بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نبوت عام نبوت د حکیم پنځګر تر شتون زبادلو پسې، د نبوت او نبي د شتون اړتیا زبادېږي. ړومبی د الهي ښوونې او روزنې د شتون اړتیا بیانېږي: د انبیاوو علیهم السلام هدایت ته د بشر د اړتیا پوهېدو لپاره، باید د انسان پیدایښت، د پیدایښت موخه او موخې ته د […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
نبوت
عام نبوت
د حکیم پنځګر تر شتون زبادلو پسې، د نبوت او نبي د شتون اړتیا زبادېږي. ړومبی د الهي ښوونې او روزنې د شتون اړتیا بیانېږي:
د انبیاوو علیهم السلام هدایت ته د بشر د اړتیا پوهېدو لپاره، باید د انسان پیدایښت، د پیدایښت موخه او موخې ته د ور رسېدو او نه ور رسېدو عوامل وپېژنو، دلته په ژوره دا مسایل څېړلای نشو؛ خو د اړتیا هومره ځینو اړخونو ته یې اشاره کوو:
لومړی: انسان د بېلابېلو غرایزو درلودونکی یو موجود دی او د بنیادم ژوند له نبابي ژوندونه – چې د ژوندون کمزوری پړاو دی- پیل او تر عقلاني ژوندونه ور رسي.
بنیادم له طبع و عقل، له محدودو اړتیاوو یوه تنه، او د روح له نامحدودو غوښتنو جوړ یو مخلوق دی، چې په ترقۍ، تعالي او اوچتتوب کې تر پرښتو لوړ او په ځوړتیا او ټیټوالي کې تر څارویو خورا ټیټ دی.
عن عبدالله بن سنان، قال سئالت ابا عبدالله جعفر بن محمد الصادق، فقلت: الملائکة افضل ام بنو آدم؟ قال امیر المؤمنین علی بن ابی طالب(ک):
ان الله عزوجل رکب فی الملائکة عقلا بلا شهوة، و رکب فی البهائم شهوة بلا عقل،و رکب فی بنی آدم کلیها، فمن غلب عقله شوهته فهو خیر من الملائکة و من غلبت شهوته عقله فهو شر من البهائم: عبدالله بن سنان وویل: امام صادق (رح) مې وپوښت، پرښتې غوره دي یا بنیادم؟ امام وویل چې علي(ک) وویل: په یقین خدای تعالی په پرښتو کې عقل بې شهوته، په څارویو کې شهوت بې عقله او په بنیادم کې دواړه ایښي؛ نو د چا چې عقل پر شهوت یې برلاسی شي تر پرښتې (غوره او) ښه دی او د چا چې شهوت پر عقل یې لاسبری شي تر څارویو بدتر دی[1]»
او دا پنځونه دومره بدیع او نوې ده چې بنیادم د تنې جوړولو او پکې د خپل روح تر پوکلو روسته [2] تر ټولو موجوداتو یې استثنايي پیدایښت پیدا کړ، چې عظمت یې له دې آیته څرګند دی:
((ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ (مؤمنون- ۱۴): بل ځل مو په نوې بڼه پیدا کړ: نو ستر دی هغه الله چې تر ټولو پنځګرو ښه پنځګر دی))
بنیادم پوهېږي چې مادي محدود ژوند ته جوړ شوی نه دی؛ ځکه حکمت تقاضا کوي چې وزلې له کار سره او د پیدایښت څرنګوالی له موخې سره انډول وي.
که د انسان ژوند په دنیوي ژوند پورې محدود وای؛ نو څارویز ادراک او هغه شهوت او غضب چې ددې ژوند ملایمات (له طبع سره جوړ) جلب او منافرات (بد ایسیدوني) دفع کړي، ورته بسیاوو؛ خو د عقل ورکړه – چې د نامحدودې پوهې او د اخلاقي او عملي کمالاتو په ګاڼه د پسوللو عاشق – او همدا راز د داسې فطرت ورکړه چې هر مقام او منزلت پیداکوي؛ نو د اوچتې مرتبې تږی دی، ددې دلیل دی چې نامحدود ژوند ته جوړ شوی نه دی لکه چې په نبوي حدیث کې دي: « ما خلقتم للبقا و انما تنقلون من دار الی دار: فنا ته پنځول شوي نه یاست؛ بلکې پایینې ته پیدا شوي یئ او په یقین له یوه کوره بل کوره ته ورلېږدول کېږئ[3].»
بلخوا د علی الاطلاق حکیم حکمت ایجابوي، هر استعداد او وړتیا یې چې د کایناتو د ډولونو په خټه (او نهاد) کې ورایښي؛ نو ددې قابلیت (وړتیا) د فعلیت عوامل یې هم چمتو کړي؛ ځکه د هغې قوې افاضه (ګټه رسونه) چې هډو فعلیت ته و نه رسي او کومه غوښتنه (طلب) چې مطلب ته و نه رسي، لغوه او هسې په هسې ده.
د الله تعالی بې پایه پوهې او ځواک چې دانې ته یې د ثمر او مېوې استعداد ورکړی؛ نو اوبه، خاوره او هوا یې هم چې دانې ته د ور رسېدو عوامل پکې دي، پنځولي او که دانسان څاڅکي ته یې د بېلابېلو غړیو او جوارحو وړتیا (استعداد) ورکړی؛ نو د مور زیلانځ یې ددې استعداد فعلیت لپاره پیداکړی. ایا څنګه شونې ده د عقل تخم- چې یبره یې پوهه او کړنې دي- او روح – چې علمي، خلقي، عملي او معرفة الله بالله کمال ته د ور رسېدو وړتیا لري- وپنځوي؛ خو دعقل د تخم مېوې ته د ور رسېدو وزلې او دانسان د روح د استعداد فعلیت چمتو نه کړي او کومې موخې ته چې پیدا شوی ورسیخ نه کړي؟!
ایا شونې ده چې د((اعطی کل شئ خلقه ثم هدی (طه- ۵)؛ هر څیز یې وپنځاوه؛ نو ښیون یې کړ. ))
قانون د انسان په باب ځانګړی شي؟!
په دې پار له پیدایښته موخې ته د انسان ور رسېدو لپاره د الهي هدایت د شتون اړتیا څرګندېږي.
دویم: انسان د خپل فطرت په غوښتنه د خپل سازوونکي او پنځوونکي په لټه کې دی او غواړي پوه شي چا تر نېستۍ روسته رامنځ ته کړی او دا قوت، غړي او جوارح یې ورکړي او د خپل نعمت پر دسترخوان یې کېنولی چې خپله عقلي وظیفه – چې د حقیقي منعم مننه ده- ترسره کړي.
بلخوا سپېڅلی ذات، انسان ويني چې په خپله- سره له دې چې سراسر ناپوه، هوس او هوا دی- له خدای سره- چې د حس، محسوس، وهم، موهوم، عقل او معقول پنځګر دی او د جمال و کمال عظمت یې لایتناهي او له ټولو نیمګړتیاوو، نقایصو او قبایحو پاک، سبوح او قدوس دی- د خپلو ستونزو د هواري لپاره د سوال و ځواب اړیکه ټینګه کړي؛ نوځکه د یوې وزلې شتون لازم دی چې د انساني بڼې په درلودو- چې له مخلوق سره د اړیکې لازمه ده- له تېروتنې پاک نږه عقل، له ځاني غوښتنو پاک نفس او الهي سیرت ولري چې ددې وړ وګرځي چې د وحې په رڼا منور شي او بشر ته د الهیه معارفو او پوهاویو بابونه پرانځي؛ چې انسان له تفریط (په خدای پېژندنې کې عقل ته شاکونې) او افراطه ( حق تعالی له مخلوق سره ورته کونې) لرې کړي او د قیم دین پر سیده لار یې ورسیخ کړي: ((وَأَنَّ هَـذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ( انعام- ۱۵۳): او (پوه شئ) همدا زما سیده لار ده؛ نو پرې ولاړ شئ او پر خپرو ورو لارو مه ځئ، چې له حق لارې مو لرې كوي، خداى دا سپارښتنه درته وکړه،ښايي ځان (له بېلارۍ) وساتئ (او خوندي پاتې شئ). ))
درېیم: انسان اندیز ځواک لري چې د طبیعت نوامیس او خوالی راسپړلی او کارولای شي او همدا راز هوی، هوس، شهوت او غضب لري چې د پولې ماتونې او ډېر غوښتنې له امله – چې د بنیادم د طبیعت ځانګړنه ده- قناعت نه کوي؛ نو په دې ځانګړنه، د ځمکې سمي او وراني د انسان په سمۍ او ورانۍ پورې تړاو لري: ((ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ (روم- ۴۱): د خلکو د کړنو له امله په وچه او لمده کې فساد ښکاره شوی.))
بلکې د: ((وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مِّنْهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لَّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (جاثیه- ۱۳): او خدای له خپل لوري د اسمانونو او ځمکې ټول څیزونه درته ایل کړي؛ بېشکه په دې کې اندیالو ته (مهمې) نښې دي.)) په تقاضا د نورو کراتو سمي او وراني هم د انسان په سمۍ او ورانۍ پوري تړاو لري او یوازې الهي ښیون دی چې د دغسې موجود سمونه تضمینوي، چې د انسان اندیزه منځلاري په حق عقایدو او روحي منځلاري یې په فاضله اخلاقو او صالحو کړنو تامین کړي.
څلورم: د انسان ژوند د بېلابېلو اړتیاوو له امله په ټولنې پورې تړلی دی او دا تړلتیا دوه اړخیز اغېز او په پایله کې ډول ډول حقوق ایجابوي او بې د حقوقو له (احقاق او) پلي کولو، ټولنیز ژوند د پاینې وړ نه دی او ددې حقوقو تامین هله شونی دی چې له تېروتنې او نیمګړتیا خوندي قوانین جوړ او عملي شي او هم وضع کوونکی مقام پاک او په عملي کولو کې د وګړیزو ګټو تر اغېز لاندې نه وي او له حق و عدالته وانه وړي او دا چار یوازې او یوازې په الهي قوانینو، مقرراتو او مجریانو پلی کېږي: ((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ(حدید – ۲۵): په یقین خپل استازي مو په دلایلو لېږلي او له دوی سره مو کتاب وتله نازل کړي چې خلک قسط ته پاڅي)).
اوس چې په دې پارونو، مبدا او معاد ته د انسان د هدایت اړتیا او له پیدایښته موخه زباد شوه او نظري او عملي کمال ته د انسان د ور رسېدو لزوم، د ځاني غوښتنو انډول او د وګړیز او ټولنیز حقوقو تامین یې څرګند شو؛باید پوه شو، چې دا مقاصد یوازې او یوازې د وحې او نبوت له لارې کېدوني دي او دا چارې په تېروتنې ککړ ماغزه او په ځاني غوښتنو تړلي لاسونه نشي کړای او د فکر او اند په ډیوه یې په فطرت کې پراته مبهم ټکي رڼا کېدای نشي.
هغه انسان چې د خپلو نابغو د افکارو په مشال د نړۍ د خوالو په لټه کې شو او له خاورې، اوبو، هوا او اوره د نړۍ، آسماني اجرامو او د انسان د پیدایښت او د ناروغیو د لاملونو نظریه او مړې شوه او څرګنده شوه: چې د خپل بدن د تړښت له خورا ورنژدې موجوداتو او د خپلې روغتیا او ناروغۍ له علتونو ناخبره و،او د خورا ورنژدې کُرې؛ یعنې سپوږمۍ په باب یې انګېرنې ناسمې او تېروتې؛ نو آیا ددې انسان د فکر ډیوه، نوموړی د مبدا او معاد معرفت او دده د نېکمرغۍ او بد مرغۍ موجباتو ته ورسیخولای شي؟!
انساني پوهه چې په ذرې کې د پټو پرتو رازونو له درکه بېوسې ده، څنګه د انسان او نړۍ د پیل و پای لارښوده او په مبدا او معرفت کې یې د ستونزې هواروونکی او د دنیا و آخرت د نېکمرغۍ لارښوده یې وي:
نهج البلاغه لومړی خطبه: ((فَبَعَثَ فِيهِمْ رُسُلَهُ وَ وَاتَرَ إِلَيْهِمْ أَنْبِيَاءَهُ لِيَسْتَأْدُوهُمْ مِيثَاقَ فِطْرَتِهِ وَ يُذَكِّرُوهُمْ مَنْسِيَّ نِعْمَتِهِ وَ يَحْتَجُّوا عَلَيْهِمْ بِالتَّبْلِيغِ وَ يُثِيرُوا لَهُمْ دَفَائِنَ الْعُقُولِ وَ يُرُوهُمْ آيَاتِ الْمَقْدِرَةِ: نو الله پاک په دوی کې خپل استازي راپاڅول او پرله پسې یې پېغمبران ولېږل، چې د هغې ژمنې پوره کول ترې وغواړي چې الله تعالی د دوی له فطرت سره کړې وه او هیر کړی نعمت وریاد کړي.))
– ((وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَمِيثَاقَهُ الَّذِي وَاثَقَكُم بِهِ (د مائدې اووم آیت) او د وحې په تبلیغ خدای غاړه پرې خلاصه کړي او ددوی د عقلونو زېرمې راوسپړي او دخدای د قدرت آیتونو ور وښیي.))
د پېغمبر ځانګړنې
پېغمبر ځنې ځانګړنې لري، چې د دوو ځانګړنو په یادوولو یې بسیا کوو:
الف: پاکلمني (عصمت)
د انبیاوو علیهم السلام پاکلمنۍ زبادولو ته دلایل شته، چې ځینو ته یې اشاره کېږي:
۱- هر موجود چې کوم کمال ته پنځول شوی؛ نو کمال ته د ورسېدو لپاره یو سنت، قانون او آیین ورته شته او له تېرو مباحثو څرګنده شوه، چې انسان ته دا لار، الهي ښیون او حق دین دی.
او ددې کمال عملي کول ددې قانون او سنت په تبلیغ او عملي کولو پورې تړلی او پېغمبر ددې قانون (سنت) له مخې د انسان د ښوونې او روزنې ذمه وار دی او که ددې قانون په تبلیغ او عملي کولو کې څه سرغړونه وشي موخه ټکنی کېږي او د وحې د مبلغ او د الهي روزنې د روزنپوه سرغړونه، یا د تېروتنې یا د هوی (او ځاني غوښتنې) له امله ده؛ خو هره یوه چې وي، روستۍ موخه به ترلاسه نشي.
پایله داچې د الهي هدایت کمال، د لارښود کمال غواړي او د سنت او الهي دین پاکلمنتوب: ((لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ: [4])) د ښوونکي او د دین د مجري پاکلمنتوب دی.
۲- له عقلي او نقلي اړخ، دین ددې لپاره راغلی چې انسان په پاک ژوندون، ژوندی کړي: ((مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ (نحل- ۹۷): هر نارينه او يا ښمځنه، چې ښه كار وكړي (؛ نو) كه ايمان يې راوړى وي؛ نو بېشکه پاکیزه ژوندون به وركړو او هرومرو به تر خپلو كړنو هم ښه بدله وركړو.))
ایمان او صالح اعمال د انسان د سپېڅلي ژوندون اوبه دي چې د دین ټولګه جوړوي او ددې ژوندون د اوبو بهیر د پېغمبر شتون دی، که بهیر ککړ وي اوبه هم ککړېږي او په ککړو اوبو پاک ژوندون ثمر ته نه رسي.
۳- داچې له بعثته موخه، د پېغمبر د «امر و نهې» منل دي او بلخوا د ګناهکار اطاعت او منل جایز نه دي؛ نوځکه له ګناه او تېروتنې د پېغمبر ناپاکلمني د موخې د نیمګړتیا لامل او د بعثت د پایلې بطلان دی.
۴- که پېغمبر له ښویېدنې، ګناه او خطا معصوم نه وي امت به یې د وحې په تبلیغ کې د ویناوو رښتینتوب او سموالی ونه مني.
۵- د ګناه او خطا منشأ، د عقل اوارادې کمزوري ده؛کامل او پوره عقل چې له وحې سره په نښلون، حق الیقین ته رسېدلی او هرڅیز څنګه چې دی ویني او هغه اراده چې بې د الله پاک له ارادې ځنې نه اغېزمنېږي، د پېغمبر په وجود کې د ګناه او تېروتنې فرصت نه پرېږدي.
ب: معجزه
هره ادعا په دلیل منل کېږي او باید د دلیل او مدعا اړیکه داسې وي چې د دعوا پر حقانیت یقین، له دلیله نه جلا کېدونې وي، د پېغمبر مدعا د الله تعالی له لوري استازیتوب دی او دا مدعا یوازې د خدای له لوري، دده د وینا په تصدیق او منلو زبادېږي؛ معجزه، د پېغمبر د ادعا په تړاو، د خدای پاک عملي تصدیق دی؛ ځکه د معجزې حقیقت یو چار دی چې – بې دعادي سبب له وساطته- پر اسبابو او مسبباتو په ورچاپېره ارادې، پر مسبب د سبب اغېز او له سببه د مسبب په اغېزمنېدو موجودېږي.
