت تر هغه دوام لري چې دولس تنه واکمن شي.بيا اوضاع تر لومړي حالته هم بدترېږي. په دې شمېر کې لومړى اموي خليفه يزيدبن معاويه او روستى يې مروان حمار دى چې ((ديارلس تنه)) کېږي. عثمان، معاويه او عبدالله بن زبير نه شمېرل کېږي؛ ځکه دوى اصحاب دي، که مروان بن حکم هم (له دې امله چې د صحابيتوب په اړه يې اړپېچ دى او د عبدالله بن زبير پر وړاندې يې ماته وخوړه او خلک پر ابن زبير راټول شول) ترې وباسو؛ نو ((دولس تنو شمېر)) رښتيا کېږي. له امويانو چې خلافت ووت؛ نو سترې فتنې، ګډوډۍ او خونړى حالت رامنځ ته شو، تردې چې عباسيانو حالات کابو کړل او حالات يې له بيخه واړول)) [36]
ابن حجر په ((فتح الباري)) کې دا استدلال رد کړى دى.
دويم: ابن جوزى دا برخه له هغې ليکنې راخستې ده چې ((ابوالحسين ابن منادي)) د ((مهدي)) په اړه کښلې ده او وايي: دا شونې ده چې دا موضوع تر مهدى روسته حالاتو پورې اړوند وي چې په آخرالزمان کې راووځي؛ ځکه ما د ((دانيال)) په کتاب کې ليدلي چې مهدي وفات شي؛ نو د ((سبط اکبر)) له کړوسیو پينځه تنه واکمنۍ ته رسي، ورپسې د ((سبط اکبر)) له کړوسیو پينځه تنه د دوى روستۍ د ((سبط اکبر)) يو تن خپل وصي کوي چې روسته يې خپل زوى واکمنېږي او په دې توګه ((دولس تنه)) واکمنېږي چې هر يو يې امام او مهدى دى))
همدا راز وايي: ((په بل روايت کې دي چې روسته ترې دولس تنه نارينه (شپږ تنه د حسن اولاده، پينځه تنه د حسين اولاده او بې له دوى يو تن) حکومت ته رسي او داچې روستۍ تن مومي؛ نو فساد نړيوالېږي.))
ابن حجر په صواعق کې پر دې حديث يو لمن ليک کښـلى او وايي: ((دا يو خوشى روايت دى چې ډاډ پرې نشته)) [37]
بله ډله وايي: ((غالب ګومان دا دى چې پېغمبراکرم په دې حديث کې تر ځان روسته له عجايبو خبر کړي يو؛ هغه فتنې چې خلک په يوه وخت کې تالاترغۍ کوي او د ((دولسو تنو اميرانو)) ولکې ته يې راکاږي او که يې بې له دې غوښتي واى؛ نو يې ويل: ((دولس اميران دي چې دغسې کوي)) او داچې دغسې ځانګړنې يې ورته ويلي نه دي؛ نو پوهېږو چې دوى به پر يوه وخت کې وي…)) [38]
ويلي يې دي: پر پينځمه لېږديزه پېړۍ کې په ((اندلس)) کې يوه پېښه وشوه چې شپږو تنو ځانونه ((خليفه)) ګڼل، پردې سر بېره، د مصر واکمن، د بغداد عباسي خليفه او له علويانو او خوارجو او همدا راز د خلافت نور مدعيان هم ول. [39]
ابن حجر د دې مخونې په اړه وايي: دا د هغه چا خبره ده چې تش په بخاري کې په لنډو راغلي حديث نه پوهېږي. [40]
او همدا راز وايي: په يوه وخت کې شتون يې، ګډوډي او بېلتون دى او د حديث مرادېداى نشي.[41]))
ددې روايتونو حقيقي مفهوم
ارواښاد زیاتوي:
د دولس ګونو امامانو په اړه چې کوم روايتونه راغلي، که دا ټول راټول کړو او په ځير ورته وګورو؛ نو حقيقي مفهوم ترې لاس ته راځي او د هغو مخونو په ناسموالي به هم وپوهېږو چې په دې اړه يو له بل سره اړخ نه لګوي:
١-د پېغمبر اکرم خلفا او د اسلام مخکښان تر دولسو تنو نه اوړي او ټول قريشى دي.
و يکون لهذه الامع اثنا عشر قيما کلهم من قريش: دې امت ته دولس تنه پالندويان دي چې ټول له قريشو دي.[42]
او يا: يملک هذه الامه اثنا عشر خليفه: دې امت ته به دولس تنه خلفا وي.
اويا: يکون بعدى اثنا عشر خليفه کلهم من قريش: تر ما روسته به دولس تنه خلفا وي چې ټول له قريشو دي.
٢-دوى پر له پسې تر قيامته په امت کې وي:
((د خلافت چارې تر هغې چې ان په نړۍ کې دوه تنه پاتې وي، په قريشو کې به وي)) [43]
چې دا حديث د خلافت تداوم د نړۍ تر پايه اعلانوي. دا حديث […دا دين چې تر هغې دولس تنه خلفا پر تاسې واکمن وي، تر قيامته پاتېږي] تر قيامته د دين د پاتې کېدو زېرى راکوي او همدا راز د دولس تنو خلافت اعلانوي، په دې مانا پېغمبر اکرم چې څرګندوي دين مې تر قيامته پاتېږي چې دا موده د دولس ګونو امامانو د خلافت موده هم ده چې بايد لږ تر لږه له دې خلفاو د يوه عمر دومره اوږد وي چې د خلافت وخت يې تر قيامته وغځېږي.
په اسلامي سرچينو کې د دولس ګونو امامانو نومونه
ارواښاد عسکري په خپل کتاب « پر قرآن او سنتو راغونډېډل» کتاب کې د پورته عنوان تر نامې لاندې لیکي:
(الف): امام جويني [44] له عبدالله بن عباس څخه روايت کوي چې و يې ويل: رسول اکرم وويل: ((انا سیدالنبیین و علی ین ابی طالب سید الوصیین و ان اوصیائی بعدی اثنا عشر اولهم علی بن ابی طالب و اخرهم المهدي: زه د پېغمبرانو ښاغلى يم او علي بن ابيطالب د وصيانو ښاغلى دى او بېشکه تر ما روسته وصيان مې ((دولس)) تنه دي چې لومړى يې علي بن ابيطالب او روستى يې مهدي دى)).
(ب)امام جويني بيا هم په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کوي چې و يې ويل: رسول اکرم وويل: ((په واقع کې تر ما روسته خلکو ته مې خلفاء، وصيان او حجتونه ((دولس)) تنه دي، لومړى يې زما رور او روستى يې زما زوى دى)) ورته وويل شو: رسول الله!رور مو څوک دى؟ورته يې وويل: ((علي بن ابيطالب)) ورته وويل شو: زوى مو څوک دى؟ورته يې وويل: ((هغه مهدي دى، هغه چې ځمکه به له عدله ډکوي لکه چې له ظلم او تېري ډکه شوې. پر هغه سوګند چې زه يې پر حق زېرى ورکوونکى او ګواښنګرى لېږلى يم، که له نړۍ يوه ورځ هم پاتې نه وي، خداى به دا ورځ دومره اوږده کړي چې زوى مې مهدي راووځي، د خداى روح عيسى بن مريم راکېوځي او ورسره لمونځ وکړي، ځمکه د پالونکي له رڼا روښانه شي او واکمني به يې ختيځ او لويديځ راونغاړي))
(ج)امام جويني بيا هم په خپل سند روايت کوي چې راوي وويل: وا مې ورېدل چې رسول اکرم وويل:
((انا و على و الحسن و الحسين و تسعه من ولد الحسين مطهرون معصومون: زه، علي، حسن، حسين او د حسين نهه تنه زامن سپېڅلي او سپينلمني يو)) [45]
د اسلام د تاريخ په اوږدو کې واکمنو هڅه کړې چې دغسې احاديث د اسلامي امت له لاسرسۍ لرې وساتل شي؛ خو بيا هم عالمانو خورا هڅې کړي چې احاديث د خلکو غوږونو ته ورسول شي، موږ دلته د خپلې موضوع سره په اړه هغه متواتر روايتونه راوړو چې د دولس ګونو امامانو نومونه پکې دي.
امام مهدي د دولس ګونو امامانو د لړۍ پای ټکی دی
لومړى امام: اميرالمؤمنين علي(ک)
علامه عسکري په همدې کتاب کې کاږي:
پلار: ابوطالب بن عبدالمطلب بن هاشم
مور: فاطمه بنت اسد بن هاشم
کنيه: ابوالحسن و الحسين ابوتراب
لقب: اميرالمؤمنين
زوکړه: په کعبه کې تر ((عام الفيل)) دېرش کاله روسته.
شهادت: پر څلوېښتم لېږديز کال يو خارجي عبدالرحمن بن ملجم شهيد کړ او له کوفې بهر په نجف اشرف کې ښخ شو.
د حضرت علي(ک) مور، فاطمه بنت اسد د دوه ځانۍ پر حال پر طواف بوخته وه چې د زوکړې درد پرې راغى، په دې وخت کې د کعبې په دېوال کې چاود رامنځ ته شو او هغه ورننووته او زوى يې ((علي)) وزېږېد.په دې اړه د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: [46]
دويم امام: حسن بن علي بن ابيطالب
مور: فاطمه الزهرا د رسول اکرم لور
کنيه: ابومحمد
لقب: سبط اکبر، مجتبى
زوکړه: په مدينه کې په لېږديز درېیم کال د رمضان په نيمايي کې
شهادت: د پينځوسم لېږديز کال د صفرې پر اته ويشتم شهيد شو او د مدينې په بقيع هديره کې ښخ شو.
درېیم امام: حسين بن علي بن ابيطالب
مور: فاطمه الزهرا د پېغمبراکرم لور
کنيه: ابوعبدالله
لقب: سبط، د کربلا شهيد
زوکړه: په مدينه کې پر لېږديز څلورم کال د شعبان درېیمه
شهادت: پر ٦١س د محرم پر لسمه له خپلو اهلبيتو او يارانو سره يزيديانو په کربلا کې شهيدان کړل او زيارت يې د عراق په کربلا کې دى. [47]
څلورم امام: علي بن الحسين
مور: غزاله يا د ښځو پاچا
کنيه: ابوالحسن
لقب: زين العابدين، سجاد
زوکړه: ٣٣يا٣٧يا٣٨س په مدينه کې
شهادت: پر٩٤س پر شهادت ورسېد او په بقيع کې د خپل تره امام حسن تر څنګ ښخ شو. [48]
پينځم امام: محمد بن علي
مور: ام عبدالله د امام حسن بن علي لور
کنيه: ابوجعفر
لقب: باقر
زوکړه: ٥٧س، مدينه
شهادت: پر١١٤پا١١٧س په مدينه کې شهيد کړاى شو او په بقيع کې د خپل پلار تر څنګ ښخ شو. [49]
شپږم امام: جعفربن محمد
مور: ام فروه د قاسم بن محمد بن ابي بکر لور
کنيه: ابو عبدالله
لقب: صادق
زوکړه: ٧٣س، مدينه
شهادت: ١٤٨س شهيد شو او په بقيع کې د خپل پلار تر څنګ ښخ شو.[50]
اووم امام: موسى بن جعفر
مور: حميده
کنيه: ابوالحسن
لقب: کاظم
زوکړه: ١٢٨س، مدينه
شهادت: پر ١٨٣د هارون الرشيد عباسي خليفه په زندان په بغداد کې شهيد شو او د قريشو په هديره کې، د ننني بغداد په لويديځ کې(په کاظمه ښار مشهور) ښخ شو. [51]
اتم امام: علي بن موسى
مور: خیزران
کنيه: ابوالحسن
لقب: رضا
زوکړه: ۱۰۳س، مدينه
شهادت: ٢٠٣س، د خراسان په طوس کې ښخ دى. [52]
نهم امام: محمد بن علي
مور: سکينه
کنيه: ابوعبدالله
لقب: جواد
زوکړه: ١٩٥س، مدينه منوره
شهادت: پر ٢٢٠س به بغداد کې شهيد او د خپل نيکه موسى بن جعفر په څنګ کې ښخ شو. [53]
لسم امام: علي بن محمد
مور: سمانه مغدبيه
کنيه: ابوالحسن عسکري
لقب: هادي
زوکړه: ٢١٤س، مدينه منوره
شهادت: پر٢٥٤س شهيد شو او د عراق په سامرا کې ښخ شو. [54]
يولسم امام: حسن بن علي
مور: د سوسن په نامه ام ولد
کنيه: ابومحمد
لقب: عسکري
زوکړه: ٢٣١س، سامرا
شهادت: پر٢٦٠س شهيد شو او په سامرا کې ښخ دى.[55]
دولسم امام: حجة بن الحسن
مور: د نرجس يا صيقل په نامه ام ولد
کنيه: ابوعبدالله، ابوالقاسم
لقب: قائم، منتظر، خلف، مهدي، صاحب الزمان
زوکړه: ٢٥٥س، سامرا
امام مهدي له ((دولس ګونو امامانو))روستى امام دى چې تر اوسه ژوندى دى چې کله خداى وغواړي، په امر به يې راپاڅي او نړۍ به له قسط وعدله ډکه کړي.
د عادل مهدي په عدل به بدل شي مخ د ځمکې درست له ظلمه پیمانه
(ارواښاد حافظ الپوري)
سید رضی الدین علي بن موسی بن طاووس (۶۶۴س مړ) په طرایف کتاب کې لیکي:
د خداى رسول وويل: که د ځمکې د عمر يوه ورځ پاتې وي؛ نو خداى به يې دومره اوږده کړي چې زما له کورنۍ يو معبوث کړي چې ځمکه لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وي، بېرته له عدله ډکه کړي.
د امام صادق وينا ده: چې قايم آل محمد راشي؛ نو د حکومت بنسټ به يې عدالت وي، د هغه پر مهال به د ظلم جرړې راونړېږي، د وجود له برکته به يې په هرځاى کې امن وي، ځمکه يې له برکته خپل برکتونه راباسي اوحق به حقدار ته ورسي او د حضرت داوود او حضرت محمد (ص) په څېر به په خلکو کې قضاوت کوي؛ په دې وخت کې به ځمکه خپلې زېرمې رابرسېره کړي او خپل برکتونه به رابربنډ کړي اوڅوک به د صدقې او انفاق لپاره مستحق پاتې نشي؛ ځکه ټول مؤمنان به ماړه او مړه خوا شي[56].
ام المؤمنين ام سلمه، (رض) عنها وايي: چې آنحضرت (ص) ويلي:
“المهدى من عترتى من ولد فاطمه” “مهدى زما له عترت ځنې او د فاطمې اولاد دى[57].
پېغمبراكرم (ص) خبر كړي يو چې عيسى عليه السلام په اخره زمانه كې راښكاره كېږي او په مهدي پسې به لمونځ كوي.
حضرت ابوهريره (رض) له پيغمبراكرم (ص) څخه رانقلوي چې:
پر هغه ورځ به څنګه اوسې چې د مريم زوى ستاسې په منځ كې وي؛ خو امام ستاسې خپل وي[58].
“نړۍ تر هغې نه ويجاړېږي چې يو تن عرب پرې واكمن شوى نه اوسي او هغه سړى زما له اهل بيتو ځنې دى او نوم يې زما نوم دى[59].
رسول كريم (ص) ويلي: موږ اهل بيتو ته، خداى تعالى د دنیا پر ځاى اخرت غوره كړى او هم دوى به زما څخه روسته ډېر كړاوونه وويني، تردې چې د تورو جنډو خاوندان له ختيزه راپاڅي او خير به غواړي؛ خو نه به وركول كېږي؛ نو جنګېږي به او بريالى به شي او هر څه چې غواړي هغوى ته به وركړل شي؛ خو دا ځلې يې نه مني،څو حكومت زما د اهل بيتو يو تن ته وسپاري چې نړۍ به له عدله ډكه كړي ( په نړۍ کې به عدل واكمن كړي)؛ لكه چې ړومبى پرې ظلم او تېرى واكمن وو[60].
مهدي زما په امت كې راځي، واكمني به يې لنډه وي؛ نو تر 7 يا 9 كلو به لږه نه وي او زما امت به د مهدي د واكمنۍ په دوران كې له الهي نعمتونو ځنې داسې برخمن او خوند اخستونكی وي چې كله هم داسې نه و، مالونه به ډېرى كېږي، تردې چې هر څوك به راځي او وايي به چې يا مهدي ماته هم راكړه، هغه به وايې، واخله[61].
حافظ د بخاري په شرحه كې وايي: د تواتر تر حده پورې روايتونه رارسېدلي چې مهدي له همدې اُمت ځنې دى او عيسى بن مريم عليهما السلام به راكوزېږي او په هغه پسې لمونځ كوي[62].
په زياتو او متواترو احاديثو كې د مهدي د راښكاره كېدو يادونه شوې ده[63].
د غاية المرام ليكوال وايي: د تېرې زمانې په عالمانو او اوسنيو كې مشهوره ده چې په روستي وخت كې به له اهل بيتو ځنې يو تن راښكاره كېږي چې نوم به يې مهدي وي او د مهدي په باب روايتونه، ډېر غوره اصحابو رانقل كړي او سترو محدثينو؛ لكه ابوداؤد، ترمذي ابن ماجه، طبراني، ابولعلي، بزار، امام احمد بن حنبل، او حاكم پخپلو كتابونو كې راوړي چې دوى ټول دې رب العالمين وبښي او هغه به تېروتي وي چې د مهدي احاديث خطا وګڼي او يا يې ناسم وبولي.
د اخوان المسلمين پخواني مفتي په (العقايد الاسلاميه) كتاب كې ليكي: له اسلامي عقايدو ځنې، يو هم پر مهدي ګروهه ده چې بايد تصديق او ومنل شي.
د “رابطه عالم اسلامي” د فقهې چارو برخې الجمع الفقهي فى رابطة العالم الاسلامى پر (31/5/ 1976 = /24/شوال/ 1396 ) د مهدي په باب فتوا وركړې چې لولو يې:
“مهدى همغه محمد بن عبدالله حسنى علوي فاطمي او همغه موعود (وعده كړاى شوى) او منتظر مهدي دی چې په روستي وخت كې به له لويديځه (مغرب) راښكاره كېږي او دا به د قيامت له نښو وي، د حجاز په مكه مكرمه، د ركن او مقام او د كعبې د وره او حجرالاسود ترمنځ به بيعت ورسره كېږي او مهدي په داسې وخت كې راښكاره كېږي چې نړۍ به له فساده ډكه وي، كفر او ظلم به خپور شوى وي؛ بيا به په نړۍ كې عدل او انصاف راولي چې تر دې مخکې له ظلم او تېري تر خولې راغلې وه، مهدي به پر ټولې نړۍ واكمن وي، سرغړوونكى به ورته د قناعت او يا د جګړې له لارې غاړه ږدي، واكمني به يې اوه كاله وي او عيسى عليه السلام یې له راښكاره كېدو روسته راكېوزي او دجال به وژني، يا داچې له مهدي سره به يو ځاى راكېوزي او د دجالو په وژنه كې به ورسره مرستندوى وي او مهدى به په فلسطين كې د (باب لُد) له خوا وژل كېږي.
او هغه له دولس ګونو راشدينو خلفاوو- چې پېغمبر اكرم (ص) یې په باب خبر كړي يو- روستى خليفه دى. او د مهدي په راښكاره كېدو، ګروهه واجب ده او دا د اهل سنت او جماعت عقيده ده او پر سنتو ناپوهه يا بدعتي پرته نور څوك منكرېداى ترې نشي. [ مؤامرة المتاخرین بالدین، ۲۹مخ]
شيخ يحيى بن حسن بن بطريق د[ (العمدة) المستدرك (او) كشف المخفى فى مناقب المهدى] كتابونو ليكوال دى چې په روستي كتاب كې يې د مهدي په باب د اهل سنتو له منابعو څخه 110 احاديث راټول كړي چې دادي:
ليكوال |
د كتاب نوم |
د احاديثو شمېر |
بخارى |
صحيح |
3 |
مسلم |
صحيح |
11 |
حميدى |
جمع بين الصحيحين |
2 |
زيد بن معاويه عبدرى |
جمع بين صحاح ستة |
11 |
عبدالعزيز عُكبرى |
فضائل الصحابة |
11 |
ثعلبى |
تفسير |
5 |
ابن قُتية |
غريب الحديث |
6 |
ابن شيرويه ديلمى |
الفردوس |
4 |
حافظ ابوالحسن دارقطنى |
مسند فاطمه )س( |
6 |
// // // |
مسند علي (ک) |
3 |
كسائى |
المبتدا |
2 |
حسن بن مسعود فرداء |
المصابيح |
5 |
ابوالحسن منادرى |
الملاحم |
34 |
حافظ ابن مطيق |
خپل كتاب يې |
3 |
محمد اسماعيل فرعانى |
الرعاية الاهل الرواية |
3 |
حميدى (پورته) |
خبر سطيح |
2 |
يوسف بن عبدالبر نميرى |
استيعاب |
2 |
ابن ماجه[64] په خپل سند له حضرت ابي هريره روايتوي چې د خداى رسول وويل: د دنيا د ژوند يوه ورځ که هم پاتې شي؛ نو خداى به يې دومره اوږده کړي چې زما له اهلبيتو يو سړى د ديلم او قسطنطنيه (استامبول) د غرونو د لړۍ تر منځ پر سيمه واکمن شي او پر دې ځمکه واکمني وکړي.
ابن ماجه[65] په خپل سند له حضرت علي (ک) روايتوي: رسول الله (ص) وويل: مهدي زموږ له اهلبيتو ځنې دى چې خداى به يې په يوه شپه کې د راښکاره کېدوه سريزې چمتو کړي.
ابن ماجه[66] په خپل سند له عبدالله روايتوي: يوه ورځ له رسول الله (ص) سره وو چې يوه ډله بني هاشم راغلل؛ همداچې آنحضرت دا ډله وليده، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، رنګ يې واوخوت، ورته مو وويل: ستاسې په څېره کې مو خپګان وليد ؟ و يې ويل: موږ هغه اهلبيت يو چې خداى راته آخرت ته پر دنيا غوراوى راکړى دى، تر تګ روسته به مې پر اهلبيتو خورا کړاوونه او ستونزې راشي، خلک به ورته شا کړي، تردې چې له ختيځه به له تورو بېرغونو سره يو قوم راشي او خير او صلاح به وړانديز کړي؛ خو خلک به يې ورسره و نه مني؛ نو د ناچارۍ له مخې به تورې ته لاس کړي او خداى به ددې قوم ملاتړ وي او خلک به يې ورسره د ناچارۍ له مخې ومني او هغه څه به هم ورته ورکړي چې ترې نه وي غوښتل شوي؛ خو هغه قوم به يې ورسره نه مني؛ تر دې چې د چار واګې زما له اهلبيتو ځنې يو سړي ته وسپاري او هغه سړى به ځمکه له عدله ډکه کړي؛ لکه څنګه چې له تېري او ظلمه ډکه شوې وه؛ نو که هر چا هغه مهال وليد؛ نو ور دې شي …
ابي داود[67] د المهدي په کتاب کې په خپل سند له ابي الطفيل روايتوي: که د هستۍ يوه ورځ هم پاتې شي؛ نو خداى به پر هغه ورځ زما له اهلبيتو ځنې يو راښکاره کړي چې ځمکه له عدله ډکه کړي؛ لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه.
مستدرک الصحيحين[68] په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي: د خداى رسول (ص) وويل: قيامت به نشي تردې چې ځمکه له ظلم او دښمنۍ ډکه شي او هله به زما له اهلبيتو ځنې يو راووځي چې ځمکه له عدل او دوستۍ ډکه کړي؛ لکه څنګه چې له ظلم او دښمنۍ ډکه شوې وه. بيا وايي: دا حديث د مسلم او بخاري له نظره د سموالي ټول شرايط لري.
مستدرک الصحيحين[69] په خپل سند له حضرت ابوسعيد خدري روايتوي: رسول الله (ص) وويل: ځمکه به له ظلم او دښمنۍ ډکه شي؛ نو زما له عترته به يو سړى راووځي. او دا حديث د مسلم او بخاري له نظره د صحت ټول شرطونه لري.
حضرت امام احمد بن حنبل[70] په خپل سند له حضرت علي (ک) روايتوي: د خداى استازي وويل: که د دنيا يوه ورځ هم پاتې شي؛ نو خداى به له موږ ځنې يو سړى مبعوث کړي چې دنيا له عدله ډکه شي؛ لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه.
اسدالغابه[71] د رسول الله (ص) يو حديث راوړى چې وايي: ډېر ژر به تر ما روسته خلفاء او تر خلفاوو روسته آمران او تر آمرانو روسته پاچپان او جابر واک ته ورسي او تر هغه روسته به مې له اهلبيتو ځنې يو سړى راووځي چې ځمکه له عدله ډکه کړي؛ لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه.
کنزالعمال[72] د حضرت امام مهدي په باب روايتونه راوړي چې په روستي کې يې حضرت رسول اکرم عوف ته وايي: عوفه ! څنګه به يې پر هغه مهال چې امت مې پر درې اوياوو ډلو و ايشل شي او يوازې يوه ډله يې جنتي وي او نور ټول به په دوزخ کې وي –تر دې چې وايي –نو توره او حيرانوونکې فتنه به راولاړه شي او تر هغه روسته به فتنه په فتنې پسې راځي، تردې چې له اهلبيتو مې يو سړى راښکاره شي چې ورته مهدي وايي، که و دې ليد؛ نو لاروي ترې وکړه چې له لار موندليو ځنې شې.
ام المؤمنين ام سلمه وايي: د خداى له استازي مې واورېدل: مهدي زما له عترته او د فاطمې له زامنو ځنې دى[73].
له حضرت حذيفه روايتوي چې رسول الله (ص) وويل: که د دنيا عمر يوه ورځ هم پاتې شي؛ نو خداى به دا ورځ دومره اوږده کړي چې زما له زامنو ځنې يو چې نوم يې مهدي دى راښکاره شي.سلمان وپوښتل: رسول الله ! له کومو زامنو ځنې دې دى؟ د خداى استازي پر حسين لاس کېښود، و يې ويل: له دې زويه مې[74].
رسول الله رنځور و چې ورغلم او په دې رنځ يې رحلت هم وکړ، و مې ليدل چې فاطمه يې سر ته ناسته، ژاړي چې غږ يې راپورته شو، د خداى استازي ورته وليدل او ورته يې وويل: فاطمې ! پر هغه خداى چې زه يې په حقه مبعوث کړى يم، ددې امت مهدي ستا له حسينه دى او هغه مهال به راښکاره شي چې دنيا به له ګډوډۍ ډکه شوې وي، فتنې به راولاړې شوې وي، له هر لوري به د خلاصون لارې بندې شوې وي، خلک به يو بل لوټي؛ نه به پر کشرانو رحم کېږي او نه به د مشرانو درناوى؛ نو دا مهال به خداى يو څوک مبعوث کړي چې د ضلالت ټولې کلاګانې سوبه کړي او تړلي زړونه پرانځي او په اخره زمانه کې به د اسلام په دين پاڅون وکړي؛ لکه څنګه چې ما په لومړۍ زمانه کې په اسلام پاڅون وکړ او ځمکه به له عدله ډکه کړي؛ لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه[75].
د ثعلبي د قصص الانبياء روايت دى چې له حضرت ابن عباس نه روايتوي: د خداى استازي (ص) وويل: څنګه به شونې وي چې د محمد امت هلاک شي، حال داچې زه د بنسټ په پيل کې وم، عيسى يې په پاى کې او مهدي يې په منځ کې[76].
مستدرک الصحيحين[77] په خپل سند له حضرت انس بن مالک روايتوي چې د خداى استازى وايي: موږ د عبدالمطلب زامن؛ يعنې زه، علي، جعفر، حمزه، حسن، حسين او مهدي د جنتيانو سادات يو.
صحيح ابن ماجه په خپل سند له حضرت انس بن مالک روايتوي چې وايي: د خداى له استازي مې واورېدل: موږ د عبدالمطلب زامن؛ يعنې زه، علي، جعفر، حمزه، حسن، حسين او مهدي د جنتيانو سادات يو[78].
حضرت امام احمد بن حنبل[79] په خپل سند له عبدالرحمان ارزق له علي روايتوي چې وايي: پېغمبر اکرم راکره راغى او زه مې د خوب په ځاى کې ويده وم. حسين له پېغمبر اکرم څخه اوبه وغوښتې. پېغمبر اکرم پاڅېد او هغه ګډه يې راولوشله چې شيده يې لږ ول خو د پېغمبر(ص) په لوشلو یې شيده ډېر شو. حسن ورمخکې شو چې ما ته راکړه؛ خو رسول اکرم ورنه کړل او حسين ته يې ورکړل چې فاطمې وپوښتل: ته وا حسين درباندې ډېر ګران دى. پېغمبر اکرم وويل: داسې نه ده؛ خو حسين ترې مخکې تږى شوى و او بيا يې وويل: زه، ته، دا دوه او هغه چې ويده دي، د قيامت پر ورځ سره يو ځاى په يوه ځاى کې يو.
