تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نبوت په الهي نړۍ ليد کې،پېغمبرانو ته د انسان اړتيا څرګنده ده .که هستي موخه لري او پخپل بهير کې سمه روانه  وي؛نو انسان هم،چې د نړۍ يوه برخه ده،بايد څرګنده او له هر ډول تېروتنې پاکه لار ولري او که داسې نه وي؛نو نېکمرغه به نشي . په توکيز (مادي) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نبوت

په الهي نړۍ ليد کې،پېغمبرانو ته د انسان اړتيا څرګنده ده .که هستي موخه لري او پخپل بهير کې سمه روانه  وي؛نو انسان هم،چې د نړۍ يوه برخه ده،بايد څرګنده او له هر ډول تېروتنې پاکه لار ولري او که داسې نه وي؛نو نېکمرغه به نشي .

په توکيز (مادي) نړۍ ليد کې،چې نړۍ ته موخه نشته او انسان هم بې له پخوانۍ ونډې او طرح جوړ شوى او تر څه مودې وروسته به له منځه ولاړ شي؛نو په دې  نړۍ ليد کې د نبوت خبره نوموتې نه ده  .

د توحيد او نبوت اړيکه

ددې خبرې رايادول اړين ګڼم،چې پنځګر غونډال (خلقت نظام) پخپله پر پېغمبرانو او رسالت يې ژوندى لووی-ګواه دى؛ که پنځګر غونډال ته يوه لنډ کتنه وشي؛نو خداى د موجوداتو يوه اړتيا يې هم نه ده پرېښې؛د بېلګې په توګه:که ليدو ته يې سترګې ورکړي دي؛نو ساتلو ته يې باڼه او وريزي هم ورکړي،چې د رڼا ورننووتل اوډون کړي. د سترګو په ګوټ کې يې د اوښکو کڅوړې جوړې کړي،چې سترګه لمده وساتي؛ځکه د سترګې وچېدل، سترګه له منځه وړي او د همدې سترګې په ګوټ کې يې يو وړوکى سورى جوړ کړى،چې اضافي اوبه د پوزې له لارې ترې وباسي او که دواړه سوري نه وي ؛نو دا ټولې اوبه به مو پرمخ رابهېدې ! د سترګې ګاټي ته يې هومره حساسيت ورکړى،چې د پياوړي او کمزورې رڼا پر وړاندې پخپله تنګ او پراخېږي،چې رڼا تنظيم شي او سترګه زيان و نه ويني.د سترګې شاوخوا ته يې ډول ډول عضلات جوړ کړي،چې بې د سر له تاوولو خپله شاوخوا بې له کومې ستونزې وويني؛نو پخپله ووياست، خداى چې د بشر دا ټولې غوښتنې چمتو کړي؛نو ايا بشر به له يوه ډاډمن مشره بې برخې کړي،چې له وحې سره اړيکه لري ؟!

د هېواد مشهور فيلسوف “ابوعلي سينا بلخي” پخپل مشهور کتاب “شفا” کې ليکلي:

*د الهي پېغمبرانو راتګ ته د انسان اړتيا تر بڼو،وېښتانو او وريزو ډېره ده ؛نو (ناشونې ده)،چې خداى هغه راکړي او دا را نه کړي .[1]*

انبياوو (ع) ته د اړتيا دليلونه

١_د هستۍ موخه درلودل

په الهي نړۍ ليد کې،هستي موخه لري او انسان هم د هستۍ يوه برخه ده او هستي انسان ته جوړه شوې او په واک کې يې ده؛نو داسې خو نشي کېداى،چې انسان په هستۍ کې سرايله وي.

فرض کړئ د يو ښوونځي پرانستو ته ټول شونتیاوې وي؛لکه لابراتوار،کتابتون،علمي شونتياوې او ……،زده کړيالان هم په ټولګي کې ناست وي؛خو ښوونکى نه  وي؛نو دا ټولې چارې به بې ځايه او بې ګټې وي .

٢_د هستۍ حرکت

د الميزان تفسير مفسر علامه طباطبايي وايي : بېشکه ټوله هستي يو حرکت لري . پردې مانا،چې ټول موجودات پخپله وده کې شکمن نه دي او په پاى کې ودې او کمال ته وررسي؛نو په دې ترڅ کې ‏آيا سمه ده،چې انسان هېښنده وي؟ اړنګ نشته چې انسان هم بايد بې خطا او څپڅپاندۍ ولري،چې ورباندې پر تلو کمال ته ورسي او دا لار حکيم او عادل خداى څنګه چې نورو موجوداتو ته ښوولې،انسان ته يې هم ښوولې ده؛خو کوم توپير،چې انسان له نورو موجوداتو سره لري،دادى چې انسان کړاى شي پر دې لار ولاړ شي او يا يې پرېږدي .