څوک چې د نبوت ادعا وکړي او له عقلي نظره یې رښتنیتوب شونی وي او له دې دعوا سره کوم خارق العاده چار ترې وشي؛ نو د حقانیت یې پرېکونی ګواه دی؛ ځکه که پر حق نه وي، خارق العاده چار یې دروغجن تصدیق او د خلکو د بی لارېتوب لامل دی او د ربوبیت سپېڅلی ذات له دې پاک دی.
د عامه نبوت بحث په دوو مبارکو احادیثو پای ته رسوو: انما لما اثبتنا ان لنا خالقا صانعا متعالیا عنا و عن جمیع ما خلق و کان ذلک الصانع حکیما متعالیا لم یجز ان یشاهده خلقه و لایلامسوه فیباشرهم و یباشروه، و یحاجهم و یحاجوه، ثبت ان له سفراء فی خلقه، یعبرون عنه الی خلقه و عباده، و یدلونهم علی مصالحهم و منافعهم و ما به بقاوهم و فی ترکه فناء هم، فثبت الامرون والناهون عن الحکیم العلیم فی خلقه، حکماء مود بین بالحکمة، مبعوثین بها، غیر مشارکین للناس- علی مشارکتهم لهم فی الخلق و الترکیب – فی شئ من احوالهم، مویدین من عند الحکیم العلیم بالحکمة، ثم ثبت ذلک فی کل دهر و زمان مما اتت به الرسل والانبیأ من الدلائل والبراهین، لکیلا تخلو ارض الله من حجة یکون معه علم یدل علی صدق مقالته و جواز عدالته[5].
امام صادق (رح) په دې روایت کې د نبوت په هکله ځینې مباحث اوڅار کړي چې ځینو ته یې اشاره کېږي:
د انبیاوو (علیهم السلام) د بعثت د اړتیا دلیل په: «و کان ذلک الصانع حکیما متعالیا» غونډله کې تر «یدلونهم» غونډلې پورې یادشوی؛ ځکه هر حرکت، خوځښت، سکون، درېدنه او کړنې چې بنیادم کوي، یا یې دنیا و آخرت ته ګټورې دي یا زیانمې، یا نه ګټورې دي او نه زیانمنی،او په هر حال انسان اړمن دی چې د خپلې دنیا و آخرت ګټه و زیان، مصلحت او مفسده، سمسمکی او ورانی وپېژني او دا پېژندنه او معرفت یوازې د الله له اړخ کېدونی دی چې د بنیادم په دنیوي او اخروی ژوند کې پر ګردو حرکاتو، سکناتو او کړنو ورچاپېر دی؛ هغه الله چې د انسان د دنیا او آخرت پنځګر دی او د پنځګر حکمت هدایت ایجابوي او داچې ښیون(او دلالت) یې – د تعالی او اوچتوالي په پار- بې واسطې شونی نه دی؛ نوځکه د الهي استازیو شتون لازم دی: «یدلونهم علی مصالحهم و منافعهم و ما به بقاؤهم و فی ترکه فناءهم».
او په عامه توګه پر ګردو انسانانو لور ېږي؛ نو په نبوت کې د حکیمانو له براهینو، ددې برهان امتیاز – د انسان د مدنیتوب او په معاملاتو او ټولنېزو اړیکو کې د عدل په پار – څرګندېږي.
او داچې له خلکو سره د اشتراک او له خلکو د امتیاز په پار او څه چې په دې اشتراک او ځانګړیتوب کې لري په: « غیر مشارکین للناس – علی مشارکتهم لهم فی الخلق و الترکیب – فی شئ من احوالهم » غونډله کې اشاره ورته شوې ده:
او په «صفوته من خلقه» غونډله کې تر نورو خلکو د پېغمبر غوراوی ته پاملرنه شوې، چې په دې نږه پنځون د پنځګر او مخلوق تر منځ د وساطت او منځګړتوب مقام ته ورسي او د «عالي» او «داني» تر منځ رابط وي.
او د «لایعبرون عنه» په غونډله کې د پېغمبر منزلت او مقام څرګندوي، چې مخلوق ته د خدای مقاصد ورولېږدوي او دا مقام د پېغمبر د سپېڅلتیا او پاکلمنتوب لازمه ده.
په «یکون معه علم یدل علی صدق مقالته و جواز عدالته» غونډله کې یې د نبوت زبادولو لپاره د معجزې د دلیل لزوم ویلی او داچې د نبوت منشأ، د حکیم علی الاطلاق، حکمت او مېوه یې هم حکمت دی – لکه چې په قرآن کې وايي: «قال قد جئتکم بالحکمة[6]»، « ادع الی سبیل ربک بالحکمة[7]»– د انبیاوو علیهم السلام نظري او عملي حکمت ته پاملرنه شوې، چې هغه پر فکر ولاړ او دا د «یعبرون عنه» او «و من عند الحکیم العلیم» په تقاضا: یوه بله ډیوه ده، چې بشري ښوونې او روزنې ته یې اړتیا، له «نور السموات و الارض» سره په اړیکې بله او روښانه شوې ده: «یکاد و زیتها یضیء و لو لم تمسسه نار[8]».
او سره له دې چې ویې وویل: «حکماء مؤدبین بالحکمة» په لنډ واټن یې وویل: «مؤیدین من عند الحکیم العلیم بالحکمة»؛ په لومړی غونډله کې په حکمت تادیب او په دویمه غونډله کې په حکمت تایید او ټینګار دی او د حکیم او علیم عندیت مقام ته د حدوث او بقا په پار د انبییاوو د حکمت او وحې ښوونځي اړیکه تر بشري اندنې ددې حکمت امتیاز «ما عندالله» و «ما عندالناس» څرګندوي. او د «و کان ذلک الصانع حکیما» غونډله او په «حکماء مؤد بین بالحکمة، مبعوثین بها» د انبیاوو ستاینه، ددې ښودونکې ده چې د نبوت فاعلي علت او غايي علت او حکمت دی او د مبدأ (پیل) او منتها (پای) تر منځ منځنی برید هم حکمت دی: ((يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ.هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ.(جمعه – ۱، ۲ آیتونه ): څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، تل هغه الله په پاکۍ يادوي، چې مالك او واكمن دى او (له هر عيب او نيمګړتيا) بشپړ پاك ناماتى حكيم دى. (الله) هغه (ذات) دى، چې په نالوستو كې يې په خپله له همدوی یو استازی راپاڅاوه، چې د خداى آيتونه ورولولي او پاك يې كړي او كتاب (قرآن) او حكمت وروښيي او که څه تردې له مخه په څرګند بېلارېتوب كې ول.))
همدا راز د امام په کلام کې نورې ارزښتمنې اشارې شته، چې ترې تېرېږو.
اتم امام په نبوت بحث کې وویل:
« فان قال: فلم وجب علیهم معرفة الرسل و الاقرار بهم و الا ذغان لهم با الطاعة؟ قیل: لانه لما لم یکن فی خلقهم و قولهم و قواهم ما یکملون لمصالحهم و کان الصانع متعالیا عن ان یری و کان ضعفهم و عجزهم عن ادراکه ظاهرا لم یک بد من رسول بینه و بینهم معصوم یؤدی الیهم امره و نهیه وادبه و یقفهم علی ما یکون به احراز منافعهم و دفع مضارهم اذ لم یک فی خلقهم ما یعرفون به ما یحتاجون الیه من منافعهم و مضارهم[9]».
ژباړه: « امام په دې روایت کې د الهي استازیو د پېژندګلوی د وجوب په علت کې پر دوی منښته او لاروی کې وویل: داچې د مخلوق په پیدایښت او په قواوو کې یې د دوی ګټو ته د ور رسیدو لپاره وزله نه وه او پنځګر یې هم له دې اوچت و، چې ولیدل شي او د خدای له ادراک یې کمزوري او بېوسي ښکاره وه؛ نو بله چاره نه وه چې دده او هغوی تر منځ یو پاکلمنی رسول وي، چې د متعال خدای امر و نهې او ادب ور ورسوي او له هغه څه یې خبر کړي، چې په ګټه وي او هم له هغه څه چې زیان ورسوي؛ ځکه په پنځون کې یې د پېژندنې او معرفت هغه وزله نه وه چې ګټه او زیان ور په ګوتو کړي».
خاصه نبوت
داچې د خاتم پېغمبر رسالت، هرې زمانې ته یو رسالت دی او آنحضرت(ص) د پېغمبرانو خاتم دی؛ نو باید معجزه یې تلپاتې وي.
بلخوا د آنحضرت(ص) د بعثت چاپېریال، د فصاحت او بلاغت له پلوه په خبرو کې د سیالۍ چاپېریال و او په هغې زمانې کې د ټولنې د وتلیو انسانانو مرتبې په نثر و نظم کې د فصاحت او بلاغت په مراتبو ټاکل کېدې.
دې دوو ځانګړنو ایجاب کړي چې قرآن مجید په لفظ او مانا کې له بېلا بېلو اړخونو د آن حضرت(ص) پر نبوت او رسالت دلیل وي، چې ځینو ته یې اشاره کېږي:
۱- بشر د قرآن کریم په څېر له راوړو بېوسې دی
د اسلام د پېغمبر راښکاره کېدل په داسې وخت او مکان کې و، چې خورو ورو ملتونو په بېلا بېلو ګروهو او عقایدو ژوند کاوه، یو شمېر مادي او له مبدأ نټي ول، یو شمېر پر طبیعت ورهاخوا ګروهن وو، یو شمېر د بوتانو پر نمانځنی اخته وو، یوې ډلې آسماني اجرام نمانځل او هغوی چې بوتان او اسماني اجرام نه نمانځل مجوسیت، یهودیت او نصرانیت ته ورمات وو.
بلخوا د فارس پاچا او د روم هر قل د کمزوریو ملتونو پر ښکیلاک، زبېښاک، جګړه او وژنې بوخت وو.
په دغسې یوه پېر کې د اسلام پېغمبر(ص)، پر غیبو او توحید باندې د ایمان بیرغ اوچت کړ او نړېوال یې د الله لمانځنې او د کفر و ظلم زولنو ماتولو ته راوبلل او د فارس، روم، غسان او حیره کبرجن پاچایان یې الله لمانخنې، د اسلام منلو، د الله دین ته غاړې ایښودنې او حق و عدالت ورتسلېمېدو ته راوبلل.
او د مجوسو له ثنویت (دوه ګونیتوب)، د نصاراوو له تثلیث (درې ګونیتوب)، خدا ی او پېغمبرانو ته د یهودو د ناروا تورونو او له پېړیو پېړیو راپاتې د ملتونو د جاهلیت له عاداتو او دودونو سره مقابلې ته راپاڅېد او پر نورو معجزو سربېره، قرآن یې د خپل نبوت برهان کړ او په قرآن یې پاچایان، د یهودو احبار، د نصاراوو قسیسین (شیخان) او ګرد سره بوتپالي سیالی ته راوبلل: ((وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ( بقره – ۲۳): او كه په هغه څه کې شكمن ياست، چې موږ پر خپل بنده [: استازي] نازل كړي، كه رښتيا وايئ (؛ نو لږ تر لږه) په څېر يې يو سورت راوړئ او (ددې کار لپاره) د الله پر وړاندې له خپلو ملاتړو مرسته وغواړئ. ))
ښکاره ده که دوی وس درلودای؛ نو له قرآن سره په سیالۍ کې یې ځنډ نه کاوه.
په فصاحت او بلاغت کې دپوهانو، شاعرانو او ویناوالو له شتون سره سره او داچې د عکاظ بازار یې د سیالۍ،ډګر کړی و او د سیالۍ وړونکی شعر یې په ویاړ د کعبې پر خونې ځړاوه؛ نو که دوی د مقابلې او سیالۍ وس درلودای؛نو ایا په سیالۍ کې یې چې د دوی د دنیا او دین وړل او بایلودل پکې وو څه کول؟
په پای کې یې بله چاره نه درلوده چې وینا یې په کوډو تعبیر کړي: ((إِنْ هَـذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِينٌ (مائده – ۱۱۰): دا بې له ښکاره کوډو بل څه نه دي))
او په دې پار ابوجهل په ولید بن مغیره (چې د عربانو د فصیحانو مرجع وه) پسې ورغی چې د قرآن په باب خپل نظر ووايي، ویې ویل: « فما اقول فیه فوالله ما منک رجل اعلم بالاشعار منی و لا اعلم برجزه منی ولا بقصیده و لا باشعار الجن والله ما یشبه الذی یقول شیئا من هذا، والله ان لقوله لحلاوة و انه لیحطم ما تحته و انه لیعلموا ولا یعلی. قال ابوجهل: والله لا یرضی قومک حتی تقول فیه: فدعنی حتی افکر فیه، فلما فکر، قال: هذا سحر یاثره عن غیره.[10]
ژباړه: ((و یې ویل: پکې څه ووایم؟ نو پر خدای قسم له تاسې تر ما څوک په اشعارو کې نه پوهېږي او نه د پېریانو په رجز، قصایدو او اشعارو، پر خدای قسم څه چې نوموړی وايي له دوی یو هم نه دی، پر خدای قسم، په یقین، خبرې او ویناوېې ډېرې خوندورې دي او هر ه خبره لټاړوي او په رښتوني چې هغه ډېر اوچت دی، او څه پرې نه وربرلاسېږی، ابوجهل وویل: پر خدای قسم، قوم در څخه هله خوښېږي، چې په غندنه کې یې یوه خبره وکړي. ولید بن مغیره وویل: ما پرېږده چې په دې باب غور وکړم، تر غور روسته یې وویل: دا کوډې دي چې له بله اغېزمنېږي او خبرېږي.))
پخپله دا، د قرآن د اعجاز پر وړاندې د تسلیمېدو دلیل دی؛ ځکه کوډې په عادي وزلو ترلاسه کېږي او د بشري وس له کړۍ وتلې نه دي، او په عربي ټاپو وزمې او ګاونډي هېوادونو کې پرېمانه تکړه کوډګر او پالیان وو، چې له قرآن سره د سیالۍ پر ځای یې په مال او مقام د حضرت(ص) په تطمیع پسې شول او چې اغېز یې ونه کړ په وژنې پسې یې راواخېسته.
۲- د قرآن ښیون
په هغه پېر کې چې یو شمېر پر طبیعت ورهاخوا ګروهن نه ول او پر هستۍ یې بې شعوره او بې درکه زمانه برلاسې ګڼله او هغوی چې پر طبیعت ورهاخوا ګروهن ول، د بېلابېلو بوتانو په بڼه یې معبودان نمانځل او هغوی هم چې اسماني دین درلود، داړول شویو کتابونو په لاسوند یې خالق د مخلوق په ځانګړنو انګېره او په داسې چاپېریال کې چې تاریخ د خلکو پر فکري، اندیز، اخلاقي او عملي ځوړتیا ګواه دی، یو نالوستی او استاد نالیدلی را پاڅېد او د بې لارېتوب د هر پاڼ پر وړاندې یې د ښیون او لارښوونې یوه لویه لار انځور کړه؛ بشر یې الله نمانځنې ته وباله، چې له هرې نیمګړتیا پاک دی، هر کمال او جمال ورمنسوب او هره ستاینه ورته ده او بې له هغه بل هېڅ معبود نمانځوړ نه دی، او تردې خورا اوچت دی چې پوله ورته وټاکل شي یا په یوه ستاینه (وصف) وستایل شي: «سبحن الله والحمدلله و لا اله الله و الله اکبر: الله له هرې نمګړتیا او د مخلوقاتو له ځانګړنو پاک دی، هره ستاینه الله ته ده، یوازې الله حق معبود دی او الله تردې اوچت دی چې په یوه ستاینه وستایل شي».
په هغې زمانې کې یې چې د معدود او عدد خالق او له ښځې او اولاد پاک، په تړښت، تثلیث، اړتیا او تولید تورن کړ او سیال یې ورته انګېره؛ خو قرآن الله تعالی له دې ګردو او هامو سپېڅلی او پاک کړ او په احدیت یې وستایه، چې له عقلي، وهمي او حسي تړښته پاک او نږه دی او هغه له هر جا او هر څیز مړه خوا دی؛ بلکې بې له هغه، هر څوک او هر څه ورته اړمن دي؛ عقلي او حسي ګرسره تولید او زوکړه ورمنسوبېدای نشي؛ بلکې موجودات یې په قدرت موجود او په ارادې او مشیت یې مخلوق دی او په ذات، صفاتو او افعالو کې سیال نه لري.
په قرآن مجید کې که څه هم په معرفت الله، اوچتو ځانګړنو او اسماء الحسنی کې له زرو ورهاخوا آیتونه شته؛ خو په یوې کرښې کې یې تدبر، ددې ښیون (هدایت) عظمت روښانوي:
«قل هوالله احد – الله الصمد- لم یلد و لم یولد – ولم یکن له کفوا احد»
«ووایه: هغه «الله» یو دی، الله پر ځان پوره او مړه خوا دی، نه یې څوک زیږولي او نه له چا زیږېدلی دی او هېڅوک یې سیال او ساری نه دی.»