په کنزالعمال کې راغلي: خداى زه د ابراهيم خليل په څېر کړم او زما او د هغه ماڼۍ يو بل ته مخامخ دي او د علي ماڼۍ زما او د ابراهيم د ماڼۍ په منځ کې ده او څومره بختور دى، دا حبيب چې د دوو خليلانو تر منځ يې ماڼۍ ده[80].
د تفسیر جاوید مفسر شیخ جعفر سبحاني په منشور عقاید امامیه کې لیکي:
د امام مهدي ځانګړنې په اسلامي روايتونو کې چې فريقينو را نقل کړي دي، په لاندې ډول بيان شوي دي:
1. |
د پېغمبر اکرم (ص)له اهل بيتو ځنې دی |
389روايتونه |
2. |
د اميرالمؤمنين علي (ک) ځوځات دی |
214 روايتونه |
3. |
د فاطمه زهرا ځوځات دی |
192روايتونه |
4. |
د امام حسين (ع) د ځوځات نهم اولاد دی |
148روايتونه |
5. |
د امام زين العابدين ځوځات دی |
185روايتونه |
6. |
د امام حسن عسکري ځوځات دی |
146روايتونه |
7. |
د اهل بيتو له امامانو ځنې دولسم امام دی |
136روايتونه |
8. |
هغه روايتونه چې د زېږېدنې خبر يې ورکوي |
214روايتونه |
9. |
عمر به يې اوږد وي |
318روايتونه |
10. |
اوږد غيبت به ولري |
91 روايتونه |
11. |
د راښکاره کېدو پر مهال به يې اسلام په ټوله نړۍ کې خپريږي |
27روايتونه |
12. |
ځمکه به له عدله ډکوي |
132روايتونه [81] |
د پورتني روايتونو له مخې، د امام مهدي شتون د بشر په راتلونکي تاريخ کې د اسلامي روايتونو له مخې يو کوټلى چار دی؛ اړپېچ پکې دادی چې آيا له موره زېږېدلی او همدا اوس ژوندی دی که به وزېږيږي؟ شيعه او دا هل سنت له څېړنکیو څخه يوه ډله د لومړني نظر پلويان دي او ګروهن دي چې آنحضرت پر 255هجري قمري کال کې له موره زېږېدلی او ژوندى دی؛ خو ځينې اهل سنت وايي: په راتلونکې کې به وزېږي.
اوس د امام د وګړې پر بېلابېلې ګوټونو د پوهېدو لپاره د پور سید آقایي د «پیدای پنهان» له کتابه په ګټنې رڼا اچوو:
د حضرت امام مهدي
ژوند، سیرت او اثارو ته لنډه کتنه
(۱) زوکړه:
دولسم امام د امام “حسن عسکري[82]” زوی، ګهیځ[83]، د جمعې پر ورځ، د شعبان پر پینځلسمه[84]، پر کال ( ۲۵۵ [85]، س/ ۸۶۹ ز) په “سامرا” ښار کې وزېږېد. (۲۵۴ [86]، ۲۵۶ [87]، ۲۵۷ [88]، ۲۵۸ [89] س) یې هم د زوکړې کالونه ویل شوي دي، دا اختلاف (اړپېچ) یې د زوکړې د پټوالي دلیلېدای شي[90].
د “امام مهدي”( خدای دې ژر راښکاره کړي) د زوکړې اصل د تاریخ له پرېکندو (مسلماتو) دی او بې له امامانو، علماوو، مؤرخینو او شیعه محدیثینو، د اهل سنتو ډېری محدثینو او مؤرخینو هم ښوولی دی؛ په ځینوڅېړنېزو کتابو کې له ۶۵ ډېرو عالمانو او د کتابو نومونه راغلي دي[91].
(۲) نوم:
نوم یې “محمد” د خپل نیکه حضرت پېغمبراکرم(ص) نوم دی[92] او ټول محدثین او مؤرخین ګروهن دي چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) پرې دا نوم اېښې و[93].
د نومونو دا یو شانوالی بې دلیله نه دی؛ لکه څرنګه چې حضرت پېغمبراکرم(ص) په خپل راتګ، نړيوال له ناپوهۍ اوبې لارۍ وژغورل. دولسم امام به یې هم په راتګ له بشریته تپې تیارې او بې لارۍ لرې کړي[94].
(۳) لقبونه:
مشهور لقبونه یې دادي: “مهدي”، “قایم”، “منتظر”، “حجت”، “خلف صالح”، “بقیة الله”، “منصور”، “صاحب الامر”، “ولي پېر”، “صاحب الزمان” چې له ټولو مشهور یې “مهدي” دی[95].
دا لقبونه بېلابېل اړخونه لري.د ساري په ډول: ځکه ورته “مهدي” وايي چې د حق لوري ته لارښوونه کوي. “قایم” ورته ځکه وايي چې په حقه پاڅون کوي. “منتظر” ورته ځکه وايي چې مؤمنان ورته پر تمه دي.”حجت” ورته ځکه وايي چې پر خلکو د خدای حجت او ګواه دی[96].
د “امام مهدي” د ګوتې په غمي کې هم دا القاب انځور شوي او د “کفعمي” په نقل: د “امام مهدي” پر غمي کښل شوي: (( انا حجتهُ الله و خاصّتُهٌ[97].))
(۴) مور یې:
د “امام مهدي” د مور په هکله بېلابېل روایتونه راغلي:
“مسعودي یې ” مور د “نرجس” په نامه مینزه ګڼي[98]. “شهید” یې نوم “مریم”، د “زيد علویه” لور ګڼي[99].
“شیخ طوسي” په یوه روایت کې یې نوم “ریحانه” ښوولې؛ خو سملاسي زیاتوي چې “نرجس”، “صیقل” (صقیل) او “سوسن” هم ورته ویل کېده[100].
“شیخ مفید” یوازې د “نرجس” نوم ورته ښوولی دی[101].
د “امام عسکري” د ترور”حکیمې” په روایت کې هم یوازې همدا نوم ښوول شوی دی.
ځینې څېړونکي وايي: شونې ده چې اصلي نوم یې هماغه “نرجس” وي او بې د “صقیل[102]” له نومه، نور نومونه ورته “حکیمې” د “امام جواد” لور ورکړي وي. د هغه مهال خلکو، د هرکلي ویلو په موخه مینزې په بېلابېلو نومونو یادولې او “نرجس”، “ریحانه” او “سوسن” ټول د ګلونو نومونه دي[103].
شيخ”صدوق” یو روایت رانقل کړی چې دا احتمال پیاوړی کوي؛ هغه په خپل سند له “غیاثه” روایت کړی چې ویې ویل: ((د “امام حسن عسکري” ځایناستی د جمعې پر ورځ وزیږېد، مور یې “ریحانه” وه چې په “نرجس”، “صیقل” او”سوسن” هم یادېده. داچې د زېږون پر مهال یې ځانګړې ځلا او رڼا درلوده؛ نوځکه ورته “صیقل” وویل شوه.[104]))
“سید محمد صدر” په خپل کتاب کې هم د نومونو د ګڼلوالي په اړه پراخه شننه کړې ده[105].
د “امام مهدي” (خدای دې ژر راښکاره کړي) د مور د ملیت په اړه بېلابېلې ويناوې راغلي دي.
“شيخ صدوق” د یوه روایت له مخې، هغه “ملکیه” د “یوشع” لور ګڼي چې د نسب لړۍ یې د “حضرت عیسی” عليه السلام یو حواري ته ور رسي چې اسلامي ځواکونو اسیره او د مینزې په بڼه وپلورل شوه او د “امام هادي” استازي د “بغداد” د مریانو له بازاره وپېرله او په “سامرا” کې “امام هادي” ته واستول شوه[106].
“کلیني” وايي: (( د”قایم” مور د “سوډان” د شمالي ولایت له “نوبه” وه[107].))
“نعماني” او “شيخ صدوق” نور روایتونه راوړي چې د “قايم” مور توره مینزه وه[108].
“شیخ طوسي[109]” رانقلوي چې ځینې څېړونکي همدا غوره ګڼي[110]. د هغه د وینا له مخې: (( هغه مېرمن مینزه وه چې د لسم امام د ځینو خويندو”حکیمه” په کورونو کې لویه شوه او امام چې څېره یې ولیده؛ نو وړاندوېنه یې وکړه چې د خدای په ځانګړې پېرزوېنه به یې، له لارې زوی وزیږي[111].))
له دې چې تېر شو او څه چې اهمیت او ګټه لري، دا دي چې دا سپېڅلې مېرمن د لوړوالي او سترتیا دغسې مقام ته ورسېده چې د “امام مهدي” مور شوه او د “امام عسکري” ترور (عمه)؛ “حکیمه” چې د “نبوي کورنۍ” ستره مېرمن وه، هغه خپله او د خپلې کورنۍ بي بي ټاکي او ځان یې خدمتګاره ګڼي[112] او حضرت پېغمبر اکرم[113] (ص)، حضرت علي[114] (ک) او صادقین[115] هغه له غوره مینزو او بي بي ګڼي.
دلته مناسبه ده چې د”امام عسکري” د ترور”حکیمې” له خولې د “امام مهدي” د زوکړې په اړه روایت راواخلو چې د “امام مهدي” د زوکړې په هکله دقیق دی. دا روایت د “مسعودي” (۳۴۵س مړ) پر مهال موثق ګڼل کېده[116].
“شيخ صدوق” د “امام جواد” له لور”حکیمې” رانقلوي: (( “ابو محمد حسن بن علي” د لیک له لارې راوغوښتم او ویې ویل: (( ترورې! نن روژه ماتى راسره وکړه؛ ځکه د شعبان پینځلسمه ده او نن شپه به خدای پر ځمکه خپل حجت راښکاره کړي.))
ومې پوښته: (( مور یې څوک ده؟))
ویې ویل: (( نرجس.))
ومې ویل: (( ځار دې شم، د دوه ځانۍ نښې خو په کې نه شته.))
ویې ویل: ((څه چې مې وویل، هماغه به وشي.))
نو ورننووتم او سلام مې پرې واچو، “نرجس” رامخې ته شوه چې له پښو مې څپلۍ وباسي او راته یې وویل: (( زما بي بي ! حال مو څنګه دی؟))
ورته مې وویل: (( ته زما او د کورنۍ بي بي مې یاست))؛ خو هغې مې خبره ونه منله او ویې ویل: ((ترورې! دا څه واست؟)
ورته مې وویل: (( لورې! نن شپه به خدای زوی درکړي چې ددې او هغې نړۍ مولا به وي. له شرمه یې مخ سور واوړېد، د ماښام له لمانځه روسته مې چې روژه ماته کړه؛ نو ویده شوم، نیمه شپه راپاڅېدم چې د ماسوختن لمونځ وکړم. لمونځ مې وکړ، حال داچې “نرجس” ویده وه او د دوه ځانۍ هېڅ نښې په کې نه ښکارېدې. کېناستم او نفل لمونځونه مې وکړل، بېرته کټ ته ولاړم؛ خو بېرته راویښه شوم؛ خو هغه بیا هم ویده وه، بیا مې نفل لمونځ وکړ او سملاستم.))
“حکیمه” زیاتوي: (( له خونې راووتم چې د ګهیځ نښې پیدا کړم؛ خو هغه لا ویده وه؛ نو په دې اړه د “امام عسکري” پر تمې شکمنه شوم، پر همدې شېبه امام له خپله ځایه غږ کړ: ((“ترورې! بېړه وکړه، امر نژدې دی!”)) کېناستم او د “سجدې” او “یس” سورتونه مې تلاوت کړل، په همدې شېبه کې هغه(نرجس) ښه په هوش کې له خوبه راپاڅېده، زه هم ورپسې شوم او ورته مې وویل: ((پر تا دې د خدای سلام وي، څه احساسوې؟))
ځواب یې راکړ: (( ترورې، هو!))
ورته مې وویل: (( زړه دې ارام کړه. پر همدې مهال سپک خوب راغى او ویده شوم. روسته د مولا په نرم غږ راپاڅېدم او چې پوښښ مې ترې لرې کړ؛ نو “امام مهدي” مې ولید چې پر سجده پروت دی. راپورته مې کړ او ومې لیدل چې پاک او سوتره دی. “ابومحمد” راته غږ کړ او ویې ویل: (( ترورې! زوی مې راته راوله)) او همدغسې مې وکړل. له دې روسته “امام عسکري” پر تالو یې ژبه ور کېښووه او په ورو پر لاسونو، سترګو، غوږونو او څنګلو یې لاس ورکښود. بیا یې وویل: ((زویه! خبرې وکړه)) ماشوم پر خبرو پیل وکړ او ځواب یې ورکړ: ((شاهدي ورکوم چې بې له ایکي یو الله بل معبود نه شته، هغه ایکي یو دی، شریک نه لري، شهادت ورکوم چې محمد(ص) د خدای پېغمبر دی.)) بیا یې پر حضرت علي(ک) سلام واچاوه او په ترتیب یې پر ټولو امامانو چې د خپل پلار په نوم ودرېد او چوپ شو.
“ابو محمد” وویل: ((ترورې! مور ته یې یوسه چې سلام پرې واچوي او بیا یې ماته راوله.)) داسې مې وکړل او بېرته مې راوست.
“امام عسکري” راته وویل: (( ترورې! اوه ورځې روسته یې لیدو ته راشئ.)
بله ورځ راغلم چې پر “ابومحمد” سلام واچوم، پرده مې پورته کړه چې مولا مې وګورم؛ خو ومې نه لید؛ نو امام مې وپوښته: (( ځار دې شم! مولا ته مې څه پېښ شوي دي؟))
راته یې وویل: (( ترورې! هغه مو هغه ته ورکړ چې د “موسی” مور خپل زوی ورسپارلی و.))
“حکیمه” وايي: (( اومه ورځ راغلم او سلام مې پرې واچاوه او کېناستم.))
“ابومحمد” وویل: (( زوی مې راته راوله!)).
په روڼي کې مې ورته راوست او امام څه چې د زیږون پر لومړۍ ورځ کړي ول، بیا یې وکړل او ماشوم چې پخوا څه ویلي ول، ویې ویل او بیا يې د قرآن دا آیت ولوست:
بسم الله الرحمن الرحيم
((وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ[117]: او موږ غوښتل چې د هغه هېواد پر بېوزليو کړاى شويو احسان وکړو او هغوى (د خلكو) مشران او (د ځمكې) وارثان كړو. ((
))وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِيَ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُم مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ: او هغوى ته پرځمكه[: مصراو شام] واكمني وركړو او(بلخوا) “فرعون” او “هامان” او لښكر ته هماغه څه وښيو چې ترې[: بنې اسراييل] وېرېدل. (([118]
(۵) پټه زوکړه:
د “عسکریین” د امامت په پېر کې د “بني عباس” په واکمنانو کې ژوره اندېښنه رامنځ ته شوې وه؛ دې اندېښنې په هغو ګڼو اخبارونو او حدیثونو پورې اړه درلوده چې په کې حضرت پېغمبراکرم(ص) او امامانو د “امام حسن عسکري” د زوی د زوکړې زېری ورکړی و چې باطل حکومتونه به رانسکور او نړۍ به په عدل او انصافه سنبال کړي[119]. نو دواړه، په تېره “”امام حسن عسکري”” تر کلکې څارنې لاندې و او د خلافت واکمنان په دې هڅه کې ول چې د داسې زوی له زوکړې مخنیوی وکړي[120].
د همدې دلیل له مخې د “امام مهدي” د دوه ځانۍ پېر او زوکړه له خلکو پټه ساتل کېده. د “امام رضا” په وینا: ((د “امام مهدي” له ځانګړنو دا دي چې زوکړه یې پټه ده.)) (( خفیّ ُ الولاوده والمنشا))
په ګڼو حدیثونو کې هم ویل شوي چې “امام مهدي” (خدای دې ژر راښکاره کړي) حضرت “ابراهیم” او حضرت “موسی” (علیهما السلام) ته ورته والی لري[121].
له زوکړې روسته هم د “امام حسن عسکري” له ځانګړو یارانو، بل چا یې زوی “امام مهدي” نه شو لیدای او هغه هم کله نا کله. د “امام مهدي” د اختفا یا پټ ژوند په پېر کې به ددې کسانو شمېرې ته هم اشاره وکړو.
(۶) ځانګړنې یې:
له حضرت پېغمبراکرم(ص) او امامانو د رارسېدلو روایتونو پر بنسټ، محدثینو او مؤرخینو په خپلو کتابونو کې د “امام مهدي”ځانګړنې راوړي چې ځینې یې دا دي:
((څېره یې ځوانه او غنم رنګې، باڼه یې هلالي (نرۍ میاشتې په څېر) او اوږده، سترګې یې تورې غټې، پلنه اوږه، غاښونه یې ځلاند او پراخ، پوزه یې راکښل شوې او ښایسته، تندى یې اوږد او روڼ، هډوکي یې مضبوط، غټ لاسونه او غټې ګوتې، په اننګيو ډنګر او (د شپې د بېخوبۍ له امله) څه ژېړ بخن دى، پر ښي اننګي یې تور خال، عضلات یې کلک او پېچلي، د سر وېښتان یې پر غوږونو پراته دي[122]، غړي یې انډول او ښکلي، تنه یې زړه راښکونکې او…..[123]
د “امام مهدي” له ځانګړنو دا دي چې د حضرت پېغمبر اکرم(ص) له ځوځاته او د اسلام د سترې بي بي حضرت فاطمې اولاد او د حضرت “امام حسین” له نسله نهم امام او “خاتم الاوصیاء” او روستى ژغورندوى او نړيوال مشر دی، هغه دوه ډوله غیبت يا پټېدنه لري؛ یو یې “لنډمهاله” او بل یې “اوږد مهاله” ده او چې نړۍ له تیري پوزې ته راغله؛ هغه به یې په “عدل” او “انصاف” سمباله کړي او…
دا “مهدي” دی، له دې ځانګړنو او لسګونو نښو سره چې له راښکاره کېدو مخکې، له راښکاره کېدو سره او له راښکاره کېدو روسته به تحقق ومومي.
“مهدي” ټاکل شوی او منصوص امام دی. نور چې هر څه وايي او بل هر څوک رامخې ته کړي، خوشې خبرې دي او منل یې حماقت دی.
“مهدي” (خداې دې ژر راښکاره کړي) اوس پټ دی. د حق استازی او مطلق ولي دی. هغه د اولیاوو خاتم، د اوصیاوو وصي، روستی ژغورندوى، نړيوال مشر، ستر انقلابي او سمونپال دی او چې راښکاره شي؛ پر کعبه به ډډه وهي او د حضرت پېغمبر اکرم (ص) بیرغ به په لاس کې ونیسي او د خدای دین به ژوندی او په ټوله نړۍ کې به د خدای احکام پلي کړي.له تورې سره به راښکاره شي او ځمکه به له سراسري ظلمه پاکه او په عدل او انصاف به یې سنبال کړي[124].
هغه قائم او مجاهد[125]، عابد او تهجد والا[126]، خشوع او خضوع والا[127]، زاهد او ساده ژوند والا[128]، زغمناک[129]، عادل او احسان والا[130] او….. دی. په علم کې تر ټولو پوه[131] او ټول انصاف، برکت، سپېڅلتیا او پاکي ده[132].
(۷) د ژوند پېرونه یې:
د “امام مهدي” ژوند پر درېیو پېرونو ویشلی شو:
(١)”اختفا”.
(٢)” غیبت صغری “.
(٣) ” غیبت کبری “.
د راښکاره کېدو او له راښکاره کېدو روسته پېر یې هم د ژوند له پېرونو ګڼلی شو چې په کلامي بحثونو کې څېړل کېږي.
(١)د اختفا پېر:
دا پېر د “امام مهدي” له زوکړې (۲۵۵س) د “امام حسن عسکري” تر مړینې پورې (۲۶۰س) دی. په دې پینځه کلنه موده کې یې د خپل پلار په پېر کې ژوند کاوه.
“امام عسکري” په هغه پېر کې دوه بنسټېزې دندې درلودې: یو داچې خپل زوی د “عباسي” خلیفه له ګواښه خوندي وساتي او بل د وجود اثباتول یې او د دولسم امام په توګه یې اعلانول او “امام عسکري” په ښه ډول دا دواړه دندې ترسره کړې چې هم یې زوی خوندي وساته او هم یې په مناسب فرصت کې خپلو دوستانو او یارانو ته وروپېژانده؛ خو د عباسیانو له ډاره یې ډېر لږ یاران او تريندې د “امام مهدي” له زوکړې خبر ول؛ لکه”ابوهاشم جعفري”، “احمد بن اسحاق”، “حکیمه” او “خدیجه”[133].
“معاویه بن حکیم”، “محمد بن ایوب بن نوح” او “محمد بن عثمان عمري” نقلوي: (( ۴۰ یاران له “امام عسکري” سره راټول شوي ول، خپل زوی یې راته وښود او ویې ویل: “دا له ما روسته ستاسې امام او ځایناستی مې دی، لاروي یې وکړﺉ او ترې خپاره نه شئ چې هلاک به شئ او دین به مو پوپنا شي، په دې هم پوه شئ چې له دې روسته به یې ونه وینئ. [134]“))
“امام عسکري” هوډ ونیو چې د خوندېینې په موخه ډاډمن ځای ته یې ولېږي او تاریخي مدارک ښيي چې “امام عسکري” لومړی خپل زوي”سامرا” او بیا یې په “مدينه” کې پټ کړ. دولسم امام ( خدای دې ژر راښکاره کړي) په مدينه کې له خپلې پلرنۍ نیا سره ژوند کاوه[135]. د “شيخ صدوق” د نقل له مخې، “امام عسکري” د خپل زوی له زوکړې څلوېښت ورځې روسته، نوموړی نامعلوم ځای ته ولېږه او بیا خپلې مور ته راستون کړای شو[136].
د “مسعودي” د روایت له مخې، “امام عسکري” پر کال (۲۵۹ س) کې له خپلې مور”حدیثې” وغوښتل چې حج ته ولاړه شي. له دې روسته”حدیثه” او لمسى یې د “احمد بن مطهر” تر ساتنې لاندې- چې د “امام عسکري” له نژدې یارانو و- “مکې” ته ولاړل [137].
ښکاري چې هغوی د حج له مناسکو روسته “مدینې” ته تللي وي او همدا یې د دولسم امام (خدای دې ژر راښکاره کړي) د اختفا ځای ټاکلی وي[138].
ځینې روایتونه هم ښايي د همدي ټکي څرګندوونکی وي چې کله “ابو هاشم جعفري” له “امام عسکري” وپوښتل: (( ستا له مړینې روسته ځایناستی چېرته ولټوو؟))
امام وویل: (( په “مدينه” کې[139]))
د ځینو څېړونکیو په وینا، ډېر احتمال دا دی چې دولسم امام (خدای دې ژر راښکاره کړي) د ماشومتوب ډېری پېر په “مدينه” کې تېر کړی وي؛ ځکه “امام عسکري” پر هغه خطر پوهېدلی و چې زوی یې په “عراق” کې ورسره مخ و[140].
کوچنۍناسوبتیا (غیبت صغری):
پر کال (۲۶۰س) کې د “امام عسکري” له شهادت سره سم، د دولسم امام (خدای دې ژر راښکاره کړي) د غیبت لنډمهاله موده پیل شوه او تر (۳۲۹ س)؛ یعنې اویا[141] کالو پورې اوږده شوه. دا غیبت چې له زماني اړخه لنډ دی، ” غيبت صغری ” ورته وايي. دې پېر، ” غيبت کبری ” ته په چمتووالي کې د پام وړ ونډه درلوده.
په ” غيبت صغرى ” کې، که څه امام له سترګو پټ و؛ خو داسې کسان ول چې ورسره په اړیکه کې وو او د امام د “ځانګړي نواب” حیثیت یې درلود؛ هر لاروي یې کړای شول، د “نواب” له لارې خپلې ستونزې امام ته ورسوي او له لارې یې ځواب ترلاسه کړي. کله به ځينې خلک ددې ځانګړي نایبانو له لارې د امام لیدو ته تلل[142].
دا “نایبین” څلور دي او په “نواب اربعه” مشهور دي.
دوی هر یو له سترو علماوو دي او نومونه یې دا دي:
۱- “ابو عمرو عثمان بن سعید عمري” له (۲۶۰س) تر مړینې پورې یې چې له (۲۶۷ س) کال مخکې و[143].
ځینو یې د مړینې کال (۲۶۵س) ښوولی دی[144].
۲- “ابوجعفر محمد بن عثمان عمري” (د لومړي سفیر له مړینې تر ۳۰۵ س کال پورې).
۳- “ابوالقاسم حسین بن روح نوبختي”( ۳۰۵س- ۳۲۶س).
۴- “ابوالحسن علي بن محمد سمري”(۳۲۶س- ۳۲۹س).
ددې څلورو د ژوند، هڅو او فعالیتونو په باب او همداراز د وکالت په پټ سازمان کې او ” غيبت کبری ” ته د لارویانو د چمتوالي په رامنځ ته کولو، د دوی د ونډې په هکله د پور سید آقايي “د غيبت د پېر تاریخ” او د نورو څېړونکیو کتابونه ولولئ چې په مفصله توګه په کې هر څه راغلي دي.
(ستره ناسوبتیا)غيبت کبری:
د “امام مهدي” د ژوند درېیم پړاو، د “غيبت کبری” او اوږدې مودې پېر دی. دا پېر “د غيبت صغری ” له تېرېدو روسته پیل شو او لا تر اوسه دوام لري او د “اقتضای تام” تر حاصلېدو به دوام ولري؛ یعنې هغه وخت چې د عِده او عُدّه له نظره په خلکو کې د “امام مهدي” قبلولو، مشرۍ او نړيوال حکومت ته لار هواره شي.
دا پړاو د انسانانو د ازمېښتونو او د مؤمنانو د چاڼولو او د ایمان او عمل د سنجونې ستر ډګر دی، په دې اوږده موده کې د خدای “حجت” د غیبت د پردې تر شا؛ لکه په وریځو کې د پټ لمر په څېر، رڼا ورکوي[145].
لکه څرنګه چې “غيبت” په دوو پړاونو وویشل شو او په دوه ډوله وه، “نیابت” هم همدا څېر دی؛ یعنې دوه پړاونه لري او دوه ډوله دی: په “غيبت صغری” کې “خاصه نیابت” او په “غيبت کبری” کې “عامه نیابت”.
په “خاصه نیابت” کې امام ټاکلي وګړي، خپل نایبان کړي ول چې په نوم او نښو یې ښوولي او هر یو یې د مخکېني نایب له لارې خلکو ته ورپېژندلی دی.
په “عامه نیابت” کې د امام د ورښوولې ټولېزې او معلومې ضابطې له مخې، څوک چې دا هر اړخېزې کچې ولري، د امام نایب پېژندل کېږي او د امام په نیابت د دین او دنیا په چارو کې به د ټولنې ولي وي.
دا مقام او نیابت په خپله د “امام مهدي” (خدای دی ژر راښکاره کړي) له لارې د شرایط وړ عالمانو ته ورکړل شوی دی.
“شیخ طوسي”، “شيخ صدوق” او “شیخ طبرسي” له “اسحاق بن عمار” رانقلوي چې ویې ویل: مولا مو “حضرت مهدي”وايي:
(( پېښې چې رامنځ ته کېږي، زموږ د حدیث راويانو ته ور شئ، چې پرتاسې زما حجت دي او زه پر هغوی د خدای حجت یم[146].))
“طبرسي” د “الاحتجاج” په کتاب کې له “امام صادق” رانقلوي چې ویې ویل: (( له فقهاوو هر یو چې خپل نفس او دین وساتي او د ځاني غوښتنو مخالف او د خپل مولا (امامانو) حکم منوونکی وي، پر عوامو لازم دي چې تقلید ترې وکړي[147].))
نو د “غيبت کبری” پر مهال د مسلمانانو چارې د “فقیه مشر” لاس ته ورغلی چې د ده له لارې باید ترسره او پر مخ ولاړې شي. که څه فقهاوو ته د “فتوا”، “قضاوت” او “حکم” منصبونه له مخکې، سپېڅلېو امامانو ورکړي ول؛ خو د د اسلامي فقهاوو مرجعیت، رسمیت مشري او زعامت له دې تاریخه راپیدا شو او د” مهدي” تر راښکاره کېدو به دوام ومومي.
د ” مهدي” له راښکاره کېدو روسته، د ایام دولت[148] به پرله پسې د خدای د اولیاوو وي[149].
د “امام مهدي” سیرت
د “حضرت مهدي” (خدای دې ژر راښکاره کړي) سیرت او چلن له دوو اړخونو د څېړنې وړ دی؛ یو د “غيبت په پېر کې” او بل “د راښکاره کېدو په پېر کې”.
دا سیرتونه موږ ته ښه بېلګې کېدای شي؛ نو مناسبه ده چې دلته ځېنیو ته یې اشاره وکړو.
الف- د غيبت په پېر کې:
امام يو لړ دندې لري چې دادي:
د مشرۍ دنده، د مسلمانانو او لارویانو ساتنه، د خپل نړيوال پاڅون لپاره د یارانو او لارې هوارول.