٣_ د خداى پېرزو

الله (ج) د پېرزو له مخې خپلو بندګانو ته لار ورښيي او د الهي پېغمبرانو او اسماني کتابونو رالېږل هم يوه ستره الهي پېرزو ده؛ لکه څنګه چې په قرآن شريف  کې وايو : ((إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى =په يقين چې لارښوونه يوازې زموږ(پرغاړه) ده))

خداى خبر دى،چې د انسان د تګ په بهير کې ډول ډول کږلېچونه دي، شيطانان ورته پټ دي او ځاني غوښتنې يې هرې خوا ته راکاږي؛نو ووياست،چې آيا لوراند څښتن به انسان بې لارښوده پرېږدي؟

٤_د انسان ناپوهي

په دې خو ټول خبر دي،چې انسان د ځان او هستۍ په هکله خورا لږ معلومات لري؛خو مجهولات يې ډېر دي؛نو بشر ښوونکي ته اړتيا لري،چې خپل مجهولات کم او معلومات ډېر کړي .

کېداى شي،ذهن ته راشي،چې د وخت په تېرېدو د انسان معلومات ډېرېږي؛نو پېغمبرانو ته اړتيا نه لري،په ځواب کې دې يې وويل شي :که څه د وخت په تېرېدو انسان پر يو لړ خبرو پوهېداى شي؛خو دا معلومات ورته بسيا نه دي‏،چې لاندې آيت له دې حقيقته پرده اوچته کړې: ((وَيُعَلِّمُكُم مَّا لَمْ تَكُونُواْ تَعْلَمُونَ=پر څه چې نه پوهېداى،خداى دروښوول. ))

دا آيت وايي : داسې څيز نشته چې پرې نه پوهېږئ ! پخپله ووياست،چې بشر به څنګه وکړای شي پخپلو محدودو ماغزو د برزخ او قيامت پر پېښو پوه شي؛نو پوه شئ،چې دا چار يوازې د انبياوو (ع) کار دى.

د انبياوو (ع) لار د انسانانو پخوانۍ غوښتنه وه

عدالت غوښتنه د انسان طبيعي هيله ده او د تاريخي لاسوندونو- شواهدو له مخې ددې ډول حکومتونو څرګنده بېلګه،يوازې په انبياوو او په نياومن-عادلانه غونډال کې يې او په هغوى کې ليدل شوې،چې د دين له پلوه انبياوو ته ورنږدې ول او دې طبيعي غوښتنې ته يوازې د انبياوو ليکه مثبت ځواب ورکولاى شي.

پر نبوت نه ګروهه ‏د خداى نه پېژندنه ده

الله (ج) ټوله نړۍ د انسان ګټنې ته پيدا کړې او موږ ټول يې تلپاتې نېکمرغۍ ته خپلې نمانځنې ته رابللي يو او ددې خبرې په پامنيوي‏،چې لار نه پېژنو او د لارې په ټاکنه ‏کې تېروځوو او پر لار د تګ پر مهال پر تېروتنو ، شيطاني وسوسو او کږلاريو ککړېږو؛نو دلته مو کوربه لوراند څښتن دى؛نو که د پېغمبر (ص) په څېر ‏مشر د معجزې په څېر له څراغ  سره او د قرآن په څېر له بشپړ قانون سره را و نه لېږي؛نو خداى چې کومې بلنې راکړې،بې ځايه به وي.

د پېغمبرانو له رالېږلو نهايي موخه د واقعي تکامل پر لور د انسان يون دى او هر يون مبداء،مقصد او د لارې مشر او وسيلې ته اړتيا لري او په دې  ټولو اړتياوو کې مشر ته اړتيا خورا اړين چار دى؛ځکه که مشر نه وي؛نو هم به لار ورکه کړو او هم موخه او هم به له وسيلو پخپل ځاى کې ګټه وانخلو .

د قرآن شريف د وينا له مخې : ((أفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ[2]  = ايا( له تا) د جاهليت حكم او پرېکړه غواړي ؟! حال دا چې منونکې ډلې ته به د خداى له پرېکړې د چا پرېکړه غوره وي؟ ))

خداى تر ټولو پوه دى، پنځولي يې يو او د هر څه پنځګر د خپل پنځولي په هکله بشپړ کره معلومات لري .

قرآن شريف وايي : ((أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ[3]=   آيا چا چې (موجودات) پنځولي،له حاله يې خبر نه دى؟ حال داچې هغه (له دقيقو رازونو) خبر دى.))

پخپله ووياست،څنګه به داسې وشي،چې حکيم خداى ټول ژوي – موجودات انسان ته پيدا کړي؛خو انسان بې کړلار خوشې او ايله پر خپل حال پرېږدي؟ آيا دا چار د حکمت پر خلاف نه دى؟که څوک اندي؛نو سمه خبره خو داده،چې خداى يې سم نه دى پېژندلى.