د رسالت د اهل بیتو کلمات، د معرفت (او ښاندې) د زېرمو ګونجیګانې دي او په دوو احادیثو بسیاینه کېږي:
امام صادق(رح) ویلي: «ان الله تبارک و تعالی خلو من خلقه و خلقه فلو منه و کل ما وقع علیه اسم شی ما خلا الله عزوجل فهو مخلوق و الله خالق کل شی تبارک الذی لیس کمثله شئ: په یقین الله تبارک و تعالی له مخلوق تش او مخلوق له د ه تش دی [ یعنې په ذات او صفاتو کې د خدای او مخلوق تر منځ بینونت (بېلتون) دی او هډو د خالق او مخلوق تر منځ په هېڅ توګه ورته والی او شباهت نشته] او – بې له الله- هر څه ته چې شی ویل کېږي مخلوق دی او الله د هر څیز خالق دی او هېڅ یې په څېر نه دی[11]»
امام باقر(رح) ویلي: «کلما میزتموه با وهامکم فی ادق معاینه مخلوق مصنوع مثلکم مردود الیکم: څه چې په خپلو اوهامو، په دقیق ترینو ماناوو یې وپېژنئ، ستاسې په څېر مخلوق او مصنوع او درته مردود او ستون شوی دی.[12]»
په الهیه پوهاویو (معرفت) د قرآن د هدایت عظمت هله در معلومېږي چې د نوې او لرغونې زمانې د یهودو او نصاراوو اسماني کتابونو ته – چې د سل ګونو میلونونو یهودو او نصاراوو ګروهیزه پیلامه ده – مراجعه وکړئ. دلته یې څو بېلګې یادېږي.
د یهودیانو ځینې ګروهې
د تکوین (پیدایښت) سِفر (برخه)، دویم باب: «او پر اوومه ورځ خدای له ګردو چارو چې جوړ کړي وو،فارغ شو او پر اومه ورځ له خپلو ټولو جوړ کړیو چارو آرام شو؛ نو خدای اوومه ورځ مباکه او سپېڅلې کړه؛ ځکه ټولې چارې یې چې پنځولې او جوړې کړې….. پکې آرام شو او د خدای خدای، ادم ته امر وکړ:د باغ له ټولوونو بې ممانعته وخوره؛ خو نه د نېک و بدو د ښاندې (معرفت) له ونې، پام چې ونخورې؛ ځکه پر کومه ورځ یې چې ترې وخورې؛ نو په یقین به ومرې»
د تکوین (پیدايښت) سفر، درېیم باب: «اومار د بېدیا تر ګردو څاریو چې خدای جوړ کړي وو، هوښیار تر و، او ښځې ته یې وویل: ایا خدای رښتیا ویلي چې د باغ له ټولو ونو ونخورئ؟ ښځې مار ته ویل: د باغ له ونو میوه خورو؛ خو د باغ په منځ کې له ونې (یې نه خورو)، خدای وویل: چې مه یې خورئ اومه یې لمسوئ، هسې نه ومرئ. مار ښځې ته وویل: په یقین و به نه مرئ؛ بلکې خدای پوهېږي پر کومه ورځ یې چې وخورئ،سترګې به مو پرانستل شي او د خدای په څېر به پر نېکو او بدو پوه شئ او داچې ښځې ولیدل، دا ونه خوراک ته ښه ده او په نظر خوش نما، زړه راښکونې او د پوهې زیاتونې (دانش افزا) ونه ده؛ نو دده مېوه یې راونیوه ویې خوړه او خپل مېړه ته یې هم ورکړه او ویې خوړه. بیا د دواړو سترګو وازې شوې او پوه شول چې بربنډ دي؛نو د انځیر پاڼې یې سره ونښلولې او ځانونو ته یې سترونه جوړ کړل او د خدای د خدای اوازونه یې واورېدل چې د غرمني نسیم د لګېدو پر مهال په باغ کې ګرځېده او آدم او ښځې یې ځانونه د خدای د خدای له حضوره د باغ په ونو کې پټ کړل او د آدم د خدای خدای غږ کړ: چېرې یې؟ ویې ویل: داچې په باغ کې مې ستا غږ واورېد وډار شوم؛ ځکه بربنډ یم؛ نو ځان مې پټ کړ. ویې ویل: چا پوه کړې چې لغړ یې ؟ ایا له هغې ونې مې چې منع کړې وې ویې نخورې، ودې خوړه….»
د همدې باب په ۲۲ آیت کې راغلي:« او د خدای خدای وویل: په یقین انسان له موږه د یوه په څېر شوی، چې پر نېک و بد پوه شوی، دادی هسې نه خپل لاس وغځوي او د ژوندون له ونې هم ونیسي، وخوري او تر ابده ژوندی پاتې شي».
د شپږم باب، په ۶ او ۷ آیت کې راغلي دي: « او خدای پر ځمکه د انسان له جوړولو پښېمانه شو او په زړه کې خپه شو او خدای وویل: انسان مې چې پیدا کړی د ځمکې له مخې یې محو کوم انسان، څاروي، حشرات، خځنده او د هوا مارغان؛ ځکه له جوړولو یې خپه شوي یم».
اوس (د تورات) په دې آیتونو کې ځینو اړخونو ته اشاره کېږي:
الف: متعال خدای، بشر پنځولی او عقل یې ورکړی، چې ښه او بد وپېژني او دا یې پوهې او ښاندې (علم و معرفت) ته پیدا کړی؛ نو څنګه یې د ښو او بدو له ښاندې نهې کوي؟!
او د قرآن ښیون دادی:
((قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ (زمر – ۹): (ووايه: ((ايا پوهان او ناپوهان سره برابر دي؟! (هېڅکله نه) يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي.))))
((إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِندَ اللّهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لاَ يَعْقِلُونَ(انفال- ۲۲): په رښتیا د الله پر وړاندې ناوړه خوځنده هغه كاڼه او ګونګيان وګړي دي، چې له عقله پلي دي.))
علم، پوهې، معرفت،ښاندې، تعقل، اندنې او تدبر ته په هڅونې کې ډېر قرآني آیتونه شته چې په دې لنډ بحث کې نه ځاییږي.
ب: څوک چې وايي، که د نېک و بدو له ونې وخورې وبه مرې او آدم او ښځه یې خوري او نه مري، یا پوهېږي چې نه مري؛ نو دروغجن دی او یا نه پوهېږي؛ نو ناپوه دی؛ او دروغجن او ناپوه څنګه د خدای له نامې سره ښايي؟!
تردې لا هېښنده چې مار، آدم او ښځه یې د نېک و بدو د ښاندې له ونې په ګټنې هدایتوي او دواړو ته د خدای دروغ او د خدای ساختګي چل ول ور ښکاره کوي؟!
خو د الهي پوهې او علم په تړاو د قرآن د ښیون بېلګې دادي:
((يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء (بقره – ۲۵۵): الله په خپل پراخ علم د خلکو له اوسني او راتلونکي برخلیکه باخبر دی ( او علم ته يې تېر او راتلونكی يو شان دی) او څوك يې له علمه نه خبرېږي؛ خو داچې پخپله (یې) وغواړي.))
((لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ (سبا – ۳): د ذرې هومره ترې څه نه پټېږي))
(( إِنَّمَا إِلَهُكُمُ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَسِعَ كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا (طه – ۹۸): بېشكه معبود مو يوازې الله دى، چې بې له ده معبود نشته او پوهه يې پر هر څه خپره ده.))
((قُلْ أَنزَلَهُ الَّذِي يَعْلَمُ السِّرَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّهُ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا (فرقان – ۶): ووايه: (( دا (كتاب) هغه چا رانازل كړى، چې د اسمانونو او ځمكې پر خوالو پوهېږي؛(ځکه) چې هغه مهربان بښونكى دى.))))
(( لاَ جَرَمَ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِينَ (نحل – ۲۳): بېشکه الله پوهېږي، څه چې پټوئ او څه چې ښكاره كوئ (او) په حقيقت کې الله سرغړاندي نه خوښوي. ))
((هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ (حشر – ۲۲): دی هغه الله دى، چې بې له ده معبود نشته، پر پټو او ښكاره وو پوه دى، هغه لوراند (او) لورين دى. ))
ج: کوم محدود موجود چې آدم د باغ په ونو کې ورکوي او وايي: چېرې یې؟ چې د آدم په غږ یې پیدا کړي او د باغ ونې یې د لیدو خنډېږي؛ نو څنګه رب العالمین (نړی پال)، عالم السرو الخفیات (پر پټو او ښکاره پوه) او د کون و مکان خالق (پنځګر) او پر ځمکې او اسمان راچاپېروي؟!
او د قرآن د هدایت بېلګه داده:
((وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ (انعام- ۵۹): او (له حسه) د پټو (سرچينو) کونجيانې يوازې له ده سره دي، چې بې له ده بل څوك پرې نه پوهېږي او څه چې په وچه او سمندر كې دي،خداى پرې پوه دى او هره پاڼه، چې رالوېږي،پر هغې (هم) پوه دى او هر دانه، چې د ځمكې په تپو تيارو كې پټېږي او ټول لامده او وچ په څرګند كتاب [: د الله د علم په كتاب ] كې ليكل شوي دي. ))
د: توحید ته د ښیون او د خدای د تنزیه پر ځای: «لیس کمثله شئ و هو السمیع البصیر: په څېر یې کوم څېر یې کوم څیز نشته او دا اورېدونکی او لیدونکی دی» (شوری – ۱۱) شرک او تشبیه ته یې ورماتوي او وايي:
«…خدای وویل، بېشکه انسان له موږه دیوه په څېر شوی چې پر نېک و بدو پوه شوی…»
ه: پر خدای تور ورتړي چې د آدم له پنځونه پښېمانه شوی او د خپل کار له پای ناخبره و؛ نو پر خدای د ناپوهۍ تور ورتړل بشر ته د خدای د رالېږل شوي اسماني کتاب له لارښوونو سره څنګه سازګارېدای شي؟!
او د قرآن ښیون دادی:
((أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ (ملک – ۱۴): ايا هغه چې (ژوي) پيدا كړي، له حاله يې خبر نه دى؟ سره له دې، چې هغه پخپله ووړوينى (او) ښه باخبر دى.))
((وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ (بقره – ۳۰): (هغه وخت درياد كړه) چې پالونكي دې پرښتو ته وويل: ((په حقيقت کې پر ځمكه د ځايناستي گومارونکى يم.)) (پرښتو) وويل:(( (پالونكيه!) ايا داسې څوك ټاكې، چې فساد او وينه تويه كړي؟ (؛ ځكه تر آدم مخكې ځمكني موجودات پر فساد او وينه تويېدنه ككړ ول، كه ددغه انسان له پنځونې موخه عبادت وي)؛ نو موږ (خو) دې په ستايلو پاکي وايو او (له هرې نیمګړتیا دې) سپېڅلى ګڼو.)) (پالونکي) وويل: (( په رښتینه کې، پر څه چې پوهېږم، تاسې نه پرې پوهېږئ.)) ))
و – خدای ته یې غم، خپګان او تأسف ورمنسوب کړی چې د جسمیت، ناپوهۍ او بېوسی له لوازمو دی؛ خو د قرآن هدایت دادی:
((سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ.لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ.هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ.(حدید: ۱، ۲، ۳ آیتونه): څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، الله په پاكۍ ستايي او هغه ناماتى حكيم دى. د اسمانونو او ځمكې واکمني يوازې د ده ده، ژوندي كول او مړه كول كوي او هغه پر هر څه قادر دى. دی ړومبی، روستى، ښكاره او پټ دى او دی پر هر څه ښه پوه دى. ))
د مسیحیانو یو شمېر ځانګړې ګروهې
دیوحنا رسول لومړی رساله،پینځم باب: « څوک چې ایمان لري چې عیسی مسیح دی، له خدایه زیږېدلی او څوک چې له والد (پلار) سره مینه کوي له زیږېدلي سره یې هم مینه کوي…. یوازې هغه پر دنیا غلبه کړای شي چې ایمان لري، عیسی د خدای زوی دی، دا هماغه دی چې په اوبو او وینو راغی؛ یعنې عیسی میسح نه یوازې په اوبو؛ بلکې په اوبو، وینې او روح دی، هغه چې شهادت ورکوي؛ ځکه روح حق دی، ځکه درې دي چې شهادت ورکوي؛ یعنې روح، اوبه او وینه او دا درې یو دي».
یوحنا انجیل لومړی باب، له لومړي آيته: «په پېل کې کلمه وه او کلمه له خدای سره وه او کلمه خدای و، هماغه په پيل کې له خدای سره وه، هر څه په همده وپنځول شو او بې له دې له موجوداتو کوم څيز پیدا نه شو، په هغه کې ژوندون او ژوندون د انسان رڼا وه او رڼا په تیاره کې ځلېږي او تیارې دا ونه مونده، د خدای له لوري یو څوک راولېږل شو، چې نامه یې یحیی و، دا شهادت ته راغی، چې پر رڼا ګواهي ورکړي، چې ټول د همده له لارې ایمان راوړي، دا هاغه رڼا نه وه؛ بلکې راغی چې پر رڼا شهادت ورکړي، دا رڼا یو حقیقت و، چې هر انسان منوروي، او په نړۍ کې راتلونکی و، دا په نړۍ کې و او نړۍ د همدې له لارې پیدا شوه او نړۍ نوموړوې ونه پېژانده، خپلو ځانګړو ته ورغی او ځانګړو یې ونه پېژانده؛ خو هغوی چې نوموړی ومانه، قدرت یې ورکړ، چې د خدای اولاد شي؛ یعنې څوک یې چې په نامې ایمان راوړي چې نه له ویني او نه د تنې له هیلې او نه د خلکو له هیلې؛ بلکې له خدایه وزیږېدل او د جسم کلمه او په موږ کې میشت شول، له فیض، برکت، رښتینتوب او جلال ډک مو ولیدل، یو ښکلې جلال د پلار ایکي یو زوی.»
یوحنا انجیل شپږم باب، له ۵۱ آیته: «زه یم هغه ژوندۍ ډوډۍ چې له آسمانه نازله شوه، که څوک له دې ډوډۍ وخوري تر ابده به ژوندی پاتې وي او کومه ډوډۍ چې زه ورکوم زما تنه ده چې دنړۍ د ژوندون په پار یې ورکوم؛ نو یهودیانو یو له بله سره شخړه وکړه، ویل یې: داسړی څنګه خپله تنه راکولای شي چې ویې خورو، عیسی ورته وویل: آمین آمین درته وایم که د انسان د زوی تنه ونه خورئ او وینه یې ونه څښئ، ژوندون نه لرئ، چاچې زما تنه وخوړه او زما وینه یې وڅښله همېشنی ژوندون لري او پر روستی ورځ به یې راپاڅوم؛ ځکه تنه مې حقیقي خوړونې او وینه مې حقیقي څښونې ده،نو چې څوک مې تنه خوري او وینه مې څښي په ما کې پاتېږي او زه به په ده کې، لکه چې ژوندي پلار راولېږلم او زه په پلار ژوندی یم، همدا راز څوک چې ما وخوري، دا هم راسره ژوندی کېږي».
یوحنا انجیل دویم باب له ۳ آیته: «او چې شراب تمام شو، د عیسی مور ورته وویل: شراب نه لري،عیسی ورته وویل: ای ښځې زما درسره څه کار دی، تر اوسه مې ساعت رارسېدلی نه دی، مور یې نوکرانو ته وویل: څه چې درته وايي ویې کړئ، او هلته یې د یهودو د سپېڅلتیا له مخې شپږ کوزې ایښې وې چې هرې یوې د دوو یا درېیو کیل ګنجایش درلود، عیسی ورته وویل: کوزې له اوبو ډکې کړئ او تر مورګو یې ډکې کړې؛ نو دوی ته یې وویل: اوس یې پورته کړئ او د غونډې مشر ته یې یوسئ، همدا کار یې وکړ او داچې د غونډې مشر هغه اوبه چې شراب شوي و وڅښلې او پوه نشو چې له کومه ځایه وې؛ خو کومو نوکرانو چې اوبه راایستې وې پوهېدل، د غونډې مشر زوم ته ورمخ کړ، ورته یې وویل: څوک چې لومړی ښه شراب راوړي او چې نشه شي ترې بدتر؛ خو تا تر اوسه ښه شراب ساتلي او دا د هغو معجزاتو پیل دی چې له عیسی په قاناني جلیل کې رادبره شوه او خپل جلال یې ښکاره کړ او زده کړیالانو یې ایمان پرې راووړ».
اوس په دې آیتونو کې، ځینو اړخونو ته یې اشاره کېږي:
الف: پر تثلیث ګروهه د نصاراوو له ګروهېزو آرونو ده، چې پرې یوه خوله دي. بلخوا د یوحنا انجیل او لسم باب، درېیم آیت وايي: « او همېشنی ژوند دادی چې تا حقیقي واحد خدای او عیسی مسیح چې دې رالېږلی وپېژني».
داچې پر «اقانیم ثلاثه» د دوی ګروهه یو جوت آر دی او داچې په یوحنا انجیل کې خدای په حقیقي وحدت یاد شوی – لکه چې د یوحنا په لومړی رساله کې یاد شوی « چې درې واڼه یو دي» – چاره یې ونه لیده چې توحید او تثلیث سره یو ځای کړي او ووايي: حقیقة ځانګړي دي او حقیقة یو دي.