پر خپلو ټولو دندو په ښه توګه عمل کوي او بې له هغه چې له “غيبت” سره ناسازه وي، نور هر څه یې تر عنایت او لورېنې لاندې دي؛ لکه چې په روایت کې راغلي:
(( زما د غيبت په زمانه کې له ما ګټنه، په وریځو کې له پټ لمره د ګټنې په څېر ده[150].))
اصولاً “حضرت مهدي” ته یې غایب ووایه؛ ځکه “ښکاره” یا ظاهر نه دی، نه داچې”حاضر” نه دی.
غيبت د “نه حاضر والي” په مانا، هغه ناروا تور دی چې په “حضرت مهدي” پورې یې ورتړلی دی او څوک چې داسې ګڼي؛ نو د “ظهور” او “حضور” په توپېر نه پوهېږي.
د “حضرت مهدي” راتلل د “حضور” په مانا نه؛ بلکې د “ظهور” په مانا دى او مینه وال یې له خدایه “حضور نه؛ بلکې “ظهور” غواړي او همدا چې راښکاره شي؛ نو ټول به ورته ګوته په خوله، هک پک ولاړ وي او په حيرانتیا به وايي چې: ((دا مو مخکې هم لیدلی دی.))
د غيبت په دوران کې د “حضرت مهدي” د “سیرت” لاس ته راوړنې ته له ځینو روایتونو، دعاګانو، زیارت پاڼو، ځېنیو شیعیانو ته د “حضرت مهدي” له لیکونو او توقیعاتو یا د هغو ډاډمنو له متواترو نقلونو ګټنه کړای شو چې “حضرت مهدي” یې لیدلی دی.
څه چې په ټولو دعاګانو، توقیعاتو او…. کې تر ټولو ډېر تر سترګو کېږي، د “غيبت په پېر” کې د لارویانو وضیعت او کړاوونو ته د “حضرت مهدي” ځانګړى لورنه ده.
ځینې ټکي چې په دې متونو کې راغلي دا دي:
(۱) د لارويانو له وضیعت او احواله یې خبرېدنه.
هغه توقیع چې “شيخ مفيد” ته صادره شوې، په کې راغلي:
((موږ ستاسې پر اخبار او احوال خبر یو او له اوضاع مو هېڅ څيز له ما پټ نه پاتېږي.[151]))
(۲) د دښمنانو له شره او کړاونو د لارويانو ژغورنه او ساتنه.
په هماغه توقیع کې راغلي دي:
((موږ ستاسې په پالندویۍ کې ناغېړي نه ده کړې او هېر کړي مو نه یاست، که داسې نه وي؛ نو ستونزې او مصیبتونه به در کوز شوي او دښمنانو به له منځه وړي وای.[152]، [153] ))
(٣) د ښکېلاک له لاسپوڅو د “بحرین” د ولس ژغورنه.
له دې مواردو ده چې د دې هېواد لومړي وزیر دسیسه جوړه کړه چې له شیعیانو سره د کتابوالو د جنګي کفارو په څېر چلن وکړي یا “جزیه” ورکړي او ذلت وزغمي یا سړي یې ووژل شي او ښځې او ماشومان یې بندیانې شي چې “حضرت مهدي” ددې دسیسې په شنډولو کې ستره ونډه درلوده[154].
(٤) په خلکو کې یې شتون.
امام مهدي په خلکو کې ګرځي، په بازارونو کې تګ راتګ کوي، پر ټغرونو یې قدم ږدي؛ خو نه یې پېژني؛ څو خدای اجازه ورکړي چې ځان وروپېژنه[155].
په بل روایت کې له حضرت علي کرم الله وجهه رانقل شوي:
((د علي پر خدای قسم، د خدای حجت د هغوی په منځ کې دی، په کوڅو او بازارونو کې یې ګرځي، کورنو ته یې ځي، د نړۍ ختیځ او لویدیځ ته سیاحت او ګرځېدو ته وځي، د خلکو خبرې اوري او ټولنو ته یې ځي او سلام اچوي او خلک ویني…..[156]))
د “ندبې” په دعا کې راغلي:
((ځار دې شم، ته هغه غایب یې چې له موږه بهر نه يې، له تا ځار شم! ته له هېواده هغه لرې شوی یې چې له موږ لرې نه یې.))
(٥) د حج په مراسمو کې یې همیشنى شتون.
” امام مهدي” هر کال د حج په موسم کې وي، ټول خلک ویني او پېژني؛ خو نور “مهدي” ویني؛ خو نه یې پېژني.
(٦) او (٧)د پاتې شویو لاسنیوی، د ورک شویو موندنه، د لاعلاج ناروغانو رغاونه، مؤمنانو ته دعا او د خير غوښتنه، د ځینو په جنازو کې ګډون، د علماوو ځینو علمي ستونزې هوارېدل، د مهمو پېښو په هکله خبرونه[157]، د وګړیو باطني لاسنیوی[158] او… په دې پېر کې د ” مهدي” له کارونو دي. که څوک یې وپېژني او یا یې هم ونه پېژني او دا چارې نېغ په نېغه په خپله د “مهدي” له خوا ترسره کېږي یا یې د ځانګړو یارانو او خواصو له لارې.
ب: د راښکاره کېدو پېر
(۱)اخلاقي او روزنیز سیرت
۱- “قايم” مو چې راپاڅي؛ نو بندګان روزي، عقلونه یې سموي او خویونه یې کمال ته رسوي. (د ” مهدي” د عنایاتو او لارښوونو په رڼا کې ماغزه او فکرونه زرغونېږي او په دې ډول ټولې تنګ نظرۍ او لنډ فکري او اخلاقي رذایل له منځه ځي چې د ډېری ټولنیزو شخړو جرړه ده.[159])
۲- د “مهدي” په دولت کې به ټولو خلکو ته د علم او حکمت ښوونه کېږي[160].
۳- چې “حضرت مهدي” (خدای دې ژر راښکاره کړي) راپاڅي؛ نو خدای به د بندګانو زړونه غني او ماړه کړي[161].
۴- که “قايم” مو راپاڅي؛ نوله زړونو به کینې ولاړې شي[162].
۵- چې “قايم” پاڅون وکړي؛ نو د اهلبيتو دښمن ته ایمان وړاندې کوي، که په رښتیا یې ومني؛ نو ترې تېرېږي او که ویې نه منله؛ نو سر ترې غوڅوي[163].
۶- هغه به خلک د خدای کتاب، د حضرت پېغمبر اکرم(ص) سنتو او د حضرت علي کرم الله وجهه ولایت او د ده له دښمنانو بېزارۍ ته رابلي[164].
۷- سیرت او سنت یې زما سیرت او سنت دی. خلک به زما دین ته راپاڅوي او زما د پالونکي کتاب ته یې رابلي[165].
ټولنیز سیرت
۱- ځمکه به ګرده په عدل او انصاف سنبال کړي؛ لکه چې ګرده تېري او دښمنۍ نیولې وه[166].
۲- ” مهدي” به دروښيي چې عادلانه چلن څرنګه دی[167].
۳- عدالت یې ټول رانغاړي[168].
۴- پر خدای قسم؛ لکه څرنګه چې ساړه او تودوخه کورونه ته ننوځي؛ نو “مهدي” به هم عدالت کورونه ته ننباسي[169].
۵- نامشروع اړیکې، الکلي څښاک او ربا به له منځه ولاړه شي او خلک به عبادت او سرښندنې ته مخه کړي، د امانتونو خیال به ساتي، شري خلک به پوپناه شي او صالح وګړي به پاتې شي[170].
۶- چې “قايم” مو راپاڅي؛ نو رښتینې ملګرتیا او حقیقي صمیمیت به پلی شي، هر اړين به لاس اوږدوي او د ایماني رور له جېبه به د اړتیا هومره را اخلي او رور به یې نه منع کوي[171].
۷- اصلي لارې به پراخه کړي، د لارې پر سر هر جومات به ورانوي، برنډې به رانړوي، کوڅې ته خلاصېدونکې کړکۍ به ټپې کړي، لارو ته راوتلې چټلې اوبه او ناوې به بندې کړې او همداراز لارو ته را ایستل شوې برنډې به له منځه وړي[172].
۸- تاسې ته د “مهدي”د راتګ زېری درکوم…. د اسمان او ځمکې اوسېدونکي ترې خوښ دي. پانګې به په سمه وویشي. حضرت پېغمبر اکرم(ص) وپوښتل شو: (( په سمه؛ یعنې څه؟)) ویې ویل: ((؛ یعنې پر خلکو به یې مساوي وویشي.[173]))
۹- مهدي به شتمنۍ پر خلکو مساوي وویشي چې بل اړین به پاتې نه شي چې ورته زکات ورکړ شي[174].
سیاسي سیرت
۱- چې “قايم” راپاڅي؛ نو هر باطل دولت به له منځه یوسي[175].
۲- پر هغه ورځ به بې له اسلامي حکومته بل حکومت نه وي[176].
۳- هرې سیمې ته چې شپه او ورځ رسي؛ نو هرو مرو د حضرت محمد(ص) دين به وررسي او پر ځمکه به د شرک نښه پاتې نشي[177].
۴- هغه یوازې توره پېژني[178].
۵- د “مهدي” دولت به د نړۍ ختیځ او لویدیځ راوبلي[179].
۶- د خدای دښمنان به ووژني چې خدای راضي شي[180].
۷- چې “مهدي” (خدای دې ژر راښکاره کړي) راپاڅي؛ نو د ځمکې داسې برخه به نه وي چې محمدي نعره ” اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمداً رسول الله” په کې پورته نه شي[181].
۸- امام مهدي به له “ذمه والو” سره څه کوي؟ ویې ویل: ((د حضرت پېغمبراکرم(ص) په څېر به ورسره تړون وکړي او هغوی به په خورا عاجزۍ په خپلو لاسو جزیه ورکوي.[182]))
۹- چې راپاڅي؛ نو په عدالت به حکومت کوي، پر مهال به یې د تېري جرړه راونړول شي او لارې به خوندي شي….[183]
۱۰- شري او بد چاري به په توره ووهي او د هېڅ چا توبه نه مني. پر هغه دې افسوس وي چې له “مهدي” سره وجنګېږي[184].
۱۱- خدایه! هیلمن یو چې د امام مهدي عزتمن دولت راښکاره کړې او اسلام او لارویانو ته يې د هغه له لارې عزت وروبښې او نفاق او نفاق وال ذلیل او خوار کړې[185].
۱۲- خدای دا امت له پوپناه کېدو روسته په”مهدي”بېرته سموي[186].
۱۳- د “قايم” یاران به توره پر ځمکه کې کېنږدي چې خدای راضي شوی نه وي[187].
۱۴- چې “قايم” مو راپاڅي؛ نو د مبارزې ډګر به تود وي، پر سپرلیو سپرېدل، وینه او خوله به وي[188].
۱۵- چېرې دی دظالمانو د دبدبې ځپونکی؟ چېرې دى د شرک او نفاق د ماڼيو ویجاړوونکی؟ چېرې دی د فسق، نادودو او سرغړاندو ځپونکی؟ چېرې دى…؟[189]
د امام مهدي وټیز سیرت
۱- هغه مهال به مې امت دومره له نعمته برخمن وي چې بل امت به داشان له نعمته برخمن شوى نه وي؛ ګرده ځمکه به حاصلات ورکړي او هېڅ څيز به ترې و نه سپموي او شتمني به ډېره شي. که څوک “مهدي” ته (خدای دې ژر راښکاره کړي) راشي او ووايي: شتمني راکړه، هغه به سملاسي ووايي: واخله[190].
۲- د “مهدي”په دولت کې به ربا له منځه ولاړه شي[191].
۳- “مهدي” به په ټولو هېوادونو کې خپلو کارکوونکیو ته د ښارونو د آبادولو حکم وکړي[192].
۴- ځمکه به په “مهدي” اباده، تانده او زرغونېږي[193].
۵- په حکومت کې به یې تر ځمکې لاندې ټول کانونه او زېرمې راوسپړل شي او د ځمکې پر مخ به کنډرې پاتې نشي[194].
۶- ځمکه خپل ټول بوټي راټوکوي او څاروي پرېمانېږي[195].
۷- د “حضرت مهدي” په راښکاره کېدو به اسمان پرېمانه ورېږي او ځمکه به هر څه راوټوکوي [196].
۸- بې شمېره شتمنۍ به وویشي[197].
۹- چې “قايم” مو راپاڅي؛ نو قطایع (هغه ځمکې چې واکمنو او زورورو په زور لاندې کړې وې او یا نورو ته یې ورکړې وې) بیخي به له منځه ولاړې شي[198].
۱۰- “مهدي” به پر خلکو شتمني مساوي وویشي چې بېوزلی به پیدا نشي چې زکات ورکړ شي[199].
علمي سیرت
۱- علم او پوهه ۲۷ ټکي ده او څه چې پېغمبرانو خلکو ته ورښوولي ول، له دوو ټکیو ډېر نه ول او خلکو بې له هغو دوو ټکیو، بل څه نه دي پېژندلي؛ خو چې “قايم” راپاڅي، پاتې ۲۵ به څرګند کړي[200].
۲- چې “قايم” مو راپاڅي؛ نو خدای به زموږ د لارویانو سترګې او غوږونه داسې پياوړي کړي چې د دوی او “قايم” ترمنځ به د لیک استوونکی نه وي. ورسره به خبري کېږي او دوی به یې اوري او ویني به یې، حال داچې “مهدي” به په یوه ځای او دوی به په بل کې ځای وي[201].
۳- د “قايم” پر مهال به په ختیځ کې مؤمن په لویدیځ کې خپل مؤمن رور ویني او اپوټه[202].
۴- بادونه به ور ولکه کړم، سختې تندري وریځې به ورته ایل کړم او اسمانونو ته د سفر اسباب به ورچمتو کړم[203].
قضايي سیرت
۱- په خلکو کې به د حضرت “داوود” عليه السلام ( د باطن او واقع پر بنسټ) په څېر قضاوت کوي [204].
۲- “مهدي”به د حضرت “داوود” او حضرت “سلیمان” د قضاوتونو په څېر قضاوت کوي او د دلیل او ګواه غوښتنه به نه کوي[205].
۳- په “تورات والو” کې د “تورات”، په “انجیل والو” کې د “انجیل”، په “زبوروالو” کې د “زبور” او په “قرآن والو” کې به د “قرآن” پر بنسټ قضاوت کوي[206].
۴- ان په کورونو کې ښځې به هم د خدای د کتاب او د حضرت پېغمبر اکرم(ص) پر سنتو قضاوت کوي[207].
۵- په حکومت کې یې بډې نشته[208].
د بیاژواکی سیرت
۱- څه چې له کتاب او سنتو پرېښوول شوي ول، راژوندي به یې کړي[209].
۲- خدای به یې له لارې بدعتونه لرې او بې لارۍ به له منځه یوسي او سنتونه به راژوندي کړي[210].
۳- خدای به پرې مړه ځمکه راژوندۍ او دین به یې په لاس راڅرګند کړي او حق به پر ځای کړي، که څه د مشرکانو نه خوښېږي[211].
۴- هر بدعت به له منځه یوسي او هر سنت به پلي کړي[212].
۵- “امام صادق” ددې آیت (اعلموا ان الله یحيی الارض بعد موتها) په تفسیر کې وايي: ((چې ځمکه د خلکو په کافرېدو مړه شي؛ نو خدای یې په “مهدي” راژوندۍ کوي[213].
۶- د قرآن او حدودو ته یې د ژوندي کېدو هیله چېرې ده؟ دینوال او د دین د نښو ژوندى کوونکی چېرې دی[214]؟
نبوي او علوي سیرت
۱- په خلکو کې د حضرت پېغمبر اکرم(ص) په خوی چلېږي او پر لار یې عمل کوي[215].
۲- د خپل نيکه حضرت پېغمبراکرم(ص) له سیرته لاروي کوي او د ژوند طریقه یې د حضرت علي کرم الله وجهه په څېر ده[216].
۳- “مهدي”زما پر لار ځي او له لارې مې بیخي نه اوړي[217].
۴- “مهدي”هر بدعت له منځه وړي او هر سنت پلي کوي[218].
۵- چې “قايم” راپاڅي؛ نو نوی امر راوړي؛ لکه چې په صدر اسلام کې حضرت پېغمبر اکرم(ص) نوی امر راوړی و[219].
وګړنيز سیرت
۱-تهجدو او بېخوبۍ يې رنګ ژېړ بخن کړى دی.پلار مې دې له هغه ځار شي چې د شپې په رکوع او سجدو کې د ستوریو راختنې او پرېوتنې ته پاملرنه کوي. پلار مې دې له هغه ځار شي چې د خدای په لار کې د ملامتوونکیو ملامتي پرې اغېز نه کوي. هغه په مطلقو تیارو کې د هدایت څراغ دی. پلار مې دې له هغه ځار وي چې د خدای په امر راپاڅي[220].
۲- “مهدي”د خدای پر وړاندې داسې عاجز دی؛ لکه باز چې خپلو وزرونو ته وي[221].
۳- “مهدي”د خپل پالونکي پر وړاندې؛ د شیشې په څېر ماتېدونی دی[222].
۴- “مهدي”د خدای پر وړاندې تر ټولو متواضع دی[223].
۵- هغه د نېکیو او ستریاوو پر لوري مبارز او هڅاند دی[224].
۶- هغه د “حضرت موسی” د کمال، د “حضرت عیسی” د دبدبې او د “حضرت ایوب” د صبر خاوند دی[225].
۷- د “مهدي”په زړه کې د کتاب الله او نبوي سنتو پوهې داسې جرړې ځعلولي؛ لکه بوټي چې په مساعدو ځمکو کې ځغلولي دي[226].
۸- خدای زما له ځوځاته تر ټولو پاک او تر ټول ښه اولاد غوره کوي چې ټول عدل، برکت او پاکي ده. که حق تر پښو لاندې کېدنه کوچنۍ هم وي، له سترګو یې نه غورځوي…. هغه د خدای له حکمه لاوي کوي، له پېغمبر اکرم سره په خپلولۍ نه غره کېږي (یا له چا سره د خپلولۍ حساب نه لري) او تېږه به پر بلې کېنږدي (له دنیا څه نه اخلي[227]).
۹- “مهدي” به د ارامتیا، مړانې، د حرامو او حلالو د پېژندنې، هغه ته د ټولو د اړتیا او له ټولو دهغه د بې اړۍ له لارې وپېژنې[228].
۱۰- هغه له ټولو پوه، حکیم، پرهېزګار، صبرناک، سخي او عابد دی…که سترګې یې ویدې شي؛ خو زړه یې تل ویښ دی او پرښتې خبرې ورسره کوي، ….تل یې دعا قبلېږي. که پر تيږې لعنت ووايي؛ نو دړې وړې کېږي[229].
۱۱-“مهدي”دوه څرګندې نښې لري چې پرې پېژندل کېږي: یو پرېمانه پوهه او بل د دعا قبلېدل یې[230].
۱۲- پوهه یې تر ټولو ډېره او لورنه یې له ټولو پراخه ده[231].
۱۳- پر خدای قسم! د “مهدي” جامې پېړې دي او خوراک یې بې نګولی دی[232].
۱۴- هغه هم له خپل لوري ژمنه کوي چې د هغوي پر لار ولاړ شي، د هغوی د جامو په څېر واغوندي، د هغوی د سپرلۍ غوندې پر سپرلۍ سپور شي؛ لکه چې خلک یې غواړي او په لږو راضي او قانع شي، د خدای په پار ځمکه به پر عدالت سنبال کړي؛ لکه چې له تېري پزې ته راغلې وه؛ لکه چې وړ یې وي، خدای هماغسې وستايي او ځان لپاره به ساتندوى نه دروي[233].
۱۵- تقوا غوره کوي او د بصیرت او لارښوونې له مخې ګام اخلي[234].
اداري سیرت
۱-“مهدي”هغه سخي دی چې ډېر مال ویشي، د دولت پر چارواکیو او کارکوونکیو ډېر سخت دی او پر بېوزلیو خورا لوراند دی[235].
۲- ” مهدي”په ټولو ښارونو کې خپل یاران خپروي او حکم ورته کوي چې عدل او احسان وکړﺉ او د هېوادونو واکمنان به یې کړي او حکم ورته کوي چې ښارونه اباد کړي[236].
۳- خپل والیان ښارونو ته لېږي او حکم ورته کوي چې په خلکو کې عدالت پلي کړي[237].
۴- هغه کټ مټ د خدای حکم پلي کوي، له چا سره په خپلولۍ نه چلېږي، تیږه به پر بلې کېنږدي، …. او خدای به یې له لارې د حق او حقیقت ورونه پرانځي او د باطل ورونه به وتړي[238].
۵- حق به عملي کړي[239].
۶- په نړۍ کې به بدعت یو مخې له منځه یوسي او هر سنت به پلي کړي[240].
۷-“مهدي”له خپلو یارانو سره سلا مشوره کوي[241].
۸- د “مهدي” ټول وزیران “عجم” (ناعرب) دي او ان یو هم پکې عرب نشته؛ خو په عربۍ به خبرې کوي او نږه او غوره وزیران به وي[242].
۹- د خدای په کتاب به عمل کوي، په هر ځای کې چې منکر او بد وویني، ناوړه یې ګڼي او انکار ترې کوي[243].
۱۰- خیر اړی پالندوی دی[244].
۱۱- د نېکانو پر خوي چلن کوي[245].
۱۲- مهدي خلکو ته تر ځانه یې غوره، موروپلاره یې ورته لورین او د خدای پر وړاندې تر ټولو متواضع دی. پر څه چې خلکو ته حکم کوي، له ټولو مخکې په خپله پرې عمل کوي او له څه چې خلک منع کوي، له ټولو مخکې په خپله ډډه ترې کوي.[246]
۱۳- چې”مهدي”راښکاره شي؛ نو ځاني غوښتنې په اسماني لارښوونو کابو کېږي او نفس ژغورل کېږي. ټول فکرونه او اندونه به د قرآن لاروي کړي….داسې څوک به پر تاسې حکومت وکړي چې د اوسنیو حکومتونو له پوړۍ او طبقې به نه وي، هغه به چارواکيو او کارکوونکيو ته د بد اعمالو سزا یې ورکړي….؛ نو “مهدي” به درته وښيي چې په حکومت کې عادلانه چلن څرنګه وي او څه چې له کتاب او سنتو پرېښوول شوي ول، بېرته به یې راژوندي کړي[247].
د ” امام مهدي” اثار
دې ته په پاملرنې چې “حضرت مهدي” له پلار سره یې د لنډې مودې لپاره و او د غيبت په پېر کې یې هم ګڼ محدودیتونه ول؛ نو تمه دې ونه لرو چې له “مهدي” به ډېر مطلبونه رارسېدلي وي؛ خو له دې ټولو محدودیتونو سره، څه اثار يې په یادګار پاتې دي، که څه محدود دي؛ خو ځینې یې مهم او لار پرانستوني دي[248].
د “حضرت مهدي” اثار دا دي:
۱- روایتونه او احتجاجونه:
دا روایتونه د هغه په کوچنیوالي او د ژوند په هغې لنډې مودې پورې اړه لري چې له پلار سره یې تېرې کړې وې[249].
۲- دعاوې او نمونځونه:
دعاوې له خدای سره صمیمانه اړیکې او د انسان عاشقانه زمزمې دي. هغه دعاګانې چې له “حضرت مهدي” رارسېدلي، په کې لوړ او ګڼ مضامین دي؛ لکه: خدای پېژندنه، د اهل بيتو مقام، د “حضرت مهدي” مقام، قیامت، د “حضرت مهدي” راښکاره کېدو ته پر تمه کېدنه، د تمې په پېر کې د مؤمنانو دندې، پر باطل د حق بریا، په کړاوونو کې زغم، حضرت پېغمبر اکرم(ص) او امامانو ته دعا کول، د حاجتونو پوره کېدل او نور ګڼ اخلاقي او چلنیز مسایل[250].
پر دعاوو سربېره، ګڼ لمونځونه هم ترې رانقل شوي دي[251].
۳- زیارتپاڼې:
زیارت؛ امام پوهنه او له امام سره د انسان اړیکه ده. د”حضرت مهدي” په زیارتپاڼو کې د امام پوهنې لوړ معارف، ددې ښاغلیو شان او مرتبت او پر وړاندې یې د مؤمنانو دندې او د امامانو ځینې مجاهدتونه، حقایق او تاریخ هم راوړل شوی دی[252].
۴- توقیعات او ویناوې:
“حضرت مهدي” ګڼ توقیعات (لیکونه)، ځانګړیو نایبانو[253] (نواب اربعه) یا عام نایبانو (؛ لکه شیخ مفید[254]) او یا هم نورو لارويانو[255] ته لېږلي دي. دا لیکونه د ځینو پوښتنو[256]، ځوابونه او ځینې نور یې لومړی د “حضرت مهدي” له خوا صادر شوي دي.
په لیکونو کې ګڼې او بېلابېلې مسئلې شته چې دا دي:
فقهي پوښتنې او ځوابونه، د غيبت په پېر کې د امام دنده، ځینې ګواښونه او وړاندوینې، د ځینو وګړیو تکذیب، د پر تمه ناستو کسانو دندې، د غيبت په پېر کې د فقهاوو مرجعیت او…[257]
پر دې توقیعاتو سربېره، د مختلفو مسئلو په هکله، له هغه ګڼې خبرې هم پاتې دي. دا خبرې له هغو رانقل شوي چې له هغه سره یې لیدلي دي.
“محمد بن عثمان عمری” دده دویم سفیر وايي: ((روستى ځل مې “حضرت مهدي” د کعبې ترڅنګ ولید چې دغسې یې وویل: “اللهم انجز ما و عدتنی- خدایه ! د څه ژمنه چې دې راسره کړې، پوره یې کړې” او ومې لېدل چې په “مستجار” کې یې د کعبې پرده نیولې او وايي: ” اللهم انتقم لی من اعدایی[258]– خدایه! له دښمنانو مې غچ واخلې[259]. “))
په پاى کې مناسبه ده چې د “حضرت مهدي” له خوا د توقیعاتو او دعاګانو بېلګې ته اشاره وکړو (“شیخ” مفید ته لیکل شوی لیک):
((خدایه! موږ ته د سر اېښوونې او له ګناه د ډډې، پاک نیت او څه چې درته ارزښتمن دي، پرې د پوهېدنې توفیق راکړې. موږ ته لارښوونه وکړه او پر ژبه مو ښه او حکیمانه خبرې راوله، زړه مو له پوهې او معرفت ډک کړې، ګېډه مو له حرامو وساتې، لاس مو له تیري وژغورې، سترګې مو له ګناه او خیانته او غوږونه مو له چټي خبرو او غيبت اورېدنې وساتې او پوهانو ته مو زهد؛ دنیا ته نه لېوالتیا او نصیحت، خير غوښتنه، زده کړیالانو ته مو جدیت، شوق او لېوالتیا، اورېدونکیو ته مو لاروي او نصیحت منل او مسلمانو ناروغانو ته روغتیا او هوساینه او مړیو ته رحمت او زړو ته مړانه او ټیکاو او ځوانانو ته مو ستا پر لوري درتګ او توبه او ښځو ته مو حيا او عفت ورکړې. شتمنو ته تواضع او پراخه سینه، بېوزلیو ته صبر او قناعت، جنګیالیو ته لاسنیوی او پایښتي، اسیرانو ته ازادي او سوکالي، بولنديانو او واکمنانو ته عدالت او لورنه او خلکو ته انصاف او ښه خوی ورکړې. د حاجیانو او زایرینو په توښې او پانګه کې برکت واچوې او له ټولو لورانده! په خپل فضل او رحمت دې، حج او عمره چې پر چا فرض کړې، قبوله یې کړې[260].))
((د لوراند او لورین الله په نامه ! اما بعد، په دین کې مخلص ملګریه! پر تا دې سلام وي چې د علم او یقین پر بنسټ پر موږ د ګروهې امتیاز لرې. ستا په منظر کې د هغه خدای شکر کوو چې بې له هغه بل خدای نشته او پر خپل پېغمبر حضرت محمد(ص) او کورنۍ یې درود وایوو.
له حق سره د یارۍ د دوام توفیق دې پالونکی درکړي او دا چې زموږ له خوا پر صداقت خبرې کوي، اجر دې ډېر شه او تا خبروم چې اجازه راکړه شوې چې لیک درولېږو او دنده درکړو. څه چې درته لیکو، زموږ هغو دوستانو ته ورسوه چې درسره دي؛ هغه دوستان چې له خدایه د اطاعت له کبله خدای غوره کړي او د خپلې پېروزینې له مخې یې چارې سنبال او ستونزې یې هوارې کړې؛ نو خدای دې تا تایید کړي او د هغو دښمنانو له شره دې خوندي کړي چې له دینه وتلي. څه چې درته وایو پرې خبر اوسه او پام ورته کوه او پر چا چې ډاډ لرې، ورته یې ورسوه او که خدای غوښتل، څه چې درته ټاکو، عمل پرې وکړه.