علم  او عقل  بسيا ‏دي ؟

اسلام عقل او پوهې ته خورا ارزښت ورکړى،تردې چې عقل د انسان دنننى پېغمبر ګڼي او د انسانانو سزا او ثواب يې د هغوى د عقل پر بنسټ ټاکلې ده . قرآن شريف ټول اندنې ‏،تعقل او تدبر ته رابللي او په ډېرو آيتونو کې خو يې يوازې عقلمن او انديالان مخاطب دي.

څه چې اسلام د پوهې ‏د ارزښت په هکله د جاهليت پر مهال ويلي ول،تر اوسه يو عالم هم په يوه ځاى کې،هغه ته ورته نه دي ويلي.

د يو ښوونځي خاوند پيدا کړئ،چې د پوهې ‏د زده کړې موده يې له زانګو تر مړينې ټاکلې وي او زده کړې ته لرې لرې مسافرتونه ان تر اسمانه پراخوي؛خو له دې ټولو سره،علم او عقل ‏کله هم نشي کړاى د انبياوو(ع) ځاى ونيسي او له پېغمبرانو مو مړه خوا کړي .

د بشري پوهې د نیمګړتیا دليلونه

الف: د انسان د علم محدوديت

هره ورځ وينو،چې په دنيا کې پوهنځي زياتېږي او انسان ډول ډول راسپړنې کوي؛خو انسان خپل عقل او علم ته ورپرېښوول،په حقيقت کې يې په کنده کې ورګوزارول دي؛ ځکه د خلکو پوهه او علم توپير لري . ډېرى خلک يو څيز د ځان په ګټه ګڼي؛خو نور يې په خپل تاوان . هو ! د انسان پوهه لږه ده . نه له تېرو سم خبر دى او نه له راتلونکي او نه د خپلو کړنو له چټک او سوکه سوکه غبرګونونو خبر دى. څومره ښه يې ويلي،چې د انسان پوهه يې د ناپوهۍ په پرتله لکه څاڅکي چې سمندر ته وي .

ب: د معرفت پر لار د خنډونو ډېروالى

انسان هله پر حق پوهېدای شي،چې د ښاندې په لار کې يې خنډونه نه وي. انسان د عقل،آند او پوهې په درلودو کله داسې د غريزو په توپانو کې ښکېل شي،چې د واقعيت په پېژندو کې سرګردان شي او لار ورکی شي . ډېر داسې باطل دي،چې حق ښکاري او ډېر داسې حق،چې باطل ښکاري.داچې انسان د غريزو په ځاله کې راښکېل دى او واقعيتونه نه ويني او کله هم د سمې پوهېدنې پر خلاف عمل کوي؛نو انسان د قانون جوړونې حق نه لري .قرآن شريف  وايي : ((إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ))

ج: په پوهېدو کې ځنډ

کله د وخت په تېرېدو او د علم په پرمختګ يو لړ واقعيتونو ته رسي؛ خو دا د کلونو د ځنډ ګناه به د چا پر غاړه وي ؟ د ساري په توګه: تقريباً نيمه پېړۍ کېږي،چې انسان پوه شوى،چې د سرکوزي د غوښې خوړل د کدو دانې او د ((تريشين)) چنجي د رنځ لامل ګرځي؛خو هغوى چې په وحې د سرکوزي ‏د غوښې له حراموالي خبر ول؛له پېړيو پېړيو راهيسي له دې ګواښه ژغورل شوي دي.د اسلام  د سپېڅلي دين ډېری داسې احکام او اسرار دي،چې علم يې د وخت په تېرېدو له اسرارو پرده اوچته کړې ده؛خو د انبياوو(ع) لارويان له هماغه پيله په يوه داسې پړاو کې واقع شول،چې د علم او تجربې پر بنسټ عالمان تر پېړيو وروسته ورورسېدل .

پر معنوياتو پوهېدنه

انسان په خپل عقل،علم،مشورې او څېړونو يوازې کړاى شي د محسوسو توکيزو چارو په هکله ګام اوچت کړي او ځان ته لار وټاکي؛خو له تلپاتې نېکمرغۍ،مانيزې ‏ودې او اروايزې ‏روزنې ته انسان لاس رسي نه لري ،چې بې له وحې او انبياو بله لار نه لري .

د قانون ساز ځانګړنې

١_ قانون ساز بايد د انسان پر ټولو ظاهري او باطني اړتياوو پوه وي .

٢_پر انسان ولورېږي .

٣_بشپړ عادل وي او پر حقيقت او سازښت-مصلحت خپلې غوښتنې غوره وګڼي.

نو ښکاره ده،چې داسې يو قانونساز بې له  الله بل څوک نشي کېداى،چې د انبياوو (ع) له لارې انسانانو ته لارښوونې او پيغامونه رالېږي.

د انبياوو (ع) په هکله د قرآن شريف  وينا

د عقل له پلوه مو انبياوو (ع) ته پر اړتيا رڼا واچوله؛نو اوس به هم د قرآن شريف څو آيتونو ته اشاره وکړو :

*((وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ فَإِذَا جَاء رَسُولُهُمْ قُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ[4]= او هر امت ته يو استازى وي او چې کله يې استازى راشي؛نو ترمنځ يې په انصاف پرېکړې کېږي او هېڅ  ډول تېرى به  پرې ونشي.)).