او په دلایلو دا ګروهه باطله ده چې ځینو ته یې اشاره کېږي:
۱- داعدادو مرتبې – لکه یو او درې – ضدین دي او د ضدین یوځای کېدل محال دي، څنګه شونې ده چې یو، درې وي او په عین حال کې درې واڼه، یو وي.
۲- پر تثلیث ګروهه، پر پینځو خدایانو د ګروهې لازمه ده او همدغسې لایتناهي پر شمېر ورزیاتېږي- لکه چې د توحید په بحث کې وویل شو – نوځکه میسحیان چاره نه لري چې پر لایتناهي خدایانو ایمان راوړي.
۳- تثلیث د تړښت (ترکیب) لازمه ده او ترکیب د اجزاوو او د اجزاوو د ترکیبوونکی د احتیاج لازمه ده.
۴- پر تثلیث ګروهه په مخلوق، د خالق د عدد یادونه ده؛ ځکه عدد او معدود دواړه مخلوق دي او الله پاک له معدود والي ان له عددیه وحدته هم پاک دی: ((لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ ثَالِثُ ثَلاَثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَـهٍ إِلاَّ إِلَـهٌ وَاحِدٌ وَإِن لَّمْ يَنتَهُواْ عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (مائده – ۷۳): هغه خلك په يقين كافر شول، چې ويې ويل: ((په رښتینه کې (له) درېيو(خدايانو) درېيم يې ((الله)) دى)) (حال دا) بې له ((الله)) بل ((معبود)) نشته او كه دوى له خپلو ويناوو وا نه ووښتل؛ نو هرومرو كافرانو ته به يې (چې پر همدې ګروهه ټينګ درېږي) دردناك عذاب ورسي.))
او دوی په ډاګه عیسی د خدای زوی وباله؛ خو قرآن وویل: ((مَّا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلاَنِ الطَّعَامَ انظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الآيَاتِ ثُمَّ انظُرْ أَنَّى يُؤْفَكُونَ(مائده – ۷۵): مسيح د مريمې زوى يوازې (د الله) استازی و، چې په يقين مخكې ترې (نور) استازي (هم) تېر شوي وو او مور يې ډېره رښتينې وه، دواړو [د نورو انسانانو په څېر] خواړه خوړل (؛ نو څنګه د مسيح د الوهيت دعوا كوئ او مريم نمانځئ؟!) وګوره چې څنګه (د توحيد او د عیسی د عبودیت) دلايل ورڅرګندوو! بيا وګوره، چې څنګه (له حقه) اړول كېږي!. ))
او د «کانا یاکلان الطعام» غونډله دې ته اشاره ده، هغه موجود چې طعام (خوړو) – چې مجذوب او مدفوع دی – ته اړمن دی د نمانځې وړ نه دی.
ب: پردې ګروهه چې عیسی کلمه و او د خدای کلمه وه او هغه کلمه چې خدای و، د ې نړۍ ته راغله او جسم شو، ډوډوۍ شوه او د خپلو لارویانو له غوښې او وینې سره یوه شوه او ړومبی معجزه چې ترې راووته، دا وه چې اوبه یې شراب کړې او څوک چې د عقلونو تکمیل ته راغلی، اعجاز یې د نشې او د عقل د زوال لامل شو؛ نو ایا له کوم عقل او منطق سره اړخ لګوي؟!
ج: بلخوا عیسی یې خدای وباله او بلخوا د دویم سموئیل کتاب په یولسم باب کې یې د اوود پېغمبر تورن کړی چې له مړوښې سره یې زنا کړې او ترې دوه ځانې شوې، بیا یې دده مېړه جګړې ته ولېږه او لښکر مشرته یې ولیکل چې دا سړی سختي جګړې ته ورمخ او شایې تشه کړئ، چې ولګي او ومري او په دې توګه یې ښځه خپل کورته راوسته او په متی انجیل لومړي باب کې یې د عیسی ځوځات دې واده ته ور رسولی او داوود پېغمبر؛ د زبور کتاب خاوند یې په دغسې یو جنابت تورن کړی دی.
د قرآن هدایت و چې الله پاک نړۍ له دې اوهامو نږه کړه، کومو تفریطي کسانو چې پر عیسی بن مریم ګروهه درلوده چې حرمونی دی او هغه افراطیانو چې دا یې د خدای زوی باله، له دې تورونو یې نږه کړ او ویې ویل: ((وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مَرْيَمَ إِذِ انتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِيًّا (مریم – ۱۶): او په دې آسماني کتاب کې د مریمې (قصه) در یاده کړه، چې کله له خپلې کورنۍ بېله شوه او ( د بیت المقدس) په ختیځ کې ګوښه شوه.))
تردې چې ویې ویل: ((قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا (مریم – ۳۰): و یې ویل: بېشکه دخدای بنده یم، کتاب یې راکړ او پېغمبر یې کړم.))
او د داوود (ع) سپېڅلتیا یې تردې ورسوله چې وې ویل: (( انا جعلناک خلیفه فی الارض (ص – ۲۶): داووده! په رښتینه کې موږ ته په ځمكه كې ځايناستى (او خپل استازى) كړى يې!))
او خاتم پېغمبر(ص) ته یې وویل: ((اصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَاذْكُرْ عَبْدَنَا دَاوُودَ ذَا الْأَيْدِ إِنَّهُ أَوَّابٌ(ص – ۱۷): په خبرو يې صبر وكړه او زموږ ځواكمن بنده داوود درياد كړه، چې هغه ډېر توبه ګار و.))
دا د الله پاک په معرفت (او ښانده) کې د قرآن د هدایت بېلګه وه.
د انسان په نېکمرغۍ کې د قرآن مجید د ښوونو بېلګه هم دغسې ده: د زور، زر، خېل، نژاد، رنګ، پوټکي د امتیازاتو پر وړاندې یې د غوراوۍ کچه انساني کمالات ښوولي دي: ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (حجرات – ۱۳): خلكو! په رښتینه كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځېنه پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د الله پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا الله پوه (او له هر څه) خبر دى.))
د مسکراتو په څښاک فاسد افکار او د جوارۍ او ربا په دودولو ناروغ اقتصاد یې په دې آیتونو ورغاوه: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (مائده – ۹۰): مؤمنانو! شراب، جواري، بوتان او ازلام [: يو ډول بخت ازمېيل] (دا ټول) ناولي (او) شيطاني چارې دي؛نو ځان ترې وساتئ، چې بریالي شئ. ))
(( وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا (بقره – ۲۷۵): حال دا الله راكړه وركړه “بيع” روا او “ربا” ناروا كړې ده ))
((وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ (بقره – ۱۸۸): او تاسې په خپلو منځونو كې يو د بل مال په (ناحقه او) ناروا مه خورئ ))
د بنیادم روح یې په دې آیتونو بیمه کړ:
(( وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ (انعام – ۱۵۱): او هغه نفس (انسان) مه وژنئ، چې الله (یې) وژل حرام کړي؛ خو پر حق (او د استحقاق له مخې).))
(( وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا (مائده- ۳۲): او څوك چې يو انسان له مرګه وژغوري؛ لكه چې ټولو خلكو ته يې ژوند وربښلى وي ))
پر لاس لاندیو یې د لاسبرو د ظلم او تیري مخ ډپ کړه او ټولو خلکو ته یې د عدل و احسان ورپرانست:
((فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُواْ عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ (بقره – ۱۹۴): او که (په ټوليزه توګه) چا پر تاسې تېرى وكړ؛ نو ورته تېرى پرې وكړئ.))
((وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ (قصص – ۷۷): او لكه الله چې درسره ښېګڼه كړې ده، ته هم ښېګڼې كوه او هېڅكله پرځمكه د فساد په لټه كې مه وسه. ))
((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ (نحل – ۹۰): په رښتینه كې الله د عدل، ښېګڼې امر كوي. ))
او هغه مهال چې له ښځو سره د څاروی په څېر چلېدل ویې ویل:
((وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ (نساء- ۱۹): مؤمنانو! او په ښه توګه ژوند ورسره وکړئ. ))
(( وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ (بقره – ۲۲۸): او پر ((مړونو)) د مېرمنو په ښه توګه داسې (حقوق) دي؛ لكه د مړونو چې پر ((مېرمنو)) دي. ))
او د هر ډول خیانت مخه یې ونیوه ویې ویل:
((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ (نساء – ۵۸): په رښتيا الله امر درته كوي، چې امانتونه خپلو خاوندانو ته وسپارئ او چې كله د خلكو ترمنځ منځګړتوب كوئ؛نو په عدالت يې وكړئ))
پر ژمنه وفایې د ایمان نښه وګڼله ویې ویل:
((وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ (مؤمنون – ۸): مؤمنان هغوی دي چې د امانتونو او خپلو ژمنو رعایت کوي ))
((وَأَوْفُواْ بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْؤُولاً (اسراء – ۳۴): او پر(خپلو) ژمنو وفا وكړئ، چې د ژمنې پوښتنه كېږي.))
او امت یې په[ (بقره – ۲۶۹ آیت: يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاء وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ: (د الله) چې چا ته خوښه شي (او وړ يې وګڼې) پوهه او حكمت وركوي او چا ته چې پوهه وركړه شي؛ نو بېشکه ستر خير يې وركړى دى او( له دې حقايقو) يوازې عقلمن پند اخلي. )) ] داسې د ناپوهۍ، سفاهت او کمعقلی له ذلته وژغوره چې په نړۍ کې د علم او حکمت بیرغچیان شول.
خپلو لارویانو ته یې پر هر ښه چار کولو امر وکړ او له هر بدچار کولو یې منع کړ، طیبات او پاک یې ورته حلال او خبائث او ناولي یې پرې ور حرام کړل. او له هغو ځنځیرونو او زولنو یې ازاد کړل چې ځانونه یې پکې ښکېل کړي وو: ((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (اعراف – ۱۵۷): (نو نن دا رحمت) د هغوى (په برخه دى) چې (د الله) د استازي،”اُمي” پېغمبر لاروي كوي، چې (نامه او ځانګړنې) یې په تورات او انجيل كې ورسره ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر، چې) د غوره چارو (پر ترسره كولو) امر ورته كوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، پاك څيزونه ورته حلالوي او ناپاكه ورباندې حراموي او (له اوږو او غاړو) یې درانه پېټي او بندیزونه (او تړونونه) لرې كوي؛ نو هغوى چې په دې پېغمبر يې ايمان راوړى، درناوى يې کوي او مرسته ورسره کوي او په هغې رڼا پسې ځي، چې ورسره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي.)) ))
پر نېکیو امر او له بدیو منع یې دګردو مؤمنو نر او ښځو دنده وګرځوله چې د حقه عقایدو، اخلاقي ښېګڼو اوصالح کړنو په تړاو د معروفاتو کړۍ پراخ او د پاطلو ګروهو، اخلاقي رذایلو اوفاسدو کړنو په تړاو د منکراتو کړۍ را تنګه کړي:
((والمؤمنون و المؤمنات بعضهم اولیا بعض……(توبه – ۷۱): او مؤمنان او مؤمنانې يو د بل دوستان دي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي، لمونځونه كوي، زكات وركوي او د الله او استازي يې اطاعت كوي، ژر به الله خپل رحمت پرې ولوروي، په رښتيا الله ناماتى حکيم دى.))
بلخوا یې وویل:((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ.كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ(صف ۲- ۳ آیتونه): مؤمنانو! ولې هغه څه وايئ، چې نه يې كوئ؟! دا د الله پر وړاندې ډېره بده خبره ده چې څه ووايئ (؛ خو) نه یې كوئ!))
او په دې دوو آیتونو یې هر وګړي ته حکمت، عفت، مړانه، په ټولو چارو کې عدالت او د ګردو انساني فضایلو درلودونکي ټولنې ته د ور رسېدو لار ور وښووه.
دا د انسان د دنیوي او اخروي نېکمرغیو په اړه د قرآن د سپارښتنو یوه بېلګه ده.
۳- د قرآن غیبي خبرونه
څوک چې تر قیامته د بشر د هدایت لپاره د رسالت ادعا لري؛ نو خورا ستونزمن چار ورته د ګاندې په باب خبرونه دي، چې باید میلیاردیمه برخه د تخلف اوسرغړونې احتمال پکې نه وي؛ ځکه د دین بنسټ یې پرې نړېږي؛ نو بایدچوپه خوله وي او که ومولیدل چې په خورا ډاډ د راتلونکیو چارو په اړه خبرې کوي او ویلي یې عملي کېږي؛ نو خبرونه یې له غیبو سره په اړیکه کې دي. د قرآن ځینې غیبې خبرونه دادي:
الف – د روم تر مغلوبېدو روسته یې دبریا خبر:
((الم.غُلِبَتِ الرُّومُ.فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ (روم: ۱، ۲، ۳ آیتونه): الف، لام، ميم رومیان مغلوب شول [: (د) روميانو (امپراطوري فارسیانو) ماته کړه.] (او دا ماتې) په ډېر نژدې هېواد كې (درته) وه؛ خو دوى به تر(دې) ماتې روسته ژر بريالي شي…))
او دا خبر په هغې زمانې کې و، چې چا د فارس ماتې او د روم بریا نه انګېرله، لکه چې په تاریخي کتابونو کې لیکل شوي دي.
ب- مکې ته د آن حضرت (ص) راستنېدا:
((إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ (قصص – ۸۵): بېشكه چا چې د قرآن [احکام] درباندې فرض كړي، هرومرو دې خپل ټاټوبي [مکې] ته ورستنوي))
ج – د ان حضرت (ص) وژنې ته د منافقینو دسیسه او د ساتنې خبر یې:
((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ (مائده- ۶۷): او [د خدای] استازیه! څه چې ستا د پالونكي له لوري درنازل شوي، (ټول يې خلكو ته) ورسوه او كه داسې و نه کړې؛ نو د ده پيغام دې نه دى رسولى او الله دې د خلكو (له احتمالي زيانونو) ساتي.))
د- د مکې د سوبې خبر او مسجدالحرام ته د مسلمانانو ورننووتل او د دوی روحي او جسمي ځانګړنې:
((لَقَدْ صَدَقَ اللَّهُ رَسُولَهُ الرُّؤْيَا بِالْحَقِّ لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ إِن شَاء اللَّهُ آمِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُؤُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ لَا تَخَافُونَ (فتح – ۲۷): په يقين، الله د خپل استازي حقیقي خوب رښتيا کړ: كه الله وغواړي؛ نو هرومرو به په پوره امنيت او ډاډ مسجدالحرام ته ورننوځئ، حال دا د سر وېښتان به مو خرېيلي يا لنډ كړي وي او (له هېچا به) نه ډارېږئ. ))
ه- له تبوک غزا نه تر راستنېدو روسته د منافقینو په باب دا آیت نازل شو:
(( فَقُل لَّن تَخْرُجُواْ مَعِيَ أَبَدًا وَلَن تُقَاتِلُواْ مَعِيَ عَدُوًّا (توبه –۸۲): ورته ووایه: تاسې هېڅکله راسره وتلای نشئ او نه مې په ملاتړ له کوم دښمن سره جنګېدای شئ))
او هماغسې وشول چې آیت خبر ورکړی و.
و – په بدر غزا کې چې کفار پر خپل جمعیت اوډېروالي پڅمن وو او خپله بریا یې جوته ګنله، دا آیت نازل شو:
((أَمْ يَقُولُونَ نَحْنُ جَمِيعٌ مُّنتَصِرٌ.سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ (قمر: ۴۴ او ۴۵): يا وايي: موږ يو موټى او غښتلې ډله يو، چې ځانونه به وژغورو؟! (خو پوه دې شي، چې) ژر به دا ډله ماته وخوري او وبه تښتي! ))
ز: د خیبر له سوبې او مسلمینو ته دولجو تر لاسه کولو مخکې او په داسې وخت کې چې د فارس او نورو هېوادونو پر زېرمو لاسبري یې په یادونو او خاطرو کې نه تېرېده، دا آیتونه نازل شول:
((لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا.وَمَغَانِمَ كَثِيرَةً يَأْخُذُونَهَا وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا.وَعَدَكُمُ اللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةً تَأْخُذُونَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هَذِهِ وَكَفَّ أَيْدِيَ النَّاسِ عَنكُمْ وَلِتَكُونَ آيَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ وَيَهْدِيَكُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا.وَأُخْرَى لَمْ تَقْدِرُوا عَلَيْهَا قَدْ أَحَاطَ اللَّهُ بِهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا(فتح: ۱۸، ۱۹، ۲۰ او ۲۱ ): په رښتيا، الله له مؤمنانو هغه وخت خوشحاله شو، چې تر ونې لاندې يې بیعت درسره وكړ؛ نو (الله) پوه شو، چې په زړونو كې يې څه دي؛ نو ځكه يې پرې ډاډ راښكته كړ او په بدل كې يې ((نژدې بريا)) ورپر برخه كړه؛ او (همداراز) ډېر غنیمتونه به ونيسي او الله ناماتى حكيم دى. او الله د ډېرو غنیمتونو ژمنه درسره كړې، چې ترلاسه به یې كړئ؛ نو ژر یې دا (غنیمتونه) دركړل او د خلكو (د تېري) لاسونه يې درنه لنډ کړل او چې مؤمنانو ته يوه نښه شي او سمه لار دروښيي. او همداراز نور (غنیمتونه او برياوې مو په برخه كوي)، چې تر اوسه مو ترلاسه کړي نه دي، چې په يقين، الله پرې راچاپېر دى او الله پر هر څه وسمن دى. ))
ح: چې کله یې زوی ومړ، عاص بن وائل وویل: په یقین محمد ابتر دی، زوی نه لري چې قائم مقام ( او ځایناستی) یې وي، او چې ومړ، یاد به یې پرې شي، نو کوثر سورت نازل شو:
« إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ:په حقيقت كې موږ كوثر [= خير او ډېر بركت ] دركړ. نو خپل پالونكي ته دې نمونځ وكړه او قرباني وكړه. [ځكه] چې يوازې ستا كينه كښ (دښمن) بې سټې دى !»