که څه زه له ظالمانو لرې مېشت یم؛ خو ستاسې له احواله خبر یو او ستاسې له اوضاع هېڅ هم راته پټ نه دي. پر کوم ذلت او خوارۍ چې اخته شوي یاست، ترې خبر یم. له هغه وخته چې ډېرى مو ناوړو کارونو ته لېوال شوي یاست چې ستاسو پخوانيو صالحینو ترې ځان ژغوره او د خدای یې ژمنه داسې شاته و غورځوله؛ لکه چې ترې خبر نه و.
تاسو مو پرېښي نه یاست او هېر کړي مو نه یاست، که دغسې وای (او زموږ پاملرنه نه وه) بلاګانې او مصیبتونه به درکوز شوي ول او دښمنانو به مو جرړې رااېستلي وې؛ نو تقوا ته ورمخه کړﺉ او ملاتړ مو وکړئ، له هغو فتنو مو وژغورم چې راغلي دي؛ هغه فتنه او اړودوړ چې د هر چا مړینه رارسېدلي وي، ترې لرې شي. هغه فتنه زموږ د خوځښت د نږدېوالي نښه او زموږ له امر و منع ستاسې خبرونه ده (یا امر او منع مو ستاسې له خوا خپرېدل او ښکاره کول) او خدای به خپله رڼا پای ته ورسوي، که څه د مشرکانو نه خوښېږي.
(په هغه فتنه کې) تقیه وکړﺉ. که څوک د جاهلیت اور ولګوي، “اموي” ډلې لمبې یې لاپسې زیاتوي او هدایت شوې ډله پرې وېروي. زه د هغه ژغورنې ته ژمن یم چې په هغه فتنه کې ځان ته مقام ونه لټوي او پر هغوی په ګوتنیونې سره، په غوره لار قدم کېږدي.
هغه پېښه چې د همدې کال د “جمادي الاول” په میاشت کې پېښېږي، عبرت ترې واخلئ او پر کوم خوب چې ویده یاست، د راتلونکیو پېښو لپاره ورته ویښ وسئ. ډېر ژر به له اسمانه درته څرګنده نښه او له ځمکې هم هماغه شان نښه درښکاره شي، په ختیځ کې به غمناکې پېښې وشي او روسته به هغه ډلې پر “عراق” واکمنې شي چې له اسلامه وتلي او د ناوړه چارو او عملونو له امله به يې عراقیان د معیشیت پر کړاوونو اخته کېږي او له څه مودې روسته به د بدکاره واکمن په هلاکت، پرېشانۍ لرې شي او نېک پرهېزګاران به یې پر مړینه خوشحاله شي. هغوی چې د نړۍ له ګوټ ګوټه حج ته ځي، خپلو ټولو هیلو ته رسي او څه چې غواړي، لاس رسی به ورته ولري او له موږ سره د هغوی د خوښې د اسان حج په کولو، هغه برنامه ده چې په نظم او انسجام راښکارېږي؛ نو له تاسې هر یو باید داسې کار وکړﺉ چې زموږ دوستۍ او مینې ته یې نژدې کړي او څه چې مو نه خوښېږي او کرکه او غوسه مو راپاروي، ترې لرې شئ؛ ځکه زموږ امر ناڅاپي رارسي، حال داچې توبه به ورته ګټه نه لري او له ګناه پښېماني به یې زموږ له سزا ونه ژغوري. خداې دې تاسې ته د هدایت او ودې لار دروښيي او د خپلې پېرزوينې له مخې دې د توفیق وسایل په اسانه درچمتو کړي.
د لیک په پای کې د “حضرت مهدي” لاسلیک او ګواهي راغلې ده[261].
د تاریخ د فلسفې له لیدلوري
د امام مهدي پاڅون
دلته د شیهد مطهري د نظریاتو پښتو ژباړه را اخلو:
د “امام مهدي” د پاڅون ارمان، د اسلام ستره ټولنيزه فلسفه ده. دا ستر ارمان، ددې ترڅنګ چې راتلونکې ته لار پرانځي، د اسلام د ارمانونو د پېژندنې لپاره مناسبه هېنداره هم ده.
دا زېری بېلابېل ارکان او عناصر لري چې ځینې یې فلسفي او نړيوال دي او ځینې یې د اسلامي نړۍ لید برخه ده. ځینې فرهنګي او روزنیز، ځینې سیاسي، ځینې وټيز، ځینې ټولنیز، ځینې انساني او ځينې يې “انساني – طبیعي” دي.
دلته د تاریخ د فلسفې له لیدلوري د امام مهدي علیه السلام پاڅون ته نظر اچوو، چې د تاریخ فلسفه هم د امام د راتلو پرېکونی زیرې راکوي، او په دې باب پوهېدنه مو په خپلو ملي او نړیواله مبارزه کې لاهوډمنوي. دلته د اسلامي نړۍ د مشهور اندیال ارواښاد شهید استاد مرتضی مطهري له پورته نامه لیکنې ګټنه کوو، چې دادی لولو یې.
پر باطل او تېري د حق، سولې او عدالت د روستۍ بریا فکر، د اسلامي ایمان نړيواله پراختیا، د انساني ارزښتونو پوره او هراړخیزه رامنځ ته کېدنه، د “مدینه فاضله”، ارماني او ایديالې ټولنې رامنځ ته کېدل، او په پاى کې په سپېڅلي او ستر شخصیت ددې عمومي او انساني فکر پلي کول، په متواترو اسلامي روایاتو کې پر “مهدي ” تعبیر شوی دی. په دې فکر لږ تر لږه، ټول اسلامي مذاهب له اختلافاتو او توپيرونو سره ګروهن دي؛ ځکه اصل او جرړه يې قرآني ده؛ دا قرآن کریم دی چې غوڅ یې د اسلامي ایمان روستۍ بریا، د صالحانو او متقیانو واکمني، د تل لپاره د جبارانو او ظالمانو د لاس پرې کېدنه، او د بشریت د راتلونکې نېکمرغۍ زېری یې ورکړی دی.
دا فکر له هر څه مخکې د طبیعت پر ټوليز غونډال او د تاریخ د تکاملي بهیر پر خوشوینۍ او له راتلونکې ډاډمنتیا او د ځينو افکارو پر خلاف د بشر له روستي برخليکه د بدوینۍ د لرې کولو پر بنسټ ولاړ دى.
(( هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ: ( الله) هغه دى چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره راولېږه چې پر ټولو اديانو يې بريالى كړي او كه څه هم مشركان پرې خوښ نه وي. )) [262]
((وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ: او په حقيقت كې مو په” زبور” كې له تورات روسته ليكلي دي چې: ((زما صالح بندګان به دځمكې (دحكومت) وارثان شي.)) [263]
((وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ: او موږ غوښتل چې د هغه هېواد پر بېوزليو کړاى شويو احسان وکړو او هغوى (د خلكو) مشران او (د ځمكې) وارثان كړو.)) [264]
((وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِيَ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُم مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ: او هغوى ته پرځمكه[: مصراو شام] واكمني وركړو او(بلخوا) فرعون او هامان او لښكر ته هماغه څه وښيو چې ترې[: بنې اسراييل] وېرېدل.))[265]
(( قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللّهِ وَاصْبِرُوا إِنَّ الْأَرْضَ لِلّهِ يُورِثُهَا مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ: موسى خپل قوم ته (د ډاډېينې لپاره) وويل. ((له خدايه مرسته وغواړئ او صبركوئ، بېشكه چې ځمكه د “الله” ده او له خپلو بندګانو يې چې چاته خوښه شي، وارث يې ګرځوي او د پرهېزګارانو پاى ښه ده.)) [266]
د امام مهدي راښکاره کېدو ته تمه درلودل
دې انساني او نړيوال زېري ترسره کېدنې ته په اسلامي روایاتو کې ((مهدي ته پر تمه کېدل)) ویل شوي او دا چار عبادت؛ بلکې غوره عبادت ګڼل شوی دی. ((مهدي راتګ ته پر تمه کېدل)) له یو بل ټوليز اسلامي او قرآني اصل ((له روح الله څخه د نهیلۍ حرمت)) څخه اخستل شوی دی.
د الهي پېرزوينو په رڼا کې، مؤمن بيخي نه نهېلېږي.
“د مهدي راښکاره کېدو ته پر تمه کېدل” او”له روح الله څخه د نهیلۍ حرمت” د شخص او یا ډلې په اړه نه؛ بلکې عمومي او بشري پېرزوينه ده او پردې سربېره، له ځانګړو او ټاکلیو زېرو دی چې پرېکنده توب يې بيخي جوت دى.
دوه ډوله پر تمه کېدنه
“د امام مهدي راښکاره کېدو ته پر تمه کېدل” او په راتلونکې پورې زړه تړل او ورته هیلمنېدل، دوه ډوله دي:
هغه پر تمه کېدنه چې رغنده او ژغورونکې ژمنه رامنځ ته کوونکې، ځواک زيږې او حرکت بښونکې ده، داسې چې یو ډول عبادت او حق پالي ګڼل کېږي؛ او بل هغه پر تمه کېدنه ده چې ګناه ده؛ ورانوونکې او اسارت راوړونکې ده چې دا بايد یو ډول د هر څه روا والى وګڼل شي.
“د مهدي راښکاره کېدو ته دا دوه ډول پر تمه کېدل” له دې راولاړ شوي چې د مهدي له راښکاره کېدو دوه ډوله پوهېدنې دي؛ او دا دواړه پوهېدنې، د تاریخي انقلابو په اړه له دوه بېلابېلو ليدونو راولاړ شوي دي؛ نو اړینه ده چې د تاریخ پر بدلونو څه رڼا واچوو.
د ټولنې شخصيت او طبیعت
ایا تاریخي بدلونونه، تصادفي او اتفاقي چارې دي، که طبیعي؟ که څه په طبیعت کې، واقعي تصادف او پېښه (؛ یعنې بې له علت او بې له کوم ضرورته د پېښې رامنځ ته کېدل) نه شته؛ خو په نسبي ډول شته.
که یوه ورځ له کوره راووځو او د وره په مخ کې له داسې ملګري سره ووینو چې ډېر وخت مو نه وي ليدلی؛ نو دا چار تصادفي پېښه ګڼو. ولې؟؛ ځکه دغسې لیدنه له کوره د بهروتنې د ټولیز طبیعت غوښتنه نه ده که نه، هره ورځ به مو دغسې لیدنې درلوداى.
ممکن څوک تاریخي بدلونونه تصادفي چارې وګڼي؛ یعنې هغه چارې چې په ټولیزه قاعده او ضابطه کې نه راځي، داسې چې مدعي شي، ټولنه د وګړيو او شخصي او وګړیزو طبیعتونو له ټولګې پرته، بل څه نه ده او د پېښو ټولګه ده چې په شخصي او وګړیزو انګېزو رامنځ ته کېږي او د تصادفي پېښو لامل ګرځي او دا تصادفي پیښې د تاریخي بدلونو لامل ګرځي.
بله څرګندونه داده چې ټولنه په خپل وار، له وګړيو او طبیعته خپلواک طبیعت او شخصیت لري او د خپل طبیعت او شخصیت له مخې عمل کوي. د ټولنې شخصیت د وګړيو د شخصیت په څېر نه دى؛ بلکې د وګړيو د فرهنګي فعل (کړنو)، انفعال (غبرګونونو) او ترکیبه (تړښته)، واقعي او حقیقي شخصیت رامنځ ته کېږي؛ لکه هر ساکښ او بې سا مرکب؛ نو همدا شان ټولنه ځانته طبیعت، ځانګړنې، سنت، قاعدې او ضابطې لري؛ یعنې د خپل طبیعت له مخې عمل کوي او عمل او عکس العملونه یې د یو لړ ټوليز او عمومي قوانینو له مخې، د توضیح وړ دي.
نو تاریخ هله فلسفه لري او تر ټولېزې قاعدې او ضابطې لاندې راتلای شي او هله د تفکر موضوع او د عبرت هنداره کېدای شي چې ټولنه ځان ته طبیعت او شخصیت ولري که نه، بې د وګړيو له ژونده، بل څه نه شته او که درس او عبرت هم وي، د قومونو او ملتونو له ژونده ټولیز او جمعي درسونه نه؛ بلکې د وګړيو له ژونده وګړیز درسونه دي؛ نو له تاریخ او بدلونونو یې پوهېدل چې اشاره ورته وشوه، د ټولنې د طبیعت او شخصیت درلودو په فرع کې راځي.
قرآن حکيم او تاریخ
“د امام مهدي راښکاره کېدو ته پر تمه کېدل” ددې په ترڅ کې چې فلسفي او ټولنیزه ویینه ده، اسلامي او دیني ویینه هم ده او لکه چې ومو وویل: ((قرآني ریښه لري))؛ نو مخکې له دې چې “د مهدي دراښکاره کېدو د پر تمه کېدو” څرنګوالی وڅېړو، د قرآن په رڼا کې د ټولنې متغيیر او بدلېدونی تېر (تاریخ) روښانه کړو.
اړنګ-شک نشته چې قرآن کریم، تاریخ د درس، معرفت او پېژندنې سرچینه او د تفکر، تذکر او عبرت هينداره یادوي؛ خو ایا قرآن حکيم تاریخ ته په وګړیزه سترګه ګوري او که په ټولنیزه؟ ایا د قرآن نظر یوازې دادی چې د خلکو ژوند نورو ته عبرت وګرځوي یا یې نظر پر جمعي او ټولنيز ژوند دی؟ لږ تر لږه جمعي ژوند هم د قرآن موخه ده؟ او دویم فرض: ایا له قرآنه استنباط کړای شو چې ټولنه له وګړيو خپلواکه، د ژوند، شخصیت، مودې، اجل ان شعور، ادراک، وجدان، ذوق، احساس او ځواک لرونکې ده که نه؟؛ نو ایا کړای شو، له قرآنه دا فرض استنباط کړو چې پر ټولنو، قومونو او امتونو يو رنګ سنتونه، طریقې او ټاکل شوي قوانین واکمن دي که نه؟
البته ددې څرګندونې څېړل بلې څېړنې ته اړتیا لري؛ خو په لنډو وایم چې د درې واڼو پوښتنو ځواب مثبت دی. [267]
قرآن کریم د عبرت ښوونې په برخه کې د قومونو او امتونو ژوند نورو ته د تنبيه لپاره مطرحوي:
((تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَا كَسَبْتُمْ وَلاَ تُسْئَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ: هغوى يو امت و چې تېر شو، كړنې يې يوازې خپلې وې او کړنې مو يوازې ستاسې دي او تل يې چې څه کول، په باب به يې و نه پوښتل شئ )) [268]
قرآن کريم څو ځل په خپلو تعبیرونو کې د امتونو د ژوند، مودې او د قومونو د پورې یا اجل موضوع یاده کړېده، وايي:
((وَلِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لاَيَستَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ: او هرامت ته يوه (ټاكلې) نېټه ده او چې وخت يې پوره شي؛ نو يوساعت روسته او مخكې كېداى نه شي.)) [269]
داچې بې قاعدې او بې حسابه ارادې، د تاریخ برخلیکونه بدلوي؛ نو قرآن کریم دا ګومانونه په کلکه ردوي او څرګندوي چې د قومونو پر برخلیک ثابت او نه بدلېدونې قاعده واکمنه ده، وایي:
(( فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا سُنَّتَ الْأَوَّلِينَ فَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَبْدِيلاً وَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَحْوِيلاً: نو آيا هغوى بې د مخکېنيو له سنت (او له دردناک عذابو يې) بل څه ته سترګې پر لار دي (؛ نو چې داسې ده) د خداى په سنت (او را روانه کړنه) کې به هېڅکله بدلون ونه مومې او نه به دا ومومې چې د خداى د سنت (او کړنې) مخه دې پر بل لور واړول شي.)) [270]
قرآن کریم د تاریخ د سنتونو په هکله له زده کړې ډک ټکى بیانوي او هغه دا چې خلک کړای شي په تاریخ کې د جاري الهي سنتونو په ګټنې، خپل برخلیک نېک یا بد کړي؛ ځان، کړه وړه او چلن نېک یا بد کړي؛ یعنې پر برخلیکونو واکمن سنتونه، په حقیقت کې د عملونو پر وړاندې یو لړ غبرګونونه دي. معلوم ټولنیز عملونه، معلوم عکس العملونه لري؛ نو تاریخ حال داچې د یو لړ غوڅ او نه بدلېدونکیو قوانینو له مخې اداره کېږي، د انسان ازادي او اختیار په کې په هېڅ ډول له منځه نه ځي.
قرآن کریم په دې هکله خورا آیتونه لري چې بېلګه یې دا ده:
(( إِنَّ اللَّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ: په حقيقت كې خداى د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي، څو هغوى خپل حال په خپله نه وي اړولى. ))[271]
خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم
څوک چې نه بدلوي خپل حالت پخپله (ارواښاد فضل احمد غر)
د تاریخ د تکامل مخونه او شننه
که کوم ښوونځی ټولنه د وګړې-شخصیت او طبیعت خاونده وګڼي او بلخوا که دا باشخصیت موجود ژوندی، بدلېدونی او بشپړېدونى ژوی وګڼو، باید ولیدل شي چې د ټولنې تکامل څرنګه توجیه، مانا او تفسیروي؟؛ یعنې باید ولیدل شي چې دا ښوونځى کوم ډول ټولنه د کمال پر لوري ویني. په بله وینا: تکامل څرنګه تفسیروي؟
قرآن کریم هم د ټولنې پر وګړې او واقعیت او هم یې پر صعودي او کمالي تګ ټينګار کوي، بلخوا پوهېږو، نور ښوونځي د تاریخ جبر او اړتيا نزولي ګڼي؛ نو اړینه ده چې پوه شو، قرآن حکيم او نور ښونځي د تاریخ تکامل څرنګه تفسیر وي؟ په تېره انسانان څه دندې لري او باید څه ونډه ولري؟ په تېره “ستره تمه” باید څه ډول وي؟
دوه بېلا بېلې طریقې
د تاریخ د تکامل مخونه په دوو بېلابېلو ډولو ترسره کېږي. موږ یو ډول ته يې”اوزاري” او یا هم “دیالکتیکي” او بل ته یې “انساني” یا “فطري” وايو. په بله وینا: د تاریخ د تکامل په هکله دوه ډوله نظرونه او فکرونه شته چې پر بنسټ يې”ستره تمه” يو انځور مومي؛ بلکې ځانګړې منځپانګه مومي.
اوس دا دواړه فکرونه تر هغه بریده څېړو چې د “تمې”مسئاله او راتلونکې ته هیلمنېدل او راتلونکې ته په لار هوارېدو پورې اړوند وي.
دیالکتیکي یا اوزاري ليد
ځینې د تاریخ بشپړیزو بدلونونو ته “يو له بل سره د اضدادو د انقلاب” له ګوټه مخونه ورکوي چې دا يوازې په تاریخ پورې هم تړاو نه لري، تاریخ هم د طبیعت جز دی. په ټوليز ډول، د طبیعت بشپړیزو بدلونونو ته له دې لارې مخونه ورکوي.
مخکې له دې چې د تاریخ اوزاري مخونه روښانه کړو، د طبیعت دیالکتیکي مخونه روښانوو چې د اوزاري تاریخ د مخونې بنسټ دی.
د طبیعت دیالکتیکي ليد پردې بنسټ دی:
لومړی داچې طبعیت تل په حرکت کې دی، ثبات، درېدنه او یوشان ته والى پکې نشته؛ نو د طبیعت په هکله سم نظر دا دی چې ټول څیزونه تل د حرکت او بدلون په حالت کې وڅېړو او ان پوه شو چې زموږ فکر هم چې د طبیعت يوه برخه ده، هره شېبه په بدلون کې دی، دوه شېبې يې ورته نه دي، د هرې ګړۍ فکر د پخوانۍ شېبې له فکر سره توپیر لري.
دویم داچې د طبیعت د اجزاوو هر جز، د طبیعت د نورو اجزاوو تر اغېز لاندې دی او په خپل وار په هغه ټولو کې اغېزمن دی چې د ټولو اجزاوو ترمنځ بشپړ همغږي ده؛ نو د طبیعت په هکله زموږ نظر هله سم دی چې ټول څیزونه په هر حال کې يو له بله بېل نه؛ بلکې په تړاو کې یې مطالعه کړو؛ یعنې لکه څرنګه چې هر څیز د حرکت د قانون له مخې، په هر ه شېبه کې د پخوا په شان نه دی او که څو شېبې روسته يې بیا هم د پخوا په شان وګڼو؛ نو له دې څیزه شناخت، ښانده او پوهېدنه مو ناسمه ده. همداراز هر څیز په ځانګړو شرایطو کې او له نورو څیزونو سره په تړاو، په نورو شرایطو کې له نورو څیزونو سره توپیر لري او که و مو ګڼله چې په ځانګړو شرایطو کې یو څیز په نورو شرایطو کې هم کټ مټ هماغسې څیز دی؛ نو په هکله يې پوهېدنه مو ناسمه ده.
درېیم داچې حرکت له تضاده راولاړېږي، تضادونه او شخړې د حرکتونو بنسټ دی؛ لکه څرنګه چې یوناني” هراکلیت” دوه زره او پینځه سوه کاله مخکې ویلي وو: ((شخړه پرمختګ زیږې ده.))
تضادونه دغسې راټوکېږي او هر څیز طبعاً خپل ضد او نفې کوونکي ته لېوالتيا لري او په خپل نس کې يې روزي. هر څيز، حال داچې ځان “اثباتوي” خپل “انکار یا نمښته” هم له ځان سره لري.
هر څیز حال داچې شته، نشته؛ ځکه د فنا او نېستۍ لامل هم له ځانه سره لري. د څیز په دننه کې د نفې کوونکيو لاملو له پرمختګ سره، دوه ډوله لاملونه راپیدا کېږي: ((اثباتي او اصلي عوامل)) چې غواړي څیز؛ لکه څرنګه چې دی، هماغسې وساتي او ((نفې کوونکي عوامل)) چې غواړي د ځان پر نفې یې واړوي.
څلورم داچې د څیزونو دنننۍ شخړه مخ پر زیاتېدو ده او زور اخلي، څو اوج؛ یعنې د شخړې او اړپېچ روستۍ څوکې ته ورسي او داسې ټکي ته رسي چې په یوه انقلابي حالت کې “کمّي بدلونونه” په “کیفي بدلون” اوړي او دا شخړه د نویو ځواکونو په ګټه او د زړو ځواکونو په ماتې پای ته رسي او څیز یوځل خپل ضد کېږي.
بيا چې څیز د خپل ځان ضد شو، روسته ترې هماغسې بهیر ترسره کېږي؛ یعنې دا پړاو هم په خپل وار خپل ضد روزي او تر یو لړ شخړو روسته، د خپل نفې لاملېږي چې د لومړي پړاو د نفې، نفې ده (او په یوه توګه له اثبات سره مساوي ده)؛ خو د نفې، نفې چې له اثبات سره مساوي ده، لومړي حالت ته د “رجعت” په مانا نه؛ بلکې پاى ته رسي او د لومړي او دویم حالت په منځ کې د تړښت- ترکيب د يوه ډول بڼه ده؛ نو درېیم حالت چې د ضد، ضد دی او “سنتز” ورته ویل کېږي او د لومړي حالت، (تز) او دویم حالت، (“انتي تز”) ترکیب دی. طبیعت په دې توګه حرکت کوي او له یوه پړاوه بل پړاو ته ځي او د «بشپړتیا» لار وهي.
طبیعت هدفدار او مخيز نه دی او په خپل کمال پسې نه ګرځي؛ بلکې خپل انهدام او منځه تللو ته لېوالتيا لري؛ خو دا انهدام هم په خپل وار، خپل انهدام ته لېوالتيا لري او هر نفې کوونکی خپل نفې کوونکي ته لېوالتيا لري، د نفې، نفې ترسره کېږي چې له ځانه مخکې د دوو پخواني پړاوونو ترمنځ یو ډول ترکیب دی او قهراً او جبراً بشپړتیا رامنځ ته کېږي.دا د طبیعت دیالکتیک دی.
تاریخ هم د طبیعت یو جز دی، که څه انسانان یې ستونزمن عناصر دي؛ نو د ناچارۍ له مخې، دا شان خټه او برخلیک لري؛ یعنې تاریخ تلپاتې بهیر دی او د انسان او طبیعت ترمنځ او د ټولنې او انسان ترمنځ دوه اړخیزه اړیکه او د انسانانو د مخ پر ودې ډلو او د انسانانو د مخ پر زوال ډلو ترمنځ همېشنۍ شخړه ده چې په پای کې په یوه تیز او انقلابي بهير کې، د مخ پر ودې ځواکونو په ګټې پاې ته رسي او بالاخره د اضدادو یوه ټولګه ده چې تل هره پېښه پر خپل ضد او دا د خپل ضد پر ضد اوړي او بشپړتیا رامنځ ته کېږي.
تولیدي کار د بشر د ژوند بنسټ او د انسان تاریخ په حرکت راولي. ټولنیز تولیدي کار چې د ودې په هر پړاو کې وي، غوښتنه يې د وګړیو ترمنځ ځانګړې وټيزې اړيکې دي او دا وټيزې اړيکې هم له یو لړ نورو اړيکو؛ لکه اخلاقي، سیاسي، قضايي او کورنیو راولاړېږي چې توجیه او مخونه ورکړي؛ خو تولیدي کار د ودې په ځانګړي پړاو کې ثابت نه پاتېږي؛ ځکه انسان اوزار جوړونکی دی او تولیدي اوزار سوکه سوکه بشپړتیا مومي او د تولید کچه لوړوي. د تولید د اوزارو په بشپړتیا، نوي انسانان له نوي ليد او بشپړ شوي وجدان سره ډګر ته راووتل؛ ځکه لکه څرنګه چې انسان اوزارجوړونکی دی، اوزار هم په خپل وار انسان جوړونکی دی او همدا شان د تولید وده او د کچې لوړوالى یې نور وټيز مناسبات ایجابوي او دا وټیز مناسبات په خپل وار، یو لړ نور ټولنیز مناسبات غواړي چې توجیه او مخونه ور کړي.
دا دی چې ويل کيږي: اقتصاد د ټولنې “بیخ بنا” ده او نورې چارې یې “مخ بنا” دي؛ یعنې ټولې ټولنیزې چارې د ټولنې د اقتصادي وضعې د تفسیر او مخونې لپاره دي اوچې کله د ټولنې “بیخ بنا” د تولید د اوزار د بشپړتیا له کبله او د تولید د کچې د لوړوالي له کبله بدله شي؛ نو جبراً “مخ بنا” هم بدلېږي؛ خو دا ډول بدلون، په پخواني اقتصاد پورې تړلى قشر، په خپل زیان بولي او زیار کاږي، وضعه؛ لکه څرنګه چې ده، همداسې وساتي؛ خو نوی قشر؛ یعنې په نوي تولیدي اوزار پورې تړلی قشر چې خپلې ګټې د اوضاع په بدلون او د نوي غونډال په ټینګښت کې ګڼي، هڅې کوي ټولنې ته بدلون ورکړي او مخکې یې یوسي او د ټولنې نورې چارې له بشپړ شوي اوزار او د تولید له نوې کچې سره همغږې کړي.
ددې دوو ډلو ترمنځ شخړه چې یوه یې “جامد الفکر” او په تېر پورې تړلې او بله یې “روڼ اندې” او په راتلونکې پورې تړلې ده، یو ډله اوسنۍ فضا ساه اخستنې ته اړینه ګڼي او غواړي ویې ساتي او بل د ساه اخستنې په نوې فضا پسې ګرځي، یوه د زوال په حال کې او بله د ودې په حال کې ده چې سخت سره نښلي، زور اخلي او لوړې څوکې ته خېژي چې د چاودنې پړاو دی او ټولنه په یوه انقلابي ګام زوړ غونډال بدلوي او پر ځای یې نوی غونډال راځي، نوي ځواکونه بریالي او زاړه ماتېږي او پر خپل ضد اوړي او د تاریخ نوی پړاو پیلېږي.
د تاریخ دا پړاو هم په خپل وار د پخواني پړاو په څېر برخلیک لري؛ یعنې د تولید د اوزارو په بشپړتیا، نوي انسانان ډګر ته راځي او د تولید د لوړوالي د کچې له امله، شته ټولنیز غونډالونه، د ټولنیزو ستونزو هوارى له لاسه ورکوي. یو ځل بیا ټولنه له تضاد سره مخېږي او د ټولنیزو او وټيزو غونډالونو بدلون ته اړتیا پیدا کېږي. دا پړاو هم خپل نفې کوونکي او ضد ته ځای ورکوي او نوی پړاو پیلېږي او همدا شان…..
تاریخ؛ لکه د طبیعت په څېر تل له اضدادو تېرېږي؛ یعنې د تاریخ تړلي زنځیرونه دا دي:
((د هغو اضدادو تولګه ده چې مخکېنى پړاو، په خپل نس کې را روسته پړاو روزلی او تر یو لړ شخړو روسته یې خپل ځای ور پرېښى دى.))