* ((وَإِن مِّنْ أُمَّةٍ إِلَّا خلَا فِيهَا نَذِيرٌ[5]= او هېڅ داسې امت نه و؛خو داچې خبروونكى پکې تېر شوى دى.))

*((لِّيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَن بَيِّنَةٍ وَيَحْيَى مَنْ حَيَّ عَن بَيِّنَةٍ[6]= هغوى چې هلاك (اوبې لارې)كېږي په ښكاره دليل هلاك شي او هغوى چې ژوندي كېږي (او سمه لار مومي) له څرګند دليل سره ژوندي پاتې شي)).

 هو ! بايد لار روښانه وي،چې انسان يې په پوهه او پوره ازادۍ وټاکي .

*((رُّسُلًا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ[7]=( دا ټول) پېغمبران زېري وركوونكي او وېروونكي لېږل شوي ول،چې د پېغمبرانو (تر لېږلو) وروسته خلكو ته د خداى په مقابل كې  پلمه نه وي (او پر ټولو غاړه خلاصه شي).

د انبياوو(ع) ښاندلار (د پېژندنې لار)

د انبياوو(ع) ښاندې ته درې لارې دي:

١_معجزه .

٢_د انبياوو (ع) د تېرو چارو،حالاتو او کارنامو څېړنه .

٣_د تېرو پېغمبرانو يادونې .

الف) معجزه :

 څوک چې وايي خداى د لارښوونې دنده راکړې او د هستۍ له خاوند او ناپايه ځواک ‏سره په اړيکه کې يم؛نو بايد داسې کار وکړي،چې نور ترې بېوسې وي او له دې لارې خپله خبره جوته کړي، چې په رښتيا له بلې نړۍ سره په اړيکه کې دى،چې دې عمل ته معجزه وايي[8] .

هر الهي پېغمبر  خپل حقانيت جوتولو ته معجزه او معجزې درلودې؛لکه :

١_حضرت داود(ع) ته د اوسپنې نرمېدل: ((وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ))

٢_حضرت سليمان(ع) ته د باد  اېلېدل:((فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّيحَ تَجْرِي بِأَمْرِهِ))

٣_حضرت صالح (ع) ته له غره د اوښې راوتل. ((إِنَّا مُرْسِلُو النَّاقَةِ))

 ٤_پر ښامار د حضرت موسى (ع) د کونټۍ اوړېدل.((فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ))

٥_د حضرت عيسى(ع) په لاس د مرغۍ جوړېدل. ((أَنِّي أَخْلُقُ لَكُم مِّنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللّهِ وَأُبْرِئُ الأكْمَهَ والأَبْرَصَ وَأُحْيِي الْمَوْتَى بِإِذْنِ اللّهِ))

د انبياوو(ع) چار له مخترعانو،مرتاضانو،کوډګرو او پهلوانانو سره څه توپير لري؟

 هغوى هم يو لړ چارې کوي،چې نور يې نشي کړاى؛نو ولې ورته پېغمبران نه ويل کېږي؟!

د پېغمبرانو(ع) او نابغو توپير

نوابغ هغه وګړي دي،چې د آند،تعقل او حساب غښتلى ځواک لري؛يعنې په حواسو له څيزونو سره اړيکه نيسي او د خپل عقل په حسابګر ځواک د خپل ذهن په محصولاتو کار کوي او پايلې ته رسي او شونې ده،چې تېر هم وځي .

الهي پېغمبران د آند،تعقل او حساب پر غښتلي ځواک سربېره،د وحې په ځواک هم سمبال دي،چې نابغې ترې بې برخې دي؛نو ځکه هېڅکله نه شو کړاى نابغې له پېغمبرانو سره پرتله کړو؛ځکه پرتلنه هغه مهال سمه ده،چې د دواړو ډلو چار يو ډول وي؛خو که دوه ډوله وي؛نو پرتلنه ناسمه ده. د بېلګې په توګه : آيا سمه ده،چې د دوو کسانو د ليدو،اورېدو او يا آنديز ځواک پرتله کړو او ووايو،چې کوم يې غښتلى دى .

د نابغو نبوغ په آندنې او انساني آند په ځواک پورې اړوند دى؛خو د پېغمبرانو سرباندېتوب  په وحې او د هستۍ په مبداء پورې د تړاو له امله دى؛نو دا دواړه پرتله کول ناسم چار دى .

١_ دا خلک اړوند چارو ته روزل شوي؛خو انبياء(ع) ښوونکي نه لري  .