او په دې توګه یې خبر ورکړ چا چې آن حضرت(ص) ابتر بللی، چې ځوځات به یې مخ پرځور شي؛ خو ځوځات به یې پاتې شي[13].
۴- د پیدايښت په خوالو راچاپېرتیا
په هغې زمانې کې چې بشري پوهې آسماني اجرام بسیط ګڼل او خوځښت یې پکې نه انګېره، قرآن مجید په مدارونو کې د ستوریو له حرکته خبر کړو:
((لَا الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ(یس- ۴۰): نه د لمر په وس كې ده، چې سپوږمۍ راګېره کړي او نه شپه پر ورځې راړومبۍ کېدونکې ده او دا هر يو په (خپل خپل) چورلیځ كې لامبو وهي. ))
په هغه پیر کې چې د څېزونو د جوړو د عمومي قانون په اړه څه خبره نه وه، ویې ویل: ((وَمِن كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ(ذاریات – ۴۹): او له هر څيز مو دوه ګونې جوړې (نر-ښځه) پيدا كړې، ښايي پند واخلئ.))
او په هغه وخت کې چې په نورو کراتو کې د کوم ځخنده د شتون خبره نه وه، ویې ویل: ((وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِن دَابَّةٍ وَهُوَ عَلَى جَمْعِهِمْ إِذَا يَشَاء قَدِيرٌ(شوری- ۲۹): او (د ځواک) له نښو ځنې یې د اسمانونو او ځمكې پنځون او په دې دواړو كې د (هر ډول) خځنده وو خپرول دي او چې وغواړي پر راغونډولو يې وسمن دى. ))
همدا راز په باد لګېدو یې په نر څاځکي د ښځینه دوه ځانیتوب خبره وکړه:
((وَأَرْسَلْنَا الرِّيَاحَ لَوَاقِحَ (حجر- ۲۲): موږ (د ورېځو او بوټو) د بلاربېدو لپاره بادونه لېږلي دي.))
او په هغې زمانې کې چې اسماني اجرام یې بسایط او د دوی پنځون یې له ځمکنېزو اجرامو بېل ګڼل او د هستۍ له نښلون او بېلتانه ځنې خبر نه ول، ویې ویل: ((أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا (انبیاء- ۳۰): ايا كافران نه پوهېږي، چې اسمانونه او ځمكه سره نښتي ول، بيا مو بېل كړل))
او په هغې زمانې کې چې بشر د هستۍ له پرخوالی ناخبره و، ویې ویل: ((وَالسَّمَاء بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ(ذاریات – ۴۷): او اسمان مو په (خپل) قدرت سره جوړ كړى او تل يې پراخوو.))
او په هغه پېر کې چې پوهانو د فلکي اجسامو نښلون نه انګېره او چا په دوی کې د انسان نفوذ نه انګېره، دا آیت نازل شو: ((يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ إِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَن تَنفُذُوا مِنْ أَقْطَارِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ فَانفُذُوا لَا تَنفُذُونَ إِلَّا بِسُلْطَانٍ(رحمن- ۳۳): د پېريانو او انسانانو ډلې! كه كړاى شئ، د اسمانونو او ځمكې له پولو تېر شئ؛ نو تېر شئ، تېر به نشئ؛ خو (په پوره) ځواک.))
د کایناتو په خوالو کې د آیتونو شتون – چې یوه برخه یې وویل شوه – راښیي چې دا کتاب د متعال خالق له لوري نازل شوی دی.
۵- د قرآن جاذبه
هر منصف انسان چې د قرآن له ژبې سره اشنا وي، منښته کوي چې په قرآن کې داسې روح او جاذبه ده، چې که هره خبره د بلاغت د ماناوو، بیان او بدیع په تول پوره وي؛ بیا هم د قرآن په تړاو لکه مصنوعي ګل، طبیعي ګل ته او د انسان مجسمه ساکښ انسان ته.
۶- په قرآن کې د اړپېچ نشتون
شک نشته چې انسان د اندیز تکامل له امله، کړنې او ویناوې به یې یکنواخته او یورنګه نه وي او د هر پوه علمي آثار د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې اختلاف پیدا کوي، که څه په یوه فن کې کارپوه وي او د افکارو د تمرکز او راټولېدو وزلې هم ورته چمتو وي؛ ځکه د فکر په ادلون بدلون، اثار یې هم اوړي. قرآن یو کتاب دی چې بېلابېل فنون – مبدأ، معاد، د آفاق او انفس آیتونه، له خالق او مخلوق سره د انسان اړیکه، وګړیزې او ټولنېزې دندې، د تېرو امتونو قصې او د انبیاوو حالات- رانغاړي، سره له دې چې په مکې کې مشرکینو د فکري اندېښمنی ټولې وزلې کارولې،له کفارو سره جګړې او په مدینې کې د منافقینو ټکۍ برګۍ؛ خو له دې ټولو خنډونو سره سره، د یوه نالوستي او استاد نالیدلي له خولې لوستل کېده.
ددې ګردو عواملو په پامنیوي، طبیعي ده چې دغسې یو کتاب د دغسې یو تن له خولې، باید ډېر اختلافات یې رانغاړلي وای؛ نوځکه د نه اختلاف په پار، مساله ډاګېزه ده چې دا د انسان د فکر له لوړ افق او څنډه نازل شوی، چې د وحې سپېڅلی مقام له ناپوهۍ او غفلت خوندي او سپېڅلی دی: ((أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا (نساء – ۸۲): ايا دوى قرآن ته نه ځير كېږي؟ كه دا بې له ((الله)) د بل چا له لوري واى؛ نو هرومرو به يې پكې ډېر اختلافات موندلاى. ))
۷- د قرآن عیني او عملي روزنه
که څوک ادعا وکړي د نړۍ د طبیبانو وتلی طبیب یم؛ ادعا زبادولو ته دوه لارې لري:
یو دا په طب کې داسې کتاب ولیکي چې د ناروغیو علتونه او درمل داسې ولیکي چې په څېر یې په طبي کتابونو کې ونه موندل شي.
بل داسې یو ناروغ، چې ناروغۍ یې د بدن ټول غړي نیولې وي او د مرګ په درشل کې وي او طبیبان یې له درملنې بېوسې شوي وي؛ نو ور ویې سپاري، درملنه یې وکړي او روغتیا یې پر برخه شي.
پېغمبران د فکر او روح طبیبان او د انسان د انسانیت د ناروغیو رغوونکي دي او د اسلام پېغمبر(ص) ددې طبیبانو وتلی طبیب دی.
علمي دلیل یې قرآن دی، چې په څېر یې د انسان د فکري، اخلاقي او عملي ناروغیو د علتونو په څرګندولو کې موندای نشو – چې لنډې بېلګې یې د قرآني ښیون په بحث کې وویل شوې – او عملي دلیل یې دادی چې دانسانیت په بدترینو ناروغیو اخته یوې ټولنې کې راښکاره شو؛ داسې ټولنه چې له اندیز پلوه دومره راپرېوتې وه چې هر ټبر ځان ته یو بوت درلود؛ بلکې کورنیو ځانونو ته د کجورو اوحلوا معبودان جوړول چې ګهیځ یې سجده ورته کوله او د ولږې پر وخت یې خپل «اله: معبود» خوړ.
ددوی د افکارو آفت یې د معرفت، پوهاوی او ایمان په ملهمو،داسې درمل کړ، چې د هستۍ پنځګر یې دغسې وستایه: ((اللّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ (بقره – ۲۵۵): الله؛ بې له دې معبود نشته، تر تله ژوندى دى، سمبالوونکی؛ همیشه قايم دى، نه يې پركالي نيسي او نه خوب (او يوه شېبه هم د هستۍ له تدبيره نه بې پروا كېږي) څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، [ټول] د ده دي، څوك دى چې بې له اجازې يې (د نورو) شفاعت وکړي؟(؛نو ځكه هغوى چې د شفاعت وړ وي او شفاعت كوونكى يې شفاعت وكړي؛ نو د الله له مطلق مالكيته څه نه كمېږي) او الله په خپل پراخ علم د خلکو له اوسني او راتلونکي برخلیکه باخبر دی ( او علم ته يې تېر او راتلونكې يو شان دی) او څوك يې له علمه نه خبرېږي؛خو داچې پخپله (یې) وغواړي ( له هر څه خبر دى او د نورو محدوده پوهه یې د ناپايه پوهې يو څرك دى)، (د علم او قدرت) تخت يې اسمانونه او ځمكه رانغاړلي او د دواړو [: اسمان او ځمكې] ساتنه یې نه ستومانوي او هغه ستر لوړ پوړى دى. ))
او سجده یې ورته وکړه، ویې ویل: «سبحان ربی الاعلی و بحمده.»
او له عاطفي اړخ تر څارویو پرېوتي وو، چې پلار په خپل لاس، خپله لور په سخت زړی، ژوندی ښخوله[14].
پېغمبر اکرم(ص) په دې قوم کې انساني عاطفه دومره ژوندی کړه، چې د مصر په سوبه کې، مسلمانانوو لیدل چې په یوې خیمې کې یوې مرغۍ ځاله جوړه کړې؛ نو د تګ پر مهال ددې لپاره چې د مارغه ځاله ویجاړه نشي او بچی ته یې زیان ونه رسي، خیمه هماغسې پر خپل ځای پرېښووه او ولاړل؛ نوځکه په دې سیمې کې یې جوړ شوي ښار ته فسطاط ووایه[15].
پر نېستمنو یې د شتمنو ځان ښودنه داسې له منځه یو وړه، چې د آن حضرت په محضر کې یو شتمن ناست و، یو نېستمن راغی او د شتمن تر څنګ کېناست، شتمن ځان راټول کړ او چې ویې لیدل آن حضرت(ص) یې ویني،ویې ویل: یا رسول الله خپله نیمه شتمني مې دې نېستمن ته ورکړه، نېستمن وویل: نه یې منم هسې نه پر هغه درد اخته شم، چې دا پرې اخته شوی دی[16].
دا څه روزنه وه چې هاغسې یې شتمن ته د «ورکړې لاس» او نېستمن ته یې «اوچت نظري» ورکړه، د شتمن کبر یې په تواضع (عاجزی) او د نېستمن ذلت یې پر عزت واړو.
پر کمزوري یې د قوي جیګ ګڼل داسې له منځه یووړ، چې د علي(ک) د خلافت په پېر کې لښکر مشر یې مالک اشتر و. یوه ورځ مالک په بازار کې د عادي وګړي په توګه ساده ګرځېده. په دې وخت کې یو سړي ملنډې پرې ووهلې، سړي ته وویل شول: پر چاچې دې ملنډې ووهلې ودې پېژانده؟ ویې ویل: نه؛ چې ور ویې ښود، اندېښمن شو چې لښکر مشر به څه ورسره وکړي. د مالک په لټه کې شو، ورته وویل شول: مالک جومات ته ولاړ، ترهور ورغی چې د خپلې کړنې بښنه ترې وغواړي، مالک وویل: ستا د کړنې له امله جومات ته راغلم، دوه رکعته لمونځ مې وکړ، چې خدای دې له کړنې درتېر شي[17].
د هغې روزنې اغېز و، د «حي قیوم» پر وړاندې د ځواکمنۍ غرور د ذلت تندي له ایښوو منع نه کړ او هغه ملنډې وهوونکی چې د خپلې سزا په اندېښنه کې و، په خورا ښه خیرات – چې بښنه غوښتل و- تر لاسه کولو بریالی شو.
قومي واټنونه یې دومره له منځه یووړل چې پر عجمو یې د عربیت غوراوی له منځه یووړ او سلمان فارسي(رض) یې د (کهف- ۲۸) آیت [وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا: او له هغوى سره زغم خپل کړه، چې خپل پالونكى سبا و بېګاه يادوي (او) خوښي يې غواړي او د دنيوي ښكلا د لټې لپاره سترګې ترې مه اړوه، او د هغه مه منه، چې زړه يې مو له خپل ياده غافل كړى او په خپلې ځاني غوښتنې پسې تللى او چارې يې له پولې وراووښتې دي.] له مخې تر خپل څنګ کېناوه چې په پایله کې د مدائن امارت ور وسپارل شو[18].
نژادي او خېلي واټنو نه یې دومره له منځه یووړل چې تور مریی یې خپل مؤذن کړ او چې کله یې آن حضرت(ص) ته وړاندیز وکړ چې هر دستور دې مو ومانه؛ خو ددې تور کارغه د غږ منلو زغم نه لرو،ځواب یې دا و[19]. () يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ )حجرات – ۱۳(: 13 خلكو! په رښتینه كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځېنه پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د الله پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا الله پوه (او له هر څه) خبر دى. ))
داسې غښتلې ونه یې وکرله چې جرړه یې علم او معرفت، ډډ یې پر مبدأ او معاد ګروهه، ښاخونه یې ستایلي ملکات او اخلاقي ښېګڼې، غوټۍ یې تقوا او ځانساتنه، مېوه یې ټینګې او سنجول شوې ویناوې او غوره کړنې وې: ((أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاء.تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ اللّهُ الأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ( ابراهیم: ۲۴ او ۲۵ آیتونه): ايا پوه نه شوې، چې څرنگه الله “پاکه کلمه” (او سپېڅلې وينا) د (داسې) پاکې (او ښه ذاتي) ونې په څېر بېلگه راوړه، چې بېخ يې (په ځمكه كې) ښخ او څانګې يې په اسمان كې دي؛ چې پر هر (ټاكلي) وخت د خپل پالونکي په حكم خپله مېوه وركوي او الله دا بېلګې ځكه بيانوي، چې خلك ترې پند واخلي. ))
په دې ښوونې او روزنې یې د انسانیت ونه، مېوی ته ورسوله او له دې ونې یې بشریت ته د علي بن ابی طالب (ک) په څېر «شاه میوه» ور وړاندې کړه، چې دده د علمي او عملي فضایلو له دائرة المعارفه همدا څو کرښی بس دي، چې د رسول اکرم(ص) پر ژوندونې یې ادب، د علم او عرفان ښکاره کولو تقاضا نه کوله او د سپوږمۍ په څېر د لمر تر اغېز لاندې و او تر آن حضرت(ص) روسته هم د زندۍ توب په شپول کې له ځلا ورکونې بې برخې شوی و او – تقریبا- پنځه کاله د جمل، صفین او نهروان په جګړو کې ښکېل و او که ډېر لږ فرصت ورمخې ته شو؛ نو خبره یې چې وکړه، وینا یې- د ابن ابی الحدید معتزلي شافعي په روایت- د خالق تر کلام راټیټه او د مخلوقینو تر کلام ورهاخوا وه[20].
خدای پېژندنې، د ځان او ټولنې روزنې ته یې یوازې د نهج البلاغې لومړی خطبه، د متقیانو خطبه او مالک اشتر ته لیک بسیا دی، چې د علمي او عملي حکمت یو سمندر دروښيي، چې دا بېلګې د دې سمندر یو څو څاڅکي دي.
او د جګړې په ډګر کې یې، تاریخ په څېر زړور لیدلی نه دی چې زرې یې شا ونه لري، او په یوې شپې کې (۵۲۳) تکبیرونه ووايي او په هر تکبیر یو دښمن وځپي[21].
او پر هماغه شپه هم د دوو صفوتر منځ د شپې نمانځه ته ودرېږي[22].
او سره له دې چې له ښي او کیڼ لوري غشې ورېدل او په مخکې یې پر ځمکه لګېدل، د نورو وختونو په څېر بې له څه اندېښنې، له عبادتي وظایفو غافل نشو او عمرو بن عبدود یې پر ځمکه راوپر ځاوه چې عامه و خاصه له رسول اکرم(ص) روایت کړی چې یې وویل: « لمبارزه علی بن ابی طالب لعمرو بن عبدود یوم الخندق افضل من عمل امتی الی یوم القیامة[23]».