د طبیعت او تاریخ په اړه دې تفکر- اندنې ته “دیالکتیکي تفکر” وايي او دا چې د تاریخ په هکله د تاریخ په اوږدو کې، ټول ټولنیز ارزښتونه د تولید په اوزار پورې تړلي ګڼي؛ نو د تاریخ په هکله دې تفکر ته “اوزاري تفکر” وایو.
که تردې روسته ووایو: “د تاریخ اوزاري تفکر”؛ نو موخه مو ترې د تاریخي بدلونو په هکله دا ځانګړی تفکر دی چې په تاریخي منځپانګې- مادیت (“تاریخي توکيزپالي”) تعبیرېږي. لنډه داچې تاریخ توکيز طبیعت، منځپانګه او دیالکتیکي وجود لري.
اصلي زړى
د دیالکتیکي تفکر اصلي زړى څه دى؟ که د طبیعت په هکله وي او که د تاریخ په هکله؟ له دې اصولو او فروعو کوم یو یې اصلي زړى دى او دا تفکر له نورو تفکراتو څرنګه پورته وګڼو؟ په تېره ددې تفکر امتیاز له هغه تفکر سره څه دی چې د دیالکتیک سول پلویان یې “متافزیکي تفکر” (: ماورالطبیعي؛ يعنې له طبيعت هاخوا) بولي؟
ایا اصلي زړی دادی چې ددې سول پلویان، طبیعت او څیزونه په همېشني حرکت او بهير کې بولي او د “متافزیکي” تفکر پلویان، څیزونه ساکن، جامد او بې حرکته بولي؟
دا شان ویناوې د “دیالکتیک سول” د پلویانو په لیکونو کې ډېر تر سترګو کېږي؛ خو حقیقت داسې نه دى.
د “متافزیکي تفکر” خاوندان، کله هم نړۍ او څیزونه ساکن او جامد نه ګڼي؛ خو د متافزیک فلسفې د پلویانو لخوا په دې هکله خورا کوټلې څرګندنې شوي چې طبیعت عين ((کېدل)) او ((صيرورت؛ له يوه حالته بل حالت ته اوړېدل)) دی او په طبیعت کې سکون نسبي مفهوم دی او ثبات د “ماوراالطبیعه: له طبيعت هاخوا” له ځانګړنو ځنې دی.
خو په خواشینۍ چې د دیالکتیک سول پلویان ((موخه وسیلې ته مخونه ورکوي)) له دې اصله پلوي کوي او په خپلو ويناوو او نورو ته په ګوته نيوو کې یوازې خپلو موخو ته پاملرنه کوي او د خپلو ويناوو سموالي او ناسموالي ته نه ګوري. په هر حال، د حرکت اصل د “دیالکتیکي تفکر” له ځانګړنو ځنې دی او اصلي زړى یې نه شمېرل کېږي.
ایا اصلي زړى، د څیزونو د تړاو اصل او یو پر بل یې دوه اړخیز اغېز دی؟؛ یعنې یوازې ددې سول پلویان دي چې څیزونه یو په بل پسې تړلي او یو پر بل اغېزمن بولي؛ خو په اصطلاح د “متافزیکي تفکر” پلویان، څيزونه يو له بل سره په تړاو او یو پر بل یې اغېزمن نه بولي؟
ددې ډلې په لیکنو او ویناوو کې دا نسبت هم ډېر تر سترګو کېږي؛ خو دلته حقیقت دغسې نه دی، څوک چې دوی ته د “متافزیکي تفکر” خاوندان وايي، کله هم دغسې فکر نه کوي.
داچې نړۍ په ټول کې یو ((واحد)) دی، یو غړى دی، د نړۍ د اجزاوو اړیکه يو له بل سره ارګانیکه اړیکه ده او نړۍ په ټول کې د انسان په څېر ده، نړۍ ستر انسان او انسان کوچنۍ نړۍ ده؛ نو دا په لومړي ځل “الهیونو” ویلي که څه له دې اصله د تعبیر او پایلې په طریقه کې د “توکيزيانو” او “الهیونو” ترمنځ په ځینو لوریو کې د نظر اړپېچ شته.
ایا اصلي زړى، د تضاد اصل دی؟ ایا هغوی چې “متافزیکي تفکر” لري، په طبیعت کې د تضاد له اصله نټه کوي ؟
دلته ددې سول پلویانو ستر جنجال راپورته کړ او په “جمع امتناع او د نقیضینو رفع” اصل پورې يې ځان ټينګ کړ [چې دا په فلسفه او سول کې مشهور دى چې له تضاد؛ یعنې د طبیعت د عناصرو له راغونډېدو یا د تاریخ او ټولنې د عناصرو له جګړې سره هېڅ تړاو نه لري] او مدعي شول چې د متافزیک تفکر پلویان، د طبیعت ټول اجزا يو له بل سره د جوړجاړي یا سازش په حال کې ويني، ان اور او اوبه؛ نو له دې مخې زبېښل شوي ځواکونه هم سولې، جوړجاړي او تسلمېدو ته رابلي.
بیا یې وایم: دا ټولې خبرې بې له اړونې بل څه نه دي. د متافزیکي تفکر د پلویانو له نظره، تضاد په دې مانا دی چې د طبیعت د عناصرو راغونډېدل، د خدای تعالی له خوا د همېشني فیض لازم شرط دی. [272]
ایا اصلي زړى، په تاریخ، طبیعت او انقلاب کې د جهش او ټوپ اصل دی؟
“هګل” چې د نوي دیالکتیک پلار دی، دا اصل یې د دیالکتیک له اصولو ځنې یاد نه کړ او همداراز د “ماتریالیسم” اتل “مارکس” هم.
دا اصل په نوولسمه پېړۍ کې په بیولوژۍ کې د تکامل له اصولو ځنې وګڼل شو او “فردریک انګلس” د “مارکس” شاګرد د دیالکتیک په اصولو کې کېښود. نن په بیولوژۍ کې دا غوڅ اصل دی؛ خو د هيڅ ښوونځي له ځانګړنو ځنې نه ګڼل کېږي؛ نو اصلي زړى څه دى؟
څه چې ددې ښوونځي له ځانګړنو دي او پر نورو تفکراتو امتیاز لري او په حقیقت کې ددې تفکر اصلي زړى ګڼل کېږي، دوه څیزونه دي:
یو دا لکه څرنګه چې بهرنی واقعیت (چې د فکر او اند موضوع ده)، دیالکتیکي وضع لري، خپله اند هم دیالکتیکي وضع لري؛ یعنې اند هم د عیني طبیعت په څېر د پورته څلورګونو اصولو تر دباو لاندې دى؛ نو په دې لوري کې هېڅ ښوونځى له “مارکسېزم” سره یوځای نه دى. [273]
بله داچې دا ښوونځى، تضاد په دې بڼه تعبیروي چې هره هستي په خپل ذات کې د نېستۍ متضمنه ده او له دې مخې له “کېدو”؛ یعنې حرکت سره مساوي ده.
هر څیز په خپله دننه کې خپل نفې روزي او بیا پرې بدلېږي چې دا هم په خپل وار دا شان بهیر وهي او په دې توګه طبیعت او تاریخ تل له اضدادو تېرېږي. ددې ښوونځي له نظره، تکامل د دوو ضدونو ترمنځ جمع ده چې یو پر بل اوختى دی.
د تضاد اصل، د طبیعت د اجزاوو يو له بل سره د جګړې په مانا او احیاناً يو له بل سره ترکیب يې، یو زوړ اصل دی، څه چې په دیالکتیک په اصل کې نوي او ددې تفکر له ځانګړنو دي، دا دي چې نه یوازې د طبیعت د اجزاوو ترمنځ جګړه او تضاد دی؛ بلکې په هر جز کې تضاد دی او دا تضاد له زړو او مخ پر ځوړ لاملونو سره د نوي او ودې موندونکيو لاملونو د جګړې په بڼه دی او مخ پر ودې ځواکونو د بریا لامل به شي.
دا دوه څیزونه د “دیالکتیک تفکر” اصلي زړى او له “نا دیالکتیکي” اندې یې امتیاز ګڼل کېږي.
هر ښوونځى چې د حرکت پر اصل او یا هم د طبیعت د اجزاوو ترمنځ پر تضاد قایل وي؛ نو دا به تېروتنه وي چې د دیالکتیکي تفکر خاوند ورته ووایو. ځینې د اسلامي تفکر په هکله دغسې تېروتي دي. دوی په اسلامي ښوونو کې د حرکت، بدلون او صیرورت له اصل سره مخ شوي.
(( أَلاَ إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الْأُمُورُ: چې (ټولې) چارې يوازې د خداى لوري ته ورګرځي! )) [274]
همداشان په دې ښوونو کې یې د تضاد اصل پیدا کړ؛ لکه څرنګه چې د انسان په هکله راغلي چې د ((عقل)) او ((نفس)) یا د ((روح)) او ((تورې خټې)) ترکیب دی؛ نو ادعا یې وکړه چې اسلامي تفکر، دیالکتیکي تفکر دی، حال داچې د دیالکتیکي تفکر لازمه دا ده چې ان حقایق (هغه اصول چې ذهن یې د نړۍ د حقایقو په نامه تشخیصوي) هم لنډ مهالي او نسبي وګڼو او دا د اسلام د اړتيا پر خلاف ده چې یو پر لړ تلپاتو اصولو او حقایقو قایل دی.
پردې سربېره، ددې تفکر لازمه داده چې د تاریخ او طبیعت حرکت لزوماَ د مثلث په شکل [« تز، انتي تز او سنتز»؛ یعنې له اضدادو د تېرېدو په حال کې] وګڼو چې اسلامي ښوونې له دې سره هم اړخ نه لګوي.
حقیقت دادی چې دا تېروتنه د “دیالکتیک ماتریالیسم” پلویانو رامنځ ته کړې، دوی په خپلو ویناوو کې، غیر دیالکتیکي تفکر ته متافزیکي تفکر وايي او مدعي کېږي چې متافزیکي تفکر د طبیعت اجزا ثابت، ساکن، مجزا او يو له بل سره بې اړیکې او له هر راز تضاده تشې ګڼي او په غوڅه ژبه دا مطلب بیانوي چې ناخبره پرې سملاسي شکمنوي. دوی د “ارسطو” “صوري سول” تورنوي چې د پورته درې ګونو اصولو له مخې دى.
هغوی چې د داشان خلکو تر اغېز لاندې راځي، که له اسلامه ناخبره وي؛ نو له ځان سره فکر کوي، داچې د اسلام دین دی؛ نو متافزیکي اړخ لري او تفکر یې متافزیکي دی او متافزیکي تفکر د “ثبات”، “شیندنې” او “امتناع: ډډه کولو” پر اصل دی؛ نو ځکه اسلامي تفکر هم پر درې اصلونو ولاړ دی.
بله ډله چې له اسلامي ښوونو سره اشنا ده او په دې ښوونو کې له درې ګونو اصلو یو اغېز هم نه ګوري؛ بلکې خلاف یې ګوري؛ خو باور لري چې متافزیکي اصل پر درې تېرو اصلو ولاړ دی؛ نو مدعي کېږي چې اسلامي تفکر متافزیکي نه دی او بلخوا فکر کوي چې بې له دوو تفکرونو نور څه نشته: “متافزیکي” او “دیالکتیکي”؛ نو پایله اخلي چې اسلامي تفکر؛ دیالکتیکي تفکر دی.
دا ټولې تېروتنې د ويينو له ګډوډېدو او د دیالکتیک ماتریالیسم د پلویانو پر ويناوو د بې ځايه ډاډ له امله راغلي دي؛ خو لکه چې وویل شو، حقیقت دا شان نه دی.
پایله
له تېرې ويينې څو پایلې اخلو:
د “نوي” او “زوړ” مفهوم
په دې سول کې “نوى” او “زوړ” نسلي مفهوم نه لري. دلته د يو بل پر وړاندې د نوي او زوړ درېدل، د مخکېني نسل پر وړاندې د نوي درېدل نه دي چې نوی نسل په انقلابي ټلواله کې او زوړ به په محافظه کاره (زړه پاله) ټلواله کې وي او فرهنګي مفهوم هم نه لري؛ یعنې موخه ترې د نالوستو پر وړاندې لوستې طبقه نه ده؛ بلکې یوازې وټيز او پوړيز مفهموم لري.
په زړې طبقه کې؛ یعنې په اوسنۍ وضع پورې تړلې طبقه چې له اوسني وضعې ګټنه کوي او نوې طبقه؛ یعنې له اوسنۍ وضعې ناخوښه او له نوي تولیدي اوزاره په الهام اخستنې چې اوسنۍ وضعه پر خپل زيان بولي او د ټولنې د “مخ بنا” د بدلون پلويان دي.
په بله وینا: “نوی” او “زوړ”؛ یعنې “روڼ اندي” او “تت اندي”.
“روڼ اندي” او “تت اندي” له پوهې او بې پوهۍ بېل دي. “روڼ اندي” هغه دي چې د ټولنیزې بشپړتیا په لار کې ځانګړې پوهه او اګاهي لري. ټولنیزه ځانخبري، د بیوزلیو او ناراضي طبقې له ځانګړنو ده او د اوسنۍ وضع د بدلون پلوي ده؛ یعنې “روڼ اندي” او “تت اندي” طبقاتي ریښه لري؛ شتمنه طبقه هرومرو “تت انده”، “تېر پالې” او “دودپاله” ده او محافظه کار تفکر لري او زیارکښه طبقه جبراَ “روڼ اندې” او د انقلابي تفکر خاوند ده؛ نو ځانګړې طبقاتي هډه ده چې د روڼ اندۍ راټوکوونکې ده، نه لوست او ټولګی، ښوونکی، کتاب او لابراتوار.
انسان خپل ليد او ټولنیز وجدان، د خپل ټولنیز چاپېریال له شرایطو او طبقاتي موقعیته الهام اخلي. شتمنه طبقه جبراَ “جامد الفکره” کېږي او زبېښل شوې طبقه جبراَ فکري خوځښت پیدا کوي او دا له لوست او نالوستۍ بېل چار دی.
د ټولنې بشپړیز حرکتونه غالباً له هغو ډلو او طبقو وي چې له بسيا لوست او معلوماتو خبر نه وي؛ خو د طبقاتي وضعې له مخې روڼ اندي وي.
سوليزه تاریخي لړۍ
داچې د تاریخ بشپړیز پړاوونه یوې طبیعي او سوليزې اړیکې يو له بل سره تړلي، د بېځایه کېدو امکان نه لري، د تاریخ هره کړۍ ځانګړی ځای لري او مخکې روسته کېدای نشي. د ساري په ډول:
“کاپیټالیسم” یا پانګوالي، د “فیوډالیسم” (ځمکوالي) او “سوسیالیسم” (ټولنپالۍ) ترمنځ منځنۍ کړۍ ده. له فیوډالېسمه سوسیالیسم ته تېرېدنه، بې له کاپیټالېسمه له تېرېدنې ناشونې ده؛ لکه چې تېرو فلاسفه وو «طفر او له سره تېرول» نومولي وو؛ یعنې له یوه ټکي بل ټکي ته داسې تېرېدل، بې له هغو لارو چې دواړه يو له بل سره نښلوي او يا داچې د انسان څاڅکی له “جنیني” پړاوه مخکې د زیږون پړاو ته ورسي یا ماشوم بې له دې چې د ماشومتوب پړاو تېر کړي، د ځوانۍ منګ ته ورسي، یا “بریالی” چې د “احمد” زوی دی، مخکې له دې چې “احمد” وزېږي، “بریالی” له موره وزېږېږي.
ددې سول پلویانو په همدې دلیل هغو سوسیالستانو ته، ” ایديالیست سوسیالیستان” او د هغوى سوسیالیسم ته یې “تخیلي سوسیالیسم” ووایه چې په پیل کې يې یوازې پر یوې ایدیولوژۍ (مفکورې) ډډه وهلې او د تاریخ جبر او د تاریخ د سوليزې کړیو د تسلسل په پام کې نه نیوو سره يې غوښتل د “سوسیالیسم” بنسټ کېږدي. “مارکسیسم” د “سوسیالیسم” پر خلاف، د تاریخ د سوليزې کړیو پر لړۍ او تسلسل ولاړ دی.
د هر پړاو لوړه څوکه
د څو پړاوونو یو کول ناشوني دي، هر پړاو په خپل وار باید د کمال لوړې څوکې ته ورسي چې خپل ضد ته ورسي او په روستي چار کې بشپړتیا ترسره شي. د ساري په ډول: “فیوډالیسم” یا “کاپیټالیسم” پړاو لري چې باید سوکه سوکه مخې ته ولاړ شي چې په یوه ځانګړې تاریخي شېبه کې واوړي.
داچې یو پړاو لوړې څوکې ته نه وي رسېدلی او له دې مخکې پړاو لوړې څوکې ته ورسي؛ نو داسې دی؛ لکه مخکې له دې چې “جنیني” پړاوونه تېر کړي، ماشوم وزېږېږي. البته د داسې کار پایله د “جنین” زیان دی، نه د روغ ماشوم زوکړه.
د مبارزې سپېڅلتیا
داچې د نوې او زړې مبارزې بنسټيز شرط، له یوه پړاوه بل پړاو ته د تاریخ لېږد دی چې د بشري ټولنې د بشپړتیا رکن او د انسان د مبارزې لامل دی؛ نو جهاد؛ یعنې ((له زوړ سره د نوي مبارزه)) په هر حال کې سپېڅلې ده؛ یعنې زوړ له دې مخې چې زوړ دی او له منځه تګ یې ټولنه د بشپړتیا په لوري بیايي، د پو پناه کېدو استحقاق لري، نه داچې يرغلګر دی او د يرغل دفع کول مشروع او سپېڅلي دي؛ نو ددې سول له مخې، اړینه نه ده چې د یرغل پر وړاندې د دفاع او مخنیوي خبره وي چې مبارزه مشروع وګڼل شي.
د نا دودو رامنځ ته کول
له زوړ سره د نوي مبارزه نه یوازې مشروع او سپېڅلې ده؛ بلکې هر بهير چې د انقلاب سريزې چمتو او بشپړتیا يې ځغلنده کړي، مشروع او سپېڅلى دى؛ لکه د ناخوښۍ رامنځ ته کولو ته نادودو ته لمن وهل او د درزونو لاپسې پراخول او د مبارزو څپڅپاندول؛ ځکه ومو ویل: بشپړتیا په دې کې ده چې د انقلاب په بڼه یو ضد پر خپل ضد واوړي او ددې اوختنې یوازېنۍ لار د اضدادو دنننۍ شخړه ده او څو درز روستۍ پولې ته و نه رسي او شخړه روستي پړاو ته ونه رسي، بدلون نه ترسره کېږي؛ نو څه چې درز پراخوي او له یوه پړاوه بل “لوړ” پړاو ته د ټولنې د بدلون د ګړندیتوب لامل ګرځي، روا دي او داچې نادودو ته لمن وهل، دغسې ونډه درلوداى شي؛ نو ځکه مشروع او سپېڅلي دي.
سمونې
پر وړاندې يې جزيي سمونې، رغوونکي ګامونه او د ټولنې د کړاوونو ارامول، خیانت، تخدیر او ناروا چارې دي. د بشپړتیا په لار کې خنډونه او د بشپړتيا د دښمنانو لیکو ته ننووتل دي؛ ځکه اصلاحي، سمونپالي او رغوونکي ګامونه، که څه د لنډ مهال لپاره درز کموي، ناخوالې راټیټوي او د درزونو کموالی او د ناخوالو راټېټېدنه د مبارزې شرنګ پسوي او د مبارزې د شرنګ پسوالى د انقلاب پېښېدل ځنډوي او د انقلاب ځنډېدل د ټولنې په ټپه درېدل او په تېر پړاو کې پاتېدل دي او په پایله کې له بشپړتیا روسته پاتېږي.
دا هغه پایلې وې چې د تاریخ له اوزاري فکره اخستل کېږي.
انساني یا فطري ليد
د تاریخ انساني ليد، د اوزاري ليد په مقابل اړخ کې دی. دا ليد انسان او انساني ارزښتونو ته اصالت ورکوي- که په وګړي کې وي که په ټولنه کې. اوزاري تفکر پردې بنسټ دی چې انسان په پیل کې خامه ماده ده او کار او د کار اوزار دې خامې مادې ته د کار د ډول له مخې بڼه او د تولیدي اوزار بڼه ورکوي. یو تش لوښی دی چې له بهره د ټولنیزو عواملو تر اغېز لاندې ډکېږي او په بله وينا: انسان ددې څرګندونې له مخې د پنځونې په پیل کې وګړه نه لري، نه ((بالفعله وګړه)) لري او نه ((بالقوه وګړه)) او د وګړې ستنه او بنسټ یې ټولنیز عوامل، په تېره وټيز دي. داچې انسان خامه ماده او تش لوښی دی؛ نو دا ورته بې توپیره ده چې هر ډول بڼه او وګړه ورکړه شي؛ نو ځکه انسان تشه پيته ده چې هر څه پرې ثبتېداى شي.
خو د انساني او فطري ليد له مخې، که څه انسان د پنځونې په پیل کې “بالفعل” انساني وګړه نه لري؛ خو په خټه کې یې یو لړ ليدونه او لیوالتیاوې اغږل شوي دي.
د انسان ځانګړنه نه د خامو موادو په څېر ده او نه هم د تش لوښي او پيتې په شان چې یوازې هر څه به يې له بهره منل وي؛ بلکې د نیالګي په څېر دی چې پکې د دنګې ونې ټول استعدادونه پراته دي.
بهرنیو عواملو ته د انسان اړتیا، د خامو موادو په څېر د بڼې ورکوونکیو عواملو په څېر نه؛ بلکې یو نیالګي ته د اوبو، رڼا او تودوخې د اړتيا په څېر ده چې په مرسته یې پکې پرتې موخې او بالقوه مېوې فعلیت ته ورسوي.
د “انساني کمال” پر لوري د انسان حرکت “مکانیکي” نه؛ بلکې “دینامیکي” دی؛ نو ځکه انسان دې “و روزل” شي، نه داچې د صنعتي مادې په شان “جوړ” شي او یوازې د همدې فکر له لاری “خود= ځان ” په انسان کې مفهوم پیدا کوي؛ “ځان موندنه” او پر وړاندې يې “مسخ” او “له ځانه پردي کېدنه” مفهوم او مانا مومي.
دا ليد د “ارواپوهنې” له مخې، انساني وګړي، د یو لړ حیواني او عالي غرایزو (دیني، اخلاقي، حقیقت پلټنې او د ښکلا غرېزې چې د انسان د انساني وګړې لومړني ارکان او پر نورو حيواناتو یې غوراوی دی) مرکب ګڼي او همدا راز دا “ليد” له فلسفي نظره، ټولنه له اجزاوو او وګړو سره د اړیکو له پلوه واقعي مرکب او د ترکیبي ځانګړنو له مخې، د وګړو د عالي او ټيتو ځانګړنو ټولګه بولي او پردې سربېره، یو لړ نورې ځانګړنې هم پېژني چې د ټولنې په همېشني شتون کې؛ “انسان الکل” استمرار لري، دا حقيقت چې وايي:
رگ رگ است اين آب شيرين و آب شور – خلاق مى رود تا نفخ صور
دا رګونه د ټولنې تنه ده چې په ځینو کې خوږې او په ځینو کې ترخې اوبه روانې دي او څو انسان پر دې ځمکه وي، دا بهیر به دوام مومي او د وګړیو ورکېدل پرې اغېز نه لري. هو! د انسان او د انساني ټولنې بشپړتیا به يې ښه تنظيم کړي.
ددې ليد له مخې، تاریخ د طبیعت په حکم، په خپله خټه کې بدلېدونى او بشپړېدونی دی. د کمال پر لوري حرکت، د طبیعت او تاریخ د اجزاوو د ذات لازمه ده او د تاریخ طبیعت یوازې یو مادي طبیعت نه؛ بلکې د انسان د طبیعت په څېر د مادې او مانا جوړه دی.
تاریخ یوازې یو وټيز څاروى نه دی. د تاریخ بدلون او بشپړتیا یوازې فني، تکنیکي او اوزاري اړخ نه لري چې ورباندې د تمدن نوم ږدي؛ بلکې پراخ او هر اړخیز دی او د انسان ټولې توکيزې او مانيزې چارې رانغاړي او د ټولنیز او چاپېریال له تړاونو د انسان د ازادۍ پر لوري دی.
انسان د خپل هر اړخیز تکامل له امله، تړاو يې ورو ورو له طبیعي او ټولنیز چاپېرياله راکمېږي او پر ګروهې، ایمان او ایدیولوژي يې ورزياتېږي او په راتلونکې کې به بشپړې مانيزې ازادۍ ته ورسي؛ یعنې پوره به په ګروهې، ایمان او ایدیولوژۍ پورې تړلى وي.
انسان په تېر کې د طبیعت له ګټو لږ برخمن و؛ خو د طبیعت اسیر او بندیوان و او راتلونکی انسان، په عین حال کې چې له طبیعته ډېره ګټنه کوي، د طبیعت له اسارته ازاد او پر طبیعت به خپله واکمني لاپسې زیاته کړي.
تکامل ته د تولید په اوزار سره مخونه نه شو ورکولای او نه ښايي “معلول” د “علت” پرځای ونیسو. د تولید د اوزارو تکامل په خپل ځای کې د انسان د فطري، کمال پلټنې، تنوع غوښتنې او پراختیا غوښتنې د حس او د نوښت د ځواک زېږنده ده. دا حس او قوه د انساني ژوند په ټولو اړخونو کې يو له بل سره جوخت د پراختیا په حال کې وي او دي.
د دې ليد له مخې، وګړنى دنننی تضاد، د انسان له ځانګړنو ځنې دی، يعنې: د خاورين اړخونو او د اسماني اړخونو تر منځ تضاد؛ یعنې هغه غرایز چې مخ پر لاندې ځي او بې له وګړنۍ، محدودې او لنډې موخې بل څه نه لري او هغه غرایز چې مخ پورته ځي او غواړي، د فردیت له پولو ووځي او ټول بشریت راونغاړي او اخلاقي، ديني، علمي او عقلاني شرافتونه یې موخه شي.
د انسان دنننۍ جګړه چې پخوانیو ورته د عقل او نفس جګړه ویله، هرومرو انساني پرګنيو ته راغځېږي؛ یعنی کمال او مانيزې ازادۍ ته د رسیدلي انسان او د پرېوتي اوڅاروي ډوله انسان ترمنځ جګړه.
قرآن کریم، ایمان او ازادۍ ته د رسېدلي انسان او د پرېوتي توکيز پال انسان د جګړې پیل د “حضرت بابا آدم عليه السلام” د زامنو “هابیل” او “قابیل” په قيصه کې راوړى دى.
دا ليد په ټولنه کې د جګړې او تنازع اصل او د تاریخ په بشپړتیا او بدلون کې يې ونډه مني؛ خو یوازې پوړیزه- طبقاتي جګړه یې نه بولي چې د زوړ ټولنیز غونډال او تولیدي اوزار د ډلې او د نوي تولیدي اوزار د ډلې ترمنځ روانه ده او مدعي دی چې ګروهې او ایمان ته رسېدلی او له طبیعت او حیواني غرایزو ازاد شوي انسان او د پرېوتي او څاروي ډوله انسان ترمنځ تل جګړه روانه ده او د تاریخ پر مخ بیولو کې یې اصلي ونډه درلودلې ده.
د ټولنېزې ځانخبرۍ په مانا”روڼ اندي” فطري ریښه لري، نه طبقاتي او د ایمان په رڼا کې په انسان کې وده کوي، روزل کېږي او ټیکاو ته رسي.
په طبقاتي مفهموم، د تاریخ ټولې جګړې، د نوې او زړې جګړې ترمنځ تفسیرول، د زمانې په پېر کې د انساني ژوند له ټولو ښکلیو او ځلانده اړخونو د سترګو پټونې پر مانا دي.
په تاریخ کې بشر د توکيزو اړتیاوو؛ لکه کور، کالي، ډوډۍ، جنسي چارو او واکمنۍ له کبله جګړې کړې دي؛ خو ترڅنګ يې نورې جګړې هم وې چې د “حق و باطل” او د “شر و خیر” جګړه ورته ویلای شو؛ یعنې دا جګړې چې یو لورى یې د ګروهې، انساني انګېزې، ارماني منځپانګې او د ټولو د خیر او سمونې لورى دى او د خلقت له تکاملي غونډال سره په همغږۍ او فطرت ته د ځواب ويلو ټلواله وه اوبل لوری یې حیواني او شهواني انګېزې، وګړیزې، شخصي او لنډمهاله دریځونه ول.
په بله وینا: د سپیڅلي انسان چې انساني ارزښتونو په کې وده کړې او د پرېوتي او څاروي ډوله انسان ترمنځ جګړه ده چې انساني ارزښتونه پکې مړه شوي او د فطرت ډیوه یې مړه شوې؛ د قرآن کریم په تعبیر: له “جندالشیطان” او”حزب الشیطان” سره د “جندالله” او “حزب الله” جګړه ده.