٢_ د دوى چارې د تمرين پايله ده؛خو انبياء(ع) داسې نه ول.هغه پهلوان که درانه درانه وزنونه پورته کوي؛نو دې ځاى ته تر کلونو کلونو تمرين وروسته رسېدلي دي. هغه خلک،چې له حضرت صالح(ع) څخه راتاو شوي ول؛ورته يې وويل : که له الهي ځواک سره په اړيکه کې يې؛نو همدا اوس له غره له دغو ځانګړونو سره اوښه راوباسه؛نو حضرت صالح(ع) ورته  ونه ويل: لږ صبر وکړئ،چې تمرين يې وکړم او زده يې کړم؛نو بيا به دا کار وکړم او پردې سربېره، اصولا دا چار په تمرين هم ترسره کېداى نشي.

٣_ ددې خلکو د چارو موخه توکيزه ده. که پهلوان درانه وزنونه پورته کوي،جادوګر جادو کوي؛نو د خلکو د پام راګرځولو او مادياتو ته وي؛خو د انبياوو (ع) موخه د نېکمرغه غښتلي انسان او ټولنې جوړول دي.

٤_دا خلک تېروتوونکي او ګناهکاران دي؛خو الهي انبياء(ع) سپين لمني دي او په خپل ژوند کې هېڅ ډول نيمګړتيا نه لري .

٥_جادوګر،پهلوان او …. هېڅکله نه وايي،کوم چار چې کوم،بل يې نشي کولاى او د سيال رابللو مړانه هم نه لري؛خو الهي انبياء(ع) په پوره ډاډ وايي :کوم چار،چې کوو،بل يې نشي کولاى.

ځکه د الهي پېغمبرانو او د نورو سترګو تېرايستونکيو په چارو کې هم د موخې او هم د عمل له پلوه خورا توپيرونه دي .

نندارتون نه؛معجزه

هره معجزه،چې خلکو غوښته؛انبياوو (ع) ترسره کوله؟

کله يې ويل : که پېغمبر يې؛نو خداى راوله ! ((تَأْتِيَ بِاللّهِ))؛خو داچې خداى جسم نه دى؛نو دا چار ناشونى و.

کله يې ويل :که پېغمبر يې؛نو اسمان ټوټې ټوټې کړه او راګوزار يې کړه : ((أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاء كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا)) او کله يې ويل: که پېغمبر يې؛نو کور دې بايد له سرو زرو جوړ شوى وي. ((أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِّن زُخْرُفٍ)) او د ډول ډول ونو،انګورو او کجورو بڼ  ولرې : ((أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَعِنَبٍ)).

آيا د بڼ او ماڼۍ درلودل له خداى سره اړيکه راښيي؟ فرعونانو،قارونانو او نمرودانو دا هرڅه درلودل؛نو آيا هغوى له خداى سره په اړيکه کې وو؟

نو ځکه معجزه يوازې هغه ده،چې له ستر  الله سره د پېغمبر اړيکه څرګنده کړي او داسې نه ده،چې هر چا ته په هر وخت کې د هر چا په خوښه،هره شېبه پېغمبران معجزه وکړي.

په معجزه کې سنخيت

داچې حضرت موسى عليه السلام په يو داسې وخت کې پېغمبر شو،چې د جادو او کوډو بازار ګرم و؛معجزه يې د ښامار  کونټۍ کېدل وو.

داچې د حضرت عيسى عليه السلام په پېر کې رنځ درملنه او طبابت پر مخ تللى و؛نو د خداى په امر يې مړي راژوندي کول او زموږ د خپل ګران پېغمبر (ص) په پېر کې شعر پر مخ تللى و؛نو معجزه يې کلام وه . دا له يوه پلوه او بلخوا داچې تلپاتې نړيوال دين تلپاتې نړيوالې معجزې ته اړتيا لري او قرآن شريف زموږ د پېغمبر (ص) تلپاتې معجزه ده،چې د رسول الله (ص) په رحلت يې معجزه له منځه  ولانړه او پر خپل حال پاتې ده .

دويمه لار: د لاسوندونو او د انبياوو (ع) د چارو او حالاتو څېړنه :

د خداى استازى څوک و؟ هم ُامي ،هم نالوستى [9] او هم امين و . ولې يې د کفر،شرک،بوت لمانځنې، تفرقې او کږنو او انګېرنو-خرافاتو په پلازمېنه کې راپاڅېد او د فساد او ورکاوي پر خلاف يې پرېکنده مبارزه وکړه؟

د پېغمبر (ص) مخالفين؛ستر ځواکي،ځانمني،پېسمني،ښاڅمني،زبېښونکي او زور مټي ول. رسول الله(ص) يوازې د حق پر لار روان و. له چا سره يې د مادياتو ژمنه و نه کړه . په ريا،چل ول او ناسمو لارو يې خپل دين ته پراختيا ورنه کړه . وينا يې د قرآن شريف سپېڅلي احکام ول او روزل شوي يې اصحاب کرام وو.