او د خبیر د سوبې پر ورځ مرحب، د یهودو اتل یې، د تورې په یوه ګوذار نیم کړ او تردې روسته پر اویاوو سورو برید کوي او دوی له پښو راغورځوي[24]، چې مسلمانان او یهودیان حیران شي. دا مړانه له ډار او خشیت سره یوځای کوي، چې پر نمانځه یې رنګ اوړي او اندامونه یې لړزي، ورته ویل کېدل، ولې دغسې حالت درباندې درځي؟ ویل یې:« چې کله هغه امانت رارسېدلی چې اسمان و ځمکې او غرونو ته وړاندې شو او له اخستو یې ډډه وکړه او انسان دا امانت ومانه.[25]»
هغه چې دورځې، د جګړې په ډګر کې یې له هیبته جنګیالي لړزي، د شپې په محراب کې لکه مار چیچلی تاوېږي او ژړغوني یې ویل: « ای دنیا! پر ما دې برید کړی ؟! ما ته دې لېوالتیا راپیدا کړې؟! افسوس! افسوس! بې له ما (بل) وغولوه، اړتیا مې درنشته، درې طلاقه کړې مې یې،……. آه! آه لار اوږده او توښه لږه ده[26]»
یو ګدا ترې څه وغوښتل، امر یې وکړ: زر ورکړئ؛ پوښتنه یې ترې وکړه: زر، سره ورکړم که سپین؟ ویې ویل: دواړه راته دوه تیګي دي، د ګداچې په څه کې ډېره ګټه وي هماغه ورکړه[27].
په کوم امت او ملت کې مړانه له دغسې سخاوت سره لیدل کېږي چې د جګړې په ډګر کې له مشرک سره د جګړې پر حال و، مشرک وویل: یا ابن ابی طالب هبنی سیفک (توره دې را ډالۍ کړه). توره یې ورو غورځوله، مشرک وویل: عجب! د ابوطالب زویه! په دغسې وخت دې توره راکوې؟ ویې ویل: د سوال لاس دې راوغځاوه او د ګداګر او سائل ردول کرم نه دی، مشرک ځان پر ځمکه واچو، ویې ویل: د اد دیندارو خوی دی، پښه یې ورښکل کړه او مسلمان شو[28].
ابن زبیر علی(ک) ته ورغی ویې ویل: د پلار په حساب کې مې ولیدل چې ستا پلار یې اتیا زره درهمه پوروړی دی؛ علي دا مال ورکړ، روسته راغی، ویې ویل: په ویلو کې تېروتم، پلار مې ستا د پلار اتیازره درهمه پور وړی و، علی وویل: هغه مې ستار پلار ته وربښلي او چې څه دې را نه واخستل، ستا دې وي[29].
کومه زمانه داسې یو واکمن راښودای شي چې له مصره تر خراسانه یې واکمني وي ؛ خو چې د یوې ښځې پر اوږو د اوبو خیګ ویني، ترې یې اخلي او تر پایه یې ورسره وړي، حال یې پوښتي او شپه تر ګهیځه له اندېښنې ویده نشي چې ولې دې کونډې او پلار مړیو ته رسیدګي شوې نه ده او ګهیځ خپله پلار مړیو ته خواړه وړي،او خپله یې ورپخوي او په خپله مړی په خوله کې ورکوي او چې کله کونډه امیرالمؤمنین علی(ک) وپېژني؛ نو خجالت شي؛ خو دا ورته وايي: ای دخدای مینزې! زه درته خجالت یم[30].
څوک دی چې په خپل خلافت پېر کې له خپل چوپړیال سره په بزازی بازار کې وګرځي او د خامتا دوه کمیسونه وپیري او ښه یې خپل نوکر ته ورکړي چې د ځوان د ښکلا غوښتنې غریزه تامین شي او کم ارزښته یې خپله واغوندي[31].
سره له دې چې د سرو سپینو زېرموال و، ویې ویل: « والله لقد رقعت مدرعتی هذه حتی استحییت من راقعها[32]».
علي (ک) ته یې څه ولجه راوړه چې پر ولجه یوه ټیکله ډوډۍ هم وه، کوفې اوه محلې درلودې، دا ولجه یې له ټیکلې ډوډی سره اوه برخې کړې او پر هرې محلې یې وویشلې[33].
او تر هر ویش روسته یې دوه رکعته لمونځ کاوه، ویل یې: «الحمد لله الذی اخرجنی منه کما دخلته[34]».
د خپلې واکمنی پر مهال یې خپله توره په بازار کې پلور ته کېښووه، ویې ویل: پر هغه خدای چې د علي سا یې په واک کې ده، که د کمېس پېسې مې درلودای دا توره مې نه پلوره[35].
پر کومه ورځ چې مصیبت او کړاو ور رسېده، پردې ورځ یې زر رکعته لمونځ کاوه، شپېته مسکینانو ته یې خیرات ورکاوه او تر درېیو ورځو روژه کېده[36].
زر مریان یې د خپلو لاسونو په ټناګو او خولو ازاد کړل[37].
او چې کله له نړۍ ولاړ اته لکه درهمه پوروړی و[38].
یو شپه د روژه ماتي لپاره د خپلې لور میلمه و، د پراخ اسلامي هېواد د لور پر دسترخوان یوازې اوربشینه روټۍ، مالګه او یوه کاسه شیدې وې، په روټۍ او مالګې یې روژه ماتی وکړ او شیدې یې ونه څښلې چې هسې نه دسترخوان یې د ولس تر دسترخوانه رنګین وي[39].
تاریخ چېرې داسې یو واکمن لیدلی چې له مصره تر خراسانه یې واکمني وي؛ خو د ځان او والیانو په تړاو یې حکومتي کړلار، هغه وې چې عثمان بن حنیف ته یې په لیک کې کښلې وي:
نهج البلاغه – ۴۵ لیک:
(((پر ٣٦س، د بصرې ولسوال؛ حضرت عثمان بن حنيف انصاري ته ليک، چې د بصرې د پانګوالو د مېلمستيا بلنه يې منلې وه.)
تر څښتن ستاینې او درود روسته ! د حنيف زويه! خبر شوى يم د بصرې د يو پانګوال په مېلمستيا کې دې ګډون کړى وه، ډول ډول خواړه يې درته ايښي ول او پرله پسې يې د خوړو کاسې درته راوړې، ګومان نه کوم، چې د هغو خلکو مېلمستيا ومنې، چې اړين يې په ظلم بې برخې شوي او شتمن يې پر دسترخوان بلل شوي وي. غور وکړه، چې چېرې يې او پر کوم دسترخوان يې خورې؟ نو هغه خواړه لرې وغورځوه، چې په حلالو او حرامو يې نه پوهېږې او هغه وخوره، چې په پاکوالي او حلال والي يې ډاډمن یې.
پوه شه! هر څوک يو مشر لري، چې ورپسې روان وي او د پوهې له رڼا يې رڼا اخلي. پوه شه! مشر مو له خپلې دنيا په يو جوړ جامو او دوه ټکليو ډودۍ بسيا کړې. پوه شئ! دا چار مو له وسې پوره نه دى؛ خو په خپلې نمنځچارۍ – پرهيزکارۍ، ډېرې هڅې او پاکلمنۍ به مې لاسنيوى وکړئ؛ نو پر خداى قسم! ستاسې له دنيا مې سره سپين زېرمه کړي نه دي او همداراز له غنيمتونو مې هم. له يو جوړ جامو زيات څه نه لرم او يوه لوېشت ځمکه هم نه لرم او ستاسې دنيا د بلوط د ونې تر ترخې دانې هم راته ناڅيزه ده.
هو! تر اسمان لاندې له ټولو څيزونو، يوازې “فدک[40]” زموږ په لاس کې وه، چې يو شمېر خلکو پرې کنجوسي وکړه او يو شمېر نور ترې بيخي تېر شول او خداى غوره پرېکړه کوونکى دى.
زموږ له “فدک” او غير فدک سره څه کار؟ چې کېڅ – قبر د بنيادم سبا هستوګنځی دى، چې په تيارو کې يې د انسان اثار پوپناه کېږي او اوازه يې ټپېږي. کېڅ چې څومره هم پراخه وي؛ نو ډبرې او لوټې يې ډکوي او سوري يې ټپوي. نن خپل ځان په نمنځچارۍ روزم، چې د قيامت د ستر ډار له ورځې خوندي او پښه مې ښويه نشي. که وغواړم؛ نو نږه شات او د غنمو ډوډۍ خوړاى او هم ورېښمنې جامې اغوستى شم؛ خو په خواشینۍ، چې ځاني غوښتنې به رالاسبري شوې وي او حرص او تمه به مې اړ کړي، چې خوندور خواړه وخورم.
حال دا چې په “حجاز” يا “يمامه[41]” کې به داسې څوک وي، چې يوه ټيکله ډوډۍ به نه ورسي او يا به کله هم په مړه خېټه ویده شوى نه وي يا زه موړ ویده شم؛ خو په شاوخوا کې مې داسې خلک وي، چې له لوږى يې خېټې په ملاګانو پورې نښتې او تږي وي او يا داسې وسم، چې شاعر وايي:”همدا درد درته بس دى، چې د شپې په مړه خېټه ویده شي او شاوخوا دې وږې خېټې وي[42].”
ايا په همدې خوښ اوسم، چې اميرالمؤمنين راته ووايي او د خلکو په ترخو ورځو کې ورسره برخوال نه اوسم او د ژوند په سختيو کې ورته بېلګه نشم؟ دې ته نه يم پيدا شوى، چې پر خوندورو خوړو بوخت شم او يا پر اخور تړلى يا خوشې شوي څاروي په څېر يم، چې يوازې او يوازې له وښو ګېډې ډکوي او له ګاندې ناخبره دي. ايا چټي يې پيدا کړى يم؟ ايا لوبڅى کړى یې يم؟ ايا د بدلامۍ – بېلارۍ رسۍ په لاس کې ونيسم او د لالهاندۍ پر لار قدم کېدم؟ لکه چې اورم، يو تن مو وايي:”که د ابيطالب د زوى خواړه همدا وي؛ نو غړي به يې کمزوري او سست شي او له خپلو سيالانو سره به جګړه نشي کړاى.”
پوه شئ! د بیديا د ونو لرګي ډېر کلک وي او د لښتو د ونو پوټکى خورا نازک وي. د بيديا ونې په باران خړوبېږي او لرګي يې ښه ډېر اور کوي[43]. زه او رسول اکرم(ص) د يو څراغ رڼا يو، د يوه مټ څنګل يو. پر خداى قسم! که ټول عرب راته يو لاس شي، مخ به ترې وانه ړوم او که فرصت ولرم، له ټولو سره به جګړه وکړم او هڅه کوم، چې ځمکه ددې فسخ شوي او کوږ اندي “سړي” له شتونه پاکه کړم، لکه چې غنم د لوټو له دانو پاکوي. ( د دې ليک يوه برخه:)
دنيا! له ما لرې شه، ستا د پوزې پړی مې ستا پر شا اچولى او ځان مې ستا له منګولو خوشې کړى او ستا له لومو مې ځان ژغورلى او ځان مې ستا له ښوييدنو لرې ساتلى، هغه ستر چېرې دي، چې په خپلو لوبڅو دې تېر اېستل؟ هغه امتونه چېرې دي، چې په ځلبلۍ او پړکنده توب او ګاڼو دې وغولول او اوس په کېڅونو – قبرونو کې دي او په لحدونو کې پټ پراته دي!؟
دنيا! پر خداى قسم! که د ليدو وړ څوک واى او د حسولو درک دې درلودلاى، خپل حدود مې درباندې جاري کول؛ له دې امله، چې بندګان دې په خپلو هيلو تېر ایستل او ملتونه دې ورک کړل او ځواکمن دې پوپنا کړل او په ډول ډول کړاوونو دې اخته کړل، چې وړاندې روسته نشي تلاى؛ خو په خواشینۍ، چې څوک ستا د ښويېدو په ځاى کې ګام کېدي؛ نو راوبه لوېږي او څوک چې ستا پر څپو سپور شو؛ نو ډوب شو، څوک چې ستا له لومو خوشې شو؛ نو بريالى شو، څوک چې درنه روغ رمټ تېر شو؛ نو اندېښمن به نه وي، چې هستوګنځى يې تنګ وي؛ ځکه دنيا ورته داسې يوه ورځ ده، چې تېره شوه.
له سترګو مې لرې شه! پر خداى قسم! سر به درښکته نه کړم چې خوار مې کړې او خپلې واګې به در نه کړم، چې هر چېرې مې راکاږې.
پر خداى قسم! داسې قسم، چې يوازې د خداى اراده پکې ده، داسې به خپل نفس وروزم، چې که يو ټيکلى ډودۍ مې ومونده، پرې خوشحاله شي او دومره وژاړم، چې چينه وچه شي؛ نو ژړا به مې ونه درېږي ايا وړ ده، چې څاروي ډېر وخوري او ارام ویده شي او د مېږو او پسونو رمه له څړ ځايه خپل شپه غالي ته مخه کړي او “علي” هم (په څېر يې) له خپلې توښې وخوري او ويده شي؟ نو سترګې دې يې روښانه وي! چې تر ډېرو کلو روسته يې خوشې شوي څاروي او رمې ځان ته بېلګه کړي وي!! پر هغه دې خوښې وي، چې د خداى پر وړاندې يې خپلې فرضي دندې ترسره کړې دي او د خداى په لار کې يې هر ډول تراخه او کړاوونه زغملي وي او د شپې ويښ وي او که خوب يې يوسي؛ پر ځمکه ويده او لاس خپل بالښت کړي او په هغه ډله کې وي، چې د قيامت له وېرې یې له سترګو خوب تښتېدلى وي او نه ويدېږي او شونډې يې د خداى پر ياد خوځي او په اوږدو استغفارونو يې ګناهونه تویې شوي وي.” دوى د خداى ګوند دى او په حقيقت کې د خداى ګوند بريالى دى[44]“.
د حنيف زويه له خدايه وډار شه! او په هماغه څو ټکليو ډوډيو بسيا وکړه، چې د دوزخ له اوره وژغورل شې.))
اسلامي حکومت باید د هغه په هندارې کې ووینو چې په کوفې کې ناست دی او په حجاز یا یمامې کې یې د یوه وږي د شتون احتمال نه پرېږدي چې خوندورو خوړو ته لاس وروغځوي او یوازې د خامتا له اغوستو زړو جامو نورې جامې نه لري او یوه لویشت ځمکه هم ځان ته نه ساتي او له خوراک څښاک او هستوګنځي یې برخمني همدا ده، هسې نه چې معیشت یې د خپل ولس تر فقیر ترین وګړي غوره وي.
په واکمنۍ کې یې داسې عدالت چلېږي چې خپله زرې له یوه یهودي سره ویني ورته وايي: دا مې زرې ده، یهودي چې ذمي دی په پوره جرأت وايي: زرې زما او په واک کې مې ده، زما او ستا تر منځ دې د مسلمانانو قاضي قضاوت وکړي.
سره له دې چې پوهېږي یهودي خیانت کړی او دده زرې یې غلا کړې،قاضي ته ورسره ځي او چې قاضي د علي(ک) په درناوی پاڅېږي، قاضي پردې کړنې پړوي او وايي:که نوموړی مسلمان وای ستا په مخ کې ورسره کېناستم. او په پای کې یهودی ددې مطلق عدالت په وړاندې منښه کوي او اسلام راوړي او امام زرې او خپله سورلۍ وربښي. مسلمان شوی یهودي له علی(ک) نه جلا کېږي او په صفین جګړې کې شهیدېږي[45].
چې کله خبر شو، د اسلام په ذمې کې د یوې ښځې له پښو خلخال (د ښکلا یو ډول ګاڼه وه چې پخوا به ښځو له خپلو پښو راتاووله او چې پر لار به روانې وي شرنګهار به یې کاوه) ایستل شوی دی، ددې قانون ماتونې زغم یې نه درلود، ویې ویل: « فلوان امرأ مسلما مات من بعد هذا اسفا ما کان به ملوما، بل کان به عندي جدیرا[46]»
یوه ورځ پر لار تېرېده، ویې لیدل چې یو بوډا، ګدايي کوي، دده د ګدايئ د علت په لټه کې شو. ورته وویل شول چې بوډا نصراني دی؛ امام غوسه شو چې په ځوانۍ کې کار ترې واخستل شو او په بوډاتوب کې ګداګرۍ ته پرېښوول شو؟! او حکم یې وکړ چې له بیت الماله دې نفقه ورکړای شي[47].
د خلکو د حق په رعایتولو کې دغسې و، که تر اسمان لاندې اوه ګوني اقالیم ورکړې، چې د میږي په خوله کې د وربشې پوټکی ترې واخلي، دا کار یې نه کاوه[48].
او د خالق د حق په باب دغسې و، چې د جنت پر تمه او د دوزخ له ډاره یې نه نمانځه؛ بلکې په دې پار یې نمانځه چې نمانځوړ دی[49].