ددې څرګندونې پلویان، د اوزاري څرګندونې ټول زیارونه په کلکه ردوي چې د تاریخ ټول ديني، اخلاقي او انساني خوځښتونو ته طبقاتي مخونه ورکوي او د تاریخ مانيزه اړونه او د انسانیت مقام ته يې سپکاوی بولي.
تاریخي واقعیتونه ښيي، ان ډېری خوځښتونه چې یوازې د ټولنې د توکيزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ول، د هغو لخوا یې مشري شوې او یا لږ تر لږه ملاتړ یې شوى چې په یوه ډول ازاد ول.
دا څرګندونه د اوزاري څرګندونې پر خلاف، له تاریخي پېښو شاهد راوړي او وايي چې: خوځښتونه یوازې د بېوزلیو او مستضعفینو په ولکه کې نه ول؛ بلکې له شتمنې طبقې هم داسې کسان راپاڅېدلي او د واکمن غونډال پر زړه یې توره ورننه اېستې ده؛ لکه څرنګه چې د “حضرت ابراهیم”، “حضرت موسی”، حضرت پېغمبر اکرم عليهم السلام او د “امام حسین” په پاڅون کې ترسترګو کېږي او موخه یې یوازې توکيزه نه وه؛ لکه څرنګه چې د صدر اسلام مسلمانان پر دې خبرې رښتیني ګواه دي.
حضرت علي کرم الله وجهه وايي: (( خپل فکرونه يې پر تورو وړل. [275]))
او د تولیدي اوزار له تکامل سره تل غبرګ هم نه ول؛ لکه په تېرو دوو پېړیو کې د خیتځ او لویدیځ ازادي غواړي پاڅونونه چې د ولسواکۍ راوړو لپاره ول او نه هم تل د ټولنې نادودې د شته مقرراتو او ایدلوژۍ د نيمګړتيا زېږنده وه، چې دا مقررات ورک او پر ځای یې نور کېښوول شي؛ بلکې کله هم د منل شویو مقرراتو د نه پلي کېدو زېږنده ده او د خوځښت موخه هم د هماغه مقرراتو پلي کول او ورته عملي بڼه ورکول دي.
د خلفاوو په پېر کې د “شعوبیه” او “علویینو” پاڅونونه ددې پاڅونو بېلګی دي او د انسان وجدان هم دومره ټيټ نه دى چې تل د توکيزو اړتياوو د پوره کولو پر لور ورمات وي.
پايله
له تېرې ويينې دا پایلې لاس ته راځي:
تکاملي جګړې
الف: د تاریخ جګړو بېلابېلې بڼې او منځپانګې درلودې او د بېلابېلو علتونو معلول وې؛ خو تکاملي جګړې چې انسانیت او تاریخ یې مخې ته وړى او تکامل یې ورکړى د مؤمن، ګروهن او له ځانمنۍ او ګټې پالنې پاک انسان او د پرېوتي، څاروي ډولي او د عقلاني ژوند نه درلودونکي انسان ترمنځ جګړه وه.
تکاملي جګړو، پاټکېزې یا طبقاتي منځپانګه نه درلوده او د نويو او زړو ترمنځ د جګړې پر مفهموم نه وه؛ لکه چې په اوزاري څرګندونه کې وویل شول.
په تېر او راتلونکي کې د انسان جګړې ورو ورو ګروهيز اړخ پیدا کړی او کوي یې او انسان ورو ورو د انساني ارزښتونو له مخې، د خپل کمال پړاوونو “ارماني انسان” او “ارماني ټولنې” ته ورنږدې کېږي چې په روستي چار کې د عدالت حکومت؛ یعنې د انساني ارزښتونو بشپړ حکومت به رامنځ ته شي چې په اسلامي تعبير د “مهدي حکومت” ورته وايي او د باطلپالو او د ځانمنو حکومتونو اغیزې به نه وي.
د تاریخ کړۍ
ب- د تاریخ د کړیو سوليزې لړۍ او کړۍ؛ لکه چې “اوزارپالو” ويلې، بې بنسټه دي. تاریخي واقعیتونو په تېره څه چې په تېره پېړۍ کې وشول، ددې څرګندونې پوچوالی، تشمنځي او باطلوالى ښيي.
په تېره پېړۍ کې هغه هېوادونه “سوسیالیسم” ته ورواوختل چې د “کاپیټالیسم” پړاو یې نه و تېر کړی. “شوروي”، “چین” او د ختیزې “اروپا” هېوادونه له دې ډلې دي او اپوټه هغو هېوادونه چې “کاپیټالیسم” یې لوړې څوکې ته ورساوه؛ لکه “انګلستان” او “امریکا” په هماغه پړاو کې پاتې شول.
یوه پېړۍ مخکې په صنعتي هېوادنو؛ لکه “فرانسه” او “انګلستان” کې د “کارګري انقلاب” په هکله د اوزارپالو د مشرانو وړاندوینې ناسمې وختې.
معلومه شوه چې هېڅ جبر نشته او شونې ده چې په پانګوالو ټولنو کې په اصطلاح د “پرولتاریا” طبقه سوکالۍ ته ورسي چې هر راز انقلابي فکر یې له مغزو وباسي. همداراز شونې ده چې د روښانه ایمان او ایديولوژۍ پر وړاندې کولو او د ټولنيز او ديني شعور په اوچتولو، ټولنه په یوه ټوپ له بدویته د انساني تمدن لوړ پړاو ته ورسي. د صدر اسلام خوځښت د دې مدعا تر ټولو ښه ګواه دی.
د مبارزې سپېڅلتیا
ج- د مبارزې مشروعیت او سپېڅلتیا په دې کې نه ده چې وګړیز یا ملي حقوق لتاړل شوي وي، په ټولو اړخونو کې چې د بشر یوې سپېڅلتیا ته هم خطر وي، مبارزه مشروع او سپېڅلې ده.
هر حق ته چې خطر وي، مبارزه مشروعوي، په تېره که دا حق په بشري ټولنې پورې اړوند وي. ازادي هم داسې ده. د مستضعفینو لپاره مبارزه همدا ده چې په قرآن حکيم کې راغلې. داچې “توحید” د بشر د نېکمرغۍ تر ټولو ستره پانګه ده؛ هر ډول خطر ورته مبارزه مشروعوي.
سمونې
د- جزيي او تدریجي سمونو ته کله هم ګوته نه نيول کېږي؛ ځکه نه تضادونه د حرکت اصلي لاملونه دي او نه هم تاریخ جبراَ خپله لار په اضدادو کې وهي چې جزيي او تدریجي سمونې يې د لارې خنډ شي او د تاریخ د بشپړیز حرکت مخه ونیسي.
د تاریخ د حرکت اصلي لامل، د انسان قناعت نه منونکی او تکامل موندوونى فطرت دی چې هر پړاو ته ورسي، د لوړ پړاو هیله او پلټنه کوي. تضادونه (خو نه په دیالکتیکي بڼه) يوازې حرکت ګړندی کولاى شي.جزيي او ورو ورو سمونې، له پرېوتي انسان سره د حق غواړي انسان په مبارزه کې مرسته کوي او د تاریخ حرکت د حقوالو په ګټه ګړندی کوي او اپوټه فسادونه، ورکېدنې، فسق او فجور له مقابل لوري سره مرسته ده او د تاریخ حرکت د حقوالو پر تاوان وي؛ نو دا ليد (د اوزاري ليد پر خلاف) څه چې باید وشي، د دیګ بخار په څېر چاودنه نه؛ بلکې په ونه کې د مېوې د رسېدنې په څېر دي. که ونه ښه خړوبه شي او سمه پاملرنه یې وشي او د افتونو پر وړاندې خوندي وي؛ نو ښه، روغه رمټه او کېدای شي ژر هم مېوه ونيسي.
نادودې
ه- په هماغه دلیل چې جزيي او ورو ورو سمونې مشروع دي؛ نو د کړکیچ لپاره د نادودو او خرابیو رامنځ ته کول نامشروع دي؛ لکه چې اوزاري څرګندونې یې وړاندیز وي.
د تاریخ ښکته پورته کېدنه یا نوسانات
و- که څه په ټولنه کې د تاریخ حرکت تکاملي دی؛ خو د اوزاري څرګندونې پر خلاف، د تاریخ تکاملي لار جبري او لایتخلف نه ده؛ یعنې داسې نه ده چې هره ټولنه د تاریخ په هر پړاو کې، هرومرو تر پخواني پړاوه بشپړه وه. دې ته په پام کې چې ددې حرکت اصلي لامل انسان دی او انسان ازاد، د ارادې خاوند او ټاکونکی دی او تاریخ په خپل حرکت کې ښکته پورته کېدنه لري او کله مخکې ځي او کله شاته راګرځي، کله ښي خوا ته کوږ شي او کله هم کیڼ ته، کله ګړندی شي او کله هم ارام او د څه مودې لپاره ولاړ او بې حرکته هم وي.یوه ټولنه چې څومره سپېڅلې کېږي، هومره کږېږي هم.
د بشري تمدنونو تاریخ بې له یوه لړ لوړتیاوو او بيا ځوړتياوو بل څه نه دی او لکه څرنګه چې معاصر تاريخپوه او عالم “توین بي” وايي: ((د تمدنونو ځوړوالى هرومرو دی؛ خو په ټولنه کې د بشریت تاریخ د تکامل لار وهلې ده.))
د ټولنې او طبیعت له جبره د ازادۍ پر لور
ز- د مادي طبیعت له زندانه، اقتصادي شرایطو او له وګړیز او ډلیزو ګټو څخه ازادي د بشریت د تکامل لار ده او د موخې پر لوري او د ایمان او عقيدې د حکومت پر لوري تګ و، او دی.
د لومړني بشر اراده ډېره د طبیعي، ټولنیز چاپېریال او د خپل حیواني طبیعت تر اغېز لاندې وه؛ خو د پرمخ تللي بشر اراده د فرهنګ د تکامل او د ليد د پراخوالي او پرمخ تللیو ایدیولوژیو ته د لېوالتیا له امله، په تدریجي ډول د ټولنیز او طبیعي چاپېریال او د حیواني غرایزو له اسارته ازاده شوې او دا ټول یې تر خپل اغېز لاندې راوستي دي.
د جهاد منځپانګه
ح- جهاد او پر نېکیو امر، طبقاتي نه؛ بلکې انساني منځپانګه لري.
د فکري او اخلاقي ځواک اصالت
ط- د فکري اقناع ځواک؛ یعنې د استدلال او برهان ځواک اصالت لري. په بله وینا: له فکري او یا هم د سپېڅليو انساني لېوالتیاوو له نظره، د بشري وجدان ځواک اصیل دى او احيانا پر توکيزو غوښتنو واکمن هم دى.
هګلي مثلث
ی- د “تز، انتی تز او سنتز” مثلث په “هګلي” او مارکسیستي بڼه کې نه په طبیعت او نه په تاريخ کې رښتين دى او پايله داچې تاریخ له اضدادو ځنې نه تېرېږي او د تاریخ کړۍ د اضدادو ځنځیرونه نه دي، چې یوه له بله بیلې شوي وي او یو پر بل اوختي وي.
دا مثلث پر دوو تبدیل او یو ترکیب ولاړ دی؛ یعنی پر ضد يې د اشیاوو بدلېدل او د ضد بدلیدل، د ضد په ضد یې او ترکیب په درېیم پړاو کې.
طبیعت داسې عمل نه کوي، څه چې په طبیعت کې دي یا د اضدادو ترکیب دی او تبدیل نه دی او یا د اضدادو تبدیل دی او ترکیب نه دی او یا تکامل دى، نه د اضدادو ترکیب دی او نه یې تبدیل.
په هغو عناصرو کې چې تضاد واکمن دی او د “اخشیج” لغت ورته کارول کېږي، بې له دې چې یو پر بل بدل شي، ترکیبېږي؛ لکه څرنګه چې د “هایدروجن” او “اکسیجن” له ترکیبه “اوبه” لاس ته راځي او په داسې ځايو کې ترکیب وي نه تبدیل.
خو طبیعت په خپلو نوساناتو کې په دوو “افراطي” او “تفريطي” حالتونو کې په راټېټېدونې بڼه له یو ضده بل ضد ته لېوالتیا پیدا کوي او په پاى کې تعادل او انډول ته رسي. په داسې ځايونو کې تبدیل شته؛ خو ترکیب او بشپړتیا نشته.
له انسانه دوه ډوله پوهېدنې
د تاریخ د بشپړیز حرکت په اړه دا دوه ډوله ليد، د انسان له واقعي هویت او پکې د شته استعدادونو په هکله دوه ډوله پوهېدنې دي چې د يوې له مخې انسان په خپل ذات کې انساني وګړه نه لري او تش څاروى دى او د ادراکاتو، فکرونو، احساساتو او لیوالتیاوو په برخه کې هېڅ اصالت نه لري. د دې پوهېدنې له مخې که وپوښتل شي چې ارماني انسان کوم دی؟ بشپړ انسان، بېلګه انسان او هغه انسان چې باید وي او اوس نه دی څوک دى؟
ځواب دا دی: هر څيز؛ څه چې چاپېریال ورکړي، هماغه دی چې باید وي. د انسان “خپله منځپانګه ” څه ده؟ او که ترې واخستل شي؛ نو له ځانه به پردی شوی وي؟ بیا هم ځواب دا دی: هر څيز، یوه خامه ماده ده، که په هر ه بڼه راوستل شي، خپله يې ده.
نو د دې پوهېدنې له مخې، څه چې په انسان کې اصالت لري او د غریزې په بڼه پکې موجود دی، حیواني اړخ یې دی؛ نو انسان په توکيزو ګټو کې بندي او د اوزارو د تولید د جبر تر اغېز لاندې دی او د وټيزو او توکيزو شرایطو په بند کې دی. لېوالتیا، ورمندون، آند او ټاکنه یې د ټولنیز او طبیعي چاپېریال انعکاس دى. یوه هنداره ده چې يوازې خپل چاپېریال منعکسولای شي. یو طوطي دی چې د چاپېریال د شرایطو د هېندارې شاته وي او بې د ټولنیز او طبیعي چاپېریال له اجازې کوچنی حرکت هم نشي کړای؛ خامه ماده ده چې د ځانګړې موخې پر لوري پکې حرکت نشته.
خو د فطري پوهېدنې له مخې، انسان، الهي خټه لري، د حق پالنې او حق غوښتنې پر فطرت سنبال دی، پر ځان واکمن دی. د برخلیک، خټې، طبیعت او د چاپېریال له جبره ازاد دی؛ نو د دې پوهېدنې له مخې، په انسان کې انساني ارزښتونه اصالت لري؛ یعنې د یو لړ غوښتنو په بڼه یې ، په خټه کې اغږل شوي دي.
انسان د انساني خټې په درلودو، د سپېڅلیو انساني ارزښتونو غوښتونکی دی او په بله وينا: د حق، انصاف، حقیقت او اخلاقي ځانګړنو غوښتونکی دی او د عقل په ځواک کړای شي، د خپلې ټولنې طراح وسي او چاپېریال ته په پټو سترګو تسلیم نشي او د ټاکنیزې ارادې او ځواک له مخې، خپلو انديزو طرحو ته عملي بڼه ورکړي او وحې د انساني ارزښتونو د لارښود او ملاتړ په توګه، ورسره مرسته او لارښوونه کوي.
بېشکه انسان له خپل چاپېریال او شرایطو اغېزمنېږي؛ خو دا اغېز یو اړخیز نه دی. انسان هم پر خپل چاپېریال اغېز کوي؛ خو اصلي ټکى دادی چې پر چاپېریال د انسان اغیز د جبري غبرګون په بڼه نه دی. داچې انسان باخبر، ازاد ټاکونکی او د ارادې خاوند دی، احیاناَ غبرګونونه هم ښيي، د څاروي پر خلاف چې ناخبره او يوازې د چاپېریال تر جبر لاندې وي.
د انسان بنسټيزه او ځانګړې ځانګړنه پر خپل نفس واکمني ده او په خپل لاس د ويجاړيو پر ضد راپاڅېدل دي او دا يې د انسانیت کچه ده. د تاریخ په اوږدو کې د انساني ژوند رڼاګانې له همدې ځانګړنې راولاړې شوي او دا عالي ځانګړنه په اوزاري څرګندونه کې له پامه غورځول شوې ده.
قرآن او تاريخ
بېشکه له تاریخه د قرآن تعبیر او تفسیر په دویم شکل دی. د قرآن کریم له مخې، د نړۍ له پیله د حقپالو او باطلپالو ترمنځ دوامداره جګړه روانه وه. له “نمردو”، “فرعون”، د یهودو له جبارانو او ابوجهل سره د حضرت “ابراهیم”، حضرت “موسی”، حضرت “عیسی”( علیهم السلام)، او حضرت “محمد” (ص) او د هغوى د مؤمنو لارویانو جګړه تل روانه وه. هر “فرعون” ته یو “موسی” و. ( لکل فرعون موسی).
د “مولانا جلال الدين بلخي” په تعبير، په نړۍ کې تل سپين او تور بېرغونه رپېږي.
په دې جګړه کې، کله حق او کله هم باطل بریالی و؛ خو په دې ماتو او بریاوو کې یو لړ ټولنیز، وټيز او اخلاقي لاملونه هم شامل ول.
د تاریخ ښوونه
د اخلاقي لاملونو پر ټاکونکیو اغېزو د قرآن ډډه، ددې لامل شوې چې تاریخ د یو ګټورې ښوونیزې سرچینې په توګه واړوي.
که تاریخي پېښې یو لړ تصادفي او اتفاقي پېښې وي او هېڅ هم د هېڅ څیز شرط نه وي؛ نو تاریخ به له افسانې سره توپیر و نه لري او یوه ساتېري او د خیال خواړه به وي او ښوونېز اړخ به و نه لري.
که تاریخ ضابطه او قاعده ولري؛ خو انساني اراده پکې څه ونډه و نه لري؛ نو تاریخ به له نظري اړخه ښوونکی وي؛ نه له عملي.
ددې فرض له مخې، د تاریخ ښوونه د لرې پرتو ستور لېځونو- کهکشانو د پېښو د ښوونې په څېر ده چې انسان ترې د بشپړې خبرونې ترڅنګ د هغوی د لوري په ټاکنه، لارښوونه او بدلون کې کوچنۍ ونډه نشي درلوداى.
که ضابطه او قاعده وي او انسان هم اغېزمنه ونډه ولري او ټاکونکی لامل، زور یا زر وګڼو؛ نو تاریخ ښوونکی دی؛ خو بد ښوونکی او همداسې هم ده، که علم هم د زور او واک یوه وسیله او ټاکونکی لامل وګڼو.
خو که وګڼو چې تاریخ قاعده او ضابطه لري او د تاریخ په بدلونونو کې د انسان اراده اغېزمنه ده او انساني او اخلاقي ارزښتونه د ټولنې د نېکمرغۍ او کمال لپاره اساسي ونډه وګڼو؛ نو تاریخ به هم ګټور وي او هم ښوونکی. قرآن کریم په داسې لید تاریخ ته ګوري.
په قرآن کریم کې د “ملا”، “مترفینو” او “مستکبرینو” مرتجعانه ونډه او د “مستضعفینو” حق غواړې ونډه بیان شوې. همداراز د قرآن کریم له نظره، جهاد مانيز او انساني منځپانګه لري چې د تاریخ له ګهیځه و او شته او توکيزه یا پاټکيزه منځپانګه نه لري.
ارماني ټولنه
دلته دومره وخت نشته چې له قرآن او سنتو لاسوند- سند راوړل شي، یوازې داچې “د سترې تمې” منځپانګه روښانه شي؛ نو په تفصیل د دې ستر زېري ځانګړنې څېړو.
د ستر انتظار ځانګړنې
۱- د بشریت راتلونکې ته خوشویني: د بشریت د راتلونکي په هکله بېلابېلې څرګندونې شوي. ځینې ګروهن دي چې شر، فساد او بدمرغي د “بشري ژوند” نه بېلېدونې لازمه ده او له دې مخې، ژوند بې ارزښته دی او خورا عاقلانه چار ژوند ته د پای ټکى اېښوول دي.
ځینې نور، د بشر ژوند له بېخه بې سټې یا ابتر ګڼي او ګروهن دي چې بشر د تخنیک د حیرت ناکو پرمختګونو او د وحشتناکو تخریبي وسایلو په زېرمولو ځان ته په خپل لاس قبر کنلی دى.
“راسل” په نوي هيلو کې وايي:
((ځينو لکه د “انشتاین” په وینا: انسان چې د خپل ژوند پړاو تېر کړی وي او د عمر په لنډو وختونو کې بریالى شي؛ نو په علمي مهارت ځان پوپناه کړي.))
نو ددې څرګندونې له مخې، بشر به د عمر په نیمه لار کې؛ بلکې فرهنګي بلوغ ته د رسېدو په پیل کې، په ډېر احتمال ورک شي؛ البته که یوازې په ظاهري قراینو او شواهدو قناعت وکړو؛ نو دا احتمال نه شو نفې کولای.
درېیمه څرګندونه دا ده چې سر و فساد د بشر د طبیعت نه بېلېدونې غوښتنه نه ده. شر، فساد او تباهي، د وګړیز مالکیت معلول دی چې دا ام الفساد وي؛ نو شر و فساد هم شته.
وګړیز مالکیت د تولید د اوزار د بشپړتیا د درجې معلول دی او د انسانانو په غوښتنه، دا ام الفساد له منځه نه ځي؛ خو یوه ورځ به د تولید د اوزارو بشپړتیا او د ماشین جبر جرړه يې راوباسي؛ نو څه چې د نېکمرغۍ بنسټ دی، د ماشین بشپړتیا ده.
څلورمه څرګندونه داده چې د فساودنو او تباهیو جرړه د انسان مانيز او روحي نیمګړتیا ده. انسان لا تر اوسه د ځوانۍ او خامۍ پړاو تېروي او پر عقل يې غوسه او شهوت واکمن دي. انسان په فطري ډول د مانيز، فکري او اخلاقي بشپړتيا پر لار روان دی او نه شر و فساد د بشر د طبیعت نه بېلېدونې لازمه ده او نه به د تمدن جبر ډلیزې ځان وژنې رامنځ ته کړي. نېکمرغي او انساني راتلونکې بشریت ته پر تمه ده او شر و فساد به له بیخه ونړول شي.
دا څرګندونه هغه څه دي چې دین یې زېری یا الهام ورکوي. په اسلام کې “د امام مهدي د سپیڅلي پاڅون او انقلاب” زیری له همدې الهامه دی.
۲- پر زور، استکبار، استعباد، تېري، او دجل ( دجالي او چل ول) د صلاح، تقوا، سولې، عدالت، ازادۍ او صداقت روستۍ بریا.
۳- نړيوال حکومت
۴- د ټولې ځمکې ابادېدنه، تر دې بریده چې خرابه او نا اباده برخه به په کې پاتې نه شي.
۵- بشر پوره عقلي بلوغ ته رسي او د عقيدې لاروى به وي او د حیواني غرایزو او د ټولنیزو او طبیعي شرايطو له اسارته ازادي.
۶- د ځکمې له نعمتونو ډېره ګټنه.
۷- د شتمنۍ په برخه کې د انسانانو ترمنځ مساوات راوستل.
۸- د اخلاقي مفاسدو بشپړ له منځه تګ؛ لکه زنا، ربا، د شرابو څښل، خیانت، غلا، انسان وژنه او له کینو د ارواوو خالي کېدنه.
۹- د جګړې له منځه تګ او د سولې، رورۍ، مينې او لاس نیوي رامنځ ته کېدل.
۱۰- د انسان او طبيعت جوړجاړی.
دا هر یو شننې او استدلال ته اړتیا لري. هیلمن یم په راتلونکې کې دا مهم کار وکړم. دلته مو موخه یوازې ددې اسلامي ارمان او زېري د منځپانګې پېژندنه ده.
دوه ډوله انتظار
“د امام مهدي راښکاره کېدو ته انتظار” په دوه ډوله دي: هغه انتظار چې رغنده او ژمنه راوړونکی دى. ان تر ټولو بافضیلته عبادت دی او بل انتظار ورانوونکى، مخه نیوونکى او فلجوونکى دى.
دا دوه ډوله انتظار له دوه ډوله پوهېدنو راولاړ شوى چې په خپل وار د تاریخي بدلونو په اړه له دوو ليدنو راولاړېږي او اوس دا دوه ډوله انتظار څېړو:
ورانوونکى انتظار
د “امام مهدي” له پاڅون او انقلابه عامیانه پوهېدنه یوازې چاودنیزه منځپانګه لري چې یوازې د تېریو، تبعیضونونو، اختناقونو (زنديو)، حق تر پښو لاندې کونو او ورانیو په خپرولو رامنځ ته کېږي او له پرېشانۍ روسته یو ډول سنبالنه ده چې سمونه صفر ته ورسي او حق او حقیقت پلویان و نه لري. یوازې باطل په ډګر کې ځغلي، بې له باطله بل ځواک حکومت نه کوي، په نړۍ کې به صالح او نېک پاتې نه شي؛ نو د حقیقت د ژغورنې لپاره دا چاودنه رامنځ ته کېږي؛ خو نه د حقیقتوالو د ژغورنې لپاره؛ ځکه چې پلویان نه لري؛ نو هره سمونه د غندنې ده؛ ځکه هره سمونه یو روڼ ټکى دی او چې په ټولنه کې دا ټکى وي، له غیبو لاس نه راوځي. اپوټه هره ګناه، فساد، تېری، تبعیض او حق تر پښو لاندې کول او هره چټلي چې د ټولیزې سمونې سرېزه ده او چاودنه رانږدې کوي؛ نو روا دي؛ ځکه (الغایات تبررالمبادی: موخې نامشروعې وزلې مشروعوي)؛ نو د “امام مهدي” د راښکاره کېدو په ګړنديتوب کې له ټولو ښه لاسنیوی او د انتظار بڼه، د فساد خپرول دي.
نو دلته ګناه هم پال دی، هم ننداره، هم خوند دی او هم له روستي سپېڅلي انقلاب سره مرسته ده.
دا ډله به طبعاَ له مصلحینو، مجاهدینو، پر نېکیو امر کوونکیو او له بدیو منع کوونکیو سره دښمني او کینه کوي؛ ځکه د امام مهدي د پاڅون ځنډوونکي یې ګڼي. اپوټه، که خپله هم ګناهکاران نه وي؛ نو د وجدان په تل او فکر کې ګناهکارانو او د فساد لاملینو ته په ښه سترګه ګوري؛ ځکه دوي یې د راښکاره کېدو سرېزې برابروي.
دیالکتیکي شبه
دا ډول پوهېدنه له دې امله چې له سمونو سره مخالفه ده او فساد سپېڅلې چاودنې ته په سرېزه کې موجه، مخوونکی او مطلوب بولي؛ نو بايد “دیالکتیکي شبه” ورته وویل شي، په دې توپیر چې دیالکتیکي تفکر له سمونو سره ځکه مخالفت کوي او د نادودو زیاتېدو ته ځکه اجازه ورکوي چې درز پراخه او مبارزه توده شي؛ خو دا عامیانه تفکر دا مزه او خوند نه لري؛ یوازې فساد او تباهۍ ته فتوا ورکوي چې پخپله به د مطلوبې پایلې لامل شي.
د “امام مهدي” له راښکاره کېدو داسې پوهېدنې او دا ډول انتظار له قرآني او اسلامي کچو سره اړخ نه لګوي چې د اسلامي پولو د نه خوندېينې لامل ګرځي.
رغنده انتظار
د قرآن کریم آیتونه د پورته پوهېدنې اپوټه دي. له آیتو ګټنه کېږي چې د “امام مهدي” راښکاره کېدل، د حقپالو او باطل پالو ترمنځ د مبارزې کړۍ ده چې د حقپالو د روستي بریا لاملېږي.
په دې نېکمرغۍ کې د وګړي برخه اخستنه دا ده چې وګړي عملاَ د حقپالو په ډله کې وي. هغه آیتونه چې په روایاتو کې پرې استناد شوی، ښيي چې “امام مهدي” د هغه زېري ښکارندوی دی چې ایمانوالو او نېکعملو ته ورکړل شوی او د ایمانوالو د روستي بریا ښکارندوی هم دی.
((وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذلِكَ فَأُولئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ: خداى له تاسې له هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، وعده كړې چې هرومرو به يې پر ځمكه واكمن كړي؛ لكه چې له هغوى مخكېنيو ته يې د ځمكې خلافت وركړى و او خپل دين به يې ورته چې خداى غوره كړى، د هغوى د ګټې لپاره پر پښو (پر ټينګو بنسټونو) ودروي او د وېرې حالت به يې پر ډاډ واړوي (داسې) چې يوازې ما لمانځي او له ما سره به هېڅ شريك نه كړي او څوك چې له دې روسته كافر شي؛ نو همدوى فاسقان دي. )) [276]
د “امام مهدي” راښکاره کېدل پر بېوزلیو احسان دی، مشر کېدو ته یې وزله ده او پر ځمکه د “الهي خلافت” وراثت ته یې سريزه ده.
((وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ: او موږ غوښتل چې د هغه هېواد پر بېوزليو کړاى شويو احسان وکړو او هغوى (د خلكو) مشران او (د ځمكې) وارثان كړو.)) [277]
د “امام مهدي” راښکاره کېدل، د هغې ژمنې ترسره کېدنه ده چې خدای له ډېر پخوا په اسماني کتاب کې له صالحانو او متقیانو سره کړې وه چې ځمکه د همدوی ده او پای یوازې په متقیانو پورې اړه لري.
(( وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ: او په حقيقت كې مو په” زبور” كې له “تورات” روسته ليكلي چې: (( زما صالح بندګان به دځمكې (دحكومت) وارثان شي.)) [278]
(( إِنَّ الْأَرْضَ لِلّهِ يُورِثُهَا مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ: بېشكه چې ځمكه د “الله” ده او له خپلو بندګانو يې چې چاته خوښه شي، وارث يې ګرځوي او د پرهېزګارانو پاى ښه ده.)) [279]
مشهور حدیث دی: ( یملا الله به الارض قسطاَ و عدلا بعد ما ملت ظلما و جوراَ)، نو دا حديث راښيي چې د “امام مهدي” پاڅون د هغو مظلومانو د ملاتړ لپاره دی چې د ملاتړ وړ دي. څرګنده ده که ویل شوي ول: ( یملا الله به الارض ایمانا و توحیدا و صلاحا بعد ما ملت کفرا و شرکا و فساد)؛ نو اړینه نه وه چې هرومرو دې د حمایت وړ ډله موجوده وي؛ نو هلته به استنباطېدل چې د “امام مهدي” پاڅون، له لاسه وتلي حق ژغورنه ده، نه حقپالو ته، که څه لږکي وي.
“شیخ صدوق” له “امام صادق” څخه نقلوي چې: دا چار سر ته نه رسي؛ خو داچې هر یو “شقي” او “سعید” خپل کار پای ته ورسوي.
نو خبره دا ده چې د “سعداء ډله” او د “اشقیاء ډله” هر یو په پاى کې خپل کار ته رسي؛ خبره دا نه ده چې سعیدي دې نه وي او یوازې اشقیاء، د شقاوت روستۍ درجې ته ورسي.
په اسلامي روایتو کې د تکړه ډلې خبره راغلې چې د “امام مهدي” د ظهور پر مهال به ورسره یوځای شي. ښکاره ده چې دا ډله وار له مخه نه پیدا کېږي؛ نو معلومېږي چې د تېري او فساد د خپرېدو په حال کې، داسې سترې لارې شته چې داسې تکړه ډله وروزي. دا ښيي نه یوازې حق او حقیقت صفر ته نه دی رسېدلی او حقوال که څه د کمیت (څومره والي) له پلوه د پام وړ نه وي؛ خو د کیفیت (څرنګوالي) له نظره د ایمانوالو له غوره کسانو دي او د “سید الشهداء” د یارانو په ډله کې راځي.
د اسلامي روایتونو له مخې، د “امام مهدي” د راښکاره کېدو او پاڅون په سرېزه کې د حقوالو لخوا یو لړ پاڅونونه ترسره کېږي. له ظهور مخکې “یماني” پاڅون، ددې پاڅونو د لړۍ بېلګه ده او دا جریانونه هم بې د مخکېنۍ لارې له هوارېدو ځنې نه ترسره کېږي.
په ځینو اسلامي روایاتو کې د حقوالو د دولت خبره راغلې چې د “امام مهدي” تر پاڅونه به دوام مومي.
د آیتونو او روایاتو له ټولګې استنباطېږي چې د “امام مهدي” پاڅون د نړۍ له پیله د حق و باطل د مبارزو د کړیو روستۍ کړۍ ده.
“امام مهدي” د ټولو انبیاوو، اولیاوو او حقوالو مبارزینو د ارمان پوره کوونکی دی.
په دې څېړنه کې له لاندې کتابونو ګټنه شوې ده:
۱- قرآن مجید – اجرالدین اقبال ژباړه.
۲- محمد ښوونځې
۳- حمزه شینواری کلیات- محمد آصف صمیم
۴- تفسیر المیزان- طباطبایی
۵- امام مهدی، حماسه ای از نور- سید محمد باقر صدر
۶- مهدویت در مکتب خلفا – مرتضی عسکري
۷- منشور عقاید امامیه- شیخ جعفر سبحانی
۸- د تاریخ د فلسفې له لید لوري د مهدي پاڅون- شیخ مرتضی مطهري
۹- پیدای پنهان
۱۰- الجمع الفقهی فی رابطة العالم الاسلامي (۳۱/ ۵/ ۱۹۷۶)
۱۱- طرایف، سید رضی الدین علی بن موسی ابن طاووس
۱۲- برګستره قرآن و سنت، سید مرتضی عسکري
۱۳- دیوان حافظ الپوری
۱۴- قرآني کیسی- ذبیح الله اقبال
[1] محمد آصف صميم؛ د حمزه شينواري کليات: درېیم ټوک ١٩٢٥ مخ
[2] الميزان، 15: 154 مخ.
[3] محمد آصف صميم؛ د حمزه شينواري کليات: درېم ټوک ١٩٢٥ مخ
[4] له زرګونو کلونو راهيسې بشر هيلمن دى چې د مرګ مقدره ښکارنده وځنډوي، په تېرو پېړيو کې د کيمياګرانو پلټنې د ژوند د اکسير موندلو لپاره پايلې ته و نه رسېدې. د نولسمې پېړۍ په روستيو کې علمي پرمختګونه لامل شول چې اوږد ژوند ته هيلې بيا راوټوکېږي او ښايي، سبا ته دا خوږ خوب پر واقعيت واوړي!
په دې باب، پوهانو، لومړى د څارويو په اړه ازمېښتونه کړي؛ لکه:
د کورنل پوهنتون وتلي کارپوه؛ ((مک کي)) او د لندن پوهنتون ((الکس کامفورت)) د خوړو او زړښت په اړيکه تجربې کړي. روستي په خپلو ازمېښتونو کې، د يو شمېر موږکانو عمر په سلو کې نيمايي ورزيات کړى دى.
امريکايي کارپوه ((ريچارد روچشلد)) او همکار يې ((واکيپ)) پر موږکانو د ازمېښت پر موده کې د ((ډاى ميتايل آمينو _ ايتانول)) په کارونه کې عمر يې له شپږو تر نهه څلوېښتو سلنه ورزيات کړى او د ماشو په ازمېښت کې يې عمر ان تر 300 ګرايو ورزيات کړ.
وګورئ: ايران_ تهران، رستاخيز ورځپاڼه، 835_ 831 ګڼې د 1336 ل چاپ.
[5] [: محب طبري، ذخائر العقبى، 136 مخ، متقي هندي، كنزل العمال 7/ 264- 259 مخونه، او 6 / 218]
[6] [- مناوي، كنوز الحقايق، 152 مخ. محب طبري ذخائر العقبى، 6- 135 مخونه.]
[7] ( اسمه اسمۍ و اسم ابيه، اسم ابى…) [سنن ابى ابو داؤد 2 /422 ]
[8] له تود جسمه سوړ جسم ته د تودوخې د لېږد او تر منځ يې د تودوخين انډول رادبرېدل
[9] (بلې ښکارندې ته د يوې ښکارندې علت والى)؛ لکه د ځمکې د تودوخې لپاره د لمر راختل(نېغ په نيغ د موندنې وړ نه دى. يوازې دا مطلب درک کوو چې په يوې ښکارندې )د لمر راختل (پسې بله ښکارنده )د ځمکې تودېدل) دي.
او مشاهده شوي چې ځينې پېښې له نورو سره ځانګړې اړيکه نه لري؛ بلکې دا د طبيعت يو ځانګړى انځور دى او نه د يوه واحد علت او معلول تر منځ يې ارتباط او نه خود په خوده په سراسر طبيعت کې ددې ارتباط ټوليزوالى راته مشهود دى او زموږ د افکارو اړين جزييات نه جوړوي. (ديويد هيوم).
او هم وګورئ:
الف: شرودينګر، اروين ((علم، نظريه، انسان))، ترجمه احمد آرام، د 1348 ل لومړى چاپ.
ب: پلانک، ماکس ((علم به کجامى رود)) ترجمه احمد آرام، د 1354 ل چاپ.
ج: ادينګتون، آرنولد ((ګريز ازعليت))ترجمه مطفى مفيدي د 1348 ل چاپ.
د: د نويي لکنت ((انسان در برابر علم)) ترجمه شاپور کيهاني د 1352 او 1354 کلونو چاپ.
هـ: جعفري، محمد تقي ((نقد و بررسي مثنوي)) 4/ 14 مخ.
[10] د ((اسکولاستيک)) ښوونځي لارويانو ته د ((مدرسې اصحاب)) وايي. په لاتين ژبه کې يې مدرسې ته ((اسکولا)) ويل او داچې په منځنيو پېړيو کې علمي او حکمتي ويینې يو مخې په دير او مدارسو کې تر سره کېدې؛ نو ځکه ددې پېر ټولو علومو او حکمتونو ته ((اسکولاستيک)) ويل کېږي چې مهمې ځانګړنې يې دا دي:
الف: علمي څېړنې، د دين د آرونو د جوتولو لپاره وې، نه د حقايقو راسپړلو ته؛ ځکه ايمان يې پر عقل ړومبى ګاڼه او ويل يې: ايمان ته پوهېدنه پکار نه ده!
ب: د فکر خپلواکي او د راى ازادي نه وه! چې څوک د سپېڅليو کتابونو له ښوونو وته؛ نو د کفر ټاپې پرې لګېدې او ځورول کېده او بايد توبه وکاږي!
ج: د پورته دليل له مخې، عقلي ځواک يوازې ویینې، مناظرې او مجادلې ته ورمتوجه وه اوتل د منطقي ويينو بازار تود و او زړونه يې په تشو خبرو خوشحالول.
وګورئ: فروغي، محمد علي ((سير حکمت در اروپا)) 1/ 105 مخ د 134٠ چاپ.
[11] په ګڼو ازمېښتونو کې په استقرا يې دود ټولې علمي پايلې ((نيمګړې استقرا)) ده؛ ځکه له علمي پلوه ((پوره استقرا)) هله مصداق مومي چې ګرد سره موارد ازمېښت شي.
[12] (1) ژان ژاک روسو (1712_ 1778ز)مشهور فرانسوي انديال دى چې ((قرار داد اجتماعي)) او ((اميل)) کتابونه يې په پاړسي ژباړل شوي چې د فلسفې او اند په نړۍ کې د انقلاب له سترو مناديانو ځنې و؛ خو له پاچا نه د يوې تشې فرانسې انځورنه ورته هيبتناکه وه؛ ځکه د سلطنتي نظام په سيوري کې پالل شوى و او د ژوند تر پايه يې هماغه سلطنتي هوا تنفس کوله!
[13] مريم_ 12 آيت
1_ سيد صدر الدين صدر، المهدي، د 44 مخ لمنليک.
2_ لطف الله صافى، منتضب الاشرفي الامام الثاني عشر.
[15] په دې باب مو په اړوند څپرکي بسیا اسلامي روایات له سرچینو سره راوړي دي.
[16] محمد باقر صدر، الفتاوى الواضحه.
[17] (قلم/٤)
[18]. (سنن٥/٦٦٢، ٣٧٨٦حديث)
[19] ( احقاف/١٢)
[20]. فتح الباري١٦/٣٣٨.
[21]. وګورئ: د کنزالعمال غورچاڼ يا: ٥/٣٢١. د ابن کثير تاريخ٦/٢٤٩. سيوطي، تاريخ الخلفا١٠مخ. کنز العمال ١٣/٢٦. الصواعق المحرقه، ٢٨مخ.
[22]. وګورئ: کنزالعمال ١٣/٢٧ او غورچاڼ (منتخب) يې٥/٣١٢
[23].نووي، د صحيح مسلم شرح١٢/٢٠٢. الصواعق المحرقه ١١٨مخ. سيوطي، تاريخ الخلفا: ١٠مخ.
[24]. [کنزالعمال١٣/٢٧.]
[25]. وګورئ: تېره سرچينه.
[26]. وګورئ: د امام احمد حنبل مُسند١/٣٩٨او٤٠٦مخونه (احمد شاکر په لومړي لمنلیک کې وايي: سندونه يې سم دي.)؛ حاکم، مستدرک او لنډيز يې٤/٥٠١. فتح الباري١٦/٣٣٩. مجمع الزوايد٥/١٩مخ. ابن حجر الصواعق المحرقه١٢مخ. سيوطي، د خلفاوو تاريخ لسم مخ. سيوطي، جامع الصغير١/٧٥. کنزالعمال١٣/٢٧. فيض القدير٢/٤٥٨.ابن کثير، تاريخ٦/٢٤٨-٢٥٠مخونه باب ذکر الائمه الاثنى عشر الذين کلهم من قريش، له ابن مسعوده روايت.
[27]. وګورئ: ابن کثير، تاريخ٦/٢٤٨. کنزالعمال١٣/٢٧. حسکاني، شواهد التزيل١/٤٥٥؛ ابن کثير د خپل تاريخ په شپږم ټوک، ٢٤٨مخ کې وايي، د دې په څېر له عبدالله بن عمر، حذيفه او ابن عباس(رضى الله عنهم)هم روايتونه شوي دي.
[28]. وګورئ: شيخ سليمان حنفي قندوزي، ينابيع المودة، سلم باب٥٣٢مخ. غزالي، احياالعلوم الدين ١/٣. حلية اولياء١/٨٠. نهج البلاغه، ٢٤٧حکمت.
[29]. وګورئ: د ترمذي پر سننو د ابن عربي شرح٩/٦٨-٦٩.
[30]. پر صحيح مسلم د نووي شرح١٢/٢٠١-٢٠٢؛ فتح البارى١٦/٣٣٩.
[31]. وګورئ: دسيوطي تاريخ دولسم مخ او فتح البارى شپږم ټوک٣٤١مخ.
[32]. ابن حجر، الصواعق المحرقه، ١٩مخ؛ سيوطي، دخلفاوو تاريخ١٢مخ.
[33]. نووي، د صحيح مسلم شرح١٢/٢٠٢او٢٠٣؛ فتح الباري١٦/٣٣٨-٣٤١.
[34]. سيوطي، د خلفاوو تاريخ١١مخ؛ الصواعق المحرقه، ١٩ مخ؛ فتح الباري١٦/٣٤١.
[35]. وګورئ: ابن کثير، تاريخ٦/٢٤٩-٢٥٠.
[36]. وګورئ: فتح الباري١٦/٣٤٠مخ.[دا مخونه يې د ابن جوزي له ((کشف المشکل))نه راخستې ده]
[37]. فتح الباري١٦/٣٤١.؛ الصواعق المحرقه: ١٩مخ.
[38]. فتح الباري١٦/٣٣٨.
[39]. د نووي شرح١٢/٢٠٢.؛ فتح الباري١٦/٣٣٩مخ.
[40]. فتح الباري١٦/٣٣٨.
[41] وګورئ: تېره سر چينه.
[42]. کنزالعمال١٣/٢٧.
[43]. صحيح مسلم (٢/٣د مصر چاپ)
[44]. مشهور رجالي، ذهبي په((تذکرة الحفاط))(١٥٠٥مخ کې) د امام جويني په اړه وايي: يوازېنى حديثپوه امام، اکمل، فخرالاسلام، صدرالدين ابراهيم بن محمد بن صمويه جويني شافعي، د صوفيانو شيخ، په خورا ځير يې روايتونه راټولول او ټکيو او اجزاوو ته يې پوره پام و.”غازان شاه” د ده له لارې اسلام ومانه.
[45]. الف، ب او ج احاديث په فرائدالسمطين کتاب کې راغلي چې د دې کتاب خطي نسخه د تهران پوهنتون په مرکزي کتابتون کې شته)
[46]. د حاکم مستدرک٣/٤٨٣؛ تذکرة خواص الامه١٠مخ؛ د ابن مغازلي مناقب: ٧مخ
[47]. د علي او دوه زامنو حسن او حسين د حالاتو شرح او د٥٠، ٤٠او٦٠هجري کلونو پېښې په طبري، ابن اثير، ذهبي او ابن کثير تاريخ کې ولولئ او همدا راز د هغوى د حالاتو شرح په بغداد تاريخ، دمشق تاريخ، استيعاب، اسدالغابه، اصابه او د ابن سعد په طبقاتى کې ولولئ.
[48]. د ٩٤س پېښې د ابن اثير، ابن کثير او ذهبي په تاريخونو کې ولولئ او همدا راز د امام د حالاتو شرح د ابن سعد په طبقاتو، حلية الاولياء، وفيات الاعيان، يعقوبي تاريخ(٢/٣٠٣)او مسعودي تاريخ (٣/١٦٠مخ) کې ولولئ.
[49]. ذهبي، تذکرة الحفاظ، وفيات الاعيان، صفوة الصفوة، حلية الاولياء. يعقوبي تاريخ٢/٣٢٠مخ. ذهبي، تاريخ الاسلام. ابن کثير، تاريخ (د١١٧، ١١٥او١١٨کلونو پېښې، د امام باقر د حالاتو شرح)
[50]. په حلية الاولياء، وفيات الاعيان، يعقوبى تاريخ(٢/٣٨١)او مسعودي تاريخ (٣/٣٤٦مخ)کې د امام جعفر د حالاتو شرح ولولئ.
[51]. مقاتل الطالبين، بغداد تاريخ، وفيات الاعيان، صفوة الصفوة، ابن کثير تاريخ (٢/١٨)او يعقوبي تاريخ (٢/٤١٣)کې د امام کاظم د حالاتو شرح ولولئ.
[52]. (١)بحارالانوار٤٩/١٣و٧مخونه؛ په طبري تاريخ، د ذهبي په تاريخ الاسلام، وفيات الاعيان، يعقوبي تاريخ (٢/٤٥٣) مسعودي تاريخ (٣/٤٤١)او کامل تاريخ کې د امام رضا د حالاتو شرح ولولئ.
[53]. د بغداد تاريخ (٣/٥٤) وفيات الاعيان، شذرات الذهب (٢/٤٨) مسعودي تاريخ (٣/٤٦٤)
[54]. بغداد تاريخ (١٢/٥٦)، وفيات الاعيان، يعقوبي تاريخ (٢/٤٨٤) مسعودي تاريخ (٤/٨٤)
[55]. وګورئ: وفيات الاعيان، تذکرة الخواص، د شيخ کمال طلحه شافعي (٦٥٤س مړ) مطالب السول (مناقب آل رسول)، يعقوبي تاريخ (٢/٥٠٣)
[56] ( بحارلانوار – ١٣جلد ( پخوانى چاپ)
[57] [بخاري، صحيح، ( 4 /406 ) – داود سجستان، (سنن4 /151)، حافظ ابو نعيم اصفهاني، (حلية الاولياء، 3 /184)-محب طبري، ذخاير العقبى، 44 مخ]
[58] صحيح بخارى، (4 / 143 )، عيسى بن مريم د نزول باب، صحيح مسلم، ( 1 /373) د عيسی بن مريم د نزول باب]
[59] ” [صحيح ترمذى، ( 9/74 )، سنن ابوداود( 4 /107 )، مسند امام احمدحنبل( 1 /376، 377 ).
[60] سنن ابن ماجه دویم ټوک، د حديث شمېر، 4082- 4087
[61] بيا همدا كتاب: 4086 حديث.
[62] (د فتح البارى 5 /362 )
[63] ابن حجر هيثمى په صواعق المحرقه (2 /211 )
[64] (ابن ماجه؛ صحيح: ابواب جهاد، د ذکر ديلم باب)
[65] (ابن ماجه؛ صحيح: د فتن ابواب، د مهدي د راښکاره کېدو باب) دا حديث (ابونعيم؛ حلية: درېیم ټوک، ١٧٧ مخ) په دې اضافه راوړى چې په يوه شپه کې –يا يې وويل چې په دوو ورځو کې – امام احمد بن حنبل هم د خپل مسند د لومړي ټوک په ١٨٤ مخ کې راوړى او سيوطي هم په درمنثور کې د محمد سورت په تفسير کې رواړى او ابي شيبه، احمد او ابن ماجه ته يې ورمنسوب کړى دى.
[66] (ابن ماجه؛ صحيح: د فتن ابواب، د مهدي د راښکاره کېدو باب)
[67] (ابي داود؛ صحيح: ٢٧ ټوک)
[68] (مستدرک الصحيحين: څلورم ټوک، ٥٥٧ مخ) دا روايت ابو نعيم د حلية الاولياء د درېیم ټوک په ١٠١ مخ کې په لږ اړپېچ راوړى دى او همداراز احمد بن حنبل د خپل مسند د درېیم ټوک په ٣٦ مخ کې او د حديث نورو امامانو هم رانقل کړى دى.
[69] (مستدرک الصحيحين: څلورم ټوک، ٥٥٨ مخ)
[70] (امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ٩٩ مخ) دا روايت سيوطي هم په درمنثور کې په محمد سورت کې راوړى دى او ابن ابي شيبه، احمد او ابوداود ته يې نسبت ورکړى دى.
[71] (اسدالغابه: لومړى ټوک، ٢٥٩ مخ) اسدالغابه دا روايت د پينځم ټوک په ١٥٥ مخ کې هم راوړى دى، په دې توپير چې وايي: تر ملوکو روسته به جبابره راځي.
همداراز دا روايت (ابن عبدالبر؛ استيعاب: لومړى ټوک، ١٨٥ مخ)، (ابن حجر؛ اصابه: اووم ټوک، ٣٠ مخ)، (متقي؛ کنزالعمال: اووم ټوک، ١٨٦ مخ)، (ابن حجر؛ صواعق: ٩٨ مخ) او د هغه د وينا له مخې روياني او طبراني او همداراز (کنزالعمال: اووم ټوک، ٢٦٣ مخ)
[72] (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٤ مخ)
[73] (حلية الاولياء: درېیم ټوک، ١٨٤ مخ)، (ذخائر العقبى: ٤٤ مخ) او همدارزا سيوطي په درمنثور کې په محمد سورت کې او د هغه د وينا له مخې ترمذي، نعيم بن حماد او همداراز صحيح ابوداود (٢٧ ټوک، ١٣٤ مخ) د امام مهدي په باب روايتونه راوړي دي.
[74] دا روايت ابن ماجه د خپل صحيح د ابواب فتن د مهدي د راووتو په باب کې او همدارز (حاکم؛ مستدرک: څلورم ټوک، ٥٥٧ مخ) کې هم راوړى دى او ويلي يې دي: دا مطلب حق دى او مهدي د فاطمې له زامنو ځنې دى. (ذهبي؛ ميزان الاعتدال، دويم ټوک، ٢٤ مخ) او همداراز سيوطي په درمنثور کې د محمد سورت په تفسير کې راوړى دى او ابي داود، ابن ماجه، طبراني او حاکم ته يې ورمنسوب کړى دى.
(کنزالعمال: اووم ټوک، ٢٦١ مخ او همداراز؛ شپږم ټوک: ٢١٨ مخ) او همداراز؛ اووم ټوک، ٢٥٩ مخ ) او ذخائر العقبى د حضرت امام مهدي په باب روايتونه راوړي دي.
[75] (کنوز الحقايق: ١٥٣، ١٥٢ مخونه) او (ذخائر العقبى: ١٣٦ مخ) د حضرت امام مهدي په باب روايتونه راوړي دي.
[76] (صحيح ترمذي: دويم ټوک: ٣٦ مخ)، (صحيح ابي داود: ٢٧ ټوک، ١٣٦ مخ)، (امام احمد بن حنبل؛ مسند: درېیم ټوک، ١٧مخ)، (هيثمي؛ مجمع الزوائد: اووم ټوک، ٣١٥، ٣١٧مخونه)، (مستدرک الصحيحين: څلورم ټوک، ٥٥٤ او ٥٥٧ مخونه)، (ابن ماجه؛ صحيح: ابواب فتن، د مهدي د راښکاره کېدو باب)، (امام احمد بن حنبل؛ مسند: درېیم ټوک، ٢٨ مخ)، (مستدرک الصحيحين: څلورم ټوک، ٤٦٥ مخ)، (احمد بن حنبل؛ مسند: درېیم ټوک، ٣٧ مخ)، ( کنزالعمال: اووم ټوک، ١٨٩ مخ)، (هيثمي؛ مجمع الزوائد: اووم ټوک، ٣١٦ مخ)، (صواعق محرقه: ٩٨ مخ)، (کنزالعمال: اووم ټوک، ٢٦١ مخ)، (صحيح مسلم: د فتن کتاب، د “لاتقوم الساعة حتى يمر الرجل” باب)، (سيوطي؛ درمنثور: محمد سورت)، (امام احمد؛ مسند: درېیم ټوک، ٩٨، ٣١٧ مخونه)، (مستدرک الصحيحين: څلورم ټوک، ٤٦٣، ٥٠٢، ٥٠٣، ٥١٤ مخونه)، (ابن سعد؛ طبقات: درېیم ټوک، ٤ مخ)، ( کنزالعمال: اووم ټوک، ٢٦٠، ٢٦١ مخونه)، (ثعلبي؛ قصص الانبياء: ٥٥٤ مخ)، (هيثمي؛ مجمع: اووم ټوک، ٣١٤مخ)، (صواعق محرقه: ٩٨ مخ) او (کنوزالحقايق: ١٥٢) د امام مهدي د ژوند او مړينې په باب روايتونه راوړي دي چې په يوه يې بسيا کوو او هغه
[77] (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١١ مخ ) حاکم وايي: دا حديث د مسلم د شرايطو په تول پوره دى.دا حديث ( محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ٢٠٩ مخ ) او همداراز السرى او ابن حجر د صواعق په ٩٦ او په ١٤٠ مخ کې راوړى دى.
[78] ( صحيح ابن ماجه: باب خروج مهدي: ٣٠٩ مخ ) ( تاريخ بغداد: نهم ټوک، ٤٣٤ مخ ) هم دې ورته يو بل روايت له حضرت انس بن مالک څخه رانقل کړى دى.
[79] ( امام احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ١٠١ مخ ) دا روايت ابن اثير هم د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٥٢٣ مخ کې رانقل کړى او همداراز ابن اثير دې ورته يو بل روايت هم حسن بن علي رانقل کړى دى.دا روايت ( ابوداود طيالسي؛ مسند: لومړى ټوک، ٢٦ مخ )، ( متقي؛ کنزالعمال: اتم ټوک، ١٠١ مخ ) او د هغه د وينا له مخې ابويعلي او ابن ابي عاصم د ( السنه ) په کتاب کې، طبراني د ( المتفق و المتفرق ) په کتاب کې، ابن نجار او خطيب بغدادي او ( هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٦٩ مخ ) هم رانقل کړى دى.
[80] ( کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٦ مخ ) او همداراز د اووم ټوک: ١٠٢ مخ او همداراز د شپږم ټوک: ٢١٦ مخ او د اووم ټوک: ١٠٢ مخ او (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک: ١٦٩ مخ ) هم په دې هکله روايتونه رانقل کړي دي. دا حديث حاکم په خپل تاريخ، بيهقي په ( فضائل الصحابه )، ابن الجوزي له حذيفه، ( محب طبري؛ رياض النضره: دويم ټوک، ٢١١ مخ) او دې روايت ته ورته يو بل روايت کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٦ مخ کې هم رانقل کړى دى.
[81] شیخ جعفر سبحاني، منشور عقاید امامیه.
[82] کمال الدین: ۴۲۷- ۴۲۸ مخونه.
[83] د شیعه و ډېرى ماخذ ددې ورځې په تعیین کې ګډ نظر لري.
[84] الارشاد، شیخ مفید ۳۴۶ مخ- الکافي ټ۱/ ۵۱۴، الغیبه، شیخ طوسي ۱۴۱-۱۴۳ مخ- کمال الدین، صدوق ۴۳۰ مخ، اعیان شیعه ۲ټ/ ۴۴، حیاه “امام مهدي”، باقر شریف القرشي ۲۹ مخ، د ابن خلکان تاریخ(وفیات الاعیان) ۳ ټ/ ۳۱۶، الاتحاف بحب الاشراف ۱۷۸ مخ، ینابیع الموده ۴۵۲ مخ، تاریخ الاسلام، ډاکتر حسن ابراهیم حسن ۳ټ / ۱۹۳.
[85] بحارالانوار ۵۱ټ/ ۱۶ مخ ( د کمال الدین په قول)
[86] کمال الدین ۴۳۲ مخ، اثبات الوصیه ۳۲۱ مخ، الکافي ۱ټ/ ۳۲۹ او ۵۱۴ مخونه، حیاه “امام مهدي”، باقر شریف القرشي ۲۹ مخ، د دولسم امام سیاسي غيبت، ډاکتر جاسم حسن ۱۲۱ مخ، ( د یادونې وړ دی چې له (۲۵۵س) کال روسته دا کال له نورو کلونو چې یاد شوي، ډېر مشهور دی.)
[87] د اهل بيتو تاریخ ۸۸ مخ، لمن لیک.
[88] کشف الغمه۲ټ/ ۴۳۷ مخ، بحارالانوار۵۱ټ/۲۳ مخ.