 رښتيا ! که رسول الله (ص) مو معجزه هم نه درلوده؛نو د ژوند حالات او موخه يې پر  رښتينولۍ ستر لووي-ګواه دي .

درېمه لار: د تېرو پېغمبرانو يادونې :

پېغمبر (ص) راغى،ويې ويل : هماغه پېغمبر يم ،چې نوم او نښې مې په تورات او انجيل کې راغلي دي .

په قرآن شريف کې راغلي: ((يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ)) هغوى پخپلو کتابونو کې د خداى د وروستي استازي نوم موندلى و. د اسلام د پېغمبر راتګ د نورو اديانو لارويانو ته دومره څرګند و، چې په دې هکله قرآن شريف  وايي : ((يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمُ )) هغوى څنګه چې خپل اولاد پېژانده،رسول الله(ص) يې هم پېژانده؛خو سره له دې ټولو،يهودانو په جګړو لاسونه پورې کړل او مسيحيانو خورا جزيې ومنلې . که دا خبره يې په کتابونو کې نه وه؛نو په ډېره اسانه به د خداى په استازي (ص) پسې راپاڅېدلي ول او نه يوازې پر هغه به يې ايمان نه راووړ؛بلکې ورته به يې دروغجن وايه؛نو هغه جګړې،جزيي او تاوانونه،چې هغه مهال د اسلام دښمنانو وزغمل،ددې خبرې پخلى کوي،چې زموږ د پېغمبر (ص) نوم او نښې يې په اسماني کتابونو کې راغلې وې؛خو نن يې پکې بدلون راوړى دى .

د انبياوو (ع) ځانګړنې

الهي انبياء(ع) يو لړ ځانګړنې لري،چې معرفۍ او موخو پلي کولو ته يې ګټورې دي،چې څو ته يې اشاره کوو .

١_معجزه:

معجزه يو له هغو ګټورو او محسوسو اوزارو ځنې ده،چې انبياوو (ع) درلوده، چې په دې اړه مو مخکې خبرې وکړې.

٢_وحې :

له دې لارې به پېغمبرانو له خداى سره اړيکه نيوه او د خداى پيغام به ورته راته .خداى د نورو پېغمبرانو په هکله خپل وروستي استازي ته وايي : ((وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلاَّ رِجَالًا نُّوحِي إِلَيْهِمْ[10] = موږ تر تا مخكې يوازې سړي (چې انسانان او د بشر له جنسه وو،د پېغمبرانو په توګه) لېږلي وو،چې وحې مو ورته کوله. ))   

د وحې په هکله يو لړ پوښتنې اوڅارېږي،چې پر دوو يې رڼا اچوو :

پوښتنه : آيا وحې يو ډول بشري نبوغ نه دى ؟

ځواب: ځينې،چې نه غواړي له بلې نړۍ سره اړيکه ومني؛نو په وحې او ورته مسئلو کې لتې وهي،چې يوه توکيزه مخونه ‏ورته راوړي .

که د انبياوو (ع) د ځانګړونو برخه ولولئ؛نو پوه به شئ،چې د انبياوو (ع) او بشري نوابغو ترمنځ خورا توپير دى؛له هر ډول اړنګ – شک،تېروتنې او  ګناه څخه عصمت،له غيبو خبرېدل ،نږه او د زړه له تله عبادت او هر څه د خداى ګڼل، هغه خبرې دي،چې په نوابغو کې نشته؛ځکه نوابغ هم  تېروځي او هم سپين لمني نه دي او هم له غيبو خبر نه دي او له الهي عارفانه نږه عبادته لرې دي او څه چې لري،د خداى (ج) له لوري يې نه ګڼي.

مګر موږ نورې نابغې نه لرو؛نو ولې هغوى د قرآن شريف په څېر رانه ووړ او نشى کړاى رايې وړي ؟

پوښتنه :ولې موږ ته وحې نه کېږي؟

ځواب:هره راډيو،هر چاينل او څپې نه را کاږي. دنننى اخلاص، پاکي،تقوا او نور شرطونه پکار دي او بايد زړه الهي وحې او الهام ته چمتو والى ولري .

٣_د غيبو علم:

انبياء(ع) د غيبو علم لري . په دې هکله قرآن شريف  وايي : ((عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا. إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا[11]= (هغه) پر غيبو پوهېږي او هېڅوك د خپلو غيبو (پر رازونو) نه پوهوي؛خو هغه استازى (ترې خبروي)،چې (دې کار ته يې) غوره كړي؛نو په حقيقت كې مخكې او شاته يې ورته ساتونكي ګومارلي دي‏))

پوښتنه : د قرآن شريف  په آيتونو کې لولو : بې له الله بل څوک د غيبو علم نه لري  : ((وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُو)) ؛نو ددې آيت په شتون کې،چې د غيبو علم يې يوازې د خداى لپاره ځانګړى کړى دى؛ نو څنګه يې  پېغمبرانو ته جوتولاى شئ ؟

ځواب : د غيبو علم يوازې په خداى پورې ځانګړى دى او که پېغمبر (ص) په دې هکله څه معلومات لري؛نو خداى به ورکړي وي او پېغمبر (ص) له ځانه له غيبو خبر نه وي .