لکه چې خپله د اسلام پېغمبر(ص) ویلي: «انا ادیب الله و علی ادیبی[50]»
بشریت یې ددغسې یو انسان په روزنې د آدمیت او انسانیت کمال ته ورساوه، چې د جګړې د ډګر جنګیالیتوب او زړه ورتوب یې له زړګنی نرمۍ سره اغږل شوی او داسې ازادګۍ او حریت ته یې رسولی، چې له ګردو محدودو دنیوي او نا محدودو اخروي ګټو ازاد شوی، چې د هستۍ د نمانځور الله د عبودیت کړۍ یې پر غاړې کړې، حریت او عبودیت یې سره راټول کړي، چې د انسان او نړې د پنځون روستی موخه ده؛ او داسې یې خپله رضا او غضب د خالق تعالی په رضا او غضب کې فاني کړي وو، چې په لیلة المبیت[51] کې د رسول اکرم(ص) پر ځای وېدېدل او د خندق پر ورځ یې ګوذار- چې د ثقلینو تر عبادته غوره دی- ګواه دی[52].
هو، هغه بڼوال چې د عربي ټاپو وزمې په ښوره زار کې يې په څو محدودو کلونو کې له ګردو ازمېښتونو سره سره، دغسې یو امت را منځ ته کړ او د آدمیت او انسانیت له ونې یې دنیا ته دغسې یوه «شاه میوه» ور وړاندې کړه؛ ویلای شي: زه د انسانیت د بوستان ستر بڼوال یم.
له معجزو په صرف نظر- چې دلته یې د ویلو فرصت نه شته- او دلته ددې د ډېرو لږو علمي او عملي بېلګو په راوړو، آیا عقل و انصاف نه ایجابوي چې له تعصب او ځاني غوښتنو پاک انسان ایمان راوړي، چې دغسې یو دین، بشریت د کمال روستی درجې ته رسولای شي؟! او د بنیادم عقل او فطرت چې له علمي او عملي پلوه له دینه دغسې انتظارات لري ایا په دې دین او آیین کې نشته؟! ایا له وګریز او ټولنیز نظره د انسان روزنې ته، تردې ښوونې او روزنې اوچته او غوره ښوونه او روزنه شته؟!
دا د اسلام پېغمبر(ص) پر خاتمیت او د آن حضرت(ص) د شریعت پر ابدیت ایمان دی: ((مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا (احزاب- ۴۰): محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) ستاسې د کوم نارینه پلار نه دى؛ خو د الله استازى او د پېغمبرانو (د لړۍ) پاى ته رسوونکى دى او الله پر ګردو چارو پوه دى.))
د رسول اکرم (ص) د سپېڅلي ژوند د لمر وړانګې
په پای کې په لنډو د رسول اکرم(ص) د سپېڅلي ژوند د لمر وړانګو ته اشاره کوو، چې علي(ک) یې پر رسالت ګواه دی.
هغه مهال یې چې خپله بلنه پیل کړه، تطمیع او ګواښنه تر روستي بریده ورسېده. قریش ابی طالب ته ورغلل ویې ویل: وراره دې زموږ خدایانو ته بد وویل، ځوانان یې را فاسد او زموږ ټولی یې خپور وور کړ، که مال غواړي شتمني ورټولوو، چې د قریشو خورا مړه خوا سړی وي او هره ښځه چې غواړي ورواده کوو یې؛ تردې چې دسلطنت او پاچاهۍ وعده یې ورکړه. د آن حضرت (ص) ځواب دا و:
که لمر په ښي لاس او سپوږمۍ په کین لاس راته کېنوئ نه یې غواړم[53].
چې ویې لیدل تطمیع اغېزمنه نه ده په ګواښ او ځورونې یې لاس پورې کړ او بېلګه یې داده چې کله په مسجدالحرام کې پر نمانځه درېده، دوو تنو یې ښي خوا ته شپیلي او دوو تنو یې کیڼ لوري ته چکچکې وهلې، چې لمونځ یې ګډ وډ کړي[54] او چې پر لار به تېرېده پر سر یې خاورې وراچولې او دسجدې پر مهال یې د پسه ښارشنه پرې وراچول[55].
د ابی طالب تر مړینې روسته یوازې له مکې ځنې طایف ته ولاړ، چې د ثقیف ټبر له مشرانو د الهي دین دودولو ته مرسته وغواړي؛ خو دوی کمقعلان، پرېوتي او مریان راوپارول او په آن حضرت (ص) پسې شول او ویې ځوراوه.
حضرت(ص) یو بڼ ته پناه یووړه او د انګور تر یوه بوټې لاندې په سیوري کې کېناست او حالت یې دومره د زړه سوی و، چې د مشرک دښمن زړه پرې وسوځېده او خپل نصراني مریي؛ عداس ته یې وویل: انګور راټول او وریې وړه. مريي چې حضرت(ص) ته د انګور کاسه کېښووه، لاس یې وروغځاوه ویې ویل: بسم الله.
مريی وویل: ددې ښار وسېدونکي دا کلمه نه وايي.
ویې ویل: د یونس بن متی د ښار یې.
عداس وویل: یونس له کومه پېژني؟
ویې ویل: هغه مې رور و،پېغمبر و، زه هم پېغمبر یم؛ نو عداس د حضرت(ص) لاسونه او پښې موچې کړې[56].
د حضرت(ص) یاران یې په سخترینو کړاوونو کړول او ځینې یې ټکنده لمر ته اچول او پر سینه یې ګټ ور ایښووه، او په دې حال کې یې احد احد وایه[57].
د عمار یاسر بوډۍ مور یې وکړوله چې د خدای له دینه واوړي، ویې نه منله، تردې چې ویې وژله[58].
سره له دې چې له دې قومه خورا وځورېد، ترې وغوښتل شو، ښېرا ورته وکړي، ویې ویل: «انما بعثت رحمة للعالمین[59]»
او ددې ټولو ځورونو په مقابل کې یې دې قوم ته پېرزوینه دا دعا وه:« ای الله! قوم ته مې سمه لار ور وښیه چې ناپوهان دي[60].»
ددې پر ځای چې عذاب وغواړي، رحمت یې وغوښت، داسې رحمت چې اوچت ترې نه انګېرل کېږي او دا د هدایت نعمت دی او دوی یې «خپل قوم» وباله چې له الهي عذابه یې خوندي او بچ کړي او له دوی یې د شکایت پر ځای د خدای درګاه ته شفاعت وکړ او معذرت یې غوښته چې دوی ناپوهان دي.
د حضرت(ص) د معیشت څرنګوالی دغسې و، چې خواړه یې اوربشینه روټۍ وه او تر مړښته یې نه خوړه[61].
په خندق غزا کې یې لور صدیقه کبرا یوه ټیکلې ډوډوۍ ور وړه او تر درېیو ورځو روسته، لومړي خواړه و، چې حضرت وخوړل[62].
او دا ډول ژوند نه له تنګلاسی و؛ ځکه په همدې وخت کې یې بخشش او ورکړه سلو اوښانو ته رسېده[63].
چې کله له نړی ولاړ، دینار، درهم، مريی، مینزه، پسه او اوښ ترې پاتې نه و، او د خپلې کورنۍ لپاره یې په نسیه د شلو صاعو اوربشو پېر په بدل کې د مدینې له یوه یهود سره خپله زرې ګروه ایښې وه[64].
باید په دوه ټکیو کې سوچ وکړو:
الف: شک نشته چې د حضرت(ص) د موقعیت په پامنیوي او امانت یې، چا ترې ګروې نه غوښته؛ خو نظر دادی چې د پور په نه لیکلو په حالت کې دې، د رهن/ګروۍ قانون – چې د بل مال وثیقه ده- ان د اسلام اوچت ترین شخصیت د یهودي په باب هم مراعات کړي.
ب: چا ته چې ډېر خوندور خواړه چمتو و؛ خو په دې پار چې تر واک لاندې کمزوریو وګړیو تر خوړو یې خواړه ښه نه وي،د ژوند تر پایه په روټۍ موړ نشو.
رسول اکرم(ص) یوه ورځ له خپلې لور فاطمې بي بي کره ولاړ او ویني چې فاطمه میچنه چورلوي او خپل زوی ته تی هم ورکوي، حضرت(ص) چې دا سخته صحنه ولیده، ویې ویل: « تعجلی [تجرئی]مرارة الدنیا بحلاوة الاخرة[65]»
د پلار په ځواب کې یې وویل:« یا رسول الله الحمد لله علی نعمائه و الشکر الله علی آلائه»؛ لور یې له مېچنې په ستړو لاسونو ورغله چې یو چوپړیال ترې وغواړي؛ خو په خوله یې څه ونه ویل، ستنه شوه او هغه پلار چې د لور کور له سرو سپینو ډکولای، مریان او مینزې ورته ګومارلای شي، د چوپړیال پرځای یې «۳۴ وارې تکبیر، ۳۳وارې تحمید او ۳۳ وارې تسبیح» ور زده کړه[66]. د نبي اکرم هغه لور چې په دیني منابعو کې یې دغسې ځانګړنې درلودې، د مباهلې: ((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ[67])) او تطهیر((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا [68])) آیتونه یې په شان کې نازل شوي په کسأ حدیث کې برخواله[69]، د «سیدة نساء اهل الجنة[70]» عنوان ورپوری دی، چې تر قیامته د رسول اکرم(ص) ځوځات پرې غځیږي او د امت امامان یې اولاده ده او پلار یې دومره درناوی کاوه چې کله ورتله پلار یې پر خپل ځای کېنوله او ددې لاسونه یې ورښکلول[71] او هغه لور چې په پلار پسې په محراب کې دومره درېده چې پنډې به یې پړسېدی او له دومره عبادت سره سره د خپل مېړه کور یې په ښه توګه چلاوه[72].
د حضرت محمد د چلن، سلوک او اخلاقو بېلګې
پر ځمکه کېناسته،[73] له مریانو سره یې خواړه خوړل، پر کوچنیانو یې سلام اچاوه،[74] یوه بېدیانۍ ښځه پر حضرت(ص) تېره شوه، ویې لیدل چې پر ځمکه ناست دی او خواړه خوري، و یې ویل: یا محمده! خواړه دې د بنده په څېر دي او ناسته دې هم د بنده په څېر ده. ویې ویل: کوم بنده، په بندګۍ تر ما خورا ښه بنده دی[75] خپلې جامې یې په خپله پیوندولې،[76] خپله مېږه یې په خپله لوشله[77]، د آزاد او مریي بلنه یې منله[78]. که د مدینې په روستۍ برخه کې به څوک ناروغ شو، پوښتنې ته یې ورتله[79]. د فقیرانو ملګری او له مسکینانو سره پر دسترخوان کېناسته[80]، د بندګانو په څېر یې خوړل او په څېر یې کېناسته[81].
چې چا یې لاس نیوه، چې نیوونکي به یې لاس خوشی کړی نه و، خپل لاس یې نه راښکود[82] کومې ناستې ته ورتله، ناسته چې پر هر ځای پای ته رسېده، چې هلته کېناسته[83] او چا ته یې سترګې نه نېوې [84] په ټول عمر کې بې د خدای لپاره پر چا غوسه نه شو[85].
یوه ښځه له حضرت رسول اکرم(ص) سره د خبرو په ترڅ کې ولړزېده، ورته یې وویل: آساني دې درباندې وي، زه ملک – پاچا نه یم، زه د هغې ښځې زوی یم چې وچه غوښه یې خوړه[86].
انس بن مالک (رضی الله عنه) وايي: نهه کاله د پېغمبر(ص) چوپړیال وم، هېڅکله یې ونه ویل: ولې دې دغسې کار وکړ؟ او بیخي یې نیوکه راباندې ونه کړه[87].
یوه ورځ په جومات کې ناست و، د انصارو یوې نجلۍ د حضرت(ص) کمیس ونیو، په پار یې پاڅېد، نه نجلۍ څه وویل او نه حضرت وپوښتل څه غواړې، څلور ځل دا کار وشو، څلورم ځل یې د حضرت له جامو یو تار راونیو او ولاړه: نجلۍ وپوښتل شوه، دا څه دې وکړل؟ ویې ویل: په کور کې مې ناروغ و، راویې لېږلم چې د حضرت له جامو دشفا لپاره یو تار راوشکوه، چې راشکو مې، رالېدل یې، حیا مې وکړه او ښه مې نه ایسېدل چې په تار راشکولو کې اجازه ترې واخلم، تردې چې په څلورم ځل مې تار له جامو راوشکو[88].
دا پېښه د انسان کرامت او عزت ته د آن حضرت پېرزوینه ورښيي؛ ځکه په ځیر کتیا یې د نجلۍ اړتیا او له سواله یې په کراهت او بد ایسېدنې پوه شو او څلور ځل له ځایه پاڅېد چې نجلۍ خپله اړتیا پوره کړي او له لټې او پوښتنې یې ډډه وکړه چې د بد اېسېدو لامل او د سوال پر ذلت اخته نشي. څوک چې په دومره ځېرنه او ظرافت د یوې نجلۍ حرمت او درناوی ساتي؛ نو ایا په مبارک نظر به یې د انسان منزلت او کرامت تر کوم بریده وي.
په هغه پېر کې چې یهود په ذمي شرایطو کې وسېدل او حضرت(ص) ښه مقتدر او ځواکمن و، حضرت(ص) د یوه تن یهودي پوروړی و، او خپل پور یې غوښت. حضرت (ص) وویل: څه راسره نشته چې در یې کړم. یهودی وویل: درڅخه نه جلا کېږم چې پور دې راکړی نه وي. ویې ویل: درسره کېنم. له یهودي سره کېناست، د ماسپښین، مازدیګر، ماښام، ماسخوتن او ګهیځ لمونځونه یې هملته وکړل، د پېغمبر(ص) اصحابو یهودی وګواښه، پېغمبر(ص) وویل: ولې دغسې ورسره چلېږئ؟ ورته وویل شول: یا رسول الله، یهودي بندي کړی یې؟ ویې ویل: پالونکي مې رالېږلی نه یم چې ظلم وکړم، چې لمر په اسمان کې راپورته شو، یهودي وویل: اشهد ان الا اله اله الله و اشهد ان محمدا عبده و رسوله؛ او یوه برخه شتمني مې د خدای په لار کې ورکړه، پر خدای قسم دا چلن مې ددې لپاره درسره وکړ، چې په تورات کې دې ځانګړنه ووینم[89].
عقبة بن عقلمه وویل: علي(ک) ته ورغلم، او په مخکې یې وچه ډوډۍ پرته وه، ویې ویل: یا امیرالمؤمنینه ! خواړه دې همدا دي؟ ویې ویل: د رسول الله (صلی الله علیه و اله) ډوډۍ تردې وچه او جامې یې تردې ځیګې وې او که پر چلن او کړنو یې ولاړ نشم، ډارېږم چې ورسره به یو ځای نه شم[90].
امام علی بن الحسین زین العابدین وپوښتل شو، د خپله نیکه علي (ک) په پرتله دې عبادت څنګه دی؟ ویې ویل: د خپل نیکه په پرتله مې عبادت لکه د رسول اکرم(ص) د عبادت په پرتله مې چې د نیکه عبادت دی[91].
د ژوند په پای کې یې خپل قاتل وباښه، چې دا یې پر الهي خویونو د ځان پسلول و، چې د الله تعالی د رحمانیه رحمت ښکارندوینه وه. ((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ(انبیاء – ۱۰۷): او ته مو نړيوالو ته يوازې رحمت لېږلى يې. ))
دغسې یو تن ویلای شي: « انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق[92]: ددې لپاره رالېږل شوی یم چې اخلاقي ښېګڼې بشپړې کړم».
چېرې یې د اخلاقي ښېګڼو شرح شونې ده، سره له دې چې عظیم خدای ویلي دي((و انک لعلی خلق عظیم[93])) او په یقین ته پر ستر خوی یې». یوازې د حضرت(ص) په ژوند، اخلاقو او ځانګړنو په مطالعې سره کفایت کوي چې هر منصف یې پر نبوت ایمان راوړي: ((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا. وَدَاعِيًا إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُّنِيرًا(احزاب: ۴۵ – ۴۶ آیتونه): پېغمبره! په حقيقت كې موږ ته شاهد، زېرګری او ګواښګرندی لېږلى يې؛ او په حكم يې د الله لوري ته بلونكى او بله ډیوه يې. ))
او د پېغمبر اکرم د راښکاره کېدو زېري پخوانیو پېغمبرانو په اسماني کتابونو کې راکړي دي؛ که څه تحریف او اړونو یې نښه او اغېز پرېښی نه دی؛ خو سره له دې، څه چې راپاتې دي نظروالو ته پکې غور او سوچه حقایق ور په ګوتو کوي او په دوو بېلګو یې بساینه کېږي:
تورات، تثنیه برخه، ۳۳ باب: ((او دا هغه برکت دی چې د خدای نارینه موسی له خپلې مړینې مخکې بني اسرائیلو ته برکت ورکړی، ویې ویل: یهوه له سینا راغی او له سعیر څخه پرې راوخت او د فاران له غره ځلاند شو او… راغی او له ښي لاس یې اورین شریعت ورته پیدا شو[94])).