[89] ددې اقوالو د څېړنې او د هر یوه د اعتبار داندازې لپاره وګورئ: د دولسم امام د سیاسي غیب تاریخ: ۱۱۵- ۱۲۲مخونه.
د یادونې وړ ده چې په ځېنو «اشعري» ډلو کې داسې کسان ول چې د حضرت مهدي زوکړه یې د امام عسکري له مړینې اته میاشتې روسته ګڼلې. دا خبره له ډېرو روایاتو سره ټکر لري: د شیعه له ګروهی سره هم اړخ نه لګوي چې له حجته د ځمکې د تش نه پاتېدو پر بنسټ ده (المقالات و الفرق، ۱۱۴مخ، دیارلسمه ډله).
[90] امام رضا وايي: ((حتی یبعث الله لهذا الامر غلاما منا، خفی الولاده و المنشا، غیر خفی فی نسبه)) الکافي، ۱ټ/۳۴۱.
[91] وګورئ: خورشید مغرب، محمد رضا حکیمي، ۱۸-۲۰ مخ.
[92] منتخب الاثر، صافي ګلپایګاني، ۱۸۴-۱۸۲ مخونه، بحارالانوار۵۱ټ/۲، ۵، ۱۵، ۳۸ مخونه.
[93] حیاه الامام محمد المهدی باقر القرشي، ۲۷ مخ( د عقد الدرر په نقل)
[94] بحارالانوار، ۵۲ټ/ ۳۳۸ مخ، الارشاد، ۲ټ/ ۳۸۴.
[95] اعیان الشیعه، ۲ټ/۴۴ مخ، حیاه الامام محمد المهدی باقر القرشي، ۲۷ مخ، بحارالانوار ۵۱ټ/ ۲۸- ۴۳ مخونه.
[96] وګورئ: بحارالانوار۵۱ټ/۵۱ او ۳۱-۲۸ مخونه، حیاه الامام محمد المهدی باقر القرشي، ۲۷ او ۲۸ مخونه.
[97] اعیان الشیعه، ۲ټ/۴۴.
[98] اثبات الوصیه ۲۴۸ مخ.
[99] بحارالانوار۵۱ټ/ ۲۸ مخ، ( د الدروس په نقل) د یادونې وړ ده چې شهید دا قول د«قیل» په صورت راوړی دی.
[100] الغیبه، شیخ طوسي ۲۴۱ مخ، او ر.ک: کمال الدین ۴۳۱ مخ.
[101] کمال الدین۲ټ/ ۸۹ مخ، بحارالانوار۵۱ټ/۱۲ مخ، ( د کمال الدین له قوله)
[102] صقیل د پاکولو او صیقلي په معنا دی، د سید محمد صدر په وينا، د امام کورنۍ ولیدل چې په مینزه کې د دوه ځانې نښې نه ښکاري، د”نرجس”، “سوسن” او “ریحانې” له نومونو پرته یې بل نوم هم ورته غوره کړ چې “صقیل” و.(تاریخ الغیبه الصغری ۲۴۳ مخ) په بل روایت کې ددې نوم علت د ځلانده ماشوم د حمل له کبله ددې بي بي ځلاندوالی او رڼاوالی دی.( قیل لسبب الحمل صقیل)(کمال الدین، ۴۳۲مخ)مرحوم “مجلسي” په توضیح کې یې لیکي: انما سمی صیقلا او صیقلا لما اعتراه من النور او الجلاء سبب الحمل المنور. یقال: صقل السیف وغیره ای جلاه فهو صقیل ولا یبعد ان یکون تصحیف الجمال.( بحارالانوار۵۱ټ/۱۵ مخ)
[103] د دولسم امام سیاسي غيبت، ډاکتر جاسم حسن۱۱۴ مخ.
[104] کمال الدین ۴۳۲.
[105] وګورئ: تاریخ الغیبه الصغری ۲۴۲ مخ.
[106] کمال الدین ۳۱۷ مخ، ( ددې روایت څېړنه او کره کتنه.وګورئ: د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۱۱۵-۱۱۴ مخونه).
[107] الکافي ۱ټ/۳۲۳ مخ، ( د دولسم امام د سیاسي غيبت د تاریخ په نقل)
[108] الغیبه، نعماني، ۱۲۰او ۸۴، ۸۵ مخونه، کمال الدین ۳۲۰ مخ، ( له هماغې په نقل)
[109] الغیبه، ۲۴۴ مخ، بحارالانوار ۵۱ ټ/۲۲ مخ.
[110] د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۱۱۵مخ.
[111] الارشاد، ۳۹۰ مخ، ( د هماغې په نقل، ۱۱۵ مخ) او همدارنګه، ر.ک: بحارالانوار۵۱ټ /۱۲ مخ، ( د کمال الدین ۲ټ/۴۲۴ په نقل)، الغیبه، شیخ طوسي ۲۴۴ مخ.
[112] ((انت سیدتي و سیدََّّه اهلي)) کمال الدین ۴۲۴ مخ، (( بل اخدمک علی بصری)) هماغه ۴۲۷مخ.
[113] الارشاد، شیخ مفید ۲۷۶-۲۷۵ مخونه، الکافي ۱ټ/۳۲۳ مخ، اعلام الوري ۳۳۰ مخ، بحارالانوار ۵۰ټ/ ۲۱ مخ.
[114] بحارالانوار۵۱ټ/۳۶ مخ، ( بابي ابن خیره الاماه)، الارشاد، شیخ مفید، ۲ټ/۳۸۲، الغیبه، شیخ طوسي، ۴۷۰او ۴۷۸ مخونه.
[115] کمال الدین، الغیبه، نعمانی( د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۲۴۰ مخ، باقر شریف القرشی ۲۲ مخ)
[116] وګورئ: د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۱۱۹مخ.
[117] (قصص/۶۵)
[118] کمال الدین ۴۲۴- ۴۲۶ مخونه
[119] وګورئ: منتخب الاثر، صافي ګلپایګانی، دویم فصل۲۵ او ۲۴ باب
[120] “امام عسکري” د یو روایت په ترڅ کې له اهل بيتو سره د « امویانو» او « عباسیانو» د مخالفت علت د همدې اخبار متواتروالي ګڼي. ( ابو محمد بن شاذان، عن ابی عبدالله بن الحسین بن سعد الکاتب، عن ابی محمد(ص) قال: قد وضع بنی امیه و بنی العباس سیوفهم علینا لعلیتن احد هما…. و ثانیهما انهم قد وقفوا من الاخبار المتواتره علی ان زوال ملک الجبابره و الظلمه علی ید القایم منا و کانوا لایشکون انهم من الجبابره و الظلمه، فسعوا فی قتل اهل بیت رسول الله(ص) و اباده نسله طمعا منهم من الوصول الی منع تولد القایم او قتله……..) منتخب الاثر۲۹۱ مخ.
[121] هماغه ۲۸۶مخ( لمنلیک)
[122] په ځینو روایتونو کې راغلي: ((یسیل شعره علی منکبیه)) د سر وېښتان یې پر ولیو پراته دي.( منتخب الاثر، ۱۸۵ مخ، اعیان الشیعه، ۲ټ/۴۴مخ، کشف الغمه، ۲ټ/۴۲۶ مخ)
[123] د “حضرت مهدي” د ځانګړنو په هکله د نورو معلوماتو لپاره وګورئ: منتخب الاثر له ۴ تر ۲۵ باب، اعیان الشیعه، ۲ټ/۴۴مخ، الغیبه، نعماني، ۱۳ باب، ۲۱۲ مخ، کشف الغمه ۲ټ/ ۴۶۴- ۴۷۰ مخونه.
[124] خورشید مغرب، محمد رضا حکیمي، ۲۹مخ.
[125] الجحجاح المجاهد ( مفاتیح، د “حضرت مهدي” دعا) القایم المومل( مفاتیح، دعای افتتاح)
[126] بابی من لیله یرعی النجوم ساجدا و راکعا( مکیان المکارم، ۱ټ/ ۱۲۲مخ)
[127] خاشع الله کخشوع النسرلجناحه ( عقدر الدر، ۱۵۸ مخ) یکون من الله علی حذو لایغتر بقرابه ( الملاحم والفتن ۱۰۸ مخ)
[128] ما لباسه الا الغلیط و ما طعامه الا الجشب(بحارالانوار، ۵۲ټ/۳۵۴)
[129] علیه صبرایوب( کمال الدین، ۳۱۰مخ)
[130] العدل المنتظر (مفاتیح الجنان، دعای افتتاح)
[131] او سعکم کهفا و اکثرهم علما( بحارالانوار۵۱ټ/۱۱۵ مخ) ان العلم بکتاب الله و سنه نبیه لینبت فی قلب مهدینا ینبت الزرع علی احسن نباته. (کمال الدین ۲ټ/۶۵۳)
[132] اذا بعث الله رجلا من اطالب عترتی و ابرار ذریتی، عدلا مبارکا زکیا( الملاحم او الفتن ۱۰۸ مخ)
[133] د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۱۲۳مخ.
[134] کمال الدین، ۴۳۵مخ، کشف الغمه۲ټ/۵۲۷، بحارالانوار۵۲ټ/۲۵مخ، ر.ک: منتخب الاثر ۳۵۵- ۳۵۸ مخونه.
[135] د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۱۲۴مخ.
[136] کمال الدین، ۴۲۹ مخ.
[137] اثبات الوصیه، ۲۴۷ او ۲۵۳ مخونه.
[138] د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۱۲۴مخ.
[139] الکافی، ۱ټ/ ۳۲۸ مخ، پاتې دې نه شي، له مدینې موخه هماغه مدینه طبیه ده.ډیری څېړوونکي پردې ګروهن دي.(ر.ک: مرآه العقول، علامه مجلسي ۴ټ/۲مخ) پردې سربېره له امام جواد څخه هم یو روایت ددې مطلب پخلی دی ( وګورئ: الغیبه، نعماني ۱۸۵ مخ. « فقال الی المدینه فقلت ای المدن؟ فقال مدینتنا هذه و هل مدینه غیرها»)
[140] د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۱۲۴ او ۱۲۵مخونه.
[141] شیخ مفید په «الارشاد» (۲ټ/۳۴۰) کې د غيبت صغری پیل د “حضرت مهدي” له زوکړې ګڼي، هغه وايي: ( د غيبت صغری پېر د “حضرت مهدي” له زوکړې د سفارت(خاصه نیابت) تر روستی پېر پورې او د ورورستی سفیر د مړینې مهال دی چې له امام سره د لارویانو اړیکه یې ساتله)؛ نو په دې حساب د “صغری” غيبت پېر ۷۵ کاله کېږي. څه چې، “شیخ مفید” یې دې ګروهنې ته اړ کړی، ظاهراً دا ټکی دی چې “حضرت مهدي” په لومړنیو پينځو کلونو کې دومره حضور او معاشرت نه درلوده او په ټولیزه کې غایب ګڼل کېده.
[142] “شیخ صدوق” په کمال الدین (۴۳۴- ۴۷۹ مخونو کې) د ددې کسانو نومونه اخستي دي.
[143] د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۱۵۶مخ.
[144] هاشم معروف حسیني ( له هماغه څخه په نقل، ۱۵۵مخ)
[145] بحارالانوار، ۵۲ټ/۹۳ مخ.
[146] الاحتجاج، طبرسي ۲۸.
[147] الاحتجاج، طبرسي، ۲ټ/۴۵۹.
[148] دې آیت ته اشاره ده: وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ: او موږ د ( بريا او ماتې) دا ورځې د خلكو ترمنځ اړوو را اړوو(چې دا د دنيوي ژوندځانګړنه ده) (آل عمران/۱۴۰)
[149] (لاداولن الایام اولیایی الی یوم القیامه) بحارالانوار، ۵۲ټ/۳۱۲ مخ، کمال الدین۱ټ/۲۵۶ مخ.
[150] بحارالانوار۵۳ټ/۱۸۱مخ، ( “وریځ” د شخصیت او نوم د پټوالي کنایه ده او “لمر” پر انساني ټولنې د “حضرت مهدي” د ګټور اغېز کنایه ده.) تاریخ الغیبه الکبری، سید محمد صدر ۵۱ مخ.
[151] الاحتجاج طبرسي، ۲ټ/۵۹۶مخ.
[152] ،۴ الاحتجاج طبرسي، ۲ټ/۵۹۶مخ، د کړاوونو او بلاګانو دفع کول، ممکن نیغ په نیغ د «حضرت مهدی» له خوا او یا هم په وسایطو او ځانګړو یارانو یا هم د «حضرت مهدی» په دعا ترسره کېږي (سید محمد صدر، تاریخ الغیبة الکبری: ۵۳مخ) پوهېږو چې د «حضرت مهدی» دعا قبلېږي (این المضطر الذی یجاب دعا؛ د ندبې دعا).
[154] النجم الثاقب۳۱۴مخ، بحارالانوار ۵۲ټ/۱۷۸، منتهی الامال ۲ټ/۳۱۶ مخ، ( د تاریخ الغیبه الکبری، سید محمد صدر ۱۱۶-۱۱۷ مخونه)
[155] الغیبه، نعمانی ۸۴ مخ، ( د « باب انی فی القایم سنه من الانبیاء» باب) الکافي ۲ټ/۳۳۶ مخ، ( په عبارت کې له لږ توپیر سره)، بحارالانوار۵۱ټ/۱۴۲ مخ او ۵۲ټ/۱۵۴ مخ، مکیال المکارم۲ټ/۳۷۵ مخ.
[156] الغیبه، نعمانی ۸۴ مخ، ، ( روزګار رهایی، کامل سلیمان، ژباړه: علب اکبر مهدي پور ټ۱-۲۳مخ له نقله)
[157] د نوموړي بېلګو لپاره وګورﺉ: تاریخ الغیبه الکبری، سید محمد صدر ۱۳۰-۱۲۲ مخونه.
[158] علامه طباطبايي په دې هکله غوڅه خبره لري چې په ټولنه کې د غایب امام حضور روښانوي وايي: (( امام؛ لکه څرنګه چې د خلکو د ظاهرو اعمالو پر وړاندې لارښوونکی او مشر دی، همداشان په باطن کې هم مشری لري او د هغه کاروان مشر دی چې د باطنو له لارې د خدای پر لوري ځی.)) وګورئ: شیعه در اسلام، علامه طباطبايي۱۸۷-۱۸۳ مخونه.
[159] امام باقر بحارالانوار۵۲ټ/۳۳۶مخ، منتخب الاثر ۴۸۲مخ، د یادونې وړ ده چې په کمال الدین ۲ټ/۶۷۵مخ، بحارالانوار ۵۲ټ/۳۳۸ مخ کې د “اخلاقهم” پر ځای “احلامهم” راوړی دی؛ یعنې حضرت “قايم” د هغوی حکیم والی پوره کوي.
[160] امام باقر(ع)، بحارالانوار۵۲ټ/۳۵۲مخ، ( د الغیبه، نعماني له نقله)
[161] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، الملاحم و الفتن ۷۱ مخ، او همداراز ر.ک: بحارالانوار ۵۱ټ/۹۱ مخ، ( یملاء الله قلوب امه محمد (ص) غنی)
[162] امام علي، منتخب الاثر، ۴۷۴-۴۷۴ مخونه.
[163] امام باقر(ع)، بشاره الاسلام ۲۳۹ او ۲۶۱ مخونه( د روزګاررهايي ۲ټ/۲۶۹ مخ له نقله)
[164] امام باقر(ع)ؤ الزام الناصب ۱۷۷ مخ.
[165] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، کمال الدین ۲ټ/۴۱۱مخ.
[166] امام صادق (ع)، الغیبه، شیخ طوسی ۳۲ مخ.
[167] امام علي، نهج البلاغه ۱۳۸ مخ.
[168] پېغمبر اکرم (ص)، بحارالانوار۵۱ټ/۷۵ مخ، الغیبه، شیخ طوسی ۱۴۴ مخ.
[169] امام صادق (ع)، بحارالانوار۵۲ټ/۳۶۲مخ.
[170] امام صادق (ع) منتخب الاثر، ۴۷۴مخ.
[171] امام باقر(ع)، بحارالانوار ۵۲ټ/۳۷۲.
[172] امام صادق(ع)، الغیبه، شیخ طوسي۲۸۳ مخ، منتخب الاثر ۱۴۷ مخ.
[173] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، بحارالانوار۵۱ټ/۸۱ مخ، منتخب الاثر ۱۴۷ مخ، مجمع الزواید ۷ټ/۳۱۳مخ.
[174] امام باقر(ع)، بحارالانوار ۵۲ټ/۳۹۰مخ.
[175] امام باقر (ع)، الکافي، ۸ ټ/۲۷۸مخ.
[176] الملاحم والفتن ۶۶ مخ.
[177] امام باقر(ع) منتخب الاثر ۱۵۷ مخ، ینابیع الموده ۳ټ/۷۸ او ۱۳۲ مخونه، روزګار رهايي۲ټ/۶۰۲.
[178] امام باقر(ع)، الغیبه، نعماني ۲۳۳مخ، بحارالانوار ۵۲ ټ/۳۵۴ مخ.
[179] امام باقر (ع)، کمال الدین ۱ټ/۳۳۱مخ.
[180] امام صادق(ع)، الغیبه، شیخ طوسي ۳۲مخ.
[181] امام صادق(ع)، بحار الانوار ۵۲ټ، ۳۴۰مخ.
[182] امام صادق (ع)، بحارالانوار۵۲ټ/۳۷۶ او ۳۸۱ مخونه.
[183] امام صادق (ع)، منتخب الاثر۳۰۸ مخ، بحارالانوار۵۲ټ/۳۳۸.
[184] امام باقر(ع)، الغیبه، نعماني ۲۳۱مخ، بحارالانوار ۵۲ټ/۳۵۳ مخ.
[185] مفاتیح الجنان، دعای افتتاح.
[186] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، بحارالانوار۵۱ټ/۸۳.
[187] امام صادق (ع)، بحارالانوار۵۲ټ/۳۵۹.
[188] امام رضا (ع) بحارالانوار۵۲ټ/۳۵۹.
[189] د ندبې دعا.
[190] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، سنن ابن ماجه، د محمد فواد عبدالباقي څېړنه، ۲ټ/۱۳۶۶ مخ، بحارالانوار۵۱ټ/۸۸.
[191] امام صادق (ع)، منتخب الاثر۴۷۴ مخ.
[192] امام صادق(ع)، الامام المهدی ۳۷۱مخ، ( د روزګار رهايي ۲ټ/۶۵۰ مخ له نقله.)
[193] امام باقر(ع)، منتخب الاثر ۱۵۷ مخ.
[194] منتخب الاثر ۴۸۲ مخ.
[195] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، بحارالانوار۵۲ټ/۳۱۵ مخ.
[196] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، الزام الناصب ۱۶۳ مخ، بحارالانوار۵۲ټ/۸۳ مخ(له لږ توپېرسره).
[197] صحیح مسلم، به شرح النووی۱۸ټ/۳۹.
[198] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، بحارالانوار۵۲ټ/۳۰۹ مخ.
[199] امام باقر(ع)، بحارالانوار۵۲ټ/۳۹۰ مخ.
[200] امام صادق (ع)، بحارالانوار۵۲ټ/۳۳۶ مخ( د الخرایج والجرایح په نقل).
[201] امام صادق (ع)، بحارالانوار۵۲ټ/۳۳۶ مخ.
[202] امام صادق (ع)، منتخب الاثر۴۸۳ مخ.
[203] (د معراجیه حدیث) کمال الدین۱ټ/۲۵۶مخ، بحارالانوار۵۲ټ/۳۷ مخ، ( په ۳۲۱ مخ کې امام باقر داسې راغلي: «….و یرقی فی الاسباب» مهدي پر غږلرونکیو سپرلیو چې اور او رڼا په کې ده سپرېږي او ټولو اسمانونو ته سفر کوي) او خورشید مغرب۵۲ټ/۳۳۸ مخ.
[204] امام صادق (ع)، بحارالانوار۵۲ټ/۳۳۸ مخ.
[205] امام صادق (ع)، بشاره الاسلام ۲۴۰ او ۲۵۹ مخونه، ، ( د روزګار رهايي ۲ټ/۶۴۵ مخ له نقله.)
[206] امام باقر(ع)، الغیبه، نعماني ۱۲۵مخ، ( تاریخ ما بعد الظهور، سید محمد صدر ۸۵۰ مخ په نقل)
[207] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، بحارالانوار۵۲ټ/۳۵۳ مخ.
[208] امام صادق (ع)، بحارالانوار۵۲ټ/۳۳۸ مخ.
[209] امام علي، نهج البلاغه ۱۳۸ مخ.
[210] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، الکافي ۱ټ/۴۱۲،
[211] امام حسین(ع)، اعلام الوري ۳۸۴ مخ، ، ( د روزګار رهايي ۱ټ/۸۶ مخ، له نقله.)
[212] امام صادق (ع)، ینابیع الموده۳ټ/۶۲مخ.
[213] الزام الناصب ۲۴۲ مخ.
[214] د ندبې دعا.
[215] امام صادق(ع)، الارشاد شیخ مفید ۳۹۱ مخ، سفینه البحار ۲ټ/۷۰۵ مخ، ، ( د روزګار رهايي ۱ټ/۶۴۶ مخ، له نقله.)
[216] امام صادق (ع)، الغیبه شیخ طوسی، ۲۷۷ مخ، بحارالانوار۵۲ټ/۳۵۴ مخ.
[217] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، منتخب الاثر۴۹۱ مخ.
[218] امام صادق (ع)، ینابیع الموده۳ټ/۶۲مخ، الزام الناصب ۲۲۳مخ.
[219] امام صادق (ع)، الغیبه نعماني ۱۲۳، بحارالانوار۵۲ټ/ ۲۹۲ او ۳۳۸مخونه.
[220] امام کاظم(ع)، بحارالانوار۸۶ټ/۸۱ مخ.
[221] امام رضا (ع)، عقدرالدرر ۱۵۸ مخ.
[222] امام صادق(ع)، الملاحم و الفتن ۵۸ مخ، ( ښايي له شیشې سره تشبیه د تسلیم او نه مقاومت له کبله وي)
[223] امام رضا (ع)، الزام الناصب ۱۰ مخ.
[224] امام رضا(ع)، جمال السبوع ۳۱۰ مخ، صحیفه مهدویه ۲۹۰ مخ.
[225] امام صادق(ع)، عیون اخبار الرضا۱ټ/۳۶مخ.
[226] امام باقر(ع)، بحارالانوار۵۲ټ/۳۱۷ مخ، منتخب الاثر ۳۰۹ مخ،
[227] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، الملاحم و الفتن ۱۰۸ مخ، ( د روزګار رهايي ۲ټ/۹۵۰ مخ، له نقله.)
[228] امام حسین(ع)، الغیبه نعماني۹ مخ، منتخب الاثر۳۰۹ مخ.
[229] امام رضا(ع)، الزام الناصب ۱۰ مخ، ( د روزګار رهايي ۱ټ/۹۱۳۲ مخ، له نقله.)
[230] عیون اخبار الرضا۱ټ/۱۷۰مخ، الزام الناصب ۱۰ مخ.
[231] حضرت علي، الغیبه نعماني ۱۱۴ مخ، بحارالانوار۵۱ټ/۱۱۵ مخ، منتخب الاثر ۳۰۹ مخ.
[232] امام صادق (ع)، الغیبه نعماني ۱۲۲، بحارالانوار۵۲ټ/ ۳۵۴مخ.
[233] حضرت علي، منتخب الاثر ۴۶۹ مخ.
[234] امام صادق (ع)، بحارالانوار۵۲ټ/ ۲۶۹مخ، ( په ځینې نسخ کې «بشیر» راغلی)
[235] امام صادق (ع)، الملاحم و الفتن ۱۳۷ مخ، الحاوي للفتاوي ۲ټ/۱۵۰ مخ، ، ( د روزګار رهايي ۲ټ/۹۵۰ مخ، له نقله.)
[236] اعلام الوري ۳۸۴ مخ.
[237] الزام الناصب ۲۰۲، ۲۲۸مخونه.
[238] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، الملاحم و الفتن ۱۰۸ مخ، ، ( د روزګار رهايي ۲ټ/۹۵۰ مخ، له نقله.)
[239] اعلام الوري ۳۸۴ مخ.
[240] الزام الناصب ۱۰ مخ، ینابیع الموده ۳ټ/۶۲.
[241] امام صادق (ع)، الزام الناصب ۲۰۱ مخ.
[242] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، ینابیع الموده ۳ټ/۱۳۳، روزګار رهايي ۵۹۹مخ.
[243] امام باقر(ع)، بحارالانوار۵۱ټ/۱۴۱ او ۳۷۸ مخونه.
[244] مفاتیح الجنان، د صاحب الامر زیارت.
[245] حضرت علي، نهج البلاغه ۱۵۰ مخ.
[246] امام رضا(ع)، الزام الناصب ۱۰ مخ
[247] حضرت علي، نهج البلاغه ۱۳۸ مخ.
[248] ددې روایت په څېر: “و اما الحوادث الواقعه فارجعو فیها الی رواه حدیثنا فانهم حجتی علیکم و انا حجته الله علیهم” الاحتجاج طبرسي، ۲ټ/۵۴۳.
[249] وګورئ: کمال الدین، ۲ټ/۴۵۴- ۴۶۵ مخونه، الاحتجاج طبرسي، ۲ټ/۵۳۲، بحارالاانوار ۵۲ټ/۸۶ مخ.
[250] د “حضرت مهدي” نورو دعاوو ته وګورﺉ: : صیحفه المهدي، جواد قیومي اصفهاني- الصحیفه المهدیه، سید مرتضی مجتهدي( فارسي ژباړه یې صحیفه مهدیه، محمد حسین رحیمیان)
[251] وګورئ: الصحیفه المهدیه، سید مرتضی مجتهدي، ژباړه: محمد حسین رحیمیان ۱۲۷- ۱۵۲ مخونه
[252] هماغه، بحارالاانوار ۱۰۲ټ/۱۹۵ او ۲۱۲ مخونه، ۱۰۱ټ/۳۱۷ مخ، ۹۴ټ/۳۶ مخ.
[253] الاحتجاج طبرسي، ۲ټ/۵۳۵ او ۵۴۲.
[254] هماغه، ۲ټ/۵۹۶
[255] بحارالاانوار ۵۱ټ/۲۹۴، ۲۹۷ او ۲۹۹ مخونه.
[256] الاحتجاج طبرسي، ۲ټ/۵۵۷.
[257] د “حضرت مهدي” د توقیعاتو لپاره وګورﺉ: د حضرت ويناوې – محمد خادم شیرازی- روزګار نهايي، کامل سلیمان، د علی اکبر مهدي پور ژباړه ۲ټ/۱۲۸۵.
[258] بحارالاانوار۵۱ټ/۳۵۱، ۵۲ټ/۳۰- الغیبه شیخ طوسي ۱۵۱ مخ، منتخب الاثر ۳۵۹ مخ.
[259] د “حضرت مهدي” د نورو خبرو لپاره هماغه سرچینه، ۱۰ ام پې لیک وګورﺉ.
[260] مصباح، الکفعمی ۲۸۱ مخ، مفاتیح الجنان.
[261] الاحتجاج ۲ټ/۵۹۶، د یادونې وړ ده چې “شيخ مفيد” ته دوه توقیع صادرې شوي، یو په «کال۴۱۰ س» کې او بله په «۴۱۲س» کې، دلته یې لومړنۍ راوړل شوې ده.
[262]. ( صف/۹)
[263]. ( انبیاء/۱۰۵)
[264]. ( قصص/۵)
[265]. ( قصص/۶)
[266]. (اعراف/۱۲۸)
[267]. ( وګورﺉ: د الميزان تفسیر عربي متن۴/ ۱۰۲، ۷ / ۳۳۳، ۸/ ۸۵، ۱۰/ ۷۱-۷۳ مخونه، ۱۸/۱۹۱)
[268]..(بقره/۱۳۴ او ١٤١)
[269]. (اعراف/۳۴)
[270]. ( فاطر/۴۳)
[271]. ( رعد/۱۱)
[272].(وګورئ: د استاد مطهري “اصل تضاد در فلسفه اسلامي”)
[273]. (په دې باب وګورئ: د استاد مطهري، اصول فلسفه و روش ريالېزم، لومړى ټوک)
[274]. ( شوری/۵۳)
[275]. (نهج البلاغه ١٤٨ خطبه)
[276]. (نور/۵۵)
[277]. (قصص/۵)
[278]. (انبیاء/۱۰۵)
[279]. (اعراف/۱۲۸)
-
ټیګونه:
- امام مهدي څوک دی
- امام مهدی به کله راځی
- امام مهدی په هکله پوره معلومات
- د امام مهدي پر شتون عقیده
- د امام مهدي پر شتون ګروهه
- د امام مهدي پوره انديز او ديني چمتو والى
- د امام مهدی په اړه بشپړ معلومات
- د امام مهدی د اوږده عمر او غيبت يو راز
- د امام مهدی د اوږده عمر معجزه
- د مهدي اوږد ژوند
- د مهدی اخر زمان راتګ
- مهدي د فاطمې(س) له ځوځاته دى
- مهدي له اهل بيتو دى