٤_عصمت :

د خداى د استازي (ص) بل امتياز عصمت (سپينلمنوب) دى .عصمت؛يعنې انسان د ايمان،معرفت او بشپړ يقين له کبله د داسې ستر روح خاوند شي،چې په بشپړه ازادۍ،واک او پوهې ګناه نه کوي؛بلکې د ګناه په فکر کې هم نه وي.

د اسماني مشر د عصمت اړتيا

معصوم مشر ته ځکه اړمن يو ،چې نور انسانان تېروتنې،انديزې او عملي بې لارۍ لري؛نو خداى دې انسان له هغه ورځې ساتي،چې مشر هم بې لارې شي؛ځکه په دې بڼه به دا مشر هم معصوم مشر ته اړمن  شي او که هغه هم معصوم نه وي؛نو بل معصوم ته به اړمن شي .

څو يادونې :

الف:ځينو د قرآن شريف ځينې آيتونه لوبڅي کوي او د پېغمبرانو عصمت ټکنى کوي .موږ چې د قرآن شريف په آيتونو کې کومه څېړنه کړې؛نو سره له دې،چې پېغمبرانو ته وړانديزونه،خبر او اخطارونه ورکړل شوي؛خو دا يو هم د عصمت له مقام سره په ټکر کې نه دي.

ب: پېغمبران نه يوازې په ګروهو او احکامو کې او نه يوازې په کبيره ګناهونو کې؛بلکې په ټولو ګناهونو کې او نه يوازې په  لوى لاس تېروتنو؛بلکې په سهوي تېروتنو کې هم معصوم وي،چې دښمن ته يوه پلمه هم د دوست د ډاډ د خرابولو لپاره پيدا نشي . په قرآن شريف  کې راغلي: ((فَلِلّهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ= ټينګ (او غوڅ) دليل خو له الله سره دى))

ج: عصمت د خداى د استازي له لمونځونو ،مغفرتونو او ژړاګانو سره په ټکر کې نه دی؛ځکه همداچې د خداى استازى ځان د خداى پر وړاندې وګوري؛نو د زړه له کومې يې مني،چې خداى يې له ماغزو او زړه خبر دى او څاري يې او ټولې کړنې يې ليکل کېږي؛نو داسې يو حالت پرې راپېښېږي،هغه کارونه،چې ګناه هم نه وي؛نو حيا کوي. د ساري په توګه : که په کور کې ټوخېږ م؛نو نه شرمېږم؛خو چې خلکو ته خبرې کوم؛نو که يو ټوخى هم وکړم؛نو سره له دې،چې دا کار ګناه نه ده؛خو شرمېږم او له خلکو بښنه غواړم؛ځکه ځان د خلکو پر وړاندې وينم؛نو د خداى اولياء هم،چې ځان د خداى پر وړاندې ويني؛نو ان له خپل کوچني ‏عمله شرمېږي .

د څو پوښتنو ځوابونه

پوښتنه: ولې انبياء (ع) بشر دي؟

ځواب : يوه نيوکه،چې پر انبياوو (ع) کېده دا وه ،چې ولې بشر دي او پرښتې نه دي؟ حال داچې ددې چارې ښکلا په همدې کې ده،چې انبياء بشر وي؛ځکه که بشر نه وي؛نو بشر به لانجه کوله،چې انبياء زموږ له ستونزو او مسايلو خبر نه دي او يوازې حکمونه راکوي !

انبياء بايد د نورو انسانانو په څېر شهوت او غضب ولري او ځان کابو کړي،چې نورو ته بېلګه شي . خداى خپل استازي (ص) ته وايي : ((قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ[12]= زه خو ستاسې په څېر يو بشر يم)).

آيا انبياوو (ع) خپله ارماني ټولنه جوړه کړه ؟

ځواب:د خلکو ښيون-هدايت ته د انبياوو (ع) او اسماني قانون راتګ يو اړين چار دى؛خو د خلکو له لوري د يوې دندې منل جلا  چار دی او ددې دواړو حساب و کتاب توپير لري . د خداى کړلار داسې نه ده،چې خلک په زور ښيون شي او که داسې وي ؛نو اوس به ټول ښيون شوي ول. ((وَلَوْ شَاء لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ))

د خداى استازی ډانګ په لاس نه و او د چا ازادي يې هم له منځه يونړه : (( لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ[13] = ته پر هغوى زورور نه يې (چې ايمان راوړ ته يې اړ باسې) .))