«سینا» پر موسی بن عمران د وحې راکیوتو ځای او «سعیر» د عیسی بن مریم د بعثت ځای او د «فاران» غر چې یهود پکې وځلېد، د تورات په شهادت، د «مکې» غر دی؛ ځکه په تکوین سِفر (برخه)، ۲۱باب، په هاجرې او اسماعیل پورې اړوند آیتونو کې راغلي دي: «او خدای له هغه زوی سره و، وده یې وکړه، بېدیا میشتی شو او په غشي ایشتو کې لویی شو او په فاران بېدیا کې میشت شو او مور یې د مصر له هېواده یوه ښځه ورته وکړه ».
«فاران» مکه ده، چې اسماعیل او اولاده یې پکې وسېده او هغه پېغمبر چې له حری غره له اورین شریعت او له دې [« یا ایهاالنبی جاهد الکفار و المنافقین» (توبه/۷۳): له کافرانو او منافقانو سره جګړه وکړه] فرمان سره راغی، بې له حضرت رسول اکرم(ص)بل څوک نه و.
او د حبقوق (حیقوق) نبي د کتاب په درېیم باب کې راغلي دي: « خدای له تیمان راغی او قدوس له فاران غره…. اسمانونه یې وپوښل او ځمکه یې له تسبیح ډکه شوه، وړانګه یې د رڼا په څېر وه او له لاسه یې وړانګه وځلېده»
حضرت رسول اکرم(ص) د مکې له غره راښکاره شو، چې په ګرده ځمکه د « سبحان الله و الحمدالله و لا اله الا الله و الله اکبر» غږ انګازې خپرې کړې او د نړۍ د مسلمانانو په رکوع او سجود کې « سبحان ربی العظیم و بحمده» او « سبحان ربی الاعلی و بحمده» خواره شول.
یوحنا انجیل، ۱۴ باب: ((او زه له پلاره سوال کوم او بل تسلي درکوونکی به درکړي چې تل درسره پاتې وي[95])).
او په ۱۵ باب کې راغلي: ((خو چې تسلي ورکوونکی – چې د پلار له خوا یې درلېږم- راشي؛ یعنې د رښتیانیو روح چې له پلاره صادرېږي، شاهدي به راباندې ووايي[96].))
په اصل نسخه کې، چاچې له عیسی سوال کړی، چې دا ولېږي او شهادت پرې ورکړي،د «پارقلیطا» په نامه دی چې «پریکیطوس» دی او ژباړه یې له «ستایل شوي»، «احمد» او «محمد» سره اړخ لګوي؛ خو د انجیل لیکوالو پر «پاراکلپتوس» اړولې او په «تسلي ورکونکي » یې ژباړلی دی.
او دا حقیقت په برنابا انجیل کې څرګند دی، چې په ۱۱۲ څپرکي کې راغلي دي:……..خو چې کله محمد د خدای استازی [محمد رسول الله] راشي دا ټکه له ما لرې کېږي».
او د برنابا انجیل په «۳۹» څپرکي کې د محمد رسول الله په نامې زېری راغلی چې عین نص یې «لا اله الا الله» او «محمد رسول الله» و.
او په ۴۱ فصل کې راغلي: چې کله آدم ورځیر شو پر وره یې لیکلي و: «لا اله الا الله محمد رسول الله».
په ۹۶ فصل کې یې راغلي: «هغه مهال چې خدای پر نړۍ ولورېږي او خپل پېغمبر – چې هر څه یې ورته پیدا کړي- ور لېږي، هغه چې به په قوت له جنوبه راشي، بوتان او بوتپالي به هلاک کړي او… څوک یې چې پر خبره ایمان راوړي مبارک به شي».
د تورات او انجیل زېریو زبادولو لپاره کفایت کوي چې رسول اکرم(ص) یهود، نصارا، او ددوی احبار، قسیسین او پاچایان اسلام ته وبلل او د یهودو له دې ګروهې سره چې ویل یې«عزیر ابن الله»( عزیز د الله زوی دی) او د نصاراوو له دې ګروهې سره چې ویل یې«ان الله ثالث ثلاثة»(الله له درېیو یو یې دی) مقابله وکړه او ډانګ پېیلي یې وویل زه هماغه یم چې په تورات او انجیل کې زما (د راتلو) بشارت (زېری) شوی دی:
((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ (اعراف – ۱۵۷): (نو نن دا رحمت) د هغوى (په برخه دى) چې (د الله) د استازي،”اُمي” پېغمبر لاروي كوي، چې (نامه او ځانګړنې) یې په تورات او انجيل كې ورسره ليكلي مومي))
}وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُّصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ (صف/۶)؛ او (درياد كړه) چې عيسى د مريمې زوى وويل: ((بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې)! په رښتینه كې زه درته د الله استازى يم [حال دا] تورات چې تر ما مخكې راغلى، رښتينى ګڼم او د هغه استازي زېرى دركوم، چې تر ما روسته راځي [او] نامه يې ((احمد)) ده))؛ نو چې له معجزو او روښانه دلايلو سره ورغى ويې ويل : (( دا خو ښكاره كوډې دي.)){
که ادعا یې سمه نه وه، ایا شونې وه چې حضرت(ص) ددې دښمنانو په مقابل کې – چې خپل مانیز او مادي سلطنت یې په خطر کې لیده او په هر کمزوري ټکي پسې ګرځېدل- په دې پرېکنده توب اعلان وکړي؟
احبار، قسیسین، د یهودو او نصاراوو عالمانو او پاچایانو ورسره له مبارزې لپاره هره وزله وکاروله، تردې چې له جګړې او مباهلې بېوسي شول او جزيي ته یې غاړه کېښووه؛ نو څنګه ددې ادعا پر وړاندې بېچاره شول او ددې ادعا په نټې یې د حضرت(ص) ټولې ادعاوې باطلې نشوې کړای!.
دا ډانګ پېیلې ادعا، او د یهودیانو او نصاراوو د عالمانو او واکمنو دا هېښنده چوپتیا، د آن حضرت د راښکاره کېدو په پېر کې، د هغو بشاراتو او زېریو پر زبادولو غوڅ دلیل و.
که څه تردې روسته د دبدې، مقام او مال له امله یې یوازې د تحریف او اړونې لار خپله کړه، چې بېلګه یې فخر الاسلام په انیس الاعلام کتاب کې په خپل ژوند لیک کې راوړی او لنډیز یې دادی: زوکړه مې په ارومیه کلیسا کې وه او د زده کړو په روستیو وختونو کې د کاتولیک ډلې د یوه مشر چوپړیال شوم، چې په درسي غونډه کې یې نژدې څلورسوه یا پنځه سوه تنه کېناستل. یوه ورځ داستاد په ناسوبتیا کې د زده کړیالانو تر منځ مباحثه ونښته، چې استاد ته ورغلم راته یې وویل په څه کې مو بحث درلود؟ ومې ویل: د «فارقلیط» کلېمې په مانا کې؛ ددوی د نظریاتو له پلټنې روسته یې وویل: حق بې د دوی له نظریاتو دی، د هغې زېرمې کونجي یې – چې انګېرله مې زېرمه یې ده – راکړه، ویې ویل: له صندوقه دوه کتابونه – چې د خاتم الانبیاء تر راښکاره کېدو وړاندې یو په سریاني ژبې او بل په یوناني ژبې پر پوټکي لیکل شوي وو- راوړه.
بیا یې راوښووه، چې دا لفظ یې د «احمد» او «محمد» په مانا لیکلی و، راته یې وویل: د مسیحیت عالمانو د حضرت محمد(ص) له راښکاره کېدو وړاندې ددې نامې په مانا کې څه اختلاف نه درلود او د حضرت(ص) تر راښکاره کېدو روسته یې اړونه وکړه.
د نصاراوو ددین په اړه مې وپوښت: ویې ویل: منسوخ دی او د ژغورنې لار، د محمد(ص) په لاروی کې نغښتې ده. ترې مې وپوښتل: ولې یې تاسې نه ښکاره کوئ؟
عذر یې وکړ، که ښکاره یې کړم، وژنې مې او…
روسته، موږ دواړو وژړل او له استاده مې چې کومه توښه اخستې وه، د اسلام بلاد ته ورمهاجر شوم[97].
ددې دوو کتابونو مطالعې د نوموړي قسیس د روحي ادلون بدلون لامل شو او تر اسلام راوړو روسته یې انیس الاعلام کتاب- چې په لرغوني او نویو عهد کې د نصاراوو د دین په بطلان او د اسلام په حقانیت کې څېړنه ده- ولیکه.
[1] وګورئ: علل الشرایع: ۱ټ، ۵مخ، ۶باب، ۱ ګڼه حدیث.
[2] [د (حجر- ۲۹) آیت ته اشاره ده: ((فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ: او چې مې هغه برابر کړ او خپل روح مې پکې وپوکه: نو ورته سجده کوونکي شئ.))]
[3] بحار الانوار: ۶ټ، ۲۴۹ مخ.
[4] [فصلت- ۴۲: قرآن ته له مخې او شا هېڅ باطل ورننووتای نشي].
[5] ( اصول کافي: ۱ټ،۱۶۸ مخ)
[6] زخرف- ۶۳: ویې بېشکه له حکمت سره درته راغلی یم.
[7] نحل- ۱۲۵: په حکمت د خپل پالونکي لوري ته بلنه وکړه.
[8] نور- ۳۵: نژدې ده چې غوړي یې بل شي، که څه اور ور ونه رسي.
[9] بحار الانوار: ۶ټ، ۵۹مخ.
[10] تفسیر الطبري: ۲۹ټ، ۱۵۶مخ، د مدثر سورت تر ۲۴ آیت لاندې.
[11] (بحار الانوار: ۴ټ، ۱۴۹ مخ)
[12] (بحار الانوار: ۶۶ټ، ۲۹۳مخ)
[13] [فخررازي، التفسیر الکبیر: ۳۲ټ، ۱۲۴مخ+ مجمع البیان تفسیر: ۱ټ، ۴۵۹ مخ)
[14] کافي: ۲ټ، ۱۶۷ مخ، کتاب الایمان و الکفر، باب البر بالوالدین، ۱۸ ګڼه حدیث+ الجامع الاحکام القرآن: ۷ټ، ۹۷مخ، انعام- ۴۰ آیت او نور کتابونه.
[15] معجم البلدان: ۴ټ، ۲۶۳مخ.
[16] کافي: ۲ټ، ۲۶۲مخ.
[17] بحار الانوار: ۴۲ټ، ۱۵۷ مخ.
[18] مجمع البیان: ۶ټ، ۳۳۷مخ، د آیت تر تفسیر لاندې.
[19] مجمع البیان: ۹ټ، ۲۲۶مخ، د آیت تر تفسیر لاندې
[20] ابن ابی الحدید،د نهج البلاغې شرح: ۱ټ، ۲۴ مخ.
[21] مناقب آل ابی طالب: ۲ټ، ۸۴مخ.
[22] بحار الانوار: ۴۱ټ، ۱۷مخ.
[23] المستدرک علی الصحیحین: ۳ټ،۳۲مخ+ بغداد تاریخ: ۱۳ټ، ۱۹مخ + بحار:۴۱ټ،۹۶مخ.
[24] بحار الانوار: ۴۲ټ،۳۳مخ.
[25] بحار الانوار: ۴۱ټ، ۱۷ مخ.
[26] بحار الانوار: ۴۱ټ، ۱۲۱ مخ.
[27] بحارالانوار: ۴۱ټ،۳۲مخ.
[28] بحار الانوار: ۴۱ټ، ۶۹مخ.
[29] بحارالانوار:۴۱ټ، ۳۲مخ.
[30] بحار الانوار: ۴۱ټ: ۵۲مخ.
[31] بحار الانوار:۴۰ټ: ۳۲۴ مخ.
[32] نهج البلاغه،۱۶۰ خطبه: پر خدای قسم څپلۍ مې دومره پیوند کړه چې له موچي مې حیا وکړه».
[33] حلیة الاولیاء: ۷ټ، ۳۰۰مخ.
[34] بحار الانوار: ۴۰ټ، ۳۲۱مخ. « دهغه الله ستاینه چې څنګه یې ور دننه کړی وم، هماغسې یې راوایستم».
[35] بحار الانوار: ۴۱ټ، ۴۳مخ.
[36] بحار الانوار: ۴۱ټ، ۱۳۲ مخ.
[37] بحار الانوار: ۴۱ټ، ۴۳ مخ.
[38] بحار الانوار: ۴۰ټ، ۳۳۸مخ.
[39] بحار الانوار: ۴۲ټ، ۲۷۶مخ.
[40]دشتي: د خيبر تر سوبې وروسته ددې سیمې يهوديانو له رسول اکرم سره سوله وکړه او “فدک” يې پېغمبراکرم ته وباښه او رسول اکرم هغه فاطمې بي بي ته ورډالۍ کړ او د پېغمبراکرم په ژوند پينځه کاله له فاطمې سره و؛ خو د حضرت ابوبکر(رض) په خلافت کې ترې واخستل شو. په دې باب وګورئ: “فرهنګ سخنان فاطمه، د ف ټکى، فدک.”
[41]يامه د عربستان په سهیل کې يوه سيمه ده.
[42]دا شعر حاتم طايي ته منسوب دى.
[43] د Botany (بوټپوهنې) علم ته اشاره ده.
[44] مجادله/ ٢٢ آيت
[45] حلیة الاولیاء: ۴ټ، ۱۳۹مخ.
[46] نهج البلاغه: ۲۷مه خطبه « که یو مسلمان نارینه ددې پېښې له افسوس او خپګانه ومري، پړ نه دی ؛بلکې په نزد مې ددې مرګ وړ دی».
[47] وسائل الشیعه: ۱۵ټ، ۶۶مخ، کتاب الجهاد، ابواب جهاد العدو، باب ۱۹.
[48] نهج البلاغه: ۲۲۴مخ.
[49] عوالی اللئالي: ۱ټ، ۴۰۴ مخ.
[50] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۳۱ مخ « خدای ماته ادب راښوولی او علي ته ما ادب ورښوولی دی».
[51] بحار الانوار: ۳۶ټ، ۴۰ مخ.
[52] بحار الانوار: ۳۹ټ، ۲مخ.
[53] بحار الانوار: ۱۸ټ، ۱۸۰ او ۱۸۲ مخونه.
[54] بحار الانوار: ۱۸ټ، ۱۶۰ مخ.
[55] بحار الانوار: ۱۸ټ،۲۰۵ مخ+ الکامل فی التاریخ: ۲ټ، ۶۳مخ.
[56] مناقب آل ابی طالب: اټ، ۶۸مخ.
[57] حلیه الاولیاء: اټ، ۱۴۸مخ.
[58] بحار الانوار: ۱۸ټ، ۲۱۰ مخ.
[59] بحار الانوار: ۱۸ټ، ۲۴۳مخ « سکه دنړیوالو رحمت ته رالېږل شوی یم».
[60] الخرائج و الجرائح: ۱ټ، ۱۶۴مخ.
[61] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۴۳مخ.
[62] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۵ مخ.
[63] بحارالانوار: ۲۱ټ، ۱۷۰مخ.
[64] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۱۹مخ.
[65] بحار الانوار: ۴۳ټ، ۸۶مخ « د اخرت حلاوت پر وړاندې د دنیا په سختیو کې بیړه وکړه».
[66] بحار الانوار: ۴۳ټ، ۸۵مخ.
[67] (آل عمران- ۶۱)
[68] (احزاب-۳۳)
[69] الاصابه فی تمییز الصحابه: ۴ټ، ۴۶۷مخ+ تفسیر القرطبي: ۲۲ټ،۹مخ+ المستدرک علی الصحیحین:۲ټ، ۴۱۶مخ+ تفسیر القرطبي: ۱۴ ټ، ۱۸۳مخ+ احمد حنبل مسند:۶ټ، ۲۹۸ او ۳۲۳مخونه، کافي: ۱ټ، ۲۸۷مخ + الخصال: ۵۵۰مخ.
[70] صحیح بخاري: ۴ټ، ۱۸۳مخ+ صحیح ابن حبان: ۱۵ټ، ۴۰۲مخ،۶۹۵۲ ګڼه حدیث.
[71] بحار الانوار: ۴۳ټ، ۲۵مخ.
[72] بحار الانوار: ۴۳ټ، ۷۶مخ.
[73] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۲ مخ
[74] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۱۵ مخ
[75] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۵ مخ
[76] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۷ مخ
[77] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۷ مخ
[78] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۷ مخ
[79] بحار الانوار: ۱۶ټ،۲۲۸ مخ
[80] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۸ مخ
[81] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۵ مخ
[82] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۸ مخ
[83] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۸ مخ
[84] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۷ مخ
[85] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۷ مخ
[86] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۲۹ مخ
[87] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۳۰ مخ
[88] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۶۴ مخ
[89] بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۱۶ مخ
[90] بحار الانوار: ۴۰ټ، ۳۳۱ مخ
[91] بحار الانوار: ۴۱ټ، ۱۴۹ مخ
[92] الکافي: ۲ټ، ۱۰۸مخ، کتاب الایمان و الکفر، باب العفو، ۹ګڼه حدیث.
[93] قلم – ۱۴
[94] تورات، تثنیه سفر، ۳۳باب
[95] یوحنا انجیل، ۱۴باب
[96] او په ۱۵ باب کې راغلي دي
[97] انیس الاعلام:۱ټ، ۶مخ.