 خداى بايد خلکو ته ښيون وزله چمتو کړي  : ((إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى[14]= په يقين چې لارښوونه يوازې زموږ(پرغاړه) ده))

او خلک هم بايد ښيون منونکي وي؛خو ځينو خلکو ښيون ‏ونه مانه او دا خبره بايد ددې لامل نشي،چې د خداى له لوري د نورو د ښيون ‏لړۍ هم پرې شي؛لکه څنګه چې بڼوال ‏کله هم د مرداربوټو له کبله د ټول بڼ  د  ونو له خړوبولو لاس نه اخلي .

په قرآن شريف  کې لولو : (( وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ[15]=(هغه وخت درياد كړه) چې ستا پالونكي  پرښتو ته وويل:(( زه پر ځمكه ځايناستى خليفه (استازى) ټاكم.)) (پرښتو) وويل: (((پالونكيه!) ايا ته داسې څوك ټاكې،چې فساد او وينه تويه كړي؟ (؛ځكه تر آدمه مخكې ځمكني موجودات پر فساد او وينه تويېدنه ككړ ول،كه د دغه انسان له پيدايښته موخه عبادت وي )؛ نو موږ (خو)دې ستايو او تا پر سپېڅلتوب ستايو.)) خداى وويل: ((پرڅه چې پوهېږم،پرې نه پوهېږئ.))

دا خلک دي،چې بايد ارماني ټولنه جوړه کړي او که د خداى استازيو ارماني ټولنه جوړه نه کړه؛نو په دې  کې د خلکو ناغېړي وه .

پوښتنه : ولې ټول انبياء په ختيځ کې راغلي دي ؟

ځواب: موږ ته د لويديځ پخوانى تاريخ روښانه نه دى او موږ هم هېڅ داسې دليل نه لرو،چې ټول انبياء(ع) په ختيځ کې راغلي دي؛خو د ((وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ))له آيته په ګټنې ويلاى شم،چې هر ملت پېغمبر درلود.

پوښتنه: انبياء(ع) څو تنه ول او پر ټولو ايمان ته څه اړتيا ده؟

ځواب :په قرآن شريف کې د پينځه ويش پېغمبرانو نومونه راغلي دي؛ خو د غافر په سورت کې لولو : ((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّن قَبْلِكَ مِنْهُم مَّن قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُم مَّن لَّمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ[16]= او په يقين  موږ تر تا مخكې استازي لېږلي وو،د ځينو قيصې مو درته كړي او د ځينو نه))

له دې آيته ګټنه کېږي،چې د پېغمبرانو شمېر يوازې دومره نه و،چې په قرآن شريف کې يې نومونه راغلي دي . په روايتونو کې ډول ډول شمېرې ښوول شوي؛چې تر ټولو مشهور يې هغه حديث دى،چې له حضرت ابوذر غفاري (رض) را نقل شوى،چې وايي : رسول الله(ص) مې وپوښت :انبياء(ع) څو تنه وو؟ و يې ويل :يو لک او څلرويشت زره. او همداراز د بقرې د سورت د ١٣٦ آيت له مخې او د آل عمران د سورت د ٨٦ آيت له مخې او همداراز د نساء د سورت د ١٠٥ سورت په رڼا کې،پر ټولوانبياوو (ع) ايمان پکار دى او کېداى شي دليل يې دا وي، چې بعثت يو ناڅاپي چار نه دی؛بلکې يو الهي چار او پړاو دى. پر پخوانيو پېغمبرانو ايمان؛يعنې د تاريخ په پوړيو کې پر انسانانو د خداى پر همېشني او تلپاتې پېرزو ايمان درلودل؛د خداى پر ثابت حکمت باندې؛يعنې پر باطل د حق پر برلاسېدو ايمان درلودل او ايمان درلودل،چې په تاريخ کې پر حقه انسانان يوې لوري ته او طاغوت بلې لوري ته و او په دې  ټولو پړاوونو کې په پاى کې برى د حق و او د باطل پوزه پر خاورو وه او د خداى پر همدې سنت ايمان درلودل، د ودې ،استقامت او پايدارۍ راز دى.

[1] . ( د نمونه تفسیر مفسر، استاد ناصر مکارم شيرازي/پنجاه درس اصول عقايد براى جوانان)

[2] (مائده/۱۵۰)

[3] (ملک/۱۴)

[4]  ( يونس/۴۷)

[5]  (فاطر/۲۴)

[6]  (انفال/۴۲)

[7]  (نساء/۱۶۵)

[8] د څېړونکي يادونه : پردې مطلب لا پوهېدو ته د همدې ویبپاڼې د قرآن کریم تر عنوان لاندې د قرآنپوهنې برخه ولولئ.

[9] .په راتلونکيو څپرکيو کې مو د پېغمبراکرم د نالوستۍ د جوتېدو لپاره اړوند مطالب راوړي دي .

[10] (انبياء/۷)

[11] (جن/ ۲۶، ۲۷)

[12]   (فصلت/۶)

[13] (غاشيه/۲۲)

[14] (ليل/۱۲)

[15]  (بقره/۳۰)

[16] (غافر/۷۸)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!